ويکيپېډيا:له قرآنه د برداشت ځينې ساده او لنډې لارې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې[سمول]

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي[سمول]

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

له قرآنه د برداشت ځينې ساده او لنډې لارې[سمول]

د قرآن له عربې سره شنايي :                 [سمول]

ټول پوهېږئ،چې قرآن شريف په عربي ژبه ،چې د حضرت محمد "ص" د وخت د خلكو ژبه وه،نازل شوى دى . څښتن تعالى هم دې خبرې ته اشاره كړې ده :

((  كتاب فصلت آياته قرآن عربيا= دا قرآن  هغه كتاب دى،چې آيتونه  يې  په عربي دي ))

نو پر قرآن  د پوهېدنې لپاره لومړى ګام په عربي پوهېدل دي،چې هم د قرآن ژبه ده او هم د اسلام نړيواله ژبه ده او پر عربي د پوهېدنې لپاره لومړى ګام د " صرف او نحو " د علم زده كړه ده .

د صرف اونحوه علم څه دى ؟[سمول]

د صرف علم د كلمو د جوړښت او مشتقاتو په باب بحث كوي؛ د بېلګې په توګه : د ( جهد ) ماضي فعل (مجاهد) اسم فاعل (اجهد) فعل امر، (سجاهدون) فعل مضارع جمع (سجاهدون ) فعل مضارع جمع مخاطب.

د نحو علم د اعراب ايښوولو دى؛د بېلګې په توګه : د نحو علم راښيي،چې كه كوم ټكي ته د ( و) پېښ غږ وركړو او كوم ټكي ته د زېر  اوكوم ټكي ته د زبر  غږ وركړو او يا دا چې ولې ځينې ټكي په اخر كې ساكن وي  ؟

د ټكيو په تلفظ كې نښې او علامې څه ونډه لري ؟[سمول]

د ديني علومو زده کړيالان،چې مدرسو ته  ورننوځي؛ نو لومړى پرې  صرف او نحو وايي؛نو پر قرآن د پوهېدنې لپاره د " صرف او نحو " زده كړه  اړينه  ده .    

په قرآن پوهېدنه كې د لغت پېژندنې اهميت[سمول]

د لغت پېژندنه او د مانا پر مفهوم سمه پوهېدنه ، د انسان په معلوماتو په تېره بيا د قرآن شريف د آيتونو په پوهېدلو كې خورا زياته ونډه لري. اصولا له هغه وخته،چې انسان خبرې كول پيل كړي؛نو لغت او كلمات هم رامنځ ته شول؛ ځكه بې د لغت او كلمې له كارولو څوك نشي كولاى نورو ته خپل مطلب او مفهوم ور و رسوي .

په لغت كې هم د نورو علومو په څېر خورا بدلونونه راغلي دي او د وخت په تېرېدو ځينې لغات او كلمې د خلكو له خبرو غورځېدلي دي او ځينو لغاتو په يوه وخت كې يوه مانا درلوده، چې د وخت  په  تېرېدو  يې خپله  مانا له لاسه وركړه؛ نو ځكه پر لغت او كلمې پوهېدل به راته پر قرآن ، آيتونو او اسلامي متونو پوهېدنه اسانه او اغېزمنه كړي .