منځپانگې ته ورتلل

وړيا ليکبڼې جواز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 

وړيا ليکبڼې جواز
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
جوړښت
پرمخ‌وړونکی
نور مالومات
وېب‌پاڼه
openfontlicense.org (انګليسي ژبه) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

وړيا ليکبڼې جواز يا پرانيستې ليکبڼې اجازه (انګلیسي: SIL Open Font License) د ليکبڼې کارولو لپاره يو وړیا او پرانيستې سرچینې جواز دی چې اېس آی اېل انټرنېشنل لخوا رامینځته شوی. دا جواز د اېس آی اېل انټرنېشنل لخوا د ډېری یونیکوډ ليکبڼو لپاره کارول کیږي لکه جینټیم پلس، چیرس اېس ایل ، انډیکا ا ونور. [۱] د ليکبڼو دا وړیا فونټ جواز د ۲۰۰۵ زېږديز کال په نومبر کې خپور شو، او شپږ میاشتې وروسته د GPL ليکبڼې استثنا خپره شوه.

وړیا پوستغالو ټولنه هم دا جواز د وړیا په توګه پېژني، په ګوته کوي چې یو ساده هیلو ورډ پروګرام به کافي وګڼل شي او د پلورلو پر مهال باید د دې جواز سره یوځای شي. [۲] د دیبیان پروژه هم د همدې موافق ده.

شرایط

[سمول]

د ليکبڼې دا وړيا لايسنس په حقیقت کې د وړیا سافټویر لایسنس دی، نو د دې جواز لاندې ليکبڼو د کارولو، تبديلولو او وړيا وېشلو حق هرڅوک لري (تر هغې چې بدل شوې ليکبڼه بايد د دې پرانيستې وړيا ليکبڼې د جواز اجازت نامې سره سم وي). په هر صورت دا ډول ليکبڼې ليکوال کولی شي چې اعلان وکړي چې د ليکبڼې نوم خوندي شوی او د بدلولو وړ نه دی.

سرچينې

[سمول]