منځپانگې ته ورتلل

ويکيپېډيا:Requested articles

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالحافظ کاکړ (زېږېدنه: ۱۹۸۷، کندوز، افغانستان) یو افغان لیکوال، څېړونکی، اسلامي مفکر او د طب ډاکټر دی. نوموړی د مسجد الاقصی د قضيې، د حماس اسلامي غورځنګ، او د اسلامي مقاومت د فکر په اړه ژور اثار او څېړنې لري. د هغه لیکنې د اسلامي شعور، تاریخي حافظې، او معاصر سیاسي واقعیت ترمنځ یوه علمي رابطه رامنځته کوي.

ژوند

[سمول]

عبدالحافظ کاکړ په ۱۹۸۷ زېږديز کال (۱۳۶۶ هـ ش) کې د افغانستان په کندوز ولایت کې زېږېدلی. په ۲۰۰۰ ز کال کې یې د قرآن کریم حفظ بشپړ کړ، او د دیني علومو لکه صرف او نحو زده‌کړه یې له خپل والد څخه تر لاسه کړه. هغه د ښوونځي زده‌کړې په ۱۳۸۹ هـ ش کال د چهاردرې ولسوالۍ له جمعیت لیسې څخه بشپړې کړې.

هغه د لوړو زده‌کړو په لړ کې:

  • په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه د لیسانس سند تر لاسه کړ.
  • په ۲۰۲۲ زېږديز کال (۱۴۰۱ هـ ش) کې د بغلان ولایت د حکیم سنایي پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغ شو.

دندې

[سمول]

عبدالحافظ کاکړ د لاندې رسمي دندو سابقه لري: ١٣٩٤ ه ش کال څخه تر ١٣٩٧ ه ش کال پورې د شیرزي افغان پوهنتون د استاد په حیث دنده تر سره کړې د ١٣٩٧ ه ش کال څخه تر ١٤٠٠ ه ش کال پورې د شیرزي افغان پوهنتون ستوماتولوژي طب پوهنځي د ریس په حسث

  • ۱۴۰۰–۱۴۰۲ هـ ش: د کندوز ولایت د پوهنې ریاست د ښاري آمر په توګه.
  • ۱۴۰۳ هـ ش: د چهاردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر.
  • ۱۴۰۴ هـ ش – تر اوسه: د کندوز ولایت د انکولوژي (سرطان) روغتون آمر.

آثار

[سمول]

کتابونه

[سمول]
  • د اقصی قضیه او د حماس مبارزه (۱۴۰۴ هـ ش، اکسوس کتابتون)

رسنیزې څرګندونې

[سمول]

عبدالحافظ کاکړ له BBC پښتو تلویزیون او راډیو سره مرکې کړې دي، په ځانګړي ډول د منځني ختیځ په اړه. د هغه ډېری وړاندوینې د وخت په تېرېدو سره سمې ثابته شوې دي.

يافابریکه