Jump to content

ویلیام ګیلبرت ګراس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویلیام ګیلبرت ګراس (زوکړه: د ۱۸۴۸ کال د جولای ۱۸ - مړینه: د ۱۹۱۵ کال د اکټوبر ۲۳) یو انګریز اماتور کریکیټ لوبغاړی و چې د همدې سپورت په وده کې یې خورا زیاتې هلې ځلې کړې دي او په پراخه کچه د یوه ستر لوبغاړی په توګه پېژندل کېږي. په اصل کې هغه یو اماتور کریکیټ لوبغاړی و، خو ویل کېږي چې هغه د یوه مسلکی کریکیټر په پرتله د خپل کریکیټ له فعالیتونو څخه ډېرې پیسې ګټلي دي. نوموړی یو خورا زیات تکړه لوبغاړی و او که څه هم په انګلستان کې یو له ډېرو مشهورو څېرو څخه و، خو بیا هم د لوبو د جوړولو او پیسو جوړولو په برخه کې یو له تر ټولو زیات جنجالي کس و. ویلیام ګراس له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۹۰۸ کال پورې ټولټال ۴۴ فصلونه د لومړۍ درجې لوبې وکړي چې په ترڅ کې یې د انګلیس، ګلاسټرشایر، جنټلمن، د مریلبوند کریکیټ کلب (MCC)، یونایټیډ ساوټ اوف انګلند ایلیوون (USEE) او ګڼور نورو ټیمونو کیپټان پاتې شوی دی.

ګرس چې د ښې لاس توپوهونکی او بالر و په دغه لوبه یې بشپړ تسلط درلودږ  د هغه تخنیکي نوښتونه او بې شمېره اغېز یو تلپاتی مېراث پرېښود. هغه چې یو تکړه الراونډر و د بیټینګ، باولینګ او فیلډینګ په برخه کې یې په ټولو مهارتونو کې یو خدایي استعداد درلود خو دا د هغه باولینګ و چې نوموړی یې دومره مشهوره کړی و. نوموړي همداشان یو نوی ماډل بټسمین توب اختراع کړ. په معمول ډول د ایننګ په پیلولو کې هغه په خپل بیټنګ کې باندې د بشپړ تسلط لرلو له امله زیات ستایل کېده او معاصر کتونکی د هغه د تخصص کچه بېسارې بلله. هغه د خپل مهارت او تاکتیکي ځېرکتیا په برخه کې د مهارت لرلو له امله د هغو ټیمونو کیپټان و چې په ټولو برخو کې یې هغوی ته لوبې کړې وي.

ګریس په اصل کې د کرکېټ په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وي. E. M. Grace د هغه یو مشر او فریډ ګراس بیا د هغه کشر ورور و. په ۱۸۸۰ کال کې هغوی دواړه د انګلستان د ټیم غړي وو، چې په لومړي ځل دریو وروڼو په ګډه سره د کرکېټ ټیسټ لوبه وکړه. ګریس په نورو سپورتونو کې هم ونډه درلوده: هغه د یوه ځوان په توګه د وانډریانو د فوټبال ټیم لپاره لوبه کړې وه چې د ۴۴۰ یارډ اتل پاتې شوی و. د ژوند په وروستیو ورځو کې یې، له ګولف، لاون کاسو او کرلینګ سره هم لېوالتیا پیدا شوې وه. نوموړي په ۱۸۷۹ کال کې د یوه ډاکتر په توګه سند تر لاسه کړ.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

ماشومتوب

[سمول]

W. G. Grace بریسټول ته نږدې په ډاونینډ کې د ۱۸۴۸ کال د جولای په ۱۸مه د هغه د مور او پلار په کور، Downend House کې وزېږید او د اګسټ په ۸مه په یوه سیمه ییزه کلیسا کې ورته د تمهید غسل ورکړل شو. پرته له مور څخه یې د کورنۍ شاوخوا نورو غړو به هغه ته ګیلبرټ وایه، خو مور به یې بیا ورته ویلي خطاب کاوه، خو په نړیواله توګه هغه د خپل نوم د لومړنیو تورو یعنې “W. G.” په توګه خورا ډېر پېژندل کېده. د هغه والدین هینرې میلس ګریس او مارتا نومېدل، کوم چې د ۱۸۳۱ کال د نومبر په ۳ د پنجشنبې په ورځ په بریسټول کې یې واده کړی و او په ډاون اینډ کې یې ژوند کړی و، چېرې چې هینرې هلته یو سیمه ییز عمومي ډاکتر و. ډاون اینډ منګوسفیلډ ته نږدې پرته سیمه ده او که څه هم هغه اوس د بریسټول په محدوده کې راځي، خو هغه مهال یو بېل ښایسته کلی و چې له بریسټول نه یې څلور مایله واټن درلوده. هینري او مارټا ګریس ټول ۹ اولادونه درلودل: وچ کلک لکه د ویکټوریا او البرټ د اولادونو په شمېر او په اصل کې هغوی له هره اړخه یو ویکټوریايي کورنۍ وه. ګریس په خپله کورنۍ کې اتم ماشوم و، چې د E. M. Grace په ګډون دری وروڼه او څلور خویندې یې ترې مشرانې وي. نهم ماشوم د هغه ځوان ورور، فریډ ګریس و چې په ۱۸۵۰ کال کې زېږیدلی و. ګریس د خپل کرکېټ د ژوندانه خاطرې (۱۸۹۹) د ځینو هغو پوښتنو په ځوابولو سره پیل کړې چې زیاتره به ترې پوښتل کېدې، لکه دا پوښتنه چې ایا ته یو کرکېټر دې نړۍ ته راغلی یې؟ د دې ځواب په اړه به د هغه ځواب منفي و، ځکه نوموړی پر دې اند و چې کرکېټران په کوچینګ او تمرین سره جوړیږي، که څه هم هغه پسې اضافه کوي چې که کرکېټر هم دې نړۍ ته نه وای راغلی، خو د کرکېټ په چاپېریال کې زېږیدلی و.[۱][۲][۳][۴][۵]

د هغه مور او پلار د دې لوبې سخت شوقیان و او د دوی د کور به همېشنۍ د خبرو موضوع همدا کرکېټ و. په ۱۸۵۰ کال کې کله چې W. G. دوه کلن و او فریډ د مور په نس کې و، نو د دوی کورنۍ یوه نږدې کور ته کډه وکړه چې دا کور د “The Chesnuts) په نوم یادیده او د پام وړ غټ باغ یې درلود او هینرې ګریس هلته ځان ته د تمرین لپاره یو پراخ پیچ جوړ کړ.  د دغې کورنۍ ټول نهه سره ماشومان چې څلور جنکۍ هم وي هڅول کېدل چې کرکېټ وکړي، که څه هم جنکۍ به سره له خپلو سپیانو هڅوول کېدې چې ډګر ساتنه وکړي. ګریس وايي چې د لومړي ځل لپاره دوه کلن و چې د کرکېټ بیټ یي کارولای شوای. د نوموړي په خبره د ډاون اینډ باغ و چې هلته یې د سیمه ییز کرکېت کلبونو تر منځ ده او ورور یې د کرکېټ مهارتونه د خپل تره الفریډ پوکوک تر مشرۍ لاندې زده کړل، چې یو استثنایی کوچ و. له کرکېټ او ښوونځي ته له تلو ورهاخوا، ګریس خپل ژوند په پوره ازادۍ کې را تېر کړ او د کلي له نورو ماشومانو سره به یې لوبې کولې. یو په دغو لوبو کې په ډبرو باندې د مرغیو وېشتل و چې د ګریس په وینا همدا ډبره غورځول و چې د کرکېټ په ډګرساتنه یا فیلډینګ کې یې خاص مهارت وموند.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

زده کړې

[سمول]

ګریس خپلې لومړنۍ زده کړې د ډاونډ په کلي کې د مس ټروټمن سره او له هغه وروسته یې بیا د وینټربورن له ښاغلي کورټیس سره تر سره کړي. وروسته بیا د ریډګوی هاوس په نوم یوه ورځني ښوونځي کې یې ګډون وکړ چې د ښاغلي مالپاس له خوا یې چارې پر مخ وړل کېدلې، تر هغه چې څوارلس کلنۍ ته ورسېد. د نوموړي د ښوونځي یوه ښوونکي، ډیوید برنارډ د ګریس له خور الیس سره واده وکړ. په ۱۸۶۳ کال کې ګریس د سینه بغل ناروغۍ ونیو او پلار یې هغه له ریډګوی هاوس څخه اېسته کړ. له دغې ناروغۍ وروسته، ګریس په چټکۍ سره خپل جګوالی ۶ فوټه او ۲ انچ (۱.۸۸ متر) ته ورساوه. هغه په خپل کور کې زده کړو ته ادامه ورکړه چې یو ښوونکی یې ریورنډ جان ډان نومېده، چې د ډاوننډ پاریش کلیسا مشر و؛ لکه د ښاغلي برنارډ په څېر. ښاغلي ډان هم د ګریس له بلې خور، بلانچ ګریس سره په ۱۸۶۹ کال کې واده وکړ. ګریس هېڅ وخت پوهنتون ته نه ولاړ، ځکه د هغه پلار غوښت چې نوموړی بای دطبي مسلک تعقیب کړي. خو د اکسفورډ پوهنتون د کرکېټ کلپ او د کمبریج پوهنتون د کرکېټ کلپ له هغه سره اړیکې ونیولي. په ۱۸۶۶ کال کې، کله چې هغه په اکسفورډ کې یوه لوبه وکړه، نو د اکسفورډ یوه لوبغاړي، ایډمونډ کارتر هڅه وکړه چې هغه د ماسټرۍ په برخه کې تحصیل ته کولو لېواله کړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Rae, p.16.
  2. Rae, pp.9–11.
  3. Rae, p.11.
  4. Rae, pp.12–13.
  5. Midwinter, pp.9–10.
  6. Grace, Reminiscences, p.1.
  7. Grace, Reminiscences, p.2.
  8. Midwinter, pp.11–12.
  9. Midwinter, p.11.
  10. Rae, p.15.
  11. Rae, p.21.
  12. Rae, pp.21–22.
  13. Rae, p.38.
  14. Rae, p.39.