ويکيپېډيا:نړیوال حکومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: استاد سالم الصفار

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

سيره او نړيوال حکومت

د ختيځپوهانو ګواهي

“رينيه جنيون” فرانسوي ختيځپوه وايي:

په رښتيا چې محمد؛د خداى استازي،سره له دې چې د “روم” او يا د “ايران” په کوم پوهنتون کې زده کړه نه وه کړې؛خو ستر سياستپوه،خوږ ژبى وياند،کار ازميلى او ستر مشر و .

مسټر “ماکس سايکس” انګليسى ليکوال وايي:

“محمد” په خپلو بې ساريو او له معنوياتو په ډکو ښوونو وکړاى شول فکر له عمل سره واغږي،هغه هوښيار قانون اېښوونکى او عدالت خپروونکى پېغمبر و.

د اسلامي دولت جوړول

رسول اکرم صلى الله عليه واله،چې”يثرب” ته ورسېد؛نو د اسلامي حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ:

1_ تر ټولو وړومبى يې په “قبا” کې جومات جوړ کړ،چې ډېر ژر د ديني،عبادي، سياسي،پوځي،معنوي،بهرنيو او کورنيو اړيکو، قانون اېښوونې او ديني زده کړو مرکز شو.

دلته د پېغمبراکرم ياران راغونډېدل او د جومات له ساده منبره ورته لازمې زده کړې او لار ښوونې کېدې. مسلمانانو د نظم،روزنې او د قانون پر وړاندې د ټولو د برابرۍ زده کړې کولې او هلته يې د يووالي، ورورولۍ او انضباط تمرين کاوه.

په هغو ورځو کې د دولت د مالي امکاناتو د لږوالي او دننه او بهر کې د بوختياوو له امله ناشونې وه، هر کار ته ځانګړې مؤسسه جوړه کړاى شي،چې هره يوه پر خپل ځانګړي کار بوخته شي؛نو جومات د ټولو چارو د سمبالنې مرکز وګرځېد. مسلمانانو په ساده او کوچني جومات کې له يو بل سره ليدل او حکومتي اوامر به ورکول کېدل او له مدينې دباندې او هم پر کورنيو چارو يې څارنه درلوده.

د جومات جوړول،د کورنۍ او ټولنې وګړيو ته د ټولنيز بنسټ اېښـوو وړومبى ګام و؛ځکه ډول ډول علمي،قضايي،عبادي،معنوي او سياسي غونډې پکې کېدې، چې مسلمانان يې له فکري اړخه يو بل ته لا نور هم نږدې کول؛نو پوه شئ. جومات يوازې د عبادت ځاى نه و؛بلکې د جومات مقام هماغه د اسلام مقام و،چې په ټولنيزو، سياسي او ديني چارو کې يې پرمختيا کوله.

2_ د پېغمبر اکرم دويم کار د يوه داسې سند تنظيمول وو،چې د مسلمانانو خپلمنځي اړيکې او همداراز د مسلمانانو او مدينه والو ترمنځ اړيکې تنظيم کړي. په سند کې راغلي وو:

د لوراند او لورين خداى په نامه.

د “محمدرسول الله” له لوري تړون دى،له مؤمنانو،قريشو او د يثرب له مسلمانانو دا او هغه،چاسره لاروي يې وي او ورسره يو ځاى شي او په جګړه کې ورسره برخه اخلي دوى له نورو بېل واحد امت دي. مؤمنان بايد په خپلو منځو کې هيڅ بېوزلى و نه لري او په ورين تندي له خپلې شتمنۍ مسلمان ته څه ورکړي او پور يا يې د ويني تاوان ورکړي،يا يې په فکري مرستې د ستونزې هواري ته لار پيدا کړي.يو مؤمن دې هم،د بل مؤمن له همژمني سره بې د هغه له هوکړې،تړون نه کوي .پرهېزګار مؤمنان دې د سرغړاندو پر خلاف يو لاس شي، او پر نا حقه باج غواړي او يا فساد کوي،ان که دا فساد کوونکى مو زوى وي. هېڅ مسلمان دې بل مسلمان د کافر د غچ له امله نه وژني او له کافر سره دې د مسلمان پر خلاف مرسته نه کوي. الهي امان يو دى او تر ټولو بېوزله مسلمان کړاى شي،په نوم يې پناه ورکړي او مؤمنان له نورو خلکو بېل،په يو بل پورې تړاو لري.هغه يهود،چې د موږ لاروي کوي، په حقوقو کې مساوي دي او بايد تېرى پرې و نه شي او ملاتړ يې وشي.هېڅ مشرک قريشي ته د مال او ځان پناه مه ورکوئ او له مؤمنه يې مه خلاصوئ.هر مسلمان،چې ددې تړون مادې منلې وي او پر خداى او قيامت ايمان لري؛نو هېڅ قاتل ته به پناه نه ورکوي او مرسته به يې نه کوي. د شخړو د حل مرجعيت خداى او استازى يې دى. د جګړې پر مهال يهودان له مسلمانانو سره د جګړې په لګښت کې شريک دي .يهود پر خپل دين او مسلمانان او خپلوان يې پر خپل دين دي او چا چې تېرى يا ګناه وکړه؛نو يوازې ځان او کورنۍ به يې هلاکه کړې وي او يهودان دې بې د”محمد” له اجازې نه وځي او د غچ جريمه دې نه پرېږدي.يهودان دې خپل لګښت کوي او مسلمانان دې خپل او له يو بل سره دې د هغو پر ضد مرسته نه کوي، چې له دې تړونوالو سره په جګړه کې وي او ترمنځ دې يې يو بل ته زړه پاک او نيت ښه وي.څوک دې له خپل همژمني سره ناوړه چار نه کوي.د هغه ملاتړ شئ،چې تېرى پرې کېږي او د “يثرب” ښار تړونوالو ته حرام دى.هره شخړه او يا وژنه،چې ددې تړون په همژمنو کې وشي او فساد ترې راولاړېږي؛نو د شخړې د حل مرجعيت خداى او استازى يې “محمد” دى .قرشيانو او هغو ته پناه ور نه کړئ،چې ورسره يې مرسته کړې وي.که پر “يثرب” يرغل وشو؛نو بايد ټول يې دفاع وکړي.که مسلمانان او يهود سولې ته راوبلل شول؛نو په ورين تندي دې يې ورسره ومني؛خو نه له هغه سره،چې د خداى له دين سره جګړه کوي. ددې تړون همژمني ظالمان او بدچاري نه دي.څوک چې له مدينې ووت؛په امان کې دى او څوک چې راننووت هم په امان کې دى؛خو هغه،چې تېرى و او يا بدچار وکړي. (١)

پېغمبر اکرم د حضرت عيسى عليه السلام له لارويانو سره د چلن لپاره د “نجران” ستر اسقف ته ليک وليکه:

((تر هغه،چې “مسيحيان” د سولې پر لار وي؛نو پر خپلو شتمنيو يې مالکيت محترم دى او تېرى به پرې و نه شي .)) (٢)