وړانګي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوړانګو لنډه پيژندنه او تاريخچه

         په طبيعت کې وړانګې هغه کړنلارې ته ويل کيږي چې ديوې سرچينې انرژي دڅپواويا بڅرکو په بڼه خپريږي دا په دې معنى چې وړانګې دانرژۍ ځانګړى شکل تشکيلوي ، او دمختلفو منابعو څخه ترلاسه کيږي .
     دلومړي ځل لپاره په (١٦٦٤ م )کال پروفيسور  (Morcas Morcim ) ديوې تجربې له مخې ثابت کړه چې دلمر وړانګې دمنشور پواسطه تجزيه اوطيف (Specter) منځته راوړي چې دطيف هررنګ دلمر په تشعشاتو کې دخپلې څپې اوږدوالې سره متناظردى اودماورآ بنفش (Ultra-valet)  په تجربوي ډول په (م١٨٤٠ ) کال کې د (Edmond Becguere )  فرانسوي فزيک پوه پواسطه څرګندشو چې نوموړي وړانګې طول موج    په حدودوکې ده انفراريد وړانګه چې   پوري طول موج لري په (١٨٩٩م ) کال کې د (William –Hershel )  پواسطه وپيژندل شوه او څرګنده يې کړه چې هر تور شوى جسم (IR)   يا ماورآ قرمزي خپروي اوپه (١٨٩٦ م) کال کې هنري بکرل  (Henri-Beegueral )  کشف کړو چې ديورانيم  (U) مالګې ځينې نه ليدونکې وړانګې خارجوي اوپه (١٨٩٩ م ) کال کې وښودل شو چې د يورانيم (U )  مرکبات ځينې ذرې وړنګو په شکل خارجوي چې په مقناطيسې ساحه کې خپل خط السير ته تغيرورکوي چې دالفا اوبيتا  نومونه يې ورته کيښودل شو.اوپه (١٩٠٣ م ) کال کې رادرفورد (Rather –ford )  وښودل چې ځينې وړانګې په مقناطيسې ساحه کې خپل خط السير ته تغيرنه ورکوي چې نوموړې وړانګې ته  ګاما وړانګې وايې . او په (١٩٩٦م)کال (roentgen) په مصنوي ډول وړنکې توليدکړچه د(x)وړانګيې په نامه سره شهر ت لري . اولمړ نۍ ليزر چې دياقوتو څخه ود (ټهيدورميمان ) لخوا په (١٩٦٠م)کال کې کشف شو . 


دوړانګو منابع

    دايوه څرګنده خبره ده چې هره وړانګه يوځانګړې سرچينه لري چې دنوموړو سرچينو پيژندل اودهغوې دزيان اويادفعاليت اندازه معلومول اړينه ده  نو هغه منابع چې دوړانګيز تاثيراتو سبب کيږي په دوه برخو ويشل کيږي .

١ - Natural يا طبعي وړانګې : ٢ – Man-Made ياهغه وړانګې چې دانسان په ذريعه منځ ته راځي ١ - Natural يا طبعي وړانګې :

   هغه وړانګې چې په طبعي ډول وجودلري دلاندې منابعو څخه لاسته راځي .

A- Sunlight دلمر روښنايې اودهغې وړانګې هم دځمکې سطحې ته رارسيږي لکه UV او IR اونور . B - (Cosmic –R ) داډول وړانګې دفضاء څخه ځمکې ته رارسيږي تقريباً ديوميل (Mill ) په ارتفاع دفضاء څخه دذراتو په څير دوړانګو اوصاف لري ځمکې ته رارسيږي . C- (Terrestical-R ) دا ډول وړانګې دبعضې موادو څخه په طبعي ډول په ځمکه کې موجودې دي اوددې موادو څخه وړانګې دځمکې پر مخ خپريږي لکه ديورانيم ، توريم اوسيزيم وړانګې اوداسې نور . D – Radioactive –R داوړانګې له هغه عناصرو څخه چې په طبيعت کې وجودلري رامنځته کيږي لکه K40 او C14 او داسې نور . E – (Atmospheric –R) ځينې نورې اتوموموسفيري وړانګې دي چې ځمکې ته رارسيږي .

٢–  هغه وړانګې چې دانسان په ذريعه منځ ته راځي  

داهغه وړانګې دي چې دانسان په واسطه په کيمياوي اوتيکنالوژيکي طريقو سره لاسته راځي چې په لاندې ډول سره دي . A – الفا وړانګه (Alpha-R )  : داډول وړانګه دهيليوم دهستې څخه منځته راځي او چارج لري اودنفوذ قدرت يې ټيټ دى . B – بيتاوړانګه (Beta-R ) : داوړانګه دالکترونونوڅخه منځته راځي او چارج لري اودنفوذ قدرت يې د الفا وړانګوپه نسبت زيات دى . C – ګاماوړانګه (Gama-R) : داوړانګه داتوم دهستې څخه منځته راځي اودنفوذ قدرت يې ډيرزيات دى . E – نيوترون وړانګه (Neutron –R ) : داديوه چارج نه لرونکې وړانګه ده چې په (Nuclear Reactors ) کې منځته راځي اودنفوذ قدرت يې ډير زيات دى

                           (١) شکل کې د وړانګو ځيني فزيکې خواص ښودل شوي دي

دوړانګو ډولونه : په ټولنيزه توګه وړانګې په لاندې دوو برخو ويشل شوي دي چې هره برخه يې په دوه نوروبرخوويشل شويدي . A – ايونايزکوونکي وړانګې B – نه ايونايز کوونکي وړانګې A – ايونايزکوونکي وړانګې : ايونايزکوونکي وړانګې هغه وړانګې دي چې په خپل چاپيريال کې ايونايزيشن رامنځته کوي اوپه دوه برخوويشل شويدي (Visible and an visible لکه چټک الکترونونه او درندې چارج لرونکې ذرې . B – نه ايونايزکوونکې وړانګې: نه ايونايزکوونکې وړانګې هغه وړانګې دي چې په خپل چاپيريال کې ايونايزيشن نه رامنځته کوي اوپه دوه برخوويشل شودي (Visible and invisible لکه الکترومقناطيسې وړانګې ،ليزر، نيوترونونه اوچټک الکترونونه او دي چې په هستوي وړانګو کې منځته راځي . درندې چارج لرونکې ذرې ټولو هغو انرژي لرونکوايونوته ويل کيږي چې کتله يې څخه لويه وي لکه دالفا ذرې او پروتونونه اوداسې نور چې په هستوي تعاملاتو کې منځ ته راځي . الکترومقناطيسې وړانګې هغه وړانګو ته ويل کيږي چې داتوم دالکترونونو اود هستې دانرژيکي سويو دبدلون په ترڅ کې منځته راځي لکه د x ، ګامااو لايزر وړانګې . همدارنګه نيوترونونه هم هستوي تعاملاتو په ترڅ کې منځته راځي چې بيا په خپل وارسره په بطي اوچټکونيوترونوباندې ويشل کيږي . په لاندې شکل کې دالکترومقناطيسي وړانګو طيف ښودل شوى دى .


دوړانګواغيزې دانسان په وجود باندې :

  داچې انسانان لکه دنورو حيواناتوپه شان دايکوسيستم په چاپيريال کې ژوندکوي نودمختلفو محيطي عواملوسره مخامخ کيږي چې دنوموړو محيطي عواملو څخه يوهم وړانګې دي چې په انسانانوکې مختلفې لري بعضې وړانګې دې چې دانسانانودصحت اوسلامتيا لپاره ګټورې دي اما بعضې وړانګې په انسانانوکې جسمي اوجنيتکي ناوړه اغيزې رامنځته کوي نودکار داسانتيالپاره هغه وړنګې ترڅيړنې لاندې نيسو کوم چې په انسانانوکې مختلفي اغيزې رامنځته کوي.
١- دلمر وړانګې اودانسان سلامتيا

دلمر وړانګې ترهغه وخته پورې ځمکې ته رسيږي په فضاء کې ديوشمير موانعو سره مخامخ کيږي چې ګرد ، بخارات ، وريځې اودنوروپواسطه بيرته منعکس کيږي اويواځې پنځه څلويښت فيصده (٤٥%) دلمر وړانګې دځمکې سطحې ته رسيږي يوفيصد يې ماورآ بنفش (U.V) وړانګې او ٦% فيصده يې ماورا قرمزي (IR) وړانګې اوپاتې نورې وړانګې په سترګو نه ليدل کيږي په لاندې شکل کې لمر وړانګې چې دکومو موانعو سره ټکر کيږي ښودل شويدي .





شکل(٣) دلمروړانګې چې دژونديوموجوداتو لپاره حرارت اوانرژي توليدوي پرته دلمر دروښنايې څخه دځمکې په کره ژوند ناممکن دى هغه خلک چې په غارونوکې ژوندکوي عموماً تورپوستکى لري چې دلمر وړانګو دنه موجوديت کې منځته راځي .





شکل(٤) دلمروړانګې يواکولوژيکي فکتور دى چې دزياتې روښنايې اوحرارت په اثر په انسانانو کې ځينې صحي اوناوړه اغيزې رامنځته کوي هغه کوم ډول طيف چې دانسانان يې په سترګو وينې د (٨١٠-٣٩٠٠) ملي مايکرون په منځ کې ده . دلمر طيف څخه چې لنډطول موج لرونکي دي ماورابنفش (UV) اوهغه وړانګې چې اوږد طول موج لري دماوراقرمزي (IR په نامه ياديږي دملاحظې وړ ماورا بنفش (Uv) داتوموسفير پواسطه جذبيږي هغه رنګونه چې انسانان يې ډير په سترګو ليدلى شي عبارت دي له بنفش ،آبي ، زيړاونارنجي څخه دي . دژوندانه لپاره دوړانګو اوروښنايې ضروريتونه ډير مهم دي نو روښنايې اوحرارت دومره قوي نه وي چې دژوند په هره مرحله کې د خطر باعث وګرځي نودلمر هغه وړانګې چې دانسان په وجود باندې اغيزې لري په لاندې ډول ترينه يادونه کوو . A - ماورا بنفش (UV) وړانګې: ماورابنفش چې الکترومقناطيس وړانګو له جملې څخه دي چې دروښنايې دنور سره مشابهت لري او دطول موج په اساس ماروابنفش (Uv) په دريو طبقو ويشل شويدي . الف – UVA يا :Tanning نوموړې وړانګې چې دطول موج اوږدوالى (٣١٥ -٤٠٠) نانومتره پورې رسيږي چې نوموړې وړانګه دپوستکي توروالي سبب ګرځي اوميلانين پګمينټ دهمدې (UVA ) وړانګو په مقابل کې توليديږي اونه پريږدي چې نوموړي وړانګې پوستکي کې نفوذ وکړي نوپه ميلانين پګمنټ کې جذبيږي چې دپوستکي دتوروالي اوقهوه ايې کيدولامل ګرځي چې نوموړي عملي ته (Tanning ) ويل کيږي . ب – UVB يا Burning وړانګې :

    نوموړې وړانګه چې متوسط (٢٨٠ – ٣١٥) نانومترودطول موج اوږدوالى لري چې دپوستکي دسوځيدو ، توروالى او همدې وړانګو زيات اکسپوز پواسطه سرطاني ناروغيو ته زمينه برابروي .

پاتې دې نه وي چې هغه (UBA) وړانګې چې د ٢٦٠ نانومترو پورې طول موج لري دانسانانو په بدن کې ويټامين D جوړوي چې نوموړې ويټامين D يوعضوي ماده ده چې دغذايې موادو څخه کلسيم اوفاسفورس جذبوي چې کلسيم او فاسفورس دهډوکو صحي انکشاف اوکلکوالي کې مهم رول لري که چيرته يوانسان پوستکي دلمر وړانګو ته قرار ورکړي نودانسان په وجودکې يوډول کلسترول چې 7-Dehydro cholesterol نوميږي دلمر وړانګې جذبوي اوپه ويټامين D باندې بدليږي چې کيمياوي معادله يې په لاندې ډول ده . سربيره پدې ويټامين D دغذايې موادو لکه هګۍ ، شيدې ، کبانو څخه هم لاسته راځي خوپه کافي اندازه نه وي دويټامين D کموالى په ماشومانو کې دهډوکوماتيدنه (Rckets ) ناروغي اوپه مشرانو کې دعضلاتو اودهډوکو دردونه اوسرطاني امراض خصوصاً دکولون سرطان رامنځته کوي . هغه خلک چې طبعي تورپوستي دي د UVB-260) ) وړانګې فلتر کوي اونه شي کولاى دوړانګو پواسطه ويټامين جوړکړي نودغذايي موادو څخه بايد خپل د ويټامين توازن وساتي مونږ کولاى شو دوينو دساده ټسټ څخه دويټامين D کموالى معلوم کړو .

ج - UVC يا Dengers وړانګې :

    داهغه وړانګې دي چې دنورو وړانګو په پرتله لنډ طول موج (١٠٠-٢٦٠) نانومترو پورې لري نوموړې وړانګه چې کله دلمر څخه انتشار کوي داتوموسفير څخه پورته داوزون (O3)  په طبقه کې جذبيږي  اود  ځمکې سطحې ته نه رارسيږي اوپه خلکو باندې اغيزه نه لري که چيرې داوزون طبقه سورۍ شي نو په انسانانو کې دوينې اوهډوکو سرطان رامنځته کوي اوپه لږه  موده کې له منځه ځي ديادولو وړ ده چې په  سو يزرليندکې داوزون يوه برخه ويجاړه شويده خلک چې له کورونو څخه راوځي نودلمر ضد ديوال يا Sun blact   استعمالوي نوهغه خلک چې په صنعتي فابريکواواتومي ريکتورونو کې کارکوي بايد داسې کوم مواد توليد نه کړي چې داوزون دطبقې دويجاړيدو لامل شي .

نوپه عمومي صورت سره هغه اغيزې چې د لمر (Uv) دوړانګو پواسطه رامنځته کيږي په لنډه توګه ترينه يادونه کوو .

A – د UV اغيزه په پوستکي باندې :

    نوموړې وړانګې پوستکى توروي اوپه پوستکي کې دغوښنو خالونوراپيداکيدل ،دپوستکي دارتباطي نسجونو له منځه وړل اوپه پوستکي کې دوينې رګونه   تاواني کوي چې بياوروسته دپوستکي دسرطان باعث ګرځي سربيره پردې دپوستکي ګونجوالى اودعمر کموالى رامنځته کوي .

B – د UV ناوړه اغيزه په سترګوباندې : سترګې د UV وړانګو په مقابل کې ډير حساس دي چې دسترګو(پړسوب ) دباڼو سوځول اودسترګو د (Cataracts ) ناروغي رامنځته کوي. C – دانسان دبدن معافيت سيستم ګډودي د UV وړانګو په واسطه : يعنې دسپينوکروياتو زياتيدل اويا کميدل دسرطان په ډول چې سپين کرويات نشي کولاى دميکروبونو اوبکترياوو په مقابل کي مقاومت وکړي نوپدې وروستيوکې دنړۍ صحي ټولنه (W.H.O ) کوښښ کوي ترڅوداسې يوشي راپيداکړي چې دويني سرطان واکسيون جوړکړي خوتراوسه پدې نه دي قادر شوي . سربيرپردي UV وړانګې لکه دانفررايد وړانګوپه شان په تدواۍ اوتشخيص کې ترې نه کاراخستل کيږي خصوصاً دزيړي د ناروغيولپاره او دنوي زيږدلوماشومانو لپاره کلينکونوکېUV-IR) ) استعمالوي ترڅو دوينې دوران په نورمال شکل فعاليت ته وهڅوي .

B – ماورا قرمزي يا IR وړانګې : انفررايد وړانګه Infrared ryes هم يوالکترومقناطيسې وړانګه ده چې دنه ليدونکو وړانګو له جملي څخه دي چې په طبعي ډول دلمرڅخه اوپه مصنوعي ډول دهر تود شوي جسم په واسطه رامنځته کيږي جې داوږد طول موج درلودنکي دي نوموړې وړانګه ډيرزيات حرارت توليدوي چي په ژونديو موجوداتو خصوصاً په نباتاتو ، حيواناتو اوانسانانو دحجراتو دنمو اوانکشاف سبب ګرځي سربيرپردي دزيات حرارت لرلو په اساس دنباتوشنه کيدل ، دميوو پخيدل ، دچاپيريال څخه دميکروبونو اوبکترياوو له منځه وړلو کې مهم رول لري. کله چې دانسان په بدن باندې نوموړې وړانګه ولګيږي دوينې په حجراتو کې داوبو ماليکولونه دمنځه وړي اودماليکولونوايونايز اوفعاليت منځته راوړي چې نوموړي دانسانانو دسلامتيا لپاره ګټوره ده انفراريد وړانګه په انسانانو کې لاندې صحي اغيزې لري .  داکسيجن مقدار په نارمل شکل سره دانسان وجود ته ننوځي اوميتابوليکي فعاليتونه سرته رسوي .  دوينې څخه دمکربونو ، زهري ، شهمې اوکيمياوي مواد له منځه وړي چې په دې ډول سره دوينې جريان په رګونوکې په صحيحه توګه سرته رسيږي يعنې دوينې جريان تقويه کيږي .  دپوستکي څخه دمکروبونو او دخولوپاتې شوې پديدو نه له منځه وړي .  دعصبي سيستم تقويه کوي اودعصبي رګونو څخه ويرسونه يعنې هغه ويروسونه چې د ماغز دسرطان باعث ګرځي له منځه وړي  په وجود کې دبکترياګانو دانکشاف مخنيوى کوي .  دخولو دغدوات تحرکوي چې نوموړى خولې له پوستکي اونوروحجراتو څخه دمنرالونه پاتې شوي برخي دپوستکي دسوريو له لارې خارجوي .  په و ينه کې دکلسترول اندازه په نورمال شکل سره ساتي  په طبابت کې انفراريد وړانګې څخه د روماتيزم نارغۍ او زوانکو په له منځه وړلوکې ترينه استفاده کيږي .  په وجود کې د D.N.A دپروتين سنتيز اونايتريک اکسايدو جوړيدل هم صورت نيسي. سربېره پردې انفراريد وړانګې ځيني ناوړه اغيزې هم لري چې نوموړې عبارت له دهډوکوسوزيدواوعضلاتودردونه، دپوستکي ناروغي اوجل وهل چې دوړانګو دزيات شديد په نتيجه کې منځته راځي . راډيواکتيف وړانگي او د انسان سلامتيا

           انسان دخپل پيدايښت څخه د راډيواکتيف موادو سره په چاپيريال کې مخامخ دي. د انسان په چاپيريال کې د راډيواکتيويتي منبعي لکه کازميکې وړانګي،په خاورو او تيږو کې د يورانيم،توريم او راډيوم عنصرونه او په خوله خوړ ل  شيوي کاربن څوارلس،پوتاشيم څلويښت او داسي نور تشکېلوي. په لنډ ډول ويلي شو چې انسان ټول ژوند په راډيواکتيف محيط کې سرته رسولي دي. نو لدي کبله ويلي شو چې انسان د راډيواکټيويټي په مقابل کې په خاصه اندازه مقاومت حاصل کړي دي.دا ډيره مشکله ده چې د ګاما وړانګو پواسطه انسان ته د هغي هر مخصوص خطر معلوم کړاي شو خو که چېري د دوو هفتو د مودي لپاره انسان له گاما وړانګو سره مخامخ شي نو ﻻندي اغيزي څرګنديږي. که چېري په دوو هفتو کې د انسان وجود ته له 50 رونټجنو څخه لږي د گاما وړانګي داخلي شي نو انسان ته هيڅ ډول خطر نلري. که چېري په دوو هفتو کې له 50 څخه تر 300 رونټجنه د گاما وړانګي د انسان وجود ته داخلي شي نو ځيني ناوړه ناروغۍ مينځته راوړي او ډيره مده ورسته په ډير لږ شمير سره مرګ سبب هم  کېدﻻي شي. که چېري له 300 څخه تر500 رونټجنه وړانګي د انسان وجود ته داخلي شي نو د انسان په وجود کې ډيري ناوړه پيښي او مرگ هم واقع کېږي چې ښائي ځيني ئي د يوي ورځي په موده،ځيني د يوي هفتي او ځيني د يوي مياشتي په موده کې مړه شي په سلو کې پنځوس برخي (50%) انسانان مړه کېدﻻي شي. که چېري له 500 څخه تر 1000 رونټجنه وړانګي وجود ته داخلي شي نو مرگ حتمي دي. او ښائي د يوي هفتي په جريان کې د مرګ سبب شي. اوکه چېري له 1000 رونټجنه څخه د ګاما وړانګو وجود ته داخل شوي مقدار زيات شي نو مرګ حتمي دي او د يوي و رځي  په مو ده کې انسان له منځه ځي. که چېري يو انسان د اوږدي مودي لپاره د ګاما وړانګو په چاپيريال کې کار کوي نو د اتومي انرژۍ د کمسيون له خوا فيصله شوي چې نوموړي انسان بايد په هره هفته کې له 0,3 رونټجنو څخه زياتي وړانګي وانخلي.
        الفا او بيتا وړانګي :
        څرنګه چې په هوا کې د الفا وړانګو او بيتا وړانګو دخپريدل Rangeد څوسانتي متر څخه نه اوړي .له لدي کبله د يورانيم د نوموړو وړانګو خطر د لري واټن او بهر خوا څخه خورا لږ اټکل کېږي .خو که چېرته د يورانيم سرګولې کوچني ذري په پوستکې کې خښي شي او يا د يو پرهار يعني د بدن د ټپي شوي برخي،تنفس او يا خوراک له لاري بدن ته ننوځي .نو دالفا او بيتا وړانګو خطر د ګاما وړانګو په پرتله څو ځله ډير دي.د ځمکې سطحي څخه کېدلاي شي چې ديو رانيم کوچني ذري د ځمکې لاندي ژورو اوبو لکه څاه،کاريز،وياله،چېنه اونورو ته لاره پيداکړي.نو بيا ددي امکان شته دي چې حيواناتو او نباتاتو ته جذب شي اوبيا بير ته دخوراک او څښاک له لاري دخلکو بدن ته ورننوځي.لکه څرنګه چې دلويانو لپاره ديورانيم وسله دخطره يوه سرچېنه ګڼل کېږي.همدارانګه کوچنيان هم دنو موړي عنصر دخطرسره مخامخ دي.چې دخوراک،اوبو اوهوا دلاري دهغوبدن ته ننوځي.همدارنګه تجربو ښودلي ده چې په دوه ځوانو حيواناتو کې 0.03%  يورانيم نطفي ته ورسيدلي و. کله چې دغه حيواناتو ته په لوړه کچه ديورانيم پچکاري شوي وه . همدارنګه هغه کوچني حيوان چې دمور شيدي يي راودلي او ميندو حيواناتو ته ديورانيم پيچکاري شوي وه. اوپه اولادونو کې ئي هم يورانيم پيداشو.په داسي حال کې چې په نارينه حيواناتو کې سپرم Sperm را ښکته شو.
         دګاما وړانګيGamma Rays : 
      دګاما وړانګي دنورLight په شان الکترو مقناطيسي څپي دي خو انرژي يي دنور دڅپو په پر تله ډيره لوړه ده چې دفوتون وړانګو او يا فوتون کوانت هم ورته ويل کېږي.

(٥) شکل ( 2شکل) د پلوتونيم يو راډيواکتيف تحريک شوي هسته خپله اضافګي انرژي دګاما وړانګو په څير له ﻻسه ورکوي خو د هستي د پرتونو او نيوترنو شيمر يي په حال پاتي کېږي. د ګاما تجزيي يوه وتلي بيلګه د کوبالت شپيته (Co-60) راډيواکتيف هسته جوړوي چې دوه د ګاما وړانګي ورڅخه خپريږي او په اخره کې د نيکل (Ni-60) په يو ثابت عنصر اوړي.دغه هستوي تعامل په ﻻندي ډول سره ليکلي شو.

    Co60Ni60+1(1.1732Mev)+2(1.33Mev)

په نوموړي تجزيه کې لمړي کوبالت(Co-60) په تحريک شوي نيکل اوړي او بيا وروسته نيکل دګاما دوه وړانګې خپروي چې مختلفي انرژي ګاني لري ديادولو وړ ده چې دکوبالت نوموړي وړانګي دسرطان ناروغۍ په درملنه اړين اومهم رول لوبوي..په (3)شکل کې ديوي بهرنۍ را ډيواکتيف سرچېني څخه ګاما وړانګي ښوول شوي. دنوموړي سرچني څخه دګاما وړانګي خپريږي. اوبيا ديو چا په ټول بدن باندي لګيږي. دا ځکه چې دلري واټن څخه هم انسانانو څلور پښو(حيواناتو) او نباتاتو ته رسيدلي شي. او له دي کبله دخطر سرچېنه ګرځيدلي شي. نوموړو وړانګو انرژي دوز دواټن په مربع سره کمښت کوي.

(٦) شکل کله چې چاپيريال د يورانيم په راډيواکتيف موادو ککړ شي نو ددغي سرچېني څخه يواځي د ګاما وړانګي کولاي شي چې دچاپيريال اوسيدونکو ته زيان ورسوي او په ټول بدن باندي ولګيږي. که ومنو چې د يو سړي بدن ته د ګاما وړانګې په E = 9,172Mev په کچه انرژي ننوځي نو د نايتروجن N14 هسته يو  جذب کړي او سمدلاسه د کاربن ايزوتوب يوه هسته C13 او يو پروتون د اتوم له هستي څخه دباندي شړي دنوموړي هستوي تعامل معادله داسي ليکو.

     N14( ,p )C13  
    N14+C13+p

که قبول کړو چې د اوبو يو ماليکول ايونايزيشن انرژي 34ev په کچه ده نو د يو ميګاالکترون ګاما وړانګو په لګيدو سره لږ څه ديرش ذره جوړه ايونونه توليدوي.

      په پوستکې کې د الفا،بيتا او گاما وړانگو د ننوتـلو کچه: 
       په (5 ) شکل کې ښوول شوي ده چې د بدن پوستکې ته د الفا(  )،بيتا (β)او گاما () وړانگي ننوځي اوهلته بيالوژيکې اوکېميا وي اغيزي تر سره کوي. دبيلگي په ډول دالفا وړانگي د بدن په  پوستکې کې تر صفر عشا ريه يو ملي متر 0.1mm ژورې ننوتلاي شي او بيا هلته خښي پاتي کېږي. نوموړي وړانگي خپله ټوله انرژي دڅو حجرو د غبرگون څخه وروسته له ﻻسه ورکوي. په پو ستکې دنوموړو وړانگو د ننوتلو کچه په  (٧) شکل ښوول شوي ده.

(٧)شکل شکل دبدن په پوستکې کې دالفا ( )، بيتا (β) او گاما() وړانگو ننو تلو کچه دوکتورونو په اوږوالي او ناوړه اغيزه يي دوکتورونو په پنډوالي ښودل شويده. دالفا وړانگي دپو ستکې په پاسني پټ (برخه ) ياني ايپيډرميسEpidermis اودرى ميگاالکترون ولټ بيتا وړانګي څه ناڅه يو نيم سانتي 1,5cm په پوستکې کې ژور تر کوتيس Cotis پوري رسيږي .دګاما وړانګو د ننوتلو (Penetration) ځواک دومره زورور دي چې يوه برخه ئي دټول بدن څخه تيريدلاي شي .ازموينو ښوولي ده چې په حجروکې د الفا وړانګو د زيان کچه د بيتا او ګاما وړانګو په پرتله شل 20 واره ډيره ده .د بيتا وړانګي د گړنديو الکترونو څخه جوړي دي چې د بدن په نسجونو کې څوسانتي متره ننوځي .دګاما وړانګي الکترومقناطيسي وړانګي دي چې په هره ماده کې ډير ژور ننوتلاي شي .دبيلګي په ډول دګاما وړانګو يوه برخه د کنکريټ مادي څخه چې پنډوالي ئي لږ څه يو متر 1m وي.هم تيريدلاي شي همدا لامل دي چې د نوموړو وړانګودخطر څخه ځان ژغورل او خوندي ساتل ډير ګران او حتي ناشوني کار ګنل کېږي . په ﻻندي جدول کې په اوبو او هواکې د الفا او بيتا د خپريدني واټن په واحد د ملي متر mm ښوول شوي دي. دبد ن په حجرو باندي دايونايزونکو وړانگو،فيزيکى ،کېمياوي اوبيالوژيکى اغيزي

       لمـړي :فزيکى اغيزي Physical effect :
      دانسانانوعصبى حجري نشى کولاي .چې دايونايزونکو وړانگو ناوړه اوخطرلرونکې اغيزى حس کړى بلکى يوازي ،تخنيکي الو، فزيکى ،کېمياوي او په تيره بيا د بيالوژيکى  کړنلارو اوتگلارو په مرسته سره دوړانگو شتون څرگند کېداى شي  دوړانگو اندازه کول  هغه وخت امکان لري . چې دوړانگو اغيزي  په بدن کې پاتى شى اومونږ بيا په روغتيا باندي دهغوى دزيان کچې اټکل وکړو.کله چې  ايونايزونکې وړانگي  په يوه بيالوژيکى ژوندۍ ماده  ولگيږي ، نو لکه ديوې نه ژوندى مادي په څير په لومړى  پړاوکې يوه فزيکى پروسه پيل کېږي يا يې د ژوندۍ مادي دماليکولونو او اتومونو سره هراړخيز غبرگون کوي په  پايله کې دژوندۍ مادي ماليکولونه  او اتومونه ،الکترونه  له لاسه  ورکوي اود ايونايزيشن او هيجان کولو پروسې ترسره کېږي .











پورته جدول په يوه بيالوژيکې ماده کې دوړانگو فزيکي، کېمياوي اوبيالوژيکې غبرگون ښوول شويده.

           دويم: دوړانگو کېمياوي او بيالوژيکې  اغيزي:
      کله  چې الکترومقنا طيسي وړانگي دحجري ماليکولو سره فزيکې غبرگون تر سره کړي نو ديوې ثانيې  زرمي برخي څخه په کمه موده کې 10-18-10-3 seconds فزيکې ،کېمياوي او بيالوژيکې تعامولونه پيل کېږي  چې په نتيجه کې دفوتون انرژي په نسجونو کې جذب کېږي. او د بيو ماليکولونو اړيکې پري کېږي.د بيلګي په ډول زهرجن او مغلق کمپلکس کېمياو ي مرکبونه ،داوبو تجزيه Radiolysis ازاد ډير فعال راډيکل Free active radicals ،مثبت اومنفي چارچ شوي ايونونه منځ ته راځيOH+  . برسيره پردي دنسجونو په الکتروليت Electrolyte کې  د تيزابي ،الکالي اوخنثي ليول
 pH= -log[H+] کچه دنورمال حالت څخه بدليږي . توليد شوي ايونونه په خپل وار سره دحجرو او چاپيريال ماليکولو سره په داسي ډول کېمياوي تعامل کوي ، چې په پايله کې دهغوي پروتوينوProtoeins اړيکو دپريکولوﻻمل گرځي. دبيلگي په ډول د يوالکترون ولټ څخه ترپينځه ديرش الکترون ولټه پوري انرژي د(1ev څخه تر 35ev) پوري  په کار ده  ترڅو ديوه بيو ماليکول دايونايزيشن کړنلاره منځته راشي.

په نطفه Embryo کې دوړانګو ناوړه اغيزي

              په ما شومانو کې د وړانګو ناوړه اغيزي دلو يانو په پر تله لږ څه يو پر دوه ډيري اټکل کېږي. دا ځکه چې په ماشومانو کې دحجرو ويشتوب Mitosis کړنلاره ﻻ هم پايښت لري. دوړانگو زيان ، په تيره بيا هغو ماشومانو ته ، چې د مور په نس کې وي، نورهم ډيردي،چې په لومړي وخت کې دامبريوEmbryo نطفه او بيا وروسته دفيتوس Fetus په نامه ياديږي. يوماشوم چې ﻻ د مور په نس کې وي . دوړانگو ناوړه اغيزي په دي پوري هم اړه لري، چې کوچني دڅوورځودي اوهغه ته په کومه کچه انرژي ډوز رسيدلي ده.په دي اړوند دري پړاوو نه ديادو لو وړدي.
            بلا ستو جينيسيس Blast genesis : 
       نوموړي هغه وخت ته ويل کېږي، چې ماشوم دمورپه نطفه (جنين) کې د زايگوت Zygote په څير ستريږي او دنهوورځو9Days   عمرولري. څرنگه چې په  دي موده کې دوړانگو خطر دامبريو لپاره خورا ډيردي ، نويا داچې ماشوم ژوندي پاتي کېږي. اويا مړکېږي ، داپه دي مانا چې دوړانگو په واسطه امبريو حجري دومره زيا نمني شوي دي،چې ماشوم تري مړ کېږي اويا داچې دومره ډير ضرر ورته نه دي رسيدلي اوماشوم ژوندي پاتي کېږي اويونورمال هلک ورڅخه وده کوي. نوموړي قانون ته دشتون او يا نه شتون قانون ويل کېږي .هغه تجربي چې په موږکانو تر سره شوي دي،په ډاگه کوي،چې لږ څه پنځوس ملي سيورت0.05Sv وړانگي هم دمړيني ﻻمل گرزيدﻻي شي. که په دي لسو ورځو کې امبريو ته دسل ملي سيورت 100 mSv نه پورته وړانګې ورسيږي، نو په پايله کې نطفه خپل ژوند د ﻻسه ورکوي. 
  اورګانوجينيسيسOrganogenesis :
      نوموړي هغه وخت دي،چې دلسمي ورځي څخه پيل کېږي او تردوه څلو يښتمي ورځي  ) 10 څخه تر 42 (پوري رسيږي. په دغه موده کې دامبريو حجري په توپير لرونکو نسجونو بدليږي ، چې په پايله کې ورڅخه  غړي منځته راځي. په نوموړي وخت  کې دوړانگو خطر دامبر يو لپاره دومره ډيرنه دي، چې گني ومري ، خود بدن غړي يي نيمگړي پاتي کېداي شي

فيتو جينيسيسFetogenesis  : نوموړي هغه وخت دي ، چې ددري څلو يشتمي ورځي څخه دفيتوس ترزيږيدني ورځي پوري رسيږي. دوړانگو ناوړه اغيز ي دغړو نيمگړ تيا ﻻمل کېداي شي. لکه د ماغزو کوچنيتوب، سکېليت نيمگړ تيا ، دستر گو کو چنيو الي Microphthalmus اونور.


(٨) شکل په (٨) شکل کې د ماشوم د ستريدلو دري پړاونه ښوول دي، چې د وړانګو پر وړاندي په توپير سره حساسيت ښئي په ﻻندي جدول کې د يو ماشوم لپاره د وړانګو د خطر کچه اټکل شوي ده، کله چې ماشوم ﻻ د مور په نس کې وي. د پيدايښت څخه تر دري څلويښت ورځو پوري ورته امبريوEmbryo يا نطفه او پاتي موده يعني د زيږيدلو پور ي د فيتوس Fetus په نامه ياديږي . په ﻻندي جدول کې په نطفه Embryo کې د وړانګو ناوړه اغيزي ښودل شوي

دماشوم دستريدلوموده کلينيکې عيب لرونکې ډولونه دډوزپور تني ليميټ دخطرضريب دلسو ورځو پوري مړينه 100 mSv سل ملي سيورت 0.1%/mSv دلسو ورځو څخه تر اتو اونيو پوري دسکېليت کوچنيوالي هايدرو سيفالوسHydrocephalus دسرکوچنيواليMicrocephaly کوچني سترگيMicrophtha;mus دسترگونشتواليAnophthamus 100 mSv سل ملي سيورت 0.05%mSv د اتو څخه تر پنځه لسو اونيو پوري لنډاندامونه اولنډ سکليت شنډکېدل، دجسم توازن بايلل او دنوروغړونيمگړتيا 300 mSV دري سوه ملي سيورت 0.04%mSv دري په سل دذکاوت تناسب ټکو کمښت Intelligence quotient = IQ ليمټ نه لري 3% 1Q/mSv دشپاړسوڅخه تر پينځه ويشتو او نيو پوري دغاښونو،سترگو،دښځينه تيواو دعصبي سيستم عيبناکه کېدل 300 mSV دري سوه ملي سيورت 0.01% يو په سل دذکا وت تنا سب کمښت Intelligence quotient ليميټ نه لري 1% 1Q/mSv


د x وړانګه (X-Ray) اودانسان سلامتيا

  مخکې مو وويل چې ايکس وړانګه دالکترونودبمباردپه وسيله دکتودڅخه په انودباندې په تخليه شوي دتيوب (X-raY-T ) کې منځ ته راځي اوپه طبابت کې د داخلي امراضو دتشخيص اوتدواۍ لپاره استعماليږي .

ايکس وړانګه په هغه وخت کې خطرناکه وي چې په احتياط اومحفوظو شرايطو سره ترينه استفاده ونه شي . کوم وخت چې دايکس وړانګه په ژوندي جسم ولګيږي نوپه نوموړي جسم کې تغيرات منځ ته راوړي ممکن داتغيرات ډير جزيې اويازيات وي چې دامربوط په حساسيت دجسم اومقدار دنوعې دوړانګوپورې مربوط دى په خلص ډول سره د ايکس وړانګو تاثيرات په لاندې ډول دي .

١ – په پوستکي باندې دايکس وړانګو اغيزې : A – احمرار (سوروالى ) :

  د   د x  وړانګه په څو ورځوکې کوم دايمې تاثيرات په پوستکي کې نه لري اما که تاثيرات يې راشي په موقتي ډول اوضعيف دي په تنهايې سره کوم بد عواقب نه لري دپوستکي سوروالى دوړانګو دسريدوڅخه يوه اونۍوروسته منځ ته راځي .

B – دويښتانو تويدل (Epilation ) : که چيرې په متواتر ډول وړانګې پوستکي ته ورسيږي نو په پوستکي کې دايمې تغيرات منځ ته راځي چې لومړې سوروالى او وروسته دويښتانو توييدل شروع کيږي . دپوستکي اوعيه متضرره کيږي اوپه عرقي (خولو) غدواتو هم بده اغيزه اچوي چې وروسته دشپږو اونيو څخه دويښتانو واپس راپيداکيدل شروع کيږي . C - Radio Epidermatic  : که چيرې دپوستکي يوې ناحيې ته د x وړانګې ورسيږي نواEpidermis نرى کيږي . سطحيه اوعيه متوسع کيږي درې يا څلور ورځې وروسته احمرار منځته راځي ، دماوفه ناحيه حرارت لوړيږي ، جلدي تفلص دويښتانوتوييدل شروع کيږي چې دبعضې ويښتان توييدل په دايمې شکل سره وي اوپه پوستکي کې واړه ، واړه سوري پيداکيږي چې دبکتريا مداخلت ته زمينه برابروي اودپوستکي التهابات رامنځته کيږي .

٢ – په وينه باندې د x وړانګو اغيزې (Effect on blood )  :

 دلوړ Dose   په صورت کې په وينه کې لاندې تغيرات رامنځته کيږي .

A – (Leucopoenia ) يا دسپينوکروياتوکميدل : B – (Platelet Count ) يا دصفحاتودمويه کميدل C – (Leukemia ) ياد سپينوکرويات زياتيدل دسرطان په توګه په هغه صورت کې چې مخ اعظم (Bone marrow ) ته زيان رسيدلى وي دوينې کموالى صورت نيسي چې دوينې کموالى په دوه حالتونوکې منځته راځي يوداچې په مواخر شکل دمخ اعظم (Bone marrow ) باندې دوړانګودلوي Dose له کبله يعنې پس له ٢٠ يا ٣٠ کلونوڅخه وروسته منځته راځي اوبل دکم جوړښت د R.B.C يادسروکروياتو منځته راځي .

 که چيري په يوپرسونل داکسريزکې اونورواسخاصوکې چې زياته د x  وړانګوپه واسطه معروض شوى وي W.B.C   ٤٠٠٠ څخه کم اويا ١٢٠٠٠ څخه زيات شي او R.B.C    د درنيم ميلون څخه کم اويا د شپږ عشاريه پنځه ميلونو څخه زيات شي ، بايد نوموړي شخص ته دشک په سترګه وکتل شي اوترجدي کنترول لاندې ونيول شي .

٣ – سرطان (Cancer) :

 سرطان هم  x  او راډيو اکټيف   وړانګو له کبله منځته راتللى شي چې لاندې فکتور پکې رول لري .دډير وخت لپاره په قوي Dose  سره د x  وړانګه رسيدل عضويت ته اويا کم Dose دډيروخت لپاره په متواتر ډول دکانسر جوړولوته په عضويت کې زمينه برابروي چې دحجراتو دخبيثه استحالې سبب کيږي اوپه نتيجه کې سرطان منځته راځي  چې موږ دلته دويني سرطان تر څيړني  لاندي نيسو.

٤ – د x وړانګو اغيزه د حاملګۍ په دوران :

   که چېرې د حاملې ښځې ته   څخه زياته وړانګه ورسيږي سبب دسقط جنين کيږي نوپدې لحاظ دحامله ښځوراډيوګرافي کې بايد احتياط وشي .

٥ – عقامت يا Sterility  :

  څرنګه چې Gonads   دوړانګوپه مقابل کې ډير حساس دى که چيرې   وړانګې جنسي غدواتو ته ورسيږي سبب دموقتې عقامت کيږي اما هيڅ وخت وړانګې Impotence) )منځته نه راوړي اوکه چيرې ( )  وړانګې جنسي غدواتوته  ورسيږي  د دايمې عقامت سبب ګرځي نو راديوګرافي په دوران کې ګونادونوته پام وشي چې وړانګې  ورته ونه رسيږي .

٦ – په طول دعمرکې کموالى يا Shortening of lifes pane  : ټول هغه خلک خصوصاً دx پرسونل اونورهغه څوک چې په ماحول د x او د x معادل شعاګانوکې کارکوي دهغوې عمر دوړانګو درسيدو له کبله کيميږي . مطابق دهغه تحقياتو چې شوې دي دهر واحد او رونتجن وړانګې دذخيرې په مقابل يوه ورځ دعمر دپرسونل داکسريز اويانور اسخاص چې په وړانګو معروض کيږي کميږي اوبعضې داعدددهر واحد ذخيره د x وړانګې ورځې پورې قبوله کړه اوپه ميلادي کلونوکې داثابته شوه چې راديولوجستان نسبت نورکسانوته زياتره په (Leukemia ) اخته کيږي . دلايزر وړانګې Laser –R

  ليزر داجباري تشعشع په مرسته دنوراني فوتونونوتقويه کول دي يا هغه اله چې کوهرنټي شديد ډيرې نرۍ وړانګې داجباري تشعشع په مرسته منځته راوړي دغه وړانګې يورقمي فريکونسي لري اوطول موجونه سره يوبل سره هم مساوي دي  ، يودبل سره موازي او ډيرې نږدې وړانګې دي چې په مستقيم خط ترډيرواټن پورې حرکت کوي لکه دنور نوراني وړانګوپه شان په فضاء کې نه خپريږي دابه دحقيقت څخه لري نه وي چې دکمپيوټر نه وروسته لايزر يوه داسې لاسته راوړنه ده چې زمونږ په ژوند کې يې نوي انقلابونه او پرمختګونه رامنځته کړي دي 

بدن ته د وړانگو له خطر هراړخيزي ﻻري

        الف: دتنفس له ﻻري Inhalation :
     که چاپيريال ديورانيم په راډيو اکتيو گردAerosols ککړ وي،نو دتنفس له ﻻري لومړي د گرد يوه برخه سږو ته ورننوځي. ديورانيوم هغه کوچني ذري چې قطر يي يو مايکرو متر ستروالي لري، يوه برخه يي دلمف نوډLymph node ته ﻻره پيداکوي او بله برخه يي دسږي څخه ويني Blood ته ننوځي او په دي ډول دبدن هرځاي ته ليږدول کېږي.

دبيلگي په ډول شپيته په سلو (60%) په هډوکو، شپاړس په سلو کې (16%) په سږو،اته په سلو (8%)کې په پښتو رگواو پاتې برخه يي دويني دﻻري دبدن نورو بروخو ته انتقال کېږي.که چېري ديورانيوم کوچني زر ي د نه حل کېدونکو مرکباتو دډلي څخه وي نو کېداي شي چې نوموړي عنصر دشپاړسو کالو نو څخه هم ډيره موده په سږو کې پاتي شي اوهلته په زياته کچه انرژي جذب شي.ديو رانيوم وسلو(اسلحو) راديو اکتيو گرد Aerosols شپيته په سل کې (60%) دU3O8 د يورانيم اکسايډ يا د يورانيم مالګه او شل په سلو کې (20%) اکسايد د مرکباتو UO څخه جوړدي، چې په اوبو کې نه حل کېږي.د لويکېمي Leukemia يا د ويني سرطان د مينځته راتللو احتمال هغه وخت زيات اټکل کېږي کله چې يورانيم کوچنۍ ذرې د ويني له ﻻري د لمف سيستم Lymphsystem او پلنو هډوکو پښتۍ،د سر هډوکو ماغزو ته چې هلته سپين او سره کرويات جوړيږي Bone Marrow ورننوځي او جذب شي.کله چې د چاپيريال څخه په راډيواکتيف موادو ککړ شوي هوا تنفس شي نو بيا وروسته د سږو حجرو په کروموزومو کې د يو کېمياوي مرکب په بڼه جذب کېږي او هلته د الفا وړانگو په واسطه د ډي،اين اي (D N A- Helix) غبرګ تاو شوي مزي ياني هيليکس پري کېږي څرنګه چې پولونيوم په توباکو Tobacco کې په لوړه کچه پيدا کېږي نو داسي اټکل کېږي چه په ډير احتمال سره د سږي سرطان د منځته راتللو له ﻻمل ګرځي پولونيوم (Po-218) الفا وړانګي خپروي چې انرژي ئي شپږميګاالکترون ولټه 6Mev اود ژوند نيمائي موده ئي دري دقيقي دي ب:د پوستکې او تماس له ﻻرېContamination :

          که چېرته د بدن پوستکى د يورانيم وسلو په راډيواکتيف ګرد ککړ شي او يا کومه ذره يي په پوستکې کې خښه پاتي شي نو کېداي شي چې د طبيعي وړانګو په پرتله لس ځله زياتي وړانګي په يوه ورځ کې پوستکې ته ورسيږي. په دغه ډول پيښه کې د پوستکې ناروغۍ احتمال ډير لوړ اټکل کېږي.د يورانيم وسلو هغه سرګولۍ چې د ځمکې پر مخ پرتي وي او کوچنيان ورسره لوبې کوي د پوستکې لپاره خورا ډير خطر لري. دا ځکه چې د يو ساعت څخه وروسته يې معادل دوز د يو ملي سيورت 1mSv څخه تر دوه ملي سيورت پوري رسيږي. هغه سرګولۍ چې په ځمکه کې خښي پاتي وي او چاودلي نه وي د هر چا لپاره تر ټولو نه ډير د خطر سرچېنه تشکېلوي او بايد په فني ډول له منځه يوړلي شي که چېرته د بدن پوستکې په داسي يوه عنصر ککړ(Contamination) شي چې د الفا وړانګي خپروي نو د الفا وړانګي نشي کوﻻي چې د بدن د پوستکې څخه تيري شي، خو د هم هغه پوستکې کوچني برخي ته تر څو ګرۍGray  پوري وړانګي رسيږي. د يورانيم هغه سرګولۍ چې د ځمکې پر مخ او يا د ځمکې ﻻندې خښي پاتي شوي وي، هيڅ کله په ﻻس کې وه نه نيول شي.
              ج:- د خوراک او څښاک له لاري:
          هغه راديو اکتيف موادچې دخوارک اويا څښاک له ﻻري بدن ته ننوځي،د نوې په سل نه ډير 90% دنس له ﻻري  بيرته وځي، نوله دي کبله يي دزيا ن کچه ټيټه اټکل کېږي.دپلو تو نيو م Pu239  راديو اکتيو ايزوتوپ په لوړه کچه په هډو کوکې جذب کېږي او دتنفس ډوز ضريب يې مساوي دي له
Dose factor = 2,2 10-4 mSv/Bq.

(6) شکل شکل دچاپيريال څخه ديو رانيوم وسلو راديواکتيف مواد دتنفس ، خوراک او پوستکې له ﻻرې بدن ته ننوتلاي شي. نو موړى راديواکتيف ګرد يا ايروزول Aerosol دالفا،بيتا او ګاما خطرلرونکې وړانگې خپروي.کله چې ، دچاپيريال څخه دتنفس، خوراک،څښاک او يا دپوستکې له ﻻري راديواکتيف موادد سړي بدن ته ورننو ځي، نو دهغوي د بيو شيمي ميتابوليزم سره سم، دبدن په مختلفو غړو کې ويشل کېږي، تجربو ښوولي ده چې يوراديو اکتيف عنصر، ديوه بل راوديو اکتيو عنصر نه په خپلو نسجونو کې دنو رو عـــنـــصرونو په ډول ايودين J-129 او J-131 په تا يرويد کې ، سټرونســـــيم Sr-90 راديم Ra-226 پلوتوني Pu-239 په هډوکو کې او يورانيم U-239 او رادونRn-222 په سږو کې په خورا لوړه کچه جذب کېږي. نوموړي راډيواکتيف عنصرونه د هغوي د بيالوژيکې او فزيکې نيم عمر سره سم د څو ورځو څخه راواخله تر ډيرو کالونو پوري په بدن کې پاتي کېدﻻي شي. نوموړي مواد په دغه ټوله موده کې راډيواکتيف وړانګي د بدن په نسجونو کې خپروي. چې د سرطان ناروغۍد منځته راتلو احتمال ورسره سم سيخ تړلي دي،دا ځکه چې د سرطان ناروغۍ د منڅته راتلو موده د شلو کالوڅخه تر پنځوس کالو پوري وخت نيسي.هغه راديو اکتيف مواد چې بدن ته ورننوځي دهغو ي معادل انرژي ډوز دازمايښتونو په اساس نشي ټاکل کېداي بلکې يوازي درياضي موډلونو په بنسټ ترﻻسه کېداي شي .په دغه ډول موډلونوکې دراديو اکتيف موادو فزيکې خواص لکه دوړانګو انرژي ، دوړانګو ډول ، فزيکې نيمايي عمر او بيالو ژي يکې نيمايي عمر په پام کې نيول کېږي. دبدن په دننه کې دالفا او بيتا وړانګو خطرد ګاما وړانګو په پر تله ډيري زيات دي داځکه چې الفا او بيتا وړانګي په ډير لږ واټن کې خپله ټوله انرژي په نسجونوکې له ﻻ سه ورکوي او له دي کبله د هغوي ځاييزانرژي دوز هم ډير لوړ قيمت لري. دوړانګو څخه دمحافظت طرزالعمل :

  هغه کسان چې وړانګوسره سروکار لري په عمومي صورت سره دمحافظت لپاره يوڅو دپام وړ ټکي دادي .

١- هغه څوک چې په ګرمو سيمو کې دجوزا ، سرطان اواسد کې چې له ورځې ١٠ څخه تر ٤ بجوپورې په وړانګيز محيط کې کار کوي نوبايد دلمر پرده Sunscreen او دلمر ضدتورې عينکې Sunglasses اوهغه جامې دې واغوندې چې وړانګوته بيرته انعکاس ورکړي لکه سپين ،ابې اوداسې نور . ٢ – هغه کسان چې دx او ګاما وړانګوسره سروکارلري بايد سربي عينکې ،سربي چپنه اوهغه وسايل استعمال شي چې دناروغ اوکارکونکې ته پکې خطر وجودونه لري . ٣ – دهرډول وړانګوسره مخامخ کيدل دوړانګوضد جامې،عينکې ، محافطتې خولۍ اوسنبلاک . خوکوښښ دې بايد وشي چې به غير دضرورته څوک دوړانګوپه مقابل کې خصوصاً دراديو اکتيف سره ځان مخامخ نه کړي نتيجه

 وړانګې هغه کړنلارې ته ويل کيږي چې ديوې سرچينې انرژي دڅپو اوي بڅرکوپه شکل خپريږي اوطبعي اومصنوعي منابع لري چې په انسانانوکې مختلفې جسمې اوجينتيکي ناوړې اغيزې رامنځته کوي مثلاً بعضې وړانګې وجودلري چې صحې اودانسانانو سلامتيا لپاره ګټوردى لکه دلمر UV وړانګې دويټامين D  توليدول تحرکوي اونوموړې UV وړانګې چې ناوړه اغيزې هم رامنځته کوي دالتراوليت چې دپوستکي سرطان اودسترګو د Cataract  ناروغي پيداکوي .

سربيره پردې د x او ګاماوړانګې دانسان ژوند دسرطان دمختلفو ډولونوسره مخامخ کوي اونوموړو وړانګو څخه دتشخيص اوتداوۍ لپاره ترينه استفاده کيږي پاتې دې نه وي چې لايزر وړانګې دجلدي ناروغيو اودداخلي جراحي لپاره استعماليږي اومختلف شکلونه لري . سربيره پردوې ټولې وړانګې دسرطان ، دسترګوناروغې ، عصبي اودفاعي سيستم او اسکليتي او عضلاتي سيستمونه له منځه وړي نوپه عمومي صورت سره کولاى شو چې دخولۍ ، عينکو ، سربي چپنواو سيبلاک په واسطه دځان محافظت وکړو.






آخذليکونه 1= سلطانزي ځدراڼ، ډاکټر نظرمحمد، ډاکټرحاجي محمدسلطانزي ځدراڼ، ډاکټرغازي محمد سلطانزي ځدراڼ، سرطان او د چاپيريال راډيواکتيويتي، جرمني 1386 هـ ش 2= شيرزاد بازمحمد، د ميوو او سبو ساتنه ، کابل پوهنتون ، کرهني پوهنځي، کال 1366 هـ ش 3= نظيفي ډاکټر عبدالحي، محمد رحمت الله تنها،د تطبيقي هستي اساسات، کابل پوهنتون، سائنس پوهنځي د فزيک څانګه،کال 1386 هـ ش.