ويکيپېډيا:غونډال ته څنګه ورننوځو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ددې لپاره چې د پوهنغونډ له امکاناتو څخه به بشپړه توګه ګټه پورته کړﺉ، نو باید چې د خپل کارن-نوم او تېرنويي (شفر) په کارولو سره غونډال ته ننوځﺉ.(که چېرې پوهنغونډ کې د کارن-نوم لرلو په ګټه نه پوهېږﺉ، نو بیا د ویکیپېډیا:ولې کارن نوم جوړ کړو؟ مخ ته ورشﺉ.) د یادولو وړ ده چې غونډال ته بې له ننوتنې څخه هم کولای شﺉ مالومات ولولﺉ او ان تردې چې بدلون هم پکې راولﺉ؛ په ویکیپیډیا کې د کارن-نوم جوړول تاسې ته ډېرې اسانتیاوې درکوي، په ټولیز ډول پوهنغونډ تاسې ته سپارښتنه کوي چې د ځآن لپاره کارن-نوم جوړ کړﺉ.

غونډال ته ننوتنه[سمول]

کله چې مو په پښتو پوهنغونډ چې ځانته کارن-نوم جوړول غواړﺉ، ستاسې څخه به برېښلیکپته، کارن-نوم او تېرنویی (شفر) وغوښتل شي. که چېرې ستاسې په غوښتل شوي نوم بل څوک شتون ونلري، نو په پوهنغونډ کې به ستاسې کارن-نوم جوړ شي او په خپلکاري توګه به غونډال ته ورننوځﺉ. د بل ځل لپاره چې کله غونډال ته ننوځﺉ، نو پورته کیڼ اړخ ته د «ننوتل / ګڼون جوړول» په پیوند (لېنک) باندې ټک وکړﺉ، او د کارن-نوم او تېرنويي په لیکلو سره غونډال ته ورننوځﺉ.

ترهغې چې تاسې په غونډال کې یاستﺉ ستاسې ټولې سمونې او لیکنې به ستاسې په نامه ثبت شي. هرکله چې وغواړﺉ له غونډال څخه ووځﺉ، کولای شﺉ. (له کله راهیسې چې تاسې غونډال ته راننوتي یاست ستاسې د انټرنېټ براوزر په پورتني ښي اړخ د «وتل» په نامه تڼۍ به لیدل کېږي.) کله چې له غونډال څخه ووتﺉ، نو ستاسې سمونې او لیکنې به ستاسې د نوم پر ځای ستاسې د سولګر IP پته په شمېره ثبت شي.

کولای شﺉ خپل کارن-نوم په پښتو ژبه غوره کړﺉ. مګر پدې اړه باید پام وکړﺉ چې خپله کیلیدړه (کيبورډ) سمه جوړه کړﺉ چې د پښتو توري سم ولیکﺉ. هسې نه چې د عربي یا پاړسي هغه توري ولیکﺉ

غونډال ته د ننوتنې ځینې ښېګڼې[سمول]

لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، د پوهنغونډ د مالوماتو د لوستنې او سمونې لپاره ایړنه نده چې پوهنغونډ ته ورننوځﺉ.

مګر غونډال ته ننوتنه دا شونتیا لري چې:

  1. هرځلې ۍچ د نړۍ له هر ګوټ څخه تاسې د پوهنغونډ لیکنو کې کمې زیاتې راولې یا لیکنې وکړﺉ، نو دا بدلونونه به ستاسې په نوم ثبت شي، او نور کارنان به ستاسې سمونې ستاسې د نوم سره وګوري، او پوه به شي چې دا بدلونونه تاسې ترسره کړي دي.
  1. تاسې به خپل ځانګړې د د کارن مخ مخ ولرﺉ، چې پدې مخ کې به د خپل ځان په اړه لنډ مالومات ورکړﺉ، او یا د هغو مخونو پیوندونه ورکړﺉ چې تاسې ورته هروخت سر ورښکاره کوﺉ او داسې نور مالومات. لدې پرته تاسې د د خبرو اترو مخ ځانګړې پاڼه ولرﺉ، چې د هغې له لارې به نور کارنان تاسې ته ځانګړي استوزي (پيغامونه) رالېږي، او پدې توګه به تاسې سره خپل نظرونو راکړه ورکړه وکړي.

که چېرې مو خپل کارن-نوم یا تېرنویی هېر کړ[سمول]

که چېرې مو خپل تېرنویی یا کارن-نوم هېر کړ، نو د هغې برېښلیک-پتې له لارې یې ترلاسه کولای شﺉ چې د لومړي ځل لپاره مو د کارن-نوم د جوړولو پر مهال کارولې وو. د هغې برېښلیک-پتې په وسیله کولای شﺉ له پوهنغونډ څڅه وغواړﺉ چې بل تېرنویی ستاسې په برېښلیک-پته درولېږي. که چېرې ستاسې برېښلیک-پته ناسم وي یا بند شوی وي، نو کولای شﺉ د ویکیپیډیا:پازوالان څخه مرسته وغواړﺉ (کېدای شي دوي ستاسې د کارن-نوم او تېرنویي په پیدا کولو کې له تاسې سره مرسته وکړي، مګر په هغه صورت کې که چېرې تاسې دا په رښتیا په زبات ورسوﺉ چې دا کارن-نوم په رښتیا ستاسې دی.)

امنیتي لارښوونې جدي په پام کې ونیسﺉ[سمول]

هرهغه بدلون چې ستاسې د کارن-نوم له لارې په پوهنغونډ کې راځي، تاسې د هغې ځواب ویونکي یاستﺉ. نو پدې توګه له ډېر پام څخه کار واخلﺉ.

  • خپل تېرنویی (شفر) بل چاته مه ښایﺉ.
  • که چېرې له نېټ کېفي یا له کوم عمومي سولګر څخه پوهنغونډ ته ور ننوځﺉ، نو د کار په پای کې ارومرو له پوهنغونډ څخه ووځﺉ.
  • خپل تېرونویی وخت پر وخت بدلوﺉ، او داسې عبارات وټاکﺉ چې تاسې ته هروخت په یاد راتلو والا وي، مګر د نورو خلکو لپاره په سادګۍ د پوهې وړ نه وي.

کينډۍ:ژباړه