ويکيپېډيا:مشرپوهنه
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مشرپوهنه
[سمول]خوشال خان خټک وايي:
د امت يې برګزين دي اثناعـــــــــشر
په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دي[1]
د مشر(امام) مانا:
[سمول]يو څوک،چې يوه ډله له ټولنيز،سياسي،علمي اويا ديني اړخ،رهبري کوي،لار ورته ښيي او پر لار يې وړي هم ؛ نو دې ته مشر او امام وايي او البته دا عمل (مشرتوب) په هغو لارو چارو او شرايطو پورې تړاو لري،چې په همدغو اړخونو کې په پراخ يا لږه توګه شته دى.
د اسلام سپېڅلي دين په هر اړخيز ډول بشري ژوند تر غور لاندې نيولى،لکه څنګه چې یې د مانیز ژوند اړخونه په پام کې نيولي دغسې په توکیز ژوند کې يې هم وګړني اوټولنيز اړخونه په تېره مشرتوب او چارواکۍ ته هم خورا پاملرنه کړې ده .
نو د پورته لاملونو له مخې اسلام له درى اړخونو د امت مشرتوب تر پام لاندې نيولى:
( الف) اسلامي حکومت .
( ب) معارف او د اسلامي احکامو ښوونه
(ج) لارښوونه او د مانیز- معنوي ژوند ارشاد.
(الف ) – اسلامي حکومت .
[سمول]اسلامي ټولنه پورته درى اړخونو ته په ټينګه اړتيا لري؛نو څوک چې د همدې اړخونو په پامنیوي د ټولنې چارواکي وي؛نو د خداى تعالى او رسول (ص) له لوري وټاکل شي،چې البته پېغمبر اکرم(ص) هم دا ټاکنه د خداى تعالى په امر کوي ،چې دا د مسلمانانو د يو اړخ ګروهه ده او بل لورى وايي،چې د " چارواکي" ټاکنه د امت په اختيار کېده [2]؛خو څه چې دواړه لوري ورباندې يوه خوله دي هغه د ټولنې د سمون او لاروښونې ته د مشر منل او لاروي یې ده.
هرعقلمن پوهېږي،چې ټولنيزې او هېوادنۍ چارې بې مشرۍ سرته نشي رسېداى او د مشرۍ په نشتوالي کې ټولنه له ګډوډۍ او اړودوړ سره مخ کېږي،د همدې دليل له مخې د ټولنې او هېواد مشر د ټولنې پايښت ته، که د لږ وخت لپاره هم بهر وځي، د چارو سمون ته ځايناستي پرېږدي او داسې نه ده،چې ټولنه پرخپل سر پرېږدي.
د يو هېواد ولسمشر،چې کوم بهرني هېواد ته ځي؛نو د سترې محکمې رئيس يا خپل مرستيال ځايناستى ټاکي او ان د ځينو هېوادونو په اساسي قانون کې د ولسمشر دغيابت په وخت کې په څرګنده توګه ماده هم کښل شوې وي .
اسلام پر نصوصو (کتاب الله، سنت) او فطرت ولاړ دى او داسې دين دى،چې پر اجتماعيت يې خپل او پردي ټول منښتي دي او په دې باب له هیڅ څیز سره هم نه پرتله کېږي.پېغمبراکرم(ص) د ټولنيزو چارو سمون ته خورا پاملرنه درلوده،هرې ټولنې ،چې به اسلام ومانه او يا هر کلی او ښار به،چې مسلمانانو سوبه کړ؛نو سملاسي به يې امير او مشر ورته ټاکه او چې جهاد ته یې لښکر لېږه؛نو د مسالې د زيات اهميت له امله يې په ترتيب سره څو اميران ورته ټاکل،ان د "موته" په غزا کې يې څلور تنه وټاکل،چې که لومړى شهيد شي؛نو دويم به مشر وي او که دا هم شهيد شي؛نو درېيم به وي او همداسې په ترتيب سره .
د پېغمبراکرم(ص) د ځايناستۍ مسالې ته پوره پام و او چې له مدينې به وته پرخپل ځاى به يې ځايناستى ټاکه [3] ،ان له مکې یې چې مدينې ته هجرت کاوه او لا تر اوسه څه خبره هم نه وه ؛نو د خپلو شخصي چارو د سمون او د خلکو د امانتونو بېرته سپارنې ته يې علي(ک) خپل ځايناستى وټاک. همداراز تر خپل رحلت وروسته يې د پورونو د ورکولو او شخصي کارونو سرته رسونې ته علي (ک) خپل ځايناستى وټاکه.
ارواښاد علامه شبلي نعماني [4] ليکي :
[ د مدينې منورې په لار کې په هغه ځاى کې ،چې "خم" نومېږي او له "جحفي" درى ميله لرې پروت دى او هلته يو ناور او تالارهم و،چې عرب ورته "غدير" وايې او ځکه دغه ځاى په عمومي رواياتو کې په "غدير خم" شهرت لري.دلته حضرت رسول اکرم (ص) ټول اصحاب کرام ( رض) راټول کړل او يوه خطبه يې وويله،چې ځينې غونډلې یې دا دي:
" له حمد او ثنا وروسته واورئ! خلکو بې شکه زه هم يو انسان يم،ممکن،چې د الله تعالى پرښته او استازى ژر راته راشي او زه يې هم ومنم (يعنې وفات شم) او زه ستاسې په منځ کې دوه درانه شيان پرېږدم ،چې يو يې د الله تعالى کتاب (قرآن کريم) دى،چې پکې ښیون او رڼا ده ؛نو دغه کتاب الله ټينګ ونيسئ او دويم زما اهل البيت دي،زه د خپلو اهل البيتو په باب تاسې ته الله تعالى دريادوم. "( دا غونډله يې درى ځل وويله ) .
دغه روايت په صحيح مسلم شريف (باب مناقب علي ک) کې ليکل شوی دی. په نسائي،د امام احمد په مسند،ترمذي ،طبراني،طبري،حاکم او نورو کتابونو کې څه نورې فقرې هم راغلې ،چې په ټولو کې د حضرت علي (ک) مناقب ښوول شوي. په دغو روايتو کې دغه يوه فقره على الاکثرشريکه ده : من کنت مولاه،فعلى مولاه،الهم وال من والاه وعاد من عاده"؛ يعنې د هر مسلمان ،چې زه ،خوښ اومحبوب (مولا) يم؛نو علي یې هم خوښ او محبوب (مولا) دى،اى الها! ته له هغه سره مینه ولره،چې له علي سره مینه کوي او هغه دښمن وګڼه،چې له علي سره دښمني کوي[5] )) ]
(ب) مشرتوب دالهي معارفو او اسلامي احکامو په څرګندونه اوښوونه کې :
[سمول]د ښیون د جوت او ټولیز قانون له مخې ،د مخلوقاتو هر ډول په خپل تلونکي بهير کې (چې خداى تعالى پکې شته کړى) د کمال او نېکمرغۍ په پلو رهبري کېږي.
انسان له دې قانون مستثنا نه دى او بايد په ځانګړي ډول د واقع بينۍ د غريزې او ټولنيز اند او اند له لارې ښیون ورته وشي،چې د نيوي او اخروي نېکمرغۍ يې خوندي شي. يا په بله وينا: بايد پر يو لړ ګروهواوعملي دندو پوه شي،چې خپل عملي ژوند ورباندې پيل کړي څو انساني کمال اونېکمرغي ترلاسه کړي او پردې کړنلارې د پوهېدو لار د "دين" په نامه يادېږي،چې دا لار دعقل لار نه ؛بلکې د"وحې او نبوت" په نامه يوه ځانګړې لار ده،چې د انسانانو له ډلې ځينو سپېڅليو ته د انبياوو "الهي استازيو" په نامه په نښه او ښوول شوې ده.
پېغمبران عليهم السلام له خداى تعالى نه د وحې له لارې د خلکو انساني دندې خلکو ته څرګند او ابلاغوي،چې د عملي کېدو په بڼه کې نېکمرغي یې ورپه برخه شي؛نو پر چا ،چې وحې کېږي،احکام او اسماني شريعت د خداى تعالى له لوري ورسپارل کېږي دې ته "نبي" وايي. همداراز لازم دي ،چې دا احکام او انساني دندې په بشري نړۍ کې د تل لپاره خوندي پاتې شي او د لزوم په وخت کې خلکو ته راوړاندې او ښوونه يې وشي ؛نو دغسې چاته "امام " وايي.
دا شونې ده،چې "نبوت" او "امامت" دواړه يو ځاى وي او شونې ده ،چې بېلا بيل وي ؛نو دا چې انبيا عليهم السلام معصوم او سپین لمني دي او ددې وړتيا لري،چې په بشپړه توګه الهي دندې ترسره کړي؛نو همدغسې د دين پاسوالان،مبلغين او ښوونکي هم معصومين دي؛ځکه خداى تعالى بايد بشريت ته پوره، روغ ،لاس نه وهل شوى او د تبليغ وړ دين پرېږدي،چې دا مانا بې له عصمت او الهي خوندي ساتنې ناشونې ده.
د نبي او امام توپير:
د پېغمبرانو عليهم السلام شمېر محدود دی،چې لومړى يې آدم عليه السلام او وروستنى ،چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم دى؛خو د دين د پاسوالانو،بيانوونکيو، څرګندونکیو او ښودونکيو " امامانو" شمېر،نامحدود دى او کله هم بشري ټولنه او هره زمانه د امام له شتونه خالي نه وي که پېژندل شوي وي يا نه وي .
['فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَؤُلاء فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُواْ بِهَا بِكَافِرِينَ [6]' = او كه (فرضاً) دوى (د پېغمبر همپېري) ترې منكر شي (څه پروا نشته او حق دين بې ملا تړه نه پاتې کېږي؛ځكه) موږ به (داسې) خلك پرې وگومارو، چې منكر ترې نه دي. ]
په حدیث شریف کې راغلي : " چې څوک ومري؛خو د خپلې زمانې مشر( امام) و نه پېژني؛نو مړینه یې د جاهلیت مړینه ده.[7] "
ځينې وخت "نبوت" او "امامت" دواړه سره يو ځاى ويل لکه :
}وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ'[8]'= او ( درياد كړئ) چې خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه ؛او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل:(( په واقع کې زه تا د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) ))
'}وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ[9]' =او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ نمانځونكي وو.]
(ج) مشرتوب او د مانیز ژوند ارشاد:
[سمول]امام او مشر لکه څنګه،چې د خلکو د ظاهري کړو وړو لارښوونکی دى،دغسې د باطني کړو وړو هم دى او هغه د انسانيت د کاروان قافله سالار "مخکښ" دى،چې په باطني لارې خلک د خداى تعالى په پلو رهبري کوي. د مسالې سپيناوي ته مو دوه لاندې سريزو ته پام رااړوم:
لومړۍ سريزه : د اسلام او نورو آسماني اديانو په اند د انسان د ابدي او رښتونې نېکمرغۍ او بدمرغۍ يوازينۍ وزله او لاره چاره،هغه نېک او ناوړه کړه وړه دي،چې آسماني اديان يې ښوونه کوي او پردې سربېره د خداى تعالى د ورکړي الهي فطرت له لارې پرنېکۍ او بدۍ هم پوهېداى شو.
متعال خداى دا کړنې له بشري اندنې سره مناسب په ټولنيزه ژبه د امر اونهې ،تحسين اوتقبيح په بڼه د وحې او نبوت له لارې بيان کړي دي. که چا غاړه ورته کېښووه؛نو له تلپاتې خوږ ژونده به برخمن وي،چې د انساني کمال او بشپړتيا ټولې غوښتنې به يې پوره شي او که چا ترې سرغړونه وکړه؛نو تريخ همیشنی ژوند به يې نصيب شي،چې د هر ډول بدمرغۍ او ناکامۍ ښودونکې دى .
د مخلوقاتو پالونکي له هر پلوه زموږ له تصوره پورته دى .زموږ غوندې ټولنيز اندنه نه لري او زموږ له ټولنيز ژوند دباندې،سيادت،بندګي،رعيت ،واکمني،امر و نهې،ثواب و بدله نشته،الهي خلقت هماغه د خلقت غونډال - نظام دى،چې پکې د هر څيز پيدايښت د خداى تعالى د خلقت په واقعې اړيکو پورې اړه لري اوبس .
له قرآن کريم[10] او نبوي احاديثو څرګندېږي،چې په دين کې داسې حقايق او معارف پراته دي ،چې زموږ له عادي فهمه او پوهېدنې اوچت دي؛خو دا يې زموږ له اندیزې کچې سره انډول بيان کړي او په داسې ژبه يې راته نازل کړي ،چې موږ پرې پوهېداى شو.
له پورته څرګندونو دا پايله اخلو،چې د انسان د ښو او ناوړه کړو وړو او هم څه،چې په ابدي نړۍ کې دي؛نو ترمنځ یې رښتوني او واقعې اړيکې شته،چې د ګاندې - راتلونکي ژوند نېکمرغي اوبدمرغي،خوښي او خپګان د خداى تعالى په امر،په هغوى پورې اړه لري .
يا په ساده وينا :د هر يو نېک او ناوړه عمل له امله د انسان په دننه کې يو واقعيت رامنځ ته کېږي،چې د ګاندې - راتلونکي ژوند څرنګوالى يې ورپورې اړه لري .
انسان که پوهېږي او که نه پوهېږي،د يو داسې کوچني په څېر دى،چې تر روزنې لاندې نيول شوى؛کوچنى يوازې د مربي او روزاند په "وکړه " او "مه کړه" الفاظو او کومې ظاهري کړنې،چې کوي پوهېږي؛خو ،چې ستر شي او د روزنې وخت يې پاى ته ورسي؛نو په دې وخت چې په باطن کې یې کوم روحي ملکات او ځانګړنې ترلاسه کړي وي؛نوپه ټولنه کې به پر نېکمرغه ژوند لاسبرى شي او که د خپل نېک روزاند له اوامرو يې سرغړاوی کړې وي ،بې له بدمرغۍ یې بله لار نشته.
يا دداسې چا په څېر دى،چې د طبيب تر څارنې لاندې درمل او خواړه خوري،ځانګړى ادمان کوي او پرهېزهم په پام کې نيسي،چې ددې چار په پاى کې یې په دننه کې ځانګړى حالت پيدا کېږي،چې د روغتيا او خوښۍ لامل يې ګرځي.
لڼده داچې انسان ددې ظاهري ژوند په باطن کې يو بل باطني ژوند "مانیز ژوند" لري،چې له همدې کړو وړو يې سرچينه نيولې،وده مومي او په هغه "آخرت" کې يې نېکمرغي او بدمرغي په همدې پورې اړه لري. قرآنکريم هم داعقلي څرګندونه مني او په ډېرو آيتونو[11] کې مؤمنينو اوصالحينو ته له دې ژوند اخوا يو لوړ او روښانه ژوند او روح ازبادوي، په نبوي احاديثو[12] کې هم دې مسالې ته اشاره شوې ده .
دويمه سريزه : ډېرځل داسې هم کېږي،چې يو څوک مو ښو يا بدو ته رابولي؛خو خپله پرې عمل نه کوي؛ خو پېغمبران او مشران،چې د خداى تعالى په امر نورو ته لار ورښيي او مشرتوب يې پر غاړه دى، پخپله لومړني عاملين اوعملي بېلګې دي او خلک چې مانیز ژوند ته رابولي ،خپله هم دهماغه مانیز ژوند څښتنان دي؛ځکه خداى تعالى هله يو څوک د نورو مشرتابه او ښیون ته ټاکي،چې هغه پخپله لومړى سمه لار موندلې او ښیون شوى وي او چاته،چې الهي ځانګړى ښیون شوې وي،هغه کله هم سرغړونه نه کوي؛ځکه،چې په دې ډول لارښوونه کې هډو د سرغړونې څه ځاى نه پيدا کېږي. له دې څرګندونو لاندې پايلې ترلاسه کوو:
(الف ) : - په هر امت کې،پېغمبر او امام د مانیز ژوند په هماغو لوړو پوړيو "کمال" کې وي ؛ځکه څه ته ،چې خلک رابولي، خپله يې بايد بېلګه وي .
( ب) : - داچې په عمل کې ړومبنى،مخکښ او د ټولو مشر دى؛نو تر ټولو غوره دى .
(ج):- چا ته چې د خداى تعالى په امر د امت د مشرتوب پازوالي ورپرغاړه شوى وي؛نو لکه څنګه،چې په ظاهري کړو وړو کې مشر او لارښود وي دغسې په مانیز ژوند کې هم دی او د کړنو حقايق دهغه په مشرۍ خپل ټاکلي بهير ته دوام ورکوي[13].
له دې ځايه جوتېږي،چې په اسلامي امت کې تر پېغمبر اکرم(ص) وروسته د خداى له لوري ټاکل شوي او منصوب شوي امامان شته دی،چې ډېر احاديث یې په شتون او شمېر لېینه - ګواهي کوي،چې داټول به قريشي او له نبوي کورنۍ وي او دا چې مهدي عليه السلام به له همدوى؛خو وروستنى وي[14].
په تېرو پاڼو کې د مشرتوب اوږده ویینه وشوه او د پښتنو سترمشر (امام) ارواښاد خوشحال بابا په خپل کلام کې داسې انځوروي :
که په کار دې ده د خداى پېژندګلوي
پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه د علي
هرآيت چې به راته پاسه له عرشه
لا په عرش به يې علــــــي و ومتلي
محمد چې هغه راز يې په معراج کړ
يکايک وو،د علــــــــــــــــــي و ته جلي
په محشربه هغه تور مخونه پاسي
چې يې نه دي تورې خاورې دتـلي
محمد ، علي ،چې دوه ويني په سترګو
په دا کار کې احولي ده احـــــــــــــوالي
د زړه زنګ په بل صيقل نه لري کېږي
په دوستي يې دعلي ده مصــــــــــقلي
که دا هومره ويل کا ورته رخصت دى
محمد دى پېغــــــــــــــــمبر،علي ولي
د على دآل دوســــــتى د ايمان زړه دى
څوک دى شک په دا په زړه نه راولي
د علي د آل په مدح کې جـــــــــنت دى
د خوشحال خټک په دا ده تــــــــــسلي
ارمغان ٣٢٣ مخ :
شفاعت د محمد ثابــــت په نص دى
دا په چې دي د درست جهان آخص دى
د موسى دعيسى کله داصــــــفت وو
د لولاک نعت پرده باندې مختص دى
اوليا يې د امت واړه ممــــــــــتاز دي
هرولي ئې په ارشاد کې مرخص دى
سرحلقه د اولياوو هغه شـــــــــماره
چې شيطان يې بند کړى په قفس دى
د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شــوې
ذوالفقارچې يې ياد شوي په قصص
دوستداران داهل بيت داوره خلاص دى
بې دوستي يې عالم کله مخلــــــص دى
په "ولا" کې د "علي" رافضــــــــــي کېږي
سکه خوشحال يې په "ولا" کې مشخص دي
٧٠٥مخ:
محــــبت دخاندان لرم په زړه کې
دولس واړه امامان مې دي بصر
٧١مخ :
امامان يې د اولاد واړه برحق دي
ترمهدي پورې د واړو خدمتګاريم
٥٦٩مخ :
تر مهدي پورې يولس دي يادولس
چې همه واړه ددنيا ددين سرور دي
له اوله تراخره کــــــــه ګروهيږي
د بتول اولاد مې واړه نور بصردي
چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې
دهغوسړيو تل خاورې په ســــــــــر وي
ترهلال او تربلال يې صــــــــــدقه شم
لا رانجه مې د پله خاورې دبوذر دي
ارمغان ٥مخ :
دامت يې برګزين دي اثناعشر
په بزرګۍ د همه جهان مخدوم دى
د خوشحال خټک دې حشــــــــــــــــــــــــر له هغو شي
چې دوستدار د "پنجتن پاک" چهارده معصوم وي
خوشال بابا وايي :
دجهان دولس امام دي
[سمول]په حديث کې نام په نام دي
[سمول]يوعلي دويم حســـن دى
[سمول]بل حسين پاکيزه تــــــــن دى
[سمول]چهارم زين العابــدين دى
[سمول]بل باقرستنه دديـــــــــــــــن دى
[سمول]بل جعفر ورپـسې هم دى
[سمول]بل امام موسى کاظـــــــــــم دى
[سمول]بل امام، على رضــــادى
[سمول]محــــمد تقى بل بـــــــــــــــيادى
[سمول]بل امام ،على نقــــي دى
[سمول]بل حسن عســـــــــــــکري دى
[سمول]بل امام، امام مهدي دى
[سمول]چې ددرست جهـــــان هادى دى
[سمول]دبې بــــي زهرا اولاد دى
[سمول]پشت په پشت داهســـې ياد دى
[سمول]پاک ســـني هغه آدم دى
[سمول]چې دآل په عشق محـــکم دى .[15]
[سمول]د پېغمبراکرم (ص) دولس ځايناستي
[سمول]دلته هغه روايات راخلو،چې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب جوتوي،چې پکې متعال خداى او رسول اکرم(ص) تر خاتم النبيين وروسته امامان او وصيان ټاکلي او خلکو ته یې ورښوولي دي او ورپسې يې په څرګندونه هم لاس پورې کوو.
(الف) په رواياتو(ثقلينو حديث)کې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب :
په دې لړ احاديثو کې،د کوم امام ځانګړي نوم اخستل شوى نه دى؛ خو د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب پکې نوموتى دى. دوه بېلګې يې دا دي:
په صحيح مسلم(٧/١٢٢-١٢٣)او نورو لس ګونو کتابونو؛ لکه د امام حنبل مُسنَد،د دارمي سنن،د بيهقي سنن او مستدرک الصحيحين (٣/١٠٩او١٤٨)کې روايت شوى چې :
زيد بن ارقم (رض) وايي: رسول اکرم (ص) (له حجة الوداع نه په ستنېدو کې يې) د مکې او مدينې په لار کې د ((خم)) ډنډ پر غاړه،خلکو ته وينا وکړه: ((خلکو! باخبر،زه [ستاسې] يو بشر يم،نژدى دى،چې[تلپاتې نړۍ ته] مې وبولي او د حق بلنه ومنم. دوه ارزښتمن څيزونه په ميراث درته پرېږدم : د خداى کتاب،چې پکې ښيون-هدايت او رڼا ده،مه يې پرېږدئ او منګولې پرې ولګوئ)) بيا يې وويل: ((او زما اهلبيت،کورنۍ مې،د خپلو اهل بيتو په اړه خداى دريادوم!(دا غونډله يې درې ځل وويله) ))
بيا د مستدرک د روايت له مخې زياتوي: ((هوښيار وسئ، چې تر ما وروسته له دې دوو پاتې شونو سره څرنګه چلن کوئ.دا دواړه بيخي يو له بله نه بېليږي،څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي))
د پېغمبراکرم له وروستۍ غونډلې پوهېداى شو،چې بايد د نبوي کورنۍ يو امام(چې په معتبرو رواياتو کې ټاکل شوى دى) اوږد عمر ولري، چې د نړۍ تر پايه ژوندى وي او تل په بشري ټولنه کې له قرآن سره جوخت او اوږه په اوږه وي او ددې دواړو (قرآن-اهل بيت) د نه بېلتون په اړه د پېغمبر وينا رښتيا شي.
٢-همدې ته ورته وينا حضرت جابر(رض) د پېغمبراکرم(ص) د عرفې له خطبې روايتوي. وايي: پېغمبر(ص) مې د حج پر مهال په عرفات کې وليد،چې پر خپل اوښ ((غضباء)) نومي سپور و او خلکو ته يې وويل: ((...خلکو! داسې څه درته پرېږدم،که منګولې پرې ولګوئ او لاس ترې وانخلئ،بيخي به بې لارې نشئ : د خداى کتاب او کورنۍ مې،چې زما اهل بيت دي.[16] ))
ترمذي ددې خبرې تر راوړو وروسته زياتوي،چې دا حديث له ابوذر،ابوسعيدخِدري،زيدبن ثابت او حُذيفة بن اُسيد(رضى الله عنهم)هم روايت شوى دى.
په دې روايت کې،پېغمبر اکرم(ص) خپل اهل بيت د قرآن هم اوږه کړي او ښيون په دوى او قرآن پورې ګڼي او د لمن نيول یې له بې لارۍ د ژغورنې لامل ښيي او وايي : هوښيار وسئ او ځير شئ،چې تر ما وروسته له دې دواړو سره څرنګه چلېږئ او پوه شئ،چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي او د کوثر ډنډ(د قيامت د ژغورنديو د راټولېدو ځاى)ته به را ته راشي.
له نظري اړخ دا يوه غوڅه قرآني مساله ده،چې اسماني کتابونه د خلکو ګروهيز،اخلاقي او د عمل لارښوونکي او امامان دي:
'((وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ [17]'= او تر دې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي،چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي . ))
د همدې آر په پامنيوي او ډډه پرې وهل،له قرآن سره د پېغمبر د اهل بيتو يوځاى کېدل د دوى مشرتوب او امامت هم جوتوي.
په بله وينا،د اسلام نظري اړخ په قرآن کريم کې ويل شوى؛خو بهرنى انځور يې د اهل بيتو په سيرت کې ښوول کېږي.
دا چې په نظري اړخ کې مو د قرآن امامت او مشرتوب منلې؛نو بايد په عملي اړخ کې هم د اهل بيتو امامت ومنو.
پردې سربېره،د پېغمبراکرم د وينا له مخې،ښيون يوازې په دې دوو ارزښتمنو ميراثونو پورې اړوند دى او پوهېږو،چې د قرآن ښيون په ټوليزه بڼه د ګروهيز،اخلاقي او عملي مسايلو په باب دى؛نو هرومرو به د قرآني اسلام[؛يعنې هغه اسلام،چې په قرآن کريم کې راغلى او مطلب، ددې دين اصول او ټوليز مسايل دي]څرګندول،بيانول او رڼا پرې اچول د اهل بيتو دنده وي،چې ښيون پوره شي.
(ب)په رواياتو کې د امامانو د شمېر ټاکنه:
رسول اکرم(ص)خبر کړي يو،کوم امامان،چې ورپسې راځي ((دولس)) تنه دي،چې دا مساله په صحاحو او مسانيدو کې روايت شوې ده:
١-امام مسلم په خپل صحيح کې له جابر بن سُمَرة(١)روايت کړى چې: رسول اکرم وويل: ((دا دين،تل او تر قيامته او هله،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان وي،ټينګ او پر ځاى دى.دا خلفاء ټول له قريشو ځنې دي.))
په دوو نورو روايتونو کې راغلي: ((تر هغې،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان شي))
په بل حديث کې: ((د دولسو تنو تر پايه)) (٢)
په صحيح بخاري کې راوي وايي:له پېغمبراکرم(ص)مې واورېدل،چې يې ويل: ((دولس تنه اميران او بولندويان دي)) راوي وايي:پېغمبر(ص)تر دې وروسته خبرې وکړې،چې پوه نشوم.پلار مې وويل: ويې وويل: ((هغوى ټول له قريشو څخه دي)).
بل روايت دى،چې يې وويل: ((د چا دښمني يې زيانمولاى نشي)). [18]
٢-بل روايت دى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((لا تزال هذه الامه مستقيماً امرها،ظاهرة على عدوها،حتى يمغى منهم اثنا عشر کلهم من قريش؛((د دې امت چارې به تل سمې او پر دښمنانو به برلاس وي،چې دولس تنه قريشي خلفا پرې تېر شي)) [19]
٣- په بل روايت کې راغلي،چې يې وويل: ((دا امت دولس تنه پالندويان لري، چا يې چې لاسنيوى ونه کړ،زيان ورته نشي وررسولاى،ټول له قريشو ځنې دي.))[20]
په بل روايت کې يې وويل: ((د دې امت چار به تل روان وي،تر هغې چې دولس تنه پرې ولايت ولري.))[21]
٥- له حضرت انس(رض)روايت دى،چې آنحضرت(ص) وويل : دا دين په هېڅ توګه نه ورکېږي،چې له قريشو نه دولس تنه وي او چې له نړۍ ولاړل،ځمکه خپل اوسېدونکي ډوبوي)) [22]
٦-په بل روايت کې يې ويلي: ((د دې امت چار تل بريا ته ورنژدې دى،چې ټول دولس تنه راپاڅي،دوى ټول قريشي دي)) [23]
٧-امام احمد بن حنبل،حاکم او نور له مسروق څخه روايتوي،چې ويې ويل: ((يوه شپه له عبدالله بن مسعود سره ناست وو او قرآن يې رازده کاوه،چې يو سړي ترې وپوښتل:اباعبدالرحمانه!ايا رسول اکرم دې پوښتلى و،چې د دې امت څو تنه خلافت ته رسي؟عبدالله وويل:عراق ته چې راغلى يم، داسې پوښتل شوى نه یم.په دې اړه مې پېغمبر پوښتلى او راته يې ويلي: ((هغوى د بني اسرائيلو د نقيبانو په شمېر دولس تنه دي.)) [24]
٨-ابن مسعود وايي،رسول اکرم وويل: ((تر ما وروسته خلفاء د موسى د نقیبانو په شمېر دي.)) [25]
تېر روايتونه په څرګنده وايي: د واليانو شمېر دولس تنه دى،چې ټول له قريشو ځنې دي.
علي(ک) په خپلې يوې وينا کې له قريشو مطلب څرګند کړى دى چې يې وويل: ((ټول امامان قريشي دي او د بني هاشمو(اهل بيتو) له ټبره ټاکل شوي،(ولایت) بې له دوى بل چاته روا نه دى او يوازې دوى (پر امت د ولايت)وړ دي.
وګورئ:نهج البلاغه،١٤٢خطبه،د مصر چاپ،مطبعة الاستقامه او همدا راز ويې ويل : هو،پر خداى قسم،ځمکه به بيخي د خداى لپاره د حق له حجته تشه نشي[دا قايم امام] يا بريمن دى او ښکاره او يا ډارن او پټ،چې الهي حجتونه او روښانه الهي نښې تل وي))[26]
د تېرو احاديثو نچوړ
[سمول]د تېرو احاديثو پايله او لنډيز دادى: ددې امت د امامانو شمېر پر له پسې دولس تنه دى،چې د نړيوالو دنيوي او اُخروي نېکمرغي به د دوى په ښوونو کې وي .
په لومړى حديث کې راغلي:
په دې حديث کې تر قيامته د اسلام تلپاتېتوب ته اشاره شوې او د امت امامان يې دولس تنه ښوولي دي.
په پينځم حديث کې راغلي:
دې حديث هم،د دين شتون او پايښت د دولس ګونو امامانو د عمر تر پايه تاييد کړى او عمر يې د دنيا پاى بولي.
اتم حديث،د امامانو شمېر يوازې دولس تنه ښيي: ((تر ما وروسته خلفا،د موسى (ع) د اصحابو د شمېر هومره دي.))
دا حديث راښيي،چې تر رسول اکرم وروسته به بې له دولس ګونو خلفاوو بل خليفه نه وي.
د دې رواياتو الفاظ په ډاګه وايي: ((د خلفاوو شمېر يوازې دولس تنه دى او وروسته ترې ګډوډي،د ځمکې نابودي او قيامت دى)) نور روايتونه،چې دغسې څرګندتوب نه لري،همدا(روايت) يې بيانوي.
نو ځکه شونې ده،چې د دولس ګونو امامانو د يو امام عمر دعادي انسانانو د عمر پر خلاف،اوږد او خارق العاده وي؛لکه چې همدا اوس دى او دولسم امام؛ حضرت مهدي په همدې توګه دى.
علماء څنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي؟
[سمول]په دې اړه عالمان بېلا بېلې څرګندونې لري:
د((ترمذي دسننو)) شارح،ابن عربي وايي: تر رسول اکرم وروسته اميران،مې،چې وشمېرل؛نو دا دي: حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علي، امام حسن، حضرت معاويه،يزيد،معاويه بن يزيد،مروان،عبدالمالک مروان، سليمان، عمربن عبدالعزيز،يزيد بن عبدالمالک،مروان بن محمد بن مروان،سفاح او...)) وروسته،تر خپل وخته ٢٧تنه عباسي خلفاء شمېري او وايي: په دوو کې تر سليمان ابن عبدالمالک پورې دي او که خليفه په واقعي مانا په پام کې ونيسو،موږ ته يوازې پينځه تنه پاتې کېږي: څلورګوني خلفاء او عمربن عبدالعزيز؛نو ځکه زه دې حديث ته کومه مانا نه مومم.)) [27]
قاضي عياض،د دې خبرې[چې له دې شمېر(دولس ګونو تنو)ډېر ولايت او واکمنۍ ته رسېدلي دي]په ځواب کې وايي: ((دا سمه نيوکه نه ده؛ ځکه پېغمبر ويلي نه دي،چې يوازې دولس تنه ولايت ته رسي؛البته دا شمېر ولايت ته رسېدلي دي او دا مطلب يې پر شمېر د ور زياتوالي مخه نه نيسي)) [28]
((سيوطي)) د خپل تاريخ په دولسم مخ کې یې په ځواب کې يوه خبره راوړى او وايي: ((د حديث مراد،د اسلام په اوږدو کې تر قيامته د((دولس ګونو خلفاوو شتون دى،چې پر حق عمل کوونکي وي،که څه پر له پسې نه وي.))
د فتح الباري (٦/٣٤١)مولف او هم سيوطي د خپل تاريخ په دولسم مخ کې ليکي: ((په يقين چې له دې شمېره(دولس ګونو) څلورګوني خلفا تېر شوي او پاتې نور د قيامت تر راتلو مخکې بايد هرومرو پوره شي.))
ابن جوزي وايي: ((نو ځکه داچې يې ويلي: ((وروسته به فتنه او ګډوډي وي)) مراد ترې د قيامت تر جوړېدو مخکې فتنې دي؛ لکه د دجال راوتل او وروسته هغه دى)) [29]
سيوطي وايي: ((له دې "دولسو تنو" څلور ګوني خلفا، حسن، معاويه، عبدالله بن زبير او عمربن عبدالعزيز،دا اته تنه واکمن شوي او احتمال دا چې عباسي خليفه مهدي(چې په عباسيانو کې؛ لکه په امويانو کې چې عمربن عبدالعزيز و)هم پرې ور زيات کړو او همدا راز طاهر عباسي د عدالت له امله يې؛نو بيا هم دوه تنه پاتې کېږي او د انتظار وړ دى، چې يو يې مهدي آل محمد(ص)له اهل بيتو څخه وي)).[30]
همداراز ويل شوي دي: ((د حديث مراد دا دى،چې هغه ((دولس تنه)) د خلافت د عزت په پېر،د اسلام په ځواکمنۍ او چارې يې ښه سمبالې وي،هغه کسان (دولس تنه)،چې د واکمنۍ پر مهال يې اسلام عزتمن شوى او ټول مسلمانان پرې راټول وي)).[31]
سيوطي،د خلفاوو تاريخ:لسم مخ د بيهقي له خولې ليکي : ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٩ :
((دا شمېر(دولس تنه)د وليدبن يزيد بن عبدالمالک تر مهاله واکمن شول بيا ستره ګډوډي شوه او ورپسې د عباسيانو حکومت راغى او دا چې پر نوموړي شمېر يې ور زياتوي علت يې دا دى،چې د حديث ځانګړنې يې پرېښي يا يې له دولس تنو هغه کسان شمېري،چې له سترې ګډوډۍ وروسته راغلي دي.)) او همداراز ويلي يې دي: ((پر چا چې امت يوه خوله شوې درې ګوني خلفا ورپسې حضرت علي په صفين کې د منځګړتوب تر وخته،چې حضرت معاويه يې پر هغه ورځ خليفه ونوماوه .بيا د امام حسن له سولې سره،پرحضرت معاويه يوه خوله شول او تر دې وروسته يې پر زوى يزيد. حسين هم خلافت ته تر وررسېدو مخکې ووژل شو.د يزيد په مړينه اړپېچ پيدا شو، تردې چې د عبدالله ابن زبير (رض) تر وژنې وروسته،پر عبدالملک مروان يوه خوله شول او ورپسې پر څلورو زامنو يې: وليد،سليمان،يزيد او هشام،چې په دوى کې عمربن عبدالعزيز د سليمان او يزيد تر منځ په يوه واټن کې و او دولسم يې وليدبن يزيدبن عبدالملک و،چې خلکو له هشام وروسته پرې يوه خوله شول او څلور کاله يې واکمني وکړه)) [32]
نو ځکه د دې دولسو تنو خلافت په دې دليل سم دى، چې مسلمانان پرې يوه خوله ول او پېغمبر مسلمانانو ته د دوى خلافت(چې خلکو ته به اسلام ورلېږي) زېرى ورکړى دى.
ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي: ((دا خورا غوره مخونه ده)) او ابن کثير وايي: ((د بيهقي لار د منلو نه ده،چې يو شمېر ورسره يوه خوله دي؛ يعنې داچې له پرله پورې خلفاوو؛د حديث مراد تر وليدبن يزيد بن عبدالملک پورې دى؛ځکه د دې "وليد" تر وخته خلفاو تر "دولسو تنو" زيات ول،په دې دليل،چې د حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علي خلافت سم ول او وروسته ترې امام حسن بن علي دى.په دې دليل،چې حضرت علي وصيت کړى و او د عراق خلکو ورسره بيعت کړى و،تردې چې له حضرت معاويه سره يې سوله وکړه.ورپسې يزيد ابن معاويه،معاويه بن يزيد،مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان،وليدبن عبدالملک،سليمان بن عبدالملک،عمر بن عبدالعزيز،يزيدبن عبدالملک او هشام بن عبدالملک دى،چې ټول پينځلس تنه کېږي.ورپسې وليد بن يزيد بن عبدالملک او که تر عبدالملک مخکې د عبدالله بن زبير(رض) واکمني وشمېرو؛نو اولس تنه کېږي.په دې شمېرنې سره يزيد بن معاويه په هغو دولسو تنو کې راځي؛ خو عمربن عبدالعزيز ترې وځي،هغه عمربن العزيز،چې ټول مشران یې په ستاېنه يوه خوله دي او له خلفاى راشدينو يې شمېري او ټول خلک يې پر عدالت قايل دي او د واکمنۍ پير يې خورا ښه وخت و،ان شيعه هم پرې منښته کوي.
که ووايي :((ما يوازې هغه کسان شمېرلي،چې امت پرې يوه خوله شوي؛ نو لازمه يې دا ده،چې علي او زوى يې و نه شمېرل شي؛ځکه ټول خلک پرې يوه خوله نه ول؛ځکه ټولو شاميانو ورسره بيعت و نه کړ)) نو ددې ليد له مخې وايو: ((په دې مسلک کې،درې ګوني خلفاء معاويه، يزيد، عبدالملک،وليدبن سليمان،عمربن عبدالعزيز، يزيد او هشام شمېرل کېږي،چې ټول لس تنه کېږي او په دوى پسې وليدبن يزيدبن عبدالملک دى،چې د دې ليد لازمه د علي او زوى (حسن) يې ترې ايستل دي،چې دقيقاً دا نظر د اهل سنتو د امامانو او بلکې د شيعه و د څرګندونو پر خلاف دى)) [33]
ابن جوزي په ((کشف المشکل))کتاب کې د دې مخونو په ځواب کې دوه نور دلايل وړاندې کوي چې وايې: لومړى: ((پېغمبر (ص) په خپل حديث کې تر ځان او اصحابو کرامو وروسته پېښو ته اشاره نه کوي؛ځکه د اصحابو حکم د آنحضرت(ص)له حکم سره تړلى دى؛نو پايله داچې،تر اصحابو کرامو وروسته، راغليو واکمنو په اړه روايت دى،وينا يې د اموي خلفاوو شمېر ته اشاره ده؛ لکه چې د آنحضرت (ص) خبره ((لايزال الدين))؛يعنې ولايت تر هغه دوام لري،چې دولس تنه واکمن شي.بيا اوضاع تر لومړي حالته هم بدترېږي.په دې شمېر کې لومړى اموي خليفه يزيد بن معاويه او وروستى يې مروان حمار دى،چې ((ديارلس تنه))کېږي. حضرت عثمان،حضرت معاويه او عبدالله بن زبير (رض) نه شمېرل کېږي؛ځکه دوى اصحاب دي،که مروان بن حکم هم (له دې امله،چې د صحابيتوب په اړه يې اړپېچ دى او د عبدالله بن زبير(رض) پر وړاندې يې ماته وخوړه او خلک پر ابن زبير راټول شول) ترې وباسو؛نو د ((دولس تنو شمېر)) رښتيا کېږي.له امويانو،چې خلافت ووت؛ نو سترې فتنې،ګډوډۍ او خونړۍ حالت رامنځ ته شو،تردې چې عباسيانو حالات کابو کړل او حالات يې له بيخه واړول)) [34]
ابن حجر په ((فتح الباري))کې دا استدلال رد کړى دى.
دويم:ابن جوزى دا برخه له هغې ليکنې راخستې،چې((ابوالحسين ابن منادي)) د ((مهدي)) په اړه کښلې او وايي: شونې ده،چې دا موضوع تر مهدى وروسته په حالاتو پورې اړوند وي،چې په آخرالزمان کې راوځي؛ځکه ما د ((دانيال)) په کتاب کې ليدلي،چې مهدي وفات شي؛ نو د ((سبط اکبر)) له کړوسیو پينځه تنه واکمنۍ ته رسي، ورپسې د ((سبط اکبر)) له کړوسیو پينځه تنه د دوى وروستۍ د((سبط اکبر)) يو تن خپل وصي کوي،چې وروسته يې خپل زوى واکمنېږي او په دې توګه ((دولس تنه))واکمنېږي،چې هر يو يې امام او مهدى دى))
همداراز وايي: ((په بل روايت کې دي،چې وروسته ترې دولس تنه نارينه (شپږ تنه د حسن اولاده،پينځه تنه د حسين اولاده او بې له دوى يو تن) حکومت ته وررسي او دا چې وروستۍ تن مومي؛نو فساد نړيوالېږي.))
ابن حجر په صواعق کې پر دې حديث يو لمن ليک کښـلى او وايي: ((دا يو خوشى روايت دى،چې ډاډ پرې نشته)) [35]
بله ډله وايي: ((غالب ګومان دا دى،چې پېغمبراکرم په دې حديث کې تر ځان وروسته له عجايبو خبر کړي يو؛هغه فتنې،چې خلک په يوه وخت کې تالاترغۍ کوي او د((دولسو تنو اميرانو))ولکې ته يې راکاږي او که يې بې له دې غوښتي واى؛نو يې ويل: ((دولس اميران دي،چې دغسې کوي)) او داچې دغسې ځانګړنې يې ورته ويلي نه دي؛نو پوهېږو،چې دوى به په يوه وخت کې وي.)) [36]
ويلي يې دي: په پينځمه لېږديزه پېړۍ کې په ((اندلس))کې يوه پېښه وشوه،چې شپږو تنو ځانونه ((خليفه))ګڼل،پردې سر بېره،د مصر واکمن، د بغداد عباسي خليفه او له علويانو او خوارجو او همدا راز د خلافت نور مدعيان هم ول. [37]
ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي:دا د هغه چا خبره ده،چې تش په بخاري کې په لنډو يو راغلي حديث پوهېږي؛نه نور څه. [38]
او همدا راز وايي: په يوه وخت کې شتون يې،ګډوډي او بېلتون دى چې دا د حديث مرادېداى نشي.))
[39]نو د همدې څېرنې له مخې د هېواد ستر عالمان او فرهنګي شخصيتونه؛لکه محمد جلال الدين بلخي (٦٧٢س مړ) شيخ نورالدين عبدالرحمان جامي(٨٩٨س مړ)شيخ سليمان قندوزي حنفي او خوشال بابا او همدا راز امام جويني په فرايد السمطين کې شيخ علي بن محمد مالکي په ابن صباع مشهور(٨٥٥س مړ) په خپلو اثارو کې د دولس ګونو امامانو نومونه راخلي،چې موږ د شیخ قندوزي ( د ینابیع المودة۹۹ مخ) په عبارت بسیا کوو:
1. امام علي بن ابي طالب
2. امام حسن بن علي .
3. امام حسین بن علي.
4. امام علي بن الحسين (زين العابدين ) .
5. امام محمد بن علي (باقر).
6. امام جعفربن محمد (صادق ) .
7. امام موسى بن جعفر (کاظم ).
8. امام علي بن موسى (رضا) .
9. امام محمد بن علي (جواد ) .
10. امام علي بن محمد(هادي)
11. امام حسن بن علي (عسکري) .
12. امام محمد بن حسن (مهدي منتظر) .
خوشال بابا وايي :
تر مهدي پورې يولس دي يا دولس
چې همه واړه ددنيا ددين سرور دي
له اوله تراخره کــــــــه ګروهيږي
'د بتول اولاد مې واړه نور بصردي [40]'
ددې روايتونو حقيقي مفهوم
[سمول]د دولس ګونو امامانو په اړه،چې کوم روايتونه راغلي،که راټول یې کړو او په ورته ځير شو؛نو حقيقي مفهوم ترې لاس ته راځي او د هغو مخونو په ناسموالي به هم وپوهېږو،چې په دې اړه يو له بل سره اړخ نه لګوي:
١-د پېغمبر اکرم خلفا او د اسلام مخکښان تر دولسو تنو نه اوړي او ټول قريشى ځنې دي.
و يکون لهذه الامع اثنا عشر قيما کلهم من قريش= دې امت ته دولس تنه پالندويان دي،چې ټول له قريشو ځنې دي.[41]
او يا:يملک هذه الامه اثنا عشر خليفه=دې امت ته به دولس تنه خلفا وي.
اويا:يکون بعدى اثنا عشر خليفه کلهم من قريش= تر ما وروسته به دولس تنه خلفا وي،چې ټول له قريشو ځنې دي.
٢-دوى پر له پسې تر قيامته په امت کې وي :
((د خلافت چارې تر هغې،چې ان په نړۍ کې دوه تنه پاتې وي،په قريشو کې به وي)) [42]
چې دا حديث د نړۍ تر پايه د خلافت غځیدا اعلانوي . دا حديث [...دا دين،چې تر هغې دولس تنه خلفا پر تاسې واکمن وي،تر قيامته پاتې کېږي] تر قيامته د دين د پاتې کېدو زېرى راکوي او همدا راز د دولس تنو خلافت اعلانوي،په دې مانا چې پېغمبر اکرم څرګندوي،چې دين مې تر قيامته پاتې کېږي،چې دا موده د دولس ګونو امامانو د خلافت موده هم ده،چې بايد لږ تر لږه له دې خلفاو د يوه عمر هومره اوږد وي،چې د خلافت وخت يې تر قيامته وغځېږي .
تر رسول اکرم(ص) وروسته د دولس ګونو امامانو ښوونه
[سمول]د اهل سنتو په سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه :
[سمول](الف):امام جويني [43] له عبدالله بن عباس څخه روايتوي،چې ويې ويل: رسول اکرم (ص) وويل : زه د پېغمبرانو ښاغلى يم او علي بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى او بېشکه تر ما وروسته وصيان مې ((دولس)) تنه دي،چې لومړى يې علي بن ابيطالب او وروستى يې مهدي دى)).
(ب)امام جويني بيا هم په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي چې و يې ويل:رسول اکرم(ص) وويل: ((په واقع کې تر ما وروسته خلکو ته مې خلفاء،وصيان او حجتونه ((دولس))تنه دي،لومړى يې زما ورور او وروستى يې زما زوى دى)) ورته وويل شو: رسول الله!ورور مو څوک دى؟ورته يې وويل: ((علي بن ابيطالب)) ورته وويل شو:زوى مو څوک دى؟ورته يې وويل :((هغه مهدي دى،هغه چې ځمکه به له عدله ډکوي لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې . پر هغه سوګند،چې زه يې پر حق زېرى ورکوونکى او ګواښنګرى لېږلى يم،که له نړۍ يوه ورځ هم پاتې نه وي، خداى به دا ورځ هومره اوږده کړي،چې زوى مې مهدي راووځي،د خداى روح عيسى بن مريم راکېوځي او لمونځ ورسره کوي، ځمکه به د پالونکي له رڼا روښانه شي او واکمني به يې ختيځ او لويديځ راونغاړي))
(ج)امام جويني بيا هم په خپل سند روايتوي،چې راوي وويل : وا مې ورېدل،چې رسول اکرم وويل :
((انا و على و الحسن و الحسين و تسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون = زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه زامن سپېڅلي او سپينلمني يو)) [44]
د اسلام په تاريخ کې واکمنو هڅه کړې،چې دغسې احاديث د اسلامي امت له لاسرسۍ لرې وساتل شي؛خو بيا هم عالمانو خورا هڅې کړي،چې احاديث د خلکو غوږونو ته ورورسول شي.
امامان مې دي بصر
محبت د خاندان لرم په زړه کې
دولس واړه امامان مې دې بصر
د نبوي کورنۍ د مشرانو لنډ ژوند ليک
شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي (ينابيع المودة ٩٩ مخ) دولس مشران داسې ښيي :
۱-امام علي بن ابي طالب
۲-امام حسن بن علي .
۳- امام حسین بن علي.
۴-امام علي بن الحسين (زين العابدين ) .
۵-امام محمد بن علي (باقر).
۶-امام جعفربن محمد (صادق ) .
۷-امام موسى بن جعفر (کاظم ).
۸-امام علي بن موسى (رضا) .
۹-امام محمد بن علي (جواد ) .
۱۰-امام علي بن محمد(هادي)
۱۱-امام حسن بن علي (عسکري) .
۱۲-امام محمد بن حسن (مهدي منتظر) .
لومړى امام : اميرالمؤمنين علي(ک)
[سمول]پلار:ابوطالب بن عبدالمطلب بن هاشم
مور:فاطمه بنت اسد بن هاسم
کنيه:ابوالحسن و الحسين ابوتراب
لقب:اميرالمؤمنين
زوکړه:په کعبه کې تر((عام الفيل))دېرش کاله وروسته .
شهادت:پر څلوېښتم لېږديز کال يو خارجي عبدالرحمن بن ملجم شهيد کړ او له کوفې بهر په نجف اشرف کې ښخ شو.
د حضرت علي(ک)مور،فاطمه بنت اسد د دوه ځانۍ پر حال پر طواف بوخته وه،چې د زوکړې درد پرې راغى،په دې وخت کې د کعبې په دېوال کې چاود رامنځ ته شو او هغه ورننووته او زوى يې ((علي)) وزېږېد.په دې اړه د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: [45]
حضرت علي (ک) د پېغمبراکرم(ص) د تره (ابوطالب د بني هاشمو مشر او شيخ) زوى دى او د مشهورو روايتونو له مخې له بعثته لس کاله مخکې زېږېدلى او شپږ کاله وروسته،چې په مکه او شاوخوا کې وچکالي راغله؛نو پېغمبر(ص) خپل کور ته راووست او تر پالنې لاندې يې ونيو[46].
پېغمبر اکرم ،چې پر "نبوت" مبعوث شو او د لومړي ځل لپاره پرې په "حرا غار" کې وحې راکيوته؛نو چې کور ته راغى دا پېښه يې علي (ک) ته وويله اوعلي (ک) پرې ايمان راووړ[47].
پېغمبراکرم(ص) چې خپل نژدې خپلوان راټول کړل او ديني بلنه يې ورکړه؛نو ويې ويل:(( چا مې چې لومړى بلنه ومنله؛نو خليفه،وصي او وزير به مې وي))؛نو دلته يوازې علي (ک) راپورته شو او ايمان يې راووړ او پېغمبر(ص) یې هم ايمان ومانه او خپلې کړې ژمنې يې ورسره پرځاى کړې[48].
علي (ک) تل له پېغمبراکرم(ص) سره و او،چې مدينې ته يې هجرت کاوه؛نوعلي (ک) يې پر ځاى په بستره کې ويده شو،کفارو د پېغمبر(ص) کور محاصره اوغوښتل يې د شپې په وروستيو کې يې ووژني[49]،بيا يې د پېغمبر(ص) د وصيت له مخې له پېغمبر(ص) سره د خلکو امانتونه بېرته خلکو ته وسپارل،خپله مور او د پېغمبر(ص) لور فاطمه بي بي له دوو نورو ښځو سره له ځانه سره مدينې ته بوتلې[50].
په مدينه کې هم تل د رسول الله (ص) ملګرى و په خلوت او نورو وختونو کې ورسره و او تر نظر يې نه و غورځولى،خپله ګرانه لور فاطمه يې ورنکاح کړه او چې د اصحابو ترمنځ یې د ورورۍ تړونونه کول(وروري يې جوړوله)؛نو علي (ک) يې خپل ورور وګاڼه[51].
علي (ک) له پېغمبراکرم(ص) سره په ټولو جګړو اوغزاګانو کې برخه اخستې؛خو يوازې په "تبوک غزا"کې یې په مدينه کې پر خپل ځای پرېښود.[52]
په يوه جګړې کې هم په شا نه دى راغلى او له يوه حريفه يې هم مخ نه دى رااړولى په هېڅ کار کې يې د پېغمبر(ص) سرغړونه او مخالفت نه دى کړى لکه،چې آنحضرت (ص) ويلي:((علي کله هم له حق او حق له علي نه بېلېږي.[53]))
علي (ک) د پېغمبراکرم(ص) د رحلت پر وخت ٣٣ کلن و،سره له دې ،چې په ټولو ديني فضايلو کې له اصحابو کرامو ړومبى و؛خو په دې نامه او عنوان،چې عمر يې لږ او ځوان دى او له پېغمبراکرم(ص) سره په غزاګانو کې وينې توې کړې او خلک یې دښمنان دي؛نو ځکه يې له خلافته ګوښه کړ.(په دې باب د مشرپوهنې د ویینې دويم شمېره پايليکونه وڅېړئ) او په دې توګه د علي (ک) لاس له ټولو ټولیزو کارونو لنډ شو.دى هم ګوښه کېناست او ٢٥ کاله يې د وګړيو په روزنه تېره کړه او د علمي ،فقهي او پوځي ستونزو په هوارۍ کې به درې ګونو خلفاوو(رضى الله عنهم ) ورته مراجعه کوله او ده به هم ورته سلا مشوره ورکوله بې له دې،چې په زړه کې ورته ټګي برګي ولري.
حضرت علي،تقريباً څلور کاله او نهه مياشتې خليفه و،د پېغمبراکر(ص) خوى او سيرت يې درلود،خپل خلافت ته يې د خوځښت، غورځنګ او اوښتون بڼه ورکړه او په سمونو يې پيل وکړ،چې البته د ځينو په زيان و؛نو ځکه يو شمېر اصحاب،چې په سر کې يې ام المؤمنين عايشه رضى الله عنها، حضرت طلحه ، حضرت زبير او حضرت معاويه (رضى الله عنهم ) وو، د درېيم خليفه حضرت عثمان (رضى الله عنه) د غچ اخستنې په پلمه دهغه پر ضد راپاڅېدل.
علي (ک) ددې فتنو د هوارۍ لپاره له ام المؤمنين حضرت عايشې بي بي،حضرت طلحه او حضرت زبير (رضي الله عنهم ) سره ،بصرې ته څېرمه جګړه وکړه،چې د"جمل جګړې" په نامه مشهوره ده او يونيم کال يې د عراق او شام په پولو کې له حضرت معاويه سره جګړه اوږده شوه ،چې د "صفين" په نامه يادېږي او بله جګړه يې له خوارجو سره په نهروان کې وکړه،چې د "نهروان"جګړې په نامه يادېږي،چې په دې توګه د حضرت علي (ک) ډېر وخت د دنننيو ربړو او اړپېچونو په هواري کې تېر شو.
خوشحال بابا[54] وايي:
که خلاف يې د اصحاب په مينځ کې وشي
د مفهوم کارهغو زده چې مفــــــــــهوم دى
چې په جنګ دعلي له لور يـــــــــه ومړل
پرهغوى باندې ګواهي له چې مرحوم دى
او په پای کې تر لنډې مودې وروسته د هجرت پر څلوېښتم کال د رمضان پر ١٩مه د کوفې په جومات کې د نمانځه پر مهال د ځينو خوارجو له لاسه ټپي او د همدې مياشتې پر ٢١مه شهيد شو[55].
علي (ک) د تاريخ په لېینه او د دوست او دښمن په منښته،په انساني کمالاتو کې نيمګړی نه و او په اسلامي فضايلو کې د پېغمبر د روزنې او پالنې بشپړه بېلګه و. د علي (ک) د وګړې - شخصيت په باب ،چې سني او شيعه او نورو څېړونکيو کوم کتابونه کښلي،د هېڅ يو تاریخي وګړي په باب نه دي کښل شوي.علي (ک) په پوهه کې د پېغمبراکرم(ص) له يارانو او نورو پوه و او په اسلام کې لومړى تن و،چې په علمي ویینو کې يې د استدلال او برهان ور پرانيست او په الهي معارفو کې يې فلسفي ویینه کوله او د قرآن د باطنو په باب يې خبرې کولې او د قرآن د الفاظو ساتنې او خوندي کولو ته يې عربي پښویه – ګرامر جوړ کړ او په عربو کې غښتلى مبلغ ، ویناوال او وياند و،دعلي (ک) مړانه ،متل و.
خوشال بابا:
د رستم د مړنتوب خبرې هېـــــڅ شوې
ذوالفقار،چې يې ياد شوى په قصص
د آنحضرت (ص) د زمانې په غزاګانو کې يې برخه اخستې او کله يې هم وېره زړه ته نه لوېده ، په ځينو غزاګانو کې،چې مجاهدينو ته وېره او ځينو تېښته کوله؛نو ده کله هم دښمن ته شا نه کړه او نه يې تېښته کړې وه کله هم داسې نه دي شوي،چې د باطلو لارويان ورسره لاس په ګړېوان شوي وي؛خو هغوى يې له پښو نه وي غورځولي او په عين حال کې د بشپړ ځواکمنۍ پر وخت يې ناتوان نه واژه په تېښتې والا پسې به نه تله،ناڅاپي برېدونه يې نه کول او په دښمن يې اوبه نه تړلې .
خوشال بابا :
په داهسې مړنــــــتوب يې آفرين وو
چې په کار يې محــــــمد شو فرحـناک
که سواره يې مړني د لښـــــکر ډېر دي
لاس زما د دلدل سوار د زين فـــتراک
د تاريخ غوڅ حقايق دي،چې د خيبر په غزا کې يې د کلا د ور کړۍ ته لاس کړ،ويې خوځوله او ور يې راوايسته او لرې يې واچاوه. [56]
خوشحال بابا:
د خيبر په کوټ يې هسې زور ښکاره کړ
چې له ويخـــــــــــــــه يې راونړول پاک
همداراز د مکې د سوبې پر ورځ،چې د پېغمبراکرم په امر بوتان ماتېدل؛نو پېغمبر(ص)،علي (ک) پرخپلو اوږو کعبې ته جګ کړ او د هبل ستر بوت،چې له ډبرو جوړ شوى و، له ځايه راونړاو کښته يې راګوذار کړ.[57]
علي (ک) په ديني تقوى کې بې سارى و، پېغمبر(ص) دهغوى په ځواب کې ،چې له علي يې ګيله کوله داسې ويل : ((علي مه رټئ؛ځکه هغه پر خداى میین دى.[58]))
ابودردا(رض) يوځل د کجورو په بڼ کې وليد،چې د وچ لرګي په څېر پروت دى؛نو فاطمې بي بي کره راغى او دعلي د مړينې تسليت يې ورته ووايه، فاطمې بي بي ورته وويل:(( د تره زوى مې مړ شوى نه دى؛بلکې په عبادت کې د خداى له وېرې بېسده شوى،چې دا حالت پرې ډېر راځي)) .
علي (ک) به د نشتمنو لاسنيوى کاوه او ورسره به يې له کرم او سخا څخه کار اخسته ،چې په دې باب ډېرې کيسې شته. څه،چې لاس ته ورتلل د خداى په لار کې يې نشتمنو ته ورکول پر ځان يې تنګسه تېروله او ساده ژوند يې کاوه.د علي (ک) له بزګرۍ سره جوړه وه او کارېزونه يې ايستل،ونې بوټي يې کرل او شاړې ځمکې يې ابادولې،چې لاس ته راغلي یېبرې - حاصلات یې پر نشتمنو ویشل. د حضرت علي اوقاف دعلي (ک) د صدقاتو په نامه مشهور وو او د هغه په وروستيو وختونو کې کلنۍ ګټې ٢٤ زرو دينارو ته رسېدې [59].
حضرت امام ابوحنيفه (رح) ويلي دي :
څوک،چې دعلي (ک) پر وړاندې راپاڅېدلي؛نو علي (ک) پرحق و او که علي (ک) یې مقابلې او ځپلو ته اقدام نه واى کړى؛نو په مسلمانان کې څوک په دې نه پوهېدل،چې له دغسې ډلو سره څه ډول دريځ ونيسي او په دې باب شرعي مکلفيت څه دى؟او اړنګ - شک نشته ،چې علي (ک)هغه وخت له طلحه (رض)او زبير(رض) سره جګړه وکړه،چې دوى دواړو ورسره بيعت کړى و او بيا يې ورسره په مخالفت لاس پورې کړ اوعلي (ک) د جمل پر ورځ له دوى سره په انصاف او نیاو - عدل چلن وکړ. علي (ک)د مسلمينو علم او بيرغ و؛نو شرعي اسلامي حکم دى ،چې له باغيانو سره به جګړه کوئ[60].
سفيان ثوري رحمة الله عليه وايي: علي (ک)،چې له چا سره جنګېدلى؛نو دريځ يې پرحق دى[61] .
ابن حجرعسقلاني رحمة الله عليه وايي : د جمل، صفين او ... جګړو کې علي پرحق و[62].
ابن همام حنفي (رح) وايي : علي (ک) د جمل اوصفين په جګړ و کې پرحقه و او[63] ...
ابن عربي (رح) وايي : شاميانو،چې له بيعته ډډه کوله ،اهل جمل او اهل نهروانو،چې له بيعته یې سرغړونه کړې وه؛نو علي (ک)،چې ورسره جګړه وکړه پر حق و او د دوى ټولو حق دا و،چې په علي (ک) پسې لمونځ وکړي او څه ،چې د دوى غوښتنې وې ورسره يې اوڅار- مطرح کړې واى؛نو داچې دوى ټولو دا دنده پرېښوه؛نو د پالونکي دا آيت پرې تطبيقېږي :
'[فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ[64]'= له ياغيانو سره ترهغه وجنګېږئ ،چې د خداى امر ته غاړه کېږدي.[65]]
دويم امام :حسن بن علي بن ابيطالب
[سمول]مور:فاطمه الزهرا د رسول اکرم لور
کنيه:ابومحمد
لقب:سبط اکبر،مجتبى
زوکړه:په مدينه کې په لېږديز درېیم کال د رمضان په نيمايي کې
شهادت:د پينځوسم لېږديز کال د صفرې پر اته ويشتم شهيد شو او د مدينې په بقيع هديره کې ښخ شو.امام حسن او امام حسين (رضي الله عنهما) له فطمة الزهرا نه د حضرت علي (ک) دوه زامن دي،چې په څو څو وارې پېغمبر ويلي :(( حسن او حسين مې زامن دي)) ځکه علي (ک)به نورو زامنوته ويل : ((تاسې زما زامن ياستئ حسن او حسين دپېغمبر(ص) زامن دي.[66])) امام حسن د هجرت په درېيم کال په مدينه کې زېږېدلى[67] . او وه کاله او څو مياشتې يې له نيکه سره تېرې کړي.د مور فاطمې بي بي تر وفات وروسته (چې له پلاره درې يا شپږ مياشتې وروسته يې له نړۍ سترګې پټې کړې) يې خپل پلار علي (ک) پالنه وکړه. امام حسن (رض) د خپل پلار تر شهادت وروسته د خداى په امر او د پلار د وصيت له مخې امامت ته ورسېد او د ظاهري خلافت چارې يې هم ترلاسه کړې،چې نژدې شپږ مياشتې وې. په دې وخت کې حضرت معاويه،چې مخکې يې د حضرت عثمان (رض) دغچ اخستو په پلمه او دا ځل په ډاګه د خلافت ترلاسه کولو په نامه د عراق پلو ته لښکرې راماتې کړې او جګړه يې پيل کړه. بلخوا حضرت معاويه د امام حسن بولندویان په پيسو اخستي وو او ځينې يې په ژمنو تېر ايستل او د امام حسن لښکر يې دهغه پر ضد را وښراوه[68] . پايله دا شوه ،چې امام حسن سولې ته اړ شو او ظاهري خلافت يې حضرت معاويه ته وسپاره(په دې شرط،چې د حضرت معاويه تر مړينې وروسته به خلافت امام حسن ته سپاري او د ده کورنۍ او لارويان به له تېري خوندي وي[69]) او په دې توګه حضرت معاویه اسلامي خلافت قبضه کړ اوعراق ته راغى او په يوه ستره غونډه کې يې د سولې شرايط لغوه اعلان کړل [70] او له هرې شونې لارې يې اهل بيت اولارويان وځورول .
خوشال بابا وايي :
خلافت د چــــــــار يارانو
په دېرش کاله وويــــــــارانو
بيا د پسه بادشاهي شوه
په سپېدې کې ســـــياهي شوه
اول بغى راپيدا شـــــول
څوک بادشاه څوک امر اشول[71]
پېغمبر اکرم (ص)، امام حسن ته په خطاب کې ويلي : (( دا زوى مې سيد او ښاغلى دى او ښايي،چې الله تعالى د ده له لارې د مسلمانانو د دوو لويو ډلو ترمنځ سوله راولي.[72]))
امام حسن د خپل امامت لس کلونه په ډېره تنګسه او اختناق کې تېرکړل،له هېڅ ډول امنيته( ان پخپل کور کې) برخمن نه و.په پای کې پر پنځوسم س کال د يوى طرح له مخــــــــــــى د خپلې ښځې له لاسه مسموم او شهيد شو[73].
امام حسن په انساني کمالاتو کې د پلار يادګار او د خپل نيکه بشپړه بېلګه و،پېغمبراکرم په خپل ژوند دوى له ځان سره کېنول او کله يې پر اوږو سپرول. سني او شيعه له پېغمبر(ص) نه روايت کړي : ((دا دواړه زامن مې امامان دي،که ولاړ وي يا ناست)) (د ظاهري خلافت تر لاسه کولو يا نه کولو ته اشاره ده) (ارشاد مفيد ١٨١.اثبات الهداً ٥/١٢٩ مخونه) همداراز د دوى د امامت په باب له پېغمبراکرم(ص) اوعلي (ک) نه ډېر روايتونه راغلي دي.
درېیم امام : حسين بن علي بن ابيطالب
[سمول]مور: فاطمه الزهرا د پېغمبراکرم لور
کنيه:ابوعبدالله
لقب:سبط،د کربلا شهيد
زوکړه: په مدينه کې پر لېږديز څلورم کال د شعبان درېیمه
شهادت:پر ٦١س د محرم پر لسمه له خپلو اهلبيتو او يارانو سره يزيديانو په کربلا کې شهيدان کړل او زيارت يې د عراق په کربلا کې دى . [74]
امام حسين(سيدالشهداً) د فاطمې بي بي دويم زوى دى،چې پر څلورم هجري کال زېږېدلى.امام حسين د خپل مشر ورور امام حسن له شهادت وروسته د خداى تعالى په امر او د امام حسن د وصيت له مخې امامت ته ورسېد.[75] اولس کاله يې د امامت زمانه وه،چې دا عمر يې بې له وروستيو شپږو مياشتو د حضرت معاويه د خلافت په زمانه کې تېره کړه. دا وخت پرې په ډېره تنګسه او ناوړه شرايطو تېر شو؛ځکه په دې وخت کې ديني قوانينو او مقرراتو خپل اعتبار له لاسه ورکړى و او حکومتي غوښتنو د خداى تعالى او رسول (ص) د سپارښتنو ځاى نيولى و،حضرت معاويه او ملګرو يې د اهلبيتو او لارويانو ځپنې او د علي (ک) او آل علي له منځه وړنې ته له هرې چارې ګټنه وکړه او پردې ټولو سربېره حضرت معاويه د خپل زوى يزيد د بې بندوبارۍ له امله په دې کار ناخوښه وو؛نو حضرت معاويه د نويو مخالفتونو دراښکارېدو مخنيوي ته ډېره سختي کوله. پر امام حسين (رض)هرومرو دا تپې تيارې تېرېدې او د زمانې له واکمنو يې هر ډول ربړونې او اروایز ازار زغمه،چې د شپېتم س کال په منځنيو وختونو کې حضرت معاويه له نړۍ ستر ګې پټې کړې او يزيد د پلار ځایناستی شو. [76]
بيعت يو عربي دود او سنت و،چې په مهمو کارونو لکه سلطنت او امارت کې ترسره کېده او چا چې امير يا سلطان ته د بيعت لاس ورکړ؛نو تر بيعت وروسته ورسره مخالفت قومي ننګ ګڼل کېده او لکه په سند کې،چې تر لاسليک وروسته سرغړونه ګناه او جرم شمېرل کېږي دغسې له بيعته سرغړونه هم وه او بيعت د پېغمبراکرم په سيرت کې هم (فى الجمله په هغو ځايونو کې،چې پخپله خوښه او بې له زورزياتي کېده) اعتبار درلود .
حضرت معاويه هم يزيد ته د قوم له مخورو او مشهورو کسانو بيعت اخستى و،حسين (رض) يې همداسې پرپېښى و په تېره دا،چې يزيد ته يې وصيت کړى و[77]. که امام حسين (رض) بيعت ونه کړ؛نو چوپه خوله شه او مساله همداسې پرېږده،چې رښتيا هم حضرت معاويه پر مسالې سم پوهېدلى و او ناوړې پايلې يې سمې انځور کړې وې؛خو يزيد د بې باکۍ او ځانمنۍ له امله د پلار وصيت ولتاړه او د پلار په مړينې پسې سملاسي يې د مدينې والي ته حکم وکړ،چې له امام حسين (رض) نه راته بيعت واخله او که نه سر يې شام ته راولېږه[78].
د مدينې والي،امام حسين (رض) ته د يزيد غوښتنه ورسوله،امام ورنه مهلت وغوښت،چې زه به په دې باب غور وکړم. هغه و،چې د شپې له خپلې کورنۍ سره مکې پلو ته وخوځېدل او په بيت الله کې (چې په اسلام کې د امن رسمي ځاى دى) يې پناه واخسته. دا پېښه په شپېتم هجري کال د رجب په وروستيو او د شعبان په لومړيو کې وشوه او امام تقريبا ًڅلور مياشتې د مکې په ښار کې د ګډوال په توګه وسېده ،چې په ورو ورو دا خبراسلامي ښارونو کې خپور شو. يو خوا ډېر خلک د مخکني چارواکي د ځورونې له امله زړه بدي وو او د يزيد خلافت يې پر ټپونو مالګه ودوړوله؛نو له امام سره يې اړيکې ونيوې او خواخوږي يې ښکاره کوله. بلخوا له عراقه په تېره له کوفې بې شمېره ليکونه مکې ته رارسېدل او له امام يې غوښتل،چې عراق ته راشي او مشري پرغاړه واخلي او د زورمټۍ او ظلم پر ضد راپاڅي،چې البته دا بهیر يزيد ته خطرناک او زيانمن و.
امام حسين په مکه کې وسېده او د حج وخت،چې راغى؛نو ډلې ډلې مسلمانان حج ته راتلل په دې وخت کې امام حسين خبر شو،چې د يزيد يو شمېر لاسپوڅو تر احرام لاندې وسله پټه کړې ،چې امام حسين د حج په مراسمو کې ووژني[79].
امام حسين (رض) خپل کارونه راټول کړل او د خوځېدو په تکل کې شو او يوې غونډې ته يې لنډه شان وينا وکړه[80].
او له خپل یونه يې خبر کړل.په وينا کې يې مسلمانان له خپل شهادته خبر کړل او د دوى ملاتړ يې وغوښت،چې په مبارزه کې يې لاسنيوى وکړي. په سبا یې له خپلې کورنۍ او يو شمېر لارويانو سره دعراق لاره ونيوه.
امام حسين پرېکنده هوډ کړی و،چې له يزيد سره بيعت ونکړي او ښه هم پوهېده ،چې وبه وژل شي؛ځکه د بني اميه وو جنګي وسلې ،وزلې،یومخیز فساد،اندیزې ځوړتيا او د خلکو په تېره د عراقيانو بې ارادې دا ټول هغه لاملونه دي،چې د نابودۍ لامل یې دي .
يو شمېر مخور د خيرغواړۍ په نامه د امام حسين مخې ته راووتل او د ده د یون او خوځښت پر وړاندې پراته خنډونه یې په ور په نښه کړل؛خو امام ورته په ځواب کې ويل ،چې زه بيعت نه کوم او د زورمټۍ او تېري واکمنۍ ته غاړه نږدم او په دې هم پوهېږم،چې هر چېرته ولاړ شم او هر چېرې وسم ما وژني او مکه ددې له امله پرېږدم،چې زما د وينې په تويېدو د مکې حرمت مات نشي[81].
امام حسين د کوفې لار ونيوه،په لار کې خبر ورورسېد،چې په کوفه کې د يزيد والي، د امام استازی او د ښار يو مخور پلوى نيولی او وژلي دي او د مړيو په پښو کې رسۍ اچولې او په کوڅو کې يې ګرځوي[82].
ښار او شاوخوا تر ټينګې څارنې لاندې دي او د دښمن لښکر د تيارسى په حال دى،چې طبعاً په داسې حالاتو کې بې شهادته بله لار نشته ؛نو ځکه امام د شهادت پرېکنده هوډ کړی و او پرمخ روان شو[83].
تقريباً د کوفې په اويا کيلومترۍ کې د کربلا په دښته کې امام ،کورنۍ او ياران يې د دېرش زرو جنګياليو د محاصرې په کړۍ کې پرېوتل،چې اته ورځې يې محاصره روانه وه او هره ورځ يې د محاصر کړۍ لاپسې تنګېده[84].
په همدې ورځو کې امام د خپلو دريځونو په پخلنۍ پيل وکړ او د يارانوپه چاڼ پسې يې راواخسته او د يوې لنډې وينا په ترڅ کې يې وويل: موږ ته بې له شهادته بله لار نشته او دوى يوازې له ما سره کار لري،ما ستاسې بيعت له خپلې غاړې لرې کړ؛نو که څوک غواړي،چې ځان وژغوري؛نو د شپې په تياره کې دې ځان وباسي. بيا يې څراغونه مړه کړل او ډېره کي - اکثريت ملګري يې،چې توکیزو ګټو ته ورسره راغلي وو خپار شول او يوازې يو لږ شمېر(چې ٤٠ تنوته رسېده) او يوه ډله بني هاشم ورسره پاتې شول .
امام بيا پاتې خلک راټول کړل او د ازمېښت په ډول يې ورته ويل،چې دښمنان يوازې له ما سره کار لري او څوک،چې له خطره ځان ژغوري د شپې په تياره کې دې ووځي؛خو دا ځل د امام هر يو يار په بېلابېلو خبرو او ويناوو کې د حق لارې په پيروۍ او دهغه پر مشرۍ ټينګار وکړ،چې ستا لمن مو نيولې او د ويني تر وروستي څاڅکي به دې له حريمه ساتنه او دفاع کو[85].
د محرم د نهمې ورځې په پاى کې دښمن ورته د بيعت يا جګړى مهلت اعلان کړ او امام د عبادت لپاره ترې د شپې مهلت واخسته او د سبا جګړې ته هوډمن شو[86].
په ٦١ هجري د محرم په لسمه امام ديو لږ شمېر(له نوي تنو لږ وو،چې څلوېښت يې پخواني ياران وو څه له پاسه دېرش تنه د دښمن له لښکره ورسره يو ځاى شوي وو او پاتې نور د امام هاشمي خپلوان،زامن، وروڼه، ورېرونه،خوري او د تره زامن وو) په ملاتړ د دښمن پر وړاندې د شهادت ميدان ته راووتل اوجګړه پيل شوه .
په هغه ورځ جګړې له سبايي نه تر ماسپښينه دوام وکړ. د امام هاشمي ځوانان او ياران ټول شهيدان شول،چې په وژل شويو کې د امام حسن دوه کوچني زامن او د امام حسين يو کوچنى زوى او بل تى خور ماشوم هم بايد وشمېرل شي[87].
ددښمن لښکر تر جګړې وروسته د امام خیمې لوټ او اور یې ورواچاوه،د شهيدانو سرونه يې له تنو راغوڅ کړل او بربنډې تنې يې همداسې پرځمکه واچولې، بې له دې،چې خاورو ته يې وسپاري.بيا يې د امام کورنۍ،چې ټولې ښځې او نجونې وې د شهيدانو له سرونو سره کوفې ته بوتلل او بيا يې له دې ځايه دمشق ته يزيد ته ولېږل .
د کربلا پېښې،د اهلبيتو د ښځو او نجونو بنديواني، پر ښارونو یې ګرځول او په کوفه او شام کې د امام د لور او زوى ويناوې د دې لامل شوې،چې واکمن رسوا شي او څو کلن تبليغات يې له کاره ولوېږي او کار تردې راورسېد،چې يزيد د خپلو مامورينو له دې کبله په عام ډول بېزاري اعلان کړه.د کربلا پېښې سملاسي اغېزه دا وه،چې د بني اميه وو اکمني يې راوپرځوله او د محمدي اسلام ريښې يې ټينګې کړې او پردې سربېره هغه پرله پسې خونړي پاڅونونه وو،چې دولس کاله يې دوام وکړ او کومو کسانو ،چې د امام په وژنه کې برخه درلوده ،ان يو تن يې هم بې غچه پاتې نشو.
څوک ،چې د امام حسين ژوند او د يزيد او هغه وخت اوضاع په باب څېړنه وکړي؛نو دې پايلې ته رسي،چې امام ته بې له شهادته بله لار نه وه؛ځکه له يزيد سره بيعت بې د اسلام له لتاړلو بل څه نه و.يزيد اسلام ته په درناوۍ قائل نه و،بې بندوباره و او په ډاګه يې اسلامي مقدسات لتاړل ؛خو تر ده ړومبنيو، په ظاهره د دين درناوى کاوه د پېغمبراکرم (ص) په يارۍ او په نورو ديني مقاماتو،چې خلک ورته ګروهن وو، وياړنې کولې .
د پېښو ځينې څېړونکي وايي،چې امام حسن او امام حسين دوه بېلابېلې سليقې درلودلې ، د امام حسن سوله خوښه وه او د څلوېښت زرو جنګيالو په درلودلو يې بيا هم له حضرت معاويه سره سوله وکړه او امام حسين له څلوېښتو تنو سره د يزيد پرضد وجنګېد،چې دا ډول وينا بې ځايه او نامناسبه ده؛ځکه امام حسين يوه ورځ هم د يزيد د بيعت تر سيوري لاندې تېره نه کړه او لس کاله يې د خپل ورور په څېر د حضرت معاويه په واکمنۍ کې هم تېر کړل او کله يې هم دهغه مخالفت ونکړ او که په رښتيا امام حسن يا امام حسين(رضى الله عنهما) ورسره جنګېدلى واى ؛نو وژل کېدل او اسلام ته يې څه ګټه نه رسېده او د حضرت معاويه د حق پلوۍ سياست(چې صحابي،د وحې کاتب و او له هرې طريقې يې کار هم اخسته ) پر وړاندې يې څه اغېزه نه وه او پردې ټولو سربېره دا هم ورته اسان و،چې هغوى يې د خپلو لاسپوڅو له لارې وژلى واى او بيا يې پر وير او ماتم هم ناست واى او د غچ اخستو پلمه يې هم په لاس کې پرېوته لکه له درېيم خليفه حضرت عثمان رضى الله عنه سره يې،چې وکړه[88].
خوشحال بابا وايي :
په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې
چې په تېغ يې د نبي لمسى مظلوم دى[89]
څلورم امام : علي بن الحسين
[سمول]مور:غزاله يا د ښځو پاچا
کنيه:ابوالحسن
لقب:زين العابدين،سجاد
زوکړه:٣٣يا٣٧يا٣٨س په مدينه کې
شهادت:پر٩٤س شهید شو او په بقيع کې د خپل تره امام حسن تر څنګ ښخ شو. [90]
له بنديوانۍ وروسته،يزيد د عمومي افکارو د راماتونې لپاره په درناوۍ مدينې ته ولېږه اودويم ځل بيا داموي چارواکي عبدالملک په امر،زولانه له مدينې نه شام ته راوستل شواو بيا يې مدينې ته واستاوه[91].
امام سجاد مدينې ته تر راستنېدو وروسته په کور کې ګوښه کېناست او پر عبادت بوخت شو اوله ځانګړيو يارانو لکه ((ابو حمزه شمالي)) او((ابو خالد کابلي )) اود دوى په څېر بې له نورو سره يې اړیکه نه نيوه،چې دوى به له امام نه اخستل شوي معارف او پوهه د امام په لارويانو کې خپروله اوله دې لارې د محمدي اسلام جرړلي ډېرې خپرې شوې ،چې اغېزې يې دامام باقر په وخت کې راښکاره شوي. د امام سجاد له اثارو د ٥٧ دعاګانو يوه ټولګه ده ،چې د ((ادعيه صحيفه)) په نامه يادېږى،چې په خورا ځيرنه پکې الهي معارف ځاى شوي ،چې د آل محمد ګاڼه ورته وايي.امام سجاد تر ٣٥ کلو امامت وورسته د اماميه شيعه وو د ځينې رواياتو له مخې د اموي چارواکي هشام په لمسون د وليد بن عبدالملک په لاس مسموم او شهید شو[92].
پينځم امام : محمد بن علي
[سمول]مور: ام عبدالله د امام حسن بن علي لور
کنيه:ابوجعفر
لقب:باقر
زوکړه:٥٧س،مدينه
شهادت:پر١١٤پا١١٧س په مدينه کې شهيد کړاى شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. [93]
د امام باقر په زمانه کې د بني اميه وو د ظلم او تېري له امله په هرې سيمي کې پاڅونونه پيل شوي وو او هم چارواکي په خپلو کې بې اتفاقه شوي وو؛نوځکه اهل بيت تر ډېره حده د دوى له زور زياتي بچ شول. بلخوا د کربلا پېښې او د اهل بيتو مظلوميت ددې لامل شو،چې خلکواهل بيتو ته مخه کړه او امام باقر له دې شرايطو سمه ګټنه وکړه او د اسلامي حقايقو اوعلومو په خپرولو کې يې ډېرې هڅې وکړې،چې دا ډول شرايط ړومبنيو امامانو ته چمتو نه وو او پردې مطلب شاهدان هغه بې شمېره روايتونه او احاديث دي،چې له امام باقر څخه روايت شوي اوهم د رجالو په کتابونو کې دهغو شاګردانو نومونه کښل شوي،چې له امامه يې په بېلابېلو اسلامي معارفو کې پوهه ترلاسه کړې ده[94].
[سمول]شپږم امام : جعفربن محمد
[سمول]مور:ام فره د قاسم بن محمد بن ابي بکر لور
کنيه:ابو عبدالله
لقب:صادق
زوکړه:٧٣س،مدينه
شهادت:١٤٨س شهيد شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. [95]
د شپږم امام د امامت په وخت کې د بني اميه وو پر ضد پاڅونونه پيل شوي وو، په تېره د تورو جاموپاڅون ،چې تر خونړۍ جګړوروسته اموي خلافت راوپرځيد. ددې شخړو په ترڅ کې د امام باقر(پنځم امام) لپاره مناسب فرصت و، چې اسلامي حقايق او داهل بيتو معارف خپاره کړي؛خو د امام جعفر صادق لپاره دا فرصت ترهغه هم زيات چمتو و،چې ديني ښوونې يې په کې خورې کړې.
"شيخ طبرسي" په "اعلام الوري" کي ليکي : کوم علوم،چې په بېلابيلو برخو کې له امام صادقه رانقل شوي،له بل چا نه دي رانقل شوي او د هغو کسانو او محدثينو شمېر یې څلور زره کسان ښوولي،چې له امام صادق سره یې زده کړې کولې.
"محقق" په "المعتبر" کتب کي ليکي: کوم علوم،چې له امام صادق څخه رانقل شوي، هېښنده دي او کومو ښوونکيو،چې له امام صادق زده کړې کړي، شمېر يې څلور زرو ته رسي .
"ابن شهر آشوب" د "مناقب" په کتاب کې،"شهيد" د "ذکري" په کتاب کې، "مفيد" د "ارشاد" په کتاب کې او نورو سترو محدثينو د هغو شمېر،چې د امام صادق په مدرسه کې يې زده کړې کړي څلور زره کسان ښوولي او ټول مورخين يوه خوله دي،چې د امام صادق مدرسه د علم او پوهې ستر مرکز و او خلک به له هر ځایه ورته د زده کړو لپاره راتلل . امام صادق په عقلي اونقلي بېلابېلو فنو نو کې ډېر علمي شخصيتونه روزلي لکه " زراره"، "محمد بن مسلم" ، " مؤمن طاق "، " هشام بن حکم"،"ابان بن تغلب" ، "هشام بن سالم"، "حريز"، "هشام کلبي نسابه " او کيمياپوه "جابربن حيان صوفي" همداراز"سفيان ثوري "،"امام ابو حنيفه رحمة الله عليه "،" قاضي سکوني"،"قاضي بوالبختري" او نور به یې هم درس ته کېناستل، دامشهوره ده،چې د امام صادق له درسي غونډو،څلور زره حديث پوهان اوعالمان راوتلي دي .
که د امام صادق مدرسې ته اسلامي پوهنتون ووايو؛نو غټه خبره او ښنده (مبالغه) به مو نه وي کړي؛ځکه دې مدرسې ستر پوهان ،فيلسفوفان او متفکرين وروزل .
تاريخ ليکوونکي ددې مدرسې زده کونکي او فارغ التحصيلان څلور زره کسان ښيي.
"شيخ طبرسي" په "اعلام الوري" کي ليکي : کوم علوم،چې په بېلابيلو برخو کې له امام صادق څخه رانقل شوي،له بل چا نه دي رانقل شوي او محدثينو د هغو کسانو شمېره څلور زره کسان ښوولې،چې د امام صادق له مدرسې فارغ شوي.
"محقق" په "المعتبر" کتب کي ليکي: کوم علوم،چې له امام صادق څخه رانقل شوي،هېښنده دي او کومو ښوونکيو،چې له امام صادق زده کړې کړي، شمېره يې څلور زرو ته رسي .
"ابن شهر آشوب" د "مناقب" په کتاب کې،"شهيد" د "ذکري" په کتاب کې، "مفيد" د "ارشاد" په کتاب کې او نورو سترو محدثينو دهغو شمېره،چې د امام صادق په مدرسه کې يې زده کړې کړي څلور زره کسان ښيي او ټول مورخين يوه خوله دي،چې د امام صادق مدرسه د علم او پوهې ستر مرکز و او خلک به له ټولو ځايونو ورته د زده کړو لپاره راتلل .
څرنګه چې وويل شول،د امام صادق ډېر زده کړيالان ول؛خو د امام صادق فقه يوازې د امام صادق ځينو ځانګړو زده کړيالانو خپره کړه. د دې ځانګړيو زده کړيالانو شمېره څلور سوه وه او د امام صادق د روايتونو او فقې څلور سوه کتابونه يې وليکل او د اصول اربعه (يعنې څلور سوګوني اصول) پر نوم مشهور شول او د شيعه فقې بنسټ وګرځېد وروسته دا کتابونه په څلورو کتابونو؛يعنې کافي،استبصار، تهذيب او من لا يحضره الفقيه کې راټول کړاى شول.
امام صادق به له خپلو زده کړيالانو وړ او تکړه کسان ټاکل او ځانګړې دندې يې ورکولې؛دا ډله د امام صادق ځانګړي کسان ول او د لارښوونې سره سم يې د ټولنې ستونزې هوارولې او د امام صادق امرونه يې په هر اړخ کې پلي کول. دې ډلې له زورمټو سره مبارزه کوله، له بې دينو سره يې ويينه او د اسلام د احکامو په خپرېدو او د خلکو په لاربنۍ - لارښوونه کې يې ګړندۍ ونډه درلوده.
امام صادق په ورکړل شويو دندو کې ددې ډلې ستاېنه کوله.د بېلګې په توګه :
"ابان بن تغلب" دا دنده درلوده،چې په جومات کې ناستو وګړيو ته يې د "آل محمد" فقه او د امام صادق فقه بيانوله ."حجران بن اعين" د قرآن په هکله پوښتنې ځوابولې،"زراره بن اعين" په فقهي مناظرو کې ناست و او پوښتنې يې ځوابولې،"مؤمن طاق" په کلامي ويينو کې ګډون کاوه،"هشام بن حکم" د تقايو په ويينه او په تېره د امامت په هکله پوښتنې ځوابولې .
بې له دې ډلې،امام صادق بلې ډلې ته پيسې ورکولې،چې بېلابېلو ښارونو ته د سوداګرۍ په پلمه ولاړ شي،چې له دې لارې خلک رښتیني او واقعي اسلام او د اهل بيتو ښوونځي ته راوبولي.
څه چې خورا د خواشينۍ وړ دي دا دي،چې دهغه وخت چارواکيو د امام صادق له مدرسې سره مخالفت کاوه او د بندولو لپاره يې هر څه ته لاس اچاوه؛ځکه د امام صادق شهرت د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپور شوى و،په هر ځاى کې د امام اصادق په هکله خبرې کېدې، هره ورځ مدينې ته نوې قافلې راتلې،چې امام صادق له نږدې وويني،د خلکو پاملرنې،د وخت چارواکي ورختا او په وېره کې کړل او له امام صادق سره يې ناباندی - مخالفت پيل کړ.
د چارواکيو د ناباندېوالي - مخالفت اصلي علت دا و،چې د امام صادق مدرسه د اروایزې خپلواکۍ پر بنسټ جوړه شوې وه او کله يې هم د چارواکيو پر وړاندې سره نه ټيټاوه او د مدرسې په چارو کې يې ورته د لاسنيوي اجازه نه ورکوله او واکمنو هم نشو کړاى د سياسي موخو لپاره ترې ګټنه وکړی او يا يې هم له ځان سره ملګري کړي .
دې مدرسې له لومړۍ ورځې د زورمټو او تېري کوونکيو پر وړاندې مبارزه د خپلو زده کړو سرلیک ګرځولې وه او خپلو زده کړيالانو ته يې له تېري کوونکيو سره د دوستۍ د ډوند - اظهار اجازه هم نه ورکوله .
د روح خپلواکي او له زورورو واکمنو سره دا شان مبارزه ددې لامل شوه،چې "منصور دوانيقي" خپلې ټول ځواکونه د امام صادق مدرسې د ورانولو لپاره راټولې کړي او څرنګه چې تاريخ ليکي،د امام صادق مدرسه يې وتړله.زده کړيالان يې خپاره شول او امام صادق يې وواژه.
د مدرسې د بنسټ نېټه
[سمول]په دې چې دا مدرسه د امام صادق په نوم مشهوره ده؛خو د مدرسې بنسټوال امام صادق نه و؛دا مدرسه تر ټولو اسلامي مدرسو پخوانۍ ده. ددې مدرسې د بنسټ ډبره پېغمبراکرم (ص) په خپلو لاسونو ايښې وه او بنسټ يې هم آنحضرت (ص)جوړ کړ. پېغمبر اکرم (ص) د مهاجرينو او انصارو په ډله کې وويل:((زه درته دوه ګران بيه امانتونه پرېږدم،که پردې دواړو مو منګولې ټينګې کړې؛نو تر ما وروسته به بې لارې نشئ؛په دې کې هر امانت تر يو بله مهم دى،يو قرآن او بل زما اهل بيت.)) (سنن ترمذي ٢ ټوک)
مدرسې له همدې غونډلې پر کار پيل وکړ. پېغمبر اکرم (ص) په ډېرو ويناوو کې مسلمانانو ته سپارښتنه کړې،چې د اهلبيتو پلیوني - لاروي شئ او له علومو يې ګټنه وکړئ او اهل بيت يې د نوح د بېړۍ په څېر راپېژندلي؛که څوک پرې منګولې ولګوي؛وبه ژغورل شي او که چا ترې ډده وکړه،پوپنا به شي؛نو د دې مدرسې بنسټګر پېغمبراکرم(ص) دى.لومړى تن،چې د آنحضرت (ص) په حکم د دې مدرسې مشر وټاکل شو؛حضرت علي (ک) و. حضرت علي له کوچنيوالي د پېغمبر اکرم (ص) په ښوونځي کې وروزل شو او تل به له پېغمبر اکرم (ص) سره و. حضرت علي له آنحضرت نه علوم زده کړل. پېغمبر اکرم (ص) په دې هکله وايي:(( أنا مدينة العلم وعلي بابها - زه د علم ښار اوعلي يې ور دی .))
حمزه بابا وايي :
ښار يې دى احمد،علي دى باب د علم
نور محمد دى،علي مهتاب د علم
حضرت علي دومره وړ و،چې پېغمبر اکرم (ص) خپل ځايناستى وټاکه او پکې د ويينې او استدلال ځاى نشته،ځکه که څوک له اسلامي کتابونو سره لږه څه اشنايي ولري؛نو دا حقيقت به ښه درک کړي. د حضرت علي له شهادت وروسته ددې مدرسې علمي رياست د پېغمبر اکرم (ص) لمسي امام حسن ته ورکړ شو؛خو حضرت معاويه په اسلامي نړۍ کې نامساعد شرائط رامنځ ته کړل او ددې مدرسې د پرمختګ مخنيوی یې وکړ.هغه ددې مدرسې د جرړو په را ايستو کې زيارونه وايستل،د ددې مدرسې ډېری زده کړيالان يې ووژل او کورونه يې ورويجاړ کړل او خپل زندانونه يې ترې ډک کړل. امام حسن او يارانو يې دا ټول کړاوونه له اسلام څخه د ملاتړ او د خلکو د لاربنۍ - لارښوونې له کبله وزغمل، د امام حسن تر شهادت وروسته د مدرسې مشري امام حسين پر غاړه واخسته او دا ډېر دردناک او تريخ پړاو و. حضرت معاويه ځواک ته رسېدلى و او ټوله اسلامي نړۍ يې تر واک لاندې راوړې وه. د حضرت معاويه لښکرو په هر ځاى کې انديالان- متفکرين او زده کړيالان وژل او په دې وژنو يې خپل زوى ته د خلافت لار هواره کړه او "یزید" پر خلافت کېناست. د یزید له خلافت سره د مسلمانانو حالت ډېر خراب شو امام حسين د خداى د رضا او د خلکو د ژغورنې لپاره راپاڅېد،د پاڅون پايله د امام حسين وژنه او د اهلبيتو بندي کېدل شول،امام حسين پخپل پاڅون راتلوونکي کهول ته د سرښندنې او له تيرې کوونکي سره د مبارزې بنسټ کېښود. د امام حسين پاڅون د بني اميه او بني عباس پر ضد د لا نور پاڅونونو لامل شو.
د امام حسين تر شهادت وروسته د مدرسې مشر دهغه زوى؛ "زين العابدين علي ابن الحسين" ته وسپارل شوه. حضرت "زين العابدين" خورا پوه او باتقوا و؛خو د اموي واکمنو د زور او دباو له کبله چا ورسره اړيکه نشوه ساتلی؛ځکه ورسره د اړيکو سزا مرګ و؛خو ددې ټولو کړاوونو سره سره حضرت "زين العابدین" پاموړ پوهان وروزل . د "امام زين العابدین" تر شهادت وروسته د مدرسې مشري دهغه زوى؛حضرت "امام باقر" واخسته. د "امام باقر" د مشرۍ په لومړيو کې هماغه شان دباوونه ول؛خو د بني اميو د واک ستنې څپڅپاندې شوې او همدا مهال "امام باقر" د اسلامي علومو په خپرېدو کې ډېر زيار وايست.قرآني زده کړې یې بېرته ژوندۍ کړې،چې د ډېرو کلونو لپاره هېرې شوې وې او عام خلک ترې لرې پاتې شوي ول.د لوست غونډه يې په نبوي جومات کې جوړېده،چې ډېره ستره او ګڼه به وه. پر کومه ورځ،چې د مدرسې مشري "امام صادق" ته ورسېده؛نو مدرسه په برم و پرتم کې چلېده. ددې مدرسې څانګې په بېلابيلو ښارونو کې پرانستل شوې او ډېرو زده کړيالانو پکې زده کړې کولې. مدینه د "امام صادق" زده کړه ځاى وه او ډلې ډلې خلک ورته له لرې او نږدې راتلل او ډول ډول پوښتنې يې کولې.
تاريخ ليکي : "امام صادق" هر راز پوښتنې ځوابولې،په ټولو ویینو او مناظرو کې يې ګډون کاوه او په ټولو علومو کې تل پر ټولو خلکو واکمن و. حضرت علي وايې: ((سَلُونِي قَبْلَ أن تَفْقِدُونِي - هره پوښتنه،چې لرئ،ويې کړئ،مخکې تردې چې زه له تاسې ولاړ شم.))؛نو امام صادق د همدې حضرت علي اولاد دی.
“امام صادق”،چې څه وويل،له خپل پلار"امام باقر" يې رانقلول، "امام باقر" له خپل پلار؛ "امام زين العابدين" رانقلول او"امام زين العابدين" له خپل پلار"امام حسين" څخه او "امام حسين" له خپل پلار حضرت علي رانقلول او دا سند،تر ټولو سم او تر ټولو پياوړى دى.
د امام صادق پېر
[سمول]د امام صادق پېر د "عبدالملک بن مراوان" د خلافت له پايه د منصور دوانيقي د خلافت (٨٣-١٤٨ هجري) تر نيمايي دى؛نو په دې اوډون امام صادق د امويانو او عباسيانو خلفا له نږدې ليدلي او پېژندلي وو. امام صادق تر يوولس کلنۍ له خپل نيکه امام زين العابدين سره و او په دوه دېرش کلنۍ کې يې له خپل پلار امام محمد باقر څخه د علومو زده کړې وکړې او پر کال ١١٤ هجري کي يې د مدرسې مشري پر غاړه واخسته،د امام صادق پېر د امويانو پر ضد د فتنو او پاڅونونو وخت و،دا نا ارامۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې وې .
د خلکو دا ناخوښي د حضرت عثمان (رض) له خلافته پيل شوې وې.حضرت معاويه او زوى یې يزيد د لنډ وخت لپاره دا پاڅونونه وځپل. د مروان بن حکم او د هغه د زامنو د واکمنۍ په پېر کې دې پاڅونونو لاپسې زور واخست او واکمنو خلفاوو په هر ښار کې پر ظلمونو پيل وکړ.
د خلکو وټيز- اقتصادي حالت ډېر خراب شو او واکمنو به له خلکو په ډول ډول پلمو ماليات اخستل .اسامه بن زيد د سليمان بن عبدالملک له خوا د مصر والي و؛هغه راټول شوي ټول ماليات پخپله دمشق ته راوړل او خليفه ته يې وروسپارل او ويې ويل : امير المؤمنينه ! زه له داسې هېواده راغلم،چې خلک يې نشتمن دي؛که اجازه راکړئ؛نو لږ ماليات به ترې اخلم،چې خپل ژوند او ښار جوړ او په راتلوونکې کلونو کې به ترې ډېر ماليات واخلم. سليمان وويل : خداى دې مړ کړه،چې شيده وي؛نو رالوشه يې او که شيده خلاص شو؛ نو وينه ترې واخله .
د مالياتو اخستنې دا سيستم يوازې د سليمان بن عبدالملک نه و؛بلکې ټولو اموي واکمنو به همدا شان چلن کاوه،د امويانو په خلفاوو کې يوازې عمر بن عبدالعزيز په خلکو ماليات معاف کړي؛خو له مړينې سره سم يې دا لار هم له منځه ولاړه.
د بني اميو ظلمونو او د اسلامي قوانينو پر وړاندې يې بې پروايي د هغوى پر ضد پاڅونونه لاپسې ګړندى کړل او پايله دا چې پر کال ١٣٢ هجري کې د بنې اميو د واکمنى ستنې ونړيدې د امويانو پر ضد ټول پاڅونونه د آل محمد (ص) په پلوى وه او غوښتل يې چې آل محمد (ص) ته غضب کړاى شوى حق بيرته ورکړل شي؛خو د واکو چارې بني عباس ته ورغلى او لومړى عباسي خليفه سفاح واکمنۍ ته ورسېده،. د سفاح د حکومت پېر د اوښتون - انقلاب پېر و او د امويانو د نښو له منځ وړلو ته يې خورا هلې ځلې وکړې،هغه زيار ويسته چې د آل محمد (ص) کورنۍ ته خپل ارادت وښيي او د دې کورنۍ درناوی وکړي. د سفاح خلافت لنډ و او تر پنځه کالو واکمنې وروسته ومړ او وروسته یې ورور منصور خليفه شو.
منصور پر يو څپڅپاندي تخت کېناست،ځکه چې د حضرت على کورنۍ بنى عباس خپل ياران او پلويان ګڼل او د خليفه په توګه يې نه پېژندل او بلخوا خلکو هم د پېغمبر اکرم (ص) کورنۍ ته سترګى په لار ول او بې له دوى يې بل څوک نه منل،د اوښتون مشرانو هم د عباسيانو واکمني يوه لنډه مهال پړاو ګاڼه،چې هر کله وغواړي؛نو له واکه به يې ګوښه کړي.د امويانو پاتې شوي کسان هم د هېواد په شاوخوا کې خپاره شوي ول او جدي ګواښ وه.
د مدينې علماوو هم په ښکاره او جيګ غږ فتواګانې ورکولې،چې له عباسيانو سره بيعت کول سم نه دى.
دى ټولو ستونزو منصور کړهاند او ځلبلاند کړ؛خو د پېغمبر اکرم (ص) کورنۍ او په سر کې امام صادق زيات ورختا کړى و.
منصور به کله د خپل تېر شوي وخت په هکله فکر کاوه، چې ډېر د کړاوونو وخت و؛خو اوس د مسلمانانو خليفه دى، له ختیځه او لویدیځه ډېر ماليات راځي، خزانې له سپینو او سرو زرو ډکې دي او په زرونو وسلوال کسان يې تر امر لاندې دي.
منصور تل د خپل مقام د خونديتوب په فکر کې و او څوک چې يې د ځان لپاره ګواښ ليده،هغه يې له منځه وړه. منصور يو مسيحى ډاکټر چې پر هېڅ مبدا او معاد ګروهن نه و،له ځان سره ګومارلی و،چې خپل مخالفين پرې په پټه مسموم او ووژني.
د مخالفينو د ځپلو بله لار دا وه،چې منصور به دوى د بغداد په نوي جوړېدونکي ښار په دېوالونو کې ژوندي خښول.
منصور د امام حسن ډېر زامن تر ډېرو کړاوونو وروسته ووژل. دلته د منصور لپاره د امام صادق وګړه ډېر د کړهاندۍ لامل و ؛ځکه منصور نه هغه وژلى شو او نه يې ځان ته رانږدې کولای شو.
دلته اوس د بېلابېلو مذهبونو د راپيدا کېدو راز ښکاره کېږي او منصور له امام صادق سره د مبارزې غوره لار د مذهبونو رامنځ ته کول او د لږکیو پياوړتيا وګڼله.
امام ابوحنيفه (رح) يې دى ته چمتو کړ،چې امام صادق سخت وپوښتي، کېداى شي امام صادق په ځوابونو کې پاتې راشي او مقام يې راټيټ شي.
امام ابوحنيفه (رح) وايي: ما له جعفر بن محمد څخه بل کوم پوه او عالم کس ونه ليد، هغه مهال چې منصور دوانيقي له مديني څخه عراق ته راوړی و،ما ته يې پيغام راولېږه،چې خلک د جعفر بن محمد پلویان شوي،سختې او ستونزمنې پوښتنې ترې وکړه ،چې پکې پاتې راشي.ما څلوېښت سختې پوښتنې چمتو کړې،منصور يوه ورځ راوغوښتم چې ناستې ورننووتم، و مې لیدل چې امام صادق د خليفه په ښۍ خوا کې ناست دى، په ليدو يې زما په زړه کې هيبت رامنځ ته شو،چې دا شان هيبت مې د خليفه پر ليدو هم نه و ننګېرلی.سلام مې واچاوه،خليفه راته د کېناستو اشاره وکړه او بيا يې زه امام صادق ته وروپېژندم او راته يې وويل: اى ابوحنيفه! له جعفر بن محمد څخه دې خپلې پوښتنې وکړه. ما ترې پوښتنې پيل کړې، هغه به د هرې پوښتنې په ځواب کې داسې ويل: ستاسې فتوا دا شان ده، د مدينې د خلکو فتوا دا ده او زما نظر دا دى. په ځينو مسئلو کې راسره يو خوله و، په ځينو مسئلو کې د مدينې له خلکو سره يوه خوله و او په ځينې نورو مسئلو کې له دواړو سره مخالف و، ټولې پوښتنې يې همدا شان تر څلوېښتو پورې ځواب کړې .
امام ابوحينفه (رح) د دې داستان تر نقل وروسته وايي: مشرانو راته ويلي چې تر ټولو پوه او عالم هغه دى،چې د خلکو د اراوو پر اختلاف پوه وي.
د الامامه والسياسه ليکوال ليکي:
چې کله منصور حج ته ولاړ؛نو په لومړي ځل يې امام مالک بن انس وليد، هغه مخکې مالک بن انس ته خبر ورکړى و، چې د حج په وخت کې زه مکې ته درځم، ته هم هلته اوسه. پر کال ١٥٣ هجري، منصور مکې ته راغى او له امام مالک سره يې وليدل،منصور له امام مالک سره اوږدې خبرې وکړې او امام مالک ته يې وويل: داسې کتاب وليکه،چې د هغې پر حکمونو باندې خلک عمل وکړي. امام مالک وويل: د عراق خلک مو عالمان نه ګڼي او راى مو نه مني. منصور وويل: د تېرې تورې په زور به يې پرې وتپو،ملاګانى به يې ورماتې کړو ،چې ستا پر راى او کتاب عمل وکړي،بيړه وکړه او تر راتلوونکي کاله،چې مهدي عباسي حج ته راځي، دا کتاب چمتو کړه.وروسته يې زر ديناره، سره زر او قيمتي کالي مالک بن انس او زوى ته یې ورکړل.
خليفه د نوو مذهبونو په رامنځ ته کېدو غوښتل د خلکو زړونه له امام صادق څخه وګرځوي او د ښکېلاک دا چلن دود ( بېل یې کړه اېل یې کړه) چې نن په اسلامي نړۍ کې ليدل کېږي، د ا مام صادق په وخت کې خلفاوو ترې ښه په کلکه کار اخسته. له امام مالک څخه د منصور په خلافت کې او تر هغه وروسته د مهدي او بيا ورپسې د هارون په وخت کې ژور ملاتړ کېده.چې هارون مدينې ته ولاړ؛نو د امام مالک بن انس کور ته ورغی او مخې ته یې کېناست او د هغه درناوی يې وکړ.
خلفاوو نه يوازې د امام ابوحنيفه (رح) او امام مالک ملاتړ کاوه؛بلکې د پېغمبر اکرم(ص) د اهلبیتو ضد د ټولو لږکیو ډلو ملاتړ يې هم کاوه.
منصور دې منډو ترړو ته دوام ورکړ او خپل زرو زياتي يې لاپسې زيات کړ،تر دې بریده چې د امام صادق مدرسه يې وتړله او امام صادق يې په کور کې بنديوان کړ او د هغه د کور شاوخوا ته يې خپل سرتېري ودرول.
په دې چې چا هم نشو کړای له امام صادق سره له نږدې وګوري او د امام صادق پر ټولو علمي او ديني فعاليتونو بنديز لګېدلی و؛خو منصور په دې حالت هم بسنه ونه کړه؛ځکه امام صادق لا د خلکو په زړه کې و او زده کړو يې په خلکو کې عملي بڼه درلوده. خلیفه په پای کې امام صادق په زهرو وواژه.
د طبي علومو تدريس:
دا چې محمد باقر د طبي علومو تدريس او ښوونه هم کوله؛نو په دې اړه مثبت او منفي روايتونو راغلي. په دې کې خو اړنګ - شک نشته ،کله چې امام صادق ښوونه پيل کړه؛نو د طبي علومو ښوونه يې هم کوله، د امام صادق علمي نظريوو د طب پر علم اغېز وکړه او ډاکترانو په دویمه او درېمه هجري پېړۍ کې د امام صادق له نظرياتو ګټنه کوله. په دې ډکر کې امام صادق داسې څه راوړي،چې ختیځو رنځورپوهانو مخکې راوړي نه وو . له ختیځه موخه عربستان نه و؛ځکه عربستان د طبي علومو خاوند نه و او تر اسلام وروسته دا علم له نورو ځايونو عربستان ته راغى. که ومنو، چې امام صادق طبي زده کړې له خپل پلاره زده کړي؛نو نه پوهېږو، چې پلار يې دا علم له کوم ځایه تر لاسه کړی و؟
پوهېږو،چې امام صادق ډاکتر نه و او ښايي د دې علم قواعد يې له کوم بل ځايه زده کړي وي، دلته بيا دا پوښتنه رامنځ ته کېږي،چې پلار يې دا قواعد له کوم ځايه زده کړي وه؟
خاورې او هوا يو عنصر نه دى:
[سمول]يوه ورځ امام صادق د خپل پلار په درس کې ناست و او د درس موضوع د ارسطو فزيک و. وويل شو،چې په نړۍ کې بې له څلورو عناصرو بل څه نشته او هغه خاوره، اوبه، باد او اور دى. جعفر صادق نيوکه وکړه: حيران يم چې د ارسطو په شان سړي څنګه دې ټکي ته پام نشو،چې خاروه يو عنصر نه ؛بلکې په خاوره کې ګڼ شمېر عناصر شته او هر يو فلز،چې په خاوره کې دى، يو ځانګړى عنصر شمېرل کېږي.
ارسطو تر امام صادق زر کاله پخوا تېر شوى و او په دى پړاو او وخت کې دا څلور ګوني عناصر د علم الاشيار له ارکانو ځنې شمېرل کېدل او داسې څوک نه و،چې له دې الواک- نظر سره يې ناباندي -مخالفت کړى واى. زر کاله ورسته يو نولس کلن زلمي وويل، چې خاروه له يو عنصره نه ؛بلکې له ګڼو عناصرو جوړه شوې.
امام صادق ،چې پخپله په تدريس پيل وکړ،ويې ويل : باد له يو عنصره نه ؛بلکې له ګڼو عناصرو جوړ شوى.
امام صادق د اروپا د اتلسمې زېږدي پېړۍ تر علماوو مخکې د هوا اجزاوې رابرسېره کړې وې او ويلي یې وو،چې باد يا هوا له يو عنصره نه ؛بلکې له ګڼو عناصرو جوړه شوې.
تر ارسطو وروسته د فزيک ستر پوهان په دې ټکي پوه نشول،چې هوا يو بسيط عنصر نه دى. اتلسمه زېږدي پېړۍ د علم روښانه پېړۍ وه، د لغږيه (چې د کيميا د علم يو ستر پوه و) تر وخته ډېر علما پردې سره يوه خوله و،چې هوا يو بسيط عنصر دى او فکر يې نه کاوه،چې هوا له ګڼو عناصرو جوړه شوې. لغږيه،چې اکسيجن په هوا کې له نورو غازاتو بيل کړ او ويې ښوول،چې اکسيجن په ساه اخستنه او سوځېدو کې څومره ستره ونډه لري؛نو تر دې وروسته ټولو علماوو دا ومنله،چې هوا يوازې يو بسيط عنصر نه؛بلکې له څو ګڼو غازاتو جوړه شوې.تر همدې ورځې وروسته يې په ١٧٩٤ زېږدي کې د لغږيه سر په همدې خبره غوڅ کړ که هغه ژوندى واى؛نو ډېرې رابرسیرونې به يې هم کړي واى.
جوتېږي،چې جعفر صادق تر خپلې زمانې زر کاله مخکې و او دې ټکي ته يې پام شوى و،چې هوا يو بسيط عنصر نه ؛بلکې له څو عناصرو جوړه شوې ده.
جعفر صادق دا علمي واقعيت او نور ډېر علمي واقعيتونه د لدني علم له لارې؛يعنې د امامت د علم له لارې استنباط کړي وو.
دا نظريه به نن راته ډېره عادي وي؛ځکه پوهېږو،چې په نړۍ کې يو سل او دوه عناصر شته دى؛خو په اوومه زېږدي پېړۍ کې دا ستره اوښتونیزه نظريه وه او په هغه پېړۍ کې د يو بشر عقل دا خبره نشو منلاى،چې هوا يو عنصر نه دى او لنډه داچې تر دې پيړيو وروسته ان تر اتلسمي پېړۍ پورې اروپایانو ددې علمې او اوښتونیزې ګروهې زغم نه درلود،کومې چې جعفر صادق ويلې وې.
د هوا اکسيجن
[سمول]جعفر صادق په خپل درس کې وويل: هوا ګڼې اجزاوي لري او د هوا يو جز په ځينو اجسامو کې لاسوهنه کوي او پکې ونج - بدلون راولي او په هوا کې ځيني داسې اجزا هم شته،چې په سوځېدو کې مرسته کوي او که ددې جز مرسته نه وي؛نو هغه اجسام،چې د سوځېدو وړ دي، و به نه سوځي.
جعفر صادق زياتوي:
د هوا هغه جز چې د اجسامو په سوځېدو کې مرسته کوي،که له هوا بېل شي او نږه لاس ته راشي،نو د سوځېدو دومره وړتيا لري،چې کړای شو پرې وسپنه وسوځو.
تر پريستلي ( د انګلستان يو مشهور پوهان او برسېراند ١٧٣٣-١٨٠٤ زېږدي) او لغږيه زر کاله پخوا جعفر صادق اکسيجن ښه تعريف کړی و او يوازې د اکسيجن نوم يې پرې کېنښود. پريستلي اکسيجن رابرسېره کړ؛خو په دې پوه نشو چې اکسيجن اوسپنه هم سوځوي.
لغږيه د ازمېينو له لارې د اکسيجن پر ځينو ځانګړونو ځان پوه کړ؛ خو پردې پوه نشو چې غاز اوسپنه هم سوځوي؛خو جعفر صادق ترې زر کاله پخوا خبر و.
نن پردې پوهېږو که يوه اوسپنه په اور کې سره کړو او بيا يې په نږه اکسيجن کي دننه کړو؛نو په ښکاره لمبو سوځي.
لکه څرنګه چې د لاټين پلته په تيلو کې وي او هغه سوځي او رڼا پيدا کوي،کړای شو يو داسې لاټين جوړ کړو چې پلته يې د اوسپنې وي او هغه په مايع اکسيجن کې دننه کړو؛نو دا پلته به دومره سره کړي،چې شپه به پرې روښانه شي.
په يو بل روايت کې راغلي،چې يوه ورځ د جعفر صادق پلار محمد باقر د درس پر مهال داسې وويل: اوبه چې اور وژونکى دي؛نو د علم په مرسته کړای شو،چې د اوبو له لارې اور بل کړو.
دا وينا په ظاهره يوه شاعرانه بڼه لري او تر ډېرې مودې به چې چا دا وينا اورېده فکر يې کاوه،چې دا د محمد باقر يوه شاعرانه وينا ده؛خو له اتلسمې پېړۍ وروسته جوته شوه،چې د علم په مرسته د اوبو له لارې کړای شو اور ولګوو او ددې اور تودوښه به د هغه اور په پرتله ډېره وي،چې د لرګي يا سکرو له لارې لاس ته راځي.
هايدروجن د اوبو يو جوړونکى جز دى،چې کله هايدروجن د اکسيجن له لارې وسوځول شي؛نو د تودوښې درجه به ي ٦٦٦٤ درجو ته ورسي،د اکسيجن له لارې د هايدروجن سوځېدو ته اکسيدروجن وايي او نن په رغاو - صنعت کې د فلزاتو د نخلولو (ويلډنګ) او يا هم د فلزاتو په ماتولو او سوري کولو کې کارول کېږي.
د ځمکې ګرځېدل
[سمول]مخور فرانسوي ریاضي پوه هانري پانکاره پر ١٩١٢ زېږدي په اته پنځوس کلنۍ کې ومړ.د مړينې نېټه يې هم دا ښي چې شلمه پېړۍ یې درک کړې وه،همدې مخور پوهان ويل : باوري یم،چې ځمکه په خپل شاوخوا کې وګرځي.
چې کله يو مخور او پوهان هانري پانکاره د شلمي پېړۍ په پيل کې اړنګ لري،چې ځمکه په خپل شاوخوا کې ګرځي که نه؛نو څرګنده ده،چې دا ولې او د دويمې لېږدي -هجري پېړۍ خلکو خو به بیخي د ځمکې ګرځېدل نشو منلاى .له خپل ځانه د ځمکې چورلیدل لا په محسوسه او غوڅه توګه نه وه زباد شوې؛خو کله چې انسان سپوږمۍ ته وخوت او له هغه ځايه يې ځمکه وليده،چې ګرځي ان د ستوریونۍ - فضا الوتنې په لومړيو کلونو کې هم هسک یونیو - فضا الوتونکيو ونشو کړای د ځمکې ګرځېدل پخپلو سترګو وويني؛ځکه په هغو کلنو کې هسک یونیو - فضا الوتونکيو يوه ثابته اډه نه درلوده او دوى په يوه داسې بېړۍ کې وو،چې هر نوي (٩٠) دقيقه يا لږ څه ډېر به دا بېړۍ په يوځانګړي سرعت د ځمکې تر شاوخوا ګرځېده او هسک یونیو - فضا الوتونکیو به د ځمکې وضعي ګرځېدل نشو ليدلای.
خو چې په سپوږمۍ کې یې ځانګړې اډه ومونده ؛نو د فلم اخستنې د کمرو له لارې يې وليدل، چې ځمکه ورو ورو له خپل ځانه چورلي او پر دې ورځ د ځمکې ګرځېدل زباد شول.
ګاليله (د ايټاليا مخور،رياضي پوه، ستورپوهاند او د ستوریني – نجومي، لرځکي - دوربين نوېستونې - مخترع ١٥٦٥-١٦٤٢ زېږدي) په دې ښه پوهېده،چې ځمکه لکه د نورو لمریزو سيارو په څېر د لمر په شاوخوا کې ګرځي؛نو ښايي اټکل کړې يې وي،چې ځمکه هم لکه د نورو سيارو له خپل ځانه چورلي ؛خو په لیکنو کې يې داسې اټکل نه ليدل کېږي.ګاليله نه يوازې په خپل ژوند کې د ځمکې د ګرځېدو په اړه کومه خبره نه ده کړې؛ بلکې تر مړينې وروسته يې په ليکنو کې هم څه داسې نه تر سترګو کېږي، چې وښيي هغه د ځمکې له ګرځېدو خبر و.
په شپاړسمې زېږدي پېړۍ کې ډنمارکي ستورویني پوهان تيکو براهه د لمر له شاوخوا د ځمکې پر ګرځېدو ګروهن و.
نوموړی په يوه شتمني کورنۍ کې اوسېده او پر ١٦٠١ زېږدي کال ومړ. څېړنو يې له الماني کپلر ( مخور المانی ستورپوهاند او رياضي پوه) سره خورا مرسته وکړه. کپلر بې له تيکو براهه نشو کړای،چې د سياراتو د یون - حرکت په اړه خپل درې مشهور ستورویني- نجومي قوانين رابرسېره کړي.
تيکو براهه د ځمکې پر ګرځېدو پوه نشو او که پوه شوى هم وای ؛نو ويلي به یې واى. کپلر پر ١٦٣٠ زېږدي ومړ. د سياراتو د یون په اړه يې درې قوانين رابرسېره کړل. په هغه وخت کې کپلر ډېر وستايل شو او که څوک یې نن هم درې ګوني قوانين ولولي؛ نو وبه يې ستايي. دې پوهان د دې درې ګوني قوانينو پر رابرسېرونې خپل نبوغ زباد کړ؛خو د ځمکې پر حرکت پوه نشو.
خو جعفر صادق تردې دولس پېړۍ مخکې پوه شوى و،چې ځمکه له خپل ځانه چورلي او هغه څه چې د شپې او ورځې لړۍ يې رامنځ ته کړې د ځمکې له شاوخوا د لمر ګرځېدل نه؛بلکې ځمکه له خپل ځانه چورلي او د ځمکې دا چورلیدل شپه او ورځ رامنځ ته کوي او تل پر نيمه ځمکه تياره او شپه وي او بله نيمه يې روښانه او ورځ وي.
پخوانيو خلکو د ځمکې پر ګردوالي ګروهن وو پوهېدل، چې تل نيمه ځمکه شپه او بل نيمه يې ورځ ده؛خو د شپې او ورځې لړۍ يې د ځمکې پر شاوخوا د لمر گرځېدل بلل.
جعفر صادق دولس پېړۍ مخکې پوه او خبر و،چې ځمکه ګرځي او له کبله يې شپه او ورځ رامنځ ته کېږي.
د پنځلمسې او اوولسمې زېږدي پېړو پوهانو چې نومونه يې مخکې وویل شول د ستوروینۍ مکانيک يو لړ قوانين هم رابرسېره کړل؛خو پردې نه و پوه شوي، چې ځمکه له خپل ځانه چورلي.
دا څرنګه کېداى شي،چې جعفر صادق پردې پوه شوی و،چې ځمکه له خپل ځانه چورلي.
د نړۍ پيدايښت:
[سمول]جعفرصادق د نړۍ د پيدايښت په هکله داسې وايي: نړۍ له يوې جرثومي پيدا شوه.دې جرثومي دوه متضاد قطبونه پيدا کړل .دې دوو متضادو قطبونو يو ذره پيدا کړه او تر دې وروسته ماده پيدا شوه او مادې تنوع پيدا کړ او د مادې تنوع دهغې د ذراتو د کموالي او زياتوالي له کبله ده.
دا تئورى د جهان د پيدايښت په هکله له نننۍ اتمي تئورى سره هېڅ توپير نه لري.
دوه متضاد قطبونه د اتوم په دننه کې دوه مثبت او منفي چارجونه دي او دې دوه چارجونه اتوم پشپړ کړ او اتوم هم ماده پيدا کړه. کوم توپيرونه،چې په عناصرو کې ليدل کېږي؛نو لامل يې د عناصرو په دننني اتوم کې زياتوالى او کموالی دى.
کومه پوهه چې جعفر صادق د جهان د پيدايښت،نجوم، فيزيک، کيميا او رياضياتو په اړه درلوده؛نو دا یې لدني علم و.
په فيزيک کې جعفر صادق داسې څه ويلي،چې تر هغه مخکې به چا هم نه وي ويلى او د اتلسمې زېږدي پېړۍ تر نيمې او د نوولسمې او شلمې زېږدي پېړۍ پورې د چا په عقل کې هم نه راتلل.
د انسان د بدن اجزاء
[سمول]جعفر صادق به د نورو مسلمانانو په شان ويل،چى انسان له خاورې پيدا شوى؛خو له نورو مسلمانانو سره يې توپير دا و،چې هغه به له خاورې د انسان د پيدايښت په اړه داسې څه ويل،چې د هغه وخت د مسلمانانو عقلونه پرې نه پوهېدل.
له جعفر صادق څخه وروسته يو مسلمان هم د انسان د بدن د جوړښت په هکله کوم نوى څیز ونه وایه، که څه به يې ويل، نو په سیده یا نا سیده ډول د هغه له زده کړیالانو به يې اورېدلي وو.
جعفر صادق وايي: هغه ټول څيزونه چې په خاوره کې دي،د انسان په بدن کې هم شته؛خو په يوه اندازه نه دي، ځينې څيزونه د انسان په بدن کې زيات دي او ځينې کم. هغه څيزونه،چې د انسان په بدن کې زيات دي، په دوى کې هم مساوات نشته ځينې يې يو له بله کم دي.
هغه زياتوي: څلور څيزونه د انسان په بدن کې ډېر زيات دي، اته څيزونه د انسان په بدن کې کم وي او نور اته څيزونه د انسان په بدن کې ډېر کم دي.
جعفر صادق له لدني علمه برخمن و او دا نظريه يي له بشري علمه نه؛بلکې له لدني علمه استنباط کړې ده؛ځکه درک مو دا نه مني،چې يو عادي عالم چې د بشري معلوماتو څښتن وي او دولس پېړۍ مخکې تېر شوى؛نو له داسې واقعياتو دې خبر وي، جوتېږي، چې جعفر صادق د باطني شعور، د امامت او لدني علم څښتن و.
جعفر صادق چې د انسان د ونج - بدلون په اړه څه ويلي؛دا زبادوي،چې هغه پخپل وخت او وروستنيو پيړيو کې د بدن پوهنې د علم په هکله يو ځانګړډوله - منحصر بفرد وګړه وه،ځکه تر دولس پيړو وروسته نن د جعفر صادق نظريې له علمي اړخه اثبات شوي دي او په سموالي او صحت کې يې هېڅ اړنګ نشته. جعفر صادق د هغو موادو یوازې نومونه نه ده اخستي، چې د انسان په بدن کې دي .
هېر مو نشي؛لکه څرنګه چې جعفر صادق وايي: څه چې په ځمکه کې دي، د انسان په بدن کې هم شته.
هغه عناصر،چې په ځمکه کې دي، شمېره يي يو سل او دوو (١٠٢) ته رسي او دا يو سل او دوه عناصر د انسان په بدن کې هم شته؛خو د انسان په بدن کې د ځينو عناصرو کچه دومره کمه ده،چې تر ننه يې کره کچه نه ده جوته شوې؛لکه څرنګه چې مو مخکې وويل،د جعفر صادق دا نظريه نن اثبات شوې ده.د جعفر صادق په وينا کوم اته څيزونه چې د انسان په بدن کې ډېر کم دي،هغه دا لانديني عناصر دي.
موليبدون، سيلييو، فلوئورين، کوبالت، مانګانز، يو، مس، روى.
هغه اته څيزونه،چې د انسان په بدن کې د پورتنيو اتو څيزونو په پرتله نسبتا لږ څه زيات ليدل کېږي، دا دي:
مانيزيو، سوديم، پوتاسيم، کلسيم، فسفور، کلور، ګوګرد، اوسپنه.
هغه څلور عناصر،چې د انسان په بدن کې ډېر زيات ليدل کېږي دا دي:
اکسيجن، کاربن، هايدروجن،نایتروجن.
[سمول]نننى انسان د دې عناصرو پر پوهېدو په دوو او يا درې ورځو کې پوه نشو،دا کار د اتلسمې زېږدي پېړۍ له پيله د انسان د درنګه سپړنې یا مړي پر څېري کولو پيل شو او په دې کار کې دوه هېوادونو فرانسې او اتريش خورا پرمختګ وکړ.
په نورو هېوادونو کې دا کار نه کېده،په ختیزو هېوادونو کې هم دا کار نه و په اروپايي هېوادونو کې کاتوليکي او اورتودوکسي کليساګانو د انسان د مړي له څېره کولو سره ناباندي- مخالفت کوله؛خو په فرانسه او اتريش کې به په ښکاره د کليسا د دې قانون سره ناباندي نه کېده او د مارا تر وخته دا کار په پټه و، مارا له څو نورو پوهانو سره يوځاى دا کار پيل کړ، په دې کې لغږيه هم و،چې د انسان د مړي انساج يې تجزيه کول،ترڅو پوه شي د انسان بدن له کومو عناصرو جوړ شوى دى.
د انسان درنګه سپړنې یا د مړي څېرې کول او پرې پلټنې کولې، په نوولسمه او شلمه پيړى کې دوام پيدا کړ.
دا کار اوس په ټولو هېوادو کې کېږي. د دې لارې د انسان د بدن پر جوړښت پلټنې او څېړنې کېږي او کله نا کله د دوو څېړونکيو مرکزونو پايلې سره ډېر کم اړپېچ لري؛خو په لوړو او جيګو شمېرو کې سره هېڅ اړپیچ نه لري،کومه انډولونه – تناسب،چې جعفر صادق ويلی و، په ټولو هېوادونو کې د روغو کسانو په هکله رښتیا وخته.
په اوبو کې اکسيجن او هايدروجن
[سمول]د جعفر صادق اعجاز دا دى،چې دولس پېړۍ مخکې يې په هوا کې اکسيجن پېژندلى و او پردې هم پوهېده،چې په اوبو کې يو داسې څيز دى، چې سوځې؛ځکه یې ویلي،چې اوبه په اور بدليږي.
انسان دې ته هک پکېږي،چې څرنګه جعفر صادق او يا يې پلار محمد باقر د هايدروجن ګاز چې نږه يې په طبيعت کې نشته،رنګ او بوى هم نه لري، خو دوى پېژندلى و.
جعفر صادق او يا يې پلار نشو کړای بې له اوبو له کومې بلې لارې د هايدروجن پر ګاز پوه شي او بې د اوبو له تجزيي يي نشو کړای ویې پېژني. د اوبو تجزيه هم يوازې په برښنا شونې ده؛ ځکه له بلې لارې اوبه نه تجزيه کېږي او يا جعفر صادق يا يې پلار د برښنا له جريانه ګټنه کړې وه، ترڅو هايدروجن وپېژني. دا کار هم ناشونى برېښي.
هانري کاوانديش لومړى انګليسي و،چې هايدروجن يې له اوبو بيل کړ . هغه پر ١٨١٠ زېږدي کې ومړ.
هغه کلونه زيار وايست ،چې هايدروجن له اوبو بيل کړي. چې کله يې هايدروجن لاس ته راووړ؛نو د هوا د اشغالوونکى نوم يې پرې کېښود او په لومړي ځل يې،چې غوښتل هايدروجن ته اور واچوي؛نو په لږه کې به يې ټول کور اور اخستی و.د هايدروجن ګاز هغه وخت رابرسېره شو،چې د برښنا ځواک خورا پرمختګ کړى او په همدې برښنا اوبه تجزيه کېدې.آيا جعفر صادق او پلار يې محمد باقر له اوبو د اکسيجن او هايدروجن د بيلولو لپاره کومه ځانګړې وزله درلوده،چې تر اوسه ترې پوهان بې خبره دى؟او يا يې هم بې له برښنا په کومې بلې وزلې هايدروجن له اوبو بيل کړى و؟
بې د برښنا له جريانه لا تر اوسه پوهانو بله وزله پيدا نکړه، چې هايدروجن پرې له اوبو بيل کړي.
د چاپېريال چټلتيا
[سمول]د جعفر صادق په وخت کې د نن په څېر چورلاوې - کارخانې نه وې،چې فلزات يې په کوچنيو بټيو کې ويلي کول.که ټول فلزات هم ويلي کېدل؛نو چاپيريال يې نه چټلاوه.
که اوسپنه يې د ډبرو له سکرو سره ويلي کړې واى؛نو بيا يې هم چاپيريال نه چټلاوه، د اتلسمې زېږدي په پيل کې په المان، فرانسه، انګلستان او د اروپا په نورو هېوادونو کې بې له دې چې چاپېريال چټل کړي، په لوړه کچه د فولادو او اوسپنې توليد پيل شو.
د المان، انګلستان او فرانسې د اوسپنې د ويلي کېدو په کارخانو کې يې د ډبرو سکاره سوځل او تل به ددې کارخانو له نلونو څه لوږي وتل او ډبرو د سکرو له کبله چاپېريال چټل نشو؛نو ښکاره خبره ده، چې د جعفر صادق په وخت کې خو دا شان کارخانې هم نه وې او چا د ډبرو سکاره هم نه سوځول.
داسې ښکاري؛لکه چې امام صادق نننی حالت ويني او وايي: سړى بايد داسې ژوند وکړي، چې خپل چاپېريال چټل نه کړي،ځکه کېداى شي له همدې چټلۍ له کبله داسې ورځ راشي،چې ژوند يې سخت او ان ناشونی شي.
د چاپېريال د چټلۍ خبره نږدې دېرش کالو پخوا پورې هم نه وه،دا خبر هغه مهال رامنځ ته شوه،چې لومړى اتمي بمب وچاودېده او چاودېدو يې چاپېريال چټل کړ.
که يوازې هماغه يوه اتمي چاودنه شوې واى؛نو چاپېريال به چټل شوى نه واى؛خو تردې وروسته د اتمي وسلې درلودونکيو هېوادونو پر له پسې دا وسله وازمېيله او چاپېريال لاپسې چټل شو او همداراز په امريکا او اروپا کې صنايعو هم چاپېريال چټل کړ او په لویدیځه اروپا کې ځينې سيندونه؛لکه د رن سيند چټل شو او د کبانو نسلونه پکې مړه شول. په سویلي امريکا کې هم لوى لوى سيندونه چټل شول، د سمندرونو چټلتيا د وچې تر چټلتيا خورا خطرناکه ده؛ځکه هغه څو ژوندیکیزه - حجروي ځناور،چې ورته پلانکتون وايي، د اقيانوس پر سطحه اوسي او د ځمکې د کورې پر مخ نوي سلنه اکسيجن توليدوي.
د سمندرونو د چټلۍ له کبله دا ځناور مري او د دوى په مړينه د ځمکې په هوا کې د اکسيجن کچه لس سلنه راټيټوي او دا مقدار د ساه درلودنکيو لکه د انسان ساه اخستنې ته بسیا نه دى،همداراز دا مقدار د بوټو ساه اخستنې ته هم بسیا نه بريښي،پايله به يې دا وي،چې د ځمکې پر مخ به بوټي او ژوي له انقراض سره مخ شي.
او دا يوه تئورى نه ده،چې وويل شي د دروغو او رښتياوو احتمال يې برابر دى ؛بلکې يوه علمي محاسبه ده.
په کومه کچه،چې نن سمندرونه چټلېږي،پلانتون به په ګانده- راتلوونکى پنځوس کالو کې نيم شي او په هماغه کچه به داکسيجن توليد هم کم شي.
که سمندرونه همدا شان چټل شي؛نو د ټولو انسانانو او ساکښو حالت به داسې وي؛ لکه څوک چى زندۍ وي او څاه اخلي. په ګاندو - راتلونکى پنځوس کالو کې به که څوک تيلي لږوي، چې کوم لاټين ولګوي يا کوم بل څيز بل کړي؛نو نه به لږي،ځکه په هوا کې به په بسیا اکسيجن نه وي،چى تيلی ولږوي او دا وينا يوه علمي افسانه نه؛بلکې يو واقعيت دى. که د جعفر صادق خبرې ته پام ونکړو،چې وايي خپل چاپېريال بايد چټل نه کړو؛نو وينو چې شتمن ملتونه څومره له ستونزو سره مخوي.
د بېلګې په توګه جاپان نن په موټر، تلويزيون،موټرسيکلو او کشتۍ جوړولو کې د نړۍ تر ټولو ستر هېواد دى؛خو جاپان له دومره پرمختګ سره سره يوه ټکي ته پام ونکړ او خپل چاپيريال يې چټل کړ او دې ستونزې د جاپان ټولنه له يو جدي ګواښ سره مخ کړې ده او د چاپېريال د چټلتيا له کبله په جاپان کې داسې ناروغۍ رامنځ ته شوي، چې په تاريخ کې يې سارى نشته.
ایله بیله نن بشر د سمندرونو،ځمکې او چاپېريال پر چټلتيا او د هغې پر گواښونو پوه شو؛خو جعفر صادق يو زر او دولس کاله مخکې پرې پوهېده او ويلي يې وو،چې بشر بايد داسې ژوند وکړي،ترڅو خپل چاپېريال چټل نه کړي.
ماشوم د مور په کیڼ اړخ کې
[سمول]جعفر صادق به ميندو ته ويل،چې مور روي ماشومان خپل کیڼ پلو ته ویده کوئ.
ښايي دا سپارښتنه د پېړيو لپاره خلکو ته بې ګټې ښکارېده او لامل يې دا و،چې خلک يې له ګټې خبر نه وو. ځينو به دا کار له ګواښه ډک ګاڼه او ويل يې که ماشوم د مور کیڼ پلو ته واچول شي؛نو کېدای شي مور د شپې واوړي او ماشوم تر ځان لاندې کړي.محمد بن ادريس شافعي پر کال ١٥٠ سپوږمیز د جعفر صادق تر مړينې دوه کاله وروسته وزېږيد،چا وپوښت،ايا مور روی ماشوم بايد د مور کیڼ پلو ته وي ،چې شیده وخوري او که ښي لوري ته ؟ هغه په ځواب کې وويل: ښي او کیڼ توپير نه لري، مور يې چې هر پلو ته اچوي وا دې چوي.
کله به د جعفر صادق وينا له عقله لرې ګڼل کېده ،ويل يې ښی تر کیڼه ډېر درناوي لري او مور بايد خپل ماشوم ښي پلو ته ويده کړي،چې د ښي کرامت څښتن شي.
په ختیځ او لویدیځ کې د جعفر صادق پردې وينا چا غوږ ونه ګراوه او هېڅ پوهان هم ونه ويل، چې د جعفر صادق دا وينا کومه علمي بڼه او ګټه لري که نه. نوولسمه پېړۍ راورسېده او د دې پېړۍ په نيمايي کې په امريکا کې کورنيل پوهنتون جوړ شو.عزرا کورئيل ددې پوهنتون بنسټواله وه او په ماشومتوب کې يې د شيدو جوړلو خورا کړکېچن پړاو تېر کړى و، هوډ یې وکړ،چې په دې پوهنتون کې مور روي کوچنيانو ته يو څېړنيز مرکز پرانځي.دا انسټيټيوټ د کوچنيانو او ماشومانو په هکله هر راز پلټنې کوي او په ټوله نړۍ کې يې سارى نشته،دې انسټيټيوټ د ماشوم په هکله هر راز پلټنې کړي او داسې کومه موضوع نشته،چې دوى پرې څېړنې کړې نه وي ،دوى د هغو انځورونو په هکله هم څېړنې کړي،چې مور خپل ماشوم په غېږ کې نيولی وي. دى مرکز د نړۍ د انځورونو ټول هغه موزيمونه وکتل،چې پکې مور خپل ماشوم په غېږ کې نيولی و.دوى د نړۍ ٤٦٦ مشهورو موزيمونو ته ولاړل، ويې ليدل،چې په ٣٧٣ انځورونو کې ميندو خپل ماشومان کيڼ اړخ کې نيولي وو او په ٩٣ انځورنو کې يې په ښي اړخ کې نيولى و؛نو په سلو کې په اتيا عکسونو کې ميندو خپل ماشومان په کيڼ اړخ کې نيولى و.د نيويارک په ښار کې خورا زېږنتونونه په همدې پوهنتون پورې تړلي دي. ددې زېږنتون په يو راپور کې راغلي،چې تر زېږون وروسته په لومړيو ورځو کې به چې کله ميندو خپل ماشومان په کيڼ اړخ کې اچول؛نو د ښي اړخ په پرتله به ماشوم ارام ويده و .که ماشوم به يې د مور په ښي اړخ کې واچاوه، نو ډېر ژر به له خوبه راپاڅېده او ژړل به يې.
څېړونکيو دا څېړنې پر سپين پوستو امريکايانو سربېره پر تور پوستو او ژېړ پوستو هم ترسره کړې.
تر يوې اوږدې څېړنې وروسته جوته شوه،چې که ټول ماشومان په تېره،تر زېږون وروسته که په لومړيو څو ورځو کې که د مور کيڼ اړخ ته واچول شي؛نو د ښي خوا په پرتله به ارام وي او دا واقعيت په ټولو نژادونو کې ټولیزه بڼه لري.
د کورنيل پوهنتون دا موضوع لاپسې وڅېړله.
[سمول]ډېر ساعت به يې د دوه ځانې مور نس په مجهولو وړانګو ليدله،چې د مور په نس کې ماشوم وويني؛خو د ماشوم په هکله به څه لاس ته نه ورتلل.تر دې وروسته د هلوګرافۍ دستګاه رابرسېره شوه،په هولوګرافۍ دې پايلې ته ورسېدل،چې د مور د زړه ټکان،چې په ټول بدن کې خپرېږي،ماشوم يې هم اوري.تر دې وروسته يې غوښتل وويني چې آيا د مور د زړه د ټکانونو په درېدو،ماشوم کوم غبرګون ښيي،دا کار په میندو کې ناشونى برېښېده؛ځکه د مور د مړينې لاملېده دا پلټنې يې په ځناور کې پېل کړي،د هغو ځناورو زړه به یې چې کله ودراوه، چې په زيلانځ - رحم کې به يې جنين و؛نو وبه يې ليدل،چې جنين غبرګون ښيي،په ګڼو تۍ لرونکيو ځناورو کې دا ازمېينې وشوې او په ټولو کې دا خبره جوته شوه که د مور د زړه ضربان ودرېږي،جنين غبرګون ښيي او د مور تر مړينې وروسته جنين هم مري دا ځکه چې د مور له زړه څخه وينه د غټ شريان يا آئورت له لارې جنين ته ځي او ورته خواړه ورکوي،چې کله د مور زړه ودرېد ؛نو جنين ته خواړه نه رسي او مري . تر ګڼو ازمېينو وروسته ددې مرکز پوهان دې ټکي ته ورسېدل، هغه ماشوم،چې د مور په نس کې دى، نه يوازې د مور د زړه د ټکان په اورېدو روږدېږي؛بلکې همدا ټکان د جنين په ژوند پورې هم تړلى دى، چې کله د زړه ټکان ودرېږي؛نو ماشوم به هم له لوږې ومري.
جنين په زېلانځ کې د مور د زړه د ټکانونو په اورېدو روږدېږي او تر زېږيدنې وروسته هم که د زړه دا ټکانونه وانه وري؛نو کړهاندېږي،ماشوم د مور د زړه غږونه ښه نومېرلای- تشخيصولاى شي؛نو ځکه چې کله ماشوم د مور کیڼ اړخ ته واچول شي؛نو د مور د زړه ټکان اوري او ارامېږي؛خو په ښي اړخ کې د زړه ټکان نشي اورېدلاى او نا ارامېږي.
که دې پوهنتون پر ماشومانو دا شان پلټنې نه واى کړې؛نو د جعفر صادق دې وينا چې ميندو ته يې کړى و، څوک به يې په ګټه او سازښت - مصلحت نه واى پوه شوي.
نن د دې پوهتون په ټولو زېږنتونونو او روزنتونونو کې داسې خونه جوړه شوې او داسې يوه وزله يې پکې ايښې،چې د انسان د زړه مصنوعي غږونه توليدوي او د هر ماشوم په چپرکټ کې يې لګلولى ،چې دا مصنوعي غږونه واوري.
په عادي توګه د ښځې او سړي د زړه ضربان په يوه دقيقه کې ٧٢ ځله دې. دې پوهنتون څو څو ځل دا ازمېینه کړې که د زړه دا مصنوعي ټکانونه،چې د ماشومانو په خونه کې لګېدلې، شمېره يې په يو دقيقه کې يو سل او لس يا يو سل او شلو ته ورسي،ټول ماشومان په ژړا کېږي؛نو د زړه دا مصنوعي ټکانونه بايد ٧٢ ته راکوز شي،چې ماشومان آرام شي.
دې پوهنتون يوه بله ازمېینه هم کړې ده.
دوى ځينې ماشومان په يوه داسې خونه کې واچول،چې پکې ماشوم د مصنوعي زړه ټکانونه اورېدل او ځينې نور ماشومان يې په يوه بله خونه کې واچول چې پکې د مصنوعي زړه ټکانونه نه وو.
دواړو خونو ته يې شان خواړه هم ورکول، دوى دې پايلې ته ورسېدل،چې په کومه خونه کې چې ماشومانو د مصنوعي زړه ټکانونه اورېدل؛نو د هغې بلې خونې په پرتله دې ماشومانو ډېر ژر وزن اخستى او غټ شوى دى. په کومه خونه کې چې د مصنوعي زړه ټکانونه ول؛نو دې ماشومانو ښه لوهه - اشتها درلوده او ډېر خواړه يې خوړل او په هغې بلې خونه کې چې د مصنوعي زه ټکانونه نه ول؛نو ماشومانو يې هم لږه لوهه درلوده.
همداراز دې پوهنتون د خپلو څېړونو لړۍ لاپسې وغځوله او په يوه بله څېړنه کې دې پايلې ته ورسېدل که د مصنوعى زړه د ټکانونو شدت زيات شي؛نو ماشومان کړنده او لالهانده او ژړوي.
ددې پوهنتون يو ډاکتر د نړۍ بېلابېلو نیموچو ته سفر وکړ، هغه وايي: ومې ليدل،چې په ټول نیموچو کې ډېرى ښځو خپل ماشومان په کیڼ اړخ کې نيولي وو.
کومې ميندې به چې له دې زېږنتونه رخصتېدې؛نو دې ډاکتر به پوښتلې: پوهېږئ ولې مو ماشوم خپل کیڼ اړخ کې نيولى دی؟
يوې مور هم ځواب ورنکړ.
او هغه داچې زړه په کیڼ اړخ کې پروت دى او د هغه غږونه،چې کله ماشوم واوري ؛نو ارامېږئ، ميندې بې له دې چې پر دې خبره پوه شي، خپل ماشومان يې په کیڼ اړخ کې نيول.
د افريقا د ټبرونو ښځې هم خپل ماشومان په کیڼ اړخ کې نيسي. دوى وايي چې په کیڼ اړخ کې مو ماشوم ښه تی روي او لوهه يي د ښي اړخ په پرتله ډېره ښه وي.
دا ډاکټر په يو بل راپور کې وايي: په نيمه شپه کې چې کله ماشوم وږی شي؛نو په تپه تياره کې د مور چپ تى پخپله پيدا کوي او شيده خوري. ميندې هک پکېږي،چې په تپه تياره کې څرنګه ماشوم د مور تی پيدا کوي او پخپله ترې شيده روي، لامل يې دادى چې ماشوم د مور د زړه ټکان په غږ تی پيدا کوي.
رڼا د رنځ لېږدوزله
[سمول]د جعفر صادق يوه بله نظريه هم علمي کارپوهانو جوته کړې ده .
جعفر صادق وايي: داسې رڼاګانې شته که له يوه ناروغه پر يو روغ کس ولګي، شونې ده روغ کس ناروغ کړي.
پام مو وي چې دلته خبره د هوا و يا هم د ميکروب د لېږد په هکله نه ده؛بلکې د رڼا ده او هغه هم د ټولو رڼاګانو په هکله نه؛بلکې د ځينو وړانګو په هکله ده،چې له ناروغه پر روغ لګي او شونې ده ناروغ یې کړي.
د طب او بيولوژي علماوو دا نظريه يو ډول کږنې او انګېرنې - خرافات ګڼله؛ځکه ګروهن وو،چې له يوه ناروغه روغ ته د ناروغۍ د لېږد لامل يا ميکروب دى يا وايرس دى.دا لېږد وزله کېدای شي حشرات، اوبه يا هوا وي او په سیده ډول هم له ناروغه روغ ته تلاى شي.
مخکې له دې چې ميکروب وپېژندل شي؛نو بوى يې د ناروغيو د لېږد وزله ګڼله. پخوا يې چې د ناروغيو د لېږد مخنيوى کاوه؛نو د بويونو مخنيوی به یې کاوه،چې د خپرېدونکې ناروغۍ بوى له ناروغه روغ ته و نه رسي.
په هېڅ پېر کې چا ونه ويل چې ځينې رڼاګانې که له ناروغه پر روغ ولګي؛نو هغه به ناروغ کړي،دا د جعفر صادق وينا ده.
مخکې مو وويل چې پوهانو دا الواک – نظريه کږنه او انګېرنه ګڼله. نوي علم جوته کړه،چې دا الواک - نظريه حقيقت لري او هغه دا چې ځيني رڼاګانې که له ناروغه پر روغ ولګي؛نو هغه به هم ناروغ کړي او پردې واقعيت په لومړي ځل په شوروي اتحاد کې ډاکتران پوه شول.
د شوروي په نوو ووسيبيرک نومې ښار کې د طب، کيميا او بيولوژې څېړنيز مرکز شته،چې په شوروي کې تر ټولو ستر مرکز بلل کيږي. په علمي توګه په دې مرکز کې جوت شول،چې د ناروغ له ژوندینکیو - حجرو يو وړانګه وځي او که دا وړانګه پر روغو ژوندینکو ولګي، بې له دې چې ناروغه ژوندینکې او روغې ژوندینکې سره اړيکي ولري او همداراز بې له دې چې له ناروغه ژوندینکې کوم ميکروب يا وايرس روغو ژوندینکو ته سرايت وکړي؛نو روغې ژوندینکې ناروغوي.
دې پوهانو دا څېړنه په لاندې توګه ترسره کړه:
دوى له يو ژوندي موجوده دوه ډلې هم جوله – شکله ژوندیکې راواخستې او بيا يې هغه یو له بله بېلې کړې، ويې ليدل چې له دې ژوندینکو څو ډوله فوتون (د رڼا يوې ذرې ته فوتون وايي) ساطع کېږي يا راووځي. له پورته بيل کړای شويو ژوندینکیو يو ډله يې ناروغه کړه تر څو وويني ايا له ژوندینکې د ناروغۍ په حالت کې هم وړانګې راوځي که نه؟ ويي ليدل چې د ناروغۍ په حالت کې هم له ژوندینکیو فوتون يا وړانګه وځي. دې پوهانو هغه روغې ژوندینکې په دوه قوطيو کې چې له کوارتز او عادي شيشې جوړې شوې وې کيښوولې.
له کوارتز څخه بې د ماوراى بنفش له وړانګو بله هېڅ وړانګه نشي تېرېدلاى او له عادي شيشې بې د ماوراي بنفش له وړانګو نورې ټولې وړانګې تېرېدلى شي.
پوهانو دا روغې ژوندینکې چې د کوارتز او شيشې په قوطیو کې ايښې وې د ناروغه ژوندینکو مخې ته کېښوولې، څو ساعته وروسته یې وليدل،چې هغه روغې ژوندینکې،چې د کوارتز په قوطۍ کې وې، ناروغه شوې؛خو د شيشې د قوطۍ ژوندینکې ناروغه نه شوې.
دا ازمېینه په بېلابېلو ناروغيو کې او په داسې ژوندینکو کې چې يو شان او بېلابېلې بڼې يې درلودې،د شل کالو لپاره پينځه زره وارې تکرار شوه؛ځکه د دې مرکز پوهانو نه غوښتل په پايلو کې کوچنی اړنګ ولري. په دې ټولو ازمېينو کې يوه ټولیزه پايله لاس ته راغله او هغه دا چې له ناروغه ژوندینکو د ماوراى بنفش د وړانګو په ګډون نورې وړانګې هم وځي. بله دا که روغې ژوندینکې د ماوراى بنفش له وړانګو سره مخ شي کومې چې له ناروغه ژوندینکو راوتلې وې؛نو ناروغه به يې کړي، بله دا چې د نويو ناروغه شويو ژوندینکو ناروغي به له هغو اصلي ناروغه ژوندینکو سره يو شان وي. په دې شل کلنه ازمېینه کې چې د ناروغه ژوندینکو او روغو ژوندینکو ترمنځ ترسره شوې هېڅ ډول نږدېوالی او اړیکه نه وه،ګنې ګومان به شوى واى،چې له يوې ډلې ژوندینکو بلې ته ميکروب يا وايرس ورغلى دى. تر پینځه زره ازمېينو وروسته پوهانو ته جوته شوه،چې په روغو ژوندینکو کې د ناروغۍ لامل هغه ماوراى بنفش وړانګه ده،چې له ناروغه ژوندینکو راوځي.
د شوروي د پوهانو له ازمېينو دا پايله لاس ته راځي،چې زموږ په بدن کې هر يوه ژوندینکه د يوې لېږدوونکې او نيوونکې په څېر عمل کوي ،چې هم وړانګه خارجوي او هم يې نيسي او د هغې تر اغېز لاندې راځي.
دا علمي واقعيت چې د شلو کلنو په موده کې او په پينځه زره ازمېينو لاس ته راغی،بيولوژي پوهانو او ډاکترانو ته يې د ناروغيو د درملنې يو نوې لار پرانسته.
په امريکا کې هم په دې هکله څېړنې وشوې او پايلې يې د شوروي له پوهانو سره يو وې،ددې څېړنو پايلې د امريکا په علمي مجلو کې خپرې شوې او يو څېړونکي ډاکتر جوهن اوت په دې اړه يو کتاب هم ليکلى دى.
له دې جوتيږي، کومه نظريه چې جعفر صادق د هجرت په دويمه پېړۍ کې ورکړې، حقيقت يې درلود،موږ نن په دې پوهېږو که له ناروغه د ماوراى بنفش وړانګه پر روغ ولګي؛نو هغه ناروغوي،حال دا چې د ماوراى بنفش نورې وړانګې او تر ټولو مهم د لمر ماورا بنفش وړانګه که په ژویو ولګي؛نو نه يې ناروغوي.
په هر حال د بيولوژي او طب نوو څېړنو او رابرسېرنو د جعفرصادق نظريه دولس نيم سوه کال وروسته جوته کړه.
جعفر صادق وپوښتل شو،چا ته سرته رسېدلی،بشپړ سولمن او پوه ويلای شو او په کوم وخت کې سړى ننګېري چې هر څه يې زده کړي دي؟
جعفر صادق وويل: دا پوښتنه بايد په دوو برخو وويشې او بېله بېله يې راڅخه وپوښتې.
لومړى برخه دا ده چې چا ته بشپړ او سرته رسېدلی سولمن او پوه ويلای شو؟ ستاسې په ځواب کې بايد ووايم بې د خداى له ذاته، سر ته رسېدلی،پوره سولمن او پوه کس نشته،هېڅ بشر نشي کړای،چې په بشپړ ډول پوه شي؛ځکه د علم لمن دومره پراښه ده که څوک زر کاله هم عمر وکړي او ټول عمر زده کړې وکړي بيا هم پر ټولو څيزونو پوهېدلاى نشي. کېدای شي د زر کالو په اوږدو کې د دې جهان پر علومو ځان پوه کړي؛خو له دې جهان څخه هاخوا نورې نړۍ هم شته او که چا د دې جهان د ټولو علومو زده کړې هم کړې وي او هغه بل جهان ته ننوځي؛نو د يو ناپوهه په څېر به وي او ښايي له پيله د هغه جهان پر زده کړو پيل وکړي،ترڅو د هغه جهان پر علومو پوه شي؛نو ځکه بې د خداى له ذاته بل بشپړ او سر ته رسېدلی سولمن او پوه کس نشته؛ځکه هېڅ بشر نشي کړای له ټولو پوهېدنو برخمن شي.
زده کړيالانو ،جعفر صادق وپوښت: انسان کله له علمه غني کېږي؟
ويې ويل: د دې ځواب مې مخکې ووايه،که څوک زر کاله عمر وکړي او تل په زده کړو بوخت وي؛نو ټولې پوهې لاس ته نشي راوړلاى؛نو داسې وخت کله هم نه راځي،چې يو کس دا وننګېري،چې له علمه غني شوى او دا ننګرېنه يوازې په ناپوهه کې وې او څوک چې ناپوهه شي ځان له علمه مړه خوا بولي.
جعفر صادق وپوښتل شو: د نورو نړيو له علمه موخه څه ده؟
ويې ويل: بې له دې جهانه چې موږ پکې ژوند کوو،نورې نړۍ هم شته، چې له دې جهانه خورا سترې دي او د هغې نړيو علم له دې جهان له علوموسره توپير هم لري.
پوښتنه : د نورو نړيو شمېره څو ده؟
ځواب: بې له خدیه پرې بل څوک نه پوهېږي.
پوښتنه: څرنګه د نورو نړيو علم له دې نړۍ سره توپير لري، خو علم د زده کړې له لارې لاس ته نه راځي؟ او هغه څه چې د زه کړې له لارې لاس ته راځي څرنګه شوني دي،چې بې د دې جهان له علومو وشمېرل شي؟
ځواب: په نورو نړيو کې دوه ډوله علم دى يو ډول يې له دې جهان سره ورته والی لري او که څوک له دې نړۍ څه هغه بل جهان ته یوسي؛نو کړای شي زده یې کړي؛خو په ځينو نورو نړيو کې داسې علوم شته چې د دې دنيا د خلکو انده - انديشه يې نشې درک کولای،ځکه هغه علوم د دې جهان پر عقل د درک وړ نه دي.
د جعفر صادق دا وينا راتلوونکيو پوهانو ته يو معما شوه، ځينو دا نه منله او ويل يې چې د جعفر صادق دا وينا سمه نه ده. ابن راوند اصفهاني يو له هغو کسانو ځنې و،چې د جعفر صادق پر وينا يې اړنګ وکړ، هغه وايي: هر څه چې علم وي که هغه د دې دنيا وي او يا هم د نور نړيو د بشر عقل يې درک کولای شي.
خو د جعفر صادق زده کړيالانو د خپل ښووند دا خبره ومنله،چې په نورو نړيو کې داسې علوم شته چې بشر يې زده کړه نشي کولای؛ ځکه د بشر انده هغه علوم نشي درک کولای.په دې پېړۍ کې د انشټائين د نسبيت تئورۍ په فيزيک کې يو نوى باب پرانست او وروسته له دې د وجود تئورى (د مادې ضد) له تئورۍ څخه ووتله او د علم ډګر ته راننووته او پوهانو ته جوته شوه،چې د مادې ضد هم شته او د جعفر صادق دا وينا پوهېدونې کېږي،چې په ځينو نړيو کې داسې علوم شته،چې انسان يې زده کړې نشي کولای.
د مادى ضد د نړۍ فيزيکي قوانين زموږ د نړۍ له فيزيکى قوانينو سره توپير لري او پردې سربيره د هغوى د سول - منطق او استدلال قوانين زموږ له عقل او ادراکه بهر دي. د مادې ضد جهان يو داسې نړۍ ده،چې د هغې د اتوم په دننه کې د الکترون چارج مثبت دى او د پروتون (يعنې د اتوم هسته) چارج يې منفي دى.زموږ په نړۍ کې د اتوم په دننه کې د الکترون چارج منفي او د پروتون چارج مثبت دى.
په داسې يو جهان کې چې د اتوم د الکترون چارج مثبت او د پروتون چارج يې منفي وي؛نو ناڅرګنده ده، چې هلته به څرنګه فزيکي قوانين واکمن وي. زموږ په سول او استدلال کې ُکل تر جز غوره او برتر دى او په هغه دنيا کې ممکن جز تر ُکل غوره او برتر وي او زموږ انده د دې خبرې د درک او پوهې وړتيا نه لري. زموږ په نړۍ کې چې کله يو دروند جسم په اوبو کې ډوب کړو د ارشميدس د قانون له مخې به دا جسم په اوبو کې سپک شي؛خو په هغه دنیا کې که يو دروند جسم په اوبو يا مايع کې ډوب کړي،ممکن دروند شي. په دې دنيا کې د پاسکال د قانون له مخې که په يو لوښي کې اوبه پرتې وي او پر يو ټکي يې دباو راوړل شي؛نو دا دباو د مايع پر ټولو ټکیو راځي. د همدې قانون له مخې د موټر لپاره بريک جوړ شو او تيز رفتار موټر د همدې قانون له مخې په ټپه ودرېږي؛خو دا فزيکي قانون د مادې ضد په نړۍ کۍ ممکن هېڅ اغېز ونه لري. که د مايع پر يوه ټکي دباو راوړل، ممکن د مايع پر نورو ټکیو دا دباو رانشي. که يو څوک له دې جهانه د مادې ضد جهان ته ورننوځي، د وخت په تيرېدو ممکن د هغه له قوانينو سره هم ځان عادت کړي؛لکه څنګه چې تشیالېوني -فضا الوتوونکى په تشیال بېړۍ - فضايي سفينو کې له ځمکې ګرد ګرځي، يا چې کله د سپوږمۍ پر کورې قدم ږدي،نو له بې وزنۍ سره عادت کوي،مخکې له دې چې تشیالیوني ، تشیال - فضا ته ولاړ شي، په ځمکه کې ورته عادت ورکوي،تر څو له بې وزنۍ سره ژوند وکړي.
هغه څه چې انسان يې د مادي ضد د جهان په هکله نشي منلاى هغه د سول او استدلال قانون دى، که په هغه دنيا کې جز تر ُکل غوره وي او وويني، چې خلک يې په جمع، تفريق، ضرب او د اعدادو په ويش کې د څلور قاعدو پر آر عمل نه کوي او همداراز وويني چې تودوښه اوبه کنګلوي او همداراز پر داسې نورو غېرې عقلاني ښکارندو - پديدو نه پوهېږي؛نو دلته د جعفر صادق دا نظريه د منلو وړ ده،چې وايي: په ځينو نړيو کې داسې علوم شته،چې سړى يې د زده کړې توان نه لري.
د پورتنۍ ویینې پايله دا شوه،جعفر صادق علم نامحدود ګاڼه . دويم دا د هغې اندې او عقل له لارې چې انسان په دې دنيا کې پرې زده کړې کوي،نشي کړای د هغه بل جهان علوم درک کړي، د انشټائين د نسبيت تر تئورى وروسته او ورپسې مادې ضد نظريه يې د تئورۍ له پولو تېره شوه او د علم ډګر ته راغله، نن دا جوته شوه، چې دولس پېړۍ مخکې د جعفر صادق نظريه سمه وه.
ومو ليدل چې جعفر صادق وويل: په نورو نړيو کې دوه ډوله علم دی؛ يو ډول يې موږ په خپل عقل لاس ته راوړلای شو او بل ډول يې داسې دى،چې زپه عقل مو ناشونی دی.
هغه زياتوي: ښايي له نورو نړيو د پوهې څښتنان په دې لټه کې وي،چې راسره اړيکې ټينګې کړي؛خو لا تر اوسه موږ د هغوی له علمه بې خبره يو، په ژبه یې نه پوهېږو، تر اوسه نه پوهېږو،چې هغوې راسره د خبرو چمتو والی لري که نه؟۰
د جعفر صادق د نظريې له مخې د نورو نړيو د ژویو شتوالی واقعيت لري؛ ځکه په قرآن کې هم راغلي، چې يوه ورځ به بشر او هغه نالیدلي ژوي په يو ځاى کې راټولېږي.
'}وَيَوْمَ يِحْشُرُهُمْ جَمِيعًا يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُم مِّنَ الإِنسِ وَقَالَ أَوْلِيَآؤُهُم مِّنَ الإِنسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَبَلَغْنَا أَجَلَنَا الَّذِيَ أَجَّلْتَ لَنَا قَالَ النَّارُ مَثْوَاكُمْ خَالِدِينَ فِيهَا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَليمٌ[96]'= او هغه ورځ (درياده کړه) چې (خداى) هغوى ټول راټول كړي (؛نو خداى به شيطانانو او) پېريانوته ووايي : په يقين تاسې خو ډېر انسانان بې لارې كړل او په انسانانو كې به يې ملګري ووايي : (( پالونكيه ! موږ دواړو ډلو [= مشران او بې لارې لارويان] له يو بله پوره ګټه اخستې ده (موږ د هوسونو لنډ مهالي خوندونه وڅكل او هغوى راباندې واكمني وكړه ) او موږ هغې نېټې ته ورسېدو، چې تا راته ټاكلې وه))،خداي وايي : (( بې له هغو چې خداى يې وغواړي اور ستاسي همېشنى استوګنځى دى.)) هو ،ستا پالونكي حكيم (او) پوه دى .
خو له امام صادق څخه مخکې بل چا د دې نه ليدونکيو ژویو او انسانانو سره يې د اړيکو او خبرو په هکله څه نه وو ويلي.
د جعفر صادق دې نظريې تر نوولسمې زېږدي پېړۍ د چا پام ځان ته راو نه ګرځاوه؛خو په نوولسمه زېږدي پېړۍ کې فرانسوي کاميل فلاماريون دا موضع اوڅار کړه او د نورو نړيو له ژویو سره د بشر په اړيکو يې بې له دې چې تجربه يې کړي ځينې نظريې ورکړې.
ځکه تخنيک لا تر اوسه دې پړاو ته نه دى رسېدلاى،چې فلاماريون پرې دا څېر تجربې وکړي.
په تجربې د نورو نړيو له ژویو سره اړيکې په لومړې ځل پر کال ١٩٢٠زیږدي جوتې شوې او هغه دا چې د نورې نړۍ ژوي غواړي له انسانانو سره اړيکې ټينګې کړي.
ايټاليايي مارکوني د خپل سمندري ځواک په يو ټولګي کې داسې وويل: زه د بېړۍ د مخابرې په برخه کې ځينې داسې امواج رانيسم،چې اړنګ نه لرم د هغو نورو نړيو عالم او باهوښه کسان راسره غواړي اړيکې ټينګې کړي.
سولیزه نيوکه:
[سمول]پر ٩١ لېږدیزې پېړۍ کې جعفر صادق له خپل پلار سره په درس کې ناست و، دوو پېښو د جعفر صادق پام ځان ته راوړو.
لومړۍ دا وه چې محمد باقر ته يو زده کړيال له ځان سره له مصره يوه جغرافيايي کوره ډالۍ راوړه، چې د لرګي له بورې جوړه شوې وه، دا زده کړيال محمد بن فتى نومېده.
دې ډالۍ يو ګرده ستنه درلوده،چې دا کوره پرې ايـښوول کېده، دا ګرده ستنه ځمکه وه او که کوره چې پرې پورته ايښوول کېده اسمان و او د دې کورې پورته یې د بطليموس د وينا له مخې د ستورو ټولګي ايښي وو.
بطليموس د هغو ستورو لپاره،چې د هغه په وخت کې ليدل کېدل، اته څلويښت انځورونه په پام کې ونيول، دا انځورونه خپله بطليموس نه و نوون کړي؛بلکې تر هغه مخکې کوم بل قوم د دې انځورونو يوه برخه په پام کې نيولې وه؛خو بطليموس هغه په بشپړه توګه انځور کړه، تر بطليموس مخکې په جهان کې اته څلويښت د ستورو ثابت ټولګي شته چې هر يو يې يو شکل درلود.
دې زده کړیال پردې کورې د ستورو دولس ټولګې له اوري څخه تر کبه د يو کمربند په بڼه ګرد سره ايښې وې. لمر، سپوږمۍ او ټولې سيارې يې ګردې د ځمکې له کورې څخه ايښې وې، لنډه دا چې دې زده کړيال داسې انځور جوړ کړى و،چې پکې ځمکه مرکز و او د لمر په ګډون نورې ټولې سيارې د ځمکې له شاوخوا ګرځېدلې.
په دې وخت کې جعفر صادق يوولس کلن و او د بطليموس پر جغرافيه يې نيوکه وکړه او ويې ويل: لمر په کال کې يو ځل د ځمکې له کورې ګرد چورلي او خط سير يا کرښه يې دولس مياشتې ده او په مياشت کې دېرش ورځې لار وهي،ترڅو له يوې مياشتې ووځي او بلې مياشتې ته ننوځي؛نو ويلاى شو،چې په شپه کې مو لمر له سترګو پناه کېږي او هر سهار بېرته راخېژي؟ او که په هره مياشت کې دېرش شپې او ورځې ودرېږي؛نو ښايي موږ تل لمر ووينو.
زده کړيال وويل: بطليموس وايي چې لمر دوه حرکته لري؛يو هغه حرکت دى،چې د البروج په سيمه کې يې لري په کال کې يو ځل له دولسو مياشتو يا برجونو تيرېږي او د ځمکې له ګرد چاپېره ګرځي او بل حرکت هغه دى، چې لمر په هر شپه او ورځ کې يو ځل د ځمکې له شاوخوا ګرځي او پايله يې داده چې سهار راخېژي او هر مازيګر لوېږي.
جعفر صادق وويل: ناشونې ده،چې دا دواړه حرکتونه سره يوځاى شي حال داچې لمر د البروج (دولس ګونومياشتو په سيمه کې) په سيمه کې د ځمکې له شاوخوا ګرځي، هغه څرنګه پرېږدي؟ تر څو (په يوه شپه او ورځ کې ) د ځمکې په ګرد وګرځي؟
زده کړيال وويل: لمر د شپې د البرج سيمه پرېږدي،تر څو له ځمکې ګرد وګرځي او وکولای شي په سهار کې له ختيځه راوخېژي.
جعفر صادق وويل: نو ستا د وينا له مخې، لمر د ورځې د دې دولس ګونې لړۍ په يو بورج کې دى او د شپې ترې ځي او له ځمکې ګرد چورلي ترڅو بل ګهیځ له ختيځه راوخېژي،نو ولې موږ د شپې لمر نه وينو؟
زده کړيال وويل: سم نه يم خبر، چې ولې په شپه کې موږ لمر نه وينو،کېدای شي،چې پر موږ حجاب اچوي،ترڅو موږ يې ونه ګورو.
چې کله جعفر صادق د زده کړيال د لاس دا اسماني کوره وليده،د بطليموس له مړينې پينځه سوه او شپېته کاله تېر شوي وو. تر هغه وخته څوک هم نه و پيدا شوى، چې پر بطليموس نيوکه وکړي او ووايي: لمر څرنګه په هر برج کې دېرش ورځې سفر کوي ترڅو د ځمکې له شاوخوا وګرځي،په هر شپه او ورځ کې خپل مکان او کرښه بدلوي او د ځمکې له ګرده چورلي.
د بطليموس له مړينې پينځه سوه او شپېته کاله تېر شوي وو او د چا فکر پرې خلاص نشو،چې ويلي يې واى، د البروج له سېمې د لمر وتل او د ځمکې له شاوخوا یې ګرد چورلیدل د عقل له اړخه د منلو وړ نه دی او جعفر صادق چې په دې وخت کې يولس کلن هلک و، دې ټکي ته يې پام شو، چې د بطليموس ستوروینی غونډال له نيوکې ډک دى او د منلو وړ نه دى. په دې دومره موده کې خلکو د لوست پر مهال خپل عقل لږ هم ونه کاراوه؛حال دا چې د ستورو په هکله د بطليموس نظريه يوه مذهبي نظريه هم نه وه، چې په اړه یې ویینه جايز نه وي او په پټو سترګو منل شوې واى.
په ختیځ او لویدیځ کې په زرونو پوهانو د اتمې زېږدي پېړۍ تر پيله د بطليموس دا نظريه لوسته،دوى يو هم ځان ونه پوښت،لمر چې د البروج په سیمه کې وي او له ځمکې ګرد چورلي،څرنګه په هره شپه او ورځ کې يو ځل له برجه ووځي او د ځمکې په ګرد گرځي او شپه او ورځ رامنځ ته کوي؟
په اسکندريه کې بطالسي لړۍ يو کتابتون جوړ کړ او څه نا څه نهه سوه کال د نړۍ علمي مرکز و او کوم کسان چې د اسکندريه په علمي مرکز کې روزل شوى و، خورا مخور و. دا کتابتون له عربانو سره په جګړه وسوځېده. ددې علمي مرکز هېڅ يو دانشمند هم دا فکر ونکړ،چې لمر په دولس ګونو برجونو يا مياشتو کې د ځمکې په شاوخوا کې ګرځي؛نو څرنګه کېدای شي دا لمر په هره شپه او ورځ کې له دې لړۍ راووځي او بيا له ځمکې ګرد وچورلي.
د اتمې زېږدي پېړۍ په پيل کې د مدينې په ښار کې يوولس کلن جعفر صادق په دې هکله فکر وکړ. د اسکندريې د ټولو پوهانو په پرتله ددې يوولس کلن هلک عقل د علم له اړخه زيات کار کاوه. چې کله جعفر صادق د ځمکې له ګرد چاپيره د لمر ګرځېدل ونه منل؛نو د هغه وخت خلکو ورته دومره پام ونکړ او دا ددې ښکاروندوى دی،چې علمي عقل يې څومره کم و.
په لمريزه منظمومه کې د بشر نننۍ الوتنې د نيوټن د جاذبې د ځواک پر بنسټ دي او ټول هغه کسان، چې نن سپوږمۍ ته ختلي دي، د نيوټن مديون دي . د نيوټن د جاذبې د قانون رابرسېرونه يوه ستره لاس ته راوړنه وه؛خو د نيوټن په وخت کې ورته چا دومره پاملرنه و نه کړه. په هغه وخت کې په لندن کي د ډيلي نيوز په نامه يوه ورځپاڼه خپرېده او کلونو پورې يې د نيوټن دا رابرسېرونه چاپ او خپره نه کړه. کومو پوهان،چې ترې خبر وو، د کینې له مخې يې هم ددې خبر له خپرېدو ډډه کوله. ډېره موده وروسته يې د نيوټن دا رابرسېرونه چاپ او خپره شوه.
نيوټن په اوولسمه زیږدي پېړۍ کې دا رابرسېرونه وکړه او تر ډېرې مودې خلکو پرې غوږ ونه ګراوه؛نو هېښنده به نه وي،چې په مدينه کې د اتمې زېږدي پېړۍ په پيل کې خلکو د جعفر صادق دې علمي نيوکې ته کلک پامنیوی ونکړ؛خو د انګلستان د اوولسمې زیږدي پېړۍ د کوڅې او بازار په خلکو کې او همداراز په هغو کسانو کې خو دا توپير شته چې د محمد باقر په درس کې به يې ګډون کاوه.
د لندن او انګلستان د نورو ښارونو خلک عاميان وو او علمي چارو ورته ارزښت نه درلود؛خو هغه کسان، چې د محمد باقر په درس کې يې ګډون کاوه، ټول پوهان وو او د جعفر صادق ددې نيوکې پر وړاندې باید بې پروا نه وای.
خو د هغه وخت د خلکو علمي عقل دومره محدود و، چې چمتو نه شول د لږ ځنډ لپاره له جعفر صادق سره په دې هکله ویینه وکړي . د شپاړسمې پېړۍ په نیمايي کې لهستاني کپرنيک د جعفر صادق خبره وکړه، خو چا پرې غوږ ونه ګراوه.
لکه څرنګه چې مخکې وويل شول، په ٩١ هجري پېړۍ کې دوو پېښو د جعفر صادق پام ځان ته راواړاوه. لومړی د محمد باقر زده کوونکي له مصره د اسماني کورې راوړل وو. دويمه پېښه دا چې اموي خليفه وليد بن عبدالملک له خپلې پلازمينې دمشق څخه راروان شو او د څو ښارونو تر ليدو وروسته د مدينې ښار ته راورسېد.دې خليفه به د سورياني بادشاهانو په څېر ډېر په دبدبې حرکت کاوه. د مدينې واکمن عمر بن عبدالعزيز د خليفه تود هرکلى وکړ، ټولو خلکو ته خبر ورکړ شو،چې کولای شي په ازادانه توګه له خليفه سره وګوري. عمر بن عبدالعزيز پوهېده،چې محمد باقر به د وليد بن عبدالملک ليدو ته ولاړ نشي او وړاندوينه يې کړې وه،چې دا کار ممکن د محمد باقر په زيان وي؛نو ورغی،ورته يې وويل : سبا د وليد د ليدو ته ځئ؟ محمد باقر منفي ځواب ورکړ.
عمر بن عبدالعزيز وپوښت: ولې د خليفه ليدو ته نه ځي،دا پوښتنه اړینه نه وه؛ځکه د مدينې واکمن پوهېده، چې محمد باقر،وليد خليفه نه ګڼي،وروسته يې محمد باقر ته وويل: دا ښار مو د کور په شان دى او وليد بن عبدالملک مو اوس کور ته راغلى، که هر څه وي، هغه يو مسلمان دى؛خو فرض به کړو، که يو کافر د مېلمه په توګه مو کور ته راشي،درناوی يې نه کوئ؟
محمد باقر په ځواب کې وويل: کور ته د مېلمه د راتګ مسئله او دې ښار ته د وليد بن عبدالملک راتګ توپير لري؛ هغه د خليفه عنوان ځان ته غوره کړی،د کور خاوند دى او دې ښار ته راننووتى دى.
عمر بن عبدالعزيز وويل:پوهېږم ولې يې ليدنى ته نه ځئ ! خليفه ته ستاسې ورتګ د خلکو په ذهن کې ښايي دا خبره رامنځ ته کړي، چې ورسره مو بيعت کړی دى.
محمد باقر د مدينې د واکمن دا خبره تصديق کړه.
عمر بن عبدالعزيز وويل: ستاسې يو له نيکونو ځنې د خوښې له مخې نه؛بلکې د مسلمانانو د سازښت له مخې له يوه اموي خليفه سره سوله کړې وه،چا ونه وويل، چې له خليفه سره يې بيعت کړی او که تاسې هم سبا د خليفه ليدو ته ولاړ شئ، څوک به ونه وايي، چې ورسره مو بيعت کړي دى. محمد باقر وويل: زه دا غوره ګڼم،چې ليدنې ته يې ولاړ نشم.
عمر بن عبدالعزيز وويل: آيا پام مو دی که د وليد ليدو ته ولاړ نه شئ، ما ته به کومه ستونزه رامنځ ته شي؟
محمد باقر وويل: کومه ستونزه به رامنځ ته شي؟
د مدينې واکمن عمر بن عبدالعزيز وويل: وليد په دې خبره هرومرو پوهېږي، چې زه مو کورنۍ ته ډېر ارادت لرم او وليد د ځریو يو ځانګړی ټولګى لري او دا ټولګی معاويه په اسلام کې رامنځ ته کړ او تر هغه وروسته هر اموي خليفه له دې جاسوسي ټولګي ګټنه کوي او دې ټولګې به وليد ته هم دا خبر ورکړی وي،چې زه مو کورنۍ ته ارادت لرم او که تاسې د وليد ليدنې ته ولاړ نشئ، راغوسه به شي،وبه وايي که تا له ورسره ارادت نه درلودلای؛نو نو دومره پېسمن - مغروره به نه و او ليدنې ته به مې راغلى واى او ما به د مدينې له واکمنۍ ګوښه کړي.
محمد باقر وویل: موږ ښاڅمني- غرور نه لرو، يوازې زه د وليد د ليدو لېوالتیا نه لرم؛خو کوم څه چې دې اوس وويل، درسره يې منم او سبا به یې ليدنې ته ورشم.
عمر بن عبدالعزيز خوشحاله وويل: خليفه ته خبر ورکړم، چې سبا يې تاسې ليدنې ته راځئ؟
محمد باقر وويل: هو
بله ورځې محمد باقر د وليد ليدنې ته ولاړ. چې کله محمد باقر مجلس ته ورننووت، خليفه په خپل څنګ کې کېناوه.په عربو کې دا دود و چې څوک به د سترو ټبرونو د مشرانو کهول او زامن ول؛نو د هغوی به يې ډېر درناوی کاوه.محمد باقر بې له دې چې د بني هاشمو د ټبر د مشرانو له کهوله و، د وليد په اند يو ستر پوهاند هم و او خليفه یې د علمي مقام هم درناوی کاوه. که څه د امويانو زیاترو خلفاوو په باطني توګه له علم سره علاقه نه درلوده؛خو په ښکاره يې داسې ښووله،چې د علماوو درناوی کوي.
پر هغه ورځ محمد باقر او اموي خليفه څه مهمې خبرې ونه کړې، چې کله دوه کسان سره کېني او څه خاص خبرې ونه لري او يا کېدای شي چې ويې لري؛خو د سازښت له مخې يې نه کوي؛نو د بديهاتو په هکله لکه د هوا او کرنې په هکله خبرې کوي .پر هغه کال په مدينه کې ورښتونه شوي وو او د خلکو ډېر درمندونه شوي ول،خليفه محمد باقر د کرنې په هکله وپوښت او محمد باقر هم ځواب ورکړ. خليفه : څومره ځمکه لرې. محمد باقر: يو پټى دى چې يوازې زموږ د کور د نغري اور پرې بل وي او پلورلو ته څه نه پاتې کېږي.
وليد وويل: که غواړې په مدينه يا په بل ځاى کې به پراخې ځمکې درکړم، چې ستا او تر تا وروسته به ستا د اولادې وي.
محمد باقر وويل: زما اولاد که ژوندى پاتې شي؛نو کار به کوي او له همدې لارې به خپل رزق لاس ته راوړي او زما د کورنۍ لپاره همدا يو پټى بس دى، که څه یېبره - محصول يې ډېره نه ده؛خو کورنۍ مې وږې نه پاتې کېږي .
محمد باقر تردې خبرو اترو وروسته له وليد سره خداى په اماني وکړه او ولاړ.مدينې ته د اموي خليفه د راتګ اصلي موخه ددې ښار د جومات ليدل وو،هغه حکم کړی و،چې د مدينې جومات دې پراخه شي او غوښتل يې چې وويني امر يې تر کومه بریده پلي شوى. پر هغه ورځ وليد بن عبدالملک له عمر بن عبدالعزيز سره جومات ته ولاړل، محمد باقر به په جومات کې د تل په شان ښوونه کوله او جعفر صادق هم په دې درس کې ګډون درلوده،خلفيه د جومات له پراختيا خوښي وښووله او وروسته شبستان؛يعنې هغه ځاى ته ولاړ، چېرته چې محمد باقر ښوونه کوله.د خليفه په راتګ د ښوونې بهير په ټپه ودرېد، پر هغه ورځ د جغرافيا په هکله خبرې کېدې. وليد له دې علمه بې خبره و ، وليد د محمد باقر خبرو ته لاس په ځنه ودرېد او په ډېره حيرانتيا يې محمد باقر وپوښت،د کوم علم ښوونه کوې؟
محمد باقر وويل: دا د جغرافيا علم دى.
وليد: دا علم د څه شي په اړه دى؟
محمد باقر: د ځمکې او د آسمان د ستورو په هکله دی.
وليد تردې دمه جعفر صادق نه و ليدلى، په ليدو يې د مدينې واکمن وپوښت: دا ماشوم دلته څه کوي؟
عمر بن عبدالعزيز ځواب ورکړ: د محمد باقر زوى او د زده کړیالانو له ډلې دى او د نورو زده کړیالانو په څېر زده کړه کوي.
وليد وپوښتل: دا ماشوم څرنګه له دې ښوونو ګټنه کوي؟ د مدينې واکمن وويل: د دې ماشوم استعداد تر دې ټولو زده کړیالانو زيات دى.
وليد جعفر صادق ته غږ وکړ او په غور يې ورته وليدل،ويې ويل: دا خو لا تر اوسه ماشوم دى، څنګه کولای شي دلته زده کړه وکړي؟
عمر بن عبدالعزيز وويل: ښه به وي که خليفه د دې ماشوم ازمېینه وکړي، چې پوه شي دا ماشوم د پوهانو له ډلې ځنې دى،خليفه وپوښتل: نوم دى څه دى؟
ماشوم: زما نوم جعفر دى.
خليفه: کولای شې ووايې، صاحب المنطق څوک دی؟
جعفر صادق چټک ځواب ورکړ: ارسطو. زده کوونکیو یې ورته دا لقب ورکړ.
خليفه : کولای شې ووايې صاحب المعز څوک و؟
جعفر صادق: دا د يو شخص نوم نه؛بلکې د ستورو د يو ټولګې نوم دى، چې ورته ممسک الاعنه هم وايي.
خليفه ډېر حيران شو،ويې ويل: پوهېږي صاحب السواک څوک و؟
جعفر صادق: صاحب السواک د عبدالله بن مسعود عنوان دى، چې زما د نيکه؛يعنې پېغمبر ځينې خدمات يې پر غاړه درلودل.
وليد بن عبدالملک څو څو ځل مرحبا وويله او محمد باقر ته يې وويل: ستا دا زوى به د نړۍ له سترو پوهانو ځنې وي.
د جعفر صادق په هکله د وليد بن عبدالملک وړاندوينه سمه وه او د خپلې پېړۍ د سترو پوهانو له ډلې ځنې شمېرل کېده.
د نور تيوري
[سمول]جعفر صادق وايي: نور د څيزونو لخوا زموږ په سترګو لږي او د دې نور لږه برخه زموږ په سترګو لږي؛نو ځکه موږ لرې څيزونه سم نشو ليدلاى. که د لرې جسم ټول نور مو پر سترګو ولږي؛نو موږ به لرې څيز نږدې ووينو، که يو داسې وزله جوړه کړو،چې د لرې څيز ټول نور زموږ په سترګو ولږي؛نو لرې جسم يا څيز به موږ پنځوس ځله نږدې ووينو.
د صليبى نـښتو په ترڅ کې چې کله ختیځ او اروپا سره اړيکې پيدا کړې،د جعفر صادق دا تيوري د هغه د زده کړیالانو له لارې د اروپا پوهنتونونو ته ولاړه او هلته يې ښوونه کېده. ددې تيورۍ يو ښوونکى انګليسي راجربيکن دی،چې په انګلستان کې د اکسفورد د پوهنتون ښووند - استاد دى.د نور په هکله د هغه تيوري د جعفر صادق په شان ده او وايي: که داسې وزله جوړه کړو، چې د لرې جسم ټول نور زموږ سترګو ته راورسوي؛نو موږ به هغه جسم پنځوس ځله نږدې ووينو.
د همدې نظریې له مخې په ١٦٠٨ زیږدي کې ليپرشي فالماندي لومړی دوربين اختراع کړ.
د همدې دوربين د بېلګې له مخې ګاليله په ١٦٠١ زیږدي کې اسمانې دوربين جوړ کړ او له دې لارې يې د اسمان ستوري وليدل. د ليپرشي فالماندى او ګاليله د دوربين د جوړولو په تاريخ کې دوه کاله واټن دی؛ نو دا خبره له امکانه لرې نه برېښي،چې په يو وخت کې دواړو د اسماني دوربين د جوړولو په هکله فکر کاوه؛خو ګاليله د ليپرشي فلاماندي له دوربينه پند واخست او په ١٦١٠ زېږدي کې يې پرې د اسمان ستوري وليدل.
که د جعفر صادق له اړخه د نور تيوري نه وه ويل شوې، ايا ليپرشي فلاماندي او ګاليله اسماني دوربين جوړولاى شو ايا ګاليله کولای شول، د لمریز غونډال کورې وويني؟ او يا دوى د خپلو مشاهداتو له مخې د کپلر او کوپرينک نظريې تایيدولاى شوې، چې وايي د ځمکې په ګډون د لمریزې نړۍ ټولې کورې له لمره ګردې چورلي؟
د ګاليله دې دوربين خلک ډېر هک پک کړل او د هغه وخت ولسمشر او سناتورانو هم غوښتل په دې دوربين لمریزه نړۍ وګوري،ګاليله خپل دوربين د کليسا پر يوه برج کېښود،چې خلک د شپې سپوږمۍ او ستوري وويني.
ګاليله وپوښتل شو،چې ولې يې دوربين اسماني اجسام رانږدې کوي او پرې د سپوږمۍ غرونه هم ليدلاى شو؟ ګاليله د جعفر صادق د نور تيوري تکرار کړه،ويې ويل: دا دوربين د هغو لرې جسمونو نور زموږ سترګو ته رانږدې کوي او هغه جسمونه،چې درې زره قدمه لرې وي،زموږ سترګو ته يې دومره رانږدې کوي،چې سړى ګومان کوي هغه راڅخه شپېته قدمه لرې پروت دى.
د نور د سرعت په هکله هم جعفر صادق دا نظريه ويلې: د نور هغه سرعت،چې زموږ سترګو ته راځي،فوري دى او د حرکاتو له ډوله دی.
دې ټکي ته مو بايد پام وي،چې د جعفر صادق په وخت کې دومره تخنيکي وسايل نه ول،چې هغه پرې د نور د سرعت اندازه معلومه کړې واى؛خو داچې ويلي یې دي: نور حرکت دى او سرعت يې فوري دى، د نور په هکله د نننۍ تيورۍ سره ورته والی لري.له امام صادق څخه په يو بل روايت کې داسې راغلي،چې هغه په خپل درس کې داسې وويل: قوي نور کړای شي درانده جسمونه وخوځوي او هغه نور چې په طور سينا کې پر موسی ښکاره شو؛نو داسې نور و، که د خداى اراده نه واى؛نو غر به يې ټول خوځولاى واى.
ممکن داسې فکر وکړو،چې د دې روايت له مخې، جعفر صادق د ليزر د تيورى وړاندوينه کړې ده. هغه څه چې جعفر صادق د نور د حرکت او سرعت په هکله وايي او دا چې نور له څيزونو زموږ پر سترګو لږي اهميت يې د ليزر له تيورۍ څه زيات دى؛ځکه د ليزر تيوري له جعفر صادق مخکې هم ويل شوې وه؛خو د نور د سرعت او حرکت او داچې نور له څيزونو زموږ پر سترګو لږي دا تيوري ځانګړې د جعفر صادق ده. نن پوهېږو، چې د نور سرعت په يوه ثانيه کې درې سوه زره کيلومتره دى.
جعفر صادق د خپل وخت ډېر صبرناکه لولاند-مدرس او ښووند و، هر ورځ يې ښوونه کوله او په پاى کې يې د خپلو علمي ناباندیو - مخالفينو پوښتنې ځوابولې. د جعفر صادق يو علمي ناباندی - مخالف ابوشاکر نومېده، يو ورځ يې جعفر صادق ته وويل: اجازه ده چې څه ووايم؟
جعفر صادق وويل: هر څه چې ويل غواړې، ووايه.
ابوشاکر: ته ولې خپل زده کړيالان پر افسانو غلوې؟
جعفر صادق: ما په کومو افسانو غلولي؟
ابوشاکر: څه چې ته د خداى په هکله وايې، بې له افسانې بل څه نه دي او غواړې په دې افسانو پر خلکو داسې څه ومنې،چې نشته؛نو ددې دليل له مخې خداى نشته. موږ خدای پخپلو پينځو حواسو درک کولای نشو، ممکن دا ووايې که څوک په دې پينځو حواسونو نشې پېژندلاى؛نو کولای شې په باطني حواسو یې درک کړې؛خو باطني حسونه موږ هغه وخت کارولای شو،چې لومړی مو پينځه ظاهري حسونه په کار اچولي وي. آيا کړای شې پخپل ذهن کې داسې يو څيز انځور کړې،چې پکې يو يا څو ظاهري حسونه ښکېل نه وي؟ چې کله ته د يو ناسوب- غايبي دوست انځور پخپل باطن کې انځوروې که ستا د ليدو حس نه وي؛نو محال دی، چې ویې وينې او که ستا د اورېدو حس نه وي؛ نو محال دی، چې غږ یې پخپل باطن کې واورې او چې کله د هغه لاس په خپل لاس کي نيسې؛نو د خپلې لامسې له حسه کار اخلې که نه په باطن کې يې لاس نشې لمسولاى؛نو ټولې باطني ننګېرنې دې په پينځو ظاهري حسونو پورې تړلې دي او کله هم چې ستا پينځه ظاهري حسونه وي؛نو نشې کړای له خپلو باطني ننګېرنو ګټنه وکړې. که وايې خداى پر باطني ننګېرنو درک کوم، زه ستا دا خبره نه منم، ممکن تردې وروسته راته داسې ووايې،چې زه خداى په پينځو ظاهري حسونو او باطني ننګېرنو نه؛بلکې په عقل پېژنم،زه وايم ستا عقل هم بې له پينځو جسمونو پر يو څېز هم نشي پوهېدلاى او عقل که غواړې پر څه پوه شي؛نو په همدې پينځو ظاهرو حسونو به يې پېژنې او که دې وکړای شول،چې د عقل په مټ داسې کوم دليل راوړې او کومې پايلې ته ورسېدې چې ظاهري حس پکې هېڅ ونډه نه وي اخستې؛نو درسره به يې ومنم. کولای شې پخپل عقل د خداى وجود وپېژنې، هغه خداى چې ته یې خلک ستاينې ته رابولې، ستا د وهم له ځواک پرته بل څه نه دي، تا په خپل واند - خيال کې يو موجود انځور کړى او هغه دې پخپل انځور کې را اړولى او داځکه چې ته پخپله خبرې کوې،ډوډۍ خورې،ويديږې؛نو داسې دې انګېرلې،چې هغه خبرې کوي،ډوډۍ خوري او ويدېږي او دا چې خپل نفوذ خوندې وساتې،هغه چا ته نه ښيې،وايې:هغه نه ليدل کېږي او و به نه ليدل شي، هغه له موره نه دى زیږېدلی او له صلبه به يې څوک پيدا نشي.
ستا خداى چې نه لیدل کېږي،د هندوانو د صنم د بوت په څېر دى. په هندوستان کې يو داسې بوت شته، چې په مخ يې ورته غټه پرده راځړولې او څوک يې نه ويني،مشران يې هندوانو ته وايي،چې دا بوت هېڅکله هم ځان بشر ته نه ښيي؛ځکه که چا وليد؛نو وبه مري . هندي صنم د هغې د ساتوونکيو په وينا د زړه سوي له کبله ځان چا ته نه ښيي،ستا خداى هم داچې څوک يې په ليدو سملاسي مړ نشي؛نو خپل ځان کله هم نه ښيي.
وايې،چې دا نړۍ خداى پنځولې، هغه خداى چې نه لیدل کېږي او غږ يې نه اورېدل کېږي او يوازې پېغمبر یې غږ اورېدلي شي . وايم دا نړۍ چا نه ده پنځولې او پخپله رامنځ ته شوې، د بيدیا واښه ايا چا پيدا کړي؟ خو داسې نه ده، چې واښه پخپله په بيدیا کې راټوکېږي؟ مېږي او ماشي چا پيدا کړي؟ خو دا ټول ژوي پخپله منځ ته نه دي راغلي؟ سړيه!چې د دانشمندۍ دعوى کوې او ځان ته په مسلمانانو کې د پېغمبر ځايناستى وایې، تا ته وايم کومې افسانې چې خلکو رانقل کړي، په دې ټولو افسانو کې د ایکي يو خداى افسانه ډېره بې بنسټه ده، نوې افسانې که سستې هم وي،د انسان له ژوند سره ورته والى لري او کوم کسان، چې په دې افسانو کې دي، که څه شتون نه لري؛خو کړه وړه يې د انسانانو په شان دي، لیدل کېږي، خبرې کوي، ډوډۍ خوري، ويدېږي او مينه کوي. انسان چې کله يوه موهومه افسانه واوري که څه پوهېږي،چې بې بنسټه ده؛خو له اورېدو يې خوند اخلي ځکه خپل ځان او د خپل ځان غوندې نور کسان د دې افسانې په ښځو او نرانو کې ويني او پوهېږي که څه داسې سړى او ښځه نشته ؛خو د داسې کسانو وجود د منلو وړ برېښي. څوک چې افسانه اوري،باور پرې نه کوي؛خو عقل يې ورته وايي: د کومو ښځو او سړیو نومونه،چې په افسانه کې اخستل کېږي،وجود يې شونی دی؛لکه څنګه چې مې مخکې وويل، د انسان عقل په پينځو ظاهري حواسونو پورې تړلى دى او د کوم خداى په اړه، چې خبرې کوې؛نوعقل يې نشي منلاى؛ځکه عقل داسې يو موجود نشي منلاى،چې نه لیدل کېږي،نه اورېدل کېږي،نه بوى کېږي او نه لمس کېږي.
له تا مخکې چې کوم پېغمبر و او تر هغه وروسته ته هم د يو نه ليدونکي خداى په هکله خبرې کوې،چې خلک پرې وغلوې او وايې،چې خدای هر څه ويني؛خو هغه نه ليدل کېږي،هغه موږ ټول ويني؛خو موږ یې نشو لیدلاى.اخر هغه خداى چې جسم نه لري؛نو څنګه کولای شي نور خلک وويني،هغه جسم او ژبه هم نه لري؛نو خبرې به څنګه وکړاى شي او هغه څوک چې جسمي موجوديت نه لري؛نو څنګه کولای شي يو څه وپنځوي؟ وينم ځينې دې پر خبرو تېروځي او مني . داسې خداى شته،چې نه لیدل کېږي؛خو زه ستا په خبرو نه تېروځم او د هغه خداى په اړه ستا دا افسانه نه منم،چې نه لیدل کېږي.
زه هغه خداى منم،چې پخپلو دوو سترګو يې ووينم، په دوو غوږونو يې غږ واورم که غږ نه لري، په دواړو لاسونو يې لمس کړم، زه د هغه خداى ستاینه کوم، چې له لرګي او يا تيږې جوړ شوى وي؛ځکه لیدلاى یې شم او په لاسونو يې لمسولای شم. ته به وایې،چې دا خدى تا پخپله جوړ کړى او تا رامنځ ته کړى؛نو غوره نه ده، چې ستاینه يې وکړم، ايا هغه نه ليدونکى خداى چې خلک ستاينې او عبادت ته وربولې،پخپله دې له خپلې وينا او پنداره نه دى پيدا کړی، زه او ته دواړه د خپل خداى پيدا کوونکى يو،توپير يې دا دى،چې زما خداى لیدل کېږي،د لمس وړ دى، حال دا چې ستا خدى نه لیدل کېږي او نه د لمس وړ دى.
زه د افسانو پلیونى نه یم، وروسته تردې مې چې خپل خداى پيدا کړ، پر ستاينې او عبادت يې پيل کوم. زه داسې هم نه وايم، چې هغه دا جهان او زه پيدا کړى يم؛خو تا ځان ته يو موهوم خداى پيدا کړى. د دې جهان او د بشر د پيدا کېدو افسانه هم ورپورې تړې،وايې: که هغه نه وي؛نو جهان او بشر به هم نه وي او څه چې دي، هغه پيدا کړي دي.
زه په افسانې ګروهن نه یم،داسې نه وايم : کوم خداى چې ما پخپله پيدا کړ،جهان او بشر يې هم پيدا کړ؛خو ته پر افسانې ګروهن یې، وروسته له دې چې خپل خداى دې پيدا کړ؛نو وايې: جهان او بشر يې هم پيدا کړ،څه اړتیا ده، چى ووايې: خداى جهان او بشر پيدا کړى دى. ولې د خداى په دې افسانو خلک بې لارې کوې او ولې نه پرېږدې، چې خلک د افسانو پر ځاى د واقعيت ستاېنه او عبادت وکړي؟ اړینه نه ده،چې خداى جهان او بشر پيدا کړى وي. جهان او بشر پخپله پيدا شوي او دا موږ يو،چې ځان ته خپل خداى پخپله پيدا کوو. زه خپل خداى پخپلو لاسونو جوړوم او ته خپل خداى له خپل پنداره پيدا کوې.
جعفر صادق د ابوشاکر ټولې خبرې په زغم واورېدې،ورته يې وويل: خبرې دې پاې ته ورسېدې، که نور څه هم ويل غواړې؟
ابوشاکر: د نه ليدونکي خداى په هکله په خلکو کې خبرې کول او داچې غواړې خلکو ته يې ښه ور وپېژنې؛نو تا له دې يوه وزله جوړه کړې،چې شتمن شې او ژوند دې ښه تېر شي. دا مې وروستۍ خبرې وې.
جعفر صادق : ستا ځواب به زه ستا د خبرو له پاپه پيل کړم. وايې : ځکه خلک خداى ته رابولم، چې و یې غلوم، د نفوذ خاوند شم او ژوند مې ښه تېر شي که زما ژوند د خليفه په شان وای، ستا دا تور به پرځاى وای؛خو تا نن دلته زما خواړه ولیدل،چې يوازې وچه ډوډۍ ده،بلنه درکوم راسره د شپې کور ته هم ولاړ شه او د شپې خواړه مو هم وګوره. ابوشاکره! که په شتمنۍ پسې ګرځېدلاى او ستا په وينا ژوند مې په خوشحالۍ تېرولاى؛نو اړینه نه وه، چې د خداى په تبليغ مې دا کار کړی وای. ما کړای شول په کيمياګړۍ خورا شتمني لاس ته راوړې واى او که دا کار مې هم نه واى کړى،سوداګړي به مې پيل کړې واى او په تېره د هېوادونو په هکله زما معلومات تر نورو سوداګرانو زيات دي،پوهېږم چې په هر هېواد کې کوم ډول توکي توليدېږي او کوم توکي بايد نورو هېوادونو ته یوسم ،چې ډېره ګټه پکې وکړم.ددې ښار سوداګر وپوښته،چې په روم او اصفهان کې کوم ډول مالونه ډېر توليدېږي او سړى بايد کوم مالونه عرب ټاپووزمې ته راوړي،چې ګټه پکې وکړي. فکر نه کوم په دې هکله ځواب درکړي.
ځکه د دې ځاى سوداګر يوازې د شام،مصر او د بين النهرين توکي پېژنې او دا چې په نورو هېوادونو کې کوم ډول توکي توليدېږي او په عربي ټاپو وزمه کې څومره ګټه لري؛نو دا ټول ترې بې خبره دي؛خو زم پوهېږم،چې په نورو هېوادونو کې کوم توکي توليدېږي او که دلته راوړل شي؛نو څومره ګټه به وکړي او پردې هم پوهېږم،چې دا مالونه بايد له کومې لارې راوړل شي،چې د وړلو لګښت يې هم کم وي.
ابو شاکره! تا وويل : د خداى په تبليغ خلک غولوم،چې شتمن شم،په ځواب کې يې بايد ووايم، تر دې دمه چې زه د خداى تبليغ کوم له چا مې د کوچنيو ډاليو پرته، هغه هم يوازې له مېوو مې بل څه نه دي اخستي،چې د کجورو وخت راورسي،يو انډيوال مې راته د خپل بڼ لږې کجورې راډالۍ کوي او دا ډالۍ ځکه قبلوم،چې انډيوال مې خپه نشي. بل انډيوال مې په طايف کې د انارو بڼ لري او د انارو په وخت کې انار رالېږي او زه يې ځکه قبلوم چې هغه خپه نشي.
ابوشاکره: ومنه ! څوک هم عمري د خداى تبليغ نه کوي،چې په بدل کې يې هر کال څو دانې انار او کجورې ګوتو ته راوړي. ابوشاکره! اورېدلي مې دي، چې ستا پلار مرغلرې پلورلې او ښايي تا ورسره هم په کوچنيوالي کې کار کړى وي او ته به مرغلرې پېژنې که ته يې پېژنې، زه درته وايم، چې زه ټول جواهر پېژنم او داسې جواهر به نه ول، چې زه يې ونه پېژنم او بيه يې راته معلومه نه وي.
که ما شتمني لاس ته راوړلاى؛نو اړینه نه وه، چې د خداى په تبليغ مې لاس ته راړوې واى، کولای مې شول،چې په جواهرو يې لاس ته راوړم. ستا پلار خو جواهر پلورل،پوهېږي چې ياقوت څو ډوله دي.
شاکر منفي ځواب ورکړ.
ايا پوهېږې زمرد څو ډولونه لري؟ ابوشاکر منفي ځواب ورکړ.
جعفر صادق: پوهېږې الماس څو ډولونه لري؟ او څو رنګونه لري؟
زه د الماس ډولونه او د هر يوه بيه هم پېژنم،بې له دې چې ما جواهر پلورلي وي؛خو زه د خپل علم له اړخه د جواهرو په هکله خورا معلومات لرم،داسې جواهر پلوري هم شته چې ډول ډول جواهر پلوري ؛خو نه پوهېږي، چې دا جواهر له کوم ځايه لاس ته راځي؟ ايا پوهېږې چې الماس ولې ځلانده دي؟
ابوشاکر:ما او پلار مې الماس نه دي پلورلي او نه پوهېږم،چې الماس ولې ځلانده دي.
جعفر صادق: الماس ځکه ځلانده دي،چې هغه ته تراش ورکوي ايا پوهېږې الماس څنګه لاس ته راځي؟
ابوشاکر منفي ځواب ورکړ.
جعفر صادق: الماس په نهرونه او سيندونو کې پیدا کېږي او تر پيدا کېدو وروسته يې ځانګړو استاذانو ته ورکوي،چې تراش يې کړي او تردې وروسته الماس ځلاندېږي، دا استاذان له کوچنيوالي د خپل پلار ورور يا نورو خپلوانو تر لاس لاندې روزل کېږي او د الماس تراش کول خورا ګران چار دى او ډېر دقت غواړي او الماس پر بل څيز نه؛بلکې پخپله پر الماس باندې تراشېږي،دا درته ځکه وايم که زه په شتمنۍ پسې ګرځېدلاى؛نو مرغلرې به مې پلورلې او زه چې جواهر د علم له مخې پېژنم؛نو کولای مې شول، په ډېره کمه موده کې له دې لارې شتمن شم،اوس ستا اصلي نيوکې ته راځم. تا وويل چې افسانې اورې او خلک د هغه خداى ستاينې او عبادت ته رابولم،چې نه لیدل کېږي . ابوشاکره! ته چې له نه ليدونکي خدایه منکر يې،کړای شې،خپل دننه ووينې؟
ابوشاکر: نه
جعفر صادق: که تا کله هم خپل دننه ليدلى واى،نو دا به دې نه ويل؛ځکه خداى نه ليدل کېږي؛نو نه ليدونکى خداى يو افسانه ده؟
ابوشاکر: د دننه ليدل د هغه نه ليدونکي خداى د ستاينې او عبادت سره څه اړيکه لري؟
جعفر صادق: ته وايې، هغه څيز چې نه لیدل کېږي، نه اورېدل کېږي، نه لمس کېږي،نه بوى کېږي،نه څکل کېږي،دا څيز شتون نه لري او له دې کبله چې موجوديت يا شتون نه لري؛نو د ستاينې وړ هم نه دى.
ابوشاکر وويل: همداسې ده.
جعر صادق: ايا ته په بدن کې د وينې د یون غږ اورې؟
ابوشاکر زه يې غږ نه اورم، خو ايا وينه په بدن کې بهېږي.
جعفر صادق: هو وينه په بدن کې بهېږي ايا ته په خپل بدن کې د وينې حرکت بوى کوې؟
ابوشاکر: نه
جعفر صادق: ابوشاکره! وينه په هرو څو دقيقو کې ېو ځل په ټول بدن کې حرکت کوي او که د وينې دا حرکت په بدن کې د څو دقيقو لپاره ودرېږي؛نو و به مرې ايا تر ننه دې په خپل بدن کې د وينې بهېدل ليدلي دي؟
ابوشاکر: نه! زه نشم منلای ،چې زما په بدن کې وينه بهېږي.
جعفر صادق: ستا ناپوهي ستا خنډ دى او نه دې پريږدي،چې په رګونو کې د وينې بهېدل ومنې او د همدې ناپوهۍ له کبله نشې کړای ایکی یو او نه ليدونکى خداى وپېژنې . ايا هغه مخلوقات،چې خداى پيدا کړي او ستا په بدن کې يې په کار اچولې او له کبله يې ژوندى يې، ايا ته ترې خبرې يې؟
ابوشاکر: نه
جعفر صادق: تا ځان يوازې پخپلو مشاهداتو پورې تړلى او وايې: هغه څه چې نه ليدل کېږي، وجود نه لري او له وجوده يې خبر نه يې.که ته په لږ څه علم پسې تللى وې او خپله ناپوهي دې لږه څه کمه کړې واى او ځان دې خبر کړى واى،چې ستا په وجود کې دومره کوچني ساکښ څيزونه شته،چې شمېره يې د دښتو له شږو سره برابره ده،هغه ستا په وجود کې منځ ته راځي، بچي اچوي او د څه مودې تر کار وروسته مري؛خو ته هغه نشي ليدلاى، نه يې شې اوريدلى، لمسولای يې نشي او نه يې بويولای شي او نه يې څکلاى شي. ابوشاکره! هغه ساکښ ژوي چې ستا په بدن کې ژوند کوي، شمېره يې تر نړۍ مېشتو خلکو او د بېدیا تر شږو زياته ده، دوی منځته راځي، لوېږي،چې ته ژوندى پاتې شي او که خداى دا ژوي د لږ څه ځنډ لپاره په ټپه ودروي، ته به مړشي.
ځکه چې ته ناپوه يې او له دې ژویو منکر يې او واي: غږ يې نه اوري،نه يې ګورم،نو نه يې منم، تا داسې انګېرلې څه چې تا هڅوي په خپل بدن کې له دې ژویو نمښته وکړې،ستا د عقل او پوهې ځواک دی، حال داچې دا ستا د بې عقلۍ او ناپوهۍ ځواک دی ،ناپوهي دې نه پرېږدي او نمښته کوې ،چې د بدن په رګونو کې وينه بهيږي او په بدن کې ځينې ښاکښ ژوي شته.
افسوس دا دی چې په دې جهان کې داسې کسان هم شته،چې سترګې لري؛خو نه ويني،غوږونه لري؛خو نه اوري او خپله ناپوهۍ،علم او خپل ابلهتوب عقل ګني. دا يې ولې ويلي: که چا خپل ځان وپېژنده؛نو خپل خداى به وپېژني.ابوشاکره! که خپل ځان دې پېژندلی واى او پوهېدای،چې ستا په وجود کې څه تيرېږي او څومره ژوندي ژوي دې په بدن کې پيدا کېږي او مري،چې ژوندى پاتې شې؛نو دا به دې نه ويل:هغه خداى چې زه يې نه وينم غږ يې نه اورم، لمسولای يې نشم؛ نو وجود يې هم نه منم او ایکي یو او نه ليدونکى خداى يوه افسانه بولم. ابوشاکره! دا تيږه وينې؟ ته به وايې چې دا تيږه جامده بې ځانه او بې حرکته ده او که څوک درته ووايي چې دا تيږه حرکت لري؛نو وبه يې نه منې؛ځکه په سترګو يې نه وينې او دا به وايي چې افسانې غږوي او ځان ته به هم عاقل وايې،چې دا افسانه نه منې او ته به له خپلې نادانۍ بې خبره يې او د تيږې پر دننني حرکت به نه پوهېږې او کېدای شي داسې ورځ راشي، چې د خلکو د پوهې کچه دې برید ته ورسي،چې د تيږې دنننی حرکت وويني (د امريکا په يو علمي مجله چې پر کال ١٩٧٣ خپره شوه ،د ليزر په مټ يې د تيږې د ماليکولونو حرکت ليدلى دى).
ابوشاکره! تا وويل،چې په دې نړۍ کې هر څه پخپله رامنځ ته شوي او پنځګر نه لري. ودې ويل، چې په بېدیا کې واښه په خپله کېږي او څوک يې نه پنځوي؛خو دا فکر دې نه و کړى،چې واښه هګۍ لري او د وښو هګۍ،چې په ځمکې کې ولوېږي او که په اورښت ځمکه لمده نشي، واښه نه راټوکېږي. اورښت هم پخپله نه اوري؛بلکې د هغو بخارونو له کبله چې په ځمکه کې پيدا کېږي او د وريځو په بڼه کې په فضا کې راپيدا کيږي او دا اورښت هر کله نه وي؛بلکې په ځانګړو فصلونو کې اوري، که اورښت نه وي او ځمکه لمده نه کړي او د وښو هګۍ په ځمکه کې ماته نه کړي؛نو رازرغونه به نشي. جرړې به پيدا نه کړي؛نو هېڅ واښه به په بېدیا کې پيدا نشي. د لسو ډولونو وښو هګۍ په يوه بند لوښي کې چې له اوبو ډک دى واچوه، وګوره چې جرړه او پاڼې پيدا کوي که نه؟ په بېدیا کې د وښو راټوکېدو ته يوازې لمده بل بسیا نه دی؛بلکې هوا ته هم اړتیا لري او په هوا کې داسې اغېز شته،چې بوټى زرغونوي او د ودې لامل یې ګرځي.
ابوشاکره! کولای شو په يخو سيمو کې واښه په ځانګړو تودو خو کې رازرغون کړو؛خو شرط يې دا دی، چې بايد هوا وي، په يخو سيمو کې په دې ځانګړو تودوخو کې مېوې لاس ته راوړل کېږي؛خو هوا بايد ورسره وي،که هوا نه وي؛نو په بيدیاوو کې به واښه رازرغون نشي او په ځانګړو تودوخو کې به مېوې هم ونشي او بې له هوا به انسان او ځنارو هم پاتې نشي. ابوشاکره! هوا ستا او د نورو خلکو ژوند وزله ده، ته یې نشې لیدلاى او چې کله باد وي، وجود يې حسولای شې ايا کولای شې، د هوا له وجوده منکر شې؟ ايا کولای شې له دې هم منکر شې،داچې په بېدیا کې واښه زرغون شي، بايد له خاورې،اورښت، هوا او فصل ګڼ لاملونه سره يوځاى شي، چې واښه راشنه شي او داسې يوه اداره کوونکی او څارونکی ځواک بايد وي،چې دا ټول لاملونه يو له بل سره يو ځاى کړي او دا څارونکی او اداره کوونکی ځواک خداى دی. که د علم خاوند وې؛نو پوه شوى به واى. حکمت دا نه مني،چې يو څيز پخپله رامنځ ته شي. د هر څيز د رامنځ کېدو بايد يو خالق ووسي او دا کېدای شي، باد وي، بوټي وي او يا ژوندي ژوي؛ لکه انسان.
که د پوهې خاوند واى، پوه شوى به واى،چې د ګڼو حکيمانو په منځ کې يو کس هم داسې نه و،چې پر خالق ګروهن نه وي. څه چې په ظاهره ښکاري او ځينې کېدای شي داسې و انګېري،چې ځينې حکيمان پر خالق ګروهن نه ول،حال دا چې دوى به خالق بې د الله له نامې په کوم بله نامه ياداوه او ان هغه کسان چې د خالق وجود په بشپړه او مطلقه توګه نفې کوي، بيا هم دوى پخپل حکمت کې په مبدا ګروهن دي او نشي کولای پخپله ګروهه کې له مبدا مړه خوا وسي. ابوشاکره! له خالقه منکرېدل عقل نه؛بلکې ناپوهي ده.عاقل انسان يوازې د څو شېبو لپاره د بدن غونډال په پام کې نيسي او په دې پوهېږي،چې دا تلپاتې او بې عيبه غونډال يو ناظم لري او جهان هم يو ناظم لري او هېڅ څيز نشي کولای د دنيا په نظام کې ګوتې ووهي.
ابوشاکره! تا وويل چې ما او تا دواړو خداى پخپله جوړ کړی او مطلب دې دا و، چې موږ پخپلو لاسونو خپل خداى پيدا کوو. توپير يې دا دى چى ته خپل خداى په ترکاڼۍ او يا هم له تيږي جوړوې او زه خپل خداى له خپلې اندې - انديشې پنځوم. ستا او زما په خداى کې ستر توپير دى او هغه دا: مخکې له دې چې د ترکاڼۍ يا د تيږو د توږلو (حجاري) وسايل او اوزار په لاس کې ولرې او په کار پيل وکړې، ستا خداى نه و ؛خو زما خداى مخکې له دې چې زه خپله انده - انديشه په کار واچوم موجود و. ما خپل خداى نه دى جوړ کړى او هغه مې له خپلې اندې نه دى را ايستلى؛خو ستا په وينا تا خپل خداى پخپلو لاسونو جوړ کړى او مخکې له دې،چې ته هغه جوړ کړى بې له لرګي او تيږي بل څه نه و. ما خپل خداى له خپلې اندې نه دى را ايستلى؛ ځکه زما خداى زما له اندې موجود و،څه چې ما کول او اوس يې هم کوم، غواړم د خپلې اندې په مټ د خپل خداى ستریا لاپسې ښه وپېژنم. چې کله ته يوې بېدیا ته ځې او يو غر وينې او په دې لټه کې کېږې،چې هغه ښه وپېژنې ايا زه ويلای شم، چې دا غر تا پخپلو لاسونو پيدا کړې يا دې له خپلې اندې پيدا کړى؟غر له تا مخکې هم و او وروسته له تا به هم وي، څه چې کوې، دادي،چې په دې لټه کې شې،چې ښه يې وپېژنې ،ستا دا ښانده - پېژندنه هم ستا د پوهې په کچې پورې اړه لري. نشې کړای غر ښه وپېژنې؛ځکه ستا د پوهې کچه دومره نه ده، چې پرې د غر پر مبدا پوه شې او همداراز د غر په منتها هم پوه شې، نه پوهېږې ،چې غر له څه جوړ شوى او په منځ يا بېخ کې يې کوم ډول کانونه دي او دا کانونه انسان ته څومره ګټور دي،نه پوهېږې،کومې ډبرې،چې په غره کې دي، په کوم وخت کې او څنګه منځ ته راغلي ،که تا پوهه درلودلای؛نو نه به دې ويل، چې ما خپل خداى چې يو بوت دى، له لرګي او تيږي لاس ته راوړی؛ځکه کومه تيږه او لرګی،چې ته ترې خپل بوت جوړوې، تا نه دي پيدا کړي.
پوهېږې له کومې تيږې،چې بوت جوړوې تر تا په زرونو کاله مخکې موجوده وه او تر تا وروسته به هم وي او ايا په دې پوهېږې له کومې تيږې،چې تا بوت جوړ کړى، د جهان له نورو برخو دلته راغلى؛ ځکه د ځمکې بېلابېلې برخې تل د خوځون په حال کې دي؛خو زموږ سترګې دا حرکت نشي ليدلاې ( د ځمکې پوهنې په ټولو کتابونو کې دا يو علمي واقعيت دی،چې د ځمکې بېلابېلې وچې تل د خوځون په حال کې دي او د امريکا او افريقا د وچو خوځون سرعت په کال کې شل سانتې متره دى. د امريکې وچه لویديځ پلو ته روانه ده او د اسيا او اروپا وچه ختیځ پلو ته روانه ده او په ګانده - راتلوونکيو پينځه دېرش يا څلوېښت ميلونو کالو کې به د امريکې وچه له لویدیځه د اسيا له وچې سره ونښلي)
که پوه واى او پر خداى ګروهن وای،پوه شوى به واى،چى په دې جهان کې داسې يو څيز نشته،چې خوځون ونه لري، په دې جهان او زموږ په ژوند کې سکون مانا نه لري؛ځکه موږ په يو حال کې هم ساکن نه يو، ان په خوب کې هم د ځمکې د طبعيت له مخې خوځنده یو او دا خوځون له هغو دننني حرکاتو سره توپير لري،چې زموږ په دننه کې دي.
ابوشاکره! زه له دې ډېر کوچنی يم، چې وکولای شم خپل خداى له خپلې اندې وپنځوم، هغه زموږ انده پنځولې،چې هغه پرې لا ښه وپېژنم، انده مې تر ما وروسته له منځه ځي؛خو خدای تلپاتى دى. ابوشاکره! چې کله وايم له منځه ځي،موخه مې دا نه ده،چې مصدومېږي؛ ځکه عدم نشته او ټول هر څه د ونجون - بدلون په حال کې دي او په دې جهان کې يوازې خداى دی،چې کله هم ونجون نه مومي.
ابوشاکره: له کومې تيږې، چې بوت جوړوې، که دې ښه پېژندلې واى؛نو په دې اسانۍ به د خداى له وجوده نه منکرېدې او دا به دې راته نه ويل،چې تا خپل خدای له خپلې اندې پيدا کړى. تيږه نه پېژنې او داسې انګېرې،چې دا تيږه ستا د لاسونو مطيع ده او کولای شې په هره بڼه يې وتوګې او ته چې نن دا تيږه غواړې هره بڼه ترې جوړه کړې،خداى دا تيږه له ډېر پخوا له مايع جوړه کړې وه،چې نن وکړای شې و يې توګې او که نه دا تيږه ب د شيشې په شان ستا په لاس کې ماته شوې واى.
ابوشاکر: دا تيږه له مايع جوړه شوې ده؟
جعفر صادق: هو.
ابوشاکر په کټ کټ وخندل،د جعفر صادق يو زده کړیال غوښتل هغه چوپ کړي؛خو جعفر صادق وويل: پرېږده چې وخاندي.
ابوشاکر: ځکه خاندم،چې وايې دا کلکه تيږه له اوبو جوړه شوې ده.
جعفر صادق: ما نه دي ويلي،چى تيږه له اوبو جوړه شوې ؛بلکې دا مې وويل،چې تيږه په پيل کې اوبه وه.
ابوشاکر: څه توپیر کوي، مايع خو هماغه اوبه دي.
جعفر صادق: داسې څيزونه شته،چې مايع دي؛خو اوبه نه دي، يا دا چې نږه اوبه نه دي، شيده مايع دي؛خو اوبه نه دي،سرکه مايع ده؛خو څوک ورته اوبه نه وايي؛خو په دواړو کې لږ مقدار اوبه شته، تيږه هم په پيل کل مايع وه؛خو د اوبو په شان نه وه؛بلکې د اوبو په شان به روانې وې.زياته تودوښه يې درلوده،خداى دا تودوښه کمه کړه او داسې يخه شوه،چې جامده بڼه يې پيدا کړه او ته ترې نن بوت جوړولاى شې،همدا تيږه چې جامده ده، په زياتې تودوښې يې په بڼه کې ونج - بدلون راځي او په مايع بدلېږي.
ابوشاکر: زه چې نن کور ته ولاړم، تيږه په اور کې ږدم، وبه وينم چې رښتيا وایې که نه؟
جعفر صادق : ابوشاکره! د کور د اور په تودوښه دا ناشونې ده. ايا کړای شې د کور په اور کې اوسپنه ويلې کړې؟
ابوشاکر: نه.
جعفر صادق: د تيږې ويلي کېدو ته يو داسې بټۍ ته اړتیا ده،چې پکې ډېر خس د ډېرى مودې لپاره وسوځي،چې بټۍ ښه ګرمه شي او تيږه ويلي کړي، ما غوښتل درته ووايم: هغه بوت، چې له تيږې يې جوړوې او داسې انګېرې،چې تا تراش کړی،هغه خداى پيدا کړې،هغه په پيل کې له مايع تيږه پيدا کړه،چې ستا څټک او قلم يې ماته نه کړي او که شيشه وي؛نو په څټک او قلم دې نشو ګرولاى او ځانګړې بڼه دې هم نشوه ورکولاى.
خداى پيدا کړې،لاسونه، ګوتې او شعور يې درکړ،چې څټک او قلم په لاس کې ونیسې او له تېږي د انسان په بڼه او يا هم د ځناورو په شان انځورونه جوړ کړې، دا درسره منم، چې د تيږي په ګرولو او تراشولو په پړاو کې دا ته يې چې خپل خداى جوړوې؛خو کوم اوزار، چې د خپل خداى په جوړولو کې ترې کار اخلې،ټول نه ليدونکي او ایکي یو خداى پيدا کړي دي.
ابوشاکره! د بوت د توږلو او جوړولو دا شعور خداى درکړی، که يې نه واى درکړى؛نو دا بوت به دې نه واى جوړ کړى او ورته به دې خداى نه وايه.
ابوشاکره! تا پوښتم او ځواب به يې سم راکوې.
ته چې له تيږې دا بوت جوړوې او ورته خپل خداى وايې،ګروهن یې،چې دا تيږه به وکولای شي ستا اړتیاوې پوره کړي؟ که ناروغ شې؛نو دا تيږه به دې درملنه وکړي؟که يو ساري ناروغي راګډه شي، دا تيږه به يې لرې کړای شي؟ که په مدينه کې ورښت ونشي، آيا دا تيږه به وچکالي له منځه یوسي او ورښت به راوړي؟ که ته پوروړی وې؛نو دا تيږه به دې پور ورکړي ؟
ابوشاکر: زه له خپلې خدايه داسې تمه نه لرم.
جعفر صادق: دا تمې له چا لرې؟
ابوشاکر: سم يې نشم ويلای،چې دا تمې له چا لرم؛خو حس کوم چې د تيږې په دننه کې څه شته چې هر څه کړای شي.
جعفر صادق: هغه څه دي،چې د تيږي په دننه کې دې ايا جنس يې له تيږې دى؟
ابوشاکر: که د تيږي له جنسه وي؛ نو هېڅ کار به ونه کړي.
جعفر صادق: ابوشاکره! ستا په ګروهه هغه څېز چې د تيږې په دننه کې دى او د تيږې له جنسه هم نه دى او کړای شي هر کار وکړي، ايا نه ليدونکى ایکي یو خداى دى؟
ابوشاکر لږ څه ځنډ وکړ او له ځان سره يې فکر وکړ،ويې ويل: آيا نه ليدونکى ایکي یو خداى د تيږې په دننه کې دى؟
جعفر صادق: نه ليدونکى ایکي یو خداى په هر څيز او هر ځاى کې دى.
ابوشاکر: عقل مې دا نه مني کوم څيز، چې نه لیدل کېږي هغه به په هر ځاى کې وي.
جعفر صادق: ايا ستا عقل دا نه مني چې هوا نه لیدل کېږي؛خو په هر ځاى کې ده؟
ابوشاکر: که هوا نه لیدل کېږي،خو ستا د وينا له مخې د باد د لګېدو په وخت کې حس کېږي؛خو ستا خداى خو نشي حس کېدلاى.
جعفر صادق: چې کله باد نه وي، ته هوا حس کولای شې.
ابوشاکر: نه
جعفر صادق: ايا دا منې هغه څه چې نه لیدل کېږي او نه حس کېږي په هر ځاى که شته؟
ابوشاکر مثبت ځواب ورکړ.
جعفر صادق: خداى هم نه لیدل کېږي؛خو په هر ځاى کې شته،من باب مثال د هوا په څېر دی. من باب مثال ځکه وايم چې هوا له عناصرو جوړه شوې او مخلوق ده .د دې؛ يعنې هوا او خالق ترمنځ شباهت او ماهيت وجود نه لري. هغه شعور چې تا ته وايي بوت جوړ کړه او لکه څنګه چې تا پخپله وويل له دې بوته يو کار هم نه کېږي او د هېڅ کار د تر سرکولو توان هم نه لري؛خو په دننه کې یې داسې يو څيز دى،چې کړای شي ستا اړتیاوې پوره کړي،همدا شعور درته وايي چې ته بې د خداى له عبادته ژوند نشې کړای او هېڅ چاره نه لرې او بايد د خداى عبادت وکړې.
ابوشاکر: دا منم،چې بې د بوت له عبادته ژوند نشم کړای.
حضرت صادق: داسې مه وايه،چې د بوت عبادت کوم .
ايا که ته نن د کوم علت له مخې له عبادته پاتې شي ژوند کړای شي؟
ابوشاکر: نه.
جعفر صادق: ستا په څېر هر انسان ناچاره دى،د خداى عبادت وکړي که د خداى عبادت و نه کړي،په ژوند کې به نه لارښود ولري او نه اډانه. که څوک په ژوند کې د خداى عبادت و نه کړي مثال يې داسې دى که يو څوک يوې شېبې ته د ليدو،اورېدو او لمسولو حواس له لاسه ورکړي؛نو هغه به لار ورکه کړي،چې چېرته ولاړ شي،څه وکړي او پر چا اډانه شي.
په ژوند کې د خداى عبادت ډېر اړین دى،ځنارو هم د خداى عبادت کوي، موږ يې په ژبه نه پوهېږو،چې هغوی څه وايي،که پوهېدلاى؛نو اورېدلی به مو وای،چې هغوى هم د خداى ستاینه کوي. موږ له ځناورو سره خبرې نشو کړای، چې تاسې هم پر خداى ګروهن یاست که نه؛خو پخپل عقل پوهېږو،چې ځناور هم د خداى عبادت کوي او کوم نظم يې چې په ژوند کې دى،ددې ښکاروندى دى، چې د خداى عبادت کوي. نه وايم د خداى د عبادت په هکله ځناور هم زموږ په شان ګروهن دي؛خو اړنګ نه لرم،چې هغوی هم د يوې مبدا د قواعدو مطيع دي او د زړه له تله ددې قواعدو اطاعت کوي او که دا شان نه وی؛نو کوم اډون یې چې اوس په ژوند کې وينو؛ نو دا به نه و.
پوهېږې، چې د پسرلي تر پيل مخکې په يوه ځانګړې اوونۍ کې یوه مرغۍ راځي او سندرې وايي او موږ فکر کوو،چې د پسرلي زېرى يې راوړی. دا يو مهاجره مرغۍ ده او راتګ يې ډېر منظم دى. که د ژمي ورستۍ ورځې ډېرې هم يخې وي؛نو راتګ يې له يوې اوونۍ يا څو ورځو ډېر نه ځنډېږي. تردې وروسته ؛توتکۍ له ډېر لرې ځایه راځي او په تېر پسرلي کې یې،چې په کوم ځاى کې ځاله وه،بېرته هماغه ځاى کې ځاله جوړوي.آيا دا مرغان د يوې ځانګړې ګروهې او قواعدو له پلیونۍ پرته کولای شي په ژوند کې د داسې اډون څښتنې شي، دوى خپل کارونه بې له ناغېړۍ او ځنډه پر ځانګړې او څرګنده نېټه سر ته رسوي.
ابوشاکره! بوټې هم د خپل شعور له مخې د خداى احکام مني. خداى يو سل او پنځوس طبقې بوټې پيدا کړي او هره طبقه يې بيا په څوڅو ډولونو ويشلې. ته به يو بوټې هم ونه ګوري چې نااوډنې ژوند ولري.
ابوشاکره! بوټي هم زما او ستا په شان خپل خداى نه ويني؛خو د خپل شعور له مخې يې ستاينه او عبادت کوي او بې له ناغېړۍ او ځنډه، خداى مني او په خپل ژوند کې د ځانګړي اوډون څښتنان دي.
پوهېږم څه چې وايم،نشې کولاى ویې مني او پرې پوه شې؛ځکه د ځينو چارو پوهېدنې ته بايد سړى لږ تر لږه د پوهې سریزې ووايي،چې د سړي عقل لږ څه وروزل شي او د ناپوهۍ له پړاوه لږ څه پياوړی شي او د ځينو چارو درک ته چمتو شي.
وايم نه يوازې ځناور او بوټى د خپل شعور له مخې د خداى عبادت کوي؛بلکې جمادات هم د خپل جمادي شعور له مخې د خداى عبادت کوي او که د خداى عبادت يې نه کولاى؛نو جمادي ژوند به يې خراب ، ذارت به يې یو له بله بېل او شيندل شوي واى.
ابوشاکره! کومه رڼا چې پردې ځاى لږي او له کبله يې موږ يو بل وينو ددې رڼا مبدا لمر دى او لمر هم د خداى عبادت کوي. لمر ته هم خداى ځانګړي قواعد ټاکلي ،چې له دې قوانينو د لمر اطاعت ډېر دقيق او منظم دى. رڼا د دوو متضادو عواملو له يوځای کېدو لاس ته راځي. دا دوه عوامل هېڅ يو په يوازې ځان رڼا نه لري او دا عوامل هم د خداى د ځانګړې قواعدو لاروي کوي،ترڅو رڼا منځ ته راوړي.
ابوشاکره! که خداى نه واى؛نو دا جهان به هم نه و،زه او ته به هم نه واى.
که يوې شېبې ته د خداى پام له جهانه واوړي؛نو په جهان کې به شته ټول څيزونه له منځه ولاړ شي؛يعنې په بل څيز به بدل شي؛خو د خداى پام له جهانه نه اوړي؛ځکه د جهان ټولې چارې ثابتې او تلپاتې دي او د خداى د قانون مطيع دي.
خداى پوه دى او په بشپړې او مطلقې پوهې يې چې کوم قوانين د جهان د چارو اوډنې ته وضع کړي؛نو هغه تلپاتې دي.
که مړينه نه واى
[سمول]جعفر صادق: ناپوهان مړينه يو ستر تېرى بولي،چې خداى،انسان ته ورکړې؛خو د انسان مړينه د سازښت له مخې ده او که مړينه نه واى ؛نو بشر به منقرض شي او کومو پوهانو،چې پخوا لټه کوله، مړينه له منځه یوسي؛نو غلطي يې کوله او راتلونکيو پوهانو ته هم وايم دا زيار دې نه باسي،چې مړينه له منځه یوسي؛ځکه که مړينه له منځه ولاړه بشر په هم مصدوم شي.
ابوشاکره! لږ څه فکر وکړه که مړينه نه واى او انسان پوهېداى،چې تل لپاره به ژوندى وي؛نو زورورو او داړه مارانو به د خلکو مالونو لوټ کړي واى او نشتمنو به د خپل مال ساتنه هم نه شواى کولاى، زورمټي به تل لاسبري وو؛ځکه په طبیعي توګه به مړينه نه وه او په قتل به يې بيوزلي وژل. اوس خو هر زورمټی پوهېږي،چې يوه ورځ به مري او دا ورځ ډېره ژر راتلونکې ده.
که مړينه نه واى، ژوند به چا ته هم خوندور نه و،که کار نه وي، دمه هم خوند نه کوي؛نو د مړينې له وېرې خلکو ته ژوند خوندور کړى دى.
ابوشاکره! که مړينه نه واى، د سړي په زړه کې به ان خپل زوى ته هم زړه سوی نه و،نن موروپلار له خپلو زامنو سره زړه سوی کوي؛ځکه پوهېږي چې يوه ورځ به مري او زامن به يې په دې دنيا کې یادګار وي.
ابوشاکره! که مړينه نه واى؛نو د خداى عبادت کوونکي به له خدايه نه وېرېدل .نن هر څوک پوهېږي که د خداى د احکامو سرغړونه وکړي؛نو تر مړينې وروسته به يې سزا وويني.که مړينه نه واى؛نو معاد به هم نه واى، د معاد لازمه داده،چې سړى ومري،ترڅو راژوندى شي او خداى يې په همدې دنيا کې دا ټول حساب وکړي. له مړينې وېره ددې لاملېږي،چې د خداى عبادت کوونکي د خداى احکامو ته غاړه کېږدي او د ظلم مخنيوى وکړي او دا نه وايم،چې ظلم نه رامنځ ته کېږي؛ځکه د مړينې له وېرې سره سره ظلم له منځ نه دى تللى او هغه کسان، چې پر خداى ګروهن نه دي ؛نو په نورو تېري کوي.
که څوک پر خدای ګروهن وي او احکامو ته يې غاړه کېږدي؛نو په نورو به ظلم و نه کړي. که فرض کړو،چې مړينه نه واى؛نو د انسان ژوند به هم بل شان و. په دې حالت کې به خلک په ګرمو او يخو سيمو کې نه اوسېدل او ځان به يې معتدلو سيمو ته رساوه، د هغې ځاى خلک به يې وژل او پر ټوله شتمنۍ يې ورته خېټه اچوله او که زور يې پرې نه رسېده؛نو بل ځاى ته به تلل،د ځمکى پر مخ به د انسان شمېره دې برید ته رسېدلې وه،چې ټول ځناور به يې خوړلي واى او له دې به هم تېر شوي ول او د يو بل غوښو ته به هم ناست وو. د انسانانو شمېره به دومره زياته شوې واى،چې کرنې ته به ځمکې نه واى،کرنه به ټوله د منځه تللې واى، انسانانو به د ځناورو په خوړو پېل کړى واى او چې کله ټول ځنارو خلاص شوي وای؛نو انسان به د يو بل غوښو ته ناست وو.مړينه ده، چې نه پرېږدي د ځمکى پر مخ داسې حالت راشي او انسان دې ته اړباسي،چې د خداى احکامو ته غاړه کېږدي. مړينه د انسان په زړه کې زړه سوی راپيدا کوي او د زورمټۍ مخنيوى کوي. مړينه د انسان ژوند خوندوروي. خدای هر څه د سازښت له مخې پنځولي دي.
ابوشاکره! غرونه وينې،چې له ډېرو تيږو پيدا شوي، له ځان سره فکر نه کوي، چې دا څه ته پيدا شوي،په دې کې د خداى سازښت دى. به هر ځاى کې،چې غرونه وي، هلته روانې اوبه هم وي؛ځکه د غرونو پر څوکو واوره او اورښتونه کېږي او له کبله يې چينې او کاټیالې - نېرونه او ولې پيدا کېږي او د ولو اوبه پټي خړوبوي؛نو ځکه خلک د غرونو په لمن کې مېشتېږي؛ترڅو کرنې وکړي. چېرته چې غر وي، په اوړي کې به یې هوا يخه وي؛نو هغه خلک چې په تودو سيمو کې اوسي،په اوړي کې غرنۍ سيمو ته ځي.
د غره لمن مېشتي کلي او بانډې له هغو طوفانونو خوندي دي ،چې د غره له شا راځي او غر د دې طوفانونو ستر خنډ دي او خلک خوندي ساتي. زرغون غرونه د ځناورو څړ ته ګټور دي په اوړې کې خلک خپل مالونه زرغون غرونو ته وړي. په دې غرونو کې حلال غوښي مرغان هم زيات وي. نا زرغون غرونه هم بې ګټي نه وي که راوسپړل شي، ممکن ډېر ښه کانونه پکې وي،چې انسان ته ګټور دي.
د جعفر صادق تر خبرو وروسته ابوشاکر په فکر کې ډوب شو او دا يې وننګېرله،چې د جعفر صادق د وينا تر اغېزى لاندې راغلى دى.
جعفر صادق: و دې منله ،چې نه ليدونکى ایکي یو خداى شته او يا داچې قايل شوې ستا په بوت کې دننه بوت نه ؛بلکې نه ليدونکى ایکي یو خداى دى؟؟
ابوشاکر: تر اوسه نه يم قايل شوى، خو پکې ترديد رامنځ ته شو.
جعفر صادق: د بوت پالۍ په هکله ترديد د نه ليدونکي ایکي یو خدای د عبادت پيل دى.
ابوشاکر: د مړينې په هکله ستا خبرو په حيرت کې واچولوم.
جعفر صادق: له څه څيز دې حيرت وکړ.
ابوشاکر: له خبرو دې داسې پوه شوم، چې موږ بايد ژر تر ژره خپل ځان ووژنو.
جعفر صادق: ولې بايد ځان ووژنو؟
ابوشاکر: ځکه تا وويل،چې د خداى سازښت دادی، چې انسان مړ شي ؛نو د خداى سازښت ،چې دا وي؛نو ښه ده،چې ژر تر ژره مړه شو.
جعفر صادق: ابوشاکره! هغه چې ځان وژني د خداى د حکم سرغړونه به یې کړې وي؛ځکه خداى ويلي،چې موږ بندګان بايد د ځان ساتنې په لار کې هڅه وکړو او يوه لار داده، چې په خوراک څښاک کې افراط ونکړو؛ځکه سړى د همدې افراط له کبله له مودې مخکې پښې غوځوي.په دې هکله زما نيکه وايي: له خپلې ګېډې د ځناور کېڅ - قبر مه جوړوﺉ.
ابوشاکر: د دې مانا څه ده؟
جعفر صادق: يعنې دا چې زياته غوښه مه خورئ.
ابوشاکر: خو زه له غوښې خوند اخلم او پرېښوولاې يې نشم.
جعفر صادق: د زياتې غوښې له خوړو ځان وژغوره.
ابوشاکر: ولى ځان ژغورم.
جعفر صادق: د زياتې غوښې د خوړو له امله ځېنې انسانان د فجاه (يا سکتې) په مرګ مري.
ابوشاکر: لومړى ځل دى چې دا اورم.
جعفر صادق: داسې نه ده،ګنې ټول خلک چې غوښه خوري، په دې مړينه به اخته شي،په ځېنو کې فجاه مړينه رامنځ ته کوي.
ابوشاکر: د مضاجات مړينه څه ته وايي؟
جعفر صادق: دا هغه مړينه ده،چې ناڅاپي سړی د اغما حالت ته وړي او وژني یې،سړى به په ښکاره روغ رمټ وې؛خو په باطن کې به ناروغ وى.
ابوشاکر: ايا باطني ناروغي هم لرو؟
جعفر صادق: ځينې باطني ناروغان وي.
خو د ناروغۍ اغېزې په ځان کې نه ننګېري،هغوی چې د غوښې او قوت لرونکيو خوړو په خوارک کې اسراف کوي، ممکن په باطن کې ناروغ وي،بې له دې چې لوهه - اشتها يې کمه وي او درد او بې خوبي وننګېري.
ابوشاکر: دا نه منم چې انسان بې له نارورغۍ هم مري. ممکن په نښته يا شخړه کې مړ شي؛خو بې له ناروغۍ انسان نه مري.
جعفر صادق: تا وويل چې داسې سړى يم تر څو مې چې څه لیدلي نه وي، وجود يې هم نه منې او تر ننه دې څوک د مضاجاه په مړينه نه دى لیدلى.نه منې چى انسان بې له ناروغۍ هم ناڅاپه پښې غوځولاى شي. په دې پوه شه، چې د مضاجاه مړينه درې ډوله ده:
يوه د مغزو له امله ده. بله د زړه له امله ده او بله د وينې له امله ده [دا خبره په هغه وخت کې د علم له اړخه اعجاز ته ورته والى لري. نن د سکتې مړينه درې ټولیز لاملونه لري:
١ - په مغزو کې يو لخته يا ټوټه د وينې مخنيوى وکړي يا دا چې په مغزو کې وينه تويېدنه وشي.
٢ - په زړه کې يو ټوټه يا لخته د وينې بهير بندوي او د زړه د ژوندینکیو يوې برخې ته اکسيجن نه رسي. يا د رګ شليدنې له امله د زړه ځينې ژوندینکې له خوړو بې برخې پاتې کېږي.
٣ - د وينې سکته د وينې د بهيدو په بهير کې يو ټوټه يا لخته رامنځ ته کېږي او رګ بندوي او دې رګ،چې کومو ژوندینکیو ته وينه رسوله، هغه ژوندینکې له خوړو بې برخې کېږي]
ابوشاکر: څه کېږي،چې ماغزه زړه او وينه مو ناڅاپي وژني.
جعفر صادق: هر ډول فجا (يا سکته) په وروستي پړاو کې د وينې له غلظته رامنځ ته کېږي او د وينې غلظت هم له زياتې غوښې او نورو قوي خوړو رامنځ ته کېږي،څوک چې په دې خوړو کې افراط وکړي او د وينې غلظت يې زيات شو؛نو د فجا يا سکتې عوارض په مغزو، زړه او وينه کې رامنځ ته کېږي او انسان وژني.د عربو ټبرونه په بېدیا کې اوسي،لا تر اوسه څوک د فجا يا سکتى له کبله نه دى مړ شوی ؛ځکه د بېدیا خلک غوښه ډېره کمه خوري او غوښې خوړنې ته د حج په وخت کې مکې ته ځي او په کال کې يوازې يو ځل غوښه خوري او نور ټول وخت اوربشې يا شيدې خوري؛نو وينه يې نه ټینګېږی یا غليظېږي او د فجا له مړينې سره نه مخېږي .
ابوشاکره! په مدينه کې څو کسان پېژنې چې سل کلن وي؟
ابوشاک: څوک نه پېژنم.
جعفر صادق: په دې ښار کې هم تر کومه چې خلکو د غوښې او قوي خوړو په خوارک کې افراط نه کاوه؛نو سل کلنې ښځې او سړې پکې وو او قوي خوړو ددې ښار مېشتو عمر را لنډ کړى. په مدينه کې دم ګړۍ سل کلن سړى يا ښځه نشته؛خو که د مدينې شاوخوا ټبرونو ته ورشې،سل کلن سړي او ښځې به پکې وي؛ځکه دوى د غوښې او قوي خوړو په خوراک کې افراط نه کوي.
ابوشاکر: مړينه څه ته وايي؟
جعفر صادق: مړينه د بدن د کړنو د دمې پړاو دى په تېره د زړه او ساه اخستنې.
ابوشاکر: انسان ولې مري؟
جعفر صادق: انسان له دوو څېزونو مري. لومړۍ یې ناروغي ده،چې ومې ويله. دويم زوړوالی دی. که سړى روغ هم وي؛ نو د زوړوالى له امله به مړ شي،يو قديمي ډاکتر بقراط وايي: زوړوالى هم يو ډول ناروغۍ ده. پر کومه ورځ چې د دې ناروغې درمل پيدا شو؛ نو انسان به مړ نشي.
ابوشاکر: ډاکتران ناروغې نشي درملولاى؟
جعفر صادق: زه ګروهن یم،چې ډاکتران به کله هم دا ناروغي درمل نه کړي.
ابوشاکر: څنګه پوهېږې،چې ډاکتران يې درمل نشي پيدا کولای؟
جعفر صادق: مړينه د خداى مشیت - اراده ده او د خداى ځواک او سازښت مړينه پيدا کړې؛نو ډاکتران د زوړوالي د ناروغۍ (بقراط په وينا) درمل هم نشي پيدا کولای. خداى مړينه ټاکلې او څه چې خداى ټاکلي، د ونجون- بدلون وړ نه دي.
خداى ويلي چې بې له هغه به ټول خلک مړه شي. مړينه هم له یو حالته بل ته ونج - بدلون دى او یو څيز به هم په يو ځای کې پاتې نشي،ان که خداى مړينه هم نه واى ټاکلې،د بشر صلاح به په دې کې وه؛لکه څنګه چې مې مخکې وويل،بايد مړينې وي،مړينه د بشر د حيات لپاره اړینه ده. که مړينه نه واى؛نو انسانانو به خپل حيات او پایښت ته پخپله په مرګ لاس پورې کاوه او نور انسانان يې له منځه وړل،چې پخپله ژوندي پاتې شي.
ابوشاکر: ما اورېدلي خداى د هر چا لپاره د مړينې يو ځانګړى وخت ټاکلی، چې مړينه يې راورسي، نه يوه شېبه مخکې ځى نه وروسته.
جعفر صادق: هو دا د خداى کلام دى او په قرآن کې هم راغلي. ابوشاکر: تا ونه وويل که څوک ډېره غوښه وخوري يا قوي خواړه وخوري تر مودې مخکې به مړ شي؟
جعفر صادق: هو دا مې وويل.
ابوشاکر: ستا خداى وايي،چې د هر چا د مړېنې نيټه معلومه ده،چې راورسي،نه مخکې ځي او نه وروسته. ته وايي که هر څو ک غوښه وخوري ژر به ومري؛نو له دې مخې ته د خپل خداى له کلامه منکر شوې؟
جعفر صادق: اول خو دا مې نه دي ويلى که هر څوک غوښه او قوي خواړه وخوري،نو په فجا (سکته) به اخته شي او ومې ويل،ځينې کسان،چې د غوښې او نورو قوي خوړو په خوراک کې افراط کوي، ممکن په فجا (سکته) اخته شي. دويم دا چې د طبيعې عمر او هغه عمر ترمنځ توپير شته ،چې انسان یې پخپلو لاسونو لنډوي. طبيعي عمر هغه دى،چې په عادي توګه يې بايد وکړي او دا عمر يوه ځانګړې موده لري او لکه څنګه خداى ويلي چې دا موده پوره شي؛نو نه مخکې کېږي او نه وروسته کېږي او په هماغه شېبه انسان مري.
بله هغه مړينه ده،چې انسان يې پخپلو لاسونو ځان ته چمتو کوي. دا مړينه له طبيعي مړينې سره توپير لري او ورته ځان وژنه ويل کېدای شي. هغه چې ځان پخپله وژني،خداى ورته کېداي شي اتيا، نوي يا سل کاله د عمر موده ټاکلې وي؛خو دا کس تر مودې مخکې ځان وژني، دا کس کېدای شي د غوښي او نورو قوي توکیو په خوړو کې افراط وکړي.د وينې غلظت يې لوړ شي او د ځان وژنې لاره چاره ځان ته پخپله چمتو کوي؛نو دغوښې او نورو قوي توکیو په خوړو کې افراط کول يو ډول ځان وژنه ده او دا خلک به تر خپلې طبيعي مړينې مخکې مري او دا خلک د خداى د وينا په ډله کې نه راځي،چې وايي هر سړي ته د اجل څرګنده نېټه ټاکل شوې،چې مخکې او وروسته به نشي.
ابوشاکره! پوه شه چې پر قرآن تر تا ښه پوهېږم،چې خداى په قرآن کې د مړينې په هکله څه ويلي او زما له خولې به چا تر اوسه د خداى پر ضد او خلاف کوم، څه نه وي اورېدلي او نه به يې واوري.
د عمر اوږدوالى
[سمول]د عمر د اوږدوالي په هکله جعفر صادق وايي: ((انسان دې ته پيدا شوی،چې اوږد عمر وکړي؛خو انسان خپل عمر پخپله رالنډوي،که انسان د اسلام له قوانينو سرغړونه ونه کړي،شراب و نه څښي ؛نو اوږد عمر به ولري. د انسان د عمر اوږدوالی په دوه څيزونو پورې اړه لري. لومړى روغتيا ته پاملرنه او له ډېر خورۍ ډډه ده.))
په اوله زېږدي پېړۍ کې د روم په ښار کې به يو انسان تر دووېشتو کلونو عمر کاوه؛ ځکه د روم په ښار کې به د روغتيا قوانينو ته هېڅ پاملرنه نه کېده او رومي اشرافو به دومره ډوډۍ خوړه،ترڅو ګرځون پرې ولګي او عامو خلکو به هم داسې کول،د ټولو اشرافو په دربارونو کې به ګرځون ته ځانګړې خونه وه او تر خوړو وروسته يې دا خواړه بېرته ګرځول.که دا کار يې نه واى کړى؛نو دا کسان به له ډېرخورۍ مړه شوي وای،وروسته تردې چې د سرطان درمل راووځي او د زړه او مغزو له سکتو مخنيوى وشي؛ نو ايا د انسان منځنی عمر به زيات شي؟
شمېرنه دې پوښتنې ته منفي ځواب ورکوي او وايي که د سرطان درملنه پيدا شوه او د زړه او مغزو له سکتو مخنيوى هم وشو؛نو د انسان منځنی عمر به يوازې اوه کاله زيات شي. څه چې د انسان عمر زياتوي د يو څو ناروغيو درملنه نه؛بلکې د خوړو او څښلو په ګډون په هر څه کې د ټولو قوانينو کلک پامنیوی دی.
پر کومه ورځ،چې انسان ټولې ناروغۍ درمل هم کړي؛خو له زوړوالي به ومري[97].
اووم امام : موسى بن جعفر
[سمول]مور:حميده
کنيه:ابوالحسن
لقب:کاظم
زوکړه:١٢٨س،مدينه
شهادت:پر ١٨٣د هارون الرشيد عباسي خليفه په زندان کې په بغداد کې شهيد شو او د قريشو په هديره کې،د ننني بغداد په لويديځ کې(په کاظمه ښار مشهور) ښخ شو. [98]
امام موسى کاظم،د امام جعفر صادق زوى دی په ١٢٨ هجري زېږېدلى اوپه ١٨٣ هجري په زندان کې مسموم اوشهيد شو. د پلار تر مړينې وروسته د خداى تعالى په امر او د مخکنيو په ښوونې امامت ته ورسېد.
امام موسى کاظم له منصور،هادي،مهدي او هارون عباسي خلفاوو سره ه په ډېرو تنګو او سختو شرايطو کې په "تقيه" ژوند کاوه . په وروستيو کې هارون حج ته راغى؛نو امام يې د پېغمبر (ص) له جوماته ،چې پر نمانځه ولاړ و،زولانه بصري اوبيا بغداد ته ولېږه او په کلونو کلونو يې له يو زندانه بل ته لېږه او په پاى کې یې د "سندي ابن شاهک" په زندان کې په زهرو شهيد کړ.[99]
اتم امام : علي بن موسى
[سمول]مور:نجمه يا((تُکتَم ))
کنيه:ابوالحسن
لقب:رضا
زوکړه:١٤٨س،مدينه
شهادت:٢٠٣س،د خراسان په طوس کې ښخ دى. [100]
امام علي بن موسى (رضا) د امام موسى کاظم زوى دى،چې د مشهورو تاريخونو له مخې په ١٤٨هجري زېږېدلى او په ٢٠٣ کې وفات شوى دى[101].
امام رِضا د خپل پلار تر شهادت وروسته د خداى تعالى په امر او د ړومبنيو په ښوونې امامت ته ورسېد او دامامت موده يې هارون الرشيد،امين او مامون الرشيد سره تېره شوې ده. مامون تر پلار وروسته له خپل ورور امين سره مخالف شو او تر خونړۍ جګړو وروسته امين ووژل شو او مامون چارواکې شو.[102] تر دې وخته پرعلوي ساداتو سختې شپې تېرېدې.کله کله علوي پاڅونونه هم وو او خلافت ته يې سرخوږی جوړ کړى و. داهلبيتو امامانو له پاڅونو سره همکاري نه درلوده؛خو په هغه وخت کې يې د پام وړ لارويان درلودل او لارويانو يې امامان د پېغمبر رښتیني خلفا او اطاعت يې پر ځان لازم ګاڼه او واکمنان يې(چې د روم او فارس د پاچايانو بڼه يې درلوده او د خلافت غونډال د يو شمېر بې بندوبارو لخوا اداره کېده) ناپاکه ګنل،چې دغسې ذهنيت چارواکۍ او خلافت ته زيانمن او ستر ګواښ و.
مامون په دې فکر کې شو،چې د ړومبنيو او يا کاله سياست او چلن د امامت د ليکي مخه ونه شواى نيوى؛نو په نوي سياست يې لاس پورې کړ او هغه دا چې اتم امام (رضا) يې خپل "وليعهد" وټاکه؛ځکه د علوي ساداتو،چې په خلافت کې لاسونه ونښلي؛نو پاڅونونه به نه کوي او د امامانو لارويانو،چې د خلافت اداره ناپاکه ګڼله؛نو چې ووينې امامان پخپله په اداره کې برخمن دي؛نو د دوی په باب به یې مانیزه ګروهه اوباطني ارادې کمزورې او لرې شي،مذهبي تشکیلات به يې له منځه ولاړ شي او نور به له دې لارې واکمني ته کوم ګواښ نه وي[103].
ښکاره ده،چې مامون ددې موخې په ترلاسه کولو کې په دې لاسبرى کېده ،چې په اسانۍ امام له مينځه يوسي؛نوځکه يې امام له "مدينې" نه "مرو" ته حاضر کړ او په لومړۍ کتنه کې يې ورته د "خلافت" او بيا وروسته د ځایناستۍ "وليعهدۍ"وړانديز وکړ؛خو امام معذرت وغوښت،په پای کې په هر ترتيب،چې و ويې منله او د امام شرط دا و چې په حکومتي کارونو او د مامورينو په تقرر او لرې کونه کې به لاس نه وهي او په دې توګه "وليعهدي" يې ومنله[104].
داپېښه په (٢٠٠) هجري کال کې وشوه؛خو تر څه مودې وروسته عام وګړي او دولتي کارمندان او لښکريان امام ته ورمات شول؛نو د مامون ،چې خپلو تېروتنو ته ورپام شو؛نو امام يې مسموم او شهيد کړ او د خراسان په طوس ښار کې (چې اوس ورته مشهد وايي) خاورو ته وسپارل شو.
مامون خپل پام دې ته اړولى و،چې عقلي علوم په عربي راواړوي،علمي غونډې يې جوړولې د بېلابېلو اديانو او مذاهبو پوهان يې غونډو ته رابلل او علمي مناظرې يې کولې،چې امام رضا به هم پکې و او د نورو اديانو له عالمانو سره به يې ویینې او مناظرې کولې چې داهل بيتو د لارويانو په حديثي کتابونو کې دا مناظرې کښل شوې دي. [105]
شهاب الدين احمد په "ابن عبدربه" اندلسي مالکي ( ٣٢٨ کال مړ) مشهور په "عقدد الفريد" کتاب دريمه برخه کې د مامون الرشيد اوڅلوېښت تنو محدثينو اوفقهاوو يوه په زړه پورې مناظره روايت کړې،چې لوستل يې ګټور دي.
نهم امام : محمد بن علي
[سمول]مور: سکينه
کنيه: ابوعبدالله
لقب:جواد
زوکړه:١٩٥س،مدينه منوره
شهادت:پر ٢٢٠س شهيد شو او د خپل نيکه موسى بن جعفر په څنګ کې ښخ شو. [106]
امام محمد بن علي (لقبونه يې تقي،جواد او ابن الرضا دي) د امام رضا زوى دى،چې په ١٩٥ هجري په مدينه کې زېږېدلى او د اهل بيتو د لارويانو د رواياتو له مخې په ٢٢٠ هجري د عباسي خليفه معتصم په لمسون د خپلې ښځې له لاسه،چې د مامون الرشيد لور وه، مسموم او شهيد شو او د خپل نيکه ترڅنګ په "کاظميه" کې ښخ شوى دى .
امام جواد تر پلار وروسته د خداى په امر او د مخکنيو په ښوونې امامت ته ورسېد،د پلار د مړينې پر وخت په مدينې منورې کې و،مامون د خلافت مرکز(بغداد) ته راوغوښت او په ظاهره يې ورسره مينه او نيک سلوک وکړ او خپله لور يې ورنکاح کړه اوله دې لارې يې له دننه او بهرامام تر څارنې لاندې ونيو. امام تر يو وخته په بغداد کې او بيا د مامون الرشيد په اجازه مدينې ته ولاړ او د مامون د خلافت تر پايه هملته و،بيا،چې معتصم چارواکې شو؛نو امام يې بغداد ته راوغوښت او تر څارنې لاندې يې و،چې په پای کې د وژنې برنامه يې ورته جوړه کړه او د خپلې ښځې له لارې يې مسموم اوشهيد کړ[107].
لسم امام : علي بن محمد
[سمول]مور: سمانه مغدبيه
کنيه: ابوالحسن عسکري
لقب:هادي
زوکړه:٢١٤س،مدينه منوره
شهادت:پر٢٥٤س شهيد شو او د عراق په سامرا کې ښخ شو. [108]
امام علي بن محمد (نقي اوهادي يې لقبونه دي) د امام تقي زوى او په ٢١۴ هجري مدينې کې زېږېدلى او د اهل بيتو د رواياتو له مخې په ٢٥٤ هجري د معتصم عباسي خليفه له لاسه په زهرو شهيد شوى.[109]
امام له اووتنو عباسي خلفاوو(مامون الرشيد ، معتصم،واثق، متوکل،منتصر،مستعين او معتز) سره همپېری و،د معتصم په وخت کې (٢٢٠ هجري) پلار يې په بغداد کې په زهرو ووژل شو ،چې دى په مدينه کې و او د خداى په امر او د تېرو امامانو په پېژند او ښوونې امامت ته ورسېد او د متوکل تر د ديني ښوونو په ورښوونې بوخت و. متوکل د راټول شويو اطلاعاتو له مخې ،پر ٢٤٣ هجري کال، خپل يو دولتي مامور ته ليک وسپاره،چې امام د خلافت مرکز سامرا ته راشي ،ليک په درناوي کښل شوى و او له امام سره د ليدو کتنو بلنه هم پکې وه[110].
خو وروسته يې د امام د سپکاوي لپاره له هر ډول وزلې کار اخسته او کور يې تر څارنې لاندې و. په عباسي خلفاوو کې متوکل له اهل بيتو سره ډېره کينه او دښمني درلوده،چې سارى يې نشته په تېره له علي (ک)سره يې ډېره کينه وه،په ډاګه به يې ورته سپکې سپورې ويلې او د مزو چړچو په غونډو کې يې يو ټوکي ګومارلی و،چې د علي (ک) پېښې وکړي،چې خليفه پرې خندل، پر ٢٣٧ هجري کال يې امر وکړ،چې د امام حسين زيارت او شاوخوا کورونه يې وران کړﺉ،قبر يې له ځمکې سره هوار کړ،يووه يې کړ او پټى يې ترې جوړ کړ،چې بیخي د خلکو له اذهانو زيارت هېر شي[111].
د متوکل په زمانه کې په حجاز کې پرعلوي ساداتو ډېره تنګسه وه او حالات تردې بریده رسېدلي وو،چې ښځو يې د اغوستو او ستر جامې نه درلودې او هغوى ،چې زوړ پوړنى درلود،په نوبت به يې نمانځه ته اغوست[112] دغسې په مصرکې د علوي ساداتو حال هم و. امام د متوکل د ربړونو پر وړاندې زغم کاوه،تردې،چې متوکل ومړ او ورپسې منتصر،مستعين او معتز چارواکي شول او معتز په زهرو شهيد کړ.
يوولسم امام : حسن بن علي
[سمول]مور: د سوسن په نامه ام ولد
کنيه:ابومحمد
لقب:عسکري
زوکړه:٢٣١س،سامرا
شهادت:پر٢٦٠س شهيد شو او په سامرا کې ښخ دى.[113]
امام حسن بن علي (عسکري) د امام هادي زوى دى ،چې پر ٢٣۱ هجري کې زېږېدلى او پر ٢٦٠ هجري د معتمد عباسي خليفه په زهرو شهيد کړ[114] .
د پلار تر وفات وروسته،د خداى په امر او د ړومبنيو د پېژند له امله امامت ته ورسېد او د امامت اوه کلن پېر يې په ډېره سختۍ کې تېر کړ،چې يوازې له خپلو ځانګړيو لارويانو سره يې ليدل،چې په دې توګه ډېری وخت يې په زنداني ډول تېر کړ[115].
ددې زور زياتي لاملونه دا وو: (الف) په هغه وخت کې داهل بيتو لارويان ډېر شوي وو او د پام وړ واک څښتنان وو او دا چې دوى پر امامت هم پېژندل کېدل؛نو دا ټولو ته د لمر په څېر څرګنده وه او امامان یې هم پېژندل کېدل؛نو له همدې امله د وخت چارواکو امامان تر څارنې لاندې نيول او دهغوى د منځه وړو لپاره يې نقشې ايستې.
( ب) چارواکي پوهېدل،چې داهل بيتو ځانګړي لارويان ګروهن دي،چې يوولسم امام زوى لري او د يوولسم امام او د مخکنيو د روايتونو له مخې،دا به هماغه "مهدي" وي،چې د سني او شيعه په متواترو او پرله پسې احاديثو کې له پېغمبراکرم نه روايت شوى،چې هغه ته دولسم امام "مهدي" وايي. (صحيح ترمذي نهم ټوک ،باب ماجاً فى المهدى. صحيح ابى داود ،دويم ټوک، کتاب المهدي. صحيح ابن ماجه دويم ټوک،باب خروج المهدى. ينابيع المودة،البيان فى اخبار صاحب الزمان.) نو ځکه یې يوولسم امام تر ټينګې څارنې لاندې نيولى و او چارواکو غوڅ هوډ کړی و،چې په هر ډول وي د اهل بيتو د امامت لړۍ پاى ته ورسوي او تل ددې کور ورونه وتړي.
معتمد عباسي خليفه ته،چې د امام د ناروغۍ خبر ورسېد؛نو طبيب يې له څو تنو اعتمادي کسانو او قاضيانو سره ورولېږه،چې امام او د کور دننني حالات يې تر څارنې لاندې وي،د امام تر شهادت وروسته يې دهغه کور ولټو او د قابلو له لارې يې مينځي هم معاينه کړې او تر دوو کلونو د خليفه جاسوسانو د امام د ځايناستي په باب پلټنه کوله،چې بيا يو مخې نهيلي شول[116].
امام حسن عسکري پخپل کور کې وفات شو او په سامرا کې د خپل پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
بايد ووايو،چې داهل بيتو امامانو په سلګونو عالمان اومحدثين روزلى ،چې دلته یې له نومونو،ژوند ليک اوعلمي اثارو له را اخستو ډډه کوو[117].
دولسم امام : حجة بن الحسن
[سمول]مور: د نرجس يا صيقل په نامه ام ولد
کنيه:ابوعبدالله،ابوالقاسم
لقب:قائم،منتظر،خلف،مهدي،صاحب الزمان
زوکړه:٢٥٥س،سامرا
امام مهدي له ((دولس ګونو امامانو))وروستى امام دى، چې تر اوسه ژوندى دى،چې خداى وغواړي،په امر به يې راپاڅي او نړۍ به له قسط وعدله ډکه کړي.
خوشحال بابا دولس ګوني امامان راښيي:
دجهان دولس امام دي
په حديث کې نام په نام دي
يوعلي دويم حســـن دى
بل حسين پاکيزه تــــــــن دى
چهارم زين العابــدين دى
بل باقرستنه دديـــــــــــــــن دى
بل جعفر ورپـسې هم دى
بل امام موسى کاظـــــــــــم دى
بل امام، على رضــــادى
محــــمد تقى بل بـــــــــــــــيادى
بل امام ،على نقــــي دى
بل حسن عســـــــــــــکري دى
بل امام، امام مهدي دى
چې ددرست جهـــــان هادى دى
دبې بــــي زهرا اولاددى
پشت په پشت داهســـې ياد دى
پاک ســـني هغه آدم دى
چې دآل په عشق محـــکم دى[118]
امام مهدي
[سمول]بل امام، امام مهدي دى
[سمول]چې ددرست جهـــــان هادى دى[119]
[سمول][سمول]
امامان يې داولاد واړه برحق دي
[سمول]ترمهدي پورې دواړو خدمتګاريم[120]
[سمول]امام مهدي (چې امام زمان او صاحب الزمان هم ورته وايي) د يوولسم امام حسن عسکري زوى دى ،چې نوم يې د پېغمبراکرم نوم دى او پر ٢٥٦ يا ٢٥٥ س په سامرا کې زېږېدلى او تر ٢٦٠س کال د پلار تر روزنې لاندې و؛خو له خلکو پټ و او يو شمېر ځانګړيو لارويانو ورسره ليدل.چې تر يوولسم امام وروسته امامت ته ورسېد؛نو د خداى په امر غايب شو او بې له خپل ځانګړي نواب بل چاته نه ښکارېده؛خو په ځينو استثنا يي مواردو کې[121].
ځانګړى نواب
عثمان بن سعيد عمرى،چې د امام مهدي د پلار او نيکه له ډاډمنو یارانو څخه و،خپل ځانګړى نواب کړ او له دې لارې يې د خپلو لارويانو پوښتنې ځوابولې.بيا يې زوى محمد بن عثمان د امام مهدى د نايب په توګه منصوب شو،د ده تر مړينې وروسته ابوالقاسم حسين بن روح نوبختى،ځانګړى نايب شو،چې دده تر وفات وروسته علي بن محمد سيمرى د امام له لوري ځانګړى نواب و.
نصربن علي جهفمي د اهلسنتو د عالمانو د روايتونو له مخې ددې څلورو وکيلانو (نوابانو) نومونه او ژوند ليک راټول کړى او جوته کړې يې ده،چى همدوى د امام مهدي وکيلان وو.
د علي بن محمد سيمري ( ٣٢٩ س) مړينې ته څو ورځې پاتې وې،چې د امام له اړخ ابلا غ ورته وشو،چې شپږ ورځې وروسته به مرې او تر ده وروسته به د ځانګړي نيابت وروتړل شي او ((غيبت کبرى)) به پيل شي[122] اود دې فرمان له مخې د امام زمان غيبت په دوو برخو وېشل کېږي.
لومړى "غيبت صغرى": دا موده اويا کاله وه،چې له ٢٦٠ س څخه تر ٣٢٩ س پورې اوږده وه.
دويم "غيبت کبرى" : له ٣٢٩ س څخه پيل او د خداى تر امره روان دی .په متفق عليه حديث شريف کې له رسول اکرم(ص) نه روايت دى ،چې :(( که د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي ،خداى پاک به هغه ورځ دومره اوږده کړي،چې زما له زامنو ځنې به مهدي راښکاره شي، نړۍ به له عدل او انصافه ډکه کړي؛ لکه ،چې له تېري او ځورېدنې تر خولې ته راغلې وه)).
عبدالله بن مسعود قال ،قال النبى صلى الله عليه و اله لولم يبق من الدنيا الايوم واحد لطول اله ذلک اليوم حتى يبعث فيه رجلا من امتى ومن اهل بيتى يواطى اسمه اسمې يملا الارضقسطا وعدلاکما ملئت جورا وظلماً )) فصول المهمه ٢٧١مخ .
دامام مهدي عليه السلام په باب ټول اسلامي مذاهب يوه خوله دي؛خو ځينې عالمان وايي ،چې لا تر اوسه نه دى زېږېدلى. د اهل بيتو د لارويانو پرعالمانو سربېره د اهلسنتو عالمان یې هم په زوکړه منښتي دي،چې په دې باب د ابن ضعيف "الامام المهدي عند اهل السنة" کتاب ته مراجعه وکړي او په پارسي کې د مهدي فقيه ايماني د "اصالت مهدويت در اسلام از ديدګاه اهل تسنن ٧٩-٩٨ مخونه " کتاب ولولئ،چې موږ له دې کتابه د بېلګې په توګه د څو نومونه رااخلو:
1. ارواښاد محدث شاه ولي الله، احمد بن عبدالرحيم فاروقي دهلوي حنفي ( ١١١٠ – ١١٧٦ ) په "الفضل المبين "کې له امام مهدى سره د بلاذري (ابوجعفر احمد بن يحى بن جابر بغدادى ٢٧٩ هه – مړ) کتنه راخستې ده. همداراز "الانتباه فى سلاسل اولياالله" کې يې په دې باب له جامي نه اوږده شرح راخستى دى .
2. ابوالمجد،عبدالحق بن سيف الدين دهلوى بخاري حنفي( ٩٥٩ – ١٠٥٢ ) ، مناقب ائمه .
3. ميرزا محمد خان بن رستم بدخشى(١١٢٢)،مفتاح النجافى مناقب آل العبا، ١٨١ مخ .
4. مشهور تاريخپوه ،عبدالحى بن احمد په ابن عماد دمشقي حنبلي مشهور(١٠٣٢- ١٠٨٩) ، شذرات الذهب،١٤٢مخ،د٢٦٠ کال د پېښو په ترڅ کې .
5. محدث،سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي په خواجه کلان مشهور(١٢٢٠ – ١٢٩٤ ) ،ينابيع المودة د٥٦- او٧٩ بابونو وروستۍ برخه.
6. شيخ عبيدالله امر تسرى حنفي ،اوسنى عالم، په اردو ژبه "ارجح المطالب فى عد مناقب اسد الله الغالب اميرالمومنين على بن ابيطالب".
7. سيد مؤمن بن حسن بن مؤمن شبلنجي مصري (١٢٥٢- ١٣٠٨ وروسته ) ،نورالابصار،١٥٠مخ .
8. مولوى محمد مبين هندى لکهنوي(١٢٢٠) په وسيلة الجاة، ٣١٦ مخ، د ګلشن فيض چاپ .
9. مولوي على اکبر بن اسد الله مودودي(١٢١٠) د هند له مشهورو عالمانو ،مکاشفات (٧/٣٢٧)،چې د جامي پر (نفحات الانس) حواشى ده.
10. مشهورعارف ،عبدالرحمن چشتى بن عبدالرسول بن قاسم بن عباس علوي صوفي (١٠٤٥ وروسته) په مراة الاسرار کتاب کې،چې په پارسي ژبه دى او شاولى الله دهلوي(رح)هم له هغه راخستى دى.
11. امام ربانى،احمد بن عبدالاحد فاروقي سرهندي نقشبندي حنفي(٩٧١ – ١٠٣١ ) ، مکتوبات درېيم ټوک وروستى مکتوب.
12. مشهورمحدث،ملاعلى بن سلطان هروی قاري ( ١٠١٤)، "المرقاة فى شرح المشکاة"
13. شهاب الدين،شيخ الاسلام احمد بن حجر هيثمي شافعي ( ٩٠٩-٩٧٤)،الصواعق المحرقه ١٠٠ – او ١٢٤ مخونه د مصر چاپ ١٣١٣.
14. مشهور تاريخپوه ،قاضي حسين بن محمد ديار بکري ( ٩٦٦) په تاريخ الخميس ٢/٣٤٣کې د ٢٦٠کال د پېښو په ترڅ کې.
15. شمس الدين محمد بن طولون دمشقي حنفي ( ٩٥٣)،الائمة اثنى عشر١١٧مخ .
16. مشهور فيلسوف،جلال الدين محمد بن اسعد صديقي دواني شافعي (٩٠٧ يا ٩١٨ يا٩٢٨) په "نورالهداية فى اثبات لولاية" کې.
17. ملاحسين بن علي کاشفي بيهقي سبزاوری هروى(٩١٠)،"روضة الشهدا" اتم فصل،دهلي چاپ .
18. نورالدين،عبدالرحمن بن احمد بن قوام الدين دشتي جامي حنفي هروي شاعر (٨٩٨) د " شرح کافيه" مؤلف ،په شواهد النبوه،٢٤مخ کې.
19. شيخ عبدالرحمن بـسطامي (٨٥٨) په "درة المعارف" کې .
20. ابن صباغ،نورالدين،علي بن محمد مالکي ( ٧٣٤/٨٥٥)،الفصول المهمه فى معرفة الائمه، ٢٧٤مخ .
21. شهاب الدين بن شمس الدين بن عمر هندي،(٨٤٩) ،هداية السعداءفى مناقب السادات.
22. مشهور تاريخپوه،احمد بن جلال الدين محمد فصيح خوافي( ٧٧- ٨٤٥) "مجمل فصيحي"١/٢٣١، د٢٥٥کال د پېښو په ترڅ کې .
23. مشهور عارف او نامتو تاريخپوه محمد بن محمد بن محمود بخاري په خواجه پارسا حنفي نقشبندي مشهور(٨٢٢) فصل الخطاب کې .
24. ابو وليد،محب الدين،محمد بن شحنه حلبی حنفي ( ٧٤٩- ٨١٥)،"روضة المناظر فى اخبار الاوائل والاواخر"،١/٢٩٤.
25. سيد علي بن شهاب بن محمد همداني، هند مېشتی( ٧١٤- ٧٨٦ ) په ناصريه کتابتون کې يې اوس هم نسخه شته.
26. مشهورتاريخپوه،شمس الدين محمد ذهبي (٦٧٣- ٧٤٨) ،چې په اصل کې ترکمن دى او بيا په دمشق کې وسېدلى. (الف): " دول الاسلام "١/١٥٨د٢٦٠ کال په پېښوکې.
(ب) : "العبر فى خبر من غير" ٢/٢٠د ٢٦٠ کال په پېښوکې .
27. مشهور مؤرخ ابوالفداً،عماد الدين اسمعيل بن علي ٢/٤٥، د ٢٥٤ س کال تر پېښو لاندې .
28. شيخ الاسلام ابراهيم بن محمد بن مؤيد جويني حموئي شافعي( ٦٤٤س-٧٣٢س) " فرائد السمطين" ٢/٣٣٧.
29. جلال الدين بلخي رومي( ٦٧٢)، مثنوي تر "ای سرور مردان علي مستان سلامت مې کند" قصيدې لاندې .
30. مشهور تاريخپوه علي بن حسين مسعودي ( ٣٤٦)، "مروج الذهب "٨/٤٠.
31. جعفر بن محمد بن المعتزمستغفري سمرقندي (٤٣٢)، دلايل النبوه والمعجزات.
32. اخطب خوارزم ،موفق بن احمد بن يوسف کاتب (٣٨٧)، مفاتيح العلوم، ٣٢ -٣٣ مخونه .
33. مشهور نسبپوه،ابونصر،سهل بن عبدالله بخاري زيدي(٣٤١وروسته)، "سرالسلسه العلويه"
34. ابوالعباس ،احمد بن ابراهيم بن علي کندي د ابن جرير طبري شاګرد،د حافظ ابو نعيم اصفهاني استاد،د مکې اوسېدونکې او د"مواليدالائمه" د کتاب راوي .
35. ابن ابي ثلج ،ابوبکر،محمد بن احمد بن بغدادي (٢٣٨٠ ٣٢٢) ستر محدث او د "تاريخالائمه" مؤلف .
36. ابوبکر محمد بن هارون روياني ( ٣٠٧ مړ) په خپل "مسند"کې ،چې خطي نسخه يې د سوريې په ظاهريه کتابتون کې شته.
37. شيخ فريد الدين عطار،محمد بن ابراهيم نيشاپوري همداني(٦٢٧)،"مظهر الصفات"
38. ابن اثيرجزري،عزالدين علي بن محمد شيباني موصلي (٥٥٥- ٦٣٠) ،الکامل في التاريخ تر ٢٦٠ کال لاندى .
39. شيخ محي الدين بن علي په ابن عربي طالي اندلسي مشهور(٦٣٨) – فتوحات مکي؛خو د مصر په وروستيو چاپونو کې ترې دا مساله حذف شوې ده .
يادونه:د اهلسنتوعلماوو کرامو د امام مهدي په باب(١٥٢) کتابونه،رسالې او مقالې کښلې او همداراز تر اوسه،چې ( ٢٩) تنو په دروغو د مهدويت دعوى کړې د مهدي فقيه ايماني په کتاب کې ليکل شوي،او زما په اند، د دې کتاب لوستل د څېړنې لپاره يوه مهمه سريزه ده.
د امام مهدي
[سمول]د راښکاره کېدو په باب د رسول الله (ص) وړاندوينه
[سمول](ابن ماجه؛صحيح :ابواب جهاد،د ذکر ديلم باب) په خپل سند له حضرت ابي هريره روايتوي،چې د خداى رسول وويل : که د دنيا د ژوند يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به يې هومره اوږده کړي،چې زما له اهلبيتو يو سړى به د ديلم او قسطنطنيه (استامبول) د غرونو د لړۍ ترمنځ پر پرته سيمه واکمني وکړي .
(ابن ماجه؛صحيح :د فتن ابواب ،د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي : رسول الله (ص) وويل :مهدي زموږ له اهلبيتو ځنې دى،خداى به يې په يوه شپه کې د راښکاره کېدوه سريزې چمتو کړي .
دا حديث (ابونعيم؛حلية :درېم ټوک،١٧٧ مخ) په دې زیاتونې راوړى،چې په يوه شپه کې –يا يې وويل،چې په دوو ورځو کې – امام احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ١٨٤ مخ کې راوړى او سيوطي هم په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي شيبه،احمد او ابن ماجه ته يې منسوب کړى دى .
(ابن ماجه؛صحيح :د فتن ابواب ،د مهدي د راښکاره کېدو باب) په خپل سند له عبدالله روايتوي :يوه ورځ له رسول الله (ص) سره وو،چې يوه ډله بني هاشم راغلل؛همدا چې آنحضرت دا ډله وليده،سترګې يې له اوښکو ډکې شوې،رنګ يې واوخوت، ورته مو وويل : ستاسې په څېره کې مو خپګان وليد ؟ و يې ويل : موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى راته آخرت ته پر دنيا غوراوى راکړى دى،تر تګ وروسته به مې پر اهلبيتو خورا کړاوونه او ستونزې راشي،خلک به ورته شا کړي،تردې چې له ختيځه به له تورو بېرغونو سره يو قوم راشي او خير او صلاح به وړانديز کړي؛خو خلک به يې ورسره و نه مني؛نو د ناچارۍ له مخې به تورې ته لاس کړي او خداى به ددې قوم ملاتړ وي او خلک به يې ورسره د ناچارۍ له مخې ومني او هغه څه به هم ورکړي،چې ترې غوښتل شوي نه وي؛خو هغه قوم به يې ورسره نه مني؛تر دې،چې د چارو واګې زما له اهلبيتو ځنې يو سړي ته وسپاري او هغه به ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له تېري او ظلمه ډکه شوې وه؛نو که هر چا هغه مهال وليد؛نو ور دې شي که څه هم څلوربولې پر واوره او یخ روان وي .
(ابي داود ؛صحيح :٢٧ ټوک) د المهدي په کتاب کې په خپل سند له ابي الطفيل روايتوي : که د هستۍ يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به پر هغه ورځ زما له اهلبيتو ځنې يو راښکاره کړي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه.
(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي : د خداى رسول (ص) وويل : قيامت به تر هغې نشي چې ځمکه له ظلم او دښمنۍ ډکه شي او هله به زما له اهلبيتو ځنې يو راووځي،چې ځمکه له عدل او دوستۍ ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وه . بيا وايي : دا حديث د مسلم او بخاري له نظره د سموالي ټول شرايط لري .
دا روايت ابو نعيم د حلية الاولياء د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې په لږ اختلاف راوړى دى او همداراز احمد بن حنبل د خپل مسند د درېم ټوک په ٣٦ مخ کې او د حديث نورو ائمو هم رانقل کړى دى .
(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٨ مخ) په خپل له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي : رسول الله (ص) وويل : ځمکه به له ظلم او دښمنۍ ډکه شي؛نو زما له عترته به يو سړى راووځي . او دا حديث د مسلم او بخاري له پلوه د سموالي ټول شرطونه لري .
(امام احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،٩٩ مخ) په خپل سند له حضرت علي (ک) روايتوي : د خداى استازي وويل : که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به له موږ ځنې يو سړى راپاڅوي،چې دنيا له عدله ډکه شي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .
دا روايت سيوطي هم په درمنثور کې په محمد سورت کې راوړى دى او ابن ابي شيبه، احمد او ابوداود ته يې منسوب کړى دى .
(اسدالغابه:لومړى ټوک،٢٥٩ مخ) د رسول الله (ص) يو حديث راوړى دى،چې وايي : ډېر ژر به تر ما وروسته خلفاء او تر خلفاوو وروسته آمران او تر آمرانو وروسته پاچپان او جبابر واک ته ورسي او تر هغه وروسته به مې له اهلبيتو ځنې يو سړى راووځي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .
اسدالغابه دا روايت د پينځم ټوک په ١٥٥ مخ کې هم راوړى دى، په دې توپير،چې وايي : تر ملوکو وروسته به جبابره راځي .
همداراز دا روايت (ابن عبدالبر؛استيعاب:لومړى ټوک،١٨٥ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : اووم ټوک،٣٠ مخ)، (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٨٦ مخ)، (ابن حجر؛صواعق :٩٨ مخ) او د وينا له مخې یې روياني او طبراني او همداراز (کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦٣ مخ) ،(کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٤ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې په وروستي کې يې حضرت رسول اکرم عوف ته وايي : عوفه ! څنګه به يې پر هغه مهال،چې امت مې پر درې اوياوو ډلو و ايشل شي او يوازې يوه ډله يې جنتي وي او نور ټول به په دوزخ کې وي – تر دې چې وايي – نو توره او هېښنده فتنه به راولاړه شي او تر هغې وروسته به فتنه په فتنې پسې راځي،تردې چې له اهلبيتو مې يو سړى راښکاره شي،چې ورته مهدي وايي،که و دې ليد؛نو لاروي ترې وکړه،چې له لار موندليو ځنې شې .
(حلية الاولياء :درېم ټوک،١٨٤ مخ) ، (ذخائر العقبى :٤٤ مخ) او همدارزا سيوطي په درمنثور کې په محمد سورت کې او د وينا له مخې یې ترمذي،نعيم بن حماد او همداراز صحيح ابوداود (٢٧ ټوک،١٣٤ مخ) د امام مهدي په باب روايتونه راوړي،چې وروستى يې دادى،چې ام المؤمنين ام سلمه وايي : د خداى له استازي مې واورېدل :مهدي زما له عترته او د فاطمې له زامنو ځنې دى .
دا روايت ابن ماجه د خپل صحيح د ابواب فتن د مهدي د راوتو په باب کې او همدارز (حاکم؛مستدرک :څلورم ټوک،٥٥٧ مخ) کې هم راوړى او ويلي يې دي : دا مطلب حق دى او مهدي د فاطمې له زامنو ځنې دى . (ذهبي؛ميزان الاعتدال،دويم ټوک،٢٤ مخ) او همداراز سيوطي په درمنثور کې د محمد سورت په تفسير کې راوړى دى او ابي داود،ابن ماجه،طبراني او حاکم ته يې منسوب کړى دى .
(کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦١ مخ او همداراز؛ شپږم ټوک:٢١٨ مخ) او همداراز؛ اووم ټوک،٢٥٩ مخ ) او ذخائر العقبى د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي دي،چې په وروستي کې يې له حضرت حذيفه روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : که د دنيا عمر يوه ورځ هم پاتې شي؛نو خداى به دا ورځ هدومره اوږده کړي،چې زما له زامنو ځنې يو،چې نوم يې مهدي دى راښکاره شي .سلمان وپوښتل : رسول الله ! له کومو زامنو؟ د خداى استازي پر حسين لاس کېښود،و يې ويل : له دې زويه مې .
(کنوز الحقايق :١٥٣،١٥٢ مخونه) او (ذخائر العقبى :١٣٦ مخ) د حضرت امام مهدي په باب روايتونه راوړي ،چې وروستى يې دادى،علي بن هلالي له پلاره راوايتوي: رسول الله رنځور و،چې ورغلم او په دې رنځ يې رحلت هم وکړ،و مې ليدل،چې فاطمه يې سر ته ناسته،ژاړي، او غږ يې راپورته شو،د خداى استازي ورته وليدل او ويې ويل : فاطمې ! پر هغه خداى،چې زه يې په حقه مبعوث کړى يم،ددې امت مهدي ستا له حسينه دى او هغه مهال به راښکاره شي،چې دنيا به له ګډوډۍ ډکه شوې وي،فتنې به راولاړې شوې وي،له هر لوري به د خلاصون لارې بندې شوې وي،خلک به يو بل لوټي؛نه به پر کشرانو لورنه کېږي او نه به د مشرانو درناوى؛نو دا مهال به خداى يو څوک مبعوث کړي،چې د ضلالت ټولې کلاګانې سوبه کړي او تړلي زړونه پرانځي او په اخره زمانه کې به د اسلام په دين پاڅون وکړي؛لکه څنګه چې ما په لومړۍ زمانه کې په اسلام پاڅون وکړ او ځمکه به له عدله ډکه کړي؛لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وه .
(صحيح ترمذي :دويم ټوک:٣٦ مخ)، (صحيح ابي داود:٢٧ ټوک،١٣٦ مخ)، (امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٧مخ)، (هيثمي؛مجمع الزوائد :اووم ټوک،٣١٥،٣١٧مخونه) ،(مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٥٥٤ او ٥٥٧ مخونه)، (ابن ماجه؛صحيح : ابواب فتن، د مهدي د راښکاره کېدو باب) ، (امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٢٨ مخ)، (مستدرک الصحيحين:څلورم ټوک،٤٦٥ مخ)، (احمد بن حنبل؛مسند:درېم ټوک،٣٧ مخ)، ( کنزالعمال :اووم ټوک،١٨٩ مخ) ، (هيثمي؛مجمع الزوائد :اووم ټوک،٣١٦ مخ) ، (صواعق محرقه :٩٨ مخ)، (کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦١ مخ) ، (صحيح مسلم : د فتن کتاب ، د "لاتقوم الساعة حتى يمر الرجل" باب) ، (سيوطي؛درمنثور :محمد سورت) ، (امام احمد؛مسند :درېم ټوک،٩٨،٣١٧ مخونه) ، (مستدرک الصحيحين :څلورم ټوک،٤٦٣،٥٠٢،٥٠٣،٥١٤ مخونه) ، (ابن سعد؛طبقات : درېم ټوک،٤ مخ) ، ( کنزالعمال :اووم ټوک،٢٦٠،٢٦١ مخونه) ، (ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٥٤ مخ) ، (هيثمي؛مجمع : اووم ټوک ،٣١٤مخ)، (صواعق محرقه :٩٨ مخ) او (کنوزالحقايق :١٥٢) د امام مهدي د ژوند او مړينې په باب روايتونه راوړي،چې د ثعلبي د قصص الانبياء په روايت یې بسیا کوو،چې له حضرت ابن عباس څخه روايتوي : د خداى استازي (ص) وويل : څنګه به شونې وي،چې د محمد امت هلاک شي،حال داچې زه د بنسټ په پيل کې وم،عيسى يې په پاى کې او مهدي يې په منځ کې دی .
خوشال بابا وايي :
له اوله ترآخـــــــره که ګروهېږي
' د بتول اولاد مې واړه نور بصردي [123]'
[سمول]
پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي
[سمول]چې په دې اړه ديني سرچينو ته مراجعه کوو او څه پوښتنې ګروېګنې چې وي، ځان پرې پوهوو:
مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى
[سمول]په سنن ترمذى،سنن ابوداوود او نورو کتابونو کې له رسول اکرم(ص) روايت کوي،چې يې ويلي دي: ((نړۍ به تر هغې پاى ته ونه رسي،چې له اهل بيتو مې يو همنامى سړى د عربو واکمن شي))
مهدي له اهل بيتو ځنې دى
[سمول]د حاکم نيشابوري په مستدرک،د امام احمد حنبل په مسند او په نورو کتابونو کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضي الله عنه روايت شوى، چې رسول اکرم(ص)وويل:
((قيامت تر هغې نه راځي،چې ځمکه له تېري او دښمنۍ تر خولې نه وي ډکه شوې؛بيا له اهل بيتو مې يو وګړى راپاڅي او له عدله يې داسې ډکوي؛لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه.))
د ابن ماجه په سننو کې[ابواب جهاد]له حضرت ((ابوهريره)) رضي الله عنه روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،خداى تعالى هغه ورځ اوږدوي،چې له اهل بيتو مې يو سړى واکمنى ته ورسي او د ديلم او قسطنطيه د لوړو واکمن شي))
همدا راز د همدې کتاب په ((ابواب فتن))[باب خروج مهدي]او د امام احمد حنبل په مسند او نورو کتابونو کې له امام علي(ک)روايتوي چې رسول اکرم وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې په يوه شپه کې پاڅون ته چمتو کوي)).
د حاکم په مستدرک کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضى الله عنه روايت شوي،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى؛ پوزه يې اوږده راښکلې اوږد مخ او نوراني تندى لري،چې ځمکه له عدله ډکوي، چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه))
خوشال بابا وايي :
[سمول]امامان يې د اولاد واړه برحق دي
' ترمهدي پورې د واړو خدمتګاريم [124]'
مهدي د فاطمې(س) له ځوځاته دى
[سمول]د ابو داوود په سننو کې له حضرت ((ام سلمى)) بي بي روايت دى،چې وامې ورېدل،رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زما له کورنۍ او د فاطمې له اولادې ځنې دى))
او په کنزالعمال (لومړى چاپ٧/٢٦١)کې له حضرت علي(ک)روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له سړيو دى؛ د فاطمې له اولادې))
مهدي د حسين (رض) له اولادې دى
[سمول]په ذخائرالعقبى(١٣٦مخ)کې له حضرت ((ابوايوب انصاري))رضي الله عنه روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: ((د دې امت مهدي به له دې دواړو؛يعنې حسن و حسين له ځوځاته وي))
او همدا راز په ذخايرالعقبى کې له حضرت ((حذيفه)) روايت شوى، چې پېغمبراکرم وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،هغه ورځ به اوږده شي،چې له اولادې مې (يو) همنامى راپاڅي))
حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه وويل: ((يا رسول الله!له کوم اولاد دې؟))
ورته يې وويل: ((له دې زوى مې))؛او پر حسين يې خپل لاس کېښود.
مهدي د امام حسن عسکري زوى دى
[سمول]د اهل سنتو ځينې عالمان،امام مهدي د امام حسن عسکري زوى ګڼي چې يو شمېر يې دا دي.
١-علامه شيخ ابوبکر،احمدبن حسين بن علي بيهقي نيشاپوري شافعي فقيه(٤٥٨ل س مړ)په خپل کتاب(شُعَب الايمان) کې ليکي:
((خلکو د مهدي په اړه اړپيچ کړى او ټولو خوله نيولې او د هغه پوهه يې خپل عالم ته ورپرېښې او ګروهن دي،چې هغه د رسول اکرم(ص)د لور فاطمې له اولادې دى،چې خداى هر وخت وغواړي،پيدا کوي يې او د خپل دين مرستې ته يې رالېږي .
او يوه ډله وايې: موعود مهدي د٢٥٥ل س د شعبان پر پينځلسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او هغه هماغه امام دى،چې په حجت قايم منتظر محمد بن حسن عسکري ملقب دى،چې په سامرا کې سرداب ته ورننووتى او د خلکو له ليده پټ شوى دى او خپل پاڅون ته سترګې پر لار دى.راښکاره کېږي او ځمکه له عدله ډکوي؛لکه چې له تيري او ځورونې ډکه شوې ده.د حضرت عيسى بن مريم،خِضر او حضرت نوح(عليهم السلام) په څېر اوږد عمرى او پېر يې غځېدلى دى)).
د حضرت مهدي د اوږد عمرۍ په اړه وايو،قرآن د حضرت نوح(ع)د عمر په باب وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ [125]= او په رښتيا موږ نوح یې قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح یې په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال داچې دوى [مشرک] ظالمان ول . ))
له بېړۍ تر راکېوتو وروسته يې هم نور درې سوه او پنځوس کاله عمر وکړ؛ نو ځکه په ټول کې يې عمر ديارلس سوه کالو ته رسي.
حال داچې،همدا اوس د حضرت مهدي عمر تر١٢٠٠کالو لږ دى او د حضرت خضر عليه السلام عمر تر دې ډېر دى،پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دغسې استدلال کوي.
٢-شيخ محي الدين ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد،په ابن حاتمي طايي اُندلسي شافعي مشهور(٦٣٨ل س مړ) چې د شام په ((صالِحيه)) کې يې زيارت دى،د خپل کتاب((فتوحات))په٣٣٦باب کې ليکي:
((پوه شئ،چې مهدي(ع) به په رښتيا راپاڅي؛خو پاڅون به يې هله وي، چې ځمکه له تېري او ځورونې تر پوزې راغلې وي او هغه به يې له قسط و عدله ډکه کړي،که د نړۍ له عمره يوازې يوه ورځ پاتې وي،خداى دا ورځ هومره اوږدوي،چې دا خليفه ولايت ته ورسي.هغه د رسول الله (ص) له ځوځاته دى،د فاطمې له اولاده،نيکه يې حسين بن ابيطالب دى، پلار يې ((حسن عسکري)) د امام علي نقي زوى،د امام محمد تقي زوى،د امام علي بن موسى الرضا زوى، د امام موسى کاظم وزى،د امام جعفرصادق زوى،د امام محمد باقر زوى،د امام زين العابدين زوى،د امام حسين زوى،د علي بن ابيطالب زوي(رضى الله عنهم)د رسول اکرم همنامى دى او مسلمانان به[په کعبه کې] د ((رکن)) او (د ابراهيم عليه السلام) د ((مقام)) ترمنځ بیعت ورسره کوي.
څېره يې رسول اکرم(ص)ته ورته ده او خُلق و خوى يې هغه ته نه دى؛ځکه په خويونو کې د رسول اکرم(ص)سيال نشته،چې خداى وايي:
'((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[126]'= او په رښتيا،چې ته ستر خويونه لرې .))
تندى يې پراخ او پوزه يې لوړه ده،له کوفې يې ښه ډېر ياران دي.بيت المال مساوي ويشي او له خلکو سره په عدالت چلېږي؛لکه چې يو تن راځي او وايي: ((مهدي!پېرزو راباندې وکړه))او د مهدي په مخ کې له پرتې شتمنۍ يې،دومره جيبونه او څادر ډکوي،چې وړاى يې شي)) بيا يې په ځانګړنو او ځينو کړنو لګيا کېږي.
دا چارې ((ابن خبان)) په ((اسعاف الراغبين))کې د((نورالابصار))په لمنليک کې هم راوړي دي.
ويلي يې دي:د امام مهدي په ځانګړنو کې شيخ محي الدين دا شعر ويلى،چې په ((فتوحات))کې هم راغلى دى:
هغـــــه،همــــــاغه سيــــــد او د آل احــــــــمد مهـــدي دى
هغه،هماغه هنـدي توره ده،چـې[دښمنۍ]له منځه وړي
هغه،هماغه لمـــر دى،چـې هر غم او تيارې لــرې کــــوي
او هغــــه،هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي.
په ينابيع المودة(٤٦٧مخ)کې راغلي: شيخ محي الدين عربي په مکيه فتوحات (٣٣٦باب) کې د مهدي آخرالزمان د وزيرانو مقام يادوي او وايي:
((هغه له اهل بيتو ځنې دى او د خداى يو خليفه دى،چې پاڅون کوي،حال دا چې ځمکه له تېري او ځورونې ډکه شوې وي او هغه پکې قسط و عدل خپروي او که له نړۍ يوازې يوه ورځ هم پاتې نه وي،خداى(ج)يې هومره اوږدوي،چې د پېغمبر له ځوځاته يو تن واکمنۍ ته ورسي. د ((رکن)) او ((مقام)) ترمنځ ورسره بيعت کېږي او کوفه وال ډېر راماتېږي. شتمنۍ مساوي ويشي له ولس سره په عدالت چلېږي،قضاوت- ورمندون پاى ته رسوي او چې څوک يې و نه مني،وژل کېږي، جګړه مار ورسره خوارېږي. اسلام لکه څنګه چې دى،پلى کوى يې؛داسې چې که رسول اکرم(ص)هم ژوندى واى،هماغسې يې کول.مذاهب له منځه وړي او يوازې سوچه دين به پاتې کېږي.دښمنان يې د((اهل راى))عالمانو لارويان دي،چې په زوره يې حکم ته غاړه ږدي؛ځکه چې له ځواکمنۍ يې ډارېږي او په ورسره څيزونو يې زړه تړلى دى.په شتون يې عام مسلمانان خوشحال دي او عارفان او اهل حقايق د کشف او شهود له مخې ورسره بيعت کوي. الهي انسانان ورسره دي،چې بلنه مني او ملاتړ يې کوي،هغوى يې وزيران دي،چې د هېوادنيو چارو پېټى يې پر اوږو وړي)).
همداراز وايي: ((هغه،هماغه ښاغلى او د آل محمد مهدى او هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي،هغه تاييد شوى او مضبوط خليفه دى،چې د څارويو په خبرو پوهېږي،عدالت يې په پېريانو او انسانانو کې خپرېږي.وزيران يې عربان نه دي؛خو په عربي خبرې کوي.د وزيرانو ساتندويان به د دوى له خپل خېله نه وي.مهدي هېڅکله د خداى له حکمه سرغړونه نه کوي، (د خداى د دين) مرستندوى او خورا غوره امين دى.))
همداراز د((اسعاف الراغبين)) کتاب په١٣١مخ کې د((نورالابصار)) په لمنليک کې راغلي: ((پوه شه،چې د مهدي په پاڅون کې شک نشته،هغه د امام علي بن ابيطالب رضى الله عنه- زوى او د رسول الله(ص)همنامى دى.مسلمانان د((رکن))او((مقام))تر منځ ورسره بيعت کوي، څېره يې د رسول اکرم په څېر ده او خوى يې د هغه څېر نه دى؛ ځکه په خوى کې هېڅوک د رسول الله(ص)سيالېداى نشي.د کوفې اوسېدونکي تر نورو يې ډېر ملاتړ کوي،شتمني يو رنګ ويشي او له ولس سره په عدالت چلېږي. خضر يې په مخ کې روان وي او پينځه يا اوه يا نهه کاله ژوند کوي.له رسول اکرم لاروي کوي او بيخي ګناه نه کوي،داسې پرښته لري،چې ټينګ يې ساتي.روم د اويا زرو مسلمانانو په تکبير ويلو سوبوي . خداى خوار شوى او (په فکر او کړنو کې) مړ شوى اسلام عزتمن او بیاژواکی کوي . د((جزيي)) حکم جاري کوي او په ځواک د خداى لوري ته رابولى،چې څوک يې (بلنه) ونه مني وژل کېږي او چې څوک جګړه وکړي خوارېږي.حکم يې د سوچه اسلام له مخې او له ځانه له نظريې ورکولو لرې دى او په ډېرى احکامو کې له علماوو سره اړپېچ کوي؛نو له دې امله عالمان ترې خپه کېږي؛ځکه په دې ګومان دي،چې د دوى تر امامانو وروسته يې کوم مجتهد پيدا کړى نه دى))
بيا زياتوي: ((پوه شه مهدي، چې راپاڅي، خاص و عام مسلمانان پرې خوشحالېږي او هغه الهي انسانان لري،چې بلنه يې منلې او ملاتړ يې کوي.هغوى يې وزيران دي،چې د واکمنۍ درنې چارې تر سره کوي او خداى،چې پر مهدي څه ژمنې ايښي، وزيران يې په اړه مرستندويان دي. حضرت عيسى بن مريم عليهما السلام د دمشق د ختيځ په سپينه مناره کې پرې په داسې حال کې راکېوځي،چې په خپلو دوو ښي او کيڼو پرښتو به يې ډډه وهلي وي.د هغه په زمانه کې د دمشق په چاپېريال کې له ونې سره ((سفياني)) وژل کېږي او لښکر يې په بېديا کې ډوبېږي))
او په مشارق الانوار(١٠٤مخ،دويم څپرکي)کې هم همدا عبارت راغلى دى.
همداراز قاضي حسين بن محمدبن حسن د باربکري مالکي(٩٦٦س مړ)په خپل کتاب ((تاريخ الخميس)) دويم ټوک٣٢١مخ کې دا مطلب په لنډو او په الفاظو کې(پر څه)اړپېچ راوړى دى.
٣-شيخ کمال الدين ابوسالم محمد بن طلحه حلبي شافعي[127] (٦٥٢يا٦٥٤س مړ) ليکي: ((دولسم باب، د ابوالقاسم محمدبن الحسن الخالص بن علي المتوکل بن محمد القانع بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن علي زين العابدين بن الحسين(الشهيد)بن علي المرتضى اميرالمؤمنين بن ابيطالب په اړه دى،هماغه مهدي (چې) د خلف حجت او صالح منتظر دى،چې د خداى سلام،رحمت او برکتونه دې پرې وي))
بيا يې دا بيتونه راوړي ،چې پښتو مفهوم يې دا دى:
((په رښتيا،چې دا د خلف حجت خداى تاييد کړى دى او موږ ته يې د حق کړنلار ښووولې او نېکۍ يې ورکړي دي.
او په عزتمنې کورنۍ کې يې د درناوي وړ ګرځولى دى او د لورنې په سترو جامو کې يې رانغاړلى دى.
او رسول اکرم يوه خبره کړې،چې موږ روايت کړې ده.
او که عالم د رسول اکرم(ص) د خبرې پر مانا پوه شي؛نو مومي،چې د((مهدي))په اړه رارسېدلي روايتونه يوازې پر همدې مسمى تطبېقېږي،چې د هغه تړاو،ځانګړنې او نوم اخستل يې په ډاګه ويلي دي.
او د پېغمبراکرم دا وينا((چې له موږه دى،زما د بدن د ټوټې؛له زهرا دى)) د مهدي د څېرې او مقام د پېژندو لپاره بسيا دي.
او تېرې بېلګې،چې مې وويلې؛نو هېڅوک به ورته و نه رسي؛نو که ووايي: ((هغه مهدي دى))نو د خپلې خبرې به پوروړى شوى نه وي))
تر شعر وروسته وايي : د نبوت له اصلي جرړو ماړه کړای شوي دي او له ورپاتېو جامونو يې څښلي دي او د هغوى له ځوښا يې ځان خړوب کړى او شريعت پرې پاى ته رسېدلى دى،په خورا غوره نسب پورې تړاو لري او د ښيون مېوه يې له هماغه کانه راخستې ده.
هو! هغه د پاکلمنې زوکړى دى،هماغه چې د رسول اکرم د بدن ټوټه ده او رسالت يې بنسټ دى؛هغه بنسټ،چې د عناصرو او اصولو اشرف دى.
زوکړه يې په ((سر من راى)) (سامرا) پر(٢٥٨س)د رمضان پر٢٣مه وه او پلار يې((الحسن الخالص))او مور يې((ام ولد))،چې له نامو یې((صيقل))او((حکيمه))وو.
خو خپل نوم يې((محمد)) کنيه يې((ابوالقاسم))او القاب يې ((حجت)،((صالح خلف))او ((منتظر)) ورته ويل شوي دي.بيا هماغه احاديث راوړي،چې موږ راوړي او جوتوي،چې هغه هماغه ((موعود منتظر مهدي)) دى.
په پاى کې د حضرت((مهدي))د غيبت او اوږد عمر په اړه،چې څه نيوکې شوي،ځواب يې ورکړى دى.
٤- شيخ شمس الدين يوسف بن قزاعلي حنفي بن عبدالله په سبط ابن الجوزي مشهور(٦٥٤س مړ)په خپل کتاب تذکرة خواص الائمه(٨٨مخ د ايران چاپ د١٢٨٧س لومړى چاپ)د حسن بن على بن محمدبن علي بن موسى بن جعفربن محمدبن علي بن الحسين بن علي بن ابيطالب په څپرکي کې ليکي:
((مور يې ام ولد وه،چې په ((سوسن)) هم يادېده او کنيه يې ابومحمد او عسکري هم ويل شوې دی. حضرت پر٢٣١س په ((سرمن راى))کې زېږېدلى او پر٢٦٠س د معتمد عباسي خلافت پر مهال په نهه ويشت کلنۍ کې مړ شوى دى.
بيا وايې: ((او له اولادونو يې يو ((محمد))امام دى...هغه محمدبن حسن بن علي بن محمد...بن علي ابيطالب دى.کنيه يې ابوعبدالله او ابوالقاسم دى،هغه د خلف حجت،صاحب الزمان،قائم منتظر او وروستى امام دى)).
زياتوي:عبدالعزيز بن محمود بن بزاز له ابن عمره روايتوي،چې رسول اکرم وويل: ((په وروستي وخت به زما له اولادې يو راپاڅي،چې نوم يې زما نوم او کنيه يې زما کنيه ده او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري ډکه شوې ده او هغه مهدي دى))
سبط ابن الجوزي وايي: ((دا يو مشهور حديث دى او ابوداود او زهري له علي(ک)روايت کړى دى))
زياتوي : ((هغه ته ذوالاسمعين وايي: او محمد او ابوالقاسم.ويلي يې دي،مور يې ام ولد،چې په صيقل هم يادېده)).
٥- شيخ ابوعبدالله محمدبن يوسف بن محمد قرشي ګنجي شافعي (٦٥٨س مړ)په خپل کتاب[البيان فى اخبار صاحب الزمان ٢٥باب،٣٣٦مخ]کې جوتوي،چې د مهدي عليه السلام پايښت شونى دى،وايي: ((مهدي د حسن عسکري زوى دى او د غيبت له پيله تر اوسه ژوندی،شته او پاتې دى)).همدا مطلب په ينابيع المودة(٤٧١مخ)کې هم راغلى دى.
امام بخاري په خپل صحيح (٣/٣٥٧د١٣٧٢س د هند چاپ)له حضرت ابوهريره(رض)روايتوي،چې رسول اکرم وويل:
((څرنګه به وي،چې عيسى بن مريم په تاسې کې راکوز شي او امام مو خپل وي؟))
همدا حديث ابن ماجه په خپلو سننو(٢/٢٦٧مخ)کې د امام بخاري په همدې عبارت راوړى دى.
په الحاوي للفتاوي (٢/١٦٧)کې یې راوړي،چې ابوداود او ابن ماجه په خپلو اسنادو له ((ابوامامه باهلي))روايت کړى،چې رسول اکرم وويل: ((رسول الله راته وينا وکړه او له ((دجال))او کړنو يې خبر کړو))
تر دې چې وايي: ((او امام يې صالح نارينه دى، چې د ګهيځ لمانځه ته ځي،ناڅاپه عيسى بن مريم راکېوځي او هغه امام د ګهيځ پر لمانځه ولاړ وي،چې شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي او د لمانځه امامت وکړي؛نو دلته عيسى خپل لاس د هغه پر وليو ږدي او وايي: ((مخکې ولاړ شه او لمونځ ورکړه،چې اقامه درته شوې ده)) او امام ورسره لمونځ کوي.))
را وروسته حديث د((الملاحم و الفتن))[لومړى ټوک،١٨٦باب ،٥٤مخ ] ليکوال د ابونعيم له((فتن))کتابه او ده دا حديث له ابوامامه باهلي روايت کړى،چې وايي: ((رسول اکرم د د جالو په اړه وينا وکړه)) ام شريک وويل: ((رسول الله!نو مسلمانان به پر هغه ورځ چېرې وي؟)) ويې ويل: ((دجال په بيت المقدس کې راوځي او هغه ځاى محاصره او را ايساروي او پر هغه ورځ د مسلمانانو امام يو صالح نارينه دى.ورته ويل کېږي : د ګهيځ لمونځ وکړه او چې تکبير ووايي او لمانځه ته ورمخکې شي؛نو عيسى بن مريم له آسمانه راکوزېږي او چې امام هغه وپېژني؛نو پر لمانځه ولاړ،شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي؛نو عيسى پر وليو يې لاس ږدي او ورته وايي: ((لمونځ وکړه،چې اقامه درته شوى ده)) او عيسى ورپسې لمونځ کوي.))
او په مشارق الانوار(٢/٣٢٢)کې وايي:
((عيسى د هغه[امام مهدي]په زمانه کې د دمشق د ختيځ پر سپينه مناره د شپې په وروستيو کې راکېوځي او مهدي راځي او ورسره پاتې کېږي او ګهيځ مهال خلک د لمانځه د امامت هيله ترې کوي؛خو هغه ډډه کوي او وايي: ((امام مو خپل دى)) او مهدي د دې امت او د پېغمبر د کرامت له امله پر عيسى ورمخکې کېږي))
له دې حديثه او بېلګو يې راڅرګندېږي،چې حضرت عيسى(ع)په مهدي عليه السلام پسې لمونځ کولو ته اوږد مهاله ژوندى پاتې کېږي؛نو ځکه د امام مهدي ژوندي پاتې کېدل څه لرې چار نه دى؛لکه څنګه چې عيسى(ع)ژوندى پاتې کېږي.پېغمبراکرم ويلي: ((چې څه په تېرو امتونو کې پېښ شوي،زما په امت کې به هم پېښ شي))؛نو لکه څنګه چې عيسى(ع)له تېرو امتونو ژوندى پاتې دى،امام مهدي هم ژوندى او پاتې دى.
مسلمانانو ته د((خضر او الياس))عليهماالسلام ژوندي پاتې کېدل ثابت دي او لکه څنګه چې خداى تعالى خضر(ع)ته اوږد عمر ورکړى؛نو غوښتي يې دي،چې امام مهدي هم ژوندى وي او پاتې شي؛ځکه چې د ځمکې پر مخ د خداى حجت دى او که نه وي ځمکه پر خپل ځاى نه پاتې کېږي؛نو ځکه د ځمکې پايښت د هغه دشتون له امله دې.
په تذکرة خواص الائمه(٣٧٦مخ،د نجف چاپ)کې له سدى روايت دى چې:
((مهدي به له عيسى بن مريم سره يو ځاى وي او چې د لمانځه وخت شي؛نو مهدي،عيسى ته وايي: ((مخکې شه)).عيسى وايي: ((ته دې لمانځه ته وړ يې او عيسى ورپسې درېږي))
بيا له خپل نظره په هغو دلايلو لګيا کېږي،چې حضرت عيسى(ع)په امام مهدي پسې لمونځ وکړ او ورپسې خبره ډېر اوږد عمر ته ورغځوي او د امام مهدي د ژونديتوب او پايښت خبره پياوړې کوي او وايي،چې تر اسلام مخکې د دې چار بېلګې هم وې.
۶- ګنجي شافعي په کفاية الطالب (٣١٢مخ)کې وايي:
((د ابومحمد حسن عسکرى زوى تر هغه وروسته امام دى. دا (امام حسن عسکري)پر ٢٣٢س په ربيع الاول کې په مدينه کې دنيا ته راغى او پر٢٦٠س د ربيع الاول پر اتمه پر٢٨کلنۍ کې ومړ او په سامرا کې د خپل پلار امام هادي سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو او زوى يې منتظر امام ځايناستى شو))
ورپسې وايي: ((ډېر ژر به يې ژوند ليک وکاږم)) وروسته يې د((البيان فى اخبار صاحب الزمان))کتاب و کښه،چې چاپ شوى هم دى.))
۷- جلال الدين محمدبلخي په ((مولوى)) مشهور[٦٧٢س مړ]د شيخ سليمان قندوزي حنفي (ينابيع المودة٤٧٣مخ)د اهل بيتو او امام مهدي په باب شعرونه ويلي دي.
شيخ کامل صلاح الدين صفدي (٧٦٤س مړ) په ((شرح الدائره))کې کاږي: ((موعود مهدي له دولس ګونو امامانو،هماغه (وروستى)امام دى،چې لومړى يې زموږ ښاغلى علي او وروستى يې مهدي(رضى الله عنهم و نفعناالله بهم)دى))
۸- شيخ ابوعبدالله اسعد بن علي بن سليمان عفيف الدين يافعي يمني شافعي (٧٦٨س مړ)په خپل کتاب ((مرآة الجنان))(دويم ټوک، ١٠٧ او ١٧٢مخونه، د١٣٢٨س د حيدرآباد چاپ)کې ليکي: ((پر٢٦٠س شريف عسکري ابومحمدحسن[بن علي بن محمدبن علي بن موسى الرضابن جعفرصادق]د اماميه شيعه و د ګروهنې له مخې له دولس ګونو امامانو،يو امام ومړ،هغه د منتظر[امام]پلار د سرداب خاوند دى، چې په عسکري پېژندل کېږي او پلار يې هم په همدې نامه پېژندل کېده.هغه د جمعې پر ورځ د ربيع الاول پر شپږمه ومړ-ځينو اتم او ځينو نورې ورځې ښوولي دي-او په سامرا کې د خپل پلار تر څنګ خاوروته وسپارل شو))
۹- علامه سيد علي بن شهاب الدين همداني شافعي(٧٨٦س مړ)په خپل کتاب((مودة القربى في المودة العاشره))کې د امام مهدي د شتون په اړه ډېر احايث راوړي،چې په وروستي وخت کې به راښکاره کېږي او ځمکه به له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده.
۱۰- شمس الدين ابوعبدالله محمد بن احمد ذهبي شافعي[128](٨٠٤س مړ) کاږي: ((امام مهدي د امام حسن عسکري له اولاده دى،هغه ژوندى پاتې کېږي،چې خداى د پاڅون اجازه ورکړي او ځمکه به له قسط و عدله ډکه کړي؛لکه چې له ظلم او ځورونې ډکه شوې ده))
۱۱- شيخ جمال الدين احمد بن حسين بن علي بن مهنا(٨٢٨س مړ) په خپل کتاب((عمدة الطالب))[د نجف د١٣٢٣س چاپ، ١٨٦ او ١٨٨مخونه]کې کاږي :
((خو[امام]علي هادي،چې د سامرا په پوځي غونډ کې د اوسېدانې له امله په ((عسکري)) مشهور شوى و،مور يې ام ولد د اخلاقي ښو ځانګړنو او ذکاوت خاونده وه. متوکل هغه سامرا ته بوت،هلته و،چې مسموم او ورپسې شهيد شو. دوه اولادونه يې درلودل،چې يو يې امام ابومحمدحسن عسکري دى،چې په زهد او پوهه کې د سترې مرتبې خاوند و،هغه د امام محمدمهدي پلار د اماميه شيعه و دولسم امام دى او پر وړاندې يې هماغه قائم منتظر دى،چې د نرګس په نامه ام ولده دې دنيا ته راوړی دى.
۱۲- شيخ شهاب الدين دولت آبادي (٨٤٩س مړ) په تفسير او مناقبو کې ډېر تاليفات لري،چې يو يې((هداية السعداء))دى،چې پکې يې د امام حسن عسکري د زوى امام مهدي په اړه احاديث راوړي،چې امام مهدي،له نظرونو پټ شوى او د اوږد عمر خاوند دى؛لکه چې نور مؤمنان عيسى،الياس او حضر(عليهم السلام) اوږد عمرونه لري او له کفارو هم دجال،شيطان او سامري.
۱۳- شيخ علي بن محمد بن احمد مالکي مکي،په ابن صباع مشهور(٨٥٥س مړ)په خپل کتاب[((الفصول المهمة))،دولسم باب،٢٧٣ او٢٧٤مخونه] کې د امام مهدي د ژوند په باب څرګندونې کړي،د زوکړې وخت او د مور (نرګس) نوم يې راوړى دى: ((ابوالقاسم محمدالحجة بن الحسن الخالصي په سامرا کې په نيمه شپه د شعبان پر پينځلسمه پر ٢٥٥س وزېږېد او د پلار او مور له اړخ يې نسب دا دى:ابوالقاسم محمدالحجه بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدباقر بن علي (زين العابدي) بن الحسين بن علي بن ابيطالب او مور يې د نرګس په نامه ام ولدې وه،چې خورا غوره وينځه وه او ويل کېږي،چې نور نومونه يې هم درلودل؛کنيه يې ابوالقاسم او لقب يې حجت،مهدي،خلف،منتظر قائم او صاحب الزمان دى او ښه مشهور يې مهدي دى.
ځانګړنې يې دا دي : په قد کې برابر ځوان، ښکلى، ويښان به يې پر اوږو پراته وي،پوزه يې لوړه او تندى يې پراخ او نوراني دى،کارمند يې محمدبن عثمان او د معتمد همعمرى دى))
حديث پوهانو په ښکاره پورته کومې ځانګړنې، چې ابن صباع راوړي،دا يې نيکه ((محمد رسول الله)) ښوولي دي.
ابن صباع زياتوي: ((له هغو عالمانو،چې د امام مهدي د حالاتو په باب کتابونه کښلي،يو هم شيخ جمال الدين ابوعبدالله محمدبن ابراهيم په نعماني مشهور دى،چې د امام مهدي د غيبت او اوږد غيبت په اړه يې کتاب کښلى دى.))
همدا راز زياتوي: ((حافظ ابونعيم د امام مهدي په اړه څلوېښت ځانګړي احاديث راټول کړي او شيخ ابوعبدالله محمد بن يوسف ګنجي شافعي يې په اړه د ((البيان فى الخبار صاحب الزمان)) کتاب کښلى دى.
۱۴- د افغانستان ستر عالم او مشهور شاعر شيخ نورالدين عبدالرحمن بن احمدبن قوام الدين په جامي شافعي مشهور (٨٩٨س مړ،او زيارت يې په هرات کې دى) په خپل کتاب ((شواهد النبوه)) کې د دولسم امام،د امام مهدي په اړه خبرې کړي او د هغه حالات او کرامات يې بيان کړي دي او ليکي: ((هغه به ځمکه له قسط و عدله ډکه کړي)).
بيا يې د زوکړې داستان د امام مهدي له ترور حکيمې او نورو راخلي،چې امام وزېږېد؛نو پر ځنګنو کېناست او د شهادت ګوته اسمان ته ونيوه او پرنجى يې وکړ او ويې ويل: ((الحمدلِلِه رب العالمين)).
همداراز جامي په هغو وګړيو لګيا شوى،چې امام مهدي يې ليدلى او دهغه چا يادونه هم کوي،چې له امام حسن عسکري یي د ځايناستي په اړه پوښتلي او وايي: ((امام کور ته راننووت او بهر شو او څوارلسمې سپوږمۍ په څېر درې کلن ماشوم ورسره و او پوښتونکي ته يې وويل:که الهي ارزښت دې نه واى،دا زوى مې نه درښووه،چې نامه يې د رسول الله (ص) او کنيه يې هم!هغه به ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده.))
همداراز د هغه چا کيسه راخلي چې: ((امام حسن عسکري ته تلل او تر هغه وروسته د ځايناستي په اړه يې پوښته او امام ورته وايي: ((پرده راکاږه،چې يې وکاږله؛نو امام مهدي يې وليد))
همداراز هغه کيسه هم راخلي: ((معتمد عباسي يا معتضدعباسي د امام مهدي د نيولو لپاره يوه ډله د امام حسن عسکري کور ته استوي؛ خو ډله هغه نه مومي او سرداب ته ورننووتل او هغه له اوبو په یو ډک کې،د اوبو پر مخ ويني او چې غواړي و يې نيسي،په اوبو کې ډوبېږي او نيواى يې نشي . عباسي چارواکى يې له پېښې خبر کړ هغه ورته وايې،چې څه مو ليکلي پټ يې کړئ او وايي:که دا حال مو چاته ووايه؛نو وژنم مو هغوى هم دا پېښه د خليفه تر ژونده پټوي.))
۱۵-شيخ عبدالوهاب بن احمدبن علي شعراني (٩٧٣يا٩٦٠س مړ) په خپل کتاب ((اليواقيت و الجواهر)) [١٤٥مخ،د١٣٠٧س د مصر چاپ] کې ليکي: ((پينځه شپېتم بحث د دې په بيان کې دی،چې سپېڅلي شارع د قيامت له ټولو شرطونو خبر ورکړى،چې ټول حق دي او بايد د قيامت تر راتلو مخکې پېښ شي،چې له دې یو هم د مهدي (ع) پاڅون دى،هغه د امام حسن عسکري له زامنو ځنې دى،چې د ٢٥٥س د شعبان په نيمايي کې دنيا ته راغلى دى او تر هغې به ژوندى وي،چې له عيسى بن مريم سره يوځاى شي او عمر يې تر اوسه،چې کال ٩٨٥س دى،٧٦٦ کاله دې))
شعراني زياتوي: ((دا پېښه، چې له شيخ حسن عراقي سره وم، راته یې وويله (شيخ په مصر کې ښخ دى) چې ورسره وم او زموږ شيخ ((سيد على الخواص)) هم ورسره ومنله))
۱۶- شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي شافعي د مکې هستوګن (٩٩٣س مړ) په خپل کتاب ((الصواعق المحرقه)) [١٢٧مخ،د ١٣٠٨ س د مصر چاپ] کې د دولس ګونو امامانو د حالاتو په شرح کې ليکي:
((ابومحمدحسن خالصي پر ٢٣٢س دنيا ته راغلى،چې له مشهورو کراماتو يې په سامرا کې د استسقا داستان دى . دا د يوه نصراني عالم داستان دى،چې د ځينو پېغمبرانو هډوکي ورسره ول،چې بهر به يې راوړل،باران ورېده او چې پټول يې؛نو باران درېده او امام پرې پوه شو او هډوکي يې ترې واخستل او چې راهب څومره دعا وکړه باران و نه ورېد او خلک له اشتباه راووتل او د مسيحي ملا په چل پوه شو))
زياتوي: ((امام حسن عسکري په سامرا کې تر مړينې عزتمن او د درناوي وړ و او د خپل پلار (علي الهادي) تر څنګ ښخ شو او ٢٨ کلن و)) همدا راز وايي: ((هغه يوازې يو زوى پرېښود او هغه ابوالقاسم حجت و او د پلار د مړينې پر مهال پينځه کلن و،چې خداى پرې حکمت ولوراوه . هغه قايم او منتظر نومېږي او ويل کېږي، چې پټ شوى او معلوم نه دى،چې چېرې تللى دى)) .
۱۷- شيخ عبدالله بن محمد عامر شبراوي شافعي (١١٥٤ س مړ) په خپل کتاب ((الاتحاف بِحُب الاشراف))[١٧٨مخ،د ١٣١٦ س د مصر چاپ] کې کاږي: ((يولسم امام،حسن خالصي په عسکري مقلب دى، چې پر ٢٣٢س د ربيع الاول پر اتمه په ٢٨ کلنۍ کې ومړ . په شرافت کې يې همدومره بس دى،چې امام مهدي منتظر يې زوى دى. د امام عسکري مړينه په سامرا کې وه او قبر يې د خپل پلار تر څنګ دى او تر ځان وروسته يې دولسم امام ځايناستى کړ؛ابوالقاسم محمد، حجت، امام زوی،امام،چې پر ٢٥٥ س د شعبان په نيمايي کې د خپل پلار تر مړينې پينځه کاله مخکې دنيا ته راغى او داچې سخت پېر و او له عباسي خلفاوو ډار و؛نو پلار يې زوکړه پټه ساتله؛ځکه هاشميان د واکمنو تر تعقيب او څارنې لاندې ول؛هغوى يې بنديان او وژل او له منځه يې وړل؛ځکه هغوى د رسول اکرم له احاديثو پوهېدلي ول،چې امام مهدي د ظالمانو واکمني له منځه وړي . امام محمد،حجت او په مهدي،قائم،منتظر،صالح خلف او صاحب الزمان ملقب دى،چې خورا مشهور يې مهدي دى.
نو ځکه شيعه وايي: ((دا هماغه دى،چې سم روايتونه يې په وروستي وخت کې په اړه خبر ورکوي او اوس هم شته د مهدي د نسب لړۍ دا ده:محمدحجت بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمد الجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن زين العابدين بن امام الحسين (د امام حسن ورور) بن اسدالله غالب علي بن ابيطالب رضى الله عنهم اجمعين))
۱۸ - شيخ حسن عراقي (د مصر په کُرم الرئيس کې ښخ دى) د امام مهدي پر شتون منښته کوي او وايي: ((امام يې ليدلى دى)) شعراني په لواقح الانوار فى طبقات الاخبار (دويم ټوک،د مصر ١٣٠٥س چاپ) کې کاږي: ((شيخ حسن عراقي د خپلې ګرځېدنې (سياحت) په ترڅ کې له امام مهدي سره ليده کاته کړي دي او عمر يې ترې پوښتل شوى او ځواب يې اورېدلى،چې ((زويه ! عمر مې همدا اوس ٦٢٠ کاله دې)) شعراني وايي: ((دا مې خپل استاد علي الخواص ته وويل،چې د مهدي- رضى الله عنه- له عمر سره يې توافق وښود . ))
د امام مهدي د عمر په اړه وايو چې:
قرآن مجيد د حضرت نوح عليه السلام د عمر په اړه وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ [129]=او په رښتيا موږ نوح یې قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح یې په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول . ))
نوح (ع) تر توپان او بېړۍ راوتو وروسته،هم درې سوه او پينځوس کاله عمر وکړ؛نو ځکه ټول عمر يې ديارلس سوه کاله کېږي،حال داچې همدا اوس د حضرت امام مهدي (ع) عمر تر ١٢٠٠ کالو لږ دى او د حضرت خضر (ع) عمر تر دې ډېر دى ؛پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دا استدلال اوڅاروي.
[1] ٥مخ – ارمغان
[2] ( دينوري، الا مامة والسياسته ١/٢٣ ، شرح ابن ابى الحديد ١/٧٤مخ )
[3] (١) په غزاګانو کې په مدينه منوره کې د پېغمبراکرم ځايناستى:
د هجرت له دويم نه تر اتم کال،چې (٢٧) غزاګانې شوې [که د خيبر او وادي القرى غزاګانې په دوو وشمېرو؛نو د آنحضرت غزاوې ( ٢٨) کېږي او که نه (٢٧)به شي] نو په ترتيب چې پېغمبراکرم په مدينه منوره کې خپل ځايناستي پرېښي په لاندې ډول دي. البته دا د مسعودي په التنبيه و الاشراف کتاب کښل شوي او موږ د معالم المدرستین ( ١/٣٥٤- ٣٦٠ ) (علامه مرتضى عسکري عراقي عالم ) له کتاب رااخستي دي .
١_ سعد بن عبادة (رض) .٢_ سعد بن معاذ (رض) .٣_ زيد بن حارثه (رض). ٤_ ابوسلمه مخرومي (رض) .٥- ابن ام مکتوم(رض). ٦-ابولبابۀ انصارى (رض).٧_ ابوالبابه انصارى (رض). ٨_ ابن ام مکتوم(رض). ٩_ ابن ام مکتوم (رض) . ١٠_ عثمان بن عفان(رض). ١١_ ابن ام مکتوم ( رض) . ١٢_ ابن ام مکتوم(رض) . ١٣_ ابن ام مکتوم (رض) . ١٤_ عبدالله بن رواحه (رض) . ١٥_ عثمان بن عفان (رض). ١٦_ ابن ام مکتوم (رض) . ١٧_ زيد بن حارثه (رض) . ١٨—ابن ام مکتوم (رض) . ١٩_ ابورهم غفاري (رض). ٢٠_ ابن ام مکتوم (رض). ٢١—ابن ام مکتوم (رض) . ٢٢- ابن ام مکتوم (رض) . ٢٣_ سباع بن عرفطة (رض) . ٢٤_ سباع بن عرفطة (رض) .٢٥_ ابورهم غفاري (رض) . ٢٦_ ابورهم غفاري (رض) .٢٧_ علي بن ابيطالب (ک).
دلته ځير شئ ،چې ابن ام مکتوم يولس (١١) ځلې، زيد بن حارث، ابولبابه،عثمان بن عفان او ابورهم غفار(رضى الله عنهم ) هر يو، دوه،دوه ځلې ځايناستي ټاکل شوي دي .
[4] (سيرة ٢/٦٢٣ د ارواښاد علامه برهان الدين کشککي پښتو ژباړه ،د پښتو ټولنې د ١٣٢٨ل کال له (٨٤) شمېر خپرونو،د کابل دعمومي مطبعې چاپ)
[5] په دې مبارک حديث کې "مولى" ویی - کلمه راغلى،چې په عربي ژبه کې (٢٧ ) ګونې ماناوې لري،داچې کومه مانا يې د حديث ويلو په وخت کې مراد وه ،په دې باب ژورې څېړنې او ځيرنې ته اړه ليدل او د څېړنې په ترڅ کې سړي ته جوتېږي،چې دا حديث د خلافت او چارواکۍ پورې تړاولرياوکه نه؟ خو څه،چې سړى پرې ژر پوهېداى شي،دادي،چې که د مولى ویی په هرې مانا راولو؛نو کومه مانا چې د رسول الله(ص) لپاره راځي، د على (ک) لپاره هم راځي،علامه امينى (الغدير ٢/٣٢٦) دا ( ٢٧ ) ګونې ماناوې داسې را اخستى دي :
١_ رب (پالونکی). ٢_ عم (تره) . ٣_ ابن عم (د تره زوى) .٤_ ابن (زوى).٥_ ابن اخت (خورى= د خور زوى ).٦_ معتق (ازادونکې ) . ٧_ معتق (آزاد شوى).٨_ عبد (بنده ، مربى ، مملوک) . ٩- مالک (په صحيح بخاري ٧/٥٧ کې د مالک پرځاى ملى راغلى او قسطلانى (رح) دهغه په شرح٧/٧٧ کې ليکلى ،مولى مليک دى ؛ځکه د خلکو د چارو زمه وار دى)
١٠_ تابع (پيرو،لاروى) .١١_ منعم عليه (احسان پرې شوى ).١٢_ منعم (دنعمت څښتن خاوند). ١٣_ شريک . ١٤_ حليف (هم تړونی؛چې تړون يې ورسره کړى وي ) .١٥_ صاحب (رفيق ،ملګرى) . ١٦- جا( همسايه، ګاونډى). ١٧_ نزيل (وارد،ساکن ) .١٨_ صهر(زوم ،داماد) . ١٩_ قريب (نژدې ) . ٢٠_ عقيد (هم ژبى،تړلى اوهمژمنى) . ٢١_ ولي . ٢٢- اولى بالشى.٢٣_ سيد (سرور،مشر،ښاغلى،اغا) . ٢٤_ محب (دوستدار). ٢٥_ ناصر(ياور،مرستندوى) . ٢٦- پرچارو لاسبری يا پر چارو واکمن . ٢٧_ دچارو متولى . په دې مسالى پورې اړوند لاندې کتابونه هم ولولئ .
١_ عبدالحميد،ابن ابي الحديد معتزلي شافعي،شرح نهج البلاغه (١٢/١٢٠/٢١/١١٥ – او ٧٩ مخونه ( ٢/١٩٦/٥٦١/٢٠٧) مخونه، د مصرچاپ د محمد ابوالفضل له څېړنې سره. ٢- صحيح بخاري: الف: ١/٦٥ باب کتابة العلم، ٥٥ حديث . ب : ٦/٢٩ باب مرض النبي کتاب المغازي٤٢٢-او ٤٢٣ حديثونه . ج: ٧/٢١٩ ،کتاب المرض،باب قول المريض قوموا عنى ، ٣٠ حديث . د: ٩/٢٠٠،کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة،باب کراهية الخلاف ، ١٣٤ حديث . ٣_ صحيح مسلم ٣/١٢٥٧،کتابه الوصيه باب ترک الوصيه،٢٠ حديث . ٤_ د امام احمد حنبل مسند٤/٣٥٦/٢٩٩٢ حديث،په سم سند د مصر دارالمعارف چاپ . ٥_ طبري تاريخ ( ٤/٢٢٣) او ( ٢/٢٨٩) د مصر دارالمعارف چاپ. ٦_ ابن اثير،الکامل فى التاريخ ٣/٢٤د٢٣ کال پېښې د ارصادر چاپ. ٧_ مرتضى عسکري،عبدالله بن سبا١/١١٤ . ٨_ علامه شبلي نعماني،سيرةالنبي ٢/٦٣٦- ٦٣٧ مخونه ،د کابل چاپ ؛د١٣٢٨ل کال د پښتوټولنې له ٨٤ شمېر خپرونو څخه . ٩- يعقوبي ،تاريخ ٢/١٣٧مخ . ١٠_علامه صفى الرحمن مبارکپوري الرحيق المحتوم ٨٢٢ مخ، دعبدالله خاموش هروي فارسي ژباړه د١٣٧٥ کال داوړي چاپ. ١١_ ابن سعد،طبقات ٢/٢٦٢-٢٦٤. ١٢_ کنزالمعال: الف ) ٤/١٥٥(١٠٠٩ حديث) ب ) ٦/٣٩٢ ( ١٠٠٩حديث) ج) ٤/٥٥( ١١٠٦-او ١١٠ احاديث) ١٢_ صحيح بخاري ،کتاب الجهاد والسير،باب جواثر الوفد٤/٨٥ ، مطابع الشعب چاپ . ١٣_ صحيح مسلم، کتاب الوصية ١١/٨٩٠ ٩٤ مخونه د نوي له شرح سره . ١٤_ امام احمد حنبل مسند٣/٢٨٦( ١٩٣٥ حديث) په سم سند او ٥/٤٥( ٣١١حديث) د مصر دارالمعارف چاپ. ١٥_ امام راغب ،محاضرات ٧/٢١٣ مخ .
[6] (انعام /٨٩ )
[7] د امام احمد حنبل،مسند، د متقي هندي،کنزالمعال.
[8] (بقره/۱۲۴)
[9] (انبباء/۷۳)
[10] وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ. إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ. وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ (زخرف/ ۲/ ۳/ ۴آيتونه) = پر څرګندوى كتاب قسم! چې موږ هغه لوستونى عربي (=واضح) ګرځولى دى، ښايي چې پرې پوه شئ. او په رښتيا اصل کتاب له موږ سره دى، چې عزتمن او له حکمته ډک دى.
[11] (الف) : وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ. لَقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ (ق/۲۱،۲۲) = او هر څوك (پداسې حال كې محشر ته) راځي، چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي (ورته ويل كېږي) په يقين، تۀ خو لدې (ورځې او سترې محاكمې) بې خبره وې؛نو موږ (له سترګو) دې پرده لرې كړه؛نو نن دې سترګې تېزې دي.
(ب) : مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل/ ٩٧) = هر نارينه او يا ښځینه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.
(ج) : يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ ( آل عمران /٣٠ ) = پر هغه ورځ به هرڅوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي،چې (كاشكې) دهغه او د بدو كړو ترمنځ يې ډېر(زماني) واټن واى! خداى تاسې له خپلې (نافرمانۍ) وېروي (او په عين حال كې) خداى پرخپلو بندګانو مهربان دى
(د) : إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ (یس/۱۲) = په حقيقت كې موږ پخپله مړي را ژوندي كوو او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو يې او موږ ټول څيزونه په څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي.
(هه): يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ = (انفال/۲۴) مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي او پوه شئ، چې خداى د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كېږي او دا چې ( په قيامت كې) به يواځې همده ته راټولېږئ.
[12] د بېلګې په توګه،خداى تعالى د معراج په حديث کې پېغمبر اکرم ته وايي:
(الف) : فمن عمل برضاي، الزمه ثلاث خصال، اعرفه شكرا لا يخالطه الجهل و ذكرا لايخالطه النسيان و محبة لا يؤثر علي محبتي محبة المخلوقين فاذا اجبني احببته و حببته الي خلقي و افتح عين قلبه الي جلالي و عظمتي فال اخفي عليه علم خاصة خلقي فاناجيه في ظلم الليل و نور النهار حتي ينقطع حديثه مع المخلوقين و مجالسته معهم و اسمعه كلامي و كلام ملائكتي و اعرفه سري الذي سترته عن خلقي و البسه الحياء حتي تستحيي منه الخلق كلهم و يمشي علي الارض مغفورا له و اجعل قلبه و اعيا و بصيرا و لا اخفي عليه شيئا من جنة و لا نار و اعرفه مايمر علي الناس يوم القيمة من الهول و الشدة
وګورٍئ : علامه مجلسى ؤ، بحارالانوار ١٧/٩،کمپانى چاپ.
(ب) : عن ابي عبد الله عليها السلام قال استقبل رسول الله صلى الله عليه واله حارثه بن مالک بن النعمان الانصارى فقال له : کيف انت يا حارثه بن مالک ؟ فقال : يارسول الله مؤمن حقا فقال رسول الله لکل شيئ حقيقه فماحقيقة قولک ؟فقال يا رسول الله عرفت نفسى عن الدنيا فاسهرت ليلى واظمات هو اجرى فکائى انظر الى عرش ربى و قد وضع اللحساب وکانى انظر الى اهل الجنة يتزاورون فى الجنة وکانى اسمع عرااهل فى النارفقال رسول الله : عبدنورالله قلبه.
وګورئ : د فيض تاليف ، وافى نومې کتاب ، درېم ټوک ، ٣٣مخ .
[13] (الف) : وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ( انبياء/ ٧٣ )= او موږ د دوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يواځې زموږ لمانځونكي وو.
( ب) : وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ( سجده /٣٤) =[ او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له امله لارښووونكي كړل، چې زموږ په حكم به يې(خلكو ته) لارښوونه كوله.]
له دې ډول آيتونو داسې ګټنه کړای شو،چې امام د خلکو پر ظاهري ارشاد او لارښوونې سربېره د يو ډول مانیزې لارښوونې او جاذبې څښتن هم دى،چې پاسنۍ نړۍ له خوا ورته سپارل شوی،چې د خلکو په پاکو زړونو کې د حقيقت ،نورانيت او باطني ذات له لارې اغېزې او تصرف کوي او د کمال لوري ته یې ورکاږي.(ښه ځيرشئ)
[14] (الف) : عن جابربن سمرة قال سمعت رسول الله يقول : لايزال هذا الذين عزيزا الى اثنى عشر خليفة قال : فکبر الناس وضجوا ثم قال کلمة خفية، قلت لابى : يا ابة ، ما قال؟ قال کلهم من قريش .
وګورئ: صحيح ابو داود ٢/٢٠٧،دامام حنبل مسند ٥/٩٢ او همدې مضمون ته نژدې او ورته څو نور احاديث .
( ب) : عن سلمان الفارسى قال: دخلت على النبى صلى الله عليه واله فاذا الحسين على فخذيه وهو يقبل عينيه ويقبل فاء ويقول : انت سيد ابن سيد وانت امام ابن امام وانت حجة ابن حجة وانت ابوحجج تسعة،تاسعهم قائمهم .
وګورئ: شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزى حنفي ،ينابيع المودة، اوم چاپ ، ٣٠٨ مخ .
[15] .د خوشال ارمغان ۸۰۵ مخ
[16] . (سنن٥/٦٦٢،٣٧٨٦حديث)
[17] ( احقاف/١٢)
[18] . فتح الباري١٦/٣٣٨.
[19] . وګورئ: د کنزالعمال غورچاڼ يا:٥/٣٢١. د ابن کثير تاريخ٦/٢٤٩. سيوطي،تاريخ الخلفا١٠مخ. کنز العمال ١٣/٢٦. الصواعق المحرقه،٢٨مخ.
[20] . وګورئ:کنزالعمال ١٣/٢٧ او غورچاڼ (منتخب) يې٥/٣١٢
[21] . وګورئ:نووي،د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢. الصواعق المحرقه ١١٨مخ . سيوطي،تاريخ الخلفا:١٠مخ.
[22] . [کنزالعمال١٣/٢٧.]
[23] . وګورئ:تېره سرچينه.
[24] . وګورئ:د امام احمد حنبل مُسند١/٣٩٨او٤٠٦مخونه (احمد شاکر په لومړى حاشيه کې وايي:سندونه يې سم دي.)؛ حاکم،مستدرک او لنډيز يې٤/٥٠١. فتح الباري١٦/٣٣٩. مجمع الزوايد٥/١٩مخ. ابن حجر الصواعق المحرقه١٢مخ. سيوطي،د خلفاوو تاريخ لسم مخ. سيوطي،جامع الصغير١/٧٥. کنزالعمال١٣/٢٧. فيض القدير٢/٤٥٨.ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٨-٢٥٠مخونه باب ذکر الائمه الاثنى عشر الذين کلهم من قريش،له ابن مسعوده روايت.
[25] . وګورئ:ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٨. کنزالعمال١٣/٢٧. حسکاني، شواهد التزيل١/٤٥٥؛ابن کثير د خپل تاريخ په شپږم ټوک، ٢٤٨مخ کې وايي،د دې په څېر له عبدالله بن عمر،حذيفه او ابن عباس(رضى الله عنهم)هم روايتونه شوي دي.
[26] . وګورئ : شيخ سليمان حنفي قندوزي،ينابيع المودة،سلم باب٥٣٢مخ. غزالي،احياالعلوم الدين ١/٣. حلية اولياء١/٨٠. نهج البلاغه،٢٤٧حکمت.
[27] . وګورئ:د ترمذي پر سننو د ابن عربي شرح٩/٦٨-٦٩.
[28] . پر صحيح مسلم د نووي شرح١٢/٢٠١-٢٠٢؛ فتح البارى١٦/٣٣٩.
[29] . وګورئ:دسيوطي تاريخ دولسم مخ او فتح البارى شپږم ټوک٣٤١مخ.
[30] . ابن حجر،الصواعق المحرقه،١٩مخ؛ سيوطي،دخلفاوو تاريخ١٢مخ.
[31] . نووي،د صحيح مسلم شرح١٢/٢٠٢او٢٠٣؛فتح الباري١٦/٣٣٨-٣٤١.
[32] . سيوطي،د خلفاوو تاريخ١١مخ؛الصواعق المحرقه،١٩ مخ؛ فتح الباري١٦/٣٤١.
[33] . وګورئ:ابن کثير،تاريخ٦/٢٤٩-٢٥٠.
[34] . وګورئ:فتح الباري١٦/٣٤٠مخ.[دا مخونه يې د ابن جوزي له ((کشف المشکل))نه راخستې ده]
[35] . فتح الباري١٦/٣٤١.؛ الصواعق المحرقه:١٩مخ .
[36] . فتح الباري١٦/٣٣٨.
[37] . د نووي شرح١٢/٢٠٢.؛فتح الباري١٦/٣٣٩مخ.
[38] . فتح الباري١٦/٣٣٨.
[39] . وګورئ:تېره سر چينه.
[40] . د خوشال ارمغان ٥٦٩مخ .
[41] . کنزالعمال١٣/٢٧.
[42] . صحيح مسلم (٢/٣د مصر چاپ)
[43] . مشهور رجالي،ذهبي په((تذکرة الحفاط))(١٥٠٥مخ کې) د امام جويني په اړه وايي: يوازېنى حديثپوه امام، اکمل، فخرالاسلام، صدرالدين ابراهيم بن محمد بن صمويه جويني شافعي،د صوفيانو شيخ، په خورا ځير يې روايتونه راټولول او ټکيو او اجزاوو ته يې پوره پام و."غازان شاه" د ده له لارې اسلام ومانه.
[44] . الف،ب او ج احاديث په فرائدالسمطين کتاب کې راغلي،چې د دې کتاب خطي نسخه د تهران پوهنتون په مرکزي کتابتون کې شته
[45] . د حاکم مستدرک٣/٤٨٣؛ تذکرة خواص الامه١٠مخ؛ د ابن مغازلي مناقب:٧مخ
[46] (ابن صباع مالکي ،فصول المهمه دويم چاپ١٤ مخ او د خوارزمي المناقب ١٧مخ)
[47] (محب الدين طبري شافعي ذځائرالعقبى ٥٨ مخ د قاهرې چاپ ١٣٥٦ هه ، د خوارزمي شافعي المناقب ١٦-٢٢ مخونه ، د١٣٥٨ هه د نجف چاپ.د شيخ سليمان قندوزي حنفي ينابيع الموده ٦٨-٧٢ مخونه اووم چاپ )
[48] (ينابيع المودة ١٢٢ مخ )
[49] (فصول المهمه ٢٨-٣٠ مخونه،د سبط ابن جوزي تذکرة الخواص٣٤ مخ ،د١٣٨٣هه د نجف چاپ،ينابيع الموده ١٠٥ مخ او د خوارزمي مناقب ٧٣- او ٧٤ مخونه)
[50] (فصول المهمه . ٣٤ مخ )
[51] ( فصول المهمه ٢٠ مخ ، تذکرة الخواص ٢٠-٢٤ مخونه اوینابيع الموده ٦٥-٦٣مخونه)
[52] (خوارزمي مناقب ٧٤مخ )
[53] (د محمد بن علي بن شهراشوب،مناقب آل ابيطالب ٣/٦٢-او ٢١٨ مخونه،د قم چاپ،غاية المرام ٥٣٩ مخ او ينابيع المودة،٥-او١٠٤ مخ )
[54] (ارمغان ٥مخ)
[55] ( مناقب آل ابيطالب ٣/٣١٢،فصول المهمه ١١٣-١٢٣مخونه،تذکرة الخواص ١٧٢- ١٨٣ مخونه)
[56] (تذکرة الخواص ٢٧ مخ )
[57] (تېرکتاب او د خوارزمي،المناقب ٧١ مخ )
[58] (مناقب آل بيطالب ٣/٢٢خوارزمي مناقب ٩٢مخ )
[59] (نهج البلاغه ،درېيم ټوک، ٣٤ کتاب) .
[60] (خوارزمي ،مناقب امام ابوحنيفه ،٢/٨٣ مخ)
[61] (ابونعيم اصفهانى،حلية الاولياً ٧/٣١)
[62] [فتح الباري (د صحيح بخاري شرح) ١٢ /٢٤٤،کتاب استتابة المرتدين.]
[63] (فتح الغدير ٥/٤٦١ )
[64] (حجرات/۹)
[65] ( جصاص،احکام القرآن ٢/٢٣٤)
[66] (مناقب ابن شهر اشوب٤/٢١-او ٢٥ مخونه ذخايرالعقبى ٦٧-١٢١ مخونه)
[67] (مناقب ابن شهراشوب ٤/٢٨ ، محمد بن جرير طبري ،دلايل الامامه ٦٠ مخ د ١٣٦٩ ه د نجف چاپ، ابن صباغ مالکي ،فصول المهمه ١٣٣ مخ، سبط ابن جوزي حنفي،تذکرة الخواص ١٩٣ مخ، يعقوبي ،تاريخ ٢/٢٠٤مخ (نجف چاپ ١٣١٤ ه کال) کليني ،اصول کافي ١/٤٦١)
[68] (مناقب ابن شهراشوب ٤/٣٣ فصول المهمه ١٤٤ مخ ،ارشاد مفيد١٧٢مخ )
[69] (مناقب ابن شهر اشوب ۴/ ۳۳،عبدالله بن مسلم بن قتیبه، الامامة و السیاسة ۱/ ۱۶۳ ، فصول المهمه ۱۴۵ مخ، تذکرة الخواص ۱۹۷ مخ)
[70] (مناقب ابن شهراشوب ٤/٣٥.الامامة والسياسته ١/١٦٤. ارشاد مفيد١٧٣مخ .)
[71] ارمغان ٨٢١مخ
[72] [ صحيح بخاري، کتاب الصلح،٣/١٧٠ مخ. صحيح نسايى ١/١٨٠مخ . صحيح ترمذى ٢/٢٠٦ . مسند امام احمد حنبل ٥/٤٤ .مغازلي،مناقب ٣٧٣مخ .محب طبري ،ذخائرالعقبى ، ١٢٥مخ]
[73] (ارشاد مفيد ١٧٤ مخ . مناقب ابن شهراشوب٤/٤٢ . فصول المهمه ١٤٦مخ. تذکرة الخواص ٢١١مخ.)
[74] . د علي او دوه زامنو حسن او حسين د حالاتو شرح او د٥٠،٤٠او٦٠هجري کلونو پېښې په طبري،ابن اثير،ذهبي او ابن کثير تاريخ کې ولولئ او همدا راز د هغوى د حالاتو شرح په بغداد تاريخ، دمشق تاريخ،استيعاب،اسدالغابه،اصابه او د ابن سعد په طبقاتى کې ولولئ.
[75] ( شيخ مفيد،ارشاد ، ١٧٩ مخ ،اثبات الهداه ٥/١٦٨-٢١٢ اثبات الوصيه، مسعودي١٢٥ مخ تهران چاپ، ١٣٢٠ ل)
[76] (مفيد،ارشاد ١٨٢ مخ، يعقوبي تاريخ ٢/٢٢٦-٢٢٨ ،فصول المهمه ، ١٦٣ مخ)
[77] (ابن شهراشوب، مناقب ٤/٨٨)
[78] (ابن شهراشوب،مناقب ٤/٨٨ شيخ مفيد ارشاد . ١٨٢ ، الامامة والسیاسه ١/٢٠٣ يعقوبي تاريخ ٢/٢٢٩فصول المهمه ١٦٣ مخ ، تذکرة الخواص ٢٣٥)
[79] ( مفيد، ارشاد ٢٠١ مخ)
[80] (ابن شهر اشوب ،مناقب ٤/٨٩)
[81] (مفيدارشاد ٢٠١ مخ ، فصول الملهمه ١٦٨ مخ)
[82] ( مفيدارشاد ٢٠٤ مخ ، فصول المهمه١٧٠ مخ ، مقاتل الطالبيين ٧٣ مخ)
[83] (ابن شهراشوب ،مناقب ٤/٩٨)
[84] (ابن شهراشوب ،مناقب ٤/٩٨)
[85] (ابن شهراشوب ،مناقب ٤/٩٩ – مفيدارشاد ٢١٤مخ)
[86] ( ابن شهراشوب ،مناقب ٤/مفيداارشاد ٢١٤ مخ)
[87] (بحارالانوار ١٠/٢٠٠/٢٠٢/٢٠٣مخونه د کمپاني چاپ)
[88] (طبرى ٥/١١٥-١١٦ مخونه)
[89] (ارمغان ٥مخ)
[90] . د ٩٤س پېښې د ابن اثير،ابن کثير او ذهبي په تاريخونو کې ولولئ او همدا راز د امام د حالاتو شرح د ابن سعد په طبقاتو،حلية الاولياء، وفيات الاعيان،يعقوبي تاريخ(٢/٣٠٣)او مسعودي تاريخ (٣/١٦٠مخ) کې ولولئ.
[91] (تذکرة الخواص ٣٢٤ مخ ، اثبات الهداة ٥/٢٤٢)
[92] (مناقب ابن شهراثوب ٤/١٧- دلائل الامامه ٨٠ مخ - فصول المهمه ١٩٠ مخ )
[93] . ذهبي،تذکرة الحفاظ،وفيات الاعيان،صفوة الصفوة،حلية الاولياء. يعقوبي تاريخ٢/٣٢٠مخ. ذهبي،تاريخ الاسلام. ابن کثير، تاريخ (د١١٧،١١٥او١١٨کلونو پېښې،د امام باقر د حالاتو شرح)
[94] ( شيخ مفيد ،ارشاد ، ٢٤٥ –او ٢٥٣ مخونه)
[95] . په حلية الاولياء،وفيات الاعيان،يعقوبى تاريخ(٢/٣٨١)او مسعودي تاريخ (٣/٣٤٦مخ)کې د امام جعفر د حالاتو شرح ولولئ.
[96] (انعام/۱۲۸)
. [97] . دا مقاله د استراسبورګ د اسلامي څېړنو د مرکز (امام جعفر صادق مغزمتفکر جهان شیعه) د کتاب نچوړ دی .
[98] . مقاتل الطالبين،بغداد تاريخ،وفيات الاعيان،صفوة الصفوة،ابن کثير تاريخ (٢/١٨)او يعقوبي تاريخ (٢/٤١٣)کې د امام کاظم د حالاتو شرح ولولئ.
[99] (دلائل الامامه ١٤٨ او١٥٤ مخونه . فصول المهمه ٢٢٢مخ . يعقوبي تاريخ ٣/١٥٠ . ابن شهراشوب ٤/٣٢٣- ٣٢٧ . شيخ مفيد ، ارشاد ٢٧٩- ٢٨٣ مخونه .)
[100] . (١)بحارالانوار٤٩/١٣و٧مخونه؛په طبري تاريخ،د ذهبي په تاريخ الاسلام،وفيات الاعيان،يعقوبي تاريخ (٢/٤٥٣) مسعودي تاريخ (٣/٤٤١)او کامل تاريخ کې د امام رضا د حالاتو شرح ولولئ.
[101] ( دلائل الامامه ١٧٥- ١٧٧ مخونه . الفصول المهمه ٢٢٥ – ٢٤٦ مخونه .يعقوبي تاريخ ٢/٤٨٦. شيخ مفيد، ارشاد ٢٨٤ – ٢٩٦ .)
[102] (الفصول المهمه ٢٣٧ مخ،کلينى ،اصول کافى ١/٨٨)
[103] ( دلائل الامامه ١٩٧ مخ ،ابن شهراشوب ، مناقب ٤ /٣٦٣.)
[104] ( تذکرة الخواص ، ٣٥٢مخ ابن شهراشوب ،مناقب ٤/٣٦٣. فصول المهمه، ٢٣٧مخ ، اصول کافى ١/٤٨٩- شيخ مفيد، ارشاد. ٢٩٠ مخ .)
[105] (ابن شهرآشوب ،مناقب ٤/٣٥١ – احمد بن على بن ابيطالب الطبرسى احتجاج٢/١٧٠-٢٣٧، د ١٣٨٥ هجرى دنجف چاپ)
[106] . د بغداد تاريخ (٣/٥٤) وفيات الاعيان،شذرات الذهب (٢/٤٨) مسعودي تاريخ (٣/٤٦٤)
[107] ( دلائل الا مامه ، ٢٠١ مخ . ابن شهراشوپ ٤/٣٧٧-٣٩٩ .فصول المهمه ٢٤٧-٢٥٨ مخونه . تذکرة الخواص ٣٥٨مخ . شيخ مفيد ،ارشاد٢٩٧مخ . کلينى ،اصول کافى ١/٤٩٢-٤٩٧مخونه . )
[108] . بغداد تاريخ (١٢/٥٦)،وفيات الاعيان،يعقوبي تاريخ (٢/٤٨٤) مسعودي تاريخ (٤/٨٤)
[109] ( دلائل الامامه ٢١٦ او ٢٢٢مخونه . فصول المهمه ٢٥٩-٢٦٥مخونه . تذکرة الخواص ٣٦٢مخ. ابن شهرآشوب،مناقب ٤/٤٠١-٤٢٠ . کلينى،اصول کافى١/٤٩٧-٥٠٢مخونه . شيخ مفيد ،ارشاد ٣٠٧مخ. )
[110] (فصول المهمه ٢٦١مخ . تذکرةالخواص ٣٥٩ مخ . ابن شهرآشوب ،مناقب ٤/٤١٧ . يعقوبي، تاريخ ٣/٢١٧. اثبات الوصيه ١٧٦مخ . شيخ مفيد،ارشد ٣٠٧/٣١٣ مخونه .کلينى ،اصول کافى ١/٥٠١)
[111] ( مقاتل الطالبيين ٣٩٥ مخ)
[112] (مقاتل الطالبيين ٣٩٥ او ٣٩٦ مخونه)
[113] . وګورئ:وفيات الاعيان،تذکرة الخواص،د شيخ کمال طلحه شافعي (٦٥٤س مړ) مطالب السول (مناقب آل رسول)، يعقوبي تاريخ (٢/٥٠٣)
[114] (دلائل الامامه ٢٢٣ مخ، فصول المهمه ٢٦٦-٢٧٢مخونه . ابن شهرآشوب ،مناقب ٤/٤٢٢. اصول کافى ١/٥٠٣ مخ . شيخ مفيد،ارشاد ٣١٥مخ)
[115] ( ابن شهرآشوب. مناقب٤/٤٢٩/٤٣٠ مخونه . شيخ مفيد، ارشاد ٣٢٤ ، اصول کافي١/٥١٢مخونه)
[116] (اصول کافى١/٥٠٥- شيخ مفيدارشاد٣١٩ مخ)
[117] (رجال کشى ،رجال طوسى،فهرست طوسى اودرجالونور کتابونه)
[118] ارمغان، ۸۰۵ مخ
[119] .د خوشال ارمغان ۷-۵ مخ
[120] .د خوشال ارمغان ۷۱ مخ
[121] (بحار الانورا ٥١/٣٤٢-او٣٤٣-او٣٦٦ مخونه ،اثبات الهداه شپږم اواوم ټوک.الغيبه ،شيخ طوسى ٢٤٢ مخ)
[122] (بحار الانوار ٥١ /٣٦٠ – او٣٦١مخونه الغيبه ،شيخ طوسى ٢٤٢ مخ)
[123] . د خوشال ارمغان ٥٦٩مخ
[124] . ارمغان ٧١ مخ
[125] (عنکبوت/١٤)
[126] (قلم/٤)
[127] په خپل کتاب ((مطالب السول)) (د ايران د١٢٨٧س چاپ،٨٨مخ) کې
[128] په خپل کتاب (دُوَل الاسلام١/١٢٢ د١٣٣٧س کال حيدرآباد چاپ) کې
[129] (عنکبوت/١٤)