ویلیام اډوارډ دوبوییس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویلیام اېډوارډ برګرډټ دو بوییس William Edward Burghardt Du Bois (۱۸۶۸-۱۹۶۳) ټولنپېژندونکی، سوسالیست، تاریخپوه، د مدني حقونو فعال، پان افریقایی، مولف، لیکوال او ایډيټر دی. هغه د ماساچوسټ ایالت د ګریټ بارینګټون سیمه کې زېږېدلی او په یوه نسبتاً ارامه او صمیمي ټولنه کې رالوی شوی دی. د برلین له پوهنتون څخه يې ماسټري اخیستې او لومړنی افریقایی الاصله امریکایي دی چې له هاروارډ پوهنتون څخه يې ډوکټورا اخیستې ده. ویلیام اېډوارډ د اتلانتا په پوهنتون کې د تاریخ، ټولنپوهنې او اقتصاد پروفیسور و. دو بوییس په ۱۹۰۹ز کال کې د رنګین پوست لرونکو وګړو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) له بنسټګرو څخه دی.  [۱][۲]

دو بوییس د نیاګارا خوځښت یو مخکښ ملي مشر دی. دغه خوځښت د هغه افریقایي الاصله امریکايي فعالانو یوه ډله ده چې د تورپوستانو لپاره يې مساوي حقونه غوښتل. دو بوییس او ملاتړو يې د اتلانتا جوړجاړي مخالفت وکړ. یاد جوړجاړی د بوکرټ واشنګټن له لوري جوړه شوې داسې هوکړه وه چې له مخې به يې د سوېلي سیمو تورپوستانو د حاکمو سپین پوستانو لپاره کاروله او غاړه به يې ورته اېښوده، نو د سويلي سیمو سپین پوستانو به بیا دغو تورپوستانو ته اساسي تعلیمي او اقتصادي فرصتونه ورکول. د دې پر ځای، دو بوییس پر بشپړو مدني حقونو او ډېرې سیاسي استازولۍ ټینګار درلود او په دې ګروهه و چې افریقايي الاصله امریکایي نخبګان به ورسره ودرېږي. هغه دې ډلې ته د ذهین لسم خطاب کاوه، د نژادي لوړتیا د چتر لاندې یو مفهوم. دو بوییس باور درلود چې افریقایي امریکاییان د خپل مشرتابه د رامنځته کولو لپاره د تعلیم د پرمختګ چانسونو ته اړتیا لري.

توکم پالنه د دو بوییس د جروبحث اصلي هدف و او هغه په کلکه له محکمې پرته سزا ورکولو یا وژلو، د کراو (Crow) د قوانینو او په زده کړه او کار کې د تبعیض مخالفت کاوه. د هغه په داعیه کې په هر ځای کې د ټولو رنګونو وګړي شامل وو. خو په ځانګړې توګه، په مستعمرو کې افریقایان اواسیايي. هغه د پان افریقانیزم پلوی و او د ګڼو پان افریقایي کنګرو په تنظیم کې یې مرسته وکړه څو له اروپايي قدرتونو څخه د افریقايي مستعمرو د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړي. دو بوییس اروپا، افریقا او اسیا ته ګڼ سفرونه وکړل. له لومړۍ نړیوالې جګړې  وروسته، هغه په فرانسه کې د تورپوستو امریکايي سرتېرو د تجربو سروې وکړه او د امریکا متحده ایالاتو په پوځ کې يې پراخ توپیری چلند او توکمپالنه مستنده کړه.

دو بوییس د ډېرو اثارو مولف دی. د هغو د مقالو ټولګه د تورو وګړو ارواوې (The Souls of Black Folk) په افریقايي الاصله امریکايي ادبیاتو کې یو اغېزناک کتاب دی. او په ۱۹۳۵ز کال کې د هغه شهکار په امریکا کې توره بیارغونه (Black Reconstruction in America)، هغه شته باور وننګولو چې د بیارغونې د پېر په ناکامۍ کې تورپوستان مسول وو. د فریدریک دګلاس په خبره، دو بوییس د رنګینې کرښې اصطلاح کارول ځکه عام کړل چې په امریکايي ټولنه او سیاسي ژوند کې د دود شوې بې عدالتۍ د جلا خو یوشان ډکټورین ښودنه وکړي. هغه په خپل کتاب د تورو وګړو ارواوو کې وايي: "د شلمې پېړۍ ستونزه د رنګینې کرښې (color-line) ستونزه ده.

د دو بوییس د ۱۹۴۰ ز کال کې د Dusk of Dawn اټوبیوګرافي د امریکا په ټولنپوهنه کې د خپلې څانګې لومړنۍ علمي مقاله بلل کېږي. هغه د ژوند دوه نورې کیسې هم خپرې کړې چې په دغو درېیو واړو مقالو کې ټولنپوهنه، سیاست او تاریخ شامل دي. د کړکیچ په نامه د NAACP ژورنال د ایډیټر په توګه، دو بوییس ډېری اغېزناکې لیکنې خپرې کړې. دو بوییس باور درلود چې پانګوالي د توکمپالنې لومړنی دلیل دی نو ځکه د ژوند په اوږدو کې له سوسیالیستې داعیو سره يې عمومي خواخوږي درلوده. هغه د سولې تږی فعال و او د هستوي بې وسلې کولو لپاره يې غږ پورته کولو. د هغه له مړینې یو کال وروسته د امریکا متحده ایالاتو د مدني حقونو قانون تصویب شو او هغه سمونونه په کې راغلي وو چې دو بوییس ټول ژوند کمپاین وکړ.

An old brick church surrounded by trees
په ماشومتوب کې، دوبوییس د ماساچوسټ ایالت د ګرېټ بارینګټون کانګرېشنل کلیسا ته ورتللو. د کلیسا غړو به د دو بوییس د کالج د لګښتونو لپاره بسپنه راټولوله. [۳]

ماشومتوب او ځواني[سمول]

ویلیام اېډوارډ برګرډټ دو بوییس William Edward Burghardt Du Bois دو بوییس د زکال د فبرورۍ میاشتې په ۲۳ نېټه د ماساچوسټ ایالت په ګرېټ بارینګټن سیمه کې له الفرېډ او ماری سیلوینا (چې برګرډټ ېې بلله) دو بوییس یې زېږولی دی. د ماري سیلوینا برګرډټ کورنۍ د ګرېټ بارینګټن سیمې د ډېر کوچني تورپوستي نفوس برخه وه او له ډېر پخوا يې په دې ایالت کې ځمکه درلوده. هغه د هالنډي، افریقايي او انګلیسي نیکونو له نسل څخه وو. د ویلیام دو بوییس مورنی غورنیکه ټام بور برګرډټ نومیده چې غلام ؤ. (د ۱۷۳۰ز کال شاوخوا په لوېدیځه افریقا کې زېږېدلی ؤ) او هالنډي ښکېلاګر کانرېډ بور برګرډټ په ذمه و. ټام د لنډ مهال لپاره د امریکايي انقلابي جګړې پر مهال په امریکایي پوځ کې خدمت وکړ او د ۱۸مې پېړۍ وروستیو کې ازاد شو. د هغه زوی جک برګرډټ د اوتېلو برګرډټ پلار و چې دی بیا د ماري سیلوینا برګرډټ پلارؤ.  [۴][۵][۶]

ویلیام دو بوییس ادعا کوله چې الیزابیت فریمن يې خپلوانه ده؛ هغه ولیکل چې دې له غورنیکه جک برګرډټ سره واده کړی دی. خو فریمن د برګرډټ څخه ۲۰ کاله مشره وه او د دې واده هیڅ کوم سند نشته. ښايي د فریمن لور، بېټسي همفري هغه مهال د برګرډټ سره واده کړی وي چې خپل لومړني میړه يې، جونا همفري، د ۱۸۱۱ ز کال شاوخوا پرېښوده. هغه مهال د برګرډټ لومړنۍ ښځه هم مړه شوې وه (۱۸۱۰). که کیسه داسې وي نو فریمن بیا د ویلیام دو بوییس ناسکه غور غورنیکه راځي. د کیسو له مخې ډېر احتمال شته چې له برګرډټ سره د همفري د واده له امله یو ډول نږدې اړیکه وي.  [۷][۸][۹]

د ویلیام دو بوییس پلرنی غورنیکه د نیویارک ښار د پوګیپسی سیمې Poughkeepsie, New York جېمز دو بوییس و. جېمز د هوګوناټ نسب لرونکی یو فرانسوی الاصله امریکايي و چې پلار يې له وینځو ګڼ اولادونه درلودل. د جېمز یو دو رګه زوی الکسانډر و چې په ۱۸۰۳ ز کال کې د باهاماس ایالت په لانګ کې سیمه کې زېږېدلی و. په ۱۸۱۰ز کال کې هغه له خپل پلار سره یوځای امریکا متحده ایالاتو ته کډه شو. الکساندر دو بوییس هایتي ته ولاړ او کار یې وکړ هلته یې له خپلې معشوقې د الفرډ په نامه یو زوی وزېږولو. الکساندر کنیکټیکټ ایالت ته ولاړ او الفرد يې په هایتي کې له خپلې مور سره پرېښود.[۱۰][۱۱][۱۲]

له ۱۸۶۰ ز کال څخه لږ څه وړاندې، الفرد دو بوییس د امریکا متحده ایالاتو ته کډه او هلته په ماساچوسټ ایالت کې مېشت شو. هغه له ماري سیلوینا برګرډټ سره د ۱۸۶۷ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۵ نېټه د ګرېټ بارینګټون سیمې په هاوزاټونیک کلي کې واده وکړ. الفرډ په ۱۸۷۰ ز کال کې دوه کاله وروسته له هغې چې ماري یې پرېښوده ویلیام وزېږېد. ماري دو بوییس له خپل زوی سره یو ځای په ګریټ بارینګټون سیمه کې د خپل پلار کور ته ولاړه او هلته د ویلیام تر ۵ کلنۍ واوسېده. هغې د خپلې کورنۍ د خرڅ خوراک لپاره کار کاوه (له خپل ورور او ګاونډیانو څخه یې یو څه مرسته ترلاسه کوله)، تر دې چې د ۱۸۸۰ کال په لومړیو کې یې سکته وکړه او په  په ۱۸۸۵ز کال کې مړه شوه. [۱۳][۱۴][۱۵]

په ګریټ بارینګټون سیمه کې د اروپايي امریکايي وګړو ټولنې اکثریت وه او ټولو يې له دو بوییس سره ښه کول. هغه ځايي ادغام شوي دولتي ښوونځي ته تللو او له خپلو سپینو ټولګیوالو سره يې لوبې کولې. کله چې ځوان شو، هغه د توکمپالنې په اړه داسې لیکلي هغه په دې ښارګوټي کې ځان بې پلاره ماشوم احساسوي او لږکی ښکاري.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Lewis, David Levering (1993). W. E. B. Du Bois: Biography of a Race 1868–1919. New York City: Henry Holt and Co. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781466841512. [Du Bois] would unfailingly insist upon the 'correct' pronunciation of his surname. 'The pronunciation of my name is Due Boyss, with the accent on the last syllable,' he would patiently explain to the uninformed. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. W. E. B. Du Bois Center @duboisumass (2018-11-12). "Image of letter to W. E. B. Du Bois with his handwritten annotations on how to pronounce his name". Twitter.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Horne, p. 7.
  4. Lewis, p. 13
  5. Lewis, pp. 14–15.
  6. Lewis, p. 11.
  7. Du Bois, W. E. B. (1984) [1940]. Dusk of Dawn. Piscataway NJ: Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lewis, David Levering (1993). W. E. B. Du Bois: Biography of a Race 1868–1919. New York City: Henry Holt and Co. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Piper, Emilie; Levinson, David (2010). One Minute a Free Woman: Elizabeth Freeman and the Struggle for Freedom. Salisbury CT: Upper Housatonic Valley National Heritage Area. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9845492-0-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lewis, p. 17.
  11. Chandler, Nahum Dimitri (2014). X: The Problem of the Negro as a Problem for Thought. New York: Fordham University Press. د کتاب پاڼي 100–103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8232-5407-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lewis, p. 18.
  13. Lewis, p. 21. Du Bois suggested that Mary's family drove Alfred away.
  14. Rabaka, Reiland (2007), W. E. B. Du Bois and the Problems of the Twenty-first Century: An Essay on Africana Critical Theory, Lexington Books, p. 165.
  15. Lewis, pp. 29–30.
  16. Cebula, Tim, "Great Barrington", in Young, p. 91.
  17. Horne, p. 7.
  18. Lewis, pp. 39–40.
  19. Lewis, pp. 27–44.