ویناوالې ځانګړنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


افغاني ټولنه کې د پخوا څخه د ناورینونو له امله رواني او سایکالوژیکي ستونزې شتون لري او همدا رواني ستونزې ددې باعث کیږي چې کورنئ کې کوچنیان د کورني ماحول نه اغیزمن شي او دا اغیز بیا د عمر تر ډیره بریده متداوم شکل لري.ګورو چې اکثره خلک چې د سټیج مخې ته لاړ شي او یا هم د خلکو په وړاندې د خبرو کولو تکل وکړي، نو یا خو دومره ورخطا شي چې د خبرو اساسي موخه ورکه شي او یا هم تاثیر لاندې راځي.زمونږ کورونو کې چې ماشومتوب کې په ماشوم پټکې کیږي لکه کینه ،زر پاڅیږه ، هله هغه سړی دې وهي، پام چې دا کار بیا ونکړې کنه وهم دې او همدارنګه وهل ټکول دا ټول ددې باعث کیږي چې ماشوم غټ هم شي نو همدا ویره یې په زړه کې پرته وي او د خلکو په مخ ورباندې ډیر تاثیر راځي.

په اقتصاد کې د مفاهمې او اړیکو مدیریت په نامه مضمون شته دی چې پکې زده کړیالانو ته د ښې مفاهمې، ویناوالئ او همدا شان اړیکو هنر ښيي، ښه ویناوالې هم زیاتې ځانګړنې لري او هر څوک چې دغه ځانګړنې ځآن کې عملي کړي نو د تاثیر لاندې راتلو ستونزه او همدا شان د مفاهمې ستونزه به یې تر زیاته حده پورې حل شي.

عموما کله چې مونږ په دفتر کې یا بل کو ځای کې په غونډّه کې خبرې کوو یا د خلکو د یو ګروپ په وړاندې یوه موضوع وړندې کوو نو مجبور یو چې د خلکو د مجمع مخکې وغږیږو، که زمونږ خبرې په سم ډول وشي او یا هم ناسم خو یوه خبره واضح ده چې تاثیر یې په مجلس شته، همدا لامل دی چې د خلکو په وړاندې خبرې کولو کې اکثر خلک د ویرې او پریشانئ احساس کوي. خو ښه خبره دا ده چې په دغسې وختونو کې د پریشانئ او ویرې د کنترول پخاطر ځینې تکتیکونه شته چې که عملي شي نو تر کافي حده پورې دغه ستونزه حلیږي. د ویناوالئ تکتیکونه یادول د ویناوال سره کومک کوي چې خپلې خبرې یا پیغام په ښه ډول سره د مجلس حاضرینو ته ورسوي او هغوی پرې پوه کړي. د ویناوالئ غوره مهارت د انسان لپاره که د بریاوو لار پرانیزي ولې په دې کې هم شک نشته چې که ښه ویناوالي ونه شي یا خپل مفهوم په سمه توګه څوک ارایه نکړي او یا هم پیغام په سمه توګه څوک حاضرینو ته ونه رسوي نو د ناکامئ مهر پرې لګیږي.

مخکې لدې چې د خلکو په مخ کې خبرو ته ودریږئ باید باوري شئ چې د موضوع په اړه پوهیږئ او همداشان موضوع ستاسو لپاره مهمه ده. مخکې لدې چې دخلکو مخکې ودریږئ یا یو پروګرام کې خبرو ته ودریږئ د ځان سره یو مناسب پلان جوړ کړئ، ضرور نده چې پلان دې تاسو په څو ورقو کې جوړ کړئ بلکه تاسو کولای شئ که حافظه مو قوي وي نو د مخترو نقطو په شکل ترتیبي یاداشتونه ځان سره واخلئ.هغه څه چې وایئ باوري شئ چې دمفاهمې د اصولو سره برابر وي، یعنې پیغام مو واضح وي، لنډ وي، فصاحت سره وړاندې کولو اراده ولرئ، بیا هم که مخکې د هر پروګرام ځآنته وینا په سمه توګه وضاحتي شکل سره چمتو کړئ نو دا بیا ډیره ښه راخي.

دوهمه خبره د پيغام د تمرین کول دي، هغه متل دی کنه چې وایی اول یې زده کړه، بیا یې نورو ته وایه په همدې اساس هغه خبرې چې ته یې غواړې د نورو مخکې وکړې، ته کولای شې چې تمرین یې وکړئ تر څو د خبرو کولو او د خبرو د سلسلې جاري ساتلو سره عادت شې.دا کار د انسان په خپل ځآن باور زیاتوي او ډاډمن کوي یې چې هغه د پیغام رسولو چاره په سمه او ښه توګه ترسره کوای شي او همدارنګه خپلو اشتباهاتو ته یې هم متوجه کوي، څومره چې د ویناوالئ تمرین زیات وې په هماغه اندازه تیروتنې هم کمې وي ځکه هر بل تمرین سره ته پخپله خپلو تیروتنو او د ضعف ټکو ته متوجه کیږې.

همدا شان په مجلس کې خبرې داسې ندي کول پکار، چې ناست خلک درنه تنګ شي او یا هم د ستړیا احساس وکړي ، په جریان د پیغام رسولو کې د هغوی د ښکیلتیا هڅه باید وشي، مثلا کیږي پوښتنې مطرح شي که کوم تدریسي پروګرام وي، یا هم که کوم معلوماتي برنامه یا غونډه وي نو د ځینو په نوم یادولو سره د هغوی توجه راجلبولای شو، همدارنګه د کلمو د کارولو سره خاصه پاملرنه پکار ده او هڅه کول پکار دي چې ساده او روانې کلمې وکارول شي تر څو ویناوال یې په تلفظ او همداشان اوریدونکي یې په اوریدلو کې ستونزه محسوس نکړي. زمونږ او تاسو په ټولنه کې یوه ستونزه دا ده چې مونږه اکثروخت د لرې پرتو سیمو د خلکو په محضر کې هم هغه کلمې کاروو کومې چې ډیرې تشریفاتي او علمي بڼه لری او دا ددې باعث کیږي چې پیغام باندې هغوی په سمه توګه پوه نشي او د پیغام رسانئ په وخت کې ستونزې ایجادیږي.که د وینا په مهال مو د ستړیا یا ناراحتئ احساس وکړ نو کیږي چې لنډ لنډ وقفې سره خبرې وکړئ تر څو د فکر کولو څخه وروسته مو الفاظ په خوله راشي او دا هم کافي تاثیر لري.همدارنګه د بدن حرکاتو ته هم متوجه کیدل پکار دی چې لاسونه څنګه کاروم، د ویناوالئ په وخت د توجه جلب پخاطر ظاهري قیافه څنګه ساتم.د خلکو سترګو ته ګورم کنه یواځې په یوه نقطه مې توجه متمرکزه کړې.د ویناوالئ په مهال ویره محسوسول ندي پکار بلکه مثبت فکر پکار دی او باوري کیدل پکار دی چې زه سم روان یم.منفي بافئ څخه ځان ساتل پکار دي.

کوشش پکار دی چې د وینا په مهال په خپله پریشانئ کنترول شي او دا کار هغه وخت کیږي کله چې د یوې وینا وروسته خپلو تیروتنو ته متوجه شئ او راتلونکې وینا یا پروګرام لپاره هغه تیروتنې اصلاح کړئ یا یې د اصلاح پخاطر باندې ګام واخلئ.د وینا په وخت عموما د ځآن پځای توجه زیاته ناستو خلکو ته پکار ده تر څو ته د پیغام د جریان سره سره باوري شئ چې خلک زما د پيغام څخه ستړي نه دي.که چرته په مجلس کې ټولو خلکو سره د سترګو د تماس نه ویره ایجادیږي نو چې د مجلس په کومه برخه مو نظر کولو سره د راحت احساس کاوه هماغه برخې ته زیاته توجه پکار ده او داسې فکر کول پکار دی چې زما اساسي متمرکزه فکري نقطه همدا ده.

د ویناوالئ مهارتونو باندې حاکمیت ترلاسه کول د یو بریالي انسان ځآنګړنې دي او هڅه پکار ده چې تل د پیغام رسولو لپاره او په پیغام د پوهیدو لپاره سم ډول طرز نه کارواخستل شي.


لیکوونکي : شفیق الله مصلح صافی