ويکيپېډيا:عقیدتي زده کړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ګروهيزې زده کړې[سمول]

څېړنه: اجرالدين اقبال[سمول]

د (( ديني ملي)) خوځښت پلويانو ته، چې د راتپل شويو خوځښتونو له پايلو ستړي ستومانه شوي او روڼ سباوون ته سترګې پر لار دي.



د قر آن کريم اعجاز[سمول]

داسلامي نړۍ د مشهورمفسرمرحوم علامه طباطبایي رحمة الله عليه د "اعجازقرآن" له کتابه . :

 قرآن مجيد په ( ٢٣) کلونو کې پر حضرت پېغمبر صلى الله عليه واله وسلم نازل شوى . قرآن د نورو کتابونو په پرتله د فصاحت ،بلاغت ،بيان ،تعبير د مانا ژوروالي او ښکلي اسلوب په درلودو له ځانګړي اهميته برخمن دى،داسې چې د پېغمبر اکرم صلى الله عليه وآله وسلم تلپاتې معجزه ده . 
 د بشريت پرمخ ،چې د هرې پوهې دروازه پرانستل شي ؛ نو له قرآنه پرده لرې کېږي . 
او په پایله کې د قرآن له يوې نوې معجزې سره اشنا کېږو. 
 د قرآن کريم د نزول په مبارکه زمانه کې د قرآن د اعجاز د ازباد- ثبوت يوازېنۍ لار، فصاحت ،بلاغت او غيبى اټکلونه ول، حال  داچې اوس د قرآن کريم د اعجاز د ازباد ‏لپاره لس ګونې لارې شته . 

موږ دلته د قرآن مجيد علمي معجزو ته په لنډ ډول اشاره کوو ،دا مو بايد په ياد وي،چې قرآن مجيد د((ښیون- هدايت )) او لارښوونې (( کتاب)) دى ،چې انسانان له ناپوهۍ ،فقر،مرييتوب ‏او هر ډول بوتپالۍ څخه ژغوري (اياک نعبد) اوکله هم د کيميا او فزيک په څېر کتاب نه دى اوکوم مسايل ،چې په کيميا او فزيک کې اوڅار- مطرح شوي هغه د قرآن شريف له شانه لرې دي ،ليکن داچې طبيعت د خداى تعالى د قدرت له نښو ځنې دى او د څښتن تعالى د پېژندو لپاره طبيعي او غوره لار طبيعت ته سم فکر کول دي؛نوځکه څښتن تعالى د طبيعت په اړه لطيف او په زړه پورې تعبيرونه لري ،چې د وحې د نزول په مبارکه زمانه کې بشر ددې تعبيرونو له ژوروالى خبر نه و او ان ‏ ځينې اوس هم رابرسيره شوي نه دي. اوس د بېلګې ‏په توګه د قرآن مجيد څو علمي معجزو ته اشاره کوو:

١_ د ځمکې جاذبه :

د (( د نيوټن )) له پيدايښته څه له پاسه زرکاله مخکې  قرآن د ځمکې  د جاذبې په اړه ‏خبر ورکړى او وايي :
أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا ( المرسلات/۲۵)= ايا موږ ځمكه د انسانانو د اوسېدانې او ټولنيز ژوند مرکز کړى نه دى؟

د نيوټن تر پيدايښته مخکې ‏لس گونو تفسيرونو واضع کړې ده ،چې کفات ( مصدر دى او د (( فاعل اسم )) په مانا استعمالېږي ) د جذبولو په مانا دى .

٢_   د ځمکې  انتقالي حرکت : 
 د گاليله د لرکسي ( دور بين ) تر اختراعه څه له پاسه زر کاله مخکې  او پردى سربېره ، چې د(( کپلر او کوپرنيک )) د نظرياتو په ملاتړ يې دا نظريه بېخي رد  کړه ،چې گنې ځمکه د کايناتو مرکز دى او بيا یې  چې د ځمکې  انتقالي حرکت کشف کړ؛نو تر دې ټولو ړومبى قرآن شريف په ډاگه ويلي،چې:

وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ( نمل/۸۸) = او غرونه ګورې، چې ګومان كوې، ښه كلك (اوپرځاى) ولاړ دي،حال دا چې (دا) د ورېځو په څېر روان دي . الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا (طه/۵۳) = هماغه خداى، چې ځمكه يې تاسې ته د هوساېني ځاى كړ

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ(ملک/۱۵) = (څښتن ) هغه دى چې ځمكه يې تاسې ته اېل كړه؛ نو په څنډوكې يې ګرځئ او (د خداى حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ چې د مړيو) ژوندي كول يواځې د هغه لوري ته دي.

٣_ د ځمکې وضعي حرکت :

گاليله ، چې پر خپل محور باندې د ځمکې د حرکت په اړه باب نظريه ورکړه او له خدايه ناخبرو کشيشانو په اعدام محکوم کړ او هغه هم له ناچارى تاريخي توبه وايستله؛نو تردې زر کاله مخکې قرآن شريف په ډاگه د ځمکې د څرخيدو په اړه ویینه - بحث کړې ده :

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (نازعات\ ٣٠ ) = او تر هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.

د ژباړونکي تبصره :

خدای بښلي ‏محمد تقي شريعتي د تفسيرنوين په ٤٤ مخ کې د(( دحها)) په اړه ليکي:

((دحيها)) :عموما مفسرانو په قرآني آيتونو کې ((دحى اوطحى )) ((وغوړوله )) مانا کړې ،په (( الهيثة والاسلام )) کې سيد هبة الدين شهرستاني له عربي لغاتو څخه د زياتو شواهدو په راوړو سره ((په چورلولو)) مانا کړى او ويلي یې دي :

((دحو)) هغه ډول چورليدو ته وایي،چې د خپل ځان په شاوخوا پر چورليدلو سربېره پر بل محور هم وڅرخي ،لکه پرپرکى او دا مانا له نويو اکتشافاتو سره جوخت د ځمکې د حرکت او چورليدو د څرنگوالي او کيفيت ښوودنکى ده او د قرآن مجيد له علمي معجزو ځنې شمېرل کېږي .

دتفسيرنمونه د ٢٦ټوک ،په ١٠٠ مخ کې ،(( دحها)) په اړه ‏ليکي:

((دحا)) له دحو(دمحوپه وزن ) ،چې د (( غوړيدو)) په مانا دى، اخستل شوى او ځينو داسې تفسير کړى،چې د يو څیز له اصلي ځايه حرکت ته وایي او دا،چې دا دواړه ماناوى يو د بل لازم او ملزوم دي،توپيرته يوې ريښې ته راگرځي .

په هر صورت له ((دحوالارض )) څخه مطلب دا دى ،چې په لوموړیو وختونو کې سيلابي اورښتونو ‏د ځمکې مخ نيولى و او بيا ورو ورو دا اوبه د ځمکې غارونو،سوريو او کندو ته ننوتې،چې بيا له اوبو څخه وچې راپورته شوى او ورځ په ورځ غوړيدلى،چې اوسنی حالت یې غوره کړ( او دا مسله د ځمکې او اسمان تر پيدايښته وروسته پيښه شوى.)

٤_ د کايناتو پراخوالى

قرآن مجيد د کايناتواوعالم د انبساط او پراخوالى خبر ورکړى دى. 

وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ(ذاريات/۴۷) = او موږ اسمان په (خپل) قدرت سره جوړ كړى دى او تل يې پراخوو.

٥_ نامریي ستنې

په هغه زمانه کې ،چې د(( بطليموس )) نظريه پر ټولوعلمي ناستو واکمنه و،قرآن کريم د(( په سترگو نه ليدونکيو)) ستنو ویننه کوله :

الله الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا(رعد/۲)= څښتن هغه دى چې اسمانونه يې بې ستنو، چې و يې وينئ پورته كړي (او درولي) دي.

تفسيربرهان (۳/ ۲۷۸) ليکي :

چا امام رضا( رحمةالله عليه ) وپوښت: ((آيا آسمانونه ستنې لري ؟))

په ځواب کې یې وويل :

((هو!هلته ستنې شته؛خو تاسى یې نه وينى .))

٦_ د ستورو حرکت :

 د بطليموس د نظریې  په پلوۍ،چې پوهانو ټول ستوري او سيارات په آسمان کې ثابت گڼل ؛خو قرآن د دوى پرخلاف هغوى داسې ښیي . 

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ(انبياء/ ۳۳) = او (څښتن ) هغه دى چې شپه و و رځ او لمر و سپوږمۍ يې پيدا كړل، هر يو په (يو ټا كلي) مدار كې لامبو وهي .

٧_ د لمر حرکت :

په هغه زمانه کې ،چې ټولو داسې گڼله ،چې گنې لمر ثابت دى او د ((وگا)) ستورى لا نه و کشف شوى ،قرآن ويلي :

وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (يس/۳۸) = او لمر (هم هغوى ته يوه نښه ده چې) د ځواکمن (او) پوه (خداى) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار (مدار) روان دى.

٨_ د بوټو زوجيت يا جوړې

کله چې نړۍ په ناپوهۍ کې شپې ورځې تېرولې؛نو قرآن کريم له لسو څخه د زياتو آيتونو په ترڅ کې د بوټو د زوجيت او جوړى په اړه ‏يادونه کړې او دا یې روښانه کړى،چې څښتن تعالى ټول بوټي جوړه پيدا کړي دي .

وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ( رعد/۳) = او هماغه دى چې ځمكه يې وغوړوله او غرونه او سيندونه يې پکې رامنځ ته كړل او په هغې كې يې د هر ډول مېوو جوړې پيدا كړې، پر ورځې د شپې (توره پرده) ورخپروي، پدې (چارو) كې هغوخلكو ته نښې دي، چې فكركوي .

سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ(يس/۳۶) = پاك دى هغه (خداى)، چې د هرڅه جوړې يې پيداكړي دي،که هغه ځمکه راټوکوي يا پخپله د دوى له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو، چې دوى يې لا نۀ پېژني.

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ(لقمان/۳۱) = خداى) اسمانونه بې ستنو چې تاسې يې ووينئ، پيدا كړي او په ځمكه کې يې [ غرونه] واچول،چې (هسې نۀ) و مو لړزوي (او استوګنځى مو ارام وي) او په هغې کې يې هر ډول خوځنده ژوي خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه واورولې، چې له ځمكې مو پرې د بوټو هر راز ښې جوړې را وټوكولې.

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّى(طه/۵۳) = هماغه خداى، چې ځمكه يې تاسې ته د هوساېني ځاى كړ او په هغې كې يې لارى جوړې كړې او له اسمانه يې اوبه واورولې ، چې په هغې مو(له خاورو) ډول ډول بوټي راوټوكول .

٩_ د فضا تسخير:

 مخکې تر دې،((چې يوري گاگارين )) فضا ته د سفرنيت کړى وى او (( ارمستراتگ )) په سپوږمۍ کې ښکته شوى وى ؛نو قرآن شريف تر دې ١٤ پيړى مخکې د فضایې سفر په اړه ویینه کړى او د برياليتوب زيرى یې  ورکړى دى .

يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ(رحمن/۳۳) = د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ چې د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو (په پوره) ځواک سره.

١٠_  په پورته جهان کې ژوندي ژوي: 
 نن ورځ پوهان د پورته کراتو په لوړو او ژورو کې ژوندي ژوي لټوي او لا تراوسه یې  قانع کوونکى معلومات ‏لاس ته نه دي راوړي ؛خوقرآن مجيد( ١٥) پيړى مخکې  په ډاگه په پورته جهان کې د ژونديو ژویو ‏خبر ورکړى . 

وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ(شوری/۲۹) = او د هغه (د قدرت) له نښو د اسمانونو او ځمكې پيدايښت او پدې دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خپرول دي او چې کله وغواړي (؛نو) پر راغونډولو يې وسمن دى.

له پورتنيو او ددې په څېر له نورو مثالو ځنې ازبادېږي ،چې په قرآن مجيد کې د ټولو علومو ريښې شته او پوهان،چې د هستۍ او کايناتو د خوالو- رازونو د رابرسيره کېدو لپاره هر گام پورته کړى؛نو د قرآن مجيد د حقايقو له دروازو به ورته يوه پرانستل شوى وي .

لمونځ[سمول]

دلته لومړى په لنډ ډول د بېلا بېلو ‏اړخونو له مخې د لمانځه اهميت او بيا د لمانځه سلامونه ترغورلاندې نيسو.

١_ له ديني اړخه :

نبوي حدیث : لمونځ ددين ستنه ده.

د انسان او خداى ترمنځ اړیکه په لمانځه پيدا او ټينګېږي،که دين په عملي توګه د بنده او خالق ترمنځ اړیکه ټينگه نه کړاى شي؛نوخپلو اهدافوته نشي رسيدلاى؛ځکه ددين له اهدافو ځنې يو دا هم دي،چې د بنده اوخداى ترمنځ روحاني اړیکه ټينگه کړي .

٢_   له اخلاقي پلوه : 

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ الله أَكْبَرُ و الله يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵)= هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د څښتن يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي. لمونځ د انسان مخه څښتن تعالى ته گرځوي،چې د اخلاقي او انساني فضيلتونو د غوړېدنې ، ودې او تقو باعث یې ګرځي او انسان په الهى خويونو روزل کيږي،چې طبعاً له دغسې انسان څخه بې حيا یي او بدکار نه ترسره کېږي او په پایله کې ترې مطلوب اخلاقي انسان جوړېږي .

٣_ له روزنیز او ټولنیز اړخه :

إِلَّا الْمُصَلِّينَ. الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ. وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ. لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ( معارج /۲۲، ۲۳ ، ۲۴، ۲۵) = خو بې له لمونځ كوونكيو (چې لدې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)، هغوى چې تل خپل لمونځونه كوي؛ او هغوى چې په مالونوكې يې يو ټاكلى حق وي،د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)

دلته ځير شي،چې اسلام په ټولنه کې د فقر له منځه وړو لپاره لمونځ کونکى په روحاني لحاظ روزي ،چې د ټولنې د چارو د سمون لپاره په هڅو لاس پورې کړي .

له سياسي اړخه :

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ الله أَكْبَرُ و الله يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵)= (( هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د څښتن يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي. )) اسلام د خپلو اهدافو د تطبيق لپاره منظم تشکيلاتي فعاليتونه کوي،چې طبعاً دا ډول فعاليتونه بې له حزب او تشکيلاتو ځنې ناشوني دي؛نوځکه خداى تعالى خپل گوند د (( حزب الله )) په نامه ياد کړى. دا چې لمونځ پنځه وخته پرمسلمان او په جماعت سره فرض شوى په لمانځه زوراچول او يا په هره جمعه کې د يوى سيمې خلک راټولېږي او د جمعې لمونځ کوﺉ او يا حج ته د نړى له گوټ گوټ څخه مسلملنان راټولېږي؛نو که دا راټولېدنې له تشکيلاتي فعاليتونو سره په اړه ترغور لاندې ونيسو،راته به ثابته شي،چې پنځه وخته په جماعت لمونځ د يو کلى د حالاتو له خبرېدو سربېره په خپلومنځونو کې د معلوماتو ‏د بدليدو رابدليدو اونادودو له منځه وړولپاره څومره موثراوپرځاى هڅه ده.

دغسې د جمعې لمونځ هم دسيمې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره سيمه ييزه غونډه ده او په کال کې يوځل حج د نړى د ټولومسلمينو له حالاتو څخه د خبرېدو او لازمو تصميمونو لپاره مناسب ځاى دى،که لمونځ د تشکيلاتي فعاليتونوله اړخه ترغور لاندې ونيسو ؛نو څرگنده به شي،چې لمونځ له سياسي اړخه خورا اهميت لري . 
٥_  د اروا پوهنى له اړخه: 

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ الله أَلاَ بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ( رعد/۲۸) = هغه کسان، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د څښتن په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د څښتن په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

نن د ارواپوهنې او روحي ناروغیو ‏ډاکترانو ته دا ثابته شوى،چې ويره،نهیلي او تشويش تر نيمایي څخه د زياتو ناروغیو باعث گرځي،چې دا عوامل په دعا ،لمونځ اوديني ايمان له منځه تلاى شي .

٦_  له طبي اړخه : 

د لمانځه مقدماتي آداب لکه اودس ،غسل او د بدن او جامو پاکوالى دا ټول په حقيقت کې د چاپېریال ‏او انسان په روغتيا ښه اغېز لري او د حديث شريف له مخې،چې ((پاکوالى د ايمان شرط)) ښودل شوى؛نو يوه برخه یې د لمانځه د حکم په تطبيق کې عملي کېږي .

٧_ له روحياتي اړخه :

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ. الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ(مومنون/۱، ۲ ) = ((په رښتيا چې مؤمنان بريالي شول؛ هغوى چې په خپل لمانځه كې عاجزي كوي))

توجه اوخشوع د لمانځه له مهمو شرايطو ځنې دي؛ځکه د انسان حواس يوځاى ته راټولېږي او ذهن یې حضور مومي ،چې همداعوامل د انسان د برياليتوب باعث گرځي .

٨_ له مانیز- معنوي اړخه :

 د لمونځ په شمول ټول عبادتونه پر ظواهرو سربېره باطن او حقيقت هم لري مثلا: موږ لمونځ ظاهرا د بدني حرکاتو په اجرا کولو کوو؛خو په باطن کې همدا لمونځ د مؤمن معراج او روحاني سفر دى ( الصلوة معراج المؤمن ) د اسلامي روايت له مخې،خلک عبادت په درې ډوله سر ته رسوي. 

١_ ځينې خلک د دې لپاره عبادت کوي،چې ثواب وگټي،چې دا د حريصانو عبادت دى (حرص)

٢_ ځينې خلک ددې لپاره عبادت کوي،چې له اوره خلاص شي او دا د بندگانو عبادت دى (ويره)

٣_ ځينې خلک ددى لپاره عبادت کوي،چې له څښتن تعالى سره مينه لري او دا د کريمانوعبادت دى ( امن )

پېغمبر اکرم صلى الله عليه وآله وسلم ويلي :(( د خدای داسې عبادت وکړه ،چې گنې ته هغه وينې او که ته هغه نه وينې ؛نوهغه خو تا گوري ))

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا(اسراء/۷۹) = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (اولمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده، هيله ده چې ستا پالونكى تا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري .

د لمانځه سلامونه[سمول]

په لمانځه کې څلور سلامونه مطرح دي ،چې دلته پرې په ترتيب سره د خپل فهم او پوهېدنې له مخې رڼا اچوو.

١_ السلام عليک ايها النبى ورحمة الله وبرکاته .

(( سلام ،رحمت اوبرکت دى وى پرتا اى نبى صلى الله عليه وآله وسلم .))

٢_ السلام علينا .

(( سلام دې وي پرموږ؛يعنى موږ ،چې ديوى ((ګروهې)) او (( اسلامي  امت )) غړي يو او حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم مو لارښود دى . 

٣_ وعلى عباد الله الصالحين .

(( اوسلام دې وي د څښتن تعالى پرټولو صالحو بندگانو.)) 

٤_ السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .

(( سلام ،رحمت اوبرکت دې وي پرنامحسوسو( ملايکو) اومحسوسو( موجوداتو)

تشريح :[سمول]

لمونځ د مومن معراج او روحاني سفر دى ( الصلوة معراج المؤمن ) نو د دې هدف په پامنیوي د لمانځه سلامونه هم د روحاني او مانیز- معنوي اړیکې او ټينگښت ښودونکى دي.

السلام عليک ايهاالنبى : 
په لومړي پړاو کې پرنبي سلام ويل شوى او په دى سلام کې لمونځ کوونکى له نبي سره خپل مانیزه اړیکه ټينگوي .

نبى د څښتن ‏تعالى له لوري انسانانو ته د ازادۍ ، اگاهۍ، پوهې ،لیدانې- بصيرت او د باطلو قدرتونو پر وړاندى د (( عصيان )) پېغام راوړى او زموږ اندیزه - فکري مبدا (لا اله – الا الله ،محمدرسول الله) ده؛نو په لمانځه کې،چې پر نبي سلام وايو مفهوم یې دا دى ،چې موږ ستا د راوړى لارې پيروان يو ته مو بيلګه اومعلم یې.

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ الله أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو الله وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ الله كَثِيرًا(احزاب/۲۱) = په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي.

نن ،چې شيطاني لارې (پرګنواله- کمونيزم ،پانگوالي ، سکولريزم ،لبراليزم ،ولسواله-نشنليزم .... ) د انسانانو د بې لارۍ،ضلالت ،رکود ، انجماد،ځوړتيا ، او په شاتگ انساني ضد او ابليسي برنامى پرمخ بيایې،موږ ددې پر وړاندې خپل (( اسلامي هويت )) ساتلى او د تکامل،بشپړتيا،کمال،رشد،ارتقا او ښیون لار مو نيولى.

يا په لنډ ډول : پرنبي باندې سلام اچول د نړۍ د غيرالهي او شيطانى لارو پر وړاندې په غوڅه ، قاطع او مشخصه توگه د مسلمان ((اندیز- فکري ، ګروهیز- عقيدتي ، او ايديالوژيکي )) دريځ اعلانول دي.

السام علينا : 
سلام دې وي پرموږ؛يعنى ،چې د رسول الله صلى الله عليه و آله وسلم پيروان او د ((اسلام امت ))غړى يو د دى سلام په ويلو د نړۍ له ټولومجاهدينو سره ( ،چې له هر ډول استکبار او کفرسره جنگېږي ) خپله روحاني اړیکه ټينگوو؛ځکه ټول د يو امت غړى او له يو دښمن ( الکفرکلهم ملة واحد ) سره جنگېږو.دا ((سلام)) مسلمان مجاهده ته روحي ډاډ او اطمینان ورکوي ،چې له استکبارسره په جهاد اومبارزه کې يوازې نه يې ؛بلکه ټول مسلمانان دې تر شا ولاړ دي . 
 نن د نړۍ د مشرۍ لپاره کفار په واحد تشکل ( دملگرو ملتونو سازمان ! ) کې راټول شوي ،که څه هم د کفارو ترمنځ بيلابيل سيستمونه وجود لري؛خو بيا هم يوه لار او بهير وهي  او د مسلمينو او مظلومينو د ځورولو او ربړولو لپاره گډ تصميم نيسي او په نړۍ کې د هر اسلامي ازادي غوښتونکى نهضت د ځپلو او له منځه وړو لپاره په هرممکن کارلاس پورې کوي .دا چې د لمانځه دويم سلام ( السلام علينا) د مؤمنيوترمنځ روحاني اړيکې ټينگوي؛نو پوهيداى شو،چې جسماني او توکیزې- مادي اړيکې خو هرومرو بايد وي؛نوځکه ټول اسلامي  نهضتونه (چې د هر مذهب پيرو وي) بايد د اسلامي  مبارزو د ښیون- ښیون  ، همغږۍ او پيوستون لپاره (( رهبرى شورى )) جوړه کړي ،چې د (( نړيوال کفر )) پر وړاندې مسلمين تشکيلاتي مرکز او (( رهبرى شورى )) ولري او هر هېواد ،چې د دې ډول فعاليت لپاره مناسب وي د مرکزپه توگه وټاکي ، د يوبل له مبارزاتى تجربو پند واخلى ،چې د مستکبرينو پرضد د مسلمينو (( الهي غورځنگ )) د (( نړيوال انقلاب )) په بڼه انځور شي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُوا ْالله لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( آل عمران/۲۰۰) = مؤمنانو! ( د ستونزو او هوسونو پر وړاندې ) له زغمه كار واخلئ او (د دښمنانو پر وړاندې هم) زغم وکړئ او (خپلې) پولې څارئ او (ځانونه) د خداى له ( عذابه) وساتئ . ښايې چې برى ومومئ په پایله کې به د (( نړيوال کفر)) ټغرراټول او د عدل (( نړيوال اسلامي حکومت )) به جوړشي .

أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ(هود/۸۱) = ايا سهارنژدې ن دى

وعلى عباد الله الصالحين :

((د څښتن ‏تعالى پرصالحوبندگانو دې سلام وي.))

څوک چې پرغيبو ايمان لري،لمونځ کوي او نفقه هم ورکوي اوپردې سربېره د انبياوو پر رسالت او اخروي ژوند ايمان لري؛نو د بقرى سورت د لومړنيو آيتونو له مخې  مؤمن انسان شمېرل کېږي؛نومؤمنين چې د اسلامي  ايمان ( توحيد ،نبوت ،معاد) په رڼا کې کوم اعمال سرته رسوى ورته (( صالحه اعمال )) وایې  .ددى سلام په ويلو سره د حال ، ماضي او استقبال زمانې د صالحينو ترمنځ روحاني ارتباط ټينگېږي او د ځنځير د کړۍ په څېر يو له بله سره نښلول کېږي: 

دا (( سلام )) په حقيقت کې د بشري تاريخ په اوږدو کې د (( تاريخ فلسفه )) د وحدت ((توحيد )) پر بنياد تفسيروي ،چې ټولوصالحينو يوه لار،يو ارمان او يو هدف درلود او هغه هم (( توحيد)) .

 کله چې وايوسلام دې وي د خداى پر صالحو بندگانو( وعلى عباد الله صالحين ) نو موږ د تيرې شوې زمانې له صالحينوسره خپل روحاني ارتباط ټينگ کړ،چې موږ نن ستاسې د نېکو کړنو پيروان يو،چې په دې توگه په (( عالم برزخ )) کې مو دهغوى روح خوشحاله کړ .دغسې زموږ اوسنۍ نیکې کړنې  به د راتلونکيو کهولونو- نسلونولپاره د نېکو کړنو لار اواره کړي .  
 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : 
څلورم سلام نامحسوسو موجوداتو( ملايکو) اومحسوسو موجوداتو ته ويل شوى . 

د (( توحيدي ليد)) له نظره هستي او کاينات پر دوو نسبي او اعتباري برخوو يشل شوې ده .

( الف ) : غيب ( نامحسوس) ( ب ) : شهادت ( محسوسات )

هر څه له تجريباتو، مشاهداتو او حسي ادراکاتو لرى وي ، هغه ((غيب)؛خو چې د دوى تر واک لاندې وي ورته ((شهادت )) وایې .

د مومن له صفاتو ځنې يو یېهم پرغيبوايمان درلودل دي.

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ(بقرة/۳)

دلته په څلورم پړاو کې ،چې په ((محسوسو او نامحسوسو)) موجوداتوسلام ويل شوى مفهوم یې  دا دى،چې انسان له نورو مخلوقاتو ( غيب اوشهادت ) سره خپل پيوستون او ارتباط اعلانوي او د يوازیتوب پر اندې -مفکورى دبطلان کرښه راکاږى. 
 نو په څلورم سلام کې،چې مسلمان انسان د طبيعت او د څښتن تعالى له ټولومخلوقاتو سره اړیکه او مانیز- معنوى پيوستون اعلانوي ؛ نوځان د طبيعت جز ګڼي او نورو مخلوقاتو ته د ضررد نه رسولواعلان کوي او د طبيعت له قواوو څخه د خپل تکامل ( اليه راجعون) لپاره گټ اخلي؛ ځکه علم د طبيعت د ښکاروندو- پديدو او ددوی ترمنځ اړیکه بيانوي او دين ورته لورى او جهت ورښیي،پرعکس نن وينو،چې ((علم او تکنالوژۍ )) ډيره پراختيا موندلى؛خو له دينې لارښوونې بې برخې ده ؛نوځکه دعلم او تکنالوژۍ له لاسه اتومى چاودنو په هوا،وچه اولمده کې د خداى مخلوقات په عذاب کړي ؛نو که علم  د دين له لارې رهبري نشي ؛نو ډير ژر به دنيا د اور په لمبوکې وسوځي لکه ،چې بالقوه د سوځېدو په حال کې ده ( د ستروشيطانى قدرتونو د لرې او نژدې واټن ويشتونکيو اتومي توغنديو ته پام وکړى .) اوداحالت مو په دې پوهوي،چې انسان له طبيعت سره د حقيقي اړیکې مطلب هير کړى يا داسې وايو،چې د لمانځه څلورم سلام یې  هيرکړى دى . 

د روژې ټولنيزې ،روغتیایي اوتشکيلاتي گټې[سمول]

روژه د اسلام د (( انسان جوړوونکي )) دين له پنځو بناوو ځنې يو ده او د رمضان دمياشتى روژه نيول پرمسلمانانو فرض ده .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(بقره/۱۸۳) = مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي چې ځان ساتي شئ.

څښتن تعالى دنارينه اوښځينه روژتيانوپه ستاينه کې فرمایي  :

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ الله كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ الله لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا(احزاب/۳۵)= په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکونارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى.

د رمضان سپوږمیزه- قمرى مياشت په هرو٣٦کلونو کې د کال په څلوروفصلونو( پسرلى ، اوړى ، منى ، ژمى ) کې راځى. دلته موږ (( روژه )) دلاندې اړخونو له اړخه ترغورلاندې نيسو.

(الف ) ټولنيزې گټې.

( ب) روغتیایي گټې .

( ج)  تکشيلاتى ځان جوړونه . ( اعتکاف ) 
دا دى په ترتيب سره پورته عنوانونه ترغورلاندې نيسو. 
( الف) ټولنيزې گټې : 
روژه د انسان جسم او روح له ولږې او سختۍ سره بلدوي،چې په دې توګه د نشتمنو له حالاتوخبرشي. 
اسلام  د ټولو بشري پرگڼو دين دى په يوې خاصې ډلې ، طبقې ، ټبر او نژاد پورې اړه  نه لري؛خو د ټولنو د نشتمنو،محرومينو او مستضعفينو د حقوقوپه ځاى کولو ته ځانگړى پاملرنه لري،چې په دې اړه په قرآن مجيد اوسنت النبوى کې لازمې لارښوونى ښودل شوي دي؛نو اسلام ددې له امله ،چې مجاهد مسلمان له ټولنى څخه د فقر او دفقردعواملو له منځه وړو پر روحيه سمبال وروزى ؛نو روژه نيول یې ورباندې فرض کړى؛نوځکه په حقيقت کې روژه نيول يو ((انقلابى عمل )) دى ،چې مسلمان د ټولنى د(( زور ،زر او تزوير)) د خاوندانو پر وړاندې له خپلوهمليکو او همقطارو سره يو ځاى يو ډول احساس او دريځ په ډاگه اعلانوي . 
نوموږ،چې روژه د ټولنيزو اړخونه په اړه څېړ؛نوبايد په ټولنه کې یې  داستضعاف ( هرهغه څه ،چې د انسان او بشري ټولنې د ضعيفوالي باعث گرځي) د بشپړ له منځه وړنې د لازمې وسيلى په توگه ترغورلاندې ونيسو او دا وګړیز - فردي اوښتونیزه – انقلابي کړنه  ‏ د گردې ټولنې د سمون مناسبه وسيله وگڼل شي  . 
روژه په په مسلمان کې خواخوږي او د زړه سوي حس راژوندى کوي،چې په گرده نړۍ کې د لوږى د له منځه وړو لپاره (( اوښتونیز- انقلابي پوتنسيال )) ولري .

او د اسلام له استراتيژيکو اهدافو يو دا هم دي،چې په نړۍ کې د (( قسط)) پربنيادعدالت ټينگ کړي ؛نو که موږ روژه د همدى هدف په اړه ترغورلاندې ونيسو ؛نوهغه دننني عوامل ،چې داسلامي تشکيلاتو لارويان همدى هدف ته رسولاى شي روژه ده .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(بقره/۱۸۳) = مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي چې ځان ساتي شئ.

پېغمبر اکرم صلى الله عليه و اله و سلم وايي : (( تاسې د روژې په مياشت کې د څښتن تعالى ميلمستيا ته بلل شوي يې )) ؛نوځکه :

١_ له خدايه وغواړى،چې نيتونه او زړونه مو له ګناهونو او بدو صفاتو پاک کړي .

٢_ د روژې نيول او د قرآن د تلاوت توفيق درکړي .

٣_ کله ،چې وږى او تږى شوى؛نو د قيامت لوږه او تنده درپه ياد کړي.

٤_ نشتمن ‏ولټوي او لاسنيوى یې وکړي .

٥_ پرکوچنيانواوخپلوانو ولورېږي.

٦_ ژبه له ناوړه ويلووساتئ .

٧_ په سترگوحرام ليده کاته مه کوئ .

٨_ په غوږونوحرام مه اورئ .

٩_  د خلکوپريتيمانو ولورېږی،چې ستاسې پر يتيمانو هم لورنه وشي . 
١٠_  د لمانځه په وخت کې د دعا لاسونه پورته کړى ،چې قبلېږي دغسې يو اسلامي  مشرويلي، چې : 

روژه یوازې دا نه ده ،چې سړى له خوراک څښاک ډډه وکړى ؛ بلکې بايد په روژه کې لاندې څيزونو ته پاملرنه وکړي:

١_  ژبه به له دروغو ساتي . 
٢_  سترگې به له حراموپټوي . 
٣_  يوله بل سره به شخړې او لانجې نه کوي. 

٤_ له کينې به ځان ساتي .

٥_ د يو بل غيبت به نه کوي.

٦_  له گړپړ،شور او بې ځايه خبرو به ځان ساتي . 

٧_ قسم به نه خوري که څه هم رښتيا وي .

٨_ له سپکو سپورو‏ څخه ډډه وکړي .

٩_ پر چا باندې به تيرى نه کوي .

١٠_ کم عقلي او زړه تنگي به نه کوي.

د مسلمانانو په تشکيلاتى ټولنه کې،چې له پورته لارښوونو سره سم روژه ونيول شي او له شيطاني خويونو( دروغ،کينه ،کنځلى غيبت ، شخړى ، تيرى ...) څخه ځانونه خوندي وساتل شي؛نوطبعاً جرايم او جنايات ډير راټيټېږي او د وگړیو ترمنځ د سولى ،رښتيا او امانت روحيه پياوړې کېږي او په ښو کارونو کې به يو له بل سره سيالي کوي،يعنې د ټولنې د غړيو ترمنځه به په (( تقوى )) او((نيکيو)) کې سيالى وي نه په ((فجور)) او (( سيئاتو)) کې . 
( ب) روغتیايي ګټې: 
 په نه خوړو کې د هاضمې سيستم استراحت کوي ،چې په دې توگه بدن تندرسته کېږي ؛نو ځکه پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم وايي: ((روژه ونيسى ،چې روغتیا ومومى .)) 

ترڅه له پاسه ( ١٤) پيړيو وروسته بشري پوهې اوعلم ته جوته شوى،چې روژه پر بدن اوهمداراز د ډول ډول جسمي ناروغيو په رغولو کې هېښنده- حيرانونکى ونډه لري ،چې دا دى موږ دلته دڅومشهورو ډاکترانو منښتې - اعتراف ته په لنډ ډول اشاره کوو:

ډاکترالکسيس کارل (،چې درگونوپه پيوند کې یې  دنوبل جايزه اخيستى اوهم یې  د((دعا)) يوکتاب ليکى ) وایې  :

د روژتي ا نسان ‏د وينې قند رالوېږي ،تر پوټکي لاندې وازدې او د عضلاتواوغدو پروتين یې مصرفېږي او د ځيگرخجرې یې ازادېږي.

همداراز ‏زياتوي : 
(( ټولو اديانو پر روژى نيونې ټينگار کړى،په روژه کې لومړى لوږه او کله  يو ډول عصبي تحريک او بيا ضعف احساسېږي؛خوپه عين حال کې يو ډول پټ کيفيت ( چې خورا مهم دى ) په فعاليت پيل کوي او بالاخره د بدن ټول غړى د دننني چاپېریال او زړۀ د تعادل ساتلو لپاره خپله زېرمه ميدان ته راباسي او په دى توگه روژه د بدن د ټولوغړیو د مينځلوسبب گرځي . 
فرانسوي ډاکتر(( کويل پا )) وایي  : 

په کولمو کې دغذا د تخميرله کبله له پنځونه څلورناروغى پيدا کېږي،چې بيا دا ټولى په روژې نيوونې رغېږي .))

داکتر((تومانيانس )) د روژى د گټو په اړه وایي :

(( ... روژه د تندرستۍ اوښه روغتیا لپاره غوره لار‏ ده ،چې په دې اړه یې د زوړ او نوي طب پام را اړولى.))

 هغه ناروغي،چې د هاضمې په تيره بيا د پښتورگیواوځيگر د خرابى باعث گرځى ؛نوپه درملو چې نه رغېږي ،په روژه رغېدلاى شي . 
 همداراز په روژه د هاضمې خرابوالى له منځه ځي . 

ځيگر د زيات فعاليت له امله ستړى کېږي او له وينې څخه صفرا نشي اخستلاى؛نو ځيگر په يو ډول خاصى ناروغۍ اخته کېږي،چې دا ناروغي د روژې نيونې له لارې رغېدلاى شي. )) ډاکتر((الکسى سوفورين )) ليکي :

 د لاندې ناروغيو په رغولو کې روژه ځانگړې ونډه لري : 

١_ د وينې د کموالي ناروغي .

٢_ د کولموضعف .

٣_ ساده او مزمن التهاب.

٤_ خارجى اوداخلى دملونه .

٥_ سل .

٦_ اسکليرور.

٧_ روماتيزم.

٨_ نقرس .

٩_ استسقا.

١٠- نوراسينى .

١١_ عرق النسا.

١٢_ د پوټکى روژيدل .

١٣_ د سترگو ناروغي .

١٤_ د شکرې ناروغى .

١٥_ جلدي ناروغۍ .

١٦_ د پښتورگي او ځيگر ناروغي .

په (( اهميت روژه ازنظرعلم روز))کتاب کې پريولړناروغيو باندې د روژې هېښنده- حيرانوونکى اغېزې ترغورلاندې نيولى ،چې مونږیې په لنډ ډول بيانوو.

١_ دهاضمې سيستم ناروغي : دا نارورغي ،چې د روژى له لارې رغېږي تر اوسه یې په سلوکې ٥\٩٧ برياليتوب ترلاسه کړى .

٢_ چاغي او ډنگروالى :

د چاغۍ او ډنگروالي د ناروغيو له منځه وړو لپاره روژه سل په سلو کې برياليتوب ته رسيدلى .

٣_ عصبي ناروغۍ : د روژې له لارې دعصبي ناروغيودرملنه ۹۰ سلنه برياليتوب ته رسيدلى .

٤_ روماتيزمي ناروغۍ : دروژى له لارى ددى ناروغيودعلاج په اړه په سلوکې ١٢\٩٠ برياليتوب ته رسيدلى .

 ٥_  د زړه او رگونو ناروغۍ : د روژې له لارې ‏ددې ناروغيو په درملنه کې په سلو کې ٢٩\٩٦ برياليتوب ترلاسه شوى دى . 

٦_ دپوټکى ناروغى :په دى باب په سلوکې ٣٠\٩٢ برياليتوب ترلاسه شوى دى .

٧_ تنفسي ناروغۍ : د تنفسي ناروغيو په رغولو کې روژى په سلوکې ٧٥\٨٢ برياليتوب ترلاسه کړى دى .

٨_ تناسلي ناروغۍ : تناسلي ډول ډول ناروغۍ چې د روژى له لارې یې درملنه شوې ؛نوتراوسه یې په سلوکې ٤٧\٩٠برياليتوب ترلاسه کړى .

( ج) اعتکاف يا تشکيلاتي ځان جوړونه : 

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ الله أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ الله لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ الله فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ الله آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ(بقره/۱۸۷) = تاسې ته د روژې په شپو كې له خپلو مېرمنو سره کوروالى حلال شوى دى. هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست (دواړه ديو بل ښكلا او ديو بل د ساتنې لا مل ياست ) خداى پوهېده، چې تاسې له خپلو ځانو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو ترسره كاوه)؛نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس ورسره يو ځاى شئ او څه چې درته خداى روا كړي هغه (خوند) واخلئ او(همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ تر هغه وخته چې (د شپې) د تر وږمۍ له تورې ليكې مو د سپېده داغ څريكه تر سترګو شي . بيا؛ نو تر شپې پورې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې چې څيله ياست؛ نو له خپلو مېرمنو سره مۀ يوځاى كېږئ، دا الهي پولي دي!؛نو(با خبر، چې دګناه په نيت) ورته مۀ نژدې كېږئ. خداى دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ښايې دوى (ځان) وساتي.

اعتکاف له ((عکف )) څخه اخستل شوى او يو څه ته د تعظيم او احترام له امله مخ اړول او ورسره يو ځاى کېدو ته وایي او په شريعت کې ((اعتکاف)) دې ته وایي،چې مسلمان ، څښتن تعالى ته د تقرب او نژدى والي په نيت په جومات کې پاتى شي يا په بله وينا (( د تعبد او بندگۍ په نيت په جومات کې پاتى کېدوته اعتکاف وایي.))

اعتکاف له پخوانيوعبادتونوځنې دى،چې د ابراهيم عليه السلام له زمانې راهيسې و او ښایې له مخکې هم معمول و

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (بقره/۱۲۵) = او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه او (د خاطرو د رايادولو لپاره مو وويل:) د ابراهيم له مقامه لمانځه ځى جوړ کړئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

څښتن ‏تعالى د خپل گوند( حزب الله ) د غړيو د ځان جوړونې، د ايمان د پياوړتيا او ځواکمنۍ لپاره ځانګړي تشکيلاتي برنامې لري ،چې يو یې هم د خداى تعالى په خپل کور(جومات) کې څو ورځى پرله پسې پاتې کېدل دي .

اعتکاف د ځان جوړنې لنډه برنامه ده،چې مسلمان څو ورځې په جومات کې لمونځونه ادا کوي او روژې نيسي،له خپلې ميرمنې سره له يوځاى والي،د عطرو له کارونې،د دنياوي راکړې ورکړې ،ځانمنۍ ،شخړو او لانجو او همداراز حرامو کارونو څخه لرى وي ،چې په حقيقت کې اعتکاف د حج د برنامو يوه برخه هم ده، په حج کې انسان خپل ځان او تاريخ پيژنې ،خپل فطري موجوديت ته رجوع کوي او ټولوهغو مادي عواملو ته شا کوي ،چې انسان یې له خپل فطري بهيرځنې کوږ کړى وي او په حقيقت کې اعتکاف هم دهمدغسې روزنى لپاره لازم چاپېریال دى؛نو په رښتيا،چې ‏پېغمبراکرم صلى الله عليه و آله وسلم وايي: :(( د رمضان دمياشتې د وروستيو لسو ورځو اعتکاف له دووحجونو او دووعمرو سره برابر دى .))

 د انقلاب ،جهاد او الهى سياست پېغمبر(صلى الله عليه واله وسلم ) به هرکال د رمضان په وروستى لسيزه کې اعتکاف کاوه؛خو يوځل ترى د بدر د غزا له امله پاتى شو؛خو بل کال یې دهغه د جبران لپاره شل ورځې اعتکاف وکړ. 


هدایت- ښیون د قرآني آياتو په رڼا کې[سمول]

هدایت - ښیون پرڅلورډوله دى :

١_ تکويني ښیون .

٢_ تشريعي ښیون.

٣_ د وسيلې او زمېنې جوړولو په مفهوم ښیون.

٤_ د نعمتونو او اجرونو پر لورى ښیون.

١_ تکويني ښیون :

څښتن  تعالى په مخلوقاتو ( انسان ،ساه لرونکى اوبى ساه ....) کې د تکامل او بشپړتياوو يو لړ عوامل اواسباب ((شته )) کړي،چې هغوى د تکامل په لوري بیايي،چې دى ډول ښیون ته (( تکوينى ښیون)) وایې  . دا ښیون  يوازې په څښتن  تعالى پورې اړه لري او (( طبيعى او ماوراً طبيعى )) اسباب اوعوامل د تکويني ښیون وسيلې دي. 
د مورپه زېلانځ - رحم کې د جنين وده اوتکامل ، د‏ بوټي لوېدل ، د لمريزنظام په ټاکلو مدارونو کې دسياراتو گرځيدل،داتم په مدارونو کې د الکترونونوحرکت ، دشاتو مچى ،چې په نظم اوعالي تمدن سره خپل ژوند ته دوام ورکوي ،همداراز سترگې ،چې د ليدو،غوږونه د اورېدو ،پوزه د بوى او زړه ،چې د وينې د پمپ دنده ‏پرغاړه لري دا ټول د تکويني ښیون  مثالونه دى . 
قرآن مجيد وایي  :

قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/۵۰) = ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل پيدايښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

هستى ،چې د(( الهى قوانينو= سنت الله )) له مخې ((شته )) او رهبرى )) کېږي د تکويني ښیون په نامه يادېږي . ٢_ تشريعى ښیون  :

د کايناتو له کوچنۍ ‏ذرې ( اتوم ) څخه تر لويو ذراتو( مثلا لمريزنظام ) پورې ټول مخلوقات د الهي نظم اوقوانينو ( سنت الله ) له مخې مخ پرتکامل حرکت کوي .

وينو چې يوه دانه د ټاکلي قانون او شرايطو په صورت کې په غټه ونه بدلېږي او د شاتومچۍ د الهي وحې له مخې په نظام اوعالي تمدن سره خپل ټولنیز ژوند پرمخ وړي.

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ(نحل/۶۸) = او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته وحې [ اوغرېزي الهام ] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه.

دغسې انسان ( اشرف مخلوقات ) هم له دې قاعدې بيل نه دى اوتکامل ته د رسېدو لپاره ((الهي قوانينو )) ته اړتیا لري او دا چې انسان ته د نورو موجوادتو پرخلاف (( اراده )) او (( اختيار)) ورکړل شوى او د حق او باطل د دوو لارو په منځ کې درول شوى

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (شمس/۸) = نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړې ده (او په زړۀ کې ور واچوله).
نو په داسې شرايطو کې انسان لارښوونې ته اړتیا لري ،چې سمه لار ( صراط مستقيم = تقوى ) له کږې لارې ( فجور) څخه وپېژني ،چې له بېلارۍ ، زوړتیا ،زوال او له منځه تگه خلاص شي.

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ( شمس/۹) = چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شو.

نو د انسانانو په ژوندن کې تشريعي ښیون هماغه الهي قوانين (سنت الله) دي ،چې پېغمبرانو ته وحې شوى ،چې بشريت د خير،صلاح او کمال پر لور رهبري کړي او په دې توگه بشري ټولنې د کايناتو له عمومي نظام سره همغږي شي.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ( بقره/۱۵۶) = موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو!

  يا داسې وايو خداى تعالى بشريت ته د پېغمبرانو او آسماني کتابونو له لارې نيغه لار ( صراط المستقيم ) ښودلې ،چې دې ډول ښیون  ته ((تشريعي ښیون )) وایي . انسانان د ښوونى او روزنى له لارې ددې ډول ښیون  په رڼا کې د تکامل په بهيرکې تلاى شي  . 

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ(بقره/۲)= دا هغه (ستر) كتاب دى، چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي .

وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ(انبياء/۷۳) = او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكوته) لار ښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يواځې زموږ لمانځونكي وو

٣_ ښیون د وسيلى اولارپرانيستو په مفهوم :

دا ډول ښیون  د (( توفيق ))په نامه هم يادېږي او هغه دا چې خلکو ته بايد د پرمختگ وسايل چمتو شي،چې پخپله خوښه د تکامل لپاره ترې گټه واخلي . لکه د مدارسو،مساجدو ،روزنیزو مرکزونو، کتابتونونو او سمينارونو جوړول او همداراز  د مبلغينو او لايقو معلمينوروزل ،چې په حقيقت کې دا ډول ښیون  د تکويني او تشريعي هداياتو ترمنځ گډه پوله لري يا داسې وايو ،چې (( برزخي ښیون  )) دى . 

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ(عنکبوت/۶۹)= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى.

٤—د نعمتونو او اجرونو په لوري ښیون

دا ډول ښیون يوازې د مؤمنو او مصلحو انسانانولپاره دى ،چې په آخرت کې به ورته د خپلو کړو او اعمالوپه بدله کې اجر ورکول کېږ ي. قرآن کريم د خداى تعالى د لارې د شهيدانو د سرښندنې تر يادولو وروسته داسې وایي :

سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ(محمد/۵) = ژر به لار وروښيي او کاروبار به يې سم کړي؛

اصلا دا څلور ډوله ((ښیون)) د يو((حقيقت)) بېلابېل پړاوونه دي ،چې يو په بل پسې راځي ؛ځکه په لومړي پړاو کې څښتن تعالى د (( تکويني ښیون )) له مخې انسان ته عقل او فکر او نورې قواوى ورکړي او حق لارى ته د (( بلنې)) لپاره د پېغمبرانو لارښوونې پيلېږي ( تشريعي ښیون =ارشاد،تبليغ) ،چې بيا د عمل پړاو ته د رسېدو لپاره یې د څښتن تعالى ((توفيق ))په نصيبېږى او لار ورته اوارېږى ،چې په دې توگه د ښیون دريم پړاو وهي ؛يعنې دلته ښیون د((توفيق )) په مفهوم دى او په څلورم پړاو کې په آخرت کې د خپلو نېکیو کړنو پایله ويني (د اجرونو په لوري ښیون ) .

 تشريعي ښیون د پېغمبرانو او اسلامي رهبرانو له بنسټیزړو او حتمي دندو ځنې شمېرل کېږي او ښیون  د توفيق او لارى د اواري په مفهوم د انبياوو ،رهبرانو او اسلامي  حکومتونو له مهمو برنامو ځنې شمېرل کېږي او نور دوه ډوله ښیون  (تکويني – د       اجرونوپه لوري ښیون) يوازې په څښتن ‏تعالى پورې اړه لرى ؛نوځکه د قرآن مجيد په هرځاى کې،چې له پېغمبراکرم صلى الله عليه وآله وسلم  څخه ښیون  نفى شوى مطلب یې  تشريعي او توفيقي ښیون  نه؛بلکې ((تکويني او د اجرونوپه لوري ښیون )) دى . 

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ(نور/۴۱) = ايا نۀ وينې څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، د خداى تسبيح وايي او(همداراز) الوتونكي چې په اسمان كې يې وزرونه غوړولي وي (دهغه) تسبيح وايي؟! هغوى هر يو (خداى ته) پر خپل لمانځه او ثنا ستاينې پوهېږي؛ او څه چې، كوي خداى پرې پوهېږي.

ولې قرآني ښیون يوازې د متقيانو لپاره دى ؟

قرآن کريم د عالمينو لپاره نازل شوى ؛خو قرآني ښیون  د بقره په دويم آيت کې يوازې د متقيانو لپاره خاص شوى دى ؟ 
 ترهغه چې انسان حق (څه چې له عقل او فطرت سره متناسب اوهمغږه وي) ته د تسلمېدو پړاو ته نه وي رسېدلاى (چې دا په حقيقت کې د تقوى يو پړاو دی ) نوممکن نه ده ،چې د آسماني کتابونو او د انبياوو له (( بلنې)) څخه گټه واخلي . 

يا په بله وينا : بې ايمانه کسان په دوه ډوله دي .

الف - يوه ډله هغه کسان دي،چې د حق په لټې پسې دي او د تقوى دومره اندازه یې په زړه کې وي،چې د حق په لټې پسې دي او د تقوى دومره اندازه یې په زړه کې وي ،چې هر چېرې ((حق)) وويني؛نو مني یې .

نو دا طبيعي ده،چې هر آسماني کتاب د لومړنۍ ډلې لپاره گټور او دويمنى له هغه گټه نشي اخيستلاى. يا په بله وينا : د (( فاعل پرفعاليت )) سربېره د (( قابل قابليت )) شرط دى او دا معادله په تکويني او تشريعي ښیون دواړو کې صدق کوي . مثلا پر ښوره ځمکه ،چې څومره باران هم وورېږي ؛خوبيا هم گل پکې نه راټوکېږي؛ځکه ښوره ځمکه د باران له څا څکو څخه د گټنې وړ نه ده .

نو((انسانى وجود)) هم ترهغې ،چې له کينې او تعصب څخه پاک شوى نه وي د ښیون اولارښوونې تخم پکې نه زرغونېږي؛نوځکه څښتن تعالى وایې  :

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ( بقره/۲) = دا هغه (ستر) كتاب دى، چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته


دنيا او آخرت[سمول]

 ځينې،چې د اسلام د(( انقلابي فرهنگ )) د حقيقي روحیې  له پوهېدنې بې برخي وي ؛نو له تبليغاتو او ذهنيته یې داسې ښکاري ،چې گنې اسلام خلک داسې روزي ،چې ((دنيا)) ته شا او(( آخرت )) ته مخه کړى ،حال دا چې که د (( اسلام )) په (( اصيل فرهنگ)) کې بې له تعصب ،ناپوهۍ او کينې د (( دنيا او آخرت )) مسئلې ته غور وکړو؛نو ددې دواړو په اړیکه اومفهوم به ښه پوه شو. 
  د انبياوو عليهم السلام د ښوونو له مخې،دنيا انسانانو ته د تيارۍ او ځان چمتو کولو پړاو دی .دنيا د آخرت سريزه او انسان ته د مدرسې په حيث ده ، يا په بله وينا دنيا انسان ته د مور د زېلانځ  - رحم په څېر دی،چې پکې د بل ژوند لپاره تيارى نيسي: 

(( دنيا)) د کرلو او تخم شيندلو ځاى دى او(( آخرت )) د رېبلو او ميوى راټولولو. دنيا او آخرت د کال د دوو فصلونو په څېر دی،چې ((دنيا)) د کرلو او(( آخرت)) د راټولو فصل دى . نوځکه د (( دنيا او آخرت )) ترمنځه داسې ټينگه اړیکه ‏ده،چې د انساني عمر دوه برخې او د يوکال دوه فصلونه گڼل شوي،چې يو یې کرل او بل یې راټولول دي، يو یې (( زڼې )) اوبيل یې ((ميوه)) ده .

په اسلام کې (( دنيا)) د (( آخرت )) سريزه گڼل شوى؛نوطبيعى ده،چې آخرت ته د رسېدو لپاره هرومرو بايد له سرېزې تېرشي؛نوځکه دا به د اسلام له مزاج اوطبيعته څومره لرې وي،چې دنيا په پام کې ونه نيسي او احکام یې خلک له دنيا څخه په شا کوي . انحضرت صلی الله علیه وآله وسلم ‏وايي: (( په اسلام کې گوښه کېناستل اوله دنيا څخه مخه اړول نشته . ))

 همدغسې په اسلامي رواياتو کې راغلي،چې : ((د دنيا لپاره داسې اوسه ،چې گڼى تل دلته اوسې او د آخرت لپاره داسې اوسه ،چې گنې سبا به مرى . )) 

(( څوک ،چې دنيا د آخرت او يا آخرت د دنيا لپاره پرېږدي؛نو زما له پيروانو به نه وي . ))

د دنيا او آخرت په اړه په قرآني آيتونو کې له غور او پلتڼې معلومېږي،چې (( ١١٥)) ځايه د (( دنيا)) او (((١١٥ )) ځايه د (( آخرت )) يادونه شوى ،چې ددى مساوي اندازې يادونه د (( دنيا اوآخرت)) دواړو اهميت راښیې .

حضرت علي (ک) وايي: (( په دنيا کې د خداى تعالى دوستان د پرله پسې هلو ځلو له لارې د څښتن تعالى د رحمت په لټه کې وي اود دنيا له لارې یې  آخرت په برخه کېږي .)) 

دنيا د الهي وحې د راکيوتو ځاى،د پرښتومصلا او د څښتن تعالى د دوستانو معبد دى . چا چې له دنيا سره په صداقت او رښتینولۍ چلن وکړ ؛نو دنیا هم ورسره رښتینې او صادقه ده او د خوښۍ اوعافيت موجب یې گرځي، ته په دنيا تېروځې؛خو دنيا څوک نه تېرباسي،ته په دنيا تېرى کوى؛خو دنيا په تا تېرى نه کوي .....))

له پورته څرګندونې ثابته شوه ،چې (( اسلام )) دنيا داسې نه ويني ،چې گنې دا د انسان لپاره ((تبعيد ځاى )) دی او يا د بې ارزښته ژوند ځاى وى او په اسلامي ښوونو کې ،چې (( دنيا )) رټل شوى مطلب یې دا دى،چې انسان يوازې په مادياتو (دنيا) اخته نشي او مانا ( آخرت ) هم په پام کې ولري؛ځکه که یوازې مادياتو ته یې مخه وى نو په دې صورت کې یې دنيا (( معبود)) گرځي ،چې دى ته ((دنيا پالي)) وایې ،چې د ((شرک )) يو ډول دى او اسلام د ځمکې پرمخ د ((شرک )) ټکونکى دى .

دنيا ته د پاملرنې بل دليل دا دى،چې انبياووعليهم السلام پرځمکه د((توحيدي ټولنې )) او (( حق حکومت)) د جوړښت لپاره نه ستومانيدونکي هلې ځلې کړي او بلخوا په قرآني آيتونو کې د(( سياست))،((جهاد)) ، ((سوداګرۍ)) ،(( صنعت )) ،(( علومو)) ،(( کورنۍ )) ،(( واده )) ،(( ټولنيزو مرستو )) او ......... يادونه راښیې ،چې اسلام څومره د دنيوي ژوندن نظام ته پاملرنه کړې ده .

د انبياووعليهم السلام له سترو اهدافو ځنې يو دا هم و،چې د(( دنيوي او اخروي نېکمرغۍ )) ترمنځ تضاد له منځه يوسي او هغه انسانان ،چې يوازې يو اړخ یې په پام کې نيولى وي د(( عتدال )) په بهير کې یې رهبري کړي .

له دنيا څخه د سر اړونې مانا دا نه ده ،چې د حلالى لارې د رزق حاصلول بد گڼل شوي ؛بلکې دا کار ثواب يا عبادت گڼل شوى؛خومطلب دا دى ،چې په دنيا مال،رياست ،مقام ،چوکى .....) پورې زړه تړل غندل شوي دي .څوک چې په ژوند کې د (( څښتن )) له قوانينو پرته بل هرڅه اصل وگڼى ؛نوهغه به یې ((معبود)) وي .

مال،شتمني،چوکۍ ،مقام ،اولاد دا ټول څيزونه د څښتن تعالى نعمتونه دي.که له دې نعمتونو څخه د ((څښتن)) په لار کې استفاده وکړو؛نو ويل کېږي،چې د نعمتونو(( شکر)) مو ايستلى او د (( آخرت)) لپاره مو کار کړى او که د((څښتن)) تعالى له لارې پرته مو په نورو لارو کې ورڅخه ‏گټنه وکړه؛نو ويل کېږي،چې نعمتونه مو په خپل ځاى کې نه دي استعمال کړي او ((ناشکري)) مو کړى او د ((دنيا)) لپاره مو کار کړى دى. 
دا چې په اسلامي روايتونو کې د راکړل شویو نعمتونو د(( شکر ايستنې)) دستور راکړل شوى؛نو مفهوم یې لفظي شکر ايستنه نه ؛بلکې هرڅیز او نعمت بايد پخپل ځاى کې د (( څښتن  )) لپاره کېښودل شي او همدى ته د آخرت لپاره کار هم وایي. 

څوک چې نعمت د ((څښتن)) تعالى لپاره نه؛بلکې د بل هر څه لپاره هرچېرې چې استعمال کړي ؛نو د نعمت ناشکري یې کړى او دې ته د دنيا لپاره کار هم وایي.

دې څرګندونې ته په پامنیوي،في نفسه ((دنيا)) اوڅه ،چې په جهان کې توکیز- مادي او مانیز-معنوي امکانات اونعمات دى؛نو نه دي رټل شوي؛خو د دوو نيتونو،دوو لارو او جهتونو (لوریو) په پامنیوي کې د جهان د توکیزو او مانیزو ‏نعمتونو استعمال په پام کې نيول شوى دى .مثلا((ټيپ) يوه وسيله ده ،چې هم د (( دنيا)) اوهم ((آخرت )) لپاره ترى کار اخستلاى شو.په دې مانا که شهوت راپاروونکى کسټې پرې ثبت يا وغږوو؛نو د لهولعب لپاره به استعمال شوى وي ،چې دا دنيوي کار شو او که پرى د (( اسلامي پوهانو)) خبرى ،د قرآنکريم تلاوت،اسلامي ترانې ،اشعار او روحاني موسیقي ثبت کړو او د خلکو ( الناس ) د ذهن د روښانولو لپاره ترې گټنه وکړو؛نو دا کاربه مو د( آخرت) لپاره وي .تلويزيون هم که د بې مانا، منځنتشي‏،بى هدفه اوبې ژمني هنر،فلم او صحنو د خپرولو لپاره استعمال شي ؛نو دا دنيوي کارشو او که ددې پرعکس شي نودا آخروى کارشو.

که يو دوکاندار ددې لپاره لمونځ کوي،چې خلکو ته ښه معلوم شي او له دې لارى په خلکو کې شهرت ومومي او هرڅوک ترى سودا وکړي ؛نودا يو دنيوي لمونځ دى نه اخروي.  دا لمونځ د خداى تعالى لپاره نه ؛بلکې د سودا لپاره دى .   مبارزه او جهاد که دطاغوتانو ،اشرارو ، کمونستانو، ملحدينو او مستکبرينو د له منځه وړلو او دهغوى پرځاى د الهي قوانينو د اجرا لپاره نه وي او د بل هرڅه ( ځانښودنې ، د امکاناتو را ټولولو،ځان مشهورولو ،قدرت ترلاسه کولو ...) لپاره وي؛نو دا ډول جهاد دنيوي کار دى نه اخروي؛نوځکه څوک  ،چې په همدى مفهوم اومانا جهاد کوي،دا د باطني اوظاهري طاغوت په لار کې زيار ايستل دي ، چې د (( فى سبيل الطاغوت )) مبارزې په نامه يادېږي. 
 په اسلام کې ((رهبري )) يو اصل دى ،چې د مسلمانانومشر پرخلکو باندې داسلامي  قوانينو د چلولو ژمن دى او دا کار يو مسؤليت دى،((رهبرى د ټولوعباداتو د قبلولومعيار دى او که رهبري نه وي،ټول کړه وړه به ناسم وي؛ځکه ټولنه ،چې پر لار ولاړه شي ؛خو سمه رهبري نشي ؛نو نه يوازې د ټولنې ټول کارونه به بې گټى وي ؛بلکې د عبادت ،دين او انسان زيان به هم پکې وي. ))  
که يو مشرله دې مقامه د خلکو د تېرايستنې، ځان ښودنې د خپلې خوښې  د حکم چلولو،مادي امکاناتو راغونډولو او له ټولو هغو لارو چارو کارواخلي،چې د((اسلامي  انقلاب )) او د ((اسلامي معيارونو)) پرخلاف وي، نودا يوه مجازي او دنيوي رهبري ده؛ نه اخروى . 
له اسلامي  دستوراتو ځنې يو هم په جمعه او د جمعې لمونځ دى او پرتوکیزو- مادي او مانیزو- معنوى گټوسربېره يو ټولنیزه ګټه یې دا ده ،چې مسلمانان يو دبل له حاله خبرشي  . يو له بل سره خواخوږي او شفقت وکړي.خپلمنځې ستونزې او شخړې په گډه  او مشوره وڅېړي او د اواري ‏لار یې  پيدا کړي . له مملکتي مسايلوځنې باخبره او د ستونزو ‏په اواري کې نظر ورکړي؛خوهغه د جمعې لمونځ ،چې پورتنۍ موخې و نه لري ؛نو  دا دعادت په ډول راټولېدل دي،بې له دې،چې زموږ د روحياتو او ټولنې جوړوونکى اوسى او يا (( لمونځ ،چې دانسان جوړونى کارخانه د ه)) خپل هدف ته به نه وي رسيدلاى . دا لمونځ دنيوي لمونځ شو؛نه اخروي . 
کله ،چې وايو موږ دا کار د آخرت لپاره کړى،مطلب مو يو ذهني او خيالي پایله په لاس راوستل نه دي؛بلکې مطلب مو دا دى،چې د څښتن تعالى هرحکم له حکمته خالي نه دى او ديو هدف لپاره یې  وضع کړى ؛نوموږ بايد دحکم په مانا،هدف اوحقيقت ځان وپوهوو او بيا داسې عمل وکړو ،چې هدف مو تر لاسه شي،چې په حقيقت کې په همدى منځپانګه او مانا اسلامي  اوامر پرځاى کول د(( ودې)) ،(( آزادۍ )) او((آخرت )) لپاره د کار په مفهوم هم دى . 

فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا(جن/۱۴) = نو چا چې اسلام ومانه؛ نو هغوى د ښيون [/هدايت] په لټه كې وو.

پورتنی آیت د رښتيني مسلمان مصداق دى .

موږ په ورځني ژوندن کې ډېری مسلمانان وينو،چې اسلامي دستورات په ايمانى توگه په خورا( تعصب) سره اجرا کوي ؛خو په حکم کې،چې څه هدف موجود وي هغه نه ترلاسه کوي .

 آيا حکم غلط دى ؟( اليعاذبا الله) آيه پرحکم د سړى ايمان اوتصوراشتبا دی ؟ 
په ځواب کې وايو ،چې نه حکم غط دى او نه پرحکم د سړي ايمان ؛ځکه لوى خداى هرحکم د يو هدف اوحمکت له مخې  وضع کړى،نه عبث اوبې هدفه ؛خو نيمگړتيا په موږ کې ده او هغه دا ،چې ايمان مود پوهى پربنياد نه؛بلکې په پټوسترگو او موروثي دى ، په دى مانا،چې موږ د اسلام د اصولوپه منلو او پرهغوى باندې په ايمان راوړلو کې له قرآني طريقې پيروي نه ده کړى؛بلکې څه چې پر کورنۍ او ټولنې واکمن فرهنگ ، تبليغات او فضا و،همغسې موږ پر احکامو او قضاياوو (( ايمانى تصور)) پيدا کړى، حال دا چې قرآن وایي:

وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ(اسراء/۳۶) = او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست .

د لمانځه موخه[سمول]

إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ( عنکبوت \ ٤٥) = لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي.

دا ځکه په لمانځه کې وګړیز- انفرادي اوټولنيزه سمونه فحشا او بدیو له منځه وړل دي او د (( پر نېکو د امر او له بدیو د منع)) پر بنیاد د ځان او ټولنې رهبري او جوړول هدف دي؛نوځکه (( لمونځ د انسان جوړونى کارخانه ده . ))

 نو د لمانځه د اقامه کولو مفهوم دا شو،چې موږ بايد ځان دلمانځ پر منځپانګه،هدف اوحقيقت پوه کړو او د تطبيق لپاره یې پر کار شروع  وکړو.

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ(حج۴۱) = دا همغوى دي چې كه موږ يې پر ځمكه واكمن كړو؛ نو لمونځ كوي او زكات وركوي او پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يواځې خداى ته ده.

نو د اسلامي  ټولنو ستره ستونزه دا ده،چې له وسيلې څخه مو هدف جوړ کړى ؛نوځکه د وضع شوي هدف سم پېژندل او هدف ته د رسېدو لپاره له وضع شوي وسيلې څخه سمه گټنه زموږ د اعمالو د ((الهي لوري اوجهت )) د ټاکنې په مفهوم اويا په بله وينا د (( آخرت )) لپاره د کار په ماناهم دي . 

حج[سمول]

حج د مسلمانانو فريضه او د اسلامي اندیال- متفکر دوکتورعلى شريعتى له نظره د درې سترو هدفونو ( اتصال – اجتماع – مهاجر او حرکت ) بيانوونکى دى . 
خوموږ خپل حاجيان وينو ،چې د ابراهيم عليه السلام رښتیني استازي ځکه نه دي،چې له حج څخه یې راته د پورتنيو اصلونو سوغات نه دي راوړي،څه یې  چې په سوغات کې راوړي ،يو جوړ تسبيح ،جاى نماز،جاپاني ساعتونه او د دې لپاره،چې په ټولنه کې  پر ( حاجى صاحب ) ياد شي . 

((حال دا چې حج سلطاني تيزاب دى که څوک پکې غوپه او بيا راوايستلشي ؛نو په بل جنس بدلېږي په دې شرط که پرې پوه شي،چې چېرته راغلى اوڅنگه راوتلى . ))

دا دى اوس هغه درې اصول ترغورلاندې نيسو. 
١—اتصال : 
 پر اتصال د پوهېدنى لپاره لومړى بايد انفصال وپېژنو او هغه په دې مانا : موږ اوس د تېرو نسلونو په پرتله د انفصال په مفهوم ښه پوهېږو،روزگار پېښې ،ټولنيزنظامونه ، جگړې ، د فرهنگ او تمدن نقل اوانتقال،د ژبو،ليک ،فکر اوسليقو بدلون ‏او د نوي کهول ‏منځ ته راتگ ددې باعث گرځي،چې دا نوى منځ ته راغلى کهول ‏له تېرشوي نسل څخه پردى شوى او نوریې  نه پېژنى او دا پيښه اوس هم د سرپه سترگو وينو،چې له تاسې سره مخکنی او وروستنی کهول کوم تفاهم نه لري، حال دا چې لس،پنځلس ، شل يا ديرش کلونه به زموږ ترمنځ واټن وي ؛خو سړى فکر کوي،چې درې پيړى يو تر بله لرى يو،دا ولى؟بېلابیل عوامل او د ژوندن ډول ډول پېښې ددې بېلښت لامل گرځي،چې مخکې  ورته لږه اشاره وشوه او له دى عواملو يو هم د ((فرهنگ )) او (( تاريخى بهير)) بدلون دى. 

هر کال حج ته تلل؛يعنې هر کهول ‏او هر کال له تاريخي بهير( له حضرت ادم څخه تر حضرت نوح او له دوى څخه ترحضرت ابراهيم اوبياحضرت محمد عليهم السلام پورې ) سره ځان نښلول دى .

 د نسلونو ترمنځ چې جباران ،ظالمان،مستکبرين، پېښى او بدلونونه اوهمداراز  زماني واټن  ‏،چې  کوم بيلتون راولي  او په پایله کې نسلونه له تيرو وياړنو اوافتخاراتو ( دانبياووعليهم السلام او صالحينومبارزې ،سرښندنې ...) بى پروا کوي او ان د اړيکو د يومخې  د پريکړى سبب گرځى؛نوځکه حج ته ( هرکال يا په عمرکى يوځل ) تلل د نسلونو بېرته نښلول دي . 

کعبې په تاريخ کې د نسلونو ترمنځ د مانیز- معنوي ، تاريخي او فرهنگى ميراثونو د اتصال ، انتقال اونسلولو نقش درلودلی؛خو که نن موږ دا پرتمين مراسم دپوهى له مخې ترسره کړو ( لکه چې ځینې یې کوي) نوکعبه به ددې نسل،راتلونکى نسل او بشريت لپاره د اتصال نقش ولري لکه ،چې درلودلی یې و .

٢_  اجتماع : 
 په يوځاى کې د خلکو راټوليدو ته (( اجتماع )) وایي،چې هلته يو له بل سره د افکارو تبادله وکړى،هر يو نورو ته خپل ټولنیز وضعيت اومحيطي حالات بيانوﺉ،چې د يوبل له احواله خبرشي. د دغسې لرى پرتو او خورو ورو ټولنو او پرگنيو له يوځاى کيدو څخه (( ژوندۍ ټولنیزه‏ روحيه )) او (( راپارونکى ټولنیز‏ اند)) رامنځ ته کېږي . تجمع اصلا د (( انسانى تحرک عامل )) او د خلکو د ودې ‏لپاره د (( ګروهیز- اعتقادى نړى ليدى = جهانبينى )) منځ ته راوستونکى ده . 
په نړۍ کې رازراز غونډى جوړېږي،چې پکې پوهان، اشرافان او د طبقاتو او ملتونو استازي ‏گډون کوي؛خوحج يوه (( نړيواله ولسى اجتماع )) ده ،چې نيغ په نيغه په خپله اولسونه پکې گډون کوي،په دى اجتماع کې افغانستانى ، پاکسانى ،ايرانى عراقى و ترکيه ، او............ ولسونه په طبيعى حالت په طبيعي اند دود-  طرز فکر او واقعي ډول يوله بل سره وينى . 
نو د حج ددې ټولنیز‏اصل په پامنیوي مجاهدين بايد د حج له اجتماع ځنې د (( اسلامي  انقلاب )) او (( اسلامي  جهاد)) دغوځولولپاره پوره کار واخلي د نړۍ مسلمين د هېواد له حالاتو باخبره شي او په خپل اقتصادي،مالي اخلاقي مانیز- معنوي او سياسي حضورسره خپلو شرعى وظيفوته متوجه شي،چې په دې توگه به د نړۍ د مسلمانوپرگنوملاتړ په برخه شي  . 
په لنډه توگه کله ،چې وايو هر انقلاب دوه څېرى لرى ؛((وينه )) او (( پيغام )) ؛نو د انقلاب د پېغام ( دانقلاب خپرول پرخپل مظلوميت خلک پوهول،د جهاد په اړه مسلمين خپلو وظيفو ته متوجه کول او ...) رسولو ته د حج ستره ټولنه ډيره غوره اومهمه زمينه ده . 
٣_   مهاجرت اوحرکت : 

حج د متحرکو او خوځنده کړنو ‏ټولګه ده او له کوم ځايه،چې پيلېږى ؛نوعملي او نظري ((توقف )) پکې نشته .

د احرام تړل،په عرفات کې وقوف،په مشعرالحرام کې وقوف،په منى کې دعقبه جمره ويشتل ،په منى کې قرباني، سرخريل ،له کعبې څخه طواف،د طواف لمونځ،په منى کې بيتوتيه ،بيا جمرو يشتنه دا ټولې کړنې د (( حرکت او مهاجرت )) ښودونکي دي او له پيله تر پايه پکې توقف نشته په ټاکلو ورځو او وختونو کې د حج کړنې په ډله ييزه توگه ترسره کيږى او دا له طبيعت او زمانې سره د حج د اعمالوجوختوالى راښيي.

 په خاص وخت کې به احرام تړى،په خاص وخت کې به عرفات ته ځى،په خاص وخت کې به مشعرالحرام ته ځى او.....چې په خاصوځمکو کې خاصو وختونو کې د دې کړنو ترسره کول د طبيعت او د کايناتو له نظم سره دهغوتناسب اوهمغږي راښیې  . 
 حج د ((رمزي ))  کړنو ټولګه ده (سمبوليکې کړنې دي ) دا کړنې له پيله د (( بوت پالۍ ‏)) پرضد د ‏ابراهيم عليه السلام د خوځون - تحرک يادونه ده،چې په بشري تاريخ کې یې د ( توحيد)) د راژوندى کولو او د (( عدالت )) د استقرار اوټينگښت لپاره ترسره کړي دي . 
او بلخوا دا خوځون- تحرک او زيار ايستنه د هاجرې بي بي د کوښښونو ( سعى ) او ځوځون يادونه ده ،چې د ابراهيم عليه السلام د نهضت د تداوم لپاره یې  کړي دي .
د هاجرې دايمي حرکت د هميشيى هجرت يادونه ده ،چې ابراهيمى اديان او د اسلام دين د هجرت دين دى . او په لنډه توگه حاجى ،چې په عين حال کې ابراهيم عليه السلام د انساني تاريخ ، داسلام د پېغمبرصلى الله عليه و آله وسلم او د توحيد د ستر نهضت پورې  ځان نښلوي،په ژوندن کې د کايناتو له نظام سره هم اتصال مومي او په دې توگه ښودل کېږي ،چې په اسلام کې د طيبعت او ماوراطبيعت ترمنځ بېلتون نشته او اصولاً وينو،چې د اسلام په ټولو عبادي کړنو کې وخت ټاکونکى عنصر دى اودا ډيره دغور وړ ده . 
               حجرالاسود يمين الله فى الارض 
             حجرالاسود پرځمکه دخداى لاس دى : 
 حجرالاسود يوه اشاره او رمز دى . 
 حجرالاسود ،چې ښکلوو،يا پرې لاس وهو يا له لرې ورته اشاره کوو، مانا یې  دا ده ،چې له څښتن  تعالى سره بيعت کوو او دا چې دا بيعت وننګیرو- احساس کړو؛نونوموړى تيږې ته لاس ورغځوو. 

نو د دى تيږې نوم ددى لپاره د خداى لاس ايښودل شوى ،چې ټول بيعت کوونکى د يولاس له پاسه د بل لاس د ايښودو احساس وکړى .زه ،چې له کلونو کلونو راهيسى له نورو ورونوسره بيعت کوم او نور ټول نفى کوم ؛نو ددى لپاره،چې دغسې عمل په عملي توگه تحقق ومومي د نښې په توگه یې تيږه ايښى ده .

دعرفات ، مشعرالحرام او منى ترمنځ اړیکه :

عرفات له عرفان څخه اخستل شوى.په اسلامي قصو کې راغلي،چې آدم عليه السلام او حوا بي بي تر (( هبوط)) وروسته دلته سره وپېژندل؛نوځکه ورته عرفات وایې او زه دا په لاندې ډول تفسيروم :

موږ چې دکعبى تر (( طواف )) وروسته ((عرفات)) ته راگرځو؛يعنى له ابراهيم ( عليه السلام ) څخه مخ پر شا آدم عليه السلام ته گرځو او مانا یې دا ده،چې د بشريت پيل ، لومړنى تاريخ ، معرفت ، شناخت او پېژندنې ته ورگوځو ،هغه معرفت چې انسان له حيوان څخه بيلوي .

== مشعرالحرام :

==
 مشعر له (( شعور )) څخه اخستل شوى او مشعر د(( شعورځاى )) دى . موږ تر ((عرفات )) وروسته مشعرالحرام ته راځو؛يعنى تر شناخت ،پېژندنې اوعرفان او پوهې وروسته شعور ته رسو، ‏حال دا چې زموږ په ذهني قضاوت کې لومړى (( شعور)) او بيا عرفان ( پوهه ) وي ؛خو دلته د حج دا کړنه راښیې ،چې : د تفاهم،علم معرفت اوشناخت له لارې ، چې د (( شعور )) په نامه ښکارنده- پديده په ذهن کې پالل کېږي  کومه عبثه او بې ځايه ښکارنده - پديده نه ده ،شعوربايد وپالل شي او د زيار، کوښښ او مجاهدتونو،له لارې دعرفان په خدمت کې استخدام شي ؛خو کوم (( شعور))؟ حرام شعور! 

لکه څنگه ،چې ((بلد الحرام )) او (( شهرالحرام )) هغه ښار او مياشت ته وایي،چې ((حريم )) ولري او پکې فساد ،گناه او تيرى نه کېږي ؛نو دغسې هغه شعور به ارزښت ولري،چې د(( بلدالحرام )) او((شهرالحرام )) په څېرحريم ولري .

انسانيت، ژمنه ،آگاهي ،پوهه او انسانى شرافت په ((حريم )) کې خوندى ساتل کيږي او داسې نه ده،چې هرمفسد به برلاسی وي اوڅنگه یې،چې خوښه وي همغسى به عمل کوي ننني انسانان زيات د شعورخاوندان دى؛خو شعور یې حرام نه دى؛نوله همدى امله د اوسنيو جناياتوعاملين همدوى دى (( شعور)) بايد (( حرام )) قيد ولري؛يعنى آزاده شعورنه وي، لکه د نننيو انسانانو شعور،چې د وحشت  او جاهليت  د لاس اله شوى.حرام شعور د مسجد الحرام اوشهرالحرام په څېر(،چې پکې جنگ اوتيرى حرام دى ) د انساني عفت په حدودو کې ساتل شوى دى . 
 د اسلامي ضد  اوغیرو اسلامي  لارو پيروان د شعور خاوندان دي؛خو شعور یې  پر(( ابليسي)) بنياد دى ؛نوځکه پرځمکه د شيطنت عاملين او اشرار دي، حال دا چې د اسلامي  لارې پيروان د (( الهي عرفان)) پربنياد د((شعور)) خاوندان دى ،چې ټولې کړنې یې  پر ځمکه باندې د اشرارو  د تسلط د پاى ته رسولو،د قسط ، عدل ،سولې او امنيت منځ ته راوستو لپاره ترسره کېږي.
== منى : ==
 منى د ((ارزو)) او ((عشق )) په مانا ‏ده ، هغه ځاى دى ،چې انسان هلته تر عرفان او شعور وروسته د مطلق تسلميدو پړاو ته رسي او په پایله کې (( عشق )) او د (( اسماعيل )) بلهارۍ- قربانۍ ته رسي. 

اسماعيل :يعنى هرچاته ،چې هرڅه (( ډيرگران )) وى .


قسط اوعدل[سمول]

 د قسط اوعدل کلمې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په وار وار سره راغلي ،(( قسط )) د (( ظلم )) اوعدل د (( جور)) په مقابل کې راځى او معمولا دا دواړه کلمې په مرادف  ډول استعمالېږي،حال دا چې د (قسط )) او ((عدل )) کلمې ډېر ژور مفهوم لرى . 
د طبقاتي ( ټولنپوهنې ))له نظره ،(( قسط )) د ټولو ټولنیزو څيزنو ((زيربنا )) دى. 
(( قيام با لقسط)) او((قايم بالقسط ))،چې په قرآن کريم کې په وار وار سره راغلي او زيات ټينگار پرى شوى،هم د څښتن  تعالى کار دى اوهم د څښتن تعالى د پېغمبرانو او هم د اسلامي رهبرانو او اسلامي امت رسالت دى . 

((قسط))هغه واقعيت او حقيقت دى،چې هستى پرى ((قايمه )) ده ؛يعنى د خلقت نظم د قسط بيانوونکى دى،چې هره ذره او عنصر یې پخپل ځاى او بهير کې واقع شوى،لويو او کوچنیو ‏ښکارندو- پديدو له خپل شان سره مناسب ځاى نيولى،داسې نه ده،چې يو څيز له بل څيز څخه يا لوي شي، د کوچني څیز ‏ځاى یې نيولى وى او يا یې بې ځايه کړى وي ؛نوځکه وايو ،چې کاينات ( له کوچنۍ ذرې څخه ‏تر لويو لويو کهکشانونو پورې) د (( قسط)) پر بنياد قايم دى،چې ((څښتن )) تعالى دا واقعيت داسې بيانوي :

شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمًَا بِالْقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ( آل عمران/۱۸) = خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي، چې له هغه پرته بل معبودنشته او پرېښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولې دي، له هغه پرته بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.

 دغسې انسانان او بشري ټولنې،چې د هستۍ جز گڼل کېږي،بايد د ((قسط)) بيانوونکى وي ،چې اوس نه دي؛يعنى د څښتن  تعالى بندگان د رحمان خداى جل جلاله د پراخه دسترخوان د توکیز- مادي او مانیز- معنوي نعمتونو څخه د خپل (( حق)) په اندازه متناسب ځاى ونيسي او د پالونکي ‏له توکیزو او مانیزو نعمتونو څخه دهغه پيژندل شوي ((حقوق )) ادا شي. د هرچا واقعي حق وپېژندل شي،چې له خپل استعداد،شان او لياقت سره په خپل موقعيت کې ځاى ونيسي،هر((اندیز- فکري )) يا ((علمي )) کارکوونکى د خپل کار مالک شي ،عادلو او صالحينو ته د ټولنې زمامداري ورپه غاړه شي،عالم ته دعلم د خپرلو او د خلکو (الناس) د روښانولو حق ورکړل شي،د هر چا استعداد تشخيص او بيا ورته د ودې ( = رشد) مخه پاکه شي،چې د کايناتو له عمومي نظام سره همغږه ده ،ټولوپيغمبرانوعليهم السلام د ((قسط)) د قايمولو مسؤوليت پرغاړه درلود. 

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ( يونس/۴۷) = او هر امت يو استازى لري او چې استازى يې ورته راشي؛ نو ترمنځ يې په انصاف پرېکړې کېږي او تېرى پرې نه کېږي.

دغسې د ((قسط )) قايمول پرهرچا باندې لازم دي،چې پر دغسې حقيقت ايمان لري.

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا( نساء/۳۵) = او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ ( چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې تصميم لري؛ نو خداى به يې جوړ كړي؛ ځكه خداى پوه او باخبر دى ( او د ټولو پر نيتونو پوه دى ) .

وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ( مايده/۱۸) = او يهودو او نصاراوو، وويل:(( موږ د خداى زامن او (ځانګړي) دوستان يې يو)) ورته ووايه: ((؛نو تاسي ولې د خپلوګناهونو له امله ځوروي؟! بلكې تاسې دخداى له پيدا كړيو يو بشر ياست (خداى چې) چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چا ته چې يې خوښه شي (اومستحق يې وبولي) سزا وركوي، د آسمانو اوځمكې او څه چې پکې دي، واكمني د خداى ده او د ورستنېدنې بهير د هغه پر لوري دى . ))

د(( قسط)) پربنياد جوړه شوى ټولنه ،يوه (( توحيدى ټولنه)) ده،چې ټول خلک دخپلو استعدادنو او لياقت په اندازه په ټاکلومدارونوکې واقع شوي،چې دغسې ټولنى ته امت وایې . په (( امت)) کې ((عدالت )) د(( قسط )) پربنياد اجراء کيږى ؛يعنى د بشري ټولنو د افرادو او ډلو ترمينځ وضع شوى قوانين او ټولنیزې اړيکې (عدالت) په ټولنه کې دهغوى د واقعي برخې (( قسط)) پربنياد رامنځ ته کېږي.

د قرآن کريم د صريح حکم له مخې د اسلام له اهدافو څخه يوهدف او په پایله ‏کې د مسلمانانو له مسؤوليتونوځنې يو مسؤوليت((خلک)) د قسط قايمولو لپاره راپاڅول دي.

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ(حديد/۲۵)= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.

دلته څښتن تعالى اعلانوي،چې رسولان مى له کتاب او تلې سره لېږلي او ددى رسالت هدف دا دى،چې خلک د قسط تطبيق ته راپاڅوي د پاملرنى وړ دا ده،چې سملاسي یې ورپسې اوسپنه (الحديد) مطرح کړى او بيا د خلکومسؤوليت،چې د خداى او دهغه له پېغمبرانو سره په دې رسالت کې مرسته وکړى او په پاى کې،چې د څښتن تعالى لپاره دوه صفتونه ( قوى او عزيز) ياد شوى دواړه د سرلوړۍ او قدرت صفتونه دي.

دا درس موږ ته راښیې  ،چې : د(( کتاب اوتلى )) هدف خلک ((قسط )) ته راپاڅول دي ؛خو د((قسط)) تطبيقول (( ايمان )) ،((پوهى )) اود ((قانون )) سربېره په زور(اوسپنى ) پورې  هم اړه لري . 

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ(آل عمران/۲۱)= هغوى چې د خداى پرآيتو نو كافران كېږي او پېغمبران پرناحقه او عدالت خپروونكي وژني؛ نو ورته د (الهي ) دردناك عذاب زېرې وركړ ه.

أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ( آل عمران/۲۲) = دا هغه كسان دي چې ( ددې سترو ګناهونو له امله يې ) په دنيا او اخرت كې (ښه) کړه وړه تباه شول او مرستندوى ( او شفاعت كوونكى ) نلري

له دې آيتونو معلومېږي هغه کسان ،چې له خدايه نمښته- انکار کوي او هغوى ،چې پېغمبران او قسط غوښتونکى وژني؛نو په يو صف کې دى ، چې طبقاً ((خداپرستى )) د(( پېغمبرانو رسالت )) او دهغو کسانو بلنه ،چې خلک د(( قسط تطبيق )) ته رابولى درى واړه يو دي .

موږ د يو مثال په ترڅ کې د (( قسط )) اوعدل په کلمو او د دوى ترمنځ په اړیکه ‏ځان پوهوو: 

عدل : د ټولنى د وګړیو ‏او ډلو ترمنځ د ټولنیزو ‏اړيکو ( ،چې يا د رسمي پېژندل شويو حقوقو له مخې وي ) قانوني بڼې ته (( عدل )) وایي.

== قسط : == 
څوک چې په ټولنه کې د يو مسؤوليت ژمنه ‏پرغاړه لري،په توکیزو نعمتونو او ټولنیزو ‏ امکاناتو کې دهغه واقعي برخې ته (( قسط)) وایي. 

نو د سمو جزایې قوانينو او شريفو قاضيانو په موجوديت کې هيڅوک ،څوک نشي ځورولاى اوعدالت پلي کېږي،چې په دى صورت کې هر څوک د خپلو شتمنيو ،حقوقو ،گټو او امکاناتوساتونکى وي اوڅوک پريوبل باندې تيرى نشي کړاى .

دلته احمد ، محمود ته د مزدورۍ د رسمي نرخ له مخې  شل افغانى ورکړى ،که محمود قضایې  محکمى ته شکايت وکړي،چې ما خو د مجبوريت له مخې  دا مزدوري منلى و؛ځکه په هېواد  کې د ورځنۍ مزدورۍ رسمي نرخ همدا ټاکل شوى دى خو؛د کار واقعى ارزښت مې پنځوس افغانى دى ؛نو قاضى ،چې د رسمي پيژندل شويو قانوني حقوقو له مخې  قضاوت وکړي؛نومحمود پړ او ملامت دى . 
  خوقسط وایي :دا سمه ده ،چې شل افغانى مزدوري تا د هېواد د رسمي نرخ له مخې ورکړى،په قانونى لحاظ پر تا نیوکه ‏نه لري ؛ځکه‏ د کار (( قيمت )) یې د رسمي وضع شوى قانون له مخې  شل افغانى  دى؛خو د کار ارزښت او((واقعى حق )) مې پنځوس افغانى دى ،نورې ديرش افغانى دې څه کړى ؟ قانوني مزدوري دې ورکړی ؛خو((واقعى حق )) دى ترپښو لاندې کړى ؛نوځکه دلته د (( عدل )) خوله چوپه ده ؛خوقسط نیوکه کوي ،((قسط)) د((برخى )) په مانا دى . دشل افغانيوپه ورکړى سره عدالت اجراکېږي ؛خو((قسط)) نه ؛نوځکه ((عدل )) د((څور)) په مقابل کې دى ،چې د وضع شويو حقوقو( چې ټولومنلى وى ) له مخې  قضاوت کوي . 
 خو((قسط)) ( هغه حق چې وګړی یې  پر ټولنه لري) اقتصادي زيربنا لري .((عدل)) روبنا او((قسط )) زيربنا دى .(( عدل)) د افرادو ترمنځ د وضع شويو قوانينو له مخې  دى  او((قسط )) نه ؛نوځکه ((عدل)) د((ځور)) په مقابل کې دى ،چې دوضع شويو حقوقو(چې ټولومنلى وى ) له مخې  قضاوت کوى.  
خو((قسط)) ( هغه حق چې فرد یې  پرټولنه لرى ) اقتصادى زيربنا لرى . ((عدل )) روينااو((قسط)) زيربنادى .(( عدل)) دافرادترمنځ دوضع شويوقوانينوله مخې  دى او ((قسط)) په اقتصادي او طبقاتي نظام اود((مالکيت)) په اصل پورې  اړه لرى . يا((قسط)) په اقتصادى زيربنا او د((مالکيت )) په اصل پورې  اړه لري . 

مثلاً په انگلستان کې د سالمو قضایې محکمو او عادلو قاضيانو د موجوديت له امله په يوه زياته اندازه عدالت اجراکيږى ؛خوپه هغه فلانى هيواد( .......) کې عدالت نشته؛ځکه که چا درنه خولۍ يوړه ته د دې جرئت نه لرى ،چې ووایې زما خولۍ یې يوړه ؛ځکه ويرېږى ،چې څادر هم رانه وانه خلى .

 په انگلستان کې عدالت شته اوپه هغه پلانى هېودا کې نشته؛ خو څه ،چې په دې دواړو هېوادونو کې نشته ،(( قسط)) دى ؛ځکه (( قسط)) په قضایې محکمو پورې  اړه نه لري ؛بلکې د ټولنى په (( اقتصادي نظام )) او (( اقتصادى زيربنا)) پورې اړه لري،چې په دواړو هېوادونو کې طبقاتي نظام حاکم دى . په يو هېواد کې دعدالت د اجرا لپاره بايد دهغه هېواد قضایي محکمې اصلاح شي  ؛خود((قسط))لپاره بايد دهغه اقتصادي زيربنا ړنگه شي؛ځکه د ((قسط)) تطبيقول يوازې د ملکيت په نظام کې داجتماعي انقلاب د بدلون له لارى ممکن دي . 
عدل : ټولنه هرچاته د وضع شوي قانوني حق له مخې  حق ورکوي . 

قسط : ټولنه بايد هرچا ته دخپلى (( حقيقى برخى )) له مخې برخه ورکړى .

هغه عدالت ،چې ((قسطى)) زير بنا و نه لري (بې له قسطه عدالت ) دروغجن اوموقتي عدالت دى ؛خو د قسط د موجوديت په صورت کې عدالت حتمى شته ؛ځکه بنسټ ،چې پر ((حق)) ولاړ وي روبنا خوحتمى ده . ((قسط)) د ټولنى د ټولو افرادو ترمنځ د برابرۍ په مانا نه دى ؛ځکه دا هم نا ممکنه ده او هم له انصافه لرى ده ؛بلکه د((قسط )) پربنياد ټولنه کې د افرادو ترمنځ وضع شوى قوانين ( = عدالت ) د ((قسط)) پربنياداصلاح کېږي او د هر چا قانوني حق (مزد) له واقعي حق سره برابرېږي ،يعنى عدالت د قسط له مخې اجرا کېږي ؛ځکه د بنیاد په اصلاح سره فرع خپله اصلاح کېږي او دا چې ((قسط)) زيربنا اوعدل روبنا ده ؛نوځکه په قسط نظام (امت) کې قانونى حق (مزد) له واقعى حق سره سم ورکول کېږي .

د ټولنې د جوړښت طرح یې دغربي اوشرقي افکارو پر بنیاد نه ؛بلکه له اسلامه د سمې پوهېدنې له امله د (( قسط)) برمبنا ده .

نړيوال استکبار د حق او باطل له ذهنى جگړو نه وېرېږي ؛بلکه داسلام د(( ټولنیز رسالت )) ( ،چې د قسطي نظم منځ ته راوړونکى دى ) له جنگه ويريږى .

وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا(جن/۱۴) = (( او دا چې زموږ ځينې مسلمانان دي او ځينې ظالمان دي؛ نو چا چې اسلام ومانه؛ نو هغوى د ښيون [/هدايت] په لټه كې وو.))

نوځکه قاسطون ښکاره ظالمان ،جباران ،جلادان ،د خلکو د حقوقواو ازادۍ دښمنان د ،( زر)) او (( زور)) نمانځوونکى او د استبدادي قدرت غوښتونکى دي.

په عمومي توگه داسې وايو،چې د اسلامي  نړۍ مخامخ دښمنان ( قاسطون ) نړيوال استکبار دى او دا چې مستکبرينو نړى په خپلومنځونوکې ويشلى ؛نو د جهاني کفر هره څېره ،چې په اقتصادي ،سياسي ،فرهنگي ،پوځي ‏ اوټولنیز ‏لحاظ پر هر اسلامي  هېواد برلاسي او واکمنه وي ؛نو هماغه مستکبرين د هماغه هېواد لپاره ((قاسطون )) دي . 

هغوى ،چې اسلام یوازې د وګړیزو عبادتونو د دين په توگه منلى او د ټولنې د جوړولو لپاره د اسلام د ټولنیز رسالت له مخې د قسط بر بنیاد طبقاتي دريځ نه لري ؛نو د دى ډول مبارزو پایله د يو ((بت)) له منځه وړل او د بل راوستل دي .

خو د اسلامي اوختون- انقلاب د پلويانو مبارزه له اسلامه د سمې پوهېدنې پر بنياد پيل شوى ،چې مبارزه یې پر((تخريبي حالت )) سربېره ((تعميري حالت )) هم لري؛ځکه د يرغلگرو او مستکبرينو ترماتې وروسته د((قسط)) له مخې ټولنه جوړوي،چې دې مبارزاتي پړاو ته ((تعميري پړاو)) وایي.

اسلام يوازينې دين دى ،چې خلک په هراړخيزه توگه په ظاغوتي نظامونو ( پانگوالى ،ولسپالنه - نشليزم، ټبرپال، سیمه وال، توکمپالي، ژبه پال ، توکیزوال- او ...) او د شر او الحاد په ټولو ډولونو پوهوي او د له منځه وړولپاره یې  د مبارزې سمه لارهم ورښیې  . 

د((وجدان محکمه )) يا (( وړوکى قيامت ))[سمول]

په قرآنى آيتونو کې له غور او پلتڼې څرگند ېږي،چې ((انساني نفس)) درې پړاونه لري او داسې نه ده،چې گنې ((نفس )) په درې ډوله دى .

اوس د((نفس )) درې پړاونه تشريح کوو: 

(( اماره نفس )) ،(( لوامه نفس )) ،(( مطمینه نفس)) .[سمول]

١_ اماره نفس : په دې پړاو کې ((نفس))، انسان بديو،شهواتو ،فجوراو فسق ته هڅوى ؛نو ويل کېږي،چې په دې پړاو کې پر انسان ((اماره نفس )) واکمن وي .

وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ(يوسف/۵۳) = او زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امركوي؛خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى.

لوامه نفس : په دې پړاو کې انسان په غلط کار يا غلط فکر يا ناوړه نيت پښېمانېږي او انسان ورباندې ملامتوي؛نو ويل کېږي،چې په دې پړاو کې پر انسان ((لوامه نفس )) واکمن وي او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح ورته (( ضمير)) او (( اخلاقي وجدان )) هم وایي . په ځينو انسانانو کې (( لوامه نفس )) ډېر قوى اوغښتلى وي ،په ځينوکې کمزوری وي ؛خو په هر صورت هر انسان په دې پړاو کې نه وي اوبله دا،چې د زياتوگناهونوله کبله لوامه نفس بېخي له منځه هم ځي .

لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ. وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ(قيامت/۱، ۲) = د قيامت پر ورځ قسم! او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملا متوونكي نفس (چې قيامت حق دى)!

٣_ مطمینه نفس : په دې پړاو کې انسان پرسمه لار( تقوى) باندې پر تللو او د کږې (فجور) په پريښودو ډاډينه ننګیري- محسوسوي او د بشپړې تقوى مقام ته رسيدو او د مسؤوليت احساس کوي . داسې چې په اسانۍ سره دهغه د کږېدوشونتیا نشته .

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ. ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً( فجر/۲۷، ۲۸) = (( ډاډمن نفسه! دخپل پالونكي لوري ته دې وګرځه ، حال دا چې (تۀ له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى.)) څښتن تعالى د قيامت په سورت کې دوه قسمه ( زه قسم خورم دقيامت په ورځ زه قسم خورم په ملامتوونکى نفسى يا ويښ وجدان ) يادوي ،اوس موږ پرې دې مسلې رڼا اچوو ،چې ددې دواړو قسمونو ترمنځ څه اړيکې دي؟

حقيقت دا دى دى ،چې د قيامت د شتوالي لپاره يو دليل دا هم دى ،چې په انسانانوکې د ((وجدان محکمه )) شته .داسې ،چې د نېکيو د سرته رسولو په پایله ‏کې د سړي روح خوشالېږي او په دى توگه هغه ته بدله ورکوي او د بدکاراوگناه په سرته رسولو کې یې روح سخت ربرړېږي اوپه دى توگه ورته سزا ورکوي.

نوڅنگه ،چې په ((عالم صغير= انسان )) کې وړوکى محکمه شته دغسې ((عالم کبير= کاينات )) به هم،هرومرو((ستره محکمه )) ولري . 

نوپه انسان کې د((اخلاقى وجدان =ملامتوونکى نفس )) له شتوالى موږ پوهيداى شو،چې ((قيامت =معاد)) شته او له دې ځايه د دواړو قسمونو اړیکه څرگندېداى شي. يا په بله وينا د لومړي قسم لپاره دويم قسم دليل دى .

د قيامت د ((سترې محکمې )) او د ((اخلاقي وجدان )) او کوچني محکمې ترمنځ ورته والى :

١_  دلته قاضي ،شاهد او د حکم پلي کوونکى يو دى ؛لکه ،چې په قيامت کې هم همدغسې دي . 

قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ(زمر/۴۶) = ووايه: ((خدايه! (اى) د اسمانو او ځمكې څېرونكيه (او پيداكوونكيه او) پر پټو او ښكاره و پوهېدونكيه! تۀ به د خپلو بندګانو تر منځ په څه كې، چې اختلاف يې درلود،پرېكړه وكړې.))

٢_ د اخلاقي وجدان په کوچنۍ محکمه کې سپارښتنه ،بډې ،ډله ټپله او واسطه نه منل کېږي .دغسې دقيامت ستره محکمه هم ده .

وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ (بقره/۴۸) = او هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نۀ له چا (الهي عذاب ) لرې كولاى شي او نۀ يې سپارښتنه كولاى شي او نۀ يې تاوان منل كېږي، چې ( په بدل كې يې پرېښوول شي) او نۀ ورسره مرسته كېداى شي .

٣_   دوجدان په محکمه کې سترى دوسیې  په لږ وخت کې فيصله کېږي ،نه پکې استيناف ته ضرورت شته او نه بيا نوې کتنى ته او نه په مياشتو او کلونوکلونو سرگردانۍ ته ،دغسې د قيامت ستره محکمه هم ده . 

أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّا نَأْتِي الأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ(رعد/۴۱)= او ايا نګوري چې موږ (تل) په ځمكې پسې راځوو او د هغې له شاوخوا( او اړخونو) ځنې يې كموو؟(او ورو ورو ټولنې، مدنيتونه او پوهان له منځه ځي ) او خداى حكومت كوي او هېڅوك د هغه د احكامو د مخنيوي يا رد وسه نلري او هغه چټک حسابى دى.

٤_ د دې نړۍ د رسمي محکمو پرخلاف د ويښ وجدان د محکمې د سزاگانو اثار لومړى د انسان له دننه راولاړېږي او بيا یې پر بهر اغېزې غورځوي ،لومړى د انسان روح ځوروى او بيا یې په تنه ، څېره ،خوب اوخوړو کې اغېزې څرگندېږي .دغسې دقيامت ورځ هم ده .

نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ. الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ(همزه/۶- ۷) =(هغه) الهي بل شوى اور دى. (هماغه اور) چې پر زړونو لوېږي او خوله اچوي.

٥_ د وجدان محکمه شاهدانوته څه اړتیا نه لري؛بلکه د انسان خپل معلومات دهغه په گټه يا زيان د شاهدى په توگه منل کېږي .لکه ،چې د قيامت پر ورځ هم د انسان لاس،پښې ،پوټکى او تنه دهغه پراعمالوشاهدي ورکوي.

وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ (سجده/۲۰)

دهغه مخکې به د وروستنيو تر راتلو پورې ايسار کړاى شي ،بياکله ،چې ټول هلته ورشي ؛نودهغو غوږونه اودهغوسترگى اودهغودجسم پوستکى به پرهغوشاهدى ووایې ،چې هغوى په دنيا کې څه کول )) .

د دواړو محکمو له عجيب شا نته ورته والى څخه ثابتېږي،چې د ((معاد)) مسله فطري ده ؛ځکه د هستۍ ددى ستر سمندر په يو څاڅکي کې ،چې دا ډول پټه اوعجيب شانته محکمه وي؛نو دا ستر عالم خو به هرومروحساب ،کتاب اومحکمه هم لري .

يادونه :   د (( وجدان محکمې )) په باب د زياتو معلوماتو لپاره د ناصر مکارم لاندې کتابونه ولولى . 

١_ رهبران بزرگ (بحث وجدان ) .

٢_ معاد وعالم پس از مرگ ( بحث دلايل معاد) .

يادونه : دابحث له (( تفسير نمونه څخه ژباړل شوى.))
قرآن مجيد د څښتن تعالى کلام دى او د څښتن  تعالى کلام دهغه د مبارک ذات په څېر بې انتها دى؛نوله همدى امله د قرآن کريم بې پايه سمندر په بشري مقياسونو نشو کچ کولاى  او نه یې  ژوروالى درک کولاى شو؛خوبيا هم هرڅوک د خپلى پوهى او ادراک په اندازه له قرآن گټه اخيستلاى شي او  پردې سربېره څومره ،چې مو ظرفيت زياتېږي او فکر مو پراختيا مومي هومره د قرآن له معارفو برخمنېداى شو. 
نو ځکه د قرآن تفسيرول بايد متوقف نشي  او که داسې وشول ؛نو عملا مو د قرآن پر محدوديت منښته- اعتراف کړی،چې دا د څښتن  پاک له کلام سره کله هم اړخ نه لگوي . 
ځينې فکر کوي،چې گنې قرآن یوازې يو ډول تفسير لري؛خوکه ځير شو راته به څرگنده شي،چې د قرآن مجيد لپاره حداقل پنځه ډوله تفسير تصور کولاى شو،چې ځينې یې  د علماوو له لارې ترغورلاندې نيول شوي او کتاب يا کتابونه ترې جوړشوي ،حال دا چې پر ځينو نورو ډولونو یې لاسم غور نه دى شوى: 

١_ د قرآن د مفرداتو تفسير:

 په دى ډول تفسيرکې مفسر زيار باسي ،چې د((الفبا)) د ټکيو په اډون - ترتيب او(( معجم)) صورت سره د قرآن هره يوه څرګندنه- اصطلاح په بيل بيل ډول ترغورلاندې ونيسى او ددې مفرادتو اصلي ريښه او په قرآن کې یې  د استعمال ځايونه معلوم کړي. 
په دې باب ډېر کتابونه ليکل شوي،چې مهم یې  دا دى : 

الف _ (( المفردات فى غريب القرآن )) دا کتاب ابو القاسم حسين بن محمد بن المفضل الراغب لا صفهانى ليکلى ،چې د پنځمې هجرى قمري پيړۍ له علماوو ځنې دى.

ب _ ((وجوه قرآن ))

دا کتاب ابوالفضل حبيش بن ابراهيم تفليسى ليکلى ،چې دشپږمې هجري پيړۍ له علما وو ځنې دى . 
٢_  ترتيبي تفسير : 
په دې ډول تفسيرکې آيتونه د سورتونو له مخې ترغورلاندې نيسي او د اسلامي علماوو( تقريباً اکثريت ) تفاسيرپه همدى ډول دى . 
اوله دې ډول تفسير ځنې په سل گونو اوزرگونو ټوکه کتابونه ليکل شوي . 

٣_ موضوعي تفسير:

 په دې ډول تفسيرکې مفسر ترتيبي تفسير په پام کې نه نيسي او په يوې موضوع کې ،چې څومره آيتونه وي راټولوي اويو ځاى یې  ږدى مثلاً په جهاد پورې  اړونده آيتونو راټولوي او له ټولګې یې نوي حقايق را برسيره کوي او د قرآن له سمندره پر قيمتي مرغلرو برلاسى کيږي . په دې اړه ارزښتناک کارونه شوي ؛خو بايد منښته- اعتراف وکړو،چې د قرآن دا ډول تفسيرد پخلي پړاو ته نه دې رسيدلاى او لا تر اوسه خپل لومړي او ابتدایې  پړاونه وهي. 

٤_ ارتباطي تفسير(یا ځنځيري تفسير) :

 د طبيعت په کتاب ( تکويني کتاب ) او د قرآن په کتاب ( تدويني کتاب ) کې پرتې مسئلى يو له بله بيلى نه دي او د دواړو ترمنځ داسې قوي اړيکى شته،چې د طبيعت او د قرآن حقايق يوله بل سره نښلوي. 
په دې ډول تفسيرکې دمفسر دنده دا ده ،چې ( په موضوعي تفسيرکې يې موضوعات سره راغونډ کړى اوبيا یې  يو له بل سره په اړه وڅيړي . 
مثلاً  (( ايمان )) له تقوا سره . تقوا له جهاد سره ، جهاد له صالح عمل سره او صالح عمل له شفاعت سره په اړه وڅېړي اوهمداراز  قرآن د موضوعي ارتباط او ځنځير په بڼه تر غور لاندې ونيسي. ترهغه ځايه ،چې  موږ پوهيږو تر اوسه پورې  دا ډول تفسير ترغورلاندې  نه دى نيول شوى . 
٥_    کلي تفسير يا د قرآن نړۍ ليد: 
 په دې ډول تفسير کې مفسر د قرآن ټوله منځپانګه له کايناتو ( دهستى عالم سره په اړه تر غور لاندې نيسي يا په بله وينا (( تکويني کتاب )) او(( تدويني کتاب )) يو له بل سره نښلوي او دواړه يو له بل سره په اړه ويني او دواړه يو د بل په رڼا کې تفسيروي . 
 د قرآن مجيد دا ډول تفسير اوس ناشونی دى او زموږ له وسى پوره نه دى؛ځکه دى پړاو ته د رسېدو لپاره لومړى بايد مخکني پړاوونه ووهل شي ؛يعنى بايد د قرآن موضوعي  تفسير تر بسیا بریده وده وکړي او بيا ارتباطي تفسير پيل او پراختيا ومومي او بيا مفسر دا ټول له کايناتو سره په اړه ترغور لاندې ونيسي .ددى ډول تفسيرلپاره زموږ عمر کفايت نه کوي او دا په راتلونکيو نسلونو پورې  اړه لري . 

يادونه : دا ویینه - بحث له (( تفسير نمونه )) څڅۀ ژباړل شوى .

اصحاب کهف[سمول]

دا چې ((اصحاب کهف )) د ځمکې پر کومې سيمې اوسيدل او دا غار،چېرته دى ؟ په دې اړه د پوهانو او مفسرانو ترمنځ زياتې خبرې اترې شته ؛خو په دې اړه دوه خبرې سمى په نظر راځي .

١_   دا پيښه د (( افسوس )) په ښار کې پيښه شوى ،چې دا غار ورسره نژدى پروت دى . 
د افسوس ښار کنډوالى اوس هم د ترکیې د ازمير ښار ته نژدى ليدل کېږي او د ((اياصولوک )) کلى ته نژدى د ((ينايرداغ ))  په غره کې اوس هم يوغار دى ،چې له ((افسوس )) سره نژدى دى . 
٢_  د اردن له پايتخت (( عمان )) سره نژدى د (( رجيب )) بانډى ته نژدې يو غار دى ،چې ددى غار له پاسه د (( صومعى )) اثر ليدل کېږي . 

او د ځينې قرائنو له مخې تر پنځمې زېږیزې پيړۍ پورې اړه لري.

مسلمانانو،چې هغه ځاى وينو؛نو((صومعه )) یې ورانه کړه او پرځاى یې ((جومات)) جوړ کړ.

 په دقيقه توگه ددې ځاى پيدا کول د قصې په اصل ،د قصې په تاريخي اهميت او له قصې څخه په راولاړو شويو روزنیزو زده کړو څه اغيز نشي غورځولاى . په هر صورت دا پيښه د دکيوس ( ،چې په عربۍ کې ورته دقيانوس وایي ) باچا په وخت کې تېره شوى ،چې د سلطنت په وخت کې یې مسيحيان سخت ځوريدل . 
 د ظالم مشر دقيانوس له لاسه چا ساه نشوه ايستلاى او نه مبارزاتي فعاليتونه کيداى شول ،په دې ترڅ کې ( ٧) يا ( ٧٠) تنه د ((طاغوت دقيانوس )) پرضد د طغيان او پر حق د ايمان پړاو ته رسيدلى وو.

فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ ( بقره/۲۵۶) =(( څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړانده] كافر شي او پر خداى ايمان راوړي؛ نو په رښتيا، چې کلکه کړى يې ټينگه نيولې.))

څارونکي یې په لټې پسې شول او دوى ترې يوغار ته ننوتل او د غار خوله د زلزلې له امله ټپه شوه،څارونکيو ټوله سيمه وڅارله ؛خو پرموندو یې بريالى نه شول . دا ډله ٣٠٠ کاله په غار کې ويده کېږي؛ خو بې له دې چې پوه شي څومره وخت پرې تېر شوى ،له ٣٠٠ کلونو وروسته ،چې راويښېږى؛نو فکر کوي ،چې يو ساعت په خوب ويده وو. د لوږى احساس کوي او پيسې له ځان سره اخلى ،چې له نژدې ابادې خواړه راوړي،ابادې ته ، چې راورسيدل ګوري ،چې هرڅه بدل شوي . کوم خلک یې ،چې پېژندل او ورسره یې ناسته ولاړه درلوده اوس یې نه ويني ،نوى کهول او نوى منظرى یې تر سترگو کېږي ، چې دخوړو اخستنې ته دوکاندار ته پيسى ورکوي ؛نو دوکاندار په حېرانتيا وپوښت،چې دا پيسې دې له کومه کړى ؟ آيا خزانه دې موندلى ؟ دوى ورته وایي : دا رايجى پيسى دي، دوکاندار ورته وایې دا د درې سوو کلونو مخکې روپۍ دى اوس له رواجه لويدلى .

په دې قصه کې خورا زيات مطالب پراته دى؛خو دلته موږ د خپلې پوهى په اندازه څو ټکيو ته په لنډ ډول اشاره کوو:

١_ ړوند تقليد او کورکورانه تگ بايد له منځه ولاړ شي او له فاسد چاپېریال سره له يو رنگوالى ځان بچ وساتل شي .(( اصحاب کهف )) د اکثريت بې لارې او ضاله چاپېریال پر وړاندى خپله (( اندیزه خپلواکي- فکري استقلال )) له لاسه ور نکړه،چې بريالي هم شول .

 اصولاً  انسان بايد (( محيط جوړوونکى )) اوسى ،نه دا ،چې له (( محيط سره سازښت  )) وکړي . 

ته ناز کړى چې بدل کړى زمانى يم

                             مردهغه دى چې بدله زمانه کړى 

بې وګړې- شخصيته او سست عنصره وایي ((که غواړى ،چې رسوا نشي؛نوله ټولنى سره ځان يو رنگ کړﺉ )) ،خو مؤمن او د خپلواکو اندونو خاوندان وايي : (( له ټولنې سره يو رنگي رسوایي ده ))

٢_ انسان بايد د خپل ايمان او ودې له توکیزو- مادي نعمتونو برخمن ژوند پرېږدي او هر ډول بې برخیتوبونو ته غاړه کېږدي.

٣_ د(( خوالې - راز ساتنه )) له دې قصې يوه بله روزنیزه زده کړه ده . (( اصحاب کهف )) په دې ټينگار کاوه ،چې د ښار خلکو ته یې حال رابرسيره نشي او مسئله همداسې چوپه خوله پاتې شي،هسې نه چې وړيا له منځه ولاړ نشي او يا په زور بيا فاسد نظام ته رانه ښکل شي .

٤_ د څښتن پاک په لار کې د تلونکيو انسانانو ترمنځ توپير نشته . ګورو ،چې وزير له شپون ( حتى هغه سپى ،چې د دوى ساتنه یې کوله ) سره يوځاى د حق لار وهي،توکیز-مادي امتيازات او مختلف ټولنيز مقامونه هغوى پرحق لارې له تگه نشي منع کولاى ؛ځکه د(( حق)) لار د ((توحيد)) لار ده او د (( توحيد لار)) د ټولو انسانانو د يو رنگې لار ده.

٥_ په سختو شېبو کې څښتن تعالى هېښنده- حيرانوونکى غييى مرستې کوي ، خداى پاک له ناوړو ټولنيزو شرايطو څخه (( اصحاب کهف )) داسې خلاص کړل،چې کلونه يې په خوب ويده کړل او بيا یې په مناسب وخت کې راويښ کړل او د (( توحيدي لارې )) د اتلانو په نامه یې وستايل او همداراز هغوى یې له خطرونو وژغول او د دوى د ساتنې لپاره یې د څارونکيو په زړونو کې ويره او وحشت پيدا کړ.

٦_ انسان ،چې په سختو شرايطو کې واقع هم وى بايد (( پاک اوحلال خواړه )) وخوري ؛ځکه خواړه پر روح ،فکر او زړه اغېز کوي؛نو له دې امله (( ناولي اوحرام خواړه )) انسان د څښتن تعالى له لارې او تقوى څخه لرى کوي .

٧_   انسان بايد خپل ځان د خداى پاک ارادې ته وسپاري له هغه مرسته او استمداد وغواړي او کوم کارونه ،چې ترسره کوي بايد (( ان شاء الله  )) ووایي . 
٨_   قرآن مجيد (( اصحاب کهف )) د ميړنو په نامه ياد کړي‏ حال دا چې د ځينو روايتونو له مخې هغوى د عمر له نظره ځوانان وو او که دا ومنو ،چې هغوى په لومړيو وختونو کې د ظالم پاچا له وزيران ځنې ول؛نو بيا هم څه عمر ورباندې تېر شوى وو او دا مسئله راته   راښیي،چې قرآني سول - منطق ميړني هغو ته وایي ،چې د ميړانې اصول ( پاکوالى ، ميړانه ، سرښندنه ...) ته پاملرنه وکړي. 
٩_  (( اصحاب کهف )) کله ،چې پر ټولنې واکمن شرکي غونډال- نظام غندي ؛نو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره سولیز - منطقى دلايل راوړي . 
  اصولاً  ټولو پېغمبرانو عليهم السلام او الهي مشرانو له خپلو مخالفينوسره ازاد او سولیزه- منطقي ویینه- بحث کوله او له زوره یې هغه وخت کار اخسته،چې سولیزې ویینې به اغېز  نه کاوه او يا به یې د ویینې مخنيوى کېده . 

١٠_ د (( اصحاب کهف )) قصه راته راښیي،چې ((جسماني معاد)) شونې دی او په قيامت کې انسانان بيا په همدې تن او وجود را ژوندي کېږي .

١١_ که ټولنه د ((باطلو او ناروا ځواکونو)) له لارې رهبرى کېده او په ټولنه کې له ( ٧) تنو څخه زيات ګډ اندي- همفکران هم نه ول او ټول پرباطلو روان وی او د راتلونکي زمانې په اړه هم څه اميد نه و او نه د حالاتو اوښتو لپاره څه احتمالات ول؛نو دا ( ٧) تنه بايد نهیلي نشي ،چې گنې د ظلم ماڼۍ به تل ودانې وي.

١٢_ که ټوله نړۍ د ( ٧) تنو پر وړاندې ودرېږي،بيا هم له دوى څخه مسووليت نه لرى کېږي؛بلکې د خپل ځان د خلاصون لپاره بايد هلې ځلې وکړي،که څه هم ټولې لارې پرې تړلې وي .

١٣_  د حق پيروان ،چې د ظلم پر وړاندى یې  دريځ نيولى وي بالاخره بريالي کېږي ؛ځکه د(( ظلم کاسه )) نسکوره ده او رواجي پيسې یې  له چله لوېږي او دا يو (( الهي قانون )) دى . 
١٤_  هغوى ،چې له ظلم سره د مبارزى (( هوډ)) کړى وي د خپلې مبارزاتې مودې سختۍ او تکليف به پرې پاک څښتن داسې اسانې تيرې کړي،لکه د (٣٠٠)  کلونو په خوب ويده ،چې راپاڅېږي او وننګیري- احساس کړى ،چې گنې يوساعت ويده و. 

١٥_ چا چې د څښتن تعالى لپاره د ظلم پر وړاندى دريځ ونیو؛نو خداى پاک ورته پناه ورکوي او د ظالمانوله ازاره یې خوندي ساتي.

کعبه دمستضعفينو نړيواله مرکزي هډه[سمول]

جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ(مایده/۹۷)

         د تاريخ د فلسفې يو آر - اصل دى ،چې وایې  (( تېر د راتلونکي په جوړولو کې ستره ونډه لري ))؛نو ددې  آر  له مخې  اوس وينو، چې د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه به چيرته وي؟ 
اړنګ- شک نشته ،چې د نړيوال (( مرکزيت = سنتراليزم )) اندنه – مفکوره له زرګونو کلونو راهیسۍ لرغونى ده او د نړيوال مرکزيت فکر له (( فطرت )) څخه راولاړ شوى  او څرنگه،چې دا اندنه فطري اصالت لري او د خلقت له ناموس سره يو ځاى پيدا شوى؛نوکله به چې د هر وخت او کهول مستضعفینو د نورو شعارونو په څېر دا شعار د وخت د مستکبرينو له خولې په دې نيت واوريد ،چې گنى ((نړيوال مرکزيت )) به واقعيت پيدا کړي ځانونه به یې جلادو ظالمانو ته وقف کړل،چې په دې توگه به د ((شرک )) له ((نړيوال مرکزيت )) ځنې پرگنى پرگنى ولسونه او انسانان ځارشول . 
امپراتورۍ منځ ته راغلى او لويو لویو ځواکونو تمرکز پيدا کړ؛خوڅرنګه چې بنسټ یې  پر شرک ، خيانت او ذلت ولاړ و،؛نو د تل لپاره پاتې نه شوى، ويجاړې او له منځه ولاړې. 
   په نننې زمانه کې د ملګرو ملتونو سازمان (١) د نړۍ د گردو مستکبرينو د راټوليدو ځاى دى.د سازمان ماڼى په ميلياردنو ډالرو د مستضعيفنو له وينو څخه جوړه شوی ، چې د يو دردمند درد هم پرې نه دى دوا شوى. 

دا سازمان د ټولنوالۍ- سوسيالستي ،پرګنوالۍ- کمونستى ،پانگوالۍ ،ولسپالۍ - نشنالستي سکولرستي او صيهونستي ټولو شيطاني افکارو اصلى چينه ده او د ټولو ښکاره او پټو ابليسي لاسونو مرکزي نړيواله هډه ده .

د دې سازمان اصلي ((کارگرځى )) پنځه ستر شيطانان دى ،چې پکې د ((وتو)) حق لري .

د مسکو،واشنگتن ،پيکنگ ،لندن او پاريس ماڼى ددې سازمان اداري شبکې دي .

د ملگرو ملتونوسازمان د نننې زمانې د ((حزب الشياطين ) مرکزي دفتر دى .

د تاريخ په اوږدو کې د قدرتونو د نړېوال مرکز د منځ ته راتگ لپاره زياتې هڅې شوي ،چې د ملگرو ملتونو اوسنى سازمان د تېرو وختونو د سترو شيطاني قدرتونو د زيارېیبره - محصول ده .

نو دا دى ،چې له ((مکې ))سره په سيالۍ کې څو څوځلې په بېلابېلو نومونو د(( نړيوال مرکزيت )) لپاره سازمانونه منځ ته راغلي . په يمن کې د يمن د پاچا د مصنوعي کعبې جوړول او د ابراهيم پرکعبه د ابرهه د تور لښکربريد دهمدى نيت د سر ته رسولو لپاره و.

په هر صورت د مستضعفينو د حرکت لوری د کعبى پر خوا دى ؛ځکه د کعبې لومړى ډبره د(( خلکو د پېغمبر)) په لاس ايښودل شوى او د تاريخ په اوږدو کې د خلکو((قبله )) او د ټولى نړۍ د مسلمانو پرگنيو د اعتکاف ځاى او د برابرۍ او ورورولۍ غوره بېلګه و او ده .

سبا به دټولى نړۍ مستضعفين د ابراهيم عليه السلام پرتوحيدى کعبۍ اډانه وکړي ؛دا ځکه ،چې د (( طبقاتي اروا پوهنې )) له مخې د (( ملگرو ملتونو)) د سازمان موقعيت د مستکبرينو له مزاج سره اړخ لګوي او د دې پروړاندى د (( مکې )) موقعيت د مؤمنو او ژمنو مستضعفينو له مزاج سره اړخ لگوي.

د(( ملگرو ملتونو سازمان )) د ماشيني انسانانو،صنعتي ،پانگوالۍ او توکیزو- مادي پریوتو سياستونو نړيواله هډه ده.

او دلته :

حج له ځان سره دميعاد ځاى دى . 

حج د عزت ، ځواک ، پوهۍ ،آگاهې ،ايمان ،یووالي ،ګډوالۍ،جهاد،سياسي تقوى ،اوښتونیز-انقلابي صبر، قسط ،عدل ،خلافت او آزادۍ ځاى دى .

حج د ملگرو ملتونو د سازمان پرضد د مؤمنينو واحد مرکزيت دى .

حج د مستکبرينو پرضد د مستضعيفنو نړيوال ستره غونډه ده؛ نوځکه د مستضعيفنوخداى د خلکو د نړيوال پاڅون لپاره کعبه د امن او سولى کور گرځوالى دى .

جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ

او ډير ژر به (( بيت الحرام )) د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه وگرځي. 

کعبه د ځمکې د عاصيانو((معبد ځای)) دی .

نو ځکه به مستضعفين،

هر ډول استعباد وغندي . 

او نور به کله هم ونه غولېږي.

او ترهغه به په مخ ځى ،چې د ټولى ځمکې  وارثين شي. برى د اسلام دى .


د پيريانو په هكله معلومات راكړئ؟[سمول]

پيران هم مسلمان او هم كافر لري. علامه طباطبائى د پيريانو له خولې وايي: په موږ كې سني پيرايان نشته، ځكه په موږ كې ځینې داسې كسان تر اوسه پورې شته چې د غدير پر ورځ هلته موجود ول، د پيريانو د درك كچه تر اناسانانو ټيټه ده؛ خو تحرك يې تر انسان زيات دى. تر اوسه نه دې نقل شوې چې ايا دوی هم پيغمبر لري او كه نه دوی زموږ د پيغمبر امتيان دي. ډېری پيریان د انسانانو په خدمت كې دى او مزاحم نه دى له پيرى څخه ويره او پر انسان باندې د پيريانو كيناستل سم نه دي. په هغوي كې هم سترې ښځې او سړي شته؛خو د نبوت او امامت مقام ته نشي رسيدلاى.

2_ دا شان اّيتونه لكه : " وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء " يا " يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ " ښايي چې خداى هر چاته وغواړي يا عزت وركوي يا ذلت همداراز په قرآن كې داسې هم شته " إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ " د خداى له حكم پرته بل حكم نشته" په دې ځاې كې د بنده او عبد رول څه دى؟ آيا انسان په خپل ذات او عزت كې كومه ونډه لري؟

ځواب: پورتني آيتونه د خلكو لاسوهنه او رول نه نفى كوى " إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ " يعنى دا چې يوازې د هغ حكم نافذ دى؛ نو خدای د ټول جهان واکمن دی .

دا يو ټولیز آر- اصل دى؛خو خداى پخپله حكم كړى كه چا زيار ووېست؛نو اجر به يې وركړم، بریا به ورته ورکړم‏ او كه زيار يې ونكړ ځما له پيرزوینو به بې برخې وي دا د خداى حكم دى او وايي: " وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا " " وَإِن تَعُودُواْ نَعُدْ " چې جنت او دوزخ ته د خلكو لېږل هم د خداى په حكم دى. چا چې ايمان راوړې وي او نيك عمل تر سره كړي؛ نو جنت ته به ځي او څوك چې د ورانۍ پر لار ولاړل؛نو دوزخ ته به ځي.

د لارې هوارول هم د خداى د حكم پر اساس دى خداى حكم كړې كه چا لار هواره كړه؛نو زه به ورته ډېر رزق او خورا عزت وركړم.

3 _ قرآن وايي: " وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاء " د خداى عرش پر اوبو باندې دى د دى معنى څه ده؟

ځواب: اوبه يو جامع مفهوم دى او ډير مصداقونه لري علم هم د اوبو له مصاديقو ځنې دى. علم په حقيقت كې د ژوند اوبه دي او عالم تل لپاره ژوندى دى. "العلما باقون كما بقى الدهى" د دې علم څخه مطلب د تدبير اوواکمنۍ علم دى.

" وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاء " يا " ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ " د ژوند اوبه او د حيات اوبه علم او الهي ځواک دى د ټولو چارو بیخ بنا عالم دى نه ظاهري اوبه، ځكه چې ظاهري اوبه هم لكه د خاورى او هوا په شان وروسته منځ ته راغلي دي، ظاهري اوبه يو ډول حقيقت لري، چې عرش پرې ولاړ دى. لكه څرنګه چې اور، هوا او خاورې هم د اوبو پر سر باندې وي؛نو بنا پردې هغه اوبه چې عرش ورباندې ولاړ دى، يو توکیز- مادى څېز نه؛ بلكې يو مانیز- معنوى حقيقت كېدلاى شي.

4 _ " وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ " په دې اّيت كې د تعليم اسما څخه مطلب څه دى؟ ځواب: تعليم په دوه ډوله دى:

الف: رسمي تعليم، چې پوهنتونونو كې يې زده كړې كېږي استاد يو خبره كوي او مخاطب يې اوري يا كتاب معرفي كوي او ښوونكې يې لولى دلته د علم د انتقال ذريعه او وسيله الفاظ او مفاهيم دى‌. دا علوم مسلكي علوم دي كله ورسره عمل وي او كله نه كله د عمر تر پايه پاتې كېږي او كله هم له ياده وځي. دا علم پر حقايقو د پوهېدلو او فهم وسيله ده.

ب: بل علم داسې دې ،چې له لفظ او مفهوم سره كار نه لري. دا علم د ساز پر څېر نه دې چې واورېدل شي، نقش نه دې،چې وليدل شي، مفهوم نه دى چې ذهن پرې پوه شي، دلته لارې د زړه دي، كله انسان د لمر كلمه ليكي يا يې هم عكس رسموي،چې بل پوه كړي لمر څه ته وايي او كله يوه هنداره لمر ته نيسي ،چې د لمر وړاڼګې يې سترګو ته راورسي كه څه هم هغه نيغ په نيغه لمر نشي ليدلاې؛خو د هندارې د دې انعكاس له لارې رڼا ويني د دې رڼا له لارې پر حقيقت باندې پوهېږي. هغه علم چې خداى خپلو اولياوو ته وركړې ، عبري، عربي او پارسي نه دى،لفظ او مفهوم نه دې، دا هغه علم دى چې ټول حقيقت يو بشپړ انسان ته ښیي: كه انسان د لوړ ظرفيت خاوند وى، خداى ورته دا حقيقت نيغ په نيغه ښيي او كه لوړ ظرفيت ونه لري، حقيقت ورته د هندارې له لارې ښيي. كه څوك توان ولري؛ نو نيغ په نيغه په خپلو سترګو لمر ته ګوري كه و يې نشو کړاى د ځانګړو عينكو له لارې لمر ته ګوري، دې ته شهودي يا حضوري علوم وايي.دا علم د انسان په دننني ځان كې پاتې كېږي او له منځه تلوونكى نه دى.

د پوهنتون علومو ته حصولي علوم وايي: دلته انسان پردى ځان پوهوي چې لمر له كومو وړانګو جوړ شوې، لمر څرنګه وليكي، د هغ اوږدوالې او پلنوالى څومره دى؛ خو دا علوم انسان ته رڼا نه وركوي.

"تعليم اسما" حصولي علوم نه دي. خداى خپل اسماى حسنا بشپړ انسان ته وروښودل. آدم عليه السلام د بشپړ انسان يو غوره بېلګه ده، دنننۍ زمانى آدم حضرت مهدى او پر اسماى الاهى باندې پوهېږي. اسما يعنى سمه، د علامت او نښې په مانا دي. ټول جهان الهي اسما او د هغه د ذات نښې دي؛نو پردې اساس د اسما حقايق خداى بشپړ انسان ته وښودل، ټول پيغمبران او امامان له دې څخه برخمن شوي، البته ټول يو شان او په يو درجه كې نه دي،دلته څو ټكي روښانه شول.

1 _ د تعليم اسما څخه موخه د حقايقو حضوري شهود دى.

2 _ اسما يعنى د خداى نښې

3 _ آدم يعنى بشپړ انسان.

څوك چې انسانيت ته نږدې شو؛نو په حقيقت كې د اسما زده كړې ته نږدې كېږي.

4 _ تعليم اسما يو تارخي پيښه نه ده، چې په يو ځانګړي وخت كې به پاى ته رسيدلي وي.

دا يوه تلپاتي حقيقت دى دا ټولګې به تل وي،چې به پكې خداى ښوونكى او بشپړ انسان زده كوونكى وي او د لوست موضوع به هم اسماى حسنه وي.

كه يو انسان په دې ټولګي كې د ګډون شرائط دلودل؛نو د دې ټولګې زده كوونكي به شي او وابه وايي، چې خداى پكې خبرې كوي او دا زده كوونكى به له پريښتو سره اړيكى لري، دا مقام د ټولو انسانانو لپاره تل شته، يعنى دا كه يو انسان د ځناورتوب له پړاو څخه تېر شو او انسان شو؛نو دا انسان به د اسما حسنه په ټولګې كې د ګډون حق پيدا كړي. دا ټولګې د زمان او مكان په محدوده كې نه دې او له حقايقو سره د آشنایۍ په ترڅ كې انسان د رڼا خاوند كېږي.

دا انسان به سر لوړی وي او كله به هم منځتشۍ - پوچې او بې موخې ونه ننګیري- احساس نه كړې. انسان له پاكۍ، ښه والي او طهارت څه خوند واخلي؛نو جوته ده،چې لمر يې تر څه حده پورې لېدلې دى.

كه په ټول عالم كې سازونه او اوازونه وي؛ نو هغه ته په هیڅ ګټه و نه لري،چې اورېدونكې غوږونه نه لري،كه څوك ليدونكي سترګې و نه لري؛ نو په رڼا ورځ ورته شين آسمان ګټور نه دى.

ټول زيار د دې لپاره دی،چې موږ داسې غوږونه او سترګې ولرو،چې د هغه بل عالم حقايق پرې درك كړو،ځېنې داسې ستر خلك شته،چې په دې دنيا كې ورته پاتې كېدل خورا ګران دي او دا ځكه چې داسې حقايق او ښكلا يې ليدلی،چې په دې نړۍ كې يې بوى هم نشته ،شيطان چې د تل لپاره د خداى له دربار څخه وشړل شو،لامل يې دا نه و،چې آدم ته يې سجده ونه كړه؛بلکې د شيطان جرم او اصولا شيطنت دا دې چې انسان د دې پرځاى چې د " الله نورالسماوات والارض" رڼا ووينې، خپل ځان ويني او كه نه د يوې سجدى پريښودل دومره تلپاتې عذاب نه لري، د ټولو انبياوو زيار همدا و، چې موږ پوه كړي تر څو د خداى پر لار روان شو او نوې لار جوړه نه كړو، ګناه د الهي اسما د حقايقو د ليدو لار تړلې ساتي، ټولې عبادي سپارښتنې او احكام د دې لپار دې چي موږ خپله لار تړلې ونه ساتو.

8 _ يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ

د دې آيت مطلب څه دى؟ په ظاهره خو له دې آيته دا څرګندېږي چې خداى هر چاته وغواړي لارښونه كوي او چا ته چې وغواړي هغه بې لارې كوي.

ځواب: د خداى لارښوونه په دوه ډوله ده.

لومړنې يا ابتدائى لارښوونه او پاداشي يا د اجر لارښوونه . لومړنۍ يا ابتدائى لارښوونه هغه ده چې خداى د عقل ، فطرت، وحى او نبوت له لارې انسان ته وربښلې ده؛ نو له دې مخې خداى ټول خلك د دننني او بهرني شتمنيو له لارې پر سمه لار لارښود كړي،هغه كسان چې پردې لار سم ولاړ شي؛نو خداى به پرې پيرزوینې وكړي او دا خلك به تل په سمه او د خير په لار روان وي. بې لاري د خداى په ذات كې نشته خداى كله هم څوک نه دي بې لارې كړې او نه به يې وكړي، هغه خداى چې ګران پيغمبر، حضرت علي او د هغه كورنۍ يې زموږ د لارښوونې لپاره رالېږلې؛نو كله به هم څوك بې لارې نه كړي كه څوك د دې لارښوونې سره سره بیا هم بې لارې شو، نو خداى ورته د توبې او بېرته راستنېدو ور پرانيستى پريښى .

اوس چې د توبې ور تل پرانيستى دى او انسان بيا هم په خپلې بې لارې ټينګار كوي؛نو تر دې وروسته به خداى هغه بې لارې كړي، آيا د دې مطلب دا دې چې خداى هغه بې لارې كړ؟ نه ځكه چې بې لارې يو عدمې امر دى، بې لارې يې كړ؛ يعنې دا چې خداى ترې خپله پیرزوینه اخلي او هغه په خپل حال كې پرېږدي؛نو تر دې وروسته هغه كس پاتېږي او د هغه شهوت او غوسه او شهوت او غوسه دواړه انسان ځان ته رابوللي او په واقع كې د ګناه پر لورې حركت كوي. د ابتدايي يا لومړنيو لارښوونو له مخې خداى بې له كومې استثنا ټولو خلكو ته لارښونه كړې ده.

ا

خلاقي پوښتنې[سمول]

1 _ كه څوك پر نېکیو امر کوي او خپل پرې عمل ونه كړي، نو آيا يوازې د ويلو ثواب ورته رسي؟

ځواب : لومړې بايد زيار اوباسي چې عمل پرې وكړي، چې خبره يې ځاى ونيسي كه عمل پرې نه کوي؛نو مثال يې د يوې شمع په څېر دى چې خپله سوځې؛خو نورو ته رڼا وركوي، په هر حال د ثواب خاوند به شي، كه څه هم عمل و نه كړي.

2 _ د بلا د د فع او رفع ترمنځ توپير څه دى؟ دلته صدقه څه رول لري؟

ځواب: د بلا دفع كول؛ يعنى د مثال په توګه انسان د يوي ځانګړې ناروغى د مخنيوى لپاره واكسين كوي ، چې پرې اخته نشي دا يو مخنيوونكى عمل دى.

د بلا رفع كول داسې دې،چې يو بلا راغلی او هغه بايد لری كړاى شي،د مثال په توګه يو كس ناورغ شوی او بايد درمل شي، صدقه دا دواړه كارونه ترسره كوي.

3 _ په قيامت كې د پل صراط حقيقت څه دى؟

ځواب: په رواياتونو كې د دوو صراطونو ذكر شوی. يو په دنيا كې چې امامت دې او بل په قيامت كې چې دين دى. امام د دين شارح او مفسر دى. د صراط پل د عادى پلونو پر څېر نه دى. هر څوك چې په دې دنيا كې د اهل بيتو د لارښونو سره سم حركت وكړي او خپل كړه وړه او چلن يې له اهل بيتو سره تر څه حده يو شان وي؛نو په آخرت كې به له پل صراطْ تېر شي او د دوزخ له اوره به وژغورل شي، څوك چې په دې دنيا كې له ديني دستوراتو ځان لري كړي؛نو په قيامت كې به هم له اهلبيتو لري وي او څومره چې يې واټن ډېر وي په هماغه كچه به يې عذاب هم ډېر وي.

4 _ هغه كسان چې خفى يا پټ شرك ولري، نو دين به يې څرنګه وي او په قيامت كې د لوى خداى په دربار كې د اهلبيتو له خوا د شفاعت په لیکه كې راځې او كه نه ؟

ځواب: كه څوك پټ شرك ولري؛ نو مومن به وي .

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ (يوسف/۱۰۶)= او ډېرى يې خداى مني؛ خو ( په دې ډول چې) له هغه سره نورشريكوي

ځینې خلك وايي، كه پلانی نه وای ؛نو ستونزې به مو نه وى اواره شوي يا دا چې ځېنې نور وايي اول خداى او بيا ډاكټر دا هر څه له توحيد سره اړخه نه لګوي ، ځکه خداى هم اولى دی او هم آخر او د خداى پر وړاندې بل موجود هېڅ اغېز نه لري، نو هېله ده، چې دا شان خلك د خداى له خوا وبښل شي.

5 _ د ښځو د اعتكاف په هكله معلومات راكړئ؟

ځواب: په روايتونو كې داسې راغلي ،څوك چې څلوېښت ورځې، د خپلو اعمالو او اخلاقو پاملرنه وكړي، يعنې دا چې حرام ونه خوري، ونه ګوري، او حرام فكر ونه كړي له دنيا ګوښه شي؛ نه دا چې له خلكو ګوښه شي؛نو په دې هكله د ښځې او سړې ترمنځ توپير نشته، اعتكاف يعنى دا چې يو كس ځان له دنيا څخه ګوښه كړي؛نه دا چې ځان له خلكو ګوښه كړي انسان كه مزدور كار وي يا مامور بايد خپل کار كې بوخت وي،خو كارونه يې بايد د څښتن لپاره وي؛نو څوك چې اعتكاف كوي، بايد ډير كار او فعاليت وكړي، لوست وكړي، ځکه چې كار او لوست او څېړنه خپله آخرت دى نه دنيا.د خداى د رضا لپاره د ټولنې خدمت هم آخرت دى.

6 _ كله نا كله د خداى له توفيقاتو بې برخى كېږو د دې بې برخې كېدو جرړه بايد څرنګه پيدا كړو؟

ځواب: څو څېزونه په څو څيزونو كې پټ وي د قدر شپه په څو شپو كې پټه ده؛نو ښايي انسان د دې ټولو شپو درناوي وكړي،چې د قدر شپه وپېژني. خداى به زموږ كوم يو عبادت قبلوي معلومه نه ده؛نو له دې مخې انسانان بايد ټولو عباداتو ته مخه كړي، ګناهونه به خداى بښى لا معلومه نه ده؛نو انسان بايد ټولو ګناهونونو ته شا كړي،د خداى اوليا هم په خلكو كې پټ دې، معلومه نه ده، چې څوك به وي؛نو له دې مخې حق نه لرو، چې د ‏چا سپكاوي وكړو.

7 _ ولې ځېنې كسان برزخي ديد لري او موږ ترې محروم يو؟

ځواب: دا مساله د ټولو لپاره د پام وړ ده ،چا چې راته د هغې نړى په هكله كوم خبر راكړ. بايد ويې منو او ځان ترې خبر كړو دا كار خورا ستونزمن دى ؛ځکه د هغه نړۍ پر احوالو ځان خبرول دوه لارې لري ، يوه دا چې انسان د كوښښ او زيار له لارې ځان خبر كړي بل دا چې تل بايد هوښيار اوسي.

اصلي خبره دا ده، چې څوك د غيبو پر اسرارو پوه شول؛نو دا كسان به هېڅ زغم او طاقت ونه كړي. د يوسف د ښكلا او ښايست په هكله موږ تولو ډير څه اورېدلي، كله چې د مصر ښځو هغه اوليد؛نو ناڅاپه يې خپلې ګوتې غوسي كړې د يوسف د وجود مثال داسې دې كه يو څوك د سپوږمۍ عكس پر يو كاغذ باندې رسم كړي،دا عكس به څومره راته د سپوږمۍ حقيقت بيان كړي. هغه چې د پردې له شا څخه اصلي حقيقت وويني؛نو دا دنيا به بيا ورته خوند وركړي؟

زموږ ډير خداى بښلي له دې نړۍ څخه تللي دي ، نه راته خوب كې راځي او نه زموږ عالم ته پام كوي. په دې چې موږ ورپسې ډير خپه يو،ورته دعاګاني كوو ورپسې خيراتونه كوو علت يې دا دې چې هغوي داسې ځاى ته تللې چې دا دنيا يې له ياده وتلى؛نو دا به ډېره سخته وي كه يو څوک په دې نړۍ كې د هغه بلې نړۍ پر اسرارو باندې ځان پوه كړي او كه و يې هم ويني؛نو دا نړۍ به ورته هېڅ خوند ورنكړي او دلته به د پاتې كېدو توان هم ونه لري.

8 _ ايا عرفانى موسيقى او اشعار موږ خداى ته نږدې كولای شي؟

ځواب: د انسان يوه برخه بينش او علم دى او بله برخه يې ګرايش دى. د بينش او علم له اړخه ډېر كسان كړای شي،پرمختګ وكړي؛يعنى دا استعداد راكې شته چې ښه او بد وپيژنو دا استعداد له لوست او ووینې - بحث له لارې لاپسې غوړيږي؛نو دا مو په لید او پوهې پورې اړه لري ،چې د ښو او بدو په پيژندلو كې موږ په يو ګډه پوله كې يو،يعنې دا چې بد هم ښه پيژنو او ښه هم.

خو د ګرايش په برخه كې داسې نه ده چې موږ به وينو او د بدو پر وړاندې يو شان ګرايش ولرو. موږ ښو كارونو ته بشپړ ګرايش لرو او بدو کارونو ته يې اصلا نه لرو؛ يعنې دا چې زموږ په دننه كې بدو او ښو ته ګرايش يو شان نه دى. د ښو او بدو پر وړاندې زموږ لید و شان دى؛خو ګرايش مو دا څېر نه دى.د بېلګې په توګه موږ د ښو، بدو ، ګټور او زيارنمنو خواړو تشخيص يو شان كوو؛خو زموږ د هاضمى سيستم گرايش به دې خوړو ته يو شان نه وي. د هاضمې سيستم ښه خواړه ډېر په آسانۍ هضموي او مسموم خواړه بيرته راګرځوي.

دا ښکارنده - پديده په روح كي هم شته .روح مو هم ښه او بد اخلاق ، عدل، ظلم ، امانت، خيانت ، رښتيا او دروغ په يو كچه پيژني؛خودوى ته په يو كچه ګرايش نه لري.

روح، عدل، امانت، او رښتيا پسې ځي؛ځکه كله چې يو ماشوم په لومړي ځل دروغ ووايي، نو ټول وجود يې لړزېږي؛ خو په رښتيا ويلو كې په ډاډه غږيږي.

دا چي لید او پوهه (نظى عقل) سمه تنظيمه شي،ښايي د برهاني لارو لكه فلسفه، رياضي، حكمت، كلام او عرفان پسې لاړ شو.

دا چې زموږ د ګرایش برخه (عمل عقلي ) مو تنظيم شي، ښائى په عملي كارونو پسې لاړ شو. عملي عقل چې کار يې ګرايش دى ټول تصميمونه نيسي او عزم ، اراده، محبت اخلاق او نيت دا ټولې چاري سمبالوي او دهغي مرستندوی ګڼل كېږي.

كه موږ دا مدير نرم خويه كړ، نو د نظري عقل پر وړاندې تسليمېږي،يعنې كه هر كار غواړې؛نو له نظري عقل څخه فتوا اخلي. كه دا ګرایش (عملى عقل) خپلسرى وي، له نظري عقل څه لارښوونې نه اخلي. له خپلو لاندينو مامورانو لكه شهوت، او غضب څخه لارښوونې تر لاسه كوي.

د عملي عقل د نرمو لپاره ډول ډول لارى شته لكه څرنګه چې په دعاى كميل كې ذكر شوى د دښمن پر وړاندې د مومن بهرنى وسله اوسپنه او دنننۍ وسله يې ژړا او اوښكې دي. نو كه د مومن د اوښكو او ژړا پر وسله سمبال وي، نو د غضب او شهوت پر وړاندې ودريږي او كه سمبال نه وي لاريوي يې كوي او د غصى او شهوت له مخې تصميم نيسي ځېنې وايې زما چې څه زړه وغواړې هغه كوم چا پورې مې كار نشته د دې معنى دا ده چې انسان د شهوت او غضب تر قومندى لاندې دى.

موسيقي او سندرې هم کړاى شي،چې پر عملي عقل اغېز وکړي .څوک،چې په دعاګانو کې اوښکې تويوي؛عملي عقل به يې نرم وي او دا کس به کله هم د خداى له رضا پرته کوم بل کار و نه کړي.شعرونه او په زړه پورې نثرونه د عملي عقل په نرمتیا کې خورا اغېزمن بريښي.

بايد هڅه وکړو،چې له سندرو څخه د شعر ويلو په لوري وخوځو ،داځکه کېداى شي په سندرو کې يو ډول کاذبه نرمتيا او اوښکې را پيداشي،لکه څرنګه،چې کاذبه او صادقه خندا لرو؛نو همدا شان کاذبه او صادقه ژړا هم لرو.کله د يوې لطيفې په اورېدو انسان خاندى؛نو دا صادقه خندا ده.کله يوکس د تښنېدو له امله خاندي ؛نو دا خندا کاذبه او بې ارزښته ده.ژړا هم همدا شان ده. سندرې هم کړاى شي،چې له داسې ګواښ سره يو ځاى وي؛ يعنى دا چې کاذبې اوښکې او نرموالى رامنځ ته کوي او ګومان کوو،چې په عملي عقل كې نرموالى راپيدا شي داسى نه ده . ځينې موسیقۍ زياتوونکې اغېزې لري او ددې لاملېږى،چې عملي عقل له نظري عقل څخه لاروي و نه کړي او انسان دګناه ډنډه ته ورغورځوي

٩: انسان کله نا کله داسې يو پړاو ته رسي،چې د منځتشي – پوچي ننګیري- احساس کوي، دا ولې ؟

ځواب: چې انسان خپله موخه له لاسه ورکړي؛نو دا حالت رامنځ ته کېږي.د انسان مثال د سرو زرو د يومعدن په څېر دى،چې په ځان کې ملغلره لري؛نو انسان بايد ددې ګوهر روزنه وکړي او دا ملغلره کله هم له بهره نشي روزل کېدلاى.

10 _: انسان په فطري توګه له عبادت سره مينه لري ؛نو ولى موږ له خپل عبادته خوند نه اخلو؟

ځواب: د خداى لوري ته مو مخه يو فطري کړنه ده؛خو شهوت ، او غضب هم د يوې وسيلې په توګه د انسان په خټه کې ايښودل شوى دى.عقلمن دا دواړه د تعطيلولو پرځاى هغه تعديلوي. ناپوهه انسان،شهوت اوغضب د خپل فطرت مشر ګرځوي؛نو په دې حال کې فطرت بندي کېږي او د غرايزوپه منځ کې خښېږي او خښ شوى فطرت څه هم نشي کړاى او له عبادته هم خوند نشي اخستلاى. چې فطرت پاک شي او وغوړېږي؛نو له عبادته به خوند واخلي.که غواړو،چې له عبادته خوند واخلو بايد له حرامو ډډه وکړو.څوک چې په حلالو پسې ځي؛نو حتماً به له عبادته خوند اخلي.څوک چې په زکام اخته شي؛پوزه يې هم بندېږي؛نو دا کس له ښه بوى څخه خوند نه اخلي او کمزورې سترګى هم له ښايسته منظرې څخه خوند نشي اخستلاى؛نو له دې مخې ګنهکار هم له عبادته خوند نشي اخستلاى.

15 _ څرنګه بايد ځان د شيطان له وسوسوخلاص کړو ؟ 

ځواب : ابليس د انسان بهرنى دښمن دى او له بهره بريد کوي. چې انسانان ورته پخپله دنننۍ لار اواره نه کړي؛نو د انسان په دنننه کې نشي ننوتلاى.د شيطان کار دا دى،چې د انسان وجود ته زهر ورننه باسي او زهر بايد د انسان وينې ته داخل شي،چې ‏خپل اغېز ولري،که همداراز له هاضمي سيستم څخه بېرته راوګرځول شي؛نو هيڅ اغېز به ونه لري.وسوسې هم همدا څېر دي.د ځاني غوښتنو او شهوت سپکې څپى په تنکي زلمو کې تر سترګو کېږي؛خو درندې څپې يې په غټانوکې تر سترګو کېږي،چې په ځاى او مقام پسې منډې وهيى .

نو دا هر څه د هماغه زهرجنو وسوسو نښې دي. که څوک د چا ستاينه وکړي او په ځانګړي لقب ورته غږ وکړي او مخاطب کس ترې خوند واخلي؛نو له څرګندېږي،چې د وسوسو زهرو يې په بدن کې اغېز کړى او که څوک له دې خبرو خوند نه اخلي ؛نو بايد د خداى شکر دې اوباسي.حضرت علي په يو لیک کې مالک اشتر ته داسې ليکي:((شيطان تل د بريد په حال کې چمتو ناست وي؛خو چې څوک ستا ستاينه کوي؛نو شيطان د بريد لپاره لا پسې چمتو کېږى او په دې مهال بايد ويښ ووسو.))

 پېغمبر اکرم (ص) وايي:(( تر ټولو سرسخت دښمن مو ستاسې نفس دى.)) 
 بهرنى دښمن څه کوي ؟ يوازې کورونه وارنوي  خلک وژني. دا ټول هر څه په جسم پورې محدود دي.سړى ممکن شهيد شي  او شهيد خو اصلاً زيان نه ويني.علامه طباطبايي وايي:شهيد ، چې د جنګ په ميدان کې غشي خوري او پخپلو وينو کې رغړي،  خلک به ګومان کوي،چې ښايي سخت په عذاب کې دى؛حال دا چې دا کس ډېر ارامتیا ننګیري،که خبرې یې کړاى شوې؛نو ويلي به یې واى،چې اروا يې ډېره آرامه ده.)) 

16 _ ځان څرنګه اصلاح كړو؟ د زړه ناروغى او روغتيا څه ده؟

ټولو علوم انسانپوهنى ته اړتيا لري، د انساني علومو اصلي او محورى ټكې د انسان هويت دى، كه څه هم تجربي علوم نيغ په نيغه له انسانپوهنى سره تړاو نه لري، د تجربى علومو پايله د انسان لاپسې ښه والي دي، يو انجينر كه ښه سرك جوړوي يا كور جوړوي موخه يې دا ده چې انسان ترې ښه ګټه واخلي. قرآن نه يوازې د انسان جسم تشريح كوي؛بلكې د هغه په روح هم رڼا اچوي.

17 _ ولې نفس د انسان تر ټولو بد دښمن دى؟

ځواب : نفس پټ دښمن دی،چې په سترګونه ليدل کيږى او په دننه کې دى او بهر نه ښکاري. نفس مکار او قهاردښمن دى موږ ويني؛ خو موږ يې نشو ليدلاى.د نفس دښمني تلپاتې وي او لنډ مهاله نه وي.زموږ تر ټولو غوره سامان او کالى لکه ايمان اوعقل راڅخه وړي،زموږ له کور او توکیز- مادي مال سره دومره کار نه لري.دا دښمن له ټولو دښمنانو سره توپيرلري د مثال په توګه دښمن کېداى شي مار وي ، ځناور وي ، ليوه وي، لړم او يا هم انسان وي.که دښمن ليوه ، مار او يا هم سپى وي، چې انسان ورته څه ورکړى سملاسي د څه مودې لپاره ارامېږي ؛خو دنننى دښمن دا شان نه دى که څه ور هم کړى؛نو نه ارامېږي که مو دهغه په غوښتنه عمل وکړ او څه يې،چې را نه وغوښتل ور مو کړل ؛نو بريدونه يې لاپسې زياتېږي او نورهم پرمختګ کوي،د نورو دښمنانو په شان شاتګ نه کوي .


کلامي برخه[سمول]

3 _ پوښتنه : انسان په دې دنيا کې د لنډې مودې لپاره ګناه کوي؛نو ولې د تل لپاره په عذاب اخته کېږي؟ ايا دا خبره د خداى له عدل سره اړخ لګوي؟

ځواب : که څوک مسلمان وي او ګناه يې وکړه؛نو په توبه يې ګناه له منځه ځى او وينځل کېږي.که پاک نشو په برزخ او قيامت کې پاکېږي.که هلته هم پاک نشو؛نو دوزخ ته لېږل کېږي ؛خو د ژغورنې په ډله کې به حسابېږي او به ژغورل شي . که څوک به دې نړۍ کې ځان له ګناه څخه پاک نه کړي؛نو په هغه دنيا کې په پاک شي؛خودا دواړه پاکول سره خورا توپير لري.په هغه دنيا کې انسان د اور په لمبو پاکيږى.د ځينوانسانانو مړينه ډيره سخته وي،لامل يې هم دا دى.دبېلګې په توګه که د يو انسان غاښ له بې حسۍ پرته وويستل شي؛نو څومره دردوونکى به وي اوس که له تخدیر پرته له بدن څخه اروا وويستل شي؛نو څومره په کړاو کې به وي او سړى به څومره پړتکى وهي.چې هر څومره له بدن سره د انسان تعلق او تړاو کم وي؛نو اروا به يې په آسانۍ له بدنه ووځي.


پوښتنه:

 دا چې انسان پاکلمني- عصمت لاس ته راوړي؛نو دا وړتیا - ظرفیت به پکې خداى ټاکي او که انسان به يې پخپله لاس ته راوړي؟ 

ځواب : خداى ټول انسانان د عدالت د وړتیا لپاره چمتوکړي دي. هغه عادل دى،چې واجبات ترسره کړي او له حرامو ډډه وکړي ؛دا لږ تر لږه ‏د هر مسلمان دنده ده.خداى راته د عدالت د لاس ته راوړلو استعداد راکړى او د هغى لار يې هم راښودلى ده. عدالت پړاوونه لري.لومړنى ضعيف پړاو يې د واجباتو ترسره کول او له محرماتوډډه کول او اخرنى يې د پاکلمنۍ-عصمت مقام ته نږدى والى دى.عادل ممکن سهواً هم تېروتنه وکړى؛خومعصوم سهواً هم تېروتنه نه کوي.که څوک په دى لار کې هڅه وکړي ؛نو په قراره کړاى شي،چې د پاکلمنۍ پولې ته ځان نږدې کړي؛ يعنې که مخکې پاکلمنی - معصوم نه ؛نو اوس کړاى شي،چې معصوم شي. پالکمني-عصمت هم درجې لري.معصومېدل د يو ځانګړي کس لپاره نه دي.د اهل بيتو ډېری اولاده لکه حضرت زينب او حضرت ابوالفضل د پاکلمنۍ د ځينو ځانګړنو خاوندان ول؛خو خداى مهم مقامونه لکه نبوت،امانت او خلافت ځانګړو خلکو ته ورکوي.

دا کسان کړاى شي،چې تېروځي؛خو نه تېر وځي.حضرت على په دې اړه وايي:(( که ووه اسمانونه راته راکړي او راته ووايي ،چې تيرى وکړه؛نه يې کوم.دا چې زه دا کار کړاى شم؛خو تيرى نه کوم.))


پوښتنه:

شيطان له اوره پيدا شوى؛نوڅرنګه به د دوزخ په لمبو کې وسوزي؟

د شيطان اصلي خلقت له اوره دى؛خو ځينې نور عناصر يې هم په جوړيدو کې ونډه لري.د مثال په توګه د انسان اصلى وجود له خاورې جوړ دى؛خو ځینې نور عناصر يې هم په وجود کې ليدل کېږي.غوښه او پوستکى يې له خاورى جوړشوى؛خو درک کوونکى اوحساسه قوه پکې هم اچول شوى،چې درد وننګیري -احساس کړي.که لوټه له بلې لوټى سره ولګېږي؛نو نرمېږي، لوټه درک نه لري ؛ ځکه درد هم نه لري.که خاورى درک درلودلای؛نو حتما يې درد هم ننګېره. شيطان هم همدا شان دى . يعنى دا چې له اوره او درک کوونکى قوى پيدا شوى دى که پر شيطان هم څه اغېز وکړي؛نو هغه درک کوي؛نو بنا پردې شيطان له اوره پيدا شوى او دا چې د اروا او اودراکي ځواک درلودونکی هم دى؛نو د دوزخ اور به يې وسوزي.

پوښتنه :

  ښځې ولى نشي  کړاى،چې د مرجعيت مقام ته ورسي؟ 

ځواب: د مرجعيت او فقاهت ترمنځ بايد توپير وکړو. ښځه له دې مخې،چې يو مجرد روح؛نو د انساني حقيقت له مخې له سړي سره کوم توپير نه لري؛دا ځکه د پېغمبرانو د بعثت اصلي محور ښځه او سړى نه ؛بلکې انسان دى.د انسان انسانيت د هغه روح وي او روح نه سړى دى او نه ښځه.دا يوازى بدن دی،چې مذکر او مونث لري .هغه دندې،چې په بدن پورې اړه لري؛نو د ښځې او سړى ترمنځ توپير راپيدا کېږي؛خوعلمي کمالات،ګروهې، اخلاق او مانیزتوب- معنويت په روح پورې تړاو لري او په مذکر او مونث پورى هيڅ اړه نه لري؛ځکه بايد فقاهت،چې يوعلمي مقام دى او مرجعيت،چې يو اجرايي کار دى يو له بل سره بايد توپير ولري .

 په فقاهت کې هيڅ شرط نشته.ښځه کړاى شٍي،چې په علمي ویینو کې د فقاهت بشپړ پړاو ته ورسېږي او ډېری شاګرادن ولري؛خو مرجعيت يو اجرايي مقام دى.خلک مراجعه اومصافحه کوي او دا د ښځې له مقام سره اړخ نه لګوي. 

پوښتنه :

په دې پوهېږو،چې مړينه د مومن لپاره خوږه وي مومن مړينه په ورين تندي منى او هيڅ ډول عذاب  نه لري؛خو په يو بل روايت کې راغلي،چې ټول به د قبر عذاب ويني،ان چې فاطمه بنت اسد له دنيا سترګې پټې کړې؛نو پېغمبراکرم (ص) يې په قبر کې څملاست،چې د قبر فشار یې په آزار نه کړي،په دې اړه معلومات راکړى؟

ځواب : د قبرفشار يو ډول عذاب دى. نږه مومن د قبرعذاب نه لري که مومن ځينې تېروتنې ولري،کېداى شي،چې د مړينې پر مهال او يا هم په قبر کې لږ شان سختي وويني،چې پاک اوسوتره شي. که يو مومن نږه ايمانوال؛نو ښايي،چې د مړينې پرمهال او يا هم په قبرکې عذاب ونه ويني. ددې نړې ځينې چارې د کړاو حکم لري نه د عذاب. د مثال په توګه لکه د زوړوالى کړښت او يا هم د ناروغۍ کړښت. د فاطمه بن اسد په قبر کې د پېغمبر اکرم (ص) څملاستل او يا‏ پر مخ یې د پېغمبر اکرم لخوا د خپل قميص اچول د قبر د عذاب کموالى دى. کېداى شي د مړينې پر مهال يوازيتوب وننګیرو؛خو په رواياتو کې راغلي،چې اهل بيت د مومن مخى ته راځي او مومن يې په ليدو دومره خوشحالېږي، چې په ورين تندي د مړينې هرکلی کوي.دلته بايد دوو ټکیو ته پام وشي :

١_ د قبرله عذاب څخه ويره دانسان د ژغورنې لامل دى .

٢_  د قبرعذاب د ټولو مومنانو لپاره نه؛بلکې د ځينو لپاره دى . 

پوښتنه :

څرنګه کړاى شو،چې د زړه له خلاصه لمونځ وکړو يا په لمونځ کې حضورقلب ولرو؟

ځواب : موږ هر يو د يو جماعت يا ټولګي مثال لرو،چې يو امام لري. په دې نړۍ کې ددې جماعت امام زموږ دنننى ځان دى ،چې کېداى شي ياعقل وي يا خيال،يا وهم،يا عشق، لنډه دا چې هرڅوک خپل امام جماعت پېژني.د بدن ټول غړي او حسونه ددې امامت تر څارنې لاندې کار کوي؛يعنې دا که يو انسان د بشپړتيا پړاو ته رسيدلى وي،دهغه ټولى دننۍ او بهرنۍ قوې د عقل په امامت کار کوي.عاقل خپلې دنننۍ او بهرنۍ قوې،کړه وړه او وينا دعقل پربنسټ تدبير او اډونوي- تنظيموي. که وغواړو،چې ووينو دنننى امام مو عقل دى که نفس؛نو د خپلو کړو وړو او چلن څخه بايد پوه شو؛يعنې دا چې د انسان وينا، چلن،ليکنې او ټول هرڅه دهغه دننني امام ښکارندوى کوي. له کوم ځاى څخه پوه شو،چې هغه سړى ښه دى که بد؟وينو،چې هغه سړى ښې خبرې کوي،ښه کارونه کوي،خبرې يې له عمل سره اړخ لګوي،پر چا يې بد نه دي پېرزو.پټ او ښکاره يې يوشان دي.د دې کس ټول کړه وړه سره راټولوو او له ځان سره وايو،چې ددې کس په دننه کې يوه رڼا ځلېږي.که د يو کس دنننی امام نفس و؛نو په کړو وړو کې به يې ټګي برګي او دروغ تر سترګو کېږي؛نو که د چا کړه وړه سم و؛نو د يو داسې نېک او ښه دننني امام ښکارندوى کوي ،چې مخ په قبله ولاړ وي او لمونځ کوي.که د يو کس لاسونه پرفساد او ګناه ککړ وي؛نو د يو داسې دننني امام ښکاروندوى کوي،چې قبلى ته يې شا کړې او لمونځ کوي.

څوک،چې داړلى خوى ولري؛نوپه قيامت کې به يې قواره دسپي په څېر وي او دهغه د وجود ټول غړي به پرې لووی- شاهدى ورکوي،چې هغه يو داړلى موجود و او هغه،چې ډېره طمع ولري ؛نو په قيامت کې به يې قواره دمنګک په شان وي. ځينې عاقلانه ژوند نه؛بلکې مختالانه (خيالى) ژوند کوي.په قرآن کې داسې راغلي:
((إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ)) مختال اومتخيل يعنى دا، چې يو څوک په خيال کې ژوند کوي.څوک،چې په عقل نه؛بلکې په خيال کې ژوند کوي؛نو د خداى محبوب او دوست نه دى. 

په لنډمهاله ارزښتونو پسې زړه تړل يو ډول انګېریالي- خيالبافي ده . چا چې په دې چارو پورې زړه وتړه او خداى يې هېر کړ ؛نو مختال به وي. هغه مختال دى،چې عاقلانه ژوند او لمونځ و نه لري. هغه عاقلانه لمونځ کوي،چې د لمونځ څخه بهر يې ټولې قوې تطهير او پاکې کړې وي.ناروا خبرې،چلن او کړه وړه مو له عاقلانه لمونځ څخه بې برخې کوي.که انسان هڅه او زيار اوباسي،چې د ژوند په ټولو اړخونو کې خپل کړه وړه،چلن او فکر کابو کړي؛نو په غوڅه توګه به د زړه له خلاصه لمونځ وکړي او يا په بله وينا په لمونځ کې به حضور قلب ولري . څوک چې تل خداى په زړه کې لري او ځان دهغه په محضر کې ويني؛نو په ډېره آسانۍ به د زړه له خلاصه لمونځ وکړي ؛خو هغه،چې د شپې او ورځې پرته له خدايه د هر څه په فکر کې وي ؛نو نشي کړاى،چې د زړه له خلاصه لمونځ وکړي.


پوښتنه :

په ديني احکامو کې د شپى او د ګهیځ پرپاڅېدو ولې ډېر ټينګار شوى؟ 

ځواب : د ورځې د انسان مصروفيتونه ډېر وي،تګ راتګ، ليدنې،کتنې او خبرې اترې ډېرې وي؛خوګهیځ ارام وي؛ځکه له چا سره موخبرې نه وي.د چا درسره کار نه وي او ستاسې هم له چا سره کار نشته؛نو پردې ګړى کړاى شی له حقيقي دوست ؛يعنى خداى سره خبرى اترې وکړى؛خو دا خبرې اترې په دې شرط کړاى شو،چې د ورځې موږ ځنې مزاحمونه خپل دننني وجود ته یونسو،دومره څيزونه زړه ته یونسو،چې په ګهیځ کې د خبرواترو پرمهال خپل سر راپورته نه کړى .

هغه خبرې،اورېدنې او ویینې،چې په موږ پورى اړه نه لري، هيڅ ګټور نه دي.ولې خپل عمر توی کړو. دا شان خلک به‏ د شپې ګډ وډ خوبونه ګوري .

پوښتنه :

ويل کېږي که څوک غيبت وکړي؛نو د زړه خاوندان هغوى ويني،چې له خولې يې اور ورېږي. دا خبره د خداى د (( ستار)) والى سړه منافات نه لري ؟

ځواب : خداى ستارالعيوب دى.پوهيږي،چې کوم ځاى کې ستاري وکړي او کوم ځاى کې يې و نه کړي.که څوک د نورو ستارعيوب وي او په عين حال کې په پټه پرګناه ککړ شي،خداى به اجازه ور نه کړي،چې اسرار یې د نورو په مخ کې ښکاره شي،ان په قيامت کې هم کوم کسان،چې يو له بل سره نږدې ولاړ وي ؛نو د خداى په حکم او اجازى به هغوى يو د بل له اعمالوڅخه خبرنشي؛نو بنا پردې خپله د شخص عمل ډېر مهم دى.که څوک د بل چا پرده خوندي وساتي او په ښکاره پرګناه ککړ نشي؛نوخداى به هم دهغه پرده خوندي وساتي. 

پوښتنه :

د اخلاقوعلم بايد له کوم ځاى څخه پيل کړو،حال دا چې د اخلاقو استاد هم ونه لرو.

ځواب : د اخلاقوعلم يو نظري برخه ده او بله عملي . نظري يې د لوست،مطالعې او ویینې له لارې لاس ته راځي اوعملى برخه يې د اخلاقو د ښووند د لارښوونو له لارې لاس ته راځي .په څه،چې انسان پوهېږي او عمل پرې وکړى؛نو لومړى ددى اعمالو ښې اغېزى رابرسېره کېږي.

دويم دا چې خداى به ورته هغه څه ورزده کړي،چې پرى نه پوهېده.که څوک پرعلم باندې عمل وکړي ؛نو دا علم به تلپاتى وي او لاپسى به وغوړېږي.که انسان هڅه وکړي،چې واجبات ترسره کړي او مستجات هم تر يو حده پورې ترسره کړي ،له محرماتو ډډه وکړي او د توان په حد کې له مکروهاتوهم ډډه وکړي او کړه وړه يې افراط اوتفريط ونه لري؛نو دا حالت ډېر اغېزمن بريښي.


غیبت څه ته وايي؟[سمول]

  • غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي . ( وسائل ۸/٦٠٠- ٦٠٤)

نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت نه دى .

د مړي ، ژوندي ، سړي ، ښځې ، وړوکي ، ستر، خپل ، پردي ، ښوونکي ، زده کوونکي  او پلار د ټولو غيبت حرام دى او ګناه يې يو له بل سره توپير نه لري . 
  • د خداى رسول (ص) وويل : له مړيو لاس واخلئ، څوک چې ومړ؛نو ورپسې بد مه وياست .( نهج الفصاحه ، ٢٦٤ حديث )

غيبت د روايتونو په رڼا کې[سمول]

امام صادق وويل : غيبت کوونکى که توبه وکړي؛نو وروستى تن به وي،چې جنت ته ننوځي او که توبه و نه کړي؛نو لومړى تن به وي،چې دوزخ ته ننوځي .( مستدرک ۹/١١٧‏) امام رضا له امام سجاد څخه روايت کړى دى : يوعالم وايي: که چا د مسلمان له غيبته ځان وساته ؛نوخداى به يې د قيامت پر ورځ له ګناهونو تېرشي . ( بحار۷۲/ ٢٥٦) پېغمبر اکرم (ص) : ترڅلوېښت ورځو پورې د غيبت کوونکي لمونځ او روژه نه قبلېږي . ( بحار۷۳/ ٢٥٨‏)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : د قيامت پرورځ ،چې ځينو ته کړنلکيونه ورکړ شي؛نو وبه وايي : ولې پکې زموږ ښه کړه نه دي ‏کښل شوي؛نو ورته به وويل شي : خداى نه څه کم کړي او نه هېر کړي؛بلکې ستاسى ښه چارې د غيبت له امله له منځه تللي دي او په مقابل کې داسې کسان هم شته، چې کله خپل کړنليک وويني،چې پکې ډېرزياتې ښې چارې ليکل شوي ؛نو خيال به وکړي،چې دا يې کړنليک نه دى؛نو ورته به وويل شي: چا چې دې غيبت کړى و،ښه کړنې يې ستاپه کړنليک کې ليکل شوي دي . ( بحار۷۲/ ٢٥٩)

د خداى رسول (ص) مکې ته په خپل وروستي سفرکى وويل : ستاسې وينه ، مال او پت محترم دى؛لکه څنګه چې دا د "ذي الحجې" میاشت ده او دا د حج ورځې محترمې ‏دي . ( شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد ۹/٦٢‏)

په روايتونوکې د غيبت کوونکي نوم د هغه چا تر څنګ راغلى،چې تل شراب څښي. ( بحار۷۲/٢٦٠) 

په روايتونو کې راغلي : هغوى چې د نوروغيبت راسپړي ؛نو خداى به يې عيبونه ښکاره کړي .(محجته البيضا ، ٥مخ)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : دغيبت کوونکي روژه باطله ده . (معجة البيضاء۵/٢٥٤)

پېغمبراکرم (ص) وايي : يو درهمه ربا تر ٣٦ زناګانو ‏بده ده او تر ټولو بده اوستره ربا د مسلمان له پت سره معامله ده. (بحار۷۲/ ٢٢٣‏) .

په حديث کې راغلي : په جومات کې د لمانځه لپاره د ناستې انتظار عبادت دى ؛خو چې غيبت پکې ونشي . ( کافي ۲/٣٥٧مخ ) 

د غيبت جبرانول[سمول]

*که په چا پسې مو‏غيبت کړى وي او مړشوى وي ؛نو بايد له خداىه بښنه وغواړو،چې البته خداى توبه منونکى دى؛خو که په هغه پسې چې  غيبت مو کړى که ورته ووایو،چې ستا غیبت مو کړی ؛نو خپه به شي . ځينې عالمان وايي،چې بايد ورته و نه ويل شي،چې ‏غيبت مو درپسې کړى ؛بلکې خداى ته بايد توبه وايستل شي او که د غيبت اورېدونکى پېژنئ ؛نو په چا پسې،چې موغيبت کړى؛نو د هغه د سپکاوي د جبران لپاره يې ښه ووايو او که داسې ول،چې که پوهېدئ،چې درڅخه نه خپه کېږي ؛په خپله ترې بښنه وغواړئ . 
شيخ طوسي د تجرید په شرح کې د پېغمبراکرم د يو حديث په رڼا کې وايي : که په هغه پسې،چې غيبت کېږي،خپل غيبت واوري ؛نو د جبران لپاره بايد ورشو او ترې رسماً بښنه وغواړو؛خو که يې خپل غيبت نه وي اورېدلى؛نو چې کله هغه رايادېږى بايد ورته استغفار وشي. ( وسايل ۸/٦٠٥‏) 

غيبت په کوموځايونوکې جايز دى[سمول]

١_ د مشورې په مقام ‏کې؛يعنې که چا د يو بل کس په اړه ‏مشوره وغوښته ؛نو موږ کړاى شو مشوره غوښتونکي ته د هغه کس نېمګړتیاوې ووایو،چې په اړه یې مشوره کېږي‏ .

٢_ د باطلې ګروهې ‏د لارويانو غيبونه ويلاى شو، چې خلک ورپسې ولاړ ‏ نشي .

٣—په نياوتون-محکمه کې د يو مجرم پر خلاف د لېینې - ګواهى پر مهال که غيبت وشي؛لکه څنګه چې د باطلې ګروهې ‏ د رد لپاره خلکو ته بايد حقيقت وويل شي .

٤_ د داسې لېينې د رد لپاره،چې د ډاډ ‏ وړنه وي .

٥_ د ظالم د ظلم بيانول،چې د چا مظلوميت پکې جوتېږي .

٦—څوک چې ښکاره ګناه کوي؛نوغيبت نه لري .

٧_ څوک چې د دروغو ادعا کوي؛د ساري په ډول وايي : زه عالم يم، ډاکتر يم او موږ پوهېږو ،چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی ؛نو خلک پوه کړ، چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی .

دغيبت خطرونه[سمول]

په غيبت کولو نورې ګناوې هم پټې دي لکه :

١—د فحشاء خپرول ؛د خلکو د بديو خپرول دومره خطرناک دي،چې نه يوازې خپرول يې؛بلکې له خپرولو سره یې مينه هم ډېر دردونکى عذاب لري .

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(نور/۱۹)=په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. ))

٢_ د مؤمن سپکاوى او خوارول .

٣ خبره خوله په خوله کول .

٤—جنګ اوفتنه اچونه .

٥—ظلم او نورې ګناهګانې ...

دغيبت ډولونه[سمول]

غيبت کله په ژبه،اشاره ،ليکنه ، عکس ،شکل ، انځور او د چوپتيا په بڼه وي ؛مثلاً وايي : افسوس،چې دين مې ژبه ‏نيولې او په دې ټکي ټولو ته وايي،چې پلانی څومره عيبونه لري او يا د الحمدالله په ويلو ،چې ښه ده موږ پکې راګېر نشو؛نو ښايي پلانى راګېرشوى دى . کله د خپل عيب په ويلو د بل عيب بيانوي، د ساري په ډول وايي : انسان کمزوری ‏دى ، موږ ټول بې صبره يو ؛يعنې هغه کمزورى او بې صبره دى . کله د غيبت په اورېدو ‏وايي : سبحان الله ، الله اکبر! اوپه دې سپېڅليو ټکيوغيبت کوونکى غيبت ته راهڅوي اوکله په ژبه وايي : غيبت مه کوئ ؛خو زړه يې غواړي،چې غيبت واوري،چې دا نفاق دى .


== د غيبت اغېزې ==

  • الف : ټولنيزې اواخلاقي اغېزې .

١_ د کينې راپيدا کېدل،د ډاډ ‏له منځه تلل او په خلکو کې د فتنې او اړپېچ رامنځ ته کېدل او له ټولنې د ګټورو وګړيو ګوښه کول .

٢—د ګناه لپاره نوره زړورتیا ‏پيدا کېدل ؛ځکه همداچې انسان پوه شو خلک يې له ګناه اوعيبه خبر شول،بې عزته شو ؛ نو‏‏سترګې يې نورې هم شلېږي او ګناه کولو ته لا ډاډه کېږي او توبه ‏يې له ذهنه وځي .

٣_ د خلکو دعيب خپرول ټولنه نوره هم ککړوي او ګناه ته د خلکو زړورتیا ‏نوره هم زياتوي .

٤_ د غچ اخستنې ننګېرنه - احساس راپاروي؛ځکه همدا چې يو چا واورېدل پلاني يې غيبت کړى ؛نو دى يې ‏هم ‏غيبت ته ملا تړي .

په بله وينا : ‏نننى غيبت مو ددې لاملېږي،چې خلک زموږ غيبت وکړي . ((لاتغتب فتغتب)) او څوک چې بل ته څاه کني خپله به پکې لوېږي . (بحار۷۲/٢٤٩) . 

( ژباړن : رحمان بابا وايي:

کوهـــــى مــــه کــــنه دبـــل چــاپـه لارکې

که نه ستا به دکوهې په لارکې لارشــي )

  • ب : اخروي اغېزې  :

١—غيبت کول د انسان ښه کړنې له منځه وړي . (بحار۷۵/٢٥٧)

٢_ غيبت کول د عبادتونو د قبلېدو مخه نيسي .

٣_ غيبت کول انسان د الهي ولايت له کړۍ باسي او د نورو په کړيو کې يې دروي .( کافي ۲/٣٥٨‏ )

دغيبت ريښې[سمول]

١_  کله غيبت له غوسې راولاړېږي،په ځينوآسماني کتابونو کې راغلي : که د غوسې پرمهال دې زه یاد کړم؛نو زه به دې هم د غوسې پر مهال یاد کړم او ‏ درباندې به غوسه نشم . (محجة البیضا۵/ ٢٦٥ ) 

٢_ کله له نورو سره د همغږۍ لپاره غيبت کوو،ګورو چې نورهم د چا غيبت کوي؛نو داچې ځان ورسره همغږى کړو،په غيبت لاس پورې کوو؛خو خبر نه يو،چې د خداى پر عذاب ککړ شوي يو،د خلکو خوښۍ ته خداى له ځانه خپه کوو،چې دا خورا ستر تاوان دى .

٣_ کله ځينې ځکه غيبت کوي ،چې ځان ستر او غوره وښيي؛ يعنې نور خرابوي،چې ځان ستر کړي،چې دې انسان هم ډېر ستر تاوان کړى دى .

٤_ کله پر نورو د ملنډو لپاره غيبت کېږي . خبر نه دي،چې په هغه پسې،چې غيبت کوي، ددې خلکو په سترګوکې به يې سپک کړي ؛خو له خداى سره يې درون کړى دى .

٥—کله دحيرانتيا په ښکاره کولو غيبت کوي؛ لکه وايي : زه ؛ خو دې ته حيران يم،چې پلانى له دې ټولې پوهې ‏سره څنګه داسې شو،حال داچې هغه دى حيران شي ،چې څنګه يې په دې ټکيوخپل ټول کړه وړه تس نس ‏کړل .

٦_ کله غيبت له کينې راولاړېږي .

٧_ کله د ساتېرۍ لپاره د نوروغيبت کوي .

٨_ کله د زړه سوي له مخې غيبت کوي،وايي : پر پلاني مې ډېر زړه ‏سوځي،چې په پلانۍ معامله کې راګېرشوى دى .

٩_ کله له خپلې نيمګړتيا د خلاصون لپاره خپله نيمګړتيا پر نورو اچوي اوغيبت کوي .

البته نور عوامل هم دغيبت لامل ګرځي؛خوموږ پورته لاملونه ‏بېلګې ته راوړل . 

دغيبت اورېدل[سمول]

*د اورېدونکي دنده ده،چې غيبت ته ‏غوږ کېنږدي او له مؤمنه دفاع وکړي . په حديث کې وايو : څوک چې غيبت واوري او چوپ پاتې شي؛نو له غيبت کوونکي سره په جرم کې شريک دى . ( غررالحکم ) 
  • پېغمبر اکرم(ص) وويل : چا چې غيبت واورېد اوهغه يې رد کړ؛ نو خداى به ورته د دنيا اوآخرت زر د شر ورونه وتړي ؛خو که وايې ورېد او غلى پاتې شو؛نوله ويونکي سره په جرم کې شريک دى . (وسايل ۸/٦٠٧ ‏)
  • په هغه پسې،چې غيبت يې کېږي،که ترې دفاع کړاى شئ او دفاع يې و نه کړه؛نو خداى به يې په دنيا اواخرت کې ذليل کړي ؛ځکه داسې چوپتيا به ددې لامل شي،چې په ټولنه کې ګټورخلک ګوښه‏ شي اوڅوک ترې دفاع و نه کړي .
  • پېغمبر اکرم (ص) : که په يوه ناسته ‏کې غيبت کېږي؛نو بايد هغوى له دې عمله منع کړﺉ ‏او له ناستې ‏ووځئ . ( کنزالمعال ۲/٨٠‏)
  • د اسراء دسورت په ٣٦آيت کې راغلي : د قيامت پر وروځ به غوږونه سترګې او زړه وپوښتل شي؛نوموږ د هر ډول خبرې د اورېدوحق نه لرو.
  • په يو روايت کې غيبت کول کفر او اورېدل او پرې خوښېدل شرک ګڼل شوى دى . ( بحار۷۲/ ٢٢٦)

د غيبت د نه کولو لارې[سمول]

١_  د غيبت منفي اغېزو او خطرونو ته پام ( چې په تېرو مخونو کې وويل شو ) 

٢_ د خپل عيب رايادول . حضرت علي وايي : څنګه د خلکو عيب وايئ حال داچې په خپله هم هماغه عيب لرئ . ( نهج البلاغه ،۱۴۰ خطبه)

په روايتونو کې راغلي : ‏ ‏نېکمرغه انسان هغه دى،چې پرخپل عيب بوخت وي ( د ‏ځان سمونې په فکر کې و ي او د خلکو په عيب پورې کار و نه لري .( بحار۱/ ١٩١‏) 

يادونې[سمول]

١_ غيبت يوازې د قرآن په دې سورت کې نه دى اوڅار- مطرح شوى ؛بلکې په نوروآيتونو کې هم راغلی دی .

((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ(همزه/۱)=افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكى ( پېغور ورکوونکى)! ))

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ(نساء/۱۴۸)= خداى دا نه خوښوي، چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي. ))

٢_ په غيبت کې قصد او نيت بايد عيب رابرسېرول وي؛خوکه د نورو عيب رابرسېرول د نورو د سمونې لپاره وي ؛نو باک ‏نه لري که څه د هغه چاعيب چې وويل کېږي که خوښ هم نه وي ؛ نو باک نه لري ؛لکه که ډاکتر ته د يو نارو غ ځانګړنې وويل شي؛نو پروا نه لري،ان که ناورغ خوښ هم نه وي .

٣_ په غيبت کې بايد شخص معلوم ‏وي ؛ د ساري په ډول : که ووايې : ځينې داسې دي او هغسې دي،که څوک د(( ځينې )) له مصداقه خبرنه وي؛نو پروا نه لري .

٤—کله ورته غيبت نه ويل کېږي؛خو د سپکاوي او فحشا د خپرونې په بڼه‏ خبرې منع دي .

په متقي کېدو کې اغېزمن لاملونه[سمول]

١_ پر مبداء او معاد ايمان انسان له ګناهونو ساتي او څومره،چې ‏ايمان پياوړى وي،هومره تقوى هم ډېره وي .

٢_ عمومى څارنه (پر نېکیو امر او له بدیو منع ‏) په ټولنه کې د تقوى د ودې لامل ګرځي .

٣_ کورنۍ روزنه

. ٤_ حلال زرق 

. ٥_ د واکمنانو کړنلار

. ٦_  انډيوالان (مېرمنو،مېړه،ګاونډى،هم صنفي ) 

. ٧— له پرهېزګارانو سره دوستي .

== ايا تقوى محدوديت دى ؟ ‏ ==

ځينې ګومان کوي،چې تقوى محدوديت او زندان دى؛خو تقوى يوه کلکه کلا ده. د زندان او کلا توپير په دې کې دى،چې زندان ته له بهره قلف وراچول کېږى او يو تپل شوی محدوديت دى، چې د بشر له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛خو کلا انسان په خپله ټاکي ‏او په خپله پکې ځان قلفوي،چې ځان له ډول ډول پېښو‏ وساتي.

رښتيا ! بوټان،چې په پښوکوو؛نو ايا ځان مو محدود کړی؟

نو هر محدوديت بد نه دى اوهره آزادى ارزښت نه دى؛بلکې هماغسې،چې هر پرمختګ ارزښت نه دى؛ځکه ‏ميکروب هم په بدن کې پرمختګ کوي او هر پر شاتګ هم بد نه دى . ناروغ،چې طبيب ته ځي ؛نوغواړي د پخواپه څېر روغ شي، چې دا پر شاتګ ارزښت لري اوتقوى هم ؛يعنې ځان ساتل .

هغه ښځې او نجونې، چې د آزادۍ په نامه ‏هر ډول ځان نورو ته ښکاره کوي ، که څو دقيقو ته (يوازې ‏څو دقيقو ته ) سر په ګرېوان کې ښکته کړي‏ان که مسلمانانې هم نه وي ؛نو عقل او پوهه ‏به يې پاکۍ ،پاکلمنۍ ‏او حجاب ته راوبلي؛ځکه بدحجابى يابې حجابي  :

١_ هغوى ته پر بده سترګه د کتو

. ٢— دهغوى د تښتولو لپاره د هڅونې

 .٣—د کورني نظام د ړنګېدو‏
. ٤_  د بې ځايه راپارونې او د روحي تعادل د له منځه تللو
. ٥—ځان ښوونې اوپړک اوپړوک ته د هڅونې 

. ٦_ د محصلينو علمي بنسټ ته تیلی ورته کول ‏او فکر یې له مطالعې د ګرځولو

. ٧—د نشتمنو ‏اوبېوزليو ‏ د خېجلتيا لامل ګرځي؛ځکه ‏هغوى د دوى په څېر جامې نشي پېرلاى

. ٨_  د اقتصادي ضربې لامل ګرځي؛ځکه د کار پر ځاى پر ټولنه ځاني غوښتنې واکمنېږى

. ٩_ هغوى له ژونده نهيلي کوي،چې د دوى په څېر څيرې نه لري

. ١٠_  موروپلارته د خپګان د پيدا کېدو
. ١١_  د عیاشانو راضي کېدو
. ١٢— د منفي سيالى د رامنځ ته کېدو 

. ١٣—له کوره د تېښتې

. ١٤_ د حوصونو د زوکړې

. ١٥_  د مقاربتي ناروغيو د منځ ته راتلو 

. ١٦—د روحي او اروايي ناروغيو د منځ ته راتلو

. ١٧_  د ماشوم د غورځېدو ،ځان وژنې او پريوبل د يرغل لامل دى . 

نوځکه قرآن پر تقوى دومره سپارښتنه کړې ده . او امام جمعه بايد په هره خطبه کې د تقوى په اړه ‏خبرې وکړي .

قرآن وايې : (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) ( التغابن/۱۶) څومره مو چې له لاسه کېږي ،تقوى وکړئ او په يو بل ځاى کې وايې : (اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ) ( آل عمران / ١٠٢ ) تقوى هماغسې پرځاى کړئ؛لکه څنګه يې،چې حق دى . )) 

البته نهيلي په کار نه ده ؛ځکه که ګناه مو وکړه ؛نو پر لمانځه توبې او له خداى نه د مرستې په غوښتو د ګناه له ککړتيا ځان پاکولاى شو .

دروغ[سمول]

داچې د حجرات په شپږم آيت کې د خبر په باب د څېړنې حکم راکړ شوى ؛نو ښه به وي،چې په دروغوهم څه رڼا واچوو:

  • دروغ يو ډول نفاق دى؛ځکه انسان هغه څه په خوله وايي ، چې په زړه کې پرې باورنه لري . (يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ) (فتح / ١١)
  • دروغ کله د تور په بڼه وي،چې په ناحقه پر يوه پاک انسان لګول کېږي. (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا) ( يوسف/ ٢٥)
  • دروغ کله د قسم په بڼه وي؛يعنې پر دروغو قسم خوري. (يَحْلِفُونَ بِاللّهِ) ( توبه/٧٤)
  • دروغ کله د ژړاپه بڼه وي، د يوسف علیه السلام ورورنه،چې په ژړا خپل پلار ته راغلل،چې يوسف لېوه وداړه . (وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ)( يوسف /١٦)


  • دروغ تش په خوله نه؛بلکې کله له عمل سره هم وي .ورونو یې د يوسف علیه السلام کميس په وينو ولاړه او په عملي دروغو يې خپل مطلب په ډاګه کړ.( بِدَمٍ كَذِبٍ) ( يوسف /١٨)

اسلام ان په ټوکو کې هم خلک له دروغو منع کړي دي . ( کافى ۲/ ٣٣٨)

  • دروغ د ډېرو ګناهونو پيل دى . ( کافى ۲/٣٣٨)
  • دروغ انسان د ايمان له خونده بې برخې کوي . ( کافى ۲/٣٤٠) او د ايمان د خرابۍ لامل کېږي. ( کافى۲/٣٣٩)
امام باقروايې : تر دروغو نور څه ناوړه نشته . 

حضرت على وايي : له دروغجن سره له ملګرتيا ډډه وکړئ ، چې هغه د شرابو په څېردى .


عدالت[سمول]

  • ښه به وي،چې څه رڼا پرې واچوو: (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ )

١_ دپيداېښت بنسټ پرعدل او حق دى. (بحار۳۳/ ٤٩٣ )

٢_ د انبياوو د بعثت موخه دا ده ،چې خلک د عدالت پلي کولو ته راپاڅي .

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ(حديد/۲۵) = [په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى .))

٣_ عدالت ژوند او ظلم مرګ دى . ( آثارالصادقين ۱۲/٣٥ )

٤_ یو ساعت پر عدالت ‏چلن تر اويا کاله هغه عبادته غوره دى،چې د ورځې روژه وي او شپه په ويښه تېروي . ( جامع السعادات ۲/٢٢٣)

٥_ دعادل مشر دعا قبلېږي . ( وسايل ۷/١٠٨)

٦_ که په خلکو کې پرعدالت چلن وشي ؛نو د خداى پرحکم به آسمان روزي او ځمکه خپل برکتونه راولېږي .( کافى ۳/ ٥٦٦‏)

٧_ امام کاظم وويل : که په خلکو کې عدالت پلى شي ؛ نو خلک به بې اړې ‏ شي . ( کافى۱/٥٤١) او بيا يې وويل : عدالت تر شاتوهم خوږ دى .

٨_ امام کاظم د(يحيى الارض بعد موتها) ؛يعنې خداى مړه ځمکه راژوندۍ کوي، په تفسيرکې ويل : خداى داسې سړى معبوثوي،چې عدل پلى کړي اوځمکه د عدالت په پلي کولو ژوندۍ کيږي . ( کافى ۷/٢٧٤ )

٩_ فاطمې بي بي وويل : عدالت د زړه ټکور دى . (من لايحضر۳/ ٥٦٧‏)

( هو! خلک بېوزلي زغملاى شي ؛خو بې عدالتي نه)

عدالت ؛دانبیاوو په ښوونځي کې[سمول]

  • عدالت معمولا د قانون له ویی – ټکي او ‏د بې عدالتۍ ویی له بې قانونۍ سره مل دى؛نو که انسانانو ته پخپله قانون ارزښت ونه لري ؛نوڅنګه به يې پلى کړي؟

هغه قانون، چې د بشر په لاس جوړ شوى وي، د بدلون په حال کې وي .

هغه قانون،چې پکې د ډلو ټپلو او وګړیو ګټې خوندي وي . هغه قانون،چې د محدود و،ناڅيزه معلوماتو،د غريزو، توکم - نژاد پالۍ ،ملت پالۍ، ګواښنې،تطميع او ځاني غوښتنو تراغېز لاندې جوړ شوى وي .

‏هغه قانون،چې په هره سيمه کې په بېلابېلو بڼه وي او هر وخت پکې بدلون راځي او هر زور ځواکی یې د وتو کولو حق لري .

هغه قانون،چې ليکونکى يې پر ګناهونو ککړ وي او په خپله قانون ليکونکى هم پرې عمل نه کوي ؛نو تاسې په خپله ووياست،چې دا ډول قانون انسان ته کرامت او سپېڅلتيا درلودای ‏شي ؟ او يا به ټولنې ته د عزت ، مړانې ‏او ودې لارې چارې چمتو کړي ؟ اوايا له دې ډول قانونونه سرغړونه ظلم او بې عدالتي ده؟! 
خو د انبياوو قانون،چې د انسان د خالق له لوري دى او سرچينه يې د خداى ناپايه پوهه‏،حکمت او پېرزوېنه ده او راوړنکى يې يو سپن لمنی- معصوم دى،چې په خپله يې لومړى پرځان پلى کړى . هغه قانون ، چې له هېڅ  واک ،ګوند او ټيره اغېزمن شوى نه دى او داچې انسان دې ډول قانون ‏ته په کرامت اوسپېڅلتيا ګوري‏؛نوپلي کول يې هم ورته خوندور دي اوسرغړونه ترې ظلم او بې عدالتي ده . 


دعدالت ګروهیزې‏ اوفطري لارې چارې‏[سمول]

  • عدل په الهي نړۍ ليد کې مانا پیدا کوي؛ځکه انسان په الهي ليد خداى عادل،هستي حساب شوې اوهر څه د خداى تر څارنې لاندې ګڼي . په الهي ليد د ټول بشرلومړنۍ ماده خاوره او پاى يې د قيامت پر ورځ د الهي عدل نياوتون-محکمه ګڼي.

او په الهي ليد انسان د انبياوو د بعثت موخه د عدل پلي کول بولي او د ‏امام مهدي په راښکارېدو ‏به د ځمکى پرمخ عدالت پلى شي . پر داسې قيامت ګروهمن دی‏،چې واړه او غټ کارونه يې ټول ثبت شوي او په مخ کې به ورته کېښوول شي او په الهى ليد ‏ټول پېغمبران عادل پلى کوونکي بلي . هو! دا ډول ګروهې دي،چې په انسان کې د عدل د پلي کولو لپاره انګېزه پيدا کوي؛خوڅوک چې هستي بې خاونده او بى حسابه ګڼي،پيداېښت بې نقشې اوبې کړلارې ګڼي،راتلونکې يوازې نيستي او نابودي بولي او هستۍ ته په موخه قايل نه وي ؛نو عادلېدو ته دليل نه لري .

د عدل پراختيا[سمول]

*عدالت داسلام له اصلي چورليځونو ځنې دى،چې د خداى په صفتونو کې تر توحيد ‏وروسته اوڅار - مطرح شوى دى . په اسلام کې باید د ديني مرجعيت خاوند، د ُجمعې د ورځې ‏او د نورو جمو ‏امام ، شاهد، قاضي او د بيت المال مسوول بايد دعدالت درلودو ‏شرط ولري . 
که د عدالت مسلې ته ‏پراخه کتنه وشي ؛نو پوه به شو،چې په ټولواسلامي  کړلارو کې د عدالت پر مسئلې او له افراط او تفريطه پرلرېوالي او پرمنځلارۍ ټينګارشوى دى؛ لکه : 

١—په عبادت کې عدالت ، تردې چې د روايتونو په کتابونو کې د ((باب الااقتصاد فى العباد ، ترعنوان لاندې يو باب هم راغلى دى .

٢—په کار او ساتېرۍ کې عدالت .

٣_ په مينه اوغوسه کې عدالت .

٤_ دوست او دښمن ته عدالت .

٥_ په توليد او مصرف ‏کې عدالت .

٦_ په ستاينه او رټنه کې عدالت .

٧_ د بيت المال په ويش اود شخصي مال د وصيت پرمهال عدالت .

٨_ په ښځو، اولاد او ملګرو کې عدالت .

٩_ په ورمند- قضاوت کې عدالت .

١٠_ په قصاص کې عدالت .

١١_ په جګړه کې عدالت .

١٢_ له څارويو سره په چلن کې عدالت .

حضرت على د زکات د راټولولو مسؤل ته وويل،چې بايد پر لار د هغو څارويو خيال وساتې،چې په زکات کې درکړل شوي ( نهج البلاغه ، ٢٥خط )؛مثلاً که څلور اوښان وي او يو ساعت لار وهي ؛نو پر هر يو د پنځلس دقيقو لپاره سپورشه .

په بل ځاى کې وايو : که حاجي مکې ته د ژر سېدو لپاره ‏خپل څاروي له معموله زيات ستړى کړي ؛نو په حقوقي مسئلو کې يې لېینه - ګواهي د منلو وړ نه ده؛ځکه پر خپل څاروي یې ظلم کړی دی .( وسائل الشيعه ، کتاب الحج )

په اسلام کې د هرڅه په باب پر عدالت ټينګارشوى ان که يو ماشوم په جومات کې ناست وي او موږ يې له هغه ځايه پاڅوو او هلته لمونځ وکړو؛نو لمونځ مو ټکنى شو. (توضيح المسايل)


بېلګې

*د حجاز ځينوخلکو به د حج د مراسمو په ترسره کولو کې ځان  تر نورو غوره ګاڼه او لار يې له نورو بېلوله،چې قرآن ورته حکم وکړ؛ لکه څنګه چې نور خلک حج کوي، تاسې هماغسې حج وکړئ .( ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ  ) (بقره /١٩٩ )او چې کله به شتنمو له انبياووغوښتل،چې موږ به دې هله لارويان شو،چې دا بېوزله او خوار له ځانه وشړې ؛خو پېغمبرانو ورته ويل،چې کله به هم دا کار ونه کړو. (وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ) ( هود. ٢٩) 
*پېغمبر اکرم(ص) په خپل وروستي سفر کې  وويل : خلک له هر ټبر او توکم،چې وي يو له بل سره برابردي . (سفينة البحار۲/ ٣٤٨ ) 
  • ځينو سياستوالو او مصلحت اندو حضرت علي ته وړانديز ورکړ، چې د بېوزليو او سترو شخصيتونو او د ټولنې د مخورو د تنخواوو په اړه توپير وکړه،چې هغوى راسره ودرېږي او حکومت به غښتلى شي، بغاوت به نه کوي او له معاويه بن ابي سفيان سره به نه يو ځاى کېږي .

حضرت علي ورته وويل: غواړې باج ورکړم ؟!! که څوک غواړى پاتې دې شي او که نه ځي دې . (وسايل الشيعه ۱۵/ - ١٠٧)

حضرت علي د خپل حکومت په پيل کې وويل : تر ما مخکې،چې څومره هم بې ځايه لګښت شوى دى، بېرته به يې واخلم او بيت المال ته به یې ورکړم ان که د ښځوپه مهر کې يې پيسې لګولي وي او یا يې پرې مريان ازاد کړي وي .

  • د خداى رسول (ص) وويل : هغه واکمن په لومړى دوزخ ته ځي،چې پر عدالت نه وي چلېدلاى . (ميزان الحکم )
  • په بل حديث کې وايو : که څوک د لسو تنو مشر وي ؛ خو که ترمنځ يې پر عدالت چلن و نه کړي ؛نو د قيامت پر ورځ به پښې او لاس تړلى راپاڅي . ( ميزان الحکمه )


څېړنه ؛د ټولنې د دردنو درمل دى[سمول]

د تاريخ په اږدو ‏کې الهي انبياء له داسې خلکو او ټولنوسره مخ ول،چې ډول ډول ټولنيزې او اخلاقي ناروغۍ يې درلودې ‏او ‏نن ان له دې ټولوعلمي،اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سره سره دا ناروغۍ پرخپل ځاى پاتې دي ‏،چې ‏دا دي :

١_ له خپلو پلرونو،نيکونو او دودونو په پټوسترګو لاروي .

٢_ د خيالونو،ډنډ‏ورو،وړاندوينو، خوبونو او شننو لاروي .

٣—بې علمه ورمند- قضاوت ، دريځ ، ستاينه ، نيوکه ، لکينه او وينا .

په دې آيت کې ددې ټولو ناروغيو درمل څېړنه راښوول شوې ده . که ټولنه مو د څېړنې اوعقل خاونده وي ؛نو دا ناروغۍ يومخې ټولې له منځه ځي .

يوه ترخه پېښه[سمول]

د خيبر تر جګړې وروسته پېغمبراکرم (ص) د حضرت "اسامه بن زيد" په مشرۍ  يو ډله مسلمانان په هغو يهودانو پسې ولېږل،چې د "فدک" په کلي کې ول،چې هغوى اسلام ته راوبلي یا ‏د مالياتو شرایط ومني ‏‏. يوله دې يهودانو ځنې ‏،چې نوم يې "مرداس" و، ددې خبر په اورېدو خپل مال او کډه يوه غره ته یووړه او د ((لا اله ‏الا الله محمد رسول الله)) په ويلو ‏د مسلمانانو هرکلي ته راغى . حضرت اسامه هم په دې ګومان چې هغه له وېرې اسلام راوړى او اسلام يې واقعي اسلام نه دى؛نو ويې واژه .د خداى رسول د دې خبرى په اورېدو خوشينى شو،چې دا آيت نازل شو:
((أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= [ مؤمنانو! چې كله د خداى په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ )؛ نوسمه پلټنه وكړئ  او داچې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنايم) ترلاسه كړئ؛ نو څوك چې  د سولې او اسلام ا ظهار وكړي، ورته مه وياست:(( چې مومن نه يي.)) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛نو له خداى سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې ( هم) مخكې همداسې وئ؛ خو بيا خداى پر تاسې ولورېد (او پرسمه لار شوئ )؛نو ( د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ))

ځيرتيا[سمول]

اسلام په ټولو چاروکې  ځېرتيا ‏ پر آر خورا سپارښتنه کوي لکه : 

١—د ګروهو- عقايدو په اصولوکې يې تقليد منع کړى،وايي : هرڅوک دې د خپل عقل له مخې فکر او لار وټاکي .

٢_ په مشر‏ۍ کې يې د عصمت اوعدالت شرط د نورو شرطونو تر څنګ راوړى دى .

٢_ تقليد هم بايد له هغو مراجعو ونشي ،چې پر علم ،عدالت او له ځاني ‏غوښتونو پر لرې والي سربېره پر ورځني مسايلو پوه وي .

٤_ په ورمندون کې د قاضى پرعلم اوعدالت سربېره دهغه د ژوند تامين ته هم پام وکړئ،چې فقر او اړتياوې قاضي بډې ‏اخستنې ‏ته اړ نه کړي .

٥_ د سوداګریزو اسنادو تنظیمول . د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د سندونو د تنظيمولو په اړه د بقرې په سورت کې د قرآن تر ټولو لوی آیتونه راغلي دي ‏. اسلام ان د مړي په ښخولو کې هم پر خورا ځيرتيا ‏‏ ټينګار کړى دى . پېغمبر اکرم(ص) د يومسلمان قبر ډېر کلک او په ځير جوړاوه خلکو وويل : هغه خو ومړ؛نو د قبرپه جوړولو کې دا دومره ځيرتيا او احتياط د څه لپاره دى ؟ پېغمبراکرم (ص) ورته وويل : (( د خداى خوښېږي،چې مسلمان هر کارښه په بشپړه توګه ترسره کړي)) .

قرآن د خبرو په باب وايي : سمه او روغه ‏خبره وکړئ . (وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا) ( احزاب/٧٠ )

په اسلام کې خبر[سمول]

 اسلام د خبر په باب خورا ټنګارکړى دى لکه : 
  • الف : په قرآن کې راته حکم شوی‏،په څه چې نه پوهېږئ؛نو ورپسې مه ځه؛ځکه په قيامت کې ‏مو سترګې ،غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي ‏.
((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶)= او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))
  • ب : قرآن هغوى سخت رټلي،چې هر خبر‏ واوري؛نو ناسنجول شوى يې خپروي، وايي :

((وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا (نساء/۸۳) = او چې كله ورته د ډاډ يا ډار خبر ورسي؛( بې له څېړنې) يې خپروي، حال دا چې كه هغه ( د خداى) استازي او مشرانو ته- چې د تشخيصولو پوره ځواک لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (اوبېلارې كېدئ ).))

  • ج : قرآن هغوى ته ډېرسخت عذاب ټاکلى،چې په ټولنه کې د دروغو خبرونه خپروي .

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا(احزاب/۶۰) = قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل كاره لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې مسلط كړو(چې) بيا به په دې (ښار) كې له ډېر لږ وخت پرته ستا په ګاونډكې پاتې نشي. ))

  • د : پېغمبراکرم (ص) د خپل عمرپه وروستي کال په حج کې وويل : ډېر وي داسې کسان،چې له ما څخه به درته د دروغو خبرونه وايي او نور به هم زيات شي او چا چې آګاهانه په ما پورې دروغ وتړل ؛نو ځاى به يې په دوزخ کې وي او له ما يې،چې هر څه دروړل ؛نو له قرآن او سنتو سره يې پرتله کړئ،که له هغو دواړو سره یې سمون درلود؛نو ويې منئ او که نه، مه يې منئ .)) (بحار۲/٢٢٥)
  • هه : امام صادق پرهغه لعنت وايه،چې د دروغوخبر يې دهغه په پلار امام باقر پورې وتاړه، و يې ويل: څه يې چې له موږه درته وويل؛له قرآن او زموږ له نورو خبرو سره یې وسنجوئ که ورسره يې اړخ لګاوه،ويې منئ ؛ګنې مه يې منئ . (بحار۲۲/٢٥٠ ‏)
  • د: امام رضا: زموږ د خبرو سند قرآن او د پېغمبراکرم سنت دي. (هماغه سرچينه)
  • ز: په اسلامى علومو کې يومهم علم "د رجالوعلم" دى،چې دا علم د هغوى په باب دى،چې حديثونه روايتوي،چې سم حديث له ناسمه وپېژندل شي.

څېړندود[سمول]

اسلام ځکه پرڅېړنه،پلټنه او د علم پر زده کړه ټينګار کوي،چې څوک په ناپوهۍ کې کوم کار و نه کړي او داچې اسلام هراړخيز دين دى ؛نو د سم اوناسم د پېژندو لپاره يې لارې ښوولي دي؛ لکه : 

١_ د معتبرو او د منلو وړکتابونو کتل : د اسلام پېغمبر د خپل ځان د لېینې - شاهدۍ لپاره د تورات اوانجيل کتابونه راوړل، ويې ویل : زما نوم په تورات اوانجيل کې ولټوئ . (مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ) (اعراف / ۱۵۷)

٢_ متقي پوهان و پوښتئ (فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ) ( نمل/ ٤٣ - انبياء / ٧) 

٣_ د دووعادلو شاهدانو لېینه - ګواهى ورکول . (ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ) ( مايده /٩٥)

٤_ شخصي څېړنه،چې انسان پخپله د يو خبر د سموالي څېړنه وکړي؛لکه د نجاشي څېړنه،چې هبشې ته يې د مهاجرو مسلمانانو په باب وکړه .

٥_ د لاسوندونو راټولول : کله انسان د قرآئنو او آثارو له ټولګي،خبرو، ملګرو، وخت،ځاى او د کار له طريقې د خبر پر حقانيت پوهېږي؛د بېلګې په توګه : د اسلام د پېغمبر د حقانيت پېژندو ته لاسوندونه دا دي : ‏نالوستى و او د بوت لمانځنې په مرکز کې ‏د بوت لمانځنې پرخلاف راپاڅېد او دوست او دښمن دواړو ورته امين وايه، اخلاق يې ښه وو،ياران يې پالیال ‏وو،چلن يې ان د مکې د سوبې پر ووځ بښنه وه، لارښونې يې نړيوالې او کاردود‏ يې د حق پربنسټ و ......چې دا ټول لاسوندونه وايي،چې ‏حضرت محمد (ص) پرحقه و.

٦_ له پخوانیو خبرو سره یې همغږي او په خبرو کې دټکر نشتوالی .

٧_ د نورو له ويناوو سره يې د ‏ويناوو همغږي . د ساري په ډول: لکه ‏څوک چې د پېغمبراکرم له حديثه همدا پوه شي،چې پر پوهېدلي مطلب نورهم همداسې پوه شوي وي؛نو په خپلو پوهېدنو ډاډه کېږي .

٨_ د څارنوال په استونه د سمومعلوماتو راټولول؛ لکه چې حضرت على وايي:((عينى بالمغرب)) ؛يعنې هغه چې په مغرب کې زما ځانګړى څارونکى دى،هغه راته دا خبرراکړى دى .

٩_ د خلکو معلومات ‏هم د ډاډ وړ‏ دي .حضرت على وويل : ((بلغنى انک )) خلکو راته داسې ويلي دي .

١٠_ د نورو ډاډ : د ساري په ډول : که عالمانو پر يوه حديث ډاډ وکړاو د هغه له مخې يې فتوى ورکړه اويا دینپالو ‏په لمانځه کې په يو چا پسې اقتدا وکړه؛نو دا ډول ډاډونه هم زموږ د پلټنې بنسټېداى شي.

١١_ د کار مخينه هم د څېړنې يوه لار ده : د خداى رسول (ص) وويل : ولې پرماشک کوئ ؟ زه خو کلونه کلونه په تاسې کې اوسيدلى يم او تاسې ټول مې پېژنى . (فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا) ( يونس / ١٦)

ورورولي[سمول]

  • د اسلام يوغوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (يونس/ ٦٥)؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک د هغه دى)( بقره/ ١٦٥) بيا پايله اخلي،چې ولې هره ورځ د يوه له شاو خوا تاوېږې راتاويږئ ؟! دغسې په دې آيت کې وايي : ټول مؤمنان يو د بل وروڼه دي،بيا وايي : اوس نوچې ټول سره وروڼه ياست ؛نو څه ته شخړې کوئ !؟ ټول د يو بل دوستان اوسئ .

نوځکه د يو وګړي او ټولنې سمونې ته بايد لومړى د هغوى اندیز- فکري اوګروهیز- اعتقادي بنسټ سم شي اوبيا د انسان چلن .

  • د ورورلۍ طرحه او د ورور د څرګندنې- اصطلاح کارول د اسلام نوون - ابتکار دى . پېغمبر اکرم(ص) له اوو سوو تنو سره په "نخيله" کې و،چې جبراييل راغى،ويې ويل : خداى د پرښتوپه منځ کې ورورلي راوستې. حضرت پېغمبراکرم هم د خپلو اصحابو په منځ کې ورورلي راوسته او څوک چې د چا هم اندى – همفکر و، دهماغه ورورشو؛ لکه : حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره ، حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره ، حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره ، حضرت طلحه له حضرت زبير سره ، حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره حضرت حمزه له حضرت زيد بن حارثه سره ، حضرت ابودردا له حضرت بلال سره ، حضرت طيارله حضرت معاذبن جبل سره،حضرت مقداد له حضرت عمارسره ، ام المؤمنين عايشه بي بي له ام المؤمنين حفصې بي بي سره ،حضرت ام سلمه له حضرت صفيې سره او په خپله آنحضرت (ص) له حضرت علي سره ورورنه شول . ( بحار۳۸/٣٣٥)
د احد په عزا کې پېغمبر ااکرم (ص) حکم وکړ، دوه تنه شهيدان ( حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمربن جموع ) چې سره ورورنه شوي ول ، په يو قبرکې ښخ کړئ . ( شرح ابن ابی الحدید ١٤/٢١٤ – بحار۲۰/١٢١) 
  • د نسبي ورورلۍ پړى يوه ورځ شلېږي ، (فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ) (مومنون /١٠١) ؛خو د ديني ورولۍ پړى ان د قيامت پر ورځ هم تړلى وي .( إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ )(مجر/ ٤٧)

خورلڼې د مؤمنو مېرمنوو ترمنځ هم شته؛ لکه څنګه چې د اخوت تعبير د ښځوپه هکله په يو بل ځاى کې هم کارول شوى (وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء)( نساء/ ١٧٦)

  • ورورولي بايد يوازې د خداى لپاره وي ، که څوک له چاسره د دنيا لپاره ورور شي؛نوخپل مطلب ته به ونه رسى او داسې ورونه به د قيامت پر ورځ يو د بل دښمنان وي . ( بحار۷۴/ ١٦٧)

قرآن وايي :

((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ(زخرف/۶۷) =پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان د يو بل دښمنان وي.))
  • تر ورور موندنې ‏د ورورلۍ پالنه مهمه ده . ډېرو روايتونو هغه کسان رټلي ،چې خپل ديني وروڼه يې پرېښي دي،ان سپارښتنه شوې،چې که وروڼه دې له تا ‏لرې شول ؛نوته ترې ځان مه لرې کوه . ‏( بحار۷۸/ ٧١ )
  • روايتونه وايي : په ديني وروڼو کې مو ‏هغوى ته ډېر پام وسه،چې پخواني دي او که خطا ترې وشوه ؛نو خير دى،ته ورته څه مه وايه او که غواړې بې عېبه دينې ورور ‏پيدا کړئ ؛ نو بې وروره به پاتې شې. ( ميزان الحکمة )
  • روايتونو د هغو کسانو د ثواب په هکله ډېر څه ويلي ،چې د يو ديني ورورستونزه هواره کړي،ان ويلي يې دي،چې که چا د يو ديني ورور ستونزه هواره کړه ؛نوخداى به یې د قيامت پر ورځ زر ستونزې هوارې ‏ کړي. ( ميزان الحکمه )
  • امام صادق وايي : مؤمن د مؤمن وروردى؛لکه د يو بدن په څېر،چې که غړي يې پر درد شي؛نو ټول بدن دردوي .

(ژباړن : رحمان بابا وايي :

آدم زاد په مانا واړه یو صورت دی

هــــر چــې بـل ازاروي هغه ازار شي

د ورورولۍ حقوق[سمول]

  • د خداى رسول (ص) وويل : مسلمان پرخپل مسلمان ورور دېرش حقه لري ، چې بايد پرځاى یې کړي لکه :

١_ بښنه او لورنه


‏.٢ د راز ساتنه
.٣—د تېروتنوجبران 

. ٤_ د عذر منل

.٥_  د بدانو پر وړاندې ‏يې دفاع
.٦_  خيرغوښتنه
. ٧_  پر وعده عمل
. ٨_  د ناروغۍ پر یې مهال پوښتنه
.٩—د جنازې لمونځ 

. ١٠_ د بلنې او ډالۍ منل

. ١١—ورته ډالۍ ورکول 

. ١٢—د ښه چارو پر وړاندې ترې مننه

.١٣—ورسره مرسته
. ١٤—‏ د حيا او ناموس يې ساتنه
. ١٥—د اړتيا په وخت کې يې په کار راتلل
. ١٦_  د ستونزو  هواري ته ‏يې واسطه کېدل
. ١٧—که ورک وي ورته لار وښيي
.١٨—پرشي ته يې یرحمکم الله ويل
. ١٩—د سلام ځواب ورکول 

. ٢٠—د خبرې درناوى

. ١٢—له دوست سره يې دوست او له دښمن سره يې دښمن وي 

. ٢٤—په غم او ناوړه پېښو کې یې ځان ته نه پرېښوول

. ٢٥— څه چې ځان ته خوښوي هغه ته دې هم خوښ کړي او ..... ( بحار۷۴/ ٢٣٦) 
  • په حديث کې راغلي : پېغمبر(ص) چې د (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) آيت ولوست ؛نو ويې ويل : (( د مسلمانانو وينه يو له بل سره برابره ده . که له مسلمانانو يو ساده تن هم وعده وکړه ؛ نو بايد ټول پرې ولاړ اوسئ، د ساري په ډول : ‏که يوعادي مسلمان هم چا ته پناه يا امان ورکړ؛نو ټول بايد پردې تړون ودرېږي او د شريک دښمن پر وړاندې ‏سره يولاس شي (تفسيرقمي۱/٧٣)
  • حضرت علي، کميل ته وويل : هغه ورور دې ورور نه دى ، چې ورسره مينه نه لرې . (تحف العقول ، ١٧١مخ )
*انسان په بشپړايمان کړاى شي د خداى د اولياوو په ليکه کې ودرېږي . (سَلمان مِنّا اهل البيت) .( سلمان زما له کورنۍ څخه دى ) ( بحار۱۰/١٢٣مخ )؛لکه څنګه چې په کفر، انسان له کړۍ ‏ووځي؛لکه خداى،چې ‏نوح علیه السلام ته يې د زوى په هکله وويل : (إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) . ( هود/ ٤٦)( هغه له تا څخه نه دى . ) 


غوره او ښه ورور[سمول]

روايتونه غوره او ښه ورور داسې ښيي : غوره او ښه ورور‏ دې هغه دى،چې خير دې غواړي او زړه يې درباندې سوځي او ان پر تريو تندي دې د خداى لاروۍ ته اړ کړي،ستونزې دې هوارې ‏کړي او د خداى لپاره درسره ملګرى وي،کړه وړه يې ستا د ودې لامل شي،خبره يې ستا پوهه زياته کړي،په تيروتنو پسې دې ولاړ نشي او که نيمګړتیا يې درکې وليده درته يې ووايي ، پرناسمه له تلو دې وساتي، مات مخى - حياناکه ، امين ، رښتين او لمونځ ته د پام اړولو خوى ولري او په تنګسه او پراخۍ کې دې هېر نه کړي .( ميزان الحکمه )

په قرآن کې سوله[سمول]

مؤمنان سره ورونه دي ؛نو د هغوى ترمنځ سوله او روغه وکړئ؛نو ځکه ښه به وي،چې پر روغه او سوله رڼا واچوو: په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) ( نساء/ ١٢٨ ) ،سمونې(وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ)( انفال /١)، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)( آل عمران / ١٠٣) ،( إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا) ( نساء/ ٣٥) (ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً) ( بقره /٢٠٨) څرګندنې کارول شوي ‏ او دا ښيي،چې اسلام څومره په سوله کې ژوند ته ارزښت ورکوي.


د پخلاينې ارزښت[سمول]

  • د مسلمانانو د زړونو ترمنځ خوږلنی له الهي نعمتونو ځنې دی،چې خداى په قرآن کې ویلي دي : ‏( كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ) ( آل عمران /١٠٣ ) ياد کړئ،چې تاسې تر اسلام مخکې يو له بل سره دښمنان وﺉ؛لکه د "اوس" او د "خزرج" د ټبرونو ترمنځ ،چې ١٢٠ کلنه دښمني وه ، چې د هغوى په منځ کې یې روغه اوسوله وکړه .

په سوله او پخلاینه خداى خوښېږي . ((وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا)( نساء /١٢٩) =او د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛ نو بېشكه ،چې خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

څوک چې د مسلمانانو ترمنځ منځګړتوب کوي؛نو ثواب به يې ډېر وي . (وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا )( نساء /٨٥ )

  • اسلام په خلکو کې د سولې لپاره ځانګړي احکام لري لکه :

١_ دروغ چې کبيره ګناه ده ،که د سولې او روغى لپاره وويل شي ؛نو ګناه نه لري ((لا كِذبَ على المُصلِح)) ( بحار۶۹/ ٢٤٢ )

٢_ په غوږ کې پسپسکى شيطاني چار دی،چې د ليد ونکيو په زړه کې شبهه اچوي،چې ترې منع شوي يو( مجادله /١٠) ؛ خو که د سولې او روغې لپاره وي؛نو پروا نه لري . (لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ )( نساء / ١١٤)

٣_ سره له دې چې پر‏ قسم عمل کول فرض او ماتول يې حرام دي؛خو که چا قسم خوړلی وي،چې نور به د چا په منځ کې سوله او روغه نه کوي؛نو اسلام د داسې قسم ماتول جایز ګڼلي دي.(وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ )( بقره/ ٢٢٤)

٤_ سره له دې چې پر وصيت عمل فرض اوپرېښوول يې حرام دي ؛خو که پر وصيت عمل کول په خلکو کې فتنه اچوي او ترمنځ يې اوبه خړوي ؛نو اسلام سولې ساتنې ته اجازه ورکوي،چې وصيت پرېښوول شي . (فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ) ( بقره / ١٨٢ )

٥_ سره له دې چې د مسلمان وينه محترمه ده ؛خو که ځينې مسلمانان سرغړونه اوجفا وکړي ؛نو د سولې راوستو ته یې وژنه په کار ده. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)( حجرات/ ٩)

د سولې او روغې د راوستو د لارې خنډونه[سمول]

دا خنډونه قرآن او روايتونو راښوولي دي .

١—شيطان :

قرآن وايي : (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۲۰۸) =مؤمنانو ! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى .))
((إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء(مائده/۹۱)= شيطان درسره د کيني او دښمنۍ اراده لري . )) 

٢— کنجوسي :

قرآن کريم وايي : ((وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ( نساء/ ١٢٨ )= سوله غوره ده،که څه ځينې حرص او کنجوسي کوي ))

٣_ ځانمني او پېسمني - غرور هم کله دسولې اوپخلاينې مخه نيسي .

د الهي رحمت د لاملونو يوه څنډه[سمول]

*که قرآن ته وکتل شي او يوازې د ((لعلکم ترحمون )) غونډله تر ځیر لاندې ونیول شي؛نو هغه لاملونه ‏راښي،چې د خداى رحمت راوروي ؛لکه : 

١—د خداى،رسول او آسماني کتاب لاروي . (أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ) ( آل عمران/ ١٢٣) (وَهَذَا كِتَابٌ.... فَاتَّبِعُوهُ.... لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) ( انعام/ ١٥٥ )

٢_ لمونځ او زکات ورکول . (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ .... لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ )( نور/ ٥٦)

٣_ د مسلمانانو په منځ کې سوله اوروغه کول. (فَأَصْلِحُوا ... لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (حجرات/۱۰)

٤_ توبه ايستل. (لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)( نمل/ ٤٦)

٥_ د قرآن تلاوت ته غوږ ايښوول : (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ.... لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)( اعراف / ٢٠٤)

په روايتونو کې د الهي رحمت سرچينې[سمول]

١_ د مؤمن ناروغ پوښتنه : څوک چې د ناروغۍ پوښتې ته ولاړ؛نو تر الهي رحمت لاندې به وي ‏.( وسايل ا۲/٤١٥)

٢_ له بېوزليوسره مرسته کول : له بېوزلي سره مرسته وکړئ اوله دې لارې له خدايه رحمت وغواړئ . ( مستدرک۹/ ٥٤ )

٣_ له اولادوالو کورنيو سره مرسته : په روايتونوکې ډېره سپارښتنه شوې هغوى چې ډېرې لوڼې لري ورسره په رحم چلن وکړئ .

٤—دعا ،لمونځ، پسته خبره،مسلمان ته غاړه او لاس ورکول . ( وسائل ۷/٣١‏)

٥_ د خلکو د ستونزو هوارول : که څوک د ستونزې هواري ته په تاسې پسې راغى؛نو مه یې ‏نهيلوﺉ ‏؛ځکه د خداى رحمت دى . ( کافي ۲/ ٢٠٦‏)

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ= مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تردې غوره وي او ښځې دې [پرنورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تردې غوره وي او (تاسې) پخپلو كې د يو بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نومونو مه يادوئ، تر ايمان راوړو وروسته (پر چا) د فاسق نوم (ايښوول) بد چار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛نو همدوى ظالمان دي . ))

ټکي :

*د ((تمز)) څرګندنه - اصطلاح مخامخ بد رد ويلو او ((هتز)) پشي شا خبرو او بد ويلو ته وايي . ( لسان العرب ) 
او (( تنابز)) نورو ته پر بد نوم يا لقب غږ کولو ته وايي . (لسان العرب) . 
  • په تېر آيت کې د ورورولۍ مساله اوڅار- مطرح شوه او په دې آيت کې هغه څه اوڅار شوي،چې ورورولي له منځه وړي او همداسې په تېر آيت کې د جګړې او روغې خبرې او په دې آيت کې د فتنې ‏او شخړو لاملونو ته اشاره شوې ؛لکه ملنډې وهل او بدنوم اخستل .

هو! د اسلام د احکامو د پلي کولو يو برکت د ټولنيز چاپېريال رغونه او له ملنډو او له بد نوم اخستو مخنيوى دى .

پيغامونه  :

١_ پرخداى ايمان د خداى پر بندګانوله ملنډو وهلو سره اړخ نه لګوي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ)

٢_ څوک چې نور د خلکو له سپکاوۍ منع کوي؛نو د منع کولو چار دود یې باید ‏د سپکاوۍ له مخې نه وي ‏. (لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ) او يې نه ويل : (لاتسخروا) ،چې مانا یې دا ده : ‏‏تاسې ملنډې وهوونکي ياست .

٣—ملنډې وهل د فتنې ،کينې او دښمنۍ کونجي ده .( لَا يَسْخَرْ قَومٌ ...)(له ورورولۍ،سولې او روغې تر ويلو وروسته له ملنډو منع شوې ده )

٤_ که يوه مساله مهمه وي يا د مبلغ مخاطبان بېلابېلې ډلې وي؛ نو پوهېدو ته یې باید مطلبونه بېل بېل بیان شي ‏. (قَومٌ مِّن قَوْمٍ.... وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء)

٥_ د خلکو د روزنې او ودې لپاره بايد د فساد جرړې راونړول شي (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا) ( پر نورو د ملنډو وهلو جرړه په ځان غوره ګڼلو کې ده،چې قرآن دا جړه رانړولې او وايې : ځان له نورو غوره مه ګڼئ ، کېداى شي تر تاسې غوره وي )

٦_ موږ د خلکو له باطنه خبرنه يو؛نو ځکه ورمند- قضاوت مو بايد پر ظاهره کتو ولاړ نه وي. (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا...)

٧_ ټول خلک له يوې خټې دي،پر نورو ملنډې وهل پرځان ملنډې وهل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ)

٨_ د نوروعيب ويل به يې دغچ په فکر کې کړي؛نوهغوى به هم ستا عيب ووايي ؛نو د نورو عيب ويل د خپل عيب راسپړل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ )

٩_ ملنډه يو اړخيزه نه پاتې کېږي،ډېرژر دوه اړخيزېږي . (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ) (دواړو اړخونو ته راغلى دى)

١٠_ د ملنډې وهلو او بد نوم اخستو لپاره توبه ايستل په کار دي . وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)؛البته توبه يوازې په خوله نه؛بلکې بايد د هغه درناوى وکړئ، چې سپکاوى يې مو کړى دى او د هغو ‏توبه ځان سمونه ده، چې فساد يې کړى وي (تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ) ( بقره/ ١٦٠)

١١_ ملنډې وهل د نورو پرحريم او چاپېريال تېرى دى ؛نو که ملنډې وهونکى توبه ونه کړي؛نو ظالم دى .( فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)

پرنورو ملنډې وهل[سمول]

  • ملنډې وهل خوخلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري ؛خو په حقيقت کې څو ګناهګانې دي ؛لکه : په ملنډو وهلو کې د بل سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اوچول، غيبت ، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي.

د ملنډو جرړې په څه کې دي ؟[سمول]

١_ کله ملنډې له شتمنۍ راولاړېږي،چې په دې باب قرآن وايي:

((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ( همزه/ ۱،۲)= افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي (پېغور ورکوونکي)! هماغه چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي).

٢_ کله يې جرړه پوهه ‏او علمي رتبې دي :

((فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون (غافر/۸۳) = نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له هغه يې نور) هېڅ ګڼل)؛خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول،چې دوى ورپورې ټوكې كولې . )) 

٣_ کله يې جرړه په جسمي واک ‏کې وي . کفارو به ويل : څوک دي،چې واک ‏ به يې تر موږ زيات وي . (مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً)( فصلت /١٥)

٤_ کله پر نور د ملنډو وهلو جرړه ټولنيز موقعيت دى . کفارو به پر هغو بېوزليو ملنډې وهلې،چې د انبياوو لارويان ول او ويل يې : (( وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا) ) (هود/۲۷)

٥_ کله تفريح او ساتيري د ملنډو وهلو جرړه شي .

٦_ مال او مقام ته تمه درلودل،پر بل انسان نيوکه د ملنډې پر بڼه اړوي ؛ د ساري په ډول : ‏ځينو به پر پېغمبراکرم د زکات لپاره ملنډې وهلې .

قرآن وايي : (( وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ(توبه/۵۸) =[ او له دوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي،كه دوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛ نو خوښېږي او كه ور نه كړاى شي،غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ) ))

٧_ د ملنډو يوه جرړه ناپوهي ده . همدا چې موسى علیه السلام د غوا د حلالو حکم ورکړ (؛نو) بني اسرائيلو وويل : ايا پر موږ ملنډې وهې؟ موسى (علیه السلام) وويل : ((أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (بقره/ ۶۷) = زه له دې خپل خداى ته پناه وړم، چې [هسې نه] له ناپوهانو وسم . )) يعنې دملنډو جرړه په ناپوهۍ کې ده او زه ناپوهه نه يم .


بې واکه سپکاوى[سمول]

*امام صادق خپل يو يار وپوښت : څرنګه د خپل مال زکات ورکوې؟ ويې ويل : ماته چې بېوزله راځي او زه زکات ورکوم . 

امام : پوه شه ، چې په دې کار دې د هغوى سپکاوى وکړ، کله هم بيا داسې و نه کړې؛ځکه خداى وايي : څوک چې مې دوست سپک کړي؛نو ما ته د جګړې لپاره په کمين کې ناست دى . (مستدرک ۹/ ١٠٥‏)


د ملنډو درجې[سمول]

*پر هغوى چې ملنډې وهل کېږي،چې څومره سپېڅلي وي ؛ نو هومره پرې ملنډې وهل خطرناک وي .
قرآن وايي : (( أَبِاللّهِ وَاياتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ( توبه/۶۵) = [ووايه"ايا له خداى او د هغه له آيتونو او پېغمبر سره مو ټوكې كولې ؟!" ))
  • پېغمبراکرم(ص) د مکې د سوبې پر ورځ ټول وبښل؛ خو ملنډې وهونکي يې و نه بښل .
  • په حديث کې راغلي : د خداى د مؤمن بنده سپکاوى له خداى سره د جګړې اعلان دى . ( وسايل الشيعه ۱۲/ ٢٧٠)

د ملنډو وهلو پايلې[سمول]

آيتونه او روايتونه وايي،چې د ملنډې وهوونکيو پاى اوعاقبت ډېر خراب دى . 
الف : د مطففين په سورت کې راغلي : هغوى چې په مؤمنانو پورې خاندي او سپکاوى يې کوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې جنتيان سپکاوى وکړي او ورپورې به خاندي .

((فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ)(مطففین/۳۴) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي .))

ب : کله پرملنډې وهوونکيو په همدې دنيا کې ملنډې وهل کېږي .

((إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ)(هود/۳۴)

ج : د قيامت ورځ د ملنډې وهوونکيو لپاره د حسرت ستره ورځ ده.

((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون) ( یس/۳۰) =او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې پرې کړي دي . ))

د: په حديث کې راغلي : له ملنډه وهونکي څخه به په ډېره سخته او سخته بڼه ساه اوځي .(( ماتَ بِشَرّ مَيتَة)) ( بحار۷۲/ ١٤٥) هه : امام صادق : هغوى چې پر مؤمنانو ملنډې وهي او يا یې په خبروکې رادانګي،په حقيقت کې پرخداى يې ملنډې وهلي دي. (وسايل ۱۲/٢٧٠)

کيسه[سمول]

  • د پېغمبر اکرم(ص) يو کار دا و،چې د هغو کسانو يا سیمو نومونه يې بدلول،چې نومونه يې بد و؛ځکه پر بد نوم ملنډې وهل کېږي او سپکاوى يې کېږي .( اسدالغابه ۳/٧٦ – ۴/ ٣٦٢)
  • حضرت عقيل د حضرت علي ورور معاويه بن ابي سفيان ته ورغى، معاويه بن ابي سفيان ورته په ملنډو ‏وويل : درود دې پر هغه وي،چې تره يې ابو لهب په قرآن کې لعنت شوى دى . عقيل هم ژر ځواب ورکړ: پرهغه دې درود وي ، چې ترور يې ((حمالة الحطب )) وي . (؛يعنى د ابولهب ښځه د معاويه ترور وه ) ( بحار۴۲/ ١١٢۰ - الغارات ۲/٣٨٠‏)


د پېغمبر اکرم ځانګړنې[سمول]

د پېغمبر اکرم ځينو مېرمنو،چې ترې وغوښتل،چې په لاس ته راغليو غنايمو کې برخه ورکړي او ويې ويل :تر څو به مو وضع دومره ساده وي ؟ پېغمبراکرم خپه شو ويې ويل :زما ژوند ساده ژوند دى که غواړى ژوند راسره وکړئ،صبر وکړئ که نه غواړئ؛نو چمتو يم طلاقې مو کړم .

يوه ورځ د خپلې لور فاطمې کور ته ولاړ،و يې ليدل،چې بنګړى يې په لاس کړى دى او نوې پرده يې رازوړنده کړې ده، پېغمبر اکرم بې له څه ويلو ووت .فاطمة الزهرا يې په تندي پوه شوه او ژر يې خپل بنګړى پېغمبر اکر م ته ولېږه او پيغام يې ورواستاوه،چې څنګه دې خوښه وي،هغسې يې ولګوه .

رسول الله د چا په مخ کې خپلې جامې نه ايستې .

د چا په مخ کې يې پښې نه غځولې .

په ورين تندي يې خبرې کولې او ټولو ته يې پام و .

کله به يې د مطلب د ښه پوهاوي لپاره درې ځل تکراروه .

ان ماشومانو او ښځمنو ته به يې غږ او ځواب په درناوي ورکاوه . 

د ناروغانو پوښتنه يې کوله او ډاډ يې ورکاوه .

د کوره د وتو پر مهال يې ځان سينګاراوه .

نېکچاريو ته يې انعام ورکاوه؛يوه ورځ يې يو سړى پر لمانځه وليد،چې په خورا له مانا په ډکو جملو له خداى سره راز و نياز کوي .و يې ويل :لمونځ يې چې پاى ته ورسېد؛نو ما ته يې راوړئ .چې راغى؛نو آنحضرت ورته د سرو زرو يوه سيکه ورکړه و يې ويل : (( وهبت لک الذهب لحسن ثنائک على الله )) داچې ښه حال دې درلود او ښه دې خداى ستايه؛نو دا سيکه دربښم .

تر خوړو او څښلو مخکې يې "بسم الله" ويله او وروسته يې ترې "الحمد الله" ويله .

ناسته پاسته يې د خداى له ذکر سره وه .


يوه ورځ يې يو کارګر وليد،چې د ډېر کار له امله پرې تڼاکې راختلي دي؛نو د هغه لاس يې ښکل کړ .

د هغو وګړيو به يې ډېر درناوى کاوه،چې خلکو به يې درناوى کاوه او کله به يې د چارو واګې هماغې وګړي ته ورسپارلې .

د بدو چاريو او نېکچاريو پر وړاندې بې توپيره نه و؛بلکې هم هڅاندى و او هم نيوکه کونکى .

د خلکو له ښيون او هدايت سره يې دومره مينه درلوده،چې زړه به يې سوځېده،چې آيت راغى،چې قرآن مو دې لپاره نه دى درلېږلى،چې ځان وکړوې (ما انزلنا عليک القرآن لتشقى). په غونډه کې به يې له بېل بېل وګړي سره داسې بنډار کاوه، چې هر چا به ننګېرل،چې تر ټولو پېغمبر ته نږدې يم .

کله به ترې ځينو يارانو غوښتل،چې خپلو دښمنانوته دې ښېراوې وکړي؛خو آنحضرت به ورته ښېراوې نه کولې او تل يې دعا دا وه،چې خدايه دا خلک هدايت کړې .

تر شوني بريده يې سوالګر ته منفي ځواب نه ورکاوه ان يوه ورځ يوې ښځې خپل زوى پېغمبر اکرم ته راولېږه و يې ويل : آنحضرت (ص) ته ووايه،چې خپل کميس دې موږ ته راکړي او آنحضرت (ص) هم ورکړ؛خو آيت راغى : (( لا تبسطها کل البسط )) حق نه لرې هر هغه څه چې لرې، د خداى په لار کې يې انفاق کړې .

په غوڼدو کې به ګرد کېناستل .

د قانون په پلي کولو کې يې په چا کې توپير نه کاوه .

پېغمبر اکرم به د اسيرانو او مريانو په باب خورا سپارښتنې کولې او له يوې اسيرې مېرمنې سره يې واده وکړ،چې په دې عمل يې د خلکو مينه اسيرانو ته راماته کړه او ډېرو مسلمانانو ډېرى اسيران ازاد کړل .

د خداى استازي به ويل : هماغه خواړه او جامې ورکړئ، چې په خپله هم ترې ګټنه کوئ او په پتمنو ټکيو ورته نوم واخلئ،چې د پتمنۍ احساس وکړي او خپه نشي .

له شتمن او نشتمن سره يو شان چلېده . په خبرو اترو کې يې له شخړو او بې ځايه خبرو ډډه کوله او د خلکو په نيمګړتيا راسپړنې پسې نه و .

پېغمبر اکرم د هر افراط و تفريط مخنيوى کاوه .

١-وايې ورېدل،چې يو سړي د اولاد په درلودو خپله ټوله شتمني وقف کړې ده او خپل اولاد ته يې ميراث نه دى پرېښى؛ نو خپه شو، و يې ويل :دا افراط کاري سمه نه ده .

٢- وا يې ورېدل،چې ځينو يارانو يې خوب،خوراک او کوروالى پرېښى دى او پر عبادتونو بوخت شوي دي؛نو ټول يې راوغوښتل او ددې چار له امله يې ورټل .

٣-وا يې ورېدل،چې يوه ښځه يې په جګړه کې اسيره کړې ده او تر اسارت وروسته يې ورته د خپل مېړه مړى ښوولى دى، چې د ښځې زړه ښه وسوځوي؛نو خورا خپه شو،و يې ويل: که څه د دښمن او کافر مېرمن ده او له موږ سره جګړې ته راغلې ده او زموږ کوټلې دښمنه ده؛خو اوس،چې اسيره شوې ده؛نو موږ بايد په عدالت ورسره چلن وکړو او د مېړه د مړي په مخ کې ددې ښځې تېرول له عدالته لرې چلن و .

== د پېغمبر اکرم عبادي سيرت ==

د پېغمبر اکرم بندګي او عبادت و،چې کمالاتو ته يې رسولى و .

معراج ته ځکه ولاړ،چې د خداى بنده و . (اسرى بعبده)

ځکه رسول شو،چې د خداى ‌بنده و . (و اشهد ان محمدا عبده و رسوله)

وحې ورته ځکه راتله،چې د خداى بنده و . (فاوحى الى عبدک)

په مزمل سورت کې ورته لومړي احکام دا وو،چې د شپې عبادت کوه . (نصفه اوانقض منه قليلا اوزاد)

په هماغه سورت کې ورته خطاب شوى دى،چې پېغمبره ! ته د ورځې تګ راتګ او اوږده کوښښونه لرې؛نو د شپې بايد عبادت وکړې او په هغه پورې زړه وتړې .

د اسراء سورت په ٧٩ آيت کې خپل استازي ته وايي : او د شپې يوه برخه ويښ وسه او تهجد او عبادت وکړه او دا سوا دنده په تا پورې ځانګړې ده . (د شپې لمونځ پر نورو فرض نه دى) هيله ده،چې (د شپې د لمانځه له امله) دې خداى خوښ او محمود مقام ته ورسوي .

== د شپې لمونځ ==

د شپې د لمانځه لپاره خورا فضايل او ځانګړې سپارښتنې راغلې دي او سره له دې،چې د ځينو چارو ثواب دوه ګرايه يا څو ګرايه يا لس ګرايه راغلي دي او تر ټولو ډېر ثواب د خداى په لار انفاق ته بيان شوى دى تر دې،چې قرآن د ثواب او ودې لپاره انفاق کوي او د خداى په لار کې انفاق د هغه تخم په څېر دى،چې وکرل شي او اووه وږي ترې راټوکېږي او په هر وږي کې سل دانې وي ؛يعنې تر اوه سوه ګرايه يې ورته ثواب ويلى دى؛خو همدا چې د شپې د پاڅېدو خبره مطرح شي؛نو وايي،چې څوک يې له ثوابه خبر نه دي ؛يعنې ثواب څو ګرايه او له اوو سوه ګرايه سره برابر دى .

په روايتونو کې راغلي دي،چې د شپې لمونځ د ورځې د ګناهونو د بښل کېدو، د رزق د زياتېدو،د بدن د روغتيا او د قبر د رڼا لامل دى . د ورځې له تېروتنو او ګناهونو د شپې لمونځ مخنيوى کوي .

که څه په قر‌آن کې د فجر پر راختو،پر سهار،پر مازيګر، پر شپه او پر ورځ قسم ياد شوى دى؛خو پر سهار درې ځل قسم ياد شوى دى . (و الليل اذا يسر) (فجر/٤)، (والليل اذا عسعس) او (والليل اذ ادبر) .

هو ! شپه او سهار د عبادت لپاره غوره وختونه دي او سره له دې،چې حضرت موسى درې شپې ورځې د طور په غره کې و؛خو خداى وايي :دېرش شپې (ثلاثين ليلة) او داځکه چې په شپه کې عبادت ځانګړى ثواب او مقام لري .

قرآن پېغمبر اکرم ته د شپې د لمانځه لپاره د قيام حکم ورکوي (قم الليل) .

هو ! مشر بايد خپل استراحت کم کړي او له تضرع سره په نښلون ځان د ورځې درنو مسووليتونو ته چمتو کړي؛نو ځکه پېغمبر اکرم درې ځل پرله پسې علي ته د شپې د لمانځه سپارښته کوي  : (( عليک بصلاة الليل،عليک بصلاة الليل، عليک بصلاة الليل . ))

په بل حديث کې راغلي دي،چې بې برخې هغه دى،چې د شپې له لمانځه بې برخې وي .

په بل روايت کې راغلي دي،چې متعال خداى حضرت موسى ته وايي : دورغ وايي هغه چې انګېري،چې له ماسره مينه کوي؛خو د شپې له ما سره د خبرو پر ځاى ويده وي " او په شپه کې دوه رکعته لمونځ خداى ته تر هر څه غوره ده .

د پېغمبر اکرم وګړيز سيرت[سمول]

(الميزان تفسير ٦/٣٢١) د پېغمبراکرم د سيرت په باب اوږده ويينه لري،چې يو لړ مطالب مو ترې راخستي دي :

الهي نعمتونه به يې ډېر او ستر ګڼل که څه لږ او واړه به وو او هېڅکه به يې نه رټل .

د دنيوي او مادي او توکيزو چارو په پار به نه غوسه کېده .

که اشاره به يې کوله؛نو په ټول لاس يې کوله .

موسکا يې خندا وه او په خټ خټ يې نه خندل .

په غونډه کې به تر ټولو په وروستي ځاى کې کېناسته (له خلکو به نه تېرېده،چې ځان مخکې ورسوي)

له خلکو سره يې داسې چلن کاوه،چې هر چا به خيال کاوه، چې تر ټولو نږدې وګړى ورته دى .

چا به چې ترې کومه اړتيا وغوښته؛نو يا يې ورته پوره کوله او يا يې په ورين تندي او پسته ژبه رخصتاوه .

د ټولو خلکو لپاره پلار و او ټول خلک ورته حق ته د رسېدو لپاره يو شان وو .

غونډه يې د حلم،حيا،رښتينولۍ او صداقت غونډه وه او له دې غونډې به غږونه نه راپورته کېدل .

د بوډاګانو يې دروناوى کاوه او پر کوچينانو لورين و .

اړمنو ته سرښندويه او د نشتمنو ساتونکى و .

تل يې تندى ورين و .

تاوتريخوالى،ناروا خبره،د خلکو نيمګړتيا راسپړل او بېځايه ستاينه پکې نه وه .

که څه ته به يې ډډه نه لګېده؛نو خبرې يې پکې نه راايستې .

څوک يې له ځانه نه نهيلاوه .

شخړې يې نه کولې او له چا سره يې خوله نه وهله .

څوک يې نه راټه .

يوازې د ثواب د خبرو لپاره به ګړېده .

د خندا پر مهال به يې له خلکو سره خندل او د خلکو په غم او ښادۍ کې شريک و .

که څوک به ناشنا و او په کړو وړو او ويناوو کې به له پېغمبر اکرم سره جفا کوله؛نو هغه به يې زغامه .

تر هغه به يې د چا خبره نه پرېکوله،چې د حق له بريده به نه و اوښتى او همدا چې څوک به د حق له بريده واوښوت يا به يې منع کاوه او يا به له غونډې پاڅېده .

ويل يې :مبعوث شوى يم د اخلاق له مکارمو او محاسنو سره .

د مريانو په څېر پر ځمکه کېناسته .

په خپلو لاسونو به يې خپلې پڼې ګڼدلې .

پر بې کتې خره به سپرېده او بل څوک به يې هم په ځان پسې کېناوه .

کورنۍ ته يې ويل :هغه پردې مې له مخې لرې کړئ،چې انځورونه پرې وي .

د خداى له وېرې به يې ډېر ژړل .

د خداى په ذکر به ډېر بوخت و .

هره ورځ يې اويا ځل استغفار وايه .

تر ټولو سخي،رښتين،پتمن او نرم خويه و .

هر څه يې چې درلودل د خداى په لار کې يې ورکول او يوازې د يوه کال د اړتيا هومره يې له ځان سره ساتل .

له نشتمنو سره به کېناسته او له مسکينانو سره يې خواړه خوړل او فاضلو وګړيو ته ځانګړى پام و .

له چا سره يې جفا نه کوله او د بښنه غوښتونکيو بښنه يې منله .

په خوراک څښاک کې له خپلو مريانو سره يو شان و .

يوه شېبه يې هم چټي نه تېروله .

(د ستړيا پر مهال به)د خپلو اصحابو بڼونو ته تله .

نه يې څوک د نشتمنۍ له امله راټه او نه يې د چا د ځواک له امله درناوى کاوه .

ژر نه غوسه کېده؛خو ژر خوښېده .

موعظه يې جدي،غوسه يې الهي او د پېښو پر مهال يې له خدايه هدايت غوښته او هر څه به يې خداى ته ورسپارل او پر خپل ځواک به يې تکيه نه کوله او ددې خبرې روښانه مصداق (( و على الله فليتوکل المتوکلون )) (( افوض امرى الى الله )) (( الا له الخلق و الامر )) او ((ان الى ربک المنتهى )) دى .

په جامو کې يې په خپله پيوند لګاوه ،څاروي يې لوشل،له مريانو سره يې خواړه خوړل او د خپلې اړتيا سودا به يې په خپله په بازار کې اخسته ، له شتمن او نشتمن سره يو شان چلېده او تر څو به چې مقابل لوري خپل لاس نه و کش کړى؛ نو پېغمبراکرم به ترې خپل لاس نه راکش کاوه .

پر ټولو يې سلام اچاوه او ويل يې،چې د عمر تر پايه به پر ماشومانو سلام اچول پرېنږدم،چې تر ما وروسته دا عادت پاتې شي .

په غونډه کې يې پښې نه غځولې .

د دوو چارو په ټاکنه کې به يې ستونزمنه ځانته ټاکله .

د خوړو پر مهال يې تکيه نه کوله .

خطبه يې لنډه وه .

په خوږ بوى مشهور و .

په خپله مخه کې يې خواړه خوړل او د نورو مخې ته يې لاس نه اوږداوه.

اوبه به يې په درې ساه ګانو څښلې .

ټولو خلکو ته يې په يوه سترګه کتل او د خلکو د خوشحالۍ لپاره يې ټوکې هم کولې؛خو په ټوکو کې له حقه نه واته .

يوه ورځ يوه عربي ورته ډالۍ راوړه او بيا يې له آنحضرته د ډالۍ د بيې غوښته وکړه ،آنحضرت وخندل او بيا به چې آنحضرت خپه و؛نو ويل يې چې کاشکې هغه عربي راشي .

مخ په قبله کېناسته .

پر سپرلۍ به چې سپور و؛نو اجازه يې نه ورکوله،چې څوک ورسره په څنګ روان وي يا يې له ځان سره سپاراوه او يا يې ويل : ته مخکې ولاړ شه او په پلانۍ سيمه کې به سره ګورو . هېڅکله يې له چا غچ وا نه خست؛بلکې بښنه يې کوله .

که درې ورځې به يې کوم يار و نه ليد؛نو د هغه پوښتنه به يې کوله او که نه به و او يا به مسافر و؛نو دعا يې ورته کوله او که رنځور به و؛نو پوښتنې ته به يې ورتله او که روغ به و؛نو ليدو ته به يې ورتله .

حضرت انس وايي : نهه کاله د پېغمبر اکرم خادم وم،ياد مې نه دي،چې ان يو ځل يې هم راته ويلي وي،چې داسې او هغسې وکړه او ان که مېرمنو به يې د کوم کار لپاره رټلم، پېغمبر اکرم به ويل،چې څه ورته مه واست او پرېږ يې دئ؛ځکه داسې به مقدر شوي وو .

په درناوي يې د خلکو نوم اخسته (په کنيه او لقب) او له ماشومانو سره يې هم داسې چلن درلود او له دې لارې به يې د هغوى زړونه لاس ته راوړل . ډالۍ يې منله؛خو صدقه يې نه منله .

د لمر تر راختو وروسته به د کار لپاره له کوره واته .

څېره او سر به يې پر سدرو وينځل .

برېتې او نوکان يې اخستل او خخول .

رانجو،مسواک،پاکوالي،عطر،د بېځايه وېښتانو وهلو، نوره او عود وهلو ته يې ځانګړى ارزښت ورکاوه، تردې، چې د عطرو لګښت يې تر خوړو ډېر و او که د جمعې پر ورځ به يې عطر نه درلودل؛نو د مېرمنې پړونى،چې معطر به و، نمناکاوه او پر سر به يې موږوده،چې سر او څېره يې خوږ بويه شي .د فطر د اختر پر ورځ به يې لومړى پر خپلو مېرمنو عطر پور ې کول او بيا پر ځان او پر ځينو غوړيو به يې خپل بدن غوړاوه.

د سفر لپاره يې د پنجشنې (پينځه نۍ) ورځ ټاکله او سفر ته به يې هنداره،رانجه او مسواک له ځان وړه .

پر لار تګ يې طبيعي و او مخ پر ځوړ به چې و؛نو ((لا اله الا الله )) يې ويله او مخ پورته به يې تکبير وايه او په هر سفر کې به يې چې هر ځاى د دمې لپاره ټاکه؛نو هلته به يې دوه رکعته لمونځ کاوه، ويل يې : چې د ځمکې دا ټوټه ځمکه مې پر لمانځه شاهده وي .

مؤمنانو ته به يې د سفر پر مهال دا دعا کوله : خداى مو تقوى ډېره کړه او خداى مو خير مخې ته راوړه،دين او دنيا مو روغه او روغ بېرته راستانه شئ . سپينې او شنې جامې يې ښه ايسيدې .

د جمعې د ورځې لپاره يې ځانګړې جامې درلودې .پګړۍ يې پر سروله او ګوته يې پر ښي لاس کوله .

له ښي اړخه به يې جامې اغوستې او زړې جامې به يې مسکين ته ورکولې،ويل يې : څوک چې د خداى لپاره مسکين ته خپلې جامې ورکړي؛نو تر څو چې دا مسکين له دې جامو ګټنه کوي؛نو د خداى په امن او امان کې به وي .

پر پوزي سملاسته،جامې يې له پومبې وې او په ځانګړيو ځايونو کې به يې پشمي جامې هم اغوستې .

له خوبه تر پاڅېدو وروسته به يې خداى ته سجده کوله .

ويل يې : د سترګو رڼا مې په لمانځه او خوندونه مې په مېرمنو کې دي .

د خپل ځوځات (حسن او حسين) لپاره به يې د زوکړې پر اوومه ورځ عقيقه کوله او د ماشومانو د وېښتانو د وزن هومره به يې مسکينانو ته سپين زر ورکول . حضرت علي وايي : که څه حضرت عيسى زاهد و؛خو د اسلام پېغمبر تر هغه هم زاهد و .

ان د مريانو د مېلمستيا بلنه يې هم منله .په لاس يې خواړه خوړل .که پر دسترخوان به کجوره وه؛نو خواړه به يې پرې پيلول .

د دوو کپونو ترمنځ يې د خداى شکر کاوه .

تر خوړو وروسته يې غاښونه خلالول .

تر اوبو څښلو مخکې يې "بسم الله ويله .

اوبه يې رولې او په يوه غړپ يې نه څښلې او په درې ساه ګانو يې څښلې .

اوبه يې نه پو کولې .

تر خوړو مخکې يې لاسونه ښه وينځل .

ډوډۍ يې روټه او حلوا يې له کجورو وه .

ګرم خواړه به يې نه خوړل .

خربوزه او انګور به يې خوړل .

له خلکو سره د کتنو له امله يې پياز او اوږه نه خوړه .

يوازې به يې خواړه نه خوړل او يو کس به يې له ځان سره مېلمه کاوه

د غټ اختر پر وځ به يې دوه څاوري حلالول :يو به يې ځانته او بل به يې د امت هغه وګړيو ته چې د قربانۍ وسه به يې نه درلوده .

د جنازې او مړي د خخولو پر مهال به خپه و،لږې خبرې به يې کولې او هغه به يې هم له ځان سره کولې .

په ډېرو لږو اوبو به يې اودس او غسل کاوه .


تل به ورسره مسواک و .

د فرضو لمونځونو دوه ګرايه يې مستحبي لمونځونه کول .

د شپې لمانځه ته به چې پاڅېد،اسمان ته به يې وکتل او د آل عمران د سورت وروستي آيتونه به يې ويل .

په رمضان کې به يې خپل مستحبي لمونځونه ډېرول،ويل يې :نفل لمونځ په جمعه نه کېږي .

څوک به چې ورسره ترڅنګ کېناست او کار به يې ورسره و؛نو پېغمبر اکرم به خپل لمونځ لنډاوه،پوښتل به يې که څه کار راسره لرې،چې اجراات درته وکړم .

د رمضان په درېمه لسيزه کې به په جومات کې معتکف شو او که په کوم رمضان کې به بريالى نه شو؛نو په بل رمضان کې به يې دوه ګرايه؛يعنې شل ورځې اعتکاف کاوه او د رمضان په درېمه لسيزه کې به يې خپله بستره ټولوله او نه به ويدېده .

د رمضان مياشت به چې شوه؛نو ټول بنديان به يې ازاد کړل او ټولو سوالګرو او نشتمنو ته به يې ډالۍ ورکولې .

د رمضان پر درويشتمه (د قدر شپه) داچې خپله کورنۍ ويښه وساتي؛نو د هغوى پر مخونو به يې اوبه پخنکولې، ويل يې :بې برخې دى هغه چې ددې شپې له خيره بې برخې پاتې شي .

پېغمبراکرم ځان عادي معرفي کاوه

خداى ورته دنده ورکړې وه،چې خلکو ته ووايي،چې له ما نه بې له هغه څه تمه و نه ساتئ،چې وحې راته کېږي  :

١- (انا بشر مثلکم) زه ستاسې په څېر بشر يم .

٢-زه ځانته ګټه او تاوان رسولاى نشم؛خو هغه څه چې خداى وغواړي. (لا املک لنفسى ضرا و نفعا الا ما شاء الله) .

٣- د قيامت د راتګ د وخت پوهه يوازې له خداى سره ده او زه ترې خبر نه يم .

٤-نه پوهېږم،چې په راتلونکې کې به راباندې څه راپېښېږي. (و ما ادرى ما يفعل بى)

٥- خداى خپل استازي ته سپارښتنه کوي،چې ترې وغواړي،چې علمي وده ورکړي . (و قل رب زدني علما) او د قرآن په ويلو کې بيړه و نه کړي (و لا تجعل بالقرآن) .

پېغمبراکر له يو خوا په مينه او د زړه له کومې د وحې اخستو او اورېدو ته په تمه و او بلخوا داچې د آيتونو ټولګه يې د قدر پر شپه تر لاسه کړي وو،همدا چې جبرائيل ورته په تدريج آيتونه ويل؛نو پېغمبراکرم به ترې مخکې ويل،چې خداى ورته سپارښتنه وکړه،چې مخکې له دې،چې وحې درباندې پاى ته نه وي رسېدلى،قرآن ويلو ته بيړه مه کوه او له خدايه وغواړه،چې پوهه مې ډېره کړه . [له بيړې ژغورنه د قيامت د سورت په اتلسم آيت کې هم راغلې ده : (لا تحرک به لسانک لتعجل به)]

له دې سپار‌ښتنې د څو ټکيو لپاره ګټنه کېږي :

١-تر څو يې وخت نه وي رارسېدلى او بشپړېدو او څېړنې ته اړتيا وي؛نو بيړه منع ده؛خو هلته چې يو موضوع بشپړه څېړل شوې وي؛نو دلته شاته کېدل منع دي؛نو په قرآن کې مو ځينې آيتونه بيړې او مخکې کېدو ته رابولي او ځينې آيتونه مو له بيړې ژغوري .

٢-پوهې ته نهايت نشته او فارغ التحصېدل مانا نه لري؛ ځکه د خداى استازي ته دنده ورکول کېږي،چې له خدايه وغواړي،چې پوهه يې ډېره شي .

٣- حقيقي پوهه قرآن دى؛ځکه په دې آيت کې لولو : د قرآن په لوستو کې بيړه مه کوه (لا تعجل بالقرآن)بيا وايي : (و قل رب زدنى علما)؛نو څرګندېږي،چې د قرآن د آيتونو سرچينه الهي پوهه ده .

٤-ډېرى غوښتنه په کمالاتو کې ارزښت لري .هو ! د مقام او مال په راټولونه کې حرص کږلى دى؛خو پوهه،چې څومره ډېره وي،هومره ښه ده.

٥-د پوهې ډېروالى هغه مهال ارزښت لري،چې د انسان د ظرفيت له لوړېدو سره يو ځاى وي . که د انسان ظرفيت محدود وي او پوهه يې ډېره شي؛نو دا چار به يو لړ آفتونه ولري؛نو قرآن وايي : ((زدنى علما))؛يعنې ستر مې کړه له پوهې سره او نه وايي : ((زد علمى)) او د بشري ټولنو ډېرى جنايتونه له دې امله دي،چې پوهه د کم ظرفيتونو انسانانو په لاس کې ده .


د پېغمبر اکرم تبليغي سيرت[سمول]

د شعراء د سورت ٢١٤ آيت (انذر عشيرتک الاقربين)،چې راغى؛نو پېغمبر اکرم خپلوانو ته مېلمستيا وکړه،خپلې خبرې يې پيل او هغوى يې له شرک او بوت لمانځنې وژغورل .

هو ! بلنه بايد رڼه،رښتينه او له خپلوانو سره له لورنې او عواطفو سره يو ځاى وي؛ځکه که خپلوان دې بلنه ومني؛نو د نورو د بلنې منلو ته به هم لار هوار ه شي .

دويم داچې انسان د نږدې خپلوانو پر وړاندې ډېر مسووليت لري .

درېم داچې کورنۍ اړيکې بايد له بديو د ژغورنې پر لار خنډ نشي .

د مېلمنوشمېرپه تاريخ کې پينځه څلوېښت تنه ليکل شوى،چې ابولهب په خپلو چټياتو د مېلمستا نظم له منځه يووړ او پيغمبراکرم اړ شو بله مېلمستيا چمتو کړي،چې پېغمبر اکرم تر خوړو وروسته بيا ورته خپل رسالت اعلان کړي،چې دې بلنې ته يوازې حضرت علي سينه وډبوله،بيا پېغمبر اکرم يې په هکله وويل : (( دا زما ورور،ځايناستى ، وصي،خليفه او وزير دى،چې خبره يې واورېدل شي او ترې لاروي وشي.)) (امالي شيخ/٥٨١ مخ )

پېغمبر اکرم (ص ) تر درې کالو پورې خلک په پټه او يو يو تن خپل سپېڅلي دين ته رابلل ،چې د حجر سورت ٩٤ م آيت راغى او ورته يې وويل : (( فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ= ((نو د هغه څه چې درته حكم كېږي،په ډاګه يې کړه او له مشركانو مخ واړوه ( او پروا يې مه كوه ))

پېغمبر اکرم د صنعاء غونډۍ په غاړه کې د مسجد الحرام ترڅنګ خپل رسالت په ډاګه کړ،ویې ویل :که زما بلنه مو ومنله؛نو د دنيا او آخرت حکومت او عزت به ستاسې وي؛خو هغوی پرې ملڼدې ووهلې او د پېغمبر اکرم تره ته يې ګيله وکړه؛چې وارره دې زموږ ځوانان له خپلې ګروهې اړوي؛نو ورته ووايه که له دې چارو دې مطلب مال،مقام او شتمني وي،چې در به يې کړو،چې بيا پېغمبراکرم خپل تره ته وويل : ((زما خبرې الهي پيغام دى او زه به کله هم له خپلې دندې لاس وانخلم.))

 تر دې وروسته کفار بيا ابوطالب ته راغلل او ورته يې وويل ،وراره دې محمد موږ ته راوسپاره،چې په خپله ورسره پوه شوه (شرح نهج البلاغه ١٤ / ٥٤)؛خو ابوطالب ورسره و نه منله ( تفسير کنزالدقايق ) .
خداى خپل پېغمبر پر ملا وډباوه،چې د ملنډې وهونکيوپر وړاندې به درسره يو،چې چرت خراب نه کړې . پېغمبر اکرم به خلک توحيد ته رابلل او ګروهمن ول ،چې که په لومړي ګام کې بريالي نه شول ؛نو خير دى موږ به خپل کوښښ کوو او له خپل کوښښه به لاس نه اخلو او چې مو له لاسه کېږي بايد د مقابل لوري د سمو ګروهنو درناوى وکړو،چې د تبليغ يو پړاو هم ګډ ټکيو ته رابلنه ده او قرآن د بلنې لپاره ګډ چورلید(محور) کېداى شي؛ځکه هم پکې تاريخ راغلى اوهم پکې د تېر پيغمبرانو سپارښتنې او تر ټولوغوره خو داچې له اړونې خوندي دى ؛نو د همدې خبرې پر بنسټ د خداى رسول ته دنده ورکول کيږي ،چې دا لاندېنى آیت  د کتابيانو رابلنې ته  ګډ ټکى اعلان کړي .

((قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى‏ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلَّا اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئاً وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (آل عمران/۶۴) = ورته ووايه : ((کتابيانو!راځئ زموږ او ستاسې ترمنځ په منل شوې خبرې پسې ولاړ شو:)) او هغه دا چې يوازې ((الله)) ونمانځوو او هېڅ څيز ورسره سيال ونه ګڼو او له موږ دې هېڅوك د ((الله)) پر ځاى څوك پر ربوبيت نه نيسي؛نو كه ( له دې وړانديزه) يې مخ واړاوه،ورته ووايئ : (( شاهدان وسئ،چې موږ خو مسلمانان يو ( نه تاسې).))

د مدينې دوه مشران مکې ته راغلل او له پېغمبراکرم سره يې وکتل،چې پېغمبر اکرم ورته د انفال د سورت ١٥١ او١٥٢ م آيتونه وويل،چې هغوی دوو پرې ايمان راوړ او د مدينې د خلکو لپاره يې د استازي او مبلغ غوښتنه وکړه . پېغمبراکرم د حضرت "مصعب بن عمیر" په مشرۍ يوه ډله مدينې ته وليږله،چې دا کار په مدينه کې د اسلام پيل و.

که ددې دوو آيتونو پر منځپانګې رڼا واچو؛نو پوه به شو، چې په پيل کې د اسلام د تبليغ کړنلار يې د کلیاتو بيانول وو،چې هم يې له عقل ، فطرت او روغ وجدان سره سمون درلود او هم روڼ او مفهوم لرونکي دي اوهم د اسماني اديانو ګډ ټکي ول .

ځکه دتورات په ٣٠ م باب کې د همدې دوو آيتونو منځپانګه راغلې ده. هو زړګيه ! د هرې بلنې په پيل کې بايد ساده مسائل وویل شي،چې هر عقل او وجدان يې وزغملاى شي؛نو اوس به راشو،چې د انفال د سورت ددې دوو آيتونو منځپانګه څه ده ؟

له شرک،انسان وژنې،اولاد وژنې، ډنډۍ وهنې،د غیر عادلانه وینا،بې حيایي،د پلارمړي(يتيم) پرمال له ګېډې اچولو ځان ژغورل، له والدينو سره احسان ،پر تړون وفا او تر خپلې وسې د دندې سرته رسول . 
نن خلک دغسې پلان جوړولو کې دکترا اخلي؛نو څومره به ښه وي ،چې د قرآن دسترخوان ته کېنو او ووينو،چې خداى په کوم کال د خلکو د ودې لپاره څومره ښه حکم ورکړى دى .
د بېلګې په توګه : په روايتونو کې کوچنى بايد تر کوم وخت پورې پرېښوول شي او تر درې کالو وروسته کوم ټکى لومړى وروښوول شي او تر يوې مودې تېرېدو ورته کوم ټکى ورزده کړو او همداسې د بلنې پيل د غټانو لپاره لومړى څه راوړل شي او د فرعون په څېر طاغوتانو ته د رابلنې لپاره له کومو ادبياتو کار واخستل شي .

د پېغمبر اکرم عملي سيره[سمول]

تر ټولومخکې يې په مدينه کې جومات جوړ کړ،چې د عبادت ،یووالي مشورت ،چوپړ ، ورمندون او د سترو هوډونو مرکز و،د جومات او لمونځ محوريت د ټولو انبياوو په سيره کې ليدل کېږي . خداى کعبه د ځمکې لومړى ټکى کړاو بيا يې له هغه ځایه ځمکه پراخ کړه .حضرت موسى ته هم لمونځ لومړى عملي دستور و. د جومات په جوړلو کې په خپله پېغمبر اکرم مټې بډ وهلې وې او د مسلمانو ښځو د کار لپاره يې هم وخت ټاکلى و،چې ټول خلک د جومات په جوړلو کې ونډه واخلي ، هغه جومات،چې د کجورو د ونو له لسو ډډنو يې ستنې جوړې شوې او ټوله نړۍ يې وخوځوله. د پېغمبر اکرم يوه عملي سيره د ورورولۍ اعلان دى ،چې د حجرات د سورت لسم آيت هم په همدې هکله دى .

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخوىكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (حجرات/۱۰) = [ په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اړپېچ پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي . ]

داآيت د مؤمنانو ترمنځ اړيکې د ورونو په څېر بولي،چې پکې تعبيرونه پټ دي ؛لکه :

الف : د ورونو دوستي ،ټينګه اوژوره وي .

ب  : د ورونو ملګرټوب دوه اړخيز وي .

ج :د ورونو ملګرټوب د فطرت او طبيعت له مخې وي ؛نه د مادياتو لپاره .

د: دوه ورونه د پردي پر وړاندې ‏يوموټى او مټ وي .

ه: د دوو ورونو جرړه او اصل يو وي .

و: د ورورولۍ په نظر کې نيول سينه پراخوي .

ز: د يوبل په غم او ښادۍ کې شريک دي .

نن د مينې د اظهار لپاره د ملګري ،انډيوال ،دوست هېوادوال ،کليوال او...... ټکي کارول کېږي؛خو اسلام د ورور ټکى کارولى،چې دا يو غښتلى ټکى دى .

يو حديث دوه ديني ورونه دوه ملګرو ته ورته کړي دي،چې يو بل وینځي. ( محجته البيضا ء٣ /٣١٩) 

په دې او مخکني آيت کې د "فَأَصْلِحُوا" حکم درې ځل راغلى دى او راښيي،چې اسلام په ټولنه کې څومره د سولې او دوستۍ پلوى دى .

په تېر  آيت کې يې وويل : ( فاصلحوا ....... واقسطوا ) له عدالت سره سول ټينګه کړئ او په دې آيت کې وايي ) فاصلحو...... واتقوا ) د سولې په ټينګښت کې له خدایه ووېرېږئ،که د منځګرتوب لپاره وټاکل شوې؛ نو خداى په نظرکې ونيسئ؛نه داچې ستاسې دا منځګرتوب پر کوم لوري د تېري لامل شي .

ورورولي[سمول]

د اسلام يو ښه چار دا دى،چې له بېخه سمونې راوړي؛د بېلګې په توګه وايي : (( إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً- يونس/٦٥) ؛يعنې ټول عزتونه يوازې له خداى سره دي؛نو د عزت د لاس ته راوړولپاره ولې په دې اوهغې پسې منډې وهئ ؟ 
ياوايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً- بقره/ ١٦٥)؛يعنې ټول ځواک يوازې دهغه دى؛نو ولې هره شپه د يوچا په شاوخوا کې چورلئ . په دې آيت کې هم وايي : ټول مؤمنان سره ورونه دي؛بيا وايي : اوس ،چې ټول ورونه ياست؛نو غوسه او جګړه د څه لپاره ؟ ټول سره ملګري شئ . 

نو د ټولنې سمونې لپاره بايد ګروهیز- اعتقادي او اندیز- فکري بنسټونه سم شي .

د ورورولۍ کړلار او د ورورولۍ د ټکي کارول د اسلام نوښتونه ول .

پېغمبراکرم له ٧٤٠ تنو سره د "نخليه" په سيمه کې و،چې حضرت جبرائيل راغى : خداى د پرښتو ترمنځ د وروروالۍ غوټه تړلې؛نو پېغمبر هم خپل اصحاب سره ورونه کړل او هر يو له بل سره ورور شو؛ لکه :

حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره،حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره،حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره، حضرت طلحه له حضرت زبير سره،حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره ، حضرت حمزه او حضرت زيد حارثه ،حضرت ابودردا او حضرت بلال ، حضرت جعفرطيار او حضرت معاذ بن جبل،حضرت مقداد او حضرت عمار،حضرت عايشه او حضرت حفصه،حضرت ام سلمه او حضرت صفيه  او پخپله پېغمبراکرم له حضرت علي سره ورورولي وټرله . (بحارالانوار٣٨ /٣٢٥ ) .
 د احد په جګړه کې پېغمبراکرم(ص) حکم وکړ،چې شهيدان حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمرو بن جموخ،چې له يو بل سره يې ورورولي وه، په يو قبر کې ښخ کړئ . (شرح ابن الحديد١٤ /٢١٤ او بحار٢٠ / ١٢١).
نسبي ورورلۍ يوه ورځ شلېږي (فَلاَ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ - مؤمنون /١٠١)خو ديني وروولۍ تر قيامته تړلې وي (إِخْوَاناً عَلَى‏ سُرُرٍ مُتَقابِلِينَ- حجر /٤٧ ) .
د ورورولۍ اړيکې يوازې په نارينه وو پورې ځانګړې نه دي؛بلکې د ښځمنولپاره هم دي ( وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء) (نساء/۱۷۶) 
ورورولي اوملګرتيا يوازې بايد د خداى لپاره وي،که څوک له چا سره د دنيا په پارملګرى شي؛نو دهغه څه لپاره،چې ملګرى شوى وي؛نو ور وبه نه رسي او د قيامت پر ورځ به د يو بل دښمنان وي . ( بحارالانوار ٧٤ /١٦٧ ) 
قرآن وايي :((الْأَخِلاَّءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ (زخرف/٦٧)=پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.)) 
تر ورورولۍ د ورورولۍ دوام مهم دى او آيتونو پر همدې سختې نيوکې کړي ،چې خپل ديني ورړونه يې پرېښي وي . 

سپارښتنه شوې،چې که ديني ورونو درڅخه ځان لرې کړ؛نو ته ځان ورنږدې کړه . ( بحارالانوار۷۸/ ۷۱ )


د ورورولۍ حقونه[سمول]

رسول اکرم وويل : مسلمان پر مسلمان ورور دېرش حقونه لري،چې بايد ادا يې کړي :

١ - بښنه او لورنه

. ٢ - د راز ساتل
.٣- د تېروتنو جبران یې
.٤ - عذر یې منل
.٥ - د بدغواړیو پر وړاندې ور‏څخه دفاع کول
. ٦ -خير یې غوښتل
. ٧ - ورسره د کړيو ژمنو ترسره کول
.٨ - د ناروعۍ پر مهال یې پوښتنه
. ٩ - په جنازه کې یې ګډون 

. ١٠- د بلنې او ډالۍ منل یې

.١١- ډالۍ ورکول.


١٢ -ورنه مننه کول

.١٣ – ورسره مرسته کول 

. ١٤ - د ناموس ساتل یې

. ١٥ - اړتیا یې پوره کول
. ١٦ - د ستونزو هواري ته یې زیار ګالل
. ١٧ - ورته لارښوونه کول
.١٨ - د پرنجي پر مهال ورته تهنیت ووايي
.١٩ - د سلام ځواب یې
 .٢٠ -د خبرې درناوی یې
.٢١ -که ډالۍ ورکوي؛نوښه يې ورکړي
.٢٢ - قسم يې ومني
.٢٣ - دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وي
. ٢٤ -په سخته کې يې ځان ته پرېنږدي
.٢٥ څه چې ځان ته غوره ګڼي هغه ته دې هم وګڼي او..... (بحارالانوار٧٤ /٢٣٦) 

پېغمبراکرم د( انما المؤمنون اخوه )آيت تر ويلو وروسته وويل :(( د مسلمانانو وينه سره برابر ده،که يوه ته چا پنا راوړه ؛نوهغه نورهم بايد پر تړون ژمن وي او ټول بايد ګډ دښمن ته يومټ شي . ( تفسيرنمونه )

د انفال دسورت په ٦ ٠م آيت کې راغلي : (( وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَتَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِن شَيْ‏ءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ =(( او څه مو چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګرته) تكړه اسونه(چمتوكړئ) چې پرې د خداى، خپل او هغه  دښمنا ن ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو خداى يې پېژني او د خداى په لار(او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې چې هر څه ولګوئ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي.))

دا آيت د پېغمبر اکرم پر سيرت رڼا اچوي؛نوهمداچې پېغمبراکرم خبر شو،چې په يمن کې يوه نوې وسله جوړه شوې ده؛نو اخستو ته يې يو تن ولېږه يا داچې د امت د چمتوالي لپاره به يې د اس سپرېدو او غشي ايشتولو سيالۍ ايښوولې او ورته به يې انعامونه ټاکل .

مسلمانان بايد له هر اړخ ځان چمتو وساتي او له ځانه د دفاع او د دښمن وېرولو ته بايد بسیا بودجه او امکانات ولري،چې مسلمانان بايد د پوځي ‏چمتوالي په چاروکې برخه اخستې وي .
او د ځان لپاره بايد پرمختللي امکانات ولري او دښمن په زړه کې د وېرې لپاره بايد له ټولو سياسي،پوځي ،تبليغاتي او سمبالولو له چارو کار واخستل شي . په حديث کې راغلي: د مخ او سر ويښتانو ته رنګ ورکړئ ،چې  دښمن ونه وايي،چې د اسلام  لښکر او سرتېري زاړه دي .

هو ګرانو! په هرځاى کې خبرې او مذاکرې ګټورې نه وي،پر دښمن برلاسۍ ته ان ښځې هم بايد پر پوځي چارو ځان پوه کړي،مسلمانان يوازې بايد په دې فکر کې نه وي،چې له ځانه د دفاع لپاره ځان چمتوکړي؛بلکې ځان باید دومره سمبال کړي،چې دښمن ان د بريد جرات هم ونه کړي .

یووالی او يو موټى کېدل هم يو ډول ځواک دى،چې بايد ﻻس ته راوړل شي.(وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ)؛ځکه که تفرقه وي؛نو نه به مسلمانان ځواک لري او نه به دښمن ووېرېږي . اسلام خو وايي،چې ټول مسلمانان سرتېري دي او د خلکوچمتوالى يو اړين چار دى .

د دښمن وېرولو ته هم ځواک په کار دى(من قوة) او هم امکانات (من رباط الخيل) او تل بايد پردې پوه شو،چې ټول دښمنان مو پر ګوته شوي او پېژندل شوي نه دي او ځينې هم تر ايرو ﻻندې د سکروټو په څېر د مناسب فرصت په تمه دي؛لکه څنګه چې خداى وايي (لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ)؛ نو يوازې د پېژندل شويو دښمنانو لپاره چمتووالى په کار نه دى؛بلکې د ناپېژندل شويو دښمنانو او راتلونکي لپاره هم چمتوکېدل په کار دي .

د جنګ لګښت ،چې هرڅومره وي،وريې کړئ،چې بشپړ اجر به درکړ شي .( وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ) د جګړې له جبهې بايد هر ډول مالي،استخباراتي ،فرهنګي او تبليغي ملاتړ وشي؛لکه څنګه چې د(وماتنفقوا من شي) آيت مطلق دى او هر څه رانغاړي؛نو ويلو ته يې اړتيا نشته؛خو دا ټول کارونه بايد د خداى په لار کې د خداى رضا ته وي، نه د ځان ښوونې او د د دولت د دباو له کبله  د ټولنيزو ملاحظاتو په پار .
دانفال د سورت د ٦٠ آيت په پاى کې راغلي دي :( يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ =نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي)؛ځکه د قدرت عزت او استدلال تر سيوري لاندې به ستاسې اقتصادی  وضع ښه او پياوړې شي .

پېغمبر اکرم اوسرتېري[سمول]

داچې له دښمن سره مبارزه يو ستونزمن چار دى؛نو د خلکو ايمان ،صبر او پوهې او د مشر تبليغ او هڅونې ته اړتيا ده .

د پېغمبر اکرم په وخت کې د مسلمانانو د بري راز د ايمان په روحيې ، صبر، پوهې او د پېغمبر اکرم په هڅونې کې و که نه په يوه جګړه کې هم  د مسلمانانو او دښمنانو شمېر يوله بل سره برابر نه و.
 د بدر په جګړه کې ١٣٠٠٠ تنه د١٠٠٠  تنو پر وړاندې وو ،د احد په جګړه ګې ٧٠٠ تنه د ٣٠٠٠ تنو پر وړاندې ول ،د خندق په جګړه ٣٠٠٠ تنه د١۰٠٠٠ تنوپر وړاندې وو او د موته په جګړه کې ١٠٠٠٠ تنه د١٠٠٠٠٠  تنوپر وړاندې وو .

پېغمبراکرم د خداى په امر ويلي وو :(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ) مؤمنان جهاد ته وهڅوه خداى ورسره ژمنه ‏کړې وه،چې ٢٠ صبر لرونکي مؤمنان به پر٢٠٠ او سل به پر زرو برلاسي شي،خداى د داسې ژمنو ‏په ورکولو له مسلمانانوسره مرسته وکړه ؛البته د انفال د سورت په ۶۵ آيت کې،چې د بري ژمنه شوې ده،درې ټکي راغلي،چې د درې شرطونوامر پکې دى . ((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِاْئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِنكُمْ مِاْئَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفاً مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَيَفْقَهُونَ (انفال/۶۵) = نبي! مؤمنان (له دښمن سره) جګړې ته راوهڅوه،كه له تاسې شل تنه صابران وي؛نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه سل تنه وي؛نو پر زرو كافرانو به برلاسي شي؛ځكه هغوى په ژوره توګه نه پوهېږي . ))

د"الْمُؤْمِنِينَ " او "صَابِرُونَ" ټکي د مسلمانانوپه هکله او  د"لاَيَفْقَهُونَ" ټکى د کفاروپه هکله راغلى دى ،چې لازمه يې د مسلمانانوفقيه توب؛يعنې د مسلمانانو ژوره پوهه درلودل ول؛نو مسلمانان به هله برلاسي شي،چې "ايمان"، " صبر" او "ژوره پوهه" ولري .
 پټه دې پاتې نشي،چې د انفال د سورت په ٦٦ آيت کې راغلي دي : ((الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفاً فَإِن يَكُن مِنكُم مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَينِ وَإِن يَكُن مِنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ(انفال/۶۶) = (( اوس خداى ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ (او پوه شو،چې په تاسې كې بېوسي ده)؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛نو پر دوو زرو به د خداى په حكم، پرې برلاسي شئ او خداى له صابرانو سره دى .))

هو! په مديريت کې کله د مخاطب د روحيې په پامنيوي په قانون کې بدلون راوړلای شي او په قانون کې دا بدلون د ايمان د ډېروالي او کم والي له امله دى او د خداى په لاس کې دى . (خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ)


په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه[سمول]

 د هستۍ د سنبالنې‏ په چارو کې پرښتې د الهي فرمانونو د اجرا کولو دنده لري . په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې،چې دهماغې دندې نوم پرې ايښوول شوى دى :
  • النَّازِعَاتِ (نازعات/۱) .
  • الصَّافَّاتِ(صافات/۱) .
  • لزَّاجِرَاتِ (صافات/۲).
  • النَّاشِرَاتِ (الناشرات/۳) .
  • لْفَارِقَاتِ (الناشرات/۴) .
  • لْمُدَبِّرَاتِ (نازعات/۵).
*ځينې پرښتې ساتنې ته ګومارل شوي دي :

((وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ(انفطار/۱۰)=او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي ))

  • ځينې پرښتې له الهي اولياوو سره خبرې اترې لري ؛له ‏زکريا علیه السلام سره يې خبرې وکړې او ورته يې د حضرت يحیى زېرى ورکړ : ((فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ (آل عمران/۳۹)= او چې کله هغه په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛نو پرښتو ورته غږ وكړ:(( خداى د يحيى زېرى دركوي،هغه به د خداى كلمه [=مسيح] تصديق كړي او لارښود به وي او له سركښو هوسونو به خوندي او له صالحو به پېغمبر وي .))
او همدې پرښتو له حضرت مريم سره هم خبرې وکړې:

((وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ (آل عمران/۴۲)= او ( درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې ! خداى ته غوره او پاكه كړې او د نړۍ پر ټولو ښځو يې غوره كړې يې .))

 *په ځينو ځايونو کې پرښتو په جنګ کې د خداى له پلويانو سره مرسته کړې ده؛لکه څنګه چې د بدر په جنګ کې خداى درې زره پرښتې د مسلمانانو ملاتړ ته راولېږلې :

((إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ

(آل عمران/۱۲۴)= هغه وخت،چې مؤمنانو ته دې ويل : (( ايا تاسې ته بسنده نه ده،چې خداى له (اسمانه) د درې زرو پرښتو په را لېږلو درسره مرسته وكړي ؟!))                                         
 *ځينو پرښتو ته له خلکو د ساه اخستو دنده ورکړه شوې ده  

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/۱۱ )= ووايه : (( پر تاسې،چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده،ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ . ))

  • ځينو ته د عرش د چارو د سمبالولو دنده ورکړه شوې ده :

((وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ (حاقه/۱۷)= او پرښتې به د هغه (اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي .))

 *د پرښتو له امتيازاتو يو دا هم دى،چې تل د خداى عبادت کوي او نه ستړې کېږي،چې قرآن وايي :

((وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ(انبياء/۱۹)= او څوک [=پرښتې ] چې له الله سره دي ، هېڅكله يې له عبادته سرغړونه نه کوي او نه ستړې كېږي . )) ((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ(انبیاء/۲۰) =شپه او ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي اونه سستېږي. ))

*د پرښتو يوه دنده مؤمنانو ته دعا او استغفار دى :

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ( شوری/۵)= نژدى دى،چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له امله) له پاسه پرې وچوي او (حال دا چې) پرښتې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي . خبر وسئ،چې په حقيقت کې يوازې خداى ډېر بښونكى(او) لورين دى . ))

  • ځينې د اسلام پر پېغمبر اکرم درود وايي :

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ( احزاب/۵۶)= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ . ))

  • پرښتې درجې لري او ټولې په يوه کچه ‏نه دي :

(( وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ) صافات/۱۶۴)= او له موږ (پرښتو) هېڅوك نشته؛خو (دا چې) هرې يوې ته ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى. ))

  • خداى چې ځينو انبياوو ته د نورو په پرتله غوره والى ورکړى؛نو همداسې يې پرښتو ته هم غوره والى ورکړى دي:

((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (حج/۷۵ )=خداى له پرښتو او خلکو استازي غوره کوي،بېشكه چې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى . ))

  • د ټولو پرښتو واک ‏يو له بل سره توپیر لري :

(( أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ) (فاطر/۲)= خداى چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛نو (بيا) يې څوك بندولاى نشي او هغه چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] وروسته څوک يې پرانستونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى ))

  • ځينې پرښتې فرمان وړونکې اوځينې فرمان ورکونکي دي ؛خو ټولې سپین لمنې - معصومې دي :

((مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ) (تکوير/۲۱)= چې هلته ( يې پرښتې حكم) مني (او) امين (هم) دى .))

  • پر ټولو پرښتو ايمان په کار دى :

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (بقره/ ۲۸۵ )= پر پېغمبر،چې څه د خداى له لوري نازل شوي دي،ايمان يې پرې راوړى دى ( او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر خداى،پرښتو،كتابونو او پېغمبرانو يې ايمان راوړى دى ( او وايي:) (( موږ د خداى د پېغمبرانو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو ( او پر ټو لو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل:(( موږ واورېدل او غاړه مو كېښووه . پالونكيه ! ستا بښنې (ته سترګې پرلار يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى .))

  • ترې نمښته- انکارله خدایه د نمښتې ‏په څنګ کې راغلې ده : (( وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ)( ١٠١)
  • پرښتې د خداى لښکر دى او له شمېره يې له خداى پرته بل څوک خبر نه دي :

((وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ( مدثر/۳۱)=((او موږ د دوزخ چوپړيان يوازې (د عذاب) پرښتې ګرځولي دي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى دى،چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او ددې لپاره،چې د زړونو ناروغان او كافران ووايي چې : (( له دې شمېره(=١٩) د خداى څه منظور دى؟)) په دې توګه د خداى،چې چا ته خوښه شي (د هغو د كړنو له امله) يې بې لارې كوي او چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پرشمېر] يوازې هغه پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي . ))

  • او که کله یې هم د شمېر په باب خبره کېږي؛لکه دا آيت ((عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ = (مدثر/۳۰) ،چې وايي: د دوزخ پرښتې نولس دي))؛ نوردليلونه لري؛نه داچې د ځواک د نه درلرودلو امله وي.
 *پرښتې د خداى مطلق اطاعت کوي او د هرڅه دنده ، چې ورکړه شي ،سرغړونه ترې نه کوي:

(( لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)(تحريم/ ۶)= *هغوى د خداى له فرمانه نه مخکې کېږي او يوازې د هغه فرمان پلى کوي :

(( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ)(انبياء/۲۷)= چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل) يې امر عملي كوي . ))    
   
*اطاعت یې‏ د پوهې او تقوا له مخې دی او په اطاعت کې ځانګړى چار غوره نه ګڼي‏؛بلکې کوم کار،چې وروسپارل شي،هماغه ‏کوي :

(( يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)( نحل/۵۰)=(او) هغوى (يوازې) د خپل واكمن پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې ورته حكم كېږي، هماغسې كوي .))

  • پېغمبر اکرم وايي : ((پرښتې له رڼا پيدا شوى دي. ‏(اختصاص ۱۰۹ مخ‏) او خداى هيڅ موجود د پرښتوهومره نه دی پيدا کړی .( قمي تفسیر۲/ ۲۶۰) ‏
  • امام صادق وويل : پرښتې خوراک څښاک او کوروالى نه کوي . ( بحار ۵۶/ ۱۷۴)

حق لار کومه ده ؟[سمول]

که مو پام وي،چې هر څه؛ لکه تلويزون،يخچال او داسې نور څيزونه،چې اخلو؛نو ورسره د لارښود کتابچه هم وي . انسان د خداى مخلوق دى او لارښود کتاب ته اړتيا لري ،چې خداى د کتاب په بڼه رالېږلى دى او؛ لکه څنګه چې پوهېږو، د لارښود کتابچه يې جوړونکى ليکي؛نو زموږ د ژوند کړلار هم بايد هغه خداى وليکي،چې موږ يې پنځولي يو؛هغه زموږ له اړتياوو خبر دى او زموږ د اړتيا د لرې کولو وس هم لري .

حق دين هغه دى،چې د انسان ټولو اروايي،توکيز،مانيز او جسمي اړتياوو ته کړلار ولري .

حق دين هغه دى ،چې د لاوري د پرمختګ او تکامل لامل وګرځي او د وخت په تېرېدو يې له کاره و نه غورځوي او بې لارې يې نه کړي او دستورات يې تل ټولو ته تر و تازه وي .

امام حسين په کربلا کې وايي : (( هيهات منا الذله ))؛ يعنې کله به هم ذلت و نه منم . دا شعار په ټولو ځايونو او ختونو کې ټولو انسانو ته ښکلى او په زړه پورې دى .

په لمونځ له خدايه مننه ،په روژې د وږيو يادول، په جهاد له مال، دين او ځانه دفاع ،په خمس او زکات له بېوزليو سره مرسته، پر نېکيو امر او له بديو منع له لارې خلک له بديو ژغورل ، په لمونځ او غسل د پاکوالي ساتل، سلام اچول، د نورو او مور و پلار درناوى او پر ژمنه وفا کله هم راڅخه نه هېريږي او د ځلانده لمر په څېر د بشريت او انسانيت په اسمان کې ځلېږي او خلکو ته رڼا او انرژي ورکوي او هغوى چې پخپلو خوښو او د بشر په لاس له منځ ته راغليو ښوونځيو لاروي کوي؛نو ډېر ژر به پښېمانه شي .

هو ګرانو ! لکه څنګه چې د روغتيا د لاس ته راوړو او ساتلو ته يې د طبيب خبرې ته غاړه ايښوول پکار وي؛نو د تلپاتې نېکمرغۍ د لاس ته راوړو په موخه د خداى خبرې ته غاړه ايښوول پکار دي . خداى له طبيبانو هم خورا پوه او خورا مهربانه دى او يوازې خداى پوهېږي،چې انسان څه ته اړتيا لري او کوم چار فرض او کوم چار مستحب دى او کوم حرام او کوم مکروه دى .

له دينه د تېښتې او دين د راتګ لاملونه[سمول]

دا درې آيتونه سترې زده کړې لري .که ګورو،چې خلک له دينه تښتي؛نو بايد په لاملونه پسې يې وګرځو :

١_ دين بې له خرافاتو او شخصي خوښو سم خلکوته وروپېژنو.

٢_ځينې د دين مبلغان او عالمان پخپله په دين عمل نه کوي.

٣_هغوى چې ځان د خداى استازي ګڼي، په خپله هر ډول قانون ماتوي.

پورتني آيتونه وايي: پېغمبره! خلکو ته ووايه : زما دنده خالصه او نږه بندګي ده .

د مثال په توګه : چې کله کوم مچ په اوبو کې پرېووځي؛نو خلک يې له څښلو ډډه کوي؛نو همداسې که چېرته په دين کې هم خرافات راګډ شول؛نو خلک ترې ډډه او تېښته کوي . خالص او نږه دين هغه دى،چې هيڅ ډول شخصي، قومي او حزبي خوښه پکې نه وي.

او کله هم له دينه دتېښتې لامل دادى،چې د دين مبلغان او عالمان خلکو ته مسئلې کوي او پخپله پرې حملې کوي؛نو په آيت کې خداى خپل استازي ته دنده ورکړې، چې خلکو ته ووايي: زه په دين کې په عمل کې مخکښ يم . ( اکون اول المسلمين )

او هغوى مخکښان وي،چې ميېن،رښتيني او سرښندويه وي او همدا کسان دي،چې کړاى شي د بشر لارښووونکي شي . په پاى کې وايي : پېغمبره ! خلکو ته ووايه: زه درسره توپير نه لرم،تبيعض نشته؛ان که ما هم تېروتنه وکړه؛نو د خداى پر عذاب به ککړ شم. ( انى اخاف ان عصيت عذاب يوم عظيم ) قانون د ټولو لپاره دى او د هيڅ چا تېښته ترې نشته.

زموږ دنده هم داده . موږ بايد دين له خرافاتو بېل وساتو. محمدي اسلام وپېژنو او پرې عمل وکړو او نورو ته يې ور وپېژنو، ددې خبرې هېرول نه دي په کار،چې د سوچه او نږه اسلام پېژندل يوازې د قرآن او د پېغمبر اکرم (ص) د اهلبيتو له لارې کېداى شي او د هغوى له لارې له عادلو او د ځاني غوښتنو څخه له پاکو فقهاوو تقليد وکړو.

موږ ته نه دي په کار ،چې په عمل کې نورو ته په تمه شو، ان که په کار وي،چې يوازې په خپله مټې بډ وهو .

له خدايه وېره بايد زموږ د کار محور او چورليد وي او هيڅ مقام بايد ځان بيمه و نه ګڼي؛لکه څنګه چې پېغمبراکرم وايي : (( ان که زه هم تېروتنه وکړم ؛نو د خداى پر قهر به ککړ شم . )) == د خداى شکر په څه کې دى ؟ ==

د خداى شکر کله په ژبه وي او کله په عمل . د مثال په توګه : د سترګو له امله عملي شکر دادى،چې د پاکوالي يې خيال وساتو او پر چټلو اوبو يې پرېنمنځو او بسيا رڼا ورورسوو، پر خپلو سترګو ګناه ونه کړو . مور و پلار ته په مينه کتنه، قرآن ، کعبې او دينې عالمانو او مشرانو ته په مينه کتل هم عبادت دى.

قرآن وايي : ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ . الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ(قريش ٣-٤)= نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ هماغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.

لمونځ تر ټولو ستر عملي شکر دى ، چې په ټولو اديانو کې و . رسول اکرم وايي : (( په هغه دين کې خير نه وي ، چې لمونځ پکې نه وي . ))

په رښتيا که لمونځ نه وي؛نو ښېګڼې به اغېز نه لري؛لکه څنګه چې که تار نه وي؛نو ستنه ګټه نه لري.

راشئ هر ورځ څو شېبې له خداى سره خبرې وکړو او د زړه خال ورته ووايو . په رښتيا آيا کله مو فکر کړى،چې له هر چا سره خبرې کوو؛خو له خداى سره د خبرو لپاره وخت نه لرو ؟ که موږ له خداى سره مينه لرو؛نو بايد لمونځ وکړو؛ځکه هر ميېن غواړي له خپل معشوق سره خبرې وکړي.

داچې ټولو يو شان وکړاى شي له خداى سره خبرې وکړي؛نو خداى ورته لارښوونه کړې،چې ټول مخ په قبله په يوه ژبه لمونځ وکړئ او دا لمونځ به هله زموږ د پرمختګ لامل شي ، چې د جومات په څېر په سپېڅلي ځاى او په وخت ترسره شي او که لمونځ نعمت وي؛نو له لمونځ سره له بېوزليو سره مرسته خو "نعمت الله خان" دى .

څوک چې لمونځ کوي؛نو له تر ټولوستر ځواکمن سره په اړيکه کې دى او هغه چې له خداى سره په اړيکه کې وي؛نو وېره يې له څه ده ؟

قرآن وايي: ( و استعينو بالصبر و الصلاة ) (بقره /٤٥)؛يعنې له صبر او لمونځ مرسته وغواړئ . د خداى استازي ته به چې کومه ستونزه راپېښه شوه ؛نو له لمانځه يې مرسته غوښته . لمونځ دومره ارزښت لري،چې په کربلا کې د عاشورا پر ورځ امام حسين د دښمن تر غشيو لاندې په خپل وخت لمونځ وکړ.

توحيد[سمول]

توحيد د خداى پر ايکي يووالي ګروهمنېدل دي،چې د ټولو انبياوو ړومبۍ خبره ده.

 توحيد؛يعنې د پيسې مقام او زور لمانځل نفې کول .
 توحيد؛يعنې د هغه پر ځاى د بل نه منل ؛يعنې هغه چې پنځولى يم ؛نو ولې د بل عبادت وکړم ؟! 

توحيد؛يعنې چارو ته الهي رنګ ورکول ،د هغه لپاره مينه او غوسه کول ،هر څه د هغه ګڼل او قانون ته يې غاړه ايښوول . هغه پنځولى يم او تر هر چا راسره ډېره مينه کوي.

توحيد؛يعنې مرګ او ژوند مې،حيا، عزت او خواري مې ، دنيا او آخرت مې يوازې د هغه دى . هغه ژر راضي کېږي او نور نه راضي کېږي،هغه ورکړه او بښنه کوي اونور غچ اخلي.

هغه ما د ما لپاره غواړي او خلک مې د ځان لپاره . هغه خالق او نور مخلوقات دي ، هغه عزيز او نور ذليلان دي، هغه تلپاتې او نور ورکېدونکي دي او هغه قوي او نور کمزوري دي .

يوازې د هغه اراده ده،چې خپل پېغمبر د غڼې په جال ساتي . يوازې د هغه اراده ده،چې د هستۍ نظام ته نظم ورکوي.

يوازې د هغه اراده ده،چې زه يم او که وغواړي؛نو ځان به هم هېرکړم. د په اراده يې وينم،لولم ،خورم ، پوهېږم او باور لرم.

د توحيد دليل هغه نظم دى،چې پر هستۍ واکمن دى.

د توحيد دليل هغه دى،چې د مادي څيزونو تر شړېدلو وروسته ټول زړونه هغه ته وراوړي .


د رسول الله مبارک د ويناوو بېلګه[سمول]

١_ د آدم اولاد،چې څومره زړېږي؛نو دوه ځانګړنې يې ځوانېږي : حرص او هيلې .

٢_زما د امت دوه ډلې که سمې شوې؛نو امت به مې سم شي که فاسد شول نو امت به مې هم فاسد شي : عالمان او چارواکي .

٣_تاسې ټول د يو بل څارونکي او ساتونکي ياست .

٤_ ناشونې ده،چې ګرد د مال په ورکړه له ځانه راضي کړو .

٥_ بېوزلي بلا ده،چې ترې بده جسمي رنځ دى،چې تردې خورا بده د زړه رنځ دى .

٦_مؤمن تل د حکمت په لټه کې دى .

٧_د پوهې له خپرېدو مخنيوى نشي کېداى .

٨_ د انسان زړه هغه بڼکې ته ورته دى،چې په بيديا کې د ونې پر ښاخ راځوړنده وي، چې بادونه يې تل رپوي .

٩_مسلمان هغه دى،چې مسلمانان يې له لاس او خولې خوندي وي .

١٠_د ښو چارو لارښوونه له کولو سره يې مساوي ده .

١١_ تر هر خپګان وروسته خوشحالي وي .

١٢_جنت د ميندو تر پښو لاندې دى .

١٣_پر ښځمنو له تېري له خدایه ووېرېږئ او څومره مو،چې له لاسه کېږي ورسره نېکي وکړئ .

١٤_پالونکى د ټولو يو دى،د ټولو پلار آدم او له خاورې دى؛خو په تاسې کې تر ټولو پر خداى هغه ګران دى،چې تقوا يې ډېره وي .

١٥_ځېل مه کوئ،چې لامل يې ناپوهي او پايله يې پښېماني ده .

١٦_بد انسان هغه دى،چې د خلکو تېروتنې نه بښي او تر هغه هم بد هغه دى،چې خلک يې له شره امان غواړي او نېکۍ ته يې هيلمن نه وي .

١٧_ مه غوسه کېږه او که شوې؛نو د خداى ځواک راياد کړه.

١٨_ که ستاينه دې وشوه؛نو ووايه : خدايه ! تر هغې مې غوره کړې، چې ګومان کېږي او هغه مې وبښې،چې ترې خبر نه دي او په هغه مې مه نيسه،چې وايي يې .

١٩_د غوړه مالوپر مخ خاورې وشيندئ .

٢٠_که خداى د چا خير وغواړي؛نو نفس يې ورته ناصح او لارښود وي.

٢١_سهار او ماښام له ځان سره د تېروتنو او ګناهونو حساب وکړئ .

٢٢_ "اماره نفس" مو تر ټولو ستر دښمن دى،چې په دواړو خواوو کې دې پروت دى .

٢٣_مېړنى هغه دى،چې پر خپل نفس بر لاس وي .

٢٤_پر خپل نفس بر لاسي شئ، چې پر ځان واکمن شئ .

٢٥_بختور هغه دى،چې خپلو نيمګړتياوو ته يې پام وي او د نورو له نيمګړتياوو سترګې پټوي .

٢٦_رښتينولي زړه ډاډمنوي او دروغ او شک خپګان څنډي .

٢٧_مؤمن ژر انډېوالېږي .

٢٨_د مؤمنانو مثال د غړي دى، چې که يو غړى نا ارمه او په رنځ کې وي؛نو ټول ورسره په رنځ او خپګان کې وي .

٢٩_خلک د ګومنځې د غاښونو په څېر مساوي دي .

٣٠_پر مسلمان او مسلمانې د علم زده کړه فرض ده .

٣١_ ناپوهي ستر فقر ، عقل ستره شتمني او تفکر ستر عبادت دى .

٣٢_مؤمنان د يو تعمير په څېر يو بل ساتي .

٣٣_له زوکړې تر مړينې په پوهې پسې شئ .

٣٤_علم زده کړئ،ان که په چين کې وي .

٣٥_د مؤمن شرافت د شپې په پاڅېدنه کې او عزت یې له نورو په بې اړۍ کې دى .

٣٦_پوهان د پوهې تږي دي .

٣٧_مينه به دې کوڼ او ړوند کړي .

٣٨_د خداى مرسته له ډلې سره وي .

٣٩_تقوا د زړه ټکور او د بدن هوساېنه ده .

٤٠_چاچې څلوېښت ورځې د خداى لپاره ژوند وکړ؛نو په ژبه او زړه به يې د حکمت چينې جاري شي .

٤١_په کور کې له کورنۍ سره پاتې کېدل په جومات کې تر عبادته پر خداى ګران دي .

٤٢_ تر ټولو ښه ملګرى مو هغه دى،چې نيمګړتياوې مو ووايي .

٤٣_پوهه مو وليکئ .

٤٤_ زړه چې سم نه وي؛نو ايمان به سم نه وي اوچې ژبه سمه نشي؛نو زړه به هم سم نشي .

٤٥_ د چا عقل مو،چې نه وي ازمېلى؛نو پر واقعي اسلام يې مه تېروځئ .

٤٦_ ښېګڼو ته د رسېدو لار عقل دى اوچې عقل نه لري؛نو دين هم نه لري .

٤٧_ د تباه کوونکي دښمن په پرتله،دين ته د ناپوهانو د ژبې تاوان ډېر دى .

٤٨_زما د امت هر هوښيار ته لاندې چارې پکار دي : پوهې ته غوږ،په ماغزو کې يې ساتل،خپرول او پرې عمل کول .

٤٩_مؤمن له يوه سوري دوه ځل نه چيچل کېږي .

٥٠_زه مې د خپل امت له بې تدبيرۍ وېرېږم؛ نه له فقره .

٥١_خداى ښکلى دی او ښکلا يې خوښه ده .

٥٢_ کسبګر پر خداى ګران دى .

٥٣_غوړه مالي د مؤمن چار نه دى .

٥٤_مېړنتوب په مټو نه؛بلکې مېړنى هغه دى،چې پخپله غوسه برلاسى وي .

٥٥_تر ټولو غوره هغه دى،چې نورو ته ډېر ګټه رسونکى دى .

٥٦_تر ټولو غوره کور هغه دى،چې پلارمړی- يتيم پکې په عزت ژوند کوي .

٥٧_ څومره خوند کوي د نېک انسان په لاس کې حلاله شتمني.

٥٨_تر مړينې وروسته د انسان لاس له ښو او د ثواب له چارو غوسېږي؛خو پر درې کارونو :تلپاتې خيرات، هغه پوهه،چې تل ګټه رسوونکې وي او هغه صالح اولاد، چې موروپلار ته دعا وکړي .

٥٩_د خداى عبادت کوونکي درې ډلې دي : يوه ډله د خداى له وېرې عبادت کوي،چې دا د مريانو عبادت دى . دويمه ډله د ثواب په تمه عبادت کوي، چې دا د مزدورانو عبادت دى او درېمه ډله له خداى سره د مينې په پار عبادت کوي، چې دا د ازادو عبادت دى .

٦٠_ د ايمان درې نښې دي :په تنګسه کې د بل لاس نيوى،د نورو د ګټې له امله له خپل حقه تېرېدل او زده کوونکي ته پوهه ورزده کول .

٦١_ په خوله مينه څرګندول مينه ډېروي .

٦٢_ درې څيزونه دین ورستوي :بدچارى فقيه، ظالم چارواکى او ناپوهه دينوال .

٦٣_وګړي له ملګرو يې وپېژنئ؛ځکه انسان له خپله هم خوى سره ملګرتوب کوي .

٦٤_پټه ګناه کول د ګناه کوونکي تاوان دى او ښکاره ګناه کول ټولنې ته تاوان رسوي .

٦٥_ د دنيا د چارو سمبالنې ته کوښښ وکړئ؛خو د اخرت چارو ته داسې کوښښ وکړئ؛لکه چې سبا تلونکي ياست .

٦٦_روزي د ځمکې په ژورو کې ولټوئ .

٦٧_ځان ستاېنه قدر کموي او تواضع د مقام لوړتيا ده .

٦٨_ خدايه ! د امت روزي مې په سپين ږيرتوب او د عمر په پاى کې ډېره کړې .

٦٩_ پر موروپلار د اولاد له حقوقو دادي : ښه نوم پرې کېږدي، ليک لوست ور زده کړي او چې بالغ شو؛نو واده ورته وکړي .

٧٠_د قدرت خاوند هغه پر خپله ګټه کاروي .

٧١_ ښه خوى د انسان د ښه کړنو په تله کې تر ټولو دروند څيز دى .

٧٢_د هوښيار درې څيزونو ته پام وي : د ژوند ښه والي ، د اخرت توښې او د حلالې روزۍ ګټو ته .

٧٣_بختور دى هغه چې ورنه زيات مال نورو ته بښي او له زياتو خبرو ځان ته ساتي .

٧٤_مرګ مو له هر نصيحت کوونکي مړه خوا کوي .

٧٥_ حکومت او رياست ته دا دومره حرص کول؛خو په پايله کې دا دومره رنځ او پېښماني!

٧٦_ تر ټولو بد انسان فاسد عالم دى .

٧٧_په هغه ځاى کې بلا ته په تمه شئ،چې بې عقله عزتمن وي او چارواکي بد چاري وي .

٧٨_وینا د انسان ښکلا ده .

٧٩_عبادت اوه ډوله دى او تر ټولو غوره يې د حلالو ترلاسه کول دي .

٨٠_لعنت دې پر هغه وي،چې خپل پېټى پر نورو ږدي .

٨١_ له خلکو د خداى د خوښۍ نښه د حکومت عدالت او د نرخونو ارزاني ده .

٨٢_هر قوم د هغه حکومت وړتيا لري،چې پرې واکمن دى .

٨٣_کنځل بې له دښمنۍ بله پايله نه لري .

٨٤_ خداى تر بوت لمانځنې وروسته له خلکو سره له شخړې ژغورلى يم .

٨٥_د نه سنجول شوي کار تاوان ډېر دى .

٨٦_هغه چې له خلکو سره له ګوزارې بې برخې وي؛نو له ټولو نېکيو بې برخې دى .

٨٧_له نورو څه مه غواړئ ان که د مسواک وړوکى لرګى وي

٨٨_خداى خوښ نه دى،چې خپل بنده په نورو بندګانو کې له ځانګړي امتياز سره وويني.

٨٩_د مؤمن تندى ورين او د منافق تريو دى .

٩٠_پاکوالى نيم ايمان دى .

٩١_يو بل ته د دوستۍ لاس ورکړئ،چې د زړه کينې مو پاکې شي .

٩٢_ مسلمان نه دى هغه چې د مسلمانانو د سمونې په فکر کې نه وي .

٩٣_ښه خوى د زړه کينه له منځه وړي .

٩٤_پام کوئ،چې له خلکو وېره مو د حق له ويلو ونه ژغوري .

٩٥_ په يوه کچه ژوند وکړئ،چې زړونه مو په يوه کچه شي او مينه په تلو راتلو ډېرېږي .

٩٦_هوښيار له نورو سره ډېره ګوزاره کوي .

٩٧_د مړينې پر مهال خلک وايي : څومره شتمني ترې پاتې ده او پرښتې وايي : څومره نېکي يې مخکې لېږلې ده؟

٩٨_ طلاق د خداى پر وړاندې داسې يو حلال چار دى،چې ډېر يې بد ايسي.

٩٩_ د خلکوسمونه تر ټولو غوره ښه چار دى .

١٠٠_ خدايه ! پوهه مې ځواک،پراخه سينه مې سينګار، تقوا مې مقام او روغتيا مې ښکلا کړې .

پورتني حديثونه د "تحف العقول" له کتابه اخستل شوي دي .


د شيطان په باب خبرې اترې[سمول]

  • پوښتنه : آيا شيطان شته؟

ځواب: د شيطان په شتون کې هيڅ اړنګ- شک نشته؛ځکه هم خداى يې د شتون په باب خبر راکړى او هم هر څوک چې خپل ژوند ته پام وکړي؛نو پوه به شي،چې شيطان ورته وسوسې وراچولي دي ‏او له دې لارې ‏کړای شي د شيطان پر شتون ځان پوه کړي؛يعنې چې کله غواړو په پوره ډاډمن زړه لمونځ وکړو؛خو نه يې شو کړاى؛نو دا په دې دليل دى،چې له موږ پرته يو بل مخالف هم شته،چې خداى ته مو‏ له پامه مخنيوى کوي .

  • پوښتنه: خداى ولې شيطان پېدا کړ؟

ځواب: شیطان هم د نورو موجوداتو؛لکه انسان، پرښتې او پېريانو په څېر يو موجود دی، چې د خداى پر عبادت بوخت و؛خو په يو الهي ازمېښت کې يې د خداى له فرمانه سرغړونه وکړه او د توکمپالۍ د حس له امله یې د خدای امر ته غاړه کېنښوه،ویې ویل : زه له اوره جوړ شوى یم او انسان له خاورې. د لویۍ ، تعصب او کينې له امله نه يوازې د خداى فرمان يې پلى نه کړ او د دې پر ځاى،چې توبه وکاږي او بښنه وغواړي؛نو پر خداى يې نيوکه هم وکړه. خبره دا ده، چې خداى هغه بد نه و پېدا کړى؛بلکې شيطان بدعمل و کړ او سره له دې،چې کړاى يې شول توبه وباسي؛خو له خدایه يې د خلکو د بې لارې کولو لپاره اوږد عمر وغوښت. خداى هم يا د هغه د پخوانيو عبادتونو د ثواب په پار او يا د انسان د ازمېښت په پار مهلت ورکړ او د شيطان د وسوسو پر وړاندې يې د پېغمبرانو په رالېږلو انسان سمبال کړ او د انسان د تېروتنو پر وړاندې یې د توبې ور پرانستى پريېښود.

  • پوښتنه: ايا شيطان او ابليس يو دی، که دوه بېل موجودات دي ؟!

ځواب : ابليس د هماغه موجود نوم دى،چې د خداى د فرمان پر وړاندې ‏ يې سروغړونه وکړه؛خو د شيطان ټکى هغه ته خاص او ځانګړى نه دى او بې له هغه نورو ته هم ويل کېږي . د ساري په ډول : په روايتونو کې زيان رسوونکيو موجوداتو ته او په قرآن کې ځينو انسانانو ته هم شيطان ويل شوى دى.

  • پوښتنه: د شيطان سياست څه دى؟

ځواب: په قرآن کې به مو د ((خطوات الشيطان)) ټکى ليدلى وي،چې دا ویی – کلمه‏ د ((خطوه)) جمع ده،چې د قدم په مانا ده . د شيطان سياست هم قدم په قدم پرمختګ دى، د ساري په ډول : لومړى انسان کتو ته رابولي او څيز ورته ښه ښکاره کوي، په بل قدم کې يې فکر ته ورننوځي او بل قدم د عمل قدم وي .

ډېرې ګناهګانې له ټوکو پيلېږي. ډېرې غلاګانې له ارزانه ‏توکیو ‏پيلېږي او غټو غلاګانو ته رسي.

حضرت علي د نهج البلاغې په يوه خطبه کې وايي: شيطان لومړۍ هګۍ اچوي ((فباض)) بيا چورګړي ترې راوځي ((وفرخ)) بيا ګرځي((ودب)) او وروسته د خلکو په لمنو کې وده کوي(( درج فى حجورهم)) تردې ځايه رسي، چې کتل او خبرې يې هم شيطاني کېږي .

  • قرآن او روايتونو د شيطان لومې راښوولي دي :

حرام رزق، شراب،جواري، ډنډورې، تفرقه، له نا اهله انډيوالانو سره ناسته که دا انډېال ګاونډى وي، ښووند- ښوونکی وي، زده کړیال وي که پېسمني – غرور او بېځايه هيلې. ښایي وویل شي : د شيطان د راننووتو تر ټولو ستر ورونه سترګې،غوږونه، ژبه او شهوت وي. يوه ننداره لیدل، يوه ډنډوره او يا باطله خبره اورېدل او يا د يو ټکي په ویلو او جنسي کاميابۍ ته رسېدل نورو ژورو او خطرناکو وسوسو ته لار پرانځي؛البته شيطان د سپي په څېر دى، چې د کور پر خاوند برید نه کوي. خداى ابليس ته وويل : (( إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ(حجر/۴۲)= ته مې پر مخلصو ( سوچه) بندګانو واک نشې کړای. )) ستا نفوذ يوازې پر پرديو دى؛لکه سپى، چې پر پرديو وردانګي.

  • پوښتنه: له دې دومره شیطاني وسوسو سره د بشر ګناه څه ده؟

ځواب : په قرآن کې وايو:

((وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(ابراهیم/۲۲) =[ او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسېږي، شيطان وايي :((په حقيقت كې خداى چې تاسې ته وعده دركړه (؛نو) وعده يې رښتيا وه او ما هم درسره وعده كړې وه؛خو بې لوزي مې درسره وكړه، پرتاسې مې څه واک نه و؛ خو دا چې را و مې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛نو ځكه پرما پړه مه اچوئ، خپل ځانونه پړه وګڼئ . نه زه ستاسې ستونزو ته رسېداى شم او نه تاسې زما ستونزو ته . تاسې چې تردې مخكې زه(د خداى په چاروكې ) شريك ګڼلم، ترې منكر يم )) په واقع کې ظالمانو ته دردناك عذاب دى! ))
  • پوښتنه: د شيطان د نفوذ لارې کومې دي؟

ځواب :

١ _ همداچې انسان له نورو سره د مرستې په فکر کې شي؛ نو شيطان يې له راتلونکې نشتمنۍ وېروي. (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ) (بقره/ ۲۶۸) 

٢ _ همداچې د دوو تنو ترمنځ مينه وويني،هغوى جوارۍ ته کېنوي او د ګټونکي او بېلونکي کينه پکې اچوي. (إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ) (مایده/۹۱)

٣ _ همداچې انسان د واده په فکر کې شي،ورته وايي چې اوس لا وختي دى.

٤ _ همداچې وغواړي پر خپل وخت لمونځ وکړي، درته وايي، چې صبر وکړه، کېنه ستړى يې،لا وخت شته.

٥_ همداچې د توبې په فکر کې شى ،وايي: په بوډا توب کې به یې وباسه .

٦ _ کله شيطان د نوم په بدلولو انسان پر ګناه ککړوي، په ديني چارو کې بې ځايه لګښت ته ديني شعائر وايي، په کور کې بې ځايه لګښت ته پتمني او پر دوستانو پيسې لګولو ته سخاوت وايي، له خداى ،معاد او مسئوليته غفلت کوي،عیاشۍ ته دمه وايي،د مال په راټولو کې حرص ته د ژوند جوړول، چل ول ته هوښيار توب، ټګۍ برګۍ ته تدبير، نفاق ته سياست، د سپېڅلتیاوو سپکاوي ته روڼ اندي،د ښه رواجونو له منځه وړوو ته تمدن او د ملي،اندیز او ګروهیز هويت له لاسه ورکولو ته له زمانې سره همرنګي وايي .

نو دا چې په قرآن کې لولو، شيطان به کارونه (په همدې عنوانو) انسانانو ته ښکلي انځوروي (وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ) (انعام/۴۳)؛ نو مفهوم يې همدا دى. په پاى کې وايي،چې انسان کړای شي ‏پر خداى د توکل له لارې،د خداى په يادولو،لمانځه،له متقي دوستانو سره د نژدېوالي، د فساد د نندارو او غونډو په لرېتوب او په تاريخ کې له غولېدونکيو په عبرت اخستو ځان د شيطان له لومو خلاص کړي او که پرګناه ککړ شو؛نو پر توبه، له خدايه په بښنې او د لمونځ په کولو دې ځان پاک کړي، قرآن وايي: ((إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ(هود/۱۱۴) نېکۍ،بدۍ له منځه وړي .))


د "بسم الله" انځور‏[سمول]

١ – "بسم الله" د الهي رنګ او د توحيدي لوري نښه ده.

٢ –"بسم الله" د توحيد نښه او پر ځاى یې بل نوم اخستل د کفر نښه ده او د هغه د نوم تر څنګ بل نوم اخستل د شرک نښه ده. ( نه يې د نوم تر څنګ او نه يې د نوم پر ځاى د بل چا نوم واخلئ) نه يوازې د خداى ذات؛بلکې نوم يې هم له هر ډول شريکباڼي پاک دى .

((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (الاعلی/۱) =د خپل لوړ پالونكي نوم وستايه.)) 

ان د حضرت محمد (صلی الله علیه و اله وسلم ) په نوم هم د کار پيل منع دى . (اثبات الهداة ۷/ ۴۸۲)

٣ – "بسم الله" د پایښت او پاینې رمز دى؛ځکه څه چې الهي رنګ و نه لري،له منځه تلونکى دى. (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ) (قصص/ ۸۸)

٤ – "بسم الله" له خداى سره د مينې او پرې د توکل نښه ده، هغه چې رحمن او رحيم دى،کار مو د هغه پر توکل پيلوو، چې د نوم يادول یې د رحمت نازلونکى دى .

٥ – "بسم الله" له لویۍ وتنه او خداى ته عاجزي ده.

٦ – "بسم الله" د بندګۍ او عبوديت لوړ ګام دى .

٧ – "بسم الله" د شيطان ځغلونکې او لرېکوونکى ده،له چا سره چې خداى و؛ نو شيطان پرې اغېز نه لري .

٨ – "بسم الله" د چارو د پياوړتيا او سپېڅلتيا لامل ده .

٩ – "بسم الله" د خداى يادول دي؛يعنې خدايه! ما نه يې هېر کړى .

١٠ –"بسم الله" مو د موخې او نيت بيانونکې ده؛يعنې خدايه! موخه مې ته يې؛نه خلک؛نه طاغوتان،ريا او ځاني غوښتنې .

١١ – امام رضا وايي : بسم الله؛يعنې د خداى د بندګۍ نښه پر ځان لګوم .( تفسیر نور الثقلین)

١٢ - د هر سورت په پيل کې د "بسم الله الرحمن الرحيم" راتلل په دې مانا دي،چې د دې سورت د منځپانګې ، سرچينه حق او رحمت دى .

١٣ – د کتاب په پیل کې د "بسم الله الرحمن الرحيم" د راتګ مانا داده،چې لارښوونه يوازې د هغه په مرسته پلي کېږي[کېداى شي ددې خبرې مانا دا وي،چې وايي : ټول قرآن د حمد په سورت کې او د حمد ټول سورت په "بسم الله" کې او ټوله "بسم الله" په "ب" کې راټوله شوې ده،چې د هستۍ پنځونه او ښیون -هدايت ټول د هغه په لاس کې دي؛لکه څنګه چې د آنحضرت(ص) رسالت هم د هغه په نامه پيل شو. (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ) .

١٤ – په "بسم الله" د خداى خبرې له خلکو سره او د خلکو خبرې له خداى سره پيلېږي .

١٥ - د ذات په څېر یې رحمت هم تلپاتې او ابدي دى. (الله الرحمن الرحيم)

١٦ – په بېلابېلو بڼو د الهي رحمت بيانول د هغه پر رحمت ټينګار دى ( د رحمن او رحيم بڼه) (الرحمن الرحيم)

١٧ – د کتاب په پيل کې "رحمن" او "رحيم" راوړل کېداى شي، په دې مانا وي،چې قرآن د الهي رحمت جوله–جلوه ‏ده؛ لکه څنګه چې خلقت او بعثت یې هم ‏د رحمت جوله ‏ده.

د عدالت د پېژندولار[سمول]

که څه هم د عدالت درلودل او داچې انسان له ګناه ډډه کوي؛نو دا ‏د‏ انسان دنننی چار دی؛خو ځينې نښې د خلکو په ژوند او عمل کې تر سترګو کېږي، چې کړاى شو د همدې لارې په انسان کې د عدالت پر شتوالي او نشتوالي ځان پوه کړو.په روايتونو کې داسې نښې ښوول شوي،چې ځينې يې کچې دي او که انسان يې ولري ؛نو ورته عادل ويلای شو.

امام صادق وپوښتل شو: عادل څوک دی؟ويې وويل:((عادل هغه دی،چې سترګې يې له نامحرم،ژبه يې له ګناه او لاسونه يې له تېري ‏ژغورلي وي .)) (بحارالانوار، ۷۵/ ۲۴۸) ‏

 پېغمبر اکرم (ص) عادل انسان داسې معرفي کوي : ((څوک چې پر خلکو په معاملو کې تېرې و نه کړي، دروغ و نه وايي، پر خپلو ژمنو ولاړ وي او هغه چې مړانه يې بشپړه او عدالت يې ښکاره وي .)) (بحارالانوار ۶۷/ ۱)
 امام صادق وپوښتل شو: د انسان عدالت بايد څرنګه  او له کوم ځایه وپېژنو؟ ويې وويل:((څوک چې حیا او پاکلمني ولري ،په خوړو،وينا او شهوت کې ځان پر ګناه ککړ نه کړي او له سترو ګناهونو؛ لکه زنا،ربا، شراب او د جګړې له تېښتې ډډه وکړي او يوازې د عذر په درلودو د جمع په لمانځه کې ګډون و نه کړي؛نو دا به عادل وي او د هغه په عيبونو پسې پلټنه او ورپسې غيبت کول پر خلکو حرام دي )) (استبصار،۳/ ۱۲) 

په روايت کې راغلي:((څوک چې پینځه وخته لمونځ په جمع کوي؛نو ‏په هکله یې خوشبينه وسئ او ‏ ګواهي یې ومنئ .)) ( وسایل شیعه، ۱۸/ ۲۹۱)

 که يو انسان د مسلمانانو غونډو او د جمع لمانځه ته راته او د ګناه او له فساد له ځايو يې ډډه کوله،ښايې همدا کار د نورو خلکو اعتماد ځان ته رامات کړي او خلک هم له دې لارې عادل انسان پېژندای شي او کوم عنوان،چې فقهاء په عدالت کې د حسن ظاهري په نوم يادوي کېداى شي مطلب يې هم دا وي . 

د امام حسين لمسى امام باقر د ښځو د عدالت په هکله وايي:((د کومې ښځې،چې ستر پرده جوړه وه او له درنې کورنۍ وه،له خپل مېړه سر و نه غړوي او له ناوړه کارونو او ځان له ناروا ښوونې ‏ډډه وکړي؛نو دا ښځه به عادله وي.)) ( اسبتصار ٣\١٣)

 په ځينو روايتو کې فاسق هغه ته ويل شوی،چې د ښکاره ناوړه ګناهو له امله يې دورې خوړلې وي او يا هم په خلکو کې په بدچارۍ مشهور وي.( وسايل شيعه ج١٨\٢٩٥) 
 دا چې يو تن عدالت ولري؛نو مانا‏ يې دا نه ده،چې ‏په ټول عمر کې به یې ګناه نه وي کړي؛ځکه دا ځانګړنه يوازې انبياء او د خداى معصوم اولياء  درلودای شي،دا چې په ښکاره موږ له يو انسانه ‏کومه ستره ګناه نه وينو؛نو دا بسيا ده.پاتې دې نشي، که څوک ځان عادل و نه ګڼي  او ان ‏دا ‏خلکو ته هم ووايي،چې زه عادل نه يم ؛خو که خلک هغه د عادل او متقي په توګه ‏وپېژني،کړای شي د جمع امام شي او خلک هم ورپسې اقتداء کړاى شي او که خلک ترې باید سر و نه غړوي .که د جمع تر لمانځه ‏وروسته څرګنده شي،چې د جمع امام عادل نه و ؛نو ورپسې شوى لمونځ صحيح دی او بېرته راګرځول يې لازم نه دي .


اداري سمونې[سمول]

( پر ٣٨س، امام علي (ک)،"مالک اشتر" د "مصر" والي وټاکه. دا ليک يې ورته وليکه او دا هغه وخت و،چې د "محمدم بن ابوبکر" رحمة الله عليها وضع پرېشانه شوې وه .دا يو اوږد ليک دى، چې د ټولو ليکنو ښکلا پکې رانغاړل شوې ده.)

د لوراند او لورين څښتن په نامه دا د خداى د بنده؛"علي اميرالمؤمنين" له لوري، "مالک اشتر د حارث زوى" ته فرمان دى،چې ژمنه ورسره لري. هغه د “مصر” چارواکى ټاکي؛نو ماليات به راغونډوي او له دښمنانو سره به يې جګړه کوي،د خلکو چارې به سموي او د “مصر” ښارونه به ابادوي.

٭(١) د ځان جوړونې اړتيا:

هغه امر کوي،چې له خدايه وډار شه او پر نورو چارو دې د خداى اطاعت ړومبى وګڼي او د خداى په کتاب کې دې له فرايضو او سننو لاروي وکړي، چې يوازې په همدې لارښوونو ژغورنه شوني ده او "بنيادم" هله بدمرغېږي،چې ترې منکر شي او ضايع يې کړي .

هغه ته امر کوي،چې په زړه،لاس او ژبې د خداى مرستندوى اوسي؛ځکه خداى د هغه بريا تضمينوي،چې ورسره يې لاسنيوى کړى وي او هغه ستر او درنوي،چې خداى يې ستر او عزتمن ګڼلى وي او هغه ته امر کوي،چې خپل نفس دې ايسار کړي،چې په هيلو پسې نه ځي او د سرغړاندۍ پر مهال دې يې کابو کړي؛ځکه:" نفس تل په بديو امر کوي؛خو دا چې خداى ولورېږي." نو مالکه ! پوه شه،زه تا داسې ښارونو ته لېږم،چې تر تا مخکې پرې عادل يا ظالم دولتونه تېر شوي ول او خلک ستا چارو ته داسې ويني؛لکه چې ته،تر ځان مخکې د چارواکيو چارو ته وينې او په اړه دې هغه وايي،چې ته يې د تېرو په اړه وايې او په واقع کې نېکان به د هغوى له نېکنامۍ وپېژنې،چې خداى يې نوم د خپلو بندګانو پر خوله اېښى دى؛نو بايد ښه کړه وړه دې غوره زېرمې وي؛ځاني غوښتنې دې کابو کړه او څه،چې حلال نه دي،ځان ترې وساته؛ځکه پر نفس کنجوسي کول دادي،چې څه يې ښه يا بد اېسي، په اړه يې د انصاف لار خپله کړې. ٭ ( ٢) د مشرۍ خوى (له خلکو سره د چلن دود) :

زړه دې له خلکو سره په لورنې راونغاړه او له ټولو سره دوست او مهربان اوسه؛هسې نه،چې داړن ځناور اوسې،چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ځکه خلک په دوه ډوله دي:

يو شمېر ستا ديني وروڼه دي او نور په پيدايښت کې ستا په څېر دي.که کومه ګناه کوي يا څه نا څه پړه کېږي،يا په لوى لاس يا تېر کې څه ګناه کوي؛نو و يې بښه او اساني ورسره کوه؛لکه څنګه چې دې ښه اېسي،خداى دې وبښي او اساني درسره وکړي.

په واقع کې ته پر ولس لوړ يې او مشر دې پر تا لوړ دى او خداى پر هغه لوړ دى،چې ته يې د “مصر” والي ټاکلى يې، چې د “مصر” د خلکو د چارو سمول يې ورسپارلي او په هغوى دې ازمېي.

له خداى سره جګړه مه کوه،چې له سزا يې ژغورل کېداى نشې او له لورنې او رحمته يې هم بې اړې کېداى نشې.که څوک دې وباښه؛نو په خپلې کړنې مه پښېمانېږه او که چا ته دې سزا ورکړه؛نو د سزا په ورکړه يې هم مه خوشحالېږه او پر هغه غوسه بيړه مه کوه،چې ځان ترې بچولاى شې او خلکو ته مه وايه،چې زه يې درباندې مشر کړى يم؛نو هرومرو مې خبره ومنئ،چې دا ډول ځان ګنل،زړه خرابوي،دين مړاوى کوي او نعمتونه زوالوي او که په خپل مقام او منصب مغرور شوې؛نو د "الله" د ملک عظمت او ستروالي ته وګوره، چې له تا لوړ او ستر دى،چې له غرور او کبره دې وژغوري او سرغړاندي دې راټيټوي او درنه تښتېدلى عقل دې بېرته راستنوي .

٭ (٣) له غرور او ځانمنۍ ډده کول :

ډډه وکړه، چې ځان د خداى په څېر ستر و نه ګڼې او يا ځان په دبدبه کې د هغه په څېر کړې؛ځکه خداى هر سرغړاندى خواروي او هر ځانمنى بې ارزښته کوي. له خداى، خلکو، نژدې خپلوانو او له خپل رعيته،چې دې څوک ښه اېسي،په انصاف ورسره چلېږه او که داسې دې و نه کړل؛نو تېرى به دې کړى وي او څوک چې د خداى پر بندګانو تېرى کوي، خداى به يې د خپلو بندګانو پر ځاى دښمن وي او د چا چې خداى دښمن شي؛نو دليل يې نه مني او تل ورسره په جګړه کې وي،څو له دې چلنه لاس واخلي او توبه وکاږي او د تېري په څېر بل څه د خداى لورنې نشي اړولاى او سزا يې نه رانژدې کوي او خداى د مظلومانو ښېراوې اوري او ظالمانو ته په څارنځاى کې دى .

٭ (٤) وګړپالي،حق پالني :

بايد تا ته غوره چارې؛په حق کې منځلاري،په عدالت کې د ټولو رانغاړل او د ولس خوشحالي وي؛ځکه د ولسي پرګنيو غوسه او ناخوښي د خپلوانو خوشحالي له منځه وړي او حال دا چې که ولس درنه خوشحال و؛نو د خواصو او خپلوانو ناخوښي ناڅېزه ګنل کېږي.

خواص او خپلوان پر چارواکي (او حکومت) دروند پېټى وي؛ ځکه که کومه پېښه وشي؛تر هر چا ډېر لږ مرستې ته يې وردانګي او ښه يې نه اېسي،چې په انصاف ورسره چلن وشي؛ دوى په ټينګه له چارواکي هر څه غواړي؛نو چې څه په لاس ورشي،تر ټولو ډېر لږ منندوى وي او که څه ور نه کړل شي؛نو عذر دې هم تر نورو ډېر په ځنډ مني،د ستونزو پر وړاندې ډېر لږ زغمناک دي،حال دا چې ولسي پرګنۍ د دين ټينګې ستنې،د مسلمينو ځوږمنى ټولنې او د دښمن پر وړاندې دفاعي زېرمې دي؛نو ځکه بايد همدوى ته دې ډېر پام وي.

٭ (٥) د راز ساتنه :

له رعيته دې هغه له ځانه لرې کړه او دښمن يې وګڼه،چې د نورو په نيمګړتياوو او عيبونو پسې ګرځي؛ځکه خلک عيبونه لري او د امت مشر تر ټولو وړ دى،چې بايد پټ يې کړي او د خلکو هغه نيمګړتياوې مه راسپړه،چې له نظره دې پټې وي؛ځکه ستا مسؤوليت دادى،چې درته رابرسېره شوې نيمګړتياوې سمې کړې او له تا خو د پټو څيزونو قضاوت، له خداى سره دى؛نو چې له وسې دې کېږي،د نورو نېمګړتياوې پټوه،چې خداى ستا پر هغو نيمګړتياوو پرده واچوي،چې غواړې له خلکو پټې پاتې شي.

په خلکو کې د هر ډول کينې غوټه پرانېزه او له زړونو يې ورته وباسه او د هر ډول دښمنۍ جرړه راونړوه او پر هغو څيزونو ځان ناګاره کړه،چې درنه پټ کړاى شوي دي. د "خبر لوڅ" مه منه؛ځکه خاين دى،که څه هم د ناصح په جامو کې راڅرګند شي.

٭ (٦) د مشورې مقام :

له بخيلانو سره مشوره مه کوه؛ ځکه له ورکړې دې منع کوي او له تنګلاسۍ دې ډاروي.

له ډارن سره مشوره مه کوه؛ځکه د چارو په تر سره کولو کې دې روحيه سستوي.
له حريص سره مشوره مه کوه؛ځکه حرص او تمه درته ښکلې برېښوي؛په واقع کې "کنجوسي"،"ډار" او "حرص"،ډول ډول غرېزي دي،چې جرړې يې پر خداى له بدګومانۍ راولاړېږي .
هغوى دې ډېر ناوړه وزيران دي،چې تر تا مخکې بدچاري وزيران ول او د هغوى په ګناهونو کې برخوال وو؛نو هسې نه، چې دغسې وګړي دې د راز په کړۍ کې وي؛ځکه هغوى د ګناهکارانو مرستندويان او د ظالمانو لاسنيوونکي ول. ته بايد له هغوى غوره ځايناستي ولرې،چې فکري ځواک يې د هغوى په څېر وي؛خو ګناهونه او ناوړه کړنې يې و نه لري .
هغوى،چې له ظالم سره يې په ظلم کې لاسنيوى نه دى کړى او له ګناهکار سره يې په کومه ګناه کې مرسته نه ده کړې؛نو د دې ډول وګړيو لګښت درته ډېر لږ،ملګرتوب يې غوره او لورنه يې ډېره ده او بې له تا له نورو سره دوستي يې هم لږه ده. هغوى په خپلو ځانګړو وګړيو،نژدې دوستانو او رازوالو کې ونيسه،بيا په دوى کې هغوى غوره کړه،چې د حق په ويلو کې خورا "خوله ور" وي او په هغو څيزونو کې ستا مرستندوى نه وي،چې خداى پاک يې خپلو دوستانو ته نه خوښوي،که څه هم دا خبرې او چارې ستا خوښېږي که نه.

٭ (٧)د مشرانو د ټولنيزو اړيکو اصول :

چې کړاى شې له پرهېزګارانو او رښتينو سره يو ځاى شه او داسې يې وروزه،چې ډېر دې و نه ستايي او ناوړه چارو ته دې راو نه هڅوي،چې نه دې وي کړي،چې بې کچې ستاېنه ځانمني رامنځ ته کوي او بنيادم سرغړاندۍ ته اړ باسي.

او نه ښايي،چې نيکچارى او بدچارى درته يو برابر وي؛ ځکه په دا ډول دريځ نېکانو ته په نېکيو کې څه لېوالتيا نه پاتې کېږي؛خو بدچاري بدو چارو ته راهڅېږي؛نو هر يو ته يې د کړنو له مخې بدله ورکړه.

مالکه ! پوه شه،والي چې د خپل ولس اعتماد خپلوي؛نو ښه دې ورسره وکړي،ماليات دې ورباندې سپک کړي او په زور دې ورباندې هغه چارې نه کوي،چې نه يې خوښېږي؛نو په دې لار کې دومره هڅه وکړه،چې د ولس درباندې ښه ګومان راشي،چې دا چلن له تا اوږده رنځونه لرې کوي؛نو له چا سره دې،چې احسان کړى،ورته خوشبين اوسه او ښه ګومانه پرې لره او له چا سره دې،چې ناوړه چلن کړى،بدګومانه پرې اوسه او ورته خوشبينېږه مه .

هغه غوره دودونه مه ماتوه،چې د دې امت مشران پرې تللي او د اسلام ملت ورسره اغږل او د ولس خوى او دود شوى دى او داسې دودونه مه رامنځ ته کوه،چې تېرو ښو دودونو ته زيان  واړوي،چې ثواب د ښه دود رامنځ ته کوونکي ته پاتې شي او ته ګناهکار شې،چې له منځه دې يووړ.

له پوهانو او حکيمانو سره خبرې اترې او ويينې کوه،چې د هېواد د ابادۍ او د ښارونو د سمونې او د نظم و قانون د پلي کېدو لامل دى،چې په تېرو زمانو کې هم و.

٭ (٨) د بېلابېلو ټولنيزو پاټکيو پېژندل:

مالکه ! پوه شه،په خلکو کې بېلابېلې ډلې دي، چې چارې يې يو له بل سره په همغږۍ سمېږي او هره بلې ته اړه ده . ډلې دا دي:

د خداى پوځ،عام او خاص ليکوال، قاضيان،د عدالت او ټولنيز نظم پلي کوونکي، جزيه ورکوونکي،د مالياتو ورکوونکي، سوداګر، صنعتګران، کسبګران او همدا راز د ټولنې اړين او بېوزلي. چې هر يو ته خداى برخه ټاکلې او کچه يې په قرآن او نبوي سنتو کې ښوولې ده،چې دا د خداى له لوري يوه لارښوونه ده،چې ساتنه يې را تر غاړې ده.

پوځيان د خداى په حکم د ولس ټينګه کلا او د چارواکيو ښکلا او وقار،د دين دبدبه او د امنيت لارې چارې دي،بې له "اردو" د ولس چارې نه سمېږي او "اردو" هم د ولس په مالياتو پاېښت موندلى او له دښمن سره د جهاد لپاره پياوړېداى او خپلې اړتياوې پوره کولاى شي(٥).

بيا اردو او خلک بې له درېمې ډلې پاېښت نه شي موندلاى، چې هغه قاضيان،د دولت مامورين او حکومتي ليکوالان دي، چې د مسلمانانو په ګټه تړونونه او معاملې برابروي او په عمومي او خصوصي چارو کې د ډاډ وړ دي او يادې شوې ډلې بې له سوداګرو او د صنايع د خاوندانو دوام نشي موندلاى؛ځکه دوى د ژوند اړين وزلي چمتو کوي او بازارونو ته يې راوړاندې کوي او ډېر وسايل په لاس جوړوي، چې د نورو له وسې وتلى چار دى.

د ټولنې د بېوزلې طبقې لاسنيوى دې وشي.د ټولنې هرې ډلې ته د خداى پر وړاندې يوه پراخي ده او هره ډله پر "والي" حق لري،چې چارې يې ور سمې کړي او "والي" به هله دا حق پوره کړاى شي،چې خورا هڅې وکړي او له خدايه مرسته وغواړي او په ټولو چارو کې؛که سختې وي يا اسانې،زغمناک اوسي.

٭ لومړى د پوځيانو انځور:

هغه د پوځ بولندوى وټاکه،چې دغه ځانګړنې ولري:

چې خداى،استازي يې او ستا مشر ته ډېر نېک خوا وي، ډېر پاکلمنى او خورا زغمناک وي او ډېر لږ غوسه کېږي او چې څوک ترې د خپلې نيمګړتيا په باب بښنه وغواړي؛نو عذر يې ومني،پر بېوسيو يې ولورېږي او له زورورو سره په زور وچلېږي،توندي يې تېري ته را نه کاږي او نرمي يې له حرکته نشي منع کولاى.

بيا نو په خلکو کې له هغو سره نژدې اړيکې ټينګې کړه،چې حسب ولري او نېکنومى وي،له صالحو کورنيو ځېنې وي او ښه مخينه ولري او همداراز اړيکې دې له تورزنو، زړورو، سخيانو، ځوانمردو او پتمنو سره مضبوطې کړه؛ځکه دوى د کرم،احسان او نېکيو ټولګې دي.

بيا نو پر چارو يې داسې لګيا شه؛لکه مورو پلار،چې د خپل اولاد پر چارو بوخت وي او که کوم چار دې د هغوى د پياوړتيا لامل شو؛نو نه ښايي په نظر دې ستر وبرېښي او همدا راز نه ښايي له هغوى سره ډېر لږ احسان دې هم په پام کې لږ معلوم شي؛ځکه ستا لورنه او احسان د دې لاملېږي، چې خپل نصحيت درنه ونه سپموي او ښه ګومان درباندې وکړي او نه ښايي په دې پلمه،چې په لويو چارو بوخت يې،له کوچنيو چارو غافل شې؛ځکه کوچنى پېرزوينې خپل ځاى لري،چې ترې برخمنېږي او لويو چارو ته پاملرنه هم خپل ځاى لري،چې بې اړې به ترې نه وي.

ډېر غوره بولندوى به دې هغه وي،چې تر ټولو زيات له خپلو پوځيانو سره مرسته وکړي او ښه مالي امکانات ورکړي،ان چې په خپله او هم کورنيو ته يې بسيا وي او پوره پرې ارام وي او خپل ټول پام يې له دښمن سره جهاد ته وي.

په واقع کې پر سرتېرو پېرزوينه،زړونه يې ستا لوري ته راکاږي او بايد،چې د واليانو غوره خوشحالي دا وي،چې په ښارونو کې "عدالت" راولي او د ولس د وګړيو ترمنځ دوستي ټينګه کړي او دا دوستي هله رامنځ ته کېږي،چې زړونه يې پاک شي او خيرخواهي يې هله سمه وي،چې په چارو کې په خپله خوښه پر واليانو راټول وي او د دولت پېټى پر ځان دروند و نه ګڼي او له اوږدې چارواکۍ يې ستړي نه وي؛نو د پوځيانو هيلې پوره کړه او تل يې ستايه او مهمې چارې يې يادوه؛ځکه دا چار په زړه ورو کې د اتلولۍ د روحيي د ټينګېدو لامل ګرځي او ډاران هڅوي،چې په ځان کې ادلون بدلون راولي . انشاءالله.

او په سمې ارزونې د هر يو کړنې وپېژنه او د هر چا خدمت ارزښتمن وګڼه او همداراز د چا کړنې د بل په نامه مه يادوه او د چا ناميتوب دې ددې لامل نشي،چې کوچنى چار يې ستر وګڼې او د بې نومه ستر چار ناڅيزه وبولې.

او که په چارو کې له ستونزو او شبهو سره مخ شوې؛ نو خداى او استازي ته يې مخ واړوه؛ځکه خداى هغو خلکو ته، چې له لارښوونې سره يې مينه لري،وايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩)= مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [=د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه چاره كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره ) خداى او رسول ته مخه وكړئ كه ( په رښتيا) پر خداى او د آخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) تاسې ته غوره دى،عاقبت او پاى يې هم ډېره ښه ده.

نو خداى ته مخ اړول؛يعنې پر قرآن عمل کول او استازي ته يې مخ اړول؛يعنې پر سنتو يې عمل کول،چې يوالى راولي او د بې اتفاقۍ او خپرېدو مخه نيسي.

دويم: د قاضيانو انځور :

بيا په خلکو کې د قضاوت لپاره له ولسه داسې څوک وټاکه،چې په نزد دې تر ټولو غوره وي او دغه ځانګړنې ولري:

له ډېرو ورتلو ستړى نشي،د مخالفينو خپلمنځي شخړې يې غوسه نه کړي،پر خپلو تېروتنو ټينګ ولاړ نه وي او چې پوه شو؛نو د حق منل ورته ستونزمن نه وي.
له زړه نه د تمې جرړه راوباسي او پر مطلب د پوهېدو لپاره په لږې څېړنې بسيا نه کوي او په شبهاتو کې تر ټولو ډېر احتياط کوي او ډډه يې پر دليل وي او د "دعواوالو" له پر له پسې راتلو ستړى نشي،د حقيقت په راڅرګندېدو کې خورا زغمناک وي او تر راڅرګندېدو وروسته يې غوڅ نظر ورکړي،چې شخړه پاى ته ورسوي. د چا غوړه مالي او ستاېنې يې ونه غولوي او داسې وګړي ډېر لږ دي.

د قاضي تر ټاکنې وروسته،په قضاوتونو کې يې ښه غور وکړه.دومره ورکړه،چې اړتياوې يې لرې شي،چې خلکو ته اړين نه وي او د مقام يې دومره درناوى وکړه،چې ستا نژدې کسان يې په اړه تمه و نه کړي او له دسيسو يې ستا پر وړاندې خوندي وي. کومې لارښوونې مې،چې درته وکړې، په اړه يې ښه ځير شه،چې په واقعيت کې دا دين د بدچارو په منګولو کې پرېوتى او د دين په نوم پر ځاني غوښتنو بوخت دي او خپله دنيا پرې جوړوي.

٭ درېم: د دولتي مامورينو انځور :

بيا د خپلو مامورينو چارو ته ځير شه او تر ازمېښت وروسته يې پر چارو وګوماره،نه د شخصي دوستۍ له مخې او له نورو سره يې بې له مشورې پر چارو مه ګوماره؛ځکه په خپله رايه کار کول او له نورو مشوره نه غوښتل،يو ډول ظلم او خيانت دى.

دولـتي مامـــــورين له باتــــجربه،حيـــــاناکو، پرهېـــــــزګارو او سپېڅليو کورنيو وټاکه،چې په اسلام کې ځلانده مخينه لري؛ځکه دوى د ښو خويونو خاوندان او پتمن دي؛تمه يې لږه او د چارو عواقبو او پايلو ته يې ښه پام وي.

بيا پرېمانه روزي ورکړه؛ځکه په په پوره او بسيا معاش ځان ښه سمولاى شي او "بيت المال" ته لاس نه غځوي او همداراز پرې غاړه خلاصول وي،که ستا حکم يې و نه مانه يا ستا په امانت کې يې خيانت وکړ؛ورپسې د مامورينو چلن څاره او رښتين او باوفا ځري پرې وګوماره؛ځکه پټه څارنه او پلټنه يې امانتوالۍ او له ولس سره ښه چلن ته اړ باسي او خپل نژدې همکاران دې سخت څاره او که يو يې خيانت وکړ او ځرو دې هم تاييد کړ؛نو په همدومره ګواهۍ قناعت وکړه او په کوړه يې ووهه،شتمني ترې واخله،خوار او سپک يې کړه او د بدنامۍ ټاپه پرې ولګوه.

٭ څلورم: د ماليې د ورکوونکيو انځور :

مالياتي چارې داسې تنظيم کړه،چې د ماليې د ورکوونکيو په صلاح او خوښه وي؛ځکه د مالياتو او ورکوونکيو د چارو سمونه، د ټولنې د نورو قشرونو د سمونې لامل دى او چې د مالياتو د ورکوونکيو چارې سمې نشي؛نو د نورو چارې به هم سمې نشي؛ځکه ټول خلک د ماليې او مالياتو ورکوونکيو روزيخواره دي؛خو بايد د ماليې تر راټولو ډېر د د ځمکې د آبادولو په هڅه کې اوسې؛ځکه ماليه يوازې په ابادۍ تر لاسه کېداى شي او څوک چې د کرنې له پراختيا ماليه راټولوي؛نو ښارونه ويجاړوي او د خداى بندګان پوپنا او ورکوي او واکمني به يې ډېره لږه وي.

او که خلکو د آفتونو،وچکالۍ،د کاريزونو او چينو د وچوالي،اورښت او په نېرونو د ځمکې د ويجاړېدو له امله شکايت درلود؛نو سپک ماليات ترې واخله،چې چارې يې سمې شي او د مالياتو سپکول دې تا په تشويش کې نه کړي؛ځکه دا يوه زېرمه ده،چې ستا د ښارونو په آبادۍ او د حکومت په دبدبه کې ونډه لري او ولس به دې وستايي او ته به په خلکو کې د عدالت له خپراوي خوشحاله شې او پر ځواک به يې ډډه ووهې او څه چې دې ورته زېرمه کړي او وربښلي او په خلکو کې د عدالت خپراوى او له ولس سره پېزوينه به د دې لامل شي،چې پرې ډاډمن شې؛نو که په راتلونکې کې کوم چار رامخې ته شي او ورترغاړې يې کړې، په خوشحالۍ به يې ومني؛ځکه ابادي د خلکو زغم زياتوي.

په واقع کې د ځمکې خرابى د بزګرانو د تنګلاسۍ له وجهې وي او د دوى تنګلاسي په شتمنيو کې د چارواکيو د لوټ له امله وي،چې د حکومت په راتلونکي يې ډاډمن نه وي او د تېرو له تاريخه پند نه اخلي.

٭ پينځم: د ليکوالو او منشيانو انځورنه :

بيا د ليکوالو او منشيانو د چارو په اړه ښه غور وکړه او چارې دې د هغوى غورو ته وسپاره او محرمانه ليکونه،چې سياستونه او رازونه رانغاړي،هغوى ته ځانګړي کړه،چې تر نورو ليکوالو ډېر صالح وي. هغوى چې ستا درناوى او عزت يې مست نه کړي، چې د نورو په مخ کې درنه سرغړاوى وکړي او تا ته د مامورينو د ليکونو په رسولو يا هغوى ته ستا په ځوابولو کې ناغېړي و نه کړي او له هغوى،چې څه درته غواړي يا ستا له لوري ورسپارل کېږي،هېر يې نه کړي او د تړونو په تنظېمولو کې سستي و نه کړي او ستا په زيان تړون ماتولو کې کوتاهي و نه کړي او خپل قدر وپېژني.

په حقيقت کې څوک،چې د ځان په قدر و نه پوهېږي،د نورو په قدر خو به بيخي و نه پوهېږي.

هسې نه،چې د ليکوالو او منشيانو په ټاکنه کې پر خپل شخصي ډاډ،خوش باورۍ او ځيرکۍ ډډه ووهې؛ځکه ځيرک وګړي،ځان داسې ښيي،چې د چارواکي پام ځان ته راواړوي، چې ددې "برسېرنې ښوونې" تر شا نه خير خواهي شته او نه امانتوالي؛خو هغوى وازمېيه،چې تېرو ښو چارواکېو ته يې خدمتونه کړي دي.

پر هغو کاتبانو او ليکوالو ډاډه اوسه،چې پر ولس يې ښه اغېز پرېوتى وي او په امانتوالۍ کې تر ټولو مشهور وي،چې دغسې سمه ټاکنه دا ښيي،چې خداى او ولس ته خيرخواه يې.

هر يو کار ته دې رئيس وټاکه،چې له لاسه يې پوره وي او د کار زياتوالى يې ستړى نه کړي او پوه شه،که د ليکوالو او منشيانو په چارو کې نېمګړتيا وي او ته ترې ناخبره وې؛نو زيان به يې تا هم راونغاړي.

٭ شپږم د سوداګرو او کسبګرو انځور :

بيا سپارښتنه مې د سوداګرو او د صنايعو د خاوندانو په اړه ومنه او د نېکۍ سپارښتنه ورته وکړه،که دوى په ښارونو کې اوسېږي يا هغوى چې په خپلې پانګې تل يوې او بلې خوا ته په سفر کې وي او د لاس په تڼاکو ژوند کوي؛ځکه دا ډله د ګټو سرچينې او د سوکالۍ د اسبابو رامنځ ته کوونکي دي، چې له لرې ځايو، دښتو، سمندرونو، غرونو او له هغو سختو سيمو يې راوړي،چې خلک پکې نه اوسېږي او ورته د ورتلو جرائت نه لري .

سوداګر آرام خلک دي،چې له فتنې،شر او فساده يې څه ډار نشته،سوله من دي او پخلاينه غواړي او فتنې نه راولاړوي؛ نو په چارو کې  يې غور وکړه ! که درسره په ښار کې اوسېږي يا په نورو ښارونو کې.
په دې هم پوه شه، چې په سوداګرو کې داسې هم شته،چې تنګ نظري،بدچاري،کنجوس او محتکرين دي او پخپله خوښه پر خپلو مالونه بيه ږدي،چې په دې چار خلکو ته زيان رسوي او واليانو ته هم ستر عيب ګڼل کېږي؛نو دکاليو د احتکار مخه ونيسه،چې رسول اکرم صلى الله عليه وآله وسلم يې هم مخه نيوه .
بايد په اسلامي ټولنه کې راکړه ورکړه،اسانه او د عدالت له مخې وي؛په داسې نرخونو،چې پلوروونکى او پېرونکى زيان و نه مومي.
څوک چې ستا تر منع وروسته احتکار وکړي؛نو سزا ورکړه، چې نورو ته عبرت شي؛خو په سزا کې له پولې مه اوړه.

٭ اوم: د بېوزليو او کمزوريو کړاى شويو انځور:

بيا له خدايه د بېوزليو،اړمنو،مسکينانو او کمزوريو کړاى شويو په اړه وډار شئ. په دوى کې ځينې ګدايي کوي او ځينې سره له دې،چې اړين دي؛خو چا ته لاس نه اوږدوي؛نو د خداى لپاره د هغه حق پاسوال ا وسه،چې خداى ورته ټاکلى دى .

د هر ښار بېوزليو ته د بيت المال يوه برخه او د اسلام د غنيمتي ځمکو له غلو يوه برخه ځانګړې کړه؛ځکه ډېر لرې او ډېر نژدې په برخه کې مساوي دي او ته مسوول يې،چې دا حق پر ځاى کړې .

هسې نه،چې د واکمنۍ مستي دې ترې غافل کړي؛ځکه دا پلمه به دې بيخي و نه منل شي،چې د ډېرو او مهمو چارو بوختيا درنه کوچنۍ چارې شا ته کړي .

تل يې په فکر کې اوسه او مخ ترې مه اړوه،په تېره بيا د هغو چارو ته پاملرنه لره،چې نور ورته ټيټ ګوري او بيخي لږ يې لاس در رسي.

دوى ته خپل يو ډاډمن؛له خدايه ډارن او عاجز تن وټاکه،چې په اړه يې څېړنې کوي او له مسايلو دې يې خبروي.بيا د ستونزو په هواري کې يې داسې عمل کوه،چې د خداى پر وړاندې مسئوول نه يې؛ځکه دا ډله په ولس کې تر نورو ډېره عدالت ته اړينه ده او حق يې داسې پوره کړه،چې خداى ته پړ نه يې .

تل د "کوچنيوپلارمړيو" او بوډاګانو خيال ساته، چې بېوزلي وي او چاته لاس نه غځوي او دا پر چارواکيو دروند مسووليت دى،که څه هم د حق پوره کول يې دروند چار دى؛ خو خداى يې آخرتپالو ته اسانوي،چې زغم کاږي او د خداى پر وعدو ډاډمن دي.
د وخت يوه برخه دې هغوى ته ځانګړې کړه،چې درته اړين دي، چې پخپله يې چارو ته ځان ورسوې او په عمومي غونډو کې ورسره کېنه او د هغه خداى پر وړاندې عاجز اوسه،چې ته يې پيدا کړى يې او ساتندويان دې يوې خوا ته کړه،چې بې تشويشه  درته خپلې خبرې وکړي .

ما څو ځل له رسول اکرمه اورېدلي چې: " هغه ملت به ونه ژغورل شي،چې بې له کوم تشويش او پلمې د بېوسيو حق له زورورو وانخلي."

نو په حوصله او زغم يې ځيږې خبرې واوره، سينه تنګي او ځانمني يوې خوا ته کړه،چې خداى درباندې د پېرزوېنې ورونه پرانځي او د اطاعت بدله دې درکړي او که څه خلکو ته ورکوې؛نو داسې يې ورکوه،چې ګڼې خوند درکوي او که څه ترې ايساروي؛نو بايد منع دې له مهربانۍ او بښنې سره مل وي.

٭ نهم: د مشرۍ ځانګړي خويونه :

ځينې چارې داسې وي،چې بايد پخپله يې وکړې؛لکه دولتي مامورينو ته هغه ځواب ورکول،چې ستا منشيان ( يا دفتر) يې ځوابولاى نشي او بل د خلکو هغه اړتياوې،چې پر هماغه ورځ درته وړاندې کېږي او ستا مرستيالان يې له لرې کولو بېوسي وي،د هرې ورځې چار پر هماغه ورځ وکړه؛ځکه هره ورځ ځانته ځانګړى چار لري . ښه وختونه او د شپې او ورځې غوره ساعتونه دې خداى ته وټاکه،که څه هم هر وخت ستا کار د خداى لپاره دى،که نيت دې سم او د ولس په سوکالۍ کې وي.هغه چارې،چې په خداى پورې ځانګړې وي او بايد په اخلاص يې وکړې،د هغو فرايضو کول دي،چې يوازې په پالونکي پورې ځانګړې وي؛نو د شپې او ورځې په يوه برخه کې ځان د خداى نمانځنې ته ځانګړى کړه او څه چې تا خداى ته نژدې کوي،بې نېمګړتيا او پوره يې ترسره کړه،که څه هم بدن دې ستړى شي.

لمونځ په جماعت کوه؛مه يې دومره اوږدوه،چې خلک درنه خپاره واره شي او مه يې دومره په بيړه کوه،چې پوپنا يې کړې؛ځکه په جماعت کې درسره ناروغان يا اړين شته، چې بايد خيال يې وساتې.
زه،چې رسول اکرم "يمن" ته استولم؛و مې پوښتل:له خلکو سره څرنګه لمونځ وکړم؟ راته يې وويل: "د بېوسيو د وسې هومره لمونځ وکړه او پر مؤمنانو لورين اوسه."
کله  هم ځان له خلکو ډېر مه پټوه،چې د مشرانو پټېدل د دې لاملېږي،چې د ټولنې له چارو لږ خبر شي او د نامهربانۍ او سخت زړۍ بېلګه يې هم ده او که "والي" له خلکو پټ شي؛نو څرنګه کړاى شي د ولس له رنځونو خبر شي؛نو په دې بڼه کې د خلکو له نظره ډېرې سترې چارې،وړې او وړې،سترې برېښي،ښکلا بدرنګي او  بدرنګي ښکلا  ښکاري او حق او باطل سره ګډېږي او باطل د حق جامې اغوندي؛ځکه "والي" انسان دى او نشي کړاى له هغو چارو خبر شي،چې ولس يې ترې پټوي او حق ته هم کومه نښه نه وي،چې پرې رښتيا له دروغو وپېژندل شي او ته په هر حال يو له دې دوو تنو ځنې يې : 
(الف) ځان دې د حق په لار کې ځان تېرېدنې ته چمتو کړى، چې په دې توګه د "حق  د خاوند" له ورکړې او يا د ښه چار له کولو څخه نه ډارېږي؛ نو ولې پټېږې.

(ب) داسې سړى يې،چې د چا هيله او اړتيا نه پوره کوې،چې په دې بڼه کې به خلک له تا څه نه غواړي او ستا له مرستې به نهيلي شي،سره له دې،چې د خلکو ډېرى اړتياوې درته کومه سختي نه راپېښوي؛ځکه څه هم،چې درنه غواړي؛يا له تېري شکايت دى،چې عدالت دى او يا په راکړه ورکړه کې انصاف غواړي . ٭لسم - له خپلوانو سره د مشر خويونه :

په واقع کې،چارواکي خپلوان او نژدې کسان لري،چې ځانمني او لوټمار دي او په راکړه ورکړه کې انصاف نه لري. ددې ځانګړنو د لاملونه ريښه يې پرې کړه،چې د تېري جرړه يې راونړول شي؛شاوخوا او خپلوانو ته دې بېخي ځمکه مه ورکوه او داسې ورسره چلېږه،چې په ګټه يې د خلکو په زيان تړون لاسليک نشي؛لکه د پټيو اوبخور،يا ګډه کرنه،چې لګښت يې د نورو تر غاړې کړې،چې په دې توګه ګټه او خوند به يې د هغوى وي او ننګ به يې په دنيا او آخرت کې ستا پر غاړه وي .

حق،خپل حقوال ته ورکړه،که خپل وي يا پردى او په دې چار کې زغمناک اوسه،چې خداى به دې د زغم اجر درکړي.

که څه هم د حق پوره کول خپلوانو ته دې ستونزې راپيدا کوي او زغمل يې درباندې درانه پرېوځي؛خو د قيامت پر ياد يې وزغمه،چې دا غوره پايله او عاقبت دى.

او که کله ولس درباندې بدګومانه شو؛په ډاګه ترې بښنه وغواړه او په دې کار يې له بدګومانۍ وژغوره،چې دا به دې د ځان سپېڅلتيا او له ولس سره لورنه وي او بښنه غوښتل ددې لاملېږي،چې خپلې موخې ته ورسې او هغوى به حق ته اړ باسې او لار به يې ومومي.

٭ (١١) له دښمن سره د چلن دود :

که دښمن درته د سولې وړاندېز وکړ؛مخ ترې مه اړوه،چې د خداى رضا پکې ده او په سوله کې د پوځيانو هوساينه ده،له تا غم و رنځ لرې کېږي او فکري ارامي مومې او د هېواد امنيت خوندي کېږي؛خو د سولې تر تړون وروسته له دښمنه ډاډمن مه اوسه؛ځکه کله دښمن د دې لپاره درته نژدې کېږي،چې غافل دې کړي؛نو لرليد دې له لاسه مه ورکوه او "خوشبيني" او "ښه ګومان" دې يوې خواته کېږده.

کوم تړون،چې دې له دښمن سره کړى يا دې امان ورکړى؛نو په خپله ژمنه ولاړ اوسه او څه چې دې پر غاړه اخستي،امانت ساتى يې اوسه او ځان دې خپل تړون ته ډال کړه؛ځکه ګرد نړيوال، چې د هرې ګروهې او نظر خاوندان دي،د ژمنې پر وفا الهي فريضې ته يوه خوله دي. تردې،چې د جاهليت د زمانې مشرکان له مسلمانانو سره پر کړو ژمنو ولاړ ول؛ځکه د ژمنې ماتولو پيکه خوند يې څکلى و؛نو هيڅکله تړون مه ماتوه او په خپله ژمنه کې خيانت مه کوه.

دښمن مه تېر باسه؛ ځکه يوازې ناپوهه بدچارى د خداى پر وړاندې ګستاخي کوي.

کوم تړون،چې د خداى په نامه کېږي،خداى يې په خپلې لورنې د بندګانو د هوساينې وسيله او پناه راوړونکيو ته د امن پناه ځى ګرځوي،چې ټول د هغه د امن حريم ته مخه کړي؛ نو په ژمنه کې فساد، خيانت او چل نه ځايېږي.

هسې نه،چې داسې تړون لاسليک کړې،چې چل ول ته پکې سوړې وي. په تړون کولو کې تر ځير وروسته پلمې مه کوه، هسې نه چې د تړون ستونزې،چې خداى دې پر غاړه اېښي، تړون ماتولو ته دې اړباسي؛ځکه د تړونونو په ستونزو کې زغم،چې په راتلونکي کې يې د بريا هيله ده،تر هغه تړون ماتونې غوره دى،چې له سزا يې ډارېږې او په دنيا او آخرت کې د تړون ماتولو ځواب نشې ويلاى .

٭ (١٢) باخبر :

لومړى: پام، چې ناحقه وينه تويې نه کړې .

له وينې تويېدو ډډه وکړه،ځان له ناحقه وينې توييدو وساته، چې الهي عذاب خورا نژدې کوي او د خداى د پوښتنې ګروېګنې لامل ګرځي او نعمتونه په بيړه ورکوي او حکومت زوالوي او خداى په قيامت کې د بندګانو تر کړو وړو مخکې د ناحقه وينې تويېدو په اړه پرېکړه کوي؛نو د حرامې وينې په تويېدو خپله واکمني مه ټينګوه؛ځکه ناحقه وينه د حکومت پښې سستې او ړنګوي او بل ته يې ورلېږدوي او ته د ناحقه وينې په باب نه زما پر وړاندې او نه به د خداى په حضور کې کوم عذر او پلمه و نه لرې؛ځکه سزا يې "کسات" دى، چې تېښته ترې نشته .

که په تېرو کې دې د چا وينه تويه کړه يا دې په کړو وړو،توره يا لاس څوک وواژه(چې کله سوک هم د چا د مرګ لاملېږي،له هغه زيات خو لا څه کوې)؛نو هسې نه،چې د واکمنۍ غرور او مستي دې د وژل شوي کورنۍ ته د وينې (بيع او) د بيي له ورکولو مخه ونيسي!

دويم: پام،چې ځانمنى نشې.

هسې نه،چې پر ځانمنۍ اخته او پر خپلو ښو ډاډمن شې او غوړه مالي دې ښه و اېسي، چې دا شيطان ته پر تا د يرغل لپاره خورا غوره فرصتونه دي،چې د نېکانو نېکي ورکوي. درېم: منت مه ږده

هسې نه،چې پر خلکو د کړو خدمتونو منت کېږدې يا څه چې دې کړي،ستر يې وګڼې يا له خلکو سره کړې ژمنه دې پوره کړې نه وي.

منت اېښوونه،د نېکانو بدله له منځه وړي او کار ستر ګڼل ، د حق رڼا تتوي او پر ژمنه وفا نه کول،د خداى او ولس غوسه راپاروي،چې ستر خداى ويلي دي: ((كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ(صف /٣) = دا چې وايئ او عمل پرې نه كوئ؛ نو د خداى پر وړاندې د سختې غوسې (لامل) دى! )) څلورم: بيړه به نه کوې :

په هغو چارو کې بيړه مه کوه،چې وخت يې نه وي رارسېدلى او همداراز د هغو چارو په کولو کې سستي مه کوه،چې وخت يې رارسېدلى وي او پر هغو څيزونو ځېل او ټينګار مه کوه،چې (حقيقت يې) درته څرګند نه وي او يا دا چې په څرګندو چارو کې ناغېړي وکړې!هڅه وکړه،چې هر کار پر خپل ځاى او په ځانګړي وخت کې يې ترسره کړې.

پينځم: پام چې امتياز و نه غواړې:

هسې نه په څه کې،چې له خلکو سره يو شان يې،امتياز وغواړې.ټولو ته له څرګندو چارو غفلت وکړې؛ځکه پر هر حال د خلکو پر وړاندې مسئوول يې او ژر په دې چار له چارو يوې خوا ته کېږي او د مظلوم غچ درنه اخستل کېږي .

غرور،غوسه،د لاس تېرى او د ژبې توندي دې کابو کړه.

له بيړې ډډه وکړه او غوسه تېره کړه،چې آرام شې او چې غوسه سړه شي؛نو پر ځان به کابو شې او پر ځان به هله کابو شې،چې قيامت ډېر ياد کړې او د پالونکي لوري ته دې ورستون شې.درته پکار دي،چې د تېرو چارواکيو عادلانه چلن، د تېرو ارزښتمن سنن او دودونه،د مخکېنيو غوره طريقې،د پېغمبر اکرم آثار او د خداى په کتاب کې فرايض دې تل ياد وي  او په دې ليک کې،چې څه مې در پر غاړه کړي،په پلي کولو کې يې هڅه وکړه او همدا راز خپله غاړه مې درباندې خلاصه کړه؛که نفس سرغړاندى او درباندې برلاس شو؛ نو پر وړاندې به مې پلمه او عذر و نه لرې .

له ستر خداى غواړو:

( ١) چې پخپلو پراخو لورنو او ستر ځواک ما او تا ته د هغو چارو د تر سره کولو توفيق راکړي،چې رضا يې پکې وي .

(٢) د هغه او مخلوقاتو پر وړاندې يې پړه نه وسو.

(٣) په بندګانو کې يې په نېکنومۍ مشهور شو .

(٤) او په ښارونو کې يې رانه ښې نښې پاتې شي.

(٥) خپل نعمت دې راپوره کړي او کرم دې راباندې ولوروي

(٦) او د عمر پاى مو پر نېمکرغۍ او شهادت وي،چې په حقيقت کې پر لوري يې ورستنېږو.

والسلام على رسول الله،صلى الله عليه و اله وسلم الطيبين الطاهرين وسلم تسليما کثيرا والسلام.


قرآن حکيم[سمول]

قرآن زموږ اسماني کتاب او زموږ د پېغمبر تلپاتې معجزه ده.دا کتاب د درويشت کالو په ترڅ کې په تدريج د خداى رسول ته راغلى دى. قرآن کريم،چې هم د پېغمبر اکرم کتاب او هم يې د اعجاز ښکاروندوى دى، د حضرت موسى (ع) تر همسا او د حضرت عيسى (ع) تر ساه اچولو سل ګرايه ستر اغېز درلود. پېغمبر اکرم د قرآن آيتونه خلکو ته لوستل او د قرآن د آيتونو ښکلا او جذابيت به وګړي اسلام ته راکښل،چې په دې هکله تاريخ له کيسو ډک دى.

قرآن ١١٤ سورتونه لري. مسلمانانو له صدر اسلام نه تر اوسه قرآن کريم ته ځانګړې توجه درلوده،چې قرآن ته يې د لېوالتيا نښه ده. قرآن کريم د پېغمبر اکرم پر ژوند "د وحې کاتبانو" ليکه او پردې سربېره ډېرى مسلمانانو که ښځه وه او که نر که ماشوم و که بوډا، د ټول قرآن او يا د قرآن د يوې برخې له حفظ سره هېښنده مينه درلوده؛قرآن يې په لمانځه کې وايه او بې له لمانځه د قرآن لوستل يې ثواب ګاڼه او له لوستو يې خوند اخسته او اروايي هوساېنې ته به رسېدل.


قرآن ته د مسلمانانو ستره پاملرنه[سمول]

مسلمانانو له خپل اسماني کتاب سره د مينې له امله په هر وخت او ځاى کې د خپلو امکاناتو په پامنيوي کې قرآن ته کارونه کړي دي؛لکه حفظول،له استادانو يې د قرآئت او تجويد زده کړه،د ماناوو تفسير، د لغتونو په کتابو کې يې د لغتونو شرح او توضيح، ان د قرآن ټکي يې هم شمېرلي دي، په اخلاقي، حقوقي، ټولنيزو، فلسفي،عرفاني او علمي مسايلو کې د قرآن له آيتونو ګټنه،د قرآن کريم آيتونه په خورا ښکلي ليکونو ليکل شوي او ...

د قرآن کريم اعجاز[سمول]

قرآن د انبياوو د خاتم تلپاتې معجزه ده.د قرآن راتګ په مکه کې په وړوکيو سورتونو پيل شو او له هماغه پيله به پرې پېغمبر اکرم ((تحدي)) کوله؛يعنې ادعا يې وکړه،چې قرآن زما چار نه دى او د خداى چار دى او داسې چار نه زه کړاى شم او نه بل بشر او که باور نه کوئ؛ نو له چا چې مرسته غواړئ،مرسته ترې وغواړئ او که کړاى شئ؛په څېر يې راوړئ؛خو دومره پوه شئ،چې که له انسانانو او پېريانو هم مرسته وغواړئ؛نو ددې کار وسه به و نه لرئ . د پېغمبر اکرم مخالفانو ته پخوا او نه اوس-چې اوس ترې څه د پاسه څوارلس پېړۍ تېرېږي- و نه شو کړاى ځواب يې ورکړي او د هغه وخت د مخالفانو وروستۍ خبره او ځواب داو،چې قرآن ((جادو)) دى.

پر قرآن د ((جادو)) تور لګول پخپله د قرآن د خارق العاده توب او د قرآن پر وړاندې د عجز ښوونه ده.

د پېغمبر اکرم مخالفانو هرې خوا او څيز ته لاس واچاوه،چې کمزورى يې کړي او يوازېنى کار،چې لاس يې ور وا نه چاوه-ځکه سل په سلو کې نهيلي ول-هماغه و،چې پېغمبراکرم يې پخپله وړانديز کړى و او قرآن هم په ډاګه ويلي دي؛يعنې لږ تر لږه د قرآن د آيت په څېر يو آيت راوړل.


د قرآن د اعجاز اړخونه[سمول]

قرآن له بېلابېلو اړخونو معجزه ده؛يعنې فوق بشري دى.په ټوليزه توګه د قرآن اعجاز له دوو اړخو دى: لفظي او معنوي.

د قرآن لفظي اعجاز د ښکلا په مقولې پورې اړوند دى او مانيز اعجاز يې په علمي مقولې پورې اړوند دى؛نو د قرآن اعجاز يو د ښکلا او هنري پلوه دى او بل له فکري او علمي اړخه . دا دواړه اړخونه په تېره بيا علمي اړخ يې څو اړخونه لري .


د قرآن الفاظ[سمول]

د قرآن شريف سبک نه شعر دى او نه نثر؛شعر نه دى؛ځکه چې وزن او قافيه نه لري او پردې سربېره،شعر له يو ډول تخيل،چې شاعرانه تخيل نومېږي سره يو ځاى دى. د شعر خټه له مبالغې او اغراق سره يو ځاى ده، چې يو ډول دروغ دي . په قرآن کريم کې شعري تخيلات او خيالي تشبيه ګانې نشته او په عين حال کې معمولي نثر هم نه دى؛ځکه له يو ډول انسجام،شرنګ او موسيقۍ برخمن دى،چې تر اوسه په يوه نثر کې هم نه دى ليدل شوى.

مسلمانانو قرآن د قرآن په ځانګړي غږ لوسته او لولي يې.په ديني لارښوونو کې راغلي،چې قرآن په خوږ غږ وواست.امامانو قرآن دومره په خوږ غږ لوسته،چې په کوڅه کې به ورته خلک تمېدل.

د قرآن هومره يو نثر هم آهنګ منونکى نه دى؛هغه هم هغه ځانګړي ترنمونه، چې له روحاني عوالمو سره همغږي وي؛نه د لهو و لعب له غونډو سره. د راډيو تر برسېرنې وروسته يوې روحاني وينا هم و نه شو کړاى،چې د ښکلا او روحاني ترنمونو له پلوه له قرآن سره برابري وکړي . پر اسلامي هېوادو سربېره، غيراسلامي هېوادو هم د ښکلا او ترنم له پلوه قرآن پخپلو رادويويي خپرونو کې نغاړلى دى.

ډېرى ښکلې خبرې په يو وخت پورې ځانګړې وي او د بل وخت له خوند سره سمون نه خوري او يا لږ تر لږه داسې وي،چې د يو ځانګړي ملت له ذايقو سره اړخ لګوي؛خو د قرآن ښکلا وخت،توکم او ځانګړي فرهنګ ته ځانګړې نه ده.

څوک چې د قرآن له ژبې سره اشنا کېږي؛نو د خپل خوند مطابق به يې موندلى وي،څومره چې وخت تېرېږي او بېلابېل ملتونه له قرآن سره اشنا کېږي؛نو تر پخوا ډېر د قرآن ښکلا ته راکښل کېږي.

په دې څه له پاسه څوارلسو پېړيو کې يهودو،مسيحيانو او د ځينو نورو اديانو لارويان د قرآن د مقام راټيټولو ته خورا غورځې پورځې کړي؛کله وايي: په قرآن کې اړونه شوې،کله د قرآن د کيسو په هکله شکونه اچوي او څومره،چې يې له لاسه شوي او کېږي،په بېلابېلو بڼو له قرآن سره دښمني کوي؛خو کله يې هم د قرآن سيالۍ ته راونشو دانګلاى،چې لږ تر لږه د قرآن د سورت يا آيت په څېر راوړي او نړيوالو ته يې راوړاندې کړي.

همداراز د اسلام په تاريخ کې خورا ډلې راښکاره شوې،چې په څرګندنه ((زنادقه)) او ((ملاحده)) نومېدل . دې ډلو په بېلابېلو ډولونو په ټوليزه توګه د دين پر خلاف او په تېره بيا د قرآن پر خلاف خبرې کړي او په دوى کې ځينې په عربي ژبه کې د وينا څښتنان هم ګڼل کېږي او احياناً له قرآن سره منازعې ته هم راپاڅېدلي؛خو څه يې وکړل؟ځان يې سپک او د قرآن ستروالى يې څرګند کړ.

په دې هکله تاريخ د "ابن راوندي"،"ابوالعلاء معري" او " ابو الطيب متنبي" خورا کيسې راوړي دي؛دوى هغه کسان ول،چې غوښتل يې جوته کړي قرآن بشري چار دى.

ډېرى کسان پېدا شول او د پېغمبرۍ ادعا يې وکړه،ويناوې يې وکړې او په خپل آند يې له قرآن سره ورته وګڼلې او ادعا يې وکړه،چې دا خبرې هم د قرآن په څېر د خداى له لوري دي.

"طليحه"،"مسليمه" او "سجاح" له دې ډلې دي،چې هم په بله بڼه يې د قرآن ستروالى او خپل سپکوالى جوت کړ.

هېښنده خو داده،چې پخپله د پېغمبر اکرم وينا،چې قرآن يې په ژبه جاري شوى،له قرآن سره توپير لري.د خطبو،دعا او لنډو ويناوو په بڼه له رسول اکرمه خورا ويناوې راپاتې دي،چې د فصاحت په هسکه پوړ کې دي؛خو هېڅکله د قرآن رنګ و بوى نه لري. دا پخپله ښيي،چې قرآن او د پېغمبر اکرم فکري ويناوې له دوو بېلابېلو سرچينو دي.

حضرت علي (ک) له لس کلنۍ له قرآن سره اشنا دى؛يعنې د علي (ک) عمر د لسو په شاوخوا کې و،چې د قرآن لومړى آيت پېغمبر اکرم ته راغى او علي (ک) به هم د هغه تږي په څېر و،چې رڼو اوبو ته رسېدلى وي او د عمر تر پايه د پېغمبر اکرم د وحې د کاتبانو په سر کې و . علي (ک) د قرآن حافظ و او تل يې قرآن لوسته؛د شپې يې چې عبادت کاوه؛نو د قرآن پر آيتونو به خوښ و؛نو که چېرته د قرآن سبک د تقليد وړ و؛نو علي (ک) به خپل هغه بې سارى استعداد،چې په فصاحت او بلاغت کې يې درلود؛خپلې ويناوې به يې د قرآن د آيتونو په بڼه کولې؛خو وينو،چې د علي (ک) او قرآن سبک بېخي توپير لري.

د قرآن ټول نوموتي موضوعات مانيز دي؛د توحيد،نبوت،معاد، اخلاق، احکام،نصيحتونه او کيسې يې بيان کړي؛خو سره له دې د ښکلا په لوړه کچه کې دي .

په قرآن کې د ټکيو هندسه بې سارې ده؛څوک يې د يو ټکي په مخکې کېدو او شاته کېدو وسمن نه ول،چې ښکلا يې ټکنۍ کړي او نه څوک وسمن ول،چې په څېر يې راوړي . له دې اړخه قرآن د يو تعمير په څېر دى، چې نه څوک تغيير ورکولاى شي،چې ښکلى يې کړي او نه کړاى شي ترې غوره او يا په څېر يې جوړ کړي.

د قرآن سبک او اسلوب نه مخينه لري او نه لاحقه؛يعنې نه پخوا چا په دې سبک وينا کړې او نه به يې وروسته وکړي،سره له دې،چې قرآن سيالۍ ته راغوښتي دي. د قرآن تحدي او سيال غوښتنه اوس هم؛ لکه د غره پر خپل ځاى ده او د تل لپاره به وي؛نن هم مؤمن مسلمانان،نړيوال له قرآن سره سيالۍ ته رابلي؛ځکه ډاډمن دي،چې څوک يې سيالي نشي کړاى.

د قرآن مانا[سمول]

د مانا له پلوه د قرآن اعجاز پراخې ويينې او يا لږ تر لږه د يو ستر کتاب ليکنې ته اړتيا لري؛خو په لنډو ورته اشاره کوو.

په سريزه کې بايد پوه شو،چې قرآن څرنګه کتاب دى؟ آيا فلسفي ، علمي،ادبي،تاريخي او که يوازې هنري اثر دى؟

ځواب دادى،چې قرآن يو له دوى ځينې هم نه دى؛لکه څنګه چې پېغمبراکرم او عمومو پېغمبرانو بېل ټيپ درلود؛نه فيلسوفان دي،نه عالمان دي،نه اديبان دي،نه تاريخپوهان دي او نه صنعتګر دي؛خو سره له دې،ددې ټولو مزاياوو او پرې اضافه يو څه لري؛قرآن هم اسماني کتاب دى؛نه فلسفه ده،نه علم،نه تاريخ،نه ادبيات او نه هنري اثر دى؛خو سره له دې دا ټولې مزاياوې لري او د دوى تر څنګ اضافه مزاياوې هم لري.

قرآن د بشر د لارښوونې کتاب دى؛په واقع کې د ((انسان کتاب)) دى؛ خو انسان هغسې،چې خداى پنځولى او پېغمبران راغلي،چې انسان ته خپل ځان وروپېژني او د نېکمرغۍ لار وروښيي او داچې د انسان کتاب دى؛نو د خداى کتاب هم دى؛ځکه انسان هماغه موجود دى، چې ددې نړۍ تر جوړېدو د مخه يې پنځول پيل شوى دي او ددې نړۍ ما بعد او راوروسته ته به منتهي کېږي؛يعنې د قرآن له پلوه په انسان کې الهي روح ور پو شوى او که وغواړي که نه،ستنېدل يې د خپل خداى پر لوري دي؛نو دادي،چې د خداى پېژندل او د انسان پېژندل يو له بله بېل نه دي؛ انسان څو ځان نه وي پېژندلاى خپل خداى هم سم نشي پېژندلاى،بلخوا يوازې له خداى پېژندنې سره يو ځاى پر حقيقي واقعيت د انسان سر خلاصېږي.

انسان د پېغمبرانو په ښوونځي کې_چې قرآن يې تر ټولو بشپړ بيان دى_ له هغه انسان سره خورا توپير لري،چې بشر يې په علومو پېژني؛يعنې ددې انسان وجود خورا پراخه دى.کوم انسان،چې بشر په علومو پېژني د (زوکړې- مړينې) په قوس کې دى او تر قوس مخکې او شاته تيارې دي او د بشري علومو له پلوه مجهول دى؛خو د قرآن انسان دا قوس نه لري،له بلې نړۍ راغلى،بايد ځان د نړۍ په ښوونځي کې پوره کړي او د بلې نړۍ راتلونکې يې په دې ښوونځي کې په ناغېړۍ،هڅې او کوښښ پورې اړوند دى.


د قرآن انسان بايد پوه شي،چې :

له کومه راغلى؟

چېرته به ځي؟

چېرته دى؟

څرنګه بايد وي؟

څه بايد وکړي؟

د قرآن انسان،چې دې پينځو پوښتنو ته عملاً سم ځواب ورکړ؛نو ددې نړۍ او د راتلونکې نړۍ نېکمرغي يې تضمين ده.

داچې دا نسان پوه شي،چې له کومه راغلى او له کومې سرچينې پيل شوى؛بايد خپل خداى وپېژني او ددې لپاره،چې خپل خداى وپېژني، بايد انسان او نړۍ د "آفاقي" او "انفسي" آيتونو په نامه مطالعه کړي او د هستۍ او وجود په تل کې غوپه ووهي.

داچې پوه شي،چې چېرته به ځي؛نو بايد پر هغه څه ګروهمن شي،پوهه پيدا کړي او توجه ورته وکړي،چې قرآن ورته ((خداى ته ستنېدل))؛ يعنې "معاد" او "د قيامت پر ورځ د مړيو راپاڅېدل" وايي. د قيامت وېره، همېشني نعمتونه او بالاخره د هغو منازلو او پړاوونو په هکله په ګرېوان کې سر ښکته کړي،چې ورته سترګې پر لار دي او خداى؛ لکه څنګه چې د موجوداتو پيل ګڼي،د موجوداتو پاى يې هم وګڼي.

دا چې پوه شي چېرته دى؛بايد د نړۍ نظامونه او دودونه وپېژني او په نورو موجوداتو کې د انسان مقام او موقعيت درک کړي او ځان په نورو موجوداتو کې بيا ومومي. داچې پوه شي،چې څرنګه بايد انساني خويونه وپېژني او له مخې يې ځان جوړ کړي.

داچې پوه شي څه بايد وکړي؛بايد وګړيزو او ټولنيزو احکامو او قوانينو ته غاړه کېږدي.

پردې ټولو سربېره،د قرآن انسان بايد پر يو لړ نامحسوسو او پخپله د قرآن په تعبير په ((غيبو)) د هستۍ په نظام کې د الهي ارادې او مظاهرو په نامه ايمان ولري او هم بايد پوه شي،چې پاک خداى په يو وخت کې هم بشر،چې اسماني لارښوونې ته اړين دى،سرايله نه دى پرېښى او يو لړ ټاکل شوي وګړي،چې د خداى استازي او د بشر لارښووان ول،د خداى له لوري د الهي پيغام اورولو ته مبعوث شوي ول .

د قرآن انسان،طبيعت ته د "آيت" او تاريخ ته د يوې واقعي ازمېښتځي په نامه ګوري،چې د پېغمبرانو د ښوونو سموالى ښيي.

هو ! د انسان قرآن داسې دى او کوم مسايل،چې په قرآن کې انسان ته نوموتي دي،پر هغو نورو مسايلو سربېره دي.

قرآني موضوعات[سمول]

په قرآن کې خورا موضوعات نوموتي دي؛خو په لنډه ورته ځغلنده کتنه لرو:

١- خداى،ذات،صفات او ايکي يو والى يې او هغه څه چې بايد خداى ترې پاک وګڼو او هغه څه چې خداى پرې ستايل کېږي (سلبيه او ثبوتيه صفات).

٢-معاد،قيامت او د مړيو راژوندي کېدل،د مړينې او قيامت ترمنځ پړاوونه (برزخ).

٣-پرښتې.

٤-پېغمبران يا هغه انسانان،چې پخپل ضمير کې الهي وحې تر لاسه کوي او نورو انسانانو ته يې اوروي.

٥_ خداى،معاد،پرښتو،پېغمبرانو او اسماني کتابو ته لېوالتيا.

٦-داسمانو،ځمکې،غرونو،سيندونو،بوټو،څارويو،ورېځ،باد،باران ګلۍ او تالندې پنځول.

٧-د ايکي يو خداى نمانځنې ته بلنه او په نمانځنه کې يې اخلاص او په عبادت کې څوک يا څيز ورسره نه شريکول . د"غيرالله" له نمانځنې په کلکه ژغورنه.

٨- په نړۍ کې د خداى د نعمتونه يادونه .

٩-د هغه تلپاتې نړۍ نعمتونه نېکانو ته دي او سخت او احياناً همېشني عذابونه يې بدچارو ته دي .

١٠- د خداى،قيامت،پېغمبرانو او غيبو په هکله استدلالونه او ددې استدلالونو تر څنګ غيبي خبرې.

١١- د انساني ازمېښتځي او لابراتوار په نامه تاريخ او کيسې،چې د پېغمبرانو د بلنې رښتينولي روښانوي او د هغو وګړيو ښه عاقبت،چې د انبياوو پر لار تللي او د هغو وګړيو ناوړه عاقبت،چې پېغمبران يې دروغجن ګڼل.

١٢-تقوا او د نفس تزکيه.

١٣- د اماره نفس خطرونو او وسوسو ته پام کول.

١٤-وګړيز ښه خويونه؛لکه :مړانه،استقامت،صبر،عدالت، احسان، مينه، د خداى ياد، له خداى سره مينه،د خداى مننه، له خداى وېره، پر خداى توکل،د خداى په خوښه خوښي او احکامو ته يې غاړه ايښوول، تعقل او تفکر،پوهه، په تقوا د زړه رڼا،رښتينولي او امانت.

١٥-ټولنيز خويونه؛لکه : يووالى، پر حق تواصي (متقابله سپارښتنه)، پر زغم سپارښتنه،په تقوا او ښه چارو کې د نورو وګړيو لاسنيوى،پر نېکيو امر او له بديو منع او د خداى په لار کې په مال او ځان جهاد.

١٦-احکام؛لکه مونځ،روژه،زکات،خمس،حج،جهاد،نذر،يمين،بيع، ګرو،اجاره، هبه، نکاح، د ښځې او مېړه حقوق،د موروپلار او اولاد حقوق،طلاق،لِعان، ظهار، ارث، قصاص، حدود، دَين، قضا، شهادت، قسم، شتمني،مالکيت،حکومت،شورا،د بېوزليو حق او د ټولنې حق.

١٧_د پېغمبر اکرم د درويشت کلن بعثت پېښې.

١٨-د پېغمبر اکرم خويونه او ورسره دښمني.

١٩_په ټولو وختو کې د مؤمنانو،کافرانو او منافقانو ټوليز توصيف.

٢٠_د بعثت د پېر د منافقانو،مؤمنانو او کافرانو ځانګړنې.

٢١_بې له پرښتو،پېريانو او شيطانانو، نور نامرئي موجود. ٢٢- د نړۍ د موجوداتو تسبيح ويل او داچې پخپله له پنځوونکي يو ډول اګاهي لري او ترې خبر دي.

٢٣-پخپله د قرآن توصيف. (د پنځوسو په شاوخوا کې)

٢٤-نړۍ او د نړۍ دودونه،د دنيوي ژوند لنډمهالي او داچې انسان ته نبايد کمال مطلوب او نهايي موخه شي او داچې خداى،آخرت او د همېشنۍ نړۍ ژوند ددې وړتيا لري،چې انسان ته مطلوب کمال شي.

٢٥-د انبياوو معجزې او خارق العاده چارې.

٢٦_د تېرو اسماني کتابو تاييد.

د ماناوو پراخي[سمول]

څه چې وويل شول،هغه څه ته ځغلنده کتنه وه،چې په قرآن کې راغلي ول،ان ادعا هم نه شو کړاى،چې پورته ويل شوي مطالب به ځلغندې کتنې ته هم بسيا وي.

که د انسان،خداى،نړۍ او د انسان د دندې په هکله همدا ډولاډله موضوعات هم په پام کې ونيسو او له هر بشري کتاب سره يې پرتله کړو؛نو و به ګورو،چې يو کتاب هم له قرآن سره د پرتلنې وړ نه دى،په تېره بيا ددې خبرې په پامنيوي،چې قرآن پر داسې کس نازل شوى و، چې ((اُمي)) او نالوستى و او د يو انديال او عالم له افکارو سره اشنا هم نه و او بيا هم ددې خبرې په پامنيوي،چې داسې کس په خورا جاهلي چاپېريال کې راښکاره شو،چې وګړي يې له تمدن او فرهنګ سره پردي ول .

قرآن پراخه ماناوې او مطالب راوړل،چې بيا ټولو ته د الهام سرچينه شوه.

ناشونې ده،چې يو وګړى که څومره هم نابغه وي، وکړاى شي له ځانه داسې ماناوې او مطالب راوړي او د نړۍ د انديالانو او پوهانو پام ځان ته راواړوي. == خداى په قرآن کې == له پورتنيو موضوعاتو يوازې ((خداى او له نړۍ او انسان سره يې اړيکه)) روښانه کوو.

که موږ يوازې ددې مسئلې د نوموتولو څرنګوالى په پام کې ونيسو او له بشري فکرونو سره يې پرتله کړو؛نو د قرآن فوق العادګي او معجزه توب به راروښانه شي.

قرآن،خداى توصيف کړى او پخپل توصيف کې يې له يوه اړخه تنزيه کړى دى؛يعنې هغه صفات يې ترې لرې کړي،چې وړ يې نه دي او له هغو يې سوتره او پاک ګڼلى دى. بلخوا د کمال صفتونه او "اسماء حسنى" يې خداى ته جوت کړي دي.د پينځلسو په شاوخوا کې آيتونه د خداى د تنزيه په هکله راغلي او د پنځوسو په شاوخوا کې آيتونه د عليا، اسماء حسنى او د خداى په توصيف کې راغلي دي.

قرآن پخپلو دې توصيفاتو کې دومره دقيق دى،چې خورا ستر الهي علماء يې حيران کړي دي،چې دا پخپله د يو ((اُمي)) نالوستي روښانه معجزه ده.

قرآن د خداى پېژندنې د لارې د راوړاندې کولو لپاره له ټولو شته لارو ګټنه کړې ده : د "آفاقي" او "انفسي" آيتونو د مطالعې لار،د نفس د تزکيې او تصفيې لار او په ټوليزه توګه په وجود او هستۍ کې تفکر او تعقل.

د سترو اسلامي فيلسوفانو د منښتې له مخې،خپل خورا ټينګ برهانونه يې له قرآنه په الهام اخستي دي.

قرآن له نړۍ او مخلوقاتو سره د خداى اړيکه پر توحيد ايښې ده؛يعنې خداى پخپل فاعليت او اراده کې سيال نه لري؛ټولې ارادې او اختيارونه د خداى په حکم او "الهي قضاو قدر" دي. == له خداى سره د انسان تړاو ==

قرآن له خداى سره د انسان د تړاو په هکله تر ټولو ښکلې وينا کړې ده. د فيلسوفانو د خداى پر خلاف،د قرآن خداى يو وچ،بې ساه او له بشره پردى موجود نه دى.د قرآن خداى انسان ته د ورمېږ له رګه نږدې دى،له انسان سره راکړه ورکړه لري،ورسره متقابلې خوشحالي لري او ځان ته يې راکاږي او يادول يې د زړه ټکور دى : ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/٢٨)= همدغسې خلک هغوى دي، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

بشر ورسره انس او الفت لري؛بلکې ټول څيزونه يې غواړي او يادوي يې. د هستۍ ټول موجودات يې تسبيح وايي : ((تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (اسراء/٤٤)= اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوى په منځ كې دي، ټول د خداى پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې و نه وايي؛ خو تاسې د هغو په تسبيح نه پوهېږئ، په رښتيا چې هغه زغمونكى (او) ښه بښونكى دى .))

د فيلسوفانو خداى،چې يوازې يې ((لومړى محرک)) يا ((واجب الوجود)) ګڼي او بس،له بشره پردى موجود،چې يوازې يې پنځولى او دې نړۍ ته يې راوړى دى؛خو د قرآن خداى ((مطلوب)) دى،بشر پرې زړه تړي،بشر سرښندنې ته اړ باسي او کېداى شي بشر د شپې خوب او د ورځې هوساېنه واخلي؛ځکه د فوق العاده سپېڅلې فکر په بڼه اوړي.

اسلامي فيلسوفانو له قرآن سره په اشنايۍ او د قرآني مفاهيمو په رادننه کولو يې، الهيات تر ټولو هسکې څوکې ته ورسول.

آيا شونې ده،چې يو ((اُمي)) نالوستى له ځانه دومره په الهياتو کې مخکې ولاړ شي،چې د "ارسطو" او "افلاطون" په څېر له فيلسوفان لږ تر لږه زر کاله مخکې وي؟!


قرآن،تورات او انجيل[سمول]

قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې.

قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې دا پخپله د قرآن پر حقانيت ستر دليل دى.

تاريخونه او کيسې[سمول]

قرآن داسې کيسې او تاريخونه راوړي،چې د هغه وخت خلک ان پخپله پېغمبراکرم هم ترې خبر نه و : ((تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَـذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ (هود/٤٩)=دا هغه پټې غټې خبرې دي،چې موږ يې تا ته وحې كوو،تر دې د مخه نه ته او نه ستا قوم پرې پوهېده؛نو ځكه صبركوه؛بېشكه چې ښه پايله د پرهېزګارانو ده .))

او په ټولو عربو کې يو هم ادعا و نه کړه،چې له دې کيسو خبر و. قرآن په دې کيسو کې له تورات او انجيله لاروي و نه کړه؛بلکې اصلاح يې کړل . د "ثمود" او "سبا" د قوم په هکله د نننيو تاريخپوهانو څېړنو د قرآن نظر تاييد کړى دى.


قرآن او له راتلونکي خبر ورکول[سمول]

قرآن"روم"  ته د ايران د ماتې ورکولو وړاندوينه کړې وه او همداراز په کلکه يې ويلي ول،چې هغه به ((ابتر)) او بې نسله وي،چې پېغمبر اکرم ته ((ابتر)) وايي او په پايله کې ځوځات يې په تدريج له منځه ولاړ؛خو د پېغمبر اکرم نسل ورځ پر ورځ په زياتېدو دى.

دا ټول ددې کتاب اعجاز ښيي. قرآن نورې علمي او مانيزې معجزې هم لري،چې په فلسفي،تاريخي او طبيعي علومو پورې اړوند دي.

د قرآن اعجاز[سمول]

مقطعه ټکي:

خبر يو،چې د قرآن د ډېرو سورتونو په پيل کې "مقطعه ټکي"؛لکه ((الهم )) ،(( المر)) او ((يس )) راغلي دي . د اسلامى روايتونو په رڼا کې د ((مقطعه ټکيو)) يوه فلسفه او پټه داده،چې خداى وښيي،د قرآن په څېر دا ستره معجزه،څرنګه له ساده ټکيو ((الفبا)) جوړه شوى دى او څرنګه دا ستره وينا له داسې ټکيو جوړه شوې ده،چې څو کلن ماشوم يې هم ويلاى شي او په رښتيا،چې له داسې موادو د دې مهم چار جوړېدل تر ټولو ستر اعجاز دى .

پوښتنه داده ،چې قرآن له کوم اړخه معجزه ده؛يوازې د فصاحت او بلاغت له اړخه معجزه وه که نه ؟ 

حقيقت خو دادى،چې هرکله له بېلابېلو اړخونو قرآن ته وګورو؛نو له هر ګوټه او هرې دريمڅې د قرآن د اعجاز يوه څېره راښکارېږى؛لکه :

١-فصاحت او بلاغت :د ټکيو او الفاظو جاذبه او په زړه پورې مفهوم .

٢-له هر اړخه عالي منځپانګه لري؛په تېره بيا،چې ګروهه يې هم له هر ډول خرافاتو پاکه ده .

٣-علمي معجزې :يعنې د هغومسئلو رابرسېرول،چې تر هغه مهاله ترې څوک خبر نه وو .

٤-د ځينو مسايلو په باب سمه وړاندوينه ( غيبي اخبار) .

٥-تضاد پکې نشته .... او داسې زياتې نورې معجزې.

ددې پينځو واڼو په باب ويينه بېل کتاب غواړي؛خو موږ پخپلو ويينو کې ددې ويينو څو ځايونو ته اشاره کوو. 

فصاحت او بلاغت[سمول]

پوهېږو،چې هره خبره دوه اړخه لري : "الفاظ" او "منځپانګه"،چې هر کله ښايسته ټکي او لفظونه سره لازم انسجام او پيوند ولري او اړپېچ پکې نه وي او جمله بندي،موخه او مانا يې بشپړه په زړه پورې وي؛ ورته "فصيح" او "بليغ" کلام وايي. قرآن په لوړه کچه دا دواړه ځانګړنې لري،تردې چې تر اوسه هېچا د قرآن په څېر په زړه پورې،خواږه او له خوږ شرنګ سره نه دي راوړي . 

په تېرو ويينو کې مو وويل،چې "وليد بن مغيره"،چې د قرآن تر اورېدو وروسته وارخطا شو،په فکر کې شو او له قرآن سره د مبارزې لپاره يې د قريشو مشرانو ته وويل،چې قرآن سحر يا جادو دى او محمد (ص) سامر يا جادوګر دى،چې په زياتو ځايونو کې يې په پرله پسې توګه ورباندې دا تور ولګاوه او له دې لارې يې غوښتل پېغمبر اکرم ورټي ؛ خو په حقيقت کې د قرآن ستاېنه او تعريف يې کاوه؛ځکه دې تور د قرآن پر خارق العاده نفوذ يو ضمني منښته هم درلوده،چې له معمولي لارې د مخونې وړ نه وه او هغه بايد يوه ناپېژندل شوې جاذبه وګڼو؛ خو هغوى ددې پرځاى،چې داحقيقت ومني او معجزه يې وګڼي او ايمان پرې راوړي ،پرکږه ولاړل،و يې ويل ،چې سحر دى .

د اسلام په تاريخ کې ډېرى تراخه او غوسه ناک انسانان ول،چې پېغمبراکرم ته به راغلل او د قرآن آيتونه به يې واورېدل ؛يو ځل به يې لار بدله کړه او په زړه کې به يې د اسلام رڼا پرځلېدو شوه،دا پخپله راښيي،چې د قرآن جاذبه،فصاحت او بلاغت معجزه ده.

ډېر به لرې نه ځو،چاچې د عربو ادبيات ويلي وي او هر څومره،چې ورسره اشنا وي ؛نو څومره،چې قرآن وايي پرې نه ستړي کېږي او په هر ځل ويلو ترې ډېرخوند اخلي . 

د قرآن تعبيرونه دقيق،حساب شوي او د بيان له عفت او متانت سره دي او په عين حال کې غوڅ او روڼ دي او د اړتيا پر مهال قاطع هم دي.

ددې خبرې رايادول لازم ګڼم،چې د هغه وخت د عربو ادبيات ډېر پرمخ تللي وو او د جاهليت د وخت شعرونه نن د عرب ادبياتو تر ټولو غوره شعرونه بلل کېږي.مشهوره ده،چې هر کال به د حجاز مشهور ادبيان د عکاظ په بازار کې،چې يو سوداګريز ادبي مرکز و، راټولېدل او خپل شعرونه يې ويل او تر ټولو ښه شعر به د کال شعر معرفي کېده او بيا يې ليکه او په کعبه کې يې راځوړنداوه،د پېغمبر(ص) د ظهور پر مهال اوه نمونې د"معلقات سبع" په نامه موجودې وې؛خو د قرآن تر راتګ وروسته يې داسې د خپل فصاحت او بلاغت رنګ وبايله،چې هغه شعرونه په يوبل پسې له هغه ځايه راوايستل شول او خلکو هېرکړل .

د قرآن مفسرينو تر هغه پورې،چې په ولس کې ول،د قرآن هېښنده ټکيو ته يې اشاره کړې ده،چې تاسې کړاى شئ د مطالعې له لارې يې د ذکرشوي مطلب پر مانا نور هم ځان پوه کړئ . پېغمبر اکرم وايي :د قرآن ظاهر ښکلى او باطن يې ژور دى او عجايب يې نه زړېږي .

حضرت علي په نهج البلاانه کې وايي : د زړه سپرلى په قرآن کې دى ، د پوهې چپنه ترې رابهېږي او د زړه لپاره ترې غوره صيقل نشته.

د قرآن نړۍ ليد[سمول]

د هر څه له مخه بايد د فکري او فرهنګي اړخه هغه چاپېريال وڅېړل شي،چې قرآن پکې راپورته شوى دى . 

د تاريخ ليکوونکيو د وينا له مخې، د حجازسيمه د هغه وخت تر ټولو وروسته پاتې سيمه وه،تردې چې کله به د جاهليت د وخت خلکو ته وحشي يا نيمه وحشي ټبرونه ويل کېدل .

له عقيدتي اړخه يې له بوت نمانځنې سره خورا مينه درلوده او د تېږو او د لرګيو بوتانو يې په بېلابېلو بڼو پر فرهنګ سيورى اچولى و،ان ويل کېږي،چې له کجورو يې هم بوتان جوړل،ورته پر ګونډو کېدل او سجدې يې ورته کولې؛خو همدا بوتان يې په سوکړه کې خوړل! سره له دې،چې له نجونو يې خورا کرکه درلود؛خو پرښتې يې د خداى لوڼې بللې او خداى يې د يو انسان تر بريده راکوزاوه. له توحيده سخت حيرانېدل او چې د اسلام پېغمبر د خداى عبادت ته راوبلل؛نو په حيرانتيا يې ويل :غواړئ دا دومره خدايان پر يو خداى بدل کړئ،په رښتيا چې ډېره هېښنده او نه باورکونکې خبره ده .

((أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلهاَ وَاحِداً إِنَّ هذَا لَشَيْ‏ءٌ عُجَابٌ( ص/ ٥)ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) كړى دى، په رښتيا دا (له ډېرو معبودانو يو جوړول، چې نور معبودان پرېږدئ او د يوه الله عبادت وكړئ) ډېر عجيبه څيز دى!.))

هرچاچې يې د خرافاتو او دروغجنو افسانو خبرې کولې ؛نو لېونى يې ورته وايه . 

ټبريز نظام پرې واکمن و او د ټبرونو ترمنځ يې د جګړې اور تل بل و او څو څو ځل يې د يو بل پر وينو ځمکه ککړوله،پر چور و چپاول،چې ورځنى کار يې و،ډېر وياړېدل . مکه،چې د هغه وخت تر ټولو مهم ښار او مرکز و،د ګوتو په شمېر لوستي پکې ول،پوهان خو پکې خورا لږ وو.

هو! په داسې يو چاپېريال کې يو نالوستي، ښوونځي او ښوونکي نه ليدلى انسان راپاڅېد او داسې له منځپانګې ډک کتاب يې راوړ،چې تر څوارلس پېړيو وروسته پوهان يې لا تراوسه پرتفسير بوخت دي؛ هره ورځ پکې يو نوى حقيقت رابرسېرېږي .

قرآن،هستي او پکې شته نظامونه يې ډېر ښه،دقيق او حساب شوي انځور کړي دي. توحيد يې په بشپړه توګه راښوولى دى،د ځمکې،اسمان،د شپې او ورځې راتلل،لمر سپوږمۍ،بوټي او د انسان د وجود د خلقت اسرار يې هر يو د خداى آيت او نښه رامعرفي کړي دي

کله د انسان زړه ته ورننوځي او د فطرت او توحيد په باب خبرې کوي :

((فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ ( عنکبوت / ٦٥)نو چې كله هغوى په بېړۍ كې سپاره شي؛نو خداى په اخلاص بلي،(او بې له هغه هېروي)؛خو چې خداى يې وچې ته راوباسي (او ويې ژغوري). بيا په شرك لاس پورې كوي.))

او کله د عقل له لارې استدلالي توحيد بيانوي : د ځمکې او اسمان څارويو،غرونو،سيندونو،ورښت،باد او د انسان د روح او جسم په باب خبرې کوي .

د خداى د صفتونو د بيانولو پر مهال تر ټولو ژوره او په زړه پورې لار خوښوي ،چې په يو ځاى کې وايي :

((فَاطِرُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجاً يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ( شورى /١١)( هغه) د اسمانو او ځمكې څيروونكى (او پېداكوونكى) دى (چې) له تاسې يې ستاسې جوړې پېدا كړې او (همداراز) يې له څارويو د هغوى جوړې پېدا كړې او په دې توګه (- د مېرمنو له لارې) ستاسې ځوځات ډېروي، هېڅ څيز د هغه په څېر نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى. ))

په بل ځاى کې وايي :(( هغه يو خداى دى،چې بې له هغه بل معبود نشته . ))

پر بهر،دننه،پټ او ښکاره اسرارو خبر دى.

لوراند او لورين دى .

سطان او حکم ورکونکى دى .

له نيمګړتياوو پاک دى .

ساتونکى ،کامياب ،قاهر، د سترې مرتبې خاوند دى .

له دې شريکانو پاک دى،چې ورته مو جوړکړي دي،.هغه خداى پېدا کونکى،د څېرو جوړونکى،د ښه نوم او ځانګړنو خاوند،د ځمکې او اسمان ټول موجودات يې تسبيح وايي:ناماتى اوحکيم دى . ((لَوْ أَنزَلْنَا هذَا الْقُرْآنَ عَلَى‏ جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعاً مُتَصَدِّعاً مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ( حشر/۲۱)كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى؛نو تا به ليدلي واى،چې هغه د خداى له وېرې ټيټېږي او ټوټه ټوټه كېږي!او موږ دا مثالونه خلكو ته وايو،ښايي فكر وكړي.))

((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَانُ الرَّحِيمُ(حشر/۲۲) الله هغه دى،چې بې له هغه بل هېڅ معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى،هغه لوراند (او) لورين دى.))

((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلاَمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ(حشر/۲۳) الله هغه دى،چې بې له هغه بل هېڅ معبود نشته،هماغه اصلي واكمن او مالك دى،له هرې نيمګړتيا پاك دى،پر چا تېرى نه كوي،امان وركوونكى دى؛پر ټولو څيزونو څارن دى، داسې بريمن ځواك دى،چې پخپل زور هره چاره سموي او د پرتم خاوند دى؛(او) خداى له هغه څه پاك دى،چې له هغه سره يې شريكوي! ))

((هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنَى‏ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(حشر/۲۴)الله دى،چې (د هر څه) پېدا كوونكى،(له نشته هست ته) را اېستونكى (بې سارى) انځورګر دى؛غوره نومونه (او صفتونه) يوازې د هغه دي،په اسمانو او ځمكه كې،چې هر څه دي، د هغه تسبيح وايي او هغه ناماتى حكيم دى.

د خداى نامحدوده پوهه داسې بيانوي :

((وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلاَمٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِذَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيرٌ حَكِيمٌ( لقمان / ٢٧ )او كه په واقع کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ورسره يو ځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛خو) د خداى خبرې به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي،په رښتيا چې خداى بريمن (او) حكيم دى.))

قرآن د خداى د واکمنۍ په باب وايي :

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنََما تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ( بقره /١١٥)ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ،خداى هلته دى . بېشكه چې خداى (مړه خوا) پراخي بښونکى (او) پوه دى .))

د معاد منکرينو ته وايي:

((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ (يس/۷۸)او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پېدايښت يې هېر كړ او و يې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!)) ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ. الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَاراً فَإِذَا أَنتُم مِنْهُ تُوقِدُونَ.أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى‏ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى‏ وَهُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ . إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئاً أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ (يس/٨٢-۷۹)ووايه:((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پېداكړي وو او هغه په هر (ډول) پېدايښت پوهېږي؛هغه چې تاسې ته يې له شنې ونې اور پېدا كړى او تاسې د(اړتيا) پر وخت له هماغې ونې اوربلوئ.ايا چاچې اسمانونه او ځمكه پېدا كړل،د هغوى (-خاورې شويو انسانانو) په څېر پېدا كولاى نشي؟! هو (كړاى شي) او هغه ښه پېداكوونكى پوه (او ماهر خلاق) دى.بېشكه د هغه كار دغسې دى،كه كله يو څيز وغواړي (؛نو) يوازې ورته وايي،چې: ((شه!))؛نو (بس) شي.)) هغه مهال،چې ( لاچا ټيپ او غږونه نه و پېژندل ؛نو قرآن د انسان د کړنو په باب داسې ويل :

((يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا. بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى‏ لَهَا (زلزله/۴-٥)پر هغه ورځ هغه (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي؛ځكه ستا پالونكي ورته وحې (- الهام) كړې ده.))

او کله د پښې اولاس او پوټکي د شهادت په باب خبرې کوي:

((الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى‏ أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ( يس/٦٥) نن يې خولې بندوو او لاسونه يې له موږ سره خبرې كوي او پښې يې د هغوى پر كړنو ګواهي لي! )) ((وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْ‏ءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ( فصلت /٢١)او د خپل (بدن) پوټكو ته وايي: (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: (( هغه خداى موږ پر خبرو راوستو، چې هر شى په خبرو راولي او هغه تاسې لومړى ځل پېدا كړئ او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ.))

د قرآن د معارفو پر عظمت او له خرافاتو څخه پر پاکوالي به يې هله پوه شئ،چې هغه له اوسني ((تورات،انجيل،چې اړول شوي)) تر څنګ کېږدئ او يو بحث يې سره پرتله کړئ، د ساري په ډول : وګورئ،چې قرآن د حضرت آدم دخلفت په باب څه وايي ؟ او تورات څه وايي ؟

تورات د انبياوو قيصې څرنګه کوي او قرآن يې څرنګه کوي؟ تورات او انجيل څرنګه خدای توصيفوي او قرآن يې څرنګه توصيفوى؟ نو هله به ددې کتابونو ترمنځ پر توپير پوه شئ ؟

قرآن او علمي برسېرنې[سمول]

شک نشته،چې قرآن د طبيعي علومو،طب اروا پوهنې او د رياضي د علومو کتاب نه دى . قرآن د ښيون-هدايت او انسان جوړنې کتاب دى او هغه څه پکې دي،چې ددې دوو لپاره پکار وي.

موږ بايد دا تمه ونه لرو،چې قرآن د ډول ډول علمونو دايرة المعارف وي،موږ بايد له قرآنه ايمان،رڼا،لارښوونه،تقوا، انسانيت، اخلاق، نظم او قانون وغواړو؛خو قرآن کله دې موخې ته د رسېدو لپاره طبيعي علومو او د خلقت او هستۍ اسرارو ته هم اشاره کوي. په تېره بيا د توحيد په ويينو کې. د برهان نظم په تناسب يې د خلقت له اسرارو پرده اوچته کړې ده او دا مسائل يې رابرسېره کړي،چې په هغه وخت او چاپېريال کې ترې يو پوه هم خبر نه و.

د قرآن دا ډول ويناوې يوه ټولګه جوړوي،چې موږ ورته د قرآن علمي معجزات وايو.

دلته ددې معجزو يو څو برخو ته اشاره کوو.


قرآن او د جاذبې قانون[سمول]

تر "نيوټن" مخکې هېچا د جاذبې عمومي قانون په بشپړه توګه نه و کشف کړى . مشهوره ده،چې "نيوټن" د مڼې تر ونې لاندې ناست و او مڼه،چې له ونې رابېله شوه او پر ځمکه وغورځېده؛نو دې وړې او ساده پېښې يې دومره ذهن پر ځان بوخت کړ او تل په دې فکر کې و، چې کومه قوه ددې لامل شوه،چې مڼه د ځان پر لور راکش کړي؟ ولې اسمان ته ولانړه؟او تر کلونو وروسته يې وکړاى شول د جاذبې قانون کشف کړي .

ددې قانون تر ثابتېدو وروسته دا خبره هم رابرسېره شوه،چې لمريز نظام له کوم ځايه دى؟

ولې دا ستر کرات د لمر په شاواخو کې په يو ټاکلي مدار کې چورلي؟ ولې نه تښتي او هر يو يوې لوري ته نه لوېږي؟ولې پر يو بل نه سپرېږي؟ دا کوم ځواک دى،چې په دې نه ختمېدونکې فضا کې يې په يو ټاکلي مدار کې چورلوي،چې د ستنې د سوري هومره هم ترې هاخوا نشي تللای؟

هو! نيوټن کشف کړل،چې د يو جسم دوراني حرکت له مرکزه د تېښتې لامل ګرځي او د جاذبې قانون يې مرکز ته راجذبوى اوچې دواړه قوې په بشپړه توګه تعادل ولري؛يعنې "کتله" او واټن پر هغه اندازه جاذبه توليدوي،چې د دوراني حرکت سرعت او له مرکزه د تېښتې قوه يې ايجابوي او د جاذبې او دافعې ترمنځ دا تعادل اجازه ورکوي،چې تل په ټاکلي مدار کې پاتې شي؛خو قرآن زرکاله مخکې دا بهير د ((رعد)) دسورت په دويم آيت کې ويلى و:

((اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّماوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى‏ عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لاَِجَلٍ مُسَمّىً يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْاياتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ(رعد/۲) الله هغه دى،چې اسمانونه يې بې ستنو،چې و يې وينئ،پورته كړي (او درولي) دي . بيا يې پر عرش استوار وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يي د ځواک په منګولوكې ونيوې ) او لمر او سپوږمۍ يې اېل كړې ، چې هر يو تريوې ټاكلې مودې پورې روان دي،د چارو تدبير كوي (او خپل) آيتونه (تاسې ته) تشريحوي،ښايي د خپل پالونكي پر ملاقات يقين وكړئ .))

تر همدې آيت لاندې له امام رضا رانقل شوي دي،چې: 

ايا خداى نه وايي ،چې پرته له هغه ستنې،چې وينې يې؟ راوي وايي : امام ته مې وويل : هو! ؛نو امام راته وويل: داسې يوه ستنه؛خو تاسې يې نه وينئ .

ايا د عربو په ادبياتو کې له نه ليدونکې ستنې پرته د جاذبې د قانون لپاره بل روښانه تعبير پېدا کولاى شئ؟

د حضرت علي وينا ده : دا ستوري ،چې په اسمان کې دي،پر ځمکه د ښار څېر دي،چې هر ښار له بل ښارسره (يو ستورى له بل ستورى سره) د رڼا د يوې ستنې په واسطه اړيکه لري )) ! پوهان منښته کوي،چې د اسمان په ستورو کې د عاقلو ژوندي ژويو د ژوند لپاره ميليونونه ستوري شته؛خو جزئيات يې لا نه دي رابرسېره شوي .

له لمره د ځمکې چورليدل[سمول]

 مشهوره ده،چې په لومړي ځل ايټاليايي "ګاليله"،چې تقريبا څلور پېړۍ مخکې کې يې د ځمکې حرکت برسېره کړ،چې تردې مخکې پوهانو د مصري "بطليموس" پر فرضيه ګرهمن ول،چې ويل يې:ځمکه د جهان مرکز دى او نور کرات يې په شاوخوا کې چورلي . 

البته ددې علمې برسېرونو له امله د کليسا د پلويانو له اړخه پر ګاليله د کافر ټاپه ولګېده او توبه ايستو ته يې اړ کړ،چې په توبه ايستو او د پښېمانۍ په ښکاره کولو يې له مړينې ځان وژغوره؛خو تر هغه وروسته ؛نور پوهان يې په نظر په پسې ولاړل او نن دا نظريه څرګند علمي نظر او ان د هستۍ آزمېينو په واسطه هم دا خبره جوته شوې ، چې ځمکه پخپل شاوخوا چورلي،چې دې خبرې تر فضايي الوتونو وروسته عينى اړخ وموند .

لنډه داچې : د ځمکې مرکزيت نفې شو او معلومه شوه،چې دا زموږ د حس تېروتنه ده،چې موږ د ځمکې حرکت د نورو سيارو له حرکتو سره اشتباه کوو،موږ پخپله په حرکت کې يو؛خو فرضوو،چې هغوى حرکت کوي!

د "بطيلموس" ګروهه يو نيم زرکاله د پوهانو په فکر کې وه،چې د قرآن د نازلېدو پرمهال چا زړه نه درلود،چې ددې فرضيې پر خلاف خبره وکړي؛خو د قرآن په آيتونو کې؛لکه نمل د سورت په ٨٨ آيت کې د ځمکې حرکت ته روښانه اشاره شوې ده:

((وَترې الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي اتْقَنَ كُلَّ شَيْ‏ءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ( نمل/۸۸)او ته غرونه ګورې،چې ګومان كوې، ښه كلك (اوپرځاى) ولاړ دي،حال دا چې (دا) د ورېځو په څېر روان دي . دا د هغه خداى جوړښت دى،چې ټول څيزونه يې ښه کلک كړي دي او په حقيقت كې كوم كارونه چې كوئ،هغه پرې ښه خبر دى.))

 پورته آيت په سپينه د غرونو د حرکت په هکله خبره کوي،حال داچې موږ يې ساکن ګڼو،چې د وريځو له حرکت سره ورته والى يې سرعت او بې له غږه حرکت ته اشاره ده . 

او که ګورو،چې د ځمکې حرکت د غرونو له حرکت سره تعبيروي؛نو ددې لپاره دي،چې د موضوع عظمت څرګند شي؛ځکه چې ښکاره خبره ده،چې غرونه د خپلې شاواخو له ځمکې پرته حرکت نشي کړاى او د هغوى حرکت د ځمکې د حرکت په څېر دى؛نو اوس فکر وکړئ! هغه مهال چې په ټولو علمي غونډو کې دا خبره وه،چې ځمکه ساکنه ده او نور کرويات چورلي؛نو قرآن راغى او د ځمکې د حرکت په باب يې خبره وکړه؛نو ايا دا علمي معجزه نه ده ؟

د هغه کس له اړخه،چې بيخي نالوستی و او له داسې يو چاپېرياله راپاڅېد،چې زده کړه پکې نه وه او د علم او فرهنګ له اړخه تر ټولو وروسته پاتې سيمه وه ؛نوايا دا خبره ددې کتاب د حقانيت لپاره سند نه دى؟ 

== د اسلام د پېغمبر پر حقانيت يو بل سند ==

موږ ددې لپاره،چې ځان د نبوت د مدعي د بلنې پر حقانيت،يا يې پر دروغو ځان پوه کړو؛نو د "اعجاز" له غوښتو پرته بله چاره هم لرو، چې دا پخپله کړاى شي،موخې ته د رسېدو لپاره يو بل ژوندى دليل وي ، چې دادي :

١-اخلاقي ځانګړنې او ټولنيزه مخينه .

٢-هغه شرايط،چې د بلنې پر چاپيرېال واکمن دي .

٣-د وخت شرايط .

٤-د بلنې منځپانګه .

٥-پلي کوونکي پروګرامونه او موخې ته د رسېدو لپاره وسايل .

٦-د دعوت پرچاپېريال د بلنې اغېز.

٧-بلنه ورکوونکى څومره پرخپله بلنه ايمان لري او ورته سرښندنه کوي .

٨-له کږو وړانديزونو سره جوړجاړى نه کول .

٩-پرعمومى افکارو د اغېز چټکتيا.

١٠-دا چې لارويان او پلويان يې څوک ول .

هغه څه چې پورته وويل شول ،د اسلام دپېغمبرپه باب ورته يوه لڼده کتنه کوو.

١-د اسلام د پېغمبر دوست او دښمن ټول يوه خوله دي او تاريخ هم دا خبره ليکلې ده،چې پېغمبر دومره پاک او سم سړى و،چې ان د جاهليت پر وخت يې د امين لقب درلود،تاريخ ليکي:چې د خداى رسول غوښتل مدينې ته هجرت وکړي؛نو علي ته يې دنده ورکړه،چې ورسره د خلکو امانتونه خاوندانو ته يې ورکړي .

مړانې،صبر، ښه خوى ،پراخې سينې،سړيتوب او هله به حيران شئ ، چې د مکې تر سوبې وروسته او په ښار کې د اسلام خونړيو دښمنانو ته د عمومي بښنې اعلان ،پردې خبرې ژوندى سند دی .

٢-ټول پوه يو،چې معمولي انسانان ان نابغې که وغواړي که نه، د خپل چاپېريال رنګ اخلي؛البته ځينې ډېر او ځينې کم؛اوس پخپله فکر وکړئ،د خلکو ورځنى ژوند،چې شرک او خرافات وي؛نو څرنګه کېداى شي،چې پکې يو کس د توحيد بېرغ را اوچت کړي او د شرک له ټولو نښو سره مبارزې ته ملا وتړي؟!

دا څرنګه شونې ده،چې د ناپوهۍ له چاپېرياله د علم لوړه رڼا راوبريخي؟ !

ايا کړاى شو باور وکړو،چې بې له الهي پېرزوينو به داسې هېښنده پېښې وشي؟

٣-بايد ووينو،چې ددې پېغمبر د ظهوروخت کله و؟ دا خبره د حضرت علي له خولې اورو،چې ډېره ښه يې کړې ده او پخپله د اسلام د مخکې او وروسته حالاتو شاهد و،وايي:((خداى پېغمبر هغه وخت مبعوث کړ، چې خلک په نړۍ کې بې لارې،ورک او سرګردان ول،عقلونه يې وژونکيو ځاني غوښتنو نيولي ول،کبر کندې ته ورګوزار کړي ول،د ناپوهۍ تيارې پر ورانه روان کړي ول او په ناپوهۍ او تشويش کې سرګردانه ول. )) ( نهج البلاغه/٩١ خطبه )

فکر وکړئ ! هغه دين،چې شعار يې د انسانانو مساوات او د توکمي او طبقاتي تبعيض له منځه وړل او ((انماالمؤمنون اخوة)) دى،له هغه وخت سره څه تناسب لري؟

٤-د بلنې منځپانګه: په ټولو برخو کې توحيد،د ظالمانه امتيازاتو له منځه وړل،د انسانيت د نړۍ يووالى،له تېري سره مبارزه، د نړيوال حکومت کړلار، له بېوزليو ملاتړ او د انسان د ارزښت په نامه د انسان لپاره د تقوى،پاکۍ او امانت قبلول.

٥-په اجرايي کړلارو کې يې هېڅکله اجازه ورنه کړه، چې د ((موخه وسيلې ته مخونه ورکوي)) له منطقه ګټنه وشي،سپېڅليو موخو ته د رسېدو لپاره په سپېڅلو وسيلو پسې و او ښکاره يې داخبره کوله : له يوې ډلې سره دښمني مو د عدالت له پلى کولو مخنيوى ونه کړي.

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى‏ أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى‏ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ( مائده / ٨) مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي،چې عدالت و نه کړئ؛عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .))

د جګړې په ډګر کې يې تل د اصولي اخلاقو پر پاملرنې ټينګار درلود او ويل يې: پر غير پوځي يرغل و نه کړئ،ونې بوټي او باغونه له منځه يو نه سئ،د دښمن د څښاک اوبه چټلې نه کړئ،له بنديانو سره پر درناوي چلن وکړئ او داسې نور حکمونه...

٦-پر هغه چاپېريال د پېغمبر اکرم (ص) د بلنې اغېز دومره و،چې دښمنانو يې له وېرې،خلک له ورنږدېدو منع کول؛ځکه د پېغمبر اکرم بلنې زيات نفوذ او جاذبه درلوده او کله يې داسې هم کول،چې پېغمبر اکرم خبرې کولې؛نوګڼه ګوڼه يې جوړوله،چې خلک يې خبرې وا نه وري؛نو له همدې هېښنده اغېز له امله يې پر پېغمبراکرم د ساحر ټاپه ولګوله او د پېغمبراکرم (ص) خبرې يې جادو او کوډې ګڼلې،چې د هغوى دا کار د دښمنۍ تر څنګ د پېغمبراکرم پردې هېښنده نفوذ منښته ده.

٧-په دې لار کې يې دومره سرښندنه درلوده او دا راښيي چې تر ټولو زيات پردې دين ايمان درلود.

په ځينې جګړو کې،چې تازه مسلمانان شوي وتښتېدل؛نو پخپله په مړانه وجنګيد او د دښمن د غوړو غوړو وعدو پر وړاندې يې بيخي چرت هم خراب نه کړ او تل يې پرخپل دين ټنګار درلود او هېڅکله يې په دې لارکې له ځانه کمزوري ونه ښووه

٨-ډېر زيات کوښښونه او هڅې وشوې،چې پېغمبر اکرم له کږلاريو سره جوړجاړى وکړي؛خو هېڅکله تسليم نه شو،ويل يې : که لمر راته په ښي لاس کې او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کې کېږدئ؛هېڅکله به له خپلې بلنې لاس وانه خلم .

٩-نه يوازې د پېغمبر اکرم د بلنې اغېز ته عمومي افکار ګوته پر خوله حيران وو؛بلکې لويديځوال هم د اسلام د چټکې خپرېدوځغاستې ته حيران دي؛لکه د غرب درې مخورو استادانو،چې پردې حقيقت منښته کړې او داسې وايي: (( سره له دې ،چې د اسلام د چټک پر مختګ د لامل د پېژندو لپاره ډېر کوښښونه شوي دي؛ځکه تر يوې پيړۍ په لږ وخت کې د نړۍ د تمدن پر ډېره برخه يې سيورى واچاوه؛ خو تر اوسه دا خبره د يوې معما په بڼه پاتې ده .))

هو! ايا په رښتيا معما ده،چې اسلام په هغه ورځو کې له هغو وسايلو سره، په چټکۍ د ميليونونو انسانانو په زړه کې ځاى پېدا کړ، تمدنونه يې په ځان کې هضم کړل او يو نوى تمدن يې رامنځ ته کړ؟!

١٠-بالاخره دى ځاى ته رارسو،چې د پېغمبراکرم (ص) دښمنان ماړه ظالم کفار ول. داچې پلويان يې د پاک زړونو خاوندان،ځوانان،حق غواړي اوان مريان ول،داسې پلويان،چې بې د زړه له پاکوالي يې هېڅ شتمني نه درلوده او د حق تږي ول.

تردې ټولو څېړنو وروسته،چې شرح يې ډېره مفصله ده،په ښه توګه پايله اخستاى شو،چې دا الهي بلنه وه؛هغه بلنه،چې د څښتن له لوري له فساد،تباهۍ،ناپوهۍ،شرک تېري او بې عدالتۍ څخه د انسان د ژغورنې لپاره رالېږل شوې وه .

پاى

سرچينې : په دې کتاب کې له لاندې ماخذنوځنې استفاده شوې ده . ١_ تفسيرکابلى .

٢_  تفسير تفهيم القرآن . 

٣_ تفسير نمونه . ٤_ تفسيرالميزان . ٥_ فضايل اعمال (شيخ الحديث محمد ذکرياصاحب) . ٦_ اسلامي سياست ( مولاناگوهرالرحمن ) ٧_ قيام امام حسين ( دکترسيد جعفرشهيدى ) ٨_ مهدى ( محمد رضا حکيمى ) ٩_ مجله پيام انقلاب ( ٦٦-١٣٧٦کلونوکليکسون ) . ١٠_ حج ( دکترشريعتى ) . ١١_ ميعاد با ابراهيم( دکترشريعتى ) . ١٢_ قاسطين ،ناکشين ،مارقين (دکترشريعى ) . ١٣_ احکام حج واسرارآن ( حسن بنگلوى ) ١٤_ اهميت روزه ازنظرعلم روز. ١٥_ تاريخ ابن خلدون . ١٦_ عايشه ام المؤمنين ( سيدمرتضى عسکرى) ١٧_ آيامامسلمان هستيم ( محمدقطب ) ١٨_ آئينه اسلام ( طه حسين ) . ١٩_ عدالت اجتماعى ( سيدقطب ) ٢٠_ دلارى مشال( سيدقطب) ٢١_ سيصد حديث. ٢٢_ نهج البلاغه ( ترجمه وتوضيح مصطفى زمانى ) ٢٣_ اختلاف درامت واحد ( عيدالعلى بازرگان ) ٢٤_ مجله ميشاق خون ( د١٣٦٥ کال کليکسون ) ٢٥_ کليکسون مجله نامه انقلاب . ٢٦_ مجله حوزه ( کليکسون سال پنجم وششم ) . ٢٧_ نگاهى به تاريخ فرداى مستضعين ( ناس) ٢٨_ اعجازقرآن ( علامه طباطبائى ) ٢٩_ کشف انگيزه هاى غروروفريب درانسان ( امام محمد غزالى ) ٣٠_ راه طى شده (مهندس مهدى بازرگان . ٣١_ فرهنگ علوم سياسى (على آقابخشي ) ٣٢_ فرهنگ لغات ( دکترشريعتى ) ٣٣_ اشوب بزرگ طه حسين ( ترجمه شفيق وجدان ) ٣٤_ بينش تاريخى قرآن (يعقوب جعفرى ) ٣٥_ کتاب الاربعين ( امام محمد غزالى ) ٣٦_ سيردرانديشه هاى سياسى عرب ( حميدعنايت ٩ ٣٧_ سيردرانديشه هاى اجتماعى مسلمين ( محمود نفيسى ) ٣٨_ معارف اسلامي (جمعى ازنويسندگان ) ٣٩_ اسلام شناسي ( ١٦-١٧و١٨) دکترشريعتي . ٤٠_ فرهنگ اماري کلمات قرآن کريم ( دکترمحمود روحاني)