ويکيپېډيا:ښوونيزه پروژه/رضاکاران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويکيپېډيا ښوونيزه پروژه

کينډۍ:ويکيپېډيا رضاکارانو څنګپټه ويکيپېډيا رضاکاران چې د ويکيپېډيا سفيران هم بلل کيږي يوه کارنډله ده چې د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې په ترسره کولو کې مرسته کوي او استادانو او زده کړيالانو سره د ښوونيزې پروژې اړوند همکاري کوي، د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکوي او هغوی ته لازمې لارښوونې کوي چې څنګه خپلې څېړنې او ليکنې د ويکيپېډيا د اصولو سره سم د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې په توګه چمتو او خپرې کړي.

رضاکارانو دندې[سمول]

د جورج ټاون پوهنتون د زده کړيالانو يوه رضاکاره ډله،په کال ۲۰۱۱ ميلادي، کې.

رضاکاره زده کړيالان[سمول]

رضاکاره زده کړيالان معمولاً زده کړيالان، علمي کادرونه، کارګر او له ويکيپېډيا سره نور بلد او اشنا اشخاص دي چې په ويکيپېډيا کې برخه اخلي او د استادانو او زده کړيالانو د لارښوونې دنده په غاړه اخلي، او له هغوی سره مخامخ اړيکې ټينګوي، د دوی دندې په لاندې ډول دي:

  • د استادانو او ښوونکو هڅول ترڅو په ښوونيزو پروژ کې برخه واخلي.
  • په ويکيپېډيا کې د درسي ليکنو او څېړنو د ثبت لپاره د ښوونکو او استادانو ملاتړ.
  • د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې سره د ښوونکو او زده کوونکو د اشنا کولو لپاره انلاين برنامې په لاره اچول.
  • زده کړيالانو ته د ويکيپېډيا سمون اړوند لارښوونې کول.

زده کړيالان په دې پوهول چې څنګه دوی خپلې کورنۍ دندې (ليکنې او څېړنې) د ويکيپېډيا د اصولو سره سم د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې له لارې ترتيب او خپرې کړي.

انلاين رضاکاران[سمول]

يوه انلاين رضاکاره کارنډله ده چې د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې اړوند له ښوونکو او زده کړيالانو سره همکاري کوي، د دې ډلې دندې په لاندې ډول دي:

  • زده کړيالانو او سمونګرانو ته د ګټورو فيډبيکونو چتو کول.
  • د ويکيپېډيا سمون څرنګوالي په اړه د زده کړيالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول.
  • استادان او زده کړيالان باوري سرچينو ته راجع کول.
  • په ځانګړو پيغامونو سره د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې سمونګر کارنان نازول.

ښوونيزې پروژې سره مرسته[سمول]

که د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې کې د يو رضاکار په توګه د همکارۍ غوښتنه لرئ، نو لطفاً لاندې ټکي په پام کې ولرئ او که فکر کوئ چې تاسو کولی شئ چې له دې پروژې سره مرسته وکړئ، خپل نوم مو د غوښتل شوې کينډۍ سره په مرسته وليکئ.

د ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې کې د رضاکار په توګه د ګډون لپاره تاسو بايد د ويکيپېډيا د تګلارې او لارښوونو سره اشنايي ولرئ، او په دې قادر اوسئ چې يادې تګلارې او لارښوونې نورو ته ورزده کړئ، د دې ترڅنګ تاسو بايد کافي حوصله او وخت ولرئ، ترڅو نوو کارنانو ته لازمې لارښوونې وکړئ او داسې شرايط چمتو کړئ چې نوي او تازه کارنان چې له دې پروژې سره نوي اشنا شوي دي، وکولی شي چې په اسانۍ سره له تاسو سره اړيکه ونيسي.

د دې لپاره چې له ويکيپېډيا ښوونيزې پروژې سره ستاسې همکاري رسمي بڼه ترلاسه کړي، لطفاً لاندې تڼۍ کېکاږئ، او هغه مخ چې پرانيستل کيږي، په هغې کې غوښتل شوي مالومات خوندي کړئ، ترڅو ستاسې نوم د رضاکارانو په لړليک کې خوندي شي، له دې وروسته به د دې پروژۍ د همغږيتوب يو کارن تاسې ته دا واک درکړي.


ويکيپېډيا فعاله رضاکاران[سمول]

رضاکار ځای ځانګړنې انلاين لاسرسی حضوري لاسرسی

شاه زمان پټان
ننګرهار
کلونه کيږي چې په ويکيپېډيا کې کار کوم، په تخنيکي او فني برخو کې لږ وډېره تجربه لرم، که تاسې له ما کومه پوښتنه لرئ، زه مو خدمت کې يم.
pafghan043@gmail.com
فعلاً نه!

اړيکه[سمول]