ویرجینیا وولف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


آدلاین ویرجینیا وولف (زوکړه: د ۱۸۸۲ زکال د جنوري ۲۵مه – مړینه: د ۱۹۴۱ زکال د مارچ ۲۸مه) انګلیسۍ لیکواله وه. نوموړې د ۲۰مې پېړۍ له مهمو معاصریت پلوه لیکوالانو او همدارنګه د روایت د وسیلې په توګه د زهني سیلان په کارونه کې له مخکښانو څخه ګڼل کېږي. [۱]

وولف د لندن د سویلي کنزینګټون په یوه هوسا ژوند لرونکې کورنۍ کې وزیږېده، هغه د جولایا پرینسپ جکسون او لیزلي سټیفن د ترکیبي کورنۍ له اتو ماشومانو څخه اوومه ماشومه وه چې په دغو کې معاصریت پلوه نقاشه، ونیسا بل هم شامله وه. هغې د نوی ځوانۍ له مهاله په کور کې کلاسیک انګلیسي او ویکټوریايي ادبیات زده کړل. له ۱۸۹۷ زکال څخه تر ۱۹۰۱ زکال پورې نوموړې د لندن د کېنګز کالج د ښځو ډیپارټمنټ ته ولاړه، هلته یې کلاسیک او تاریخ ولوستل او همدارنګه یې هلته د ښځو د لوړو زده کړو په برخه کې له لومړنیو اصلاح غوښتونکو او د ښځو د حقونو د خوځښت له لومړنیو فعالینو سره اړیکه پیدا کړه.

وولف د خپل پلار په هڅونې سره په ۱۹۰۰ زکال کې په حرفوي ډول لیکوالۍ ته مخه کړه. په ۱۹۰۴ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته د هغې کورنۍ له کنزینګټون څخه بوهمیايي بلومزبري ته کډه وکړه چېرې چې نوموړې د خپلو وروڼو له روڼ آندو ملګرو سره د بلومزبري ادبي او هنري ګروپ جوړ کړ. نوموړې په ۱۹۱۲ زکال کې له لئونارد وولف سره واده وکړ او په ۱۹۱۷ زکال کې دوی دواړو د هوګارت مطبعه تاسیس کړه چې بیا یې د نوموړې ډیری آثار هم خپاره کړل. دوی په ساکس کې یو کور کرایه کړ او په ۱۹۴۰ زکال کې یې د تل لپاره هلته کډه وکړه. وولف له ښځو سره عاشقانه اړیکې لرلې. د هغې یوه ښځینه مینه (معشوقه)، ویټا ساکویل وېسټ وه چې د وولف ډیری کتابونه یې د هوګارت مطبعې له لارې چاپ کړل. د دوی دواړو ادبیاتو د دوی ترمنځ له اړیکې څخه الهام اخیستی و او اړیکې یې د وولف تر مړینې پورې دوام درلود. [۲]

د نړیوالو جګړو ترمنځ دوره کې وولف د لندن د ادبي او هنري ټولنې مهمه برخه جوړوله. په ۱۹۱۵ زکال کې هغې خپل لومړنی ناول بهر ته د سفر «The Voyage Out» تر عنوان لاندې ولیکه او هغه یې د جرالډ ډاکورث اینډ کمپنۍ (Gerald Duckworth and Company) په نامه د خپل میرني ورور په مطبعه کې چاپ کړ. د نوموړې په مشهور آثارو کې کولای شو د میرمن ډالووي (Mrs Dalloway؛  ۱۹۲۵ زکال)، دریايي فانوس (To the Lighthouse؛ ۱۹۲۷ زکال) او اورلاندو (Orlando؛ ۱۹۲۸ زکال) په نومونو ناولونو ته نغوته وکړه. سربېره پر دې هغې د یو چا د خپل اتاق (A Room of One's Own؛ ۱۹۲۹) تر عنوان لاندې مقالې په څېر نورو مقالو له امله شهرت وموند. وولف د ۱۹۷۰مې لسیزې پرمهال د فیمینېستي نقد د خوځښت په اصلي موضوع واوښته. د هغې آثار چې له ۵۰ ژبو څخه په زیاتو ژباړل شوي فیمینېزم ته یې د الهام بخښلو له امله پریمانه پام ځانته اړولی او په پراخه کچه بحثونه پرې شوي.

د هغې د ژوند او چارو اړوند پریمانه لیکنې شوې دي. هغه د نندارو، ناولونو او فیلمونو موضوع ګرځېدلې. د وولف یاد د هغې د مجسمو، د هغو بنسټونو پر مټ چې چارو ته یې ځانګړي شوي او همدارنګه د لندن په پوهنتون کې د هغې په نوم د یوې ودانۍ د نومولو له امله ژوندی ساتل شوی. وولف د خپل ژوند پر مهال د اروايي ناروغیو له امله په ستونزو کې ښکېل وه. هغه څو ځله بستر کړای شوه او حد اقل دوه ځله یې د ځان وژنې هڅه وکړه. د ډالسیمر (۲۰۰۴ زکال) په خبره، د هغې ناروغي د هغو د ځانګړنو له مخې وروسته د دوه قطبي اختلال په توګه تشخیص شوه چې د هغې د ژوندانه پر مهال یې هېڅ اغېزمنې درملنې شتون نه درلود. وولف په ۱۹۴۱ زکال کې د ۵۹ کلونو په عمر د لویس په اوز سیند کې په ډوبېدو ځان وژنه وکړه.

ژوند[سمول]

کورنۍ ریښه[سمول]

ویرجینیا وولف د ۱۸۸۲ زکال د جنوري په ۲۵مه د آدلین ویرجینیا وولف په نامه د لندن د سویلي کنزینګټون په ۲۲ هایډ پارک ګېټ سیمه کې د ژولیا (کورنی نوم یې جکسون و؛ ۱۸۴۶ – ۱۸۹۵ زکال) او ښاغلي لیزلي سټیفن (۱۸۳۲- ۱۹۰۴ زکال) په کورنۍ کې وزیږېده. پلار یې لیکوال، تاریخ پوه، مقاله لیکونکی، ژوند لیک لیکونکی او غر ختونکی و. ژولیا جکسون په ۱۸۴۶ زکال کې د بریتانوي هند په کلکتې کې د جان جکسون او ماریا «مایا» تئودوسیا پټېل په کورنۍ کې زیږېدلې وه او انګلیسي – هندي کورنۍ یې لرله. جان جکسون د جراحانو د سلطنتي کالج غړی او د جورج جکسون او بنګالۍ ماري هوارډ زوی و. جکسون ۲۵ کاله د بنګال د طبي خدمتونو په اداره او د ختیځ هند په کمپنۍ کې د ډاکټر په توګه دنده ترسره کړه او همدارنګه د کلکتې د نوي جوړ شوي طبي پوهنتون ښوونکی و. [۳][۴]

په داسې حال کې چې جان جکسون زیات شهرت نه درلود، خو د پټېل کورنۍ د ښکلا په لرلو مشهوره کورنۍ وه او د بنګالۍ ټولنې له لوړو طبقاتو سره یې ناسته لرله. د پټېل اووه خویندو په مخکښو کورنیو کې واده کړی و. ژولیا مارګاریت کامرون یوه مشهوره انځور اخیستونکې وه، په داسې حال کې چې ویرجینا له ارل سامرز سره واده وکړ او د هغوی لور، د ژولیا جکسون خاله لور، د اعتدال د ډلې مشره پیغله هنري سامرست وه. ژولیا د دوه کلنۍ په عمر له خپلې مور سره انګلستان ته ولاړه او خپل ډېر وخت یې له خپلې بلې خاله، سارا مونکټون پټېل سره تېر کړ. سارا او د هغې مېړه هنري توبي پرېنسپ د کوچني هالنډ په ماڼۍ کې د ادبي او هنري سالون مشري پر غاړه لرله، چېرې چې هغې له رافایلي دورې وړاندې د اډوارډ برن – جونز په څېر نقاشانو سره اړیکه پیدا کړه او د هغه لپاره بیا موډله شوه.[۵][۶][۷][۵][۸]

زده کړې[سمول]

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې زده کړې په جدي بڼه د جنسیتي توپیر پر بنسټ ویشل شوې وې، هغه دود چې ویرجینیا ورته په خپلو لیکنو کې نغوته کړې او غندلی یې دی. هلکان ښوونځي ته لیږل کېدل، د سټیفنانو په څېر د منځنۍ طبقې هوسا ژوند لرونکو کورنیو ته بیا تر ډېره ۲۴ ساعته درسي سیسټم لرونکو شخصي ښوونځیو او پوهنتونونو شتون درلود. نجونو به که چېرې د زده کړو لپاره پرېمانه امکانات لرل، دوی به بیا په پیل کې له خپلو والدینو، پالونکو او شخصي ښوونکو سره زده کړې کولې. همدا و چې ویرجینیا د خپلو والدینو له خوا چې دواړو په مشترکه بڼه دغه مسئولیت مخته وړه، و روزل شوه. د هغې د استوګنې د کوټې شاته یو کوچني ټولګي شتون درلود؛ پریمانه کړکۍ یې لرلې چې د لیکنو او نقاشۍ لپاره ارامه ځای و. ژولیا خپلو ماشومانو ته لاتین، فرانسوي او تاریخ ور زده کول او لزلي هم د ریاضي درس ورکاوه. همدارنګه دوی د پیانو درس هم لوست. د هغوی د زده کړو بشپړونکې چاره د لزلي سټیفن لوی کتابتون ته د ماشومانو نامحدوده لاسرسی و چې له امله یې هغوی له ګڼ شمېر ادبي قوانینو سره بلد شول او په دې سره هغوی په کمبرېج کې له خپلو سیالانو څخه زیاته مطالعه لرله. د ویرجینیا مطالعه د «حریصانه مطالعې» په توګه وبلل شوه. وولف بیا وروسته دغه چاره داسې یاده کړه:

حتی نن ورځ هم کېدای شي داسې والدین شتون ولري چې یوې پنځلس کلنې نجلۍ ته د یو لوی او نه تصفیه شوي کتابتون څخه د ګټنې په اجازه کې غور وکړي. ځانګړو حقایقو هلته شتون درلود – هغه دغو ته ډېره لنډه او په شرمېدونکې بڼه اشاره وکړه. له دې سره یې راته وویل: «هر څه دې چې زړه غواړي وه یې لوله...هلته ما له اجازې اخیستو پرته هر کتاب ته لاسرسی درلود.

له دولتي ښوونځیو څخه له فراغت وروسته د دغې کورنۍ ټولو هلکانو په کمبرېج پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. نجونو یې بیا له دغې چارې غیرمستقیمه ګټه وکړه، ځکه چې دغو هلکانو هغوی خپلو ملګرو ته ورمعرفي کړې. د دوی لپاره بله منبع یې د پلار ملګري و چې ورسره به کښېناستلې. لزلي سټیفن د خپلو ملګرو کړۍ داسې توصیف کړې چې «ډیری له دوی څخه ادبي وګړي و... ځوان او ځیرکه لیکوالان او وکیلان و، ورسره تر ډېره پورې راډیکال متقاعد کوونکي و ... موږ معمولا د چهارشنبه او یکشنبې په ماښام ملاقات کوه، سګرټ مو وهل او څښاک مو کاوه، له دې سره مو د د نړۍ او د اصلاحاتو د خوځښت اړوند بحث کاوه».

ویرجینیا له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې وکولای شول لوړې زده کړې وکړي. هغې له ۱۸۹۷ زکال څخه تر ۱۹۰۱ زکال پورې د لندن د کینګز کالج د نجونو په ډیپارټمنټ کې یو شمېر روزنیز کورسونه چې یو شمېر یې د عالي تحصیلي درجې په کچه و پیل کړل، هغې د لرغونې یوناني ابتدايي او پرمختللې بڼه، د جرمني او لاتین منځنۍ کچه او همدارنګه یې قاره یي او انګریزي تاریخ ولوست.

سرچينې[سمول]

  1. Collins 2018.
  2. Haynes, Suyin. "What to Know About Virginia Woolf's Love Affair With Vita Sackville-West". Time. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bennett 2002.
  4. Gordon 2004.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Smith College 2011.
  6. Wood 2017.
  7. Garnett 2004.
  8. Kukil 2011.