Jump to content

ويکيپېډيا:پر جعفري مذهب د عمل د جواز په باب د مرحوم شلتوت فتوا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر جعفري مذهب د عمل د جواز په باب د مرحوم شلتوت فتوا

[سمول]

له مرحوم شلتوت څخه استفتا وشوه،چې :

"ځينې خلک ګروهن دي،داچې د يو مسلمان عبادات او معاملات سم وي؛نو له څلورو مشهور مذهبونو ځنې د يو مذهب لاروى دې وي او په دې څلورګونو مذاهبو کې د امامي او زيدي شيعه وو د ښوونځي نوم نشته؛نو ايا تاسې به پشپړه توګه موافق ياست،چې د اثنى عشري شيعه وو له ښوونځي نه لاروي له دين سره په ټکر کې نه ده ؟"دوى يې په ځواب کې وويل :

"اسلام خپل يو لاروي ته هم کوم ټاکلى ښوونځى نه دى ټاکلى ؛بلکې هر مسلمان کولاى شي،له هر ښوونځي نه چې په صحيح توګه رانقل شوى وي او احکام يې په ځان پورې په ځانګړي کتاب کې راټول شوي وي،لاروي وکړي او څوک چې يو له دې څلورګونو مذاهبو ځنې د يو مقلد وي،کولاى شي بل ښوونځي ته (هر ښوونځى،چې وي) واوړي .جعفري ښوونځى،چې په اثنى عشري امامي مذهب مشهور دى،د نورو د اهلسنتو مذاهبو په څېر ترې لاروي شرعا جايزه ده؛نو غوره ده،چې مسلمانان په دې حقيقت پوه شي او ځانګړي ښوونځي ته چې کوم په ناحقه او ناروا تعصب لري،هغه له ځانه لرې کړي؛ځکه د خداى دين او شريعت يې د ځانګړي ښوونځي تابع نه دى او د يو ځانګړى ښوونځي په احتکار او انحصار کې نه دى؛بلکې د ټولو مذاهبو مشران،مجتهدان وو او اجتهاد يې د خداى درشل ته قبول دى او څوک،چې  مجتهد او اهل نظر نه وي،کولاى شي،له هر هغه ښوونځي تقليد وکړي،چې په پام کې يې دى او له فقهې یې لاروي وکړي او په دې ځاى کې يې په عباداتو او معاملاتو کې توپير نشته ".[1]

٣.د شلتوت (ره) پر فتوا تقريظات

[سمول]

١-٣ .دکتر محمد فحام د الازهر پخوانى رئيس د شيخ محمد شلتوت پر فتوا په تقريظ کې نظر یې تاييدوي،وايي :

"زه د شيخ محمد شلتوت اخلاقو،پوهې،د پوهې پراخۍ،په عربي پوهې،د قرآن تفسير او د فقهې اصولو ته حيران يم؛هغه  له اماميه شيعه مذهبه و د تعبد جواز ورکړ،شک نه لرم،چې فتوا يې پياوړى بنسټ لري، چې ګروهه هم هماغه ده ."[2]

همداراز وايي :"خداى دې شيخ شلتوت وبښي،چې دې کريمې مانا ته يې پام کړ او پر هغه څرګنده او مېړنۍ فتوا،چې ور يې کړه،ځان يې تلپاتې کړ .هغه پر اماميه شيعه مذهب د عمل کولو د جواز فتوا ورکړه؛ځکه يو اسلامي او فقهي مذهب دى او ډاډ يې پر کتاب،سنت او دليل پياوړى دى...."[3]

٢-٣.شيخ محمد غزالي هم د شيخ شلتوت د فتوا په تاييد کې وايي :

"زه ګروهن يم،چې د ستر استاد شيخ محمد شلتوت فتوا د مسلمانانو په پيوستون کې اوږده لار وهلې ده ....په حقيقت کې عمل يې د مستشرقينو د خيالاتو دروغجنول دي،دوى په دې خيال کې ول،چې کومې کينې او اړپېچونه په مسلمانانو کې دي، په پای کې به يوه ورځ اسلامي امت وشيندي او تر يوه بېرغ لاندې به راټول نشي؛خو په آند مې دا فتوا یې د چار پيل او د لارې سر دى ."[4]



٣-٣.عبدالرحمن نجار د قاهرې د جومات مدير وايي :

"موږ د شيخ شلتوت د فتوا درناوى کوو او پرې فتوا ورکوو او مسلمانان په څلورګونو مذاهبو کې له انحصاره ژغورو. شيخ شلتوت مجتهد امام دى،راى یې سمه او کټ مټ حق ده. ولې بايد په خپلو فتواوو کې پر ټاکليو مذهبونو بسیا وکړو،حال داچې هغوى ټول مجتهد وو؟"[5]

٤.د امام خميني تقريبي فتواوې او ليدلوري

[سمول]

١-١."په مسجدالحرام او د مدينې په جومات کې د جماعت د لمانځه د پيلېدو پر مهال له جوماته وتل جايز نه دي او پر شيعيانو واجب دي،چې له هغوى (اهلسنتو) سره په جماعت لمونځ وکړي ."[6]

٢-١.د اهلسنتو د جماعت په لمانځه کې د ګډون د څرنګوالي په باب، امام خميني استفتا شو،چې يا دا لمونځ د نيت او نورو له پلوه د شيعه وو د نمانځه په څېر دى؟ ویې وويل : "په هره بڼه ،چې يې کوي،تاسې يې هم کوئ ."[7]

٣-١.وپوښتل شو،چې : بې له حجه ايا شيعيان کولاى شي،چې د اهلسنتو په امام جماعت پسې اقتدا وکړي؟ ويې ويل : هو کولاى شي.[8]

٤-١." که د اهلسنتو علماوو ته د ذيحجې لومړۍ ورځ جوته شوه او د مياشتې پر لومړۍ ورځ يې حکم وکړ؛نو شيعه حجاج دې ترې تبعيت وکړي او په کومه ورځ،چې نور مسلمانان عرفات ته ځي،هغوى دې هم ولاړ شي او حج يې سم دى ."[9]

٥-١." طواف په متعارفه بڼه وکړي؛لکه څنګه يې چې نور حجاج کوي او له هغو چارو دې ډډه وشي،چې ناپوهه وګړي يې کوي او په مطلقه بڼه دې، له هغو چارو ډډه وشي،چې د مذهب د سپکاوي لاملېږي،په وقوفين کې د اهلسنتو د قضاتو له حکمه متابعت لازم دى ."[10]

٦-١. "په کار ده ،چې (د حج په مراسمو کې) ايراني ورونه او د نورو هېوادونو شيعيانو له هغه کړنو ډډه وکړي،چې د مسلمانانو په ليکه کې درز اچوي او په کار ده،چې د اهلسنتو د جماعت په لمانځه کې حاضر شي او په کورونو کې دې د جماعت د لمانځه له کولو ډډه وکړي او له مخالفو خبرو دې ډډه وکړي او د سپېڅليو وګړيو پر قبرونو دې له ځان ورغورځولو ډډه وکړي،چې کله د شرع مخالف هم دي ."[11]

٥.د علامه سيد شرف الدين موسوي ليدلورى (١٢٩٠-١٣٧٧س)

[سمول]

علامه شرف الدين موسوي،چې خپل ټول عمر يې د مسلمانانو د يووالي په لار کې تېر کړ او په دې لار کې خورا هڅې وکړي،د "المراجعات" کتاب په سريزه کې وايي :

"ډېر مخکې تر دې،چې دا ليکونه زما او شيخ سليم بشري ترمنځ لېږد راولېږدول شي،ددې مطالبو د ليکلو انده مې په ماغزو کې وه؛ځکه د سني او شيعه د پوهاوي او يووالي اند مې له ځوانۍ د زړه ارمان و او تل د يوې داسې هوارې لار په لټه کې وم ،چې مسلمانان د پوهاوي بريد ته ورسوي او ترمنځ یې د دښمنۍ جرړه له بېخه راونړوي او د ناپوهۍ او بېلتون پرده يې له سترګو اوچته کړي،چې خپل ژوند ته په ټینګه وګوري او ټول په اسلامي واجب آر (ورورولۍ) پابند شي او بيا ټول يوځاى د خداى په پياوړې رسۍ منګولې ولګوي او يو له بل سره د نیکانو وورونو په څېر د يوې عالمې،عاملې،پوه او ځواکمنې ټولنې د جوړېدو پر لور ګامونه اوچت کړي او ټول پکې يو د بل ملاتړي وي ...."[12]

په بل ځاى کې وايي :"فرقتهما السياسة،فلتجمعهما السياسة = له هماغې لومړۍ ورځې،سياست (او سياسي موخو) شيعه او سني سره بېل کړل او اوس بايد سياست (او د اسلام او مسلمانانو سياسي مصالح) هغوی يو له بل سره يو ځاى کړي ."[13]

په بل ځاى کې په خواشينۍ وايي :

" په ډېره خواشينۍ دې وويل شي،چې مسلمان ورونه سره دښمني کوي،حال دا چې ‏پر يوه مبداء او يو دين ګروهن دي او بايد چې په وروروۍ ژوند وکړي؛خو يو له بل سره لاس و ګرېوان دي او د بې فرهنګو په څېر يې خپلې شخړې اوج ته رسولې،ته وا چې شخړې او لاس و ګرېوانېدل هم د علمي ویینو او مناظرو له آدابو ځنې دي او له څرګندوونکیو دليلونو ځنې شمېرل کېږي؟!همدا وضع ده،چې د پاسوالۍ دنده ژوندۍ کوي او انسان چاره پلټنې ته اړ باسي او خواشيني کوي یې او ځان پوښتي،چې : ايا چاره شته ؟څه بايد وکړو ؟

دا دى له کلونو او پېړيو راهیسې د مسلمانانو خواشينونکي ټولنيز حالات! او دې کړاوونو له هر لوري رانغاړلي يو: له مخکې،شا،ښي او کيڼ لوري او په دې ترڅ کې هغه قلمونه،چې بايد په کار واچول شي (چې د ټولنې د خير،سمونې او روښنګرۍ لپاره وي) کله مزودر قلمونه هم وي ،ځنې ګرو قلمونه هم دي او کله هم احساساتي قلمونه وي او په دې اړپېچونو او شخړو کې درزونو ته لمن وهي،چې په پایله کې ټولنه د ځوړ کندې ته ورګوزارېږي؛نو څه بايد وکړو؟چاره څه ده ؟

لږه لږه مې د کړاوونو او ستونزو پر وړاندې د صبر کاسه نسکوره شوه او ټول وجود مې په دې خواشينۍ کې ډوب شو. دا و،چې پر ١٣٢٩ س کال مصر ته روان شوم .په دې هيله،چې د نيل د سيند پر اوبو به مې د ارمانونو تنده ماته کړم او په زړه کې مې تېر شول،چې خپلو يو لړ هيلو ته به ورسم او څوک به ومومم،چې خپلې څرګندونې ورته وکړم او د مسلمانانو د خيرغواړۍ او سمونې ‏لار به ورسره ولټوم او د مسلمانانو د بېلتون ددې ناروغۍ درملنه به وکړم،چې يو له بله یې بېل کړي او د خداى شکر،چې هيله مې پلي شوه؛ځکه د مصر سيمه په علم او اخلاص سمبال ده او څرګند حقيقتونه او کوټلي دليلونه مني او دا د مصر له غوره امتيازونو ځنې دي .

په مصر کې مې په خوشحالۍ او هوساينې بخت ملګرى شو او زه يې د هغه سيمې له يو ستر عالم سره مخ کړم،عقلمن عالم،چې ښه خوي او ستره ټولنيزه اډانه يې درلوده،چې پر حق يې د ديني مشرۍ پر ګدۍ اډانه وهلې وه او څومره ښکلي ده د ديني علماوو خپلمنځي آشنايي،هغه مهال،چې په پاک روح او په زړه پوريو ويناوو او محمدي اخلاقو يو له بل سره چلن کوي .که يو ديني عالم د فضل او فضليت په ښکلې جامه پسوللى وي؛نو په خپله به هوسا وي او لارويان به يې هم په هوسا او لورنه کې وي  او څوک به وارخطا نه وي،چې د زړه درد ورته ووايي .

د مصريانو دا ستر عالم او د مصريانو مشر –چې ما ورسره وکتل – داسې و او کومې ناستې مې هم،چې ورسره وکړې ،داسې وې. په دې کتنو کې مې ورته له خپلو ستونزو او خواشينيو سر وټکاوه او هغه هم له خپلو غمونو او وارخطاييو راته شکايت وکړ .ډېر ښه وخت و؛ځکه په موږ کې یې دا انده راوخوټوله،چې د اسلامي يووالي لپاره د چارې په لټه کې شو .....[14]"

٦. آيت الله سيد محمد حسين بروجردي

[سمول]

آيت الله واعظ زاده خراساني (د اسلامي مذاهبو د پيوستون د نړيوالې ټولنې سرمنشي)،چې د آيت الله بروجردي له زده کړيالانو ځنې دى،نقلوي،چې دوى (آيت الله بروجردي)د خلافت په باب،چې شيعه او اهلسنتو ترمنځ يوه مهمه اختلافي مسله ده،وايي :

"نن مسلمان اړمن نه دي،چې پوه شي،چې څوک خليفه و او څوک نه و،څه چې نن د مسلمانانو اړتيا ده،داده،چې پوه شي ،چې له کومې سرچينې احکام اخستل کېږي،هغوى وايي :قرآن او سنت،موږ وايو: قرآن او عترت؛نو نن،چې نه کوم حکومت شته او نه کوم خلافت،موږ کولاى شو،چې خپلې خبرې عملي کړو او ووايو،چې د خلکو د ستونزو د هواري مرجع اهلبيت دي ."[15]

٧.په عمان کې د اسلامي هېوادونو د غونډې بيانيه

[سمول]

دا غونډه د اردن په پلازمينه عمان كې د 1426 د جمادى الاول له 27 څخه تر 29 ، چې د 2005 د جولاى له 4 څخه تر 6 نيټې پورې سمون خوري جوړه شوه، د غونډې نوم و "د اسلام حقيقت او په اوسنۍ ټولنه كې یې ونډه".

په دې غونډه كې د اسلامي نړۍ مخورو وګړو- شخصيتونو ګډون كړى وو .

د لوى او بښونكي خداى په نامه

درود او سلام دې وي زموږ پر  نبي محمد (صلى الله عليه و آله) او پر آل یې.

(اى خلكو! له خپل پالونكې ووېرېږئ، هغه پالونكي، چې تاسې يې له يو تن څخه پېدا كړئ.[16])

د الازهر د ستر شيخ د فتوی،د حضرت آيه الله العظمى سيد علي سيستاني د فتوی،د مصر د مفتي د فتوی،د شيعه د سترو مراجعو (جعفريه، زيديه) د فتوی،د عمان د مفتي د فتوی او په سعودي عربستان کې د اسلامي فقهې د نړيوالې مجمع ،د تركېي د ديني چارو د اعلا مجلس فتوا،د اردن د مفتي فتوا ،د ښاغلي ډاكټر يوسف القرضاوى د فتوی پر بنسټ او همداراز د اردن د پاچا ملك عبدالله ثانى ابن حسين د پرانستې وينا له مخې او زموږ د پوهې پر بنسټ، چې د "خالصاً لوجه الله الكريم" لپاره ده او زموږ د څېړنېزو ویینو‏ او په غونډه ‏كې د وړاندې شويو نظریاتو له مخې، د دى بيانيي د پاى لاسليك كوونكيو دا پايليزه پرېكړه تصويب كړه او پرې التزام لرو.

1- څوك چې د هر اسلامي مذهب لاروى وي؛نو مسلمان دى.اسلامي مذهبونه دا دي: د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه (حنفي، مالكي، شافعي او حنبلي)، جعفرى مذهب، زيدې مذهب، اباضي مذهب او ظاهريه مذهب. څوك چې پر دې اتو مذاهبو باور ولري؛ نو مسلمان به وي او تكفيرول يې جايز نه دي وينه، پت او مال يې حرمت لري. د الازهر د شيخ د فتوی له مخې د اشعريه عقيدې د لارويانو او د حقيقي تصوف د پلويانو او د واقعي سلفيانو د پلويانو تكفير روا نه دی.

2- د مسلمانانو بله هر ډله،چې پر خداى او د هغه پر رسول او اركانو ايمان ولري او د اسلام د اركانو حرمت او درناوي كوي او په يقين د دين له ضرورياتومنكر نه وي؛ نو تكفيرول يې روا نه دي.

3- د ټولو اسلامي مذهبونو په منځ كې د اختلاف په پرتله ګډ ټكي ډېر تر سترګو كېږي.پر همدې بنسټ د اته ګونو مذاهبو لارويان د اسلام د دين په آرونو - اصولو كې يوه خوله دي.

ټول پر لوى او يو خداى ګروهه لري او همداراز پر دې هم ګروهه لري، چې قراّن كريم د لوى خداى له خوا پر پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و اّله) نازل شوى او په يقين،چې دا كتاب د خداى كلام دى او حضرت محمد (صلى الله عليه و اّله) زموږ مشر، لارښود او د خداى پيغمبر دى او نړيوالو ته مبعوث شوى دى.

4- دا ټولې ډلې د اسلام په پنځګونو اركانو، شهادتينو، لمونځ، زكات، روژې او حج كې يوه خوله دي او همداراز د ايمان په آرونو كې هم سره يوه خوله دي لكه، پر خداى ايمان درلودل، پر ملائكو ايمان درلودل، د خداى له خوا پر رالېږل شويو اسماني كتابونو، پيغمبرانو، قيامت او په خير او شر كې د خداى پر تقدير ايمان درلودل.

او د علماوو په مينځ كې اختلاف د دين په آرونو كې نه؛بلكې په فروعو كې دى او په فروعو كې اختلاف امت ته يو ډول رحمت دى؛دا ځكه چې له ډېر پخوا ويل شوي و، چې "د علماو د نظرياتو ترمنځ اختلاف يو غوره او نيك چار دى".

5- پر اسلامي مذاهبو منښته په دې مانا ده،چې يو مسلمان په افتاْ او د شرعي احكامو په استنباط كې پر ځانګړيو قواعدو باور ولري؛نو ځکه روا نه ده څوك چې د فتوی وركولو وړتيا او وس نه لري او په هر مذهب كې، چې د استنباط كومې لارې چارې ښوول شوي پرهغه يې پوره لاسبري نه وي تر لاسه كړى؛نو فتوی وركړي او همداراز روا نه ده، چې يو تن په مذهب كې د فتوی طريقه او منهج په پام كې و نه نيسي او فتوی وركړي او پردې سربېره سمه نه ده، چې څوك د اجتهاد دعوا وكړي او له ځانه مذهب جوړ كړي او فتوی ګانې وركړي، چې د مسلمانانو د شريعت له كړۍ او د شريعت له ثابتو قوانينو او قواعدو ځنې ووځي، چې په اسلامي مذاهبو كې بنسټيز شوي او په دين كې بدعت او نوښت كېږدي.

6- د 1425 د قدر په شپه كې، د عمان د هاشمينو په جومات كې د ویل شوې بیانیې چورلیز د ټولو اسلامي مذاهبو ټولمنیلتوب او د دوى د قوانينو درناوۍ دى؛نو ځكه د مذاهبو درناوی او دلارويانو ترمنځ يې خپلمنځي خبرې يوازېنۍ لار ده چې منځلاري ډاډ‏منوي او د مسلمانانوو په منځ كې د مهربانۍ او دوه اړخيزه خبرو اترو ته لار اواروي.

7- موږ ټول دې ته را بولوو، چې خپلې ګوندۍ او تربګنۍ دې شا ته واچوي د يو بل درناوي دې وكړي او د توحيد پر كلمه دې منګولې ولګوي او مسلمان دولتونه او ملتونه دي خپلمنځې اړيكې لاپسې پياوړې كړي،چې اسلامي امت يو موټي شي او په خپل منځ كې دې ورورولي د "حب فى الله" په كړۍ كې پراخ او ژوره كړي او د اسلامي امت جرړې دومره پياوړې كړي، چې پكې نه فتنه رامنځ ته شي او نه پكې څوك لاس وهي.

8- خداى تعالى وايي: مومنان سره وروڼه دي او تل د خپلو مسلمانانو ورونو په منځ كې سوله وكړئ، ښائى د خداى تر رحمت لاندې راشئ[17].

والحمد لله وحده[18]

٨.د ډاکتر يوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې رئيس) فتوا

[سمول]

پوښتنه : په مذهب او نظر کې د مخالفت په پار د يو عقيدتي،فقهي او سلوکي مذهب لارويانو تکفيرول جايز دي ؟

ځواب : "الحمدلله و الصلاة و السلام على سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ،

د الهي توفيق تر غوښتو وروسته،د پوښتنې په ځواب کې وايم :

څوک چې د زړه له اخلاصه  ووايي :" اشهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله "؛نو مسلمان دى .له ټولو مسلماني حقوقو برخمن دى او ټولې دندې يې هم پر غاړه دي .داسې وګړى د دوزخ اور ته له ورننووتو خلاصون موندلى .که يوازې په ژبه شهادتين ووايي او زړه يې پرې ايمان نه لري؛نو منافق دى .په ظاهر کې پرې د مسلمانانو احکام جاري کېږي، که څه د دوزخ په خورا لاندېنيو برخو کې يې ځاى دى؛په یو متفق عليه حديث کې راغلي دي :

"امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا : (لا اله الا الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها و حسابهم على الله = راته حکم شوى،چې له خلکو سره ترهغې وجنګېږم،چې " لا اله الا الله" وايي؛نو دا غونډله يې چې وويله؛نو زما له لوري يې وينه او شتمني خوندي ده؛خو د اسلامي قوانينو له مخې (د قصاص او دياتو تر بريده)؛خو اخروي حساب يې له خداى سره دى.) "[19]؛نو ځکه ځينو اسلامي علماوو ويلي دي : اسلام په يوه جمله کې پټ دى،د شهادت جمله،په دې جمله انسان اسلام ته ورننوځي او اسلامي حکم پرې جاري کېږي .

ډېرى احاديث هم په دې چار دلالت کوي؛لکه :

١."من شهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله حرم الله عليه النار = څوک چې " لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله " ووايي؛نو خداى پرې د دوزخ اور حراموي ."[20]

٢-"من شهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له،و ان محمدا عبده و رسوله و ان عيسى عبده و رسوله و ابن امته و کلمته التى القاها الى مريم و روح منه و ان الجنة حق،و ان النار حق و ان البعث حق،ادخله الله الجنة على ماکان من عمله،من اى ابواب الجنة الثمانية شاء =څوک چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خداى بل خداى نشته او شريک نه لري او محمد يې بنده او استازى دى او عيسى يې هم بنده او استازى او د هغه د وينځې او کلمې زوى دى او کومه کلمه يې چې مريم ته ورالقاء کړه او روح يې دى او جنت حق دى،دوزخ حق دى او قيامت حق دى؛نو هره کړنه،چې لري،خداى به يې جنتي کړي،د جنت له اتو ورونو ځنې،چې يې په هر يوه خوښه وي ."[21]

٣-  ("من شهد ان لا اله الا الله دخل الجنة "=څوک،چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛نو جنتي دى").[22]

٤- ( "من قال لا اله الا الله مخلصا دخل الجنة =څوک چې د اخلاص له مخې ووايي :" لا اله الا الله "؛نو جنتي دى.")

٥-("من قال لا اله الا الله و کفر بما يعبد من دون الله حرم ماله و دمه و حسابه على الله =څوک،چې ووايي :" لا اله الا الله " او پر هغه څه کافر شي،چې بې له خدايه يې عبادت کېږي؛نو مال او ځان يې محترم دى او حساب يې له خداى سره دى .")[23]

٦- (" من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة =څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته پر څه څيز پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي .")[24]

٧- ("من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة و من مات يشرک بالله شيئا دخل النار =څوک چې په داسې حال کې ومري،چې خداى ته پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي او څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته يې شريک نيولى وي؛نو اور ته به ننوځي .")[25]

٨-"من مات و هو يعلم ان لا اله الا الله دخل الجنة =څوک چې په داسې حال ومري،چې پوه شي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛نو جنت ته به ننوځي .")[26]

دا ټول روايتونه – چې صحيح هم دي – پردې دلالت کوي،چې اسلام ته د ورننووتو لار د شهادت کلمه ده او که انسان په رښتیا ويلې وي او ومري – نه د نفاق له مخې – نو له اوره يې د خلاصون لاملېږي او جنتي دى،په ژوند کې يې چې هر څه کړې وي؛يعنې که د يو انسان ګروهه سمه وي؛نو اور ته له ورننووتو خلاصون مومي،که څه ډېرى ګناهونه يې هم کړې وي .

کومې نامې ،چې ځينې مسلمانان يې نورو ته اخلي، مهم نه دي .سلفي ،صوفي ،شيعه، سني، اشعري ،معتزلي ،ظاهري ، مقاصدي او ....مسمى دي او مضمون اصل دى؛نه نامه او عنوان .

همداراز دا حديثونه د نورو هغو احاديثو په باب وارد دى،چې ايمان له ځينې کبيره ګناه کوونکيو؛لکه زنا،غلا، د شرابخورۍ او ... څخه نفې کوي؛لکه د " لايزانى الزانى حين يزنى و هو مؤمن = زناکار د زنا پر حال ايمان نه لري" حديث په څېر.د حديث منظور د ايمان د کمال نفې ده؛نه په خپله ايمان .

البته د حديث د مانا لپاره داسې تاويل اړين دى،چې د احاديثو ترمنځ ټکر نه وي او په عربي ژبه کې داسې تاويلونه جايز دي .

د بېلګې په توګه وايو : پوهه هغه ده،چې ګټوره وي. مراد ترې کامل علم دى. يا مور هغه ده،چې ماشوم وروزي؛يعنې کامله مور؛ځکه تر زېږون وروسته موروالى تر لاسه کېږي.

څوک چې اسلام ته ننوځي؛نو کافي ده،چې د اسلام پر ارکانو او واجباتو قلبي التزام او باور ولري .که څه په عمل کې ګناهکار وي او پر ځاى يې نه کړي؛ځکه رسول الله (ص) به د هغو خلکو بې ځنډه اسلام مانه،چې شهادتين يې ويل او په مسلمانانو کې به يې شمېره . که څه بيا دوى پر خپل وخت د لمونځ،روژې او  زکات په څېر په احکامو عمل و نه کړ .

د چا په اسلام راوړو چې ډاډمن شوئ؛نشو کولاى،چې له مسلمانانو يې بهر کړو؛خو داچې په کفر يې يقين پيدا کړو؛ځکه يقين په شک له منځه نه ځي او څه چې له اسلامه د وتو لپاره ډاډ راوړنکي دي،دادي،چې له بالضروره معلومه انکار وکړي يا کوم قطعي حرام،چې شک پکې نشته،حلال وشماري او يا داسې خبره يا کړنه وي،چې بې له کفره بل تاويل و نه لري؛لکه بې اجباره،چې بوت ته سجده وکړي يا قرآن تر پښو لاندې ولتاړي يا يې په ګند کې واچوي يا خداى او استازي (ص) وکنځي يا داسې څرګند څه وليکي،چې په کفرتوب کې يې شک نه وي .

جايز نه ده،چې يو مسلمان بل مسلمان د يوه ګناه کولو په پار له اسلامه بهر کړي،که څه دا ګناه يې کبيره هم وي؛ځکه سمه ده ،چې کبيره ګناه د انسان مسلمانتوب ټکنى کوي؛خو په ټوليزه يې له منځه نه وړي او په دې دليل،چې قرآن مجيد قاتل،د مقتول د اولياء دم ورور ګڼي،وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ='[27]' مؤمنانو! تاسې ته د قتل په پېښو كې د قصاص حكم ليكل شوى دى : ازاد، د ازاد او مريى د مريي او ښځه دې د ښځې په بدله كې ووژله شي او كه له قاتل سره ( ديني ) ورور څه نرمي وښووه (او د قصاص حكم يې د وينې په بيه بدل كړ)؛نو له غوره لارې دې كار واخلي ( او د وينې خاوند دې د ديه وركوونكي حال په پام كې ونيسي) او قاتل دې هم په نېكۍ او خوښۍ ( د مقتو ل ولي ته) ديه وركړي ( او ناغېړي دې پکې نه كوي) ))

قرآن هم د هغه مسلمانانو ايمان قبول کړى دى،چې يو له بل سر جګړې کوي،وايي :

((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ  [28]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نوكه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛نو له تېري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نوکه راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . ))

او په بل آيت کې وايي :

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [29]= په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي . ))

او په دې ډول اسلام د زنا،تور،غلا،لارلوټۍ او شرابخورۍ او د ارتداد په سزا کې پر توپير قايل دى . که هره کبيره ګناه کفر وګڼل شي؛نو بايد ټولو ته د ارتداد سزا ورکړل شي؛نو ځکه علماء دې ديني نصوص يو له بل سره يو ځاى مانا کړي ،متشابهات دې له محکماتو سره او فروع دې له اصولو سره په اړيکه کې کړي او هغه روايتونه تاويل کړي،چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کفر او ځينې کړنې یې کفري کړنې شمېري؛لکه دا روايت : "لا ترجعوا بعدى کفارا يضرب بعضکم رقاب بعض = تر ما وروسته کفر ته مه مخه کوئ او ځينو مو د ځينو نورو ورمېږونه مه وهئ ."[30]

لکه څنګه چې جايزه نه ده،چې يو مسلمان يې د ګناه په پار له مسلمانۍ بهر کړو،همداراز جايزه نه ده،چې خطا او تېروتنې په پار يې هم دا کار وکړو؛ځکه هر عالم تېروتاى شي او د خطا عقوبت له امته اخستل شوى دى .

له حضرت ابن عباس نه د ابن ماجه د روايت له مخې،چې ابن حبان او حاکم تصحيح کړى،خداى خطا،نسيان او اکراه له دې امته لرې کړې ده.

په نړۍ کې د مشهورو مذاهبو لارويان،ټول په اسلامي کې مفهوم کې ننووتي دي،چې توضيح يې ورکړل شوه .هم فقهي مذاهب ،چې د اسلامي د عملي احکامو څرګندونه يې پر غاړه ده؛لکه د اهلسنتو څلورګوني مذاهب او ظاهري مذهب او هم اعتقادي او کلامي مذاهب،چې د دين له اصولو د اخستنې- برداشت له مخې رامنځ ته شوي؛لکه امام ابوالحسن اشعري (٣٢٤س مړ) ته منسوب اشعري مذهب، امام ابومنصور ماتريدي (٣٣٣ س مړ) ته منسوب ماتريدي مذهب او هم فقهي- اعتقادي مذهب؛لکه امام جعفر صادق (١٤٨ س مړ) ته منسوب جعفري مذهب،امام زيد بن علي بن الحسين (١٢٢ س مړ) ته منسوب زيدي مذهب او عبدالله بن اباض تميمي (د عبدالمالک مروان د پېر په وروستيو کې مړ) ته منسوب اباضي مذهب . دا ټول مذاهب د ايمان هغه ارکان مني،چې په قرآن کې راغلي دي :

" و من يکفر بالله وملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر =څوک چې پر خداى،پرښتو،کتابونو،د خداى پر استازيو او د قيامت پر ورځ کافر شي ...."[31]

پر قدر ايمان درلودل (چې په نبوي سنتو کې راغلي) پر خداى د ايمان يوه برخه ده .

دا مذاهب همداراز د اسلام پر عملي ارکانو؛لکه شهادتينو،لمونځ، زکات،د رمضان پر روژې او د چا چې وسه وي د بيت الله پر حج ايمان لري .

همداراز اسلامي پرېکنده محرمات (لکه : وژنه،ځان وژنه،زنا، لواطت ،شرابخوري ،غلا ،غصب ،رباخوري ،د  پلارمړي - يتيم د مال خوړل او پر پا پاکلمنو مؤمنو ښځو تور او نور ګناهونه،چې د کتاب او سنتو په محکماتو کې د کولو په صورت کې د عذاب وعده ورکړ شوې او اسلامي امت يې پر ګناهتوب اجماع لري) حرام ګڼي .ټول د اسلام پر قطعي احکامو(لکه عبادتونو،معاملاتو،واده،حدودو،قصاص او شرعي او مالي سياستونو او نورو احکامو) ايمان لري .ټول په هغه چارو کې اجتهاد مني،چې په اړه يې قطعي الثبوت والدلاله نص نه وي راغلى.

اجتهاد يو لړ اصول او ضوابط لري،چې د شرع اصولو ته ورګرځي که څه طريقه يې په بېلابېلو مذاهبو کې سره توپير لري.ځينې مذاهب،نص ته ډېره لېوالتيا لري،ځينې يې ډېر د راى پلوي دي،ځينې يې ظواهر اخلي او ځينې يې مقاصد غوره کوي .

له مجتهدينو ځنې هر يو يې،چې په اجتهاد کې واقعي الهي حکم ته ورسېد؛دوه اجره لري او هغه چې په دې لار کې تېرواته؛نو يو اجر به لري؛ځکه خپله ټوله هڅه يې کړې ده او د حق په لټه کې و؛نو بايد له اجره بې برخې نشي .په دې باب يو صحيح متفق عليه حديث رارسېدلى دى .د مجتهد تېروتنه توپير نه کوي،چې په اصولو کې وي که په فروعو کې،په  علمي چارو کې وي که په عملي چارو کې . څېړونکيو علماوو دا خبره ښه څرګنده کړې ده.د تېروتنې په پار يې د مجتهد ګناهکار ګڼل (کافر خو لا لرې خبره ده)هغه څه دي،چې د بقرې سورت له دې آيت سره په ټکر کې دي :

((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ [32] = خداى هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي (انسان) چې څه ( ښه) وكړي؛نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛نو د ځان په زيان به يې كړې وي .(مؤمنان وايي:) پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه . پالونكيه! پرموږ هغه پېټى مه ږده؛لکه چې هغه دې (د ګناه اوسرغړونې له امله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! پر موږ هغه پېټۍ مه ږده،چې د پورته كولو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه ووينځه،ومو بښه،راباندې ولورېږه،ته زموږ پالندوى( او مرستندوى) يې او پر كافرانو مو بريالي كړه . ))

په صحيحو روايتونو کې راغلي،چې خداى دا دعا قبوله کړې ده. که خداى هغه مجتهد ته سزا ورکړي،چې خپله ټوله هڅه يې کړې ده؛خو حقيقت ته په وررسېدو کې تېروتى دى؛نو د هغه تېروتنې له امله يې مجازات کړى دى،چې د پورته آيت له مخې يې سزا معاف رفع شوى او داسې يو تکليف يې ور ترغاړې کړى،چې له وسې يې پورته و .

امام ابن تيميه وايي :هر مؤمن،چې د حق په غوښتنه کې اجتهاد وکړي او تېروځي،تېروتنه چې يې هر څه وي،خداى يې بښي،که په علمي او نظري چارو کې وي او که په عملي فروعو کې وي.د پېغمبراکرم (ص) اصحاب او اسلامي مشران ټول پر همدې راى وو؛خو د مسایلو ډلبندي په اصولي چارو (چې انکار ترې د کفر لامل دى) او فرعي چارو (چې انکار ترې د کفر نه لاملېږي) يو بې بنسټه ډلبندي ده،چې نه له صحابه وو رارسېدلى نه له تابعانو او نه له نورو اسلامي مشرانو .

امام ابن الوزير هم وايي : له تېروتنې د تېرېدو لپاره خورا آيتونه راغلي دي. ظاهرا اهل تاويل ددې آيتونو په مانا کې تېروتي دي – ځکه له آيتونو يې په غلط تفسير کې په لوی لاس څه پوهه نه لرو او باطن علم يوازې له خداى سره دى –چې يو يې دا آيت دى :

((وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا  [33]=او په هغه (خبره) كې،چې تېروتي ياست (او بې پامه ورته د نورو په نامه غږ وكړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛خو هغه چې له  زړونو يې وكړئ (؛نوپه اړه يې مسؤول ياست) او خداى دى،چې ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

او همداراز :

((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا [34]= پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه .))

ددې آيت په تفسير کې دوه سم حديثه لرو؛يو له حضرت ابن عباس (رض) او بل حضرت ابوهريره (رض)،چې خداى تعالى وايي : (("قدفعلت" = يعنې قبوله مې کړه او تاسې د هېر او تېروتنې له امله نه نیسم.))

په بل آيت کې خداى تعالى وايي : ((وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ [35]= او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ځكه پوهېږي (چې بديې كړي دي) . ))

خداى هغه ګناهکاران،چې د پوهې له مخې ګناه کوي،د پوهې په پار يې رټي او د مؤمن د وژنې په باب په سخته وايي : ((وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ  [36]= او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى .))

په دې آيت کې د دوزخ وعده په وژنې کې په لوی لاس پورې تړاو لري .

د احرام په حال کې د ښکار په باب وايي : ((وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا   [37] = او كه چا ښکار په لوى لاس وواژه ))

ډېرى احاديث هم په دې مانا راغلي؛لکه د سعد او ابوذر او ابي بکره (رضي الله عنهم) احاديث،چې پر سموالي یې دهغه په باب یوه خوله دي،چې د پوهې له مخې په دروغو د پردي سړي په باب ادعا وکړي،چې پلار يې دى .دلته هم پوهه د عذاب د وعدې لپاره شرط ګنل شوى دى .

په دې باب څرګند حديث د هغه بوډا په باب دى،چې د ناپوهۍ له امله يې وصيت وکړ،چې تر مړينې وروسته يې وسوځوئ او په يوه توپاني ورځ کې يې نيمه ايره په بيديا او نيمه په سمندر کې خوشې کړي،چې د خداى لاسونو ته ورنشي،چې په عذاب يې نه کړي،بيا پرې وېره کېناسته او خداى پرې ولورېد او ...

دا خبره يې يا پر خداى او معاد د ناپوهۍ له امله وه او يا د خداى له قدرته د ناپوهۍ له مخې او فکر يې کاوه،چې که ايره يې وشيندل شي؛نو خداى ته يې راټولول ناشوني دي .

خو خداى پرې ولورېد او ناپوهۍ يې له منځه ولاړه او له الهي عقوبته ووېرېد او .....دا سړى په دې ځانګړنې ،چې خبره يې د ناپوهۍ له امله وه،چار يې کفر ته نه رسي؛خو داچې د الهي پېغمبرانو په ښوونو پوهه ولري او داچې دا چار خداى کړای شي محال ورته نه دی؛خو بيا هم پېغمبران دروغجن وګڼي.

خداى تعالى وايي : (('وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً = [38]' او موږ هېڅكله (يو قوم) نه عذابوو،څو مو پېغمبر ورته نه وي استولى (چې خلك په خپلو دندو پوه كړي ) .

دا حديث هغوى ته خورا هيلمنوونکى حديث دى،چې د آيتونو په تاويل کې تېروتي او هغه حديث دى،چې پر سموالي  يې يوه خوله دي او يوې ډلې اصحابو؛لکه حذيفه،ابوسعيد او ابوهريره (رضی الله عنهم) رانقل کړى؛بلکې لکه څنګه چې په جامع الاصول او مجمع الزوايد کې راغلي،هغه حديث دى،چې راويان يې تواتر ته رسېدلي ،د حذيفه  (رض) په روايت کې راغلي دي،چې دا سړى  نباش و .

څه مو چې وويل،په تاييد کې یې يو لړ حديثونه لرو،چې خداى وايي : " انا عند ظن عبدى بى فليظن بى ما شاء = زه هغسې يم،چې بنده مې ګومان کوي؛نو څنګه يې چې خوښه وي،زما په باب دې ګومان وکړي ."

دا احاديث له درېیو سمو لارو راغلي دي.

ډېرى اسلامي علماوو ويلي: مسلمان د هغه الفاظو په پار،چې له خولې یې راوځي،تکفيرولاى نشو؛خو داچې ويونکى يې په کفر پوهه ولري.د محيط د کتاب خاوند وايي : دا د ابوعلي جبايي ،محمد بن حسن شيباني او شافعي عقيده ده .[39]

ان "په درې اوياوو د امت د ويشل کېدو"حديث،چې ډېرى علماء يې مني او وايي،چې دا درې اويا واړه فرقې په دوزخ کې دي ؛خو يوه فرقه يې ،چې "ناجيه فرقه" نومول شوې ده . ان دا حديث هم – له ټولو ستونزو سره،چې په سند او دلالت کې يې شته – بېلابېلې فرقې يې د امت؛يعنې د اسلامي امت او "محمدي امت" برخې ګڼلي دي.د روايت د سرچینې  له امله،چې د پېغمبراکرم (ص) له خولې يې راوړی،چې :"ستفترق امتى"؛يعنې امت مې ډله ډله کېږي .دې حديث ټول د امت په متن کې راوړي او موږ ته جايز نه دي،چې په خپلو تاويلاتو او تکلفاتو يې له امته بهر کړو .

بخاري له حضرت انس بن مالک (رض) رانقلوي،چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :" من صلى صلاتنا و استقبل قبلتنا و اکل ذبحتنا،فذلک المسلم الذى له ذمه الله و ذمه رسوله،فلا تخفروا الله فى ذمته = يعنې څوک زموږ په څېر لمونځ وکړي او زموږ قبلې ته مخه  کړي او زموږ له حلالې وخوري،مسلمان دى او د خداى او د هغه د استازي په پناه کې دى؛نو تاسې يې د خداى د واک تر ولکې لاندې څارن ووسئ ."[40]

بخاري هم داسې رانقل کړي،چې حضرت بن مالک وپوښتل شو: اباحمزه ! څه څيز د بنده وينه او مال حراموي؟ ځواب يې ورکړ: څوک چې شهادت ورکوي،چې بې له ايکي خدايه بل خداى نشته او زموږ قبلې ته مخه  کړي او زموږ په څېر لمونځ وکړي ،زموږ له حلالې وخوري؛نو مسلمان دى او د مسلمانۍ له ټولو حقوقو برخمن دى او د مسلمانۍ ټولې دندې ور ترغاړې دي . [41]

ددې خبرې مانا داده،چې بايد ددې وګړي پر مسلمانۍ حکم وکړو او اسلامي احکام پرې جاري کېږي که څه ګناهکار وي يا په ځينو علمي چارو کې تېروځي که په اصولو کې وي که په فروعو کې؛لکه څنګه چې دا خبره په علم کې راسخينو جوته کړې ده .

خداى هغه دعا اجابت کړې،چې د بقرې سورت په پاى کې يې رازده کړې او د تېروتنې او هېر ګناه يې رانه اوچته کړې ده :" ((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا  [42]= پالونكيه !كه څه هېره او خطا رانه وشي؛موږ پرې مه نيسه .))

په دې موضوع کې خداى تعالى د علمي او عملي مسایلو او په اصولي او فرعي پېښو پورې اړوند مسالو ترمنځ توپير نه دى ايښى .

د صحابه وو عمل هم زموږ کړنې تاييدوي. صحابه وو خوارج تکفير نه کړل؛لکه څنګه چې له حضرت علي (ک)،سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو نه روايت شوی دی.ابن الوزير وايي : د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو نه تکفيرول راته له څو لارو جوت شوي دي .همداراز د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو د مالونو بېرته ورکول هم راته له څو لارو جوت شوي دي. له حضرت جابر (رض) نه روايت دى،چې چا ورته وويل :ايا تاسې کوم اهل قبله ته د مشرک خطاب کوئ ؟ ورته يې وويل: اعوذبالله او بيا يې وژړل .

ورته وويل شول : ايا څوک پکې کافر ګڼئ ؟ و يې ويل : نه ![43]


[1] .عبدالکريم بى آزار شيرازي،همبستگى مذاهب اسلامي،٣٤٥-٣٤٦ مخونه .

[2] .مرتضى رضوي،فى سبيل الوحدة الاسلامية،٦٤ مخ .

[3] .هماغه سرچينه .

[4] .محمد غزالي،دفاع عن العقيده و الشريعة،٢٥٧ مخ .

[5] .پخوانۍ سرچينه،٦٦ مخ .

[6] .امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ .

[7] .استفتائات از امام خميني،٢٢٨ مخ .

[8] .هماغه سرچينه ،٢٧٩ مخ .

[9] .امام خميني،رساله نوين،٢٦٥ مخ .

[10] .هماغه سرچنيه .

[11] .هماغه سرچينه .

[12] .محمد رضا حکيمي،شرف الدين،١٩٩-٢٠٠ مخونه .

[13] . النص و الاجتهاد،سريزه،١٤ مخ، له محمد رضا حکيمي،شرف الدين،٢٠٠ مخ نه په نقل سره .

[14] .محمد رضا حکيمي،شرف الدين،٢٠٥-٢٠٧ مخونه .

[15] .خراساني،واعظ زاده،زندگي آيت الله العظمى بروجردي،٣٩٠ مخ .

[16] ("نساء /1" )


[17]  (حجرات/10)

[18] .علي آقا نوري،امامان شيعه و وحدت اسلامي،٣٦٧-٣٦٩ مخونه .

[19] .متفق عليه دى .صحيح بخاري،کتاب الايمان،٢٥ مخ او صحيح مسلم،کتاب الايمان،٢٠ مخ له حضرت عمر بن خطاب نه يې رانقل کړى دى .

[20] .احمد او مسلم او ترمذي له حضرت عباده رانقل کړى دى .

[21] .صحيح بخاري او صحيح مسلم له حضرت عباده رانقل کړى دى .

[22] . حضرت بزاز له حضرت  ابن عمر نه رانقل کړى دى .

[23] .صحيح مسلم د ابومالک اشجعي له پلاره رانقل کړى دى .

[24] .صحيح احمد،بخاري او مسلم له حضرت ابن مسعود  څخه رانقل کړى دى .

[25] .احمد او مسلم له حضرت جابر نه رانقل کړى دى .

[26] .احمد او مسلم له حضرت عثمان نه رانقل کړى دى .

[27] .بقره/١٧٨

[28] .حجرات /٩

[29] .حجرات /١٠

[30] .دا متفق عليه حديث دى،چې بخاري د کتاب الايمان په ٦١٦٩ ګڼه او مسلم د نوموړي کتاب په ٦٥ ګڼه کې له حضرت جرير بن عبدالله له حضرت عمر رانقل کړى دى .

[31] .نساء/١٣٦

[32] . بقره/٢٨٦

[33] .احزاب/٥

[34] .بقره/٢٨٦

[35] .آل عمران/١٣٥

[36] .نساء/٩٣

[37] .مائده/٩٥

[38] .اسراء/١٥

[39] . وګ : ايثار الحق على الخلق ،٣٩٢-٣٩٤ مخونه .

[40] .بخاري،کتاب الصلاة،٣٩١ ګڼه .

[41] .صحيح البخاري،کتاب الصلاة،٣٩٣ مخ .

[42] .بقره/٢٨٦

[43] .دا حديث ابويعلي او طبراني رانقل کړى دى او سند يې سم دى . ابن حجر هم د مطالب العاليه د درېم ټوک په ٢٩٦ مخ کې سم ګڼلى دى .