ويکيپېډيا:پازوالۍ غوښتنې لارښود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا پاڼه د پازوالۍ غوښتنې لارښود دی. د دې لپاره چې تاسو پازوال شئ، نو لازمه ده چې اجماع موجوده وي او ډېری کارنان ستاسو په حق کې مثبته او ملاتړې رايه وکاروي، خپلې کړنې مو له نورو کارنانو سره شريکې کړئ، ترڅو هغوی پوه شي چې تاسو د پښتو ويکيپېډيا لپاره کارنده او اغېزمن ياستئ او د پښتو ويکيپېډيا په تګلارو او لارښوونو بشپړ پوه ياست او ستاسې پازوال کېدل د پښتو ويکيپېډيا او پښتو ژبې د لا پرمختګ او غوړېدو سبب ګرځېدای شي. نوماند پازوال بايد لاندې ځانګړنې،معيارونه، شرايط او لاسته راوړنې ولري، ترڅو پازوال وټاکل شي:

د پازوال ځانګړنې[سمول]

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي:

  1. انسان وي.
  2. پښتون وي.
  3. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  4. د پښتو ژبې وده او پرمختګ يې مرام وي.
  5. په هر ډګر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  6. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  7. د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  8. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  9. د يوې او کره پښتو ژبې د پرمختګ لپاره کار ته تيار وي.
  10. پښتو ژبه يې سمه زده وي او ګړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  11. پازوال کېدو لپاره د ډېرو رايې وګټي.

د پازوالۍ لپاره د غوښتنې معیارونه[سمول]

پازوالۍ ته نوماند کارن بايد:

  1. هر هغه کارن چې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې سمونې ترسره کړې وي کولی شي چې ځان پازوالۍ ته ونوموي.
  2. يو پازوال بايد پښتون او په کره پښتو ليکنه بلد وي.
  3. يو پازوال بايد د نورو د ستونزو په حل کولو کې مرستيال وي.
  4. يو پازوال بايد د ګړدود له مخې پښتو و نه ليکي او تل بايد هڅه وکړي چې پښتو معياري ژبه وکاروي.
  5. يو پازوال بايد د اوردو ځپلې پښتو توري لکه ے، ڑ، ڈ او ں او همداراز د اوردو ژبې ليکنښې لکه د ټکي (.) پر ځای (-) و نه کاروي.
  6. يو پازوال بايد د کينډيو په جوړولو کې مهارت ولري.
  7. د ويکيپېډيا له تخنيکي چارو سره بشپړ بلد وي او ستونزې يې په اسانۍ سره حل کړای شي.
  8. يو پازوال بايد د ويکيپېډيا په تخنيکي کارونو تر ډېره بريده برلاسی وي.
  9. يو پازوال بايد د ويکيپېډيا په بڼه د ليکنو په اړولو کې مهارت ولري. ويکيپېډيا د ليکنو په ليکلو کې يوه بې پرې ژبه کاروي، د خلکو صفتونه، د خلکو بدګڼې نه ليکي. د مذهبونو په ستاينه او بد وييلو کې بې پرېوالی ساتي، د سياست په ډګر کې تر ډېره د حقيقت پر بنسټ ليکنه خپروي، د سمو او منل شوو اخځونو يادول اړين بولي.
  10. يو پازوال بايد د انګرېزي يا نورو ويکيپېډياګانو څخه د مضامينو د ژباړلو مهارت ولري.
  11. يو پازوال بايد د افغانستان او د سيمې تاريخ د نورو ويکيپېډياګانو د ليدلوري له مخې بيان نه کړي.
  12. يو پازوال بايد نور کارنان دې ته اړ باسي چې بې پرېوالی ا نيوتراليتي په پام کې ونيسي.
  13. يو پازوال بايد د کارنانو تر مېنځ خپلمنځي شخړو کې منځګړتوب او جوړجاړی راولي.
  14. يو پازوال بايد د ورانکارانو په بنديز لګولو کې قاطع وي، خو د هر بنديز له مخې بايد اخطاريه ورکړل شي.
  15. يو پازوال بايد د چټي ليکنو، د اعلانونو، د هغو کسانو چې په يوه کرښه کې ځان راپېژني او خپل ټيليفون شمېرې خپروي، او هر هغه څوک چې د علمي چوکاټ څخه دباندې پورنوګرافي (بربنډ عکسونو، بربنډو خبرو او هر هغه کړنو چې نورو ته ضرر رسوي) خپروي د هغوی په پېژندلو او بنديز لګولو او د مخونو په ړنګولو کې له چا څخه سلا مشوره وا نه خلي.
  16. د پازوالانو په ټاکنه کې بايد له ځيرتوب او دقت څخه کار واخيستل شي. پازوالان بايد ټول د يو کارن په بنديز لګولو کې، د يوې ليکنې په ړنګولو کې، د کينډيو په ړنګولو کې او نورو سترو فيصلو کې هم نظره او هم غږي ولري. هر هغه پازوال چې د اکثريتو پازوالانو او نورو قوانينو څخه سرغړونه کوي لومړی بايد له عواقبو خبر شي که بيا يې هم سرغړونه وکړه نو بايد په پازوال هم بنديز ولګېږي. هېڅ يو پازوال بايد د نورو پازوالانو د سلا او مشورې پرته د يو کارن پلوي و نه کړي.

د پازوالۍ ته د نوماند کارن لاسته راوړنې[سمول]

پازوالۍ ته نوماند کارن بايد لاندې لاسته راوړنې ولري:

  1. مخکې له نوماندۍ بايد په پښتو ويکيپېډيا کې لږ ترلږه ۲۰۰۰ سمونې ولري.
  2. مخکې له نوماندۍ بايد په پښتو ويکيپېډيا کې لږ ترلږه ۱۰۰ ليکنې يا ژباړې ولري.
  3. کينډۍ جوړولو کې مهارت ولري او لږ ترلږه ۱۰ کيندۍ يې جوړې کړې وي.
  4. تانبې جوړولو وړتيا ولري او لږ ترلږه ۵ تانبې يې جوړې کړې وي.

د بل چا لپاره د پازوالۍ د غوښتنې شرایط[سمول]

هر هغه چا کې چې دا لانديني خاصيتونه موجود وي :

  1. هغه څوک چي پښتو لیک او لوست یې زده وي
  2. له هر ډول مذهبي، سياسي آيډيولوژيکي (ايزمونو) افکارو څخه پاک وي.
  3. د پښتو ژبې وده او پرمختګ يې مرام وي.
  4. په هر ډګر کې د پښتو ژبې او پښتنو په دفاع کې ولاړ وي.
  5. قاطع او پرېکنده نظر ولري.
  6. د رهبرۍ او لارښوونې وړتيا ولري.
  7. د نورو سره همکارۍ او مرستې ته ژمن وي.
  8. د يوې او کره پښتو ژبې د پرمختګ لپاره کار ته تيار وي.
  9. پښتو ژبه يې سمه زده وي او ګړدودونه او سيمه پالنې و نه کړي.
  10. پښتو ويکيپېډيا کې لږ ترلږه ۱۰۰ ليکنې يا ژباړې ولري.
  11. پښتو ويکيپېډيا کې لږ ترلږه ۱۰ کينډۍجوړې کړې وي.
  12. پښتو ويکيپېډيا کې يې لږ ترلږه ۲۰۰۰ سمونونه ترسره کړې وي.
  13. د پازوال يا نورو کارنانو له خوا په ورانکارۍ او شخړې جوړولو تورن شوی نه وي.
  14. پازوال کېدو لپاره د ډېرو رايې وګټي.

څوک کولای شي چې رای ورکړی؟[سمول]

هغه شخص چې په پښتو ويکيپېډيا کې ګڼون ولري، کولی شي چې د رايې اچونې پروسه کې رايه ورکړي، خو بهتره به دا وي چې مسلکي کسان په راي ګيرۍ کې برخه واخلي، ځکه پازوالي يو ستر مسؤليت دی او ناسم شخص ته د هغې سپارل د درنو عواقبو سبب ګرځېدلی شي، نو هيله ده چې مخکې له دې چې د يو چا په حق کې د پازوالۍ رايه ورکړئ، نو په ويکيپېډيا کې د هغې ونډې وګورئ او دې ته هم پام وکړئ، چې د هغې د ونډو (ليکنو، ژباړو) څخه د هغې هدف څه دی.

د نظر اعلان[سمول]

د ويکيپېډيا هر کارن چې حساب لري کولی شي ملاتړ وکړي،يا بډ رايه وکاروي او يا له تبصرې ډډه وکړي. نوماند پخپله اجازه لري چې د نورو نظرونو ته ځواب ووايي. که چېرې د درغلیو احتمال شتون ولري، ځینې تبصرې باید په پام کې ونه نیول شي؛ د بېلګې په توګه، د ډېرو نویو کارنانو نظر (په پښتو ویکیپیډیا کې، د نويتوب دودیز معیار "د نومونې له پیل څخه مخکې د مقالو لپاره ګټورې مرستې")، اضافي حسابونه، او داسې نور.
مهرباني وکړئ د خپلو دلایلو په لنډ وضاحت سره تبصره وکړئ. ستاسو نظر به ډېر اغېز ولري که تاسو خپل دلیلونه د کافي اسنادو سره بیان کړئ. هر ویکیپیډیان او هغه کارنان چې حساب نه لري او/یا په خپل حساب کې ننوتي نه دي، کولی شي د نظرونو برخه کې برخه واخلي یا پوښتنه وکړي. په خپله لیکنه کې تل له نورو سره په درناوي چلند وکړئ. برسېره پردې، هغه دلیلونه په پام کې ونیسئ چې د مدیریت په غوښتنو کې باید ډډه ترې وشي او هڅه وکړئ چې رغنده نظر ورکړئ.

د تصمیم نیونې پروسه[سمول]

هر کارن چې ګڼوڼ ولري خپل ځان يا بل کارن پازوالۍ ته نومولی شي، پازوالۍ ته د يو کارن تر نوماند کېدو وروسته د يوې اوونۍ په موده کې نور کارنان د ويکيپېډيا کارنانو اجماع له مخې د هغې په اړه پرېکړه کوي. په دې موده کې نور کارنان خپل نظرونه او اندونه د نوماند پازوال په اړه سره شريکوي، له نوماند پازوال نه پوښتنې کوي او په دې اړه سره بحث کوي. د ټاکلې نېټې په پای ته رسېدو سره يو پازوال د دې بحثونو پايله او لنډيز راټولوي او په دې پرېکړه کوي چې ايا اجماع موجوده ده يانه؟
بیوروکراټان کولی شي، په خپل اختیار کې، نومونه ژر تر ژره لغوه کړي که چېرې د لاسرسي زیاتوالی ناشونی وي او د بحث په دوام کې کومه ګټه نه وي. یوازې بیوروکراټانو ته اجازه ورکول کیږي چې دا ومني چې نوم لیکنه بریالۍ ده، مګر کاروونکي چې د بحث څخه بهر تاریخ لري هم اجازه لري چې د یوې غوښتنې لنډیز وړاندې کړي چې بریالي کیدل ممکن نه وي؛ مهرباني وکړئ د هغو خبرو لنډیز مه کوئ چې تاسو پخپله برخه اخیستې ده. بې باوره کاروونکي کولی شي خبرې اترې بندې کړي که دوی د نوماندۍ غوښتنه ونه مني یايې بېرته واخلي، مګر دا اړینه ده چې د کاندید لپاره یو پیغام پرېږدي، او که اړتیا وي، غوښتنه د ناکامه غوښتنو سره اضافه کړي.
په ځانګړو شرایطو کې، بیوروکراټان کولی شي د غوښتنلیک موده تر دوو اونیو پورې وغځوي یا یې بیا پیل کړي ترڅو دا روښانه کړي چې آیا اجماع شتون لري یا نه. که ستاسو نوم لیکنه ناکامه وي، مهرباني وکړئ د خپلې نوماندۍ د بیا اعلانولو یا د نوماندۍ وړاندیز منلو دمخه یو مناسب وخت انتظار وکړئ.

پازوال کېدو لپاره په مېټا کې غوښتنه کول[سمول]

که چېرته نوماند شخص دا ووينې چې ملاتړ رايې ډېرې اخيستي دي، نو له دې وروسته د رايې ګيرۍ د اوومې ورځې په پايته رسېدو سره سم، هغه بايد يوځل بيا خپله نوماندي په [[۱]] کې اعلانه کړي، ترڅو کوربانه (سټيورډ) هغوی ته د پازوالۍ اختياراتو په اړه پرېکړه وکړي.
نوماند شخص بايد د يادې ورکړل شوې پاڼې د لارښوونو سره سم خپله د نوماندۍ ليکنه چمتو کړي، چې په لاندې ډول په دې جدول کې ښودل شوې ده:

1. Place the following code at the bottom of the appropriate section below:

==== Username@xxproject ====
{{sr-request
 |status    = <!-- don't change this line -->
 |domain    = <!-- such as en.wikibooks -->
 |user name = 
 |discussion= 
}}
(your remarks) ~~~~
پورته لېست کې د ځينې مفهومونو د ډکولو تګلار
پښتو انګليسي
دلته خپل کارننوم وليکئ Username
دلته د پښتو ويکيپېډيا يا هره هغه ويکي چې تاسو پکې ځان پازوالۍ ته نوماند کړی وليکئ xxproject
don't change this lineدا کرښه همداسې په خپل حال پرېږدئ، هيڅ سمون پکې مه کوئ status
eo.wiktionary domain
دلته خپل کارننوم وليکئ user name
دلته د خپلې هغې نوماندۍ پاڼې نوم وليکئ چې تاسو په پښتو ويکيپېډيا يا بلځای د رای ګيرۍ لپاره کړې وي. discussion
کله مو چې ياد جدول ترتيب کړ، نو تر هغې لاندې به د ځان معرفت وليکئ او په ياده برخه کې به په لنډ ډول د شته ستونزو چې تاسو ليدلي دي او د هغې د حلولو لپاره تاسو ته د يو پازوال هومره اختيارات او واکونه اړين دي، په انګليسي ژبه وليکئ او خپل ترتيب کړی متن به مو په [[۲]] پاڼه کې د Request برخه کې د سمون په کولو کلېک وکړئ او د تر ټولو اول نوماند نه پورته به خپله غوښتنه پيسټ کړئ او ثبت به يې کړئ، لکه په لاندې انځور کې:

د سټيورډ به ستاسو د غوښتنې په اړه بيا پرېکړه کوي.