Jump to content

وړانګه اچونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په فزيک کې وړانګه اچونه< د خلا يا مادي وسط له لارې د څپو يا ذرو په بڼه د انرژي خپرېدلو يا لېږد ته وايي، چې لاندې ډولونه په کې شامل دي: [۱][۲]

  • برېښنايي مقناطيسي وړانګه: لکه د بې سيم څپې، کوچنۍ يا ميکرو څپې، قرمز وړانګه، څرګنده رڼا، ماورا بنفش، د ايکس وړانګې او ګاما وړانګې (Y).
  • ذروي وړانګې: لکه د الفا وړانګه ، بيټا وړانګه  د پروتون وړانګه او د نيوترون وړانګه (د ناصفر ملاتړ انرژي ذرې).
  • غږیزې(صوتي) وړانګې: لکه التراساونډ، غږ او د زلزلې غږ (چې د لېږد په يو فزيکي منځوي (وسط) پورې اړه لري.
  • جاذبي وړانګې: چې د جاذبي څپو بڼه غوره کوي يا د فضا د وخت په کوږوالي (انحنا) کې څپې وهي.

وړانګه اچونه د وړانګه ورکړل شويو ذرو پر انرژي باندې د تکيې له مخې زياتره د ايوني کوونکې او ايوني نه کوونکې وړانګې اچونې په توګه ډلبندي کېږي. ايوني کوونکې وړانګه اچونه له 10 eV څخه زيات لري، چې د اتومونو او ماليکولونو پر چارج لرونکو ذرو د بدلولو (ايوني کولو) او کيمياوي اړيکو د پرې کولو لپاره بسنه کوي. دا ژونديو موجوداتو ته په زيان رسونه کې د پراخ توپير له امله يو مهم توپيراو بېلوالی دی. د ايونې کوونکې وړانګې يوه عامه سرچينه، د راډيو اکټيف مواد دي، چې الفا، بيټا يا ګاما وړانګه خپروي او د هيليم هستې، الکترونونو (Positrons) او فوتونونو څخه جوړ دي. په نورو سرچينو کې د طبي راډيوګرافي له ازمېښتونو څخه د ايکس وړانګه، muons، mesons، positrons، نيوترونونه او نورې هغې ذرې شاملې دي، چې دويمي دنيايي وړانګې جوړوي. يادې دويمي وړانګې د ځمکې له اتموسفير او فضا سره د لومړنيو دنيايي (cosmic) وړانګو له ټکر يا غبرګون څخه وروسته توليدېږي.

د ګاما وړانګې، د ايکس وړانګې او له بنفش څخه د پورته رڼا د لوړې انرژي لړۍ د برېښنايي مقناطيسي طيف ايوني کوونکې برخه جوړوي. د ionize ويی، له يو اتوم څخه د يو يا زياتو الکترونونو لرې (پرې) کولو ته وايي؛ يعنې هغه عمل چې د دې الکترومقناطيسي څپو د چمتو کولو د لوړې انرژۍ غوښتنه کوي. له طيف څخه زيات ښکته، د يو څه ټيت ماورا بنفش طيف ناايوني کوونکې ټېټې انرژۍ اتومونه په چارج لرونکو ذرو نه شي بدلولی، مګر د هغو اتومونو تر منځ اړيکې ګډوډولی شي، چې ماليکولونه جوړوي. په دې ډول د اتومونو په پرتله د ماليکولونو اړيکې پرې کولو يوه غوره بېلګه، د اوږد طول لرونکې څپې ،د لمريز ماورا بنفش له امله د لمر سوځېدنه ده. د يو څه اوږدې طول لرونکې څپې موجونه، د ماورا بنفش په پرتله په څرګنده رڼا کې infrared ده او د کوچنۍ څپې فريکوينسي اړيکې نه شي پرې کولی، مګر په هغو اړيکو کې ټکانونه راوستلی شي، چې د تودوخې په تودوخه حس کېږي. د بې سيم څپې اوږدوالی او ټيټوالی په عمومي ډول بيولوژيکي سيستمونو ته زيان رسوونکي نه دي. دا د انرژۍ تېزې شرحې او انځورونه نه دي؛ بلکې د ځانګړو فريکوينسيو په اغېزو کې يو څه رانغاړل شته.؟ [۳]

د وړانګې کليمه له يوې سرچينې څخه د څپو خپرېدنې (لکه: په ټولو لوريو کې د باندې سفر کول) له ښکارندو څخه راپورته کېږي. دا اړخ د اندازې اخيستنې د يوه سيستم او فزيکي واحدونو ته لاره هواروي، چې د وړانګې اچونې پر ټولو ډولونو باندې د پلي کېدلو وړ وي. دا چې دا ډول وړانګې اچونه، له فضا څخه د تېرېدنې له امله پراخېږي او انرژي يې په vaccum يا خلا کې زېرمه کېږي؛ د سرچينې له ټکي څخه د وړانګې د ټولو ډولونو کثافت له خپلې سرچينې څخه واټن سره په اړيکه کې د متقابل مربع يو قانون پلی کوي. د متقابل مربع قانون لکه د بل هر خيالي قانون غوندې تر هغې اندازې پورې د اندازه شوې وړانګې غلظت اټکلوي، چې سرچينه يې د يو جيومټريک [د ځمکې اندازې] ټکی لپاره اټکلوي.

ايوني کوونکې وړانګه

[سمول]

په ګټور ډول د لوړې انرژي په لرلو سره وړانګه اچونه، اتومونه په چارج لرونکو ذرو بدلولی شي. يعنې داسې ويلی شو چې: وړانګه اچونه له اتومونو څخه الکترونونه لرې کولی شي او ايونونه جوړوي. ايوني کول هغه وخت پېښېږي، چې د اتوم له يو الکتروني قشر څخه يو الکترون بېل او لرې کړل شي، چې اتوم د يو سوچه مثبت چارج په لرلو سره پرېږي. دا چې د دې ايونې کولو له امله ژوندۍ حجرې او تر ټولو مهم دا چې په دې حجرو کې DNA ويجاړېدلی شي؛ نو د ايوني کوونکې وړانګې سره مخامخ کېدل، د سرطان ګواښ زياتولی شي. په همدې ډول ايوني کونکې وړانګه هغه څه دي، چې په ساده ډول د بيولوژيکي زيان لپاره د دې د ستر ځواک له امله له ذروي وړانګې او الکترومقناطيسي وړانګې څخه په مصنوعي ډول بېله شوې ده. دا چې يوه انفرادي حجره له تريليونونو اتومونو څخه جوړه شوې ده، د دوی يوه کوچنۍ ماتېدنه به له ټيټ څخه د منځنۍ وړانګې ځواک کې چارج لرونکې شی. د هغه ايوني کونکې وړانګې شونتيا چې د سرطان لامل کېږي د وړانګې په زغمل شوې اندازې پورې اړه لري او د وړانګې د ډول (مساوي اندازه يا ډوز) د زيان د ميلان او همدرانګه د وړانګه ورکړل شوي ژوندي موجود يا نسج (ګټوره اندازه يا ډوز) د حساسيت دنده ده.

که چېرې د ايوني کوونکې وړانګې سرچينه د راډيواکټيف مواد يا يو هستوي پړاو، لکه: ټوټه کېدنه يا چاودېدنه وي، د په نظر کې نيولو لپاه ذروي وړانګه شته. ذروي وړانګه فرعي اتومي ذرې دي، چې د هستوي غبرګونونو په واسطه نسبي چټکتياوو ته پرمختللې دي. دوی د خپلې شېبې له امله په بشپړ ډول د الکترونونو د لرې کولو او د موادو د ايوني کولو وړتيا لري، مګر دا چې زياتره يې برېښنايي چارج لري؛ نو ځکه د ايوني کوونکې وړانګې نفوذ کوونکی ځواک نه لري. استثنا يې د نيوترون ذرې دي؛ په لاندې ډول وګورئ. د دې ذرو څو بېلابېل ډولونه شته، مګر زياتره يې د الفا او بيټا ذرې، نيوترونونه او پروتونونه دي. په اټکلي ډول ويل کېږي، چې د نږدې ۱۰ برېښنايي ولټ څخه د پورته انرژي لرونکې ذرې او فوتونونه پر چارج لرونکو ذرو بدلېږي يا ايونايز کېږي (ځيني خلک د اوبو لپاره د ايوني کوونکې انرژي ۳۳ برېښنايي ولټ کاروي). له راډيو اکټيف موادو يا دنيايي وړانګو څخه ذروي وړانګې اچونه نږدې په تلپاتې ډول د ايوني کولو لپاره پوره انرژي لېږدوي.

زياتره ايوني کوونکې وړانګه، له راډيواکټيف موادو او فضا (دنيايي وړانګو) څخه رامنځته کېږي او دا چې په طبيعي ډول په چاپيريال کې ځکه شته دی، چې زياتره ډبرې او خاوره د راډيواکټيف موادو لږ غلظت لري. څرنګه چې دا وړانګه د ليدلو وړ نه ده او په مستقيم ډول د انساني حواسو په واسطه نه موندل کېږي، د دې وړانګو د شتون موندلو لپاره ځيني الې ،لکه: د Geiger شمېرونکو [وسيلې يا الې دي] ته اړتيا ده. په ځيني حالتونو کې ياده وړانګه له مادې سره د تعامل په وخت کې د ليدلو وړ (ښکاره) رڼا دويمي خپرېدنې ته لاره هواره کړي؛ لکه څرنګه چې د Cherenkov وړانګې او بې سيم شب تابی په قضيه کې و.

ايوني کوونکې وړانګه، په درمل، څېړنه او ساختمان کې زیاتې عملي کارونې لري، مګر که په نامناسب ډول وکارول شي؛ روغتيا ته ګواښ پېښوي. د وړانګې پر وړاندې مخامخ کېدل، د ژوندي نسج د تخريب سبب کېږي، چې لوړې کچې يې په پوستکې سوځېدنې، وېښتانو توېېدنې، د داخلي غړو په دندو کې ځنډ او خنډ او ان مرګ سره په حاد وړانګې سنډروم (ARS) کې اغېزه لري؛ په داسې حال کې چې هره اندازه يا خوراک(ډوز) يې کېدای شي، د سرطان په زيات شوي بدلون او ارثي ويجاړۍ کې اغېز ولري. د سرطان يوه ځانکړې بڼه (د تايرايډ سرطان) زياتره وختونه هغه وخت پېښېږي، چې هستوي وسلې او تعامل کوونکي د راډيواکټيف ايوډين د ټوټه کېدنې توليد (iodine-131) د بيولوژيکي هڅولو له امله د وړانګې سرچينه وي. که څه هم د ايوني کوونکې وړانګې له امله په حجرو کې د جوړېدونکي سرطان د ريښتيني ګواښ او بدلون ګڼل، تر اوسه په سم ډول نه دي درک شوي او اوسني اټکلونه د هيروشيما او ناګاساکي له اتومي بمبار او لکه د Chernobyl د آفت غوندې د تعامل کوونکو پېښو له څارلو څخه د وګړو پر بنسټ معلوماتو له مخې په ازادانه ډول ټاکل شوي دي. د راډيولوژيکي ساتنې نړيوال کميسيون څرګندوي: «ياد کميسيون د موډلونو او اندازه اخيستنې واحدونو د دقت له کمښت او نامعلومتيا څخه خبر دی». «ټوليز ګټور ډوز، د ايپيډيمولوژيک ګواښ ارزونې لپاره د يوې وسيلې په توګه په نظر کې نه دی نيول شوی او د ګواښ په اټکل کې يې کارونه نامناسبه ده» او «په ځانګړي ډول له جزيي انفرادي ډوزونو (اندازو) څخه د ټوليزو ګټورو اندازو (ډوزونو) پر بنسټ د سرطان د مړينې شمېرې ګڼلو څخه بايد مخنيوی وشي. [۴]

سرچینې

[سمول]
  1. Weisstein, Eric W. "Radiation". Eric Weisstein's World of Physics. Wolfram Research. بياځلي په 2014-01-11.
  2. "Radiation". The free dictionary by Farlex. Farlex, Inc. بياځلي په 2014-01-11.
  3. "The Electromagnetic Spectrum". Centers for Disease Control and Prevention. 7 December 2015. بياځلي په 29 August 2018.
  4. Kwan-Hoong Ng (20–22 October 2003). "Non-Ionizing Radiations – Sources, Biological Effects, Emissions and Exposures" (PDF). Proceedings of the International Conference on Non-Ionizing Radiation at UNITEN ICNIR2003 Electromagnetic Fields and Our Health.