ويکيپېډيا:ښوونيزه پروژه/ښوونکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ويکيپېډيا ښوونيزه پروژه

سلام! خوښ يم چې تاسې د ويکيپېډيا ښوونيزه پروژه کې د ښوونکي په توګه برخه اخلئ، په دې سره تاسو له يوې خوا د زده کوونکو او زده کړيالانو لارښوونه کوئ، ترڅو په سمه، ښه او اغېزمنه توګه د څېړنې او ليکنې د اصولو سره سم خپلې کورنۍ دندې او څېړنې ترسره کړي او له بلې خوا د پښتو ويکيپېډيا د ليکنو په خوندي کولو او سمولو کې مرسته کوئ.

ولې ويکيپېډيا؟[سمول]

کېدای شي چې په زهن کې مو دا راوګرځي چې ولې خپل زده کړيالان دې ته وهڅوو چې خپلې ليکنې (کورنۍ دندې او څېړنې ) په ويکيپېډيا کې ترسره کړي؟ په ځواب کې بايد ووايو چې ويکيپېډيا په نړۍ کې اوومه ډېره کتل کېدونکې وېبپاڼه ده، او په انټرنېټي نړۍ کې د پښتو ژبې لپاره يوه وړيا، خوندي او نه تړل کېدونکي سرچينه ده، چې مواد به يې تل په انټرنېټ کې موجود وي.

کاري ارزښت[سمول]

ويکيپېډيا يو وړيا پوهنغونډ دی چې تاسو پکې د هرڅه په اړه ليکلی شئ، يانې په ويکيپېډيا کې د هرې برخې هرې څانګې او هرې موضوع اړوند ليکنې موجودې دي او که نه وي، تاسو يې د ويکيپېډيا د تګلارې سره سم ليکلی شئ. يو زده کړيالان د خپلې کورنۍ دندې يا څېړڼې (مونوګراف) د ليکلو پرمهال د ځينو کتابونو نه په استفادې سره خپله ليکنه او څېړنه پای ته رسوي چې د دفاع پرمهال يې يوازې د هماغه ټولګي زده کړيالان موجود وي، کېدای شي ډېرو برخو ته د ټولګي د محدودو زده کړيالانو پام ور ونه ګرځي او څېړنه نيمګړې پاتې شي، خو که همدا ليکنه په ويکيپېډيا کې ترسره شي، نو له يوې خوا به څېړونکی زده کړيالان د منابعو په اسانه موندلو برلاسی شي، له بلې خوا به د خپلې موضوع نه د دفاع پرمهال د ده ليکنه د مېلونونو کسانو پرمخ پرته وي، چې لوستونکي به يې منفي ټکي ورښکاره کړي او هم به ورته د هغې د حل لارې چارې وروښيي، ځينې لوستونکي شايد ورته د باوري سرچينو ادرسونه ورکړي، ترڅو په ليکنه کې ترې کار واخلي، چې دا کار به له يوې خوا د زده کړيالان سره د څېړنې په برخه کې مرسته وکړي، چې په اسانۍ سره د نورو ګډونوالو له نظرياتو نه او باوري سرچينو په استفادې يوه داسې ليکنه وليکئ، چې هم په انټرنېټي او هم په کتابي ډګر کې به د باور وړ او بشپړه وي او له بلې خوا به نورو ليدونکو ته هغه مالومات په لاس ورشي، د کومو مالوماتو موندلو لپاره چې ياد زده کړيال د بلا ډېر وخت په مصرفولو او د خورا خوارۍ او زحمت په ګاللو سره ترسره کړي، نو له يوې خوا به د ده دا هڅې د ټولنې په ګټه راشي او له بلې خوا به ټولنه له ده سره د مالوماتو په سمولو کې مرسته وکړي.

کله چې ستاسې يو زده کړيال يا زده کوونکی په ويکيپېډيا کې يوه ليکنه سموي يا يې نوې جوړوي، نو په دې وخت کې د ويکيپېډيا تجربه کاره کارنان د هماغه ليکنې د خپراوي حقونه، باوري سرچينې، ليکنې تګلار څېړي، چې دا کار له يوه لوري زده کوونکی له دې ټولو موضوعاتو سره اشنا کوي او له بل لوري د هغې ځينې تېروتنې ورته اصلاح کيږي، ښوونکو ته دا اسانتيا په لاس ورځي چې موضوع په لږ وډېر کتلو سره هم ارزيابي کړي، ځکه تر ده دمخه د ويکيپېډيا نورو تجربه کارو کارنانو د هغې نيمګړتياوې سمې کړې وي.

څنګه مرسته کولی شم؟[سمول]

نور[سمول]