ویلیام جیمس دورانت
ویلیام جیمز دورانت چي مشهوره په ویل ډورانت دی یو امریکايي لیکوال او تاریخ پوه وو چي په ۱۸۸۵زیږدیز کال کي دنومبر پر پنځمه نېټه دامریکا متحده ایالاتو په ماساچوست سیمه کي وزېږېدی او په ۱۹۸۱زیږدیز کال کي دنومبر پر اوومه نېټه د۹۶ کلونو په عمر مړ سو .
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| ښخولو ځای | |
| زدکړنځی | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| غړی د |
| جایزې |
|
|---|
ژوند یې
[سمول]ویل دورانت له ځوانۍ څخه خپل ژوند سوسیالیزم ته د یوې لارې په توګه وقف کړ ترڅو د ژوند په اوږدو کې د انسانانو مساوات او د دوی هوساینې لامل سي خودنوموړي مور دده برعکس غوښتل چي خپل زوی یې پادري سي چي داکار ویل دورانت ونکړ اودخپل ذوق مطابق دفلسفې ترڅنګ په تاریخي زدکړو کي هم ښکېل پاته سوڅوچي دځوانۍ په دوران کي یې دفلسفې یوشمېر کتابونه تالیف اوټولني ته وړاندي کړه . ویل ډورانټ د یو څه مودې لپاره د نیویارک شپې خبریال و او بیا یې د سیټل هال کالج کې په لاتین ، فرانسوي او انګلیسي ژبه باندي تدریس کاوه. په 1912 کې هغه اروپا ته سفر وکړ او په 1913 کې یې د کولمبیا په پوهنتون کې د بیولوژي او فلسفې زده کړه وکړه . ویل ډورانټ دخپل مشهوره کتاب (دتمدن تاریخ ) دلیکلو لپاره نړۍ هر ګوټ ته سفر وکړ ترڅو دکتاب هره برخه په دقیقه توګه ولیکي اوپه دې ترځ کي یې مصر، جاپان، سابیریا اودنړۍ بېلابیلي سیمي اوهیوادونه ولیدل اوبالاخره په ۱۹۷۵ کال کې یې د کتاب ټول دېرش ټوکونه او همدارنګه ټول سفرونه چي ۵۰ کاله یې په برکي ونیول سرته رسول . دتمدن تاریخ دویل دورانت هغه کتاب دی چي په نړۍ کي یې ډېر زیات شهرت موندلی دی اوهمدارنګه دنړۍ په مشهوره ژبوباندي هم ژباړل سوی دی .
اثار اولیکني یې
[سمول]د دې مشهور لیکوال نور ارزښتناک اثار په 1904 کې "د انګلیسي ادبیاتو تاریخ" ، "د فلسفې تاریخ" په 1926 کې ،اود ژوند عکسونه" چي دده دمیرمني ایریل ډیورنټ په مرسته لیکل سوي دي دیادوني وړ دي، همدارنګه د تمدن د تاریخ له لیکلو ترمخه، ډیورنټ د حکمت اصول او معاصر ټولنیز مسایل هم لیکلي دي .
مړینه اوکورنۍ
[سمول]په ۱۹۸۱زیږدیزکال کي کله چي ویل ډورانت دیوناروغۍ له کبله روغتون ته ولېږل سو دنوموړي مېرمن ایريل ډورانټ ورپسي ناروغه اوترلږ مودې وروسته مړه سوه . ویل ډورانټ چي دخپلي مېرمني په مرګ باندي خبرسو ده هم زړه ورپسي واچاوه اوترلنډي مودې دمرګ په خوب ويده سو .
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: 11901344j. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6tb185n. سکالو پېژند: Will Durant. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 2356. سکالو پېژند: Will Durant. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ CONOR.SI ID: 10427747. ويل شوي په: CONOR.SI.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۵ جون ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ويل شوي په: datos.bne.es. بياځلي سمون: ۲۴ فېبروري ۲۰۲۴. د سپانيا ملي کتابتون پېژند (datos.BNE.es): XX912521. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://crsreports.congress.gov/product/pdf/R/R47639.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.pulitzer.org/prize-winners-by-category/223.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18