وټیز کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وټیز کړکېچ یا اقتصادي بحران: وټیز کړکېچ د تولید له زیاتوالي څخه عبارت دی یانې په بازار د هغو توکو ډیروالی چې پېرودونکي یی د پېرلو توان ونه لري. کله چې په بازار کې توکي و نه پېرل شي او پېرودونکي ونه لري، نو طبعي ده چې د توکو تولید هم کمیږي او ورو ورو دریږي، او په دې سره کارخونې د زیان د نه زغملو لپاره خپلې کار خونې تړي او په زرگونه کارگران ورسره خپلې دندې له لاسه ورکوي او وزگاریږي نو په دې سره بیا هم د توکو پلور له ستونزو سره مخامخیږي او دا کار د کړکېچ ژورتیا نوره هم ډېروی. د پانگونې اعتباري غونډال له کاره لویږي، پور اخیستونکي په خپل وخت سره د پور د ادا کولو توان له لاسه ورکوي. په بازار کې د شرکتونو د اسهامو بیه رالویږي، او پانگه لرونکې بنسټونه یو په بل پسې دېواله کیږي.