ويکيپېډيا:مدني سورتونه او آيتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

____________________

مدني سورتونه او آيتونه[سمول]

   د څښتن تعالى استازي په مكه كې له لس كاله مبارزې او د دين تر تبليغ وروسته د مشركانو د زور زياتي له امله له مسلمانانو سره يثرب ( مدينې ) ته هجرت وكړ.

پېغمبر اکرم "ص" او مهاجرو مسلمانو په مدينه كې 13 كاله د اسلام لپاره هلې ځلې وكړې او هغه آيتونه،چې په هجرت كې پر پېغمبر اکرم نازل شوي (مد ني) آيتونه نومېږي .

د مدني آيتونو ځا نګرنې[سمول]

  هغه آيتونه"مدني" دي،چې الهي احكام،حدود،ټولنيز قانونونه  فرايض،واجبات،د جهاد په باب مسايل ، د منافقانو او د هغوى د خطراتو په  باب خبرې  راغلي دي .

د مدني آيتونوپه باب څو نورې خبرې[سمول]

تر هجرت  وروسته  ټولنيز تاوتريخوالى خوراكم  شوى و.

په اسلامي ټولنه كې دبښنې او روغې خبرې وې. آيتونه به اوږده اواحكام به پر تفصيل راتلل . د اسلام جزئي احكام به هم بيانېدل،چې  د نوې اسلامي ټولنې بنسټ پياوړى شي او هر مسلمان پر وګړيز او ټولنيزو احكامو پوه شي. زكات فرضېږي او د مسلمانانو مالي ځواک  هم پياوړى كېږي .

د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ اعلان كېږي،چې ټول  د قانون پر وړاندې يو شانته دي .

د دښمنانو پر وړاندې دفاع رامنځ ته کېږي، د جهاد آيتونه رانازلېږي اومؤمنين د لومړي ځل لپاره توره په لاس كې اخلي اومخالفينوته خپل پوځي شتون اعلانوي .

منافقان رټل كېږي او کتابيان (مسيحيان او يهوديان) اسلام ته رابلل كېږي او د اسلام حقانيت يې په كتابونو كې مطرحېږي او حضرت محمد(ص) د حضرت عيسى(ع) موعود پېغمبر اکرم معرفي كېږي او د اسلام حقايق په ټينګواو پياوړيو دلايلواوپه مفصله توګه بيانېږي .

د مدني آيتونوبېلګې[سمول]

*  ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ = (مائده/١)= مؤمنانو! پر ژمنو ( او تړونو مو) وفا وكړئ . تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين ) حلا ل شوي دي؛خو هغه چې تردې وروسته به درته ولوستل شي ( او استثنا شي) او د احرام په حال كې ښكاركو ل روا مه بولئ،په رښتيا خداى چې څه غواړي ( او مصلحت وي ) حكم كو ي . ))

* ((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (نور/١٩)= په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ .))

*  ((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (انفال/٤١)= اوكه تاسې پر الله او پر هغه څه ايمان راوړى وي،چې له حقه د باطل د بېلوالي پر ورځ (؛يعنې) د دواړو لښكرو د مخامخېدو پرورځ [=د بدر د غزا ورځ ] موږ پر خپل بنده نازل كړي ول) پوه شئ كه هر څه په غنيمت ونيسئ؛نو پينځمه يې د خداى او پېغمبر او (د هغه) د خپلوانو،پلار مړيو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده (؛نو دا برخه په خوښۍ وركړئ ) او خداى پر هر څه قادر دى . ))

مكي سورتونه[سمول]

هغه آيتونه مكي  دي،چې پر پېغمبر اکرم "ص" په مكه كې نازل شوي دي او د يادونې  وړ ده، چې د څښتن تعالى استازي د وحې تر پيل وروسته لس كاله په مكه كې ژوند وكړ.

د مكي سورتونو ځانګړنې[سمول]

*  هغه آيتونه،چې په مكه كې نازل شوي دي .

* هغه سورتونه،چې په پيل كې يې (كلا) راغلي دي.                                                      *  هغه سورتونه ،چې سجده پکې وي؛ لكه :

الف : فصلت

ب : نجم

ج : علق

د: سجده

*  هغه سورتونه،چي  په پيل كې يې د رمز ټكي راغلي وي ؛ لكه  ( الم، طه، كهيعص) ؛ خو  بې د "بقري" او "آل عمران"  له سورتونو .

*   هغه سورتونه،چې د پخوانيو امتونو او پېغمبرانو كيسې پكې راغلې وي؛ خو بې د بقرې له سورته .

* هغه سورتونه،چې د حضرت آدم او شيطان كيسه پکې راغلې وي؛خو د بقرې له سورته .

* هغه سورتونه،چې "ياايها الناس" پكې راغلى دى .

* هغه سورت،چې "ياايها الذين آمنوا" پکې نه وي راغلى؛ خو بې د حج له سورته .

*  د قرآن وروستي لنډ آيتونه مكي دي .

د مكي سورتونو نورې ځانګړنې[سمول]

  مكي آيتونه په داسې يو چاپېريال كې نازل شوي دي ، چې پېغمبر اکرم "ص" له ځيږو مشركانو او متعصبو جنګياليو سره مخ و، چې دوى د حق د آيتونو اورېدو ته  چمتو نه وو او پر پېغمبر اکرم "ص" يې ملنډې وهلې .

دا  آيتونه لنډ او ګواښوونكي دي،چې پكې د هغه وخت د خلكو ديني او اخلاقي انحرافات راغلي دي . په څرګندو دلايلو د څښتن تعالى وجود ثابتوي او د قيامت له حتمي راتګه خبر وركوي او له بوت لمانځنې سره په كلكه مبارزه كوي .

په دې آيتونو كې څښتن تعالى په ډ ېرو ځايونو كې قسم ياد كړى دى ، چې معمولا د ( كلا ) له ټكي سره يو ځاى دى .

د څښتن تعالى آيتونه ټولنيز او غوڅ بيانېږي او د اسلام احكام او قوانين پكې نه دي  راغلي؛ځكه خلك يې عملي كولو ته چمتو نه وو او مسلمانان په دې آيتونو كې صبر او زغم ته رابلل شوي دي .  

   

د مكي آيتونو څو بېلګې[سمول]

* ((الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ  (هود/١)= ا لف ،لام ،راء . (دا قرآن) يو کتاب دى،چې آيتونه يې ټينګ او پايند شوي دي بيا د حكيم (او) باخبره خداى لخوا ( بې له نېمګړتياوو) په څرګنده تشريح شوى  دى ))

*  ((أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ(عاديات/٩)= ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر وخت څه چې په قبرونوكې دي،(ژوندي)راپورته كېږي . ))

* ((إِنَّ إِلَهَكُمْ لَوَاحِدٌ (صافات/٤)=چې بېشكه ستاسې معبود يوازې ايكې يو دى .))

* ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ  .اللَّهُ الصَّمَدُ .لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ  .وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (اخلاص)= ووايه : (( هغه "الله"يو دى،"الله"  پر ځان پوره او مړه خوا (صمد) دى  نه يې څوك زېږولى او نه له چا زېږېدلى دى   او هېڅوك يې سيال او سارى نه دى .))