Jump to content

ویلیام ګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ښاغلی ویلیام ویټي ګل، لومړی بارون (زوکړه: د ۱۸۱۶ زکال د ډسمبر ۳۱مه – مړینه: د ۱۸۹۰ زکال د جنوري ۲۹ مه) انګلیسي طبیب و. هغه د منځنۍ کچې کورنۍ څخه ریښه لرله چې په پیل کې یې یو ګټمن خصوصي کلنیک پرانیست او بیا یې د ګایز روغتون د مشر، د لندن په سلطنتي کالج کې د فزیولوژي د پروفیسور او همدارنګه د لندن د طبي ټولنې د مشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي په ۱۸۷۱ زکال کې د ولز د شهزاده د ژوند ګواښونکې تایفوئید تبې درملنه وکړه او په دې سره بارون شو همدارنګه د ملکې ویکټوریا د ډاکټرانو په ډله کې هم وګمارل شو.

ګل د طبابت له علم سره پام وړ مرسته وکړه چې په دغو کې د میګزدم ناروغۍ (د تائروئید غدې زیات فعالیت)، د ګردو د التهاب، بشپړ فلج او د عصبي بې اشتهايي په درک کې پراختیا شامله وه؛ په وروستۍ یادې شوې ناروغۍ باندې یې د اناروکسیا نروسا (anorexia nervosa) نوم هم کېښود.

په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د ماسوني/ سلطنتي توطئې د نظریې په رامنځته کېدو کې ادعا کېږي چې ګل د قاتل جک هویت پیژنده یا هم خپله قاتل و. پوهانو بیا دغه ادعا رد کړه ځکه چې هغه مهال ګل ۷۱ کلن و او د وژنو پر مهال یې غوره روغتیايي حالت نه درلود. له دغې نظریې څخه د تخیلي اثارو جوړونکو هم ګټنه کړې. د قاتل جک اړوند جوړو شوو فلمونو کې د بېلګې په توګه د قاتل جک (Jack the Ripper؛ ۱۹۸۸ زکال) او له دوزخ څخه (From Hell؛ ۲۰۰۱ زکال) په نومونو فلمونه شامل دي چې وروستی یې په همدغه نامه د ګرافیکي ناول پر بنسټ جوړ شوی دی. [۱][۲][۳]

ماشومتوب او لومړنی ژوند

[سمول]

ویلیام ویټي ګل د ۱۸۱۶ زکال د ډسمبر په ۳۱مه د اسکس په کولچسټر سیمه کې وزیږېد. د هغه پلار جان ګل د ډوبې څښتن او د بېړیو په لنګر ځای کې کارګر و؛ هغه د ګل د زیږون پر مهال ۳۸ کاله عمر درلود.

هغه مهال چې ویلیام شاوخوا څلور کاله عمر درلود، د دوی کورنۍ د اسکس تورپ – لو – سوکن سیمې ته کډه وکړه. د هغه پلار په ۱۸۲۷ زکال کې د ګل د ۱۰ کلنۍ پر مهال د کولرا ناروغۍ له امله ومړ او همدلته خښ کړای شو. مور یې الیزابت ګل د خپل مېړه له مړینې وروسته د ډېرو لږ امکاناتو په لرلو خپل ژوند د خپلو ماشومانو لویولو ته وقف کړ. هغه با شخصیته مېرمن وه او خپلو ماشومانو ته یې دا متل تل تکرار کاوه، «هر کار چې د ترسره کولو ارزښت لري په سمه توګه یې ترسره کړۍ». ویلیام ګل به ډېری مهال ویل چې هغه ته واقعي روزنه یې مور ورکړې. الیزابت په بشپړه توګه یوه مذهبي مېرمن وه او د جمعې په ورځ به یې په ماښامنۍ کې خپل ماشومانو ته ماهي او وریژې ورکولې؛ د روژې نیولو پر مهال به یې تورې جامې اغوستې او سپېڅلې ورځې به یې په ډېر دقت سره مراعات کولې. [۴]

ویلیام ګل د نوې ځوانۍ پر مهال له خپلې مشرې خور سره یوځای د سیمې ورځني ښوونځي ته ولاړ. وروسته یې د همدغې سیمې په بل ښوونځي کې زده کړې وکړې چې د سیمې د یو مذهبي مشر له خوا اداره کېده. ویلیام تر ۱۵ کلنۍ پورې په دغه ښوونځي کې د ورځې له خوا درس ته تله، خو بیا د دوه کلونو لپاره دغه ښوونځی ۲۴ ساعته (ورځنی او شپنی) شو. همدغه مهال و چې نوموړي د لاتین زده کړې ته مخه کړه. خو داسې ښکاري چې دیني زده کړې په کې ډېرې لږ وې؛ ګل د اوولس کلنۍ په عمر وویل چې دی نور نه غواړي دغه ښوونځي ته ولاړ شي.

له دې وروسته ویلیام د ساسکس په لیویس کې د ښاغلي آبوټ له خوا مخته وړونکي ښوونځي ته ولاړ او هلته یې د تدریس په موخه زده کړې پیل کړې. هغه د دغه ښوونځي د مدیر او د هغه له کورنۍ سره ژوند کاوه او دغه مهال یې لایتن او یوناني زده کوله او د هغو تدریس یې هم کاوه. دغه مهال و چې هغه له بوټي پېژندونکي جوزف ووډز سره بلد شو او د بوټو د غیرعادي ژوندانه په برخه کې یې په څېړنو پیل وکړ چې بیا د هغه د ټول عمر سرګرمي شوه. ورته مهال د هغه مور په ۱۸۳۲ زکال کې تورپ – لو – سوکن ته څېرمه بومونټ سیمې ته کډه وکړه. په لیویس کې له دوه کالو ژوند تېرولو وروسته ګل د ۱۹ کلنۍ په عمر دلته ستړیا احساس کړه او په سمندر کې یې د کارکولو په ګډون د نورو چارو په ترسره کولو فکر پیل کړ.

سیمه ییز لارښود له ویلیام سره لیوالتیا ومونده او هغه ته یې وړاندیز وکړ چې یوه ورځ تر منځ بېرته خپلې کلاسیک زده کړې پیل کړي. ویلیام هوکړه وکړه او دغې چارې ته یې د یو کال لپاره دوام ورکړ. هغه ورځې به چې په کور کې و له خپلو خویندو سره به سمندر ته تله او د کب نیونکو د چارو ننداره به یې کوله او همدارنګه به یې له سواحلو څخه د وحشي حیواناتو د بېلابېلو نوعو نمونې راغونډولې. ویلیام دغه نمونې ارزولې او له هغو څخه یې ځانته کتلوګ جوړ کړ، همدارنګه یې په دغه برخه کې هر کتاب چې کولای شو ترلاسه کړي هغه به یې لوست. داسې ښکاري چې دغې چارې د هغه لېوالتیا له بیولوژیکي څېړنو سره راوپاروله چې د هغه په راتلونکي مسلکي ژوند کې ګټمنه وه؛ په دې سره د طبابت په برخه کې زده کړه د هغه د ژوندانه په یوازنۍ هیلې واوښته.[۵][۶]

د طبابت په برخه کې لومړني ګامونه

[سمول]

دغه مهال هغه د خپل سیمه ئیز لارښود له تره بنجامین هاریسون سره ولیدل چې د ګایز روغتون خزانه دار و، نوموړی د ده له وړتیاوو اغېزمن شو. همدا و چې هاریسون ورته بلنه ورکړه څو ګایز روغتون ته ولاړ شي او هلته په عملي بڼه کار زده کړي؛ نوموړی د ۱۸۳۷ زکال په سپټمبر میاشت کې چې د مني موسم و د خپلې یوویشت کلنۍ څخه لږ وړاندې کور پرېښود او د خپل ټول عمر کار ته یې مخه کړه.

دغه مهال د طبابت زده کوونکو په معمول ډول د کار زده کوونکو په توګه په روغتونونو کې زده کړې کولې. د خزانه دار ملاتړ لامل وګرځېد نوموړی په روغتون کې دوه خونې او په کال کې ۵۰ پونډه معاش ترلاسه کړي.

ګل د هریسون په هڅونو سره هوډ وکړ څو له خپل دغه ترلاسه کړي فرصت څخه تر وروستۍ کچې ګټنه وکړي، همدا و چې هوډ یې وکړ د روغتون د هرې جایزې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي. هغه بریالی شو او وه یې شو کولای د دغه روغتون هره جایزه خپله کړي. په ګایز کې د لومړي کال پر مهال هغه د خپلو نورو زده کړو په خوا کې د یوناني، لاتین او ریاضیاتو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۸۳۸ زکال کې یې د لندن په تازه تاسیس شوي پوهنتون کې نوم ثبت کړ. هغه په ۱۸۴۱ زکال کې د طبابت په برخه کې د لیسانس سند او همدارنګه یې د فزیولوژي، تطبیقي اناتومي، طبابت او جراحۍ په برخو کې ګڼ شمېر ویاړونه ترلاسه کړل. [۷][۸]

مسلکي ژوند

[سمول]

په ۱۸۴۲ زکال کې ګل په ګایز روغتون کې د فارماکولوژي ښوونکی وټاکل شو او د روغتون خزانه دار ورته په کینګ واټ کې یو کوچنی کور هم ورکړ؛ په دغه روغتون کې د نوموړي کلنی معاش ۱۰۰ پونډه (په ۲۰۲۳ زکال کې ۱۴۵۰۰ پونډه) و. نوموړی په ۱۸۴۳ زکال کې د طبیعي فلسفې ښوونکی وټاکل شو. دغه مهال یې په ګایز روغتون کې هم د طبي زده کړو د ښوونکي د څوکۍ مسئولیت پر غاړه درلود او د روغتون د کارکوونکو په نشتون کې به یې له ښاغلي سټروکر سره یوځای د ناروغانو پالنه هم کوله. همدغه کال نوموړی د لیونیانو د درملیزې څانګې مشر وټاکل شو، دغه ځایګی د هغه د نفوذ له امله ورکړل شو ځکه چې دغه مهال دغې برخې ته ډېر لږ ناروغان راوړل کېدل او د دغې څانګې څخه د ګټنې ډول ته یې بدلون ورکړ.

نوموړي په ۱۸۴۶ زکال کې د لندن له پوهنتون څخه د طبابت په برخه کې د دوکتورا سند د سرو زرو له مډال سره یوځای ترلاسه کړ. دغه مهال د طبابت په برخه کې دا تر ټولو عالي ویاړ و چې ده وکولای شول له یاد پوهنتون څخه یې ترلاسه کړي. هغه د خپلې دوکتورا د ازموینو پر مهال له مغزي ستونزې سره مخ شو او وروسته یې څرګنده کړه چې د طبابت اړوند یې هېڅ هم په یاد کې نه دي پاتې شوي، خو ملګرو یې هغه اړ کړ چې بېرته خپل کار ته مخه کړي او له امله یې هغه د خپلې دوکتورا د سند لپاره داسې تېزس ولیکه چې له امله یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

نوموړي له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۶ زکال پورې په ګایز کې د فزیولوژي او تطبیقي اناتومي د ښوونکي څوکۍ هم لرله.

ګل په ۱۸۴۷ زکال کې د لویې بریتانیا په سلطنتي طبي پوهنتون کې د فزیولوژي پروفیسور وټاکل شو، هغه دنده چې ده د دوو کلونو لپاره ترسره کړه او په دغه مهال کې یې د کیمیا له پروفیسور مایکل فارادي سره نږدې ملګرتیا جوړه کړه. په ۱۸۴۸ زکال کې نوموړی د ډاکټرانو د سلطنتي کالج غړی وټاکل شو او همدارنګه په ګایز کې استوګن ډاکټر و. ډاکټر ګل په ۱۸۶۸ زکال کې د اکسفورډ څخه د طبابت افتخاري سند ترلاسه کړ، په ۱۸۶۹ زکال کې د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو؛ همدارنګه یې په ۱۸۸۰ زکال کې له کمبرېج پوهنتون او په ۱۸۸۴ زکال کې یې له اډینبورګ پوهنتون څخه افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې. نوموړی له ۱۸۷۱ زکال څخه تر ۱۸۸۳ زکال پورې د عامه طبي شورا سلطنتي غړی و، سربېره پر دې له ۱۸۸۶ زکال راوروسته په دغه شورا کې د لندن د پوهنتون استازی و. ګل په ۱۸۷۱ زکال کې د لندن د طبي ټولنې مشر وټاکل شو. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Paul Begg, Jack the Ripper – The Facts pp. 395–396 ISBN 1-86105-687-7
  2. Stewart P Evans & Donald Rumbelow, Jack the Ripper – Scotland Yard Investigates p. 261 ISBN 0-7509-4228-2
  3. Martin Fido, The Crimes, Detection & Death of Jack the Ripper pp. 185–196 ISBN 0-297-79136-2
  4. Kevin O'Donnell (1997). The Jack the Ripper Whitechapel Murders. Ten Bells. p. 170. ISBN 0-9531269-1-9.
  5. "Jack the Ripper – The Life and Possible Deaths of Sir William Gull". Casebook. بياځلي په 2010-04-03.
  6. Sir William Hale-White (1935). Great Doctors of the 19th Century. pp. 208–226.
  7. "Jack the Ripper – The Life and Possible Deaths of Sir William Gull". Casebook. بياځلي په 2010-04-03.
  8. Sir William Hale-White (1935). Great Doctors of the 19th Century. pp. 208–226.
  9. "Transactions of the Clinical Society of London Volume 18 1886". Clinical Society. 1885. بياځلي په 2012-10-23. archive.org
  10. "Jack the Ripper – The Life and Possible Deaths of Sir William Gull". Casebook. بياځلي په 2010-04-03.
  11. Sir William Hale-White (1935). Great Doctors of the 19th Century. pp. 208–226.