ويکيپېډيا:په احاديثو کې د قرآن د زده كړې ارزښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې[سمول]

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي[سمول]

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال[سمول]

په احاديثو کې[سمول]

د قرآن د زده كړې ارزښت[سمول]

*پېغمبر اکرم(ص) : څوكْ چې قرآن خپل شعار او ميزان كړي؛نو څښتن تعالى به يې نيكمرغه كړي او څوك چې قرآن خپل لارښود كړي او ورپسې اقتدا  وكړي؛ نو وروستى تمځاى به يې له نعمتونو ډك جنت وي .                               

*حضرت علي (ک): قرآن زده كړئ، چې تر ټولو غوره  وېنا ده. فكر پكې وكړئ؛ځكه قرآن د زړونو پسرلى دى.                                        

حضرت امام سجاد: د قرآن آيتونه خزانه ده او دا اخزانه دې،چې پرانسته؛ نو پكار ده، چې ورته ځېر شئ، چې  څه پكې دي ؟   

حضرت امام باقر: په رښتيا،چې په قرآن شريف كې څښتن تعالى هر څه، چې د قيامت  تر ورځې  پورې  پكارېږي، راوړي  دي.

      

د يو مهم  ټكي يادونه[سمول]

پردې خو ټول پوهېږي،چې قرآن كريم د ژوند كتاب او انسانانو ته د شفا نسخه ده؛ نو هر مسلمان  بايد پر قرآن د پوهېدنې او له  قرآنه د فهم او برداشت  لپاره له قرآن سره آشنايي پېداكړي او ښكاره خبره ده،چې پر قرآن له پوهېدنې پرته څوك پر اسلام پوهېداى نشي؛نو پر ټولو پلټونكيو لازم دي،چې له دې اسماني كتاب سره آشنايي پېدا كړي .                  

د يوې انحرافې شبهې توضيح[سمول]

ځينې وايي : د قرآن پوهه د هر چا كار نه دى؛ ځكه قرآن ناسخ او منسوخ  او ظاهر او باطن  لري او داچې  هر آيت بطن لري  ددې مثال د يو ژور سمندر په څېر دى اوكه څوك دې ستر سمندر ته ورننووت؛ نو ډوب به شي؛نو ځكه نه ښايي دې سمندر ته ورنږدې شو، چې پكې ډوب به شو.

دا خبره چې هر چا پر هر نيت كړې وي؛موږ  يې نه منو؛ځكه كه غر لوړ وي؛ نو پر سر يې  لار هم  وي.                                              

او دا خبره هم نه منو، چې له  قرآنه د ګټنې لپاره انسان بايد هرومرو مفسر او څېړونكى  وي  او هر انسان، چې هر څومره معلومات  لري، کولاى شي له قرآنه ګټنه وکړي.

كه د چا لامبو نه وي زده؛نو بايد د سمندر په رغي ځاى كې لامبو وكړي او د چا چې لامبو زده  وي؛ نو د سمندر په ژورو ځايونو كې هم  لامبو كولاى شي؛ نو زما خبره هم داده، چې زموږ ځوانان هم بايد په دې  ستر سمندر (قرآن) كې  د لامبو وهلو فنون  زده كړي،چې له دې ستر سمندره ګرانبيه  خزانې او مرغلرې راوباسي.