ويکيپېډيا:واک غوښتنې/کره کتونکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا چې د زياتي او ناپېژاندو ګڼوڼو څخه د ويکيپېډيا په ټولپوښتنو کې د ناوړه ګټې اخيستې اندېښنې موجودې دي، نو په ويکيپېډيا کې يو ډله کره کتونکي (CheckUser) وجود لري، ترڅو مالومه کړي، چې کوم کارن خو به بې له اجازې له يوه څخه د زياتو ګڼوڼو څخه په رای ګيرۍ او ټولپوښتنې کې د درغلۍ په نيت کار اخيستی نه وي.

لږ تر لږه دوه کارنان بايد دې واک ته لاسرسی ولري، ترڅو وکولی شي چې يو د بل فعاليتونه وڅاريي او هغه کنترول کړي، نوماندان بايد قانوني سن ۱۸ کلنۍ ته رسېدلې وي، او چمتو وي چې خپل اوسېدو نځای او نور مالومات له ويکيمېډيا بنسټ سره شريک کړي. هغه ويکي ګانې چې د منځګړيتوب ټولنې نه لري (لکه پښتو ويکيپېډيا)، نو هغه کارنان چې غواړي دې واک ته لاسرسی ومومي، بايد د دې واک لپاره خپله نوماندي د هماغې ويکي په (بنډارځای، يا ځانګړې غوښتنه پاڼه ...) کې په ښه بڼه اعلان کړي ، دا ډول کارنان بايد له محرميت له تګلارې سره بلد اوسي. د اجماع (۷۰ نه تر ۸۰ سلنه) تر ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه د ۲۵ تر۳۰ سمونګرو د ملاتړ رايو، په صورت کې کارن کولی شي چې خپله غوښتنه د ويکيمېډيا بنسټ ته د واکونو ترلاسه کولو په پار وړاندې کړي، دې واک ته بايد لږ تر لږه دوه کسان لاسرسی ولري، که د نظر ورکوونکو شمېر د دوو نفرو د رايو لپاره کافي نه وي، نو بيا به په دې ويکي کې هيڅ يو تن دې واک ته لاسرسی ونه لري او نه به هم څوک د کارن تاريخ ونشي کتلی.

هغه ويکي ګانې چې د ويکيمېډيا بنسټ د تائيد وړ د منځګړيتوب ټولنې لري، دا واک يوازې هغه سمونګر ته ورکول کيږي چېم نځګړيتوب ټولنه يې تائيد کړي.

سمونګرو ته د لازيات پوهاوي او مالوماتو لپاره د CheckUser پاڼې کتلو لارښونه کيږي.

بريالۍ او ناکامې پخوانۍ غوښتنې په ويکيپېډيا:واک غوښتنې/کره کتونکی/خونديځ کې وګورئ.

اوسنۍ واک غوښتنې[سمول]

اوسمهال د کره کتونکو هيڅ کومه ټولپوښتنه نشته.