ویلیام شاکلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ویلیام برادفورډ شاکلي ژونیور (په انګلیسي: William Bradford Shockley Jr.؛ پیدایښت: ۱۳-فبروري-۱۹۱۰؛ مړینه: ۱۲-اګوسټ-۱۹۸۹) یو امریکایي مخترع، فزیک‌پوه او توکمیز اصلاح‌پال ؤ. هغه د بېل په لابراتوارونو کې د یوې څېړنیزې ډلې مشر ؤ، چې په دې ډله کې جان باردین او والتر براتین هم شامل وو. درې واړو ساینس‌پوهانو په ۱۹۵۶ز کال کې «د نیمه‌هادي اجسامو په هکله څېړنې او د ترانزېسټور اغېزې کشف» په پار، په ګډه د فزیک نوبل جایزه وګټله. [۱]

د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ز لسیزو په اوږدو کې د کالیفورنیا «د سیلیکان وادي» د برېښنایي وسایلو د نوښتونو مرکز وګرځېد او د نورو فعالیتونو ترڅنګ، یو لامل یې د ترانزېسټور نوي ډیزاین سوداګریز کولو لپاره د شاکلي هلې‌ځلې وې.[۲]

شاکلي د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې، کله چې په ستانفورډ پوهنتون کې د برېښنا انجنیري استاد ؤ، د توکم‌پالو لیدلورو لرلو او د توکمیزې اصلاح‌پالنې ملاتړ له‌امله مشهور شو.[۳][۴][۵][۶]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

شاکلي د ۱۹۱۰ز کال د فبروري پر ۱۳مه، له امریکایي مور او پلار څخه په لندن کې زېږېدلی ؤ او له ۳ کلنۍ وروسته د خپلې کورنۍ په ټاټوبي ــ د کالیفورنیا پالو آلتو ــ کې لوی شو. پلار یې ویلیام هیلمن شاکلي نومېده او د کانونو انجنیر ؤ، چې د ژوند لګښتونو پیدا کولو لپاره یې د کانونو احتکار کاوه او په اتو ژبو غږېدلای شو. مور یې «مې» په برادفورډ کې زېږېدلې او په د امریکا په لوېدیځ کې لویه شوې وه؛ له ستانفورډ پوهنتون څخه فارغه او لومړۍ مېرمن وه چې د متحده ایالاتو د کانونو سروې مرستیاله شوه. له یوې خوا د شاکلي کورنۍ له عامه دولتي ښوونځیو سره جوړ نه‌وو او له بلې خوا شاکلي له ماشومانو او همزولو سره تل په شخړه کې ؤ، نو له‌دې امله تر اته کلنۍ پورې په کور کې درس ولوست. شاکلي په ځوانۍ کې له خپل یوه ګاونډي څخه، چې په ستانفورډ پوهنتون کې د فزیک استاد ؤ، څه ناڅه فزیک زده‌کړ. هغه دوه کاله د پالو آلتو په نظامي اکاډمۍ کې تېر کړل، وروسته د لنډې مودې لپاره د لاس‌ انجلس په روزنیز ښوونځي کې شامل شو ترڅو په فزیک برخه کې درس ووایي او وروسته، په ۱۹۲۷ز کال کې، له هالیووډ عالي لېسې څخه فارغ شو.[۷][۸][۹][۱۰]

شاکلي په ساینس کې د لېسانس سند د کالیفورنیا ټکنالوجي انسټیټوت (کالټک) څخه په ۱۹۳۲ او د ډوکتورا سند د ماساچوست ټکنالوجي انسټیټوت (MIT) څخه په ۱۹۳۶ز کال کې ترلاسه کړ. د ډوکتورا تیزس سرلیک یې «په سوډیم کلوراید کې برقي اړیکې» ؤ؛ دغه موضوع ورته د لارښود استاد جان ک. سالتر له‌خوا وړاندیز شوې وه.

کاري ژوند[سمول]

شاکلي په بېل لابراتوارونو کې له لومړیو کسانو څخه ؤ چې د مېروین کېلي له‌خوا وګومارل شو؛ کلونه وروسته، کېلې په ۱۹۳۶ز کې د نوموړې کمپنۍ د څېړنې مشر شو او ټول پام یې «د جامد حالت فزیک‌پوهانو» ته شو ترڅو په لابراتوار کې یې وګوماري. شاکلي د نیوجرسي په موري هېل کې یوې بلې ډلې سره یوځای شو؛ د دې ډلې مشر فزیک‌پوه «کلېنتون داویسن» ؤ. د بېل لابراتوارونو کارپوهانو یوه تیوري وړاندې کړې وه چې نیمه‌هادي اجسام به لا ښه جامد بدیلونه وي ترڅو د هېواد په عمومي «بېل» ټېلفوني سیسټم کې د خلا کارول شویو ټیوبونو په ځای وکارول شي. شاکلي د مس اکسایډ د نیمه‌هادي موادو پر بنسټ یوشمېر طرحې وپنځولې او که څه هم هڅې یې بریالۍ ونه‌ختې، له والتر براتین سره یې په ۱۹۳۹ز کال کې یوه لومړنۍ نمونه جوړه کړه.[۱۱][۱۲]

شاکلي «د جامد حالت فزیک» په هکله یوشمېر اساسي لیکنې په «Physical Review» علمي ژورنال کې خپرې کړې. په ۱۹۳۸ز کال کې یې خپله لومړۍ اختراع «د الکترون بې‌چارجه کولو آله» د الکترون مضاعف کوونکو وسایلو په برخه ثبت کړه.

د دوه‌یمې نړیوالې جګړې په پیلېدو سره، د شاکلي مخکېنۍ څېړنې په ټپه ودرېدې او هغه په منهټن (نیویارک ښار) کې د رادار اړوند څېړنو باندې بوخت شو. د ۱۹۴۲ز کال په مې میاشت کې یې له بېل لابراتوارونو څخه رخصتي واخېسته او د کولمبیا پوهنتون د اوبتل ضد جنګي عملیاتو په ډله کې د څېړنو مشر شو. هلته یې، په پرمختللو تخنیکونو د سمبالو اوبتلونو تکتیکونو پر وړاندې د مبارزې مېتودونه وپنځول او د عمقي (اوبو لاندې) بمونو د نمونو په غوره ګرځونه کې یې هلې‌ځلې وکړې. شاکلي ډېري وخت پنټاګون او واشنګټن ته د لوړپوړو چارواکو او دولتي مقاماتو لیدنې لپاره سفر کاوه.[۱۳][۱۴]

د ترازېسټور پنځونه[سمول]

په ۱۹۴۵ز کال کې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو څخه لږ څه وروسته، د بېل لابراتوارونو د شاکلي او کېمیاپوه «ستانلي مورګان» په مشرۍ «د جامد حالت فزیک» یوه ډله رامنځ‌ته کړه؛ په دې ډله کې جان باردین، والتر براتین، فزیک‌پوه جرالد پیرسون، کېمیاپوه رابرټ ګیبني، د برېښنایي ټکنالوجۍ کارپوه هېلبرټ مور او یوشمېر تخیکي کارګران شامل وو. د ډلې دنده، د خلا کمزورو او ماتېدونکو ښیښه‌یي ټیوب مضاعف کوونکو لپاره د جامدو بدیلونو موندل وو. لومړنۍ هلې‌ځلې، پر نیمه‌هادي اجسامو باندې د هغو د هدایت وړتیا بدلولو په موخه د یوې بهرنۍ برېښنایي ساحې کارولو په هکله د شاکلي نظریو پر بنسټ ترسره شوې. دغه ازمایښتونه هر ځلي د بېلابېلو موادو او ترتیبونو په کارولو سره پاتې راغلل. د ډلې بې‌پایلې فعالیت بې‌پایلې په ټپه ولاړ ؤ، تر هغو چې باردین یوه نوې تیوري وړاندې کړه؛ په‌دې تیوري کې هغه د سطحې هغو حالتونو [هغه برېښنایي حالتونه چې د موادو په سطحه کې موندل کېږي] په لټه کې شو چې نیمه‌هادي اجسامو ته د برېښنایي ساحې د نفوذ مخنیوی کوي. ډلې خپل ټول پام د سطحو دغو حالتونو ته ورواړوه او هره ورځ سره ټولېدل ترڅو د کار په هکله وغږېږي. د ډلې غړو سره ښې اړیکې درلودې او په ازاده توګه یې خپلې څرګندونې سره شریکولې.[۱۵]

د ۱۹۴۶ز کال په ژمي کې هغوی پوره پایلې لاس‌ته راوړې وې او باردین د سطحې حالتونو په هکله یوه مقاله «Physical Review» علمي ژورنال ته د خپرېدو لپاره ولېږله. براتین یوشمېر ازمایښتونه پیل کړل ترڅو د نیمه‌هادي اجسامو پر سطحه باندې د یوه ځلاندې رڼا د ځلېدلو پر مهال د ترسره شویو مشاهدو له‌لارې د سطحې حالتونه مطالعه کړي. په‌دې توګه یې څوګونې نورې مقالې ولیکلې (چې یوه یې د شاکلي په همکارۍ ولیکله) او د دغو لیکنو په ترڅ کې یې د سطحې حالتونو د کثافت لپاره داسې اټکلي قیمتونه پیدا کړ چې د نابریالیو ازمایښتونو د تشو موندلو لپاره یې له حده زیات کفایت کاوه. کله چې هغوی د نیمه‌هادي اجسامو او له الکترولیتونو سره د هدایت کوونکو سیمونو ترمنځ د نقطوي اتصالونو پر چاپېره څېړنې پیل کړې، کارونه یې په خورا چټکۍ پرمخ ولاړل. «مور» داسې یو سرکټ جوړ کړ چې هغوی ته یې د لومړني ورکړل شوي سېګنال فریکونسي په اسانۍ سره بدلوله. په پای کې، کله چې پیرسون د شاکلي وړاندیز له‌مخې، په p-n اتصال کې د کېښودل شوي ګلایکول بوراټ پر یوه کوچني څاڅکي باندې یو ولتاژ تطبیق کړ، د برېښنا د مضاعف او تقویت کېدو ځینې نښې ولیدل شوې.[۱۶]

د بېل لابراتوارونو مدافع وکیلانو ډېر ژر وموندله چې چې د شاکلي [برېښنایي] ساحې د اغېزې د اصل وړاندوینه لا پخوا شوې وه او د هغو پر بنسټ د رامنځ‌ته شویو آلو د اختراع حق په ۱۹۳۰ز کې د جولیوس لیلین‌فېلډ په نامه ثبت دی، چا چې خپله MESFET-ډوله اختراع د ۱۹۲۵ز کال د اکټوبر پر ۲۲مه نېټه په کاناډا کې ثبت کړه. که څه هم دغه اختراع «ماتېدونکې» برېښېدله (یعنې کار یې نه‌ورکاوه)، د اختراع د ثبت مدافع وکیلانو د اختراع له څلورو غوښتنلیکونو څخه یو غوښتنلیک یوازې د باردین-براتین د نقطوي اتصال طرحې لپاره ډک کړ. درې نور غوښتنلیکونه (چې لومړی لېږل شوي وو) د الکترولیت پر بنسټ ترانزېسټورونو لپاره وړاندې شوي وو چې د اختراع کوونکو په توګه د باردین، ګیبني او براتین نومونه لیکل شوي وو.[۱۷][۱۸]

د اختراع په هېڅ غوښتنلیک کې د شاکلي نوم لیکل شوی نه‌ؤ. شاکلي ته غوسه ورغله او خپه شو او ویل یې چې د نورو ترڅنګ د هغه نوم هم باید لیکل شوی ؤ، ځکه چې ټول کار د هغه د برېښنایي ساحې اغېزې د نظریې پر بنسټ ترسره شوی ؤ. ان هغه هڅه وکړه او باردین او براتین ته وویل چې اختراع یوازې د هغه په نامه ثبت شي.[۱۹]

شاکلي په غوسه ؤ چې ولې یې نوم د اختراع د ثبت په غوښتنلیکونو کې نه‌ؤ، په پټه یې خپل کار ته دوام ورکړ او غوښتل یې داسې یو جلا ترانزېسټور جوړ کړي چې د نقطوي تماسونو پر ځای له اتصالونو څخه کار واخلي؛ د هغه په اند دغه طرحه به په دېر احتمال سره، د سوداګرۍ له پلوه، ډېره وده او اوږدې مودې لپاره به دوام وکړي. د هغه په باور، د نقطوي تماس (اتصال) ترانزېسټورونه ماتېدونکي او تولیدول یې ګران دي. [۲۰][۲۱]

شاکلي شاوخوا په ۱۹۵۳ز کال کې د بېل لابراتوارونه پرېښودل او په کالیفورنیا ټکنالوجي انسټیټوت (کالټک) کې یې دنده واخېسته.[۲۲]

شاکلي، باردین او براتین په ۱۹۵۶ز کال کې د فزیک نوبل جایزه وګټله.[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Borrell, Jerry (2001). "They would be gods". Upside. 13 (10): 53 – عبر ABI/INFORM Global. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. SFGATE, Mike Moffitt (2018-08-21). "How a racist genius created Silicon Valley by being a terrible boss". SFGATE (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په August 14, 1989 باندې). Controversial Nobel Laureate Shockley Dies.
  4. "Inventors of the transistor followed diverse paths after 1947 discovery". Bangor Daily News. Associated Press. December 26, 1987. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. Although he has received less publicity in recent years, his views have become, if anything, more extreme. He suggested in an interview the possibility of bonus payments to black people for undergoing voluntary sterilization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Palo Alto History". www.paloaltohistory.org. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2020. In Palo Alto, William's temper improved little at first. But ignoring psychiatric recommendations for more socialization, his parents decided to home school William until age eight. Finally, feeling they were unable to keep him out of a school setting any longer, they sent him to the Homer Avenue School for two years, where his behavior improved dramatically --- he even earned an "A" in comportment in his first year. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Thorp, H. Holden (2022-11-18). "Shockley was a racist and eugenicist". Science (په انګلیسي ژبه کي). 378 (6621): 683. Bibcode:2022Sci...378..683T. doi:10.1126/science.adf8117. ISSN 0036-8075. PMID 36395223 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 253582584 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Palo Alto History". www.paloaltohistory.org. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2020. In Palo Alto, William's temper improved little at first. But ignoring psychiatric recommendations for more socialization, his parents decided to home school William until age eight. Finally, feeling they were unable to keep him out of a school setting any longer, they sent him to the Homer Avenue School for two years, where his behavior improved dramatically --- he even earned an "A" in comportment in his first year. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "William Shockley". American Institute of Physics (په انګلیسي ژبه کي). September 10, 1974. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hiltzik, Michael A. (December 2, 2001). "The Twisted Legacy of William Shockley". Los Angeles Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Moll, John L. (1995). A Biographical Memoir of William Bradford Shockley (PDF). Washington, D.C.: National Academies Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Transistor – Innovation at Bell Labs Encyclopedia Britannica
  12. Cooper, David Y. (2000). Shockley, William Bradford (13 February 1910–12 August 1989), physicist. Oxford University Press. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.1302153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Broken Genius p. 65–67
  14. Dean Barrett, David (2020). 140 days to Hiroshima : the story of Japan's last chance to avert Armageddon. New York. OCLC 1149147965. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-63576-580-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brattain quoted in Crystal Fire p. 127
  16. Crystal Fire p.132
  17. کينډۍ:Patent
  18. Lilienfeld Archived October 2, 2006, at the Wayback Machine.
  19. "William Shockley". IEEE Global History Network. IEEE. د لاسرسي‌نېټه July 18, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Crystal Fire p. 278
  21. ScienCentral, ScienCentral. "Bill Shockley, Part 3 of 3". www.pbs.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Transistorized! William Shockley". www.pbs.org. 1999. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Borrell, Jerry (2001). "They would be gods". Upside. 13 (10): 53 – عبر ABI/INFORM Global. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)