ويکيپېډيا:لس ویناوی، ګروهیزې او ټولنیزې زده کړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

لس ويناوې[سمول]

ليکوال: انديال شهيد استاد مرتضى مطهري

ژباړه: ډاکټر[محمد طارق+ذبيح الله] اقبال


ډالۍ :[سمول]

د ديني علماوو د خدمتونو د درناوي په موخه دا کتاب د دوى سپېڅليو اراوو ته ډالۍ شو .[سمول]

  • ملا نجم الدين آخندزاده
  • چکنور ملا صاحب
  • ارواښاد مولانا غلام نبي كاموي
  • مولانا سيف الرحمن
  • مولانا محمد يوسف بنوري (لغمان)
  • مولوي محمد ابراهيم كاموي
  • مولوي عبدالخالق صديقي د سرخرود د نظر آباد اوسېدونكى.
  • مولوي محمد شرين كمالي د ننګرهار د لعلپورې اوسېدونكى.
  • مولوي عبدالمجيد كودي خيل د خوګياڼو اوسېدونكى.
* مولوي ګل الرحمن د روداتو د شارسول كلي اوسېدونكى.
  • مولوي عبدالغني د بګرام اوسېدونکى او د قلعه بلند په مولوي مشهور.
  • مولوي عبدالحى احساني د پنجشېر اوسېدونكى
  • مولوي عبدالمنان د پنجشير اوسېدونكى
  • مولوي عبدالمتين د پنجشير اوسېدونكى
  • مولانا عبدالخالق د كنړ اسعد آباد د كلي اوسېدونكى
  • مولوي غلام اكبر د کونړ د پېچ درې اوسېدونكى.
  • مولوي صاحب لنګلام د کونړ.
  • مولو محمد حسن چند راوى د كوز كنړ اوسېدونكى.
  • مولوي روضة الله د روداتو اوسېدونکى
  • مولوى ظل الله د روداتو اوسېدونکى
  • مولوى محى الدين (په "بړو ميا" مشهور)
  • غونډۍ مولوي صاحب
  • مولوى غلام حيدر شينوارى
  • مولوى عبدالحکيم د روداتو اوسېدونکى
  • مولوى تور
  • مولوى محمد يونس خالص
  • مولوي سميع الحق د ننگرهار د مهمندرې د هزار ناو کلي اوسېدونکى
  • مولوي عبدالرب آخند (قندهار) .
  • مولوى عبدالغفور (قندهار)
  • مولوي محمد ابراهيم هميم (ننگرهار)
  • مولوى محمد حسين
  • مولوى حضرت ګل
  • مولوى محمد جعفر هميم (ننگرهار)


خپلې خبرې[سمول]

لس ويناوې د انديال شهيد استاد "مرتضى مطهري" د لس ويناوو ټولګه ده،چې پخپله يې کتاب ترې جوړ کړى دى.په دې ټولګه کې يو لړ عقيدتي او ټولنيزې نوې شننې شته،چې عارف،عامي،طالب العلم، شاګرد او محصل ته ګټورې دي او هم د نوي کهول ځينو فکري او ټولنيزو ستونزو ته يې ځواب ويلى دى . موږ د خپلې ديني ټولنې د فرهنګي اړخ د پياوړتيا لپاره دا ژباړه راوړاندې کړې،چې لوستونکيو ترې ګټور شي.

په درنښت ډاکټر [محمد طارق+ذبيح الله] اقبال


تقوا[سمول]

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (توبه/109)= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي .))

د "تقوا" لغت[سمول]

تقوا يوه عامه ديني اصطلاح ده،چې قرآن کريم په اسمي او فعلي بڼه زياته راغلې ده .تقريبا هومره،چې د "ايمان" او "عمل" نوم راوړل شوى او لمونځ او زکات راغلى او ان تر روژې يې زيات نوم راوړل شوى دى .په نهج البلاغه کې هم پر "تقوا" خورا ډډه شوې ده.په نهج البلاغه کې د "متقين" په نامه يوه اوږده خطبه هم ده او دا خطبه حضرت علي (ک) د هغه سړي په ځواب کې ويلې وه،چې د متقيانو انځور يې غوښتى و؛په پيل امام يوازې په څو غونډلو-جملو بسيا وکړه؛خو دا سړى (همام بن شريح)،چې بااستعداده و قانع نه شو او په خپله غوښتنه يې ټينګار وکړ.امام هم خوله راوسپړله او تر سلو زيات د متقيانو فکري،اخلاقي او عملي ځانګړنې يې ورته وويلې .

مراد دادى،چې دا ټکى خپور دود شوى ديني ټکى دى او په عوامو کې هم دا ټکى خورا کارېږي .

دا ټکى د "وقى" له مادې دى،چې د ساتلو،خوندېينې او نګهدارۍ په مانا دى . د "اتقاء" مانا "احتفاظ"دى؛خو تر اوسه ليدل شوي نه دي،چې په فارسي کې يې دا ټکى په "حفظ" او "نګهداري"ژباړلى وي . که په فارسي ژباړو کې دا ټکى په اسمي بڼه وکارول شي؛لکه پخپله "تقوا" او يا "متقين"،چې په "پرهېزګاري"ژباړل کېږي . د بېلګې په توګه : ((هدىً للمتقين)) داسې ژباړي : ښيون-هدايت دى پرهېزګارانو ته او که په فعلي بڼه وکارول شي؛په تېره بيا که د امر فعل وي او اړوند او "متعلق" يې هم ياد شي؛نو د وېرې او ډار په مانا دى .د بېلګې په توګه : د ((اتقوا الله )) يا ((اتقوا النار)) په ژباړه کې ويل کېږي : له خدايه وډارېږئ يا له اوره وډارېږئ .

البته تر اوسه لا چا ادعا نه ده کړې،چې "تقوا" د "پرهېز"،"وېرې" يا "ژغورنې" په مانا ده؛بلکې دا چې ليدل شوي،چې پخپله د يو څيز د ساتنې غوښتنه داده،چې له يو څه پرهېز وشي او پرېښوول شي، همداراز غالباً ساتنه او د نفس ساتنه له هغو چارو د وېرې ملازمې چارې دي؛داسې انګېرل شوي،چې دا ماده مجازاً په ځينو ځايو کې د پرهېز او په ځينو ځايو کې د وېرې او ډار په مانا کارول شوې ده .

البته هېڅ خنډ هم نشته،چې دا ټکى مجازاً د پرهېز او د وېرې په مانا وکارول شي؛خو بلخوا موجب او دليل هم نشته،چې تاييد کړي،چې له دې ټکي مراد يوه مجازي مانا ده؛د بېلګې په توګه پرهېز يا وېره وي . څه دليل شته،چې ووايو د ((اتقوا الله)) مانا داده،چې له خدايه وډارېږئ او د ((اتقوا النار)) مانا داده،چې له اوره وډار شئ؟؛بلکې ددې ډول غونډلو مانا داده،چې ځانونه د اور له خطره وژغورئ او يا ځان د الهي کړاوو له خطره وژغورئ؛نو پر دې بنسټ د "تقو" د ټکي سمه مانا "ځان ساتنه=ځان ژغورنه" ده،چې هماغه د نفس ساتنه ده او متقين؛يعنې ځان ساتي .

"راغب" د قرآن د مفرداتو په کتاب کې وايي : وقایه، د یو څیز ساتنه ده،له هر څیزه چې ورته زیان رسوي او تقوا؛یعنې له هغه څه نفس په وقایه کې کول، چې ترې وېره کېږي، د مطلب څېړنه دا ده،چې موږ کله د سبب په اړه د مسبب او د مسبب په اړه د سبب د ټکي د کارونې د قاعدې له مخې، وېره د تقوا پر ځای او تقوا د وېرې پر ځای کاروو. تقوا په شرع کې؛یعنې څه چې انسان ګناه ته راکاږي؛نو ترې د نفس ساتنه ده،چې محرمات او ممنوعات پرېږدي .

راغب په څرګنده وايي : تقوا؛یعنې ځان خوندي ساتل او وايي،چې د وېرې پر ځای د تقوا د ویی – کلمې کارول مجاز دي او البته نه یې څرګندوي،چې د(( اتقوا الله)) په مثال کې موخه مجازي مانا ده او لکه چې مې وویل : دلیل نشته،چې تایید کړي په دا شان غونډلو- جملو کې مجازي کارول شوې وي .

څه چې هېښنده برېښي، ددې ویی – کلمې پارسي ژباړه (( پرهیزګاري)) ده. نه دي لیدل شوي،چې یو لغتوال دې هم مدعي شوی وي،چې دا ویې- کلمه دې په دې مانا کارول شوي وي؛لکه چې ومو لیدل،راغب ددې ویی- کلمې کارونه د وېرې په مانا یې نوم اخلي؛خو د پرهیز په مانا یې دا ویی- کلمه نه ده کارولې. معلومه نه ده،چې له کوم ځایه او په کوم دلیل په پارسي ژباړو، کې دا ویی- کلمه پر پرهېزګارۍ ژباړل شوې ده؟! ګومان کوم یوازې پارسي ژبي دي،چې له دې ویی- کلمې د پرهیز او ډډې مفهوم درک کوي . اړنګ – شک نشته،چې په عمل کې د تقوا او د یو څیز پر وړاندې د نفس د خوندېینې- صیانت لازمه له هماغه څیزه ډډه او پرېښوول یې دي؛خو نه دا چې د تقوا مانا هماغه ډډه او پرېښوونه وي .

له خدایه وېره[سمول]

دا چې له خدایه د وېرې خبره راغله،دا ټکی وایم،چې ممکن ځینو ته دا پوښتنه رامنځ ته شي،چې له خدایه وېره څه ته وايي؟ مګر خدای وېرونکی څیز دی؟ خدای،مطلق کمال دی او خورا ارزښتمنه موضوع ده،چې انسان ورسره مینه وکړي؛نو انسان ولې له خدایه وېرېږي؟

په ځواب کې یې وایم،چې مطلب همداسې دی . د خدای ذات د وېرې او وحشت لامل نه دی؛خو دا چې وايي باید له خدایه وېرېږو؛یعنې د خدای د عدل له قانونه باید ووېرېږو. په دعا کې راغلي: (( یا من لا یرجی الا فضله او لا یخاف الا عدله )) ای هغه چې هيلمني ورته د فضل او احسان هيلمني یې ده او وېره یې د عدالت له وېرې ده.

(( جللت ان یخاف منک الا العدل و ان یرجی منک الا الاحسان و الفضل))؛یعنې ته ډېر سپېڅلى یې،چې له تا وېره وي؛ خو بې له عدالته دې او دا چې له تا بې له نېکۍ او بښنې بله هیله نشته.

عدالت هم په خپل ځای کې وېره اچوونکی نه دی،انسان،چې له عدالته وېرېږي، په حقیقت کې له ځانه وېرېږي،چې پخوا یې تېروتنه کړې او یا وېرېږي،چې په راتلونکي کې نور تېری پرې و نه کړي؛نو د خوف او رجاء په مسئله کې باید مؤمن تل هم هیلمن وي او هم په وېره کې،هم دې ښوینی - خوشبین وي او هم خپه . موخه دا ده،چې مؤمن باید تل د "اماره نفس" د سرغړاندیو او سرکښو لېوالتیاوو پر وړاندې په وېره کې وي،چې له عقل او ایمانه یې واګې وانخلي او خدای ته باید هیلمن وي او تل ترې مرسته وغواړي .

"امام سجاد" د "ابوحمزه" په دعاګانو کې وايي :
((چې تېروتنو ته مې پامېږي؛نو وېره راباندې راځي او چې لورنې ته دې وګورم؛نو هیلمنېږم .))

د تقوا مانا او حقیقت[سمول]

څه چې د تقوا د ویی- کلمې په هکله وویل شول؛نو تر څه بریده ترې د اسلام له نظره د تقوا پر حقیقت او مانا پوهېدای شو؛خو اړین دي،چې په دیني او اسلامي آثارو کې د دې ویی – کلمې کارونې ته زیاته پاملرنه وشي،چې روښانه شي تقوا څه ته وايي . دلته یوه سریزه وايم.

انسان که وغواړي،چې په ژوند کې اصول ولري او له هغو اصولو پلوي وکړي،که دا اصول له دین او مذهبه اخستل شوي وي یا هم له بلې سرچینې؛نو بېزاه- ناچار دی،چې معلوم دریځ ولري او ګډوډي یې پر کارونو واکمنه نه وي . د معلوم دریځ ،د مسلکوالي، مرام او ګروهې درلودو لازمه ده،چې د یوې موخې پر لوري حرکت وکړي او له هغو چارو ځان وساتي،چې له نږدې- اني ځاني غوښتنو سره یې همغاړی- موافق وي؛خو له ټاکلې موخې او اصولو سره یې په ټکر کې نه وي .

نو د عامې ویی – کلمې په مانا،تقوا د هر وګړي د ژوند لازمه ده،چې غواړي انسان ووسي او د عقل په حکم ژوند وکړي او له څرګندو اصولو لاروي وکړي .

ديني تقوا؛يعنې له ګناهونو ځان ساتل،دين چې ژوند ته کوم قانون وضع کړى،هماغه په پام کې نيول او له قانوني پولو نه اوړېدل او له ښکاره بديو ځان ساتل،چې همدې ته "تقوا" وايي او کېداى شي موږ دوه ډوله تقوا لرو: کمزورې تقوا او ځواکمنه تقوا .

لومړی ډول : داچې انسان ځان د ګناه له چټلیو وساتي؛نو له موجباتو یې تښتي او تل ځان د ګناه له چاپېریاله لرې ساتي،داسې کس دې ته ورته دی،چې د "حفظ الصحې" لپاره هڅه کوي،د مرض او مېکروب له چاپېریاله او د رنځ د لېږد له موجباتو ځان لرې وساتي،د ساري په ډول: هڅه کوي د "نري رنځ" چاپېریال ته نږدې نشي او یا له هغو سره روغ بړ و نه کړي ،چې پردې رنځ اخته دي .

دویم ډول : پخپله اروا کې داسې حالت او قوت رامنځ ته کوي،چې ورته اروایزه او اخلاقي خوندېینه ورکوي او که فرضاً یو چاپېریال ته هم ورشي او د ګناه وسایل هم پکې وي؛نو دا حالت او اروایزه ملکه یې خوندي ساتي او ددې خنډېږي،چې پر ګناه ککړ شي؛دا هغه چا ته ورته دی،چې پر ځینو وسایلو یې په بدن کې طبي خوندېینه رامنځ ته کړې وي،چې د پلاني رنځ مېکروب پرې اغېز و نه کړي .

زموږ په وخت کې عام خلک،چې له تقوا کومه انګېرنه لري؛نو هماغه لومړی ډول یې دی . که وویل شي،چې پلانی باتقوا دی؛یعنې محتاط – احتیاط کوونکی دی،ګوټ ته شوی او ځان یې د ګناه له موجباتو لرې ساتلی دی . دا هماغه کمزورې ډول تقوا ده.

ښايي د دې انګېرنې د پیدا کېدو علت دا وي،چې له پیله یې تقوا راته "پرهیزګاري" او "ډډه کول" ژباړلې او ورو ورو له ګناه ګوښواله- ډډه د ګناه له چاپېریال او موجباتو د ګوښوالۍ پر مانا پتېيل شوی او تردې ځایه رارسېدلې،چې د تقوا ویی- کلمه په عام نظر کې د ډډې او له ټولنې د لرېوالي مانا ورکړي . په عمومي ګړدود کې،چې کله مو دا ویی – کلمه تر غوږه شي؛نو یو ډول ځانلواله - ګوښواله، ډډه او پر شا تګ مو په نظرونو کې انځورېږي .

مخکې مې هم وویل،دا چې انسان عقلي او انساني ژوند ولري؛نو لازمه یې دا ده،چې د څرګندو اصولو تابع وي لازمه یې دا ده، له هغوچارو ډډه کول دي،چې له ځاني غوښتنو سره یې همغاړې- موافقې وي ؛خو له موخې او د ژوند له اصولو سره یې په ټکر کې نه وي . ددې ټولو لازمه دا نه ده،چې انسان دې له چاپېریال او ټولنې ډډه او ګوښوالي وکړي - خورا غوره او ستره لار - ،چې له دیني اثارو به ورته لاسوند- شاهد هم راوړم- دا ده ،چې انسان پخپله اروا کې ملکه،حالت او داسې خوندېینه رامنځ ته کړي،چې همدا حالت یې ساتندوی وي . اتفاقا په منظمو ادبیاتو کې داسې ښوونې تر سترګو کېږي،چې تقوا هماغه لومړی ډول ښيي؛یعنې کمزوري او بېوسي .

شيخ سعدي په ګلستان کې وايي :

بدیدم عابدي در کوهساري

قناعــت کرده از دنیا بــه غـــاري                

چرا ګفتم به شره اندر نیـایی

کـــه بــــــاری بـــند از دل بګشـايي                

بګفت انجا پریرویان نغـزند

چـو ګِـل بــسیار شد پیلان بلغزند

دا هماغه لومړی ډول تقوا او د نفس خوندېینه ده،چې په عین حال کې کمزوري او ناغېړي ده. دا چې انسان له ښوینده چاپېریاله لرې شي او ښوی نشي؛نو دا کوم هنر نه دی،هنر په دې کې دی،چې په ښوینده چاپېریال کې ځان له ښويېدنې وساتې .

بابا طاهر وايي :

ز دست دیده و دل هر دو فریاد

هر انچه دیده بـیند دل کند یاد

بسازم خنجری نیـشش ز فـولاد

زنـم بـر دیـده تــا دل ګــردد آزاد

اړنګ – شک نشته چېرته،چې سترګې ځي،زړه هم ورپسې ځي؛خو ایا چاره دا ده،چې سترګه ړنده کړو؟ یا دا چې بله غوره لار هم شته او هغه دا چې په زړه کې داسې ځواک رامنځ ته کړو،چې سترګه ونشي کړای،زړه ځان پسې راکاږي . که داسې وي،چې له سترګې د زړه آزادۍ ته یوه توره جوړه کړو،چې نوکه یې د پولادو وي؛نو یو بله توره باید غوږ ته هم جوړه کړو؛ځکه څه چې غوږ اوري؛نو زړه یې یادوي او ذایقه او لامسه او شامه هم همداسې ده.


عملي اجبار[سمول]

په اخلاقي کتابونو کې کله د یوې داسې ډلې یادونه هم کېږي،دا چې ډېرې خبرې و نه کړي یا بې ځایه یا حرامې خبرې و نه کړي؛نو په خوله کې به یې شنګېړ اچاوه،چې خبرې ونشي کړای؛یعنې ځان ته به یې عملي اجبار جوړاوه. معمولا لیدل کېږي،چې دا کړنلار د تقوا د بشپړې بېلګې په نامه یادېږي؛حال دا چې له ګناه څخه ډډې کولو ته عملي اجبار رامنځ ته کول او بیا له ګناه لرېوالی خو کوم کمال نه شمېرل کېږي . که د داسې کار توفیق مو تر لاسه کړ او له دې لارې پر ګناه ککړ نشو،البته له ګناه مو ډډه کړې؛خو نفس مو لا تر اوسه هم هماغه خامار دی؛لکه چې و. یوازې له بې وسیلې یا یې بې اوزارۍ خپه دی . هله کمال شمېرل کېږي،چې انسان بې له عملي اجباره او د کار د اوزارو پر درلودو پر ګناه ککړ نشي. که دا شان ډډې او ګوښوالۍ کمال وګڼل شي؛نو د تقوا د ملکې راپیدا کېدو ته د سریزې بڼه درلودای شي؛ځکه د تقوا ملکه تر یو لړ منفي کړاوونو وروسته راپیدا کېږي؛خو د تقوا حقیقت غیر له دې کارونو دی . د تقوا حقیقت هماغه د پياوړې،سپېڅلې او سترې اروا درلودل دي،چې خپله د انسان ساتونکې ده. باید هڅه وشي،چې هغه مانا او حقیقت پیدا شي.

تقوا په نهج البلاغه کې[سمول]

په نهج البلاغه کې د تقوا پر ویې- کلمې خورا ډډه شوې،په ټولو ځایونو کې تقوا د هماغې سپېڅلې ملکې پر مانا کارول شوې،چې په اروا کې راپیدا کېږي او ورته پياوړتيا او واک ورکوي او اماره نفس او سرکښي ننګېرنې- احساسات اېلوي .

حضرت علي (ک) وايي : د خدای تقوا د خدای دوستان تر خپل ملاتړ لاندې راولي او د الهي چاپېريال پر پولو له تېري یې ساتي او د خدای وېره یې د زړونو مل کړې،تر دې چې د شپې یې ویښ ساتي او د ورځې تږي وي؛لکه ( د روژې تنده).

وګ :نهج البلاغه /۱۱۲ خطبه

په دې غونډلو- جملو کې یې په ځغرده تقوا پر هماغه مانیزه او روحاني حالت مانا کړې،چې له ګناه ساتونکې ده او له خدایه وېره یې د تقوا له اثارو ویلې . له همدې ځایه پوهېدای شو،چې تقوا د وېرې په مانا نه ده؛بلکې د تقوا له اثارو ځنې یو دا دي،چې د خدای وېره یې د زړونو مل ګرځولې ده .

په نهج البلاغه( ۱۱۶خطبه) کې وايي : (( خپله ذمه د خپل وینا په ګرو کې ږدم او د خپلې وینا د صحت ضمانت کوم . که تېر شوي عبرتونه راتلونکي شخص ته هنداره شي؛نو په شوپیاناکو- شبهه ناکو کارونو کې له غورځېدو به یې وژغوري . د خلافکارۍ او واکې ځانې غوښتنو ته په لاس ورکول هغه سرغړاندي اس ته ورته دي،چې پړی یې شلولی وي، پرې د سپور کس له لاسه یې واګې وتلې وي او په پایله کې به یې په اور کې ورګوذار کړي او د تقوا مثال د هغو اېلو سپرلیو په شان دی،چې واګې یې پرې د سپور کس په لاس کې دي او جنت ته یې ننباسي.))

دلته په پوره څرګندونې، تقوا یې اروایز او مانیز حالت تعبیر کړی،چې موږ یې د ځان ټینګۍ – ضبط نفس او د نفس مالکیت تعبیروو. دلته په ترڅ کې ستر حقیقت بیان شوی او هغه داچې ځاني غوښتنو ته اېلېدل او سرغړاندي نفس ته د واګې د سپارنې لازمه کمزوري او بې شخصیتتوب دی . انسان په دې حالت کې د خپل کابو کونې پر وړاندې د هغه کمزوري په شان دی،چې پر اس سپور دی او د اس واګې یې په لاس کې نه دي . د تقوا او د ځان ټینګۍ- ضبط نفس لازمه د ارادې د واک زیاتوالی او د مانیز او عقلي شخصیت درلودل دي؛لکه هغه سپور،چې پر روزل شوي اس سپور وي او پر واک ورته حکم کوي او اس یې هم مني .

هغه چې د ځاني غوښتنو،شهوت،مقام،ځانمنى،حرص او تمې پر اس سپور وي او اډانه یې همدا چارې وي؛نو واک یې له لاسه اخستل شوي او دې چارو ته سپارل شوى دى او لکه د لېونو په دې چارو پسې منډې وهي او عقل او سازښت- مصلحت پرې واکمن نه دی؛خو هغه چې موخه یې تقوا ده او د ځان ټینګۍ- ضبط نفس پر سپرلۍ سپور وي؛نو واګې یې پخپل لاس کې وي او هر خوا پرې تلای شي . حضرت علي (ک) وايي: (( تقوا په نړۍ کې انسان ته د یو کلا او د یو ډال په شان ده او په اخرت کې به يې د جنت لار وي .)) وګ : نهج البلاغه/۱۸۹ خطبه.

په نهج البلاغه کې دا شان تعبیرونه ډېر دي او دلته یوازې بېلګې ته وویل شول،چې د اسلام له نظره د تقوا واقعي او حقیقي مانا وپېژندل شي او جوته شي،چې څوک ددې وړ دی،چې ورته "متقي" وویل شي. جوته شوه،چې تقوا په انسان کې اروایز حالت دی،چې اروا ته د کلا ، دفاعي وسلې او اېل شوي اس بڼه لري او لنډه داچې مانیز او اروایز ځواک دی .

تقوا او آزادي[سمول]

ومو ویل : دا چې انسان د څارويتوب له ژونده راووځي او انساني ژوند ته مخه کړي؛نو بايد له معلومو اصولو لاروي وکړي چې لازمه یې داده،چې ځان د هماغه اصولو په چوکاټ کې محدود کړي او تېرى ترې و نه کړي او له کومه ځایه،چې نژدې- اني ځانې غوښتنې یې لمسوي،چې له دې پولو تېری وکړي؛نو باید "ځان ساتنه" وکړي . دې ځان ساتنې ته تقوا ویل کېږي،چې ځینې چارو ته باید شا کړي . دا باید و نه انګېرو،چې تقوا د دینوالۍ له ځانګړنو ده؛لکه لمونځ او روژه؛بلکی تقوا د انسانیت لازمه ده . که انسان غواړي له څارويتوب او ځنګلي ژونددوده راووځي؛ نو ناچار دی تقوا ولري .
نن وینو،چې ټولنیزه او سیاسي تقوا یې څرګندنه- اصطلاح کړې ده. څه چې دي،دیني تقوا،غوره والی،سپېڅلتیا او بل ډول ټینګښت لري او په حقیقت کې یوازې د دین پر بنسټ دی،چې کړای شو،ټینګه او با بنسټه  تقوا رامنځ ته کړو او پر خدای له مضبوط ایمان پرته ،بنسټیز،مضبوط  او د ډاډ وړ سټه نشو رامنځ ته کولای . 

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ(توبه/۱۰۹) = او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي .))

په هر حال الهي تقوا له انسانیت سره مله ده او دا چار پخپله د ځینو څیزونو شا ته پرېښوول غواړي او له ځینو به ډډه کوې . دا چې د دیني مشرانو په ویناوو کې تقوا د ‏حصار - کلا او "حصن" په مانا تعبیر شوې،ممکن هغه کسان،چې د آزادۍ له نوم سره روږد دي او له ټولو هغو څیزونو تښتي،چې د محدودیت بوی ترې راځي،ښايي وانګېري،چې تقوا هم د آزادۍ له دښمنانو ځنې يوه ده او د بشر په پښو کې یو ډول زولنې دي .

محدودیت که خوندیتوب؟[سمول]

دا ټکى باید راوڅپړم،چې تقوا محدودیت نه؛بلکې خوندیتوب دی او محدودیت او خوندیتوب – مصونیت سره توپیر لري . که د محدودیت نوم هم پرې کېږدو؛نو هغه محدودیت دی،چې کټ مټ خوندیتوب دی .

څو مثالونه یې دا دي : بشر کور جوړوي،خونه جوړوي او پکې کړکۍ او دروازې هم ږدي او له کوره "ګرددېوالي" هم جوړوي . ولې دا کارونه کوي؟ دا ځکه چې د ژمي له یخنۍ او د دوبي له ګرمۍ خوندي وي؛ ځکه دا کار کوي،چې د ژوند وسایل یې په خوندي ځای کې وي او اختیار یې یوازې له ځان سره وي . خپل ژوند محدودي او دا وسایل په ټاکلې څلوردېوالۍ کې ږدي . اوس دې ته د څه نوم ورکړو؟ ایا کور انسان ته محدودیت دی او له ازادۍ او خوندیتوب سره یې په ټکر کی دی؟ جامې همداسې دي .

انسان څپلۍ پر پښو کوي،خولۍ او جامې اغوندي،چې البته پر همدې جامو او څپلیو د یخنۍ او ګرمۍ مخه نیسي او د خپل پاکوالي پام هم ساتي، اوس دې ته د څه نوم ورکړو؟
ایا پردې ټولو د زندان نوم ایښوولای شو او خواشیني شو،چې پښې په څپلیو کې،سر په خولۍ او تن په جامو کې زنداني شوي،چې ترې د آزادۍ په هیله کې دي؟ ایا ویلای شو،چې کور درلودل محدودیت دی او له آزادۍ سره په ټکر کې دی؟!

تقوا هم اروا ته داسې ده؛لکه ژوند ته چې کور وي او تن ته،چې جامې وي . اتفاقا په قرآن کې تقوا پر جامو تعبیر شوې ده  :((وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ(اعراف/۲۶)= خو د پرهېزګارۍ جامې غوره دي .))

هغه وخت پر یو څیز د محدودیت نوم ایښوولای شو،چې انسان له نېکمرغۍ بې برخې کړي؛خو څه چې له انسانه خطر لرې کوي او له ګواښونو یې خوندي ساتي؛نو دا خوندیتوب دی؛نه محدودیت او تقوا داسې یو څیز دی . د مصونیت تعبیر د حضرت علي (ک) دی،چې وايي: ((تقوا وساتئ او په تقوا ځان ته خوندېینه جوړه کړﺉ .)) وګ: نهج البلاغه/ ۱۸۹ خطبه .

حضرت علي (ک) تردې لوړ تعبیرونه هم لري،چې نه یوازې تقوا، محدودیت او د آزادۍ خنډ نه ګڼي؛بلکې الهي تقوا د آزادۍ ستر علت بولي،وايي : (( تقوا د سموالي کونجي او د قیامت د ورځې زېرمه ده، له هر قیده آزادي ده او له هرې بدمرغۍ ژغورنه ده. په تقوا انسان خپلې موخې ته رسي او له دښمنه ژغورل کېږي او خپلو هیلو ته رسي.)) وګ :نهج البلاغه/ ۲۲۸ خطبه . تقوا په لومړۍ درجه کې نېغ په نېغه له اخلاقي او مانیز اړخه انسان ته ازادي ورکوي او د ځاني غوښتنو له بنده یې آزادوي، د حرص، تمې، حسد،شهوت او غوسې جغ یې له ورمېږه راښکته کوي؛خو په غیر مستقیم ډول په ټولنیز ژوند کې هم انسان ته آزادي وربښي. ټولنیزې بندګۍ او مریيتوب د مانیزې بندګۍ پایله ده.څوک چې د پيسو یا مقام بنده وي؛نو له ټولنیز اړخه آزاد ژوند نشي کړای؛نو دا به سمه وي،چې ووایو (( عتق من کل ملکةًٍ))؛یعنې تقوا،انسان ته هر ډول آزادي ورکوي؛نو تقوا نه یوازې محدودیت او قید نه دی؛بلکې آزادي ده.

د تقوا ساتنه[سمول]

څه چې د تقوا په هکله وویل شول،چې "ساتونکی" او "خوندي چاپېريال" دی، ممکن د ځینو د پسمنۍ – غرور او غفلت لامل شي او وانګېري،چې متقي له ګناه سپین لمنی – معصوم دی او د تقوا څپڅپاندي او سټه ایستونکيو خطراتو ته پاملرنه و نه کړي؛ خو حقیقت دا دی،چې تقوا که هومره هم ستره وي؛نو پخپل ځای کې خطرونه لري . سړی په عین حال کې،چې د تقوا په ملاتړ او حراست کې باید ژوند وکړي،خپله هم باید د تقوا ساتونکی وي او دا په څرګندنه – اصطلاح "دور" نه دی . په دې کې کوم خنډ نشته،څه چې زموږ د ساتنې وسیله وي؛نو په عین حال کې موږ هم مکلف يو،چې ویې ساتو. د هغو جامو د مثال په څېر چې ومې وایه . جامې مو له ګرمۍ او یخنۍ ساتي او انسان هم له غلو د خپلو جامو ساتونکی دی . حضرت علي (ک) دواړو ته اشاره کړې،وايي: (( تقوا وساتئ او هم ځان پرې وساتئ .))

که وپوښتل شو : تقوا زموږ ساتونکې ده که موږ باید تقوا وساتو؟

وایو : دواړه . داسې دي؛ لکه چې ووايو: باید په تقوا ځان خدای ته نژدې کړو یا له خدایه باید د تقوا لاس ته راوړنې ته مرسته وغواړو؟ وایو: دواړه؛ باید په تقوا خدای ته نژدې شو او باید له خدایه مرسته وغوښتل شي،چې د لا ډېرې تقوا لاس ته راوړنې لپاره مو بریالي کړي .
حضرت علي (ک) وايي: (( تاسې ته د الهي تقوا سپارښتنه کوم، تقوا پر اوږو مو الهي حق دی او  د هغه  حق د ثبوت علت دی،چې تاسې یې پر خدای لرئ او تقوا ته په رسېدو کې له خدایه مرسته وغواړﺉ او په تقوا خدای ته نژدې شئ .))

په هر حال هغو خطرونو ته باید پاملرنه وکړو،چې د تقوا بڼسټونه څپڅپاندوي . په دیني لارښوونو کې هم ګورو،چې تقوا د ډېرو ګناهونو ضامنه او وثیقه پېژندل شوې؛خو د ځینو نورو ګناهونو پر وړاندې،چې خورا پياوړى اغېز او جاذبه لري، د حریم نیونې حکم ورکړ شوی دی .

د ساري په ډول : په دیني لارښوونو کې نه دي ویل شوي،چې د غلا یا شراب څښنې له وسیلې ګوښوالي حرامه ده. د ساري په ډول : که د چا په داسې ځای کې شپه وي او که وغواړي- العیاذ بالله- شراب وڅښي او هيڅ ظاهري خنډ هم نه وي؛نو هماغه ایمان او تقوا یې ضامن دی؛خو د جنسیت په مسئله کې، دا چې دا ځواک د انسان په وجود کې پياوړى اغېز او لمسونه لري؛نو دا ضمانت له تقوا لرې کړای شوی دی او حکم شوی،چې په بې عفتۍ کې ګوښوالي منع ده؛ ځکه دا هغه خطر دی،چې احیاناً دې کلا ته هم ننوځي( که څومره هم غښتلې وي) او ممکن دا کلا سوبه هم کړي .

حافظ شيرازي دې روحي حقیقت ته اشاره کړې ده.

قـوت بـازوی پرهـیز بــه خوبــان مفــــروش

که در ایـن خیل حصـاری به سواری ګیرند

په دې بیت کې تقوا او پرهیزګاري کلا ته ورته شوې؛لکه څرنګه چې د حضرت علي (ک) په وینا کې همدا ورته والى او تشبیه راغلې وه .

د تقوا ارزښت او اغېز[سمول]

سره له دې،چې تقوا د بشر په اخروي ژوند کې څرګندې اغېزې لري او له ابدي پرېشانۍ د ژغورنې یوازېنۍ لار ده،د انسان په دنیوي ژوند کې هم ارزښت او خورا اغېزې لري . حضرت علي (ک) تر هر چا مخکې په خپلو ښوونو کې د تقوا پر ویې – کلمې ډډه کړې او ډېری اغېزې یې ورته ویلي دي او کله خو د تقوا ګټو ته هېښنده عمومیت ورکوي او وايي: (( تقوا؛له هرې پرېشانۍ آزادي او له هرې بدمرغۍ ژغورنه ده .))

بیا وايي : ((تقوا؛ د زړونو د ناروغیو دوا،د بدنونو د رنځونو شفا، د ټټرونو د خرابۍ سموالى او ستاسې د نفسونو پاکوالى دی .)) حضرت علي (ک) د بشر ټول دردونه یوځای ته راټولوي او ټولو ته تقوا ګټوره ګڼي . که حق ووایو او تقوا ته یوازې منفي او د ډډې اړخ ورنه کړو او هماغسې یې وپېژنو؛لکه حضرت علي،چې پېژندلې؛نو باید منښته - اعتراف وکړو،چې تقوا د ژوند له ارکانو ځنې یو دى،( که وګړیز ژوند وي یا ټولنیز) او که داسې نه وي؛نو د ژوند بنسټ به څپڅپاندی وي . د یو څیز ارزښت هله معلومېږي،چې ووینو بل څه یې ځای نیولای شي که نه . تقوا د ژوند له حقایقو ده؛داځکه چې بل څه یې ځای نشي نیولای، نه زور ،نه پيسې،نه قانون او بل هیڅ څيز یې هم ځای نشي نیولای .

د ډېرو قوانینو او پرله پسې بدلونونه مو له ورځېنیو بوختیاوو ځنې دي. ځانګړیو موضوعاتو ته قانون وضع کېږي؛خو بیا هم ګورو،چې موخه ترې لاس ته نه راځي. په قوانینیو کې بدلون او زیاتوالی راولي؛خو بیا هم موخه لاس ته نه راځي. البته اړنګ – شک نشته،چې قانون هم په خپل ځای کې د ژوند له حقایقو ځنې دی . له ټولیزو الهي قوانینو،چې تېر شو،خلک یو لړ مدني قوانینو ته اړتیا لري؛خو ایا یوازې د قانون په چاپولو ټولنه سمېدلای شي؟

قانون پولې ټاکي؛نو ځواک باید پخپله په خلکو کې وي،چې ددې پولو درناوی وکړي او دا هماغه څه دي،چې د تقوا نوم یې ورته ورکړ دی . وايي : باید د قانون درناوى وشي،دا سمه ده؛خو چې د تقوا د اصولو درناوی ونشي؛نو د قانون د درناوي خبره کړای شو.څو بېلګې یې دا دي:

نن د طلاق موضوع خورا توده ده، نه غواړم دا ادعا وکړم،چې د طلاق د زیاتېدنې پر علتونو پوهېږم او ټول به ووایم،بېشکه بېلابېل ټولنیز لاملونه پکې ښکېل دي؛خو دومره وایم،چې د طلاقونو د زیاتوالي اصلي لامل د تقوا له منځه تلل دي . که په خلکو کې تقوا لږه شوې نه وای او ښځې او سړي خپلسري شوي نه وای؛نو طلاق به دومره ډېر شوی نه وای. په پخواني ژوند کې هم نیمګړتیاوې وې او تر پخوا هرومرو په ننني کورني ژوند کې هم ستونزې ډېرې دي؛ خو پخوا به تقوا ډېری ستونزې هوارولې؛خو نن مو تقوا له لاسه ورکړې،په دې چې د ژوند وسایل هم ښه شوي؛خو له لا ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو. ښځو او سړیو ته په زوره د قانوني قيوداتو زیاتوالي، د محکمې په زور،د مجریه قوې په زور او د قوانینو په بدلون د طلاقونو په شمېر کې کموالی نه راځي .

نن ډېری ټولنیزې ستونزې لرو،چې اندونه یې ځان ته رامات کړي دي . تل ویل کېږي،چې ولې طلاق ډېر شوی؟ ولې وژنه او جنایت ډېر شوی؟ په توکیو کې ولې درغلۍ پیدا شوي دي؟ فحشاء ولې ډېره شوې ده؟

بېشکه د ایمان د ځواک کمزوري او د تقوا د کلا خرابېدل باید ددې مفاسدو یو مهم لامل وشمېرل شي .

هېښنده خو داده،چې ځینې تل دا "ولې؟" وايي او لیکي،بلخوا دا چې دوی خپله تقوا او ایمان نه لري؛نو پر بېلابېلو اسبابو او لاملونو ددې "ولې؟" جرړې د خلکو په ارواوو کې پوه کوي او خلک د اخلاقي ګډوډیو، د تقوا د سټو او د تقوا خوندېینې د منځه وړنې پر لوري بیايي . که ایمان نه وي او – نعوذ با الله- الهي تقوا حقیقت و نه لري؛نو ممکن یو کس ووايي،چې ولې غلا و نه کړم؟ ولې جنایت و نه کړم؟ ولې درغلي و نه کړم؟ ولې؟ ولې؟ ولې؟

تقوا او روغتیا[سمول]

حضرت علي (ک) وايي : ((تقوا مو د بدني ناروغیو شفا ده .))

ښايي وپوښتئ،تقوا چې یو اروایز او مانیز چار دی،د تن له روغتیا سره څه اړیکه لري؟البته تقوا څه درمل نه دی؛خو که تقوا نه وي؛نو ښه روغتون نشته، ښه ډاکتر نشته،ښه نرس نشته، ښه درمل نشته، که تقوا نه وي،سړی نشي کړای ان د خپل بدن روغتیا هم وساتي. متقي انسان چې پر خپل حق او پولې قانع او خوښ دی؛نو ډاډمنه اروا،ارام ماغزه او روغ زړه لري،تل په دې اند کې نه وي،چې کوم ځای په بډه کړي او کوم ځای وخوري او کوم ځای ښويې تېر کړي، عصبې پرېشانۍ یې د معدې او کولمو پر ټپ نه اخته کوي،په شهوت کې ښنده- افراط یې کمزوری او نه بېوسى کوي،عمر یې اوږدېږي . د بدن روغتیا او د اروا روغتیا او د ټولنې روغتیا ټول په تقوا پورې اړه لري .

دوه نور غټ مطالب مې درلودل،چې پاتې کېږي، یو یې په روڼ وینۍ او د زړه په لیدانه- بصیرت کې د تقوا اغېز دى، قرآن وايي :

((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ(انفال/۲۹)= مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له  مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه،چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى .))

روڼ ویني او د زړه لیدانه د تقوا له مهمو اغېزو ځنې دي او ویلی شو،چې همدې مطلب په عرفان کې "سیر و سلوک" ته باب پرانېستی دی . د تقوا بله اغېز دا ده،چې خپل درلودونکی له کړاوونو ژغوري . قرآن وايي :

((يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا. وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا(طلاق/۲،۳) = او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي، (خداى) هغه ته (له ستونزو) د وتلو لار پيدا كوي؛او ورته له داسې ځايه روزي وركوي،چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر خداى توكل وكړي؛نو خداى ورته بس دى،په حقيقت كې خداى د خپل كار ترسره كوونكى دى، په يقين چې خداى هر څيز ته يوه اندازه ټاكلې ده.))


د تقوا دوه سترې اغېزې[سمول]

تقوا دوه سترې اغېزې لري،چې یوه یې روڼ ویني او د زړه لیدانه- بصیرت ده،قرآن وايي :

((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ(انفال/۲۹)= مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له  مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى .))

بله اغېز یې د ستونزو هوارېدل دي او له کړاوونو بهر راوتل دي،قرآن وايي :

((يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا( طلاق/۲)= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي، (خداى) هغه ته (له ستونزو) د وتلو لار پيدا كوي؛))

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (طلاق/۴) = او څوك چې [خپل ځان] د خداى له [عذابه] وساتي، [خداى] د هغه چارې اسانوي .))

تقوا او روڼ ویني[سمول]

دا یوازې د قرآن یو آیت نه دی؛بلکې دا خپله په اسلام کې ښکاره سول- منطق دی . په نبوي احادیثو او د امامانو په ویناوو کې هم پر دې مطلب ډډه شوې او لکه چې مې وویل،همدې مطلب په عرفان کې "سیر و سلوک" ته باب پرانستی دی .

عارفانو د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى (بقره/۲۸۲) )) آیت پر وروستۍ غونډلې – جملې ((وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ= او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ او (په دې توګه) خداى تاسې ته ښوونه کوي )) منګولې لګولي دي .

رسول اکرم (ص) وايي :((له ځاني غوښتنو سره مبارزه وکړﺉ،چې زړه ته مو حکمت ننوځي .))

نبوي حدیث دی :(( خداى ته که څوک څلوېښت ورځې ځانګړې کړي؛ نو له زړه به يې پر خولې د حکمت چينې را روانې شي.)) وګ : ( کافی۲/ ۱۶، عیون اخبار الرضا ۲۵۸ مخ)

د المیزان په تفسیر کې یې له اهلسنتو دا حدیث رانقل کړی،چې آنحضرت (ص) وايي : (( لو لا فی تکثیر فی کلاکم و تمریج فی قلوبکم لرایتم ما اری و لسمعتم ما سمع))؛یعنې که په خبرو کې مو زیاتوالی نه و او په زړه کې مو بې ځایه ګرځېدنې نه وې؛نو څه چې وینم،تاسې به هم لیدل او څه چې اورم؛نو تاسې به هم اورېدل .

د "تمریج" کلمه د "مرج" له مادې ده او د چمن او څړ ځای پر مانا ده،چې معمولاً هر ډول څاروی ورتلای شي او پکې ګرځېدای شي. دا وايي،چې ستاسې زړه د هغه بې سر خوږي څړ ځای په شان دی،چې هر څاروی پکې ګرځېدای شي .

امام صادق وايي : ((که شیطانان د آدم د زامنو د زړونو په شاوخوا کې نه ګرځېدل؛نو دوی به د اسمان ملکوت لیدل .))

دا شان ویناوې زموږ په دیني اثارو کې ډېرې دي،چې نېغ په نېغه له ګناه څخه ځان ساتنه او پاکي د اروا په لیدانه- بصیرت او روڼ وینۍ کې اغیزمن دي او یا په غیر مستقیم ډول وايي،چې د ځاني غوښتنو اغېز او د تقوا له لاسه ورکول د اروا په توروالي او د زړه په خړپړتیا او د عقل د رڼا په مړه کېدو کې اغېز لري .

حضرت علي (ک) وايي :که څوک له یو څیز سره ښنده- مفرطه مینه پیدا کړي؛نو سترګې یې ورړندوي او زړه یې ورته ناروغوي . (نهج البلاغه ۱۰۷ خطبه)

د ځان غوراوى د عقل افت دى .( نهج البلاغه ۲۱۲ حکمت)

هيلې د افکارو افت دى .( نهج البلاغه ۲۱۹ حکمت)

په اسلامي معارفو کې دا یو څرګند سول دی،دا سول بیا په اسلامي ادبیاتو( که عربي او که پارسي) کې ډېر ګورو. 

ادیبانو او فضلاوو مو دا حقیقت راخستی او کارولې یې دی او ویلی شو،چې د اسلامي ادبیاتو یوه ستنه پر همدې سول ایښوول شوې ده.

اوس اړین دي،چې د علمي او فلسفي سول له اړخه هم ویينه وکړو،چې د تقوا او روڼ وینۍ ترمنځ څه اړیکه ده. تقوا،چې یو اخلاقي فضیلت دی او د انسان په کړنلار پورې اړه لري؛ دا څرنګه شونې ده،چې د انسان د عقل او اند په غونډال – دستګاه او ورمندون- قضاوت پر ځواک اغېز ولري او ددې لامل شي،چې انسان د حکمتونو د لاس ته راوړنې جوګه شي،چې د تقوا په نه درلودو د دې حکمتونو په لاس ته راوړنه کې نه بریالی کېږي؟ زه دې مطلب ته ځانګړې پاملرنه لرم او ډېرى باور پرې نه کوي،چې دا مطلب به سم وي او یو ډول تخیل یې ګڼي او یوازې په شعري او خیالي بڼه ورته ګوري .

یاد مې دي،چې څو کاله مخکې مې د توکیزې – مادې فلسفې د یو پلوي لیکنې لوسته،چې پر همدې مطلب یې برید کړی او ملنډې یې پرې وهلې وې . لیکلي یې وو : مګر تقوا او د نفس مجاهده څه سوان او شګموښی- ریګمال دی،چې د آدم اروا به صیقل کړي او ځلا به ورکړي؟!

تقوا او عملي حکمت[سمول]

دا ټکی باید په پیل کې ووایم، هغه حکمت،چې په څرګندنه- اصطلاح د تقوا زېږنده دی او هغه روڼ ویني،چې د تقوا له کبله راپیدا کېږي؛نو عملي حکمت دی؛نه نظري .

حکيمان عقل په دوو برخو ویشي : نظري عقل او عملي عقل . البته موخه دا نه ده،چې په هر چا کې دوه عاقل ځواکونه دي؛ بلکې موخه دا ده،چې د انسان عاقله ځواک دوه ډوله فکري محصول لري،چې له بېخه سره اړپیچ- اختلاف لري : الواکي- نظري اندونه او عملي اندونه .

دلته وخت نشته،چې پردې فلسفي ویینې خبرې وکړم او د نظري او عملي اندو توپیر ووایم؛ځکه که پردې ویینه خبرې وشي له یوې ویناوالۍ ډېر وخت ته اړتیا لري . لنډ یې وایم،چې الواکي – نظري عقل هغه دی،چې د طبیعي پوهنو بنسټ دی؛لکه ریاضي او الهي فلسفه . دا پوهنې ټول په دې کې سره ګډې دي،چې په دې پوهنو کې د عقل کار د واقعیتونو په هکله ورمندون- قضاوت دی،چې پلاني څیز داسې او پلانى هغسې دی؟ پلانۍ اغېز او پلانۍ ځانګړنه لري که نه؟ ایا پلانۍ مانا حقیقت لري که نه؟

خو عملي عقل هغه دی،چې د ژوند د پوهنو بنسټ دی،د اخلاقي اصولو بنسټ دی او د پخوانیو په وینا،د اخلاقو او د تدبیر منزل پوهه او سیاست مُدُن دی . په عملي عقل کې د ورمندون- قضاوت وړ څیز، له واقعیتونو ځنې یو واقعیت نه دی،چې ایا داسې دی که هغسې؟ د ورمندون وړ- څیز،دنده او مکلفیت دی : ایا دا کار "باید" وکړم که هغه کار؟ داسې عمل وکړم که هغسې؟ عملي عقل هماغه دی،چې د ښه او بد،حسن و قبح،باید او نه باید او د امر او منع مفهوم زېږوي . هغه لار چې انسان یې په ژوند کې ټاکي،په کاردود- د کار طریقه او عملي عقلي ورمند دود- د قضاوت طریقې پورې یې اړه لري او نېغ په نېغه په کاردود او د الواکي عقل په ورمند دود پورې یې اړه نه لري .

دا چې په دیني اثارو کې راغلي ،چې تقوا عقل روښانوي او انسان ته د حکمت درېڅه پرانځي- لکه څرنګه،چې پخپله لحن يې هم راښيي- ټول په عملي عقل پورې اړه لري؛یعنې د تقوا له کبله انسان خپل درد او درمل او هغه لار ښه پېژني،چې په ژوند کې یې باید وټاکي او دا په الواکي- نظري عقل پورې اړه نه لري؛یعنې موخه دا نه ده،چې تقوا په الواکي عقل کې اغېز لري او که سړی تقوا لري؛نو غوره ده،چې پر ریاضي او طبیعي درسونو پوه شي او ددې پوهنو ستونزې هوارې کړي . ان په الهي فلسفه کې هم همدا شان ده، تر کومه،چې فلسفي اړخ لري او سرو کار یې له سول او استدلال سره دی او انسان غواړي پر استدلال قدم واخلي او په اند کې سریزې اډونوي – ترتیبوي،چې پایلې ته ورسي. د ربوبي معارفو په بل ډول کې،تقوا،پاکي او هڅې اغېز لري؛خو هلته نظري عقل، فلسفه،استدلال،سول، د سریزو اوډنه او اندیز سلوک،له پایلې،سرېزې ته او له سریزې،پایلې ته نشته .

موخه دا ده : دا حقیقت،چې بیان شو،چې تقوا د حکمت، لیدانې او روڼ وینۍ د زیاتوالي لامل ګرځي؛نو موخه ترې نظري مسایل او نظري عقل نه دی . ځینو ته چې ددې مطلب منل دومره ستونزمن دي،ښايي علت یې دا وي،چې دې مطلب ته یې د نظري عقل په پولو کې پراختیا ورکړې وي .

د عملي عقل پر وړاندې هم مطلب همداشان دی او ویلی شو،چې تر هر استدلال مخکې،تجربه ددې مطلب شاهده ده. واقعاً تقوا،پاکي او د اماره نفس اېلول،د عقل په روڼ وینۍ کې اغېزمن دي؛خو البته نه په دې مانا،چې عقل فی المثل د څراغ په شان دی او تقوا د دې څراغ د تېلو په شان او یا دا چې د عقل غونډال- دستګاه د روښنايۍ د مولد د کارخانې په څېر ده،چې اوسمهال دومره کیلوواټه برېښنا ورکوي او تقوا،چې راغله؛ نو دد کارخانې د برېښنا دومره کېلو واټه برېښنا به زیاته کړي . نه! داسې نه ده؛بلکې بل شان ده، څرګندونې ته یې یوه سریزه وایم .

د عقل د دښمنانو دښمن[سمول]

حضرت علي (ک) وايي : دوستان دې درې ډوله دي او دښمنان دې هم :

الف-دوستان دې : (١) دوست دې . (٢) د دوست دوست دې (٣) او د دښمن دښمن دې .

ب_دښمنان دې : (١) دښمن دې (٢) د دوست دښمن دې (٣) د دښمن دوست دې .

له دې وینا لېږد – نقل قول مې موخه دا وه،چې د د ښمن دښمن هم له دوستانو ځنې دی . داچې د دښمن دښمن ته دوست په شان لیدل کېږي؛ نو علت یې دا دی،چې دښمن کمزوری کوي او لاسونه یې ورتړي او له دې لارې له انسان سره مرسته کوي . دا خپله یوه قاعده ده،چې د دښمن دښمن د دوست په څېر دی او سړی پیاوړی کوي .

دا قاعده په وګړیو کې روانه ده او همداراز د انسان په حالاتو او مانیزو قواوو کې هم روانه ده . د انسان مانیز ځواکونه پر یو بل اغېز کوي او احیاناً مخالف اغېز لري او یو د بل اغېز خنثی کوي . په دې مطلب کې د نمښتې – انکار ځای نشته . د انسان په وجود کې د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ تضاد ته څه نا څه پاملرنه شوې او دا خپله اوږد داستان لري .

په روڼ وینۍ کې د تقوا د اغېزې خوالی- راز[سمول]

د ځاني غوښتنو سرکښي،تمې او له تعصب او ځېله ډکې ننګېرنې – احساسات هغه حالات او ځواکونه دي،چې د انسان په عملي عقل؛ یعنې د انسان په عملي انددود کې اغېز لري،چې د ښه او بد،خیر او شر، سم او ناسم، اړین او نا اړین، دنده او مکلفیت او دا چې اوس څه وکړم او څه ونه کړم،اغېز لري د انسان د عملي عقل سیمه او برخه په دې دلیل،چې د انسان په عمل پورې اړه لري،هماغه د ننګېرنو ،لېوالتیاوو او شهوتونو سیمه او برخه ده. دا چارې که د اعتدال له پولې ووتې او انسان یې محکوم شو او پرې حاکم نشو؛نو د عقل پر وړاندې ودرېږي،د عقل او وجدان د غږ پر وړاندې شورماشور او چغې سورې کوي، د عقل غږ ته پرازیت کېږي او انسان نور د خپل عقل غږ نه اوري، د عقل د څراغ پر وړاندې لوغړن او دوړن حالت رامنځ ته کوي او عقل نشي کړای رڼا خپره کړي . مثال یې داسې دی،چې موږ په دې فضا کې ناست یو او خبرې کوو،اورو او وینو؛ نو راښيي،چې یو تن خبرې کوي او نور چوپ ناست دي،څراغونه رڼا ورکوي او فضا هم رڼه او پاکه ده؛خو که په همدې فضا کې که هر څوک خبرې پیل کړي او په لوړ غږ سندرې هم ووايي؛نو څرګنده ده،چې ان ویاند به هم خپل غږ وانه وري او که همدا فضا لوغړنه شي؛نو څوک به یو بل و نه ویني.

شاعر وايي : 

حقــــیقت ســـرايي است اراســـــته

هــــــٍـــــــوا و هــــوس ګَرد برخاسـته

نبــینی که هر جـا که برخاست ګرد

نبـــــیند نظــــر ګر چه بیناســت مرد

بل شاعر وايي :

جمال یار ندارد نقاب و پرده ولــی

غبار ره بنشان تا نظر تــــوانی کرد

بل شاعر وايي :

چون غرض امد هنـــــــر پوشیده شد

صد حجاب از دل به سوی دیده شــد

د ساري په ډول : یو ځوان زده کړیال په پام کې ونیسئ،چې له ښوونځي راستون شوی او فکر کوي،چې باید خپل لوست ووايي؛نو دې کار ته ډېر کېني او درس وايي؛ښکاره ده که په دې اړه ناغېړي وکړي؛نو پایله به یې ناکامي،ناپوه پاتې کېدل او په زرګونو نورې بدمرغۍ دي . دا یې د عقل غږ دی . ددې غږ پر وړاندې ممکن،چې د شهوت،عیاشۍ او ګرځېدنې غږ هم راپورته شي او ارام یې پرېنږدي . څرګند ده که غږونه ډېر وي؛نو دې ځوان به د خپل عقل غږ نه وي اورېدلی او د فطرت څراغ ته یې پاملرنه نه ده کړې او له ځان سره وايي،راځه چې اوس خوشحاله وسو، نورو سره به بیا ګورو.

نو داسې ځاني غوښتنې که په انسان کې وي؛نو د عقل اغېز کمرزورى او خنثی کوي او په بله وینا : دا ځاني غوښتنې د انسان له عقل سره دښمني کوي .

رسول اکرم وايي : (( ستا تر ټولو ستر دښمن ستا اماره نفس او ستا سرکښې ننګېرنې- احساسات دي،چې تر ټولو درته نږدې دي او د دوو اړخونو ترمنځ دې دي .)) وګ : بحار الانوار ۷۰/ ۶۴ .

داچې دا دښمن تر ټولو ستر دښمن دی؛نو علت یې څرګند دی؛ځکه چې د عقل دښمن دی او عقل د انسان خورا ښه دوست دی .

رسول اکرم وايي : (( د هر چا واقعي دوست یې عقل دی .))

وګ : بحار الانوار ۱ / ۸۷ .

امام صادق وايي : ځاني غوښتنې د عقل دښمن دي .

وګ : مصباح الشریعه ۳۸/ ۲۳۳ .

حضرت علي (ک) وايي : د عقل له کينه کښو يو (هم) د ځان غوراوى دی. وګ :(نهج البلاغه ۲۱۲ حکمت)

حضرت علي (ک) وايي : افکار د هيلو تر څريکو لاندې دل ولېږي . وګ :نهج البلاغه ۲۱۹ حکمت.

[ ژباړن = پښتون شاعر وايي :

هیڅ د دښمنانو حاجت نشته دی دا دښمني لږه ده،چې ځان لرم ]

له هر دښمنه د عقل په ځواک دفاع کړای شو.که داسې دښمن راپیدا شي،چې عقل غلا کړي؛نو دا به تر ټولو خطرناکه وي .

صایب تبریزي يو شعر وايي،چې د هماغه حديث ژباړه ده :

بستر راحت چه اندازیم بهر خواب خوش

                            ما که چون دل دشمني داریم در پهلوی خویش

نو دې مطلب ته پاملرنه ضروري ده،چې د انسان مانیز حالات او ځواک له دې ،چې ځینې یې يو له بل سره تضاد لري؛نو یو پر بل مخالف اغېز کوي او تقریباً یو د بل اغېزې خنثی کوي یا په بله وینا یو له بل سره دښمني او حسادت کوي،چې له عقل سره د ځاني غوښتنو دښمنې له دې ځنې ده.

له همدې ځایه د عقل په پیاوړتیا او د لیدانې او روڼ وینۍ په زیاتوالي کې د تقوا د مانا اغېز روښانېږي . تقوا نه سوان دی،نه شګموښی- ریګمال او نه د څراغ تیل . تقوا د عقل د دښمن دښمنه ده، د دوستانو هغه درېم ډول ،چې حضرت علي (ک) وايي : دوستان دې : (١) دوست دې . (٢) د دوست دوست دې (٣) او د دښمن دښمن دې .

نو تقوا ځاني غوښتنې اېلوي،چې د عقل دښمنې دی او نور نه پرېږدي،چې د عقل اغېز خنثی کړي،لوغړن او دوړن حالت ورته رامنځ ته کړي، پرازیت ورته رامنځ ته کړي .

مولانا جلال الدين بلخي وايي : 

حســــــها او انــــــدیشــه بر اب صـــــــفا

همــــچو خــس بګـــرفتــــــه روی اب را

خـــس بس انبه بود برجو چون حبـــاب

خـس چو یکسو رفت پیدا ګشت اب

چون کـه تقـوا بـــست دو دســت هـــوا

حـــق ګـــشاید هـــر دو دســـت عقل را

نوجوته شوه،چې تقوا د انسان په انددود او ورمنددود کې واقعا اغېز لري؛خو د اغېزې ډول یې دا دی،چې د دښمن له اغېزې مخنیوی کوي او له دې لارې د عقل لاس پرانځي او آزادي ورکوي : (( عتق من کل ملکة)). حکما دې ډول عاملونو ته فاعل بالعرض وايي،چې په غیر مستقیم ډول اغېز کوي . وايي : فاعل، یا بالذات دی یا بالعرض . فاعل بالذات هغه دی،چې اغېز ترې خپله نېغ په نېغ راولاړ شوی وي او فاعل بالعرض هغه دی،چې اغېز د بل څیز زېږنده وي او ددې علت کار بل څه وي، مثال یې داسې دی؛لکه خنډ یې،چې هاخوا کړی وي او همداچې خنډ هاخوا شو؛نو دا علت بله اغېز تولیدوي؛خو بشر همدا بسیا ګڼي،چې هغه اغېز د خنډ له دې منځه وړونکي علت سره هم وتړي .

که انسان په هر څیز کې اړنګ وکړي؛خو په دې کې یې نشي کړای،چې غوسه،شهوت،تمه،کینه،ځېل،تعصب،ځانمني او دا شان چارې،په ژوند کې انسان کوڼ او ړندوي .انسان د هوس پر وړاندې کوڼ او ړوند دی . ایا په دې کې اړنګ کړای شو،چې د بشر له عادي او معمولي حالاتو ځينې یو یې دا دی،چې خپل عیب نه ویني او په نورو کې یې ویني او حال دا چې خپله تر نورو ډېر پرې ککړ دی؟ د خپل عیب پر وړاندې د دې نالیدۍ علت، بې له ځانمنۍ او ځان خوښۍ بل څه کېدای شي؟ په دې کې شک شته، متقیان،چې اخلاقي هڅې کوي او پر خپلې ځانمنۍ او نورو نفساني رذایلو برلاسي دي؛نو خپل عیب او درد روښانه او غوره درک کوي؟ انسان ته تر دې بل ګټور حکمت او علم شته،چې ځان ،خپل عیب او ورته د سمونې لار وپېژني؟ که مو توفیق تر لاسه کړ،چې د تقوا پر ځواک خپل اماره نفس اېل کړو؛نو هله به ووینو،چې څومره ښه د نېمکرغۍ لار درک کوو او څومره ښه پوهېږو او څومره روښانه وینو او څومره ښه راته عقل الهاموي . هغه وخت به پوه شو،چې دا مسایل څه دومره کړکېچن نه دي او استدلال ته هم اړتیا نه لري او خورا څرګند او روښانه دي او یوازې چغو او پرازیتونو نه پرېښودو،چې موږ د خپل عقل ښوونه واورو.


ایا هوښ- هوش غیر له عقل دی؟[سمول]

لیدل کېږي،چې ځینې وګړي په علمي مسایلو کې ډېر ځیرک او ویښیار دي او تر نورو مخکې دي؛خو همدا وګړي د ژوند په مسئله کې او په هغه لار کې حيران دي،چې باید ویې ټاکي .هغه وګړي،چې په پوهه کې یې ویښیارتیا تر دوی ډېره وروسته پاتې ده؛نو د ژوند ګټې په غوره او روښانه بڼه ویني؛ځکه دا اند رامنځ ته شوی،چې په انسان کې دوه څیزونه دي : یو ویښیارتیا او بل عقل،ځینې باهوشه دي او ځینې باعقله دي .

خو حقیقت دا دی،چې موږ د ویښیارتیا او عقل په نامه دوه ځواکه نه لرو. ویښیار وګړي،چې په پوهنیزو مسایلو کې حیران دي؛نوعلت یې هماغه دی،چې وویل شو: د عقل د دښمنانو د سرکښۍ له امله یې د عقل اغېزه خنثی شوې او پرازیتونه یې نه پرېږدي،چې د خپل عقل خبره واوري . د داسې وګړیو د وجود پرازیتونه ډېر دي؛نه دا چې عقل يې لږ دى .

د خبرو په پیل کې مې وویل : څه چې په الواکي عقل پورې اړه لري؛نو تقوا،اخلاقي هڅه- مجاهده او د اروا پاکوالی پکې څه اغېز نه لري . ان الهي فلسفه هم په دې اخلاقي مانا پورې اړه نه لري او دې ته مې اشاره وکړه،چې په عین حال کې تقوا او اخلاقي هڅه ده پر بل ډول د الهي معارفو په لاس ته راوړنه کې اغېزمنه ده. دا مطلب خپلواکې ویینې ته اړتیا لري . له پخوا راهیسې هوښیاران دې ټکي ته رسېدلي،چې په انسان کې پر ټولو عقلاني او ادراکي ځواکونو سربېره یو بل پټ حس هم شته،چې پرې د الهام اخستنې د حس نوم ایښوولای شو. نننۍ پوهې هم ورو ورو دا نظر تایيدوي او وايي،چې په انسان کې یو اصیل حس دی،چې تر هر ځواک او حس خپلواک دی . دا حس هم لږ و ډېر په ټولو وګړیو کې د اړپېچ، کمزورۍ او شدت په بڼه شته او د انسان د نورو حسونو په څېر د ودې او روزنې وړ دی .اوس باید ولیدل شي،چې په انسان کې څه څیز دې حس ته وده ورکوي او روزي یې؟

تقوا،پاکوالی،اخلاقي هڅې او له ځاني غوښتونو سره مبارزه دې حس ته وده ورکوي . د دین د سول – منطق له مخې، دا نانټی – غیر قابل انکار چار دی .

حضرت علي (ک) وايي :  (( عقل ځان ویښ کړی او اماره نفس یې وژلی دی، تر دې،چې د هڅې اغېز یې پر بدن ښکاره شوى او هډوکي ورته نازک کړي او د وجود پنډوالى یې ورته نرم کړى دی . په دې وخت کې پرې سخته برېښنا راځي او لار ورته ښيي او تل له دې وره هغې ته او له دې پړاوه يې هغه بل ته خوځوي،چې داسې ځای ته رسي،چې د مطلقې روغتيا  ور دی .)) وګ : ( نهج البلاغه ۲۱۸ خطبه)

((يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(مایده/۱۶)= او خداى د هغه په بركت هغو خلكو ته د سلامتيا لارې ښيي، چې په رضا پسې يې ځي او په خپل امر هغوى له تيارو رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي.))

تقوا او د ننګېرنو- احساساتو تلطیف[سمول]

تقوا او پاکوالی په بله برخه کې هم اغېز لري او هغه د عواطفو او ننګېرنو- احساساتو برخه ده،چې ننګېرنې لطیف او نرموي . متقي وګړي چې له چټلیو، ناوړه کارونو، ریا اوغوړه مالۍ یې ځان لرې ساتلى وي او خپل وجدان یې پاک ساتلی وي،خپل پت،برم او ازادي یې خوندي ساتلې او پام یې مانا ته و؛نه مادې ته؛نو ننګېرنې- احساسات یې له هغه سره توپیر لري،چې د فحشاوو،مادیاتو او ناوړه کارونو په ډنډ کې ډوب وي او مسلماً ننګېرنې یې سترې او خورا نازکې او خورا لطیفې دي او د مانیزو ښکلاوو پر وړاندې یې اغېزتیا ډېره ده، نړۍ بل شان او پر بله ښکلا ویني او هغه عقلي ښکلا ښه حسوي،چې په نړۍ کې ده .

کله دا مسئله هم راوړاندې کېږي،چې ولې د پخوا په څېر شاعران نه پیدا کېږي؟ هغه لطف او نرمي،چې د شيخ سعدي او حافظ شيرازي په ویناوو کې وه؛نن نه پیدا کېږي؟ حال داچې هر څه پرمختګ کړی دی، پوهه مخکې تللې او اندونو پرمختګ کړی او نړۍ له هر اړخه پرمختګ کړی دی .

که پر معاصرو شاعرانو بده و نه لګي؛نو ګروهمن یم،چې ددې چار علت یو څیز دی او هغه دا چې له طبیعي ذوق او پر اندیزې زېږند واک سربېره په وجدان کې نرمي،لطافت او حساسیت هم اړین دی،چې دا هله پیدا کېږي،چې څوک تقوا او مانیزتوب ته ډېره پاملرنه وکړي او د غوسې او شهوت بنده نه وي او آزادي ولري .


تقوا او پر سختیو د بریا ځواک[سمول]

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا(طلاق/۲)= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي،(خداى) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي .))

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا(طلاق/۴)= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له [عذابه] وساتي، [خداى] د هغه چارې اسانوي .))

حضرت علي (ک) وايي : (( څوک چې پر تقوا منګولې ښخې کړي؛نو چې سختۍ او ستونزې ورته رانږدې شوې،ترې لرې کېږي او ترخې چارې ورته خوږېږي کړاوونه ترې مخ اړوي او ستونزمن کارونه ورته اسانېږي .)) ( نهج البلاغه ۱۹۶ خطبه)

پوښتنه رامنځ ته کېږي : تقوا،چې اروایزه او اخلاقي ځانګړنه ده؛نو پر ستونزو او سختیو له برلاسۍ سره یې څه اړیکه ده؟

دوه ډوله سختۍ او ستونزې[سمول]

د سريزې په ډول یې ووایم :سختۍ او ستونزې دوه ډوله دي ، چې انسان ته راپېښېږي او پرې ککړېږي  :

یو هغه ډول دي،چې د انسان اراده او اختیار پکې ښکېل نه ده او مثال یې داسې دی؛لکه یو انسان،چې په الوتکه کې سپور شي او الوتکه خرابه شي او یا دا چې په بېړۍ کې سپور شي او سمندر توفاني شي او د ډوبېدو احتمال یې وي . بې له دې،چې د وړاندوینې وړ وي او د انسان اراده پکې ښکېل وي ،داسې کړاوونه ممکن هر چا ته پېښ شي .

بل ډول کړاوونه هغه دي،چې د انسان اراده او اختیار پکې ښکېل وي،چې ورننوځي که نه او که ورننوځي؛نو څرنګه به ترې راوځي یا په بله وینا : اخلاقي او ټولنیز کړاوونه .

نو دلته دوه مسئلې رامنځ ته کېږي : یو یې له لومړي ډول کړاوونو د انسان په ژغورنه کې د تقوا اغېز ده او بل له دویم ډول کړاوونو د انسان په ژغورنه کې د تقوا اغېز ده .

د لومړي ډول په اړه زه اوس څرګندونه نه کوم،چې د قرآن بیان له دې ډول کړاوونو د ژغورنې په هکله دی که نه دی . البته څه مانع نشته،چې داشان قانون په نړۍ کې وي او یو ډول الهي ضمانت وي؛لکه د دعا قبلېدل . په نهج البلاغه کې داسې غونډله- جمله ده،چې ددې مطلب د تفسیر په بڼه یې ګڼلی شو،چې موخه له دویم ډول کړاوونو ژغورنه ده .

حضرت علي (ک) وايي : (( پوه شئ،څوک چې الهي تقوا ولري؛نو خدای ورته له فتنو د وتو لار او د تپو تیارو پر ځای رڼا ورکوي .))

وګ : ( نهج البلاغه ۱۸۱ خطبه)

فتنې هماغه اخلاقي او ټولنیز کړاوونه دي . لومړي ډول کړاوونه "نادرالوجود" دي . غټ کړاوونه او سختۍ،چې انسان ته راپېښېږي او هر ډول دنیوي او اخروي نېکمرغۍ ترې اخلي؛نو همدا اخلاقي او ټولنیز کړاوونه دي . دې ته په پامنیوي،چې د هر چا د ډېری کړاوونو جرړه پخپله هماغه دی او هر څوک د ځان تر ټولو ستر دښمن دی . هر څوک د ځان برخلیک پخپله ټاکي . له ځان سره د هر چا غالب چلنونه دښمنانه دي .

ډېری کړاوونه،چې راپېښېږي،له بهره نه دي راغلي او خپله مو ځان ته جوړ کړي دي . ما خپله په ژوند کې او د نورو په ژوند کې،تجربه کړي،چې همداسې ده. دې ته په پامنیوي، ښه څرګندېږي،چې له فتنو په لرې ساتلو کې د تقوا وسله څومره اغېزمنه ده او که فرض کړو،چې فتنه هم ورپېښه شي؛نو تقوا یې ژغوري . قرآن کريم وايي:

(( إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ (اعراف/۲۰۱) = په رښتيا له پرهېزګارانو سره، چې د شيطان وسوسه پيدا شي (؛نوسملاسي خداى او دهغه مكافات او مجازات) رايادوي او(په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه "ليد" مومي .))

په همدې دلیل،چې تقوا لومړۍ اغېز لري؛یعنې روڼ ویني او د لیدانې- بصیرت زیاتوالی؛نو دویم اغېز هم لري؛یعنې له کړاوونو او سختیو څخه ژغورنه . کړاوونه او ستونزې په تیارو کې پیدا کېږي، د ګناهونو او ځاني غوښتونو په تیارو کې . چې د تقوا رڼا پيدا شي او لار له څاه څخه وپېژندل شي؛نو انسان به لږ پر کړاو اخته شي او که اخته هم شي؛ نو د تقوا په رڼا کې به ترې ښه د وتو لار ومومي.

له دې ټولو،چې تېر شو تقوا او ځان ساتنه ددې لاملېږي،چې انسان د خپل وجود زېرمه ځواکونه پر حرامو لارو تويې نه کړي او تل زېرمه ځواک ولري . څرګنده ده،چې ځواکمن،هوډمن او با شخصیته انسان ښه تصمیم نیوای شي او ښه هم ځان ژغورلای شي؛لکه څرنګه چې رڼا د ژغورنې وسیله او لار ده؛نو واک او ځواک درلودل هم یوه لار او وسیله ده،چې خدای ایښې ده . د حضرت یوسف (ع) په سورت کې یو آیت دی،چې د همدې داستان پایله ده. د حضرت یوسف (ع) داستان به مو اورېدلی وي. چې داستان پای ته رسي؛یعنې تر دې وروسته،چې حضرت یوسف (ع) د "مصر" عزیز شي او وروڼه یې د سوکړې-قحطۍ له کبله،د غلې دانې لاس ته راوړنې ته له "کنعان" څخه مصر ته راځي او دوی حضرت یوسف (ع) نه پېژني؛خو حضرت یوسف (ع) دوی ټول وپېژندل او بیا په یوه پلمه حضرت یوسف (ع) خپل سکه ورور؛ "بنیامن" له ځان سره ایساروي او وروڼه یې دویم ځل حضرت یوسف (ع) ته راځي او په سوال او زارۍ ترې غلې دانې غواړي او قرآن کریم د سوال او زارۍ دا پېښه څومره ښه انځور کړې ده :

(( يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ (یوسف/۸۸)= عزيزه ! موږ او كورنۍ مو په (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅېزه پانګه راوړې ده، ته پرې موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات راباندې وكړه، چې خداى خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي .))

حضرت یوسف(ع) تردې وخته ځان نه و  ورښوولى او په دې وخت کې یې ځان م وروښود : 

((قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ(يوسف/۸۹)= (يوسف) وويل :((ايا پوه شوئ، چې تاسې د ناپوهۍ پر وخت (او ځوانۍ کې) له يوسف او ورور سره يې څه وكړل ؟)) ((قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ( يوسف/۹۰)= هغوى وويل:"ايا ته هماغه يوسف يې؟"ويي ويل:"(هو)زه يوسف يم او دا زما ورور دى، خداى پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛نو په پاى كې بريالي كېږي؛) ځكه خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي .)) دا څه چې تاسې وینئ د تقوا پایله ده، مریى شوم او د ده او هغه تر لاس لاندې شوم؛خو تقوا مې وساتله . کار مې تر دې ځایه راورسېد،چې د "مصر" تر ټولو ښکلې ښځې ځان ته راوبللم؛خو ځان مې وساته .

(( قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ (يوسف/۳۳)=(( زما پالونكيه ! دوى چې ما څه ته رابولي،له هغه خو راته زندان ډېر ښه دى.)) د هغه ورځې تقوا،زه نن د مصر عزیز کړم .

تقوا،صبر او پاکوالی په نړۍ کې نه ورکېږي او سړی له پرېوتي ذلته د پت هڅکې څوکې ته رسوي .(( إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)) داسې ده؛ لکه چې قرآن د حضرت یوسف د داستان پایله په دې غونډله- جمله کې غورچاڼ کړېې: "عاقبت له تقوا سره دی" .

تقوا،انسان له کړاوونو او ستونزو ژغوري او د برم هڅکې څوکې ته یې رسوي .

(( وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا(طلاق/۲)= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي،(خداى) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي. )) چې امام حسین خپلې کورنۍ ته وینا کوي،پر څه ډاډ او ایمان ورته خبرې کوي؛نو خبرې یې انسان هک پکوي . دا څرنګه ایمان او ډاډ دی او له کوم ځایه یې اخستی و؟ راغلي،چې امام حسین په دویم ځل له خپلې کورنۍ سره خدای په اماني وکړه،و یې ویل : ((ستونزو زغملو ته چمتو وسئ او پوه شئ،چې خدای به مو وساتي او ملاتړ به مو شي ، و به مو وژغوري او د کار پای به مو نېکه کړي او دښمنان به مو پر ډول ډول عذابونو ککړ کړي او تاسې ته به ددې کړاوونو پر وړاندې ډول ډول نعمتونه درکړي،هسې نه چې ګیله وکړئ او پر خوله مو داسې څه راشي،چې ارزښت مو راټیټ کړي .))

وګ : نفس المهموم ۳۵۵ او ۴۴۵ مخونه.

له نهايي پایلې،چې امام حسین کوم ډاډ درلود؛نو خپلې کورنۍ ته یې تلقین کړ او دا له هغې آیته سرچینه اخلي ،چې وايي :

(( وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا(طلاق/۲)= او څوك چې [خپل ځان] د خداى له[ عذابه ] وساتي، (خداى) هغه ته (له ستونزو)د وتو لار پيدا كوي. ))

امام حسین دا تضمین له قرآنه اخستی و،هغه ډاډ،چې رښتیني یوسف (ع) درلود،چې د تقوا پایلې ته ورسېد؛نو حضرت یوسف (ع) په خوښۍ وویل: ((إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ))؛خو امام حسین، مخکې تر دې،چې د داستان پاې ته ورسي او پایلې ته ورسي؛نو پایله یې لیده .

د امام حسین خبرې د کورنۍ پر زړه لکه د غشي کېناستې، سختۍ او بندونه یې وزغمل؛خو د صبر او تقوا تر سیوري لاندې . د کار پایله یې هماغسې شوه؛لکه څرنګه چې امام حسین ورسره ژمنه کړې وه او خدای په قرآن کې تضمین کړې وه. تر لږې مودې وروسته ګورو،چې حضرت زینب د امام حسین همدا غونډلې پر نورو الفاظو او پر یوه نړۍ ډاډ نړۍ ته وايي او یزید بن معاویه ته یې مخه کړه،ویې ویل : ((هره ټګي، چې کوې،ویې کړه او څه چې دې زړه غواړي، ویې کړه؛خو پر خدای قسم و به نشې کړای نوم،محبوبیت او درناوی مو له منځه یوسې او نشې کړای هغه ژوندۍ وحې مړه کړې،چې زموږ په کور کې پیدا شوې ده. تا ته په دې نړۍ کې بې له ننګ او رسوايۍ بل څه نه دي پاتې .))


پر نېکیو امر او له بدیو منع[سمول]

(( وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(ال عمران/۱۰۴)= او بايد له تاسې يوه ډله (خلك) نېكيو ته راوبولي او پر ښو چارو ورته امر وكړي او له بديو يې راواړوي او همدغه بريالي دي .))

"پر نېکیو امر او له بدیو منع" د اسلام له عملي اصولو ځنې دی او داسې آر دی،چې په قرآن او نبوي سنتو کې څرګند او پرې ټینګار شوى دی او بیا د دین علماوو هم په پېړیو پېړیو او پوړ په پوړ د دې آر د اهمیت په اړه خبرې او لیکنې کړي دي،اسلامي علماوو هم پرې خورا ویینه کړې او تر هر ځای ډېر د فقهې په کتابونو کې پرې څېړنه او ویینه شوې ده.

هغه مسایل،چې فقهاء یې وړاندې کوي[سمول]

معمولاً فقهاء او همداراز غیر فقهاء،چې دې مطلب ته ورننوتي،خپله ویینه یې څو برخې کړې . دې برخو ته ورننوتل نه غواړم او لنډه کتنه ورته کوم او يوازې لړلیک یې وایم :

په قرآن کې په دې اړه خورا آیتونه راغلي او له رسول اکرم(ص) څخه هم په دې هکله ډېر حدیثونه راغلي او د امامانو په ویناوو کې هم پرې  خورا ټینګار شوی دی .

"پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" د مانا او پېژندنې ویینه ده او احیاناً د مانا په اړه يې ،ځینې فقهاء د "حسن او قبح" مشهورې کلامي ویینې ته ورننوتي دي .

ایا "پر نېکیو امر او له بدیو منع" عیني واجب دی که کفايي واجب؟

د وجوب شرایط يې څه دي؟ځکه هر مکلفیت، امر او منع ځان ته شرایط لري . پر عامو مشهورو شرایطو سربېره؛لکه عقل،بلوغ،واک او ان علم، چې د هر مکلفیت شرایط دي، هر ځانګړی مکلفیت ممکن ځانګړي شرایط ولري . ایا "پر نېکیو امر او له بدیو منع" هم ځانګړي شرایط لري که نه ؟

معمولاً فقها ورته څلور شرطونه وايي :(١)پوهه(٢)د اغېزې او پایلې احتمال(٣)د زیان نشتوالی(٤)د سرغړاندي دوام او ټینګار؛یعنې هغه چې نېکیو ته يې شا کړې او یا یې بدي کړي وي او پښېمانه شوی نه وي .

بله مسئله،پر نېکیو د امر او له بدیو د منع د پوړونو- درجو په اړه ده،چې په احادیثو کې په ټولیزه راغلې،چې درې پوړونه او درې مقامونه لري : د زړه پوړ، د ژبې پوړ او د لاس پوړ.

فقهاوو هم دا درې پوړونه راڅپړلي،تفصیل یې ورکړی او ويلي یې دي،چې په لومړي پوړ کې مسلمان باید په زړه کې د ګناهونو او الهي واجباتو ته د شاکونې پر وړاندې کرکه ولري او د زړه د کرکې تر ټولو کوچنۍ نښه داده،چې تندی ورته تريوکړي؛یعنې نیوکه پرې وکړي او ورسره روغ بړ و نه کړي . د ژبې په مرتبه کې هم باید لومړی په نصیحت او نرمۍ دا کار وشي او که څه ګټه یې نه درلوده؛نو ستغې او سختې خبرې دې ورته وشي . د لاس پړاو او مرتبې ته یې هم ځینې مراتب ويلي ، چې کله نا کله دې ته هم اړتیا ده،چې له زوره دې کار واخستل شي او ښايي نوموړي ته زیان هم ورسي،ټپي شي او یا دا چې احیانا‏ً د سرغړاندي د وژلو لامل هم شي .

خبره،چې دلته رارسي؛نو فقها تمېږي او وايي،چې دا نور د عامو خلکو کار نه دی . عام خلک ددې حق نه لري،چې له ځانه پر دې چار لاس پورې کړي . "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" دا پوړ د شرعي واکمن یا د هغه دنده ده،چې د شرعي حاکم له اړخه ددې کار اجازه ولري . که عامو خلکو ته ددې کار اجازه ورکړه شي؛نو په ټولنه کې به ګډوډي رامنځ ته شي .

"پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" تر ویینې لاندې فقها نور مسایل هم وړاندې کوي،چې په حقیقت کې له دې بابه نه دي او ځان ته بېل باب غواړي؛لکه څوک بايد دا سزاوې ترسره کړي؟ د امام مهدي په غیبت کې دا د فقهاوو دنده ده که نه؟
"حدود"  هغو سزاګانو ته وايي،چې د اسلام د شرع له خوا یې حد او اندازه ټولو ته معلومه وي؛لکه د غلا حد او د زنا حد.

"تعزیر"د هغو سرغړاندیو سزاګانې دي،چې د اسلام شرع دې سرغړاندیو ته معلوم حد او میزان نه دی ټاکلی او هغه یې په هر ځای کې د واکمن په نظر پورې تړلی ده،چې د بېلابېلوعلتونو او لاملونو له مخې،چې په هره موضوع کې دي او چې څومره پوهېږي او د سازښت – مصلحت غوښتنه وي؛نو و دې یې ټاکي.

"حدود" او "تعزیرات" هم؛ لکه "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" په څېر د دې لپاره تشریع شوي،چې د بدیو مخه ونیول شي او ښې چارې تایيد او پیاوړي شي .

دا د هغو مطالبو غورچاڼ و،چې په اړه یې معمولاً ویینه کېږي او له همدې لنډې کتنې جوتېږي،چې ددې مطلب په هکله د ویینې طریقه څرنګه وه .

زه به په اسلام کې د عمل له اړخه "پر نېکیو امر او له بدیو د منع" تاریخ ته لنډه کتنه وکړم،چې مسلمانان څرنګه او په کوم ډول له دې آر سره مخ شول؟ او څه ډول عمل یې پرې وکړ او پلى یې کړ؟ په پای کې به پرې نوره لنډه ویینه هم وکړم .

د اسلام په تاریخ کې حِسبه او احتساب[سمول]

حدوداً زر کاله مخکې دې آر په اسلامي ټولنه او اسلامي حکومت کې کړۍ او تشکیلات رامنځ ته کړل،چې د اسلام په تاریخ کې دې کړۍ ته د "حسبې یا احتساب" کړۍ ویل کېږي او په پېړیو یې دوام وموند. زه د "حسبې" د پیدا کېدو له دقیقې نېټې خبر نه یم،چې له کومه وخته راپیدا شوې او پردې نامه نومول شوې؛خو څرګند دا دي او تاریخي لاسوندنونه- شواهد هم راښيي ،چې څلورمه پېړۍ و.

دا کړۍ،"پر نېکیو د امر او له بدیو د منع"په نامه جوړه شوه او دیني سټه یې درلوده او له حکومتي چارو وه؛لکه څرنګه چې نور تشکیلات او کړۍ هم وې؛لکه د قضاء کړۍ،چې دا هم ځان ته تاریخ لري او تر دویم خلیفه وروسته د قضاء چارې د خلیفه پر حکم بل ته وسپارل شوې او ورو ورو یې پراختیا ومونده،چې د هارون الرشيد په وخت کې د امام ابوحنیفه (ره) شاګرد "ابویوسف" (ره) ورته منظم تشکیلات جوړکړل او پخپله ابویوسف د قضايي تشکیلاتو په سر کې "قاضي القضاة" شو. همداراز د "دیوان مظالم"په نامه بله کړۍ هم وه،چې د ښارساتنې دنده یې پر مخ وړه.نورې کړۍ هم وې،چې په یو ډول په حکومت او د خلافت په غونډال پورې تړلې وې .

په هر حال د "حسبې" کړۍ هماغه د "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" کړۍ وه،چې دیني رنګ یې درلود. "محتسبین" او په تېره بیا هغوی چې د کړۍ په سر کې ول،هم باید عالم وای او هم باید پوه وای او هم یې تقوا درلودای او په خلکو کې یې بايد دیني درناوی هم درلود.

"محتسب" د خلکو د کړنو څارن و،چې خلک پر بدیو ککړ نشي،په تېره بیا شرابخوري او شرابخواره یې تر کلکې څارنې لاندې ول . هغه شاعران، چې د "می" او شرابو په نامه یې شعرونه ویل؛نو د "محتسب" له زوره خورا سر ټکوي او د "محتسب" ویی- کلمه یې ډېره په خپلو اشعارو کې کارولې ده. کله د خدای شکر کوي،چې "محتسب" نه دی یا دا چې محتسب مړ شو، "حافظ شيرازي" تر ټولو ډېر د محتسب نوم په شعرونو کې راوړی دی .

ای دل بشارتی دهمـــــت محتسب نماند

وز می جهــان پر است و بت میګسار هم

وايي : د حافظ شيرازي نظر پر "امیر مبارزالدین" و،چې تر څه وخته د خلکو د پام راړونې په موخه یې "پر نېکیو امر او له بدیو منع" کوله او لکه د یو "محتسب" يې چلن کاوه . د "محتسب" نوم یوازې حافظ شيرازي ورکړ.

"پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" په اړه د "حسبه" او "احتساب" څرګندنه- اصطلاح،یوه مستحدثي څرګندنه ده او له هماغه وختونو،چې په اسلامي حکومت کې د احتساب کړۍ رامنځ ته شوه،دا ویی هم "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" د مانا په هکله وکارېده که نه په قرآن یا نبوي احادیثو کې دا ویی "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" په هکله نه ده کارېدلې. نه د اهلسنتو په روایتونو کې او نه هم د شیعه وو په روایتونو کې دا ویی په دې مانا نه ده کارول شوې .

په وروسته پېرونو کې،چې دې ویې په اسلامي ټولنه کې ځان ته ځای پرانست؛نو ورو ورو یې د فقهاوو او علماوو په څرګندنه یې هم لار ومونده او ځینو "پر نېکیو امر او له بدیو منع" ((باب الحسبه)) ونوموله . په شیعه علماوو کې تر کومه،چې زما یاد دي، په فقهاوو کې "محمد بن مکي" دی،چې د "دروس" په کتاب کې یې رسماً د "کتاب الحسبه" تر نامه لاندې، "پر نېکیو امر او له بدیو منع" یاده کړې او په محدثینو کې "فیض کاشاني" دی،چې د "وافي" په کتاب کې یې حسبه غځولې،چې د جهاد،پر نېکیو د امر او له بدیو د منع او د حدود کتاب دی . د "مجمع البحرین" خاوند هم په دې،چې یوازې د هغو لغتونو تفسیر او شرح کوي،چې په قرآن کې راغلي، دا ماده په دې مانا کارول شوې او لکه چې مخکې مې وویل:په قرآن یا احادیثو کې دا ماده "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" په مانا نه ده راغلې .

په هر حال پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په نامه داسې یوه کړۍ د اسلام په تاریخ کې رامنځ ته شوه،چې پراخه کړۍ و. که څه هم حسبه او احتساب له دې مخې،چې د حکومت او خلافت په غونډال پورې تړلى و؛نو نه یې شو کړای بشپړ اسلامي وي؛خو دا چې د اسلامي مقرراتو او احکامو د پلي کېدو په اړه د خلکو غوښتنو دا چار رامنځ ته کړی و؛نو نسبتاً ګټوره کړۍ وه او د حسبې او احتساب په هکله ښه کتابونه هم کښل شوي دي .

د "معالم القربه فی احکام حسبه"په نامه مې په دې وروستیو کې یو کتاب ولید،چې شافعي فقهاوو کښلی او یو اروپايي مستشرق په اروپا کې هم چاپ کړى،چې انسان داسې کتابونه ویني؛نو ویني،چې پخوا به ټولنیزو سمونو ته څومره پاملرنه کېده او د مسلمانانو دیني شعور څومره پراخوالی درلود. د دیني او شرعي مکلفیت او پر نېکیو د امر او له بدیو د منع د آر له مخې یې دا خپله دنده ګڼله،چې د ژوند په ټولو برخو کې پر سمونو لاس پورې کړي .

د احتساب د کړۍ اوېجه- قلمرو[سمول]

"جرجي زیدان" وايي : د احتساب کړۍ به پخوا هماغه چارې کولې،چې نن یې ښاروالي کوي .

زه وایم،ډېری چارې،چې نن یې ښاروالۍ کوي؛نو پر هغه ورځ د احتساب کړۍ کول . د ساري په ډول : د محتسب د دندې په اړه،چې کتابونه کښل شوي،لیکي: د محتسب باید دې ته پام وي،چې شیده او ماسته پلورى باید د مستو او شیدو پر لوښي سر کېږدي،چې مچان یې چټل نه کړي او دا لوښي بايد لږ تر لږه په شواروز کې یو ځل ووینځي . که د ښار دېوال خراب شي؛نو د حسبې د کړۍ دنده ده،چې جوړ يې کړي . که په ښار کې اوبه وچې شوې؛نو د حسبې د کړۍ دنده ده،چې اوبه پیدا کړي او دا شان نور کارونه،چې نن یې ښارولۍ کوي؛خو د حسبې د کړۍ کارونه یوازې دا نه وو او ډېری کارونه،چې نن یې د څارندوی پولیس کوي،هغه مهال به محتسبینو کول .د ساري په ډول : هغوی به له روژه خوړنې، شرابخورۍ او له فسق سره مبارزه کوله . د محتسبینو هغه ډېری کارونه او دندې نن په ټولیزه پر ځمکه ایښوول شوي او څوک یې هم نه کوي؛لکه پر جوماتونو او ممبرونو څارنه،چې واعظ د دروغو احادیث و نه وایي او خلک بدعت ته را ونه بولي او یا دا چې پر ممبر ځان ښوونه و نه کړي . دا ټول کارونه د روحانیت په سازمان پورې اړه لري او د حکومت په کارونو پورې نېغ په نېغه اړه نه لري او نن په ټولیزه شا ته غورځول شوي دي .

د "جرجي زیدان" دا خبره سمه نه ده،چې وايي،د حسبې د کړۍ کارونه هماغه دي،چې نن یې ښاروالۍ کوي .د احتساب د کړۍ جرړه، "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" آر دی او د ښاروالۍ په ځانګړې کړنو پورې اړه نه لري .

پر نېکیو امر، د احتساب له کړۍ بهر[سمول]

داچې د احتساب کړۍ په حکومت پورې تړلې رسمي کړۍ وه او خپلې دندې یې ترسره کولې؛نو دا په دې مانا نه ده،چې خلکو خپله دنده او مکلفیت شا ته اچولی وي . مخکې مې هم وويل او د فقهاوو له ویناوو مې رانقل کړل،چې "پر نېکیو امر او له بدیو منع" مراتب لري او یوازې په هغه ځای کې،چې د زور، بندي کېدو،وهلو ټکولو او ان د وژلو خبره وي؛نو دا کار د عمومو خلکو له دندې بهر دی او د اسلامي واکمن دنده ده؛خو نورې مرتبې؛لکه وريادول،موعظه کول،نیوکه او د اړیکو پرېکول او داسې نور د هر مسلمان وګړي دنده ده او پخوا به هر وګړي دا خپله حتمي دنده ګڼله،چې د خپل واک او وس هومره د مسلمانانو د چارو په سمونه کې ګډون وکړي .

د احتساب درناوی او سپېڅلتیا[سمول]

دا چې نن د احتساب پراخه کړۍ ځایناستی نه لري؛دا ځکه چې دیني سټه او رنګ یې درلود او خلکو خپله شرعي دنده ګڼله،چې ورسره مرسته وکړي او پیاوړې یې کړي؛نو چا چې به دا چار کاوه؛نو د داسې کسانو په ګومارنه کې به یې تقوا ته ټينګه پاملرنه کوله او خلکو به هم ددې خلکو درناوی کاوه .

په تېر مهال کې د مسلمانانو د سمونپالو څرګندونو د لمن پراختیا د حسبې او احتساب تاریخ ته په کتنې جوتېږي،چې تېرمهال د مسلمانانو نظر خورا پراخ و او "پر نېکیو امر او له بدیو منع" یې یوازې د عبادتونو په درې څلورو مسئلو پورې لنډ ګنډ کړی نه و؛بلکې دا آر یې عملاً د ټولو اخلاقي او ټولنیزو سمونو ضامن ګاڼه .

د اسلام سپارښتنه او ټینګار[سمول]

په اسلام کې "پر نېکیو امر او له بدیو پر منع" خورا ټینګار او سپارښتنه شوې او ډېری ګټې ورته بیان شوي دي . قرآن کريم وايي :

((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(توبه/۷۱)= مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې د يوبل دوستان دي،پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او لمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او د هغه د پېغمبر اطاعت كوي،ژر به پرې خداى خپل رحمت ولوروي، په رښتياچې خداى ناماتى حکيم دى .))

په دې آیت کې ځینې برخې د علت او معلول او د سبب او مسبب پر یو بل مترتبې بیان شوي : د تقلیدي او تلقیني ایمان نه؛بلکې د حقیقي او واقعي ایمان څرګنده نښه د یو بل له برخلیک سره د تړاو- علاقې او مینې اړیکه ده او ددې مینې او تړاو لازمه، پر نېکیو امر او له بدیو منع ده .

پر نېکیو د امر او له بدیو د منع لازمه د پالونکي پر وړاندې د بندګانو د عبادت او خضوع دندې (لمونځ) ته پاڅون دی او د نشتمنو د لاسنیوي دندې(زکات) ته پاڅون دی او په پای کې "پر نېکیو امر او له بدیو د منع" لازمه د خدای او رسول اطاعت او د ټولو دیني احکام بیا راژوندي کول دي . ددې ټولو لازمه دا ده،چې د وسمن خدای بې پایه لورنې به مو برخه شي،چې وسمن خدای خپل ټول کارونه پر حکیمانه دود پلي کوي . 

پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په اړه امام باقر وايي : (( په دې آر نور حکمونه راژوندي کېږي،لارې خوندي کېږي، ورهڼګري- کسبونه حلالېږي،مالونه خپلو اصلي مالکانو ته رسي،ځمکې ابادېږي، له دښمنه غچ اخستل کېږي او چارې سمېږي.)) وګ : ( فروع کافي ۵ / ۵۶)

یو خوا چې انسان دې حکمونو او لارښوونو ته ګوري او بلخوا ویني، چې په ځینو پېرونو کې مسلمانانو څه نا څه پرې عمل کړی او ګټنه یې ترې کړې او بیا خپل اوسنی حالت وینو؛نو خورا خواشیني کېږي .

زه نه وایم،چې تېرمهال د "حسبې" د کړۍ په نامه،چې څه و؛نو نیمګړتیا یې نه درلوده او د اسلام د شرع موخه یې پوره ترسره کوله،زه تېرمهال له اوس سره پرتله کوم او وینم،چې موږ څومره وروسته پاتې یو.

پردې سربېره ،چې "پر نېکیو امر او له بدیو منع" ته نن داسې واک په هیڅ بڼه نشته، له بېخه،څه چې ډېر د خواشینۍ وړ دي دا دي،چې دا اندونه په ټولیزه د مسلمانانو له مغزو وتلي دي او هغه څیزونه،چې هغه ورځ یې د حسبه دنده ګڼله او د حسبې په نامه یې "پر نېکیو امر او له بدیو منع" کوله او خپلې ټولنیزې چارې یې پرې سمولې، نن له بېخه دینې چارې نه شمېرل کېږي او که احیاناً څوک پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په تکل کې شي؛نو فکر نه کوي،چې دا سمونې هم ددې دندې او مکلفیت برخه ده؛یعنې نېکیو او بدیو خپله هغه پراخ مانا له لاسه ورکړې او یوازې په یو عبادي مسئلو پورې یې رالنډه کړې،چې په خواشینۍ پر هغې هم عمل نه کېږي . که د اسلام په سول کې پر نېکیو امر او له بدیو منع دومره پراخوالی نه درلود؛نو راته به یې نه ویل : (( په دې آر نور حکمونه راژوندي کېږي،لارې خوندي کېږي،ورهڼګري-کسبونه حلالېږي، مالونه خپلو اصلي مالکانو ته رسي،ځمکې ابادېږي، له دښمنه غچ اخستل کېږي او چارې سمېږي .))؛ځکه دا کوچنی او لنډ اند، چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع پر نامه مو اوسمهال په مغزو کې دی، که څومره هم د عمل جامې ورواغوستل شي؛نو ناشونې ده،چې دومره ښې اغېزې ولري .

په سمونو کې د خلکو بې توپیري[سمول]

داچې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع اند د خلکو په نظر کې لنډ شوی او خلک پر نېکیو د امر او له بدیو د منع له اړخه د ټولنیز ژوند د چارو په سمونه کې نه دي؛نو پایله دا شوې،چې که احیاناً ښاروالي د ساري په ډول د خوړو توکیو په اړه په سمونې لاس پورې کوي،چې د ګران پلورۍ مخه ونیسي یا دا چې د موټرو سم تګ راتګ ته قوانین وضع کړي؛نو خلک دا نه ننګیري- احساسوي،چې دلته یو دیني چار ښکېل دی؛ ځکه نه ننګیري،چې دا هم له دیني اړخه یوه دنده ده. د "جواهر" د خاوند په وینا: پر هره وسیله او هر طریقه،چې وي، داسې کار باید وکړو،چې نېکۍ پیاوړې شي او د بدیو جرړه راوایستل شي، دا چې خلک په دې چار کې ناغېړي دي؛نو علت یې دا دی،چې دا چارې یې د نېکیو او بدیو له کړۍ ایستلي دي .

په دې وروستیو کې پر نېکیو د امر حالت[سمول]

څه چې مې وويل،په لرې تاریخ کې پر نېکیو امر او له بدیو منع ته لنډه کتنه وه. بده به نه وي،چې ددې آر نږدې تاریخ ته هم کتنه وشي؛یعنې یوه یا نیمه پېړۍ مخکې او دا یې په کتابونو کې نه دي کښلي او هغه څه دي،چې له سپین ږېرو او نېکونو مو اورېدلي دي .

باید ووایم؛لکه څرنګه چې انسان د دیني مشرانو سپارښتنو یا لرې تاریخ ته کتنه کوي؛نو خواشینېږي،چې ولې دا آر نن عملي نه دی . همداراز په دې وروستیو کې،چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په نامه کومې بوږنوونکې او وحشتناکې پېښې رامنځ ته شوي؛نو له خدایه شکر کوي،چې څومره ښه وشو،چې پر نېکیو دا امرونه او له بدیو دا منع له منځه ولاړل او که څه ترې پاتې وي؛نو کاشکې چې د هغې هم جرړه راووځي . په دې وروستیو کې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په نامه مو په ټولنیز ژوند کې داسې څه رامنځ ته شوي،چې باید وویل شي که پر نېکیو د امر او له بدیو د منع مانا دا وي؛نو غوره ده،چې دا آر همداسې تر خاورو لاندې پاتې شي .

هېر شوی آر[سمول]

دا آر هېر شوی دی . ولې باید دا آر هېر شي؟ ګروهمن یم،چې په دې ځای کې هم لکه د ټولو ځایونو په شان، بهرني علتونو ته تر پاملرنې مخکې د حضرت علي (ک) وینا ته پاملرنه وکړو،چې وايي : (( ستا د درد دوا پخپله په تا کې ده او د درد جرړه هم په تا کې ده.)) دا موږ يو،چې دې آر ته مو داسې بڼه ورکړې،چې خلک مو ترې کرکجن کړي او د دې آر د هېرونې لامل شوي یو.

د پلیز اړخ په اسلام کې پر نېکیو امر او له بدیو منع ځان ته شرایط لري. لومړی شرط یې ښه نیت او اخلاص دی . موږ یوازې پر هغو بدیو د نیوکې حق لرو،چې ښکاره ترسره کېږي او څه چې د خلکو په شخصي ژوند پورې اړه لري؛نو دا حق نه لرو،چې پکې لاسوهنه او پلټنه وکړو؛خو تېرمهال داسې کسان ول،چې دا کارونه یې کول او له دې سپېڅلي آره یې ناوړه ګټنه کوله،چې خپلو موخو ته ورسي. څو ورځې به یې په مدرسه کې تېرولې،ږېره به یې اوږدوله،پګړۍ او چپنه به اغوسته او په خلکو پورې به یې لګل . په دې نامه څومره جنایتونه وشول! او په دې نامه څومره ناړوه بدۍ وشوې! په دې اړه خورا داستانونه راغلي دي .

د خدای بښلي "نجفي اصفهاني" د ریاست پر مهال،ځینو پر ځان د دیني زده کړیالو نومونه کېښوول؛خو دوی واقعي دیني زده کړیال نه ول . (واقعي زده کړیال له داشان کړنو تل ځان لرې ساتي) حال داچې په لاسونو کې یې مات دېلارونو ول او ستړي ستومانه د نجفي صېب کور ته راننوتل . ده ورته وویل : په لاسونو کې مو څه دي؟ څه خبره ده او له کوم ځایه راغلئ؟ ورته یې وویل : په مدرسه کې ناست وو،خبر شو،چې څو کورونه هاخوا واده دی او پکې دېلارونه وهل کېږي . د مدرسې بام ته وختو او بیا د څو کورونو د بامونو له لارې دې کور ته ورننوتو، خلک مو ښه سم ووهل او دېلارونه مو ورمات کړل او ناوې مو هم په سپېړه ووهله . نجفي صېب ورته وویل : حقیقتاً ايا له بدیو منع همدا ده،چې تاسې وکړه! لومړی دا چې واده و، دویم دا چې تاسې د پلټنې حق نه درلود، درېم دا چې تاسې څه حق درلود،چې د خلکو بامونو ته وخېژی؟ څلورم دا، تاسې ته چا اجازه درکړې و،چې وهل ټکول وکړﺉ؟

داسې داستانونه ډېر دي؛خو له ښه مرغه اوس نشته؛خو اوس هم باید پوه شو،چې اوسنۍ ډېری پر نېکیو امر او له بدیو منع د قانون له مخې پر نېکیو امر او له بدیو منع نه ده؛بلکې سترې بدۍ دي،چې مخه یې باید ونیول شي .

د "پند یا بند" آر[سمول]

ددې مطلب تر څنګ بل مطلب دادى،چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په پلي کېدو کې څه ته،چې ډېره پاملرنه شوې ؛نو هغه دوه څیزونه ول او اوس هم وینو،چې ددې آر په پلې کېدو کې همدې دوو ته ډېره پاملرنه کېږي،چې دا دي : یو یې ویل دي او بل یې له زوره کار اخستل دي؛یعنې لومړی باید ورته وویل شي او که له ویلو مو پایله وانه خسته؛نو زور دې وکارول شي . په بل تعبیر،چې د شيخ سعدي تعبیر دی، موږ پر "پند" او "بند" ګروهمن یو. لومړی پند کوو او که اغېز یې و نه کړه او واک راسره و؛نو وهل ټکول کوو. دا دوه مو ښه پېژندلي او ښه ورسره بلد یو.

البته اړنګ نشته،چې ویل او ورم – پند وسایل دي . د زور کارونه هم په خپل ځای کې وسیله ده؛ خو پر نېکیو د امر او له بدیو د منع وسیله یوازې په همدې دوو پورې تړل شوې ده؟

د اخلاص او عمل لار[سمول]

په روایتونو کې راغلي،چې پر نېکیو امر او له بدیو منع درې پړاوونه لري : د زړه پړاو، د ژبې پړاو او د لاس او عمل پړاو. ددې پر ځای،چې موږ د زړه له پړاوه ښه نیت او اخلاص او د مسلمانانو له برخلیک سره مینه درک کړو؛نو بېځایه غوسې او دړدوپړي- جوش وخروش مو ترې زده کړی او د ژبې په پړاو کې ددې پر ځای،چې سولیز- منطقي او روښانه بیانونه ترې زده کړو،چې قرآن وايي : ((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ(نحل/۱۲۵)= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه.))؛خو موږ ترې وچ کلک نصیحتونه زده کړي دي . د لاس او عمل په پړاو کې هم ددې پر ځای،چې عملي تبلیغ او غوره کړنه او عملي تدابیر ترې زده کړو،یوازې دا مو ترې زده کړي،چې زور باید وکارول شي .

موږ ویلو،لیکلو،ویناوالۍ- خطبو او مقالو ته تر بريده ډېر پر اعجاز قایل یو، انګېرو،چې پر ویلو او ژبه به کار سم شي، حال دا چې :

سعدیا ګرچه سخـندان و مصالح ګويي

به عــمل کـار برآیـد به سخنداني نیست

په حدیث کې راغلي : (( خلک د حق او نېکمرغۍ دین ته راوبلیء.)) ( اصول کافی ۲ / ۷۸) ؛خو بې د ژبې له اوزاره؛ یعنې د کړنې پر اوزار.په یو بل حدیث کې راغلي،چې غورچاڼ یې داسی دی: (( داسې نه ده،چې خدای به اجازه ورکړې وي،چې یوازې ژبه دې وي او لاسونه دې تړلي وي؛بلکې که اخلاص وي؛نو دواړه لاسونه دې خلاص وي او که تړلي وي؛نو دواړه دې تړلي وي؛یعنې که عمل نه وي؛نو ښه ده،چې ژبه هم تړلې وي .)) ( اصول کافی ۳ / ۵۵)

له دې حدیثه درته د سترو اسلامي فقهاوو له کتابه یو استنباط رانقلوم.

"شیخ ابو جعفر طوسي" په "شیخ الطایفه" مشهور په "نهایه" کې وايي : پر نېکیو امر هم په لاس او هم په ژبه کېږي . په لاس په دې مانا،چې خپله وګړى د ښه کار عامل وي او عملاً له بدیو ډډه وکړي،چې خلک ورمات شي. په ژبه داسې دی،چې خلکو ته بلنه او زېری ورکړي،چې په نړۍ کې به وستایل شي او په اخرت کې به یې الهي نعمتونه په برخه شي او خلک له غذابونو ووېروي . پر نېکیو د امر یو ډول عملي او په لاس دی،چې مقابل لورى تاديب کړي او کله نا کله د ټپي کېدنې یا د وژنې لاملېږي؛خو که وژنه اړینه وي؛نو دا چار د شرعي حکومت بې اجازې جایز نه دی .

د "جواهر الکلام" مؤلف له "شیخ طوسي" له دې عبارتونو تر رانقلولو وروسته وايي:" د دیني مشرانو تر ټولو ستر ،اغېزمن او تلپاتې پر نېکیو امر او له بدیو منع دا ده(چې خلک دوی او کړنو ته یې ګوري)،چې عملاً د نېکچارۍ جامې واغوندي او د خير په کارونو( که واجب وي او که مستحب) کې مخکښ وي، د بدۍ جامې له تنه وباسي،خپل نفس پر سترو اخلاقو سمبال کړي او ناوړه اخلاق له ځانه لرې کړي . په ښه دود پر نېکیو امر او له بدیو منع اغېزمن وي او ناشونې ده،چې بې اغېزې وي، په تېره بیا که ښه ژبنيز ورم او وراشه- پند او نصیحتونه هم ورسره وي؛ځکه هر ځای خپله خبره لري او هر درد ته درمل شته. د خلکو تر بدنې درملنې د اروا درملنه یې خورا ستونزمنه او کړکېچنه ده. له خدایه غواړو،چې دې درجو ته په رسېدو کې راسره مرسته وکړي.

حضرت علي (ک) وايي : څوک چې ځان د خلکو مشر کړي؛نو نورو ته تر ښوونې ړومبى دې ځان سم کړي او مخکې تردې،چې نور پخپلو ويناوو راوبولي پخپلوکړنو يې راوبولي؛ځکه چا چې ځان سم او په ادب کړ تر هغه ډېر د درناوي وړ دى،چې نورو ته ښوونه او ادب ورزده کړي . ( نهج البلاغه ۷۳ ام حکمت)

له ژبې او غوږه له حده وتلې تمه[سمول]

نن مو په ټولنه کې ویلو،لیکنې،ویناوالې- خطبې او مقالو او لنډه دا چې ژبې او د ژبې مظاهرو ته ډېر پر ارزښت قایل یو او ترې ډېره تمه لرو،چې دا خپله ستر غفلت او تېروتنه ده. په حقیقت کې له ژبې معجزه غواړو. که ویل او لیکل هماغسې وي؛لکه څرنګه یې،چې قرآن وايي: ((حکمت او غوره نصیحت وي))حقایق روښانه کړي او تش امرانه او وچ کلک ورمونه- پندونه نه وي؛نو دا یو اړین شرط دی؛خو بسیا او پوره علت نه دی . دا چې له ژبې او غوږه ډېره تمه لرو او غواړو یوازې په ژبه او غوږ ټول کارونه ترسره کړو؛خو نه کېږي؛نو خپه کېږو او چغې او سورې وهو او وایو:

ګوش اګر ګوش تو و ناله اګر ناله من

انچه البته به جایی نرسد فریاد است

دا شعر راته په ټولو وختونو کې صادق و او دی . فکر نه کوو،چې موږ تېروځو او له ژبې او غوږه ډېره تمه لرو،کله نا کله؛بلکې زیاتره وخت باید د عمل او سترګې له لارې ګټنه وکړو. موږ باید په خپل لاس او عمل ښه چلن وکړو،چې هغوی پر خپلو سترګو وویني او لږ شان دې غوږ او ژبې ته دمه ورکړو .

ډله ییز او ټولیز عمل[سمول]

پردې سربېره،چې موږ باید پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په پلي کېدو کې عمل راښکېل کړو، دې ټکي ته هم باید پاملرنه وکړو،که عمل وګړیز وي؛نو دومره ګټور به نه وي،په تېره بیا په نننۍ نړۍ کې. دا مو هم په ټولنیز ژوند کې یوه ستونزه ده او هغوی چې عمل والا دي، ټولنیز عمل ته پاملرنه نه کوي او په څرګندنه ځان ته روان وي . وګړیز عمل او اند څه ګټه نه لري،همچارۍ،ګډ اندۍ او مشارکت ته اړتیا ده .

د المیزان په تفسیر کې تر دې آیت لاندې ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ (آل عمران/۲۰۰)= مؤمنانو! ( د ستونزو او هوسونو پر وړاندې ) له زغمه كار واخلئ او (د دښمنانو پر وړاندې هم) زغم وکړئ او د پولو پاسوالان وسئ )) ویینه کوي،چې د اسلام حکم دا دی،چې اندنه- تفکر باید ټولنیزه اندنه وي .

سول- منطق که تعبد؟[سمول]

بل مهم مطلب دا دی،چې موږ پر نېکو امر او له بدیو د منع په پلې کولو کې سول نه ښکېلوو،حال دا چې هر کار ځانګړی سول لري،چې د هماغې کار کونجي وي .

ومې ویل :څه مو،چې ښه پېژندلي او ډېر ورته پر اغېزې قایل شوي یو، ژبه ده؛نه عمل . په عمل کې هم وګړیز علم دی؛نه ټولنیز.

اوس وایم،څه چې تر هر څیز مخکې ترې غفلت شوی،هغه په دې کار کې د سول- منطق ښکېلتیا ده . موخه دا ده،چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په کار کې باید د عملي تدابیرو په هکله اندنه وکړو او باید ولیدل شي،چې کوم عملي تول او ډول- طریقه خلک پلاني کار ته هڅولی شي او له پلاني ناوړه کاره یې منع کولای شي.

څه موده مخکې مې په یوه ورځپاڼه کې د "خرواورنه،پند اونصیحت" په نامه یوه مقاله لوسته،چې په هېواد کې مو په بېلابېلو بڼو په خروارونو نصیحتونه کېږي؛خو بې اغېزې دي، لیکي : څو کاله مخکې د امریکا په فیلادلفیا ښار کې ښځې پر جوارۍ روږدې شوې،په پیل کې کشیشانو او ورځپاڼو د جوارۍ د بدیو په اړه ویناوې او لیکنې وکړې؛خو بې اغېزې وې . ځايي ښاروال په دې تکل کې شو،چې ښځو ته دوه هنري نندارتونه جوړ کړي او مناسبې بوختیاوې رامنځ ته کړي،چې مېندو ته پکې د لاسي کارونو پر وړاندې انعامونه ورکړي . هرې برنامې ځان ته اوډنې- ترتیبات درلودل او خلک ورته رامات شول، دوه درې کاله چې تېر شول؛نو د ښار ښځو جواري هېره کړه.

دې ته عملي لاره چاره او تدبیر وايي . له بدیو سره په مبارزه کې دې ته د سول او تدبیر د ښکېلتیا مانا وايي. که هغو یوازې په کشیشانو، ورځپاڼو او ویناوو دا کار کړی وای؛نو تل باید ناست وای او زموږ په شان به یې ویل :

ګوش اګر ګوش تو و ناله اګر ناله من

انچه البته به جایی نرسد فریاد است

له پخوا راهیسې مشهوره ده،چې ښځې ډېر غیبت کوي او اوس همداسې ده،حال دا چې لمونځ ګذارې هم دي او خورا نور عبادتونه هم کوي، دا ولې؟ ځکه د پخواني کورونو چاپېریال داسې و،چې ښځې بې له غیبته بل کار نشو کړای، کتاب، پوهه، هنر،صنعت او لاسي کارونه نه ول،چې د کور له کارونو به اوزګارې شوې؛نو بله بوختیا یې نه درلوده،راټولې به شوې او غیبت یې کاوه. که هر څنګه شي اروا خواړه غواړي،که سم خواړه ور و نه رسي؛نو د مړي غوښې خوري . ((أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا (حجرات/۱۲= او تاسې هېڅوك د يو بل غيبت مه كوئ،ايا تاسې به خوښ کړئ، چې د خپل مړه ورور غوښه وخورئ . ))

په حدیث کې راغلي : (( غیبت،د دوزخ د سپو خواړه دي .))

وګ : ( بحارالانوار ۷۵/ ۲۴۶ )

تر اوسه مو،چې څه هم کړي،چې ددې کړنې مخه ونیسو؛نو یوازې په ژبه او موعظې مو دا کار کړی او د عملي لارې،چارې او د سولیز تدبیر په اړه مو فکر نه دی کړی. بیا ددې پر ځای،چې خپل ځان او خپل کړن دود تورن کړو؛نو ښځې تورنوو،چې جنس یې داسې او هغسې دی.

که غواړﺉ پوه شی،په اسلامي حکمونو کې "پر نېکیو امر او له بدیو منع" په چار کې د سول ښکېلتیا ته پاملرنه شوې؛نو دې ټکي ته ځیر شئ : فقهاوو عموماً د احادیثو پر استناد ویلي،چې د اغېزې احتمال پر نېکیو د امر او له بدیو د منع یو شرایط دی .

د اغېزې احتمال؛یعنې د پایلې ورکونې احتمال . هر حکم سازښت – مصلحت لري : لمونځ سازښت لري،روژه او اودس هم سازښت لري او همداراز پر نېکیو امر او له بدیو منع هم سازښت لري،چې سازښت یې دا دی،چې خبره یا کړنه مو باید پر مقابل لوري اغېز وکړي .

تاسې پوښتم : ولې یې د لمانځه په اړه نه دي ویلي،که احتمال ورکوې،چې دا لمونځ به پر تا اغېز ولري او هغه سازښت،چې په لمانځه کې دى؛نو ویې کړه او که احتمال یې نه ورکوې؛نو مه یې کوه؟! د اوداسه،روژې او حج په هکله هم داسې ده .

ځکه دا یوازې- محض تعبدي چارې دي . موږ نشو کړای په څرنګوالي کې یې له خپله عقله کار واخلو،چې داسې یې وکړه او داسې یې مه کوه؛خو پر نېکیو امر او له بدیو منع له هغو کارونو دی،چې جوړښت،څرنګوالی او اوډون- ترتیب یې او دا چې چېرته ګټور دی او پر کومه بڼه ګټور دی او غوره پایله ورکوي؛نو دا هر څه شرع زموږ عقل، اند او سول ته پرېښي دي. ومې ویل او د "جواهر" خاوند هم وايي: په ټولو ځایونو کې یوازېنى څیز،چې باید ورته پاملرنه وشي دادی،چې پر کوم ډول، بڼې او پر کوم څرنګوالي او پر کومې وسیلې موخې ته نږدې کېږو. که پر دې مطلب ښه پوه شو،پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په هکله د راغلیو احادیثو د پوهې انددود به مو واړوي او ډېرې نیوکې به له منځه ولاړې شي،چې په ځینو ځانګړنو کې ددې آر د دلیلونو په اړه دي، دلته نور وخت نشته،چې دا مطلب نور هم راوڅپړم .

لنډه دا که په رښتیا وغواړو دا هېر شوی آر بياراژوندی کړو؛نو باید عملي( نه یوازې ژبنۍ) لار او ښوونځی رامنځ ته کړو او په عین حال کې ټولنیز( نه وګړیز) او په عین حال کې سولیز- منطقي،چې بنسټ يې د ارواپوهنې او ټولنپوهنې پر اصولو وي؛نو په دې حالت کې سل په سلو کې د بریا هیله شته .

چې کله "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" په اړه خبرې کېږي؛نو وايي، مګر پرېږدي مو،چې دا کار وکړو؟ په دې کار کې خورا خنډونه دي؟

زه پرعکس ګروهمن یم، پر نېکیو امر او له بدیو منع یوازېنی څیز دی، چې په یو وخت کې یې هم په ټولیزه بڼه مخه نشي نیول کېدای او یو واک هم نشي کړای په ټولیزه یې مخنیوی وکړي .البته که پر نېکیو امر او له بدیو د منع موخه یوازې ویل،شخړه او ورپسې د زور کارونه وي،ممکن خنډونه رامنځ ته شي؛خو و مې ویل : پر نېکیو د امر او له بدیو د منع سټه پر نېکچارۍ ده. خو دا شونې ده،چې څوک غواړي سرښندنه وکړي او ځان د خدای د بندګانو په چوپړ کې کړي او وغواړي خپله ښه وي او له خلکو سره هم ښه وکړي او بیا یو ځواک راشي د هغه د ښه والي او له نورو سره د ښه کولو مخه یې ونیسي؟!؛ خو خلکو ته ویلی شو،چې ښه مه وسئ او له خلکو سره ښه مه کوﺉ؟!

په هر حال دا پر نېکیو د امر او له بدیو د منع سپېڅلی آر دی او دا مو ورسره چلن دود دی،چې کار تر دې ځایه رارسېدلی،چې نه یوازې په ټولنه کې مو هېر شوی؛بلکې په اندونو کې مو هم پاک شوی او بڼه یې بدله شوې ده .

رښتیا په دې اړه مو اندنه کړې،چې ولې موږ د اسلام په تاریخ کې له هر پوړه ستر شخصیتونه لرو: ستر ادیبان مو درلودرل، ستر حکیمان، فقها،شاعران،ویناوال،لیکوالان،ستور پوهان، ریاضي پوهان، سیاستوالان،صنعتګران او ستر هنرمندان؛خو سمونپالي مو نه درلودل او له دې اړخه خورا نشتمن یو. که څه هم څه نا څه سمونپال راکې راښکاره شوي؛خو نه په هغه کچه،چې تمه یې کېده،حال دا چې موږ په اسلام کې "پر نېکیو د امر او له بدیو د منع" پر نامه آر لرو. البته دا تمه باید ونه لرو په هماغه کچه،چې مو ادیب،حکیم،ستورپوه او یا ریاضي پوه درلود؛نو ټولنیز او دیني سمونپال دې هم ولرو.

سمونپال،بل شان شخصیت،ژوراندي،لرلیدي او سرښندنه لري، ارزښتمن وي او لږ پیدا کېږي؛خو اندنه مې دا ده،چې په هماغه کچه یې هم که وتلو؛نو نه یې لرو،ولې؟ دا پوښتنه اوس نشم ځوابولای .

دومره سمونپالي مو نه درلودل او د سمونې خبره مو لږه تر غوږه شوې، چې فکر نه کوم دا به د سترو خلکو د برم وړ وي .که راته وویل شي،چې حضرت علي (ک) او امام حسین حکیمان ول او همداراز فقیهان، عارفان او خطیبان هم ول؛نو ټول ددې ویی پر مانا پوهېږو؛خو که وویل شي،چې سمونپالي ول؛نو پر ې نه پوهېږو او دومره راته مهمه هم نه ښکاري،حال دا چې تر ټولو چارو پورته ده او دوی هم ځان ته همدا نوم او همدا مقام خوښاوه.

حضرت علي (ک) وايي : (( خدایه! ته پوهېږې،چې زه په ریاست،مشرۍ او حکومت پسې نه یم او نه د مال او دنیا د شتمنۍ غوښتونکی یم، زه یوازې سمونپال یم او د دین له منځه تللې نښې بېرته راګرځول غواړم او ستا په هېواد کې سمونه رامنځ ته کوم،چې مظلومان خوندي شي او حدود دې جاري شي .))

امام حسین د روانېدو پر مهال وصیت ولیکه او خپل ورور "محمد بن حنفیه" ته یې ورکړ:

((ځاني غوښتنو ته نه يم پاڅېدلى ،زه اورګډی- اخلال ګر او ظالم نه یم، د پاڅون فلسفه مې سمونپالي ده او زه سمونپالی یم .))  

په اسلام کې اجتهاد آر[سمول]

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ(توبه/۱۲۲)= او دا نه ښايي چې مؤمنان ټول يو مخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې د وګړيو يې له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه تر لاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبركړي، ښايي (چې د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي ! ))

اجتهاد څه دی؟[سمول]

اجتهاد او تقلید ورځنۍ مسئله ده او هر څوک پوښتي،چې په اسلام کې اجتهاد پر څه مانا دی او له کوم ځایه راپیدا شوی؟ ولی باید تقلید وکړو؟ د اجتهاد شرایط څه دي؟ د مقلد شرایط څه دي؟

د دین په چار کې د نظر خاوندېدو ته اجتهاد وايي. د شیعه وو له نظره په دیني چارو کې د نظر خاوندېدل او څرګندونه کول دوه ډوله دي : مشروع او ممنوع؛ لکه څرنګه چې تقلید هم دوه ډوله دی : مشروع او ممنوع .

ممنوع اجتهاد[سمول]

هغه اجتهاد،چې زموږ له نظره بډن- ممنوع دی، د قانون د تقنین او تشریع په مانا دی؛یعنې هغه حکم،چې په کتاب او سنت کې نه وي، په خپل اند او رای یې وضع کوي .دې ته " د راى اجتهاد " وايي . دا شان اجتهاد د شیعه وو له نظره ممنوع دی؛خو اهل سنت یې جایز ګڼي.هغوی د تشریع سرچینې او شرعي ادله داسې بیانوي : کتاب،سنت او اجتهاد. له اجتهاده یې موخه هماغه " د راى اجتهاد " دى او د کتاب او سنتو تر څنګ یې ږدي .

د نظر دا اړپیچ – اختلاف له دې ځایه سرچينه اخلي،چې اهل سنت وايي: هغه احکام،چې د کتاب او سنتو له لارې تشریع شوي،محدود او متناهي دي،حال داچې هغه پېښې،چې رامنځ ته کېږي نا محدودې دي؛نو غیر له کتاب او سنتو بلې سرچینې ته هم اړتیا ده،چې د الهي احکامو تشریع ته ټاکل شوي وي او دا هماغه ده،چې موږ یې پر اجتهاد تعبیروو. په دې اړه یې له رسول اکرم (ص) احادیث هم رانقل کړي دي، چې رسول الله، حضرت معاذ بن جبل(رض) یمن ته ولېږه او ویې پوښت : هلته به پر څه حکم کوې؟ و يې ویل : د خدای د کتاب له مخې . رسول الله : که حکم دې د خدای په کتاب کې پیدا نه کړ؛نو څرنګه حکم به کوې؟ ده وویل : د رسول الله له سنتو به ګټنه کوم . رسول الله : که د رسول الله په سنتو کې دې هم پیدا نه کړ؛نو څه به کوې؟ ویې ویل : ((اجتهدو رایی))؛یعنې خپل اند،ذوق او سلیقه به کاروم .

په دې اړه یې بل حدیث هم رانقل کړی دی .

دا چې " د راى اجتهاد" څرنګه دی او پر کومه بڼه باید وشی؛نو په دې هکله په اهلسنتو کې د نظر اړپیچ دی . امام شافعي (ره) د "الرسالة" په نامه مشهور کتاب لري،لومړی کتاب دی،چې د فقهې د علم د اصولو په اړه کښل شوی دی . نوموړی په دې کتاب کې ټینګار کوي : هغه اجتهاد،چې په احادیثو کې راغلی،منحصراً "قیاس" دی . قیاس اجمالاً؛یعنې دا چې ورته- مشابه ځایونه په پام کې ونیسو او په پام کې نیول شوي پېښه کې د هغه ورته ځایونو په شان حکم وکړو.

خو د اهلسنتو ځینو نورو فقهاوو، د راى اجتهاد په قیاس پورې ځانګړى کړى نه دى او "استحسان" یې هم معتبر ګڼلی دی. استحسان؛یعنې په خپلواک ډول او بې له دې،چې ورته- مشابه ځایونه په پام کې ونیسو؛نو باید ووینو حق او عدالت ته څه نږدې دي او ذوق او عقل مو څرنګه خوښوي؛نو هماغسې رايه دې ورکړو.

"استصلاح" هم دا شان ده؛یعنې یو سازښت- مصلحت ته پر بل غوراوی ورکول .
"تاویل" هم داشان دی؛یعنې که څه هم په دیني نصوصو کې، د قرآن په یو آیت کې او د پېغمبر اکرم په معتبر حدیث کې یو حکم راغلی وي؛خو د ځینو مناسباتو له لارې دې موږ دا حق ولرو،چې د نص له مدلول- موخې،مضمون او مانا تېر شو او خپله "اجتهادي رایه" غوره وګڼو. دا هر یو ځان ته پراخه راڅپړنه غواړي او د شیعه او سني ویینه رامنځ ته کوي . په دې اړه؛یعنې د نص پر وړاندې د اجتهاد په هکله کتابونه کښل شوي دي او ښايي تر ټولو مهم یې د مرحوم "سید شرف الدین" د "النص و الجتهاد" کتاب وي .

خو د شیعه له نظره داسې اجتهاد‍ مشروع نه دی . د شیعه او د شیعه امامانو له نظره، ددې مطلب لومړنۍ سټه(؛یعنې داچې د کتاب او سنتو احکام بسیا نه دي؛نو د راى اجتهاد ته اړتیا ده) سمه نه ده. په دې اړه خورا احادیث راغلي،چې د هر څیز حکم په ټولیز ډول په کتاب او سنتو کې شته . د "نبوي کورنۍ" امامان له پخوا راهیسې له قیاس او رای سره پر مخالفت پېژندل شوي دي .


د اجتهاد او قیاس منل او نه منل له دوو اړخونو د څېړنې وړ دي . یو له دې اړخه،چې ومې ویل؛یعنې قیاس او د راى اجتهاد د اسلامي تشریع له سرچینو یوه سرچینه وګڼو او د کتاب او سنتو په څنګ کې یې کېږدو او ووايو،چې داسې ځایونه شته،چې یو حکم په وحې نه دی تشریع کړى او مجتهدین یې باید پر خپلې رای بیان کړي او بل له دې اړخه، چې قیاس او د راى جتهاد د واقعي احکامو د استنباط د وسیلې په توګه ترې ګټنه وشي؛لکه څرنګه چې له نورو وسایلو او طریقو ګټنه کوو، لکه "واحد خبر". شونې ده،چې قیاس ته د موضوعیت اړخ ورکړو او شونې ده،چې د طریقیت اړخ هم ورکړو.

د شیعه په فقه کې قیاس او رای په پورتني عنوان معتبر نه دي؛خو له لومړي اړخه،له دې کبله،چې موږ د کتاب او سنت له لارې ناتشریع شوی حکم (که څه هم په ټولیزډول وي) نه لرو؛خو له دویم اړخه له دې کبله،چې قیاس او رای د ګومانونو او اټکلونو یو ډول دی،چې په شرعي احکامو کې ډېر تېروځي .

د قیاس په اړه د شیعه او سني د مخالفت بنسټ هماغه لومړی برخه ده او داسې ښکاري،چې دویمه برخه په اصولیینو کې ډېره مشهوره شوې ده. په اهلسنتو کې د "اجتهاد" حق دوام و نه موند.ښايي ددې چار علت هغه ستونزې وې،چې عملاً رامنځ ته شوې؛ځکه که دا حق دوام ومومي، په تېره بیا که په نصوصو کې "تاوّل" او "تصّرف" جایز وګڼو او هر څوک د خپلې رای له مخې "تصرف" او "تاول" وکړي؛نو په دین کې به څه پاتې نشي . ښايي په همدې علت و،چې ورو ورو د خپلواک اجتهاد حق نفې شو او د اهلسنتو علماء په دې اند شول،چې خلک دې ته اړ کړي،چې یوازې له څلورو مشهورو مجتهدینو تقلید وکړي او بې له دوى يې د بل منع کړ،چې دا دي :

امام ابوحنیفه (ره)، امام شافعي (ره)، امام مالک (ره) او امام  احمد حنبل (ره). دا کار په پیل کې په مصر کې وشو( په اوومه پېړۍ کې) او بیا په نورو اسلامي هېوادونو کې هم پرې عمل وشو .

مشروع اجتهاد[سمول]

تر پینځمې پېړې پورې د "اجتهاد" ویی- کلمه پرهمدې ځانګړې مانا کارېده؛یعنې د هغه قیاس او د راى اجتهاد په مانا ،چې د شیعه وو له نظره ممنوع ده. تر هغه وخته به شیعه علماوو پخپلو کتابونو کې "باب الاجتهاد" لیکه؛دا ځکه چې نامنلی- رد یې کړي،باطل یې وګڼي او بډن- ممنوع یې اعلان کړي؛لکه شیخ طوسي،چې په "عده" کې دا کار کړی دى .

ورو ورو ددې ویی مانا له اختصاص او ځانګړل توبه راووته او پخپله د اهلسنتو علماوو؛ لکه "ابن حاجب" په "مختصر الاصول" کې(،چې "عضدي" شرح کړی او تر وروستیو پورې د "جامعة الازهر" د اصولو رسمي کتاب و او ښايي اوس هم وي) او تر دې مخکې امام غزالي (رخ) د "المستصفی" په کتاب د اجتهاد ویی د راى اجتهاد په مانا نه ده کارولې،چې د کتاب او سنتو تر څنګ باید کېښوول شي؛بلکې د شرعي حکم لاس ته راوړنې ته یې د مطلقې هڅې په مانا کارولې ده او پر تعبیر یې بیان کړې ده : (( استفراغُ الوسع فی طلب الحکم الشرعی)).

ددې پېژندون- تعریف له مخې د اجتهاد مانا له معتبرو شرعي ادلو له مخې د شرعي حکم په استنباط کې وروستۍ هڅه ده؛ خو دا چې شرعي ادله څه ده،ایا "قیاس" او "استحسان" او نور هم شرعي ادله دي که نه دي؛نو دا بل مطلب دی .

له دې وخته شیعه علماوو هم دا ویی ومنله؛ځکه په دې مانا یې اجتهاد منه. دا اجتهاد مشروع اجتهاد دی. که څه هم دا ویی په پیل کې په شیعه کې کرکجنه وه؛خو تر دې وروسته،چې په مانا او مفهوم کې یې بدلون راغی؛نو شیعه علماوو هم ورسره بدالواکواله - تعصب ونښوه او له کارونې یې ډډه و نه کړه. داسې ښکاري،چې په ډېرو ځایونو کې شیعه علماء دې ته ژمن ول،چې له مسلمانانو سره همغږي او یو وي . د ساري په ډول : اهلسنتو، اجماع حجت ګڼله او تقریباً اجماع ته هم؛ لکه د قیاس په شان پر اصالت قایل ول،چې شیعه یې نه مني او بل څه مني؛خو د یووالي ساتنې ته څه یې چې خپله منل؛نو پر هماغه یې د اجماع نوم کېښود.

اهلسنتو ویلي وو،چې شرعي ادلې څلور دي: کتاب، سنت، اجماع او اجتهاد( قیاس).
شیعه علماوو وویل: شرعي ادلې څلور دي : کتاب، سنت،اجماع او عقل . یوازې د قیاس پر ځای یې عقل کېښود.

په هر حال اجتهاد ورو ورو سمه او سولیزه مانا ومونده؛یعنې د شرعي ادله و په فهم کې د تدبر او تعقل کارونه، چې البته دا چار یو لړ پوهنو ته اړتیا لري، چې وړتیا، استعداد او سم او عالمانه تدبر او تعقل ته یو ډول سریزه ده. اسلامي علماوو ورو ورو دې ټکي ته پام شو،چې د شرعي ادلو له ټولګې د احکامو استنباط او استخراج یو لړ لومړنيو پوهنو ته اړتیا لري،چې دا دي : ادبي پوهنې او منطق،پر قرآن،تفسیر او حدیث پوهېدنه، د حدیثو پر رجالو پوهېدنه، د اصولو د علم قاعدې او ان د نورو مذهبونو پر فقه ځان پوهول . مجتهد هغه ته وايي،چې دا پوهنې ولري .

غوڅ یې نه وایم؛خو پر مضبوط ګومان مې په شیعه وو کې "علامه حلي" لومړی تن و،چې د اجتهاد او مجتهد ویی یې پر دې مانا وکاروله. نوموړی په "تهذیب الاصول" کې تر باب القیاس وروسته، "باب الاجتهاد" لري او هلته یې اجتهاد پر همدې مانا کارولی ،چې نن کارېږي .

نو د شیعه له نظره بډن- ممنوع اجتهاد؛یعنې رای او قیاس،چې پخوا د اجتهاد پر نامه یادېده،که یې د تشریع او تقنین خپلواکه سرچینه وګڼو او یا یې د واقعي حکم د استنباط او راسپړنې وسیله وګڼو؛خو د فني کارپوهنې پر بنسټ کوښښ کارونې ته مشروع اجتهاد وايي .

دا چې ویل کېږي،په اسلام کې اجتهاد څه ته وايي؟ نو باید وویل شي، اجتهاد پر هغه مانا دی،چې نن ویل کېږي؛یعنې وړتیا- اهلیت او فني کارپوهه . دا څرګنده ده څوک چې قرآن او حدیثو ته مراجعه کوي؛نو باید د قرآن پر تفسیر، د آیتونو پر مانا، پر "ناسخ و منسوخ" ،"محکم و متشابه" یې پوه شي،معتبر حدیث له نا معتبره حدیثه وپېژني، پردې سربېره په احادیثو کې سم عقلاني قاعدې او تعارضونه تر شونې بريده هوارې کړي،د مذهب "اجماعي" او "متفق علیه" ځایونه وپېژني. پخپله د قرآن په آیتونو کې او همداراز په احادیثو کې یو لړ ټولیزې قاعدې بیان شوي او له دې قاعدو ګټنه او کارونه یې؛ لکه په نورو ټولو پوهنو کې د قاعدو په څېر یو لړ تمرین ته اړتیا لري؛لکه د یو ماهر صنعتګر په شان باید استعداد ولري،چې له هغو توکیو څه جوړ کړي، چې مخې ته یې پراته دي . په تېره بیا په احادیثو کې "جعل" ډېر دی او سم او ناسم یې سره اغږل شوي او د تشخیص دا واک باید ولري،چې سم له ناسمه بیل کړي . په هر حال دومره سريزي معلومات باید ولري،چې واقعاً اهلیت، صلاحیت او فني کارپوهه ولري . == په شیعه وو کې د اهل حديثو پیدایښت == څلور پېړۍ مخکې د اجتهاد په موضوع کې په تشیع کې د ((اخباریګرۍ=اهل حديث)) په نامه یو مهم او خطرناک بهیر رامنځ ته شو او که د علماوو یوې زړورې ډلې یې مخه نه وای نیولې؛نو معلومه به نه وه،چې اوس به مو څه حالت درلود.

د اهل حديثو له عمره څلور پېړۍ نه دي تېرې شوي . ددې ښوونځي بنسټګر "ملا امین استر ابادی" دی،چې ځیرک و او په شیعه علماوو کې يې ځان ته خورا ځای پیدا کړ. پخپله اهل حديث مدعي دي،چې پخواني شیعیان د "صدوق" تر وخته ټول اهل حديث ول؛خو حقیقت دا دی،چې اهل حديث د یو ښوونځي په بڼه ،چې یو لړ ټاکلي اصول لري او د عقل له حجیت نمښتي- منکر دي او همداراز د قرآن له حجیت او سندیته هم پر دې پلمه نمښتي – منکر دي،چې د قرآن پوهه اهلبیتو ته ځانکړې ده او زموږ دنده یوازې د اهلبیتو احادیثو ته رجوع ده او همداراز دا هم وايي،چې اجماع د اهلسنتو بدعت دی،تر څلورګونو ادلو؛یعنې کتاب،سنت،اجماع او عقل وروسته، یوازې سنت حجت دي او دا ادعا هم کوي،څه چې په څلورګونو کتابونو؛یعنې "کافي"، "من لایخضر الفقیه"، "تهذیب" او "استبصار" کې راغلي، ټول سم او معتبر دي او قطعي الصدور دي .

لنډه دا چې داسې یو ښوونځی،چې دا اصول ولري، تر څلورمې پېړۍ مخکې نه و. "شیخ طوسي" د "عدة الاصول" په کتاب کې یوه پخوانۍ ډله د "مقلده" په نامه یادوي او نیوکه پرې کوي؛خو دوی ښوونځی نه درلود. دا چې شیخ ورته "مقلده" ویلي؛نو علت یې دا دی،چې د دین په اصولو کې یې هم پر اخبار=حديث استدلال کړی دى .

په هر حال اهل حديث د اجتهاد او تقلید پر ضد یو ښوونځی دی . پر هغه اهلیت،صلاحیت او فني کارپوهې،چې مجتهدین قایل دي، اهل حديث ترې نمښتي- منکر دي،غیر له سپین لمنو- معصومو،له بل چا تقلید حرام ګڼي. ددې ښوونځي د حکم له مخې، حجت او سند یوازې احادیث دي او د اجتهاد او نظر ورکونې حق نشته او خلک مکلف دي،چې نېغ په نېغه متونو ته رجوع وکړي او عمل پرې وکړي او یو عالم هم د "مجتهد" او "مرجع تقلید" په بڼه واسطه نه کړي .

ددې ښوونځي بنسټګر د "ملا امین استر ابادي" په نامه يو ځیرک انسان دی،مطالعې ېې کړي او خورا سفرونه یې هم کړي . د "الفواید المدینه" په نامه یو کتاب لري،چې په هېښنده سرسختۍ يې له مجتهدینو سره پکې جګړه کړې،په تېره بیا هڅه یې کړې،چې د عقل له حجیته نمښتی- منکر شي . ادعا کوي،چې عقل یوازې په هغو ځایونو کې حجت دی،چې حسي مبداء لري یا له محسوساتو سره نږدې وي(؛ لکه ریاضیات) او غیر له دې حجت نه دی .

دا اندنه- تفکر په اروپا کې د حسي فلسفې له پیدایښت سره تړلې او نږدې ده،اروپاييان په پوهنو کې د عقل له حجیته نمښتي- منکر شول او "ملا امین استرابادي" په دین کې د عقل له حجیته نمښتی- منکر شو. ملا امين دا اندنه له کومه کړه،خپل نوون- ابتکار یې و او که له بله یې اخستې وه؛خو دا جوته نه ده .

پر ۱۳۲۲ س "بروجرود" ته تللی وم او مرحوم "آیت الله بروجرودي" یو ورځ پخپلو خبرو کې پردې اندنې نیوکه وکړه، اروپا کې د حسي فلسفې پیدايښت په اهل حديثو کې ددې اندنې د پیدایښت لامل دى .

دا مې ترې هغه وخت اورېدلي ول،چې بیا "قُم" ته راغی؛نو د اصولو د لوست په غونډه کې یې ناست وم او په تمه وم،چې دې ویینې ته به ورننوځي؛خو څه یې و نه ویل . زه اوس نه پوهېږم،چې دا څرګندونه یې یوازې یو ګومان او که کوم مدرک یې هم ورته درلود. ما خو لا تر اوسه په دې اړه کوم مدرک نه دی لیدلی او لرې ګڼم،چې دا حسي اندنه به هغه مهال له لویدیځه ختیځ ته راغلي وي . بلخوا آیت الله بروجردي بې مدرکه خبرې نه کولې،اوس خواشینى یم،چې ولې مې په دې اړه ونه پوښت .

له اهل حديثو سره مبارزه[سمول]

په هر حال اهل حديث د عقل ضد خوځښت و. پردې مسلک هېښنده جمود او وچوالی واکمن دی،له نېکمرغه "وحید بهبهاني" او "شیخ مرتضی انصاري" له دې مسلک سره مبارزه وکړه. "وحید بهبهاني" په "کربلا" کې و او د "حدایق" مؤلف هم په کربلا کې و،چې اهل حديث و او دواړو درسي حوزه درلوده . "وحید" اجتهادي مسلکی و او د "حدایق" مؤلف اهل حديث و او د دواړو ترمنځ سخته مبارزه روانه وه او په پای کې "وحید بهبهاني" د "حدایق" مؤلف ته ماتې ورکړه.

وايي : په پیل کې د "وحید بهبهاني" غوره شاګردان؛ لکه "سید مهدي شهرستاني"،"کاشف الغطاء" او "بحرالعلوم" د "حدایق" د مؤلف شاګردان ول او بیا د "وحید" درس ته راغلل او د "حدایق" مؤلف ته یې شا کړه.

البته د "حدایق" مؤلف نرم اهل حديث دی او پخپله مدعی دی،چې مسلک یې له مرحوم "علامه مجلسي" سره یو دی او د "اهل حديثو" او "اصوليينو" ترمنځ په منځنۍ پوله کې دی . پردې سربېره متقي او پرهېزګاره هم و. په دې چې "وحید بهبهاني" ورسره په کلکه مبارزه وکړه او په ده پسې لمونځ کول یې منع کړل؛خو ده به ویل،چې په "وحید بهبهاني" پسې لمونځ کول سم دي . وايي : د مړینې پر مهال یې وصیت وکړ،چې "وحید بهبهاني" دې یې د جنازې لمونځ وکړي .

د "شیخ انصاري" مبارزه له دې اړخه وه،چې د فقهې د اصولو پوهې ته یې بنسټ کېښووه او ویل یې : که "ملا امین استرابادي" ژوندی وای؛ نو زما دا اصول به یې منلي ول . البته د مقاومتونو له کبله د اهل حديثو ښوونځي ماتې وخوړه او اوسمهال خپاره واره پلویان لري . د اهل حديثو ټول اندونه،چې د ملا امین تر راپیدا کېدو وروسته په چټکتۍ مغزو ته ورننوتل او دوه سوه کاله یې سیادت وکړ؛خو لا تر اوسه هم په مغزو کې دی، اوس هم ډېری داسې دي،که په څنګ کې ورسره حدیث نه وي؛نو د قرآن تفسیر جایز نه ګڼي. په ډېری اخلاقي او ټولنیزو او لږو فقهي مسایلو کې د اهل حديثو جمود لا تر اوسه واکمن دی . دلته دا ویینه نوره نشم راڅپړلی .

داچې د اهل حديثو انددود- طرز فکر په عامو خلکو کې وده کړه؛نو علت یې دا و،چې عوام پسنده اړخ لري؛ځکه دوی وايي: موږ له خپله ځانه خبره نه لرو او یوازې د عبادت او تسلیم والا یو،موږ بې له "قال الباقر" او "قال الصادق" بله خبره نه لرو،خپله خبره نه لرو او د معصوم خبره کوو.

"شیخ انصاري" په "فراید الاصول" کې له اهل حديث "نعمت الله جزایري" د برائت او احتیاط په ویینه کې رانقلوي :" ایا یو عاقل به هم دا احتمال ورکړي،چې په قیامت کې به د خدای یوه بند ( اهل حديث) راوړي او ویې پوښتي،چې څرنګه عمل دې کړی او هغه ورته ووايي،چې د معصوم پر حکم مې عمل کاوه او چې چېرته به هم د معصوم خبره نه وه؛نو احتیاط به مې کاوه او بیا دا کس دوزخ ته یوسي او بلخوا د معصوم پر خبرو یو بې پروا کس راوړي(؛یعنې اصولي او اجتهاد مسلکی)،چې هر حدیث پر یوه پلمه ردوي او بیا یې جنت ته یوسي!!"

مجتهدین ځواب ورکوي : د معصوم خبرې ته دا شان سرایښوونه او تعبد،سرایښوونه نه؛بلکې ناپوهۍ ته سرایښوونه ده. که واقعاً جوته شي،چې معصوم خبره کړې؛نو موږ هم ورته تسلیم یو؛خو تاسې غواړئ، څه چې اورئ،جاهلانه ورته تسلمېږئ .

دلته درته د اهل حديثو د جامد انددود او اجتهادي انددود ترمنځ د توپیر یوه بېلګه وایم .

د دوه انددودو بېلګ[سمول]

ه په ډېرو احادیثو کې امر شوی،چې نه یوازې په لمانځه کې؛بلکې په هر وخت کې د پګړۍ ول باید تر زنې لاندې وي . یو حدیث دا دی،چې وايي : (( الفرق بین المومنین و المشرکین التلحی))؛یعنې د مؤمن او مشرک ترمنځ یو توپیر د پګړۍ ول تر زنې لاندې اچول دي .

ځینو اهل حديثو پر دې حدیث منګولې لګولي او وايي : د پګړې ول باید تل تر زنې لاندې وي؛خو مرحوم "ملا محسن فیض کاشاني"، په دې چې اجتهاد ته ښوینی- خوشبین نه و، په "وافي" کې وايي: پخوا به مشرکینو یو شعار درلود،چې د پګړۍ ول به یې پورته تړه او دې کړنې ته یې "اقتعاط" وایه . که چا دا کار کاوه؛نو په دې مانا و،چې له دې ډلې یم . دا حدیث له دې شعار سره مبارزه او ترې د نه پلوۍ حکم کوي؛خو نن دا شعار له منځه تللی دی؛نو دې حدیث ته کومه موضوع نه پاتې کېږي . اوس پرعکس،چې ټول د پګړې ول پورته تړي،که څوک یې تر زنې لاندې کړي؛نو دا کار حرام دی؛ځکه د شهرت جامې کېږي او د شهرت جامې حرامې دي .

دلته د اهل حديثتوب جمود حکم کوي،چې په دې حدیث کې دا حکم شوی،چې د پګړې ول به تل تر زنې لاندې اچوﺉ او دا به هسې خبرې وي،چې په دې هکله خبرې وکړو،څرګندونه وکړو او اجتهاد وکړو؛خو اجتهادي فکر وايي،چې موږ دوه حکمونه لرو : یو د مشرکینو له شعاره کرکه ده،چې ددې حدیث د مضمون روح دى او بل د شهرت د جامو د شا ته اچونې حکم دی . په هغو ورځو کې،چې دا شعار په نړۍ کې و، مسلمانانو له دې شعاره کرکه درلوده او پر ټولو واجب ول،چې د پګړۍ ول تر زنې لاندې واچوي؛خو نن چې هغه موضوع له منځه تللې او له شعاروالي بهر شوې او په عمل کې څوک هم د پګړې ول تر زنې لاندې نه اچوي او که څوک دا کار وکړي؛نو د شهرت د جامو مصداق دی او حرام دي .دا یوه بېلګه وه،چې ومې ویله او داسې نورې بېلګې هم شته . له "وحید بهبهاني" رانقل شوي : یو ځل د کمکي اختر میاشت په تواتر ثابته شوه،دومره خلک راغلل او راته یې وویل،چې میاشت مو لیدلې،چې یقین مې وشو. حکم مې وکړ،چې نن د اختر ورځ ده، یو اهل حديث راباندې نيوکه وکړه،چې تا پخپله هم نه ده لیدلې او عادلو کسانو هم پرې شهادت نه دی ورکړی؛نو ولې دې حکم وکړ؟ ومې ویل: متواتر ده او له تواتر راته یقین وشو. راته یې وویل: په کوم حدیث کې راغلي،چې تواتر حجت دی؟

وحید وايي : د اهل حديثو جمود تر دې پولې دی،که فرض کړو،چې یو ناروغ کوم امام ته تللی وي او امام ورته ویلي وي،چې یخې اوبه څښه؛نو اهل حديث به د نړۍ ټولو ناروغانو ته ووايي،چې ناروغېدﺉ؛نو درملنه یې یخې اوبه دي . په ګرېوان کې سر نه ښکته کوي،چې دا حکم هغه ناروغ ته ځانګړی و؛نه ټولو ناروغانو ته .

همداراز اهل حديث حکم کوي،چې د مړي پر کفن شهادتین داسې ولیکي: (( اسماعیلُ یشهدو ان لا اله الا الله ؛یعنې اسماعیل د خدای پر وحدانیت شهادت ورکوي. اوس دا شهادت ولې د اسماعیل په نامه لیکي؟ ځکه په حدیث کې راغلي، چې امام صادق د خپل زوی اسماعيل پر کفن داسې کښلي ول .

اهل حديثو دا اندنه نه کوله،د اسماعیل پر کفن یې،چې دا کښل؛ دا ځکه چې نوم یې اسماعیل و. اوس چې کوم بل سړی مړ شوی؛نو پر کفن یې ولې د اسماعیل نوم ولیکو؟ اهل حديث وايي : دا نو اوس اجتهاد او څرګندونه ده او پر عقل ډډه ده،موږ د تعبد او سرایښوونې والا یو، "قال الباقر" او "قال الصادق" والا یو او له ځانه لاسوهنه نه کوو.

بډن- ممنوع تقلید[سمول]

تقلید دوه ډوله دی : ممنوع او مشروع. یو ډول تقلید له یو چاپېریال او عادته په پټو سترګو تقلید دی،چې البته بډن- ممنوع دی،چې په قرآن کې یې هم غندنه شوی ده : ((إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ(زخرف/۲۳)= په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي دي او بېشكه موږ يې لارويان يو.))

داچې مې وویل،تقلید دوه ډوله دی : بډن- ممنوع او مشروع؛نو له بډن- ممنوع تقلیده موخه یوازې له چاپېریال،عادت،پلرونو او نیکونو په پټو سترګو تقلید نه دی؛بلکې وايم : له عالمه د ناپوه تقلید او فقیه ته د عامي ورتګ هم دوه ډوله دی : بډن – ممنوع او مشروع .

ځینې د "مرجع تقلید" په لټه کې دي او کله نا کله ترې دا ویی اورم،چې وايي :ګرځو،چې څوک پیدا کړو،چې سر وروسپارو. زه وایم : کوم تقلید،چې په اسلام کې یې حکم راغلی،د سر سپارنه نه ده، د سترګې پرانستل او سترګې پرانستې پرېښوول دي،که تقلید د سر سپارنې بڼه واخلي؛نو په زرګونو مفاسد به رامنځ ته کړي .

د تقلید او اجتهاد په اړه یو حدیث دای دی : (( هغه فقهاء،چې د خپل دین ساتونکي او د خپلو ځاني غوښتنو مخالف وي او د خپل مولا حکم ته تسلیم وي؛نو خلک حق لري،چې تقلید ترې وکړي .))

دا حدیث تر دې آیت لاندې دی :

((وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ(بقره/۷۸)= او په دوى كې يوه ډله عوام دي،چې د خداى كتاب يوازې يو لړ خيالونه او هيلې ګڼي او يوازې يې پرخپلو ګومانونو زړه تړلى دى .))

دا آیت د هغو نالوستو یهودو عوامو په هکله دی،چې له خپلو علماوو او د دین له مشرانو یې لاروي کوله او د هغو آیتونو لړۍ ده،چې د یهودو د علماوو ناوړه دود بیانوي .

د بډن- ممنوع تقلید په هکله د امام صادق وینا[سمول]

تر پورتني آیت لاندې یو کس امام صادق ته وايي،چې د یهودو نالوستیو عوامو بله لار نه درلوده،بې له دې،چې هر څه یې له خپلو علماوو اورېدلي ول او منلي یې وای . که کومه نیمګړتیا وي؛نو دا د یهودو د علماوو ده. قرآن ولې هغه بېچاره عام خلک غندي،چې پر څه نه پوهېدل او یوازې یې له خپلو علماوو لاروي کوله؟ زموږ د عوامو او د یهودو عوامو ترمنځ توپیر څه دی؟ که له علماوو د عوامو تقلید د غندنې وړ دی؛نو زموږ د عوامو هم باید غندنه وشي،چې له علماوو تقلید کوي . که هغوی ته نه دي پکار،چې د خپلو علماوو ومني؛نو دوی یې هم باید و نه مني .

امام صادق ورته وویل : د یهودو عوام او علماء او زموږ عوام او علماء له یو اړخه سره توپیر لري او له یو اړخه یو شان دي . په هغه اړخ کې،چې یو شان دي،خدای زموږ عوام هم له علماوو څخه له دې ډوله تقلیده منع کړي دي؛خو له هغه اړخه چې توپیر لري ،نه .

کس وویل : د رسول الله زویه! راته څرګند یې کړﺉ .

امام صادق ورته وویل : د یهودو عوامو خپل علماء په عمل کې لیدلي ول،چې ښکاره دروغ وايي،له بډې اخستنې ډډه نه کوي،د قضاء حکومونه د بډې اخستنې له کبله بدلوي . پوهېدل،چې د وګړیو پر وړاندې کينه کاروي،د ځینو وګړیو مینې او کېنې پکې ښکېلوي،د یو حق بل ته ورکوي . د هغو فطري الهاماتو پر حکم،چې خدای د هر چا په تکویني خټه کې ایښي،پوهېدل که هر څوک دا شان کړنې ولري، له وینا یې باید لاروي ونشي، له خولې یې باید د خدای او پېغمبرانو ویناوې و نه منل شي .

دلته امام صادق وايي چې څوک و نه وايي،چې د یهودو عوام پر دې مسئله نه پوهېدل،هغه علما،چې د دین د حکمونو پر خلاف عمل کوي؛ نو د داسې علماوو پر ویناوو باید عمل ونشي؛ځکه دا داسې مسئله نه ده،چې څوک به پرې پوه نشي.ددې مسئلې پوهه خدای د بشر په ټولو وګړیو کې ایښې ده او د هر چا عقل پرې پوهېږي . د چا د وجود فلسفه ، چې پاکي او ځاني غوښتنو ته شا کول وي او که په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛نو د هر ډول عقل له مخې یې خبره باید وا نه ورېدل شي .

امام صادق زیاتوي : زموږ د عوامو حال هم داسې دی . که دوی پخپلو فقهاوو کې ناوړه کړنې، سخت تعصب، د دنیا پر سر ناندرۍ، د خپلو پلویان پلوي،که څه هم ناصالح وي، د خپل مخالف ځپل که څه هم ،چې د نېکۍ او احسان وړ وي؛نوکه دا کړنې يې پکې ولیدې او بیا هم خلکو په پټو سترګو لاروي ترې وکړه؛نو کټ مټ د هماغه یهودو عوامو په شان د غندنې وړ دي . نو جوتېږي،چې مشروع او ستایل شوی تقلید،سر سپارنه او د سترګو پټول نه دي؛بلکې د سترګو پرانستل او څارنه ده او که داسې نه وي؛نو په جرم کې ورسره ګډون او مسوولیت دی .

د بشپړوالي عوامانه انده او د علماوو له ګناه خوندېینه[سمول]

ځینې عوام انګېري،چې پر وګړیو د ګناه اغېز یو شان نه ده،پر عادي خلکو ګناه اغېز لري او له تقوا او عدالته یې غورځوي؛خو پر علماوو اغېز نه لري،هغوی یو ډول بشپړوالی "کریت" او یو ډول له ګناه خوندېینه- اعتصام لري؛ حال دا چې اسلام چا ته هم پر "کریت" او "اعتصام" قایل نه دی،ان د پېغمبر اکرم په اړه وايي :

((قُلْ إِنِّيَ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ(انعام/۱۵) = ووايه : (( كه زه (هم) له خپل خدايه سروغړوم )؛ نو د سترې ورځې [=د لويې ورځې] له عذابه وېرېږم .))

ولې وايي : ((أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ(زمر/۶۵) = كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه وړه دې وركېږي .))

دا ټولې ښوونې ددې لپاره دي،چې د تبعیض خبره نشته، چا ته هم "کرّیت" او "اعتصام" نشته. په قرآن کې د نېک بنده او حضرت موسې (ع) هېښنده داستان راغلی او ستر ټکى،چې له داستانه ګټنه ترې کېږي دا دی،چې تابعېدل او لاروي تر هغه متبوع سرایښوونه ده،چې اصول خراب او مات نشي . حضرت موسی (ع) چې له چا لاروي کوي، ویني، چې د اصولو پر خلاف کار کوي؛نو چوپ نشو پاتې کېدای . په دې داستان کې د نېک بنده په اند،چې پراخ لید یې درلود او د موضوع له باطنه خبر و؛نو د اصولو پر خلاف نه و؛بلکې عین دنده وه؛خو خبره دا ده،چې حضرت موسی (ع) ولې صبر و نه کړ او نیوکې یې پیل کړې؟ په دې،چې ژمنه یې کوله او ځان ته یې تلقینوله،چې نیوکه و نه کړي؛خو بیا یې هم نیوکه کوله . د حضرت موسی (ع) د کار نیمګړتیا په نیوکه کولو کې نه و؛بلکې په دې کې و،چې د کار له پټې- رمز او باطنه خبر نه و. البته که د مطلب له پټې خبر واى؛نو نیوکه به یې نه کوله او لېوال و، چې د مطلب پټې ته ورسي؛خو دا چې تل په اند یې د الهي قانون او اصولو پر خلاف کار کېږي او ایمان یې ورته د چوپتیا اجازه نه ورکوله. ځینو وویل :که تر قیامته هم د نېک بنده کړنو دوام موندلې وای؛نو حضرت موسی (ع) به له نیوکو په سر شوی نه وای،خو دا چې د مطلب پر پټې پوه شوی وای .

حضرت موسی (ع) ورته وویل : ((هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا= ايا زه ستا تابع شم،په دې شرط،كوم "ليد" چې درته ښوول شوى ، ماته هم راوښيي.)) ((قَالَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا = هغه ځواب وركړ:(( ته به هېڅكله له ما سره صبر ونه کړاى شې! او له كوم شي چې خبرنه يې؛ نوڅنګه پرې صبركولاى شې؟!))

((قَالَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا=(موسى) وويل :((كه خداى وغواړي (؛نو) ته به ما صابر ومومې او ستا له هېڅ امره به غاړه نه غړوم.)) حضرت موسی (ع) و نه ویل : که د مطلب پر پټې پوه شم که نشوم؛نو صبر به وکړم . دومره یې وویل : هیلمن يم دا صبر راکې پیدا شي . البته دا زغم به هله په حضرت موسی (ع) کې پیدا شي،چې د مطلب پر پټه پوه شي. بیا یې له حضرت موسی (ع) څرګنده ژمنه واخسته که د مطلب پر پټه هم پوه نشوې؛نو نیوکه مه کوه،چې وخت یې راورسي؛نو پخپله درته هر څه ووایم . ((قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلَا تَسْأَلْنِي عَن شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا=( خضر) وويل : ((نوكه په ما پسې راځې؛نو له ما به د هېڅ شي پوښتنه نه كوې څو دې زه پخپله ترې خبر نه كړم.)) ( کهف ۶۶- ۷۰ ).

دلته اوس بل آیت نشته،چې حضرت موسی ومنله. په آیت کې دومره راغلي،چې بیا دواړه روان شول او د داستان تر پايه،چې ټولو به اورېدلی وي . په هر حال دا مې ویل،چې له پوه څخه د ناپوه تقلید،سر سپارنه نه ده. له پوه څخه د ناپوه بډن- ممنوع تقلید هماغه دی،چې د سر سپارنې بڼه پیدا کړي او داسې نه وي،چې ناپوه له پوه سره کار نه لري،موږ نور نه پوهېږو، ښايي د شرعي مکلفیت غوښتنه همداسې وي

دا داستان مې د امام صادق د وینا تایید او شاهدۍ ته راوړ.

مشروع تقلید[سمول]

امام صادق د مشروع تقلید په هکله وايي: له فقهاوو هر یو،چې ځان وساتي او د شیطان بلنې یې له ځایه و نه خوځوي ((وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا(اسراء/۶۴)=او له هغوى دې، چې پر چا وسه كېږي،په خپل غږ (فساد ته) را وپاروه او خپل سپاره او پلي دې ورباندې راټول کړه او په شتمنيو او اولادونو كې يې ځان ورننه باسه او وعدې وركړه ! او شيطان هغوى ته بې له غولونې بله وعده نه وركوي .))، خپل دین وساتي، و يې نه پلوري(ښايي موخه دا وي،چې دین په خلکو او ټولنه کې وساتي)، د ځاني غوښتنو مخالف او الهي امر ته غاړه کېږدي؛نو خلک ترې تقلید کړای شي .

البته دا ټکی روښانه دی،چې له ځاني غوښتونو سره د یو عالم مخالفت له ځاني غوښتنو سره د یو عامي له مخالفت سره توپیر لري؛ ځکه د هر چا ځاني غوښتنې ټاکلې چارې‏ لري . د ځوان ځاني غوښتنې یو څه دي او د بوډا بل څه .څوک چې په هر مقام، درجه او پوړ کې وي؛نو یو ډول ځاني غوښتنې لري . د عالم د ځانپالۍ کچه دا نه ده،چې ووینو،شراب څښی که نه؟ جواري کوي که نه؟ لمونځ کوي،روژه نیسي که نه؟بلکې د ځانپالۍ کچه یې له مقام،ځای او شهرت سره مینه ده او دا یې خوښ وي چې څوک یې لاس ښکل کړي او دا مخکې او ډله ورپسې وي . امام صادق زیاتوي :(( څوک چې دا فضایل او ستر خویونه ولري؛نو دا ځینې فقها دي؛نه ټول یې .))

د امام صادق دا وینا د اجتهاد او تقلید سند دی؛نو جوته شوه،چې اجتهاد او تقلید دوه ډوله دی : مشروع او بډن- ممنوع .

ولې له مړي تقلید جایز نه دی؟[سمول]

په فقه کې یوه مسئله لرو،چې له څرګندو فقهي چارو مو ده او هغه دا،چې ابتداً له مړي ( مړ شوي مجتهد) تقلید جایز نه دی . که له مړي تقلید جایز وي؛نو یوازې له هغه تقلید دی،چې په ژوندون ترې تقلید کېده او اوس مړ شوی دی . له مړي تقلید باید د ژوندي مجتهد په اجازه وي . زه د دې مسئلې له فقهي دلیل سره کار نه لرم؛خو دومره وایم،چې دا بنسټیزه اندنه- تفکر ده؛خو په دې شرط،چې ددې مسئلې موخه روښانه شي .

ددې اندنې لومړۍ ګټه دا ده،چې د علمي دیني حوزو پایښت ته یوه وسیله ده،چې دوام ومومي او اسلامي علوم خوندي پاتې شي؛نه یوازې داچې خوندي پاتې شي؛بلکې ورځ پر ورځ دې پرمخ ولاړ شي او تکامل ومومي او ناهوارې شوې ستونزې هوارې شي .

داسې نه ده،چې ټولې ستونزې به مو پخوانیو علماوو هوارې کړې وي او نوره کومه ستونزه به پکې نه وي پاتې . په فقه،کلام، تفسیر او نورو اسلامي پوهنو کې په زرګونو ګرانې او پېچلې مسئلې- معما ګانې لرو،چې ډېری یې پخوانیو سترو علماوو هوارې کړي او ډېری لا ناهوارې پاتې دي او دا د راتلونکیو دنده ده،چې هوارې یې کړي او ورو ورو په هره څانګه کې غوره او پراخه لیکنې وکړي او دا څانګې پر مخ یوسي؛لکه څرنګه چې پخوا یې هم تفسیر مخې ته وړى و، کلام او فقه یې مخې ته یووړه. دا قافله نباید په لار کې تم شي؛نو له ژوندیو مجتهدینو د خلکو تقلید او ورته پاملرنه خپله د اسلامي پوهنو پایښت او تکامل ته یوه وسیله ده .

بل علت دا دی،چې مسلمانان هره ورځ په ژوند کې له نویو مسایلو سره مخېږي او نه پوهېږي،چې مکلفیت یې څه دی؛نو ژوندیو فقهاوو او ژوندۍ اندنې ته اړتیا ده،چې دا ستره اړتیا وځوابوي .د اجتهاد او تقلید په هکله راغلي : (( و اما الحوادث الواقعة فارجعو فیها الی رواة احادیثنا)) ( احتجاج طبرسي(۲/ ۳۸۳ ).

پېښې،حوادث او واقعه،هماغه نوي مسایل دي، چې پېر په پېر او پېړۍ په پېړۍ رامنځ ته کېږي .په بېلابېلو پېرونو کې د فقهي کتابونو لیکنې ښيي ورو ورو د خلکو د اړتیاوو له مخې نوي مسایل فقهې ته راننوتي او فقهاوو هم ځوابولي؛نو ځکه ورو ورو د فقهې حجم زیات شوی دی .

که څوک دا مسئله څېړانده وشمېري؛نو پوهېدای شي،پلانۍ او پلانۍ مسئله،په کومه پېړۍ کې او په کومه سیمه کې د کومې اړتیا له مخې فقهې ته راننوتې ده. که ژوندی مجتهد نوي مسایل ځواب نه کړي؛نو له ژوندي او مړي په تقلید کې څه توپیر دی؟!غوره دا چې له ځینو مړیو لکه د "شیخ انصاري" په څېر له فقهاوو تقلید وکړي،چې د ژوندیو مجتهدینو په منښته- اعتراف تر دوی ټولو پوه او څېړنپال و.

اساساً "د اجتهاد رمز" له نویو مسایلو او اوښتني – متغییر پېښو سره د ټولیزو احکامو تطبیق دی . واقعي مجتهد هغه دی،چې دا رمز یې لاس ته راوړی وي،دې ته یې پام وي،چې موضوع ګانې څرنګه بدلېږي او بالتبع حکم یې هم ورسره بدلېږي او که نه د زړو او هغو مسئلو په اړه اندنه کول،چې پخوا یې په هکله اندنه شوې؛نو دا کوم هنر نه دی او دومره شخړې ته اړتیا نه لري .

اجتهاد،البته ډېرو شرايطو او سریزو ته اړتیا لري.مجتهد باید بېلابېلې پوهنې ویلي وي؛لکه د عربو ادبیات،منطق، د فقهې اصول او ان د اسلام تاریخ او د نورو اسلامي مذهبونو فقه . ډېر مهالې هڅې ته اړتیا ده،چې واقعي او په تول پوره مجتهد پیدا شي. یوازې د نحوې، صرف،معاني،بیان او منطق د څو کتابونو پر لوستو او بیا ورپسې د فراید،مکاسب او کفایې د کتابونو پر لوستو،څوک د اجتهاد ادعا نشي کړای . باید په رښتیا له تفسیر او حدیثه خبر وي؛یعنې له زرګونو احادیثو خبر وي،چې په ۲۵۰ کالو کې د پېغمبر اکرم له وخته تر امام عسکري پورې راغلي،ددې حدیثونو د ویلو چاپېریال؛یعنې د اسلام له تاریخه او د نورو اسلامي مذهبونو له فقهې خبر وي او له رجالو او رواتو له پوړونو هم خبر وي .

"آیت الله بروجردي" په رښتیا فقیه و. عادت مې نه دى،چې په وینا کې د چا نوم واخلم،چې ژوندی و؛نو په ویناوو کې مې نه دى یاد کړی؛خو اوس مړ شوی او اوس څه د تمې ځای هم نه دی؛نو وایم،چې په رښتیا هم ستر او تکړه فقیه و. پر تفسیر، حدیث،رجال،،درایه او د نورو اسلامي مذاهبو پر فقهې پوه و.

پر فتواوو د فقیه د نړۍ لید اغېز[سمول]

د فقیه او مجتهد کار د احکامو راسپړنه او استنباط دی؛خو معلومات او پر موضوعاتو برلاسي یې یا په څرګندنه نړۍ لید یې پر فتواګانو خورا اغېز لري . فقیه باید پر هغو موضوعاتو بشپړ برلاسی وي،چې په اړه یې فتوا ورکوي . که داسې یو فقیه فرض کړو،چې تل د کور یا مدرسې په ګوت کې ناست وي او له هغه فقیه سره یې پرتله کړو،چې د ژوند د تودو او سړو په ډګر کې دی، دا دواړه شرعي ادله و، دلیلونو او د احکامو اسنادو ته مراجعه کوي؛خو هر یو به ځانګړي استنباطل .

د ساري په ډول : فرض کړﺉ یو تن په ستر ښار کې لوی شوی وي،چې پراخې اوبه او نېرونه لري او فقیه هم وي او د طهارت او نجاست د احکامو په هکله فتوا ورکوي . دا د خپل شخصي ژوند له مخینې سره د طهارت او نجاست روایتونو ته مراجعه کوي؛نو استنباطوي،چې احتیاط ته ډېر نږدې او له ډېری څیزونو ډډه ده؛ خو که حج ته ولاړ شي او طهارت او نجاست او د بې اوبۍ دا حالت وویني؛نو د طهارت او نجاست په اړه به یې نظر توپیر لري؛یعنې تر دې مسافرت وروسته که د طهارت او نجاست روایتونو ته مراجعه وکړي؛نو دا روایتونه به ورته بل مفهوم ولري . که څوک د فقهاوو فتواوې یو له بل سره پرتله کړي او په ترڅ کې د ژوند په چارو کې يې انددود او شخصي حالاتو ته هم کتنه وکړي؛نو ویني، چې د یو فقیه ذهني مخینه او له بهرنۍ نړۍ معلومات یې څرنګه په فتواګانو کې اغېز لري . داسې چې د عرب فتوا د عرب بوی ورکوي، د عجم فتوا د عجم، د کليوال د کلي او د ښاري فتوا د ښار بوی ورکوي . دا دین خاتم دین دی،په ټاکلي وخت او سیمې پورې ځانګړی نه دی؛بلکې په ټولو وختونو او سیمو پورې اړه لري،داسې دین دی،چې د ژوند نظام او د بشر د ژوند پرمختګ ته راغلی؛نو دا به څرنګه شونې وي،هغه فقیه،چې له طبیعي بهیر او نظامونو بې خبر وي، د ژوند پر تکامل او پرمختګ ایمان و نه لري؛نو و دې کړای شي ددې دین ستر او پرمختلي احکام پوره او سم استنباط کړي،چې ددې بدلونونو او بهیرونو او پرمختګونو د ښیون- هدایت ضامن دی؟!

پر اړتیاوو پوهېدل[سمول]

موږ اوس پخپله فقه کې داسې ځایونه لرو،چې فقهاوو مو د موضوع د اړتیا او پر اهمیت يې د پوهېدو له مخې فتوا ورکړې؛ یعنې په دې،چې په څرګنده او کافي ډول له آیته نقلي دلیل او حدیث نه لرو او همداراز معتبره اجماع هم نشته؛نو فقهاوو د استنباط له څلورم آره؛یعنې له خپلواک عقلي دلیله ګټنه کړې ده. فقهاوو په داسې ځایونو کې د موضوع د اهمیت او د اسلام له روح سره د اشنایۍ له مخې هوډ نیسي ، چې مهمې موضوعګانې بې تکلیفه نه پرېږدي،چې په دې ځای کې الهي حکم باید داسې وي؛لکه څرنګه چې د واکمن ولایت او متفرعاتو په اړه یې فتوا ورکړې . اوس که د موضوع پر اهمیت نه و پوه شوي؛نو هغه فتوا به هم نه و پیدا شوې . تر دې بریده،چې د موضوع پر اهمیت پوه شول؛نو فتوا یې ورکړه. دې ته ورته داسې نور ځایونه هم موندای شو،چې د فتوا د نه ورکولو علت د موضوع اهمیت او اړتیا ته یې نه پاملرنه ده .

مهم وړاندیز[سمول]

يو وړاندیز لرم،چې د فقهې پرمختګ ته مو خورا ګټور دی . دا مخکې "مرحوم آیت الله شیخ عبد الکریم حایري یزدي" ویلی و او زه يې وړاندیز دلته وایم . څه اړینه ده،چې په ټولو مسایلو کې دې خلک له یو تنه تقلید وکړي؟ غوره دا ده،چې فقه دې تخصصي او کارپوهېزي برخې کړي؛یعنې هرې ډلې،چې د فقهې عمومي پېر تېر کړ او معلومات یې ترلاسه کړل،تخصص دې په یوه برخه کې تېر کړي او خلک دې هم په هماغه برخه کې ترې تقلید وکړي .د ساري په ډول : ځینې دې عبادت خپله تخصصي څانګه کړي . ځینې دې یې معاملات،ځینې دې یې سیاستونه او ځینې نور دې احکام( د فقهې په اصطلاح احکام) خپله اختصاصي او ځانګړې څانګه کړي؛لکه څرنګه،چې په طب کې دا کار شوی او تخصصي څانګې رامنځ ته شوي،هره ډله د طب د یوې څانګې متخصصین دي . ځینې د زړه متخصصین دي،ځینې د سترګو،ځینې د غوږ،ستونې او پوزې او ځینې د نورو متخصصین دي . که دا کار وشي؛ هر کس په غوره توګه په خپله څانګه کې څېړنه کړای شي. د "سید احمد زنجاني" (( الکلام یجز الکلام)) په اثر کې دا مطلب له نوموړي رانقل شوی دی .

دا ډېر ښه وړاندیز دی،زه پرې ورزیاتوم،چې په فقه کې د کار د ویش او په فقاهت کې د تخصصي څانګو د رامنځ ته کېدو اړتیا له سل کلونو راهیسې راپیدا شوې او په اوسني حالت کې ‏یا ددې وخت فقهاء دې د فقهې د تکامل مخه ونیسي او ودې یې دروي او یا دې وړاندیز ته سر ټیټ کړي .

په علومو کې کارپوهيز ویش[سمول]

په علومو کې کار ویش هم د علومو د تکامل معلول دی او هم یې علت دی؛یعنې علوم تدریجاً وده کوي،څو دې پولې ته رسي،چې په ټولو مسایلو کې د یو کس څېړنه پکې ناشونې کېږي او له ناچارۍ دې وویشل شي او تخصصي څانګې دې پکې راپیدا شي؛نو د کار ویش او په یو علم کې د تخصصي څانګو راټوکېدل د هغه علم د تکامل او پرمختګ پایله او معلول دی . بلخوا د تخصصي څانګو راپیدا کېدل، د کار ویش او په تخصصي څانګو کې د فکر تمرکز لا نور هم پرمختګ لامل شوى دى.

د نړۍ په ټولو علومو؛لکه طب،ریاضیاتو،حقوقو،ادبیاتو او فلسفه کې تخصصي څانګې راپیدا شوي؛نوځکه خو دې څانګو پرمختګ هم کړی دی .

د فقهې زر کلن تکامل[سمول]

داسې وخت هم و،چې فقه ډېره محدوده وه. چې تر "شیخ طوسي" مخکې د یو فقیه کتاب ګورو؛وینو څومره کوچنی او محدود دی . شیخ طوسي د "مبسوط" په لیکلو فقه نوي پړاو ته ننه ایسته او پراخه یې کړه او همداراز پېر په پېر د علماوو او فقهاوو په مرسته او د نویو مسایلو او څېړنو په راننوتو،د فقهې حجم غټ شو،ان تر دې چې سل کاله مخکې د "جواهر" مؤلف وکړاى شول،چې یوه دوره فقه ولیکي او دا کار یې په خورا زیار وکړ. وايي : دا کار یې په شل کلنۍ کې پېل او په فوق العاده استعداد،پرله پسې کار او د خپل اوږد عمر په پای کې يې وکړای شول،چې د فقهې دوره پای ته ورسوي . د "جواهر" دوره په پېړو شپږو ټوکونو کې چاپ شو. د شیخ طوسي د "مبسوط" ټول کتاب،چې د خپل پېر مشروح او مفصله فقه وه، د "جواهر" د شپږ ټوکو سره په پرتلنه کې ښايي له نیم ټوکه یې کوچنۍ وي . د "جواهر" تر خاوند وروسته نوي فقهي اصول د "شیخ مرتضی انصاري" له لارې رامنځ ته شول ،چې بېلګه یې د "مکاسب" او "طهار" کتابونه دي . تر هغه وروسته د چا په خیال کې هم نه راته،چې د فقهې دوره له داسې شرح او څیړنې سره ولیکي او تدریس یې کړي .

په دې اوسنۍ وضع کې او تر دې وروسته،چې په فقه کې مو د نړۍ د نورو علومو په څېر پرمختګ او تکامل رامنځ ته شو،چې دا پرمختګ د پخوانیو علماوو او فقهاوو د هڅې پایله ده،ددې وخت علماء او فقهاء دې یا د فقهې د پرمختګ مخه ونیسي او یا دې هغه دروند او پرمختللی وړاندیز عملي کړي او تخصصي څانګې دې رامنځ ته کړي او خلک دې هم په تقلید کې تبعیض وکړي؛لکه څرنګه چې ډاکتر په تګ کې تبعیض کوي .

فقهي شورا[سمول]

بل وړاندیز هم لرم او ګروهمن یم دا مطلب،چې څومره هم وویل شي؛نو ښه دی او هغه داچې په عین حال کې،چې په نړۍ کې په ټولو پوهنو کې تخصصي څانګې راپیدا شوي او هېښنده پرمختګ یې کړی،یو بل چار هم عملي شوی،چې په خپل ځای کې په پرمختګ کې د پام وړ لامل و او هغه د هرې څانګې د لومړي پوړ د پوهانو او د اند د څښتنانو تر منځ ګډ کار او هم اندي ده. په نننۍ نړۍ کې نور د وګړي فکر او عمل یې اغېز نه لري،ځان ته له تګه څه نه جوړېږي . د هرې څانګې علماء او پوهان تل یو له بل سره خپل اندونه تبادله کوي، د خپل اند او اندې محصول له نورو پوهانو او د اند له خاندانو سره شریکوي . ددې لومړي پوړ د ګډ کار او هم اندۍ او د نظر د تبادلې په پایله کې که ګټوره اوسمه څرګندونه راپیدا شي؛نو ژر خپرېږي او ځای نیسي او که باطله څرګندونه پیدا شي؛نو باطلوالى یې ژر روښانېږي او له منځه ځي او د اند د خاوند هغه زده کونکي کلونه کلونه په دې تېروتنه کې نه پاتې کېږي .

په خواشینۍ سره په موږ کې لا تر اوسه د کار ویش،تخصص،ګډ کار او هم اندي نه ده پیدا شوې او څرګنده ده،چې په دې حالت کې د پرمختګ او د ستونزو د هوارۍ تمه نشو درلودای . علمي سلامشورې او د نظر تبادله که څه هم خورا څرګنده ده او استدلال ته یې اړتیا نشته؛خو داچې پوه شو خپله په اسلام کې دا وړاندوینې او حکمونه شته؛نو د قرآن یو آیت او د نهج البلاغې غونډلو- جملو ته اشاره کوم . قرآن وايي :

((وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ(شوری/۳۸)= او د هغو كسانو (لپاره دي)،چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې او لمونځ يې درولى او خپلې چارې په خپلمنځي مشورې سره سرته رسوي او څه چې موږ ورته ور روزي كړې (د خداى په لار كې يې) لګوي .))

نو د اسلام له نظره هم اندي او سلا مشوره د اسلام د لارویانو او د ایمانوالو د ژوند اصول دي .

حضرت علي (ک) وايي : پوه شئ،د خدای هغه بندګان،چې د خدای علم ورکړ شوی؛نو د خدای راز ساتي او د علم چینې خلکو ته وايي، یو له بل سره له مینې ډکې اړیکې لري،په خورا مینه او خوښۍ یو له بل سره ویني او یو بل له خپلو اندیزو او علمي زېرمو مړوي او په پایله کې ټول مړېږي او ځي. )) وګ : نهج البلاغه /۲۱۲ خطبه .

که په فقاهت کې علمي شورا رامنځ ته شي او د نظر راکړه ورکړه عملي بڼه ونیسي،پردې سربېره،چې په فقه کې به پرمختګ او تکامل رامنځ ته شي؛نو د فتواګانو ډېری اړپیچ- اختلاف به هم له منځه ولاړ شي.

که مدعي یو،چې فقه مو هم د نړۍ له رښتینو علومو ده؛نو له هغو طریقو دې پلوي وکړو،چې په نورو علومو کې ترې لاروي کوي او بې له دې بله لار نه لرو. که لاروي ترې و نه کړو؛نو مانا یې دا ده،د علومو له کتاره وتلې ده.نور وړاندیزونه هم لرم؛خو وخت کم دی .

د خبرو په پیل کې مې دا آیت ولوست .

((وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ(توبه/۱۲۲)= او دا نه ښايي چې مؤمنان ټول يو مخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې د هغوى د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه تر لاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبركړي، ښايي (چې د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي ! )) دا آیت په څرګنده حکم کوي،چې د مسلمانانو یوه ډله دې په دین کې "تفقه" وکړي او نور دې هم له خپلې تفقهې خبر کړي . "تفقه" د "فقهې" له مادې ده . د فقهې مانا،مطلق پوهېدل- فهم نه دي؛ بلکې د یو څیز د حقیقت بشپړ لیدانې- بصیرت او ژورې پوهېدنې- فهم ته فقه وايي. "راغب" په "مفرداتو" کې وايي :فقه دا ده،چې له یو ښکاره او ظاهر چاره،پټ حقیقت ته ورسې. د تفقهه په تعریف کې وايي: (( تفقه اذا طلبه فتخصص به))؛یعنې د یو څیز طلب کول او په کې تخصص او کارپوهه پیدا کول . دا آیت مسلمانانو ته وايي : د دین په پوهې کې دې سطحي او رغي نه وسي؛بلکې ژور فکر دې وکړي، د حکمونو پر روح او مانا دې پوه شي . دا آیت د اجتهاد او فقاهت سند دی او همدا آیت مو د وړاندیزونو لاسوند- سند دی؛لکه څرنګه چې د همدې آیت له مخې په اسلام کې د اجتهاد او تفقهه لمن غوړېدلې؛نو د همدې آیت له مخې دا لمن دې لاپسې وغځول شي،اړتیاوو ته دې نوره پاملرنه هم وشي،فقهي شورا دې عملاً لاس په کار شي،ځان ته تګ دې منسوخ شي،څانګې دې تخصصي او کارپوهېزې شي،چې فقه مو د تکامل لارې ته دوام ورکړي .

د دیني اندنې بیا ژواکي - د دیني تفکر احیا[سمول]

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ( انفال/۲۴)= مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي .)) د خبرو موضوع "د دیني اندنې بیا ژواکي- احیا" ده . ممکن ذهنونو ته راشي،چې دا مانا نه لري؛خو موږ دنده یا حق لرو،چې وغواړو دین بیا راژوندی کړو؟! چار پر عکس دى، دین باید موږ ژوندي کړي،موږ نشو کړای،چې دین ژوندی کړو.

ښايي ځینې نیوکه وکړي،چې دا عنوان له هغه آیت سره تناقض لري،چې د دې مطلب په عنوان کې وویل شو . آیت وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ= مؤمنانو! د خداى او پېغمبر بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي))؛یعنې دین ته ،چې تاسې ژوندي کوي . دین تاسې ته ژوند درکوي . څه چې ژوندورکوي، دین دی او څه چې ژوند مني، بشري وګړي دي؛نو د ديني اندنې بیا ژونه ؛یعنې څه؟

لومړی خو دا چې زموږ د ویینې عنوان "د دیني اندنې بیا ژوواکي" ده؛نه د "دین بیا ژونه". فرض کړﺉ،چې ومو ویل : د دین بیا ژونه؛نو په دې کې هیڅ منافات نشته،چې دین دې زموږ بیا ژواکی وي او هم دې دنده ولرو،چې د دین بیا ژواکي وسو.

د تقوا په هکله،چې مې خبرې کولې؛ ومې ویل،چې تقوا انسان ته خوندیتوب دی،تقوا د انسان ساتونکې ده . په عین حال کې انسان موظف دی،چې د تقوا صاین او ساتونکی وسي او دا دور نه دی؛ځکه دا چار له دوو اړخونو دی : موږ دې له یوه اړخه د تقوا ساتونکي وسو او له بل اړخه دې تقوا زموږ ساتونکې وسي.

دلته همداسې دي : موږ دې د دین بیا ژواکي وسو او دین هم زموږ بیاژواکی دی؛یعنې موږ دې د خپل ژوند اوبه ژوندۍ وساتو؛لکه څرنګه چې په جسماني ژوند کې مو اوبه د ژوندوسیله دي؛خو موږ دې همدا اوبه له هرې ککړتیا پاکې او سوتره وساتو. موږ د اوبو پر وړاندې یوه دنده لرو؛نو اوبه هم پخپله طبع کې یوه ځانګړنه لري،چې خدای پکې ایښې ده .

پر دې سربېره، پخپله د دین په تعبیراتو کې هم دا دواړه راغلي دي، هم ویل شوي،چې دین ستاسې بیاژواکی دی؛لکه پورته آیت مې،چې ووایه او هم داسې څرګند او یا د اشارې په ډول حکمونه راغلي،چې تاسې هم باید د دین بیا ژواکي وسئ ،باید دین ژوندی وساتئ،تل دې دا دنده ولرﺉ او پام مو وي،چې دین ژوندی وساتئ او پرېنږدﺉ،چې دین مړ شي.

حضرت علي (ک) په هغه مشهوره خطبه کې خپل نږه او مخلص دوستان ستایلي،چې دین ژوندی به يې ساته .

"نوف بکالي" وویل : حضرت علي (ک) د "جعده بن هبیره" په تېږه ودرېد،چې د وړیو جامې یې اغوستې وې، د تورې پوښ یې د خرما له پاڼو جوړ و او څپلۍ یې همداشان، و یې ویل :  د لارې ملګري او لارویان چېرته دي؟ هغوی د حق پر لار قدم کېښود او په حقه له دنیا ولاړل . "عمار یاسر" چېرته دی؟ "ابوالهثیم بن التهیان" چېرته دی؟ "ذوالشهادتین خزیمه بن ثابت" چېری دی؟

بیا یې په ژړغوني غږ وویل : پر هغه ملګرو او ورونو ويرجن يم، چې قرآن یې په حقه تلاوت کړ او ټینګ یې کړ، د دین د فرایضو په هکله یې سم فکر وکړ، ځيرنه یې پکې وکړه،حقیقت ته ورسېدل، عمل یې کړل؛هغوی چې د پېغمبر اکرم سنت يې ژوندی کړ او بدعت یې وواژه .

حضرت عمار ،ابن تیهان،ذوالشهادتین او داسې نور، د پېغمبر اکرم د سنتو ژوندي کوونکي ګڼي. سنت؛یعنې دین . دین قرآن او سنت دي، دا د دین سرچينې دي .

په نهج البلاغه کې د امام مهدي په هکله ځینې تعبیرات دي؛لکه : هغه به مړ شوی قرآن او سنت راژوندی کوي . هغه قرآن او سنت ،چې په خلکو کې مړ کېږي،هغه به یې راژوندی کړي . دا د حضرت علي (ک) تعبیر دی؛ نه زما . هغه به راځي او ژوندی کوي به يې .

امام رضا خپل یو لاروي ته وايي : زموږ د ولایت چار ژوندی کړﺉ .
ده ورته وویل : څرنګه یې ژوندی کړو؟ 

ویې ویل : د خبرو حقایق،ګټې اوسیرت مو خلکو ته بیان کړﺉ، دا مو د چار ژوندي کول دي .

په دې کې کوم باک نشته،چې موږ دې "د دین بیا ژواکي" وسو او دنده ولرو،چې د دین بیاژواکي وسو.

دویم دا چې ددې ویناوالۍ په پیل کې مې و نه ویل،د دین بیا ژواکي او که مې ویلي هم وای- لکه څرنګه،چې مې وویل- کوم باک یې نه درلود؛خو نه موږ دومره هم سپین سترګي- جسور نه یو، ومو وویل : " د دیني اندنې بیا ژونه"؛یعنې د خپل انددود بیا راژوندي کول مو.

دین ژوندی دی او کله هم نه مري؛یعنې د دین هغه د مړینې وړ نه دی . هغه څیز په ټولنه کې د مړینې یا منسوخېدو وړ دی،چې بل غوره آر یې ځای ونیسي. د ساري په ډول : د "بطلیموس" د نجوم آر،چې یو علمي آر و، تر څه مهاله په نړۍ کې ژوندی و او بیا په ستورپوهنه کې نور اصول او حقایق پیدا شول او د "بطلیموس" نظريه یې له منځه یووړه . همداراز د څلورګونو عناصرو په اړه د "انباذقُلًُس" څرګندونه هم له منځه ولاړه.

دیني حقایق او هغه ټولیز اصول،چې دین ویلي،کله هم د مړیني وړ نه دي . دا چې وایم مري- که خپله د دین په ژبه کې هم راغلي وي،چې قرآن یا سنت مري-؛نو مانا یې دا ده،چې په خلکو کې مري، د دین په اړه د خلکو اندنه،مړه اندنه ده او موخه مو ترې دا ټکی دی که نه، پخپله دین پخپل ذات کې نه مري او نه د مړ کېدو وړ دی .

اسلام یو حساب لري او مسلمانان یې نور. اسلام ژوندی دى او اوسني مسلمانان مړه دي . یو له هغو مسایلو،چې د نړۍ ټولنپوهان پرې شمېري،"په عمل کې د اسلام ژوندیتوب دی"؛یعنې دم ګړۍ د نړۍ په ټولو وچو ( اسیا،افریقا، امریکا،اروپا او ان استرالیا) کې اسلام د پرمختګ په حال کې دی .

پر دې مطلب اوس ویینه روانه ده،چې اسلام څرنګه په امریکا کې او په تېره بیا په مستضعف او بېوزلي پوړ کې پخپله پر مخ ځي؛ یعنې هماغه پوړ،چې اسلام پکې راښکاره شو او مخه یې نشي نیولای . په اروپا کې هم د پوهانو، پروفیسرانواو ډاکترانو په پوړ کې د پرمختګ په حال کې دی . د افریقا په لویه وچه کې،چې مسیحي مبلغین له ډېرو لګښتونو،تشکیلاتو او دسیسو سره راځي؛خو نه بریالي کېږي او اسلام پخپله له یو وګړي څخه بل ته د پرمختګ په حال کې دی .

داچې وايو : دیني اندنه مړه شوې؛نو په هغو هېوادونو کې ده،چې له پېړیو راهېسې مسلمانان دي . په دې هېوادونو کې داسې لاملونه راپیدا شوي،چې دا اندنه یې په مغزو کې وچه کړې ده؛یعنې د نیم ژواندي حالت په څېر کړې یې ده. د اسیا او اروپا په وچه کې د "دیني اندنې بیا ژواکۍ" ته نه؛بلکې د "دیني اندنې رامنځ ته کېدنې" ته اړتیا ده، دا موږ یو،چې د "دیني اندنې بیاژواکۍ" ته اړتیا لرو؛یعنې موږ دین لرو، دیني اندنه هم لرو؛خو خطرناک حالت یې راکې پیدا کړی؛یعنې نیم ویښ او نیم ویده یو،نیم مړه او نیم ژوندي یو او باید پردې مطلب ویینه وکړو.

"په هرو سل کلونو کې د یو دیني بیا زېږدي - مجدد د راتګ" فرضیه[سمول]

دین بیا ژواکۍ او زېږنې ته اړتیا لري، دلته ددې اندنې تاریخچه وایم،چې خورا خواشینې کوونکې ده. رسول اکرم وايي: (( خدای په هرو سلو کلونو کې یو ځل یو تن رالېږي،چې د امت دین راژوندی کړي .))

 دا حدیث مې بیا بیا په کتابونو او ان د خپلو علماوو په کتابونو کې هم لیدلی و. د ساري په ډول : شمېرلي یې وو:( دآنحضرت (ص) تر مړینې وروسته)، تر لومړي سلو کلونو وروسته؛یعنې د دویمې پېړۍ په پیل کې "بیازېږدی" څوک و، د درېمې پېړۍ په پیل کې څوک و او ان زموږ تر وخته یې شمېرلې و. دا مې غوښتل،چې د دې حدیث  آر له کوم ځایه دی؟ کومه سټه لري؟

تر څېړنې مخکې مې باور نه درلود،چې آنحضرت به دا غونډله ویلي وي؛خو بیا مې هم څېړنه وکړه،چې په څېړنه کې راته جوت شول،چې :

په شیعه وو کې اساساً دا حدیث نه دی راغلی . په عین حال کې ځینو شیعه علماوو هم پر دې حدیث ویینه کړې او شمېرلي یې پرې هم دي . د زده کړو په لومړي کلونو کې مې په قُم کې د "ملا هاشم خراساني" په "منتخب التواریخ" کې ومونده،چې ده هم د "حاجي نوري" له مستدرکه رانقل کړی و او "حاجي" د اهلسنتو له یوه کتابه رانقل کړى و، دا خورا ښه دلیل دی،چې د شیعه وو په یو کتاب کې هم داسې حدیث نشته که و؛ نو "حاجي نوري" به ترې رانقل کړی و. بیا مې د یو ملګري په مرسته په "سنن ابي داوود" کې وموند،چې له "صحاح سته وو" دی او جوت شول،چې دا حدیث د اهلسنتو په نورو کتابونو کې هم دی؛ لکه "مستدرک حاکم"،ښايي ده هم له "سنن ابی داوده" رانقل کړی وي،چې کټ مټ په دې عبارت و:(( ان الله یبعث لهذا الامة علی راس کل مایة سنة من یجدد لها دینها))

د سند له اړخه دا حدیث یوازې "حضرت ابوهریرة" له آنحضرت (ص) نه رانقل کړی دی . ایا دا حدیث، بې له دې،چې سند ته یې پاملرنه وشي، د متن او مضمون له اړخه له تاریخ سره تطبیقېږي که نه؟؛ یعنې که رښتیا هم موږ د اسلام په تاریخ کې وګرځو؛نو واقعاً همداسې ده؟ د هر سلو کلونو په سر کې د دیني اندنې بیا ژونه شوې؟ یا ددې حدیث په تعبیر، په دین کې تجدید شوی دی؟ وینو،چې له تاریخ سره اړخ نه لګوي؛خو بلخوا د اهلسنتو ځینې علماوو شمېرلې؛یعنې شمېرنه یې توږلې،چې د لومړۍ او دویمې پېړۍ په پیل کې پلانی،د درېمې پېړۍ په پیل کې پلانى او د څلورمې پېړۍ په پیل کې پلاني د دین بیا ژونه کړې . هېښنده خو دا ده،چې ځینې شیعه علماء ددې پر ځای،چې ووايي،دا حدیث بې اعتباره دی او له تاریخ سره هم اړخ نه لګوي؛خو دوی هم غوڅ ګڼلی او پرې شمېرلي یې دي . زه نه پوهېږم،چې ددې حدیث مضمون څومره له روحیاتو سره همغاړی و او خوشاینده و، چې د سند او مضمون د کمزورۍ په ترڅ کې بیا هم شیعه علماوو پرې شمېرلي او وايي،چې د دویمې پېړۍ په پیل کې ددې حدیث مصداق "حضرت باقر" دی، د درېمې پېړې په پیل کې "حضرت رضا"، د څلورمې پېړۍ په پیل کې "کلیني"، د پینځمې پېړۍ په پیل کې "سید مرتضی" یا "شیخ مفید"، د شپږمې پېړې په پیل کې د "مجمع البیان خاوند شیخ طبرسي"، د اوومې پېړۍ په پیل کې "خواجه نصیرالدین طوسي"، د اتمې پېړې په پیل کې "علامه حلّي"، د نهمې پېړې په پیل کې " لومړى شهید" ، د لسمې پېړۍ په پیل کې "محقق کَرکي"، د یوولسمې پېړې په پیل کې "شیخ بهايي"، د دولسمې پېړې په پیل کې "مجلسي" ، د دیارلسمې پېړې په پیل کې "وحید بهبهاني" او د څورالسمې پېړۍ په پیل کې "میرزای شیرازي" و. لومړی،دا چې ډېری یې د پېړیو له پیل سره سم نه راځي. "خواجه طوسي" ته د اوومې پېړۍ بیا زېږدې نشو ویلای؛ ځکه زېږون یې د اوومې پېړې په پیل کې دی او راښکارېدنه او نبوغ یې د اوومې پېړۍ په نیمه ای کې دي او مړینه یې د هماغې پېړۍ په دویمه نیمايي کې ده ( ۶۷۲).

دویم دا چې  حضرت صادق ولې د دین په بیازېږدو کې و نه شمېرل شي؟  کوم فرصت،چې ده ته په لاس ورغى، تر هغه فرصته لږ و،چې حضرت باقر ته ورغی؟ دا چې حضرت صادق له قلمه غورځېدلی؛نو علت یې دا نه دی،چې له ځانه جوړې شمېرنې سره اړخ نه لګوي؟ په امامانو کې دوه تنه یې باید تر نوورو ډېر بیازېږدي وشمېرل شي،چې دا دي : امام حسین او  امام صادق . دې دواړو له ځانګړي اړخه د بیا ژواکۍ توفیق تر لاسه کړ. دا چې له دې شمېرنې سره یې اړخ نه لګاوه؛نو ځکه له قلمه وغورځول شو.

همداراز ډېری علماء یې په بیا زېږدو کې وشمېرل او ډېری نور یې پکې و نه شمېرل؛حال دا چې د شمېرل شویو ګناه دا وه،چې د پېړې په منځ کې ول او احیاناً ډېر خدمت یې کړی دی . د ساري په ډول : "شیخ طوسي" دلته له قلمه غورځېدلی دی؛ حال دا چې په اسلامي علماوو کې ښايي د "شیخ طوسي" هومره خدمت چا هم نه وي کړی او ښايي یو یا دوه کسه د ده په شان وي . "شیخ مرتضی انصاري" هم له قلمه غورځېدلی دی .

هېښنده ده،چې ځینو؛لکه د "منتخب التواریخ" د خاوند په شان یو لړ نور سلاطین او خلفاء د دین په بیازېږدو کې شمېرلي دي،چې دا ډېره د خندا وړ ده . وايي د دویمې پېړۍ په پیل کې "عمر بن عبدالعزیز" د دین بیا ژونه وکړه او د درېمې پېړۍ په پیل کې "مامون"، د څلورمې پېړۍ په پیل کې "المقتدر"، د پینځمې پېړۍ په پیل کې "عضدالدوله دیلمي"، د شپږمې پېړۍ په پیل کې "سلطان سنجر سلجوقي"، د اوومې پېړۍ په پیل کې "هلاکو خان" ، د اتمې پېړۍ په پیل کې "خدابنده"،چې دا هم مغول و، د نهمې پېړې په پیل کې "امیر تیمور ګورکاني"، د لسمې پېړۍ په پیل کې "شاه اسماعیل صفوي"، د یوولسمې پېړۍ په پیل کې "شاه عباس صفوي"، د دولسمې پېړۍ په پیل کې "نادرشاه افشار" او د دیارلسمې پېړۍ په پیل کې "فتح علی شاه" و.

دا د هرې پېړۍ په پیل کې هغه بیازېږدي دي،چې په اسلام کې راپیدا شوي دي . دا هغه دي،چې باید وویل شي: ( لا یرضی به شیعی  و لا سنی) نه د شیعه له ګروهنو سره اړخ لګوي او نه د سني له ګروهنو سره ، نه یې له تاریخ سره لګوي او نه له بل څه سره . د شکر ځای خو دا دی،چې "چنګیزخان" یې د اسلام په بیازېږدو کې نه دی شمېرلی. مثال یې داسې دی،که چا د دین په نامه واکمني،واک او پيسې پیدا کړې؛نو مانا یې دا ده،چې د دین بیاژونه وشوه! 

نه، د دین بیاژواکي او د دین واک ددې تابع دی ،چې خلک څومره پر دین عمل کوي،څومره د دین پر غوښتنو عمل وکړي؛نو دې ته د دین بیاژونه وايي . باید وویل شي، پخپله دا اندنه هغه زهر دي،چې د مسلمانانو اندونو ته راننونې دي .


په هرو زرو کلونو کې تجدید[سمول]

په هرو سلو کلونو کې یو مجدد باید راښکاره شي، دې اندنې بلې اندنې ته لار هواره کړه او هغه دا چې په هر زرو کلونو کې به یو کس راښکاره شي،چې دا چار بې لارې ډلو ته پلمه شوى دی . دا هم ځان ته بېل داستان لري،چې د هرو زرو کلونو په سر کې به یو کس راپیدا کېږي . دا د پخوانیو ایرانیانو او هندوانو په فلسفه کې جرړه لري؛په ایراني او هندي فلسفه کې د پخوانیو طبیعاتو پر بنسټ یوه اندنه وه،چې لومړی خو دا طبیعات غلط ول او بیا ترې راټوکېدلې اندنه هم غلطه ده. "شیخ اشراق" دا اندنه اسلامي فلسفې ته رادننه کړه. اصطلاحاً په فلسفه کې وايي: "دور و کور". ویې ویل : په هرو زرو کلونو کې د نړۍ هر څه بیا راژوندي کېږي،هر څه نوي کېږي؛خو ورته یې د هر تن په څېر بل تن پیدا کېږي، د هر ژوندي کوونکي او سمونپالي په څېر بل ژوندی کوونکی او سمونپالی پیدا کېږي، د ټولوپېښو په شان نوي راپیدا کېږي؛خو هغوی وویل : په هرو پینځویشت زره او دوه سوه کلونو کې یو ځل د هستۍ پېښې بیا پېښېږي، پر دې بنسټ، چې د اسمان د څرخېدنې یو دور دومره دی .

بیا دا انده د ځینو اسلامي خیالبافانو لاس ته ورغه او له قرآني آیتونو سره یې تطبیق کړه،ویې ویل،چې قرآن وايي :

((وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ(حج/۴۷)= او په حقيقت كې ستا د پالونكي په نزد(د قيامت) يوه ورځ، ستاسې په حساب (د دنيا) له زرو كلونو سره برابره ده.))
نو هره الهي ورځ زر کاله ده او داچې هر کال درې سوه او شپېته ورځې دى؛ نو د نړۍ یوه دوره درې سوه او شپېته کاله ده . نړۍ د خپل کال یوه دوره په دې موده کې وهي او بیا له سره نوي کېږي . دا هم یوه انده ده.

دا هم بې مانا خبره ده؛خو له بې لارۍ بې لاري راولاړېږي؛دا ځکه وایم،چې دا هغه زهر دي،چې اندونو ته مو راننوتي دي،چې دا مو له فکرونو نه وي ایستلي، اند مو کله هم نه راژوندی کېږي . بله بې لارې ډله راغه او دا آيت یې ووایه :

((يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ(سجده/۵)=(د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې پورې اداره كوي،بيا (د هغه پايله او ګزارش) په يوې داسې ورځ د هغه لوري ته پورته خېژي،چې د هغې ورځې اندازه ستاسې (خلكو) د شمېر له مخې زركاله ده . ))
دا آیت یې داسې مانا کړ،چې په زرو کلونو کې د خلکو چار د انبیاوو له لارې بیا راژوندى او تدبیرېږي . ویې ویل : تدبیر ول؛یعنې تجدیدول،هغه هم پر دې مانا،چې یو پېغمبر د ساري په ډول : په داسې ورځ راشي،چې  اندازه یې هم زر کاله ده؛نو په هرو زرو کلونو کې به یو ځل یو تن راشي .

تر دې وروسته او له دې کبله په تشیع کې څومره ستره بې لاري راپیدا شوه! او ځینې خلک د همدې ناوړه اندونو له مخې له دینه بېل شول .

نه! موږ داسې څه نه لرو،چې په هرو سل کلونو یا زر کلونو کې یو ځل به یو تن راښکاره کېږي . یوازې د یو تن په اړه دي،چې په دې کچه کې نه دي او په بله کچه کې دي او نړیوال اړخ لري؛نه دا چې یوازې په شیعه وو پورې تړلي وي او هغه حضرت امام مهدي دی .

امام مهدي په ټولې نړۍ پورې تړلی دی، دا چې د ممبرونو پر سر ویل، کېږي،چې راځي به او شیعه به ژغوري؛ نو دا هسې تشه لاپه شپه ده او امام زمان یوازې د یوې ډلې شیعه وو ژغورونکی نه دی؛بلکې هغه د ټولې نړۍ سمونپال دی . د هغه په اړه هم موږ هیڅ حق نه لرو،چې ورته وخت وټاکو،چې څو کاله وروسته به راځي؛لکه د ابجدو هغه شمېرنې،چې هره ورځ یې کوي،یوه ورځ دا آیت وايي:

((إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ(اعراف/۱۲۸)= بېشكه چې ځمكه د "الله" ده او له خپلو بندګانو يې، چې چاته خوښه شي، د هغې وارث ګرځوي.)) او بل وخت دا آیت شمېري :
((وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ(انبیاء/۱۰۵)= او په حقيقت كې مو په" زبور" كې تر تورات وروسته ليكلي دي چې :(( زما صالح بندګان به دځمكې (د حكومت) وارثان شي.))
او شمېري،چې په پلاني کال به امام مهدي راښکاره شي. 

له دوی وویرېږﺉ او دروغجن یې وګڼئ،"څوک چې د امام مهدي راښکاره کېده ته وخت ټاکي؛نو دروغجن دي .)) وګ : اصول کافي ۱/ ۳۶۸.

په نړۍ کې څوک هم ،نه زه،نه تاسو او نه بل سمونپال دا ادعا نشي کړای،چې زه هغه کار کول غواړم . هغه تر دې کارونو خورا پورته دی . د یو پوه په وینا: یو وخت داسې وي،چې غواړو خپل انګړ روښانوو او یو وخت داسې وي،چې په تمه یو،نړۍ روښانه شي. د نړۍ روښانېدل زما او ستا په لاسونو کې نه دي او بل حساب لري، باید لمر راوخېژي،چې ټوله  نړۍ رڼا کړي، زما او ستا دنده دا ده،چې خپل کور روښانه کړو،خپله کوڅه او خپل ښار روښانه کړو؛خو هغه بل مطلب له دې حسابونو بهر دی .

د تېرمهال د تېروتنو جرړه په دې کې وه،چې یوازې د وګړیو پر شخصیتونو به شمېرل کېده؛نه پر عامو خلکو. اوس دې راشو او ووینو،چې اندنه مو واقعاً اسلامي ده که نه؟ ایا اسلامي اندنه مو په مغزو کې پاتې ده که نه؟ اوس دومره اړینه نه ده،چې په دې پسې شو،څوک چې مسلمانان نه دي؛نو مسلمانان یې کړو. البته وروستۍ هیله مو همدا ده،چې کاشکې همداسې وشي؛خو څه چې په لومړۍ درجه کې اړین دي، دا دی،هغه ديني اند،چې موږ روژه نیونکي، لمونځ کوونکي او حج کوونکي مسلمانان یې لرو او هغه اند ،چې په موږ کې د نیم مړي او نیم ژوندي حالت پیدا کړی او بېسده کړي یې یو،چې دا اند سم نشي؛نو نورې هلې ځلې کومه ګټه نه لري. که فرض کړو په اروپا کې ځینې مسلمانان شي او موږ وویني؛نو ممکن پښېمانه شي او له اسلامه واوړي .

په اوسني پېر کې د مسلمانانو ځوړتیا[سمول]

د نړۍ په هېوادونو کې، د ځینو هېوادونو په استثناء، اسلامي هېوادونه خورا وروسته پاتې او مخ پر زواله هېوادونه دي . نه یوازې په صنعت کې وروسته پاتې دي؛بلکې په پوهه،اخلاقو،انسانیت او معنویت کې هم وروسته پاتې دي . ولې؟ یا باید داسې ووایو،چې اسلام؛یعنې هماغه د اسلام حقیقت ددې ملتونو په اروا او مغزو کې دی؛خو د اسلام ځانګړنه دا ده،چې ملتونه شا ته وړي(د دین دښمنانو ستره تبلیغاتي ډنډوره هم د مسلمانانو اوسنۍ ځوړتیا ده.) یا باید منښته وکړو،چې د اسلام حقیقت مو په اصلي بڼه په مغزو او ارواوو کې نشته او دا اند مو په مغزو کې په اړول شوي بڼه موجود دی . نبوت مو اړول شوی نبوت دی،ولایت او امامت مو اړول شوی امامت دی،پر قیامت مو ګروهه هم داسې ده. د اسلام ټول اصولي حکمونه مو په فکر کې اړول شوي دي . په دین کې صبر،زهد،تقوا او توکل دی او دا ټول مو په ذهن کې په اړول شوي بڼه شته دی .

ښایي تر دې دمه،چې څومره ویینه شوې؛نو دا مطلب به تر څه بریده روښانه کړي . د ساري په ډول : د تقوا په اړه ویینه وشوه،که مو لوستي وي؛نو درته به جوته شوي وي،چې تر دې دمه تقوا مو په ذهن کې په اړول شوې بڼه وه . پر هره موضوع،چې ویینه شوې،همداسې ده،چې دا ښيي، اسلام سرچپه شوی دی .

یوه کلیواله ډله ښار ته راغله،دوی په خپل ټول عمر کې ښار نه و لیدلی. ښار ته په راننو تو یې ځانګړو ونو ته پام شو. څه هېښنده ونې وې،نه یې څانګې درلودې او نه پاڼې. دا د جومات منارې وې او انګېرله یې ،چې دا ونې دي . په لیدو یې هک پک شول،چې داسې ونې مو لا تر اوسه نه وې لیدلې . ښاریان څومره ښه ونې لري . ویې پوښتل : دا څه دي؟ د ښار ځینې ځیرک ځوانان،چې پوه شو،دوی کلیوال دي؛نو په ټوکه يې ورته وویل : دا هغه ونې دي،چې په کلي کې نه پیدا کېږي او ځانګړی تخم لري،موږ یې کرو او داسې کېږي . کلیوالو ورته وویل : دا تخم موږ ته هم راکړﺉ . د ښار زلمو ورته د ګازرو تخم ورکړ. دوی ولاړل او په کلي کې یې وکاره . تر دې دمه دوی لا ګازرې نه وې کرلې. څه موده تېره شوه،ویې لیدل،چې راشنې نشوې،ویې ویل : دا څنګه چل دی،دا څنګه تخم دی. د ګازرې بوټى یې،چې راونړاوه؛نو ویې لیدل،چې د منارې په بڼه دي؛خو په ځمکه کې ننوتي دي . ویې ویل : معلومېږي،چې موږ سرچپه کرلي دي . زموږ د مسلمانۍ داستان هم د هغو کلیوالو د منارو د کرلو په شان دي .

د امامت په اړه مو هم انددود په هېښنده او سر چپه بڼه اوخوتی دی، ایا هېښنده نه ده،چې موږ د "نبوي کورنۍ" په شان مشران ولرو، د حضرت علي،امام حسن،امام حسین،امام زین العابدین او نور امامان ولرو او ددې پر ځای،چې دا مشران مو عمل ته هڅاندي او محرک وي؛خو له عمله د تېښتې، ناغېړۍ او د تخدیر وسیله مو ګرځېدلې دي!؟

له "نبوي کورنۍ" سره دوستي مو یوه وسیله کړې،چې د اسلام له مکلفیته پښې سپکې کړو. وګورﺉ،چې دا اند څومره اړول شوی دی! دا ستر حقیقت مو سرچپه مغزو ته ننوتی او سرچپه پایله یې راکې رامنځ ته کړې ده، د ناغېړۍ وسیله شوې، ددې وسیله شوې،چې څه کار هم و نه کړو او په دې تمه یو،چې ټول کارونه "مولا" کړي دي او په قیامت کې به یې هم  "مولا" کوي . یو داستان درته له صدر اسلامه رانقلوم.

پر مُرجیه د شیعه امتیاز[سمول]

په متکلمینو کې یوه ډله وه،چې د "مرجیه" په نامه یادېده او اوس د خدای شکر دی،منسوخه شوې ده. دوی وویل : که ایمان سم وي؛نو یو عمل هم اغېز نه لري،چې البته دې هم سیاسي جرړه درلوده. دوی د امویانو په وخت کې ول او امویانو هم دوی تایيدول . هغوی له دې لارې غوښتل،چې د اموي او د عباسي د سلاطینو کړنې سمې کړي . دا مطلب زه نه وایم، تاریخ یې وايي. دوی به ویل : چې ایمان دې سم وي؛نو عمل مهم نه دی،که دې وکړ او یا نه . د امویانو ټغر،چې ټول شو؛نو عباسیان راغلل، عباسیانو له امویانو سره د تربګنۍ او دښمنۍ له مخې د "مرجیه وو" جرړې هم راوایستې.

په خواشینۍ د مرجیه فکر نن د شیعه وو په مغزو کې پیدا شوی،حال دا کوم داستان،چې رانقلوم،زبادوی- اثباتوي، چې اصلاً د شیعه وو ګروهه ددې ګروهې پر عکس ده، داستان دا دی :

"احمد امین مصري" په "ضُحی الاسلام" کې له "اغاني ابوالفرج اصفهاني" رانقلوي :  په دې،چې "احمد امین شیعه ضد ګروهه لري؛خو دا یې رانقل کړې ده. وايي : یو مرجيي او یو شیعه سره د مرجیه او شیعه د ګروهې په اړه ویینه کوله . یو يې وویل : مرجیه سم دی او بل ویل،چې شیعه . مرجيي ویل : عمل څه هم نه دی،بنسټ یوازې ایمان دی. شیعه ویل : عمل لازم دی . په دې کې یو مطرب راپیدا شو( داچې اغاني رانقل کړی؛نو له دې مخې وایم،چې مطرب و). البته دا هم پوه سړی و. دواړو وویل : همدا به وپوښتو،چې شیعه په حقه دی که مرجیه؟ ورته یې وویل: ګروهه مو څه ده، شیعه په حقه دی که مرجیه. ده ورته وویل : پورتنی تنه مې شیعه ده او لاندینې مې مرجیه ده؛یعنې په فکر او ګروهه کې شیعه یم؛ خو لاندینۍ تنه مې مرجیه ده؛یعنې په عمل کې مرجیه یم . دا یې ویل : زه د شیعه ګروهه منم؛خو په عمل کې مرجيي یم. 

ایا اوس موږ نباید دا ومنو،چې موږ داسې ملت یو،چې هم په فکر کې مرجيي یو او هم په عمل کې؟ دا له هغو مسایلو دي،چې باید وویل شي، دیني اندنه راکې نیمه مړه شوې یا ووایو،چې په مړه شوې بڼه اوخوتې ده. البته دا مرجيي فکر به څرنګه شي؟ هغه فکر،چې عمل له پښو وغورځوي؛نو په دنیا کې به څه پاتې شي؟ اخرت به پاتې شي؟ پت او عزت به پاتې شي؟ نېکمرغي به پاتې شي؟

((وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ(ال عمران/۱۳۹)= او همدا تاسې برلاسي ياست )).

ديني اندنه مو باید سمه شي، د دین په اړه مو اندنه غلطه ده. په زړورتیا یې وایم،که په عبادتونو کې له څلورو فرعي مسئلو او همداراز په راکړه ورکړه کې له څو مسئلو تېر شو؛نو نور موږ د دین په اړه سمه اندنه نه لرو، نه یې پر دې ممبرونو وایو، نه یې په خطبو کې وایو، نه یې په دې کتابونو او مقالو کې لیکو. مخکې تر دې،چې موږ په دې اړه فکر وکړو،چې نور مسلمانان کړو؛نو باید د خپل ځان په هکله فکر وکړو، هغه څراغ،چې کور ته روا دی؛نو پر جومات حرام دی .

پر دې نیوکه نه کوم،چې ولې یې مبلغین نورو هېوادونو ته واستول، البته دا کار ډېر ښه او سم دی . ښايي هلته واقعي مسلمانان پیدا شي او موږ ته بېلګه شي؛خو څه چې خورا اړين دي، دا دي،چې موږ مسلمانان یو او د اسلام په هکله مو فکر غلط دی . پر نړی - یا پر نیمې نړۍ- واکمن سیاست غواړي،چې اسلام نه مړ شي او نه ژوندی پاتې شي او په نیم ژواندي حالت کې پاتې شي.

دا هغه څه ته ورته دی،چې د خزندپوهنې- حشره شناسۍ او ارواپوهنې په کتابونو کې راغلي دي . په دې کتابونو کې، چې د غریزو په اړه ویینه کوي؛نو د یوې خزندې- حشرې په هکله پکې راغلي،چې له مچۍ کوچنۍ او له مچ غټه ده او هېښنده غریزه لري،چې ماده پالي ددې پېښې په مخونه کې پاتې راغلي دي . وايي : د دې ځناور د هګې اچونې وخت، چې راورسي؛نو یو چینجی پیدا کوي او پر ملا یې کېني او یو نری ځانګړی عصب یې پیدا کوي او پر هماغه عصب یې چيچي؛خو داسې یې نه چیچي،چې مړ شي. البته که وغواړي؛نو مړ کولای یې هم شي، ډېر په ورو یې چیچي،چې دا ځناور بېسده شي او مړ کېدو ته یې نه پرېږدي، بیا د همدې ځناور پر ملا هګۍ اچوي، هېښنده خو دا ده،چې تر هګۍ اچونې وروسته او مخکې تر دې،چې بچي یې له هګیو راووځي؛نو دا خزنده مري؛نو له دې مخې پخوانی او راتلونکی نسل یو بل نه ویني . بیا یې بچي غټېږي او له هګیو،چې راووځي؛نو همدا چینجې خوري .

ولې دا خزنده دا چینجې داسې نه چیچي،چې مړ شي؟ دا ځکه که مړ شي؛نو ژر له منځه ځي؛نو دومره یې چیچي،چې بېسده شي او نه خوځي او که وخوځي؛نو دا خزنده پرې هګۍ نشي اچولای او بیا یې،چې بچي وشي؛نو همدا چینجی خوري او همدا یې خواړه وي . دا بچي چې لوی شي؛نو هم دا کړنه تکراروي او پخوانی نسل راتلونکی نسل نه ګوري .

البته دا ویل نه غواړم او تاسې هم په غلطۍ کې نه اچوم،چې ښکېلاک او زبېښاک په دې حالت اخته کړي یو. نه! موږ وار له مخه دې حالت ته تللي یو.هغوی مو نن په دې حالت کې ساتي او د پایښت علت مو دي که نه مخکې تردې،چې ښکېلاک او زبېښاک راشي، داسې اندونه راکې راټوکېدلي ول،چې موږ یې دې حالت ته وړي یو.

"لینن" ویلي،چې دین د ټولنو افيون دى . یو عرب لیکوال له بل مادي فیلسوفه رانقلوي،چې دین، د زورواکو پر ضد د کمزورو اوښتون- انقلاب دی . دا لیکوال لیکي،چې کوم یو یې سم دی؟ ایا دین افيون دى که د بېسدۍ وسیله ده،یا اوښتون او غورځنګ دی؟ وايي : دواړه سم دي . دین، ژوند دی،خوځون- جنبش دی،حرکت دی؛خو کوم دین؟ هغه دین،چې پېغمبرانو راوړی . په عین حال کې دین د ټولنې افيون دى؛خو کوم دین؟ هغه معجون،چې موږ نن جوړ کړی دی .

په حدیث کې راغلي: (( که په خلکو کې بدعتونه راپیدا شول،( بدعت هغه څه دي،چې د دین برخه نه ده؛خو د دین نوم یې پر ځان ایښی او خلک انګېري،چې دین دی)؛نو پر پوهانو لازم دي،چې راښکاره یې کړي او ویې وايي.)) ( اصول کافي ۱ / ۵۴ )

دا حدیث د بدعتونو او اړونو له لارې د دین د بیاژواکۍ دنده بیانوي،چې په لومړۍ درجه کې د علماوو دنده ده .

هیلمن یم،څه مې چې وویل،پایله ترې واخلو،چې موږ اوسمهال تر هر څه ډېر دیني او اسلامي پاڅوني – رستاخیز او د دیني اندنې بیاژونې او اسلامي روښاندوی غورځنګ ته اړمن یو. هیلمن یم په راتلونکي فرصت کې د اسلامي اندنې ځانګړنې بیان کړم او د بیاژواکۍ برنامه یې تر څه بریده بیان کړم . پر څه چې ویینه وشوه،د اسلامي اندنې بیا ژونې ته سریزه او شالید- زمینه و.


   == د علم فریضه ==

((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/۹) = ووايه : "ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي .))

د علم پر فریضه ويينه ده . رسول اکرم وايي : (( طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) (کافي ۱ /۳۰)؛یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض او واجب ده. شیعه او سني دواړو دا حدیث له آنحضرته په خپلو سندونو رانقل کړى دی .

فریضه؛یعنې واجب؛ د "فرض" له مادې دی،چې د "لازم"،"هرومرو" او "وجوب" په مانا دی . څه چې اوس د واجب او مستحب په نامه تعبیروو،په لومړي صدر کې پر "مفروض" او "مسنون" تعبیرېدل . البته د وجوب او واجب ویې هم په لومړي صدر کې کارونه درلوده؛خو زیاتره د فریضې،مفروض او فرض پر ویی تعبیرېده؛ خو د مستحب کلمه،چې پر کومه مانا نن استعمالېږي،ظاهراً مستحدثه ویې ده،چې فقهاوو اصطلاح- څرګندنه کړې ده.د مستحب ویې په دې ځانګړې مانا، سره له دې،چې خپله په قرآن کې نه ده کارول شوې،تر کومه یې ، چې زما یاد دي په یو حدیث کې هم نه ده کارول شوې او پخوانیو فقهاوو هم دا څرګندنه نه درلوده او بیا وروسته خپره شوه.څه ته چې نن مستحب وایو،پخوا به یې ورته مسنون او مندوب وایه . د حدیث مانا دا ده، د نورو واجباتو او فرایضو په لړ کې د علم زده کړه، یوه اسلامي فریضه او اسلامي واجب دى. پر هر مسلمان د علم زده کړه واجب ده او په ځانګړي پوړ- طبقې پورې تړلې نه ده.

په تاریخ کې راغلي، تر اسلام مخکې د هغه ورځ متمدنو ټولنو د علم زده کړه د ځینو پوړيو حقوق او امتیازات ګڼل او نورو ته پر داسې حق قایل نه ول . په اسلام کې نه یوازې علم د یو "حق" په توګه د چا امتیاز نه دی؛بلکې د "مکلفیت" او "دندې" په توګه پر ټولو وګړیو یې زده کړه فرض او واجب ده . روژه له فرایضو ده، زکات، حج، جهاد ، پر نېکیو امر او له بدیو منع او همداراز عالمېدل او پوهېدل( ددې حدیث د نص له مخې) له فرایضو دي .

په ټولیزه بڼه په دې کې څه اړپېچ نشته . له صدر اسلامه تر ننه ټول مذاهب او اسلامي علماوو دا منلې ده.د حدیثونو په کتابونو کې د "بابُ وجوب طلب العلم" په نامه یا ددې په څېر یو باب شته.که اړپېچ هم وي؛نو ددې حدیث په تفسیر، توضیح،مانا او مقصود کې به وی .

د مسلمانانو حالت[سمول]

نه غواړم د "علم د فریضې" په نامه ددې مطلب په شاوخوا کې ويينه وکړم،چې اسلام څومره خلک علم ته هڅولي او په دې هکله له قرآنه آیتونه راوړم او احادیث هم رانقل کړم او د تاریخ ځينې برخې هم راواخلم.نه غواړم په دې هکله د اسلام په ګټه خبرې وکړم او ډنډورې خپرې کړم،چې وګورﺉ اسلام څرنګه خلک علم ته هڅولي دي او څومره د علم پلوى دى . ځکه دا خبرې ډېرې شوي دي او کېږي او ګروهمن یم څه ګټه نه لري که څومره هم خبرې وکړم او بیا سترګې پرانېزم او په اوسني پېر کې مسلمانان وګورم،چې د نړۍ تر ټولو ناپوهه او نالوستي دي او وینم،چې په بل یو ځای کې هم د اسلامي هېوادونو هومره نالوستي نشته؛نو دې ته په پامنیوي، د ټولو خبرو اغېز مو له منځه ځي. لږ تر لږه یو کس ته دا معما رامنځ ته کېږي،که دا خبره رښتیا وي او اسلام دومره له علمه ملاتړ کړی او هغه یې فرض او واجب کړی؛نو مسلمانان ولې تر علمه خورا لرې دي؟! زه ګروهمن یم ددې ډنډور پر ځای ،چې لنډمهال ته مو زړه خوشحالوي، باید د اسلامي ټولنو نیمګړتیاوو ته پام وکړو او ددې ټولنې د علمي ځنډ پر علتونو فکر وکړو او ورته د هوارۍ لار پیدا کړو.

"سید موسی صدر" ( دا وینا پر ۲۹/ ۱۰ / ۱۳۴۰ کې شوې ده.) په همدې غونډه کې د "علامه شرف الدین" فعالیتونه وویل . "علامه شرف الدین" د اهلبیتو د پېژندنې لپاره ستر کتابونه وکښل؛نو کله یې چې په "لبنان" کې د شیعه ګانو حالت ولید،چې خورا بېوزلي ،نالوستي او تر لاس لاندې دي او پکې یو ښوونکی،ډاکتر و انجینر نه پیدا کېږي او که وي هم؛نو ډېر لږ دي او پر عکس په حمامونو کې ټول کیسه کښ ول . له ځان سره يې وویل : په اوسني حالت کې به مې کتابونه څه اغېز ولري، خلک به وايي که تشیع ژغورونکی ښوونځی او لار وه؛نو شیعه ګانو به یې ښه حالت درلود. دا و،چې په عملي فکر کې شو او خیریه ښوونځي او انجمنونه یې جوړ کړل او په لبنان کې یې د شیعه ټولنه راپورته کړه.

په ټولیز ډول د نړۍ له نورو ملتونو سره په پرتله کې د مسلمانانو د حالت مثال د اسی دی؛ لکه په لبنان کې،چې د نورو خلکو پر وړاندې د شیعه وو حالت دی،چې د "علامه شرف الدین" د کار په پیل کې یې درلود. که موږ څومره هم د اسلام په هکله او دا چې اسلام څومره د علم پلوي کوي او بیا د مسلمانانو حالت ته وګورو؛نو حداکثر یو کس ته دا معما راپیدا کېږي،که دا خبرې رښتیا وي؛نو مسلمانان ولې پر دې ورځ اخته دي؟

دلته درته یو حکایت راوړم او تر حکایت مخکې د علم په هکله له رسول الله څلور احادیث رانقلوم؛ځکه په همدې حکایت پورې اړوند دي بیا به درته حکایت ووايم .

لومړی همدا حدیث دی،چې درته مې ووايه (( طلبُ العلم فریضة علی کل مسلمٍ))؛یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان واجب ده.

هیڅ استثناء پکې نشته،ان د ښځې او سړي له اړخه هم پکې استثنا نشته؛ځکه مسلم؛یعنې مسلمان که سړی که ښځه، پردې سربېره د شیعه وو ځينې کتابونه؛بحارالانوار یې رانقلوي،چې د "مسلمةٍ" ويى هم پکې وراضافه شوې ده. دا مطلب به بیا راوڅپړم .

دا حدیث وايي :د علم فریضه یوه عمومي فریضه ده،په ځانګړې پوړ او جنس پورې تړلې نه ده. ممکن یو څیز پر ځوانانو فرض وي او پر بوډاګانو نه وي،پر واکمن فرض وي او پر ولس نه وي،یا پر ولس فرض وي او پر واکمن نه وي، د سړي دنده وي او د ښځې نه وي؛لکه د جُمعې لمونځ او جهاد،چې یوازې پر سړیو فرض دی او پر ښځو نه دی ؛ خو دا فریضه،چې نوم یې علم دی او پر هر مسلمان فرض ده،هیڅ ډول ځانګړلی- اختصاص نه لري .

بل حدیث دا دی : (( اطلبو العلم من المهد الی اللحد))؛یعنې په ټول عمر کې له زانګو تر قبره علم زده کړه .

یعنې علم وخت او فصل نه لري او په هر وخت کې باید له دې فرصته ګټنه وشي؛ لکه څرنګه چې لومړی حدیث د وګړیو،جنس او پوړ له مخې محدودیت هاخوا کړ او دې فریضې ته یې پراختیا ورکړه؛نو دې حدیث ورته د وخت له اړخه پراختیا ورکړه.ممکن یوه دنده د وخت له اړخه محدودیت ولري او په هر وخت کې نشي کېدای،د ساري په ډول: فرضي روژې،چې وخت یې معلوم دی،چې د رمضان میاشت ده او ان لمونځ د شواروز د ساعت له اړخه معلوم وخت لري او يوازې په معلومو وختونو کې کېږي . حج فرض دی؛خو هر وخت نه کېږي،ځانګړی وخت لري،چې د "ذي الحجې" میاشت ده؛خو د علم فریضه په هیڅ وخت او عمر پورې ځانګړې نه ده،که د روژې وخت د رمضان میاشت او د حج وخت د ذي الحجې میاشت وي او لمونځ هم هر یو په خپل وخت کې کېږي؛نو د زده کړې وخت له زانګو تر قبره دی .

درېم حدیث : (( اطلبو العلم و لو بالصین)) (بحارالانوار ۱ / ۱۸۰)؛یعنې علم زده کړﺉ که څه هم،په چین کې وي، که څه هم دې ته اړ شئ،چې د نړۍ لرې سیمو ته ورپسې ولاړ شئ .ظاهراً داچې د "چین" نوم وړل شوی؛نو علت یې دا دی،چې هغه ورځ چین تر ټولو لرې سیمه وه،چې خلک ورتلل یا یې علت دا دی،چې هغه وخت "چین" د علم او صنعت زانګو وه.

دا حدیث وايي : د علم زده کړه ځای او ټاکلی مکان نه لري؛لکه څرنګه چې ټاکلی وخت هم نه لري . ممکن یو مکلفیت او فریضه د ځای او مکان له نظره محدودیت ولري او په ټولو ځایونو کې ونشي؛لکه حج،چې ځای یې محدود دی . مسلمانان باید هرومرو د حج کړنې په مکه کې وکړي،چې د اسلام او توحید لمر ترې راختلی و او د نړۍ نورو ځایونو ته خپور شو. مسلمانان نشي کړای یو له بل سره هوکړه وکړي،چې حج ته بل ځای وټاکي؛ نو دا مکلفیت له دې اړخه محدودیت لري؛خو د علم د فریضې ترسره کولو ته هیڅ معلوم ټکی په پام کې نه دی نیول شوی،په کوم ځای کې،چې علم وي؛نو هلته یې لاس ته راوړنه هم ده،که مکه وي،که مصر،عراق یا د نړۍ لرې سیمه، ختيځ وي که لویدیځ .

زده کړې ته لرې سیمو ته د تګ په هکله آیتونه او احادیث لرو.

((وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا(نساء/۱۰۰) = او څوك چې له خپل كوره د خداى او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي او بيا(په لار كې) ورته مرګ راشي؛نو اجر يې پر خداى دى او خداى بښونكى او مهربانه دى.))

دا آیت زده کړې ته د مسافرت او مهاجرت په هکله تفسیر شوی دی . په یو حدیث کې راغلي : ((لو علمتم ما فی طلب العلم لطبتموهُ و لو بسفک المهج و خوض اللحج))؛یعنې که پوهېدای،چې د علم د زده کړې په پایله کې به کومو نېکمرغیو ته ورسئ؛نو ورپسې به تللي وای، که څه هم په دې لار کې مو وینه تويې شوې وای یا دا چې سیندونو ته ورګد شوي وای او سمندرونه مو پسې وهلي وای . څلورم حدیث : (( الحکمة ضالة المومن و جدها فهو احق بها)) یا په دې تعبیر،چې (( کلمه الحکمة ضالة المومن فحیث وجدها فهو احق بها)) ( بحارالانوار ۲/ ۹۹)؛یعنې حکمت له مؤمن ورک شوی دی او څوک چې څه ورک کړي او په هر ځای کې یې ومومي؛نو بې ځنډه یې را اخلي.((حکمت؛یعنې مضبوطه،سولیزه او سمه خبره او مطلب؛یعنې د حقیقت لاس ته راوړنه.هر قانون او قاعده،چې له حقیقت سر اړخ ولګوي او له وهم او تخیلاتو جوړه شوې نه وي؛نو "حکمت" دی . حضرت علي (ک) وايي:"حکمت د مومن ورک شوى څيز دى، زده يې کړه، که څه هم له منافقانو سره وي ." (نهج البلاغه/ ۸۰ حکمت)))

داسې تعبیرونه نور هم لرو،د ټولو غورچاڼ دا دی،چې د علم په زده کړه کې یوازېنی شرط دا دی،چې علم سم وي او له حقیقت او واقعيت سره اړخ ولګوي او چې له چا علم زده کوﺉ؛ کار ورسره مه لرﺉ ،زده يې کړئ.

یو وخت داسې وي،چې سړی د یو مطلب په سموالي کې اړنګ لري؛نو په داسې ځایونو کې هغوی چې د تشخیص والا نه دي؛نو د هر چا خبرې ته دې غوږ نه ږدي او باید ځير شي،چې د نورو تر تلقین او اغیز لاندې رانشي، که په دې هکله ځيرنه و نه کړي؛نو ښايي بې لارې شي؛خو یو وخت داسې هم وي،چې جوته ده،چې خبره سمه ده،د ساري په ډول : په طب کې یوه علمي موندنه؛نو په دې صورت کې ورشئ او ترې یاده یې کړﺉ .

له حضرت عیسی (ع) یو حدیث راغلی،چې وايي:(( حق واخلئ  او و یې ومنئ که څه هم له باطلوالو وي؛خو باطل کله هم مه اخلئ او مه یې منئ که څه هم له حقوالو وي،خپله د خبرې صراف او د خبرې پوه اوسی.)) 

وګ :(بحارلانوار۲/۹۲)

په هر حال دې لړ احادیثو په علم کې د اړیکې له اړخه محدودیت هاخوا کړی،چې یو مسلمان یې د علم په زده کړه کې لري،د ساري په ډول : که یو مسلمان په چا پسې لمونځ کوي؛نو شرط یې دا دی،چې باید مسلمان وي،مؤمن وي،عادل وي؛خو په تعلیم او تعلم کې دا شرطونه نشته.( یعنې مسلمان کړای شي،ان له نامسلمانه هم زده کړه وکړي)

اوس راځم هغه حکایت ته .

ګران ملګري "سید محمد فرزان" نقلوي : د مشروطیت په پیل کې "هبة الدین شهرستاني" په عراق کې په عربي ژبه د "العلم" مجله خپروله، چې د مجلې پر شا یې د "العلم" ویی ښه غټه په نستعلیق خط کښلې وه او څلورو خواوو ته یې پورتني څلور حدیثونه هم کښلي ول . یوه ورځ یو المانی مستشرق د شهرستاني لیدو ته راغی،ویې پوښتل : د مجلې پر شا څه کښل شوي دي؟ ورته وویل شول : دا د علم په هکله زموږ د پېغمبر اکرم څلور حکمونه دي او بیا ورته وژباړل شول :د علم زده کړه پر هر مسلمان ،ښځې او نر فرض ده، له زانګو تر قبره علم زده کړه.علم زده کړﺉ که څه په چین کې وي، حکمت د مؤمن ورک شوی څیز دی او چې چېرته یې وموند؛نو را اخلي یې او دې ته اهمیت نه ورکوي،چې خپل ورک شوی څیز د چا له لاسه اخلي .

دې مستشرق لږ څه فکر وکړ او بیا یې وویل: اه! تاسې داسې حکمونه لرﺉ،چې پېغمبر مو پر تاسې علم فرض کړی دی،نه د وګړیو له اړخه او نه هم د جنس له اړخه، نه د وخت له اړخه او نه هم د ځای له اړخه او همداراز په ښوونکي کې یې محدودیت نه دی ایښی او بیا هم دومره په ناپوهۍ کې پاتې شوي یاست او دومره نالوستي یاست؟!

واقعاً دا پخپله یو معما ده،چې دا عمومي فریضه ولې دومره هېره شوې او فریضه نه ده پېژندل شوې،دا حکمونه ولي پلي نه شول؟البته دا ویل نه غواړم ،چې دا حکمونه کله هم پلي نه شول؛ځکه اسلام په نړۍ کې بې سارې علمي او فرهنګي خوځښت رامنځ ته کړ او په پېړیو پېړیو د بشریت د فرهنګ او تمدن بېرغچي و او دا خوځښت د هغه حکم منندوى و،چې اسلام د علم په هکله ورکړی و،دا څرنګه شونې ده،هغه دین،چې پر پېغمبر یې لومړی آیت د لیک،لوست،قلم، علم او تعلم دی .

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ(علق ۱- ۵)= ولوله ،د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول چې پرې نه پوهېده .)) هغه دین ،چې لومړی آر یې توحید دی،چې په دې آر کې تقلید او تعبد کله هم جایز نه ګڼي او څېړنه او پلټنه پکې اړینه بولي، ایا داسې دین تمدن او فرهنګ او علمي خوځښت رامنځ ته نه کړ؟! خو په عین حال کې چې انسان دې حکمونو ته ګوري؛نو ویني،چې په تېره بیا په دې وروستیو پېړیو کې ډېر هېر شوی دی،چې پایله یې دا ده،چې وینو یې؛ نو باید وګورو،چې ددې چار علت څه و؟

د اسلام د حکم د هېرېدنې علتونه[سمول]

په واقع کې ددې چار له علتونو یو یې هغه پېښې وې،چې د مسلمانانو په اوضاع کې په پیل کې د خلافت په غونډالونو کې رامنځ ته شوې او بیا ورپسې وغځېدې،د مسلمانانو په ژوند کې ناخوالې رامنځ ته شوې، طبقاتي ټولنه رامنځ ته شوه،چې د اسلام له موخې سره کله هم اړخ نه لګوي، ټولنه وویشل شوه یو اړخ ته یې نشمتن او بدمرغه طبقه وه،چې په خورا زیار یې ځان ته ډوډۍ پیدا کوله او بل اړخ ته یې مړه او مغروره طبقه و،چې حیران ول له شته شتمنۍ سره څه وکړي . په عمومي ژوند کې،چې درز راپیدا شي؛نو د دا شان حکمونو پلي کېدو ته پکې څه نه پاتې کېږي؛بلکې داسې لاملونه پکې پیدا کېږي،چې دا شان احکام پلي نشي .

ځینې نور علتونه ورته یادوي او مدعي دي،دا چې د علم په هکله دا حکمونه پلي نشول؛نو علت یې دا و،چې یو حساب له یوه ځایه واخستل شو او په بل ځای کې کېښول شو او وايي دا چې اسلام څومره خلک علم ته هڅولي ول او لوستۍ ته یې څومره فضیلتونه ویلي ول؛نو دا ټول هر څه پر دې بدل شول،چې د عالم درناوى وشي او لاسونه یې موچې شي او خلک ددې پر ځای،چې پخپله لیک لوستي شي او تر کومه،چې شونې وي ځان او اولاد لیک لوستي کړي؛نو د علماوو درناوی او خضوع یې پیل کړ،چې دا کار خورا فضیلت او اجر لري او پایله یې دا شوه،چې ده.

دا مطلب تر څه بريده سم دی؛ځکه که څه هم اسلامي علماوو او څېړونکيو داسې اړونه او تحریف نه دی رامنځ ته کړی؛خو په رغيو او ساده لیکنو،چې د خلکو لاس ته ورغلي او په ممبرونو او معمولي موعظو کې خو سول هماغه و.اتفاقا د خلکو سرو کار له همدې لیکنو او همدې ممبرونو او موعظو سره و،نه د پلاني څیړونکي له وینا سره،چې په پلاني علمي کتاب کې یې پر دې موضوع ویینه کړې ده.د ځینو اسلامي علماوو په څرګندونو کې که څه هم نوموړی کوږوالی نشته؛خو یو بل ډول جمود او انحراف پکې تر سترګو کېږي،چې د علم په هکله د اسلام د حکمونو د تورې په پسولو کې اغېز درلوده او هغه کوږوالی دا دی،چې د علماوو هره ډله په دې پورې ونښته،دا چې رسول اکرم ویلي علم فریضه ده؛نو موخه یې هماغه علم دی،چې موږ یې لرو.

کوم علم؟[سمول]

په دې وروستیو کې مې په دې هکله د فیض کاشاني "محجة البیضاء" کتاب ولید،چې ظاهراً ده هم دا خبره له غزالي (ره) رانقل کړې ده. غزالي وايي : د اسلام علماء ددې حدیث په تفسیر کې شل ډلې شوي او هر ډله،چې د هر علم او فن درلودونکې وه،ویې ویل،چې د حدیث موخه هماغه زموږ علم او فن دی . متکلمینو وویل : د آنحضرت ددې وینا "طلب العلم فریضة علی کل مسلم" موخه د کلام علم دی؛ځکه د کلام علم د دین د اصولو علم دی . د اخلاق علماوو وویل : موخه یې د اخلاقو علم دی،چې سړی پوه شي،مُنجیات څه دي او مُهلکات څه دي . فقهاوو وویل : موخه یې احکام دي ،چې اړین دي هر څوک دې یا مجتهد وي یا دې له مجتهده تقلید وکړي .مفسرینو وویل : موخه یې د تفسیر علم دی؛ځکه د تفسیر علم د کتاب الله په هکله علم دی . محدثینو وویل: موخه یې د حدیثو علم دی او روایت دی،چې هر څه باید له قرآن او حدیثه زده کړو. متصوفینو وویل : موخه یې د سیر وسلوک او د نفس د مقاماتو علم دی او همداراز نورو هم .... ورورسته بیا څرګندوي،چې که څه هم پراخه نه دی؛خو نسبتاً پراخه دی . لنډه دا چې د آنحضرت موخه په انحصاري ډول دا یو هم نه دی. که د رسول الله موخه په دې کې کومه ځانګړې څانګه وه؛نو څرګنده کړې به یې وه،چې د کلام علم یا د اخلاقو علم یا د تفسیر یا د فقهې یا هم د حدیث علم . باید ولیدل شي،چې د اسلام له نظره کوم څيز فرض عین یا کفايي فرض دى،چې ددې مکلفیت د پوره کولو لپاره د علم زده کړه اړينه وي؛نو باید وویل شي،چې د هغه علم زده کړه فرض او پکار ده .


تهیوي فریضه[سمول]

فقهاء یوه څرګندنه- اصطلاح لري،وايي : د علم وجوب،تهیوي نفسي وجوب دی؛یعنې لکه د نورو واجبونو د سریزې په شان،چې خپلواک وجوب نه لري،د علم وجوب یوازې مقدمي وجوب نه دی؛بلکې خپلواک – استقلالي وجوب دی . په عین حال کې علم له دې اړخه واجب دی،چې انسان چمتوکوي،چې وکړای شي،نورې دندې ترسره کړي .

فقهاء دا تهیوي وجوب يوازې د احکامو په یادولو پورې ځانګړى ګڼي او داسې فرضېږي،چې د اسلامي دندو ترسره کول په دې پورې اړوند دي،چې مسلمانان دې پر خپله دنده پوه شي او ویې پېژني او همدا چې دنده یې وپېژنده؛ نو پخپله به یې په ترسره کولو وسمن وي؛نو علم،چې یوه فریضه ده؛نو دا ده،چې مسلمان په دنده پېژندنه کې یا مجتهد وي یا مقلد. حال داچې څرګند دي،هماغسې،چې دنده پېژندنه او د دیني حکمونو یادول اړین دي،ډېری کارونه،چې د دین په حکم فرض او واجب دي، هغه کارونه دي،چې خپله دا کارونه علم،زده کړې او مهارت ته اړتیا لري.د ساري په ډول : طبابت کفايي فرض دى؛خو ددې فریضې ترسره کول،بې له درس او د طب له علمه ناشونې ده؛نو ددې علم زده کړه فریضه ده او همداراز نور ډېر څیزونه هم .

باید ولیدل شي،چې څه ډول چارې دي،چې د اسلامي ټولنې له نظره لازم او واجب دي او هغه کار بې له یادولو او تعلیم او تعلمه په ښه توګه نشو ترسره کولای؛نو ددې کار علم واجب دی.

د علم فریضه له هر اړخه د ټولنې د اړتیا په کچې پورې تړلې ده. یو ورځ داسې وه،چې کرهڼه، د اړتیا وړ صنایع او سوداګري او سیاست یو هم د علم زده کړې ته اړتیا نه درلوده. خلکو به لنډې مودې ته له پښ، ترکاڼ،سوداګر یا هم د یو سیاستوال یا صنعتګر یا سوداګر تر لاس لاندې کار کاوه او سیاستوال،صنعتګر یا سوداګرېده به؛خو نن نړۍ بدله شوې او د ټولنې اړتیاوې بدلې شوي،دا ټول کارونه،چې له نننۍ نړۍ سره اړخ ولګوي او د ژوند له قافلې سره همغږې شي؛نو بې له علم او زده کړې شونې نه دي . ان کرهڼه هم باید پر علمي او فني اصولو وي . یو سوداګر،چې د اقتصاد زده کړه نه وي کړي؛نو په تول پوره سوداګر نشي کېدای . یو سیاستوال،چې د سیاست زده کړه نه وي کړي؛نو په نننۍ نړۍ کې په تول پوره سیاستمدار نشي کېدای . نن داسې ورهڼګري – کارو کسب پیدا شوي ،چې بې له درس او تخصصه شونې نه دي . هغه ډول کارونه،چې پخوا به د ساده تمرین یا هم د یو کس تر لاس لاندې د لنډې شاګردۍ په تېرولو کېدل،نن یې دومر توپېر کړى،چې بې له مسلکي لیسو یا فني ښوونځیو نشي یادېدلای . زیاتره کارونه ټکنیشن او فني کارپوه ته اړتیا لري .

د اسلامي ټولنې د عزت او خپلواکۍ آر[سمول]

باید څو آرونو ته پام وکړو، یو دا چې اسلام څرنګه ټولنه غواړي؟ که څه هم څرګنده ده،چې اسلام داسې خپلواکه ټولنه غواړي،چې پر خپلو پښو ولاړه وي . اسلام نه خوښوي،چې مسلمان ملت دې د بل تر لاس لاندې وي،(( وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا(نساء/۱۴۱= او خداى هېڅكله د مؤمنانو پر(زيان ) كافرانو ته ( د برلاسۍ) لار نه ده جوړه کړې .)) اسلام نه خوښوي،چې مسلمان ملت دې تل بل ته د پور یا بلاعوضه مرستې لاس وراوږد کړي،اسلام نه خوښوي،چې اسلامي ټولنه ټولن وټیزه خپلواکي ونه لري او دا هم نه خوښوي همداچې په مسلمانانو کې کوم ناروغ پیدا شي او خپله ډاکتر او بسیا اوزار و نه لري او ناروغ غیر مسلمان ملتونو ته بوځي؛ دا یو آر.

علم د عزتونو او خپلواکیو سټه ده[سمول]

بل آر دا دی،چې په نړۍ کې بدلون رامنځ ته شوی،چې هر څه پر علم څرخي او د ژوند څرخ هم د علم پر چورلید ایښول شوی دی . د بشر د ژوند ټولې چارې په علم پورې تړل شوي دي، داسې چې د بشر د ژوند یوه چاره ترسره کول هم بې د علم له کونجې شونې نه ده .

د علم فریضه،د نورو فریضو کونجي ده

بل آر داچې د نورو وګړیزو او ټولنیزو مکلفیتونو او دندو ترسره کول د علم په فریضې پورې تړاو لري . د علم فریضه نورو فریضو او اسلامي موخو ته یو ډول کونجي پېژندل شوې ده او د فقهاوو په څرګندنه تهیوي واجب دی او په پایله کې که د مسلمانانو د ژوند چارې داسې بڼه غوره کړي،چې علم ته یې لا ډېره اړتیا پیدا کړي؛نو د علم فریضه به لاپسې عمومي اهمیت او پراختیا ومومي .

پایله ددې آرونو له ټولګې پایله اخستل کېږي،چې د مسلمانانو عمومي او شرعي دنده دا ده،چې علم ته مخه کړي او عمومي ښوونې پر هر وګړي واجب کړي . فقهاء د علم پر فریضې پر دوو ځایونو کې نیوکه کوي : یو د فقهې په اصولو کې د "برائت آر" په ويينه کې له دلیله د "وجوب فحص" په مسئله کې او بل د "استحباب" په مسئله کې یا په سوداګرۍ کې د تفقهه پر اړتیا او ممکن پر واجباتو د مزدورۍ – اجرت پر اخستنې کې هم دې مطلب ته اشاره وشي او لکه چې مې وویل: په دې فریضه کې د فقهاوو نظر زیاتره دې ته دی،چې مسایل او احکام باید زده شي .

دیني اوغیر دیني پوهې[سمول]

دا څرګندنه شوې،چې موږ ځینې پوهو ته دیني او ځینو نورو ته غیر دیني وایو. دیني پوهې؛یعنې هغه پوهې،چې نېغ په نېغه د دین په ګروهیزو،اخلاقي یا عملي مسایلو پورې تړاو ولري یا هغه پوهې ، چې د دین د احکامو د یادونې سریزه وي؛لکه د عربو ادبیات یا منطق . ممکن ځینې داسې وانګېري،چې نورې پوهې په ټولیز ډول له دین سره پردۍ دي او څه چې په اسلام کې د علم د فضیلت، اجر و ثواب په هکله ویل شوي؛نو یوازې منحصراً په هغو پورې اړه لري،چې ورته دیني پوهې ویل کېږي یا که رسول الله علم ته فریضه ویلې؛نو منحصراً موخه یې همدا په اصطلاح دیني پوهې دي .

حقیقت دا دی،چې دا هسې تشه څرګندنه ده. له یوه اړخه دیني پوهې په لومړیو دیني متونو پورې ځانګړلي دي؛یعنې پخپله قرآن کریم او د رسول الله او یا د ځایناستو سنت یې . په صدر اسلام کې،چې خلک له اسلام سره اشنا نه ول،پر ټولو اړین و،چې تر هر څه مخکې دا متون زده کړي . هغه وخت د کلام،فقهې، اصول، منطق او د اسلام د تاریخ په نامه کوم علم نه و. دا چې په یو حدیث کې رسول الله وايي : (( انما العلم ثلاثه: اية محکمةُ و فریضه عادله و سنة قایمه)) ( اصول کافي ۱/ ۳۲). غورچاڼ یې دا دی : علم د قرآن د آیتونو او د پېغمبر د حدیثونو په زده کړې پورې منحصر دی،چې دا د مسلمانانو د هغې ورځې حالت ښيي؛ خو بیا مسلمانان د اسلام د اساسي قانون په توګه له دې متونو سره اشنا شول او د قرآن او د آنحضرت د حدیث له مخې یې علم د یوې مسلمې فریضې په توګه وپېژانده او تدریجاً تلپاتې شو؛نو له بل اړخه هر علم،چې مسلمانانو ته ګټور وي او د مسلمانانو ستونزه هواره کړي؛نو دا علم دیني فریضه او ديني علم دی . موږ ولې یوازې نحو،صرف او عربي ژبې ته دیني علوم وايو؟ ایا یوازې همدا لار ده،چې ګټه لري او د اسلام له موخې سره اړخ لګوي؟ موږ په کوم مناسبت د امروالقیس عشقي شعرونه او د ابونواس خمري شعرونه د دیني پوهې د زده کړې په نامه یادوو؟

دا ځکه چې د قرآن د ژبې په زده کړه کې راسره مرسته وکړي؛نو هره پوهه،چې اسلام او مسلمانانو ته ګټوره وي او ورته اړینه وي؛نو دينې پوهې دې وشمېرل شي او که څوک پاک نیت ولري او اسلام او مسلمانانو ته د خدمت په موخه یې زده کړي؛نو په هغو اجرونو کې به راشي،چې د علم زده کړې ته په دې حدیث کې ویل شوي دي : (( و ان الملایکة لتضع اجنحتها لطالب العلم)) ( اصول کافی ۱/ ۳۴)؛یعنې پرښتې د پوهې د زده کړیالو تر پښو لاندې وزرې وهي؛خو که نیت یې پاک نه وي،د هیڅ علم زده کړه، ان که د قرآن د آیتونو زده کول هم وي؛نو اجر او ثواب نه لري .

له بېخه دا وېش سم نه دی،چې پوهې پر دوو برخو دیني او غیر دیني وویشو،چې ځینو ته دا توهم راپیدا شي،چې اصطلاحاً غیر دیني پوهې له دین سره پردۍ دي . د اسلام د خاتمیت او پراخوالي غوښتنه دا ده: هر ګټوره پوهه،چې اسلامي ټولنې ورته اړتیا ولري؛نو باید ورته دیني پوهه ووایو.

د ښځې زده کړه[سمول]

مخکې مې ویل : دا موضوع به راڅپړم او هغه دا چې د علم فریضه په سړیو پورې ځانګړې نه ده او ښځې هم پکې راځي؛ځکه رسول الله وویل:(( طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) د "مسلم" ويی مذکره صیغه ده او دا توهم رامنځ ته کېږي،چې د علم زده کړه يوازې په سړیو پورې اړه لري .

لومړی خو دا باید ووایم،چې د شیعه وو په کتابونو کې ځینې نقلونه شته،چې د "مسلمة" ویې هم پکې راغلی ده.

دویم : دا ډول تعبیرونه په اختصاص نه پوهېدل کېږي . "مسلم"؛یعنې مسلمان که سړی وي که ښځه . په ټولو ځایونو کې،چې دې ته ورته تعبیر وي؛نو همداسې عمومیت لري. د ساري په ډول : په حدیث کې راغلي: (( المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده)) ( کافي ۲ / ۲۳۴)؛یعنې مسلمان هغه دی،چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاسه خوندي وي. څرګنده ده،موخه دا نه ده،چې مسلمان سړی دې یوازې داسې وي او ښځه دې نه وي،یا داچې رسول لله وايي: (( المسلم اخ المسلم)) ( کافي ۲ / ۱۶۶)، مسلمان د مسلمان ورور دی او باید ورسره معامله او ورورولي وکړي . دلته نشو ویلای،چې دا حکم یوازې د سړیو دی؛ځکه نه یې دي ویلي: (( المسلمة اخت المسلمة)) د "مسلم" ویی دوه مفهومه لري : یو د مسلمان والي او بل د سړي والي.هر څوک پوهېږي،چې په داسې ځایونو کې جنسیت ښکېل نه دی؛ بلکې اسلامیت ښکېل دی . ان که د "مسلم" پر ځای د "رجل" ویې هم راغلې وای؛ نو د فقهاوو په څرګندنه د خصوصیت الغاء به شوې وای . په ځینو احادیثو کې د ځینو فقهي موضوعاتو په هکله د حدیث موخه سړی وي؛یعنې امام وپوښتل شو،چې سړي داسې معامله کړی او داسې شوي او څه وکړي او امام دا مسئله ځوابولي وي . فقهاء وايي : که څه هم په حدیث کې د سړي ویې راغلې؛خو په داسې ځایونو کې جنسي ځانګړنه الغاء کېږي؛ځکه جوته ده،چې جنسیت ښکېل نه دی . درېم : که له دې ټولو راتېر شو؛نو فقهاء یوه خبره لري : ځینې عمومات او کلیات دي،چې له تخصیصه ډډه لري،وینا او بیان داسې دی،چې د تخصیص وړ نه دی،داسې مطلب دی،چې د عقل له مخې د تبعیض وړ نه دی . د ساري په ډول : څه چې د علم په هکله راغلي دي؛نو د تقوا په هکله هم راغلي دي . د علم په هکله یې ویلي:

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ(زمر/۹)= ووايه : "ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي.))
د تقوا په هکله وايي :
(( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ(ص/۲۸)= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي،د هغه چا غوندې يې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!))

((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ(حجرات/۱۳)= په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى .)) په دې ټولو ځایونو کې صیغې مذکرې دي، نه دي ویل شوي ((أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ و المتقيات)) او داسې هم نه دي ویل شوي،چې ((إِنَّ أَكْرَمَكُمن عِندَ اللَّهِ اتقيکن)). په داسې ځایونو کې،چې صیغه او لفظ مذکر دی؛نو ادعا کړای شو،څه یې چې د تقوا په هکله وویل،ځانګړي په سړیو پورې اړه لري او ښځې پکې نه راځي؟! اسلام علم او پوهنه رڼا ګڼی او ناپوهي تیاره،علم سترګلید – بینايي او ناپوهي،ړوندوالی ګڼي. ((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ(رعد/۱۶) بیا وايي :(( طلب العلم فریضة علی کل مسلم)) همدا علم رڼا اوسترګليد دى او پر هر مسلمان فرض ده. ایا قایلېدای شو،چې یوازې د اسلام له نظره یوازې پر سړیو فرض ده،چې له تیارو راووځي او رڼا ته شي او ښځې دې هماغسې په تپو تیارو کې وي؟ یوازې پر سړیو فرض دي،چې له دې ړوندوالي راووځي او ښځې دې هماغسې په ړوندوالي کې وي؟((نَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)) د عقلمنو پام خپله دې مسایلو ته ګرځي،په حقیقت کې وايي: دا څرګند مطلب دی او ټول پرې پوهېږي . بل آیت د رسول الله په هکله وايي: (( يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ(جمعه/۲) یعنې پېغمبر راغلی،چې خلکو ته د قرآن آیتونه ووايي او روح یې تزکیه کړي او ورته د کتاب او حکمت ښوونه وکړي . په دې آیت کې تقوا او تعلیم یوځای ویل او ټول هم په مذکرې صیغې راغلي دي . داسې کېدای شي،چې" َيُزَكِّيهِمْ" ځانګړی د سړیو وي او"َيُعَلِّمُهُمُ" دې هم د سړیو وي . که څه هم یو مطلب دی،چې حتماً باید وویل شي او هغه دا چې څانګې دې علمي او تخصصي وویشل شي،ښځې دې هغه څانګې ووايي،چې له ذوق او استعداد سره یې برابرې وي او د ټولنې له اړتیاوو سره یې اړخ لګوي . ایا ویلای شو،چې ټولنه ښځینه ډاکتر ته اړتیا نه لري. دا هېښنده ده،چې د ښځو د ښوونې خبره کېږي؛نو ځینې پرې کلکه نیوکه کوي او ورسره په کلکه مخالفت ښيي او همداچې اړتیا یې ورته پیدا شي،درملنې ته خپلې ښځې او لوڼې پردېو ان کافرو ته بیايي .

سپېڅلی جهاد[سمول]

ددې ټولو خبرو پایله داشوه،چې په اوسني پېر کې په عمومي ښوونو کې ګډون "اوجب واجبات" دي . دا واجب یوازې د فرهنګ او فرهنګیانو دنده نه ده؛بلکې د هر مسلمان دنده ده،که د دولت له خوا وي که د ملت له خوا، دا باید د سپیڅلي جهاد په بڼه رامنځ ته شي او د دین په حکم وي او دیني رنګ باید ولري؛نو علماء باید په دې لار کې مخکښې وي او دا ویاړ دې تر لاسه کړي . مؤمنین او مقدسین دې له ښوونځي نه وېرېږي او داسې و نه انګېري،که علم راغی؛نو دین ولاړ، دا له اسلامه یو ډول ناوړه پوهېدنه ده . اسلام داسې دین دی،چې د ناپوهۍ تر چاپېریاله د علم په چاپېریال کې ډېره وده کوي . که پوهېدای،چې ناپوهي به پر موږ او اسلام څه راپېښ کړي؛نو له پوهې او ښوونځي نه؛بلکې له ناپوهۍ به مو وېره او وحشت درلود.کله لیدل کېږي،دا چې ځینې له پوهې خپله وېره پټوي؛نو د "سنايي" پردې شعرمنګولې لګوي :

چو علم اموختی از حرص انګه ترس کاندار شب

چــــــو دزدی بـــــا چــــراغ ایـــد ګـــزیده تر برد کالا

چې ځينې وايي،دا لیک لوستي وګوره،چې هېواد ته یې زیان تر نالوستیو خورا ډېر دی . نالوستي کوزې پټوي؛خو دوی په میلونونو پيسې په بډو وهي . اړنګ نشته،چې پوهه په یوازې ځان د ټولنې د نېکمرغۍ ضامن نه ده. ټولنه،دین او ایمان ته اړتیا لري او که ایمان هم پوهې ته نژدې نه وي؛نو ګټور نه دی؛بلکې وبال دى . نبوي حديث دى،چې :" دوو تنو مې ملا ماته کړه : بې پروا عالم او ناپوه پرهېزګار"؛نو ځکه اسلام نه بې دینه عالم غواړي او نه ناپوه دینوال .

داچې وایو :که غل له څراغ سره راشي؛نو د خپل خوښې مال به له ځان سره یوسي؛نو دا د بې ایمانه لیک لوستیو په هکله دی او پایله اخلو، چې د علم ګواښ د ناپوهۍ تر ګواښه ډېر دی . دا یو ډول مغالطه ده؛ځکه غل،چې له څراغ سره راځي او د خوښې مال له ځان سره وړي؛نو د شپې راځي؛نه د ورځې او د شپې هم هله راځي،چې د کور خاوند ویده وي؛خو په رڼا ورځ کله هم غلا نشي کړای . که کوروالا ویښ وي؛نو بیا هم غلا نشی کړای .

بې ایمانه لیک لوستي هم د نورو له خوبه او ناپوهۍ ګټنه کوي؛نو عمومي ناپوهي او بې خبري په دې غلاګانو کې ښکېل ده. تاسې خپل هېواد د پوهې په رڼا روښانه کړﺉ او ټول کورونه لکه د ورځې په شان کړﺉ او ټول خلک خبر او هوښیار کړﺉ او ټول ځایونه لکه د ورځې په څېر کړﺉ او پردې سربېره، د ایمان ستنې هم ټینګې کړﺉ؛نو غل به نوره غلا ونشي کړای . په دې غلاګانو کې څو څیزونه ښکېل دي : د غل پوهه، بې ایماني یې او د عامو خلکو ناپوهي؛نو دلته هم ناپوهي ته په جرم کې شریکه ده .

په هر حال که وغواړو دین مو سم شي،له نشتمنۍ خلاص شو،له رنځ وژغورل شو او عدالت را کې پلي وي، آزادي او ولسواکي ولرو او د اوسني حال پر ضد،ټولنه مو له ټولنیزو مسایلو سره مينه ولري؛نو یوازېنۍ لار یې هغه پوهه،چې عمومیت ولري او د دین له لارې د یو سپیڅلي جهاد په بڼه رامنځ ته شي.

که موږ دا سپېڅلی جهاد پیل نه کړو؛نو نړۍ به یې پیل کړي او ګټه به یې هماغوی یوسي؛یعنې نور به راشي او ملت به مو د ناپوهۍ له ګړنګه وژغوري او خدای خبر،چې هغه مهال به دا ناغېړي اسلام ته څومره ستره  ګوزار ورکړي .

له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه[سمول]

په دې ورځو کې مې "له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه" کتاب لوسته،چې "یونسکو" یې خپروي،چې د وروسته پاتې هېوادونو د لیک لوست او ښوونې په هکله یې د نوموړې ادارې فعالیتونه کښلې ول . که څه هم دا د خوشحالۍ ځای دی،چې داسې اوزارونه پیدا شوي،چې په مسلمانانو کې ښوونې عمومیت موندلی او په ورو ورو د نالوستۍ ټغر ټول شي؛خو بلخوا د خواشینۍ ځای دی،چې موږ مسلمانان دومره پخپلو دندو کې ناغېړي کوو،چې نور خلک د نړۍ له بله ګوټه راځي،لګښتونه کوي او زیار ګالي،چې دا دنده تر سره کړي،نه یوازې عمومي تعلیمات کوي؛بلکې نور روغتیايي او بسپنیر سازمانونه هم رامنځ ته کوي او له خلکو سره مرسته کوي،له ناروغیو سره مبارزه کوي، ملاریا له منځه وړي، ښارونه او ابادۍ سموي . د اسلامي هېوادونو؛ لکه افغانستان او پاکستان لرې پرتو سیمو ته تللي،هلته یې د بیا رغاونې کارونه کړي او د خلکو له روغتیایی چارو سره یې مرستې کړي،چې لا تر اوسه موږ هلته نه یو تللي او که تللي هم یو؛نو د پیسو په بدل کې . زه نه پوهېږم،چې له دې کارونو یې موخه څه ده،ښايي ښکېلاکي موخې ولري،زموږ د خلکو به څومره بده برخه وي،که ښکېلاک په داسې ټګیو راننوتی وي . دا چې وایم نه پوهېږم،چې نیت یې څه دی؛نو واقعاً هم نه پوهېږم او البته د بدوينۍ پر ویلو پر خپلو نیمګړتیاوو پرده نه اچوم . دا مو روږد شوى،چې د نورو کارونه فساد وښیو او له دې لارې پر خپلو نیمګړتیاوو پرده واچوو. په دې کتاب کې یې کښلي ول،چې په یو افریقايي هېواد کې یو متعصب ورته ویلي ول : تاسې اروپایيانو،چې اوس وننګېرله – احساس کړه ،چې د ښکېلاک ځواک کمزوری شوی او سیاسي ځواک مو د منځه تللو په حال کې دی؛نو غواړﺉ مخ مو د نېکچارۍ او د خدای د مخلوق د چوپړ په پرده وپوښئ . په کار کې یې ،چې نیت هر څه وي،پر موږ اغېز نه لري،څه چې اغېز لري دا دي،پر کومه لار،چې دوی روان دي او تر شلو کلونو پورې اسلامي هېوادونو ته ښوونه وکړي او له ناپوهۍ، بېوزلۍ او ناروغۍ یې خلاص کړي؛نو د اسلام او مسلمانۍ پر وړاندې به د راتلونکي کهول پر روحیه څه اغېز وکړي؟ راتلونکی کهول به ونه وايي،چې موږ څوارلس پېړۍ مسلمانان او د حضرت محمد(ص) د دین لارویان وو او په ناپوهۍ او بدمرغۍ کې ډوب وو،چې په پای کې د حضرت مسیح (ع) لارویان د نړۍ له هغه ګوټه راغلل او ویې وژغورلو؟! نو هله به اسلام ته څه حیثیت پاتې شي؟! د رسول الله به څه ځواب ورکو،چې ویل يې :(( طلب العلم فریضة علی کل مسلم ))؛نو زما له دې حکم سره مو څه وکړل؟ دا یوه طبیعي،اروايزه او تکویني قاعده ده،چې(( الانسان رهین الاحسان))؛یعنې انسان د نېکۍ په ګرو کې دی . رسول الله وايي : (( من احیا ارضا مواتا فهو له ))؛یعنې چاچې مړه ځمکه راژوندۍ کړه د هماغه ده . که څه هم دا قاعده یو تشریعي قانون دی او په ځمکې پورې اړه لري؛خو په تکوینیاتو پورې هم اړه لري . هره ډله،چې راشي او یو ملت راژوندی کړي،له نشتمنۍ او ناپوهۍ یې وژغوري؛نو د هماغو خلکو د زړونو او ارواوو مالکان به وي . دا حالت،چې رامنځ ته شوی؛نو په څرګنده باید د ددې ګواښ وړاندوینه وکړو،چې موږ به د راتلونکي پښت مالکان نه یو. ممکن څوک ووايي،چې مسلمان به کله هم مسیحې نشی،په تیره بیا که عالم هم شي؛نو له توحیده به تثلیث ته وانه وړي . زه وایم،ښايي همداسې وي؛خو څرګند دي،چې که مسیحیت ته وانه وړي؛خو له اسلام سره به یې هم علاقه نه وي،ښايي ددې کارونو ګټه د کمونیستانو جېب ته ورشي . که په اسلامي هېوادونو کې په هر علت د ځوانانو دیني علاقه – تړاو راټیټ شي؛نو ګټه به یې کمونیزم ته ورشي. نو له دې ګواښ سره باید مبارزه وکړو، له دې ګواښ سره د مبارزې لار څه ده؟ لار یې دا ده؛لکه د معمول په شان منفي رول ولوبو،چې نه! یونسکو حق نه لري،چې مسلمانانو ته ښوونه وکړي او په دې لار کې زیار وګالي او لګښتونه وکړي او نورې نړيوالې خیریه موسسې حق نه لري،چې په اسلامي هېوادونو کې د ملاریا یا نورې ناروغۍ له منځه یوسي. دا کارونه ورپورې اړه نه لري . فکر وکړﺉ،چې دا خبره سمه ده؟ایا نړۍ به یې راسره ومني؟ ایا خپله مسلمانان به یې راسره ومني؟ ایا لار یې دا ده،چې خپله مټې راونغاړو او پر سپېڅلي جهاد لاس پورې کړو او دا فریضه پخپله عملي کړو،چې البته دا لار سمه ده. په همدې کتاب کې یې کښلي ول : "اندونیزیا"،چې ستر اسلامي هېواد دی،عمومي ښوونې پکې د یو سپیڅلي جهاد په بڼه ګرځېدلي دي او لکه د مذهبي فریضې په شان پرې عمل کوي . هلته څوک،چې پر څه پوهېږي،چې هره دنده ولري؛نو دا خپله فریضه ګڼي،چې ښوونځیو ته ولاړ شي او ښوونه وکړي؛ځکه رسمي ښوونکي ټولو ښوونځیو ته بسیا نه دي . دا هماغه د اسلام حکم دی،چې تعلیم یې پر هر چا واجب کړی دی،چې بېلګه يې "اندونیزیا" ده .

په ښو چارو او چوپړ کې سیالي[سمول]

(( وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَآ آتَاكُم فَاسْتَبِقُوا الخَيْرَاتِ إِلَى الله مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ(مايده/۴۸)= او موږ دا كتاب [= قرآن ] په رښتيا پرتا نازل كړى دى، چې مخكېني كتابونه رښتيني ګڼي او پاسوال يې دى؛ نو په هغوى كې د خداى د نازل شويواحكامو له مخې پرېکړې كوه او د غوښتنو لاروي يې مه كوه او له الهي احكامو مخ مه اړوه،موږ تاسې هر يو(امت) ته شريعت او روښانه لار ټا كلې ده او كه خداى غوښتي واى؛ نو تاسې ټول يې يو امت كولاى شوئ؛خو خداى غواړي په هغوڅيزونو مو وازمېيي چې دركړي يې دي (او ستاسې بېلابېل استعدادونه وروزي)؛ نو په نېكو چارو كې د سيالۍ هڅه وكړئ ،ستاسې د ټولو ستنېدل د خداى لوري ته دي؛ نو بيا به هغه تاسې خبركړي،چې د څه په باب مو اختلاف كاوه.))

داسې ښکاري،چې د قرآن د نورو آیتونو په څېر دا آیت هم د ملتونو د اړپیچ ته پر حکمت او سازښت – مصلحت قایل دی او ښایي له دې آیته ګټنه وشي،چې حکمت او سازښت دا دی،چې بېلابېل ملتونه دې په نېکو علمي او عملو کارونو کې یو له بل سره سیالي وکړي او له دې لارې وازمېیل شي او خپل هنر وښيي او کوم ملت،چې وړ وي؛ نو هماغه دې وګټي. بیا مسلمانانو ته وايي هڅه وکړﺉ،چې اوچت ګامونه واخلئ او سیالي وګټئ .

له ګواښ سره د مبارزې دا لار نه ده،چې د "یونسکو" د کار خنډ شو؛بلکې دا ده،چې ددې کار نوون- ابتکار په خپل لاس کې واخلو او د ویاړنې دا مډال په غاړه کې راځوړند کړو،بیا یې هم ووایم،چې دا کار د سپیڅلي جهاد په بڼه اختیار نشي او علماء په دې لار کې مخکښ نشي او دا کار پر ټولو کارونو غوره او واجب ونه ګڼي؛نو کومه ګټه به ونه لري . که مټې مو راونغاړلې او پر دې سپیڅلی جهاد مو لاس پورې کړ،پکې ګډون مو وکړ او مخکې ولاړو؛نو هله په ویاړ ویلی شو،چې دا اسلام دی،چې وايي: (( د پوهې زده کړه پر مسلمان فرض ده.))

د وینا تر پای رسېدو (۲۹/ ۱۰ / ۱۳۴۰ ) چا راته په کاغذ داسې نیوکه کښلې وه:

د اسلام له نظره د  پوهې او ناپوهې ویینه خورا پراخه ده، دا چې له لومړنیو ښوونځیو جهاد پیل شي دا هم وویل شو؛خو د عملي کېدو خورا ساده لار یې ونه ویل شوه. ددې ويينو پایله دا ده،چې موږ خواشیني شو،چې ولې داسې کار نه کېږي . خپله یې هم منو،چې په دې اړه باید فکر وشي؛خو په خواشینۍ چې یوازې يادونه ده او د زړه خوړل دي .

داچې په وینا کې وویل شول،چې له بېلابېلو وګړیو(یونسکو) لخوا پیل شوی . دا طبیعي چار دی، که یې وغواړو که نه او که تبلیغ شي که نه؛نو دا کار به کېږي،څه چې څرګند دي که پېغمبران هم نه وو راغلي او ښايي خپله بشر هم ټول هغه څیزونه،چې هغوی ویلي ول،پرې پوه شوي وای او ان ښايي خدای پېژاندي شوي هم وای؛خو دین راغى او دا تکاملي لار لاپسې ګړندۍ کړي، دنده مو دا ده،چې له دې ناغېړۍ یې راوباسو؛نو تشکیلاتو،عملي او پلیزې لارې ته اړتیا ده؛لکه د سید جمال الدین افغاني د کارونو په څېر. ځواب : زه له نیوکه کوونکي مننه کوم او ګروهمن یم او پر هغه څه منښته – اعتراف کوم،چې ویې ویل،ناچار یم دا ټکی هم ووایم،چې په دیني مسایلو کې څه چې لومړۍ درجه اهمیت لري،پر دې دیني فریضې عام ایمان دی او اړین دي،چې د نورو فرایضو په شان یې په ترسره کولو کې هڅه وکړي .

په نورو دیني فرایضو کې دا عامه ایمان راپیدا شوی او وینو،چې څومره په اخلاص یې په لار کې هڅې کېږي،لګښتوته کېږي، زیارونه ګالل کېږي . تر نیمې پېړې مخکې د وسایلو او امنیت د نشتوالي له کبله یو جهاد ګڼل کېده،حاجي د راستنېدو هیله نه درلوده او په عین حال کې به داسې لږ پیدا کېدل ،چې دا فریضه یې هېره وي . په کلیو کې په ټکنده غرمه او ګرمۍ کې په روژه خوله خلک لوکوي او ډېری پکې د تندې او ګرمۍ له کبله بېسده کېدل هم؛خو سبا به بیا په ورین تندي هماغسې روژه ول .

بې له لومړي صدره،موږ د اسلام په تاریخ کې نه دي لیدلي،چې خلک دې د علم په لار کې دا شان هڅې وکړي او که چا کړي هم وي؛نو تر هغه وروسته و،چې د علم پر لار تللی او د علم خوند یې څکلی و. اوس فکر وکړﺉ که خلک دا خوندور چار دیني فریضه وګڼي او دا غونډله - جمله (( د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده)) جدي شرعي مکلفیت وګڼو؛نو څه خوځښت به رامنځ ته شي او د پلي کېدو لارې به یې هم سمې شي . ستره خبره دا ده،چې د خلکو پام دې شرعي او عمومي مکلفیت ته واړوي او د نورو دیني فرایضو په لړ کې يې وشمېري .


د ځوان پښت مشرتابه[سمول]

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ(نحل/۱۲۵)= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او ورسره په غوره چلن استدلال او ويينه وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي،چې څوك يې له لارې اوښتي دي او (همداراز ) پوهېږي،چې څوك پرسمه لار دي .)) نن د ځوان پښت د مشرتابه په هکله خبرې کوو.دا په حقیقت عمومي مسوولیت دی،چې ټولو مسلمانانو او په تېره بیا هغوى ته متوجه دى،چې د ټولنې رسمي دیني مشري پر غاړه لري . پر دې آر ټول پوهېږو،چې په اسلام کې مسوولیتونه ګډ دي؛یعنې وګړي یو د بل مسئوول دي او په مسوولیتونو کې سره شریک دي .(( کلکم راع و کلکم مسوول عن رعییته))؛بلکې ټول یو د بل مسئوول دي . هر پښت د بل پښت مسئوول دی،چې دا لارښوونه ورته له تېر پښته رارسېدلې ده،باید ویې ساتي او نورو کهولونو ته یې ولېږي؛یعنې راتلونکی پښت دې مسوولیت منلو ته چمتو کړي؛نو د ځوان پښت د مشرۍ ویینه د ټولو دنده او مسوولیت دی .

څه چې دا ويينه د یو مجهول او یوې مسئلې په څېر ګرځولې دا ده،چې شاوخوا ته یې باید دقیقاً انده وکړو او ددې مجهول د هواري لار باید پیدا کړو او هغه دا ده،چې د یو وګړي یا کهول مشري په ټولو حالاتو او شرایطو کې یو شان نه ده او توپیر لري،بېلابېلې بڼې او څرنګوالی لري،کوم اوزارونه،چې کارېږي،توپیر لري او یوه ټاکلې نسخه نه لري، چې ټولو وګړیو ته هر وخت یو شان ورکړه شي؛نو په هر وخت او هر شرایطو کې باید دقیقاً ځیرنه وشي،چې په کوم ډول ترسره شي او کومه نسخه ورکړه شي .

دوه ډوله مسئوولیت[سمول]

مخکې مې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په ویینه کې وویل،چې موږ دوه ډوله دیني مسوولیت لرو : ځینې مسوولیتونه له ځانګړې بڼې او ټاکلي مخ سره د یو کار مسوولیت وي،د کار ټولې ځانګړنې،اجزا او شرایط یې اسلام ټاکلي او ویلي یې دي،چې دا کار په دې ټاکلي او ځانګړې بڼه وکړﺉ . البته دا کار یوې پایلې ته فرض شوی؛خو موږ د پایلې مسئوول نه یو،دې ته تعبدیات وايي . موږ کړای شو،چې دې ډول کارونو ته د بڼې او قالب مسوولیت ووایو. د ساري په ډول : لمونځ یو حکم دی،چې ټاکلې سريزې،شرایط،اجزا او موانع لري . حکم دا دی، چې موږ تل لمونځ پر همدې بڼه وکړو. محض تعبدي دی . البته دا کار په دې بڼې سره یوې پایلې ته دی؛بلکې پایله ورته شته .(( اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ(عنکبوت/٤٥)= هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.

)) خو موږ یوازې ددې پایلې د سريزې مسئوول یو؛نه خپله د پایلې . که دا سریزه سمه او پوره وکړو؛لکه څرنګه چې ټاکل شوې او حکم یې راغلی؛نو پایله به خپله ورپسې وي .

بل ډول مسوولیت داسې دی،چې موږ ورته د پایلې مسوولیت وايو؛ یعنې پایله د انسان پر غاړه اچوي او ورته وايي،چې پلانۍ پایله درنه غواړم؛خو دا پایله دې په کومه وسیله او کومه سریزه او کومو شرایطو او بڼې وشي؟ په هره وسیله،چې غوره وي او یوه ثابته،همجولیزه – یکنواخته او ټاکل شوې کچونه نه لري او په هر ځای او هر وخت کې دا وسیله توپیر لري . د ساري په ډول : یو کس مو بندي دی او ورته یو لیک ورکوي،چې پلاني بندي ته یې په پلانۍ شېبه کې ورکړه، البته دا لیک یوې پاېلې ته کښل شوی دی؛خو دا کس یوازې ددې مسوول دی،چې لیک ورورسوي . بل وخت داسې وي،چې له نوموړي غواړﺉ، بندي راخلاص کړي؛خو دا چې په کومه لار یې راخلاص کړي دا ورته نه ټاکي، خپله هغه کس یې،چې پر هره وسیله راخلاصوي؛نو غوره ده . په اسلام کې دوه ډوله مسوولیت دی : لمونځ،روژه او نور تعبدیات له لومړي ډوله دي؛خو جهاد له دویم ډول ځنې دی . په جهاد کې مسلمانان موظف دي،چې له اسلامه دفاع وکړي او د مسلمانانو خپلواکي وساتي؛خو په کومه وسیله؟ په توره،په ټوپک که په بله وسیله؟ دا پکې نور نه دي ټاکل شوي او اساساً د ټاکنې او کچونې وړ هم نه دی . مسلمانان په هر وخت کې موظف دي،چې دې کار ته خورا غوره وسیله وکاروي . ((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ(انفال/۶۰)= او څه مو چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ .)) باید وویني،چې په هر وخت کې تر ټولو غوره وسیله کومه ده . د ښیون – هدایت او مشرۍ مسئله له دویم ډول ځنې ده . مسلمانان یو د بل د ښیون مسؤول دي . هر کهول د بل کهول د ښیون مسؤول دی،په تېره بیا هغوی چې د مشرۍ رسمي دنده پر غاړه لري . په هر حال دا پایله؛یعنې ښیون ترسره شي؛خو هغه وسیله،چې ترې ګټنه باید وشي، د تل لپاره او په ټولو ځایونو کې نه ده ټاکل شوې او د ټاکنې وړ هم نه ده . ((قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ (تحريم/۶)= خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي .)) په دې آیت کې خپله پایله وايي او له وسیلې سره کار نه لري . په اسلام کې ښیون- هدایت او مشرتابه ته سل په سلو کې معلومه بڼه نه ده انځور شوې،چې ټولې اجزاوې،سرېزې،مقارنات،شرایط او خنډونه پکې په پام کې نیول شوي وي او اساساً د انځور او کچونې وړ نه ده؛ځکه سره توپیر لري . مشرتابه لکه د لمانځه په شان یو تعبدی او همجولیز- یکنواخت چار نه دی او یا د منتر ویلو په شان هم نه دی،داسې نه ده؛ لکه څوک چې "مار" یا "لړم" وچیچي او چوف یې کړې .

د وسیلو نسبیت او لڼدمهالوالی[سمول]

یو څیز په یو ځای کې د ښیون- وسیله ده او ښايي همدا په بل ځای کې د بې لارۍ وسیله وي . هغه سول- منطق،چې یوه سپین سرې مؤمنوي که همدا سول لیک لوستي ته وکارول شي؛نو بې لارې به یې کړي .یو کتاب په یو وخت کې د پېر له ذوق او اندیزې کچې سره متناسب وي او د خلکو د ښیون وسیله وي او همدا کتاب په بل ځاې کې دبې لارۍ لامل دی .داسې کتابونه لرو،چې په تېر وخت کې یې خپله دنده سر ته رسولې او په زرګونو خلکو ته یې لارښوونه کړې؛خو همدا کتاب په بل وخت کې چاته لارښوونه نشي کړای او کېدای شي په اسانۍ د خلکو د بې لارۍ او اړنګ سبب شي،دا کتاب باید ضلال او بې لارې کوونکى وشمېرل شي، پلور پېر او خپرول یې له جنجاله خالي نه دی .عجبیه ده! هغه کتاب،چې په زرګونو خلکو ته یې لارښوونه کړې اوس د ضلال او بې لارې کوونکي کتابونو ځنې شمېرل کېږي؟!

هو! بې له اسماني کتابه او د سپین لمنو – معصومینو له واقعي وینا بل هر کتاب که په پام کې ونیسو؛نو لنډ وخت ته رسالت لري،وخت یې،چې تېر شو؛ رسالت یې پای ته رسي . دا مطلب مې،چې ووایه، مهمه ټولنیزه مسئله وه،چې تر اوسه راته د یو مجهول او معما په بڼه پاتې دی،چې باید هوار شي او غوټه یې لا تر اوسه نه ده پرانستل شوې،تمه نشته،چې په همدې غونډه کې دا مطلب پوره روښانه شي،دا باید بیا بیا ځلې وویل شي،چې باور وکړو د هر وخت د ښیون وسایل ځانګړې په هماغه وخت پورې اړه لري . اړین دي،چې له اسلامه دې ته یو مطلب راوړم، چې په اسلامي اثارو کې دې مطلب ته هم پاملرنه شوې .

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (نحل/۱۲۵)= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او ورسره په غوره چلن استدلال او ويينه وكړه.))

د مفسرینو په اتفاق دې آیت د خلکو ښیون او بلنې ته درې بېلابېلې وسیلې بیان کړي دي دا درې وسیلې ځانګړي ځایونو ته دي .

"رب"،چې چېرته ویل کېږي،روزنې ته پېرزوینه ده؛دا ځکه چې مقام د بلنې او روزنې مقام دی؛نو د "رب" پر ویی تعبیر شوی : د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه . په کومه وسیله؟ په حکمت .
حکمت؛یعنې ټینګه خبره،چې د شک وړ نه ده، د منطقیینو او حکماوو په څرګنده ؛یعنې هغه خبره،چې سریزې یې سل په سلو کې یقیني وي؛یعنې د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه.پر برهان،پوهې او سل په سلو کې په نږه علم او عقل وي .

مفسرینو ویلي : په حکمت،برهان،عقلي او علمي دلیل بلنه، ځانګړې ډلې ته دي،چې استعداد یې لري . ((مَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ))؛یعنې د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه. ځینې خلک د عقلي او علمي بیان استعداد نه لري،که علمي مسایل ورته وړاندې شي؛نو ګنګسېږي او د ښیون او لارښوونې لار یې نصیحت دی . د قيصې او تمثیل او حکایت پر ویلو او هر څه چې زړه یې نرموي،باید لارښوونه یې وشي . د موعظې سروکار له زړه سره دی؛خو د حکمت اوبرهان سروکار له عقل او اند- فکر سره دی،زیاتره خلک د زړه په پړاو او ننګېرنه – احساس کې دي؛نه د مغزو،عقل او اند په پړاو کې. (( وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)) که له چا سره مخ شوې،چې موخه یې د حقیقت موندل؛نه بلکې خوله وهل وي؛نو ته هم له دې وګړي سره په غوره چلن استدلال وکړه او په استدلال کې د حق او حقیقت له لارې مه وځه،بې انصافي پکې مه کوه او دروغ پکې مه وایه . دا آیت ښیون ته بېلابېلې طریقې ښيي او هره طریقه ځانګړې ځای ته ده؛نو جوتېږي هغه وسیله،چې د ښیون په مقام کې کارېږي، یوشان او همجولیزه نه ده .

د پېغمبرانو د معجزو اړپیچ[سمول]

یو مشهور روایت ددې مدعا تایيد دی . که څه هم دا روایت د پېغمبرانو د معجزو په هکله دی،چې په بېلابېلو پېرونو کې یو شان نه وې؛خو زموږ مدعا تایيدوي،دا روایت د هغې پوښتنې ځواب دی،چې "ابن ‏اسکیت" له امام هادي رانقل کړی دی . "ابن اسکیت" له مشهورو ادباوو ځنې دی او د امام هادي په وخت کې اوسېده؛یعنې د متوکل د واکمنۍ پر مهال،چې متوکل هم وواژه . د وژنې علت یې دادی،چې نوموړی د متوکل د زامنو ښوونکی و، یو ورځ "ابن اسکیت" له متوکل سره ناست و او دواړه زامن یې راننوتل . متوکل پوهېده،چې ابن اسکیت له علویانو سره مینه لري . متوکل ورته وویل : زما زامن غوره دي که د علي زامن؛ حسن او حسین ؟ ابن سکیت له غوسې تک سور شو او ورته یې وویل : زما په اند د علي مریى؛ "قنبر" تر دې دوو زامنو او پلار یې غوره دی . متوکل حکم وکړ او دوه ترکي مریان راغلل او د ابن اسکیت ژبه یې په اورمېږ ترې راوویسته او په دې بڼه شهيد شو. په هر حال ابن اسکیت امام هادي وپوښت : د رسول الله زویه! حضرت موسی (ع)،چې مبعوث شو؛نو د خلکو بلنې او ښیون ته یې ولې معجزه د همسا ښامارېدل ول، ید بیضا او داسې نور و؛خو حضرت عیسی (ع)،چې مبعوث شو؛نو معجزه او اوزارونه یې بل څه دي؛مورزېږي ړانده یې رغول،مړي یې راژوندي کول،زموږ پېغمبر،چې مبعوث شو؛نو دا یوه معجزه یې هم نه درلوده او معجزه یې بیان، کلام او قرآن دی . امام هادي ورته وویل : دا د پېرونو او وختونو د اړپیچ له کبله و. د حضرت موسی (ع) په وخت کې یو څیز پر اندونو واکمن و او سترګې یې ځان ته را اړولې او هغه جادو او داسې څیزونه ول . د حضرت موسی (ع) معجزه د هغوی د کړنو په څېر وه؛خو په دې توپیر،څه چې له حضرت موسی (ع) سره معجزه وه،حقیقت یې درلود او څه چې له نورو سره ول، جادواو چشم بندي وه. د حضرت عیسی (ع) په وخت کې ځينې ډاکتران را پیدا شول،چې هېښنده درملنې یې کولې او د ټولو پام یې ځان ته رااړولی و.خدای د حضرت عیسی (ع) معجزه له دې ډوله وګرځوله . د پیغمبر اکرم پېر د خبرو او کلام پېر و او د خلکو پام سترو خبرو ته و؛نو ځکه د اسلام ستر معارف او پوهاوي د سترو ويناوو په بڼه او د فصاحت او بلاغت په بشپړ جامو کې ادا شوې دي . ابن اسکیت وویل : اوس د مطلب پر پټه- رمز پوه شوم بیا یې وویل : د رسول الله زويه! اوس د خدای حجت څه دی؟ ورته یې وویل : عقل . ابن اسکیت وویل : هذا و الله هو الجواب نو جوتېږي، چې د پېغمبرانو د معجزو د اړپیچونو علت دا و،چې په هر وخت کې د خلکو د ښیون وسیله توپیر لري او که نه شونې وه،چې له آدمه تر خاتمه به ټولو پېغمبرانو یو شان معجزه درلوده؛خو داسې نه وه او هر پېغمبر له خپل وخت او پېر سره سم معجزه درلوده .

د پېغمبرۍ طریقه[سمول]

یو مشهور حدیث دی،چې په کافي کې ثبت شوی او ان د اهل سنتو په کتابونو کې هم راغلی دی . آنحضرت وايي : (( موږ له خلکو سره د هغوى د عقل هومره خبرې کوو.)) ( کافي ۱/ ۲۳ ) موږ چې له هر چا سره خبرې کوو، د عقل ظرفیت او د اند کچه یې په پام کې نیسو او په هماغه کچه ورسره خبرې کوو. که د چا د اند کچه لوړه وي؛نو په لوړه کچه او که ټیټه وي؛نو په ټیټه ورسره خبرې کوو. له عامي سره اوچتې اسماني خبرې نه کوو او کوم ځواب،چې سپین سرې ته ورکوو؛ نو هماغه حکیم ته نه ورکوو. مولانا جلال الدين بلخي همدې حدیث ته اشاره کوي، وايي :

پست مې ګویم به اندازه عقول

عیب نبود این، بود کار رسـول

د انبیاوو او فیلسوفانو په تول او ډول – طریقه کې یو توپیر دادی،چې فلاسفه تل په بیان کې یو سول او ټاکلې کچه کاروي . دوی پخپلې هټۍ کې یوازې یو توکی لري او ګهاک یې یوازې له یوه پوړه دی او دا یې بېوسي ده؛ځکه خپله موخه بې د یو لړ نومونو- اصطلاحاتو له پاکټونو،بل شان نشي ويلاى او ناچار یوه ټاکلی پوړ،چې په ژبه یې پوهېږي،همدوی یې په خبره پوهېږي او بس . د افلاطون د مشهورې مدرسې پر سر یې کښلي ول،چا چې هندسه نه وي ويلي؛نو نه دې راننوځي . دا مدرسه د "آتن" له ښاره بهر یو بڼ و،چې نوم یې "اکادمیا" و؛نو ځکه علمي ټولنو ته اکادمي وايي .

د انبیاوو په ښوونځي او لار کې هر ډول زده کوونکي ګټنه ترې کړای شي،هر ډول توکي پکې شته دی، هم خورا ستر،چې د افلاطون په څېر کسان دې پکې شاګردي وکړي او هم خورا ټیټ،چې ان د یوې سپین سرې پر درد هم وخوړل شي . د یوه پېغمبر پر ښوونځي هم داسې نه دي کښل شوي،که څوک غواړي،چې له دې ځایه ګټنه وکړي؛نو د افلاطون هومره زده کړه دې ولري .البته چې څومره یې زده کړه لوړه وي او وړ وي؛ نو ډېره ګټنه کړای شي؛خو چې څومره لږ وړ وي؛نو بیا هم د خپلې اندازې هومره ګټنه کړای شي .

غوره شاګردان[سمول]

دلته پر یو بل مطلب هم پوهېدای شو او هغه دا چې د انبیاوو او اولیاوو پر خلاف د فیلسوفانو تر ټولو غوره شاګردان هغه دي،چې پخپله فیلسوفان یې لیدلي وي .د "افلاطون" یا "ارسطو" یا "بوعلي سينا بلخي" غوره شاګردان یې هماغه بلاواسطه شاګردان دي . تر ټولو غوره کس،چې د "بوعلي سينا بلخي" پر خبره پوه شوی،هماغه "بهمنیار جوزجاني" دی؛خو د رسول الله (ص)،حضرت علي (ک) او امام صادق (ره) غوره شاګردان څوک ول؟ ایا هغوی ول،چې د هغوی په وخت کې وو؟ نه ! داسې نه ده . رسول اکرم پخپله وینا کې یو ټکي ته اشاره کړې،چې ښايي دا وینا هغو سمه نه وي درک کړي،چې په هماغه پېر کې ورسره ول .( بې له څو تنو؛لکه حضرت سلمان،حضرت ابوذر، حضرت مقدادرضى الله عنهم؛نور پرې یو هم نه پوهېده)

رسول الله وايي : ((نصر الله عبداً سمع مقالتی فوعاها و بلغها من لم یبلغه)) (امالي مفید/مجلس ۲۳/ ۱۸۶ )؛یعنې خدای دې له هغه سره مرسته وکړي،چې وینا مې واوري،ویې ساتي او هغه ته یې ورسوي، چې نه وي وررسېدلي . یا (( نضر الله عبداً سمع مقالتی....)) خدای دې  دهغه ژوند خوشحاله کړي،چې دا کار وکړي .
بیا رسول الله وویل: (( رب حامل فقهٍ غیر فقهٍ ، و رب حامل فقهٍ من هو افقه منه)) ( فروع کافی ۵/ ۲۹۳ )؛یعنې ډېر داسې کسان دي،چې فقه وړي،حال داچې پخپله فقیه نه دي او داسې کسان هم شته،چې فقه هغو ته وړي،چې تر دوی ډېر فقیه دي .

"فقه" په لومړنۍ دیني څرګندنه؛یعنې دیني حقیقت او دیني حکمت،چې ژوراندۍ ته اړتیا لري . دلته موخه هغه حقایق او ویې دي،چې خلک یې له آنحضرته اوري .

رسول اکرم وايي : ډېری کسان،چې دا کلمات  او حقایق راڅخه اوري او ساتي یې،پخپله ددې وینا د پوهې او شننې والا نه دي . ډېرى دا کلمات او دا حقایق نورو ته نقلوي،چې نور ددې حقایقو په پوهې او درک کې تر دوی غوره دي .

د ساري په ډول : یو کس له رسول اکرمه اوري : لا ضَرَرَ و لا ضِرارَ. خپله دا کس دومره واک نه لري،چې دا غونډله – جمله څومره روښانه ده، بیا راتلونکي کهول ته يې سپاري او هغه پرې ښه پوهېږي . دا کهول یې بل ته سپاري،ممکن شلم کهول ته راشي،چې تر لومړني او دویم کهوله به ښه پرې پوهېږي او ډېره وړتیا ولري . قرآن هم داسې دی،نشو ویلای،چې پخواني خلک غوره پر قرآن پوهېدل؛ بلکې پر عکس ده . د قرآن اعجاز په دې کې دی،هغه شنلې – تفسیرونه،چې ورته کښل شوي،تل ترې مخکې دی؛یعنې هر وخت یې قرآن شنلې – تفیسر کړی دی،په بل وخت کې،چې پوهه او پوهېدنې ډېرې شوي او قرآن یې له هغه تفسیر سره سنجولې؛نو لیدلي یې دي،چې ترې دې شنلو- تفسیرونو،قرآن خورا لوړ او مخکې دی . بل ځای ته نه ځو، همدا د فقهې علم په پام کې ونیسئ،د رسول الله اصحاب، د حضرت علي ملګري او د امام صادق ملګري، ان د "زُارره" او "هشام بن الحکم" په څېر کسان،پر هغو فقهي قواعدو،چې له رسول الله یا امامانو رارسېدلي،د "محقق حلي"، "علامه حلي" او "شیخ مرتضی انصاري" هومره پرې نشو پوهېدای او شننه یې هم نشوه کړای . نو په فلسفي تول او ډول کې څوک د استاد د خبرو په مانا ډېر پوه شوی دی؟ هغه چې تر ټولو پخوانی وي؛خو د انبیاوو او اولیاوو په ښوونځي کې څوک ډېر پر مانا او موخې پوهېدلي دي؟ هغه چې په راتلونکي کې راځي او ډېره پوهه او پوهېدنه ولري . دا پخپله د نبوت معجزه ده . د توحید د باب په روایتونو کې راغلي : خدای پوهېده،چې په اخرالزمان کې به ژوراندي راپیدا شي؛نو ځکه د "قل هو الله احد" او د "حدید" سورتونه يې لومړي نازل کړل،چې ستر او خورا دقیق توحیدي مسایل پکې دي؛یعنې د هغه وخت خلک ددې آیتونو وړ نه ول،په راتلونکي کې باید داسې خلک راشي،چې ددې آیتونو وړ وي . دا آیتونه یې اروایيز خواړه دي . البته دې آیتونو وروستى بريد بیان کړی که څوک تېرې ترې وکړي؛نو پوپناه به شي. دا د قرآن او د نبوت معجزه ده. (( لا تفنی غرایبه و لا تنقضی عجایبه=غرايب يې له منځه نه ځي او عجايب يې نه کمېږي . )) ( نهج البلاغه ۱۵۰ حکمت). دا ټول مې ځکه وویل،چې کله د ځوان پښت د مشرتوب مسئله وړاندې کوو،چې څوک ونه وايي : مګر د ځوان پښت مشرتوب له پخواني کهول سره توپیر لري؟! مګر لمونځونه دوه دي،چې مشرتوب یې هم باید دوه وي؟ څرنګه چې پخوا عمل کېده اوس دې هم هماغسې وشي .

ځوان پښت که ځوانه انده ؟[سمول]

دا دې هم ووایم،چې کله وایو ځوان پښت؛نو موخه هرومرو ځوان پښت نه دی، موخه هغه پوړ دی،چې د زده کړې او له نوي تمدن سره د اشنایۍ له کبله ځانګړی انددود لري،اوس که دا زوړ وي یا ځوان . ددې پوړ ډېری ځوانان دي؛ځکه وایم ځوان پښت او که نه ډېر بوډاګان دي،چې نوی اند دود لري او ډېر داسې ځوانان شته،چې د بوډاګانو او پخوانیو پېړیو په شان اند لري .په هر حال موخه هغه پوړ دی،چې ځانګړی انددود لري او مخ پر زیاتېدو دي او د راتلونکي زوړ او ځوان به ددې انددود څښتن وي او خدای مه کړه،که ددې کهول د مشرتوب او ښیون په هکله کوم فکر ونشي؛نو راتلونکي به په ټولیز ډول له منځه ولاړ شي. زموږ په نظر ځوان پښت،تش ځانپالی او شهوتپالی دی او انګېرو،چې دا سم کار دی،چې ویې رټو او سپکاوی یې وکړو. دا کارونه يوازې دې ته دي،چې تاسې همداسې ویده پاتې شئ او د لارې چارې په هکله يې فکر ونه کړﺉ او چې کله راویښ شوﺉ؛نو وینئ چې اوبه له ورخه تېرې دي .

د خپل وخت عالم وسه[سمول]

امام صادق وايي : (( العالم بزمانه لا تهجم عیله اللوابس))( کافی ۱/ ۲۶، ۲۷ )؛یعنې څوک چې خپل وخت وپېژني،پوه پرې شي او درک یې کړي؛ نو د شکمنو او ګنګسونکيو چارو له سخت بريده به خوندي وي . "هجوم" په پارسي کې د شدید برید ته کارېږي؛خو په عربۍ کې هغه برید ته ویل کېږي،چې ناڅاپي وشي او له چا لار ورکه کړي .

امام صادق وايي : که څوک د خپل وخت پر حالاتو پوه وي؛نو مشتبه چارې پرې ناڅاپي برید نه کوي او وار ترې نه ختا کېږي، داسې چې ونشي کړای خپل اند او ځواکونه راټول کړي او ورته د هوارې لار ومومي . دا ډېره ستره خبره ده .

د امام صادق په همدې وینا کې نورې غونډلې – جملې هم شته،چې وايي :(( لا یفلح من لایعقل و لایعقل من لا یعلم))؛یعنې څوک چې عقل نه کاروي او سمه انده نه کوي؛نو کله هم نه نېکمرغېږي او څوک چې پوهه نه لري؛نو سم تعقل نه لري؛یعنې عقل په پوهه ډېرېږي. "عقل"؛یعنې د شننې واک او د پېښو نښلول؛یعنې سریزې لاس ته راوړل او د پایلو وړاندوینه . عقل له پوهې خړوبېږي،عقل هغه څراغ دی،چې پوهه یې تیل دي . امام صادق زیاتوي : (( وسوف ینجب من یفهم))څوک چې پوه شي د کار پایله يې نجابت او پاکي ده؛نو په پایله کې ترې نفیس موجود جوړېږي؛یعنې له پوهې باید ونه وېرېږو او ګواښ یې باید ونه ګڼو. (( العالم بزمانه لا تهجم عیله اللوابس)) موږ ددې مفهوم په مخالف لوري کې یو،له پیله تر پایه او له جرړې تر پاڼې، له وخته بې خبر یو. همداسې په چورتونو کې ناست یو او ناڅاپي له یوې مسئلې سره مخېږو،د ساري په ډول : د ځمکو له ویش سره،چې ځمکنۍ سمونې رامنځ ته شي . دا مسئله راباندې ناڅاپي راځي؛دا چې له خپل وخته بې خبر یو او مخکې مو وړاندوینه نه وه کړه او شمېرلې مو نه وه،چې څه باید وکړو. همداراز له دې هم بې خبره یو،چې په نړۍ کې او د پردې تر شا څه روان دي،نا څاپي د ښځمنو له حقوقو سره مخېږو،فرصت نشته،چې په دې هکله فکر وکړو او خپل ځواکونه ددې مسئلې پرشاوخوا راټول کړو، چې پوه شو دا مسئله په رښتيا هم جدي ده؟ دوی رښتیا وايي،چې ښځو ته دې ټولنیز حقوق ورکړل شي؟دوی په رښتيا حاضر شوي،چې خپلې مدعا ته نور کسان پیدا کړي؟ ایا په ترڅ کې نه غواړي،چې له دې شخړو بله ګټنه وکړي؟ بیا هم راباندې همداسې ناڅاپې پېښې راشي او موږ به همداسې بې خبره یو.

څه وکړو؟[سمول]

داچې ددې کهول مشرتوب ته کومه طرح جوړه کړو؛نو تر دې مخکې مهمه داده،چې دا اند راکې پیاوړی شي،چې د مشرتوب او ښيون مسئله په بېلابېلو وختونو کې د تاکتیک او د عمل د څرنګوالي له اړخه په بېلابېلو وګړيو کې توپیر لري او موږ دې دا اند له ذهنه وباسو،چې نوي پښت مشرتوب په هماغه زوړ تول او ډول- طریقې وکړو. لومړی باید ځوان پښت وپېژنو،چې کومې ځانګړنې لري . ددې پښت په هکله دوه انددود خپور دی او معمولاً دوه ډوله ورمندون – قضاوت کېږي. د یو پوړ په اند،ځوان پښت خام،پیسمن- مغرور پر ځاني غوښتونو او شهوتونو ککړ دی او په زرګونو نیمګړتیاوې لري .دا پوړ تل د ځوان پښت سپکاوی کوي او رټي یې . خو خپله د ځوان پښت خبره پرعکس ده.دوی په ځان کې نیمګړتیا نه ویني،ځان د هوش،فطانت او سترو ارمانونو پزۍ – مجسمه ګڼي. پخوانی کهول،ځوان پښت تکفیروي او ناپوهان یې ګڼي او ورته وايي،چې کافر یئ، شهوتپالي یئ؛خو ځوان پښت دوی ته وايي،چې تاسې ناپوهه یئ او نه پوهېږﺉ . البته له ټولیزه اړخه، یو کهول د پخواني کهول پر وړاندې ممکن نېکمرغه وي او ممکن هم کاږه وي .

د دوو کهولونو بېلګه[سمول]

تر وینا مخکې مې د "احقاف" د سورت آیتونه ولوستل،چې زما په اند د دوو کهولونو بېلګه ده،چې یو یې سم او بل یې کوږ دی . داسې نشو ویلای،چې تل راتلونکی کهول تر پخواني فاسد دی او نړۍ د فساد خوا ته روانه ده او داسې هم نشو ویلای،چې تل راتلونکی کهول تر پخواني خورا پوره دی او او کوږوالی پکې نه راځي . ((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (احقاف/۱۵)= او موږ انسان ته سپارښتنه كړې چې له خپل مور وپلار سره نېكي وكړئ؛ مور يې هغه په ستونزو په ګېډه كې ساتلى او په سختۍ يې زېږولى دى او د پرګېډه كېدو او تي وركولو ټوله موده يې دېرش مياشتې ده،تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسېږى او څلويښت كلن شي،وايې : (( پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې زه ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پرمور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په واقع كې ما تا ته توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو يم .)) دا آیت د نېک پښت انددود او انده ښيي . ویل شوي،چې دا آیت د امام حسین په هکله دی،البته امام حسین ددې آیت مصداق "اَتَمّ" دی؛خو آیت ټولیز دی،په دې آیت کې د نېک پښت پینځه شپږ ځانګړنې ویل شوي دي .

یو د خدای د پېرزوینو پر وړاندې د شکر پر ځای کولو اروا ده :(( رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ )) د خدای پېرزوینو ته ګوري،چې پر ده او پخواني کهول يې کړي دي،وايي : (( پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې زه ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې تر سره كړم، چې ته يې خوښوې )) د هر نعمت شکر دا دی،چې د نعمت وړ ګټنه ترې وشي . بل داچې له خدایه د کار او عمل توفیق غواړي،هغه ګټور کار،چې خدای یې خوښوي :(( وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا ))

بل دا چې راتلونکى کهول یې هم په پام کې دی او سمونې یې غواړي او وايي: ((وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ))
بل له نیمګړتیاوو توبه ده،چې پخوا یې کړي دي :(( إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ )).
بل حق او هغو مقرراتو ته سر ټیټونه ده،چې خدای په تکوین یا تشریع کې ایښي دي . له مقرراتو سرغړاوی د پوپنا کېدو لامل دی :(( وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ)).

((أُوْلَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجاوَزُ عَن سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ (احقاف/۱۶)= دا هماغه كسان دي، چې موږ يې غوره كړنې قبلوو او له ګناهونو يې تېرېږو او په جنتيانو كې دي، (دا) رښتيانۍ وعده ده،چې تل به ورسره كېدله .)) دلته یې په غونډه – جمع بڼه یادوي . جوته ده،چې موخه ځانګړی وګړی نه دی .

د فاسد کهول په هکله وايي :

((وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتْ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (احقاف/۱۷)= او چا چې خپل مور و پلار ته وويل : (( اُف (= د سپكاوۍ كوچنۍ خبره) پر تاسې! ايا ما ته وعده راكوئ،چې (زه له قبره) را ايستل كېږم؟! حال داچې له ما مخكې ډېر قومونه تېر شوي دي (او يو هم نه دى ژوندى) )) او هغوى دواړه له خدايه مرسته غواړي (او په زاريو وايي) : پرتا افسوس! ايمان راوړه،چې د خداى وعده حق ده!؛نو (هغه اولاد) وايي : (( دا خو يوازې د پخوانيو خلكو قيصې دي .)) یو خام او مغرور پښت، همدا چې دوه ټکي واوري؛نو څه ته هم نه ګوري او موروپلار ته وایي : "اُف" او د هغوی پر ګروهنو ملنډې وهي: ((أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ ))،تاسې راته ددې موهوماتو ژمنه راکوﺉ او وايي،چې قیامت شته،بل عالم شته، بل ژوند شته؛حال دا چې تېر شوي کهولونه راغلل ژوند یې وکړ او مړه شول . موروپلار،یې چې متدین دي او چمتو نه دي،چې د خپل ایمان او دین پر خلاف څه واوري؛نو وايي : ((وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ= پر تا افسوس! ايمان راوړه،چې د خداى وعده حق ده! )) له دردونکیو چارو یوه دا ده،چې دینپال- متدین موروپلار ویني،چې زوی یې بې دینه شوی او کفر او ارتداد ترې ویني . په دې وخت کې چغه اسمان ته خیجي او وايي : ((مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ= دا خو يوازې د پخوانيو خلكو قيصې دي )) دا آیتونه د دوو بېلابېلو کهولونو ښکارندوی ول،یو یې د نېک کهول حالت بیانوي او بل د فاسد کهول . اوس وینو چې زموږ ځوان پښت څرنګه دی؟

نننى ځوان پښت[سمول]

زموږ ځوان پښت هم ښه اړخونه لري او هم نیمګړتیاوې؛ځکه دا پښت داسې ادراکات او ننګېرنې –احساسات لري،چې پخوا نه وې او له دې مخې ورته باید حق ورکړل شي او په عین حال کې اندیز او اخلاقي کوږوالى هم لري،چې لاره چاره ورته ولټول شي . که ددې ادراکاتو، سترو ارمانونو او ننګېرنو درناوی او ورته پاملرنه ونشي؛نو دې انحرافاتو ته لاره چاره لټول به ګټه و نه لري . په دې کې شرم نشته،چې په پخواني پښت کې اندونه دومره پرانستي نه وو او داسې ننګېرنې او ستر ارمانونه نه ول او بايد ددې ارمانونو درناوی وشي . اسلام ددې چارو درناوی کړی . که موږ يې پر وړاندې بې پروا وسو؛نو ناشونې ده،چې د راتلونکي پښت د اندیز او اخلاقي انحرافاتو مخنیوی وکړو.کوم انددود،چې اوس د ځوان پښت پر وړاندې لرو؛نو یوازې د سپکاوۍ،نیوکې او ملنډو دی . ددې انحرافاتو مخنیوي ته باید بنسټیز فکر وشي.

ددې پښت په درد پوهېدل[سمول]

بنسټیز اند دا دی،چې لومړی موږ ددې پښت درد وپېژنو،عقلي او اندیز درد،چې د ویښتیا نښه ده؛یعنې هغه څه ننګېري – احساسوي،چې پخواني پښت نه ننګېراوه.مولانا جلال الدين بلخي وايي : حسرت و زاری که در بیماری اسـت

وقت بیماري هم از بیـــــداري اسـت

هر که او بیــــــــــــــدارتر پـــــــــر دردتر

هر کــــه او هشیـــــــــارتر رخ تر زردتر

پخوا به د خلکو پر مخ ورونه بند ول،چې په څنګ کې يې کړکۍ هم تړلې وې . څوک له بهره خبر نه و،له خپل ښار دباندې له بل ښاره خبر نه و،په خپل هېواد کې له بل هېواده خبر نه و . نن دا ورونه او کړکۍ پرانستل شوي دي،نړۍ ویني،چې د پر مختګ پر لوري روانه ده، د نړۍ پوهې ویني،د نړۍ وټیز – اقتصادي ځواک ویني،د نړۍ پوځي او سیاسي ځواک ویني، د نړۍ ولسواکي ،برابري،خوځښتونه،پاڅونونه او اوښتونونه – انقلابونه ویني. دا ځوان دی او ننګېرنه یې ستره ده او حق هم لري ،چې ووايي،موږ ولې وروسته پاتې یو؟

نړۍ لکه د اس د ټولن وټیز او سیاسي خپلواکۍ،آزادۍ،برم او عزت پر لوري په ځغاسته کې ده او موږ دې همداسې ویده وسو یا یې له لرې نندارې ته کېنو او خوله وازى وکړو؟ پخوانی پښت پر دې څیزونو نه پوهېده او نه ېې درک کاوه. نوی پښت حق لري،چې ووايي "بوت پال" جاپان او زموږ "مسلمان امت" په یو وخت کې په اند کې شول،چې نوي تمدن او نوي صنعت ته مخه کړي او جاپان دې برید ته ورسید،چې له لویدیځ سره ډغرې وهي او موږ په همدې حالت کې یو. پخواني پښت پر خپلو اوږو د بهرنیانو دروند پیټی نه ننګېره- احساساوه؛خو نوی پښت یې ننګیري .ایا دا ګناه ده؟ نه! ګناه نه ده؛بلکې خپله دا ننګېرنه یو ډول الهي پیغام دی . که دا ننګېرنه نه وای؛نو جوته به وه،چې موږ پر عذاب او بدمرغي راتلونکې ده. اوس چې دا ننګېرنه راپیدا شوې؛نو معلومېږي،چې خدای موږ له دې بدمرغۍ ژغوري . پخوا د خلکو د اند کچه خورا ټیټه وه او په خلکو کې لږ اړنګ او پوښتنه رامنځ ته کېده؛خو اوس ډېر شوی دی . طبیعي ده،چې کله یو اند لږ څه پورته راشي؛نو پوښتنې ورته راپیدا کیږي،چې مخکې ورته نه پیدا کېدې . باید دا اړنګ یې لرې شي او اندیزې اړتیاوې یې باید وځوابول شي . داسې ورته نشو ویلای،چې بېرته عوامو ته ستون شه . دا خپله یوه زمینه ده،چې خلک له اسلامي معارفو سره اشنا شي . یو ناپوهه او نالوستي ته خو حقیقت نشو ویلای؛نو د پخواني پښت ښیون او مشرتوب ته ځانګړي انددود ته اړتیا وه،چې د اند کچه یې ټیټه وه،ځانګړي بیان او کتابونو ته اړتیا وه؛خو نن هغه اندود او کتابونه په درد نه خوري او اړین دي،چې په دې اړه ژورې سمونې وشي، بايد له ورځني سول ،ژبې او اندونو سره اشنا شو او له هماغې لارې د خلکو پر ښیون لاس پورې کړو او مشرتوب یې وکړو. د پخواني پښت د اند کچه دومره ټیټه وه که چا به ناسته کې اړوپیچ –ضدونقیض خبرې کولې؛نو څوک پرې نه پوهېده او نیوکه یې پرې نه کوله؛خو نن که چا لسم یا دولسم ویلی وي؛ نو پرې پوهېږي . په هر حال ځوان پښت،اندونه،ننګېرنې،ادراکات او کوږوالی لري او که دې چارو ته یې پاملرنه ونشي؛نو د بې لارېتوب مخنیوی یې ناشونی دی .

الحادي ښوونځیو ته د ورماتېدنې علتونه[سمول]

اتفاقا نورو ددې درد په پېژندنې ،ځوان پښت بې لارې کړی او ګټنه یې ترې کړې . ماتریالیستي-توکيز ښوونځي،چې په هېواد کې راوټوکېدل او الحادي موخو ته یې سرښنده وګړي وروزل؛نو دا کار یې له کومې لارې وکړ؟ له همدې لارې . پوهېدل،چې دا پښت داسې اندیز ښوونځي ته اړتیا لري،چې پوښتنې یې وځوابوي؛نو یو اندیز ښوونځی یې وروړاندې کړ. پوهېده،چې دا کهول یو لړ ستر ټولنیز ارمانونه لري،چې د لاس ته راوړنې په هڅه کې یې دي؛ نو دوی ځان له دې ارمانونو سره همغږی کړ او په پایله کې ډېری يې پر ځان راټول کړل او په څه صمیمیت او سرښندنه یې دا کار وکړ! بشر همدا،چې څه ته اړتیا پیدا کړي؛نو ښه او بد يې په فکر کې نه وي، ګېډه،چې يې وږې شي؛نو د خوړو څرنګوالي ته نه ګوري،څه چې لاس ته ورشي؛نو پر هماغې ځان مړوي . اروا هم که دې برید ته ورسېده،چې د یو اندیز ښوونځي تږې شوه،چې پر ټاکلو اصولو یې پوښتنې ځواب کړي او ټولې نړيوالې ستونزې ورته همجولیزه هوارې کړي؛نو دې ته اهمیت نه ورکوي،چې سول یې پیاوړی دی که نه دی . بشر دومره هم په سولیز او ټینګو خبرو پسو نه دی؛بلکې په یو منظم او چمتو اند پسې دی،چې په همجولیزه بڼه یې هر پوښتنه وځوابوي . زموږ کار،چې فلسفه وه،لیدل مو،چې دا خبرې څومره بې عقله - سخیفه دي؛خو دا چې دا فلسفه په یو ځانګړي ځای کې وړاندې شوه او په دې لړ کې یوه تشه وه؛نو ځان ته یې ځای پرانست .

د اندیزې ودې نښه[سمول]

ماشوم د شېدې خوړنې تر پېر وروسته ،مغزي او شعوري ځواک یې وده کوي، د پوښتنې حالت پیدا کوي،څه یې چې په شاوخوا کې وي،په اړه یې پوښتنې کوي،چې له پوهېدنې سره سم باید وځوابول شي،داسې ورنه ونه ویل شي،چې غلى کېنه او شیطاني مه کوه او ستا له دې کارونو سره څه؟ خپله دا پوښتنه د اند او مغزو د روغتیا نښه ده او معلومېږي،چې مانیزو ځواکونو یې وده کړې ده . دا پوښتنې د طبیعت اعلان دی، د خلقت اعلان دی، د خلقت غونډال-دستګاه نوې اړتیاوې اعلانوي ،چې باید ورته پاملرنه وشي . د ټولنې حالت هم داسې دی،که په ټولنه کې نوې ننګېرنه او ادراک راوټوکېد؛نو د یو ډول ودې نښه ده. دا هم د خلقت اعلام دی،چې نوې اړتیاوې ښيي . دا باید له ځانپالۍ او شهوتپالۍ سره توپیر شي. باید تېر نه وځوو او ځاني غوښتنې یې و نه ګڼو او په دې موضوع پورې اړوند آیتونه وویل شي،چې : ((وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ(انعام/۱۱۶)= او كه ته د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د خداى له لارې به دې بې لارې كړي .)) ((وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ(مومنون/۷۱)= او كه حق د هغوى په غوښتنو پسې تللاى؛نو اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي، ټول به تباه شوي وو.))


د قرآن هېرېدنه[سمول]

موږ له دې کهوله ګیلمن یو،چې ولې له قرآن سره اشنا نه دی؟ ان پوهنتون ته هم ځي؛خو قرآن نشي لوستی . البته دا خواشینۍ ځای دی او ځان باید وپوښتو،چې تر اوسه مو په دې برخه کې څه کړي دي؟ په همدې فقه او شرعیاتو او قرآن،چې په مدرسو کې ویل کېږي،تمه لرو،چې نوى پښت به له قرآن سره پوره اشنايي ولري؟! هېښنده خو دا ده،چې پخواني کهول قرآن هېر کړی او بیا له نوي کهوله ګیلمن یو،چې ولې له قرآن سره اشنا نه دی . قرآن پخپله په موږ کې هېر شوی او تمه لرو،چې نوی پښت دې پر قرآن منګولې ولګوي . اوس به یې درته جوته کړم،چې قرآن ولې په موږ کې هېر شوی دی . که د چا پوهه د قرآن پوهه وي او په قرآن کې یې ډېر تدبر کړی وي او پوره د قرآن پر تفسیر پوه شي؛نو ددې کس موږ څومره درناوی کوو؟ لږ هم نه؛نو قرآن په موږ کې هېر شوی او پایله یې همدا بدمرغۍ دي،چې پرې اخته یو. موږ د رسول الله په هغه ګیله کې راځو،چې خدای ته یې کوي : ((يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا(فرقان/۳۰)= پالونكيه! په حقيقت كې زما قوم داقرآن پرېښې و.)) رسول الله د قرآن په هکله وايي : قرآن د خدای پر وړاندې وساطت کوي او منل کېږي او چې چا ورسره جفا کړي وي؛نو سعایت کوي او قبلېږي. وګ : کافی ۲/ ۵۹۹ هم پخواني پښت له قرآن سره جفا کړې او هم نوي او کوي یې . لومړی پخواني پښت او اوس نوی پښت جفا کوي . د ځوان پښت په مشرۍ کې تر هر څه مخکې دوره کارونه باید وشي : یو دا چې ددې پښت درد وپېژندل شي او بیا یې د درملنې په هکله فکر وشي .ددې پښت،بې له درد پېژندنې ،پر هر کار لاس پورې کول بې ګټې دی .

بل دا چې پخوانی پښت باید لومړی ځان سم – اصلاح کړي . پخوانى پښت باید له خپلې سترې ګناه توبه وکړي،چی د قرآن هېرونه ده،ټول باید قرآن ته مخه کړو او تر سیوري لاندې یې د نېکمرغۍ پر لورې وخوځو. 


ممبر او ویناوالي[سمول]

((الرَّحْمَنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ.(الرحمن/۱- ۴ )= لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولې دى،انسان (يې) پيدا كړ،او غږېدل يې ورزده کړل .)) د خبرو موضوع "ممبر او ویناوالي"ده . "خطابه"؛یعنې ویناوالي او ویناوالي هماغه ده،چې له فني او علمي اړخه په "منطق" کې ورته خطابه وايي . ویناوالي-خطابه د خبرو او کلام له پینځګونو فنونو ځنې ده. په "منطق" کې پینځه صناعته دي؛یعنې په منطق کې خبرو ته پر پینځو هنرونو قایل دي،چې "صناعات خمس" ورته ویل کېږي،چې له "ارسطو" رارسېدلي دي،چې یو یې د ویناوالۍ فن دی . دلته وخت نشته،چې د ویناوالۍ او د فني برخو تاریخ ووایم،په تېره بیا ځینې منطقیينو لاپسې راڅپړلې ده، که یوازې د "بوعلي سينا بلخي" د شفا ویناوالي په پام کې ونیسو؛نو یو پېړ کتاب ترې جوړېږي؛په دې خبرې نه کوم او داسې ويينه کوم،چې یوازې نظري اړخ ونه لري؛ځکه د خبرو موضوع "ویناوالي او ممبر" دی او ممبر؛یعنې دیني ویناوالي؛نو خبرې د دیني ویناوالۍ په هکله دي؛نه د نورو ویناوالۍ په هکله او د نننۍ خبرو موضوع مې له اسلام سره د ویناوالۍ تړاو دی.

له اسلام سره د ویناوالۍ تړاو[سمول]

له اسلام سره د "ویناوالۍ" تړاو له څو اړخونو دی . لومړی داچې "ویناوالي" یو فن دی؛یعنې یو هنر دی او هنر مطلقاً کړای شي له یو اند او ګروهې سره مرسته یا له یو اند او ګروهې سره په جګړه کې شي؛یعنې یو اند، فلسفه او دین په هنر یا صنعت پیاوړی کېدای شي او په هنر کمزورېدای هم شي .

== د هنر او صنعت ترمنځ توپیر == 

که "شاه اصفهان" جومات ته ولاړ شئ او د "شیخ لطف الله" د جومات ګومبزه وګورﺉ؛نو وبه وینئ،چې دا له هغو ځایونو دی،چې علم،هنر او صنعت د دین مرستې ته راغلي دي؛یعنې یو خوا دیني ننګېرنو او بلخوا هنري ذوق یو بل ته لاسونه ورکړي او یو ديني شعار د هنر او صنعت په جامه کې انځور شوی دی .پخپله خط یو صناعي هنر دی . سترې قرآني کتیبې؛لکه د "بایسنقر کتیبه"،چې د "مشهد" په "ایوان مقصوره" کې کښل شوې،یو له هغو ځایونو دی،چې هنر او صنعت له ديني ننګېرونو سره مرسته کړې ده .

"ویناوالي" له دې مخې،چې یو هنر او فن دی او هنر او فن کړای شي ټولنیز اغېز ولري او ټولنیز لامل وشمېرل شي او یو اند او ګروهه هم مضبوطولای شي او هم یې کمزورولای شي . د "ویناوالي" هومره یو هنر هم ټولنیز اغېز نشي درلودای .که له دې اړخه "ویناوالۍ" ته وګورو؛نو له اسلام سره د ویناوالۍ اړیکه لکه د نورو ډېرو هنرونو او صنعتونو په څېر ده، په اسلام کې؛لکه څرنګه چې ډبرتوګي- حجارها او ډبرتوګونې رامنځ ته شوې،ایينه کاري او ایينه کاران رامنځ ته شول،کاشي کاران او کاشي کاري رامنځ ته شوه،معماران او معمارۍ رامنځ ته شوې؛نو همداشان اسلام خورا ویناوال هم وروزل،چې ډېری پر "خطیب" مشهور دي . تاسې د "رجال او تراجم" ډېری کسان وینئ،چې د خطیب په نامه مشهور دي،چې دا دي : "خطیب رازي"،"خطیب مصري"،"خطیب تبریزي" او "خطیب حصفکي" .

دا ټول هغه کسان ول،چې په خپل وخت کې او بیا وروسته پر ویناوالو مشهور شول،له ښه مرغه نن هم ښه ویناوال لرو. علامه "سید جمال الدین افغاني" پر نورو فضایلو سربېره یو برلاسی ویناوال هم و.په "مصر" کې یې داسې وینا وکړه،چې خلک یې رامات او پر ژړا کړل او خلک یې پر خپل حال وژړول . په هر حال له دې اړخه له اسلام سره د ویناوالۍ اړیکه؛ لکه د نورو هنرونو په څېر ده . اسلام ډول ډول هنرمن،صنتعګر او ویناوال رامنځ ته کړل .

د ویناوالۍ په تکامل او بدلون کې د اسلام اغېز[سمول]

له اسلام سره د "ویناوالۍ" بله اړیکه هغه نېغ په نېغ اغېز دى،چې اسلام د "ویناوالۍ" په بدلون او پر مختګ کې کړې ده. اسلام پر ویناوالۍ اغېز کړى، ویناوالي یې پورته او پر مخ وړې ده. څه چې په ژبې پورې اړه لري؛نو عرب یې لري؛لکه، شعر،ویناوالي او لیکوالي. عرب شاعر دی، د جاهلیت عرب شاعر و، که څه هم د مانا له مخې محدود وو؛ځکه اند او معلومات یې محدود وو؛خو بيا هم د همدې ماناوو په حدودو کې يې ښه شعر یې وایه؛خو په ویناوالۍ کې دومره پیاوړي نه ول . څومره،چې د جاهلیت اشعار لرو؛هومره ویناوالي نه لرو. که وي هم؛نو ډېرې کمې به وي . له جاهلي عربه د کتابت او لیکواليۍ هیڅ نه دي پاتې .

اسلام،چې راغى،پر درې واړو یې اغېز وکړ. پر شعر یې اغېز وکړ؛یعنې د شعر مانا یې پراخ کړه،( د مانا له اړخه اسلامي اشعار له جاهلي اشعارو سره خورا توپیر لري) پر ویناوالۍ یې اغېز وکړ او د کتابت او لیکوالۍ نوون- ابتکار یې هم رامنځ ته کړ.

د "جمهرة خطب العرب" په نامه یو کتاب دی،چې په اسلام او عربي جاهلیت کې د ویناوالۍ ټولګه ده.که جاهلي ویناوالي وګورﺉ؛نو د مانا له اړخه خورا ساده او بسیط دی؛خو چې اسلام راځي؛نو یو وارې ټوپ وهي . د جاهلیت د پېر ویناوالي او ویى له "اکثم بن صیفي" او له "قیس بن ساعده ایادي" رانقل شوي ،چې خورا ساده دي . که په اسلام کې د رسول الله مبارک ویناوو ته ځیر شئ؛نو بل شان دي،نورې ماناوې پکې راغلي دي؛پوهنیزې او مانیزې دي،ټولنیز مسایل،ستر حکمتونه او اخلاقي مسایل پکې دي،چې د جاهلیت په ویناوالۍ کې نشته . اسلام پر درې واړو برخو اغېز وکړ. څرګنده ده،چې پخپله قرآن د بیان او فصاحت او بلاغت د اعجاز بېلګه ده او بیان له سترو الهي نعمتونو ځنې وګڼي :

((الرَّحْمَنُ. عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ.(الرحمن/۱- ۴ )= لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولې دى،انسان (يې) پيدا كړ،او غږېدل يې ورزده کړل .)) پر پېغمبر اکرم لومړي نازل شوي آیتونه د "قلم"،"کتابت" او "لیکوالۍ" نومونه اخلي .

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ.(علق/۱- ۵)= ولوله ،د خپل پالونكي په نامه ،چې (هر څه يې) شته كړي دي،انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [پالونكى] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،‏انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده . ))

نو په دې توګه که وغواړو که هم نه، په ویناوالۍ کې بدلون رامنځ ته کېږي او هم د کتابت فن خپرېږي . بې دلیله نه،چې مسلمانانو د ژبې پوهه،په تېره بیا د فصاحت او بلاغت نوون یې له ځانګړیو قاعدو سره وکړ.

پردې سربېره پخپله آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) لومړني ویناوال شمېرل کېږي، دلته وخت نشته،چې د خبرو بېلګې یې راوړم او له جاهلي کلمو سره یې پرتله کړم .

ویناوالي په دین کې[سمول]

د ویناوالۍ او د اسلام تر منځ مضبوطه اړیکه ده او هغه داچې په یوه ځای کې ویناوالي او خبرې د دین برخه ګرځېدلې ده. دا کوم ځای دی؟ هغه د جُمعې لمونځ دی او ویناوالي؛لکه د لمانځه،روژې،حج او زکات په څېر له فرایضو ده.

د جُمعې لمونځ[سمول]

اسلام اوونیز لمونځ لري، چې د جُمعې لمونځ دی . په قرآن کې راغلي: (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ(جمعه/۹)= مؤمنانو! چې كله د جمعې پر ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي؛نو د خداى د ياد خوا ته وځغلئ او راكړه او وركړه پرېږدئ،كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده.!)) سني او شیعه مفسرین يوه خوله دي،چې د آیت موخه د جُمعې لمونځ دی.د جُمې لمونځ څه دی؟د جُمعې لمونځ هماغه د جُمعې د ورځې د ماسپښین لمونځ دی؛خو له نورو لمونځونو سره توپیر لري .

لومړی دا چې د ماسپښین ټول (فرض) لمونځونه څلور رکعته دي؛خو د جُمعې دوه رکعته دی . ولې دوه رکعته دی؟ پردې به بیا رڼا واچوم . دویم،چې فرض دي،چې پر جَمعه وشي؛خو نور لمونځونه (کله ماسپښین،مازېګر، ماښام، سهار او ماسخوتن) پر جَمعه کول فرض نه دي .
درېم : د جُمعې لمونځ،چې په هر ځای کې کېږي،په ټولو اړخونو کې یې تر دوو فرسخو پورې پر خلکو  لازم دي،چې ګډون پکې وکړي؛خو دا چې عذر ولري .
څلورم : په هر ځاې کې،چې د جُمعې لمونځ کېږي؛نو د یو فرسخ تر شعاع پورې بل د جُعمې لمونځ کول حرام دي او یوازې هماغه یو د جُمعې لمونځ دې وي .

ووینئ،چې که داسې د جُمعې لمونځ وشي؛نو څه ډول لمونځ به وي؟! دا لمونځ دوه رکعته دی،نه څلور، ولې؟ په احادیثو کې راغلي او له مسلماتو دي،چې :"و انما جُعلت الجمعه رکعتین لمکان الخطبتین"؛ یعنې دا عمومي لمونځ،چې بايد ټول پکې په یوځای کې راټول شي او د نورو د جَمعې د لمونځونو په څېر دې خپور و ور نه وي؛نو دا فرض ده،چې تر دې لمانځه مخکې دوه خطبې وویل شي او همدا دوې خطبې د دوو رکعتونو ځای نیسي . و مې ویل : موږ په اسلام کې یوه ماده لرو،چې ویناوالي د دین او لمانځه برخه ده .حضرت علي (ک) وايي : (( خطبه لمونځ دی .)) امام،چې خطبه وايي،خلک یې باید واوري او چې له ممبره نه وي راکوز شوی؛نو ټول خلک داسې دي؛لکه په لمانځه کې،چې دي؛خو په ځینو توپیرونو او هغه دا چې دا واجب نه ده،چې د خطبې د ویلو پر مهال دې امام مخ پر قبله وي . دا دوه خطبې،چې دلته فرض دي، د ماسپښین د دوو رکعتو لمونځ پر ځای دي .

د جُمعې د اجتماع اصلي موخه[سمول]

دا اسلامي حکم به مو نه وي اورېدلی او یا به مو لږ اورېدلی وي او هک پک به شئ،چې ددې اجمتاع موخه څه ده؟ لا به هک پک شئ که واورﺉ، چې ددې اجتماع موخه د هماغه دوو خطبو اورېدل دي؛نو دا خطبې باید څومره د اهمیت وړ وي او حیاتي بڼه به ولري . دومره اهمیت لري،چې د اذان غږ په هر ځای کې واورېدل شو او څوک چې په هر ځاى کې پر هر کار بوخت وي،باید لمانځه ته راشي او دا دوه خطبې واوري،بیا ورپسې دوره رکعته پر جَمع لمونځ وکړي او تر دې وروسته آزاد دی . (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ. فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ (جمعه/۹،۱۰)= مؤمنانو! چې كله د جمعې پر ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي؛نو د خداى د ياد خوا ته وځغلئ او راكړه او وركړه پرېږدئ،كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده! نو چې لمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ.))

دا هم ووایم،چې په ماسپښین کې لومړی اذان ویل کېږي او تر اذان وروسته لمونځ کېږي او د جُمعې پر ورځ استثناً که د جُمعې لمونځ کېږي؛نو تر ماسپښین مخکې اذان کېدای شي، اذان داسې کړای شي،چې د دوو خطبو لومړی زوال پای ته رسېدلی وي . د جُمعې د لمانځه اذان،چې وشو؛نو راکړه ورکړه حرامه ده : ((وَذَرُوا الْبَيْعَ)) دا د قرآن نص دی او د اسلام له مسلماتو دى،چې شیعه او سني په دې اړه کوم اړپیچ نه لري،چې که د جُمعې د لمانځه اذان وشي او هټۍ وال ګهاک ته څه سودا ورکوي؛نو سملاسي دې خپله راکړه ورکړه ودروي او لمانځه ته دې راشي. ((فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ))؛یعنې د خداى د ياد خوا ته وځغلئ او راكړه او وركړه پرېږدئ . په دې وخت کې راکړه ورکړه حرامه ده او باید وځغلئ،چې دا خطبې واوري . د جُمعې په لمانځه کې دوه خطبې ویل کېږي، امام لومړی خطبه وايي، بیا لږ چوپ کېني او بیا درېږي او دویمه خطبه وايي.

د جُمعې د لمانځه د خطبو منځپانګه[سمول]

داچې د جُمعې د لمانځه خطبې دومره اهمیت لري؛نو په دې خطبو کې باید څه وویل شي؟! لومړى باید د خدای ستاینه پکې وشي،دویم پر آنحضرت (ص) او امامانو درود وويل شي،درېم موعظه او یو لړ نور اړین مطالب،چې بیا به پرې رڼا واچوم . څلورم د قرآن د یو سورت ویل. دا هغه ماده ده،چې موږ یې په اسلام کې لرو. دا چې پوه شو په دې اجتماع کې ګډون څومره اهمیت لري؛نو په روایت کې راغلي،چې ان واجب دي،چې پولیس دې بندیان هم تر ځانګړې څارنې لاندې له بنده راوړي،چې په دې اوونیز لمونځ کې ګډون وکړي او خطبې واوري او بېرته بند ته ستانه شي.

باید د امام پګړۍ پر سر وي . بل دا چې امام خطبه پر ولاړه وايي، په قرآن کې راغلي :

((وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ(جممعه/۱۱)= او چې كله هغوى راكړه وركړه يا لوبه وليده؛ نو د هغې لوري ته وخوځېدل او ته يې پر خپل حال ولاړ پرېښووې،ووايه :"څه چې له خداى سره دي،تر نندارې او راكړې وركړې غوره دي او خداى ډېر غوره روزي وركوونكى دى .")) دا آیت هغه داستان ته اشاره کوي،حال دا چې پېغمبر پر ولاړه خطبه ویله او یو سوداګریز کاروان راورسېد او خلکو پېغمبر اکرم ځان ته پرېښود او په مال ‏پسې یې منډې کړې او انګېرل یې،چې هسې نه راوړل شوي توکي خلاص شي . موخه دې ټکي ته اشاره وه،چې ویې ویل: ((إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا))؛لکه څرنګه چې پر ولاړه دې خطبه ویله،تا یوازې پرېږدي . وايي د خطبې پر مهال کېناستل هغه بدعت دی،چې معاویه بن ابي سفيان رامنځ ته کړ. دا چې د جُمعې امام یو څوک او خطیب یې بل څوک وي،یو خطیب وي او بل امام؛نو دا خپله یوه مسئله ده. ډېرى یا ټول پر دې قایل دي،چې یو کس دې هم خطیب او هم امام او د ځینو په ګروهه، د جُمعې د لمانځه د امام اصلي شرط دا دی،چې د خطبې پر ویلو وسمن وي . بل،حال دا چې امام پر ولاړه خطبه وايي؛نو پر توره یا نیزه باید ډډه ووهي .

د جُمعې د خطبې په هلکه د اتم امام روایت[سمول]

د جُمعې په خطبه کې د خدای تر حمد او ستاېنې،پر پېغمبر اکرم او امامانو درود او د قرآن د یو سورت تر ویلو وروسته اړین دي،چې خطیب موعظه وکړي او مسلمانانو ته دې د اړتيا وړ مطالب ووايي . دا مطالب باید څرنګه وي؛نو له یو روایته ګټنه کوو: په وسایل الشیعه ( ۱/ ۴۵۷) کې د جُمعې په خطبې پورې اړوند له "علل الشرایع" او "عیون اخبار الرضا" څخه یو روایت رانقلوي،چې "فضل بن شاذان نیشابوري" له امام رضا رانقل کړی دی  :

((انما جُعلت الخطبه یوم الجمعة لان الجمعة مشهد عام))؛یعنې دا چې د جُمعې په لمانځه کې خطبه ایښوول شوی؛نوعلت یې دا دی،چې د اسلام له نظره د جُمعې ورځ یوه عمومي  راټولېدنه ده،چې بايد پکې ګډون وکړي .
(( فاراد ان یکون للامیر سبب الی موعظتهم و ترغیبهم فی الطاعة و تر هیبهم من المعصیة)) خدای ددې حکم په تشریع غواړي،چې د خلکو مشر ته وسیله وي،چې خلکو ته موعظه وکړي،سر ایښوونې ته یې وهڅوي او له ګناه یې ووېروي .
(( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم)) خلک له دنیوي او دیني سازښتونو خبر کړي او د خلکو واقعي ګټې  ووايي .
(( و یخبرهم بما یردُ علیهم من الافاق من الاحوال التي فیها المضرة و المنفعة)) بل دا چې په مسلمان مېشته لرې سيمو کې،چې ښه او بدې پېښې  کېږي،خلکو ته دې ووايي،اسلام ته داسې پېښې رامخې ته کېږي،چې د زېري بڼه لري، اسلام یو ویا او پرمختګ لاس ته راوړي؛نو ښه ده،چې خلک ترې خبر شي او یو وخت اسلام ته ناورين راپېښ شي ؛ نو باید مسلمانان یو د بل له حاله خبر شي .

ولې باید دوه خطبې وویل شي؟ یوه څه بسیا نه وه؟ ایا په دواړو کې څه توپیر دی؟ په همدې روایت کې وویل شول:(( انما جُعلت خطبتین لیکون واحدة للثناء علی الله و التحمید و التقدیس لله عزوجل و الاخری للحوایج و الاعذار و الانذار و الدعا لما یرید ان یعلمهم من امره و نهیه و ما فیه الصلاح و الفساد))؛یعنې دا چې دوه خطبې فرض شوي دي،علت یې دا دی،چې په یو کې یې د خدای ستاینه وشي او په بله کې د خلکو اړیتاوې او ورته لارښوونه وشي؛لکه څرنګه چې د "وسایل الشیعة" خاوند ویلي، دې اړخ ته تل اړتیا نشته .

په اسلام کې موعظه[سمول]

موعظه له خطابې- ویناوالۍ سره توپیر لري . ویناوالي صناعت دی او فني او هنري اړخ لري او پردې سربېره ویناوالي د ننګېرونو او عواطفو راپارونه ده؛خو موعظه یوازې د ځاني غوښتونو او شهوتونو ټیکاوولو ته ده او زیاتر د منع بڼه لري . که د ویناوالۍ موخه مطلق اقناع وګڼو؛نو وعظ او موعظه هم د خطبې یوه برخه ده. په هر حال، موعظه په هغه ځاى کې ویل کېږي او داسې ویى پکې ویل کېږي،چې موخه پکې منع او د شهوت او کينې ټیکاوول وي .

راغب اصفهاني وايي: (( الوعظ زجر مقترن بالتحویف))؛یعنې موعظه هغه منع ده،چې د کار له پايه ویرونه وي . بیا له "خلیل بن احمد" نقلوي،چې (( هو التذکر بالخیر فیما یرق له القلب))؛یعنې موعظه زړه ته د ښو رایادونه ده،په هغو  ځایونو کې،چې د زړه د کلکوالي لامل ګرځي . موعظه هغه خبرې دي،چې د زړه د نرمۍ لامل ګرځي.

له ځانپالۍ،شهوتپالۍ،ربا او ریا څخه د خلکو منع او د مرګ، قیامت، او په دنیا او اخرت کې د اعمالو د پایلې يادول، موعظه ده. خطبې ډولونه لري : خطبه ممکن حماسي،جنګي،سیاسي وي،قضايي او ممکن دیني او اخلاقي وي . کله د سرتېرو د توریالۍ د ننګېرنې راپارول وي،چې د جنګ جګړو په ډګرونو کې ویل کېږي او کله هم ددې لپاره وي،چې خلک له خپلو سیاسي او ټولنیزو حقوقو سره یې اشنا شي او کله هم د ترحم او لورونې د حس راپاروني ته وي، د ساري په ډول : هغه خطبې،چې په محکمو کې یې وکیلان مجرمانو ته په ورمندون کې د ترحم راماتونې ته کوي او کله هم خطبه د خلکو د دیني،اخلاقي او وجداني شعور ويښتیا ته ویل کېږي .

ولې تر ویناوالۍ موعظه ډېره ده؟[سمول]

تر ویناوالۍ موعظه ځکه ډېره ده؛لکه،چې مې وویل : په اسلام کې بېلابېلې خطبې وې او داچې موعظې راکې ځای پیدا کړى او دا چې غونډې مو زیاتره د موعظې بڼه لري،ښايي علت یې دا وي،هغه غونډې او خطبې،چې د جُمعې په لمانځه کې ویل کېږي،په موږ کې هېرې شوي دي .څه چې اوس د "وعظ" د غونډو په نامه لرو، د هغو غونډو پاتې شوني دي،چې د متصوفه وو نوون و؛یعنې داچې رسماً یوه غونډه وشي او ځینې یې اورېدو ته راشي او یو تن پکې رسماً خلکو ته خبرې وکړي؛نو علی الظاهر دا کار په لومړي ځل د متصوفه وو په لاس دا نوون شوی او دا ښه کار دی او بیا نورو هم ددې په څېر غونډې جوړې کړې . موږ له پېړیو راهېسې د "موعظه غونډو" په نامه کتابونه لرو،چې له متصوفه وو راپاتې دي،کله د هغو غونډو په څېر ،چې شيخ سعدي او مولانا جلال الدين بلخي درلودې . شیعه وو په ځانګړي ډول د امام حسین په ویر کې دا کار لاپسې خپور کړ او څومره ښه یې وکړ. ګومان کوم د وعظ غونډې په پيل کې له متصوفه وو تقلید شوى او د تصوف بنسټ هم پر منع او د نفس پر کړونې او تزکیې دى او له وعظ سره اړخ لګوي،زموږ خطیبان سره له دې،چې صوفیان نه دي؛خو په خپلو ویناوو کې زیاتره د زهد او له ځاني غوښتنو سره د مبارزې خبرې کوي .

وعظ او موعظه په نهج البلاغه کې[سمول]

په نهج البلاغه کې د حضرت علي (ک) بېلابېلې خطبې راغلي دي،هم تبلیغي موعظه لري او هم حماسي او ټولنیزې خطبې. د مصر ستر مفتي؛ "شیخ محمد عبده" پر نهج البلاغه لنډه شرح لري او سریزه یې ورته کښلې : یو تصادف ددې سبب شو،چې زه اوزګار وم او د نهج البلاغې پاڼې راوړوم . دا کتاب مې چې ولوست؛نو ډول ډول خبرې مې پکې ولیدې،چې خورا اغېزمن یې کړم او ځان مې ددې کتاب د مطالعې پر مهال داسې لیده،چې تل له یوې نندارې بلې ته ځم او پردې يې په منظمه توګه بدلېږي . یوه ننداره مې مخې ته انځور شوه او داسې نارينه په سترګو لیدل،چې د پړانګ او زمري پوټکي یې اغوستي او برید ته چمتو دي،ځان مې په داسې حال کې لیده،چې دومره تر اغېز لاندې یم او لېوال یم د جګړې ډګر ته ولاړ شم او د دښمن وینه تويې کړم یا مې وینه تویې شي . بیا مې لیدل،چې ننداره بدله شوه،چې له واعظ سره مخ یم،چې پخپلو خبرو زړونه رانرموي،په بل ځای کې بیا ننداره بدله شوه او داسې مې وننګېرله،چې یو سیاسي او ټولنیز ویناوال ولاړ دی او د خلکو د عمومي ګټو په هکله خبرې کوي،په بل ځای کې وینم،چې یوې پرښتې له اسمانه لاس راښکته کړی او خلک پورته بيول غواړي .

هو! نهج البلاغه داسې ده، ډول ډول خطبې او موعظې پکې موندل کېږي : موعظه،توحید،معرفت،سیاسي خطبه او حماسه پکې ده. بېلګې ته د یوې حماسي خطبې لنډه برخه راخلم .

په "صفین" کې،چې د حضرت علي (ک) او معاویة بن ابي سفيان لښکرې مخ شوې؛نو حضرت علي یې خبر کړ،چې معاویه رامخکې شوى او شریع یې نیولې؛یعنې د اوبو ځای او موږ یې له اوبو بې برخې کړو یو،اجازه راکړﺉ،چې له مخې سره پر جګړې لاس پورې کړو او شریع بېرته ونیسو. آنحضرت وویل : نه! صبر وکړﺉ،که وکړای شو دا شخړه په خبرو اترو هواره کړو.

معاویه بن ابي سفيان ته یې لیک ولېږه،چې موږ دلته راغلي یو او بې له دې،چې تورې ته اړتيا شي، په خبرو اترو به اړپېچونه هوار کړو ؛خو ته رامخکې شوې او زما پر لښکر دې اوبه وتړلې،حکم وکړه،چې اوبه راپرېږدي . خو هغه پرې غوږ ونه ګرو او دا یې ځان ته یو چانس ګاڼه . عمروعاص، چې د معاویه بن ابي سفيان سلاکار وزیر و، ورته یې وویل : علي رښتیا وايي،حکم وکړه،چې اوبه پرېږدي او پردې سربېره، علي داسې نه دی،چې تږی به پاتې شي او شریعه به درنه بېرته ونه نیسي . معاویه ورسره ونه منله . په پای کې د څو لیکونو تر لېږد وروسته حضرت علي (ک) ناچار شو او د برید حکم یې وکړ او او لښکر یې پر شا وتمباوه . دلته باید وینې او غیرتونه راوخوټول شي،حضرت علي (ک) د خپل لښکر مخې ته ودرېد او د درې څلور غونډلو په ویلو یې معاویه بن ابي سفيان او لښکرې يې د اوبو له ځایه پر شا وتمبولې . حضرت علي (ک) وايي : (( دا ټولګى رامخې ته شو او لکه وږي،چې ډوډۍ غواړي،درسره جګړه غواړي؛نو دوه لارې دي : یا په همدې ذلت کې پاتې شئ یا په دې تورو یې وینې تويې کړي،چې اوبه وڅکئ،ژوند په دې کې دی،چې مړه شئ؛خو بریا او مرګ په دې کې دی،چې ژوندي پاتې شئ؛خو سرټيټى او مغلوب . دې درې څلور غونډلو يې غیرتونه راوپاورل او څه موده نه وه تېره، چې معاویه بن ابي سفيان پر شا وتمبېد. بېلګې ته د امام حسین یوه خطبه هم وایم .

حسیني خطبې[سمول]

امام حسین په هر اړخ ان په خطبو کې هم د خپل پلار بېلګه ده، کوم فرصت ، چې له حضرت علي سره د خلافت په پېر کې و؛نو داسې فرصت امام حسین ته په لاس ورنغی . کوم فرصت،چې امام حسین لاس ته راوړ،هماغه له مکې نه کربلا ته لنډ سفر او هغه اته ورځې وې،چې په کربلا کې و. د امام حسین جوهر په همدې لنډه موده کې ښکاره شو او له امام حسینه،چې کومې خطبې هم رارسېدلي؛نو زیاتره یې په همدې وخت کې ویلي دي،د امام حسین خطبې د پلار د خطبو بېلګه یې ده،هماغه مانا او هماغه روحيه . حضرت علي (ک) وايي: ژبه اروا ته اوزار او وسیله ده که د چا پر ژبه ماناوې رانشي؛نو ژبه کوم کار کړای شي او که مانا په اروا کې په څپو شي؛نو ژبه یې مخه نشي نیولای . حضرت علي (ک) زیاتوي : موږ د خبرو امیران یو، د خبرو جرړې؛یعنې ماناوې او مطلبونه مو د بدن په ځمکه کې ځغلېدلي او د خبرو څانګو راباندې سیوری کړی دی . د امام حسین لومړۍ خطبه هغه ده،چې له مکې څخه د کربلا د تګ پر مهال یې وویله :

"مرګ د ادم اولاد ته کښل شوی او ورته داسې سینګار شوى؛لکه چې یوه غاړکۍ پېغلې ته سینګار شوې وې ، مرګ د حق په لار کې مرګ ویاړ دی . زه څومره مین یم،چې له نیکونو سره مې یوځای شم! له نیکونو سره مې د یوځای کېدو شوق او مینه دومره ده؛لکه حضرت"یعقوب"،چې د حضرت "یوسف" لیدو ته لېوال و. څوک چې هوډ لري او چمتو وي،چې په دې لار کې لږ څه وبښي،څه وبښي؟ هماغه وینه،چې د زړه په سوریو کې یې ده،څوک چې چمتو وي،پخپله زړه ته غشی واخلي او هوډ لري،چې له خپل پالونکي سره وویني؛نو چمتو دې وي،چې سبا روانېږم ." وګ : لهوف ٢٥ او ٢٦ مخونه .

ممبر او خطبه[سمول]

((الرَّحْمَنُ.عَلَّمَ الْقُرْآنَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ. عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (الرحمن/۱ – ۴ ) = لوروونكي (خداى)،قرآن ښوولى دى،انسان (يې) پيدا كړ ‏او غږېدل يې ورزده کړل .))

په شیعه وو کې د عاشورا له پېښې سره د ویناوالۍ تړاو

په هېواد کې مو ویناوالي او ممبر د عاشورا د پېښې زېږنده ده. څنګه د عاشورا د پېښې زېږنده ده؟ امام حسین پخپل وخت کې د یو بهیر پر وړاندې پاڅون وکړ او شهید شو. د امام حسین د ویر په هکله هم روایتونه راغلي دي . دا د امامانو له خوا د عاشورا پر ژوندي ساتنه خورا سپارښتنه شوې ده او شاعرانو ته خورا سپارښتنه شوې،چې په دې هکله شعرونه ووايي او د خلکو ننګېرنې- احساسات راوپاروي . د امام حسین په ویر کې اوښکو تویولو ته د اجر او ثواب په هکله هم روایتونه راغلي دي . دلته اړین دي،چې دوه مطلبه وویل شي : یو دا چې د امام حسین د پاڅون فلسفه څه وه؟ ولې یې پاڅون وکړ؟ د پاڅون انګېزه یې څه و؟ دا چې امامانو ویلي : د عاشورا پیښه باید ژوندۍ پاتې شي او هېره نشي؛ نو ددې فلسفه څه ده؟ د دین یو حکم هم بې حکمته نه دی . دا دوه باید معلوم شي،که دا دوه معلوم شي؛نو پوه به شو،چې دا څومره ستر حکم دی او د عاشورا له پېښې باید ګټنه وکړو. امام حسین ولې پاڅون وکړ؟ دا درې ډوله شنلى – تفسیرولای شو. یو دا چې ووایو : د امام حسین پاڅون یو عادي پاڅون و – العیاذ بالله- او شخصي ګټو ته و. دا هغه شنل – تفسیر دی،چې نه پرې مسلمان راضي کېږي او نه یې تاریخ مني . دویم شنل- تفسیر،چې د ډېرو عوامو په ذهن کې دی،دا دی،چې امام حسین ځکه ووژل او شهید شو،چې د امت ګناهونه وبښل شي. د امام حسین شهادت د امت د ګناهونو د کفارې په بڼه پیښ شوی دی . د هغه ګروهې په شان،چې مسیحیانو د حضرت عیسی (ع) په هکله درلوده،چې عیسی (ع)؛ځکه غرغره شو،چې په امت کې د ګناهونو اغېزې خنثی کړي؛یعنې ګناهونه اغېزې لري او په اخرت کې پرې سړی ککړېږي . امام حسین‏؛ځکه شهید شو،چې په امت کې د ګناهونو اغېزې خنثی کړي او په دې برخه کې خلکو ته ازادي ورکړي . په حقیقت ددې ګروهې له مخې باید وویل شی،چې امام حسین ولیدل،چې یزیدیان، ابن زیادیان او شمر بن ذلجوشن په څېر وګړي شته؛خو شمېر یې لږ دی، امام حسین داسې غوښتل،چې دداسې وګړيو شمېره زیاته شي،داسې ښوونځى جوړ کړي،چې تر هغوی وروسته نور هم پیدا شي . دا شان انددود او شنل دود – د تفسیر طریقه خورا خطرناکه ده. د امام حسین د پاڅون د بې اغېزې کولو او د امام حسین له موخې سره د جګړې او د امام حسین د ویر په هکله د راغلیو حکمونو د حکمت د منځه وړو په لار کې له دې انددود او شنل دود بل خطرناک څیز نشته . د امام حسین پېښه راته کږه شنل شوې ده،داسې یې شنلې،چې پایله يې همدا ده،چې وینو یې .

د مرجیه وو په هکله زید بن علي بن الحسین وايي : دوی داسې کار وکړ،چې په خپل فسق کې یې فساق د خدای د بښنې په تمه پلي کړ .

دا په هغه وخت کې د مرجیه وو ګروهه وه،هغه مهال د شیعه وو ګروهه د مرجیه وو پر ضد وه؛خو نن شیعه هماغه وايي،چې پخوا به مرجیه وو ویله . د شیعه وو ګروهه هماغه وه،چې د قرآن نص دی . (( الذین امنو او عملو الصالحات)) هم ایمان اړین دی او هم نېک عمل . درېم تفسیر دا دی،چې په اسلامي نړۍ کې داسې حالت رامنځ ته شو او تردې راورسېد،چې امام حسین خپله دنده ګڼله،چې پاڅون وکړي،د اسلام ساتنه یې په خپل پاڅون کې ګڼله . پاڅون یې د حق په لار کې پاڅون و. د وخت له خلیفه سره یې شخړه پر دې نه وه،چې ته به نه یې او زه به یم،کوم کار،چې ته کوې،پرېږده،چې زه یې وکړم؛بلکې اصولي او بنسټیز اړپیچ یې ورسره درلود. که د یزید پر ځای بل چا هم وای؛همدا کارونه او طریقه به یې غوره کړې واى او که له امام حسین سره يې ښه چلن دود دردلود که بد؛نو امام حسین به بیا هم پاڅون کړی و.که امام حسین د یزید او یارانو پر کارونو نیوکه نه کوله؛نو یزید چمتو و،چې له امام حسین سره هر ډول لاسنيوى وکړي او چې کوم ځای یې غوښته ورته به یې ورکړی و، د ساري په ډول : که امام حسین ویل،چې د حجاز یا یمن یا عراق حکومت راکړه او مطلق واک یې هم راکړﺉ،چې څرنګه مې خوښه وي، هماغسې به لګښتونه کوم او څوک راباندې نیوکه نشی کړای؛نو یزید بیا هم دې کارته چمتو و. د امام حسین جګړه،ګروهیزه او مسلکي جګړه وه او د ګروهې خبره پکې وه،د حق او باطل جګړه وه . د حق او باطل په جګړه کې له دې اړخه،چې امام حسین یو معلوم وګړى دی؛نو اغېز نه لري . خپله امام حسین پر دوو ویېو- کلمو دې مطلب ته د پای ټکې کې کېښود . په لار کې په یوه خطبه کې وايي : (( الا ترون ان الحق لایعمل به و الباطل لا یتناهی عنه، لیرغب المومن فی لقاء الله محقا))؛یعنې نه وينئ،چې پر حق چلن نه کېږي او له باطله مخنیوی نه کېږي؟ نو مؤمن په داسې وخت کې باید د خدای په لار کې شهید شي . و یې نه ویل : (( لیرغب الامام)) د امام دنده ده،چې په دې وخت کې شهادت ته چمتوشي . و یې نه ویل : ((لیرغب الحسین)) د حسین دنده ده،چې شهادت ته چمتو شي؛بلکې و یې ویل : (( لیرغب المومن)) د هر مؤمن دنده ده،چې پر دې حالت له ژونده مرګ غوره وګڼي . مسلمان له هغه اړخه،چې مسلمان دی،چې وویني پر حق چلن نه کېږي او د باطل مخه نه نیول کېږي؛نو دنده یې دا ده،چې پاڅون وکړي او شهادت ته چمتو شي . دا درې ډوله شنل- تفسیر دی : یو تفسیر د حسین دښمن کړی، بل پخپله امام حسین کړی،چې پاڅون یې د حق په لار کې و. یو تفسیر یې هم ناپوهه دوستانو کړی،چې د دښمنانو تر تفسیره خورا خطرناک او بې لارې کوونکی دی او د امام حسین له اروا لرې دی . راځو دویمې برخې ته،چې امامانو ولې پر ویرغونډو دومره سپارښته کړې؟ په دې دلیل،چې ومې ویل : امام حسین شخصي ګټو ته شهید نه شو، دې ته شهید نه شو،چې ځان د امت له ګناهونو بلهار – قربان کړي . امام حسین د حق په لار کې ووژل شو، له باطل سره د مبارزې په لار کې ووژل شو. امامانو غوښتل په نړۍ کې د حسین ښوونځی پاتې شي، د امام حسین شهادت د یو ښوونځي په بڼه ( له باطل سره د حق د مبارزې ښوونځی) تلپاتې شي او که وژاړو که نه د امام حسین پر حال څه اغېز لري او زموږ حال ته څه ګټه لري،چې کېنو وژاړو او بېرته پاڅېږو؟ امامانو غوښتل د امام حسین پاڅون د یو ښوونځي او روڼ مشال په بڼه تلپاتې شي . دا د حق،حقیقت دوستۍ او حقیقت غوښتنې څراغ دی،د حق غوښتنې او آزادۍ غږ دى . دا د آزادۍ او له ظلم سره د مبارزې ښوونځی باید تلپاتې شي.د امامانو په وخت کې،چې دا حکم وشو؛نو د کارنده- فعال، ژوندی او اوښتیايي – انقلاب بهیر د رامنځ ته کېدو لامل شو.د امام حسین نوم د ظلم پر ضد د اوښتون شعار شو. یوه ډله اوښتیايي شاعران رامنځ ته شول؛"کمیت اسدي" او"دعبل خُزاعي" رامنځ شول، پوهېږي،چې دوی څوک ول؟ دوی دوه ویرنبولي – مرثیه خوانان ول . د "کمیت اسدي" شعرونو؛لکه د یو لښکر په شان امویانو ته زیان درلود. دده شعر به نړۍ خوځوله، د خلافت غونډال یې لړزاوه . "عبدالله بن حسن بن علي" پر "عبدالله" مشهور د "کمیت" د شعرونو تر اغېز لاندې راغی او ددې شعرونو له کبله یې د خپل پټي قباله "کمیت" ته راوړه."کمیت" ورته وویل : ‏ناشونې ده،چې وایې خلم؛ځکه زه د امام حسین ویرنبولی یم او یوازې خدای ته ویرنبولي کوم او پيسې نه اخلم. تر ډېر ټینګار وروسته یې واخست . څه موده وروسته "کمیت"، عبدالله ته ورغى او ورته یې وویل :څه درته وایم؛خو ژمنه راسره وکړه،چې منې به یې .عبدالله وویل :څه دي . کمیت وویل : ژمنه وکړه،چې منې به یې،د پټي قباله یې بېرته ورکړه او ویې ویل،چې دا بېرته واخله . بني هاشمو "کمیت" ته پیسې راټولې کړی؛خو ده ورته وویل : ناشونې ده،چې وایې خلم .

دې کس د همدې ویرنبولۍ له کبله څومره کړاوونه ولیدل  او په څومره بد حالت یې وواژه . "کمیت" یې  د"یوسف بن عمر ثقفي" په کور کې په اته کسانو په تورو وواژه او وروستۍ خبره یې دا وه: (( اللهم آل محمد، اللهم آل محمد)) خدایه! نبوي کورنۍ! خدایه ! نبوي کورنۍ!

"متوکل" حکم وکړ،چې د امام حسین د قبر تر شاوخوا اوبه ډنډ کړئ، چې څوک یې زیارت ته ولاړ نشي او که څوک ورغی؛نو لاسونه یې غوڅ کړﺉ . ښايي وانګېرﺉ،چې متوکل ګرومجن و- اروايي عقده درلوده او له امام حسین سره یې خوراکینه درلوده . نه! هغه ورځ د امام حسین پر ویر د امامانو سپارښتنې او د "کمیت" په شان د کسانو د راټوکېدنې له کبله د امام حسین نوم د "متوکل" جرړې رانړولې او دا هر یو ورته لکه د یو لښکر په شان زیان لري . لیدل یې،چې د وژل شوي حسین نوم، د ژوندي حسین په شان هغه او د هغه په شان کسانو ته څه کم سر خوږی نه دی . امامانو د همدې سپارښتنو له لارې پرېنښوول،چې امام حسین مړ شي او د یو اند،اندې او له ظلم سره د مبارزې د ګروهې په بڼه یې ژوندی وساته . متوکل له امام حسین سره شخصي دښمني نه درلوده؛خو لیدل یې،چې دې ویرنبولۍ د ښوونځي بڼه اخستې،چې متوکل نور متوکل نشي پاتې کېدای . دا هم ووایم،چې له ټولو نیمګرتیاوو سره،چې په اوسني کار کې دي، خلک د زړه له کومې له امام حسین سره مینه لري . ځینې ناوړه نیت نه لري؛خو ویني،چې له دې پېښې ناوړه ګټنه کېږي،ګروهه یې دا ده،چې دا پېښه په ټولیزه توګه هېره شي او وايي،خلک ژاړي،چې اورېدلي یې دي پر دې ژړا ګانو یې ګناهونه بښل کېږي ګنې نه به یې ژړل . نه! داسې نه ده او دا تېروتنه ده،مګر کړای شو،خلک په تطمیع وژړو؟ که داسې وي؛نو یوه ډله خلک راټول کړﺉ،چې پلاني ته وژاړﺉ،چې په بدل کې یې پيسې درکړم . چې انسان اغېزمن شوی نه وي،نه ژاړي . یا باید غم ولري یا باید شوق ولري . خلک د زړه له کومې له امام حسین سره مینه لري او د زړه له کومې یې په ویر کې اوښکې تویوي . په محرم او صفرکې خلک ژاړي او په نورو کې ولې نه ژاړي؟ چې غم نه وي، عشق نه وي،ننګېرنې نه وي؛نو اوښکې نه بهېږي . دا ننګېرنې ارزښتناکه دي او لکه څرنګه،چې پکار ده،هماغسې ګټنه مو ترې نه ده کړې او ګټنه مو پوره ګټنه نه ده او دا بل مطلب دی . موږ ډېر څه لرو،چې ګټنه مو ترې نه ده کړې . ډېر سیندونه لرو،چې ګټنه مو ترې نه ده کړې؛نو باید ووایو،چې سیندونه په درد نه خوري . په زرګونو کانونه،تېل او نورې زېرمې لرو؛خو ګټنه ترې نه کوو. که هېواد سمونه غواړي او د پرمختګ ،صنعت،آزادۍ پر لاره تلل غواړي؛نو خورا لنډه لار- که و نه وایو،چې بله لار نشته- دا ده،چې د امام حسین پر وړاندې د خلکو له رښیتنو ننګېرنو ګټنه وکړو. په هر حال دا ممبر او ویناوالي،چې په موږ کې خپره ده، د عاشورا د پېښې او پر امام حسین د ویر په هکله د امامانو د سپارښتنو زېږنده ده. دین پالو او عقلمنو وویل،اوس چې موږ د امام حسین په نامه راغونډېږو،ولې له دې لارې له یوه بل آره ګټنه و نه کړو؟ په ترڅ کې بل آر هم پلى کړو؟ نو امام حسین د دوه چوکیو څښتن شو: د ویرنبولۍ چوکۍ او د ظالم پر خلاف د مظلوم په ګټه د ننګېرنو د څرګندونې چوکۍ. بله چوکۍ یې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع چوکۍ ده . څه چې په هېواد کې پخ ژبه "پر نېکیو امر او له بدیو منع" کېږي؛نو د امام حسین په نامه کېږي او دا څومره ښه کار دی او دا څومره ښه شوي،چې د امام حسین چوکۍ یې پر نېکو د امر او له بدیو د منع، د دین د اصولو او فروعو د چوکۍ په څنګ کې ایښې ده . د امام حسین پر وړاندې د خلکو له پاکو ننګېرنو یې څومره ښه ګټنه کړې ده . په دې برخه کې باید څرنګه عمل وشي؟دا نو په ویناوال پورې اړه لري،هغه کړای شي اعتقادي اصول پکې ووايي،خلکو ته حلال او حرام ووايي، د خلکو د دین او دنیا ګټې ووايي . اوس،چې داسې ده؛نو ددې په هکله يې باید فکر وکړو او نیمګړتیاوې یې سمې کړو،هم د ویرنبولۍ له اړخه او هم د خلکو د ښیون- هدایت له اړخه .

پر نېکیو د امر او له بدیو د منع د سمونې اړتیا[سمول]

په دې هکله باید څه وکړو او څرنګه عمل وکړو؟ زما په اند هماغه حکم،چې د جمعې د خطبې په هکله راغلی او کوم روایت مې،چې له اتم امامه رانقل کړ،خورا پراخ حکم دی .

د ویناوال – خطیب دندې[سمول]

مخکې مې له امام رضا یو روایت ووایه،چې په درې برخو کې یې بیان کړی و،په لومړۍ برخه کې یې وویل : د جُمعې پر ورځ ټول راټولېږي او د مسلمانانو عمومي غونډه جوړېږي . اسلام غواړي دا د مسلمانانو مشر ته یوه وسیله وي،چې خلکو ته د خدای پر وړاندې د سر ایښوونې موعظه وکړي او له ګناهونو یې وویروي .

موعظه[سمول]

د ویناولۍ او ممبر یوه دنده،موعظه ده؛لکه چې مې وویل : موعظه هغه وینا ده،چې زړه نرموي،کينه له منځه وړي ،د شهوت پر اور یخې اوبه اړوي،ځاني غوښتنې ټیکاووي- تسکینوي . څوک هم له موعظې مړه خوا نه دی او یوه ټولنه هم له موعظې مړه خوا نه ده. واقعي موعظه ،چې پر زړه کېني، بې د دین له لارې ناشونې ده. دیني موعظه ده،چې زړونه اغېزمنوي او زړونو ته خشوع ورکوي، پردې سربېره،چې موعظه باید د دین پر ژبه وویل شي،پخپله واعظ هم باید له خپلو خبرو اغېزمن شي او د زړه له کومې موعظه وکړي . څوک هم له موعظې مړه خوا نه دی،ممکن یو وګړی د بل له ښوونې مړه خوا وي؛خو له موعظې یې مړه خوا نه دی؛ځکه پوهېدنه یو مطلب دی او له یو مؤمن واعظه اغېزمنېدل بل مطلب دی .

حضرت علي (ک) وايي: (( عظني)) ؛یعنې موعظه راته وکړه همداراز وايي : کوم اغېز،چې په اورېدو کې دی،په پوهېدنه کې نه دی .

تل باید غوره ډله خلکو ته موعظه وکړي، د خدای یادونه ورته وکړي، له مرګه یې خبر کړي،خلک د ګناهونو له اغېزو خبر کړي، د قبر او قیامت خبرې ورته وکړي،پام یې الهي عدل ته راوړوي . دا اړین چار دی او ټولنه کله هم له دې مړه خوا نه ده.

د ګټو وینه[سمول]

دویمه برخه یې دا ده،چې خطیب باید خلک له دنيوي او دیني ګټو خبر کړي،چې اوسمهال څرنګه عمل وکړي،چې د دین په خیر او سازښت – مصلحت یې وي او هم یې د دنیا په خیر او سازښت وي . دا ستر چار دی،تر موعظې کولو خورا سخت دی . که پخپله وګړى عمل والا وي،د زړه روڼتیا ولري،ایمان ولري او د موعظو پر څو خپرو پوه شي؛نو موعظه کړای شي او موعظه یې تر هماغه کچې ګټوره هم ده. که په موعظه کې وګړى د عمل والا وي او اخلاص ولري؛نو د ویېو ویل بسیا دي؛خو دا چې څوک وغواړي د خلکو دنیوي او دیني ګټې ووايي او له ګټو یې خبر کړي؛نو دا ستونزمن چار دی . په دې کې دوه ستونزې دي : یو دا چې پراخ پوهه غواړي او بل دا چې ډېر اخلاص غواړي،چې څومره هم پر سترو دنیوي او دیني ګټو پوه وي،هماغه خلکو ته ووايي .

دیني اګاهي او ټولنیزه اګاهي[سمول]

راځو پوهې ته . لومړی دا چې د دین په هکله بسیا پوهه ولري،پر اسلام پوره پوه وي، د اسلامي ښوونو پر اروا پوه وي، د اسلام ظاهر، باطن،پوټکى او زڼی په خپل ځای کې وپېژني،چې پوه شي د دین سازښت ؛یعنې څه؟ دویم : د ګټو وینې ته یوازې د دین پوهېدل او پېژندل بسیا نه دي،ټولنه باید وپېژني، د نړۍ له حالاتو خبر وي،پوه شي،چې په نړۍ کې څه تېرېږي او د ننني بهیرونو پر وړاندې د اسلامي ټولنې د سازښت غوښتنه څه ده او خلک له دې بهیرونو او واقعي ګټو خبر کړي . په خواشینۍ چې موږ په دې برخه کې کمزوري یو،موږ د موعظې په برخه کې کمزوري نه يو او یا لږ تر لږه دېر کمزوري نه یو،په دې برخه کې لږه مطالعه لرو. د امام رضا دا وینا ارزښتمنه ده،چې وايي،خلک له دنیوي او دیني چارو خبر کړﺉ . د چا سروکار،چې یوازې له یو څو کتابونو سره وي؛لکه ادبیات،فلسفه او د مدرسې په ګوټ کې ناست وي؛نو نشي پوهېدای،چې په ټولنه کې څه تېرېږي او څه باید وکړي. انسان د مدرسې په ګوټ کې د ټولنې ګټې نشي تشخیصولای . د نړۍ له بدلېدونکي حالته ځان خبرول اړین دي .تېز حس غواړي،چې ان له همدا اوسه د راتلونکيو پېښو وړاندوینه وکړي او ټولنه له هغې پېښې داسې تېره کړي،چې له ګواښ سره مخ نشي . ښیون – هدایت بې د وړاندوینې له ځواکه ناشونې دی .

ښیون – هدایت څه ته وايي؟[سمول]

ښیون- هدایت،لارښوونې ته وايي.یو قافله د یوې موخې پر لوري روانه ده او څوک پوښتي،چې د پلانۍ ځاى لار کومه ده او هغه یې هم ورته ښيي،چې دېخوا یا هاخوا ولاړ شه . دا لارښوونه ده،چې د لارې پر بلدتیا فرع ده. څوک د قافلې لارښودېدای شي؟ هغه چې پوه شي قافله پر کومه لار روانه ده او چېرې ځي. ټولنه هم لکه د قافلې په شان تل په حرکت کې ده. که وغواړو که نه دا قافله تل په حرکت کې ده. موږ باید پوه شو،چې قافلې څرنګه پر مخ یوسو؛ لکه د یو چلوونکي په څېر،چې موټر چلوي، په یو ځای کې باید موټر ودروي . په بل ځای کې باید ځغاسته ډېره کړي،په یو ځای کې یې باید راتاو کړي، په بل ځای کې ګېر بدل کړي او په یو ځای کې هم تم شي . دا ټول د موټر په چلونه یا ښیون کې اړین دي . د ټولنې په ښیون کې هم دا ټول اړین دي . دا ټول هر څه په معلوم وخت کې لازمېږي . دې ته د ټولنې سازښت پېژندنه وايي. که بې له دې وي؛نو ناشونې ده،چې څوک رښتيا د ټولنې لارښود وي او د ټولنې ګټې ووايي. کله د ټولنې لارښودېدای شي؟چې پر دې ټولو پوه شو او د ټولو ځایونه وپېژنو او پوه شو،چې د ټولنې په کوم ځای کې تم شو او په کوم ځای کې تاو شو. ټولنه خوځون – حرکت او بدلونونه لري .کله ستر ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کېږي، ټولنه یو موړ ته رسي،چې ټولنې ترې باید تېره شي . هغه نوى حالت،چې اوس رامنځ شوی،نوى تمدن،چې رامنځ ته شوی،بېلابېلې اندې ،چې راپیدا شوي؛نو ټولنه مو له یو موړ ته رارسېدلې ده او د یو لاس اچوونکي پر وړاندې درېدلې ده او په اسانۍ او بې خطره باید له دې خطره تېره شي . یو دېوال مو مخې ته راغلى،چې باید تر څنګ يې تاو شو او خپله لار ووهو. پر کومه لار،چې روان یو، نه ښايي په پټو سترګو پرې ولاړ شو. پخوا دېوال نه و،اوس دېوال راپیدا شوی، مخې ته مو سیند دی، غر او تنګى دی . په هر حال د ټولنې لارښود باید پوه شي،چې په کوم ځای کې ټولنه تاوه کړي او نوې لارې ته یې سمه کړي او د خپلي اصلي موخې پر لوري روانه شي . همداراز باید پوه شو،چې په کوم ځای کې ځغاسته ډېره کړو. په یو ځای کې د سیالۍ ډګر وي او ټول هڅه کوي،چې سیالي وګټي او مخکې شي؛نو دلته باید چټکتیا - سرعت او قوه زیاته کړو. نړۍ نن د پوهې او صنعت د سیالۍ ډګر ګرځېدلې ده . اوس،چې په ټولنه کې داسې سیالي رامنځ ته شوې؛نو باید هڅه وکړو،چې ټولنې خوځنده کړو،چې په دې سیالۍ وروسته پاتې نشي او کېناستل او نیوکې کول، دا کار وکړخ او هغه مه کوه؛نو دې ته ښیون- هدایت نه وايي . په هر حال پراخې پوهې ته اړتیا ده،چې بېلابېل وختونه تشخیص کړو، باید پوه شي،چې په کوم ځای کې سنګر دى،چې پکې کېنو او کوم فرصت رامنځ ته شوی،چې ورنه ګټنه وکړو .

رسول اکرم وايي:(( ان لربکم فی ایام دهرکم نفحاتٍ، الا فتعرضو الها)) د الهي لورنې بادونه کله نا کله رالوځي . الهي لورنه لکه د باد په څېر خبر نه ورکوي،چې کله او په کومه شېبه کې راځم . هوښیار اوسئ،چې له دې بادونو ګټنه وکړﺉ،فرصتونه لکه د بادونو په څېر ژر تېرېږي، که له ګوتو و ووت؛نو بېرته لاس ته نه راځي. په خواشینۍ موږ په داسې حالت کې یو،چې ورځ پر ورځ فرصتونه له لاسه ورکوو.
(( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم )) ددې غونډلې- جملې موخه دا ده،چې خلک له دنیوي او دیني ګټو خبر کړو او لکه چې مې وویل،دوه شرطونه لري : پوهه او اخلاص . پوهه هم په دوه برخو کې ده : هم خپله د دین په هکله،چې په رښتيا اسلام پوه وسي او هم د نړۍ له حالاتو او ټولنیزو بهیرونو باخبر وي .

اخلاص[سمول]

راځو اخلاص ته . "حاجي نوري" د "لؤ لؤ و مرجان" په نامه کتاب لري، چې ویرنبولانو- مرثیه خوانانو او ویرنبولۍ- مرثیه خوانۍ په هکله دی او د وعظ او واعظ په هکله نه دی . نوموړی دوې موضوع ګانې د ویرنبولۍ لومړی شرط ګڼي : اخلاص او رښتیا ویل . ددې کتاب په سریزه کې د یو هندي عالم نوم پر خورا درنښت یادوي او وايي : ده راته یو لیک راولېږه،چې په هندوستان کې ویرنبولان ډېر دروغ وايي او راڅخه یې غوښتي ول،چې په دې هکله کتاب ولیکم،چې د داسې دروغ ویلو مخه ونیول شي،دې هندي عالم انګېرلي،چې یوازې په هند کې ویرنبولي دروغ وايي او په عراق او ایران کې نه ویل کېږي او دلته هر سم ویل کېږي! نه پوهېږي،چې د درواغو ویرنلکینو خپرېدو ځای همدا دی او له دې ځایه هند ته تللي دي . دا هم زموږ د علماوو نیمګړتیا ده ، چې نیوکه نه کوي،که د پوهې خاوندانو د دې دروغو مخه نیولې واى؛ نو کار به تر دې بریده نه رارسېده . نوموړی د اخلاص په هکله ویینه کوي او د مزدورۍ او پیسو اخستنې موضوع هم راوړاندې کوي . اخلاص؛یعنې دا چې عمل یوازې خدای ته وي او بله موخه و نه لري . که خدای ته نه وي؛نو دا څو ډوله دي : یو ډول یې پيسو ته دی او نور ډولونه هم لري،چې پر نورو به یې رڼا واچوم؛خو زما په اند،چې ددې اهمیت تر مزدورۍ خورا زیات دی .

د شخصیتونو دلالي[سمول]

یو ډول یې دا دی : هغه چې پر ممبر کېني او د دې پر ځای،چې د دین مبلغ او لارښود وسي،د شخصیتونو دلالي کوي، ممبر یې د شخصیتونو د دلالۍ وسیله کړی وي . په خواشینۍ دا چار مو په ټولنه کې شته او له ممبره داسې ګټنې کېږي . د شخصیتونو دلالي، توپیر نه کوي،چې سیاسي شخصیتونه وي که روحاني یا نور وي او که د غونډې د مشر وي . دا هر څه د ممبر د برم پر خلاف دي . البته هر څوک چې کوم کار کوي؛نو مخونه هم ورته کوي؛خو دومره پوه شئ،چې همدې دلالیو ممبر بې ارزښته او خراب کړی دی او ممبر باید له چټلیو پاک شي .

د خلکو پر خوښه غږېدل[سمول]

(( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم )) که ددې وینا مصداق ،سازښت ویينه وي؛نو باید پوه شو،چې سازښت ویينه غیر له دې ده،چې د خلکو په خوښه وغږېږو او د خلک خوښ شي او ستاینه مو وکړي . پوهېږﺉ،چې خلک ولې د خپل وخت له پېغمبرانو سره مخالف ول؟ دا چې پېغمبران به راتلل؛نو ولې ورسره ډېر مخالفتونه کېدل؟ او پېغمبرانو ولې په خپل وخت کې لږ لارويان درلودل؟ دا پېښه پټه – رمز لري . پټه یې دا ده،چې هغوی یوازې د خلکو له کمزوریو ټکیو سره مبارزه کوله او موږ د خلکو له کمزوریو ټکيو ګټنه کوو. پیغمبرانو غوښتل دا نیمګړتیاوې سمې کړي او له منځه یې یوسي؛خو موږ له همدې نیمګړتیاوو ګټنه کوو. دا چې خلک راڅخه خوښ وي؛نو په خوښه یې خبرې کوو . پوهېږو،چې پلانۍ قيصه دروغ ده او د خلکو د بې لارې او د بې ځایه غرور لامل هم ګرځي؛خو فکر کوو،که یې ووایم؛نو د خلکو پام به رامات کړم . پغمبرانو د خلکو له نیمګړتیاوو سره مبارزه کوله او د خلکو سازښت یې هم په پام کې نیوه، نه دا چې خوښې ته یې وګوري،دا و، چې په خپل وخت کې یې لږ لارويان پیدا کول . لنډه دا چې سازښت وینه د (( و توقیفهم علی ما اراد من مصلحة دینهم و دنیاهم )) له مخې دوه څیزونه دي : پوهه او معلومات او بل اخلاص . پوهه او معلومات هم باید په دوه برخو کې وي : د دین په هکله پوره پوهه او بله د نړۍ له حالته او د ټولنیزو بهیرونو خبرتیا. د اخلاص په هکله مې هم دوه څیزونه وویل،چې ورځنۍ اړتیا مو ده : یو داچې ممبر د شخصیتونو دلالۍ ته نه وي او بله داچې د ټولنې له کمزوریو ټکیو سره د مبارزې وسیله وي؛نه دا چې له همدې کمزوریو ټکیو ګټنه وکړو .

خطیب باید خلک له پېښو خبر کړي[سمول]

د امام رضا د حکم درېمه برخه دا ده : (( و یخبرهم بما یرد علیهم من الافاق من الاحوال التی فیها المضرة و المنفعة))؛یعنې د اسلامي نړۍ په لرې سیمو کې خلک له پېښو خبر کړي . "افاق" د "افق" جمع ده او موخه یې لرې سیمې دي . د اسلامي ټولنې په لرې سیمو کې ځینې پېښې رامنځ ته کېږي،چې خلک ترې بې خبره دي،خطیب باید دا خلکو ته ووايي. لنډه داچې د لرې سیمو دننني او بهرني حالات خلکو ته ووايي.پوهېږﺉ چې په نړۍ کې پر مسلمانانو څه تېرېږي؟ دا هر څه باید خطیب خلکو ته ووايي .

د ساري په ډول : د "الجزایر" مسئله رامنځ ته شوې،خطیب باید دا خلکو ته ووايي، نه دا چې خطیبان په دې هکله چوپ کېني یا که وايي؛نو هله یې وايي،چې د نړۍ په ورځپاڼو کې خپور شوی وي . دوی باید الجزایر ته خپل استازی واستوي او د لومړۍ درجې خبرونه ترې واخلي یا لږ تر لږ لومړۍ خبر باید له رسنیو واخلي . د فرانسې د پوځ پټ جنایتونه رابرسیره کړي،د فرانسې پټ لښکر؛لکه د یزید په شان دی، څه توپیر ورسره لري؟که د یزید د لښکر جنایتونه وايي؛نو د دوی جنایتونه هم باید ووايي،دوی هر څه وران کړل،ماشومان او ښځې یې ووژلې،کتابتونو ته یې اور واچاوه، ابادۍ یې ورانې کړې او کهول یې له منځه یووړ؛لکه څرنګه چې قرآن د ځینو په هکله وايي :

((وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ(بقره/۲۰۵) =( چې نښه يې داده ) چې پسې شا شو،پر ځمكه د فساد په خپرولو كې هڅه كوي ،كښتونه او څاروي له منځه وړي او خداى فساد نه خوښوي .)) د امام حسین داستان،چې موږ یې باید ژوندی وساتو،په حقیقت کې هوښیاري او ویښ اوسېدنه ده،چې ومو لیدل پر اسلام څه پېښ شول! موږ باید ددې پېښې په بیا بیا یادونې تل هوښیار وسو،چې هسې نه نور داسې کړاوونه پر اسلام راشي . پر عکس موږ داسې ګټنه نه ده کړې . په الجزایر کې پر اسلام ستر کړاوونه راغلل او موږ یو هم پرې خواشيني نشو.

د اندلس ناورين[سمول]

څه موده مخکې مې د تقلید له يوه مرجع سره د اندلس د پېښې په هکله خبرې کولې او ورته مې وویل : پینځه سوه کاله مخکې پر اسلام او مسلمانانو داسې ستره پېښه رامنځ ته شوه . د اسلامي تمدن یو مرکز ونیول شو،څومره کسان ووژل شول او وسوځېدل . مسیحیانو په یو وار درې زره کسان وسوځول،دوه لکه مسلمان مهاجرو،چې هجرت يې کاوه او مسیحیانو ورته اجازه ورکړي ؛نو یو لک یې ترې په لار کې ووژل . "ګوستالومبون"،چې پخپله مسیحی دی،وايي : کوم جنایتونه،چې په اسپانیا کې مسیحیانو پر مسلمانانو وکړل؛نو په تاریخ کې يې ساری نه درلود. داسې ستر جنایت وشو او څه کتابونه،چې تر هغه وخته تر اوسه په عربۍ یا پارسۍ کې کښل شوي،یو کس هم دا نه دي کښلي،چې داشان پېښه په اسلامي نړۍ کې شوې ده، د زړه خواخوږي خو لا لرې خبره ده . څوک نه و،چې خلک له دې پېښې خبر کړي، ظاهراً د اندلس د تاریخ په هکله لومړی کتاب،چې په ایران کې کښل شوی د (( اندلس د تاریخ)) کتاب دی،چې ښاغلي آیتي کښلی دی .

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمان ورونه[سمول]

پر ممبر باید داسې پېښې خلکو ته وویل شي . ایا پوهېږﺉ پر مسلمان مېشتو ښارونو څه تېرېږي؟ پوهېږﺉ په ختیځ ترکستان کې څه تېرېږي؟ پوهېږﺉ په کشمیر کې د مسلمانانو حالت څرنګه دی؟ د فلسطین له حالاتو خبر ياست؟ پوهېږﺉ نن اسراييل،اسلامي نړۍ ته څومره ستر ګواښ دی؟ دا خطر باید خلکو ته وویل شي او خلک باید هوښیار کړو. دا باید څوک ووايي؟ دولت یې ووايي؟ سیاسي احزاب یې ووايي؟ هغوى پخپلو مرامونو کې داشان څیزونه نه لري،دا هر څه باید خطیبان ووايي،هغوی یې باید ووايي،چې د اسلام ویندویان دي .

خطیب د اسلام ویاند[سمول]

هر دولت او مقام یو ویاند لري،نن د دولت ویاند داسې وویل، یا د سپینې ماڼۍ ویاند داسې وویل . اسلام هم باید ویاند ولري . د دین ویاند، خطیبان او ممبر والا دي . امام رضا وايي: (( و یخبرهم بما یرد علیهم من الافاق من الاحوال التی فیها المضرة و المنفعة))څه چې په لرې سیمو کې پر مسلمانانو تېرېږي،خلکو ته یې ووایې. د امام رضا وینا جدي ده . موږ باید پوه شو،چې "ماتریالیسم" څه فعالیتونه لري، "صهیونیزم" څه فعالیتونه کوي . له دې خبرېدنه او ددې ویل فرض دي . د امام حسین د ویر فلسفه دا ده او که داسې وي؛نو کړای شي،چې د اسلام ساتندوى وي که نه ژړا به امام حسین ته څه ګټه ورسوي؟ او هغه زموږ ژړا ته څه اړتیا لري؟ امام حسین غواړي،چې نوم یې ژوندی وي،ښوونځی یې ژوندی وي، د هغه په ښوونځي کې له هر باطل سره وجنګېږو،له کمونیزم سره وجنګېږو،له ظلم،بې عدالتۍ، فساد، فحشاء او جوارۍ سره مبارزه وکړو. (( ااشهدُ انک قد اقمت الصلواة و اتیت الزکوة و امرت بالمعروف و نهیت عن المنکر و جاهدت فی الله حق جهاد)) دا ټول ددې لپاره دي،چې امام حسین د یو ژوندي ښوونځي په بڼه خوندي وساتو. که پخپله امام حسین مړ دی؛نو ښوونځی خو یې ژوندی دی . د حسین په ښوونځي کې او تر نامه لاندې يې مبارزه وکړو او د حق پر لار قدم کېږدو.  

د علماوو په چارو کې بنسټیزه ستونزه[سمول]

علاقه او مسوولیت[سمول]

څوک چې د اسلام د هسکتیا په هیله کې دي او په لرې او نږدې تېر وخت کې د مسلمانانو د پرمختګ او ځوړتیا – انحطاط په هکله فکر کوی؛نو نشي کړای د مشرتوب د غونډال- دستګاه؛یعنې د علماوو د سپیڅليو چارو په هکله فکر و نه کړي او د پر مختګ هیلمن یې نه وي او له شته ستونزو یې په رنځ کې نه وي . ځکه څرګنده ده، که په مسلمانانو کې هر ډول سمونه رامنځ ته کېږي، باید نېغ په نېغه ددوى له لارې وشي،چې د مسلمانانو رسمي دیني مشرتوب پر غاړه لري یا لږ تر لږه دوى باید ورسره همغږی وي .که فرض کړو،چې سمونپاله او دیني خوځښت د یو وګړي یا وګړیو له خوا پیل شي او علماء ورسره چمتووالی یا همغږي و نه لري،ګومان نه کېږي،چې زیاته بریا لاس ته راوړي . د اسلام له ځانګړنو یو دا دی،چې ګډ مسوولیت یې رامنځ ته کړی دی . ټول یو د بل د ساتنې،ښیون او لارښوونې مسوول دي . څوک چې ځان د اسلام پر وړاندې مسئوول ګڼي؛نو خپله د مشرتوب د چارو پروړاندې د مسوولیت ننګېرنه لري . ځینې ټولنپوهان مو ممکن د نه ګروهې او تړاو له مخې کله هم د علماوو د چارو د ستونزو او هواري په هکله فکر ونه کړي؛لکه څرنګه چې د لنډ اندو او بې خبره مینوالو په مغزو کې هم دا انده نه راځي؛خو د اسلام د روڼ اندو مینوالو په مغزو کې همدا تر ټولو مهمه موضوع ده . زما ټول ویاړ دا دی،چې په دې پوړ پورې تړلی یم او د دې درمند یو وږی یم او په يوه عالمه کورنۍ کې رالوی شوم او په دیني مدارسو کې مې عمر تېر شوی،چې مې یاد دي،د ټولنیزو اندو په څنګ کې مې پردې موضوع هم فکر کړی دی .

اصلي جرړه[سمول]

په قُم کې یوه ډله استادان راټول شوي ول او زه هم پکې وم په چارو پورې اړوند د ستونزو او نیمګړتياوو خبره پکې وشوه. خبره دا وه،چې ولې مو پخوا دیني او علمي مدارسو بېلابېلې څانګې درلودې؛لکه تفسیر،تاریخ، حدیث، فقه، اصول، فلسفه ،کلام، ادبیات او ان طب او ریاضي او په دې وروستیو کې ورو ورو د محدودیت خوا ته ولاړې او په بله څرګندنه : پخوا به پراخ پوهنتون و؛خو اوس ترې د فقهې ښوونځی جوړ شوى او نورې څانګې له رسمیته غورځېدلي دي؟

ولې د روحانیت په سپیڅلي فضا کې اوزګار او بېکاره خلک ډېر دي؟ په موږ کې تر آزادۍ،خوځون او ژونديتوبه ،ډېره چوپتیا،سکون او مړاویتوب غوره دی او چې څوک غواړي خپل مقام وساتي؛نو چوپه خوله کېني او پښې په څادر کې رانغاړي . ولې مو د زده کړې کړلارې د اړتیاوو له مخې نه تنظیمېږي؟ ولې بسیا تصنیف، تالیف، خپرونه او مجله نه لرو؟  د القابو او عنوانو او ځان ښوونې او غره توب بازار ولې دومر تود دی،چې په خواشینۍ ورځ پر ورځ زیاتېږي . په دې کې څه پټه – رمز دى . همدا چې روڼ اندي او نېک چاري مشران مو د کارونو واګې تر لاسه کړي؛نو د سمونې واک ترې اخستل کېږي او داسې ده،چې خپله پخوانۍ انده هېروي .

تر لږو خبرو وروسته د ستونزو د بنسټیز علت په هکله خبره وشوه،چې هر څوک دې په دې اړه خپل اند څرګند کړي . هر چا خپله څرګندونه وکړه،ما هم خپل اند ووایه؛خو د یو بل ملګري اند مې تر خپل انده خوښ شو او اوس مې اند هماغه دی او تر نورور یې غوره ګڼم، ويې ویل: د علماوو د چارو اصلي او بنسټیز علت او د علماوو ستونزې او نیمګړتیاوې د روحانیانو(ملایانو) مالي نظام او د ارتزاق طریقه ده. هغه دا عبارت ووايه : د ټولو خرابیو "علة العلل" د امام برخه ده .

البته د هغه او زما موخه دا نه وه،چې د نیمګړتیاوو د علتونو علت مو په دین او مذهب کې د امام د برخې په نامه د یو مادې تشریع او وضع ده. زما په اند د داسې مادې وضع او تشریع، د دین بیا را ژوندي کېدو ته خورا حکیمانه چار دى . بیا به پرې رڼا واچوم،چې دا ماده د روحانیت د سازمان د واک او خپلواکۍ خورا غوره ضامن دی . همداراز موخه دا نه ده،چې دوی پخپلو دندو کې ناغېړي کوي . موخه هغه تول او ډول دی،چې ورورو ددې مادې له ګټنې او پلې کېدو معمول شوې او زموږ د روحانیت غونډال ته یې ځانګړی رنګ ورکړی او په پایله کې د ډېرو ستونزو او نیمګړتیاوو جرړه ګرځېدلې ده .

تنظيم او صالح نظام[سمول]

لومړی داسې ښکاري،چې د کوچنۍ یا سترې ټولنې سمونه یا فساد یوازې په یو څیز پورې اړوند دي : د هغې ټولنې د وګړیو سمونه او نه سمونه او په تېره بیا مشران یې؛یعنې دا یوازې وګړي دي،چې د ټولو مسوولیتونو پام ورته دی . ډېری داسې فکر کوي او پر دې سټه اند ورکوي . ددې ډلې پام،چې ځینو ټولنیزو مفاسدو ته شي؛نو د کار چاره نېک مشر ګڼي او په څرګندنه – اصطلاح وګړیز اصالت دی؛خو ژور اندي دې پایلې ته رسېدلي،چې د ټولنیز تنظيم او تشکیلاتو اغېز او اهمیت د مشرانو تر اهمیت او اغېزې ډېر دی،په لومړۍ درجه کې د ښه تنظيم په هکله باید فکر وکړو او په دویمه درجه کې د ښو مشرانو په هکله . افلاطون مشهوره ټولنیزه څرګندونه لري،چې "د افلاطون په مدینه فاضله" مشهوره ده. په اسلامي حکیمانو کې "ابونصرفارابي" له افلاطون لاروي کړې او څرګندونې یې کړي دي . دواړو حکیمانو خپل اند د وګړیو صلاحیت ټاکلی او وګړیز اصالت یې فکر کړی دی . خپل ټول پام یې دې ته را اړولې،چې د ټولنې مشرتوب باید کوم کسان تر لاسه کړي او څه ډول علمي او عملي فضایل ولري؛خو دا چې ټولنیز تشکیلات او نظام باید څرنګه وي او هغه "ایديال=ارماني" وګړی باید په کوم نظامونو کې د چارو واګې په لاس کې واخلي؛نو دې مسئلې ته دواړو حکیمانو دومره پاملرنه نه ده کړې . پر دې څرګندونه نیوکې شوې دي او هغه دا چې د سازمان سترو اغېزو ته د وګړیو په اندنو،روحیه او کړنو کې –له دې جملې پخپله مشران- پاملرنه نه ده شوې .دې ټکي ته پاملرنه نه ده شوې،که نظام صالح وي؛نو لږ ناصالح وګړي به د سرغړونې واک ولري او که نظام ناصالح وي؛نو نېک وګړي به لږ د عمل او موخې په پلي کېدو کې واک ولري او احیاناً خپل اندونه او موخې به وبایلي او له سازمان سره ګډ رنګي کېږي . یو پوهاند د افلاطون پر څرګندونه نیوکه کوي : افلاطون ددې مسئلې پر څرګندونې "چې څوک باید پر ټولنې حکومت وکړي"ستره تېروتنه کړې او په سیاسي فلسفه کې یې دوامداره خطر رامنځ ته کړ، د عقل او نوون لار دا ده،چې څرنګه کړای شو،ټولنیز سازمانونه داسې اډون – ترتیب کړو،چې ناصالح او بد مشران یې د زیان وسیله نشي؟

د نېکو مشرانواهمیت یوازې ددې انددود له اړخه دی،چې د ټولنیزو سازمانونو د بدلون، ښه والي او سمونې په هکله یې لري؛خو نېک مشران،چې اند دود یې په تشکیلاتو او بنسټ کې له ناصالحو سره یو شان وي او توپیر یې د اخلاقي او شخصي بڼې له مخې وي او داسې وي،چې په یو قالب کې کار کوي؛نو اغېز یې له ناصالحو دومره ډېر نه دی او د ټولنیزو بدلونونو سبب به نشي . که د "افلاطون" او "فارابي" څرګندونې ته مخونه ورکړو،باید ووایو : هغوی نېکو وګړیو ته اهميت ورکړی،چې د ټولنیزو سازمانونو حاکم وي؛ نه محکوم .
 د ټولنې د وګړیو پر وړاندې د ټولنیزو سازمانونو او تشکیلاتو مثال د ښار د واټونو،کوڅو او کورونو په شان دی،چې خلک او نقلیه وسایل پرې روان وي . هر ښار،چې هر ډول یې واټونه او کوڅې جوړ شوي وي؛ نو د ښار خلک اړ دي پر همدې سړکونو او په کوڅو کې ولاړ شي . د خلکو حداکثره ازادي دا ده،چې پر همدې سړکونو او کوڅو وګرځي،چې ورته نژدې،پاک او ګڼه ګوڼه پکې نه وي .

که دا ښار بې تقشې جوړ شوی وي او ورو ورو یې پراختیا موندلي وي؛نو خلک يې ناچاره دي،چې له همدې حالت سره ځان برابر کړي او د چارو سمبالنه او تګ راتګ ستونزمن وي . د ښار په ساختماني اوډون کې وګړي هېڅ هم نشي کړاي . یوازېنى کار دا دی،چې ددې ښار په کوڅو او واټونو کې بدلون راولي . که فرض کړو،چې د سازمان په سر کې نېکچاري وټاکل شي،چې نیمګړتیاوې لري، د کار توپیر یې له نورو سره په هماغه کچه دی،که یو تن وغواړي په تاو راتاو شوي واټونو او نامنظمو کوڅو کې، غوره او نژدې لار پیدا کړي .

د دیني مدرسو ګټې[سمول]

د دیني حوزو چاپېریال داسې ځانګړنې او ګټې لري،چې نور چاپېریالونه یې نه لري . د دیني حوزو چاپېریال د صمیمیت،اخلاص او معنویت چاپېریال دی او پر عمومي حوزو همدا اروا واکمنه ده. څوک چې دا ځانګړنې نه لري،استثنايي او ددې حوزو د اروا ضد وګړي شمېرل کېږي . دیني زده کړیال بې له تقوا او علمي امتیازه ځان ته پر بل امتیاز قایل نه دي . په دیني زده کړیالو کې نشتمن،غني،کلېوال، ښاري، د سوداګر زوی هم شته او پخوا پکې شهزادګان هم ول؛ خو دا هر څه خپل ارزښت له لاسه ورکوي او یوازې زده کړييز او مانیز امتیازات دي،چې د دیني زده کړیالو پام او درناوی ځانګړي تن ته اوړي او ارزښت یې لوړېږي .

د دیني حوزو چاپېریال د زهد او قناعت چاپېریال دی،د شپې ناستۍ او عیاشۍ،چې په نورو پوړونو- طبقاتو او احیاناً په پوهنتوني شاګردانو کې تر سترګو کېږي؛نو دا کارونه په دیني زده کړیالو کې نشته او ان په مغزو کې یې هم دا انده نه ګرځي او که څوک داسې چارو ته لږه لېوالتیا هم وښيي؛نو غورځېدنه یې هرومرو ده . لنډه دا چې دیني زده کړیال قانع او لږ لګښته دي او د خلکو پر بودجې پیټی نه دی او د استاد او شاګرد ترمنځ اړیکه له خوږلنۍ او درناوي ډکه ده،شاګردان د استاذانو خورا درناوی کوي او ان که مړه هم شي؛نو په خورا درنښت یې یادوي او ورته دعاګانې کوي . په دیني زده کړیالو کې د استاد د دومره درناوي علت هغه ښوونې دي،چې د دیني اولیاوو له خوا د علم د سپېڅلتیا او د ښوونکي د درناوي په هکله راغلي دي . د زده کړې په نورو چاپېریالونو کې دا چارې لږې دي .

د دیني زده کړیالو عادت دا دی،څه چې له ښوونکي یادوي،بیا پرې فکر کوي؛نو خپله درس د کتاب له مخې وايي او د همدې درس په هکله له همدرسي سره ویینه کوي،په سترو درسونو کې څه چې له استاده زده کوي ذهن ته یې سپاري او بیا یې د شپې لیکي . د ديني زده کړیالو عادت د طوطي په شان درس نه زده کوي؛لکه څرنګه چې نور پوهنتوني شاګردان دا کار کوي؛بلکې شننه او ژوراندي پکې کوي او دا چې د تدریس حق انحصاري نه دی او شاګرد پخپله خوښه استاد ټاکي او هغه شاګرد،چې استعداد یې ډېر دی، کړای شي د ټیټو کتابونو تدریس هم وکړي؛نو له دې مخې یو دیني زده کړیال،په عین حال کې،چې شاګرد دی؛تدریس هم کړای شي .

د نورو زده کړو د میتود پر وړاندې د دیني زده کړیالو د زده کړې د میتود امتیاز په دې کې دى،چې شاګرد چې له استاده کومه درس زده کوي؛نو په ژورو یې مطالعه کوي او بیا پرې ویینه کوي او لیکي یې او ورسره په څنګ کې نور درسونه هم تدریسوي .

د دیني زده کړیال د زده کړې موخه د شهادتنامې لاس ته راوړل نه دي، د استاد نمرې د شاګرد د مقام څرګندوونکي نه دي . د ویینې غونډې، د استاد د تدریس پر مهال د شاګرد نیوکې او خپله د هغه درسي حوزه ددیني زده کړیال څرګندونکی ده . دیني زده کړیالو د تدریسي او استادۍ پوړۍ په ډېر طبیعي بڼه تېروي . د استاد ټاکل، انتخابي دي او انتصابي نه دي؛یعنې دا پخپله شاګردان دي،چې د ازمېینو په ترڅ کې خپل استاد ټاکي؛نو په دې ډول په دیني حوزو کې یو ډول آزادي ده،چې په بل ځای کې نشته او له دې مخې په هغوی کې د غوره ټاکنې قانون واکمن دی . په فرهنګي موسسو کې ټولګيو ته د استاد ټاکل د انتصاب له لارې دي او یا د چارواکیو له خوا دي او له همدې مخې،ډېر پېښېږي،چې استاد د صنف له تدریس سره متناسب نه وي او د ټيټ یا جيګ صنف وړ وي،شاګردان یې هم ممکن خوښ نه وي او نه یې درناوی کوي او یوازې د وېرې او نمرې له کبله د استاد درناوی کوي . دا شان بې نظمۍ او بې حسابۍ په کلاسیکو زده کړو کې ډېر تر سترګو کېږي؛خو زموږ په دیني زده کړو کې دا شان نه دي . ددې آر له مخې په دیني حوزو کې د وګړیو پر مختګ د طبیعي ناموس له مخې؛یعنې د غوره ټاکنې له لارې کېږي؛لکه څرنګه چې حضرت علي (ک) د الهي علماوو په هکله وايي :" د دانې په شان ټاکل شوی او چاڼ شوی،چې تر ټولو غوره یې کرنې ته ټاکل کېږي ." وګ : (نهج البلاغه/٢١٢ خطبه) دیني زده کړیال ورو ورو د همدې قانون له مخې پورته خیجي،چې وروستى پوړ یې مرجعیت دی، تر وروستي پاټکي وروسته دا یوازې د دیني زده کړیالو ذوق او ګروهه ده،چې استادان پورته وړي؛خو همداچې وروستي پاټکي ته ورسي، د پیسو او د امام د برخې او د تنخوا د ویش خبره رامنځ ته کېږي . یوازې همدلته دي،چې کله نا کله شمېرنې ګډوډېږي او د غوره ټاکنې قانون واکمن نه وي . دا هغې ګټې وې،چې د دیني زده کړیالو په ژونددود او زده کړه دود کې وې او همداراز نیمګړتیاوې هم لري .

نیمګړتیاوې[سمول]

دیني زده کړیال کانکور نه لري او ممکن ناوړه کسان ورننوځي، دا چې ازموېنه پکې نشته؛نو زده کړیال له خورا ټیټ کتابه لوړ کتاب ته په تللو کې ازاد دي او ډېر پېښېږي هغوی،چې ټیټ پړاوونه نه وي تېر کړي او پورته قدم ږدی؛نو زده کړې یې تمېږي او زړه یې ترې تورېږي .

د دیني زده کړیالو د استعداد ارزونه نه کېږي او په پایله کې ممکن یو څوک د فلسفې،تاریخ یا ادبیاتو استعداد ولري او په بله څانګه کې ولوېږي او له وجوده یې پوره ګټنه ونشي .

په دې وروستیو کې د دیني زده کړو څانګې ډېر محدودې شوي او ټولې څانګې په فقاهت کې هضم شوي دي او پخپله فقهې هم داسې لار نیولې،چې له سل کلونو راهیسې له تکامله لویدلې ده. د علماوو په غونډال کې بله نیمګړتیا د علماوو د جامو بې حده آزادي ده.ورو ورو ملایان د جامو له اړخه له نورو سره توپیر لري او ځانګړې جامې یې پیدا کړي دي؛لکه څرنګه چې ځینې پوځیان او د نورو پوړونو خلک یې لري . د نورو تشکیلاتو پر خلاف،په مُلايي تشکیلاتو کې هر څوک له خپلو ځانګړو جامو بې له کوم ځنډه ګټنه کړای شي . ډېر لیدل شوي،چې ځینې نه پوهه لري او نه ایمان؛خو له دې جامو د ګټنې په موخه،جامې اغوندي او د بې برمۍ لاملېږي . په دیني مدرسو کې عربي ادبیات ویل کېږي؛خو په غلط میتود. په پایله کې دیني زده کړیال د عرب د ادبیاتو تر کلونو زده کړې وروسته، د ژبې قواعد زده کوي؛خو پخپله ژبه نه زده کوي، نه پرې خبرې کړای شي او نه له فصیح عربۍ ګټنه کړای شي او نه یې کښلای شي . په ویینه او د اصول د پوهې په خپرېدو کې ښنده- افراط په عین حال کې،چې د دیني زده کړیالو په انده کې یو ډول واک او هوښیاري رامنځ ته کوي؛خو یوه نیمګړتیا لري او هغه داچې په ټولنیزو مسایلو کې د دیني زده کړیالو اندود له واقع وینۍ لرې کوي او ان دا چې "ارسطويي تعقلي سول " هم په بسیا بڼه نه تدرسېږي؛خو د زده کړیالو اندود زیاتره شخړیز او ویینه ایز اړخ لري او دا ستر لامل دی،چې دیني زده کړیال په ټولنیزو مسایلو کې واقعويني نه لري . خورا مهمه نیمګړتیا،چې د دیني مشرتوب په غونډل کې رامنځ ته شوې، د روحانینو په معاش ،بودجې، مالي نظام او ارتزاق پورې اړه لري .

د بودجې مسئله[سمول]

دا چې د مُلايانو معاش له کومه برابر شي،څو ډوله څرګندونه کړای شو: الف : د ځینو ګروهه دا ده،چې ملايان ځانګړې بودجه نه غواړي؛لکه د نورو خلکو په شان دې ملايان هم کار او بوختيا پیدا کړي او ځان ته دې پیسو ګټلو سرچینه پیدا کړي او د خپل لاس ګټلي وخوري، څه وخت دې کار کوي او څه وخت دې هم زده کړه،لیکنې،څېړنې،تدریس او تبلیغ کوي . دا ډله ګروهمنه ده،چې په اسلام کې ملاييتوب او د ملاييتوب چارې،ځانګړې کار او ورهڼه نه ده،چې ورته ځانګړې بودجه په پام کې ونیسو.څوک چې وسمن وي، د خپلو لګښتونو د برابرولو په څنګ کې ملايي چارې هم په لاس کې اخستای شي؛نو حق لري چې دې برخې ته راننووځي او که پر ټولنې پیټې وي؛نو غوره ده له هماغه پیله دې دې غونډال ته نه راننووځي . ددې ډلې استدلال دا دی،چې په صدر اسلام کې؛یعنې پخپله د رسول اکرم پر مهال او د امامانو په وخت کې داسې کسان ول،چې دا دنده یې درلوده: د حلالو او حرامو ښوونه یې کوله، نصیحت او موعظه یې کوله، په درسي حوزو کې یې ګډون کاوه او په عین حال کې یې کار هم کاوه،چې ډېری د فقهې او حدیث په کتابونو کې پر عطار،بزاز، طحان، سمان او نورو مشهور دي . داسې نه دي ليدل شوي ،چې رسول الله او يا امامانو د دې حکم ورکړى وي،چې له ټولو کارونو لاس واخلئ او هغو دندو ته مخه کړئ،چې نن د ملايي دندو په نامه يادېږي؛ لکه افتاء ، تدريس، د جمعې امامت،وعظ او تبليغ لاس پورې کړي . دا ددې ډلې نظر دى . حقيقت دا دى که وګړي د خپل ژوند لګښت له بلې لارې چمتو کړي او بيا د ملاييتوب چارې سمبال کړي؛نو ډېره به ښه وي . داسې کسان وو او شته ؛خو نشو ويلاى،چې ټول وګړي بايد داسې وي؛ځکه د صدر اسلام په پرتله،چې نن په ژوند کې کوم بدلونونه راغلي او د نن مخ پر زياتېدونکيوعلومو او اړتياوو په پامنيوي،اړتيا ده،چې يوه ډله دې ټول عمر زده کړې وکړي او د ځان دې خلکو د ديني چارو سمبالنې ته وباسي او دا کار ځانګړې بودجې ته اړتيا لري،چې سمه په دې لار کې ولګول شي . په صدر اسلام کې،اړتيا دومره نه وه عقدې،شبهې او د اسلام دښمنان دومره نه ول . دې ته اړتيا ده،چې تل بايد يوه ډله وي،چې له اسلامه دفاع وکړي او د خلکو ديني اړتياوې ځواب کړي .

هو! انصاف دا دى،چې د ملاييتوب ځينې چارې،چې اوس معمول دي؛لکه امامت؛نه  د  يوه ملا ځانګړى شان دى او نه څوک حق لري ،چې پلمه يې کړي او له هر کاره لاس ووينځي  او د لمانځه وخت ته په تمه وي او جومات ته ولاړ شي او راشي او دا خپل کسب وګڼي .

په هر حال دا انديز جمود دى،يوازې په دې حکم،څه چې په صدر اسلام کې نه و،اوس چې ورته اړتيا ليدل کېږي؛نو اوس دې هم نه وي . ب- بل فرض دا دى،چې ملايان دې خپله ځانګړې بودجه له جاريه صدقاتو وټاکي . ښايي د غير شيعه ملايانو بودجه يوازې له جاريه صدقاتو وي . د ايران په زياتره ښارونو کې ديني مدرسې جوړې شوي او خورا لګښتونه پرې شوي دي . پخوا به ددې مدرسو موقوفات د تهران، اصفهان، مشهد،تبريز او شيراز مدرسو ته ستره مرسته وه. خو په خواشينۍ د ځینو علتونو له مخې ،چې اوس یې نشم راسپړلای، ډېرى دې موقوفاتو د شخصي شتمنۍ بڼه نیولې او ځینې نور،چې د وقف په نامه پاتې دي، د هغو ملايانو په لاس کې دي،چې د اسلام او مسلمانانو د سترو ګټو پرضد د ځینو غونډالونو پر ګټه کارکوي او ځینې هم د اوقاف په واک کې دي او په بله بڼه هسې تويې ځي . یوازې لږ ځایونه پاتې دي،چې په حقیقي او شرعي بڼه ولګېږي . که د اوقافو حالت منظم شي،نه یوازې د ملايانو عادي بودجه به تامین شي؛ بلکې په ټولیز ډول له دین،فرهنګ،روزنې او عمومي اخلاقو سره به هم ستره مرسته وي؛ خو که په داسې بڼه وي؛ لکه چې ده؛نو فساد زېږنې او د هغو وګړیو په چوپړ کې ده،چې د سمونې او د اسلامي ټولنې د ودې په لار کې تل خنډ وي . ج – بل فرض او بڼه د امام له برخې ګټنه ده.له نورو ادیانو خبر نه یم،چې په دین کې یې داسې مالي قانون وضع شوی،چې د ديني مشرانو د ژوند لګښت يې پوره کوي که نه؛خو په اسلام کې د شیعه له نظره د خمس له آیته له داسې قانونه ګټنه کېدای شي . خمس په جنګي غنایمو،کانونو، د کلني نږه عوایدو او په ځینو نورو څیزونو پورې اړه لري،چې پینځمه یې باید هر څوک تر شخصي لګښت وروسته د امامت،مشرتوب او دیني غونډال – دستګاه ته ورکړي. د خمس نیمې برخې ته د امام برخه وايي،چې د شیعه فقهاوو له نظره لګښت یې د دین ساتنه او پایښت دی. دم ګړۍ د "امام برخه" یوازینۍ بودجه ده،چې عملاً د ملايانو چارې چورلوي او په ټولو دیني چارو کې خورا اغېز لري . ملايانو او مجتهدین دې بودجې اخستنې ته (چې یو ډول مالیات دي) هیڅ ډول الزام او اجبار نه رامنځ ته کوي . دا پخپله مؤمن مسلمانان دي،چې پخپله خوښه د ډاډ وړ علماوو ته ځي او دا شرعي مالیات ورکوي . روحانیان دې مالیاتو ته ځانګړى دفتر نه لري؛خپله خلک د وجدان او ایمان له مخې،کومې پيسې،چې پر مال یې راځي- که لږې وي که ډېرې- ؛نو دوی ته یې ورکوي . د عامو خلکو له خوا د امام برخې ته پاملرنه، د هغوی په تشخیص او ښه نیت پورې اړه لري . دا چې یو يې واقعاً صلاحیت لري که نه لري؛نو په دې پورې اړه لري،چې عام خلک په خپل تشخیص کې تر کومه تېروتي دي او بې له صلاحیته نور لاملونه هم د وګړي په صلاحیت کې ښکېل نه وي . په هر حال نهايي ګټوونکی د امام برخه ده.

د یو چا د معرفي کولو او بیا د خلکو د ښه نیت او بیا د امام د برخې د رسېدنې او بیا د ریاست او مشرۍ د لاس ته راوړنې ترمنځ یو لړ منظم علتونه او معلولونه دي .


تمرکز او ځواک[سمول]

تر سلو کلونو مخکې،چې په ایران کې نوی تمدن نه و رامنځ ته شوی او د ښارونو ترمنځ د اړیکو وسیلې لږې وې؛ نو د هر ښار خلکو به خپلې پيسې د هماغه ښار علماوو ته ورکولې او غالباً دا پيسې به هماغلته لګېدې؛خو په دې اوسنۍ پېړۍ کې د ارتباطاتو د نویو وسایلو د رامنځ ته کېدو له امله او د سیمو يو له بل سره د نږدېوالي له کبله، داسې عادت شوی،څوک چې د تقلید مرجع وي؛نو پيسې دې هم هماغه ته ورکړل شي . د تقلید مراجع تر دې وروسته، پردې سربېره،چې د عواطفو د پاملرنې مرکز و او امر یې پر ځای کېده؛نو د امام د برخې په رسېدنې یې په علمیه حوزه کې نوي امکانات تر لاسه کړل او حوزې پراخه شوې . په ټول کې د ارتباطاتو د پراختیا او د تګ راتګ او له مراجعو سره له نږدې لیدنې کتنې او د حوزو د پراختیا او زده کړیالو او د فارغ التحصیلانو د زیاتوالي له کبله یې ورو ورو ښارونه او کلي تر پوښښ لاندې کړل، ریاستونه،زعامتونه او ستر واکونه رامنځ ته شول . مرحوم آیت الله محمد حسن شیرازي هغه شخصیت و،چې په دې وروستۍ پېړۍ کې یې په لومړي ځل ټولیز ریاست او زعامت لاس ته راوړ او نویو ارتباطي وسایلو هم ورسره په دې زعامت کې مرسته وکړه. ددې واک او ریاست لومړۍ ښکارندوی د تنباکو د تړون په هکله يې مشهوره فتوا ده. تر ده وروسته هم اخلافو ته یې هم داشان ریاستونه او زعامتونه رامنځ ته شول .

د امام د برخې اخستنه هماغسې ده؛لکه چې ومې ویل او د مصرف څرنګوالي یې هم د معمول د دود له مخې،په هغه پورې اړه لري، چې لاس ته یې ورغلي دي . تر اوسه خو دا معمول نه و،چې دې کار ته يې دفتر او حساب و کتاب وي،ښه لګښت یې د مرجع په زهد او تقوا پورې اړه درلوده او بل ښه تشخیص او نه تېروتنه یې، درېم، امکانات، د ښه پلي کېدو واک یې .

د کمزورۍ او قوت ټکی[سمول]

د امام برخه،چې په کوم تول او ډول- طریقه اوس معمول ده،ځینې ښه ټکي او ځینې بد لري . ښه ټکی یې دا دی،چې ملاتړ یې یوازې د خلکو ایمان او ګروهه ده. شیعه مجتهدین خپله بودجه له دولته نه تر لاسه کوي او ګومارل او لرې کول یې هم په دولتي چارواکیو پورې اړه نه لري؛نو ځکه یې د دولتونو پر وړاندې تل خپلواکي خوندي ده او د دولتونو د ځواک پر وړاندې ځواک شمېرل کېږي او احیاناً په ځینو برخو کې دولت ته سرخوږي هم ول . همدا خپلواکه بودجه او د خلکو پر ګروهې ډډه د دې لامل شوی،چې په ډېری ځایونو کې د دولت له بېلارۍ سره مقابله وکړي او له پښو یې وغورځوي . بلخوا د شیعه ملاييتوب کمزروی ټکی هم همدا دی .

شیعه ملايان اړ نه دي او اړتیا هم نه لري،چې دولتونو ته غاړه کېږدي؛خو بېزاه- ناګزیره دي،چې د عوامو ګروهې ته پاملرنه وکړي او حسن ظن - ښه نیت یې وساتي . په شیعه ملاييتوب کې غالب مفاسد له همدې ځایه دي .

شیعه ملاييتوب او سني ملاييتوب[سمول]

که د ایران ملاييتوب د مصر له ملاييتوب او د "الزهر" له دیني مشرتوب سره پرتله کړو؛نو وینو،چې هر یو یې د تنظيم له مخې،پر یو بل امتیاز لري . په مصر کې د ځانګړو علتونو له مخې،چې خورا مهم یې د خپلواکې بودجې نه درلودل دي او بل د "اولی الامر" په هکله یې ځانګړی اند دود دی؛نو د " د الزهر پوهنتون" مشر د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي . د الزهر پوهنتون مشر له دې اړخه د هېواد د لوی څارنوال په شان،چې په دولتي تشکیلاتو کې د هېواد د لومړي وګړي پر حکم ټاکل کېږي؛خو د ایران په روحانیت کې داسې نشته او که د یو تن په هکله یو دولتي چارواکی لېوالتیا وښيي؛نو د نوموړي وګړي د ماتې او رانسکورېدنې لامل به شي. څه موده وړاندې مې د الزهر پوهنتون د ستر مفتي؛ "علامه شیخ محمود شلتوت"عکس په یوه ورځپاڼه کې ولید،چې په یوه خونه کې ناست دی، چې پر دېوال یې د جمال عبدالاناصر عکس دی . په ایران کې ناشونې ده،چې ان د یو دیني زده کړیال په خونه کې دې هم د یو چارواکي عکس وي . د مصر مشر عالم به کله هم دومره واک پیدا نه کړي،چې د تمباکو په څېر په پېښه کې د وخت حکومت له پښو راوغورځوي . دا ولې؟ځکه چې په دولت پورې تړلی دی . بلخوا دا چې مصري روحاني (ملا) خپل معاش او مقام له خلکو نه اخلي او پر خلکو تړلی نه دی؛نو پخپله د ګروهې ازادي لري،اړ نه دی،چې د عوامو له کبله پر حقایقو پرده واچوي . لرې ښکاري،چې په اوسني حالت کې یو شیعه مشر روحاني (ملا)،که څومره هم روڼ وجدانى، سمونپالى او مخلص هم وي، د شیخ شلتوت په شان فتوا ورکړي،چې زر کلن طلسم يې مات کړ او د هغه په څېر یا د هغه په شان کوچنی قدم اوچت کړي . په لومړنیو اسلامي پېړیو کې،چې د ایران او مصر دیني علماوو د معاش له نظره،ورته حالت درلود؛نو د ایران روحانیان د روڼ وینۍ او په بېلابېلو څانګو کې د بېلابېلو تالیفاتو او همداراز په علومو کې د نوون – ابتکار له اړخه تر مصریانو شاته نه وو؛بلکې پخپله د مصریانو په منښته – اعتراف ایرانیان په ټولو علومو کې مخکې ول؛خو نن کار پر عکس دی : د ایران مسلمان روڼ اندي،مصري پوهانو ته سترګې په لار دي،چې د اسلامي ټولنیزو مسایلو د اړتیا وړ تالیفات راوړاندې کړي او له خپلو روحانیانو نهيلي دي؛ځکه په اوسني حالت او شرایطو کې له دوی بې له عملیه رسالې،چې یوازې د عامو په درد خوري او بې له رغي تالیفاتو،چې د عوامو د اند له پولې نه اوړي، د بل څه تمه ترې نشي کېدای . یوازې په دې دېرش څلویښت کالو کې دي،چې مخلصې او تکړه ډلې د روحانیت له عمومي بودجې ځان غوڅ کړ او د اسلامي ټولنې د ورځني اړتیاوو په هکله یې پر لیکنو لاس پورې کړ.د اند خاوندانو منښته کړې،چې په دې وروستيو څو کلونو کې،چې د شیعه حوزو د فارغ التحصیلانو له خوا کومې لیکنې شوي او خپرې شوي، د مصري پوهانو تر اثارو خورا ژورې او څیړاندي- محققانه دي .

واک او آزادي[سمول]

که د مُلا اډانه خلک وي،واک لاس ته راوړي؛خو آزادي له لاسه ورکوي او که اډانه یې دولتونه وي، واک له لاسه ورکوي؛خو آزادي یې خوندي ده؛ځکه عام خلک ګروهمن،مېړني او با ایمانه دي؛خو ناپوهه، منحط او بې خبره او په پایله کې له سمونو سره مخالف دي؛خو دولتونه معمولا روڼ اندي دي؛خو زورمټي – ظالم او یرغلګر دي . د خلکو په ملاتړ روحانیت وسمن دی،چې د دولتونو له ظلمونو او یرغلګریو سره مبارزه وکړي؛خو د خلکو له جاهلانه ګروهنو او اندونو سره په مبارزه کې بېوسي او کمزروي دي؛خو پر دولتونو اډانه روحانیت د خلکو له جاهلانه ګروهو او اندونو سره په مبارزه کې ځواکمن دی؛خو دولتونه له ظلمونو او یرغلګریو سره په مبارزه کې کمزوري دي . زما په اند یوازې د خلکو پر ګروهې د ایران د روحانیت د بودجې ډډه یې د کمزورۍ لامل شوې نه ده؛بلکې ددې بودجې سازمان نه درلودل،ددې نیمګړتیا ستر لامل شوی دی او دې بودجې ته په تنظيمولو کې، کړای شو دا ستره نیمګړتیا له منځه یوسو،چې شیعه روحانیت هم واک ولري او هم آزادي،چې ددې مقالې اصلي موخه همدا ده او ارماني روحانیت به مو همداسې وي .


عوام ځپنه[سمول]

ټولنه په ډېرو حالاتو کې د وګړي په څېر ده،چې افت ځپنه – افت زدګي له دې ځنې ده . البته د هرې ټولنې خپل ځانګړی افت وي او یو ډول ځانګړی افت لري . "عوام ځپنه – عوام زدګي" هغه افت دى،چې زموږ ملايي ټولنه یې شله کړې یا یې له پښو غورځولې ده. تر نېز ځپنې، زلزله ځپنې، مار او لړم ځپنې، عوام ځپنه خورا پورته ده . دا ستر افت مو د له مالي نظامه راټوکېدلی دی .

د عوام ځپنې د افت له کبله ملاييتوب مو نشي کړای؛ لکه څرنګه چې باید وي، تر قافلې مخکې روان شي او د سمې ویی په مانا د قافلي لارښود وسي؛نو اړ دی،چې د قافلې تر شا روان وي .
د عوامو ځانګړنه دا ده،چې تل له تېر شوي او له څه سره چې تړون تړي،چې ورسره روږد وي؛خو حق او باطل نه پېژني. عوام هر نوي څیز ته بدعت  یا ځاني غوښتنې وايي، د خلقت قانون او د فطرت او طبیعت غوښتنې نه پېژني؛نو له دې مخې له هر نوي څیز سره مخالفت کوي او تل د اوسني حالت د خوندېینې پلوی دی .

اوس وینو،عام خلک له نویو مسایلو،لکه د شتمنۍ عادلانه ویش،ټولنیز عدالت، عمومي ښوونې، ملي واکمنۍ او داسې نور مسایل، چې له اسلام سره نه شلېدونکې اړیکه لري او دا اسلام دی،چې ددې مسایلو مطرحوونکى او مدافع یې دی؛ نو ورته د ماشوم د هوس په سترګه ګوري . عوام ځپاندی روحانیت مو که غواړي ټولنیزه مسئله راوړاندې کړي؛نو بله چاره نه لري،چې په رغي او غیر اصولي مسایلو پسې ولاړ شي او پر اصولي مسایلو سترګې پټې کړي او یا داسې ووايي،چې په خواشینۍ د وروسته پاتې کېدنې او د اسلام د منسوخیت نښه وشمېرل شي او د اسلام د ښمنانو ته یوه وسیله شي . افسوس،چې دې چار مو لاسونه او پښې تړلي دي او که نه پوره به روښانه شوی وای،چې اسلام په هر پېر او وخت کې واقعاً تاند و تازه دی .(( لاتفنی غرایبه و لا تنقضی عجایبه- غرایب یې نه خلاصېږي او هېښنې یې له منځه نه ځي)) ( نهج البلارغه ۵۰ خطبه). جوته شوې به و،ان د پېړې خورا ژور ټولنیز سیستمونه مو هم وسمن نه دي،چې له هغه څه سره سیالي وکړي،چې اسلام راوړي دي. عوام ځپاندی روحانیت مو بله چاره نه لري،چې چوپتیا ته پر سول- منطق ، سکون ته پر خوځون- تحرک او نفې ته پر اثبات غوراوی ورکړي؛ځکه د عوامو له طبیعت سره اړخ لګوي . د عوامو حکومت مو د روحانیت په ټولنه کې د خورا ریا د خپرېدو د حقایقو د پټېدو،د ځان ښوونې او د لوړو او سترو مقامومو د عنوانو لامل ګرځېدلی دی،چې په نړۍ کې بې څارى دی . د عوامو حکومت د روحانیت سمونپالي او مېړني خورا ځورولي او ځوروي یې . د قُم په علمیه حوزه کې د آیت الله بروجردي په درس کې ناست وم،چې یوه ورځ د فقهې د لوست په ترڅ کې یو حدیث وویل شو،چې : امام صادق وپوښتل شو او امام صادق هم وځوابوه. امام ته يې وويل : د همدې مسئلې په هکله مې ستا پلار امام باقر هم پوښتلی و او بل شان یې ځوابولی و؛نو کوم یې پکې سم دی؟ امام صادق ورته وویل: څه چې مې پلار ویلي هماغه سم دي . بیا یې وویل : هغه مهال،چې به مې پلار ته خلک راتلل؛نو په پاک نیت راتلل او موخه یې دا وه ،چې پر حقیقت پوه شي او بیا پرې عمل وکړي او هغه هم ورته عین حقیقت وایه؛خو دوی،چې مې پوښتي او چې څه رانه اوري؛نو هخوا او دیخوا یې خپروي او فتنه رامنځ ته کوي او زه ناچاره یم،چې په تقیه کې یې وځوابوم . دا چې دا حدیث د تقیه په هکله و پخپله د شیعه له خوا و؛ نه د شیعه له مخالفینو؛نو مرحوم بروجرودي وویل : هېښنده نه ده،چې تقیه مو له خپل ځانه خورا مهمه او لوړه ده. ما هم د عامه مرجعیت په پیل کې ګومان کاوه،چې زما استنباط به وي او د خلکو عمل او څه فتوا،چې ورکوم؛نو خلک به پرې عمل کوي؛خو ځینې فتواوې د خلکو د ذوق پر خلاف وې،ومې لیدل،چې مطلب دا شان نه دی . البته دا تقیه،چې په پورتني حدیث کې ده،له هغه تقیې سره توپیر لري،چې بروجرودي یې وايي او دوه ډوله ده . هغه تقیه،چې په حدیث کې ده،زموږ په روحاني چاپېریال پورې ځانګړې نه ده،د نړۍ په ټولو ځایونو کې معمول ده او له دې چاره نشته؛خو هغه تقیه،چې په روحاني چاپېریال کې مو معمول ده،د تشکیلاتو د تول او ډول- طریقې له ځانګړنو مو دي،چې په دې اوس وخت کې راپیدا شوې ده . د قُم د علمیه حوزې بنسټګر مرحوم آیت الله شیخ "عبدالکریم حایری یزدي" په دې اند شو،چې ځینې دیني زده کړیال پر بهرني ژبو او په ځینې نورو سریزو پوهو یې سمبال کړي،چې وکړای شي اسلام په لیک لوستیو چاپېریالونو او ان بهرني هېوادونو کې تبلیغ کړي . دا خبره،چې خپره شوه؛نو له تهرانه ځینې عوام قُم ته راغلل او ګواښ یې وکړ،دا د امام د برخې پيسې دي،چې موږ درکوو،دې لپاره نه دي،چې دیني زده کړیال دې پرې د کفارو ژبه زده کړي او که دې حالت همداسې دوام وموند؛نو موږ به داسې او هغسې وکړو!!! خدای بښلي هم ولیدل،چې ددې کار دوام د علمیه حوزې د ړنګېدو لاملېږي؛نو لنډ وخت ته له خپل دې سترې موخې تېر شو. څو کاله مخکې د آیت الله سیدابو الحسن اصفهاني په ریاست او مشرتوب کې د نجف ځینې مخورو علماوو،چې اوسمهال مرجع تقلید دي،سره راټول شول او تر خبرو اترو وروسته یې هوکړه وکړه،چې د دیني زده کړیالو دې په درسي نصاب کې له سره کتنه وکړي او د مسلمانانو ورځېنۍ اړتياوې دې په پام کې ونیسي،په تېره بیا هغه مسایل،چې د مسلمانانو د عقایدو اصول دي، د دیني زده کړیالو په درسي نصاب کې یې ورګډ کړي او لنډه داچې د نجف حوزه دې د فقاهت او عملي رسالو کښنې له انحصاره راوباسي . علمیه حوزې مو ولې له "دیني پوهنتونه" د "فقهې پر پوهنځي" بدلې شوي دي، ولې مخور علما مو همداچې مشهور شول، که بې له فقهې او اوصولو نور معلومات ولري؛نو پټوي یې او ترې نمښته-منکر کوي، په روحاني چاپېریال کې مو بېکاره کسان ولې ډېر دي،په روحاني چاپېریال کې مو چوپتیا او سکون ولې ډېر دی او مړ سول پر ځوځنده او ژوندي سول غوراوی لري، د اند او ګروهې ازادي راکې ولې لږه ده،د دیني زده کړیالو درسي نصاب ولې د ورځني اړتیاوو له مخې نه جوړېږي،روحانیون مو ددې پر ځای،چې د ټولنې د قافلې مخې ته روان وي او د ټولنې د قافلې لارښود وي؛نو ولې ورپسې روان دي؟ ولې؟ ولې؟ ولې؟

د سمونې لار[سمول]

د سمونې لار دا نه ده،چې روحانیت دې عمومي بودجه ونه لري او هر څوک دې خپل ګټلي وخوري . د سمونې لار دا نه ده؛لکه د مصر په څېر دې زموږ روحانیت هم د دولت تابع وي . د سمونې لار یو څیز دی : د روحانیت اوسنۍ بودجه دې تنظيم کړاى شي .

صندوق،دفتر او حساب رامنځ کول،چې یو ملا هم نېغه په نېغ له خلکو ارتزاق و نه کړي . هر څوک به د خپل خدمت له مخې له دې صندوقه خپل معاش اخلي،چې دا صندوق به د علمیه حوزو د لومړي درجه ملايانو په لاس کې وي .

که داسې وشي؛نو خلک به د ایمان او ګروهې له مخې خپلې پيسې ورکوي او په ترڅ کې به د حکومت او عوامو د واکمنۍ لاس د ملايانو له اورمېږه خلاص شي . ټول فسادونه په دې کې دي،چې ملايان نېغ په نېغه له خلکو ارتزاق کوي او له دې مخې به هر څوک شخصا له پيسې ورکونکیو سره په اړیکه کې شي او ځان ته ېې رامات کړي . د تقلید د هرې مرجع سمبالنه – مدیریت د امام په برخې پورې اړه لري،چې وایې خلي او د علمیه حوزې زده کړیالو ته یې ورکړي،باید شخصاً ډاډ رامات کړي او دا بودجه ترلاسه کړي . په اوسني شرایطو کې د ښارونو ملايان بله چاره نه لري،چې ملاييتوب کار او دنده کړي او جومات د ورهڼې- کسب او کار ځای وګرځوي . که دا وضع سمه شي،څوک به هم له خلکو سره سروکار و نه لري،دا چې اوس له جومات هټۍ جوړه شوې؛نو د تقلید مراجع به آزاد وي،چې جوماتونه له دې خواشینوونکي حالته راوباسي او نور به خلک هره ډله د سترو جوماتونو په ګوټ؛ لکه په "ګوهر شاد" کې په جَمعه نه درېږي او هر پوه به پرې نیوکه نه کوي او دې پوښتنې ته به هم ځای پاتې نشي،چې ولې په اهلسنتو کې جَمع پرتمینه وي او برم لري او په شیعه کې د تفرقې او اړپیج ښکارندوی ده؟!

معیشت[سمول]

معیشت څه اسان کار نه شو ګڼلای، د ژوند له بنسټیزو ارکانو ځنې دى او که خراب شي؛نو د ژوند پر نورو چارو اغېز کوي . د اسلام له ځانګړنو یو دا دى،چې د معاش د اغېزمن چار ونډې ته یې خورا پاملرنه کړې،چې ان ځینو پتیېلې،چې اسلام د اقتصاد د بیخ بنا د څرګندونې سټه ایښې ده. د اسلام رښتینواله- واقع ګرا و واقع وینې- واقع بین دین دى او اقتصاد بیخ بینا نه ګڼي؛خو پر بنسټېزې ونډې يې هم سترګې نه پټوي . په ټولو سترو او کوچنیو ټولنیزو سازمانونو کې، اسلام د معاش د چار سمونه اړین شرط بولي؛نه بسیا شرط . دا دی،چې وايو د معیشت کار څه اسان نشو ګڼلای او د ژوند له بنسټیزو ارکانو ځنې دی او که خراب شي؛نو د ژوند پر نورو چارو اغېز کوي . یو ملا په پام کې ونیسئ،چې څو اولادونه هم لري او تر څو کلونو زده کړې وروسته د یو ښار په یو جومات کې اړوي،دا کس له دې اړخه،چې دینپال دی، د خپلو امکاناتو په پولو کې هلې ځلې کوي : مسئلې کوي،وعظ کوي،اخلاق ،تفسیر او د اسلام تاریخ وايي او له دې اړخه یو بشر دی او لګښتونه لري او د روحانیت له مرکزه یې ژوند نه برابرېږي او دم ګړۍ یې د ژوند لار دا ده،چې نېغ په نېغه د خلکو له لاسه ارتزاق وکړي او ناچار دی،چې خپلو مریدانو ته د مستغل په سترګه وګوري او ښايي په همدې ښار کې ده ته ورته نور کسان هم له دې لارې ژوند کوي او د خلقت د قانون له مخې په "مرید دارۍ" کې یو ډول سیالي رامنځ ته کېږي . په سیالۍ کې د خلکو خوښې ته ډېره پاملرنه کېږي . چې دا ګوري،چې له خلکو سره مخالفت ددې لاملېږي،چې بیخي پکې له منځه ځي؛نو په ګرېوان کې سرښکته کوي،چې له بدیو هغه منع واجب ده،چې تاوان پکې نه وي او که تاوان پکې وي؛نو مکلفیت ساقط دی . په خلکو پورې ددې وګړي د معیشت تړون،ددې کس ننګېرنه ،انده او شرعي مکلفیت هم بدلوي . زه منښته کوم،چې تل استثنايي کسان ول، چې د سختو وټیزو شرایطو په درلودو یې بیا هم پر خپل مکلفیت عمل کړی دی او له سیالۍ او مرید دارۍ پاک دي؛خو خبره د عادي او معمولي خلکو په وضع کې ده. ضرورت نشته،چې موږ داسې وضع رامنځ ته کړو،چې یوازې "نخبه ګان" او وتلي دې په غوره توګه خپله دنده ترسره کړي.

د ایمان او تقو اغېز[سمول]

ممکن ګران لوستونکي وانګېري،چې موږ په تېرو حسابونو کې د سمونې په کارونو کې د ایمان او تقوا هېښنده اغېز هېره کړى او مسایل مو یوازې د معاشي چارو له دریمڅې شنلي دي؛نو تېرې ویناوې یوازې د دنیايي ټولنیزو سازمانونو په هلکه دي؛نه د روحاني سازمان په هکله،چې له پاکو او سپېڅلیو وګړیو جوړه شوې ده او سروکار یې له معنویاتو سره دی، په روحاني سازمانونو کې د مانیزتوب او ایمان اروا د تشکیلاتو،نظم او سازمان ځای نیسي .

وایم : داسې نه ده. زه د ایمان او تقوا په هېښنده اغېزې منښتی یم. ایمان او تقوا ډېرې ستونزې هواروي او د ډېرو سوړيو ځای نیسي. که دا شان بودجه په همدې ازادۍ غیر روحاني سازمان ته ورکړه شي؛نو بیا یې پته لګي،چې څه خبره ده. په دولتي سازمانونو کې له دې دومره پراخو او اوږدو تشکیلاتو،مسوولیتونو، مجازاتونو او محکمو او څارنو سره سره،بیا هم وینو،چې بیا هم محکمو ته د بډې اخستنې دوسیې راځي. د دین او مانیزتوب ځواک دی،چې له دې دومره بې نظمیو او بې حسابیو سره سره زموږ روحانیت يې ساتلى او د نسکورېدو خنډ شوی يې دی . په ملايانو کې مو د مرحوم شیخ مرتضی انصاري په شان مشران راپیدا شول،چې د هغه په وینا پيسو ته به یې داسې کتل؛لکه څوک چې د جامو وینځلو له خیرو ډک خانک ته ګوري او یوازې د اړتیا پر مهال به یې ترې ګټنه کوله . په دیني زده کړیالو کې تل داسې کسان ول او شته،چې پر بې ساري قناعت او زهد یې ژوند کړی او ان خپل نږدې خپلوان یې هم له خپلې نشتمنۍ نه خبرول او ددې آیت مصداق دي : ((لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاء مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ (بقره/۲۷۳)= ستاسې نفقه په تېره بيا بايد) هغوى اړمنو ته وي، چې دخداى په لار كې تنګلاسي شوي وي؛( او پرحق دين دا يمان راوړو له امله له خپلو سيمو شړل شوي او په جهاد كې ګډون ورته اجازه نه وركوي،چې د خپل ژوند د لګښت پوره كولو لپاره په كسب او سوداګرۍ لاس پورې كړي)، مسافرت ته نشي تلاى (چې پانګه تر لاسه كړي ) او د هغوى د سختې استغنا په ليدو، بې خبره خلك پرې د شتمنو ګومان كوي؛خو هغوى له څېرو پېژندل كېږي او هېڅكله له خلكو په ټينګار څه نه غواړي ( دا دي ځانګړنې يې ! ) او هر ښه څيز، چې د خداى په لار كې نفقه كړئ؛نو بېشكه چې خداى پرې ښه پو ه دى .))

د نظم،نظام او سازمان ارزښت[سمول]

موږ منښتي یو،چې هم د تقوا او ایمان ځای نشي نیولای او ایمان او تقوا ډېری نیمګړتیاوې جبرانوي؛خو بلخوا داسې هم نه ده،چې ایمان او تقوا د هر څه ځایناستې وګڼو.له هر څه باید یوازې د هماغې د اغېزې تمه ولرو. نه مانا په بشپړ ډول د مادې ځای ډکوي او نه ماده د مانا ځای . په معنویاتو کې هم هېڅ یو یې بشپړ د بل ځای نه ډکوي،د ساري په ډول: نه علم د ایمان ځایناستېدای شي او نه علم کړای شي په بشپړ ډول د علم ځایناستی شي.

نظم،انضباظ او تشکیلات هم د بشري ژوند له سپېڅلیو اصولو دي . که وینو،چې معنویت او ایمان،ځینې مفاسد ،بې نظمۍ او بې انظباطۍ له منځه وړي دي،دې ته مو پام وي،چې د ملايانو د معیشت بې نظمي او بې تشکیلاتي، تر ډېره کچه د ایمان او معنویت ارکان څپڅپاندي کړي دي او فاسد چاپېریال یې رامنځ ته کړی دی . د خواشینۍ ځای دی،چې خلک یې پر خپلو سترګو ویني،چې د ځینو د تقلید مراجع زامن د روحانیت د بودجې په بې نظمۍ کې اختلاس کوي او په کلونو کلونو کې داسې لګوي،چې پای ته نه رسي . کله مو هم فکر کړی،چې دا بهیرونه څومره د روحانیت عالم ټکنی کړی او کوي یې؟!

د ملايانو د ټولنې یو ستره ستونزه مو  د ساختګي ملايانو رامنځ ته کول دي،چې ځینو غونډالو رامنځ ته کړي دي . دا غونډالونه ورته بودجې ورکوي . دوی په چل ول یا تطمیع یا پر نورو وسایلو نور له ځان سره همخوله کوي او په مانا کې د هغوی په ګټه او د مسلمانانو په زیان کار کوي .

زه نه غواړم دلته پر دې مفاسدو او چټلیو ویینه وکړم او هر څوک ترې څه نا څه خبر دي او دلته همدومره وایم،چې ددې فساد د جرړې رانړول یوازې له دې لارې شونې دي،چې ملايي چارې سمې کړو.

وعظ او تبلیغ[سمول]

وعظ او تبلیغ،ویناوالي او ممبر له هغو څانګو دي،چې په روحانیت پورې تړلي دي . که د دندې له اړخه،چې دوی یې پر غاړه لري او ترسره کړي یې دي او کوي یې او کومې نیمګړتیاوې،چې لري،که په دې اړه ویینه وشي؛نو ځان ته بله خپلواکه مقاله غواړي . دلته د تېرو مطالبو پر استناد همدومره وایم،چې د وعظ او تبلیغ غونډال مو هم په یو ډول عوام ځپنې ککړ شوى دى . دا اوس د امام په برخې او په پېسو پورې اړه نه لري او په دې پورې اړه لري،چې دې کار رسماً د یوې ورهڼې- کسب او کار او د مزدورۍ بڼه غوره کړې؛یعنې هماغه موضوع،چې ټولو انبیاوو ترې، په ګڼو ځایونو کې د قرآن په وینا ډډه کوله؛خو په موږ کې لا دوام لري . څرګنده ده،چې د عرضې- وړاندې کولو او تقاضا- غوښتنې قانون د قانون له مخې،چې هر څیز په وټیزو- اقتصادي مسایلو کې شامل شو او لکه د توکیو په څېر پلورلو ته وړاندې شو؛نو دا د مصرفوونکي په خوښې او لېوالتیا پورې اړه لري؛نه په سازښت – مصلحت پورې یې . هغه توکي،چې نور پوړونه یې هم پلورلو ته راوړي،که یوازې سازښت ته یې راوړي؛نو فرضولای شو،چې وعظ او تبلیغ مو هم د اسلام او مسلمانانو په ګټو کې ترسره کېږي . له نېک او سازښت اندي ویناوالو او له با ارزښته خدمتونو یې نمښتى- منکر نه یم او ددې پلوی هم نه یم،چې سملاسي دې حالت بدل شي او بل شان اوډون- ترتیب دې ورکړل شي؛بلکې ددې پلوی یم،چې پخپله د روحانیت سازمان دې د سمې برنامې له مخې ویناوال وروزي او د ژوند سمبالنه دې یې وکړي او هغوی دې د خپلې دندې اجر او رسالت و نه غواړي . دا ډله به وکړای شي،چې آزاد فکر وکړي او تړاو و نه لري . دداسې ډلې شتون دې ته بسیا دى،چې نور ترې هم پلوي وکړي . د روحانیت د سازمان په څېر د وعظ او تبلیغ غونډال مو هم آزادي نه لري او د عوام له ناپوهۍ سره په مبارزه کې کمزورى دی .

ګوتڅنډنه- ګواښ او انذار[سمول]

که د خدای په مرسته د روحانیت د سازمان مالي ستونزې هوارې شوې؛ نو ورپسې نورې ستونزې به هم هوارې شي، که موږ دا کار و نه کړو؛نو روزګار به دا کار وکړي . د روحانیانو په ټولو پوړونو کې له لومړۍ درجې؛لکه د تقلید مراجع او له لومړۍ درجې ویناوالو تر ځوانو پورې دیني زده کړیالو پورې د وړ،مخلص او سمونپالو شخصیتونو شتون ډېر د هیلې ځای دی . څه چې په دې مقاله کې وویل شول، په دې مانا نه دي،چې خدای مه کا،چې له نورو پوړونو سره په پرتلنه کې،په روحاني وګړیو کې کومه نیمګړتیا ده؛بلکې دا مقاله پخپله ددې دلیل دی،چې لیکوال څه د سمونې هیله هم لري،له دې سپېڅلې لړۍ دی . د لیکوال موخه دا ده،چې روحانیت ته په سم سازمان ورکولو مو د وړو شخصیتونو لاسونونه پرانستل شي او د سپېڅلې موخو د عملي کېدو لار هواره شي . د لیکوال په اند،چې بنسټېزې سمونې نه وي شوې؛نو د سمونپالو دنده دا ده،چې پر داسې یو کار بوخت شي،چې د دوی لږ وخت ونیسي او خپل ګټلي وخوري،چې په دې ډول آزاد فکر وکړي او ازاده وینا وکړي او په آزاده مورچه کې له اسلامه ملاتړ وکړي او بنسټیزې سمونې ته سریزې چمتو کړي . ستر علماء مو باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي،چې د روحانیت پایښت او دوام او د اسلام شتوالی په دې کې دی،چې د دین مشران د ژورو سمونو نوون په لاس کې واخلي،چې نن اړین بریښي . دوی نن د نیمه ویښ ملت پر وړاندې درلېدلي دي،چې ورځ پر ورځ وېښېږي . له روحانیت او اسلام،چې نننی پښت کومه تمه لري،غیر له هغه تمو ده،چې پخواني پښت درلود. له هغو خامو او له عقله لرې تمو به تېر شو،چې ځینې یې لري؛خو زیاتره هغه تمې پر ځای دي . که روحانیت څومره ژر و نه خوځي او خپل ګرېوان د عوامو له منګلو خلاص نه کړي او خپل ځواکونه منظم نه کړي او په روڼ وینۍ – روشن بینانه قدم پورته نه کړي؛نو دین ته د بې لېوالو سمونپالو له ستر ګواښ سره به مخ شي. دا ولس نن ددې ګډوډویو د سمونو تږی دی او سبا به یې تنده لاپسې زیاته شي، دا داسې ولس دی،چې د نورو ملتونو پر وړاندې وروسته پاتې والى احساسوي او په بېړه کې دی،چې ژر ورورسي. بلخوا د سمونپالۍ مدعیان ډېر، چې له دین سره تړاو نه لري،چې د ننني پښت د نويو او لوړو ننګېرنو په څارنځي کې دي . که اسلام او روحانیت دا لوړې ننګیرنې او اړتیاوې مثبتې و نه ځوابوي؛نو نویو راښکاره شویو قبلو ته به یې پام شي . فکر وکړﺉ که د سمونې دا مورچې دا کسان ونیسي؛نو اسلام او روحانیت ته به ګواښ نه وي؟ او که هوډ داسې وي،چې د خدای په مرسته به د ملايانو په چارو کې نظم راشي او داچې دا کار به پر کومه کړلار ترسره کېږي؛نو اندیالان دې کېني او د زده کړه ييزو کړلارو او سمبالنې د تول او ډول او نورو برخو له اړخه دې ددې کار اوډنه وکړي . په دې هکله مې ځینې یادداښتونه جوړ کړي وو؛خو دا چې دا مقاله اوږده نشي؛نو ترې تېرېږم .

هیله او تمه[سمول]

پوهېږم،ځینې دا اندونه او هېلې چټي او غیر عملي ګڼي. د دوی په ګروهه د روحانیت سازمان ته بیا نظم ورکونه، داسې دي؛لکه څوک چې مړی راژوندی کوي یا لږ تر لږه د هغه ناروغ ژغورلو ته ورته دي،چې له مرګ سره لاس په ګرېوان دی .

زه یې پر عکس فکر کوم او روحانیت د اصلي هستۍ له مخې له خورا ژوندیو غونډالونو ګڼم . ګروهمن یم،چې دا ژوندی او کارنده - فعال موجود پر زنځیرونو تړل شوی،چې باید ترې ازاد شي. تل مې ویلي او وایم،چې د روحانیت اصیله،باارزښته او ژوندۍ ونه مو افت ځپلې ده،چې ساتنه یې باید وشي او باید له افت سره یې مبارزه وشي. دا څرګندونه سل په سلو کې نه منل شوې او زیانمنه ګڼم،چې وايي دا ونه وچه شوې او له جرړې باید راویستل شي. "بې له عالمه اسلام" ښکېلاکي طرح ګڼم . ګروهمن یم،چې يو څيز هم د روحانیت ځایناستېدای نشي . د ژور اسلامي اصیل فرهنګ عاملان او حاملان په همدې ډله کې موندل کېږي . تقواګانې، ایمانونه، معنویتونه،سرښندنې او اخلاصونه ،چې د ملت د پایښت اصلي پټه مو ده، یوازې په همدې سپېڅلې ځمکه کې موندل کېږي . هغه مطالعه،چې د اسلام او بډایا معارفو په هکله یې لرم او کوم معلومات،چې ددې غونډال شخصیتونو په هکله لرم؛نو د روحانیت د سمونې هیله او ګروهه مې له دې اخستې ده. نه یوازې د دې غونډال سمونه فرض ګڼم؛بلکې عملاً یې لرې نه ګڼم؛بلکې پوره یې نژدې وینم. ((إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا . وَنَرَاهُ قَرِيبًا = (معارج/٦-٧)= [ځكه] چې هغوى دا(ورځ) لرې ويني، او(موږ) يې نژدې وينو.))

پاى





لړليک تقوا 6 د "تقوا" لغت 6 له خدایه وېره 9 د تقوا مانا او حقیقت 10 عملي اجبار 13 تقوا په نهج البلاغه کې 13 تقوا او آزادي 16 محدودیت که خوندیتوب؟ 17 د تقوا ساتنه 19 د تقوا ارزښت او اغېز 20 تقوا او روغتیا 23 د تقوا دوه سترې اغېزې 25 تقوا او روڼ ویني 25 تقوا او عملي حکمت 28 د عقل د دښمنانو دښمن 30 په روڼ وینۍ کې د تقوا د اغېزې خوالی- راز 31 ایا هوښ- هوش غیر له عقل دی؟ 36 تقوا او د ننګېرنو- احساساتو تلطیف 37 تقوا او پر سختیو د بریا ځواک 39 دوه ډوله سختۍ او ستونزې 39 پر نېکیو امر او له بدیو منع 45 هغه مسایل،چې فقهاء یې وړاندې کوي 45 د اسلام په تاریخ کې حِسبه او احتساب 48 د احتساب د کړۍ اوېجه- قلمرو 50 پر نېکیو امر، د احتساب له کړۍ بهر 51 د احتساب درناوی او سپېڅلتیا 52 په تېر مهال کې د مسلمانانو د سمونپالو څرګندونو د لمن پراختیا 52 د اسلام سپارښتنه او ټینګار 53 په سمونو کې د خلکو بې توپیري 55 په دې وروستیو کې پر نېکیو د امر حالت 56 هېر شوی آر 56 د "پند یا بند" آر 58 د اخلاص او عمل لار 59 له ژبې او غوږه له حده وتلې تمه 61 ډله ییز او ټولیز عمل 62 سول- منطق که تعبد؟ 62 په اسلام کې اجتهاد آر 68 اجتهاد څه دی؟ 68 ممنوع اجتهاد 69 مشروع اجتهاد 73 په شیعه وو کې د اهل حديثو پیدایښت 76 له اهل حديثو سره مبارزه 79 د دوه انددودو بېلګه 81 بډن- ممنوع تقلید 84 د بډن- ممنوع تقلید په هکله د امام صادق وینا 85 د بشپړوالي عوامانه انده او د علماوو له ګناه خوندېینه 87 مشروع تقلید 90 ولې له مړي تقلید جایز نه دی؟ 91 پر فتواوو د فقیه د نړۍ لید اغېز 94 پر اړتیاوو پوهېدل 95 مهم وړاندیز 96 په علومو کې کارپوهيز ویش 97 د فقهې زر کلن تکامل 97 فقهي شورا 98 د دیني اندنې بیا ژواکي 102 په هرو زر کلونو کې تجدید 110 په اوسني پېر کې د مسلمانانو ځوړتیا- انحطاط 113 پر مُرجیه د شیعه امتیاز 116 د علم فریضه 121 د مسلمانانو حالت 122 د اسلام د حکم د هېرېدنې علتونه 129 کوم علم؟ 130 تهیوي فریضه 131 د اسلامي ټولنې د عزت او خپلواکۍ آر 133 علم د عزتونو او خپلواکیو سټه ده 133 د علم فریضه،د نورو فریضو کونجي ده 134 پایله 134 دیني اوغیر دیني پوهې 135 د ښځې زده کړه 137 سپېڅلی جهاد 140 له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه 143 په ښو چارو او چوپړ کې سیالي 146 د ځوان پښت مشرتابه 151 دوه ډوله مسئوولیت 152 د وسیلو نسبیت او لڼدمهالوالی 154 د پېغمبرانو د معجزو اړپیچ 157 د پېغمبرۍ طریقه 158 غوره شاګردان 160 ځوان پښت که ځوانه انده ؟ 162 د خپل وخت عالم وسه 163 څه وکړو؟ 164 د دوو کهولونو بېلګه 165 نننى ځوان پښت 168 الحادي ښوونځیو ته د ورماتېدنې علتونه 171 د اندیزې ودې نښه 172 د قرآن هېرېدنه 173 ممبر او ویناوالي – خطابه 175 له اسلام سره د ویناوالۍ تړاو 175 د ویناوالۍ په تکامل او بدلون کې د اسلام اغېز 177 ویناوالي په دین کې 179 د جُمعې لمونځ 179 د جُمعې د اجتماع اصلي موخه 181 د جُمعې د لمانځه د خطبو منځپانګه 183 د جُمعې د خطبې په هلکه د اتم امام روایت 184 په اسلام کې موعظه 186 ولې تر ویناوالۍ موعظه ډېره ده؟ 187 وعظ او موعظه په نهج البلاغه کې 188 حسیني خطبې 191 ممبر او خطبه 193 په شیعه وو کې د عاشورا له پېښې سره د ویناوالۍ تړاو 193 د ویناوال – خطیب دندې 200 موعظه 200 د ګټو وینه 201 دیني اګاهي او ټولنیزه اګاهي 202 ښیون – هدایت څه ته وايي؟ 203 اخلاص 205 د شخصیتونو دلالي 206 د خلکو پر خوښه غږېدل 206 خطیب باید خلک له پېښو خبر کړي 207 د اندلس ناورين 209 د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمان ورونه 209 خطیب د اسلام ویاند 210 د علماوو په چارو کې بنسټیزه ستونزه 212 علاقه او مسوولیت 212 اصلي جرړه 213 تنظيم او صالح نظام 214 د دیني مدرسو ګټې 217 نیمګړتیاوې 219 د بودجې مسئله 221 تمرکز او ځواک 224 د کمزورۍ او قوت ټکی 225 شیعه ملاييتوب او سني ملاييتوب 226 واک او آزادي 228 عوام ځپنه 229 د سمونې لار 232 معیشت 234 د ایمان او تقو اغېز 235 د نظم،نظام او سازمان ارزښت 237 وعظ او تبلیغ 238 ګوتڅنډنه- ګواښ او انذار 239 هیله او تمه 241