ويکيپېډيا:شل وېناوې،

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شل ويناوې[سمول]

== ليکوال: انديال شهيد استاد مرتضى مطهري ژباړه: ډاکټر[محمد طارق+ذبيح الله] اقبال ==


=== ډالۍ: د شهيد مطهري د اثارو لومړي ژباړن (رښتيانۍ کيسې)د اسلامي خوځښت مخکښ د هېواد د ادبي بهير ځلاند ستوري او پــــــه تېــــــره زموږ ادبي لارښود

استاد محـــمد آصــــف صمـــــيم

ته په ديني مينه ډالۍ شو ===


خپلې خبرې[سمول]

شل ويناوې د انديال شهيد استاد "مرتضى مطهري" د شل ويناوو ټولګه ده،چې پخپله يې کتاب ترې جوړ کړى دى.په دې ټولګه کې يو لړ عقيدتي او ټولنيزې نوې شننې شته،چې عارف،عامي،طالب العلم، شاګرد او محصل ته ګټورې دي او هم د نوي کهول ځينو فکري او ټولنيزو ستونزو ته يې ځواب ويلى دى .

موږ د خپلې ديني ټولنې د فرهنګي اړخ د پياوړتيا لپاره دا ژباړه راوړاندې کړې،چې لوستونکيو ترې ګټور شي.

په درنښت ډاکټر [محمد طارق+ذبيح الله] اقبال ١٣٨٩ ل کابل  

عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره[سمول]

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (حديد/٢٥)=په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي،چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (نحل/٩٠) = په حقيقت كې خداى پر “عدل” او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي،تاسې ته نصحيت كوي،ښايي چې پند واخلئ .))

دواړه آيتونه د عدالت په هکله دي او پر عدالت سربېره په هر آيت کې نور مطالب هم شته .

لومړى آيت د آسماني اديانو ټوليزه موخه د عدالت پلي کول ګڼي او دويم آيت عدالت د اسلام يو آر او د اسلام روح معرفي کړى دى، وايي: په حقيقت كې خداى پر “عدل” او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي.

پردې سربېره،چې د “عدل” او احسان خبره په قرآن کريم کې په بېلابېلو ځايو کې راغلې،د اسلام او مسلمانانو په تاريخ کې هم اوږد څپرکى لري او داچې عدالت د اسلام يو آر دى؛نو ويينه پرې پکار دى .

“عدل” د دين له اصولو ځنې دى[سمول]

د دين اصول پينځه دي: "توحيد"،"نبوت"،"معاد"،"امامت" او “عدل” . امامت او عدالت په شيعه مذهب کې د دين اصول ګڼل کېږي او کله ورته د مذهب دوه آرونه وايي،چې البته مراد يې دادى،چې ددې مذهب د اسلام پوهنې او مشرانو له نظره،”عدل” او امامت هم د دين اصول دي. == حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت د لارې شهيد ==

حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت،رحمت،مينې او احسان بېلګه و. نن د عدالت د لارې د شهيد د ګوزار خوړلو شپه ده او دا ګوزار يې د عدالت او له انساني حقوقو په دفاع کې وخوړ،چې دې ګوزار د امام د ژوند کړاوونو ته هم د پاى ټکى کېښود؛دې ګوزار خو امام ددې دنيا له غمه خلاص کړ؛خو نړۍ يې تر قيامته ددې عادل امام په وير کې کړه،چې که حکومت يې لږ نور دوام موندلاى و؛نو د ځلانده اسلامي ټولنې بشپړه بېلګه به يې جوړه کړې واى.

چې امام علي (ک) پر سر ګوزار وخوړ؛نو و يې ويل: ((مثال مې د هغه تږي دى،چې په تپه تياره کې په ناپايه دښته کې په اوبو پسې ګرځي او ناڅاپه اوبه پيدا کړي . تل مې له خدايه غوښتل،چې په بستره کې و نه مرم او د خداى په لار کې ومرم،دا زما هيله وه،چې ور ورسېدم:"وما کنت الا کفارب ورد و طالب وجد.")) وګ : ( نهج البلاغه/٢٣ ليک) == کوم عدالت د حضرت علي (ک) د مرګ لامل شو؟ ==

آيا د حضرت علي عدالت يوازې اخلاقي عدالت و او يوازې د مُلا امام،قاضي او د طلاق د شاهد په څېر عادل و.داسې عدالت خو د چا د مړينې نه لاملېږي؛بلکې د شهرت او محوبيت لامل دى. هغه عدالت،چې د امام وژونکى ګڼل کېږي،په حقيقت کې د هغه ټولنيزه فلسفه او د اسلام په ټولنيز عدالت کې د هغه ځانګړى تفکر و او خورا ټينګار يې درلود،چې يوازې همدا د اسلام د ټولنيز عدالت او د اسلام د ټولنيزې فلسفې غوښتنه ده.

هغه يوازې عادل نه و؛بلکې عدالت غوښتونکى هم و،عادل او عدالت سره توپير لري؛لکه څنګه چې ازاد او ازادي غوښتونکى توپير لري؛يو څوک ازاد دى؛يعنې پخپله مطلقاً ازاد انسان او بل ازادي غوښتونکى دى؛يعنې د ټولنې د ازادۍ پلوى دى او ازادي يې موخه او ټولنيز فکر دى .علم هم همداسې دى : يو کس په خپله عالم وي او بل پردې سربېره،چې عالم دى،د علم او ليک لوست د خپرېدو پلوى هم دى . همداسې عدالت هم دى: يو څوک په خپله عادل وي او بل عدالت غوښتونکى وي او عدالت يې ټولنيز فکر دى. يو څوک صالح دى او بل سمونپال دى.

قرآن حکيم وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ(نساء/١٣٥) = مؤمنانو!په انصاف پوره ټينګ درېږئ))؛يعنې عدالت پلي کول، چې دا له دې توپير لري،چې انسان په خپله عادل وي .

جود ښه دى که “عدل”؟[سمول]

يو چا امام علي (ک) وپوښت : "جود" ښه دى که “عدل”؟امام وويل: “عدل” تر جود غوره دى؛ځکه “عدل” هر څيز په خپل ځاى کې ږدي او هر حق خپل واقعي حقدار ته ورکوي؛خو جود او بخشش چارې او بهيرونه له خپل ځاى او کړۍ بهر باسي. جود دادى،چې انسان له خپل څرګند حقه،هغه انسان ته تېر شي،چې حق يې نه دى او ورو يې بښي؛نو "جود" څيزونه له خپل ځايه بېځايه کوي او بل دا چې عدالت د عمومو سايس او اداره کوونکى دى او د عمومي ژوند د اصولو او قوانينو بنسټ دى؛خو "جود" او "بخشش" يو استثنايي حالت دى،چې په ځانګړي حالت کې يو څوک له بل سره جود او ايثار کوي.))

وګ: (نهج البلاغه/٤٢٩ حکمت)

جود او ايثار د عمومى ژوند اصلي بنسټ نه دى او پر بنسټ يې قوانين نه شو وضع کولاى او که "جود"،"ايثار" او "احسان" په قانون کې ونغښتل شي؛نو بيا ورته جود او احسان ويلاى نه شو او په اصطلاح تر شتونه يې نشتون غوره دى.

جود او ايثار هغه مهال وي،چې حتمي قوانين و نه لري او انسان يې يوازې د خپل ښه سړيتوب،انسانيت،انسان دوستۍ او له ژوند سره د مينې له امله کوي؛نو “عدل” تر جود غوره دى. (دا د “عدل” د غوره والي لپاره د امام علي مرتضى (ک) ځواب و.)

هغه انسان داسې ځواب نشي ورکولاى،چې ټولنيز فکر و نه لري او په وګړيزو کچو هر څه کچوي او نه وايي،چې “عدل” تر "جود" غوره دى او امام علي (ک) په خپله دې خبره،”عدل” ته په ټولنيزه سترګه ګوري او په ټولنيزو کچو يې تلي او دا د هغه چا خبره ده،چې رڼه ټولنيزه فلسفه لري.

“عدل” او "جود" د وګړيزو اخلاقو له ليد لوري[سمول]

د اخلاقو علماوو،جود تر عدله اوچت ګڼلى؛خو امام علي (ک) په څرګندو دليلونو وايي،چې “عدل” تر “جود” غوره دى. البته دا دوې څرګندونې له دوو ګوټونو او ليدلوريو دي.که له وګړيز او وګړيزو اخلاقو له اړخه ورته وليدل شي؛نو “جود” تر عدله غوره دى. د اخلاقي فضايلو له نظره،د "جود" او ايثار فضايل تر عدله لوړ دي؛ځکه عادل انسان ددې لپاره،چې د ګړيزو اخلاقو له نظره عادل دى؛نو د انساني کمال په دې حد کې د نورو پر حق بريد نه کوي،د چا پر مال خېټه نه اچوي او د چا ناموس ته لاس نه غځوي؛خو هغه چې “جود” او ايثار کوي؛نه يوازې د چا مال ته لاس نه غځوي؛بلکې خپل ګټلي نورو ته هم بښي. == عدل او جود له ټولنيز اړخه ==

خو د ټولنيز ژوند له نظره څنګه؟

په ټولنه کې “عدل” د تعمير د ستنو مثال لري او له ټولنيز نظره احسان د تعمير رنګ او سينګار دى . لومړى بايد ستنې جوړې شي، کور پرې جوړ شي،بيا وروسته د رنګ او سينګار وار راځي. که د کور ستنې غښتلې وي؛نو په بې رنګه کور کې هم ژوند شونى دى.کېداى شي يو تعمير ښه رنګ او ظاهر ولري؛خو ستنې او بنسټ يې کمزورى وي او په يو باد،زلزلې يا باران ړنګ شي.

همدا بښنې،احسانونه او ايثارونه،چې په يو وخت کې ګټور او ښه وي او د بښونکي له نظره لوړه ښېګڼه ګڼل کېږي؛خو د اخستونکي له نظره ښېګڼه نه ده.بېځايه او بې حسابه مرستې،صدقې او اوقاف،چې له هرې ټولنې سره وشوې؛نو د سيلاب او نېز په څېر،ټولنه له منځه وړي او ټولنه تمبله او فاسداخلاقه روزي.

قرآن حکيم وايي:

((مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِي هِـذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّهُ وَلَـكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (آل عمران/١١٧) = څه چې كافران په دنيوي ژوند كې ( له پېغمبر سره د دښمنۍ په لار كې لګوي) هغه سوځنده باد ته ورته دي،چې د هغو خلكو پرفصلونو ولګېږي،چې پر ځانو يې تېرى كړى ( او بې وخته يې كرلي وي) خداى پرې تېرى نه دى كړى؛بلكې هغوى پخپله پرخپل ځان تېرى كوي .))

ټولنه په مرستو،بښنو او احسانونو نه اداره کېږي. “عدل” د ټولنې د سازمان بنسټ دى.بېځايه او بې حسابه مرستې او بښنې ټولنه له مداره وباسي. حضرت امام سجاد (تحف العقول/٢٨١ مخ) وايي :

((ډېرى خلک ځکه فاسد شول،چې يوازې ستاينه يې وشوه،ډېرى خلک ځکه مغرور شول،چې له نيمګړتياوو يې سترګې پټې شوې او نيوکه پرې و نه شوه او ډېرى ځکه غافل شول،چې مرستې او احسان به ورسره کېده او له دې لارې يې ژوند کاوه.))

دا د حضرت علي (ک) د وينا مراد دى،چې وايي : (( “عدل” هر بهير په خپل مدار کې کوي؛خو “جود” او احسان هر څه له خپله اصلي مداره وباسي.))

د "جود" او "احسان" توپير[سمول]

“جود” او احسان په مانا کې سره نږدې دي. په قرآن کريم کې “عدل” د احسان قرين ياد شوى دى : ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ.)) دا چې په قرآن شريف کې راغلي: ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ))؛نو “عدل” غوره دى که احسان؟

البته “جود” او احسان سره نږدې دي؛خو يو شان نه دي؛ځکه احسان تر جوده عمومي دى؛هم مالي بخششونه رانغاړي او هم نورې نېکۍ کول. د مثال په توګه: که د يو کمزوري لاس ونيسئ او له واټه هاخوا يې تېر کړئ؛نو “جود” مو نه دى کړى،احسان مو کړى او که ناپوه مو پوه کړ ؛نو احسان مو کړى؛ نه “جود”.

عدالت؛ټولنيزه فلسفه[سمول]

له دې خبرې مې مطلب دادى،چې حضرت علي (ک) “عدل” ته په شخصي او وګړيز اړخ کتل که ډېرى يې ټولنيز اړخ ته پام و؟

څرګنده ده،چې ټولنيز اړخ ته يې ډېر پام و او په خپله واکمنۍ او خبرو کې يې وښووله،چې “عدل” يې ستر اسلامي آر ګاڼه او تر هر څه يې غوره او اوچت ګاڼه او سياست يې د “عدل” پر بنسټ و او دا يوازېنى چار و،چې خورا ستونزې يې ورته رامخ ته کړې .

امام علي (ک) (نهج البلاغه/٣خطبه) وايي :

وْلاَ حُضُورُ الْحَاضِرِ وَقِيَامُ الْحُجَّةِ بِوُجُودِ النَّاصِرِ وَمَا أَخَذَ اللهُ عَلَى العُلَمَاءِ أَلاَّ يُقَارُّواعَلَى كِظَّةِ ظَالِمٍ، وَلا سَغَبِمَظْلُومٍ، لاَََلقَيْتُ حَبْلَهَا عَلَى غَارِبِهَا وَلَسَقَيْتُ آخِرَهَا بِكَأْسِ أَوَّلِها، == د تشويش څرګندول او غاړه خلاصول ==

حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال داسې کړنلار درلوده،چې اجازه يې نه ورکوله د خلکو حقوق ولتاړل شي او هغه حقوق يې خپلو خاوندانو ته راستنول،چې ترې مخکې لتاړل شوي ول او پوهېده، چې په دې لار کې به ورته کومې ستونزې رامخ ته کېږي؛نو په شک او تشويش يې د خلافت چارې ومنلې او له هغو خلکو سره يې بيعت وکړ،چې ورته راغلي ول،و يې ويل: (( د عونى و التمسوا غيرى،فانا مستقبلون امرا له وجوه و الوان لا تقوم له القلوب ولا تثبت عليه العقول،ما پرېږدئ او په بل پسې ولاړ شئ ناثابته او رنګارنګه راتلونکې په مخ کې ده او د هغو دندو د برياليتوب هېڅ ډاډ نشته، چې اسلام راته پر اوږو کړي دي، کږلېچونه په مخ کې دي،زړونه ثابت نه پاتې کېږي او افکار څپڅپانده کېږي او همدا تاسې،چې اوس راغلي ياست،چې کله مو وليدل لار سخته ده؛نو شونې ده،چې له نيمې لارې راستانه شئ. و ان الآفاق قد اغامت و المحجة قد تنکرت، څنډونه ورېځو نېولي او لمر په ورېځو کې پټ دى،يو لړ کارونه شوي او تثبيت شوي دي،د اسلام په دې لنډ تاريخ کې يو لړ کسان د بوتانو په څېر شوي او کړنلار بدلول يې خورا ستونزمن چار دى.

بيا پر هغو خلکو خپله غاړه خلاصوي،چې بيعت اخستو ته راغلي،وايي: واعلموا انى ان اجبتکم رکبت بکم ما اعلم (نهج البلاغه/٩١ خطبه)،پوه شئ دا بلنه مې،چې ومنله؛نو په خپله پوهه او کړنلار به چلېږم او د چا خبرې او سپار‌ښتنې ته به غوږ نه ږدم. هو ! که ما پر خپل حال پرېږدئ او د چار واګې را پرغاړه نه کړئ؛نو معذور يم او د پخوا په څېر به سلاکار يم.

د حضرت عثمان (رض) قطايع[سمول]

د هغو ځمکو په هکله،چې د عامه مسلمانانو دي او حضرت عثمان (رض) شخصي کړې وې،و يې ويل: والله لو وجدته قد تزوج به النساء و ملک به الاماء لرددته،پر خداى قسم ! هغه ځمکې به ترې بېرته واخلم،چې د خلکو دي او عثمان ده او هغه ته ورکړي دي،که څه هم د خپلو ښځو مهر کړى يې وي او يا يې پرې وينځې پېرلې وي.

داسې يې نه ويل،چې تېر په هېر[سمول]

د حضرت علي (ک) خلافت ته خورا ستونزې رامخې ته شوې او اصلي خبره دا وه،چې پخوانۍ خبرې يې راسپړلې او نه يې ويل،چې تېر په هېر او ويل يې،چې پر خراب،کوږ او وروست بنسټ ستره او ښکلې ماڼۍ نشي جوړېداى .

د عدالت پراخه نړۍ او د ظلم تنګه نړۍ[سمول]

حضرت علي (ک) وايي : يوازې عدالت دى،چې ټول راضي کولاى شي.عدالت يوازېنى ظرفيت دى،چې د ټولو رضايت په ځان کې رانغاړلى شي.که څوک د کږلارۍ او حرص له امله پر خپل حق او بريد قانع نه وي او په حق قناعت پرې زور راوړي؛نو ظلم به پرې ډېر فشار راوړي .

ځکه د انسان پر اروا دوه ډوله زور راځي: يو هغه زور او فشار،چې ټولنه او چاپېريال يې راوړي.يوه ټېله،چې بل انسان يې ورکوي، کوړه ده،چې نور به پرې وهي او هغه زندان دى،چې نور به دې پکې غورځوي او بل ډول هغه زور او فشار دى،چې له دنننه پر انسان راځي؛لکه د کينې فشار،د غچ اخستنې فشار،د حرص او تمې فشار.

که ټولنيز عدالت پلى شي او د بهرني لاملونو له امله خونديېنه رامنځ ته شي ؛نو په دې حال کې يو انسان هم د بل انسان پر حق خېټه نشي اچولاى؛نو له دې اړخه يې څوک پر اروا زور او فشار نشي راوړاى؛ خو که عدالت نه و او لوټنه او ظلم و؛نو د هغوى به تمه نوره هم ډېره شي،چې د حرص او تمې تر فشار لاندې وي.

ابن ابي الحديد وايي: خلک د حضرت عثمان (رض) تر وژل کېدو وروسته په جومات کې راټول شوي ول،چې وويني د خلافت چارې کوم ځاى ته رسي او داچې بې له علي (ک) څوک نه و،چې د خلافت لپاره ورته د خلکو پام وي، بلخوا ځينې ول،چې په اسلام کې د حضرت علي پر مخينه او شخصيت يې رسمي خبرې کولې؛نو خلکو په خورا لېوالتيا له حضرت علي (ک) سره بيعت وکړ.

مهم اخطار[سمول]

په دويمه ورځ د جومات ممبر ته وخوت او پر خپلو پرونۍ خبرو (چې په مخکنيو مخونو کې مو وويل) يې رڼا واچوله او و يې ويل: خداى په خپله پوهېږي،چې زه د خلافت له چارو سره ددې لپاره مينه نه لرم،چې واک او ځواک مې په لاس کې وي.له پېغمبر اکرمه مې اورېدلي : (( تر ما وروسته،چې هر چا د خلافت چارې په لاس کې واخستې؛نو د قيامت پر ورځ به يې د صراط پر پله دروي او پرښتې به يې کړنليک پرانېځي؛که په عدالت چلېدلى وي؛نو خداى به يې د همدې عدالت په پار وژغوري او که په عدالت نه وي چلېدلى؛نو د صراط پل به و خوځېږي او د دوزخ تل ته به يې ورګوزار کړي.))

بيا يې په کيڼ او ښي لوري کې ناستو کسانو ته وکتل او و يې ويل : ((هغوى چې په دنيا کې ډوب دي،ځمکې،شتمنۍ، ويالې،باغونه او ګل اندامې وينځې لري؛نو سبا مې،چې دا هر څه ترې واخستل او بيت المال ته مې ورکړل او هر چا ته به يې د خپل حق هومره ورکوم؛ نو بيا دې څوک ګيله و نه کړي،چې علي وغولولو،چې پخوا يې يو څه ويل او اوس بل څه وايي،علي راغى او موږ يې له خپلو شتمنيو بې برخې کړو. له همدا اوسه مې درته خپله کړنلار روښانه کړه او ټول دې خبر وي .))

ځينې،چې ځان ته پر امتياز قايل ول او تورن هم ول؛نو دليل يې دا و،چې موږ له پېغمبر اکرم سره د ناستې پاستې او مصاحبت حق لرو او د اسلام په لار کې مو خورا زحمتونه ګاللي دي . حضرت علي (ک) داسې کسانو ته وويل : ((له فضيلت،مصاحبت او په اسلام کې له مخينې مو منکر نه يم؛دا هغه څيزونه دي،چې اجر يې له خداى سره دى؛ خو ددې جوازېداى نشي،چې ستاسې او نورو ترمنځ پر توپير قايل شو.))

د څنډې کېدو او پلمو پيلامه[سمول]

هغوى چې د حضرت علي (ک) تر حکم لاندې راتلل؛نو راټول شول او "وليد بن عقبة" يې استازى وټاکه.استازى،راغى او حضرت علي (ک) ته يې وويل : اباالحسنه ! د پېغمبراکرم پر مهال په جګړو کې دې راته زړه خوړين کړى او په موږ کې دې خورا وژلي دي؛خو موږ به تېر په هېر کړو او بيعت به درسره وکړو؛خو په دوو شرطونو : تېر به هېر کړې او څه چې شوي،کار به پکې نلرې او تردې وروسته،چې دې څنګه خوښه وي،هماغسې کوه او دويم داچې د حضرت عثمان (رض) وژونکي،چې اوس ازاد ګرځي،موږ ته يې راوسپارې،چې قصاص يې کړو او که يو يې هم نه منې؛نو موږ مجبورېږو،چې په "شام" کې له "معاوية بن ابي سفيان" سره يو ځاى شو.

امام ورته وويل: پخوانۍ وينې د شخصي کينې له امله نه دي تويې شوې،د ګروهې او مسلک اختلاف و،موږ د حق لپاره جنګېدو او تاسې د باطل لپاره او حق پر باطل برلاس شو او که تاسې نيوکه لرئ او د وينې بيه غواړئ؛نو ولاړ شئ او له حقه يې وغواړئ؛ځکه حق و، چې باطل يې ځپلى او له منځه يې وړى دى او را به شو ستاسې دې خبرې ته،چې تېر به هېر کړې او له تېرو سره به کار نه لرې؛نو دا چار زما په واک نه دى؛هغه دنده ده،چې خداى پرې ګومارلى يم او د حضرت عثمان (رض) د وژونکيو خبره:که ما خپله دنده ګڼله،چې قصاص يې کړم؛پر هماغه پرون مې قصاصول .))

وليد د امام خبرې ملګرو ته وکړې؛نو هغوى هم د علي (ک) پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

د ملګرو غوښتنه د حضرت علي (ک) ملګري،چې له خبرو او بهيرونو خبر شول،چې ځينو ډلګۍ جوړې کړي او د حضرت علي خلافت تخريبوي؛نو حضرت علي ته يې وويل : ځکه يې ډلګۍ جوړه کړې او مخالفتونه کوي،چې ته پر مساوات او “عدل” ټينګار کوې او ان د حضرت عثمان د وژونکيو غوښتل هم يوازې پلمه او سرپوښ دى او په دې خبره غواړي خلک درپسې راپاڅوي؛نو که شونې وي؛نو په هوډ کې دې نوې کتنه وکړه.

حضرت علي (ک) ولاړ او په جومات کې يې وويل : د هغه خداى شکر کوم،چې زموږ پالونکى او معبود دى،ډېر ښکاره او پټ نعمتونه يې راکړي دي او ټول نعمتونه يې منت دى،چې پر موږ يې ايښي دي،بې له دې،چې موږ له ځانه واک ولرو.تر ټولو غوره هغه دى،چې غوره عبادت يې وکړي،د خداى د استازي پر سنتو غوره او تر ټولو ډېر عمل وکړي.د خداى کتاب؛يعنې قرآن راژوندى کړي.زه هېچا ته پر هېچا په غوراوي قايل نه يم؛خو د تقوا هومره يې.قرآن شته او د پېغمبراکرم سنت مو په منځ کې دي،چې بنسټ يې عدالت او مساوات دى او ټول له دې خبرې ښه خبر دي؛خو هغوى چې ځان تېر باسي او په زړه کې يې خيرى وي او بيا يې دا آيت ولوست.

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ(حجرات/١٣) = خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى،په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.))

دا آيت يې ځکه ولوست،چې و يې پوهوي،چې ددې آيت په استناد امتيازات مو لغو کوم.

د اموالو مصادره[سمول]

ابن ابي الحديد معتزلي شافعي ددې جملې : (( ځمکې به ترې بېرته واخلم که څه هم د ښځو مهر کړى يې وي او يا يې پرې وينځې اخستې وي)) په شرح کې ليکي: ((لکه څنګه يې،چې ويلي ول؛نو ټول اموال يې ضبط کړل؛خو هغوى،چې د اسلامي خلافت له ولکې وتښتېدل.))

وګ: (ابن الحديد؛د نهج البلاغې شرح:١/٩٠)

په دې ترڅ کې حضرت "عمروعاص" معاويه بن ابي سفيان ته ليک وليکه او پکې يې کښلي ول :

((چې څه دې له لاسه کېږي و يې کړه؛ځکه د ابوطالب زوى به راټول کړي څيزونه داسې درنه واخلي؛لکه څنګه،چې د همسا له لرګي پوټکى ايستل کېږي.))

وګ: (ابن الحديد؛د نهج البلاغې شرح:١/٩٠)


خپل عدالت يې وواژه؟ خپل عدالت ووژاه؛مانا يې داده،چې د حضرت عثمان (رض) غچ اخستل او د اسلام د وخت جګړې يوازې پلمې وې؛اصلي خبره د ټولنيز عدالت پلي کول ول،په تېره بيا،چې حضرت علي (ک) قانع نه و،چې تېر په هېر کړي او له اوسه خپل کار له سره پيل کړي او ويل يې : (( ان الحق القديم لا يبطله شىء.))

حضرت علي او د خلافت له نومه ګټنه[سمول]

حضرت علي (ک) نه ځان او نه نورو خپلوانو ته ددې اجازه ورکوله، چې د خلافت له نومه ناوړه ګټنه وکړي.که په بازار کې يې هم څه پېرل؛نو له هغه هټيواله يې پېرل،چې يې نه پېژانده دا اميرالمؤمنين دى؛ځکه نه يې غوښتل د خليفه توب له امله لحاظ يې وشي .

ټولنيز منصبونه د هغه چا له نظره،چې واقعاً خپله دنده تر سره کوي او نه غواړي له خپل نومه ګټنه وکړي؛نه ښايي وويل شي،چې حق دى؛بلکې بايد وويل شي،چې مکلفيت دى.حق او مکلفيت توپير لري.حق؛يعنې ګټنه او مکلفيت؛يعنې دنده.که موږ له ټولنيز منصبونو ناوړه ګټنه لرې کړو؛نو ګورو به ،چې بيا د حق نوم نه شو ورکولاى،بايد د مکلفيت نوم ورکړاى شي . د مکلفيت او حق په باب مثال : عسکري مکلفيت دى نه حق؛نو وايو د عسکرۍ عسکر او نه وايو د عسکرۍ حق .

که له عنوانو ناوړه ګټنه ونشي او واقعاً عمل پرې وشي؛نو څرګندېږي،چې دا ټول مکلفيت دى نه حق.

د مکلفيت شرايط هم د حق له شرايطو سره توپير لري.حضرت علي (ک)،چې له خلافته ناوړه ګټنه نه کوله؛نو خلافت او حکومت ورته مکلفيت و نه حق او که وغواړو له يو مکلفيت او دندې ناوړه او نامشروع ګټنه وکړو؛نو په هر مکلفيت په غلطه د حق نوم ايښوواى شو.

که له لمانځه _چې سل په سلو کې دنده ده_ ناوړه ګټنه وشي او د چا د ژوند سمبالولو سرچينه شي؛نو ددې سړي له نظره لمونځ کول يا د جماعت امامت حق دى؛نه مکلفيت او کېداى شي له سترو حقونو ځنې وي؛خو حقيقت داسې نه دى.

چې حضرت علي (ک) وينو،چې ان چمتو نه دى،چې دومره د خلافت له نومه ناوړه ګټنه وکړي،چې کله څه پېري؛نو له هغه هټيوال يې پېري،چې نه يې پېژني،چې د خلافت د منصب په پار يې تر نورو پرې ارزان و نه پلوري . بايد ووايو،چې خلافت هم مکلفيت دى؛ نه حق او هغه مکلفيت دى،چې پورته ترې بل مکلفيت نشته؛بلکې تر مکلفيت هم پورته دى او رياضت دى.

په تودو ورځو کې به له "دارالاماره" بهر راووت او تر سيوري لاندې به کېناسته،چې هسې نه کوم مراجعه کوونکى په توده هوا کې وکړېږي.په واقع کې دا رياضت او خورا سخت مکلفيت و.

په يو ليک کې "قثم بن عباس" (د حجاز والي) ته ليکي:

وَاجْلِسْ لَهُمُ الْعَصْرَيْنِ فَأَفْتِ الْمُسْتَفْتِيَ، وَعَلِّمِ الْجَاهِلَ، وَذَاكِرِ الْعَالِمَ، وَلاَ يَكُنْ لَكَ إِلَى النَّاسِ سَفِيرٌ إِلاَّ لِسَانُكَ، وَلاَ حَاجِبٌ إِلاَّ وَجْهُكَ.

مالک اشتر ته ليکي: د وخت يوه برخه دې هغوى ته ځانګړې کړه،چې درته اړين دي، چې پخپله يې چارو ته ځان ورسوې او په عمومي غونډو کې ورسره کېنه او د هغه خداى پر وړاندې عاجز اوسه،چې ته يې پيدا کړى يې او ساتندويان دې يوې خوا ته کړه،چې بې تشويشه درته خپلې خبرې وکړي . ما څو ځل له رسول اکرمه اورېدلي چې: " هغه ملت به ونه ژغورل شي،چې بې له کوم تشويش او پلمې د بېوسيو حق له زورورو وانخلي." نو په حوصله او زغم يې ځيږې خبرې واوره، سينه تنګي او ځانمني يوې خوا ته کړه،چې خداى درباندې د پېرزوېنې ورونه پرانځي او د اطاعت بدله دې درکړي او که څه خلکو ته ورکوې؛نو داسې يې ورکوه،چې ګڼې خوند درکوي او که څه ترې ايساروي؛نو بايد منع دې له مهربانۍ او بښنې سره مل وي.)) وګ : نهج البلاغه /٥٣ ليک .

شيخ سعدي په همدې مضمون په بوستان کې يو شعر لري:

تو کى بشنوى ناله دادخــــــــــــــواه به کيـــــوان برت کله خوابگاه چنان خسب کآيد فغانت به گوش اگر داد خواهي بر آرد خروش


په اسلام کې د “عدل” آر[سمول]

=[سمول]

له اسلامي عدله د مسلمانانو د کږېدو اصلي لامل ===

چې کله دا پوښتنه نوموتېږي-مطرحېږي سره له دې،چې په اسلام کې دومره پر “عدل” سپارښتنه شوې؛خو عمل پرې نه دى شوى او دومره وخت لا تېر شوى نه و،چې په اسلامي ټولنه کې ډول ډول بې عدالتۍ او تبعيضونو رامنځ ته شول؛نو لامل يې څه دى؟ څه چې لومړى د انسان ماغزو ته راځي دادي،چې ځينې خلفاء ددې لامل شول،چې دا آر ښه پلى نشي او دا چار لومړى بايد خلفاء او د مسلمانانو مشران پر ځان پلى کړي او داچې د هغوى نيت هم ښه نه و او ددې مقام وړتيا يې نه درلوده؛نو ددې آر د پلي کېدو په لار کې خنډ شول.

دا ځواب پر ځاى دى؛خو په دې مانا،چې يو علت دا و،چې هغوى بايد پلي کړى واى؛خو پلى يې نه کړ او د “عدل” پر ضد يې عمل وکړ،چې د عباسي او اموي د خلفاوو تاريخ ددې خبر ستر ګواه دى. == د عدالت ناوړه تفسيرول == خو ټول علت دا نه دى،يو بل مهم علت هم شته،چې که اغېز يې تر لومړي علته ډېر نه وي؛لږ به هم نه وي او هغه داچې عدالت ناوړه تفسير او توضيح شوى دى. ښه او لوړ قانون بايد په لومړۍ درجه کې ښه تفسير شي او په دويمه درجه کې بايد ښه پلى او تنفيذ شي؛که ښه تفسير نشي او هغوى يې چې پلي کول غواړي؛نو ګټه به نه لري؛ځکه هغسې به يې پلى کوي، چې تفسير شوى دى.

هغوى چې په اسلام کې له دې آره منکر شول؛نو ناوړه نيت يې نه درلود او يوازې د قشري-سرسري او متعبدانه فکر کولو له امله يې مسلمانان دې ورځې ته راورسول؛نو دا و،چې اسلام يې پر دوو مصيبوتونه اخته کړ:

يو په پلي کېدو او تنفيذ کې د ناوړه نيت مصيبت،چې په هماغه ړومبيو کې دا چار تر سره شو،چې د خلافت څرخ پر خپل چورليد واقع نه شو او عرب ته يې پر ناعرب او قريش ته يې پر ناقريش غوراوى ورکړ او يو شمېر ازاد پرېښوول شوي ول،چې له بيت الماله برخمن شي او نور ترې بې برخې ول؛نو ځکه حضرت علي(ک) په خپل خلافت کې د همدې نادودو د سمولو لپاره راپاڅېد،چې د همدې پاڅون په لار کې شهيد هم شو او ورپسې همدې کږلارۍ د معاوية بن ابي سفيان او نورو خلفاوو پر مهال زور واخست.

بل مصيب د هغو رغي فکرکوونکيو او متعبدانو له اړخه جوړ شو، چې کاږه واږه تفسيرونه يې وکړل،چې اغېزې يې تر اوسه شته.


کلامي ريښه[سمول]

دا ټولنيز آر يو کلامي ريښه هم لري. د کلام علم د دويمې پېړۍ په نيمايي کې راپيداشو؛ځينې د دين په اصولو،توحيد،د خداى په صفاتو او د معاد په اړوند مسئلو کې پر ويينه بوخت شول،چې "متکلمين" نومېدل .

داچې ولې "متکلمين" ورته ويل کېږي،تاريخپوهانو ورته علتونه ويلي دي. ځينو ويلي: علت يې دا و چې تر ټولو مهمه مسئله،چې د دوى ذهن يې بوخت کړى و،د قرآن مجيد د حدوث او قدم ويينه وه، چې کلام الله دى. ځينو ويلي: دوى په خپله دا نوم د منطق (چې هغه مهال نوى پيدا شوى و) پر وړاندې پر ځان ايښى و،کلام؛يعنې وينا. ځينو ويلي: ځکه متکلم ورته ويل کېږي،چې يو له بل سره به يې ډېره مجادله او مباحثه کوله . هر څه چې وو،داسې يوه ډله راپيدا شوه.

الهي عدل[سمول]

"الهي عدل" يوه مسئله وه،چې د کلام په علم کې ويينه پرې وشوه،چې آيا خداى عادل دى که نه؟دې مسئلې خورا اهميت وموند او ډېرى څانګې او ښاخونه يې پيدا کړل،چې قهراً لمنه يې د ټولينز عدالت آر ته راورسېده،چې موږ هم ويينه پرې لرو.

دې مسئلې د "کلام الله" تر "حدوث" او "قديم والي" هم خورا ارزښت پيدا کړ ،چې ډېرې وينې ورته تويې شوې وې.

متکلمين د "الهي عدل" د نفې او اثبات پر بنسټ دوه څانګې شول: "عدليه" او "غير عدليه". عدليه؛يعنې د الهي عدل پلويان او غير عدليه؛يعنې له الهي عدله منکران .

شيعه متکلمين عموماً له عدليه وو ځنې دي او له همدې اړخه له پخوا دود شوه،چې شيعه ووايي: د دين اصول پينځه دي : " توحيد"، “عدل”،"نبوت"،"امامت" او "معاد"؛يعنې د شيعي اسلامپوهنې له نظره د اسلام اصول پينځه دي.

د الهي عدل په مسئله کې په دوو برخو کې ويينه وشوه: يو داچې آيا د نړۍ خلقت او تکوين، له اسمانه تر ځمکې،له جماد،نبات او حيوان او له دنيا نه تر آخرته،له عدالت سره اړخ لګوي او د “عدل” پر بنسټ دي او په خلقت او پنځونه کې پر هېڅ موجود ظلم نه کېږي او دا عالم پر “عدل” ولاړ دى؟ آيا (( بالعدل قامت السموات والارض)) يا داچې د خداى اراده او مشيت مطلق دى او هېڅ څه يې اراده محدودولاى نشي؛فعال ما يشاء ((يَفْعَلُ مَا يَشَاء.آل عمران/٤٠)) او ((يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ.مائده/١))پنځونه يې د يوې تلې،قاعدې او قانون تابعېداى نشي، څه چې هغه کوي “عدل” دى؛نه داچې هغه کوي،چې د “عدل” غوښتنه ده.

آيا خداى به د قيامت پر ورځ د “عدل” پر موازينو چلېږي او په حساب به ځينې دوزخ او ځينې جنت بوځي که داسې نه ده؟

ددې پوښتنې ځواب يې داسې ورکړ: داسې نه ده؛هېڅ قانون او ناموس نشي کړاى،چې د حق پر فعل واکمن شي،هر قانون او ناموس د هغه د فعل او امر تابع دي،”عدل” او ظلم هم د خداى د فعل تابع دي. که خداى مطيع دوزخ ته او ګناهګار جنت ته بوځي؛نو داچې هغه کړي؛نو “عدل” دى.

د هغه اراده او فعل د يو قانون تابع او خاضع نه دى او ټول قوانين او موازين د هغه د ارادې تابع دي.

دا د “عدل” آر په هکله يوه برخه وه،چې د نړۍ په پنځونه او نظم پورې اړوند وه،چې آيا له “عدل” سره اړخ لګوي که نه؟

بله برخه يې د نظام تشريع په اړه ده او په ديني احکامو پورې اړوند ده؟

آيا د تشريع نظام د “عدل” تابع دى که نه؟ آيا عادلانه وضع شوي او هر حکم د يو حقيقت او مصلحت تابع دى که داسې نه ده؟

د اسلامي شريعت قوانينو ته،چې ګورو؛نو يو لړ څيزونه پکې فرض شوي او پرعکس يو لړ څيزونه پکې تحريم او منع شوي دي : رښتيا او امانت ساتۍ ته رابلل شوي يو او له دروغو،خيانت او ظلمه منع شوي يو.

اړنګ (شک) نشته،چې بالفعل بايد ووايو : د څه امر يې چې کړى ؛ نو ښه دى او له څه يې،چې منع کړي يو؛نو بد دي؛خو داچې ښې چارې ښې دي؛نو اسلام ورته رابللي يو او بدې چارې بدې؛نو اسلام ترې منع کړي يو؟ يا داچې اسلام ددې چار حکم کړى؛نو ښه دى او له هغه بله يې،چې منع کړي يو؛نو بد دى او که پر عکس حکم يې کړى و،که د دروغو او ظلم حکم يې کړى و؛نو آيا واقعاً ښه کېدل به او که له امانت ساتۍ او عدالته يې منع کړي وو؛نو دا به واقعاً بدې وې؛يعنې بدېدې؟

د اسلام شارع لارښوونه کړې،چې بيع حلاله او سود حرام دى. اړنګ نشته،چې اوس بيع ښه او سود بد چار دى . آيا اوس بيع په خپل ذات کې په خپله ښه څيز و او بشر ته ګټوره ده او دا چې ښه او ګټوره ده؛نو په اسلام کې حلاله ګڼل شوې؛خو سود په خپل ذات کې په خپله بد دى او بشري ټولنې ته يې ضرر درلود؛نو ځکه په اسلام کې حرام شوى دى او قرآن حکيم وايي: ((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ (بقره/٢٧٥)= هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې را پاڅېږي؛ لكه څوك چې له شيطان سره د تماس له وجهې لېونى شوى وي ( خپل ځان نشي نيولاى،كله لوېږي او كله راولاړېږي )

او يا پر عکس ده.دا چې اسلام ويلي بيع حلاله ده؛نو ښه ده او ربا ځکه بده،چې اسلام ويلي،حرامه ده؟

عقلي حسن او قبح[سمول]

دا ول،چې اسلامي علماء دوې ډلې شول؛يوه ډله د عقلي حسن و قبح پلوې شوه او و يې ويل : د شارع فرمان د حسن و قبح او د څيزونو د واقعي صلاح او فساد تابع دى او بله ډله د څيزونو له عقلي حسن و قبحه منکر شول، ويې ويل :د څيزونو حسن او قبح د شرعي احکامو تابع دي.

د “عدل” او ظلم په هکله هم،چې د خلکو په حقوقو او حدودو پورې اړوند ده او يوه ټولنيزه موضوع ده،دا خبره رامنځ ته شوه.

د "عدليه وو" د نظر له مخې،په واقع او نفس الامر کې يو حق او ذى حق دى او ذى حقتوب او نه ذى حقتوب په خپله يو اقعيت دى،د اسلام د حکم د راتګ تر مخه هم حق او ذى حقتوب و،يو به خپل واقعي حق ته رسېده او يوه به بې برخې کېده او اسلام راغى او خپل احکام يې داسې تنظيم کړل،چې هر حق خپل ذى حق ته ورسي.اسلام خپل احکام د عدالت له مخې تنظيم کړل.

عدالت؛يعنې (( اعطاء کل ذى حق حقه.)) حق او عدالت هغه چار دى که اسلام يې حکم نه وکړى؛نو بيا به هم په خپله يو حقيقت و او دغسې يې حقيقت کېدل نه.

د دويمې ډلې د نظر له مخې،حق،ذى حقتوب او نه ذى حقتوب او همداراز “عدل” او ظلم حقيقت نه لري او ددې تابع دي،چې د اسلام شارع څنګه قانون وضع کوي.

ددې ډلې په ګروهه؛لکه څنګه،چې نړۍ له دې امله،چې حق فعل دى او د خداى د مطلقې ارادې او مشيت زوکړه ده؛نو د هېڅ قانون او قاعدې تابع نه ده،د تشريع نظام هم د هېڅ قانون او قاعدې تابع نه دى او نه د کوم قانون پر وړاندې خاضع دى . څه چې د اسلام قانون وضع کړي؛حق دي؛يعنې حقېږي او هر څنګه يې،چې وضع کړى،هماغه عدالت دى.

که د اسلام لارښوونه داسې واى،چې خلک زيار وباسي او څيزونه جوړوي؛نو د حق خاوند (ذى حق) نه دى؛بلکې يو بل وښيي،چې د حق خاوند دى،چې هېڅ زيار يې نه دى ايستلى؛نو واقعاً به همداسې وه، چې زيارکښ به حقوال نه ول او دا تيار ناست به و !

د حسن و قبح د ويينې عملي او ټولنيزې اغېز[سمول]

شونې ده،چې وويل شي: دا ويينه څه عملي پايله لري؟ دواړه ډلې د موجوده اسلامي قوانينو په هکله ګروهمن دي،چې له عدالت او صلاح سره سمون خوري؛خو يوه ډله ګروهمنه ده،چې له پيله حسن، قبح، سمونه،ورانونه (فساد)،حق او ناحق ول او بيا د اسلام شارع خپل احکام د هغوى له مخې تنظيم کړل او بله ډله وايي،چې دا له پېله نه ول او د دين تر احکامو وروسته راپيدا شول.


ځينې وايي: حسن،قبح،حق،ناحق،عدالت او ظلم د اسلامي احکامو کچه ده.بله ډله وايي: د دين ددې چارو کچه ده اوس؛نو څلوېښت که دوه شلې؛نو پايله يې يوه ده؛نو د دواړو ډلو علماء،چې اصول او فقهي مسايلو ته راننوتل؛نو د احکامو پر مصلحت او د يو مصلحت پر بل مصلحت د لومړيت په باب يې ويينې وکړې .

بايد په ځواب کې وويل شي،چې داسې نه ده،د اسلامي احکامو په استنباط کې د عقل او علم لاسوهنه يې مهم عملي اغېز دى.که لومړۍ څرګندونه ومنو،چې واقعي حسن و قبح و، عدالت او حق ول او د اسلام شارع هم دا واقعيات منل؛نو هرومرو کومو په هغو ځايو سره مخېږي،چې د عقل او علم له څرګند حکم سره،چې د حق غوښتنه څه ده او د عدالت غوښتنه څه ده،سمونه کومه ده،ورانونه کومه ده؛نو ناچار يو،چې دلته تم شو او عقل د يو لارښود په نامه ومنو، چې کړاى شي سمونه او ورانونه درک کړي او د "عدليه وو" ذل قاعده و کاروو:(( کل ما حکم به العقل حکم به الشرع)) يا : ((الواجبات الشرعية الطاف فى الواجبات العقلية)) په کار يې واچوو؛نو که د يو نقلي دليل ظاهر يې پر خلاف وي؛ډاډمن يو،چې اسلام يوه موخه لري او هېڅکله له خپلې موخې نه کږېږي،موږ په هماغې موخې پسې ځو،نور په چارو کې د بڼې تابع نه يو،همدا چې پوه شو ربا حرامه ده او بې دليله هم حرامه نه ده؛ پوهېږو،چې څومره هم بڼه واوړي،بيا يې هم حرمت پر ځاى دى؛د ربا منځپانګه ربا ده، د ظلم منځپانګه ظلم دى،د غلا منځپانګه غلا ده؛نو خپله منځپانګه لري،که څومره هم خپله بڼه واړوي او ان که د عدالت او حق جامه هم ورواغوندي؛نو بيا هم خپله منځپانګه لري .

د دويمې نظريې له مخې،عقل بېخي لارښودېداى نشي ،اسلامي قوانين يو روح او مانا نه لري،چې موږ دا روح او مانا آر کړو او څه چې دي،هماغه بڼه او صورت دى او د بڼې او صورت په بدلېدو هر څه بدلېږي.

اصولا ددې څرګندونې له مخې،که د يو مصلحت پر بل مصلحت د لومړيت،حق،عدالت او مصلحت نوم واخستل شي؛نو يو واقعي مفهوم نه لري،د هماغه شکل او بڼې نوم يې مصلحت، عدالت، حق او دې ته ورته څيزونه ايښي دي.

نو د لومړۍ نظريې له مخې،موږ حق،عدالت او مصلحت ته د يو واقعي چار په سترګه وينو؛خو د دويمې نظريې له مخې،ورته په يو خيالي فرض.

د جاهليت د خلکو د کږلارۍ يو لامل هم دا و،چې د بديو او ښېګڼو د درک ځواک ترې اخستل شوى و او هر ناوړه چار او چټلي يې د دين په نامه منله او د ديني او شرعي چارو نوم يې پرې ايښووه.په همدې چار کې قرآن شريف پرې نيوکه کوي،ورته وايي: بايد تاسې دومره پوه شئ،چې بدې چارې په خپل ذات کې بدې دي او ناشونې ده،چې خداى د بدې چارې سپارښتنه وکړي او حکم يې ورکړي.

ناوړي په خپله همدې ته بسيا ده،چې پوه شئ خداى يې حکم نه ورکوي،وايي :

((وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ . قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ (اعراف/٢٨،٢٩)= او چې كله كوم ناوړه كار كوي (؛نو) وايي : (( موږ خپل پلرونه پردې ( دود) موندلي دي او خداى راته په خپله هم ددې چارو د سرته رسولو امر كړى دى)) ووايه : ((خداى (هېڅكله) د بې حيا چارو د تر سره کولو امر نه كوي،ايا داسې څېزونه په خداى پورې تړئ،چې نه پوهېږئ ؟!))- ((زما پالونكي په انصاف امر كړى دى.))

يعنې فحشا،چې کوي؛نو خپلو چارو ته دوه دليله راوړي: يو داچې د پلار نيکه دود مو دى او بل داچې وايي د خداى حکم همدا دى او خداى يې اجازه ورکړې ده. هغوى ته ووايه،چې خداى هېڅکله د فحشا اجازه نه ورکوي،پخپله فحشا او عفاف حقيقتونه او واقعيتونه دي،چې د خداى په امر او منع فحشا نه عفافېږي او عفاف هم نه فحشا کېږي. خداى هېڅکله د فحشا حکم نه کوي او نه يې اجازه ورکوي؛خداى د “عدل”،اعتدال او منځلارۍ حکم کوي . بايد په دې خبره په خپله پوه شئ،تشخيص يې کړئ او بيا يې کچه (مقياس) کړئ. په دې کچه يې تشخيص کړئ،چې خداى د څه امر کوي او له څه مو منع کوي.

څلورګوني دليلونه[سمول]

"عدليه" علماء وايي : شرعيه دلايل څلور دي: قرآن،سنت، اجماع (؛يعنې له ځانګړيو شرايطو سره د اسلامي علماوو اتفاق) او عقل؛خو د "غير عدليه وو" له نظره،هېڅ مانا نه لري،چې عقل شرعي ادله وشمېرل شي او د اجتهاد او شرعي احکامو د استناط يو ستنه شي. له نظره يې محض تعبد واکمن دى.

له شرمه ډک استدلالونه[سمول]

ډېر به حيران شئ،چې واورئ په اسلام کې يوه ډله راپيدا شوه،چې واقعاً مسلمانان ول؛بلکې ځانونه يې تر نورو ډېر مسلمانان او سپېڅلي ګڼل،خورا متعبدان وو او ځانونه يې سل په سلو کې د پېغمبر اکر(ص) د سنتو لارويان ګڼل؛نو بيا همدوى په تکوينياتو او تشريعياتو کې له الهي عدله د نمښتې-انکار د څرګندونې د جوتولو لپاره استدلال کوي. په خپل آند يې په پنځونه او هستۍ کې د بې عدالتۍ بېلګې راوړي،چې له شرمه ډکې دي.د رنځونو او دردونو بېلګې يې راوړې دي،د شيطان پنځونه يې دليل راوړې ده،ويلي يې دي : که د هستۍ بهير پر عدالت روان و؛نو بايد علي بن ابيطالب وژل شوى نه واى،چې ځاى يې "زياد بن ابيه" او "حجاج بن يوسف" ونيسي او دې ته ورته نورې بېلګې. دا د تکوينياتو او د تکوين د نظام په برخه کې.

د تشريعياتو او د تشريع د نظام په هکله هم ددې لپاره،چې جوته کړي،چې اسلامي قوانين د قانون،قاعدې،سمونې،ورانونې او حسن و قبح تابع نه دي،و يې ويل : د شرع بنسټ د متفرقاتو پر جمع او د مجتمعاتو پر تفرقه دى؛نو ځکه په ديني احکامو کې دومره نيمګړتيا ليدل کېږي،په ډېرى ځايو کې ليدل کېږي،چې د اسلام شارع يو ډول حکم ورکړى،حال داچې يو شان نه دي او په ډېرى ځايو کې يې پر عکس؛دوه څيزه،چې کټ مټ ورته دي او بايد يو ډول حکم ولري؛نو دوه ډوله حکم لري.و يې ويل : ولې اسلام د ښځې او سړي تر منځ پر توپير قايل دى او سړي ته يې څلور ښځې روا ګڼلي او ښځې ته يې يوازې يو مېړه ؟ له غله لاس غوڅوي،چې د غلا اوزار يې دى؛خو له دروغجنه ژبه نه غوڅوي،چې د دروغو اوزار يې ده؟ همداسې زناکار او ...... له شرمه ډکه خبره ده،چې په تاريخ کې ولولو،يوه ډله راپيدا شوه،چې ځانونه يې د قرآن تابع ګڼل او قرآن حکيم دومره د تشريع او تکوين په نظام کې د الهي عدل په هکله خبرې کړي؛خو دا ډله له هستۍ حکمت او عدالت نفې کوي او د اسلامي احکامو بنسټ بې حکمتي ګڼي. == د “عدل” د منکرانو بريا ==

تر يوې پېړۍ ويينو،مجادلو،شخړو او وينې توييدنې وروسته د وخت د سياستونو له امله د عدل منکران بريالي شول او دا چار متوکل عباسي وکړ. متوکل دا فکر ومانه،چې يا يې خوښ و يا يې له سياست سره اړخ لګاوه او يا دا چې د ناپوهۍ له مخې يې دا کار وکړ.

مسعودي په مروج الذهب (٤/٨٦) کې ليکلي دي:

((لما افضت الخلافة الى المتوکل امر بترک النظر و المباحثة فى الجدل و الترک لما کان عليه الناس فى ايام المعتصم والواثق و امر الناس بالتسليم و التقليد و امر الشيوخ المحدثين بالتحديث و اظهار السنة و الجماعة.

همدا چې "متوکل" خلافت ته ورسېد؛نو حکم يې ورکړ،چې د عقلي بحثونو مخه دې ونيول شي او خلک دې په ديني مسايلو کې محض تعبد ولري او په ديني احکامو کې يې له خلکو د فکر او تعقل حق واخست او حکم يې وکړ،چې د اهل حديثو شيوخو،چې له عدله منکر ول،بې له څرګندونو به احاديث رانقلوي او سنت او جماعت دې ښکاره کړي.)) "متوکل" د فلسفې له خپرېدو هم په دې جرم مخ ونيوه،چې عقلي ويينه ده.

== د سُني ټکى ==

نن،چې د "سُني" ټکى د "شيعه" پر وړاندې کارول کېږي؛په لومړيو کې په دې مانا نه و؛بلکې "سني" يې هغو ته ويل،چې د عدل او د څيزونو د واقعي حسن و قبحه منکر ول او دا چې شيعه وو او معتزله وو ته يې "عدليه" ويل او بيا معتزله د متوکل عباسي پر مهال مخ پر ځوړ شول او و يې نشو کړاى،چې د يوه ښوونځي په توګه سر راښکاره کړي او يوازې شيعه متکلمين ول،چې خپله ګروهه يې وساتله او وروسته يې ټولو غير شيعه مسلمانانو ته اهل سنت و جماعت وويل شول . بايد ووايو : وروسته،چې په کلامي مسايلو کې د اهلسنتو عالمانو اشعري مسلک وټاکه؛نو ډېرى د اهلسنتو عالمان هم ول،چې د عدل آر يې منلى و؛لکه زمخشري او...

ورو ورو کلامي ويينې سړې شوې او د يوې ډلې ګروهې په بلې کې ننوتې او يو عمومي مصيبت يې رامنځ ته کړ،چې دلته پرې ويينه نه کوو.

د اشعري فکر عوام پسندي[سمول]

هغه مهال به ډېرى خلکو د "غيرعدليه وو" فکر خوښاوه؛ځکه ددې فکر بنسټ تسليم،تعبد او محض تبعيت و. داچې عام خلک تفکر نه لري؛نو طبعاً تفکر او تعقل خطرناک ګڼي او ترې وېرېږي. د عوامو له نظره دا دين ته يو فضيلت او عظمت دى،چې واوري د شرع حکم د عقل تابع نه دى؛نو ځکه د "متوکل" دا کار،چې د فکر د ازادۍ مخه يې ونيوه،د خلکو ډېر خوښ شو او خلکو يې دا کار له نبوي سنتو ملاتړ وګاڼه او سره له دې،چې "متوکل" فاسق،شرير او ظالم و؛خو په دې کار يې په خلکو کې خورا محبوبيت وموند او ددې کار ستاينې ته يې خورا شعرونه وويل شول،چې د هغوى په ګروهه د خداى ددين ملګرتيا دې کړې ده.د هغه مهال خلکو_چې په واقع کې د اسلام د فکري او علمي ناورين ورځ وه او د اسلام عقلي ژوند ته ستر وير و_ جشن ونيو او خوشحالۍ يې وکړې.

دا د هغه شعر پښتو ژباړه ده،چې د متوکل په ستاينه کې ويل شوى و:

(( نن نور د پېغمبر سنت درانده او محترم شول،ته وا خوار شوى نه و اوس به د پېغمبر سنت په وياړ راڅرګندېږي او د باطلو او زور نښې به له پورته لاندې را ګوزارې شي.دې بدعتپالو (يعنې عدليه و) شا کړه او دوزخ ته ولاړل او راستانه به نشي. خداى په متوکل خليفه،چې د پېغمبر د سنتو لاروى او مينوال دى،د مسلمانانو د زړه غوښتنه يې له دې بدعتپالو واخسته. متوکل هماغه دى،چې زما د پالونکي خليفه دى،د خداى د استازي د تره زوى دى او د عباسيانو د کورنۍ خورا غوره وګړى دى؛هماغه دى،چې د دين ملګري يې وکړه او له درزه يې وژغوره.خداى دې يې عمر ډېر کړي او سيورى دې يې تل د مسلمانانو پر سر وي،خداى دې يې روغ رمټ وساتي او ددې ستر خدمت له امله، چې اسلام ته يې کړى،خداى دې يې له پېغمبر سره په جنت کې يو ځاى کړي.))

دا و ددې مسئلې تاريخي بهير.

يوه پرتلنه؛فلسفي او ديني سوفسطائيان

د حق په موضوع کې،چې په اسلام کې د دوو ډلو ترمنځ دا فکر پيدا شو، چې آيا حق او عدالت ددين کچه ده که دين د حق او عدالت کچه ده؛نو پخوا په فيلسوفانو کې د حقيقت په اړه دې ته ورته فکر پيدا شوى و: آيا يو حقيقت په واقع کې نفس الامر دى او زموږ ذهن په خپلو اداراکاتو او انديشو کې د واقع،حقيقت او نفس الامر تابع دى يا داسې نه ده او حقيقت زموږ د ذهن او فکر تابع دى؟ په بله وينا: دا چې په خپلو فلسفي او علمي انديشو کې وايو: پلانى مطلب داسې دى او پلانى هغسې؛نو آيا هغه مطلب په خپله يو حقيقت دى؛که موږ يې درک کړو،که درک يې نه کړو او داچې زموږ ذهن يې هغسې درک کوي، چې دى؛نو زموږ د ذهن ادراک حقيقي ادراک دى او يا داچې پر عکس چار دى او حقيقت زموږ د ذهن تابع دى او څنګه چې يې موږ درک کوو؛نو هماغه حقيقت دى او دا چې کېداى شي بېلابېل وګړي په بېلابېلو ډولونو يو حقيقت درک کړي؛نو هر يو ته حقيقت له بل سره توپير لري؛نو حقيقت نسبي دى؟

په پخواني "يونان" کې ځينې ډلې پيدا شوې،چې د انسان فکر يې د حقيقت کچه ګڼله؛نه دا چې حقيقت يې د انسان د فکر کچه ګڼله،ويل يې:د هر څه کچه انسان دى.دوى د فلسفې په تاريخ کې "سوفسطائيان" يادېدل.

دوى د وخت له پلوه تر اسلامي متکلمينو مخکې ول او خپلې مدعا ته يې دليلونه هم درلودل؛لکه څنګه چې په اسلام کې له عدله منکرينو خپل دليلونه درلودل. د “عدل” له آره منکرينو په خپل آند په اسلامي احکامو کې نيمګړتياوې،د مختلفاتو جمع او د متشابهاتو تفرقه وموندل او ويل يې: ددې نيمګړتياوو له امله د اسلامي احکامو کچه واقعي سمونه (صلاح) او ورانونه (فساد) کېداى نشي؛بلکې اسلامي احکام د ښو، بدو،صلاح او فساد کچې دي . هغوى هم د هغه نيمګړتياوو له امله، چې په عقل او حس کې پيدا کېږي،وويل: شونې نه ده،چې حقيقت د ذهن کچه وي؛بلکې ذهن د حقيقت مقياس دى.

هغه ځوابونو،چې فليسوفانو يوناني او غير يوناني شکاکانو ته ور کړل،هغو ځوابو ته ورته دي،چې په اسلام کې "عدليه وو" هغه بلې ډلې ته_ښه به وي،چې ديني شکاکان او سوفسطائيان ورته وويل شي_ورکړل . دا موضوع نه غځوو.



د روڼ آندۍ او جمود جګړه[سمول]

د "عدليه" او "غير عدليه" بهير د جمود او روڼ آندۍ او تعقل تر منځ جګړه وه؛له بده مرغه،چې جمود برلاسى شو،چې اسلامي نړۍ ته يې خورا مانيز-معنوي تاوانونه هم اړول. په انسان کې يو حس دى،چې کله په خپل آند غواړي ديني چارو ته ښه سر ټيټ کړي؛نو داسې ورته سر ټيټوي،چې د دين د اجازې پر خلاف وي؛يعنې د عقل څراغ لرې ګوزاروي او په پايله کې د دين لار هم ورکوي.

د رسول اکرم وينا ده:((دوو تنو زما او د دين ملا ماته کړه :متعصب ناپوه او بل لاابالي عالم.)) (بحارالانوار٢/١٠٦) روايت دى:((خداى دوه حجتونه لري؛يو يې باطني حجت او بل يې ظاهري حجت دى؛باطني حجت عقل دى او ظاهري حجت پېغمبران دي.))

حضرت علي(ک) د جمود بلهار شو[سمول]

سمه ده،چې پر عدالت ټينګار پر حضرت علي (ک) د "صفين" او "جمل" جګړه وروتپله؛خو "خوارج" د ناپوهۍ،جمود او کوزفکرۍ پايله وه، چې امام علي (ک) يې شهيد کړ.

== خوارج ==

په "صفين" کې د "منځګړتوب" مسئله رامخې ته شوه.د امام علي (ک) له يارانو يوې ډلې سرغړونه وکړه او بهرنى مذهب يې رامنځ ته کړ. حضرت علي (ک)،چې پر کومه توره په سر ووهل شو؛د يو خارجي مذهبي توره وه. خوارج اسلامي ډلګۍ ده. ته وا چې زموږ د ګروهې له مخې کافر دي؛خو هغوى ځانونه مسلمان او نور يې بې دينه او له دينه وتلي ګڼل. هېچا هم دعوا نه ده کړې،چې خوارج پر اسلام ګروهمن نه ول؛بلکې ټول منښته-اعتراف کوي،چې په خورا ټينګ تعصب پر اسلام ګروهمن ول؛خو ستره ځانګړنه يې له فکر او تعقله لرېتوب و؛پخپله حضرت علي (ک) هغوى ګروهمن؛خو ناپوه او سرسري خلک ښوول.د قرآن شريف قاريان،د شپې لمونځ کوونکي او عابدان ول؛ خو جاهل،بې مغزه او کم عقله ول؛بلکې د دين په چارو کې د فکر او تعقل مخالف ول .

حضرت علي (ک)،چې پرې غاړه خلاصوله،و يې ويل:

وَقَدْ كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ هذِهِ الْحُكُومَةِ فَأَبَيْتُمْ عَلَيَّ إِبَاءَ المخالفين، حَتَّى صَرَفْتُ رَأْيِي إِلَىْ هَوَاكُمْ، وَأَنْتُمْ مَعَاشِرُ أَخِفَّاءُ الْهَامِّ، سُفَهَاءُ الاََْحْلاَمِ(نهج البلاغه/٣٦ خطبه)

نن راباندې د منځګړتوب په چار کې نيوکه کوئ او واست،چې تېروتنه وه،موږ توبه وکړه،ته هم توبه وکړه او تړون مات کړه.ما د کار په پيل کې درته وويل،چې منځګړتوب ته نه تسليمېږو او تاسې سخت ودرېدئ او تورې مو راوايستې او و مو ويل،چې د قرآن په پار جنګېږو او هغوى قرآن رامخې ته کړ،چې ما په زور ومنله او تړون مې وکړ اوس راته واست،چې تېروتنه وه او ماتوو يې. څنګه يې مات کړم؟حال دا چې قرآن حکيم وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ(مائده/١)= مؤمنانو ! پر ژمنو ( او تړونو ) وفا وكړئ .)) پېغمبر اکرم به،چې له مشرکانو سره تړون وتاړه؛نو هېڅکله يې مات نه کړ،جايز يې نه ګڼله، چې له مقابل لوري سره درغلي او د تړون پر خلاف چلن وشي. اوس تاسې تر تړون وروسته واست،چې مات يې کړم! حضرت علي (ک) ورته ويل:((تاسې کم عقله او ناپوه ياست او د کار نيمګړتيا مو همدا ده،يوه ورځ په کلکه له منځګړتوبه پلوي کوئ او بله ورځ ورته په کلکه کفر او ارتداد واست.)) د خوارجو تاريخ له دې نظره حيرانوونکى او له عبرته ډک دى،چې کله ديني ګروهه له ناپوهۍ او وچ تعصب سره يو ځاى شي؛نو څه کوي!

حضرت ابن عباس،چې د حضرت علي (ک) په امر ورسره خبرې کولې؛نو و يې ليدل،چې پر تنديو يې د سجدو نښې څرګندېږي؛د لاسونو ورغوي يې د اوښانو د څنګولو په څېر سپېره شوي ول،وينځل شوي غونج کميسونه يې اغوستي او پېنڅې يې رابډوهلي او جګړې ته چمتو دي.

تاريخپوهانو کښلي: دوى داسې خلک ول،چې له ګناهونو؛لکه له دروغو يې ځان ژغوره،ان د "زياد"په څېر د جبارانو په مخ کې يې هم خپله ګروهه نه پټوله،له ګناهګارانو سره مخالف ول،ځينې قايم اليل او صايم النهار ول؛خو بلخوا يې سرسري او رغي عقايد درلودل .د خلافت په هکله ګروهمن ول،چې ضروري نه ده يو تن خليفه وي؛ قرآن شته،خلک دې پر قرآن عمل کوي. "ابن ابي الحديد" ليکي: وروسته،چې پوه شول له مشرۍ چاره نشته ؛ نو له دې ګروهې واوختل او له " عبدالله بن وهب راسبي" سره يې بيعت وکړ،چې په خپله خارجي و .

دوى د خپلې کم عقلۍ او ناپوهۍ له امله په خپلو ګروهو کې خورا تنګ نظره ول . ډېرى خوارجو ګرد مسلمانان کافر ګڼل او لمونځ يې ورسره نه کاوه،د هغوى حلاله يې نه خوړه،نه يې پکې واده کاوه او نه يې ترې واده کاوه،عمل يې د ايمان برخه ګڼله او همدې چار خورا تنګ نظره کړي هم ول،چې عمل يې د ايمان برخه ګڼله او څوک به يې،چې پر کبيره ګناه وليد؛نو کافر يې ورته وايه او ويل يې: بې له موږ نور ټول کافران دي.

د خوارجو په آند پاڅون يې "پر نېکيو امر او له بديو منع" منځپانګه درلوده.لومړۍ غونډه يې په "کوفه" کې هغه مهال وکړه،چې د حضرت علي (ک) له همګروهه کولو او آندګډۍ نهيلي شول،چې په دې غونډه کې يو يې توده وينا وکړه:

((هغو خلکو ته غوره نه ده،چې پر لوراند څښتن ايمان لري او مرجع يې قرآن شريف دى،چې دنيا ته پر "امربالمعروف او نهى عن المنکر" او د حق له اظهار لومړيت ورکړي،که څه هم دا چارې يې د کمزورۍ او تاوان لامل شي.څوک چې په دې دنيا کې کمزورى او تاواني شي؛په قيامت کې يې ثواب د ستر څښتن خوښي ده؛نو وروڼو! راځئ،چې له دې ښاره د هغو غرو لمنو او ښار ته ولاړ شو،چې داسې نه دي؛ځکه دا ښار د فساد او تېري مرکز دى او له هماغه ځايه له دې بې لارې کوونکيو بدعتونو سره مبارزه وکړو.)) وګ:الامامة و السياسة/١٢١ او همداراز:کامل مبرد/٢ ټوک.

پر نېکيو د امر شرايط[سمول]

پر نېکيو امر ځانګړي شرايط لري،چې شيعه او سني علماوو ښوولي دي؛نو ځکه فقهاء هر چا ته اجازه نه ورکوي،چې د "پر نېکيو امر" په نامه پر هر چا نيوکه وکړي،په تېره بياچې نيوکه تونده هم وي او له اخ و ډب او وينې تويېدنې سره هم يو ځاى شي.

"پر نېکيو امر او له بديو منع" دوه لومړي شرطونه لري،چې په ټولو چارو کې پکار دي،چې خوارجو يو يې هم نه درلود؛بلکې يو له هغه شرطه منکر هم ول. هغه دوه يو په دين کې بصيرت او بل په عمل بصيرت دى. په دين کې بصيرت؛يعنې داچې په ديني چارو کې بسيا او سم معلومات ولري؛حلال له حرامو او فرض له نافرضو تشخيص کړاى شي،چې دا شرط خوارجو نه درلود؛نو د قرآن شريف (انعام/٥٧) آيت: ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ = پرېكړه يوازې د خداى په لاس كې ده، چې حق له باطله بېلوي .)))) يې لاسوند کړ او د ((لا حکم الا الله)) غونډله- جمله يې خپل شعار کړ،حال دا چې دا آيت په حکميت او ورته مسئلو پورې اړوند نه دى.

په عمل کې بصيرت :[سمول]

يعنې پر نېکيو امر او له بديو منع ځکه دي،چې ښېګڼه دود او ناوړه چارې ورکې شي؛نو په هغه ځاى کې بايد "پر نېکيو امر او له بديو منع" وشي،چې اغېز لري او چې پوهېږو بېخي اغېز نه لري؛نو "پر نېکيو امر او له بديو منع" فرض نه دى.

بل دا چار ددې لپاره دى،چې يو مصلحت ترسره شي؛نو په هغه ځاى کې بايد"پر نېکيو امر او له بديو منع "وشي،چې اغېز يې تر هغې بدۍ بتر چار نه وي،چې په عمل کې بصيرت ددې دواړو غوښتنه ده.

څوک چې په عمل کې بصيرت نه لري؛نو وړاندويېنه نشي کړاى، چې دا کار مې نېکه اغېزه لري که نه؛نو ځکه په اسلامي روايتونو کې راغلي،چې په ناپوهۍ پر نېکيو د امر فساد تر سمونې يې ډېر دى.

د نورو اسلامي دندو په هکله نه دي ويل شوي،چې شرط يې دادى،چې که پوه شوې،چې نېک اغېز لري؛نو و يې کړه ګنې مه يې کوه (حال دا چې هر اسلامي حکم او دنده_؛لکه څنګه چې مخکې مې هم وويل_ خپله ځانګړې ګټه او مصلحت لري)؛ځکه ددې مصلحتونو تشيخصول د خلکو پر غاړه نه ده. د لمونځ په هکله نه دي ويل شوي،چې که ګټه يې درته درلوده؛نو و يې کړه؛ګنې مه يې کوه،ان د روژې په هکله هم نه دي ويل شوي،چې که درته ګټه لري؛نو و يې نيسه؛ګنې مه يې نيسه. د روژې په هکله ويل شوي: که درته تاوان يې درلود؛نو مه يې نيسه . همداراز حج،روژې او زکات ته هم داسې قيد نه دى ښوول شوى؛خو بايد د " پر نېکيو امر او له بديو منع" په هکله وګورې،چې څه اغېز او څه غبرګون لري؛آيا دا کار دې د اسلام او مسلمانانو په ګټه دى که نه؟ په دې اسلامي حکم کې پر هر چا فرض دي،چې منطق،عقل،په عمل کې بصيرت او ګټې ته يې پام وکړي. دا چار،چې د" پر نېکيو امر او له بديو منع "په نامه يادېږي، يوازې محض تعبد نه دى.

د "پر نېکيو امر او له بديو منع" په اړه د خوارجو ګروهه[سمول]

دې ته بې له خوارجو ټول اسلامي مذاهب يوه خوله دي،چې " پر نېکيو امر او له بديو په منع " کې په عمل کې بصيرت پکار دى. خوارجو د خپل تعصب او ناپوهۍ له مخې ويل،چې " پر نېکيو امر او له بديو منع " محض تعبد دى او د اغېز د احتمال او ورانۍ د راولاړېدو د احتمال شرط پکې نشته . په دې چار کې حساب و کتاب پکار نه دى او هر مسلمان يې بايد په پټو سترګو ترسره کړي.

خوارجو دا ګروهه درلوده او پوهېدل،چې په دې چار به ووژل شي، وينه به يې تويه شي،پاڅون يې هېڅ ګټه نه لري او د همدې ګروهې پر بنسټ يې ترهګري کوله او د مسلمانانو خېټې يې څېرولې؛نو دوى نه يوازې په عمل کې بصيرت نه درلود؛بلکې " پر نېکيو امر او له بديو په منع" کې عملاً له بصيرته منکر هم ول؛نو ځکه يې اسلامي نړۍ ستر وير ته کېنوله.


اسلام ته د خوارجو له لاسه کړاوونه[سمول]

د حضرت علي (ک) تر وژلو به کوم ستر غم وي،چې خوارجو وواژه."عبدالرحمن بن ملجم مرادي" خارجي و؛لکه څنګه چې په خپله اميرالمؤمنين وويل:((هغه او عبدالرحمن هېڅ ډول شخصي دښمني او خپګان نه درلود.)) اميرالمؤمنين ورسره خورا احسانونه کړي ول؛خو دا بې سره د خپلې ګروهې له مخې ګروهمن شوى و،چې حضرت علي (ک) کافر شوى دى او له هغو درېو دى،چې په مسلمانانو کې يې فتنه جوړه کړې ده؛نو په مکه کې له درې نورو سره همژمنى شو،چې علي،معاويه او عمروعاص به د رمضان پر اوولسمه يا نولسمه شپه وژني. ولې يې دا شپه وټاکله؟ ابن ابي الحديد وايي:((راشه او په ګروهه کې يې له تعصبه حيران شه،چې که له ناپوهۍ سره يو ځاى شي؛نو څه کوي! وايي: ځکه يې دا شپه وټاکله،چې مبارکه او د عبادت شپه وه،غوښتل يې دا جنايت،چې له نظره يې عبادت و،په مبارکه او سپېڅلې شپه کې تر سره کړي.))

د ((لا حکم الا الله)) غونډله د دوى شعار شو. حضرت علي (ک) پوهېده،چې دوى بدمرغه او تېروتي دي؛نو سره له دې،چې تل يې ورته کړاوونه رامخې ته کړي ول؛خو حکم يې ورکړ،چې تر ما وروسته به خوارج نه وژنئ : (( تر ما وروسته يې مه وژنئ،دوى له معاويه او ملګرو سره يې توپير لري،دوى حق او ديانت غوښته او دا چې ناپوهه او بې تميزه ول؛نو تېروتل؛خو معاويه،عمروعاص او ملګري يې په دنياپالنې پسې ولاړل او دنيا ته هم ورسېدل.))

سره له دې،چې خوارجو رسماً پر حضرت علي (ک) د کفر ټاپه لګولې وه؛خو حضرت علي (ک) ويل،چې دوى ناپوه او تېروتي دي؛نو خوراج يې له بيت الماله بې برخې نه کړل . خوارج به راتلل او په جومات کې يې د حضرت علي د خطبې په منځ کې رادانګل او ويل يې: ((لا حکم الا الله)) يا يې ويل : (( الحکم لله لا لک يا على)).

يوه ورځ امام علي (ک) په جماعت لمونځ کاوه،په دې وخت کې په جومات کې ناست خارجي، دا آيت (زمر/٦٥) ولوست:((وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ=او په يقين چې تا او له تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې، چې : كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې وركېږي او هرومرو به له زيانمنو شې.))

او علي (ک) په  غوږ يې واهه،چې ته مشرک او کافر شوى يې. حضرت علي (ک) هم داچې قرآن لوستل کېده؛نو د قرآن لوستو پر مهال به چوپ شو؛خو بيا هم خارجي همدا آيت لوسته. حضرت علي (ک) بيا هم د قرآن په درناي چوپ پاتې شو. درېم ځل يې بيا همدا آيت ولوست؛نو دا ځل همدا چې آيت پاى ته ورسېد؛نو حضرت علي (ک) ورته د(روم/٦٠)آيت ((فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ= (ښه چې داسې ده)؛نو صبر وكړه (او) پوه شه چې د خداى وعده حق ده او تا دې (د خداى پر ژمنې) ناباوري،هېڅكله (بې ثباته او) غمجن نه کړي (او له لارې دې وا نه ړوي) )) ولوست،چې بيا خارجي خپل کار تکرار نه کړ.

دوى د خپل سخت دريځۍ له امله پر خلکو حيرانوونکې وېره اچولې وه او د ((لا حکم الا الله)) غونډلې پر زړونو خورا وېره اچولې وه . "عبدالرحمن بن ملجم" کوفې ته راغى او خپل دوه نور همګروهي يې پيدا کړل او پر هغه شپه يې،چې په زهرجنه توره حضرت علي(ک) پر سر وواهه؛نو چغې يې کړې : ((لا حکم الا الله)).

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول[سمول]

د "عدليه وو" د مسلک له نظره _چې دا مسلک د شيعه وو هم دى_ اسلام يو لړ حقوقي اصول لري او خپل قوانين يې ددې اصولو پر بنسټ وضع کړي دي؛ځکه عدالت: ((اعطاء کل ذى حق حقه))؛يعنې هر حق خپل حقوال ته رسول. اوس بايد ځان پوه کړو،چې د قرآن حکيم او ديني مشرانو د ويناوو له مخې، د اسلامي حقوقو لومړني اصول څه دي؟

څرنګه کېږي،چې د يو انسان او يو څيز ترمنځ ځانګړې لېوالتيا پيدا کېږي،چې نوم يې حق دى او که څوک يې ترې واخلي؛نو ويل کېږي، چې حق يې ترې اخستى دى؟ دا لېوالتيا څه رامنځ ته کوي ؟؛يعنې علت او سبب يې څه دى؟

د عالم نظام د علت و معلول او سبب و مسبب نظام دى. موجد يا علت يا سبب دوه ډوله دى: يا فاعلي دى يا غايي دى؛يعنې يو څيز،چې د بل د رامنځ ته کېدو لامل شي،يا له دې امله دى،چې فاعل او کوونکى يې دى.د مثال په توګه: انسان،چې خبرې کوي؛نو د خپلو خبرو فاعل دى او البته که دا فاعل نه و؛نو هغه فعل؛يعنې وينا به هم نه وه او يا له هغه امله دى،چې هغه فعل مقصد دى او هغه فعل دې مقصد ته سريزه ده.بيا هماغه مثال دى،چې يو سړى خبرې کوي،چې له خپلو خبرو ټاکلې موخه لري،غواړي مقابل لورى قانع کړي او يو کار ته يې اړ کړي يا غواړي يو مطلب يې غوږو ته ورسوي يا غواړي يو څيز ترې وپوښتي؛که دا موخې او مقصدونه نه ول او که داسې نه وه،چې دا خبره د يو مقصد وسيله وه؛نو هېڅکله به دا خبره نه کېده؛نو څوک چې خبره کوي،له ځان سره يوه اړيکه لري،چې له فعل سره د فاعل اړيکه ده،يوه اړيکه يې هم له مقصد سره لري،چې اړيکه له مقصد او ذى المقدمه سره وسيله او سريزه ده.که له دې لاملونو يوه هم نه وه؛ يعنې دا عمل؛يعنې خبرې کول به نه رامنځ ته کېدې؛نو له دوى ځنې هر يو د هغه بل موجد او رامنځ ته کوونکى دى.

د حق او ذي حق په هکله،چې وايو؛د بشر او ددې نړۍ د مخلوقاتو تر منځ يو ډول ځانګړې اړيکه پيدا کېږي او په دې نړۍ کې بشر ځان ته يو لړ حقوق قايلېږي؛نو بايد ځان پوه کړو،چې دا اړيکه له کومه پيدا کېږي او د دواړو تر منځ څه اړيکه ده؟ آيا د وسيلې،مقصد،د سريزې او ذى المقدمې د ډول اړيکه ده که د فعل او فاعل د ډول؟

د حقوقو او نړۍ ليد اړيکه[سمول]

اړنګ نشته،چې د انسان،عالم،ژوند او هستۍ په هکله د يو ښوونځي ټوليزې ګروهې،د انسان د حقوقي اړيکې پر ډول اغېز لري ، چې د انسان او نورو موجوداتو ترمنځ پيدا کېږي. دبېلګې په توګه : د توکيزې فلسفې له مخې،مانا نه لري،چې ووايو: غايي اړيکه د انسان او د عالم د نعمتونو ترمنځ ده؛ځکه غايي اړيکه داده،چې ووايو: نعمتونه د انسان په پار او انسان ته پيدا شوي او دا پردې فرع ده،چې ومنو يو ډول ټوليز شعور د عالم پر نواميسو واکمن دى او هغه ټوليز شعور يو څيز بل څيز ته او د بل څيز په پار رامنځ ته کوي او که هغه بل څيز د هغه بل څيز په پار نه و؛نو دا څيز به نه رامنځ ته کېده؛لکه چې ووايو: په خوله کې غاښونه د جوولو لپاره پيدا شوي دي؛ځکه د ډوډۍ جوول په معدې او کولمو کې د هضم يوه مرحله ده؛خو د توکيزې فلسفې له مخې،د څيزونه تر منځ هېڅ غايي اړيکه نشته،هېڅ نه شو ويلاى،چې پلانى څيز،پلاني څيز ته پيدا شوى،هېڅ څيز د بل څيز سريزه او وسيله نه ده او که احياناً يو موجود له بل موجوده ګټنه کوي؛ نو له دې امله نه ده،چې هغه موجود دې موجود ته پيدا شوى؛بلکې په تصادفي بڼه دا څيز د هغه څيز ګټنې ته ګټور واقع شوى دى.

موږ اوس د نورو ټوليزو ګروهو له لارو سره کار نه لرو،غواړو ځان پوه کړو،چې په دې هکله د اسلام ټوليزې ګروهې څه وايي.


د حق او ذى حق ترمنځ غايي اړيکه[سمول]

د انسان،عالم،ژوند او هستۍ په هکله د اسلامي نړۍ ليد او ټوليزو ګروهو له مخې،د انسان او عالم د نعمتونو ترمنځ غايي اړيکه شته؛يعنې په پنځونه او د پنځونې په ټوليزه نقشه کې د انسان او د عالم د نعمتونو ترمنځ اړيکه شته او که انسان ددې نقشې يوه برخه نه واى؛نو ددې نقشې حساب به څه بل شان و.

قرآن ټينګار کوي،چې نعمتونه د انسان لپاره پنځول شوي دي؛نو د قرآن له نظره: مخکې تردې،چې بشر کوم کار وکړاى شي او پر کوم کار لاس پورې کړي او مخکې تردې،چې ديني احکام په پېغمبرانو خلکو ته واورول شي،د انسان او د نعمتونو ترمنځ اړيکه شته او نعمتونه د انسان مال او حق دى.

قرآن حکيم وايي: ((خلق لکم ما فى الارض جميعاً=څه چې پر ځمکه دي،خداى تاسې ته پيدا کړي دي.))

د اعراف د سورت په لسم آيت کې د حضرت آدم د پنځونې د کيسې په سريزه کې وايي:

((وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ = او په رښتيا موږ تاسې ته پر ځمكه تسلط او مالكيت او حكومت دركړ او د ژوند ډول ډول وسايل مو درته برابر كړل؛خو تاسې ډېر لږ منندوى ياست.))

د هر نعمت شکر؛يعنې داچې هغه ګټنه ترې واخستل،چې ورته پنځول شوى دى.

د قرآن شريف ډېرى آيتونو دې حقيقت ته اشاره کړې ده.

د قرآن کريم پر څرګندونو سربېره،که په هستۍ کې ځير شو؛نو پوه به شو،چې د جماد او نبات او همداراز ددې دواړو او څاروي او همداراز د جماد،نبات،حيوان او انسان ترمنځ يو ډول غايي اړيکه شته . له يوه اړخه په ځمکه کې يو ډول غذايي توکي دي بلخوا څاروي داسې دي،چې يوازې په غذايي توکيو ژوند کړاى شي او که غذايي توکي نه وي؛نو ژوند نشي کړاى؛نو اوس آيا ويلاى شو،چې د کائناتو په ټوليز نظام کې ددې عالم د غذايي توکيو او د انسان او نورو حيواناتو د هاضمي سيستم ترمنځ هېڅ اړيکه نشته؟

د "معرفة الحياة" پوهان وايي: په ژونديو ژويو کې د غايي علت له آره بېخي نه شو منکرېداى،داسې اړيکه شته.که ووايو،چې دا غذايي توکي ددې اړتياوو له مخې جوړ شوي دي او که ووايو،چې د ژونديو ژويو هاضمي سيستم داسې جوړ شوى،چې وکړاى شي دا توکي هضم کړي .هر څه چې وي،غايي اړيکه شته او دا دواړه سره تطبيق شوي دي.

څه توپير لري،چې ووايو : که انسان يا حيوان له دې ډول اړتياوو سره نه و؛نو هغه غذايي توکي به نه پيدا کېدل او يا ووايو : که هغه غذايي توکي په دې ډول نه ول؛نو د انسان بدن به بل شان و؟

په هر حال د خلقت نظام ښيي،چې دوى يو بل ته پيدا شوي دي؛نو دا حق د پنځونې قانون ايښى دى،چې د شرع پر قانون لومړيت لري؛ ځکه دواړه د خداى له لوري دي،خداى ديني قوانين د فطرت او خلقت له قوانينو سره همغږي کړي دي او داسې نه ده،چې د خلقت قانون به يو شان وي او د فطرت قانون به بل شان وي. قرآن کريم په دې آيت کې د دواړو پر همغږۍ ټينګار کوي: ((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (روم/٣٠) = نو خپل مخ دې د پالونكي (ساهو) دين ته سم کړه،دا فطرت دى،چې انسانان پرې خداى پيداكړي دي،په الهي پيدايښت كې ادلون بدلون نشته؛دا هماغه سم دين دى؛خو زياتره خلك نه پوهېږي.))

د قرآن شريف پر آيتونو سربېره،په خپله د خلقت نظام پرې رښتين ګواه دى،چې انسان او دا نعمتونه د يو بل لپاره پيدا شوي دي.

يو ماشوم په پام کې ونيسئ،چې نوى زېږي.دا ماشوم په څه حال کې دى؟ څومره کړاى شي په خپله د ځان لپاره کوښښ وکړي؟کوم خواړه خوړاى شي؟ معده يې کوم ډول خواړه هضمولاى شي؟بلخوا ګورئ، چې خداى ورته د خوړو دوه سرچينې؛يعنې د مور دوه تيونه ټاکلي دي او همدا چې د ماشوم زوکړه رانږدې شي؛نو خداى ورته د مور په تيونو کې د ماشوم د اړتياوو او د هاضمي سيستم مطابق شيده جاري کوي . آيا ويلاى شو،چې د ماشوم د اړتياوو،د مور د تي د جوړښت، شيدو او ان د ماشوم د شونډو او د مور د تي ترمنځ هېڅ اړيکه نشته؟ آيا هغه شيدې د هغه ماشوم نه دي؟ دا استحقاق او دا حق چا ټاکلى دى؟ د خلقت قانون.

کومه اړيکه د ماشوم او شيدو ترمنځ ده؟غايي اړيکه.

يعنې هغه شيده او د شيدو جوړولو کارخانه د ماشوم لپاره جوړه شوې ده؛نو په خپله خلقت دا شيده د ماشوم حق ګرځولي دي. تيونه،چې شيده جوړوي،د ماشوم لپاره يې جوړوي نه د بل څه لپاره او نه بېځايه.

ددې عالم د ژويو په هکله حکماء خپلې څرګندنې-اصطلاح ګانې لري. هغوى د طبيعت ټول موجودات په "آباء سبعه"،"امهات اربعه" او "مواليد ثلاثه"؛يعنې اووه پلرونه،څلور ميندې او درې زامنو تعبيروي. له اوو پلرونه يې مراد اسمانونه (افلاک) دي.له څلور ميندو يې مراد لومړني عناصر دي،چې د پخوانيو ګروهه دا وه،چې عناصر او بسائط څلور دي: اوبه،خاوره،هوا،اور. له درې زامنو يې مراد ددې عالم مرکبات دي،چې په درې ټوليزو برخو ويشل کېږي: جماد،نبات،حيوان (انسان هم په حيوان کې شمېرل کېږي)؛نو له همدې امله يې په پلار،مور او زامنو تعبېرول،چې ويل يې : پر څلورو عناصرو د اسماني عناصرو د اغېز له امله_چې اسماني عوامل فاعل دي او عناصر،قابل_مرکبات (؛يعنې جمادات،نباتات او حيوانات) پيدا شول؛نو مرکبات د عِلوي او څلورو عناصرو زامن دي.

دا تعبير د مرکباتو له نظره ډېر سم تعبير دى؛که په عالم کې څلور ميندې وي که سل؛يعنې سل عنصره او که اسماني لاملونو پرې اغېز کړى وي يا نه،په هر حال مرکبات ددې ځمکې،اوبو، هوا،تودوخې او رڼا زامن دي. انسان ددې مور و پلار مشر زوى دى.طبعاً زوى پر مور و پلار يو لړ حقوق لري؛لکه څنګه چې د مور په زيلانځ کې ماشوم ته ځاى په پام کې نيول شوى او چې زوکړه يې وشي؛نو ځاى يې د مور غېږ وي او ددې سترې مور،چې نوم يې نړۍ ده،په غېږ کې هم انسان ته خپل ځاى په پام کې نيول شوى او دا ټول انسان ته ورکړل شوي دي . د بېلګې په توګه : همداچې ماشوم وزېږي؛نو تيونه شيده جوړول پيلوي او دا ټول د ماشوم لپاره دي، همداراز دي د څلور فصلونو نظام،د ورېځو حرکت، باران او داسې نور. دا باران هغه ترشحات دي،چې "نړۍ مور" يې خپلو زامنو ته کوي. د نحل سورت ١٠ او ١١ آيت وايي:

((هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ . يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ = (الله) هغه دى،چې تاسې ته يې له اسمانه اوبه راښکته کړي،هم يې څښئ او د څارويو د څړونې ونې بوټې پرې هم راټوكېږي خداى تاسې ته په همدې اوبو كښت اوښونه او كجورې او انګور او راز راز مېوې زرغونوي،بېشكه په دې كې هغو خلكو ته څرګندې نښې دي،چې فكركوي .))

په دې هکله د قرآن شريف خورا آيتونه دي،چې د ځمکې د حرکت او د انسان د اړتياوو ترمنځ يو ډول اړيکه،پيوستون او همغږي شته.

حضرت علي (ک) وايي:

((لکل ذى رمق قوت و لکل حبة آکل؛يعنې هر ژوندى ځواک او هره دانه خوړونکى لري.))

مراد يې دادى،چې په خلقت کې د خوړونکي او خوړل کېدونکي توکي ترمنځ اړيکه شته او په خلقت کې په يو بل پورې اړوند دي.

د اسلامي نړۍ ليد له مخې دا د "حق" او "ذى حق" ترمنځ اړيکه ده.


د حق او ذى حق ترمنځ فاعلي اړيکه[سمول]

بل ډول اړيکه فاعلي اړيکه ده؛يعنې داچې ذى حق خپل حق پخپله ځان ته پيدا کړى دى،فاعل او منځ ته راوړنکى يې دى.د بېلګې په توګه:يو نيالګى کري او پالي يې،چې ونه شي او مېوه ونيسي. ددې مېوې او وګړي ترمنځ د فعل او فاعل اړيکه ده؛يعنې فعاليت يې ددې لامل شوى،چې دا مېوه پيدا شي او که دا فعاليت يې نه و کړى؛نو دا مېوه به هم نه وه،چې په خپله دا مېوه حق جوړوي.

غايي اړيکه د بالقوه حق لامل دى[سمول]

لومړۍ اړيکه؛يعنې د انسان او نعمتونو ترمنځ اړيکه ټوليزه او عمومي اړيکه ده؛نو له دې اړخه څوک بالفعل ځانګړى حق نه لري.دا چې ټول موجودات د خداى مخلوق دي او ددې ځمکې،اوبو او خاورې زامن دي او پردې ځمکه يو لړ حقونه لري او داچې ټول بالقوه حق لري؛نو څوک نشي کړاى د نورو د ګټنې مخه ونيسي او ټول ځان ته ځانګړي کړي.

دا دويم پړاو دى،چې له دې حقوقو څرنګه ګټنه وکړي،په دې پړاو کې دنده او حق له يو بل سره يو ځاى کېږي او حقوق د دندو او وظيفو په ترسره کولو فعليت مومي او هر څوک خپل ځانګړي حق ته رسي.

قرآن حکيم وايي:

((هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ (هود/٦١) =هغه له ځمكې پېدا كړئ ا و پرې مېشت يې كړئ ( او د هغې ابادي يې تاسې ته پرېښوده ))

لومړى داچې دلته يې و نه ويل،چې ((انشاکم فى الارض))؛يعنې و يې نه ويل،چې تاسې مې په ځمکه کې پيدا کړئ؛و يې ويل : ((أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ))؛يعنې تاسې يې له ځمکې پيدا کړئ،تاسې يې د ځمکې له نسه راوايستئ؛کېداى شي هماغې مانا ته اشاره وي،چې ځمکه ستاسې دويمه مور ده. دويم داچې و يې ويل :(( وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا)) له تاسې د ځمکې آبادول غواړي؛يعنې يوازې د ځمکې زوى والى بسيا نه دى، چې حق مو فعليت ته ورسي او ذى حق شئ او دې چار لپاره د ځمکې آبادول،ښېرازول او راژوندي کول پکار دي او څو دا دنده نه وي عملي شوي؛نو هغه حق فعليت ته نه رسي،ولې؟؛ځکه انسان ته عقل،اراده او واک ورکړ شوى او عقل او واک دى،چې د عمل کړۍ پراخوي.

د انسان د حق په دوه پړاوه کېدو کې د عقل او واک ونډه[سمول]

د انسان د ژوند نظام له نورو ساه کښو سره توپير لري.هغوى د غريزې له مخې ژوند کوي او د حق د څرګندېدو لپاره يې د ځمکې زوى والى بسيا دى؛خو انسان عقل او اراده لري او بايد د عقل او ارادې په زور کار وکړي؛نو څو يې دنده نه وي ترسره کړي؛نشي کړاى له خداى ورکړي حقه ګټنه وکړي. هو ! څو د غريزې پړاو وي او دنده پکې نه وي؛نو حق هم ثابت دى او هم څرګند. ماشوم بې له کومې دندې او بې له ضمانته د مور پر تي حق لري او د مور شيدې يې څرګند حق دى؛خو هغه مهال،چې انسان غواړي له ځمکې مور نه شيدې وخوري؛نو شيده ورته چمتو نه دي او بايد په کار،رغاونه او راژوندۍ کولو يې ځان ته چمتو کړي؛نو پر ځمکه مور،چې کوم حق لري؛پر وړاندې يې مسئووليت هم لري؛بلکې ويلى شو،چې دا مور؛يعنې ځمکه هم پرې حق لري او هغه داچې ځمکه آباده او ښېرازه کړي.

پر انسان د ځمکې حق[سمول]

حضرت علي (ک) د خلافت په ړومبيو ورځو کې خلکو ته (نهج البلاغه/١٦٦ خطبه) وويل: ((تاسې مسئوول ياست او يو لړ حقوق مو پر غاړه دي، ان د څارويو او ځمکې پر وړاندې. نه يوازې د خداى او خلکو پر وړاندې مسئوول ياست؛بلکې د څارويو او ځمکې پر وړاندې هم مسئوول ياست. داسې مه انګېرئ،چې دا څاروي ستاسې دي او هر څنګه مو چې خوښه وي،ورسره به چلن کوئ.بل دا چې تاسې ددې ځمکو پر وړاندې مسـئوول ياست،شاړې يې مه پرېږدئ، آبادې او ښېرازې يې کړئ او خداى يې له تاسې آبادي غواړي.))

امام علي (ک) مالک اشتر ته (نهج البلاغه/٥٣ ليک) ليکي:

((هذَا مَا أَمَرَ بِهِ عَبْدُ اللهِ عَلِيٌ أَميِرُ الْمُؤْمِنِينَ، مَالِكَ بْنَ الْحَارِثِ الاََْشْتَرَ فِي عَهْدِهِ إِلَيْهِ، حِينَ وَلاَّهُ مِصْرَ: جِبْوةَ خَرَاجِهَا، وَجِهَادَ عَدُوِّهَا، وَاسْتِصْلاَحَ أَهْلِهَا، وَعِمَارَةَ بِلاَدِهَا = دا د خداى د بنده؛"علي اميرالمؤمنين" له لوري، "مالک اشتر د حارث زوى" ته هغه فرمان دى،چې ژمنه ورسره لري.هغه يې د “مصر” چارواکى وټاکه؛نو ماليات به راغونډوي او له دښمنانو سره به يې جګړه کوي،د خلکو چارې به سموي او د “مصر” ښارونه به ابادوي.)) == د حق او مکلفيت اړيکه == امام علي (ک) د حق او مکلفيت د اړيکې په هکله (نهج البلاغه/٢٠٧ خطبه) وايي : ((داسې حق به د انسان لپاره نه وي،چې پر غاړه يې حق هم نه وي او د چا پر غاړه حق نشته؛خو داچې هغه او په ګټه يې وي؛ يعنې دنده او حق له يو بله بيل نه دي،که څوک حق لري؛نو د هغه حق ترڅنګ دنده هم و پر غاړه ده.))

پېغمبر اکرم (کافي٥/٧٢) وايي: (( د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې پر نورو پېټى وي)) له عمومي حقوقو ګټنه کوي؛خو کار نه کوي.

د کمزورويو حق[سمول]

اسلام د نورو په شتمنۍ کې بېوزليو،کمزرويو او خوارو ته حق ټاکلى دى.

قرآن حکيم وايي :

((وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا (اسراء/٢٦)= او خپلوانو ته يې حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مه كوه ؛))

قرآن حکيم وايي:

((وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ. لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (معراج/٢٤،٢٥)=او هغوى چې په مالونوكې يې يو ټاكلى حق وي،د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي) )) کمزوري او خواران،چې ورهڼه-کار و کسب نشي کولاى؛په کار او زحمت مکلف نه دي او له خپلې وسې پورته هم مکلف نه دي،بلخوا سمه ده،چې هغوى توليدوونکي نه دي او کار او ابادي نشي کړاى؛ خو بې برخې کړاى يې نه شو؛ځکه د لومړني اصل په لارښوونه او د هغې غايي اړيکې له مخې،چې د هغوى او هستۍ ترمنځ ده،دا خپور شوى دسترخوان،هغوى ته هم خپور شوى دى. قرآن حکيم وايي: ((وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ (الرحمن/١٠)= او ځمكه يې مخلوقاتو ته اېښې ده،))

که دوى د کار وسه درلوده او بيا يې خپله دنده نه ترسره کوله؛نو جريمه يې داوه،چې له دې دسترخوانه بې برخې شي؛خو اوس،چې د کار وس نه لري؛نو خپل ړومبى حق يې پر خپل ځاى دى.واقعاً بېوزله،خوار او کمزوري د شتمنو په شتمنۍ کې د حق خاوندان دي. == يو بنسټيز توپير == د الهي اسلامي حقوقي اصولو له مخې،کمزوري او خوار واقعاً د حق خاوندان دي؛خو د غير الهي حقوقي اصولو له مخې،يوازې فعاليت، توليد، کار او صنعت دى،چې حق پيدا کوي. د امام علي (ک) له لارويانو يو راغى او د "في" او مسلمانانو له غنيمتو يې يو څه وغوښتل،چې اسلامي سرتېرو په سرښندونو لاس ته راوړي ول .امام ورته وويل:دا شتمني د مسلمانانو"في" دى،که ته ورسره وې او د هغوى په شان دې زحمتونه او سختۍ ګاللې واى؛نو پکې شرېکېداى شوې او حق دې پکې درلوداى شو او هر مټ زحمت ګالي او له مشروع لارې يو څه لاس ته راوړي؛نو طبيعي ده،چې خپله ګټلې به په خپله سټي او دا مانا نه لري،چې يو مټ کار وکړي او يو څه وګټي او بل يې وسټي.

د ټولنې حق[سمول]

په اسلام کې حق ډېر محترم دى،د خلکو حقوق خورا احترام لري او عدالت خورا سپېڅلى دى او د اسلام له نظره خيانت او په تېره بيا په عمومي حقوقو کې خيانت تر ټولو ناوړه خيانت دى.امام علي (نهج البلاغه/٢٢٣ خطبه) وايي:

((ان اعظم الخيانة الامة و افظع الغش غش الائمة= له امت سره خيانت تر ټولو ستر خيانت دى او د مسلمانانو پر مشرانو ملنډې وهل تر ټولو ناوړه ملنډې دي.)) (چې دا هم له مسلمانانو سره يو ډول خيانت دى)

اسلام په ډېره لږه موده کې چټک په نړۍ کې خپور شو،ولې؟ آيا يوازې د يو لړ ساده اخلاقي احکامو له امله و؟ او که اسلام ټولنيزو سمونو ته ملا نه وه تړلې؛نو ناشونې وه،چې يوازې په اخلاقي احکامو پايلې ته ورسي.اسلام د “عدل”،حق،آزادۍ، مساوات او د امتيازاتو د له منځه وړو بلونکى و؛نو ځکه يې نوې نړۍ جوړه کړه او کوم تاوانونه، چې يې وليدل د همدې چارو د لاندې باندې کېدو له امله يې وليدل.

هو ! په اسلام کې حقوق محترم،عدالت سپېڅلى او د حقوقو ساتونکى دى او د اسلامي خوځښت د پرمختګ يو لامل هم د حقوقو او عدالت محترم ګڼل وو. په اسلام کې د حقوقو وړاندوينه شوې او پر بنسټ يې خپل احکام وضع کړي.

د همسفر حق[سمول]

حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال د يو کار لپاره له "کوفې" نه بهر ووت،چې هغه مهال د خلافت پلازمېنه وه،. ساتندويان يې بو نه تلل او پر هغه ورځ ساده او يوازې ووت. په راستنېدو کې له يو کتابي سره يو ځاى شو. کتابي حضرت علي (ک) نه پېژنده؛نو يو له بله يې د مقصد پوښتنه وکړه او پوه شول،چې ډېره لار يې سره شريکه ده؛نو د لارې ملګري شول او په خبرو خبرو همداسې روان ول،چې هغه ځاى ته راورسېدل،چې بايد سره بېل شي،کتابي د خپل مقصد پر لوري شو او حضرت علي (ک) د کوفې لار پرېښووه او پر هماغه لار روان شو،چې د سفر ملګرى يې پرې روان و.کتابي ورته وويل: تا خو ويلي ول،چې کوفې ته ځم؟ امام ورته وويل: ولې نه! سړي وويل: نو ولې پر خپله لار نه ځې؟ امام ورته وويل: پېغمبراکرم وويل : دوه انسانان،چې يو ځاى سفر او خبرې وکړي؛نو پر يو بل حق پيدا کوي؛نو دا چې زه په دې سفر کې درسره وم؛نو حق دې راباندې پيدا کړ او غواړم ددې حق له مخې تر يوه ځايه و دې رسوم.

هغه سړى په فکر کې ډوب شو او بيا يې وويل : ستاسې د پېغمبر اخلاق خواږه ول،چې اسلام دومره چټک پرمختګ وکړ.

سړي هغه مهال حضرت علي (ک) نه پېژانده،چې يوه ورځ کوفې ته راغى او امام علي يې د خلافت پر ګدۍ وليد؛نو پوه شو،چې د هغې ورځ د سفر ملګرى يې اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب و؛نو بې ځنډه مسلمان شو او د حضرت علي له ښه يارانو شو.

حضرت علي؛د عدالت انځور[سمول]

وروسته د حضرت علي نوم له عدالت سره يو ځاى اخستل کېده. "عمربن عبدالعزيز" وويل : (( علي پخواني په خلکو هېر کړل او راتلونکي يې په زحمت کې کړل؛خلک يې په سيرت خلفاء ملامتوي.))

پر يوه کال،چې معاوية بن ابي سفيان حج ته تللى و؛نو د يوې ښځې پوښتنه يې وکړه،چې د امام علي په پلوۍ او له معاويه سره په دښمنۍ کې يې مخينه درلوده؛ورته وويل شول،چې ژوندۍ ده؟ښځه وپوښتل شوه:خبره يې،چې څه ته مې راغوښتې يې؟؛ځکه مې راغوښتې يې،چې و دې پوښتم:ولې علي درباندې ګران او زه دې بدې ايسم؟ ښځې وويل: ښه به وي،چې په دې موضوع و نه ګړېږو.معاويه ورته وويل: نه هرومرو به ځواب راکوې . ښځې ورته وويل:ځکه هغه عادل او د مساوات پلوى و او ته خوشې ورسره وجنګېدې؛علي راباندې ځکه ګران دى،چې بېوزله پرې ګران ول او ته مې ځکه بدې راځې،چې بېځايه وينې دې تويې کړې او په مسلمانانو کې دې درز واچاوه،په قضاوت کې تېرى کوې او ځاني غوښتنې درباندې واکمنې دي.

معاويه سخت غوسه شو او دواړو يو بل ته سپکې سپورې وکړې؛خو څه شېبه وروسته يې غوسه کابو کړه،و يې ويل: تر اوسه دې علي په سترګو ليدلى دى؟ و يې ويل: هو! و يې ويل:څنګه دې وليد؟ و يې ويل : پر خداى قسم! هغه مې په داسې حال وليد،چې کوم ملک او سلطنت،چې ته تېرايستلى يې،هغه يې نه و تېر ايستلى او غافل کړى يې نه و. ورته يې وويل:د علي غږ دې اورېدلى دى؟ و يې ويل: هو!غږ يې د زړه رڼا وه او د زړه تيارې يې له منځه وړې؛لکه څنګه، چې غوړي زنګ له منځه وړي. معاويه ورته وويل: اړتيا لرې؟ورته يې وويل:څه چې درنه وغواړم؛نو را به يې کړې؟و يې ويل:درکوم يې.ورته يې وويل: سل د سره ويښتانو او‌ښان راکړه.معاويه وويل: که در يې کړم؛نو د علي او زما په هکله به دې نظر بدل شي؟ ښځې وويل: بېخي نه ! معاويه حکم وکړ،چې سل سره اوښان ورکړئ او بيا يې ورته وويل: پر خداى قسم که علي ژوندى واى؛نو د اوښ يو ويښته به يې هم نه و درکړي؛ځکه دا د مسلمانانو دي.

"عدى بن حاتم طايي" د حضرت علي له اصحابو او مينوالو و. دې سړي د پېغمبر اکرم د ژوند په وروستيو کلو کې ايمان راوړ او په اسلام کې يې نوم هم نېک شو. د حضرت علي د خلافت پر مهال له حضرت علي سره و او د "صفين" په جګړه کې د "طريف"،"طرفه" او "طارف" په نامه درې زامن يې هم د حضرت علي په پلوۍ شهيدان شول.د حضرت علي (ک) تر شهادت وروسته،چې معاويه بن ابوسفيان د خلافت پر ګدۍ کېناست؛نو "عدى بن حاتم طايي" ورسره مخ شو؛نو معاويه وغوښتل "حاتم طايي" د علي پر خلاف د معاويه په خوښه خبرې وکړي؛نو د زامنو غم يې ورياد کړ: ((اين طرفات؟)) زامن دې "طريف"،"طرفه" او "طارف" چېرته دي؟ "حاتم طايي" په سړه سينه وويل: ((قتلوا بصفين بين يدى على بن ابيطالب)په صفين کې د علي په پلوۍ شهيدان شول .

معاويه ورته وويل: علي درسره انصاف و نه کړ،چې ستا زامن يې جګړې ته ورمخکې کړل،چې ووژل شي او خپل زامن يې له جګړې شا ته کړل او ژوندي پاتې شول . حاتم طايي وويل: داسې مه وايه ! ما له علي سره انصاف و نه کړ،چې هغه شهيد شو او زه ژوندى يم. معاويه،چې وليدل نقشه يې ناکامه شوه؛نو خبره يې بدله کړه او و يې ويل: د علي ځانګړنې راته ووايه. عدى وويل: له ما يې مه غواړه. ورته يې وويل: هرومره به يې راته وايې.و يې ويل:

(( پر خداى قسم!علي غښتلى و،په عدالت يې خبرې کولې او پرېکنده فيصلې يې کولې،علم او حکمت ترې راخوټېده،د دنيا له پړک وپړوکه بې زاره او له شپې او د شپې له يوازېتوب سره مل و،ډېر يې ژړل او فکر يې کاوه،چې يوازې به شو؛نو له خپل نفس سره يې حساب و کتاب کاوه،لنډې جامې او بېوزله ژوند يې خوښاوه،په موږ کې چې و؛نو زموږ په څېر و،که څه مو ترې غوښتل؛ نو منل يې او چې ور به غلو؛نو په څنګ کې يې کېنولو،سره له دې، چې هېڅ ساتندوى يې نه درلود؛خو دومره پرتم يې درلود،چې په مخ کې يې مو د خبرو مړانه نه درلوده او دومره سترتيا يې درلوده،چې ورته مو نه شو کتلي، چې په خندا به شو؛غاښونه يې د مرغلرو په څېر سپين پړېکېدل،د ديانت،تقوا او درناوي خاوند و،پر بېوزليو خورا لورين و،نه غښتليو يې له وېرې تېرى کړاى شو او نه يې کمزوري له عدالته نهيلي ول. پر خداى قسم يوه شپه مې په تپه تياره کې د عبادت په محراب کې وليد،چې اوښکې يې پر ږيره رابهېږي او د مار خوړلي په څېر له ځانه تاوېږي او د غمځپلو په څېر يې ژړل او ته وا همدا اوس يې هم غږ اورم،چې ويل يې: دنيا ! نيوکه راباندې کوې او راته مخه کړې دې ده؟ ځه بل تېرباسه،وخت دې نه دى رارسېدلى،درې طلاقه مې درکړل،چې راستنېدل پکې نه وي،خوند دې ناڅيزه او ارزښت دې لږ دى،خدايه ! توښه لږه،ملګري لږ او سفر اوږد دى.))

د "حاتم طايي" خبرې،چې دلته راورسېدې؛نو د معاويه بن ابي سفيان اوښکې راوبهېدې، و يې ويل: خداى دې علي وبښي، همداسې و،چې و دې ويل،اوس راته ووايه،چې به بېلتون کې يې څنګه يې؟ "حاتم طايي" وويل: د هغه مور په څېر،چې په غېږ کې يې له زويه سر غوڅ شي؟معاويه وويل: علي به دې هېر شي؟ "حاتم طايي": آيا روزګار مې پرېږدي،چې هېر يې کړم؟ "شيخ مفيد" په "ارشاد" کې ليکي: تر پېغمبر اکرم وروسته د امام علي (ک) امامت دېرش کاله و،چې پينځه کاله او شپږ مياشتې يې خلافت وکړ،چې په دې لږه موده کې يې له ناکثينو،قاسطينو او مارقينو سره جګړه وکړه. تردې چې وايي: اميرالمؤمنين د جمعې پر شپه د رمضان پر يوويشتمه شپه د "ابن ملجم مرادي" د تورې د ګوزار له امله له دنيا سترګې پټې کړې.

په "کافي" کې د حضرت علي (ک) تر وصيت وروسته ليکي:

(( خداى دې تاسې اهلبيت خوندي وساتي او ستاسې په خونديتوب او درناوي دې په امت کې د پېغمبراکرم درناوى هم خوندي پاتې شي او تاسې ټول په خداى سپارم.)) په "کافي" کې يې کښلي دي : تردې وروسته يې يوازې د " لا اله الا الله" کلمه په خوله وه،چې سپېڅلې اروا يې له پاسنۍ نړۍ سره يو ځاى شوه.  

د حقوقو درناوى او د دنيا سپکاوى[سمول]

کوم احکام،چې اسلام له نورو سره د خيانتونو، ظلمونو، ”عدل”، ظلم،د واکمن د دندو،قضاوت،د قاضي د دندو او د قاضي د دندې د سختۍ،شاهد او نورو چارو په هکله وضع کړي؛ څرګندېږي،چې دين څومره د يو بل د حقوقو درناوى او عملي کول يې لازم بولي.

پوښتنه ماغزو ته راځي : څنګه کېداى شي،چې په اسلام کې حقوق دومره محترم وي،حال دا چې د اسلام سول _لکه څنګه چې معلومېږي_ د دنيا او د دنيا د متاع د سپکاوي پر بنسټ دى. پر يو بل د خلکو حقونه په همدې دنيا پورې اړه لري،د بېلګې په توګه:ددې په اړه دي،چې څوک دې د بل پر مال خېټه نه اچوي او نه دې يې خوري او که يو څيز د چا له نظره بې ارزښته وي؛نو ورپورې اړوند چارې به هم ورته بې ازرښته وي؛نو چې کله په خپله دنيا او ژوند د اسلام له نظره بې ارزښته او سپک وي؛نو ورپورې اړوند حقوق به هم سپک او بې ارزښته وي .

ذاتي ارزښت او نسبي ارزښت[سمول]

ځواب دادى : بايد د دين له نظره د دنيا بې ارزښتي روښانه شي،چې څه مانا لري. دا مطلب د خورا شبهو او پوښتنو لامل دى.که د يو څيز ارزښت او ناارزښتي د هماغه څيز له نظره وکتل شي؛نو هر څه ارزښتمن دي؛يعنې هر څه په خپله د ځان لپاره ارزښت لري؛ځکه هر څيز د هستۍ يو پړاو دى،د يو څيز هستي په خپله د هماغه څيز لپاره ارزښت لري او د فيلسوفانو په تعبير،وجود له خير سره مساوي دى؛خو که يو څيز د هغه څيز له نظره نه؛بلکې له بل څيز سره د اړيکې او پر يوه بله هستۍ د اغېز له نظره وڅېړل شي؛نو شونې ده،چې يو څيز د بل څيز په پرتله بې ارزښته وي،د هغه په ګټه او تاوان کې يې اغېز و نه لري او کېداى شي منفي يا مثبت اغېز ولري.که مثبت اغېز ولري؛نو وايو: دا څيز هغه بل څيز ته ارزښتمن دى.دا ارزښت،چې نسبي ارزښت دى؛يعنې د يو څيز ازرښت بل څيز ته دى،دوه ډوله دى: يو وخت يوازې د هماغه څيز ارزښت په پام کې نيول کېږي.د بېلګې په توګه وايو: پيسې انسان ته ارزښت لري او يو وخت د يو څيز ارزښت بل څيز ته د درېمګړي څيز په پرتله په پام کې نيول کېږي . د بېلګې په توګه : د پيسو ارزښت انسان ته د روغتيا، اخلاقو او د پوهې د ارزښت په پرتله څومره ارزښت لري؟

اوس وايو د يو موټي شګې يا يو مچ يا ماشي ارزښت د انسان په نظر کې هېڅ هم نه دى؛ځکه شتون او نشتون يې پر انسان اغېزمن نه دى؛ البته د داسې بې ارزښته څيز حق هم بې ارزښته دى؛خو پيسه انسان ته ارزښت لري؛ځکه انسان ته ګټوره ده؛خو همدا پيسه د شرافت، روغتيا او مناعت پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛نه دا چې ارزښت يې لږېـږي؛بلکې ارزښت يې له منځه ځي؛يعنې داسې نه ده، چې که پيسې ډېرې شي؛نو له شرافت سره که څه هم لږ وي،د پرتلنې وړ دي؛نو که د چا پيسې خوښې وي او بلخوا همدا انسان کريم نفس ولري،داسې کس تر هغه په پيسو پسې ځي،چې شرافت،حيثيت او پت يې پکې خوندي وي؛خو همداچې شرافت او حيثيت ته يې پکې ګواښ وي؛نو که بيا د نړۍ ټوله شتمني هم ورکړې؛نو له خپل شرافت او حيثيته نه تېرېږي. حضرت علي (ک) د خپل حالت او روحيې په هکله (نهج البلاغه/٢٢٢ خطبه) وايي:(( پر خداى قسم که تر اسمان لاندې هر هغه څه راکړي،چې پر يو مېږي تېرى وکړم،چې له خولې يې د غنم يوه دانه راوباسم؛نو دا کار به و نه کړم.))

يعنې ټوله دنيا ما ته دومره ارزښت نه لري،چې له امله يې پر يو مېږي تېرى وکړم.

حضرت علي (ک) په دې وينا د دنيا ارزښت ټيټ کړى نه دى؛د حق او عدالت ارزښت يې اوچت کړى دى . نه غواړي ووايي: داچې دنيا او څه چې تر اسمان لاندې دي؛ځکه يې نه غواړم، چې بې بيې دي،چې په پار يې يو وړوکى تېرى_چې پر مېږي دى_ وکړم؛بلکې غواړي ووايي، چې ظلم دومره ستر دى،چې د دنيا ټوله شتمني يې پر تر ټولو کوچني وګړي- چې دمېږي له خولې د دانې اخستل وي- پر ظلم نه ارزي:

شيخ سعدي وايي:

دنيـــــــا نيرزد آنـــــکه پريشان کنى دل

زنهار بد مکن که نکرده است عاقلي

سعدي نه وايي،چې دنيا دومره لږ ارزښته ده،چې د يو زړه په خپه کولو نه ارزي؛بلکې وايي،چې د يو زړه خپه کول دومره مهم دي،چې د ټولې نړۍ د ورکولو په بيه هم بايد دا چار ونشي.دا د پرتليزې بې ارزښتۍ مانا ده.

دنيا چې ددين له نظره بې ارزښته ده؛نو د پرتليزې بې ارزښتۍ په مانا ده؛يعنې دنيا دومره ارزښت نه لري،چې په پار يې اخلاقي او ټولنيز اصول او انسانيت او سړيتوب له لاسه ورکړئ،د دنيوي ګټو لپاره دروغ مه واست،خيانت مه کوئ،ژمنې مه ماتوئ،ظلم مه کوئ، د نورو حقوق مه لتاړئ،د دنيا ګټې دومره ارزښت نه لري،چې په پار يې زړونه خپه کړئ او ان د يو مېږي حق ولتاړئ.

انساني لوړ منطق[سمول]

دا سول خورا ښه او اوچت سول دى.دا ناسمه ده،چې ووايو:دين ويلي: دنيا دومره بې ارزښته ده،چې ان په پار يې يو دروغ بايد و نه ويل شي،بايد يو خيانت او ظلم هم ورته ونشي؛بلکې سم تفسير يې دادى، چې دين دومره اصولو،حقوقو،ګروهې،ايمان او اخلاقو ته ارزښت ورکوي،چې وايي : د دوى په پار له دنيا او اړوند چارو يې تېر شئ.

واقعاً همداسې ده. که انسان،انسانيت او مانيز ارزښتونه درک کړو؛نو بې له دې بل څه نه شو ويلاى. په ټوله نړۍ کې ان توکيز مسلکي هم ناچاره دي،چې اصولو او حقوقو ته ارزښت ورکړي او د دنيا ګټې او تمې د ګروهې،مسلک،اصولو او حقوقو پر وړاندې کوچني وګڼي. دا مطلب د دين په ژبه کې_چې ځانګړې ژبه ده_ د دنيا په بې ارزښتۍ تعبير شوى دى. يوازې د دين پر اصولو بشر ته دا سول ورکولاى شو او کړاى شو بشر ګروهمن کړو،چې ګروهه،مسلک، اصول او حقوق تر ګټو او تمو اوچت دي.که د دين اصول له بشره واخلو؛نو دې حقيقت ته به هېڅ بنسټ پاتې نشي،چې ګروهه، مسلک، اصول او حقوق تر ګټو او تمو اوچت دي.که دنيا فى حد نفسه په پام کې ونيسو،قطع نظر له دې،چې د دنيا لپاره ګناه وکړو،له اصولو سرغړاوى وکړو،حقوق ولتاړو؛نو له دې نظره دنيا موږ ته خورا ارزښتمنه ده،د رسول اکرم (ص) په وينا (مناوي؛کنوز الحقايق : د دال باب : ((الدنيا مزرعة الآخرة=دنيا د آخرت کښتځى دى)) او د حضرت علي (ک) په تعبير ((مسجد احباء الله و مصلى ملائکة الله و مهبط وحى الله ومتجر اولياء الله)) د آخرت کښتځى،د خداى د عبادت مرکز،د الهي وحې د راکوزېدو ځاى او د الهي اولياوو سوداګرخونه ده؛ نو داسې ځاى ته خو نشي ويلاى،چې بې ګټې او بې ارزښته ده. (نهج البلاغه/١٣ حکمت)

په خپله دين په دې اوچت سول د دنيا ارزښت نه دى راټيټ کړى او د معنوياتو،تقوا،فضيلت او ټولنيزو حقوقو ارزښت يې ښوولي او اوچت يې ګڼلي،چې لږ خلک ترې خبر دي؛نو د دنيا بې ارزښتي، پرتليزه بې ارزښتي ده،پرتليزه بې ارزښتي،د ژوند د حقوقو له درناوي سره هېڅ منافات نه لري؛بلکې په خپله د حقوقو درناوى دى. لکه څنګه چې مې وويل : د اسلام همدا کلک حقوقي قوانين دليل دي،چې د دنيا بې ارزښتي پرتليزه بې ارزښتي ده. دا يې لومړۍ خبره.

ټولنيز سول[سمول]

دويمه خبره داچې د هغه پوښتنې په ځواب کې وايم: آيا اسلام نه غواړي اسلامي ټولنه پايښت ومومي؟ البته روښانه ده،چې غواړي. اوس،چې غواړي پاتې شي؛نو آيا شونې ده،چې ټولنه بې عدالته وي او د خلکو حقوق خوندي نه وي؟مګر زموږ ګران پېغمبر و نه ويل : ((الملک يبقى مع الکفر و لا يبقى مع الظلم))؛يعنې منځلارې او عادله ټولنه د پايښت وړتيا لري که څه هم وګړي يې کافر وي او که د توپيرونو له امله په ټولنه کې ظلم راپيد شو؛نو هغه ټولنه نه پاتې کېږي،که څه هم وګړي يې په ګروهه مسلمانان وي.

په قرآن کريم کې داسې آيتونه ډېر دي،چې وايي،چې د پلاني قوم د ورکېدو لامل ظلم و،په يو ځاى کې وايي:

((وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ ( هود/١١٧)= او ستا پالونكى ديوې سيمې اوسېدونكي،چې (دخپلو چارو د) سمونې په لټه كې وي،د يو ظالم له امله نه ځپي.)) يعنې خداى سمونپالي خلک د يو ظلم له امله نه ورکوي.

مفسرين وايي،چې دا ظلم شرک دى؛ځکه شرک يو ډول ظلم دى: ((إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ))

که څوک په ټولنيزو اړيکو او حقوقو کې عادل وي؛نو پاک خداى يې د کفر او شرک له امله نه هلاکوي.

په مانيزو چارو کې د ټولنيز عدالت او حق ونډه[سمول]

درېمه خبره :فرض به کړو،چې د دنيا بې ارزښتي نسبي او پرتليزه نه ده. فرض به کړو،چې د دين له نظره دنيا مطلق شر دى؛خو که په هر څه کې اړنګ وکړو،په يو څيز کې اړنګ نه شو کړاى او هغه داچې الهي پېغمبران کومې موخې ته راغلي ول؟ هغوى د يو لړ پاکو ګروهو د ښوونې او د وګړيو د ارواوو د سوتره کولو لپاره راغلي ول . (بعثت لاتمم مکارم الاخلاق) ددې لپاره،چې وګړي نېکچارۍ ته وهڅوي او داچې خلک له بدچاريو وژغوري.د دين له نظره يو لړ کارونه ښه دي؛نو پېغمبران نېکو کړنو ته رابلنې ته راغلل او يو لړ کارونه بد دي، چې پېغمبران له بديو سره مبارزې ته راغلل.

ديني احکام درې ډوله دي: اعتقادات،اخلاقيات او عملي احکام. اعتقادي احکام؛لکه پر خداى،پېغمبرانو،معاد او د قيامت د ورځې پر حساب وکتاب ايمان.

اخلاقي احکام؛لکه موږ بايد عفت او تقوا ولرو،راضي،شاکر او صابر ووسو،بښنه،حلم او ګذشت ولرو،يو له بل سره مينه،محبت، اتحاد او اتفاق ولرو،پاکه او سوتره اروا ولرو،کينه کښ و نه وسو او کنجوسي و نه کړو.

عملي احکام هم روښانه دي؛هغه احکام،چې عبادت ته ټاکل شوي: لمونځ،روژه،حج،جهاد،پر نېکيو امر او له بديو منع او داسې نور او د معاشرت په هکله يو لړ احکام دي؛لکه احسان،زړه سوى،رښتيا ويل او دروغ نه ويل،غيبت،کنځل او وژنه نه کول او شراب،جواري،ربا او ريا ته شا کول.

که په هر څه کې اړنګ وکړ؛خو په دې کې اړنګ نه شو کړاى،چې د اسلام شارع هغه څه واقع کول غواړي،چې ښه دي او څه چې بد دي؛نو واقع کېدل يې نه غواړي.

ګورو که ټولنه عادله او منځلارې وي او د خلکو حقوق خوندي وي او په خلکو کې تبعيض،بې برخېتوب او مغبونيت نه وي؛نو پاکې ګروهې،اخلاق او ښې چارې به ډېرې راپيدا شي او د ګناهونو،ناوړه خويونو او ناپاکه ګروهو خپرېدل به لږ شي او که خلک منځلاري نه وي او افراط و تفريط،تېرى،مغبونيت،اړپېچونه او توپيرونه ډېر وي؛ نو دا ټولنه د ارواوو د پاکوالي لپاره غوره نه ده؟ کوم يو يې غوره دى؟ يا درېمه لار هم شته او هغه داچې ټولنيز حالات،چې هر څنګه وي،پر دې چارو اغېز نه لري او په ټوليزه توګه ددې چارو حساب بېل دى؟ هېڅ هوښيار به و نه وايي،چې هغه ټولنه پاکو ګروهو،نېکو چارو او د نفس تزکيې ته غوره ده،چې د عدالت او حق له پلو ګډه وډه وي. حداکثر دومره ويلى شي،چې د عدالت او حق شتون او نشتون په دې چارو کې اغېز نه لري .کېداى شي زموږ د ډېرى نننيو متدينينو ګروهه همدا وي،چې دا دوه بېل حسابونه دي او په يو بل پورې اړه نه لري او که څوک داسې خيال هم وکړي،بايد ورته وويل شي: ډاډمن اوسه،چې عمومي اوضاع او د ټولنيز عدالت شتون او نشتون د خلکو پر کړنو،اخلاقو او ان پر افکارو او ګروهو هم اغېزمنه ده.

پر درېو واڼو پړاوونو اغېز لري: هم د فکر او ګروهې پر پړاو هم د خلق او نفساني ملکاتو پر پړاو او هم د عمل پر پړاو.

پر افکارو او ګروهو د ټولنيز عدالت اغېز[سمول]

موږ،چې خپلو ادبياتو ته مراجعه وکړو او د خپلو ګرانو شاعرانو ادبي آثار او انديشې ګورو؛نو ګورو سره له دې،چې حقايقپوهان ول،پر حکمتونو پوه شوي ول،لطيف افکار يې درلودل؛ خو ورسره يې له ماغزو او فکره داسې څه راوتلي ول،چې حيران به شې. د بېلګې په توګه ګورو،چې د بخت او چانس مسئلې ته يې خورا ارزښت ورکړى دى او ويلي يې دي : په خپله ويده وسه؛خو چې بخت دې بېداره وي.

د دوى په آند د بخت نوم،چې راشي؛نور هر څه؛لکه علم، عقل، کوښښ،هنر،صنعت او د مټ  زور له ارزښته ولوېږي، وايي : بخت کارساز دى نه کار :

اوفتاده است در جهان بسيـــــــار

بـــى تمــــيز ارجمــند و عاقل خوار

که بخت دې ښه وي؛نو هنر،وړتيا او کارپوهه اغېز نه لري :

اگر به هر سر مويت دوصد هنر بـــاشد

هنر به کار نيايد چو بخـــــــت بد باشد

کوښښ،عمل او هلې ځلې څه دي؟ اصلي خبره د بخت ده : (( دولت نه به کوشيدن است،چاره کم جوشيدن است.))

از اين بوالعجب تر حديثى شنو که بى بخت،کوشش نيرزد دو جو

×××× چندان که جهـــــد بود دويديم در طــــلب

کوشش چه سود چون نکند بخت ياوري

×××× بخت که ښه وي؛نو د مټ له زوره کار پوره نه وي:

چه کند زرومند وارون بخت بازوى بخت به که بازوى سخت

به رنج بردن بيهوده گنـــــج نتـــوان يافت

که بخت راست فضيلت نه زرو و بازو را

ټولې د بخت خبرې دي.که له همدې محترم شاعرانو او پوهانو وپوښتل شي،چې صاحبه دا بخت څه دى؟،چې په اړه يې دومره خبرې کوئ؛تاسې خو به پېژندلى وي،اغېز او نښې به يې لرئ،موږ ته يې هم تعريف راوښيئ کړئ؛نو ځواب نه لري.

د بخت د فکر د پيدا کېدو ريښه[سمول]

هو ! يو اغېز او يوه مبهمه نښه او په يو ځاى کې يې مبهم پل ليدلى؛نو له هماغه ځايه د بخت ګروهه پکې پيدا شوه.څه يې وليدل؟

په داسې ټولنو کې يې ژوند کاوه،چې وګړيو به خپل عمر په کوښښ او زحمت تېراوه؛خو بې برخې به ول؛خو پر عکس د هماغې ټولنې اوزګار او خوشې خلک به برخمن او شتمن ول او هوښيار يې بې برخې او بې تميزه يې برخمن ليدل او ليدل يې،چې د هنر،وړتيا،کارپوهې حق او برخمنۍ ترمنځ تناسب نشته؛نو په تدريج دا مطلب،چې له ټولنيزو مشهوداتو يې واخستل شو،د بخت د فلسفې بڼه يې واخسته او ددې ټولو ګډوډيو او تېريو _په پوهه او ناپوهۍ کې_نوم يې بخت کېښود او کله کله به يې کنځلې هم ورته کولې.

د بخت فکر او جرړه،بې له ټولنيزو بې عداليتو او ګډوډيو هېڅ علت نه لري چې همدا ددې شيطاني فکر الهاموونکى دي.

که له دې سرچينې تېر شو،موږ دوه نورې سرچينې لرو. يو يې دين دى،چې کله شاعران د قرآن شريف له آيتونو،نبوي سنتو او د امامانو له ويناوو الهام اخسته،په ټول قرآن شريف،د پېغمبر اکرم او امامانو په ويناوو کې د بخت خبره نشته.

بله سرچينه عقل،علم او فلسفه ده.د فلسفې پخوانيو کتابونو بخت د موهوم په نامه ياد کړى دى؛نو د بخت په هکله دا ستر خيال له کومه پيدا شو،چې د بخت ځواک تر عقل،علم، کار، کوښښ، هنر، صنعت او زوره اوچت او ډېر دى؟

ددې شيطاني فکر سرچنيه يوازې بې نظمي،بېځايه توپيرونه، تبعيضونه او ټولنيزې کندې کپرې دي،چې کله ټولنيز عدالت څپڅپاندى شي،حقوق پلي نشي،د دندو په سپارلو کې واسطې واکمنې وي؛نو د بخت فکر زور اخلي او پراخېږي؛ځکه د بخت مانا داده، چې يو څيز هم د بل څيز شرط نه دى.

څومره توپير کوي،چې يو انسان کوښښ ته پر اغېز قايل وي او ايمان ولري .

((وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (نجم/٣٩) = او دا چې انسان ته يوازې هڅه يې ده. ))

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ (رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى .)) پر بخت ګروهه څومره د پورتنيو دوو آيتونو له مطلب سره منافات لري.

روزګار ته بدويني[سمول]

زموږ په ادبياتو کې له روزګاره شکايت يو بل عنوان دى،څومره کنځل روزګار ته شوي او د ظالم او غدار نوم ورکړ شوى تر دې،چې وايي: روزګار له نېکچارو او ښو خلکو سره ځانګړې کينه لري .

پر کوم روزګار،چې نيوکه کېږي،د اسمانو،ځمکې او زمانې نه دى؛ بلکې د هماغه ويناوال ټولنيز چاپيريال دى،د ويناوال ځانګړى چاپيريال دى؛نه ستر روزګار. دا ويناوې د ويناوال شخصي،دنننۍ او روحي انعکاس دي،چې کله يو څوک په خپل شاوخوا کې يوازې تېرى ويني او اصلي علت يې هم و نه پېژني او که و يې پېژني؛خو ويلاى يې نشي؛نو خپل زړه په روزګار تشوي؛نو په پايله کې دا ډول وضع د خلقت پر خلاف بدويني رامنځ ته کوي او دا فکر زور اخلي،چې د روزګار بنسټ له نېکچاريو سره د دښمنۍ او تېري پر بنسټ دى؛لکه څنګه،چې "ابن راوندي" وايي:

کم عاقــل عاقل اعيت مذاهبه و جاهل جاهل تلقيه مرزوقا

هذا الذي ترک الاوهام حائرة و صير العـــالم النحرير زنديقا

يعنې څومره د هوښيارانو هوښياران دي،چې د ژوند لارو عاجز کړي او څومره،چې مخکې ځي،نه نېکمرغه کېږي او څومره د ناپوهانو ناپوه دي،چې له هر څه برخمن دي او دا هغه څه دي،چې عقلونه يې پرېشانه کړي او باريکبين پوه يې بې دينه از زنديق کړى دى.

د بېځايه توپيرونو،تبعيضونو او د ټولنيز تعادل د منځه تلو يو نېغ په نېغه اغېز د فکري نظم ګډوډېدل او علم،عقل،تقوا،عمل،هنر او وړتيا بې اغېزې ګڼل دي،چې دا هر څه د بخت د فلسفې په نامه کېږي،چې موږ يې هم پر خپلو ادبياتو اغېز وينو او بل اغېز يې پر سپېڅلي خلقت بدګوماني ده. دا په فکر او ګروهه کې د بې عدالتيو اغېز دى.


ټولنيز عدالت او وګړيز اخلاق[سمول]

ښه او بد اخلاق هم د دنيا د نورو څيزونو په څېر علت او لامل لري او خوشې نه راپيدا کېږي . "خټه" او "طينت" پرې اغېزمن دى،د چاپېريال وضع او هڅونې پرې اغېزمنې دي، بې برخېتوب هم د اخلاقو په فساد کې اغېزمن دي او کينې او دښمنۍ له همدې ځايه راولاړېږي .

استثنايي وګړي[سمول]

البته يو لړ استثنايي وګړي شته،چې مظلوميت او محروميت پرې اغېز نه لري او د همدې فوق العادګۍ له امله له روحي خوندېينې برخمن وي. پياوړى ايمان پر اروا د ډېرو لاملونو د اغېز مخه نيسي. استثنايي وګړي د عامو خلکو له افکارو اوچت دي . بېلګې ته پام وکړئ :

مورو پلار له خپل اولاد سره دي،په دې کور کې خواړه،مېوه،جامې او خواږه د کور پر غړيو ويشل کېږي.د اولاد فکر او ورمند او هغه اغېزې،چې په دې چارو کې يې پيدا کوي،د موروپلار له فکر او ورمند-قضاوت او د اغېز له ډول سره توپير لري؛په يوه کچه نه دي،په دوو کچو کې دي.

خو هغه احساس،چې اولاد يې يو بل ته لري : هر اولاد که وګوري،چې په خوړو،مېوه او جامو کې يې برخه تر نورو لږه ده؛نو خپه کېږي او ژاړي او دا چې مظلوميت او بې برخېتوب احساسوي؛نو د غچ په تکل کې شي؛نو هغه مورو پلار،چې د اولاد د نېکمرغۍ غوښتونکي دي او خوښ دي،چې اولاد يې له وړوکتوبه سمه روحيه ولري؛نو ورته پکار دي،چې په منځ کې يې تبعيض و نه کړي.

تبعيض د اړپېچ،حسادت او غچ تخم کرل دي.تبعيض ددې لامل دى،چې هم د بې برخې کړاى شوي اولاد اروا خپه شي او هم نازولى اولاد په بل متکي،ضعيف النفس او ژر خپه کېدونکى روږد شي. موروپلار د اولاد بدني روغتيا ته خورا پاملرنه کوي؛خو د اروا روغتيا ته يې هېڅ پاملرنه نه کوي.

خبره مې داده: دا چې ماشومان په يوه کچه فکرکوي؛نو د يو په پرتله د بل بې برخې کېدل پرې ناوړه اغېز اچوي؛خو د موروپلار د فکر کچه،چې لوړه ده او بل شان فکر او مينه کوي؛هغوى په دې ډول بې برخېتوبونو،ډېروالي او کموالي نه خپه کېږي؛هغوى په دې نه خپه کېږي او د حقارت احساس نه کوي،چې خواړه يا مېوه لږه ورورسي.

په ټولنه کې هم همداسې ده؛استثنايي وګړي،چې د ټولنې پلارونه دي؛ د محروميتونو تر اغېز لاندې نه راځي،مظلوميت او بې برخېتوب پرې اغېز نه کوي،په عين مظلوميت او بې برخېتوب کې د هغه پلار په شان دي،چې د خپل اولاد ښېګڼه غواړي؛نو داسې خلک هم د ټولنې ښېګڼه غواړي.

رسول اکرم،چې د احد په جګړه کې په تندي په تيږه ايشتل شوى و او غاښ يې هم مات شوى و؛نو دعا يې وکړه: ((خدايه ! قوم ته مې هدايت وکړې او ويې بښه،چې ناپوه دي.)) وګ: (مناقب ابن شهر آشوب١/١٩٢)

حضرت علي (ک) د فدک په هکله (نهج البلاغه/٤٥ ليک) وايي:

((ځينو ورته تمه وکړه او ځينو زهد وکړ....زه فدک او نافدک څه کوم، حال دا چې د بدن راتلونکې په ګور کې ده او په تياره کې يې آثار له منځه ځي .))

د تبعيضونو اخلاقي اغېزې[سمول]

پر ځېنو د تبعيضونو اخلاقي اغېزې دومره نه وي؛خو د ټولنې د نورو وګړيو حالت د هماغې کورنۍ د غړيو مثال لري. تبعيضونه او توپيرونه د هغو خلکو اروا خپه کوي،چې برخې شوي او غچ اخستو ته يې چمتو کوي او بله ډله اسراف کوونکې،کم حوصله او بېکاره روږدوي .

د رسول اکرم مشهوره دعا ده،چې (عوالى اللئالى/١٥٩ مخ) وايي:((پالونکيه ! هومره دې وېره را پر برخه کړه،چې ستا له سرغړاوي مې وساتي.))

اسلامي دعاګانې د غوره اخلاقي او مانيزو ښوونو ښوونکي دي، څومره روحي او ټولنيز لطايف دي،چې د دعا په ژبه ويل کېږي. په يوه دعا کې راغلي :(( خدايه ! له هغوى مو په غچ اخستو کې ملاتړ شه،چې تېرى يې راباندې کړى دى.)) دا غوڼدله لطيف ټکي لري. رسول اکرم و نه ويل : خدايه زموږ له ظالمانو غچ واخله؛بلکې و يې ويل : (( خدايه له هغوى مو په غچ اخستو کې ملاتړ شه،چې تېرى يې راباندې کړى دى.))

((ثار)) سزا ورکولو ته د لېوالتيا په مانا دى او په اصطلاح کې د غچ غوښتنې حس ته وايي. غواړي ووايي: دا چې ظلم راباندې شوى؛نو قهرًا مو روح خپه او غچ اخستونکى کېږي؛نو همداچې دا حالت مو په اروا کې پيدا شو،هر وخت،هر ځاى او په هره لاره،چې وي،خپل اغېز به کوي او د اور په شان لمبې به وهي.

نن د معرفة النفس علماوو جوته کړې،کومې کينې او دښمنۍ،چې په روح کې پيدا کېږي؛نو کېداى شي لنډمهاله په روح کې ننوځي او انسان يې د خپل "ظاهري شعور" له مخې هېرې کړي؛خو واقعاً له منځه نه ځي او د روح په تل کې له "ظاهري عقل" او "ظاهري شعور" نه بې خبره پر فعاليت بوختې وي،چې بهر ته لار پيدا کړي.

رسول اکرم وايي : (( خدايه ! دا اور،چې په زړه کې مو دى او يوه ورځ به لمبه شي،نور دې و نه سوځوي او که څوک سوځوي هم؛نو هغه دې وسوځوي،چې تېرى يې راباندې کړى دى)) که داسې وي،چې انسان په خپل عقل،ارادې او ظاهري شعور غچ واخلي؛ خپل شخصي غچ له بله نه اخلي،که په "بلخ" کې پښ ګناه کړې وي؛نو په "همدان" کې د مسګر سر نه غوڅوي؛خو چې کله انسان د ازاد عقل په حکم نه؛بلکې په زړه کې د کينو او دښمنيو له امله غچ اخلي؛نو بيا دې ملاحظاتو نه ګوري.

رسول اکرم وايي : خدايه موږ داسې کړه،چې کينې او غچ مو دومره وي،چې دښمن وځپو،چې دا ارواحو په تل کې مو د بې عدالتيو،مظلوميتونو او کمزوريو له امله کينې او غچ اخستنه پيدا شي،چې طبعاً روح مو ظالم او سراغړانده کېږي،له ظلمه خوند واخلي او د خلکو له لتاړېدو خوند يوسي.

په متعادله ټولنه کې متعادل اخلاق[سمول]

متوازن او متعادل اخلاق عالي اخلاق دي او څرګنده ده که ټولنه، ټولنيز سازمانونه،ټولنيز قوانين او حقوق متعادل نه وي؛نو وګړيز او شخصي اخلاق به هم متوازن نه وي، د ټولنيز تعادل د نشتوالي اغېز يوازې پر عامو بې برخې خلکو اغېز نه کوي؛بلکې پر نازولو او هغوى هم ناوړه اغېز کوي،چې له ډېرو نعمتونو برخمن دي؛عام خلک غوسه او خپه ګېږي او برخمن ناشکره،کم حوصله،بې هنره او کم حوصله کېږي.

حضرت علي (ک) مالک اشتر ته د خواصو په هکله (نهج البلاغه/٥٣ ليک) ليکي :

((وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنَ الرَّعِيَّةِ، أَثْقَلَ عَلَى الْوَالِي مَؤُونَةً فِي الرَّخَاءِ، وَأَقَلَّ مَعُونَةً لَهُ فِي الْبَلاَءِ، وَأَكْرَهَ لِلاِِْنْصَافِ، وَأَسْأَلَ بِالاِِْلْحَافِ وَأَقَلَّ شُكْراً عِنْدَ الاِِْعْطَاءِ، وَأَبْطَأَ عُذْراً عِنْدَ الْمَنْعِ، وَأَضْعَفَ صَبْراً عِنْدَ مُلِمَّاتِ الدَّهْرِ مِنْ أَهْلِ الْخَاصَّةِ، وَإِنَّمَا عَمُودُ الدِّينِ، وَجِمَاعُالْمُسْلِمِينَ، وَالْعُدَّةُ لِلاََْعْدَاءِ، الْعَامَّةُ مِنَ الاَُْمَّةِ، فَلْيَكُنْ صِغْوُكَلَهُمْ، وَمَيْلُكَ مَعَهُمْ = خواص او خپلوان پر چارواکي (او حکومت) دروند پېټى وي؛ ځکه که کومه پېښه وشي؛تر هر چا ډېر لږ مرستې ته يې وردانګي او ښه يې نه اېسي،چې په انصاف ورسره چلن وشي؛ دوى په ټينګه له چارواکي هر څه غواړي؛نو چې څه په لاس ورشي،تر ټولو ډېر لږ منندوى وي او که څه ور نه کړل شي؛نو عذر دې هم تر نورو ډېر په ځنډ مني،د ستونزو پر وړاندې ډېر لږ زغمناک دي،حال دا چې ولسي پرګنۍ د دين ټينګې ستنې،د مسلمينو ځوږمنى ټولنې او د دښمن پر وړاندې دفاعي زېرمې دي؛نو ځکه بايد همدوى ته دې ډېر پام وي.))

رسول اکرم وايي: (( منځلاري او همسطح اوسئ،ترمنځ مو ناهموارۍ او تبعيضونه له منځه يوسئ،چې زړونه مو يو بل ته نږدې شي او په يوه سطح شي))؛يعنې که په چارو او نعمتونو کې درز او واټن درکې پيدا شو؛نو قهراً په زړونو کې به مو واټن جوړ شي؛نو هغه مهال په يوه زړه، همفکره او په يوه ليکه کې پاتې کېداى نشئ او قهراً به په دوو بېلابېلو ليکو کې کېږئ. قرآن کريم وايي:

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون (آل عمران/١٠٣)= او ټول د خداى پر رسئ [ = قرآن ، اسلام او د يووالى پر هر ډول وسيله ] ټينګې منګولې ولګوئ او مه خپرېږئ. د خداى هغه (ستر) نعمت راياد كړئ،چې تاسې يو د بل دښمنان وئ ؛خو هغه ستاسې په زړونوكې مينه واچوله او له دې امله سره وروڼه شوئ او تاسې د يوې اورينې كندې پرغاړه ولاړ وئ؛خو خداى ترې وژغورلئ، خداى تاسې ته خپل آيتونه څرګندوي، ښايي چې سمه لار ومومئ .))

ددې آيت له مضمونه څرګنده ده،چې د هغه يووالي او اتحاد په هکله دى،چې اسلام يې له مسلمانانو غواړي.

د اسلام د بري راز[سمول]

په تېرو مخونو کې مو وويل،چې که اسلام يوازې اخلاقي اړخ درلود او د يو اخلاقي ښوونځي په څېر يې کار يوازې نصيحت او اخلاقي وړانديزونه ول او له ټولنيزو سازمانونو سره يې کار نه درلود؛نو ناشونې وه،چې ټولنه يې جوړه کړې وه؛ متحده او ګډآنده-همفکره او د يوه زړه ټولنه،چې د تاريخ په بهير کې يې بدلون راوړ.

اړنګ نشته،چې ايمان او ګروهه ده،چې زړونه سره نږدې او يو کوي او د خداى استازي د يووالي ستر لامل رامنځ ته کړ،چې په ګروهه کې يووالى دى او خلک يې د ((لا اله الا الله)) تر بېرغ لاندې راټول کړل؛خو يوازې په ايمان او ګروهه يې بسيا و نه کړه او د يووالي په لار کې يې خنډونو ته هم پام و او له منځه يې يووړل .

نو داسې فکر مه کوئ،چې اسلام يوازې د ايکې يوې ګروهې په جوړولو خلک يو کړي دي؛نه ! پردې سربېره يې خنډونه،تبعيضونه، سوړې او توپيرونه هم له منځه يووړل؛که و يې ويل: (( تعالوا الى کلمة سواء بيننا و بينکم الا نعبدو الا الله و لا نشرک به شيئا=يوې ګروهې او ايمان ته راشئ،چې ټولو ته ښه دى،ټولو ته يو حقيقت دى،د ټولو لپاره خير دى)) او که دا يې وويل او د توحيد وړانديز يې وکړ؛نو ورپسې يې وويل : (( ولايتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله)) د مساوات او برابري وړانديز يې هم وکړ.

پېغمبر اکرم په حجة الوداع کې وويل:(( ايها الناس ان ربکم واحد و ان اباکم واحد،کلکم من آدم و آدم من تراب،لا افضل لعربى على عجمى الا بالتقوى.= خلکو! د ټولو خداى ايکې يو دى،د ټولو پلار يو دى،ټول د آدم اولاده يو،آدم هم له خاورې پيدا شوى؛نو ټول له خاورې پيدا شوي يو،د شرافت کچه يوازې تقوا ده او عرب پر عجم غوره والى نه لري.)) بيا يې وويل : (( الا هل بلغت؟ آيا تبليغ مې وکړ؟ قالوا نعم ټولو وويل: هو ! بيا يې وويل : ((فليبلغ الشاهد الغائب؛نو حاضرين دې ديې غائبينو ته ورسوي.)) نسل په نسل دې دا خبره خپره شي . وګ: (تحف العقول/٣٤ مخ)

پر عمومي چلن د عدالت اغېز[سمول]

له دې ځايه پوهېږو،چې د عدالت شتون او نشتون د خلکو پر کړنو اغېز لري؛ځکه چې پر ګروهو او خويونو يې اغېز درلود؛نو هرومرو پر کړنو هم اغېز لري. قرآن حکيم وايي: ((قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلاً(اسراء/٣٤)= ووايه : (( هرڅوك د خپل (اروايي او بدني) جوړښت له مخې عمل كوي او ستا پالونكى ښه پوهېږي ،چې څوك پرسمه لار دى .))

هر څوک،د خپل فکر،ګروهې او هغو حالاتو له مخې عمل کوي،چې په اروا کې يې دي؛يعنې د انسان د کړنو جرړه په اروا کې ده.

و مو ويل،چې بې عدالتي،توپيرونه،تبعيض او د محروميت او غبن احساس ناوړه اغېزې لري،چې وويل شوې او بېوزلي او اړتيا_ که لامل يې بې عدالتي يا بل څه وي_د ګناه يو لامل دى؛نو که د محروميت له احساس سره يو ځاى شي؛نو ټولنيزه وضع به خورا خرابه شي او وايي به :

سخـــن درست بگويم نمى توانـــــــم ديــد

که مـــى خـورند حريفان و من نظاره کنم

همدا ((نمى توانم ديد)) د غلاګانو،بډيخورۍ او د عمومي اموالو د اختلاس لاملېږي،چې په خپله ګناه ده.

حضرت علي (ک) خپل زوى "محمدابن الحنفيه" ته د بېوزلۍ په هکله (نهج البلاغه/٣١٩ حکمت) ليکي:

((وقال عليه السلام لابنه محمد بن الحنفية: يَا بُنَيَّ، إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكَ الْفَقْرَ، فَاسْتَعِذْ بِاللهِ مِنْه، فَإِنَّ الْفَقْرَ مَنْقَصَةٌلِلدَّينِ، مَدْهَشَةٌ لِلْعَقْلِ، دَاعِيَةٌ لِلْمَقْت!= ( خپل زوى محمد حنيفه ته سپارښتنه کوي) وايي: زويه! پر تا له تنګلاسۍ په تشويش کې يم،له فقره خداى ته پناه يوسه، چې په واقع کې بېوزلي د انسان دين نيمګړى کوي،عقل سرګردانوي او د دښمنۍ لامل دى.))؛يعنې څه؟؛يعنې آيا بېوزلي ګناه ده؟ نه بېوزلي ګناه نه ده؛خو بېوزلي هغه انسان ډېر ژر ګناه ته اړباسي،چې پياوړى ايمان و نه لري. ډېرى ګناهونه دي،چې له بېوزلۍ او اړتيا راولاړېږي.

رسول اکرم (بحارالانوار ٧٢/٢٩) وايي: ((کاد الفقر ان يکون کفرا= بېوزلي د کفر پولې ته نږدې ده. بېوزلي اروا سرغړانده او هوډ کمزروي.))

د بېوزلۍ د بلې اغېزې په هکله وايي: ((مدهشة للعقل=بېوزلي فکر پرېشانوي.))

عقل او فکر د بېوزلۍ او اړتيا له امله خپل تعادل له لاسه ورکوي او انسان نشي کړاى په چارو کې ښه فکر وکړي؛لکه څنګه چې خپګانونه او کړاوونه فکر و خيال پرېشانه کوي.

تدبير صــواب از دل خوش بايد جست

سرمايه عافـــــيت کفـاف است نخست

شمشـــير قـــوي نبايـد از بازوى سست

يعنـــــــې زدل شکسته تدبيــــــر درســــت

البته بيا هم استثنايي وګړي شته،چې داسې نه دي او پېښې او کړاوونه پرې اغېز نه لري؛خو ټول داسې نه کوي.

د بېوزلۍ د درېم اغېز په هکله وايي: ((داعية للمقت؛يعنې چې بېوزله يې؛نو خلک به دې ملامتوي او سپکاوى به دې کوي او د انسان په اروا کې غوټې او کينې رامنځ ته کوي او د انسان د خپګان لامل ګرځي او کېداى شي ددې جملې مراد دا وي،چې ته به له خلکو سره دښمني پيدا کړې او خلک به د خپلې بدمرغۍ لامل بولې.

دې څپرکي ته د حضرت علي (ک) د يو ملګري؛"صعصة بن صوحان عبدي" په خبرو د پاى ټکى ږدم،چې د خلافت په لومړۍ ورځو کې يې حضرت علي (ک) ته وويل:(( اميرالمؤمنيه! تا خلافت ته سينګار او وياړ ورکړ؛خو خلافت تا ته وياړ او سينګار نه دى.د خلافت مقام ستا په خليفه کېدو لوړ شو؛خو ستا مقام يې اوچت نه کړ،خلافت تا ته اړين دى؛خو ته خلافت ته اړين نه يې.)) (د يعقوبي تاريخ٢/١٧٩)

چې کله امام علي (ک) په سر ګوزار وخوړ؛نو "صعصه" ورته وويل: ((اميرالمؤمنيه! په ژوند او مرګ دې خداى پر تا ولورېږي،خداى ستا په فکر کې خورا ستر و،ته د خداى د ذات پېژندونکى او عارف وې.))

د "صعصه" پيغام امام ته ورسېد؛و يې ويل: زما له اړخه ورته وواست : ((صعصه ! خداى دې پر تا ولورېږي،ته زما ښه ملګرى وې؛بې تمې،کم زحمته او کم لګښته؛خو زيارکښ،خادم او سرښندويه وې.)) (بحارالانوار٤٢/٢٣٤)

درېمه خبره يې د امام علي د ښخولو پر مهال ده؛امام يې د شپې ښخ کړ او د يو لړ ملاحظاتو له امله په جنازه کې يې يوازې څو ځانګړيو اصحابو ګډون وکړ،چې يو يې هم "صعصه" و.امام يې،چې ښخ کړ،د قبر غاړې ته راغى،يو لاس يې پر خپل زړه کېښود او په بل لاس يې موټى خاورې راواخستې او پر خپل سر يې وشيندلې، و يې ويل: ((مورو پلار مې درځار، د حق له ذات سره دې دا ستر مقام،پاکي او نېکمرغي مبارک شه . له خدايه ! غواړم،چې منت راباندې کېږدي او توفيق راکړي،چې لاروي دې وکړم،ته هغه څه ته ورسېدې،چې څوک نه دى رسېدلى او هغه مقام ته ورسېدې،چې څوک ور و نه رسېد. خداى دې مقام ډېر ستر او شريف کړ. خداى دې موږ له هغه اجره بې برخې نه کړي،چې ستا په پار به يې راکوي،خداى دې موږ تر تا وروسته بې لارې نه کړي.پر خداى قسم،چې ژوند دې د ښېګڼو کونجيانې او د بديو قلفونه ول .که خلکو دې خبرې اورېدلې واى او که پېژندلاى يې واى؛نو له اسمان او ځمکې او د سر له پاسه او تر پښو لاندې به يې نعمتونه راټوکېدلي ول؛خو افسوس،چې ستا قدر يې و نه پېژانده او دنيا تېرايستل.))بيا په خپله په ژړا شو او ورسره هم په ژړا شول . وګ : (بحارالانوار ٤٢/٢٩٥،٢٩٦)

په ځاى توپيرونه او بې ځايه توپيرونه[سمول]

په دې برخه کې د عدالت او مساوات په مانا او توضيح خبرې کوم،چې توپير،اړپېچ او تبعيض څه دى،چې له عدالت سره اړخ نه لګوي؟ آيا په ټولنه کې،چې د وګړيو ترمنځ هر ډول توپير وي،له عدالت سره مخالف دى؟ آيا د عدالت غوښتنه داده،چې وګړي پريو بل هېڅ امتياز و نه لري؟ يا د عدالت غوښتنه داده،چې وګړي د يو بل پر وړاندې بېځايه امتياز و نه لري؟که مراد مو دا دويمه خبره وي؛نو دويمه پوښتنه ذهن ته راځي : د پرځايوالي او بېځايوالي او رواتوب او نارواتوب کچه څه ده؟ امتيازونه،چې پر کوم بنسټ وي؛نو روا دي او پر کوم بنسټ ناروا او بېځايه دي؟

د امام علي له نظره د عدالت تعريف[سمول]

په لومړي څپرکي کې مو ولوستل،چې امام وپوښتل شو: "جود" غوره دى که “عدل”؟ امام ويلي ول،چې “عدل” غوره دى او خپل ځواب ته يې دوه دليلونه هم راوړي ول: يو داچې “عدل” هر څه په خپل ځاى کې ږدي؛خو جود څيزونه له خپل ځايه راوباسي. و يې نه ويل،چې “عدل” ځکه تر "جود" غوره دى،چې ټول وګړي په يوه ليکه او لړ کې ږدي او ترمنځ يې توپير نه قايلېږي؛و يې ويل: “عدل” ځکه تر "جود" غوره دى،چې هر څه په خپل ځاى کې ږدي .

مولانا بلخي وايي:

“عدل”،وضع نعمتى در موضــعش نى به هر بيخى که باشد آبکش

ظــــــــلم چبود وضع در ناموضعى که نبــــــاشد جز بــــــلا را منبعى

عــــــــدل چبود آب ده اشجـــــار را ظلــــــــم چبود آب دادن خــــــار را

د حضرت علي (ک) د تعريف له مخې،د “عدل” غوښتنه نه ده،چې د بشر تر منځ ټول توپيرونه دې له منځه يووړل شي؛بلکې د استحقاقونو رعايت د “عدل” غوښتنه ده؛نو دلته دويمه پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې د استحقاق او عدم استحقاق او پر ځاى توب او بېځايتوب کچې څه دي؟

ټولنه د ژوندي بدن په څېر ده[سمول]

لومړى به سريزه ووايو او بيا به د پوښتنو ځوابونه ورکړم . خورا غوره تشبيه داده،چې ټولنه يې له ژوندي بدن سره تشبيه کړې ده؛لکه څنګه چې بدن د غړيو ټولګه ده او هر غړى خپله دنده لري،ټولنه هم د وګړيو ټولګه ده او د ټولنې د اړتيا کارونه د دندو،وظيفو،مسلک او کسب په بڼه پر وګړيو ويشل شوي دي.د بدن غړي هر يو خپل مقام او درجه لري.يو حکم ورکوي او بل يې مني . يو په بدن کې عالي مقام لري او بل ټيټ . ټولنه هم داسې ده؛يعنې هره ټولنه،چې په هر رژيم او سيستم اداره شي،د کار،دندو او وظيفو ويش لري او يو ډول درجه بندي او طبقه بندي لري.

بدن روغتيا او رنځ لري،ټولنه هم رنځ او روغتيا لري؛بدن زوکړه، وده او مرګ لري .ټولنه هم داسې ده؛بدن که روغ وي؛نو د غړيو ترمنځ يې همدردي ده،ټولنه هم که روغه او ژوندۍ وه او ټولنيزه اروا يې درلود؛نو همداسې ده.

په دې هکله رسول اکرم (امام احمد؛مسند٤/٢٧٠) وايي:((مؤمنان په خپلمنځي علايقو او عواطفو کې د بدن په څېر دي،يو غړى،چې ودردېږي؛نو نور غړي همدردۍ ته راغواړي او تبه او بېخوبي رامنځ ته کېږي.))

شيخ سعدي وايي:

چو عضوى به درد آورد روزگار دگر عضوها را نماند قرار

معمولاً يو څيز،چې له بل څيز سره تشبيه کېږي؛نو په يوه يا دوه څيزونو کې ورته والى لري؛خو له بدن سره د ټولنې ورته والى له هغو ورته والو ده،چې کې تر لسو هم ډېر ورته والي لري.کېداى شي دا ورته والى د جامعيت له نظره بې سارى وي.

سره له دې،چې دا تشبيه جامع ده؛خو داسې هم نه ده،چې ټولنه او بدن له هر اړخه يو شان وي.داسې چارې هم شته،چې ټولنه او بدن سره توپير لري؛نو نن،چې پر عدالت ويينه ده؛د ټولنې او بدن توپير به هم ووايو.

د ټولنې او ژوندي بدن توپير[سمول]

يو توپير يې دادى،چې د بدن غړي هر يو ثابت ځاى او څرګند مقام لري او په ځاى،مقام او دنده کې يې بدلون نه راځي؛خو د ټولنې وګړي داسې نه دي.د بېلګې په توګه: هر يو سترګه،غوږ او لاس يو غړى دى، ثابت ځاى لري او هر يو خپله ځانګړې دنده لري : سترګه تل سترګه وي او غوږ تل غوږ وي،د سترګې دنده تل ليدل دي او تل د غوږ دنده اورېدل دي او ناشونې ده،چې غوږ د خپلې وړتيا له امله د سترګې دنده ترسره کړي او د سترګې مقام لږ راټيټ شي او د غوږ کار وکړي.د بدن ټول غړي ثابت او نه بدلېدونکى مقام لري او هر يو د يوې ځانګړې دندې لپاره پنځول شوى دى او بې له خپلې دندې بله ترسره کولاى نشي.

د ټولنې غړي څنګه؟ آيا وګړي هم د غړيو په څېر دي؟ هر وګړى او ډله په ټولنه کې يوازې يو ثابت مقام لري؟يوازې د يو کار لپاره جوړ شوي؟ او لکه څنګه چې د غوږ،سترګې،ماغزو او...دندې معلومې دي،د وګړيو او اصنافو دندې هم معلومې دي؟د هر ټولګي وګړى بايد د خپل ټولګي ټاکلې دنده ترسره کړي او حق نه لري بل ټولکي ته ورننوځي؟ که داسې نه ده؟ څرګنده ده،چې داسې نه ده؛ځکه غړي عقل،اراده، تشخيص، خپلواکې، واک،ټاکنه او ځانګړې سليقه نه لري او هغه روح ته لاس په سينه ولاړ دي،چې پر بدن واکمن دى د((لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ(تحريم/٦ )= او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي.)) پوره؟ ښکاروندى دي؛خو وګړي په ټولنه کې داسې نه دي.سمه ده،چې ټولنه ساه او ژوند لري؛خو ټولنيزه روحيه دومره پر وګړيو برلاسي او واکمني نه لري او وګړي هم هاغومره ټولنيز روح ته لاس په سينه نه دي ولاړ .

د انسان د مدني بالطبع مانا[سمول]

له پخوا به علماوو ويل،چې انسان مدني بالطبع دى؛يعنې طبيعتاً ټولنيز دى.بيا نور علماء راغلل او دا غونډله يې وڅيرله،چې د مدني بالطبع مانا څه ده؟ که مراد دا وي،چې انسان له بوټيو او څارويو_البته له ځينو څارويو_ سره دا توپير لري،چې کوم استعدادونه په انسان کې دي او کومو کمالاتو ته،چې بايد ورسي، يوازې په ټولنيز ژوند کې ورته رسېداى شي،د ژوند اړتياوې يې يوازې له تمدنه لاس ته راځي،البته دا سمه خبره ده؛خو که مراد ترې دا وي،چې د انسان ټولنيز ژوند د نورو څارويو په څېر غريزي او طبيعي دى،چې دا ناسمه خبره ده او د انسان ټولنيز ژوند داسې نه دى؛خو که مراد ترې دا وي،چې انسان بې له ټولنې او په وګړيزه بڼه ژوند نشي کړاى او پردې سربېره،په انسان کې يو لړ اړتياوې او استعدادونه پټ دي،چې بې له ټولنيز ژونده فعليت ته نه رسي او نه راښکار کېږي او دا اړتياوې او استعدادونه د انسان په خلقت کې ايښوول شوي او همدوى انسان ټولنيز ژوند ته راکاږي،چې دا سمه خبره ده؛خو دا خبره د انسان د عقل په نسبي خپلواکۍ،د وګړي په ارادې او له ټاکنې سره هېڅ منافات نه لري؛نو ويلاى شو،چې د انسان ټولنيز ژوند قراردادي او انتخابي دى؛انسان ټولنيز ژوند د عقل په حکم او د ارادې په ټاکنه غوره کړى دى.

د وروستيو پېړيو ټولنيز انديال "ژان ژاک روسو" د ټولنيز تړون په نامه کتاب د همدې نظريې پر بنسټ کښلى،چې د انسان ټولنيز ژوند قراردادي دى،له هوکړې او تړونه رامنځ ته شوى او قهري او غريزي نه دى.که څه هم د "روسو" دا نظريه په ټوليزه توګه د منلو وړ نه ده،چې د انسان ټولنيزتوب يې نفې کړى دى او موږ پکې خبره نه لرو،چې ويل کېږي د وګړيو ټاکنه هم ونډه لري . اوس نه غواړم پردې فلسفي مطلب رڼا واچوم.

را به شو ټولنې او بدن ته : د بدن غړي يوازې د ځانګړي عضويت حق لري؛خو د ټولنې وګړي د هر ډول عضويت حق لري او دا حق د انسان فعاليت او وړتيا ټاکي او د انسان دنده،مقام،درجه او داچې ټولنې ته څه ډول خدمت وکړي،په غريزي او طبيعي ډول ټاکل شوي نه دي، وګړى د ټولنې پر وړاندې ټاکلى مقام نه لري،د وګړي د عمل ډګر پراخه دى،مخه يې خلاصه ده،ځانګړې دندې ته محدود نه دى. واک،ټاکنه،ازادي،سليقه او په پايله کې مقامونه او دندې د بدلون او بدلېدو وړ دي،د ټولنې د بدن غړي بدلېږي،ځايونه بدلېږي،د خلقت قانون د هېچا پر تندي نه دي کښلي،چې هرومرو با ستا دا دنده وي او پلانى مقام به لرې .لنډه داچې په بدن کې په طبيعي ډول د کار ويش،درجه بندي او ځايونه ټاکل شوي دي؛خو په ټولنه کې دا کار بايد پخپله غړي د يو بل ترمنځ وکړي،د عمل ډګر هم ټولو ته پراخ دى،ټول انسانان دي،ټول عقل لري،ټول واک او اختيار لري او ټول ځان ته پر شخصيت قايل دي.

دلته بله پوښتنه رامنځ ته کېږي،چې دا چارې څنګه د يو بل ترمنځ وويشي؟وظيفه او درجه ورکول،چې هرومرو لاندې باندې او لوړ او ټيټ لري؛نو بنسټ به يې څه وي؟وګړيو ته په ټولنه کې پر کوم بنسټ ځاى او دنده ورکړل شي؟ پچه واچوي که نه؟

يوازې يوه لار ده او هغه داچې زور نه وي،ټول ازاد پرېښوول شي او د ژوند ډګر د سيالۍ د ډګر بڼه ومومي او بېلابېل وګړي په سيالۍ کې د ګډون حق ولري او هر څوک د خپلې لېوالتيا او استعداد له مخې په خپل فعاليت او وړتيا ځان ته دنده او کار وټاکي.

پايښت ته جګړه که پايښت ته سيالي[سمول]

ځينو ژوند د جګړې له ډګر سره تشبيه کړى دى،وايي: ژوند پايښت ته جګړه ده؛خو غوره او بشپړ تعبير دادى،چې ووايو ژوند پايښت ته سيالي ده. د ((پايښت جګړه)) د جګړې او دښمنۍ مفهوم ورکوي.

د ځينو د وينا له مخې،ژوند يوازې جګړه ده،د انسان د ژوند لومړى آر دښمني ده او جګړې او دښمنۍ دي،چې قهرًا پر انسان مرستې او تړونونه ورتپي . اوس پردې مطلب ويينې ته وخت نشته؛خو دومره بايد ووايم:داسې نه ده،چې دښمني او جګړه د ژوند طبيعت او غوښتنه وي؛خو پايښت ته سيالي د ژوند غوښتنه او طبيعت دى.که ژوند غواړي،چې پر سم چورليد شي؛نو بايد بنسټ يې پايښت ته سيالي وي . سيالۍ ته دوه څيزونه پکار دي:د وګړيو ازادي او بل ټولنيز نظم،چې د ګډوډۍ مخه ونيسي.

پردې بايد رڼا واچوم:

د لوبو يوه سيالي په پام کې ونيسئ،په سياليو کې مډال،انعام، وياړ او مشهورتيا وي. دا مډال به د چا په برخه کېږي؟د هغه چې غوره سيالي وکړي .

څوک چې وزېږي؛نو له هماغه پيله يې ورته پر تندي نه وي کښلي،چې وياړ به لاس ته راوړي او بل څوک دا حق نه لري؛بلکې په سيالۍ کې د ګډون حق هر چا ته ورکول کېږي،چې ځينې د کړاو-تمرين او کوښښ له امله بريالي کېږي او ځينې نور د لټۍ،د فطري وړتيا د نه درلودو او د تمرين د نه کولو له امله له دې مډاله بې برخې کېږي.

داچې ټولنه له بدن سره توپير لري او د وګړيو دندې د پنځونې په حکم او جبري ټاکل شوي نه دي او داچې خداى بشر ازاد پنځولى او ځانګړې دنده يې ورته نه ده ټاکلې او د عمل ميدان يې ورته پراخه کړى؛نو ددې چارو په حکم ټولنه د سيالۍ ډګر دى؛بايد وګړي د سيالۍ په ګټلو،وړتيا،استعداد او فعاليت دا نعمتونه او حقوق اختيار کړي . نه غواړم ووايم: ټول وګړي د لېوالتيا او استعداد له پلوه ټولو کارونو ته مساوي دي او اړنګ نشته،چې له دې نظره د خلکو استعدادونه توپير لري او هر څوک ځانګړى استعداد لري؛نو ځکه ځينې کسان ځينو چارو ته ډېره لېوالتيا او ځينو ته لږه لېوالتيا لري؛خو داسې نه ده،چې هر څوک له پيله پوه شي او حس کړي،چې يوازې يو ټاکلي کار ته جوړ شوى دى او يو ثابت او نه بدلېدونکى مقام لري؛لکه څنګه چې د بدن غړي داسې دي؛نو بايد ټولنه په ټولو نعمتونو او حقوقو کې د ازادې سيالۍ د ډګر بڼه ولري او په سيالۍ کې هر چا ته د ګډون حق ورکړ شي او دا ټولنه بايد دومره منظمه وي،چې نعمتونه يې هغو ته ورکړل شي،چې په دې ټولنيزه سيالۍ کې ګټوونکي وي .

د سيالۍ دوه رکنه[سمول]

سيالي دوه څيزه لري:يوه هغه کړنه،چې سيالي پرې کېږي؛لکه منډه، په غېږه ورتلل او... او بل هغه انعام او وياړ دى،چې د سيالۍ ګټونکي ته ورکول کېږي.ټولنه هم،چې د سيالۍ ډګر دى،دا دوه اړخه پکې شته :يو هغه کار،چې سيالي ورته کېږي او بل هغه ګټه،چې انسان ته ورکول کېږي . په څه سيالي کېږي او څه انعام ورکول کېږي؟ په هغه څه سيالي کېږي،چې بشر ته ګټور وي او د بشر ټولنيز ژوند ورپورې تړلى وي،په هغه څيزونو کې دې سيالي وشي،چې بشر ته ګټور وي؛په پوهه،تقوا،عقل،کوښښ،عمل،کار او خلکو ته په خدمت کې سيالي وي. انعام يې هم هغه حقوق دي،چې د کار د څومره والي،صلاحيت، وړتيا،زحمت او استحقاق پر بنسټ ورکول کېږي؛لکه څنګه،چې تر امتحان وروسته زده کوونکيو ته نمرې ورکول کېږي.که پوه شو،چې په څه سيالي ده،مخکې په کومه برخه کې کېدل او وروسته کېدل کچه او معيار دي،په کوم ډګر کې بايد وګړي سيالي وکړي،په کومه زده کړه کې بايد امتحان ورکړي او نمرې واخلي؟ سيالي بايد په هغو چارو کې وي،چې دين ورته "خير او ښه" وايي؛که په دې دوو پوه شو؛نو سر به مو خلاص شي،چې چاته نمرې او انعام ورکړو،چاته ډېر او چاته لږ ورکړو.


داچې په تېرو څپرکيو کې مو وويل: په اسلام کې حق او مکلفيت اوږه په اوږه دي او يو له بله بېل نه دي؛نو همدا خبره ده. د سيالۍ ډګر د هماغه مکلفيت او دندې ډګر دى او حقوق هماغه ګټه او نمرې دي، چې د مکلفيت او دندې له سيالۍ سره متناسب د وګړيو په برخه کېږي او که په اسلام کې مو د حق او مکلفيت د اوږه په اوږه توب آر درک کړ؛نو پوه به شو : دا چې وايو ژوند سيالي ده؛يعنې د دندې او مکلفيت سيالي ده ((وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى(نجم/٣٩)= او دا چې انسان ته يوازې هڅه يې ده.)) او بيا به پوه شو،چې د سيالۍ د ګټلو انعام له ټولنيزو حقوقو برخمنېدل دي؛که په دې مو ځان پوه کړ؛نو د اسلام د ټولنيزو حقوقو پر ستره مبنا به پوهېدلي يو.


عدالت که مساوات[سمول]

پوښتنه دا وه : عدالت څه دى؟ هغه کوم توپير،اړپېچ او تبعيض دى، چې له عدالت سره اړخ نه لګوي؟په ټولنه کې،چې د وګړيو ترمنځ هر ډول توپير وي،له عدالت سره اړخ نه لګوي او آيا مطلق مساوات د عدالت لازمه ده؟ که مطلق مساوات د عدالت مستلزم نه دى او کله د عدالت غوښتنه وي،چې پر توپير او امتياز قايل شو او که د عدالت غوښتنه داده،چې بېځايه توپيرونه دې نه وي؟ که دا دويمه خبره د عدالت غوښتنه وي؛نو د پرځايتوب او بېځايتوب کچې څه دي؟

معلومه شوه،چې د عدالت مانا دا نه ده،چې ټول له هر پلوه په يوه حد،مقام او درجه وي . ټولنه په خپله مقامونه او درجې لري او له دې نظره د بدن په څېر ده،چې مقامونه او درجې لري؛نو بايد ويش وشي او درجه ورکړ شي او يوازېنۍ لار يې هم داده،چې وګړي ازاد پرېښوول شي او د سيالۍ زمينه ورته چمتو شي؛نو همداچې د سيالۍ خبره شوه او داچې د ټولو استعدادونه يو شان نه دي او د ټولو کوښښ او هڅې يو هومره نه دي؛نو اتومات اړپېچ او توپير رامنځ ته کېږي؛يو مخکې کېږي او بل شاته کېږي.

د عدالت غوښتنه داده،چې په ټولنه کې د توپيرونو بنسټ دې د استعدادونو او وړتيا د توپير تابع وي . د عدالت غوښتنه داده،چې هر محصل ته هغه نمره ورکړه شي،چې مستحق يې وي او دا د عدالت غوښتنه نه ده،چې ټولو ته يو هومره نمرې ورکړل شي او وويل شي،چې بايد ټولو ته يو هومره نمرې ورکړل شي او که داسې مو و نه کړل؛نو تبعيض مو کړى او تبعيض ظلم دى. پر عکس که ټولو ته مساوي نمرې ورکړ شي؛نو د حق حقوال،حق به لتاړل شوى وي،چې دا ظلم دى.

په مساوي حقوقي شرايطو کې مساوات د عدالت غوښتنه ده؛نه په نامساوي حقوقي شرايطو کې او هغه څه چې بايد کچه نه وي،هغه چارې دي،چې د وګړيو په وړتيا،استعداد،فعاليت او کوښښ پورې اړوند نه دي .که استعدادونه او وړتياوې ناليدي وګڼو او ټولو ته يو شان نمرې او امتياز ورکړو؛نو ظلم مو کړى دى.

دا د پرځاى او د بېځايه او د روا او ناروا تبعيضونو توپير دى دا ده د هغې غونډلې مانا،چې د عدالت په تعريف کې وويل شوه،چې: ((العدالة اعطاء کل ذى حق حقه=عدالت دادى،چې د هر ذى حق خاوند خپل حق ته ورسي.)) دا ده د امام علي (ک) د خبرې مطلب،چې “عدل” هر څه په خپل ځاى کې ږدي او و يې نه ويل،چې “عدل” ټول په يوه ليکه او درجه کې کوي . عدالت دادى،چې په ټولنيزو چارو او ټولينزو حقوقو او له ټولنيزو حقوقو له برخمنېدو په لار کې ټولو ته د بشپړې سيالۍ زمينه چمتو شي.د مساوات او په يوه سترګه د ليدو او ټولو ته د يو شان کتو مانا هم داده،چې هېڅ شخصي ملاحظه پکې نه وي او د شخصي ملاحظاتو له نظره ټول يو شان وي او د طبقاتي ملاحظاتو له نظره هم ټول يوشان وي .

پېغمبر اکرم وايي:(( خلک د ګومنځې د غاښو په څېر دي او ټول سره برابر دي.))

بيا وايي: ((ايها الناس ان ربکم واحد و ان اباکم واحد،کلکم من آدم و آدم من تراب،لا افضل لعربى على عجمى الا بالتقوى.= خلکو! د ټولو خداى ايکې يو دى،د ټولو پلار يو دى،ټول د آدم اولاده يو،آدم هم له خاورې پيدا شوى؛نو ټول له خاورې پيدا شوي يو،د شرافت کچه يوازې تقوا ده او عرب پر عجم غوراوى نه لري.))

بيا يې وويل : (( الا هل بلغت؟ آيا تبليغ مې وکړ؟ قالو نعم ! ټولو وويل: هو! بيا يې وويل : ((فليبلغ الشاهد الغائب؛نو حاضرين دې دا خبره غائبينو ته ورسوي.)) وګ: (تحف العقول/٣٤ مخ)

قرآن کريم هم د رنګ،توکم،جنس او وينې امتيازات له منځه وړي او وايي: (( انا خلقناکم من ذکر انثى و جعلناکم شعوبا و قبايل لتعارفو )) او په بل ځاى کې وايي: (( ان اکرمکم عندالله اتقيکم)) او د فضايلو پر بنسټ امتيازات په رسميت پېژني.

قرآن وايي: هېڅکله پوه او ناپوه،متقي او نامتقي سره مساوي نه دي: ام نجعل الذين آمنوا و عملوا الصالحات کالمفسدين فى الارض ام نجعل المتقين کالفجار. آيا شونې ده،چې موږ ايمانوال او نېکچاري،چې نېک او سموونکي دي، له ورانوونکيو سره مساوي کړو؟ آيا شونې ده،چې د تقوا خاوندان له شهوتپالو سره يو شان وګرځوو؟

قرآن کريم وايي: ((قل هل يستوى الذين يعلمون و الذين لا يعلمون انما يتذکر اولو الالباب –ووايه ايا هغوى،چې پوه دي او هغوى،چې ناپوه دي،يو شان دي؟يوازې د عقل خاوندان پوهېږي،چې برابر نه دي.

په بل ځاى کې قرآن کريم وايي: فضل الله المجاهدين على القاعدين اجرا عظيما –خداى مجاهدينو ته د هغوى په پرتله ستر ثواب او غوراوى ورکړى،چې په کور ناست دي.

او وايي: ((أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ (زخرف/٣٢)= ايا هغوى ستا د پالونكي رحمت وېشي؟! موږ په دنيوي ژوند کې د هغوى تر منځ د دنيوي ژوند وسايل يې وېشلي دي او موږ د ځينو رتبې يې پر ځينو نورو لوړې كړې دي،چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او ستا د پالونكي رحمت تر هغه څه غوره دى،چې راغونډوي يې.))

ايا هغوى ستا د پالونکي رحمت ايشلى دى؟ موږ يو،چې په خلکو کې مو د ژوندانه وسايل او بېلابېل استعدادونه ويشلي دي،چې په پايله کې ترمنځ يې طبيعي اړپېچ راپيدا شي او همداراز اړپېچ او توپير ددې لاملېږي،چې ځينې،ځينې نور د ځان تابع کړي او بشري ټولنيز نظام استقرار ومومي.

په استعدادونو کې د انسانانو توپيرونه[سمول]

د خلقت يو شاهکار د وګړيو طبيعي توپير دى،په تېره بيا ددې خبرې په پامنيوي : هماغه چې په يو اړخ کې طبيعي امتياز لري، بلخوا بل پرې امتياز او تفوق لري او پايله داده،چې ټول د يو بل تابع او مسخر دي او يو بل ته اړتيا لري.

پرمختللې ټولنې هڅه کوي،چې عدالت او مساوات راولي او څومره توفيق يې،چې موندلاى داسې نه ده،د بااستعداد او بې استعداد، هوښيار او ډرپل،فعال او لټ، با شخصيت او بې شخصيت،امين او ناامين او د خادم او خاين ترمنځ د “عدل” او مساوات په نامه توپير و نه کړي،چې دا مساوات نه دى،عدالت نه دى او دا ډول توپير نه کول، په خپله يو ډول ظلم دى.

حقيقي مساوات[سمول]

مساوات دادى،چې ټولو وګړيو ته مساوي امکانات چمتو شي،ټولو ته يو هومره ډګر خلاص وي،ټولو ته متساوي زمينه چمتو شي،چې هر همت والا په هر ځاى او هره طبقه کې،چې وي،د خپلې وړتيا او استعداد په رڼا کې او د خپل فعاليت په پايله کې خپل وړ کمال ته ورسي .

د بېلګې په توګه : بايد ټولو ته د علم د زده کړې زمينه چمتو شي، ټول وکړاى شي ښوونځي ته ولاړ شي،د لوړو زده کړو امکانات چمتو وي؛نه دا چې يو ته د زده کړې امکانات وي او بل ته نه وي.

ناروا توپير او تبعيض دادى،چې وګړي د عمل د امکاناتو او شرايطو له نظره مساوي نه وي؛يو ته د پرمختګ لپاره پوړۍ وي او بل ته نه وي او وروسته پاتې شي او بل د وړتيا په نه درلودو سره واسطه ولري او ستر ټولنيز مقام ورکړي.

شيخ سعدي وايي:

وقتي افتاد فتنه اى در شام هر کس از گوشه اى فرار رفـتند

روستـــــــازادگان دانشمــــند به وزيـــــــــــرى پادشــــــــاه رفــتند

پســـــــــران وزير ناقص عقـــــــل به گــــــــــدايي به روستا رفتند

ټولنه دې داسې نه وي،چې يوازې هغه مهال د هنر او پوهې قدر وپېژندل شي،چې ګډوډي شي او دا مهال "کليوال پوهان" وزيران شي او د وزيرانو ډرپل زامن سوال ته لاس اوږد کړي.

حقيقت دادى،چې متعادله او عادله ټولنه هغه ده،چې د مساوات قانون پرې واکمن وي؛هغه ټولنه،چې ټولو وګړيو ته مساوي امکانات چمتو کړي او دويم داچې په عدالت وچلېږي،داسې ټولنه تل بايد داسې وي،چې با استعداده کليوال وکړاى شي پوهان شي او تر پوهې وروسته ان د وزارت مقام ته ورسي او تل بايد داسې وي،چې د وزيرانو بې عقله او ډرپل زامن وروسته پاتې شي. مګر په صدر اسلام کې داسې و نه شول؟ مګر د (( و نريد ان نمن على الذين استضعفوا فى الارض و نجعلهم ائمة و نجعلهم)) مصداق واقعيت و نه موند؟ مګر په صدر اسلام کې ډېرى مريان او د مريانو اولاده ستر متقي عالمان نه شول او ستر سيادت ته و نه رسېدل؛لکه حضرت "عبدالله بن مسعود" (رض). مګر ډېر شتمن شخصيتونه؛ لکه "ابوجهل"،"ابولهب" او "وليد بن مغيره" د ذلت پر خاورو کېنناستل؟

بې طبقې اسلامي ټولنه[سمول]

څرګنده ده،چې اسلام ټولنيز دين دى او ټولنې ته پر شخصيت،ژوند، مرګ،نېکمرغۍ،بدمرغۍ،مصلحت او فساد قايل دى،پر وګړي د ټولنې مصلحت ته پر لومړيت قايل دى او طبقاتي اميتازات يې له منځه يووړل؛خو سره له دې د اسلام ټولنيز نظام د وګړيو واقعي امتيازات او حقوق ناليدي نه ګڼي،وګړى له شخصي نظره د ټولنې پر وړاندې ناڅيزه شمېري او د ځينو انديالو په څېر نه وايو،چې وګړى هېڅکاره دى،هر څه چې دي ټولنه ده،ټولنه ذي حق ده نه وګړى،ټولنه اصيله ده نه وګړى.

څرګنده ده،چې اسلام خصوصي حقوق مني،خصوصي مالکيت مني،وګړي ته پر اصالت او خپلواکي قايله ده،عدالت په دې کې نه ګڼي،چې په ټوليزه توګه وګړى په ټولنه کې له منځه ولاړ شي؛بلکې عدالت په دې کې ګڼي،چې سلو په سلو کې د بشپړې سيالۍ شرايط چمتو وي او ددې سيالۍ په حکم،چې د فضيلت،مکلفيت او کار په ډګر کې ترسره کېږي،وګړيو ته اختصاصي حقوق ورکړل شي.

البته اړنګ نشته،چې اسلام له هغو توپيرونو او امتيازونو سره په کلکه مبارزه کړې،چې په عمل،تقوا،علم او د خداى په لار کې په جهاد پورې اړوند نه وي او دا مبارزه يې نه يوازې په عمل کې کړې؛بلکې دديني مشرانو کړنلار هم همداسې وه.

د اسلام بې طبقې ټولنه؛يعنې بې تبعيضه ټولنه؛يعنې هغه ټولنه،چې موهوم امتيازات پکې بې اعتباره دي؛نه بې توپيره ټولنه،چې ان امتيازونه،لاس ته راوړنې،وړتياوې او استعدادونه هم پکې په لوى لاس ناليدي کېږي.

جويبر او ذلفا[سمول]

له "يمامه" نه يو سړى مدينې ته راغى،اسلام يې راوړ او په اسلام کې ښه هم شو؛يعنې اسلامي ښوونې يې زده کړې او په اسلامي روزنه و روزل شو.ددې سړي نوم "جويبر" و؛تورمخى،لنډ،بېوزله او بدڅېره و او داچې په مدينه کې يې څوک نه درلودل،د شپې به په جومات کې ويدېده او په حقيقت کې بې له جوماته يې کور نه درلود.د څه وخت لپاره په جومات کې و او په کرار کرار د خپل ځان په څېر ملګري يې پيدا کړل؛يعنې يوه ډله نور مسلمانان پيدا شول،چې د "جويبر" په څېر بېوزله او خوار ول او هغوى هم د رسول اکرم په حکم د "جويبر" په څېر په جومات کې ژوند کاوه.

ورو ورو يې ډله زياتېده،د خداى له لوري حکم وشو،چې جومات بايد پاک وي او د ويدېدو ځاى نه دى او ان د حضرت علي او فاطمة الزهرا د کور له وره پرته،د نورو ټولو هغو کورونه ورونه وتړل شول،چې جومات ته پرانستېدل،له کورونو نېغ په نېغه جومات راننوتل منع شول او يوازې د جومات ورونه خلاص پرېښوول شول، چې د جومات درناوى وساتل شي .

د خداى استازي حکم وکړ،چې دې بې کوره وګړيو ته دې په يو ګوټ کې سپرګى ووهل شي،چې دا کار وشو او هغوى هم تر دې سپرګي لاندې اوسېدل او دې ځاى ته "صفه=چوتره" ويل کېده او هغوى په "اصحاپ صفه" مشهور شول.

"جويبر"،چې چوتره ميشتى صحابي و،د خداى استازي او نورو مسلمانانو ورسره مينه درلوده او د دوى ژوند يې چلاوه. يوه ورځ رسول اکرم جويبر ته وويل : جويبره څومره به ښه وه،چې واده دې کړى واى ! هم به دې جنسي اړتيا پوره شوې واى او هم به ښځه درته د دنيا او آخرت مرستياله وه. و يې ويل: رسول الله ! څوک راته لور و خور نه راکوي،نه حسب لرم او نه نسب، نه شتمني لرم او نه څېره؛نو څوک به چمتو شي،چې زما مېرمن شي؟ رسول اکرم وويل: جويبره! خداى په اسلام په ارزښتونو کې بدلون راوست،د ډېرو هغو څيزونو بيه يې اوچته کړه،چې پخوا يې بيه ټيټه وه او ډېرو څيزونو بيه راټيټه کړه،چې پخوا يې اوچته وه،ډېر وګړي د جاهليت په ناسم نظام کې محترم ول؛خو اسلام هغه راوپرځول او له اعتباره يې وغورځول،ډېرى تر اسلام مخکې سپک او بې ارزښته ول،چې اسلام ورته مقام او درناوى ورکړ،نن خلک هغسې پېژندل کېږي،چې دي. اسلام تور، سپين، قريشي،ناقريشي او عرب او عجم ته په دې سترګه ګوري،چې ټول د آدم اولاده ده او له خاورې جوړ شوي دي. جويبره ! خداى ته نږدې هغه وګړي دي،چې تر ټولو د خداى د حکم مطيع وي او له مسلمانانو له مهاجرو او انصارو څوک،چې په خپلو کورونو کې ژوند کوي،پر تا غوراوى نه لري؛خو دا چې تقوا يې تر تا ډېره وي. د "زيادبن لبيد انصاري" کور ته ولاړ شه،ورته ووايه: د خداى استازي رالېږلى يم،چې پر لور دې "زلفا" ځان ته مارکه وکړم.

جويبر د رسول اکرم په حکم د "زيادبن لبيد انصاري" کور ته ولاړ. "زياد" د مدينې او انصارو له مخورو و.هغه مهال،چې "جويبر" يې کور ته ورننووت؛نو خپلوان او د ټبر خلک يې په کور کې ول.د ننوتو اجازه يې وغوښته او کېناست."زياد" ته يې وويل: د رسول اکرم له اړخه مې پيغام رواړى،پټ يې ووايم که ښکاره؟ "زياد" وويل: د پېغمبر اکرم پيغام راته وياړ دى،ښکاره يې ووايه. د خداى استازي رالېږلى يم،چې پر لور دې "زلفا" ځان ته مارکه وکړم،اوس ته څه وايې؟ځواب راکړه،چې پېغمبر اکرم ته يې يوسم. "زياد" په حيرانۍ وويل: رسول اکرم ته په مارکه رالېږلى يې؟ ويې ويل: هو! پېغمبر رالېږلى يم.زه خو په پېغمبر اکرم دروغ نه تړم. و يې ويل: زموږ دود نه دى،چې بې له انصارو او خپلو انډولو چا ته خور ولور ورکړو،ته اوس ولاړ شه زه به په خپله رسول اکرم ووينم.

جويبر راووت.يو خوا د پېغمبر اکرم خبرو ته حيران و،چې ويل يې خداى په اسلام په ټبر،حسب او نسب وياړ له منځه وړى دى او بلخوا ددې سړي خبرو ته فکر وړى و،چې بې له انصارو او له خپلو انډولو چا ته خور و لور نه ورکوو.له ځان سره يې وويل: آيا ددې سړي خبرې د قرآن شريف د ښوونو له مخې وې. پر لار روان و،چې دا جمله ترې واورېدل شوه: پر خداى قسم،چې د قرآن شريف ښوونې دا نه دي،چې "زياد بن لبيد" يې وايي او پېغمبراکرم داسې خبرو ته رالېږل شوى نه دى.

پر لار،چې روان و او دا خبرې يې له ځان سره کولې؛نو خبرې يې "ذلفا" د وليد لور واورېدې . پلار يې وپوښت :کيسه څه وه؟ زياد هم کيسه ورته ټکى په ټکى وکړه.لور يې وويل: پر خداى قسم "جويبر" دروغ نه وايي،داسې کار و نه کړې،چې "جويبر" د خداى استازي ته نه نهيلى ستون شي . څوک ولېږه،چې "جويبر" راوګرځوي.دا کار يې وکړ او جويبر يې کور ته راوګرځاوه.

زياد په خپله پېغمبراکرم ته ولاړ،و يې ويل: مورو پلار مې درځار! جويبر له لوري مو داسې پيغام راوړى و؛خو موږ داسې دود نه لرو،چې بې له انصارو او خپل انډوله بل ته لور و خور ورکړو. پېغمبر اکرم وويل: جويبر مؤمن دى او مؤمن د مؤمنې انډول دى او مؤمنه د مؤمن انډول ده او په دې خيالونو دې د لور د واده مخه مه نيسه.

زياد ولاړ او کيسه يې لور ته وکړه. ذلفا وويل: زه بايد راضي ووسم؛ ځکه پېغمبراکرم رالېږلى دى او زه واده ته راضي يم.زياد د جويبر لاس ونيو او د رسول الله د سنتو له مخې يې خپله لور دې تور او خوار سړي ته واده کړه او داچې جويبر کور نه درلود؛نو زياد ورته د ژوند له ټولو وسايلو سره يو کور هم ورکړ او دوه جوړه جامې يې هم ورکړې. جويبر،چې د ناوې کوټې ته ننووت؛نو له خدايه يې ډېر شکرونه وکړل،چې اسلام ورته دومره مقام ورکړى دى؛يو ګوټ ته ولاړ او په عبادت بوخت شو او چې کله پوه شو؛نو سهار شوى و،پر هغه ورځ يې د شکر روژه ونيوه او په مانيزه خوشحالۍ کې و؛نو ورو ورو د ناوې کورنۍ اړنګ وکړ،چې هسې نه دا سړى مېرمن ته اړتيا نه لري. له کيسې يې رسول اکرم خبر کړ.د خداى استازي جويبر راوغوښت.

جويبر وويل: رسول الله ! چې کله هغه ستر کور له هغه امکاناتو سره وګورم،چې دومره ښکلې مېرمن هم پکې زما ده؛نو په فکر کې شوم، چې زه په دې ښار کې غريب وم او خداى په اسلام دومره برخمن کړم؛نو و مې غوښتل ددې نعمتونو شکر وکړم؛نو د شپې به مې لمونځونه کول او د ورځې به روژه وم؛خو تر دې وروسته به خپلې مېرمن ته مخه کړم.

== د ناهمواريو منځ ته وړو ته د پېغمبراکرم پام ==

د رسول اکرم ژوند،چې لولې؛نو ګورو،چې د هغو توپيرونو او اړپېچونو منځه ته وړو ته يې ځانګړى پام و،چې په تدريج د خلکو عادت شوي ول او په ((فَاسْتَبِقُواْ الْخَيْرَاتِ=په ښېګڼو كې سيالي وکړئ !)) پورې اړوند نه ول .

د بېلګې په توګه: په غونډه کې به ګرد کېناستل،چې غونډه لاندې او باندې و نه لري او سپارښتنه او ټينګار يې کاوه،چې کله غونډې ته راننوځئ؛نو په هغه ځاى کې کېنئ،چې تش وي او ځان ته يو ځانګړى ځاى مه ټاکئ او چې په خپله به غونډې ته راننووت؛نو اجازه يې نه ورکوله،چې څوک ورته له ځايه اوچت شي او که څوک به ورته له ځايه پاڅېدل؛نو حکم يې کاوه،چې په خپل ځاى کېنه. خوښ نه و،چې پر سپرلۍ سپور وي؛خو تر څنګ يې پلى هم روان وي، پلى يې له ځان سره سپراوه.پر ځمکه کېناسته او په خپله يې اوزه لوشله.

د نبوي سيرت ټولنيز اړخ[سمول]

کېداى شي دا ټول اخلاقي تفسير کړو او د پېغمبر اکرم خاکساري يې وګڼو. اړنګ نشته،چې پاک نبي تر ټولو خاکساره و او يوه شېبه هم له دې غافله نه و،چې د خداى بنده دى او تل يې ځان د خداى د ستر والي پر وړاندې کمزورى بنده ګاڼه؛نو څوک چې داسې وي؛نو څومره به د خداى پر بنګانو لورين او خاکسار وي.يوې مېرمنې يې ورته وويل: ((ستا هر څه ښه دي؛خو يو کار دې نيمګړى دى،چې د نورو بنګانو په څېر له ځان سره چلن کوې او پر ځمکه کېنې.)) پېغمبر اکرم وويل: ((کوم بنده تر ما ډېر بنده دى (اى عبد اعبد منى))

څرګنده ده،چې د پېغمبراکرم خاکسار سيرت اخلاقي اړخ لري؛خو شواهد ښيي،چې پېغمبراکرم ددې چلن ټولنيز اړخ ته هم متوجه و، دې ته يې هم پام و،چې که همدا درناوي،لقبونه،عنوانونه او دودونه،چې واړه ښکاري؛د و ګړيو ترمنځ څومره پېړ دېوالونه جوړوي او څومره د زړونو په لرېوالي کې اغېزمن دي.

رسول اکرم په يو سفر کې له خپلو اصحابو سره و،چې په يو کور کې تم شول؛د غرمې ډوډۍ ته د پسه د حلالولو وړانديز وشو.يو صحابي وويل: د پسه حلالول پر ما. بل وويل: پوټکى ايستل يې پر ما.درېم وويل: پخول يې پر ما.رسول اکرم وويل: له بيديا د خسو راوړل پر ما. ورته وويل شول: رسول الله ! تاسې کېنئ موږ ته وياړ دى،چې په چوپړ کې مو يو. پېغمبر اکرم وويل:پوهېږم،چې دا کار کوئ؛خو خداى خوښ نه دى،چې خپل بنده په نورو بندګانو کې داسې وويني،چې ځان ته د نورو په پرتله پر امتياز قايل وي.

د رسول اکرم او امامانو په سيرت کې داسې پېښې او کيسې ډېرې شته،چې هغه عادتونه يې له منځه وړي،چې په سر کې کوچني معلومېږي؛خو په واقع کې د بېځايه توپيرونو پيلامه وي.


د مطلب لنډيز[سمول]

لنډه داچې د عدالت او مساوات مانا داده،چې هغه ناهموارۍ، لوړې او ژورې بايد له منځه يووړل شي،چې سرچينه يې دودونه،زورمټي (ظلم) او روږدونه وي؛خو هغه توپيرونه بايد خوندي پاتې شي،چې سرچينه يې وړتيا،استعداد،عمل او کار دى؛لکه څنګه چې د سيالۍ ډګر ټولو ته هوار او يو شان دى؛ټولنيز امکانات هم بايد ټولو ته يو شان چمتو شي،بايد ټولو ته په ټولنيزه سيالۍ کې د ګډون شرايط چمتو شي او تر هغه،چې د سيالۍ په ډګر(؛يعنې ټولنيزو امکاناتو) پورې اړه لري؛ټول مساوي دي او بايد مساوي وي.

خو په سيالۍ کې يو بل څيز هم شته،چې د سيالۍ په ډګر او شرايطو پورې اړوند نه دي او په خپله په سيالانو پورې اړوند دى: يو چابک دى،يو ډنګر دى،يو زيار کښ او يو د سيالۍ لپاره خورا تمرين کړى دى . دا توپيرونه د سيالۍ په پايله کې لاس لري او بايد ناليدي و نه ګڼل شي،بايد درناوى يې وشي او په پايله کې يې مخکې کېدل او شاته کېدل راپېښېږي.  

الهي رزاقيت[سمول]

يـــکى طفل،دندان برآورده بــــــــــــود

پــدر سر به فکرت فرو برده بود

کـه من نان و برگ از کجا آرمـــــــــش

مـــــــــروت نبـاشد که بگذارمش

چو بيچاره گفت اين سخن نزد جفت

نـگر تا زن او را چه مردانه گفت

مخـــور هـــول ابــــليس تا جـان دهــــد

هر آن کس که دندان دهد نان دهد

نگارنــــــــده کودک انــــــدر شـــــــکم

نويــــــــسنده عمـــر و روزى اسـت هم

د خداى په کار کې لاسوهنه؟![سمول]

کېداى شي د ځينو ماغزو ته دا شبهه راشي،چې موږ موحدان يو، خداى خالق او رازق ګڼو او داچې زموږ اسماني کتاب په ډاګه وايي : رزاق او متکفل خداى دى،هغه روزي پنځوونکى او روزي ورکوونکى دى او داسې ساه کښ به نه وي،چې خداى يې رزق او روزي پر غاړه اخستي نه وي.

((إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ذاريات/٥٨)= (ځكه) چې يوازې خداى ښه روزي وركوونكى (او) د پياوړي ځواک څښتن دى.))

((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (هود/٦) =او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته؛خو دا چې روزي يې پر" خداى "ده او هغه يې پر استوګنځي او د لېږد رالېږد پر ځاى پوهېږي (؛ځکه) دا ټول په ښكاره كتاب [ لوح محفوظ،د خداى د علم په كتاب] كې (ثبت) دي.))

بلخوا کوم رزق او روزي،چې خداى پر غاړه اخستې او ضمانت يې کړى دى،هغه برخه ده،چې بايد مخلوقاتو ته ورسي،چې وکړاى شي،خپل ژوند او پايښت ته دوام ورکړي او د خلکو حقوق هم په همدې برخو پورې اړوند دي،چې بايد وا يې خلي؛نو لازم نه دي،چې موږ د رزق،برخو او د خلکو د نصيبونو په هکله فکر وکړو؛بلکې حق هم نه لرو،چې په دې هکله فکر وکړو،دا د خداى په کار کې يو ډول لاسوهنه ده او د توحيد له آر سره منافات لري،د خداى کار بايد خداى ته پرېښوول شي،زموږ دنده د خداى پر رزاقيت ډاډ او توکل دى.

په ځواب کې بايد وويل شي،چې که موږ خداى هغسې وپېژنو،چې د سپېڅلتيا،کبريا،اسماء حسنى او عاليه صفاتو وړتيا ولري او څومره،چې مو په وسه کې ده، و يې پېژنو او هغسې يې و نه ستايو؛ لکه څنګه چې د خپل ځان په څېر کمزورى او عاجز مخلوق ستايو؛ نو هغه مهال به پوه شو،چې د هغه رزاقيت او تکفل او بندګانو ته يې روزي ورکول له دې سره منافات نه لري،چې موږ د عدالت په هکله او داچې د عدالت غوښتنه څه ده فکر وکړو،له دې سره منافات نه لري،چې په دې هکله دندې ولرو او پر موږ واجب وي،چې د حقوقو د احقاق لپاره هڅه وکړو او د کوښښ لومړۍ درجه همدا ده،چې د حق او عدالت پر مانا پوه شو او که منافات يې درلود؛نو په خپله قرآن کريم به هڅه او کوښښ کول فرض کړي نه ول،چې خداى يې په رزاقيت ستايلى و.که منافات يې درلود؛نو په اسلامي احکامو کې به د خپل حق لاس ته راوړو ته قوانين نه ول وضع شوي؛که منافات يې درلود؛نو د انفاق حکم به نه راته.مګر انفاق او صدقې ددې لپاره نه دي،چې د خلکو له رزق او روزۍ سره مرسته وشي؟ آيا دا کار د خداى په رزاقيت کې شرېکېدل نه دي،چې په خپله غاړه يې اخستى دى؟


له انسان سره د خداى قياس[سمول]

بشر طبعاً دا حالت لري،چې پر نفس قياس کوي او خپل حالات او صفات په نورو کې په هماغه څرنګوالي فرضوي،چې په خپله يې لري. ماشومان د عمر په لومړيو کې ګومان کوي،چې کوم احساسات،چې لري،په نورو ژويو کې هم دي.ماشوم خيال کوي،چې د لوبو سامان د ماشوم په څېر احساسات لري او که ووهل شي؛نو خوږ به شي؛نو چې غوسه شي؛وهي يې. له خپل ځانه پورته هم همداسې دى.

د تنزيه آر[سمول]

د توحيد په مسئله کې د توحيد يو رکن تنزيه ده. تنزيه د شبيه د نفې په مانا دى.(( لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ(شورى/١١)= هېڅ څيز د هغه په څېر نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى.))

دې ته مو بايد پام وي،چې که خداى په علم،ژوند،ځواک، اورېدونکي او ليدونکي اراده او رزاقيت ستايو؛نو بايد د خپل ځان په څېر له مخلوقاتو سره يې ورته (شبيه) نه کړو؛که عالم دى؛نو زموږ له عالمتوب سره توپير لري. همداسې دى ځواک، ژوند،اراده، مشيت او د حق نور صفات. د خداى رزاقيت هم داسې دى.

== الهي ضمانت او ژمنه == نو دومره بايد پوه شو،چې الهي ژمنې او رزاقيت له انساني ژمنو او کفالت سره يو شان نه دى.که څوک د چا د روزۍ کفيل شو؛نو دا يو څه دي که خداى واخسته؛نو دا بل څه دي،چې د هغه له بشپړ ذات سره ښايي،همداچې په قرآن کې لولو: ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا(هود/٦)= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر" خداى "ده))؛نو بايد پوه شو،چې پر غاړه اخستونکى ((الله)) دى؛نه يو مخلوق . ((الله))؛يعنې هغه چې ددې نظامونو او مخلوقاتو پنځوونکى دى؛نو ژمنه يې د مخلوق له ژمنې سره توپير لري،چې د همدې نظام او مخلوقاتو يوه برخه ده. د هغه د فعل طريقه،چې د همدې نظامونو او مخلوقاتو يوه برخه او تابع ده، له هغه سره،چې ددې نظامونو پنځوونکى دى توپير؛د هغه فعل قهراً د همدې نظامونو په بڼه دى؛نو بايد وګورو،چې ددې نظامونو ټوليز اصول پر کومو اصولو او څنګه دي . د خداى د فعل او رزاقيت پېژندل،ددې عالم د نظامونو پېژندل دي .

موږ په خپله ددې عالم او نظام برخه يو او ددې عالم د نورو برخو په څېر يوه دنده لرو.کومې دندې هم،چې د ارزاق او حقوقو په هکله لرو او د خلقت قانون پرې ګومارلي يو يا د شريعت قانون پرې ګومارلي يو،د خداى د رزاقيت له شئونو ځنې دي.

د جذب او تغذي ځواک،چې په بوټو کې دى،د تغذيې جهازات،چې په بوټي،حيوان او انسان کې دي، لېوالتياوې او غريزې،چې په ساه کښو کې دي او د خوړو پر لور يې راکاږي؛ټول د خداى د رزاقيت شئون او د خداى د رزاقيت مظاهر دي.

خداى دى،چې دا ساه کښ يې په بېلابېلو ځايو کې په دې جهازاتو سمبال کړل،چې وکړاى شي ددې نړۍ له اوبو،خوړو او هوا ګټنه وکړي. خداى دى،چې ساه کښ يې له داسې لېوالتياوو سره پنځولي، چې په خپله په خپلو اړتياوو پسې منډې ووهي او بې له دې،چې په خپله متوجه وي،چې دې چارو ته ولې اړتيا لري او څه فلسفه لري، تل ددې غريزو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي. د انسان عقل،اراده او ننګېرنه-احساس ددې لپاره ده،چې په خپله بايد خپل حق خوندي کړي،کومې دندې،چې د شريعت په وسيله د خپل حق د خونديتوب او د نورو د حقوقو د درناوي لپاره لري،کومې هڅې،چې بشر د خپلو ګټو او حقوقو د خونديېنې لپاره کوي،کومې مقاومتونه،چې د خپل حق لپاره د يرغلګرو پر وړاندې کوي،کوم فکرونه،چې د خپلو حقوقو په هکله کوي،کوم کتابونه ،چې په دې هکله ليکي،کومې فکري هڅې،چې کوي او کومې فلسفې،چې رامنځ ته کوي؛ټولې د خداى د رزاقيت له شئونو او مظاهرو يې دي . ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر" خداى "ده))

که د ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر" خداى "ده)) حقيقت نه و،که په دې نظام کې دا کفالت او ضمانت نه و،نه لېوالتيا وه او نه غريزه،نه د جذب ځواک و او نه د دفع ځواک،نه خوند و،نه خواږه ول او نه تراخه،نه بوټي په ځمکه کې ريښه درلوده او نه انسان او څاروى د هضم جهازات درلودل او نه د دين له لوري په دې هکله احکام راغلي ول او نه انسان په دې هکله فکر کاوه،کتاب يې ليکه او فلسفه يې رامنځ ته کوله.دا ټولې هڅې او خوځښتونه د "يامدبر" او "يا رازق" له نومه پيدا شوي دي،چې دا نظم يې په دې بڼه او په دې اډون رامنځ ته کړى دى .که د خداى رزاقيت نه و؛نو دا يوه چاره به هم نه وه او که دا چارې نه وې؛نو نه به بوټى و،نه حيوان او نه انسان؛بلکې يو موجود به هم نه و؛ځکه رزق او روزي په عمومي مانا له ژويو نه د نورو ژويو د مرستې غوښتنې او په نهايت کې له خداى نه مرسته غوښتل دي او هر موجود په هر مقام او ځاى کې،چې دى مرستې ته اړتيا لري.

نو بايد و نه ويل شي: داچې خداى د برخو،نصيبونو او روزۍ متکفل دى؛نو موږ بايد په دې هکله فکر و نه کړو؛ځکه زموږ د وينا له مخې، زموږ فکر او هڅه د خداى د رزاقيت لامل دى.د هغه رزاقيت دى،چې روزي او روزيخور،رزق او مرزوق يې په يو بل مين کړي دي .

بايد و نه ويل شي،چې په دې چارو کې فکر کول د خداى په چارو کې لاسوهنه ده؛ځکه موږ هله د خداى په چارو کې لاسوهنه کړاى شو،چې د خداى پر ځاى ددې نظامونو او نړۍ پنځوونکي ووسو،چې وکړاى شو د نړۍ نظامونه سره ګډ کړو او پر ځاى يې نورو قوانين رامنځ ته کړو؛يعنې هماغه کار،چې د عقل له مخې ناشونى دى؛خو موږ،چې د هغه د رزاقيت په حکم،روزۍ ته لېوال پنځول شوي يو،د هغه په حکم په بدن کې مو د روزۍ خوړو بېلابېل جهازات پنځول شوي دي،د هغه په حکم په موږ کې له فکر کولو سره مينه او لېوالتيا پيدا شوې ده،د هغه په حکم پر موږ د خپلو حقوقو خونديېنه او د نورو د حقوقو درناوى فرض کړاى شوى دى؛نو نه يوازې د خداى په چار کې مو لاسوهنه نه ده کړې؛بلکې د خداى د مشيت پلي کوونکي او منونکي يو،که فکر او هڅه و نه کړو او د سکون او مړي حالت غوره کړو؛نو د خداى له حکمه به خورا لرې پراته يو.

پاک خداى هم رازق دى او هم خالق. خالق دى؛يعنې هغه د ژويو پنځوونکى دى،که اراده او مشيت يې نه و؛نو هېڅ څه به نه وو پنځول شوي . رازق دى؛يعنې موجودات يې رزق ته اړمن پنځولي دي او د ژويو رزق او روزي ورکوي.

کوم موجودات،چې رزق ته اړمن دي؛داسې پنځول شوي،چې بايد له بل موجوده تغذي وکړي،چې ژوندى پاتې شي؛يعنې هغه بل موجود په يوه بڼه د خپل وجود برخه کړي او بيا شونې ده،چې يو بل موجود دا موجود په بله بڼه خپل رزق او روزي کړي.د روزيو او روزيخورو لړ يو له بله بېل نه دى . هر روزيخور په خپله د بل روزيخور روزي دى، هماغه چې د يو موجود آکل (خوړونکى) دى د بل موجود ماکول (خواړه) دى. == د روزۍ او روزيخور انطباق ==

بل حساب د روزۍ او رزيخور انطباق دى.په تېرو څپرکيو کې مې خبره سپينه کړه،چې د حق پيدا کوونکي څه دي او څنګه کېداى شي څوک پر يو څيز حق ولري.و مې ويل:د حق يو پيدا کوونکى دادى،چې د خلقت په متن کې يو څيز بل څيز ته او د بل څيز په پار پنځول شوى وي.د بېلګې په توګه : يو وخت ددې لپاره ځان د يو کور خاوند ګڼئ،چې په خپله مو جوړ کړى دى او يو وخت دى،چې ددې لپاره ځان د کور خاوند ګڼئ،چې دا کور تاسې ته جوړ شوى وي.

دومره نظم،اوډون او هېښنده تطبيق،چې په هستۍ کې دى، راښيي، چې د خلقت په متن کې ځينې موجودات نورو ته پنځول شوي دي. نوزېږى او د مور د شيدو جوړولو او ورکولو دستګاه-غونډال دوه بېلابېلې او ناارتباطه غونډالې دي؛خو د نوزېږي په جهازاتو او اړتياوو کې ځيرنه او د شيدې جوړولو او ورکونې خارق العاده تجهيزات او يو له بل سره د دواړو منطبقېدل راښيي،چې دوى د خلقت په متن کې يو له بل سره ارتباط لري او د شيدو جوړولو دا مفصله فابريکه ددې لپاره پنځول شوې،چې ماشوم ته شيدې جوړې کړي او هېڅوک هم دا احتمال نشي ورکولاى،چې د شيدو او د تي پنځونه بې موخې وه.د خلقت په اجزاوو کې يو ځانګړى پيوستون دى،چې يو له بل سره يې تطبيقوي.څو ماشوم کوچنى وي او د روزۍ په لاس ته راوړو وسمن نه وي؛نو د مور په غېږ کې ورته چمتو روزي ورکول کېږي.په تدريج چې غټېږي او پښې او لاس پيدا کوي،چې روان شي او عقل او تشخيص پيدا کوي او په خپله ځيرکۍ وکړاى شي روزي پيدا کړي؛نو بيا ورته دا چمتو روزي نه وي؛ته وا چې روزي ترې اخلي او په يو لرې ځاى کې يې ږدي،چې په لټه کې يې شي او پيدا يې کړي او ګټنه ترې وکړي. په ټوليزه توګه د روزۍ د چمتوکېدنې، د روزۍ پر لور د هدايت په څومره والي کې او د روزيخور د ځواک ترمنځ يو تناسب او اړيکه شته.

يو وخت روزي دنده لري،چې د روزيخور پر لور ولاړه شي؛لکه څنګه چې د باران دنده ده،چې د وريځ پر سپرلۍ د وچو ځمکو پر لور ولاړه شي:

((وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالاً سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْموْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (اعراف/٥٧)= او الله هغه دى، چې بادونه له خپل رحمته مخكې زېري وركوونكي لېږي،چې هغوى ورېځې را الوځوي؛(بيا) موږ يې د مړو (شاړو) ځمكو خوا ته شړو او د اوبو باران ترې وروو او په اوبو له (خاورې) ډول ډول محصولات راوباسو،په همدې توګه (؛لکه مړې ځمكې چې ژوندى كوو)؛نو( له قبرونو هم) مړي را ژوندي كوو، ښايي چې ( دې مثال ته په پام سره) پند واخلئ .)) په يو ځاى کې هم روزيخور دنده لري،چې د روزۍ پر لور ولاړ شي او ځان روزۍ ته ورسوي. بوټي له ځمکې روزي خوري او يوازې له لومړنيو توکيو؛يعنې له اوبو،خاورې،رڼا او هوا ګټنه کړاى شي او هماغومره د ګټنې او ارتزاق وسايل يې په واک کې دي او هماغومره هدايت شوي،چې ځان خپلې روزۍ ته ورسوي؛له هوا،رڼا او له خاورې ګټنه کوي؛يعنې په طبيعت کې د خوراکي توکيو پر لور د حرکت دنده يې پر غاړه ايښوول شوې ده او د اړتيا هومره هم وسيله ورکړ شوې او لارښوونه ورته شوې ده.

څاروي بل خېل پنځول شوي او د ځمکې لومړني توکي،چې په هر ځاى کې دي،ورته بسيا نه دي.د ځاى د بدلولو وسيله ورکړ شوې،چې له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شي او د بوټو په څېر ثابت نه دي.د هغوى د لارښوونې غونډال هم پياوړى شوى؛ورته د حواسو،لېوالتياوو او هيلو غونډالې ورکړل شوي،د حواسو په مشرۍ او د هيلو په هڅونه له يوه ځايه بل ځاى ته ځي،چې هغه ثانوي توکي تر لاسه کړي،چې په هر ځاى کې نه موندل کېږي؛ثانويه توکي؛يعنې نور څاروي يا بوټي. د ځمکې لمده بل يې اړتيا نشي پوره کولاى او د څښاک اوبو ته اړتيا لري،چې په هر ځاى کې نه وي او بايد د څښاک په اوبو پسې له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شي.د بوټو په څېر ګرمۍ او سړې هوا ته د ټينګې نه دي او جونګړې او کور ته اړتيا لري او د همدې اړتياوو په تناسب ورته د ليدو، بويولو، اورېدو،څښلو او لمسولو حسونه ورکړل شوي دي او هېښنده غريزي لارښوونې ورته شوي دي.

په تېره بيا حشرات؛لکه مېږى،چې د غريزي فعاليتونو په سر لړ کې دى.حضرت علي (نهج البلاغه/٢٢٧) په هکله وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي. يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي. دانې خپلې ځالې ته وړي او په داسې ځاى کې يې ځاى پر ځاى کوي،چې ورستې نشي،په هغه ځاى کې،چې لمده بل يې وراسته نه کړي او ان څېري کوي يې،چې راشنه نشي.که ددې وړوکي څاروي په هاضمي سيستم کې فکر وکړې، چې څرنګه خواړه خوري،هضموي او اطراحوي يې،که ګېډې ته يې وګورې،چې د ساتلو لپاره يې څومره وړې وړې پښتۍ پنځول شوي او که د ليدو او اورېدو سيستم ته يې وګورې،چې په سر کې يې دي؛نو نور به هم حيران شې.)) دا د روزۍ په لاس ته راوړو کې د څارويو يوه بېلګه وه.

انسان او روزي يې[سمول]

خو انسان لوړمقامى موجود دى او هغه څه ورته بسيا نه دي،چې څارويو ته بسيا دي.د روزۍ لاس ته راوړل يې بېله بڼه او حالات لري. دلته د روزۍ او روزيخور ترمنځ واټن ډېر دى؛نو ډېر وسايل يې په واک کې دي،د انسان د لارښوونې غونډال پياوړى کړاى شوى،عقل،پوهه او فکر ورکړ شوى او وحې او نبوت يې مرستې ته راغلى او دندې يې ورپرغاړه کړې دي.دا ټولې د الهي رزاقيت له شئوناتو ځنې دي.

نو څوک نشي ويلاى،چې دا شعر غلط دى،چې وايي : (( هر آن کس که دندان دهد نان دهد)) نه ! سمه خبره يې کړې ده؛خو نه په دې مانا،چې يوازې غاښ درلودل دې ته بسيا دي،چې د انسان مخې ته چمتو خواړه کېښوول شي؛بلکې په دې مانا،چې په خلقت کې ډوډۍ او غاښ سره اړيکه لري؛که ډوډۍ نه وه؛غاښ به هم نه و.

په خلقت کې د روزي،روزيخور،د خوراک د وسايلو او د روزۍ پر لور د لارښوونې ترمنځ اړيکه ده. هغه چې انسان يې په طبيعت کې پنځولى او غاښ يې ورکړى؛نو ډوډۍ؛يعنې د ګټنې وسايل،فکر،د عمل ځواک او د دندې د ترسره کولو حس يې هم پنځولى دى.

د خداى د رزاقيت غوښتنه دا نه ده،چې کار،کوښښ،فعاليت او عمل و نه کړو،د روزۍ د پيدا کولو لپاره غوره لار پيدا نه کړو او له خپلو حقوقو دفاع و نه کړو؛ځکه غاښ،ډوډۍ،د کسب و کار ځواک،فکر او ديني او عقلي دنده ترسره کول، ټول د يوې کارخانې برخې دي،چې ټول يو ځاى د خداى د رزاقيت مظهر (ښکارندوى) دي؛نو وروسته تردې، چې د روزۍ او روزيخور اړيکه مو وپېژنده،روزۍ ته د رسېدو لپاره وسايل پنځول شوي او د روزۍ د ګټلو دنده يې راپرغاړه کړې؛نو راته پکار دي،چې روزۍ ته د رسېدو غوره لار پيدا کړو او پر خداى توکل وکړو.

توکل[سمول]

توکل څه ته وايي؟ توکل د کوښښ پر وړاندې نه دى،چې ووايو کوښښ وکړو که توکل؟ توکل؛يعنې انسان تل په هغه څه عمل وکړي،چې د حق غوښتنه وي او په دې لار کې پر خداى ډاډ وکړي،چې خداى د هغو کسانو ملاتړ دى،چې د حق لارويان او پلويان وي.

توکل هغو خلکو ته الهي تضمين دى،چې تل د حق لاروى او پلوى وي.بېلګې ته پام شئ:

يوې هټۍ ته ځئ او څه سودا ترې پېرۍ او هټيوال د پلورلي څيز د ښه والي ضمانت درکوي او ډاډ درکوي او تاسې هم پرې ډاډ کوئ؛يعنې ډاډمنېږئ،چې دا سودا هماغومره ښه ده؛لکه چې څومره يې هټيوال وايي.

حق لار هغه ده،چې خداى پر انبياوو راپېژندلې او خداى يې ضمانت کړى،چې که څوک پرې ولاړل؛نو مقصد او موخې ته به ورسي.خداى دا عالم داسې پنځولى،چې تل د هغو ملاتړ دى،چې د حق ملاتړي دي.تل حق له ځان سره مانيز تاييد لري.

الهي انبياء وايي: پر خداى توکل وکړئ او د خداى په لار کې کوښښ وکړئ،پر خداى توکل او ډاډ ولرئ او د روزۍ په لاس ته راوړو کې له نېغې لارې کاږه نشئ؛يعنې که د خداى پر لار ولاړ شئ؛نو يو ډول الهي ملاتړ به درسره وي.

د توکل مانا دا نه ده،چې کراره کېنه،کار مه کوه او پر خداى توکل کوه،چې پر ځاى مو دنده ترسره کړي . کار نه کول او پر لار نه تګ خو ضمانت نه غواړي.سکون او ټپ ولاړېدل؛خو څه اغېز نه لري،چې خداى يې اغېز تضمين کړي.

خداى په قرآن کې هم توکل همداسې ښوولى،وايي:د حق پر لار له چا مه ډارېږئ،پر خداى توکل وکړئ او له باطل ځواکه مه وېرېږئ او توکل وکړئ. لاندې آيت تر حضرت نوح (ع) د وروسته پېغمبرانو له خولې راغلى او هغو خلکو ته به يې ويل،چې ورسره مخالف ول :

((وَمَا لَنَا أَلاَّ نَتَوَكَّلَ عَلَى اللّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ(ابراهيم/١٢)= او ولې پر خداى توكل و نه كړو،حال دا چې (د نېكمرغيو) پر لارو يې موږ ته لارښوونه كړې ده ؟ او البته تاسې چې موږ ته كوم كړاوونه رسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او توكل كوونكي بايد يوازې پر خداى توكل وكړي.))

دا آيت په ډاګه توکل يو مثبت چار ښيي.مخکې سخته لار پرته ده،چې پرې تګ پکار دى؛ستونزمنه ده؛خو موږ پر خداى توکل او ډاډ لرو.انبياء وايي: له باطل ځواکه نه ډارېږو او پر خداى به توکل وکړو او د حق پر لار به ولاړ شو.

لاندې آيت د اسلام د پېغمبر په باب دى؛دا آيت هم په ډاګه توکل يو مثبت چار راښيي،وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران/١٥٩)= خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي.)) دا ده د توکل او مانا او هغه هم د الهي رزاقيت مانا.


امام صادق[سمول]

امام صادق پر کال ۸۳ س د ربیع الاول پر میاشت د "عبدالمالک بن مروان اموي" د خلافت په پېر کې وزېږېد او پر کال ۱۴۸ه د شوال یا رجب پر میاشت د "ابوجعفر منصور عباسي" په خلافت کې ومړ. د هوښیار خونړي اموي خلیفه په وخت کې وزېږېد او د هوښیار واکمن خونړي عباسي خلیفه په وخت کې ومړ او له یو ټبره بل ته یې د خلافت لېږد هم ولید. "ام فروه" د امام صادق مور وه،چې د "قاسم بن محمد بن ابوبکر" لور و؛نو د مور له اړخه د امام صادق نسب حضرت ابوبکر (رض) ته رسي؛ځکه "قاسم بن محمد بن ابوبکر" له خپلې ترلې "اسماء" سره واده وکړ،چې د "عبد الرحمن بن ابوبکر" لور وه؛ نو ځکه د امام صادق مور هم د پلار له اړخه د حضرت ابوبکر (رض) اولاده ده او هم د مور له اړخه؛نو امام صادق وايي:(( ولدني ابوبکر مرتین))؛یعنې ابوبکر زه دوه ځل زېږولی یم،له دوو لارو مې نسب حضرت ابوبکر (رض) ته رسي . ==

امام صادق شيخ الائمه دی == 
تر نورو ټولو امامانو یې ډېر عمر په برخه شوی .پینځه شپېته کلن و،چې ومړ. له امویانو څخه عباسیانو ته د خلافت د لېږد او اخ و ډپ په پېر کې امام صادق ته زرين فرصت په ګوتو شو،چې د زده کړې ټغر لاپسې وغوړوي او پر ښوونې او روزنې لګيا شي، ان چې ((قال الصادق)) د حدیث د علم شعار شي او د اسلام د حقایقو په خپرېدو کې يې بریاوې تر لاسه کړې . له هغه وخت راهیسې تر ننه،عالمان او پوهان که شیعه وي او که نور،په خپلو اثارو کې یې د امام صادق او د هغه د مدرسې نوم هم راوړى،چې خورا شاګردان یې روزلي او اسلامي فرهنګ او علم ته یې لا ځلا ور پر برخه کړه او دې ټولو د امام صادق د مانیز،تقوا او عبادت په مقام منښته کړې ده.
شیعه عالم شیخ مفید وايي :له امام صادق څخه دومره علمي اثار رانقل شوي،چې په ټولو هېوادونو کې خپاره شول . څومره،چې له امام صادق څخه رانقل شوي؛نو د اهلبیتو له نورو عالمانو نه دي رانقل شوي. د امام صادق څلور زره شاګردان ول،چې د بېلابېلو پوړيو،ګروهو او آندونو کسان هم پکې شامل ول .
د اهل سنتو نامتو عالم؛ "محمد بن عبد الکریم شهرستاني" او د مشهور ((الملل او النحل)) د کتاب څښتن د امام صادق په هکله وايي: هغه پراخه پوهه او حکمت درلود او هم یې زهد او پوره تقوا درلوده.بیا وايي : ډېره موده په مدینه کې و،خپلو شاګردانو ته یې زده کړې کولې او څه موده په "عراق" کې پاتې شو او په ټول عمر کې یې ریاست او مقام ونغوښت او پر ښوونه او رزونه بوخت و.

دا چې امام صادق مقام ته کومه پاملرنه و نه کړه؛نو ښاغلی "شهرستاني" په دې هکله وايي: (( هغه چې د معارفو په دریاب کې ډوب وي؛نو کڅ- وچه نه خوښوي او څوک چې د حقیقت هسکې څوکې ته رسېدلی وي؛نو د ځوړتيا پریشاني ورسره نه وي .))

د هرې فرقې او مذهب اسلامي مشرانو د امام صادق د ستاینې په هکله خورا خبرې کړي دي. موخه مې دا نه ده،چې ټول دلته راوړم؛بلکې موخه مې دا ده څوک،چې امام صادق پېژني؛نو له هغې سترې او ګټورې مدرسې سره یې یوځای پېژني،چې آثار یې لا تر اوسه ژوندي دي. د شیعه وو نننۍ دينې مدرسې د امام صادق د هغه ورځې د مدرسې راغځېدلې لړۍ ده .
د امام صادق په هکله خبرې کول پراخ اړخ لري او په بېلابېلو برخو یې خبرې کړای شو؛ځکه لومړی خو په بېلابېلو برخو په تېره بیا په عملي حکمت او موعظې کې په خپله د امام صادق خبرې ډېرې دي او ټولې د وړاندې کونې وړ دي .
دويم داچې د امام صادق په تاریخ کې په زړه پورې او د زده کړې وړ پېښې زیاتې دي . پردې سربېره، له "دهریانو" د نورو ادیانو له مشرانو،د نورو اسلامي فرقو له متکلمینو او او د بېلابېلو ګروهو له کسانو  سره یې لوړ او له مانا ډک استدلالونه کړي،چې ټول د ګټنې وړ دي . له دې ټولو چې تېر شو،خپله د امام صادق معاصر تاریخ،چې خپله په امام صادق او یا شاګردانو پورې یې اړه لري؛نو دا هم د اورېدنې او زده کړې وړ دی .
== د امام صادق سيرت او طريقه ==
 امام صادق په خپل وخت کې داسې سیرت او لار غوره کړې وه،چې د خپلو نیکونو له طریقې سره يې توپیر درلود او په ظاهره د یو بل مخالفې ښکاري،همدلته درته یو ټکې وایم،چې تل راته خورا ګټور دی.

د معصومینو د بېلابېلو سیرتونو ګټې[سمول]

موږ پر دولسو امامانو ګروهمن یو او ټول د رسول اکرم(ص) اوصیاء او د اسلامي حقایقو مفسر او څرګندونکي ګڼو،وینا یې د آنحضرت وینا،چلن یې د آنحضرت چلن او سیرت یې د آنحضرت سیرت ګڼو او په اسلامي حقایقو کې پېژندنې ته له داسې امکانانو برخمن یو،چې نور ترې بې برخې دي . دا چې د یوولسم امام،امام حسن عسکري تر مړینې وروسته د غیبت پېر راغی او پر ۲۶۰ س وشو،زموږ په اند داسې دی؛لکه رسول اکرم،چې تر ۲۶۰س پورې ژوندی و او په دې ټولو وختونو کې له دې ټولو بدلونونو، شرایطو،حالاتو او غوښتنو سره حاضر و.

که څه هم نه غواړم دا ووایم،چې که د آنحضرت د وجود اغېز و؛نو څه و او که فرضاً آنحضرت په دې موده کې ژوندی وای؛نو پر اسلامي نړۍ به کومې پېښې رامنځ ته شوې وې . نه!؛بلکې موخه مې دا ده،زموږ په اند،چې په امامت او وصایت ګروهمن یو،په دې اوږده موده کې د غوڅ حجيت له اړخه د امامانو شتون، وینا،چلن او سیرت داسې دی؛لکه په خپله شخص پېغمبر؛خو نه د نبوت او زعامت په جامه کې؛بلکې د یو مسلمان وګړي په جامه کې وجود لري،چې په دنده عمل کوي او پر هغو ټولو بېلابېلو پېرونو شاهد وي،چې هغه وخت پر اسلامي نړۍ تېرې شوې او په هر پېر کې یې خپله دنده بې له تېروتنې او له هغه پېر سره متناسبه ترسره کړې ده.


څرګنده ده،په دې فرض،مسلمانان په هر وخت او پېر کې په غوره او روښانه ډول خپلې دندې موندلای او تشخیصولای شي .

د سیرتونو ظاهري بېلابېلوالی او د هوارۍ اړتیا یې[سمول]

موږ د امامانو په سیرت کې له داسې چار سره مخېږو،چې ظاهراً له یو بل سره په ټکر او د یو بل پر خلاف دي،همداراز کوم آثار او اخبار،چې له امامانو رارسېدلي،احیاناً همدا تناقض او ټکر پکې تر سترګو کېږي. د متعارضو روایتونو هغه برخه،چې په فقهې او احکامو پورې تړاو لري؛نو علماوو دې تعارضونو ته هوارى موندلی دی، د امامانو په سیرت او طریقه کې هم په دې هکله تعارض او تناقض تر سترګو کېږي . وینو،چې د هوارۍ لار یې څه ده؟

هغه متعارض روایتونه،چې په فقه او احکامو کې نقل شوي،که هوار نشي او هر څوک په هر روایت او حدیث پسې ولاړ شي؛نو اړ دوړ به ترې جوړ شي. امامان هم ظاهراً که له یو بل سره اړپېچ- اختلاف لري؛نو همدا شان دی،که هوار نشي او د مطلب رمز معلوم نشي؛نو ټولنیز او اخلاقي اړدوړ به رامنځ ته کړي او ممکن هر څوک د خپلې ځاني غوښتې له مخې پر یوه لار روان شي او بیا خپل دا عمل د امام له هغه روایت سره مخونه او تفسیر کړي،چې په ځانګړي مورد او ځانګړی وخت کې له کوم امامه رانقل شوی وي . بل کس ممکن د خپلې ځاني غوښتنې،خوښې او لوهې له مخې د هغې مخکېنۍ لارې پر ضد روان شي او پر هغه څه استناد وکړي،چې له یوه امامه په ځانګړي مورد او ځانګړي وخت کې نقل شوی وي او نور دې هم همداشان وکړي .

ممکن یو کس د طبیعت،خوښې او روزنې له مخې سخت ګیر وي او کم لګښته او با قناعته ژوند خوښ کړي،همدا چې وپوښتل شي : ولې پر خپلې کورنۍ او ځان سختي کوې؛نو وايي : آنحضرت او حضرت علي هم داسې ول،هغوی کله هم ښه جامه نه ده اغوستې،خوندور خواړه یې نه وو خوړلي،پر سترې سپرلۍ نه دي سپاره شوي،په ښایسته کور کې مېشت نه ول،روټه یې خوړه،دخمتا جامې یې اغوستې،پر خره یا اوښ سپرېدل او په خاورینو کورونو کې اوسېدل .

بل کس ممکن د طبیعت او عادت له مخې ساتېری او ډولي- تجمل وي،که وپوښتل شي : ولې ګوزاره، قناعت او زهد نه کوې،وايي؛ځکه امام حسن او امام صادق داشان ول،دوی خوندور خواړه خوړل،ښې جامې یې اغوستې،د سپرلۍ ښې وسیلې یې درلودې او کورنه یې هم ډولي ول .

بل کس ممکن یا د وګړي طبیعت او مزاج له مخې ځوږند او بامبېړى- پرشور وي او طبع یې سکون او ارامتیا نه خوښوي او د خپل دې عمل مخونې ته په صدر اسلام کې د آنحضرت پر سیرت او د امام حسین پر پاڅون استدلال کوي . بل کس ممکن د طبیعت له مخې ګوښه ګیر او منزوي وي او زړور نه وي؛نو د تقیې موضوع رامخې ته کوي او د امام صادق یا نورو امامانو بېلګه راوړي . بل ممکن ټولنیز او معاشرتي وي او د یو امام په سیرت او بل،چې یوازېتوب خوښوي؛نو ممکن د بل امام په سیرت استدلال وکړي .

څرګنده ده،په دې بڼه نه یوازې د آنحضرت او امامانو له مانا له ډک سیرت او سپېڅلې طریقې ځنې ګټنه نه کېږي؛بلکې دې ته به وسیله وي،چې هر څوک دې د خپل عمل مخونه پیدا کړي او د چا خبرې او بلنې ته غوږ کېنږدي او په ټولنه کې دې اړ دوړ راپیدا شي.

په رښتیا هم د امامانو په سیرت کې دا شان ظاهري تعارض او تناقض تر سترګو کېږي : وینو،چې د ساري په ډول امام حسن له معاویه بن ابوسفيان سره سوله کوي او امام حسین پاڅون کوي او نه تسلمېږي،ان شهیدېږي . وینو،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) په خپل وخت کې زاهدانه ژوند درلود او له تجمل یې ډډه کوله؛خو نور امامان داشان نه ول . نو دا تعارضونه باید هوار کړو.

لوست او زده کړه؛ نه تعارض[سمول]

ومو ویل،چې دا تعارض باید هوار کړو او رمز یې باید پیدا کړو.هو! دا په رښتیا هم رمز لري . دا تعارض له نورو تعارضونو سره توپیر لري،داسې تعارض نه دی،چې راویانو یا د حدیث رانقلوونکیو رامنځ ته کړی وي،چې زموږ دنده دې د داشان تعارضونو هواری وي؛ بلکې داسې تعارض دی،چې په خپله اسلام رامنځ ته کړی؛یعنې د اسلامي ښوونو ژوندۍ او خوځنده ښوونې یې ایجابوي؛نو ځکه دا تعارضونه په واقع کې،زده کړه او لوست دی،ستره او بامانا زده کړه ده،نه تعارض او تناقض.

د مطلب څرګندونې ته پخواني مثالونه بیا وایم: یو د ډولي او تجملي ژوند پر وړاندې د سخت ګیرۍ او زاهدانه ژوند مثال دی او بل هم د چوپتیا او سکون پر وړاندې پاڅون او خوځښت دی.بېلګې ته همدا دوه مثالونه بسیا دي . راځو لومړي مثال ته  :

د زهد فلسفه[سمول]

دا څرګنده ده،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) زاهدنه ژوند درلود او په ژوند کې یې پر ځان سختي کوله . دا عمل دوه ډوله تفسیرولای شو: یو دا چې ووایو: په مطلق ډول بشر ته د اسلام حکم دا دی،چې ددې جهان له نعمتونو او خیرونو ډډه وکړﺉ؛لکه څرنګه،چې اسلام په عمل کې پر اخلاص او په عبادت کې پر توحيد او په رښتیا ویلو،امانت،پاکۍ او مینې حکم کوي؛نو دغسې د نړۍ له نعمتونو د ډډې حکم هم کوي؛لکه څرنګه،چې هغه چارې پخپل ذات کې بشر ته کمال دي او په ټولو وختونو کې باید خلک مؤحد وسي؛رښتیا ووايي،امانت ساتي او مینه ناک وي او له دروغو ډډه وکړي؛نو دا شان په ټولو وختونو او هر ډول شرایطو کې اړین دي،چې د دنیا له نعمتونو او خیراتونو ډډه وکړي .

بل تفسیر دا دی،چې ووایو: څه چې په ګروهې یا اخلاقو یا له خدای سره د انسان اړیکه ده او څه چې د معیشت د ټاکنې په طریقې پورې اړه لري؛نو په دې دواړو کې توپیر دی . دا چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) په خوړو،جامو او کور کې پر ځان سختي کوله؛نو له دې کبله نه ول،چې په ژوند کې پراختیا،بالذات- په ذات کې ناوړه چار دى؛ بلکې په نورو څیزونو پورې اړه لري . یو دا چې د هغه وخت او پېر په حالت پورې اړه لري،چې ټولو خلکو ته وسیله برابره نه وه،عمومي بېوزلي وه،د داسې حالت غوښتنه دا ده،چې له نورو سره لاسنیوی او همدردي وشي،په لږو قناعت وشي او پاتې نورو ته ورکړي،پردې سربېره، هغوی په خپل وخت کې مشران ول، د مشر دنده له نورو سره توپیر لري،چې د ټولو سترګې مشر ته وي .

حضرت علي (ک)،چې په "بصره" کې "علاء بن زیاد حارثي" ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پریښي دي. حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې او ځان کړوې؟ ولې دې پر ښځه او بچو نه لورېږې؟ خدای،چې په دنیا کې حلال او پاک نعمتونه پیدا کړي؛نو د خدای بد ايسي،چې ته ترې ګټنه وکړې؟داسې انګېرې،که څوک له نعمتونو برخمن وي؛نو د خدای به نه خوښېږي؟ ده ورته وویل : امیر المؤمنینه! ته خو هم زما په شان یې، ته خو هم له ښو جامو او ښو خوړو ډډه کوې . حضرت علي وویل : زه درسره توپیر لرم، زه د امت مشر یم، د ټولو د ژوند مسوول یم او بايد د ټولو د ژوند په سوکالۍ او پراختیا کې تر ممکن حده هڅه وکړم،که ترهغې اندازې ونشو او ځینې پکې نشتمن پاتې شول،دا چې زه پر دې مقام یم؛نو راباندې اړین دي؛ لکه د یو نشتمن او کمزوري په شان ژوند وکړم،چې نشتمني او بې برخېتوت،نشتمن لا زیات خپه نه کړي،لږه تر لږه اروایز کړخت یې راکم کړم،چې رانه خوشحاله وي .

دا دوه ډوله تفسیرونه ول،چې د آنحضرت (ض) او حضرت علي (ک) له زاهدانه ژونده یې کړای شو.

که لومړی تفسیر سم وای،ټول به هر وخت که څه هم ګردو ته وسیله برابره وای او که نه وای،که خلک په پراخۍ کې وي او که نه؛هغه شان دې ژوند وکړي،که څه هم نورو امامانو هم په لومړۍ درجه کې د هغه ژونددود لاروي کوله .

که دویم تفسیر سم وي؛ نه! اړینه نه ده،چې ټول ترې لاروي وکړي،هغه شان ژوند د هماغه حالت او اوخت پورې اړه درلوده،له هغه وخت سره په ناورته وختونو کې ترې لاروي اړینه نه ده.

د امام صادق ژوند او ویناوو ته،چې ګورو؛وینو،چې د ژوند ظاهر یې له آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) سره توپیر لري، د همدې ټکي له امله و او خپله امام صادق دا ټکى د خپل وخت خلکو ته د زهد د فلسفې په هکله ویلی و.

دا څه مې،چې وویل،د امام صادق له ښوونو اخستل شوي ول .

د امام صادق په وخت کې یوه ډله راپیدا شوه،چې د آنحضرت سیرت یې په زهد او له دنیا څخه د مخ اړونې په بڼه تفسیراوه اوګروهمن ول،چې مسلمان دې تل او په هر وخت کې هڅه وکړي،چې د دنیا له نعمتونو ډډه وکړي . دې مسلک او لارې ته یې د زهد نوم ورکاوه او په هغه وخت کې ورته "متصوفه" ویل کېده ."سفیان سوري" له دې ډلې ځنې دی. سفیان د اهل سنتو له فقهاوو ځنې دی او په فقهي کتابونو کې ترې ډېری قولونه او آندونه رانقل شوي دي . نوموړي د امام صادق په وخت کې ژوند کاوه او امام صادق ته یې تګ راتګ کاوه او پوښته به يې .

په "کافي٥/٧٠-٦٠" کې یې کښلي : یوه ورځ سفیان،امام صادق ته راغی،ویې لیدل،چې امام صادق سپېنې او ښکلې جامې اغوستې دي،ده پرې نیوکه وکړه، ویې ویل: د رسول الله زویه! درسره نه ښايي،چې ځان په دنیا ککړ کړې .امام ورته وویل : ممکن دا ګومان درته د رسول اکرم او صحابه وو د ژوند له حالته پيدا شوى وي . هغه حالت درته انځور شوى اوګومان دې کړى،چې لکه د نورو دندو په شان د خدای له خوا یوه وظیفه ده او مسلمانان دې تر قیامته يې وساتي او هماغه شان ژوند دې وکړي؛خو پوه شه،چې دا شان نه ده . رسول اکرم په داسې ځای او وخت کې ژوند کاوه،چې نشتمني ډېره وه او عامه خلک د ژوند له لومړیو لوازمو او وسایلو بې برخې ول .که په یو وخت او پېر کې وسایل او لوازم برابر شو؛نو هغه شان ژوند ته اړتیا نشته او الهي نعمتونو ته وړ خلک مسلمانان او نېکچاري دي؛ نه بل څوک .

دا اوږده کيسه ده،چې امام صادق له سفیان او ملګرو سره یې د خپلې ادعا په هکله ډېر استدلالونه وکړل،چې د هغوی ادعا یې رد کړه،دلته ټوله کيسه نشو راوړای .

== ثابت اصول او بدلېدونکي اصول == دا اړپیچ او د سیرت ظاهري تعارض راته د ديني مشرانو په ويناوو کې څرګندېږي،چې د اسلام له نظره د معیشت او کورني لوازمو په برخه کې داسې څیزونه دي،چې ثابت او نه بدلېدونکي اصول ګڼل کېږي او ځینې داسې څیزونه دي،چې داسې نه دي . یو ثابت آر دا دی،چې یو مسلمان دې خپل ژوند د عامو خلکو له ژونده جلا نه ګڼي او خپل ژوند دې د عامو له ژوند سره تطبیق کړي . دا مانا نه لري،چې ځینې خلک دې په بدمرغۍ کې اوسي او ځینې نور دې په نعمتونو کې ډوب وي او لاقل من...،که څه هم فرض کړو،چې شتمني یې په حلالو لاس ته راوړې وي .

د خپل وخت له غوښتنې سره سم امام صادق هم خپلې کورنۍ ته پراختیا ورکړې وه،یو ځل سوکړه-قحطي شوه،امام صادق خپل خادم ته وویل: د خوړو څومره زېرمه لرو؟ ورته یې وویل : څو میاشتو ته بسیا ده. امام وویل : ټوله یوسه او په بازار کې یې وپلوره . خادم وویل :که ومو پلورله؛نو نور غنم نشو تر لاسه کولای . امام وویل: اړینه نه ده،بیا به یې لکه د نورو خلکو په شان له نانوايي واخلو. بیا امام،خادم ته وویل،چې ډوډۍ پخوې؛نو نیمه دې د جوارو او نیمه دې د غنمو وي؛یعنې هغه ډوډۍ وي،چې ډېری خلک یې خوري . امام وویل : غواړم په دې سختۍ او تنګلاسې کې مې بچو ته د غنمو ډوډۍ ورکړم؛خو دا مې خوښېږي،چې خدای وویني،زه له خلکو سره همدرده یم .

زهد بل ثابت او نه بدلېدونکی آر دی،چې په ټولو وختونو کې غوره دی . زهد؛یعنې عزت نفس . دا ښه دي،چې انسان په ټولو وختونو او حالاتو کې د مادي چارو پر وړاندې بې پروا وي . دین په دنیا او فضیلت او اخلاق په پيسو او مقام ونه پلوري،مادي چارو ته د وسیلې په سترګه وګوري؛نه د موخې .

خو نورې چارې،چې د ژوند د وسایلو په شتوالی او نشتوالي پراخۍ او تنګلاسۍ پورې اړه لري،ثابتې او نه بدلېدونکې چارې نه دي،ممکن په یو وخت کې غوښتنه یو شان وي او په بل وخت کې بل شان؛لکه څرنګه،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) یو شان ژوند درلوده او امامانو بل شان .

پاڅون که چوپتیا؟[سمول]

بل مثال د پاڅون او د چوپتیا و. دا مسئله هم د ویینې وړ ده، دلته به یې د پوره ویینې وخت نه وي؛خو بېلګې ته یو خوا امام حسین او بلخوا امام صادق راوړم .

د امام حسین د وینا او ان له نښو یې داسې ښکارېده،چې شهید به شي؛ خو پاڅون یې وکړ؛خو په امام صادق پسې خلک ورغلل؛خو هغه بې پروايي وښووه او پاڅون یې ونه کړ،دا یې غوره وګڼله،چې په کور کې کېني او د زده کړې چارې پر مخ یوسي .

په ظاهره خو پکې تعارض او تناقض ښکاري . د ظلم پر وړاندې باید پاڅون وشي او په دې لار کې دې د هیڅ خطر پروا ونشي؛خو امام صادق ولې پاڅون ونه کړ او په ژوند کې یې مطلقاً د تقیې لار ونیوه؟ که تقیه دې وشي او د امام دنده دا وي،چې په کور کې کېني او خلکو ته لارښوونه او زده کړه وکړي؛نو دا کار ولې امام حسین و نه کړ؟

دلته اړینه ده،چې د امام صادق د وخت سیاسي حالاتو ته لنډه کتنه وکړم او بیا دا پوښتنه ځواب کړم .

د امام صادق د وخت سیاسی حالت[سمول]

د امام صادق په وخت کې خلافت له امویانو څخه عباسیانو ته ولېږدېد. عباسیان له بني هاشمو ځنې دي او د علویانو د تره ځامن- توربوران دي. د امویانو د پېر په پای کې د وروستي خلیفه "مروان بن محمد" چارې مخ پر ځوړ شوې او ځینو عباسیانو او علویانو په تبلیغ او بلنې لاس پورې کړ. علویان دوه ډلې ول : "بني الحسن" د امام حسن اولاده او "بني الحسین"،چې د امام حسین اولاده وه . ډېری بني الحسنو،چې په سر کې یې امام صادق و،له دې کاره لاس پر سر شول . امام صادق ته بیا بیا بلنه وشوه؛خو و يې نه منله . په پیل کې خبرې د علویانو تر شاوخوا چورلېدې او عباسیانو هم په ظاهره د علویانو په ګټه تبلیغات کول . "سفاح"،"منصور" او مشر ورور یې "ابراهیم لامام" له "محمد بن عبدالله الحسن بن الحسن" سره بیعت وکړ،چې په "نفس زکيه" مشهور و او ان "منصور"،چې بیا یې همدا "محمد" وواژه؛ د کار په پیل کې یې له "عبدالله بن حسن" سره و او لکه د یو خدمتګار یې ورسره کار کاوه؛ ځکه عباسیان پوهېدل،چې علویان ډېر محبوبیت لري . عباسیان داسې خلک نه ول،چې پر دین یې زړه سوځېدلی وای او موخه یې دنیا وه او بې له ریاست،مقام او خلافته یې بل څه نه غوښتل .

امام صادق له پیله ورسره له ګډ کاره ډډه وکړه . عباسیانو به،چې په پیل کې مبلغین لېږل؛نو د "الرضا من آل محمد" یا "الرضی من آل محمد" په نامه یې لېږل؛یعنې د پېغمبر اکرم له اهل بیتو یو تن،چې وړ وي؛خو په پټه یې ځان ته لار هواروله . 

په دې کې دوه بلونکي ډېر مشهور دي،یو "عربي ابوسلمه خلال" دی،چې په "کوفه" کې په پټه اوسېده او نور بلونکي او مبلغین یې سمبالول او ورته یې د" آل محمد" د وزیر لقب ورکړی و او په لومړي ځل د وزیر کلمه همده ته وویل شوه او بل "ابومسلم خراساني" او ده ته د "آل محمد" د امير لقب ورکړ شو.

په "مروج الذهب" کې "مسعودي" رانقلوي : د ابراهيم امام ( د سفاح او منصور مشر ورور،چې سفاح يې خپل ځايناستى کړ و) تر وژنې وروسته ابوسلمه په دې اند شو،چې بلنه دې له عباسیانو څخه علویانو ته متوجه کړي . د یو چا په لاس يې په یوه مضمون دوه لیکونه مدینې ته واستول،یو یې امام صادق ته و،چې د بني الحسین مشر و او بل یې عبدالله بن الحسن بن الحسن ته،چې د بني الحسن مشر و. امام صادق دې لیک ته دومره اهمیت ورنه کړ او چې کله استازي ټينګار کاوه او ځواب يې غوښته؛نو ليک يې د هغه په مخ کې وسوځاوه او ورته يې وويل : "دا دې د ليک ځواب !"؛خو عبدالله بن الحسن تېروته او خوشحاله شو.سره له دې،چې امام صادق ورته وویل دا کومه ګټه نه لري او عباسیان به دې پرېنږدي،چې خلافت تا او ستا اولادې ته منتقل شي؛خو عبدالله قانع نشو.

مخکې تر دې ،چې د عبدالله لیک ابوسلمه ته ورسي،سفاح،چې په ابوسلمه بدګومانه شوی و؛نو د ابو مسلم د هوکړې او آند په راماتونې یې ابوسلمه وواژه او داسې اوازه یې خپره کړه،چې خوارجو وژلی دی او بیا عبدالله او زامن یې ونیول شول او ووژل شو. داچې امام صادق د خلافت له منلو ډډه وکړه؛نو علت یې دا وه.

د امام صادق د نه منلو علت[سمول]

د امام صادق د نه منلو علت یوازې دا نه و،چې پوهېده عباسیان به یې په دې لار کې خنډ شي او وبه یې وژني،که پوهېده،چې شهادت یې مسلمانانو او اسلام ته غوره اغېز لري؛نو شهادت به یې غوره کړى و؛ لکه څرنګه،چې امام حسین په همدې دلیل شهادت غوره کړ. په هغه پېر کې،چې ځانګړنې به یې ووایم، ګټور او غوره دا وه،چې د علمي، فکري او روزنیر خوځښت مشري دې وشي،چې اغېزې یې تر ننه هم شته دی؛ لکه څرنګه چې د امام حسین په پېر کې هغه خوځښت ته اړتیا وه او هغه دومره پر ځای او مناسب چار و،چې اغېزې يې تر اوسه پاتې دي .

د مطلب زڼی همدلته دی،چې په دې ټولو چارو کې باید د پاڅون،جهاد،پر "نېکیو امر او له بدیو منع"،چوپتیا او د تقیې اغېزو او پایلو ته یې په هماغه وخت کې پاملرنه وکړو.دا داسې چارې نه دي،چې د اوداسه،غسل،لمانځه او روژې په څېر د یو عبادي چار په بڼه وشي. ددې چارو اغېز په بېلابېلو موقعو،وختونو او شرایطو او حالتونو کې توپیر لري .کله اسلام ته د پاڅون او جهاد اغېز ګټور دی او کله د چوپتیا او تقیې اوکله د پاڅون بڼه هم توپیر لري . دا ټول په پېر،وخت،اوضاع او ورځني حالاتو پورې اړه لري او ژور تشخیص ته اړتیا لري . په دې چارو کې ناسم تشخیص اسلام ته زیانونه رسوي .

د امام صادق د وخت ټولنیز حالت[سمول]

امام صادق په داسې وخت کې ژوند کاوه،چې پر سیاسي پېښو سربېره،یو لړ ټولنیزې پېښې،کړکېچونه او فکري او روحي ابهامونه پیدا شوي ول . اړین ول،چې امام صادق جهاد له همدې مورچې پیل کړی وای . امام صادق،چې د دویمې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې اوسېده؛نو د وخت غوښتنو یې له امام حسین سره خورا توپیر درلود،چې د لومړۍ پېړۍ په لومړۍ کې و.

د لومړۍ پېړۍ په لومړۍ نیمه ای کې د اسلامي هېواد په دننه کې،هغو چې غوښتل اسلام ته خدمت وکړي؛نو یوازې یوه مورچه وه او هغه هم له فاسد خلافت سره مبارزه وه.نورې مورچې لا نه وې پیدا شوې او که پیدا شوې هم وې؛نو اهمیت یې نه و پیدا کړی . د اسلامي نړۍ ټولو پېښو په خلافت پورې تړاو درلود او خلکو  له روحي او فکري اړخه د لومړي صدر په شان ساده ژوند درلود؛خو په را وروسته وختونو کې تدریجاً د مختلفو علتونو له مخې نورې مورچې رامنځ ته شوې؛علمي او فکري مورچې او په مسلمانانو کې ستر علمي او فکري خوځښت پیل شو،د دین په فروعو او صولو کې مذهبونه رامنځ ته شول . د یو تاریخپوه په نقل،دا وخت د مسلمانانو پام د لښکرو او د جګړې له ډګره د علم او فرهنګ د ورونو سوبې ته واوخوت .اسلامي علوم د تدوین په حال کې ول . د امام صادق په وخت کې د امویانو او عباسیانو ترمنځ په اخ و ډب کې داسې فرصت پیدا شو،چې د حقایقو د ويلو په لار کې شته خنډونه تر یوه بریده لرې شوي ول او بلخوا په مسلمانانو کې پوهې او پلټنې ته دړدوپړي- شور او هیجان را پیدا شو.اړینه وه،چې د امام صادق په شان کس ددې مورچې مشري کړې وای او د خپلې زده کړې او لارښونې ټغر وغوړي او علمي ستونزې هوارې کړي او اخلاق او احکام بیان کړي . په تېرو پېرونو کې داسې زمینه نه وه او په خلکو کې دا شان استعداد،وړتیا او دړدوپړي هم نه وه.

په بل ځاى کې وینو،چې د "معتزله وو" مشران؛ لکه "عمرو بن عبید" او "واصل بن عطا"،چې اندیالان هم ول،راتلل او په الهي یا ټولنیزو مسایلو کې یې پوښتنې کولې او بېرته تلل . په بل ځاې کې وینو،چې د هغه پېر ستر فقهاء د امام صادق شاګردان دي او ځینو به امام صادق پوښته . امام ابوحنیفه (ره) او امام مالک (ره) د امام صادق هم پېري دي او دواړو له امام صادقه ګټنه کوله .

امام مالک (ره) په مدینه کې و او تل امام صادق ته راته،وايي : (( چې ورتلم؛نو زما درناوی یې کاوه.ډېر خوشحالېدم او د خدای شکر مې کاوه،چې مینه راسره لري .))

امام مالک (ره) د امام صادق په هکله وايي : (( له سترو مشرانو،عابدانو او زاهدانو څخه و او هغه کس و،چې د خدای وېره یې په زړه کې وه. داسې سړی و،چې د پېغمبر اکرم په حدیثونو ډېر پوهېده، خوش محضره و او ناستې یې ګټورې وې .)) امام مالک (ره) زیاتوي : (( سترګو به نه وي لیدلی او غوږونو به نه وي اورېدلی او زړه ته به نه وي ښکته شوی،چې تر امام صادق دې بل غوره- فاضل وي .))

امام ابوحنیفه (ره) وايي : (( تر "جعفر بن محمد" مې بل ستر فقیه او پوه ونه لید. )) امام ابو حنیفه (ره) زیاتوي : (( "جعفر بن محمد"،چې د منصور په امر "عراق" ته راغی،منصور راته وویل،چې تر ټولو په سختو مسایلو کې امام صادق وپوښتم .څلویښت مسئلې مې چمتو کړې او ناستې ته یې ورغلم.منصور معرفي کړم ،امام صادق وویل : "پېژنم یې،راته راغلی دی." بیا مې د منصور په امر مسایل راوړاندې کړل، د هر یو په ځواب کې یې راته ویل :"ستاسې د عراق د علماوو ګروهه دا ده او د مدینې د فقهاوو ګروهه دا ده ." کله له ما سره یوه خوله و اوکله له مدینه والو سره و او کله یې درېمګړی نظر هم ورکاوه.))

په بل ځای کې "متصوفه" وینو،چې امام صادق یې پوښته او بېلګې یې مې مخکې وویلې .

د امام صادق داسې وخت و،چې آندونواو رایو ټکر درلود او د ګروهو جګړه پیل شوې وه او اړتیا وه،چې امام صادق په دې مورچه کې خپلې هڅې وکړي . په دا شان چارو کې دې تل د کار اغیز ته پاملرنه وشي. امام حسین پوه شو،چې شهادت یې ګټور او اغېز لري،پاڅون یې وکړ او شهید شو او اغېز یې تر اوسه هم پاتې دى . امام صادق د ښوونې او د زده کړې مرکز جوړولو ته فرصت مناسب ولید او دې کار ته يې ملا وتړله .

بغداد،چې د صدر اسلام د علمي خوځښت مرکز دی، د امام صادق په وخت کې جوړ شو.ظاهراً امام صادق د عمر په وروستیو کې بغداد ته راغلی دی . دا د امام صادق اغېز دی،چې اهل تشیع په اسلامي علومو کې مخکښ او بنسټګر شول یا لږ تر لږه له نورو سره يې اوږه په اوږه حرکت وکړ او په ټولو برخو؛لکه،ادب،تفسیر،فقه،کلام، فلسفه، عرفان،نجوم،ریاضي،تاریخ او جغرافیا کې یې کتابونه وکښل او ستر عالمان یې روزلي دي او نړۍ ته یې ستر علمي آثار وړاندې کړي دي .که وینو،چې سمونپالي،زر کاله وروسته د شیعه مذهب په رسمیت منښته کوي؛دا ځکه چې شیعه رښتینی اسلامي مذهب دی او په هره برخه کې شیعي اثار ښيي،چې نور پرې سیاسي تورونه نشي تړل کېدای.

دا اثار د ایمان او ګروهې زېږنده دي او سیاست نشي کړای دا شان فقه،اخلاق،فلسفه،عرفان،تفسیر او حدیث رامنځ ته کړي . نن د شیعه رسمیت پېژندنه د امام صادق دهغه وخت د کار او عمل پایله ده.

موخه دا ده،چې امامانو په هر وخت کې د اسلام او مسلمانانو مصلحت په پام کې نیوه او داچې پېرونو،وختونو او د وخت او ځای غوښتنو بدلون کاوه؛نو که وغواړو که نه، هماغسې چلن یې کاوه،چې د اسلامي ګټو غوښتنه وه او په هر وخت کې یې ځانګړې مورچه او د جهاد نوې بڼه رامنځ ته کوله او دوی په پوره پوهې مورچې تشخیصولې .

دا اړپېچونه،نه یوازې رښتین نه دي؛بلکې هغو ته د زده کړې تر ټولو غوره درس دی،چې سم فکر او عقل ولري؛مورچه پوهي دي،چې وکړای شي د هر پېر او وخت غوښتنې درک کړي،چې د اسلام د ګټو غوښتنه څرنګه ده؛په یو وخت کې د امام حسین په شان یې خوځښت د تورې بڼه واخلي او په بل وخت کې؛ لکه د امام صادق د وخت په شان د زده کړې او د عمومي ښوونو د پراختیا او د اذهانو او فکرونو د مضبوطولو په بڼه وي او بل وخت بله بڼه ولري .


امام موسی بن جعفر[سمول]

د امام موسی بن جعفر زوکړه پر کال ۱۲۸س د امویانو په وروستیو کې او مړینه یې پر کال ۱۸۳س د عباسي خلیفه "هارون الرشید" په بند کې وه. د امام ټول عمر پینځه پنځوس کاله و،وروستى عمر یې په بند کې تېر کړ او په همدې زندان کې يې په زهر و شهيد کړ.

دا چې امام "موسی بن جعفر" په کلونو د یو ظالم په بند کې و؛نو حالت یې حضرت یوسف عليه السلام ته ورته دی او لکه څرنګه،چې په قرآن کې راغلي : وروسته تر دې ،چې حضرت یوسف (ع) د "مصر" د نامتو ښځو د غوښتنو تر دباو لاندې راغی او داچې ایمان یې خوندي او د تقوا جامه يې پاکه پاتې شي؛نو له خدایه یې د بند هیله وکړه.

((قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَ وَأَكُن مِنَ الْجَاهِلِينَ . َاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِن بَعْدِ مَا رَأَوُا الْآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى‏ حِينٍ -(يوسف/٣٣-٣٥) وويل :(( زما پالونكيه ! دوى،چې ما څه ته رابولي،له هغه خو راته زندان ډېر ښه دى او كه ته له ما د هغوى (ښځو) چلونه لرې نه كړې؛نو ورته به ورمات او له ناپوهانو به شم .)) ؛نو پالونكي يې دعا قبوله كړه او د هغو ښځو چلونه يې له هغه لرې كړل؛(ځكه) چې يوازې هغه په حقيقت کې اورېدونكى (او) پوه دى . او(په يوسف كې) د پاكۍ د نښو تر لېدو وروسته يې پرېکړه وکړه،چې د څه مودې لپاره يې بندي كړي .))

د ورونو کینې یې حضرت یوسف (ع) په څاه کې وغورځاوه،د مصري ښځو نه منونکيو غوښتنو زندان ته ولېږه او کلونه په زندان کې پاتې شو او په همدې زندان کې د نبوت مقام ته ورسېد او له زندانه نږه،پوخ او کامل راووت .

په پېغمبرانو کې حضرت یوسف (ع) دی،چې پر پلار د ګرانوالي له امله څاه ته وغورځول شو او د پاکۍ،تقوا او حق پېژندنې په جرم زندان ته واستول شو او په امامانو کې "موسی بن جعفر" دی،چې خلکو ته د پاملرنې او ورسره د مینې او په دې ګروهه،چې تر "هارون الرشید" غوره دی؛کلونه یې په زندان کې تېر کړل،په دې توپیر،چې حضرت یوسف (ع) یې له زندانه آزاد کړ؛خو هاروني خلافت په پای کې امام موسی بن جعفر په زندان کې په زهرو مسموم او شهید کړ.

هو! چې کله ځینې وویني،پر ځینو خدای پېرزوینې کړي او ورباندې لورېدلی؛نو سوځي او کړېږي .

که زندان ته تګ د بد کار او جنایت له کبله نه وي؛نو دا کار سړیو ته ښه ځای دی . که چا غلا،خیانت او وژنه کړې وي او عدالت په زندان کې اچولی وي؛نو دا شرم،پېغور او د سرټیټۍ لامل دی او دا کارونه پخپله ننګ او سرټیټي ده که څه هم زندان ته تګ پکې نه وي؛خو په یو وخت کې یو شخصیت د پرتم او شخصیت درلودو، د حق وینې او حق غوښتنې او د زورمټۍ-ظلم او استبداد پر وړاندې د درېدنې په جرم زندان ته ځي،چې دا د ویاړنې ځای دی .

هغوی چې د ذاتي ستریا او حق وینې له کبله زندان ته ځي؛نو هلته لاپسې سوتره او نږه کېږي او شرافت یې لا پسې ډېرېږي . دلته دي،چې ځینې ځان اړمن بولي،چې لیدنې ته یې ورشي او په دې کار وویاړي؛خو دا خپله هغوی ته له ورتګه مړه خوا دی .

دلته دوه مطلبونه دي : دا چې پر چا د حق وینې،حق غوښتنې او انساني او ملکوتي شخصیت له کبله کړاوونه او سختۍ راځي؛ نو دا نه یوازې شرم او پېغور نه دی؛بلکې ویاړ دی . دې مطلب ته بسیا دى،چې د نړۍ تاریخ ته کتنه وکړو. د نړۍ تاریخ له داسې پتمنو مېړنو او په دې لار کې د زنداني کېدو او کړاوونو ډک دی . دا شان کړاوونه نه یوازې خپله ددې مشرانو ویاړ دی؛بلکې د بشریت د ویاړنې سند هم دی . بل مطلب دا دی،چې دا شان سختۍ او کړاوونه د نفس بشپړتیا  او د انسان د وجود د ملغلرې نږه توب ته یوه وسیله ده او ددې پر عکس د نعمت پراخي، توخوني او نازولتوب هغه څه دي،چې روحیه کمزورې کوي او اخلاق ورستوي- فاسدوي . د توخونۍ او نازولتوب په کچه بل یو لامل هم په ژوند کې د بدمرغۍ او بېوسۍ هومره اغېزمن نه دي .

سختۍ او ستونزې،اروا او د انسان د وجود اوسپنه نږه او مظبوطوي . انسان بې له دې،چې د سختیو په ډنډ کې وغورځېږي او ورسره لاس و ګرېوان نشي؛نو وجود یې وده نه کوي . د مولانا جلال الدين بلخي په وینا: د غنم دانه تر خاورو لاندې کېږي،د خاورو په بند کې کېږي،په همدې زندان کې رازرغونېږي او د بشپړ پړاو پر لوري ځي،په پیل کې نري تېغونه وي؛خو څه موده وروسته د غنم د بوټي او وږي په شان ډېرې دانې ورکوي .تر خاورو لاندې کېدنه یې د تکامل سریزه ده.بیا همدا غنم د ژرندې تر پل لاندې نرم او وړه کېږي، بیا ډوډۍ کېږي او ډوډۍ بیا د انسان تر غاښو لاندې ژول کېږي او په بدن کې جذبېږي،چې په پای کې د خپل کمال شوني لوړو پړاونو ته رسي او د عقل او فهم په بڼه انځورېږي .

د تضاد او تصادم قانون[سمول]

په طبیعت کې د تضاد په نامه یو قانون دی . حکیمان وايي: که له تضاده،تصادمونه او تضاد لاس ته نه وای راغلی، د وجود فیض، د اقدس فیاض علی الاطلاق له ذاته، د دوام امکان نه درلود.

ځکه سمه ده،چې په هر ژوي کې د تکامل استعداد شته؛خو دا هم شته،چې هر ژوی په هر پړاو کې په داسې وسایلو سمبال دي،چې ورته ګټور دي؛لکه د مېوې له زڼې،چې پوښ راتاو وي،یا لکه د هګۍ سپین پوخ،چې د هګۍ زېړ او سپین یې پوښلي دي . دا پوټکي اړین او ګټور دي؛خو هغه زڼو ته،چې غواړي زڼي پاتې شي.کوم زڼى،چې غواړي د تکامل پر لار روان شي او غواړي بوټى او لکه د دنګې ونې په څېر شي یا هغه هګۍ،چې غواړي پر "چورګوټو" واوړي او بیا چرګ شي؛نو بې له دې بله چاره نشته،چې له خپل راتاو شوي پوخه راووځي او مات یې کړي او ځان ترې آزاد کړي . دا پوښونه او دېوالونه د تضادونو او تصادومونو د ټکر له کبله نړېږي،چې په طبیعت کې د بېلابېلو عواملو ترمنځ پېښېږي او له دې لارې او په دې وسیله،خنډونه له منځه ځي او د حق فیض دوام مومي . سختۍ او کړاوونه دي،چې اتلان زېږوي،نبوغ بښي، د ځواک هڅونې او ځواک ښوونې لامل ګرځي. سختۍ او کړاوونه دي،چې سترې نابغې او ستر خوځښتونه یې نړۍ ته ور وړاندې کړي دي .

حضرت زینب[سمول]

موږ په خپل دیني تاریخ کې ډېری مثالونه لرو.د اسلام له مېرمنو یوه یې حضرت رینب ده،چې د نړۍ ویاړ دی . تاریخ ښيي،چې د "کربلا" بې ساريو خونړیو پېښو او کړاوونو حضرت زینب تر پولادو کلکه کړه. هغه زینب،چې له مدینې راروانېږي،له هغه زینب سره یوه نه وه،چې له "شام" څخه مدینې ته راستنېږي . هغه زینب،چې له شام څخه راستنه شوه، وده یې کړې او نږه شوې وه.په کوم وخت کې یې،چې ورور امام حسین شهید شوی نه و؛زینب له هغه وخت سره توپیر لري،چې بندي کېږي .

مسلمانې عربې مېرمنې؛ ډاکتر "عایشه بنت الشاطي" د حضرت زینب په هکله "د کربلا اتله مېرمن" کتاب کښلی. د اتلولۍ دا ډېره برخه یې د کربلا د سختیو او کړاوونو زېږنده ده. د کربلا پېښې وې،چې د یزید په دربار کې په خطبو کې د زینب له خولې اور ورېده .


موسی بن جعفر[سمول]

امام موسی بن جعفر د حق وینې،ایمان او له خلکو سره د مینې په جرم زنداني شو. دا امام وايي : (( ځان د خدای له غضبه وساته او حق خبره بې پروا کوه،که څه هم ورکېدل دې پکې وي؛خو پوه شه،چې حق د ورکېدو لامل نه دى او ژغورونکی دی،باطل بېخي پرېږده،که څه هم بريا دې پکې وي او باطل هېڅکله ژغورنکى نه دى او بالاخره د ورکېدو لامل وي .))

"شیخ مفید" د امام موسی بن جعفر په هکله وايي : (( هغه د خپل وخت ډېر عابد،فقیه،بښاند او ستر انسان و؛خدای ته یې ډېره تضرع کوله او دا جمله یې ډیره ویله :"اللهم انی اسالک الراحه عند الموت،و العفو عند الحساب"، د نشتمنو يې ډېره پوښتنه کوله،د شپې یې په لوښي کې پيسې،وړه او کجورې ایښووې او د مدینې نشتمنو ته یې ورکول،حال دا چې نشتمن نه پوهېدل دا چا راوړي دي . په څېر يې بل کس د قرآن حافظ نه و.په خوږ غږ یې قرآن لوسته او قرآن یې چې لوسته؛نو د انسان زړه یې هېښنده خپه کاوه،اورېدونکي یې ژړول او د مدینې خلکو ورته د "زین المجتهدین" لقب ورکړی و.))

هارون پر کال ۱۷۹ س د حج په نیت له بغداده راووت،لومړی مدینې ته ورغى او هلته یې د امام د نیونې حکم وکړ، چې په دې کار د مدینې خلک خورا خپه شول او د شپې یې په یو سر پوښلي کجاوه کې بصرې ته ولېږه او هلته یې خپل ترورزي "عیسی بن جعفر" ته وسپاره،چې د بصرې واکمن و،امام موسی بن جعفر يې بندي کړ او بله ورځ یې د خلکو د پام غلطولو لپاره په بې پوښه کجاوه کې د کوفې په لوري ولېږه،چې خلک پرې ګومان وکړي امام کوفې ته بیايي،چې ډاډمن شي؛کوفې ته استول کېږي،چې د امام د مينوالو مرکز و او هلته به ورته کوم ګواښ نه وي . بلخوا که ځينو غوښتاى،چې د امام د حرکت مانع شي او له لارې يې وګرځوي؛نو پام به يې د کوفې لارې ته اړول شوى وي .

امام یو کال د بصرې په زندان کې و. هارون الرشيد،عیسی ته حکم وکړ،چې د موسی بن جعفر کار په زندان کې پای ته ورسوي؛خو هغه دې کار ته چمتو نشو،چې د امام په وینه تويېدو کې ګډون وکړي . عيسى ورته په ځواب کې وویل : ما په بند کې بې له عبادته ترې بل څه نه دي لیدلي،له عبادته نه ستړی کېږي،څه کسان مې وګومارل،چې دعاګانې یې واوري،چې ما او تا ته خو ښېراوې نه کوې؟ پوه شوم،چې بېخي دې څیزونو ته یې پام نه دی، له خدایه بې له بښنې بل څه نه غواړي . زه د داسې کس په وینه تويېدو کې ګډون نه کوم او نور یې په بند کې هم نشم ساتلای .

هارون حکم وکړ،چې امام له بصرې څخه بغداد ته راولي او د "فضل بن ربیع" زندان ته یې یووړ او هارون له فضل بن ربیع نه وغوښتل،چې امام ووژني؛خو ده هم ونه منله .
امام یې له زندانه راوایست او "فضل بن یحيی برمکي" ته یې وسپاره او ورسره يې زنداني کړ. فضل بن یحيی د خپل کور په یوه خونه کې امام زنداني کړ او حکم یې ورکړ،چې د امام  کړنې وڅارئ . ورته وویل شو: شپه و ورځ یوازې لمونځ،عبادت،دعا او تلاوت  کوي،د ورځې روژه وي او بې له عبادته بل څه ته پام نه کوي . فضل بن یحيی حکم وکړ،چې د امام درناوى دې وشي او هوساینې ته دې یې لارې چارې برابرې شي. جاسوسانو دا خبره هارون ته ورسوله . هارون،چې دا خبر واورېد؛نو له بغداد نه بهر په "رقه" کې و او فضل ته یې له نېوکې ډکې لیک ولېږه،چې امام ووژنه . فضل دې کار ته چمتو نشو. هارون له غوسې تک سور اخوتى و او د خپل خادم "مسرور" له لارې یې "سندي بن شاهک" او "عباس بن محمد" ته لیکونه واستول او مسرور ته یې ویلي ول،که موسی بن جعفر د فضل په کور کې هوسا وي؛نو د فضل د کوړې وهنې لارې چارې برابرې کړه.همدا کار وشو او فضل بن یحيی کوړې وخوړې . مسرور دا هر څه په یوه لیک کې هارون ته واستول .هارون حکم وکړ، چې موسی بن جعفر دې د فضل بن یحيی له کوره راوباسي او "سندي بن شاهک" ته دې يې وسپاري،چې نامسلمان سخت زړى و. هارون یو ورځ په رقه کې خلکو ته وویل،چې فضل مې حکم ونه مانه ما هم ورته ښـېراوې وکړې؛تاسې هم ورته ښېراوې وکړﺉ . دې بې اراده او بې شخصیته خلکو د هارون په خاطر فضل ته ښـېراوې وکړې. دا خبره د فضل پلار ته ورسېده او بې ځنډه یې ځان هارون ته ورساوه او د خپل زوی لخوا یې ترې بښنه وغوښته او هارون هم ومنله،چې په پای کې امام د سندي په زندان کې مسموم او شهید کړای شو.

== د امام پوښتنې ته د مامور راتګ == د سندي بن شاهک په بند کې یوه ورځ هارون خپل مامور امام ته راولېږه،چې د امام پر احوال ځان پوه کړي . په خپله سندي هم له مامور سره یو ځای زندان ته ننووت،چې مامور ورننوت؛نو امام وپوښت : څه کار لرې؟ ورته يې وویل : خلیفه رالېږلی یم،چې پوښتنه دې وکړم . امام وویل : زما لخوا ورته ووایه : (( دا هره سخته ورځ،چې راباندې تېرېږي؛نو پر تا هم د خوشحالۍ ورځې تېرېږي،چې داسې ورځ راورسي،چې دواړه یو ځای ته ورسوو،چې هلته به باطلپالي پخپلې زیانکارۍ باخبره وي .))

بیا په بند کې یوه ورځ فضل بن ربیع د هارون لخوا ورته پیغام وړي. فضل وايي :چې ورننوتم،ومې لیدل،چې لمونځ کوي،هیبت يې راته خنډ شو،چې ورسره کېنم؛ ودرېدم او په خپله توره مې ډډه وهله،لمونځ یې،چې پاى ته ورسېد اهمیت يې را نه کړ او پر لمانځه ودرېد او پرله پسې يې لمانځه ته دوام ورکړ او اهمیت يې نه راکاوه؛نو ما په خبرو پیل وکړ : خلیفه حکم کړی و،چې د امام په مخ کې به مې د امیر المؤمنین په نامه نه یادوې . هارون راته ویلي ول،چې ورته ووایه : ورور دې هارون سلام وايي او وايي :ستاسې لخوا موږ ته داسې څه رارسېدلي ول،چې د ناپوهېدنې لامل شو.اوس جوته شوه،چې ګناه نه لرئ؛خو غواړم تل مې په څنګ کې اوسې او مدینې ته ولاړ نشې . اوس،چې له موږ سره اوسېږﺉ؛هیلمن يم هر ډول خوړو ته چې مو زړه کېږي،راته حکم وکړﺉ، چې فضل مو په چوپړ کې دی . امام ،فضل په دوو کلمو وځواباوه: ((لیس لی مال فینفعنی،وما خلقت سؤولا)) له خپله ماله مې دلته څه شته،چې ګټنه ترې وکړم او خدای زه د غوښتنې او هیلې والا هم نه یم پیدا کړی،چې له تاسې څه وغواړم او هیله ولرم .

دا کلمې د امام بې ساری عزت نفس او استغناء راښيي او ویې زبادول ، چې بند نشي کړای،امام خوار او ذلیل کړي . تر دې ویلو وروسته یې بیا په عبادت پیل وکړ. اللهم صلى على موسى بن جعفر .....

سختۍ او کړاوونه[سمول]

سختۍ ،د خدای پېرزوینې[سمول]

د قرآن په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ سختۍ او کړاوونه الهي ډالۍ ده. د ساري په ډول : په حدیث کې راغلي : (( خدای په سختۍ او کړاو مؤمن بنده نازوي او یادوي یې؛لکه څرنګه چې پر سفر وتلي سړى د ډالۍ په رالېږلو خپله کورنۍ یادوي .))

په بل حدیث (کافي٢/٢٥٣) کې راغلي : (( د خدای،چې کوم بنده خوښ شي؛نو په سختیو کې يې ډبوي .))

روايت دى : (( رسول اکرم د هغه خواړه نه خوړل،چې سختي او کړاو به پرې نه و راغلى او دا چار رسول اکرم له خدایه د هغه د لري والي نښه ګڼله .))
دا پوښتنه ذهن ته راځي،چې څرنګه د خدای د پېرزوینې،مینې او خوښۍ غوښتنه دا ده،چې هغه له سختیو او کړاوونو سره مخوي؟
د مینې لازمه د خوشحالۍ او هوساینې برابرول دي؛نه دا چې سختي او کړاو ورته برابر شي . بیا یو بل ډول تعبیر په قرآن او سنتو کې شته، چې بله پوښتنه رامنځ ته کوي او د ازمېښت تعبیر دی . خدای،بندګان په سختیو او کړاوونو ازمېيي؛نو ددې مانا څه ده؟خو خدای د خلکو له باطنه ناخبره دی،چې غواړي په ازمېښت پر څه پوه شي؟ دا خو په قرآن کې هم راغلي چې هر خوځښته او په هستۍ کې له هر کوچني یا ستر چار خبر وي؛ نو ازمېښت؛يعنې څه ؟

د سختیو له کبله بیا رغاونه[سمول]

ددې پوښتنو ځواب هله معلومېږي،چې د انسان په وجود کې دسختیو،کړاوونو او بلاګانو فلسفه او اغېز معلوم شي او دا هم جوت شي، چې انسان د خلقت د ناموس له مخې،د کړاوونو او سختیو او له پېښو سره د لاس و ګرېوانېدو له لارې کمالاتو ته رسېداى شي .

هر څوک رښتینې پوښل شوې مرغلره لري، چې په سختیو اوکړاوونو کې راښکاره کېداى شي؛لکه تر خاورو لاندې پروت کان . د سختیو اغېز یوازې دا دی،څه چې تر خاورو لاندې دي،راښکاره يې کړي .

سختۍ او کړاوونه د بشپړونې،اوختونې او بدلونې اغېز لري . کیمیا ته وګورﺉ،یو فلز پر بل فلز اړوي،دا یو جوړونکی چار دی،له یوه موجوده بل موجود جوړوي،له کمزوري،مضبوط،له ټیټه،لوړ او له خامه،پوښ جوړوي؛د چاڼ ځانګړنه لري،زنګونه لرې کوي،د هڅونې ځانګړنه لري، هوښیارتیا او حساسیت رامنځ ته کوي،ناغېړي او کمزوري له منځه وړي؛نو دا شان چارې دې غوسه او قهر و نه شمېرل شي، د قهر په بڼه پېرزوینه ده، د شر په بڼه خیر دی، د کینې او عذاب په بڼه نعمت دی . وړ عناصر له قهرجنو پېرزوینو ډېره ګټنه کوي . دا شان وګړي نه یوازې له شته کړاوونو ګټنه کوي؛بلکې د کړاوونو هر کلي ته ورځي او ځان ته کړاوونه پنځوي .

الهي ازمېښت[سمول]

راځو دویمې پوښتنې ته ،چې ازمېښت څه مانا لري؟ په یو وخت کې یو څیز ازمېيي،چې مجهول راڅرګند کړي . دې کار ته یو څیز د تلې او کچې په توګه کاروي،د ساري په ډول : په تله کې تيږه ږدي،چې پوه شي رښتینی وزن یې څومره دی . تله یوازې د تللو وسیله ده،یوازېنى اغېز یې دا دى،چې د جسم واقعي وزن معلوم کړي . خپله تله د جسم په کموالي او ډېروالي کې اغېز نه لري .نور تلل او مقیاسونه هم داسې دي .

د "ترمامیتر" اغېز دا دی،چې د هوا د تودخې درجه یا د انسان د تودوخې درجه معلوموي . د متر اغېز دا دی،چې  د اوږدولي څومره والی معلوموي . د منطق علم،چې د تلې د علم په نامه یادېږي؛اغېز یې دادی،چې د استدلالونو بڼه تلي او احیاناً که د استدلال په بڼه کې خرابوالی پېښ شوی وي؛نو سولیز – منطقي قواعد يې ټاکي .

که د ازمېینې مانا یوازې،مجهول موندنې ته د تلې او مقیاس کارول وي؛نو ښکاره ده،چې دا کار د خدای په هکله سم نه دی. ازمېینه بله مانا هم لري او هغه له قوې څخه فعل ته راوستل او بشپړتیا ده . خدای،چې په کړاوونو او سختیو ازموېینه کوي،په دې مانا ده،چې له دې لارې هر څوک وړ کمال ته رسوي . د سختیو او کړاوونو فلسفه یوازې د وزن، درجې او څومره والي ټاکل نه دي،د وزن زیاتوالی،د درجې لوړوالی او د څومره والي- کمیت زیاتول دي . خدای دې ته ازمېینه نه کوي،چې د چا واقعي وزن،بريد او مانیزه درجه معلومه کړي،دې ته یې کوي؛یعنې له سختیو او کړاوونو سره یې ځکه مخوي،چې د هغه بنده په واقعي وزن،مانیزه درجه او د شخصیت په بريد کې زیاتوالی راشي. خدای دې ته ازمېینه نه کوي،چې واقعي جنتي او دوزخي معلوم شي؛ځکه ازمېینه کوي او سختۍ او کړاوونه رامنځ ته کوي،چې که څوک غواړي جنت ته ولاړ شي،په همدې سختیو او کړاوونو کې دې ځان د جنت وړ کړي او څوک چې وړ نه وي؛پر خپل ځاى دې پاتې شي.

حضرت علي (ک) د بصرې والي؛ "عثمان بن حنیف" ته لیکي او ورته نصیحت کوي،چې د نعمتونو په شاوخوا کې مه ګرځه او له خپلې دندې دې غفلت مه کوه. حضرت علي ورته د خپل ساده ژوند او له نعمت او تجمله لری والى يادوي،چې څرنګه په روټه قناعت کوي او ځان یې له هر راز ناولتوبه لرې ساتلى دی . حضرت علي زیاتوي : (( ښايي ځینې فکر وکړي،چې علي په دې خوړو څرنګه د زورو مخې ته درېږي او پرې برلاسېږي ؟)) قاعدتاً داسې ژوند خو به یې کمزوې کړي . په ځواب کې خپله حضرت علي وايي : ((دوی تېروتي،سخت ژوند،ځواک نه راکموي؛بلکې نعمت او توخوني- نازولتوب دی،چې د ځواک د کموالي لامل ګرځي . پوه شئ! د بېديا د ونو لرګى ډېر کلک وي او د لښتو د ونو پوټکى خورا نازک وي . د بېديا ونې په باران خړوبېږي او لرګي يې ښه اور کوي .))

هغو چې د روزګار تودې سړې او سختې لیدلي ؛نو ځواک یې له نازولو ډېر وي .کوم ځواک،چې له دننه او باطنه راوخوټېږي او کوم،چې له بهر مرسته اخلي؛نو ترمنځ يې توپیر دی . عمده- غټه داده،چې د بشر بې حده باطني قوې راښکاره شي . حضرت علي (ک) وايي : داسې مه وايئ،چې : "خدايه ! له فتنو او کړاوونو درته پناه دروړم"؛ځکه داسې څوک نشته،چې په کړاوونو به اخته نشي؛بلکې ووايئ : " خدايه له بې لارې کوونکې فتنې درته پناه دروړم."

نازولتوب[سمول]

څومره چې له سختیو او کړاوونو سره مخېدنه د بشپړوونکې،ځلا ورکوونکې او لکه د کیمیا په څېر اغېز لري؛نو ترې ډډه کول،پرعکس اغېز لري .
نوځکه پوهانو ویلي : د ماشومانو په هکله،چې سترې دښمنۍ کېږي؛ د ناپوهه موروپلار مینه ده؛یعنې بې حسابه نازولتوب،خپل اولاد نه پرېږدي،چې له سختیو سره مخ شي او نازولى کوي یې. دا څيزونه ماشوم بدمرغوي او د ژوند په ډګر کې یې لوڅ لپړوي . داسې کار ورسره کوي،چې کوچنۍ ناخواله یې له پښو غورځوي او کوچنی وضعي بدلون یې د ورکېدو لامل ګرځي . داسې يې روزلى،چې په ټول عمر کې یې ان اوبو ته نه دی پرېښې،لامبو یې نه زده او چې ناڅاپي له سیند سره مخېږي،چې باید لامبو پکې ووهي . د چا چې لامبو نه وي زده،که په لومړي ځل په اوبو کې وغورځېږي؛نو ډوبېږي . لامبو داسې څه نه دي، چې په کتاب،لوست او د خونې په ګوټ کې پروت به يې ولولې او زده به یې کړې؛بلکې هنر دی،عملي فن دی،باید اوبو ته ورګډ شې، ډوبې غوپې ووهې او بايد په عمل او هڅه یې زده کړې . 

په یو حدیث کې راغلي : (( ان الله اذا احب عبدا غته بالبلاء غتا)). "غت" غوپې ته وايي؛یعنې د خدای،چې څوک خوښ شي؛نو په سختیو کې یې دننه کوي او د کړاو ډنډ ته یې غورځوي . ولې؟ ځکه چې له سختیو څخه د بهر وتنې لار او د کړاوونو په سیند کې لامبو زده کړي . بې له دې بله لار نشته . دا د خدای پېرزوینه او مینه ده،چې بنده له ستونزو سره مخوي،د کړاوونو په سیند کې ورته د لامبو د زده کړې او ترې د روغ رمټ راوتنې وسیله برابروي؛نو په غوڅه دا د مینې او پېرزوینې نښه ده .

د ځینو مرغیو په هکله لیکي،چې کله یې بچي وزرې وکړي،دا چې الوتنه ورزده کړي؛له ځان سره یې پورته الوزوي او چې ښه پورته وختل؛ بیا خپل بچى خوشې کوي،بچى څه موده الوتنه کوي،نور چې ستړی او پر ځمکه غورځېږي؛نو مور یې راځي او له وزره نیسي،څه شېبه وروسته بیا يې خوشې کوي،دا بچى بیا هڅه کوي،چې پوره ستړی شي مور یې یو ځل بیا نیسي او پخپلو وزورو یې کېنوي،دا عمل څو ځل کوي،چې بچى یې په عمل کې الوتنه زده کړي .

دا طبیعي فطري آر دى،چې بايد د انسان د بچي په روزنه کې هم وکارول شي، ماشوم دې له هماغه پیله له کار،زیار،سختۍ او کړاو سره بلد وي؛ خو اشرف مخلوقات غالباً ددې پر خلاف عمل کوي،شتمن پوړ دا انګېري،چې کار یوازې د نشتمنۍ لپاره دی؛نو له کار او زیاره ډډه کوي او خپل ماشوم کمزوروي .

"ژان ژاک روسو" د "امیل" په کتاب کې د داشان روزنو په هکله وايي : ((که خلک د عمر تر پایه په زيږېدلي هېواد کې پاتې شوي وای،که ټول کال یو فصل وای،که وګړیو نشو کړای،چې خپل برخلیک بدل کړي؛نو دا ډول روزنې له ځینو اړخونو ښې وې؛خو که د بشر د حالت زغرده بدلونو ته وګورو،منښته-اعتراف دې وکړو،چې له دې به بل بې مانا او ناسمه طریقه نه وي،چې د ماشوم روزنه په دې فرض وکړو،چې کله دې هم له خونې  بهر نشي او ګردچاپېره ترې نوکران وګرځي او که دا بدمرغه یو قدم پر ځمکه کېږدي؛نو نشت به شي . که جسم په سوکالۍ کې وي؛ نو روح ورستېږي . څوک چې درد او کړاو نه پېژني،نه د لورنې خوند پېژني او نه  د زړه سوي خوږلنى . د داسې کس زړه به له څه هم اغېزمن نشي؛نو له دې امله به د معاشرت وړ نه وي او لکه د يو دیو به په انسانانو کې اوسېږي .))

د سختو دندو فلسفه[سمول]

پرله پسې عبادتونه،چې په اسلام کې پرې حکم شوې،یو ډول روحي ادمان دی،د سختیو یو ډول زغم دی . ځینې عبادتونه په رښتیا هم سخت دي . جهاد یو له دې ځنې دی او څرګنده ده،چې له اسرهت او نازولتوب سره اړخ نه لګوي . آنحضرت(ص) وايي : ((چا چې د دین عسکري نه وي کړي،یا پخپل زړه کې ددې کار هيله ونه لري؛نو د نفاق په يو ډول به ومري .)) وګ : ( سنن نسايي ۸/۶ )

ځینې دوړې یوازې جهاد او دا شان تصادمونه یې له منځه وړای شي. ځینې ستر اخلاق بې د جګړې له ډګره په بل ځای کې نه رامنځ ته کېږي . باتوري او زړورتیا د کتاب په لوست او ګوښه کېدنې کې نه راپیدا کېږي .

حج بل عبادت دی،چې سختي او کړاو پکې دی او هر وسمن ته پکار دي،چې لږ تر لږه په عمر کې یو ځل دا ټولنیز او عبادي دنده ترسره کړي . حضرت علي ( نهج البلاغه/١٩ خطبه) د کعبې په هکله وايي:(( خدای هغه کور،چې خلک یې تر شاوخوا باید طواف وکړي؛د ځمکې په هغه برخه کې جوړه کړه،چې تر ټولو ناهمواره ده،که یې غوښتل؛نو د نړۍ په داسې ځای کې یې جوړولای شوه،چې له مېوو ډک شنه باغونه پکې ول؛خو هغه وخت به بیا دا ازمېښت او زغم نه و او خلک به ساتېرۍ ته راټولېدل او سپېڅلې موخه به نه ترلاسه کېده،خدای تل خپل بندګان له بېلابېلو کړختونو سره مخوي او راز راز هڅې او مجاهدتونه یې مخې ته ږدي .د اسرهت د طبع پر خلاف ډول ډول سختۍ یې ورته مخې ته ږدي،چې لويي یې له زړه ووځي،چې روږد شي او لويي له ځانه وباسي او د خدای له عبادت سره عادت شي او دا یو ډول وسیله ده،چې د خدای د لورنې او پېرزوینې ورونه ورته پرانستل شي .))

عسر او حرج[سمول]

ممکن څوک ووايي،چې د پورته خبرو په پامنیوي،دا چې وايي: په اسلام کې سختي نشته؛نو ددې په هکله څه وایئ؟

دا دوه مطلبونه دي، دا سمه ده،چې د اسلام مقررات د سختۍ پر بنسټ نه دي،د "حرج" پر بنسټ نه دي ."ما جعل علیکم  فی الدین من حرج"؛نو داسې نه دي،چې ورباندې عمل کول به د بشر مزاحمت وکړي او پښې یې وروتړي؛خو دا ددې دلیل نه دی،چې اسلام د خپل روزنې بنسټ پر نازولتوب ایښی دی . نازولتوب یو مطلب دی او د اسلامي قوانینو "نه مزاحمت" او "نه سختي" بل مطلب دی . 

د ايمان ګټې او اغېزې[سمول]

د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې لوري ته راکاږي؟په بله وينا : د ديني حس اصلي ريښه او سټه څه ده؟ بل اړخ يې د ايمان اغېزې او ګټې دي. == پانګه يا پېټى ؟ ==

د ديني ګروهې او ايمان پر اغېز مو ويينه ده . شونې ده،چې څوک واقعاً مؤمن او ګروهمن وي او شونې ده،چې بې ايمانه او بې دينه وي. خبره په دې کې ده،چې آيا ايمان او ديني ګروهه د بشر لپاره يوه پانګه ده،چې که لاسه يې ورکړه؛نو د ژوند يوه پانګه يې له لاسه ورکړې ده. يا داچې يو قيد او پېټى دى که له لاسه يې ورکړ؛نو په ژوند کې يې څه نه دي بايللي؛بلکې يو پېټى يې له اوږو سپک شوى دى؟

"تولستوى" زموږ د پېړۍ مشهور انديال-متفکر دى،وايي: ((ايمان هغه څه دي،چې بشر ورسره ژوند کوي.))؛مراد يې دادى،چې ايمان د ژوند خورا غوره شتمني او پانګه ده؛که له لاسه يې ورکړه؛نو د ژوند خورا غوره پانګه به يې له لاسه ورکړې وي .

ډېر څيزونه د ژوند پانګه شمېرل کېږي. روغتيا،امنيت، شتمني، پوهه، ټولنيز عدالت،نېک اولاد،نېکه مېرمن،نېک مېړه،پتمن ملګري،ښه روزنه او روحي روغتيا هر يوه د ژوند پانګه شمېرل کېږي او که په دوى کې يو هم نه وي؛نو د انسان په کمال او نېکمرغۍ کې نيمګړتيا رامنځ ته کېږي او د ژوند يوه پانګه به يې له لاسه ورکړې وي . ايمان هم يوه پانګه؛بلکې خورا اوچته پانګه ده،چې په دې هکله قرآن کريم وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ . تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (صف/١١،١٠) = مؤمنانو! ايا تاسې ته داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟! پر خداى او استازي يې ايمان راوړئ او د خداى په لار كې پخپلو مالونو او ځانو جهاد وكړئ ،كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.))

لکه څنګه چې مو وليدل،قرآن کريم پر خداى او استازي يې ايمان د تجارت او پانګې په نامه ياد کړى دى .

دا مطلب بايد په سريزه کې وويل شي،چې انسان په مطلقه توګه محسوسات او ماديات تر مانيزو چارو مخکې پېژني.راز يې هم څرګند دى.د بېلګې په توګه : شتمني د ژوند يوه پانګه ده؛هر څوک يې ژر پېژني او په ارزښت يې پوهېږي؛بلکې احياناً تر لازم مقدار ورته پر ډېر ارزښت قايل وي؛ډېر حرص او تمه پيدا کوي او په پايله کې هم ځان او هم ټولنې سر خوږى شي. بلخوا ښه خوى هم بله پانګه ده،چې د کمال او نېکمرغۍ د پرمختګ لامل دى او تر شتمنۍ يې د ارزښت درجه لوړه ده؛خو بشر يې ناوخته پر ازرښت پوهېږي. انسان يا بايد په خپله دومره هوښيار او ځيرک وي او يا بايد ورته ښوونه شوې وي او د ‌ښوونکي او مشرانو له خولې يې اورېدلي وي،چې د ښه خويونو پر ارزښت پوه شي؛لکه چې حضرت علي (بحارالانوار٧١/٣٩٦) وايي : (( ښه خوى خورا غوره ملګرى دى.)) او بيا وايي : ((داسې پر خلکو ګران ول،چې بدو خويونو يې خوار او ذليل کړل او داسې ذليل او خورا هم ول،چې ښه خويونو يې پر خلکو ګران کړل.)) ايمان هم همداسې دى.داسې کسان شته،چې له دې ستر الهي نعمته برخمن دي او تر سيوري لاندې يې په خوشحالۍ ژوند تېروي او د بدن او اروا روغتيا يې د همدې ايمان له کبله ده؛خو په خپله يې ورته پام نه وي او داسې کسان هم شته،چې ژوند يې له غمونو، خپګانو او وېرنو ډک وي،جسمي او اروايي روغتيا يې له لاسه ورکړې وي او ډېر ژر زاړه شي؛خو په خپله نه پوهېږي؛خو علت يې دادى،چې د ژوند ستره پانګه يې له لاسه ورکړې ده.

د اخلاقو ملاتړ[سمول]

د ايمان لومړى اغېز دادى،چې د اخلاقو ملاتړ دى؛يعنې اخلاق_چې په خپله د ژوند ستره پانګه ده_ بې له ايمانه سم بنسټ او سټه نه لري. د ټولو اخلاقي اصولو،منطق او د مانيزو چارو سرلړ او بنسټ پر خداى ايمان دى. کرامت، شرافت، تقوا، حياء، امانت، رښتينولي، سرښندنه، احسان، سوله،د خداى له مخلوقاتو سره سم چلن،له عدالت او د بشر له حقوقو لاروي او بالاخره ټولې هغه چارې،چې بشري فضليت نومېږي او ټول وګړي او ملتونه ورته په درنه سترګه ګوري،پر خداى له ايمانه راولاړېږي؛ځکه ټول يې د منفعت نمانځنې له آر سره منافات لري او پر هر يو د التزام لپاره مادي بې برخېتوب ته اړتيا ده. انسان بايد يو دليل ولري،چې يو محروميت ته غاړه کېږدي؛نو هله بې برخېتوب محروميت نه ګڼي او دا اړخ يې هله لاس ته راځي،چې پر مانيز ارزښت يې پوه شوى او خوند يې څکلى وي.د ټولو مانيزو افکارو بنسټ پر خداى ايمان دى.

پر عادل حکيم څښتن د ايمان لږ تر لږه اغېز دادى،چې يو عادي مؤمن ډاډمنوي،چې ښېګڼه او ښه کارونه يې د خداى په نزد له منځه نه ځي . ((إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِين(توبه/١١٩) = خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي .)) دا ډول هر بې برخېتوب يو ډول بيا لاس ته راوړنه ده.

بشر واقعاً دوې لارې لري : يا بايد ځانمنى او منعفت نمانځى وي او هېڅ بې برخېتوب ته تسليم نشي او يا بايد خداى نمانځى وي او د اخلاقو په نامه بې برخېتوبونه وزغمي او محروميت يې و نه شمېري او يا لږ تر لږه جبران شوى يې وګڼي. انسانيت،بښنه او احسان که د الهي تقوا او د خداى د رضا د غوښتنې پر بنسټ نه وي؛نو خطرناک پاڼ به وي:


((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (توبه/١٠٩)= او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يو ځاى په جهنم كې وغورځېږي ؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي .))

((مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ(عنکبوت/٤١)= هغوى چې بې له الله پالندويان نيولي دي،مثال يې د غڼې غوندې دى، چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته كور جوړوي او په حقيقت كې-كه پوهېدل-؛ نو ترټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.)) دا آيت وايي،چې "غيرالله" د عمل نه اډانه کېږي او که اډانه هم شو؛نو سست او بې بنسټه به وي .

پر خداى ايمان د ټولو مانيزو چارو او اخلاقي او مانيزو فضايلو سر لړ دى. بې له خداى پوهنې، معنويات د بې ملاتړه چاپ شويو پيسو مثال لري؛يعنې اعتبار نه لري او يوازې تش کاغذ وي .

((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء . تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (ابراهيم/٢٥،٢٤)= ايا نه ګورې چې خداى څنګه مثال ښوولى دى ؟ " كلمه طيبه " (او سپيڅلې وينا) د پاكې ( او ښه ذاتي ) ونې غوندې ده، چې بېخ يې په ځمكه كې ښخ وي او څانګى يې په اسمان كې وي ؛ چې پر هر(ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي او خداى دا مثالونه؛ ځكه بيانوي چې خلك ترې پند واخلي .))

دا مثال ددې لپاره دى،چې که د انسانيت ونه واقعاً غواړي،چې مېوه ولري؛نو بايد ايماني او توحيدي ريښه ولري.

بيا بل مثال وايي : ((وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ (ابراهيم/٢٦)=(همداراز) "خبيثه كلمه "(او ناولې خبره) د ناولې ونې په څېرده،چې له ځمكې را ټوکېدلې وي او ټينګه نه وي .))

بيا وايي: ((يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء (ابراهيم/٢٧)= خداى مؤمنانو ته په دنيا او اخرت كې د هغوى د ثابتو ويناوو او عقيدو له مخې ثبات ور پر برخه كوي او ظالمان بې لارې كوي (او خپل لطف ترې اخلي) او خداى چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي)، ترسره كوي يې .)) بيا وايي:

((أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ . فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ . وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ(ماعون/٣-١) = ايا هغه دې وليده، چې د جزا (ورځ) دروغ ګڼي؟! نو دا هغه دى،چې يتيم رټي او مسكينانو ته د خوړو وركولو لپاره ( د نورو) هڅونه نه کوي.))

غواړي ووايي: هغه چې دين او ټولو فضايلو ته يې شا کړې ده،هغه چې ديني او ايماني عاطفه _چې د انسانيت او منطق بنسټ دى_ له لاسه ورکړې ده؛انسانيت او انساني عواطف يې له لاسه ورکړي دي .

مانيزې چارې يو ډول مادي محروميتونه غواړي او څو د يو سم بنسټ خبره نه وي؛بشر بې ځايه محروميتونه نه زغمي. د مادي افکارو طبيعي پايله مادي اخلاق؛يعنې د ځانمنۍ او منفعت نمانځنې پر بنسټ اخلاق دي.

دا چې وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا(نساء/١٣٥)=مؤمنانو!په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم (دا ګواهي ) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي، يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات د هغه خير غوښتونكى د‌ى، چې ملاتړ يې وكړي؛نو ځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ،چې له حقه كاږه شئ او كه (حق) مو واړاوه يا له حق ويلو مو ډډه وکړه؛نو بېشكه څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى .))

يا دا چې:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (مائده/٨)= مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او “عدل” ګواهي وركړئ،له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت و نه کړئ؛عدالت وكړئ،چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى.))

دا هغه فرمانونه دي،چې يوازې دين يې د ورکولو صلاحيت لري او د دين له لوري هم منل شوي او عمل پرې شوى دى.

نو څرګنده شوه،چې اخلاق،ټولنيز عدالت،ټولنيز امنيت او انسانيت پانګې دي،چې لاس ته راوړل او ساتل يې د ايمان په نامه بله پانګه غواړي.

حضرت علي (کافي١/٢٧) وايي : (( که څوک د ښېګڼو له ځانګړنو يوه هم ولري؛نو دا ورته بسيا ده،چې نورې ځانګړنې يې وبښو او وزغمو؛خو دوه څيزونه يې د بښلو او زغملو وړ نه دي: بې عقلي او بې ايماني.هلته،چې دين او ايمان نه وي،امنيت هم نه وي. پر بې ايمانه انسان هېڅ ډاډ مه کوئ.چېرته چې امنيت او ډاډ نه وي؛هلته ژوند تريخ وي؛تل وېره،وارخطايي او خپګان وي؛انسان تل بايد ځان وڅاري،چې خپل ملګرى ورسره خيانت و نه کړي؛خو هلته چې عقل نه وي؛ژوند هم نه وي . بې عقله په مړيو کې وشمېرئ.))

په ټوليزه توګه موږ په اخلاقي ځانګړنو کې دومره تقوا،امانت او حيا غواړو،چې په خورا پټو ځايو کې هم د بشر ساتونکى وي. تر لاس لانديو سره په عدالت چلن ان د ځواک پر مهال،د زور مټۍ پر وړاندې مړانه او پت ،استقامت او زغم،پر پرديو نه ډاډ او پر ځان ډاډ،مينه او محبت غواړو او دا ټول يوازې د ايمان تر سيوري لاندې پيدا کېږي او يا داچې بشپړ او سرلوړى وګړى يوازې د ايمان په رڼا کې ليدل کېږي.

جسمي او اروايي روغتيا[سمول]

د ايمان بل اغېز د جسم او اروا روغتيا ده . حضرت علي (نهج البلاغه/١٩٦ خطبه) د تقوا په هکله وايي: (( تقوا د جسمي او اروايي رنځونو درمل ده.))

البته څرګنده ده،چې ايمان ګولۍ،کپسول او شربت نه دى او پر جسم او اروا يې انسان پر اغېز هله پوهېږي،چې پوه شي ايمانوال انسان ډاډمنه اروا،ارام ماغزه از روغ زړه لري؛تل په فکر کې نه وي،چې څه به خوري او له کومه به يې کوي؛که نور کوم مقام يا نعمت ته ورسېدل؛نو د کينې په لمبو کې نه سوځي او د حرص او کنجوسۍ ځانګړنې نه لري. د اعصابو ناارامي يې د معدې په زخمونو او رنځونو نه اخته کوي،په شهوت کې ډېروالى- افراط يې نه کمزروى کوي او اوږد عمر لري.

له چاپېريال سره اړخ لګول[سمول]

د ايمان بله اغېزه د وګړي او ټولنې ترمنځ تعادل او همغږي رامنځ ته کول دي . په بيولوژي کې د ژونديو ژويو لپاره يو آر دى،چې بايد چاپېريال او د چاپېريال شرايط د ژوي له وجود سره سازګار وي او که داسې نه وي؛نو ژوند نشي کولاى او هله ژوند کړاى شي،چې په ځان کې د چاپېريال د شرايطو له مخې بدلون راولي او که داسې بدلون يې په ځان کې را نه وړ؛نو ورک به شي؛ځکه هغه "جز" دى او چاپېريال او شرايط يې "کل" دى؛هغه محاط او هغوى محيط دى او "جز" د "کل" او "محاط" د "محيط" تابع وي. انسان هم همداسې دى.

انسان پر طبيعي چاپېريال سربېره، ټولنيز چاپېريال هم لري او بايد له دې چاپېريال سره هم تطابق وکړي.ټولنيز عوامل دا دي: نور وګړي له خپلو ځانګړنو سره او څه کړنې،چې کوي، پر ټولنه واکمن قوانين او دودونه. په ټولنيز چاپېريال کې د انسان د ځانګړي ژوند شرايط دادي : لېوالتياوې،هيلې او اړتياوې يې دي.دا دواړه بايد يو له بل سره اړخ ولګوي.څه انعطاف د ټولنې پکار دى او څه له وګړي.د ټولنې انعطاف او انطباق په دې کې دى،چې عادله او د وګړي د ګټو ساتونکې وي او د ټولنې د مصلحت پر چورليد وي؛نه د وګړي د ګټو پر چورليد.د وګړي انعطاف او انطباق په دې کې دى،چې د ټولنې ګټو ته پر خپلو ګټو لومړيت ورکړي .
په لومړۍ مرحله کې د ټولنې او وګړي ترمنځ هېڅ ډول انطباق نه وي؛ځکه ټولنه،چې له بېلابېلو وګړيو جوړه شوې او هر وګړى خپله رايه،ګروهه او لېوالتيا لري،چې د بل وګړي له ګروهې او لېوالتيا سره توپير لري او ترمنځ يې تضاد او ناسازګاري ده.بايد دواړه لوري انعطاف وښيي،چې انطباق رامنځ ته شي.انعطاف په دې کې دى،چې ټولنه د ټولنې د ګټو پر چورليد وي او وګړى د ټولنې موخو او ګټو ته پر خپلو موخو او ګټو لومړيت ورکړي. دين د دې تطابق اصلي لامل دى؛ځکه دين دى،چې ټولنې ته عدالت او وګړي ته خوښي،تسليم او قناعت ورکوي .

د خوښۍ او تسليم مفهوم[سمول]

خوښي دوه ډوله ده: يوه مطلوبه خوښي ده او هغه داچې وګړى،چې په خپله برخه خوښ وي؛ځکه هر څوک خپله ټاکلې برخه لري او څوک بايد فکر و نه کړي او ووايي،چې "ميم زرما ټوله زما" او بايد په خپله برخه خوښ وي. بل ډول پر يرغل او زورمټۍ _ظلم خوښي ښوول دي؛نو دلته د ظلم پر وړاندې سرغړونه او ناخوښي ښوول يو ډول کمال دى او د دين له نظره پر داسې چارو خوښي نه يوازې ښه نه ده؛بلکې ګناه هم ده.

پر نفس برلاسي[سمول]

د ايمان بله ځانګړنه پر نفس بشپړه برلاسي ده او بايد و نه انګېرو،چې پر نفس برلاسي يو ديني مفهوم دى او که دين نه و؛نو پر نفس به برلاسي هم نه وه.دا باطله انګېرنه ده.پر نفس برلاسي؛لکه د اخلاقي مفاهيمو په څېر (زغم او عدالت) دين نه ده راوړې؛بلکې دين ددې چارو غوره پلي کول تضمينوي.

انسان درې دښمنان لري او په درې ټلوالو کې مبارزه کوي: د طبيعت ټلواله .د نورو وګړيو ټلواله او د انسان دنننۍ او نفساني ټلواله . پر لومړۍ ټلوالې څه نا څه برلاسه شوى دى که څه هم لا تر اوسه د طبيعي ناورينو؛لکه زلزلې او ځينو ناروغيو؛لکه سرطان له درملنې بېوسه دى. له نورو وګړيو سره مبارزه هم روانه ده او تر ټولو اوچته مبارزه له نفس سره مبارزه ده او هر څوک په خپل دنننه کې ربړه لري.

د رسول اکرم مشهور حديث (کافي٥/١٢): "پر هغه قوم دې خوښي وي، چې کوچنى جهاد يې وکړ؛خو ستر جهاد ور ترغاړې دى." ددې حقيقت ښوونکى دى او يوازې دين او ايمان انسان پر خپل طبيعت او نفس برلاسواى شي.مولانا بلخي ددې حديث په شرح کې کښلي دي :

کشتن اين،کار عقـل و هوش نيست

شيـــر باطـــــن سخـــرۀ خرگوش نيس

شيخ سعدي وايي: له يوه مشره مې ددې حديث (محجة البيضاء٥/٦) :" تر ګردو دښمنانو دې خوراخطرناک خپل نفس دى،چې د دواړو خواوو ترمنځ دې پروت دى." په اړه وپوښتل. راته يې وويل : له هر چا سره،چې احسان وکړې؛دوستېږي؛خو له نفس سره دې،چې هر څه وکړې،په مخالفت لاس پورې کوي .

فرشته خوى شود آدمى به کم خوردن؛

اگر خورد چو بهائم بيفتد او چو جماد

مراد هر که بر آري مطيع تو گشت

خلاف نفس که فرمان دهد چو يافت مراد

پوهه او مهارت[سمول]

سمه ده،چې ايمان تر ټولو ستره پانګه ده؛خو د نورو پانګو په څېر له دې پانګې ګټنه هم پوهه او مهارت غواړي؛احياناً شونې ده،چې سمه او بشپړه ګټنه ترې ونشي؛يا په خپله انسان په ناپوهۍ کې ترې ناوړه ګټنه وکړي او يا بل څوک له دې ديني حسه ناوړه ګټنه وکړي.


دنيا د دين له نظره[سمول]

دلته مو له دينه مراد اسلام دى او په دې ويينه کې مو ډېرى پام هغه سول ته دى،چې قرآن يې لري . پکار ده،چې دا سول روښانه شي؛ځکه په ټولنه کې دود ده،چې که څوک غواړي چاته نصيحت وکړي؛نو نصيحت يې د دينا رټنه او دنيا ته د شا کولو سپارښتنه ده او څومره شعرونه او نثرونه،چې دنيا رټنې ته ليکل شوي،بل هېڅ څيز ته هم نه دي ليکل شوي.

دا مطلب په خلکو له روزنې،اخلاقو او په هغه توجه پورې اړوند ده،چې بايد ژوند ته يې ولري.له دې اړخه لومړۍ درجه اهميت لري؛که ښه او معقول تفسير شي؛د اخلاقو پر تهذيب،د نفس پر عزت او د وګړي پر ټولنيزو اړيکو او نېکمرغۍ به اغېزمن وي او که ناوړه تفسير شي؛نو د ټولو وګړيزو او ټولينزو بدمرغيو لامل به شي.

د زهد غلط تفسير[سمول]

ددې غلط تفسير يو علت په اسلام کې تر اسلامه د مخکېنيو فلسفو راننوتل دي،چې بنسټ يې نړۍ ته د بدويني او د روزګار شريت دى، چې دا فکر له نامسلمانو ملتونو اسلامي امت ته راننووتى دى. په دې څوارلس پېړيو کې،چې په اسلامي تاريخ کې کومې ناوړه پېښې رامنځ ته شوې؛نو طبعاً يې دنيا ته د بې لېوالۍ او بدوينۍ فلسفې رامنځ ته کړې.

اوس بايد وګورو،چې په دې هکله د قرآن سول څه دى.آيا کړاى شو همدا د بدوينۍ فلسفه له اسلامه راوسپړو يا داچې په قرآن کريم داسې مطلب نه موندل کېږي.

زهد په قرآن کريم کې[سمول]

سره له دې،چې قرآن کريم د دنيا فاني ژوند د دې وړ نه ګڼي،چې انسان يې خپل وروستى او اصلي موخه کړي : ((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/٤٦) = شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه، همېشنۍ نېكۍ (كړنې) غوره دي.))

خو ورسره نه وايي،چې موجودات او کائنات او نظامونه ناوړه،غلط او باطل دي؛پر عکس دا نظام رښتينى او حق ګڼي،وايي :

((وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ (دخان/٣٨) = موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته نه دي پيدا كړي.)) قرآن کريم پر ژويو او مخلوقاتو قسم خوري.

((وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا. وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا .وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا. وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا . وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا . وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا . وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا (شمس/٧-١)= پر لمر او د پلوشو پر ځلا يې قسم ! او پر سپوږمۍ قسم،چې كله په هغه (لمر) پسې راوخېژي! او پر ورځې قسم،چې كله هغه (لمر) ښكاره كړي! او پر شپه قسم،چې كله هغه (لمر) پټ كړي! پر اسمان او جوړوونكي يې قسم! پر ځمكه او غوړوونكي يې قسم!  پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم!))

په بل ځاى کې وايي :

((وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ . وَطُورِ سِينِينَ . وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ (تين/٣_١)= پر انځر او ښونه قسم! [يا: پر شام او بيت المقدس قسم]! او پر "طور سينين" قسم! او (د مکې) پردې (له) امن [و امانه پر ډک] ښار قسم!))

((وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا . فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا. َالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا(عاديات/١_٢)=(د مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم،چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! پر هغو [اسونو] قسم چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، په سهار كې پر يرغل کوونكيو قسم، ))

((الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ(ملک/٣)= هغه [الله] چې لاندې باندې اوه اسمانونه يې پيداكړي دي؛د رحمان (خداى) په پېدايښت كې به هېڅ راز نيمګړتيا او تضاد و نه مومې؛نو سترګې واړوه! ايا څه چاود [او نيمګړتيا] پكې وينې؟!))

هستۍ ته بدويني له بېخه د اسلامي فلسفې له مرکزي هستې؛يعنې توحيد سره اړخ نه لګوي. ددې ډول څرګندونو بنسټ توکيزپالي ده،چې د دوى په ځينو فلسفو کې هستۍ ته دوه اصله او مبداء قايل دي؛يو د "خير ښېګڼې" او بله د "شر او بدۍ" مبداء.

خو په هغه دين کې دې ډول څرګندونو او ګروهو ته هېڅ ځاى نشته،چې بنسټ يې توحيد او پر لوراند،لورين،حکيم او عليم خداى ګروهه ده.

څه چې د د نيا زوال او فنا ورته ويل شوى او له هغې بوټي سره ورته شوى،چې د باران له امله له ځمکې سر راباسي،بيا وده کوي،ژېړ شي، وچ شي او په تدريج له منځه ولاړ شي؛نو په دې چار يې په حقيقت کې د انسان ارزښت اوچت کړى،چې خپله اصلي او وروستۍ موخه ماديات او مادي چارې و نه ټاکي او د دنيا ماديات د دې ارزښت نه لري،چې د انسان اصلي موخه شي او دا اړخ له دې سره هېڅ اړه نه لري،چې موږ دنيا په ذات کې شر او ناوړه وګڼو.

نو ځکه يو اسلامي عالم هم و نه ليدل شو،چې په هغو آيتونو يې روزګار او هستۍ ته د بدوينۍ مخونه ورکړې وي.

== له دنياسره مينه رټل شوى چار دى؟ == ځينې خلکو دې آيتونو ته داسې مخونه ورکړې،چې له دې آيتونو مراد په خپله دنيا نه ده؛ځکه دنيا خو همدا ځمکني او اسماني څيزونه دي او دوى خو بد نه دي او دا ټول د پالونکي د حکمت او ځواک نښې دي،چې بدېداى نشي؛بلکې له دنيا سره مينه او ورته لېوالتيا ناوړه او رټل شوې ده او لکه چې پوهېږئ دنيا ته د لېوالتيا د رټنې لپاره شاعرانو دومره شعرونه ويلي،چې نور پرې نه کېږي.

دا يو خپور شوى تفسير دى او ډېرى خلک،چې وپوښتئ،چې د دنيا د بدۍ مانا څه ده؛نو و به وايي،چې مانا يې داده،چې دنيا ته لېوالتيا بده ده؛ ګنې نو په خپله دنيا خو څه بده نه ده. که دې تفسير ته ځير شو_که څه هم خورا مشهور او خپور شوى دى_؛نو بې نيمګړتيا نه دى او د قرآن له ويناوو سره اړخ نه لګوي؛ځکه لومړى بايد ووينو،چې دنيا ته د بشر لېوالتيا فطري،طبيعي او غريزي ده يا وروسته د ځانګړيو بهرنيو لاملونو؛لکه هڅونې او روږد له امله پکې پيدا شوې ده؟ د بېلګې په توګه : موروپلار له اولاد سره او اولاد له موروپلار سره مينه لري.مېړه له مېرمن او مېرمن له مېړه سره مينه کوي او هر څوک له خپلې شتمنۍ سره مينه لري او ډېرى نورو څيزونو ته لېوالتيا لري.دا لېواليتاوې فطري او طبيعي دي که مصنوعي او د که ناوړې روزنې پايله ده؟

اړنګ نشته،چې دا لېوالتياوې طبيعي او فطري دي او په دې بڼه څرنګه شونې ده،چې د انسان دنده دا وي،چې دا لېواليتاوې له ځانه لرې کړي؟ لکه څنګه،چې د انسان له وجوده بهر مخلوقاتو او ژويو ته شر نشي ويلاى او بې حکمته هم نه دي او لکه څنګه،چې د انسان د بدن تر ټولو کوچنى غړى هم بې حکمته نه دى؛همداسې د يو انسان يوه لېوالتيا،ځواک او غريزه هم بې حکمته نه ده او داسې نه ده،چې بې موخې پيدا شوي وي. له موروپلار، اولاد، مېرمن، مېړه، شتمنۍ او له خپل درناوي او پرمختګ سره مينه او ورته لېوالتيا ستر حکمتونه لري،چې بې له دوى د بشر ژوند شيندل کېږي.

پردې سربېره په خپله قرآن کريم همدا مينې د پالونکي د حکمت نښې ښوولي دي.

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (روم/٢١)= او د هغه له نښو داده چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې،چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو! په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي.))

که له همسر (مېړه يا مېرمن) سره مينه بده وه؛نو په دې آيت کې به د خداى د حکمت او تدابيرو له نښو نه شمېرل کېده.

څرګنده ده،چې دا مينه د خلکو په خټه کې ايښوول شوې ده او روښانه ده،چې دا لېوالتياوې د نړۍ د نظم او چورليدو لپاره سريزه او وسيله ده.

که دا لېوالتياوې نه وې؛نو نه به ځوځات دوام موند او نه به ژوند او تمدن پرمختګ کاوه؛نه به کار و نه کسب او نه خوځښت؛بلکې بشر به د ځمکې پر مخ نه و پاتې.


د حل لارې چارې[سمول]

د دنيا په باب دا دوه نظره،چې يو د هغو کسانو نظر و،چې هستۍ يې په خپل ذات کې شر،فساد او تباهي ګڼله او د هغو کسانو نظر و،چې پخپله دنيا ښه ګڼي؛خو دنيا ته لېوالتيا بده ګڼي.

هغوى،چې دنيا ته بد کڅي دي؛نو بې له پوچۍ او ځان وژنې د بشر نېکمرغۍ او ژغورنې ته هېڅ لار نه لري .

هغوى چې ويلي دنيا بده نه ده او دنيا ته لېوالتيا بده ده،وايي: د بشر د نېکمرغۍ لار داده،چې له دې لېوالتياوو سره مبارزه وشي او له بېخه راونړول شي؛نو هغه مهال به انسان د شرور له منګولو خلاصى ومومي او د نېکمرغۍ شاهد به په غېږ کې ونيسي.

ددې دوو ډلو په ځواب کې بايد وويل شي،چې د انسان په اروا کې،چې کومې طبيعي او فطري لېوالتياوې دي،د دقيق فلسفي نظر له مخې،_چې ارواپوهان يې هم تاييدوي_ د رانړولو او له منځه وړو وړ نه دي؛خو دومره کېداى شي،چې په رياضتونو او مجاهدتنو يې پر شا و تمبوو او باطن شعور ته وتښتي او بيا احياناً په بله خطرناکه بڼه راښکاره شي او د جسمي او اروايي ناروغۍ لامل شي.

هره غريزه د انسان په وجود کې د حرکت او خوځښت لپاره يو ځواک دى ا و بېځايه او بې حکمته نه دى پيدا شوى؛نو ولې بايد دا ځواکمن مرکز ويجاړ او له منځه يووړل شي.

=[سمول]

د قرآن منطق === له قرآنه دا نه استنباطېږي،چې له بېخه له دنيا سره مينه او ورته لېوالتيا بده او ناوړه ده او لاره چاره يې هم دا نه ده ښوولې،چې بايد لېوالتياوې وځپل شي. په قرآن کې په توکيزو او دنيوي چارو قناعت او پرې زړه بايلل رټل شوي دي.

((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/٤٦)= شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه، همېشنۍ نېكۍ (كړنې) غوره دي.))

نو خبره د موخې او مطلوب کمال ده.

قرآن کريم دنياوال داسې ښيي:

((إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ (يونس/٧)= په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامتيا( او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او د دنيا په ژوندخوښ او ډاډه شوي دي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل ) دي؛))

په دې آيت کې په مادياتو د قانع کېدو او خوښېدو خبره ده او دنياوالي په دې مانا رټل شوې ده.

((فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّى عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا . ذَلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَى (نجم ٣٠_٢٩)= نو له هغه مخ واړوه، چې زما له ياده يې مخ اړولى وي او يوازې د دنيا مادي ژوند غواړي.پوهه يې همدومره ده. په رښتيا ستا پالونكى هغه ښه پېژني، چې له لارې يې بې لارې شوى او (همداراز) هغه هم ښه پېژني، چې سمه لار يې موندلې ده.))

بيا هم د هغو کسانو خبره ده،چې بې له دنيا بله مطلوبه موخه نه لري او د فکر کچه يې تر مادياتو لوړه نه ده.

((زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ (آل عمران/١٤)= خلكو ته له مادي چارو سره مينه؛ ښځې او اولادونه او د سرو سپينو زيرمې او كره اسونه او څاروي او كروندې ښايسته ګرځول شوې دي ( چې په رڼا كې يې وازمېيل او وروزل شي؛ خو كه ) دا څيزونه د انسان وروستى موخه شي؛ نو د ( مادي ) پرېوتي ژوند پانګه به وي او ( حال دا چې ) نېكه پايله له خداى سره ده.))

په دې آيت کې هم د طبيعي لېوالتيا خبره نه ده؛خبره په دې کې ده،چې ځينو خلکو ته شهوت ښکلا ښوول شوې او وګړي يې پر ځان بوخت کړي دي او د مطلوب کمال بڼه يې غوره کړى دى. ((أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ .( توبه/٣٨)= ايا د اخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى دى؟حال دا چې له دنيوي ژونده ګټنه د اخرت په پرتله ډېره لږه ده .))

دا ټولې نيوکې پر دنيا او مادياتو خوښۍ او قناعت ته وې.

له شتمنۍ،اولاد او د ژوند له نورو چارو سره مينه پر دنيوي ژوند او مادي چارو له قانعېدو سره توپير لري.

چې کله موخه يوازې دا وي،چې بشر دې په مادي لېوالتياوو پورې محدود نشي؛نو لاره چاره يې د طبيعي مادي لېواليتاوو له منځه وړل او ځپل نه دي؛بلکې لاره چاره يې د يو لړ نورو لېوالتياوو ازادول او په کار اچول دي،چې تر جسمي لېوالتياوو وروسته پيدا کېږي،چې خوځښت او راژوندي کېدو ته اړتيا لري .

نو په حقيقت کې ديني ښوونې په انسان کې د لوړو شعورونو د راژوندي کولو لپاره دي،چې دا شعورونه د بشر په فطرت او غريزه کې دي او داچې خورا اوچتې دي او له لوړپوړي انساني مقامه سرچينه اخلي؛نو راويښېدل يې وخت غواړي او خوځښت او راژوندي کېدو ته اړتيا لري او دا شعورونه په مانيزو چارو پورې اړوند دي.

هره لېوالتيا يوه چينه ده،چې د انسان له روح رابهېږي.د دين موخه د محسوسو مادي چينو ټپول نه دي؛موخه يې د معنوياتو د چينو راسپړل دي او په بله وينا: موخه يې دا نه ده،چې دا محسوس ځواکونه له هغه بريده راکم کړي،چې حکيم پالونکي پنځولي دي؛بلکې موخه يې د يو لړ معنوي ځواکونو ازادول دي.په ساده مثال مطلب روښانوم.

څوک يو ماشوم لري او په ښوونځي کې يې شاملوي؛نو چې پلار ويني،چې د ماشوم ټوله لېوالتيا يې ګېډې او لوبو ته ده؛نو خپه کېږي، ګېډو او سات تېرى ورته وايي او هر وخت يې ملامتوي؛ځکه خوښېږي، چې ماشوم يې ليک لوست سره مينه ولري او معمولاً دا مينه او لېوالتيا تر لوبو او خوړو وروسته پيدا کېږي او پردې سربېره،هڅونې ته هم اړتيا لري.د زده کړې غريزه په هر بشر که شته؛خو راويښولو او هڅونې ته اړتيا لري .

خو دا دليل نشي کېداى،چې پلار يې نه غواړي ماشوم يې لوبو او خوراک ته لېوالتيا و نه لري او که يوه ورځ يې احساس کړل،چې له خوراک او لوبو سره يې مينه له منځه تللې؛نو خورا خپه کېږي او داسې به و انګېري،چې ماشوم يې ناروغ دى؛نو طبيب ته به يې يوسي؛ځکه پوهېږي،روغ ماشوم سره له دې،چې له ليک لوست او ښوونځي سره مينه لري،بايد لوبې او خوراک هم وکړي؛نو پلار،چې ماشوم په لوبو او خوراک ملامتوي؛په حقيقت کې نه غواړي ماشوم يې يوازې د لوبو او خوړو په انحصار او کړۍ کې شي.

په اسلامي نړۍ ليد کې ددې سول ريښه[سمول]

قرآن کريم يوازې ماديات ددې نړۍ سرچينه نه ګڼي او سره له دې،چې ددې نړۍ په ستروالي منښته کوي،په څنګ کې يې پر بلې سترې او پراخې سرچينې قايل دى،چې ددې نړۍ ارزښت د هغې نړۍ پر وړاندې ناڅيزه ګڼي. انسان ته وايي،چې ژوند يوازې دنيوي نه دى او په آخرت کې هم ژوندون شته؛نو سره له دې،چې د قرآن له نظره انسان د همدې دنيا د ونې مېوه ده؛خو د وجود لمن يې له نړۍ هاخوا رسي؛نو انسان له دې دومره ارزښت سره نه ښايي خپله اصلي موخه يوازې همدا نړۍ او ماديات وټاکي او ځان دې پر دنيا و نه پلوري. حضرت علي (نهج البلاغه/٣٢ خطبه) وايي: (( څومره ناوړه معامله به يې کړې وي،چې څوک ځان پر دنيا وپلوري.))

اخلاق او نړۍ پالي[سمول]

دا خبره د نړۍ نورو روزنيزو ښوونځيو هم منلې،چې د بشر ټولنيزې روزنې ته او دا چې بشر ټولنيز ژوند ته چمتو والى ولري؛بايد داسې چار وشي،چې وګړي مانيزې موخې او ارمانونه ولري او مادياتو ته حرص و نه لري او څومره چې مادياتو ته حرص او تمه ډېره وي؛نو هومره د ټولنې د ويجاړۍ لاملېږي .

د وګړي د نېکمرغۍ له پلوه هم بايد افراط و نه کړو او د ځينو فيلسوفانو په څېر و نه ويل شي،چې نېکمرغي دنيا په شا کولو کې ده؛ خو اړنګ نشته،چې بې اعتنا او مستغني طبع د نېکمرغۍ لومړنۍ شرط دى.

شونې ده،چې ځينې و انګېري: داچې و مو ويل : مراد يوازې مادياتو ته د بشر له انحصاره مخنيوى دى؛نو دا وهم راپيدا شي،چې هم بايد له خداى سره مينه ولرو او هم له دنيا سره،هم ماده مطلوب کمال وټاکو او هم مانا؛يعنې يو ډول شرک . نه ! مراد دا نه دى. مراد دادى،چې انسان طبيعي څيزونو او چارو ته يو لړ لېوالتياوې،عواطف او زړه تړنې لري، چې د حکمت له مخې په انسان کې پنځول شوي دي او ټول الهي انبياء او اولياء له دې عواطفو برخمن ول او له امله يې د خداى شکرونه هم کول.

انسان پردې لېوالتياوو او عواطفو سربېره بل ظرفيت هم لري او هغه د مطلوب کمال او ارمان-ايديال درلودل دي . دنيا او ماديات نه ښايي انسان ته مطلوب کمال او ارمان شي او دا ډول مينه رټل شوې ده.

لېوالتياوې او عواطف يو لړ استعدادونه او د ژوند کولو وزلې دي؛خو د مطلوب کمال استعداد درلودل ځانګړى استعداد دى،چې د انسانيت له تل او د انسانيت له جوهره سرچينه اخلي،چې يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

پېغمبران ددې لپاره نه دي راغلي،چې ددې لېوالتياوو سرچينه وچه او ټپه کړي؛بلکې راغلي ول،چې دنيا او ماديات له مطلوب کماله بهر کړي او خداى او آخرت مطلوب کمال کړي.په حقيقت کې انبياء نه پرېږدي،چې دنيا او ماديات له خپل طبيعي ځاى؛يعنې له لېوالتيا او عاطفې والي _،چې يو طبيعي ځاى دى د انسانانو او څيزونو ترمنځ يو ډول طبيعي پيوند دى_ راووځي او په هغه سپېڅلي ځاى کې مېشت شي،چې زړه نومېږي او د انسان د وجود زڼى دى او د هغه انساني ظرفيت دى او د لايتناهي پر لوري د کشش مرکز دى؛ځکه د د کېناستو په حال کې خو بيا د انسان له الوتو مخه ونيسي.

دا چې قرآن وايي : ((مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ (احزاب/٤)= خداى د هېڅ سړي په ګوګل كې دوه زړونه نه دي اېښي.)) يعنې خداى د چا په ټټر کې دوه زړونه نه دي ايښي؛په دې مانا نه دي،چې خلک يا بايد خداى ته لېوالتيا ولري او يا بې له خدايه؛لکه اولاد،موروپلار او.....مراد دادى،چې انسان بايد "اعلى" موخه او هيله ولري او هغه دوه څيزه،چې سره نه يو ځاى کېږي، دادي چې اعلى موخه مو يا خداى وي يا دنيوي توکي؛ګنې څرګنده ده،چې په يو وخت کې له څو څيزونو سره مينه يو شونى چار دى.

علم د اسلام له نظره[سمول]

په دې ويينه ده،چې آيا دين او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟دين د علم په هکله او علم د دين په هکله څه نظر لري او په دې هکله له پخوا راهيسې خورا ارزښتمن کتابونه ليکل شوي دي.

دوو ډلو کوښښ کړى،چې دين او علم د يو بل مخالف و ښيي.يوه په دين متظاهره؛خو ناپوهه چې د خلکو د ديندارۍ ډوډۍ خوري او د خلکو له ناپوهۍ ناوړه ګټنه کوي.دا ډله ددې لپاره،چې خلک په ناپوهۍ کې وساتي او تر څنګ يې پر خپلو نيمګړتياوو پرده راکاږي او ددين په وسله پوهان وځپي او د خپلې سيالۍ له ډګره يې بهر کړي؛نو خلک په دې نامه له علمه وېروي،چې له دين سره اړخ نه لګوي .

يوه هم لوستې ډله ده، چې انساني ژمنو او خويونو ته يې شاته کړې ده. دې ډلې هم خپلو خپلسريو ته د مخونې لپاره پر علم ډډه وهلې او دين ته د نږدېدو خنډ يې ښوولى دى. درېمه ډله تل شته،چې پر دين او علم پرتې دوړې لرې کړي.

د علم او اخلاقو په هکله ويينه مو په دوو بڼو کېداى شي : ټولنيز اړخ او ديني اړخ. له ټولنيز اړخه بايد ووينو،چې آيا عملاً اسلام او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟ آيا شونې ده،چې خلک هم واقعي مسلمانان وي او هم عالمان؟ يا په دې دوو کې يو بايد وټاکي؟ که په دې بڼه ويينه وشي؛نو د مسئلې بڼه به داسې نه وي،چې د علم په هکله د اسلام نظر څه دى او د اسلام په هکله د علم نظر څه دى؟ او اسلام څرنګه دين دى؟

ويينه يوازې پر ټولنه ده،چې آيا په يو وخت کې دواړه درلوداى شي که نه او يا بايد له يوه سترګې پټې کړي؟

بل اړخ دادى،چې ووينو د علم په هکله د اسلام نظر څه دى او د اسلام په هکله د علم نظر څه دى،چې دا هم دوه برخې لري: يو دا چې اسلام د علم په هکله څرنګه سپارښتنې کړي دي؟ آيا سپارښتنه يې کړې،چې څومره مو له لاسه کېږي له پوهې ډډه وکړئ؟ آيا اسلام خپل شتون ته علم ګواښ او خطر ګڼي؟

د اسلام له راښکارېدو او د قرآن له راتګه څوارلس پېړۍ تېرېږي.په دې څوارلس پېړيو کې پوهه په تکامل او پرمختګ کې وه او په تېره بيا په دې وروستيو پېړيو کې پوهې په پرمختګ کې ستر ټوپ وهلى دى.اوس به وګورو،چې علم له دې دومره پرمختګ سره د اسلام د ټولنيز نظام او عملي او اخلاقي احکامو په هکله څه نظر لري؟ آيا په رسميت يې پېژني که نه؟ آيا د دين اعتبار او ارزښت يې ډېر کړى که لږ کړى يې دى؟

دا درې واڼه برخې د ويينې وړ دي؛خو زموږ ويينه پر علم او اسلام ده.

په اسلام کې د علم سپارښتنه[سمول]

اړنګ نشته،چې اسلام د علم هومره د يو څيز سپارښتنه هم نه ده کړې. له پخوا راهيسې،چې څومره اسلامي کتابونه کښل شوي، د دين د نورو احکامو؛لکه لمونځ،روژې،حج،جهاد،پر نېکيو امر او له بديو منع تر څنګ د ((باب وجوب طلب العلم)) باب هم و او په اسلام کې د علم زده کړه فرض ګنل شوې ده.

د قرآن کريم پر آيتونو سربېره،په نبوي سننو کې د علم پر زده کړې خورا سپارښتنه شوې ده او د پېغمبر اکرم دا خبره (( د علم زده کړه پر ګردو مسلمانانو فرض ده)) يې يوه بېلګه ده.

بيا يې وويل : (( اطلبوا العلم ولو بالصين)) علم زده کړئ که څه په چين کې وي؛يعنې د علم زده کړه ټاکلى ځاى نه لري؛د نړۍ په هر ګوټ کې،چې وي،مسلمان بايد د علم په زده کړې پسې ولاړ شي.

بيا وايي: (( کلمة الحکمة ضالة المؤمن فحيث وجدها فهوا احق بها)) حکمت او علمي خبره د مؤمن ورک شوى څيز دى او په هر ځاى کې يې، چې ومومي بې ځنډه يې رااخلي؛يعنې ارزښت نه ورکوي،چې د حکمت خاوند مسلمان دى که کافر؛لکه څنګه چې څوک خپل ورک شوى څيز وويني؛نو بې ځنډه يې رااخلي؛مؤمن هم پوهه خپله ګڼي او د هر چا په لاس کې يې،چې وويني،رااخلي يې. امام علي (ک) د همدې جملې په توضيح کې وايي:

(( حکمت د مؤمن ورک شوى څيز دى؛نو په لټه کې يې شئ ان که له کافر سره يې مو وموند؛نو تاسې تر هغو ورته خورا وړ ياست.))

کومه پوهه؟[سمول]

خبره په دې کې ده،چې له علمه د اسلام مطلب کومه پوهه ده؟ کېداى شي څوک ووايي،چې پر علم له دې دومره سپارښتنو د اسلام مراد ديني زده کړه ده؛يعنې دا دومره سپارښتنې يې ددې لپاره کړي،چې خلک په دين پوه شي او که له علمه د اسلام مراد ديني زده کړه وي؛نو په حقيقت کې پر ځان يې سپارښتنه کړې او له علمه يې مراد دا نه دى، چې د کائنات په حقايقو ځان پوه کړو.که يو مسلک څومره هم د علم ضد وي او د خلکو د فکر د کچې له لوړېدو او پوهې سره مخالف وي؛نو له دې سره مخالف نه دى،چې خلک ورسره آشنا شي؛بلکې وايي به،چې له ما سره اشنا شئ او بې له ما له بل سر مه اشنا کېږئ؛نو که له علمه د اسلام مراد يوازې ديني زده کړه وي؛نو بايد وويل شي،چې له علم سره د اسلام هوکړه صفر ده او د علم په هکله د اسلام نظر منفي دى.

څوک چې له اسلامي ښوونو او سول سره اشنا وي؛نو دا احتمال بېخي نشي ورکولاى،چې له علمه د اسلام مراد يوازې ديني زده کړه ده. دا احتمال يوازې په دې وروستيو پېړيو کې د مسلمانانو له کړنو راپيدا شوى؛ګنې وايي: (( حکمت د مؤمن ورک شوى څيز دى؛نو لاس ته يې راوړئ ان که له کافره وي.))؛نو کافر له ديني زده کړې سره څه کار لري؟ د(( اطلبوا العلم ولو بالصين)) په جمله کې "چين" تر ټولو لرې سيمه انګېرل شوې او په دې اعتبار،چې هغه مهال "چين" د نړۍ يو علمي او صنعتي مرکز و؛نو څرګنده ده،چې "چين" نه هغه مهال او نه اوس د ديني زده کړو مرکز نه دى.

د رسول اکرم په ويناوو کې دا خبره تفسير شوې،چې د علم له زده کړې د اسلام مطلب څه دى؟؛خو پوهه يې ځانګړې کړې نه ده او وايي،چې د هغه علم زده کړه پکار ده،چې ګټوره وي او نه زده کول يې اسلام ته تاوان وي. هره پوهه،چې ګټه او اغېز ولري او هغه ګټه او اغېز اسلام په رسميت وپېژني؛يعنې هغه اغېز ښه او ګټور وګڼي؛نو اسلام د داسې علم سپارښتنه کوي. نو حساب يې روښانه شو؛اوس بايد وګورو،چې اسلام څه ګټه او څه تاوان ګڼي. هره پوهه،چې د اسلام د وګړيز يا ټولنيزې موخې په پلي کېدو کې مرسته کوي او پرې نه پوهېدل د هغې موخې د پلي کېدو مخه ونيسي؛نو اسلام يې سپارښتنه کوي او د هغې پوهې مخالف دى او سپارښتنه يې نه کوي،چې د اسلامي موخو په پلي کېدو کې مرسته نه کوي او يا پرې ناوړه اغېز لري .

د ديني مشرانو سيرت[سمول]

د لومړۍ هجري پېړۍ په پاى او د دويمې پېړۍ په پېل کې مسلمانان د نړۍ له علومو سره آشنا شول او د "يونان"،"هند" او "چين" علمونه يې وژباړل . بلخوا ګورو،چې دولس ګونو امامانو د خلفاوو پر ډېرى کارونو نيوکې کولې او که اسلام د علم په هکله منفي نظر درلود او د دين له منځه وړونکيو يې ګاڼه؛نو دولس ګونو امامانو به د خلفاوو پر دې کار خورا نيوکې کولې،چې له نورو ملتونو يې ډول ډول علمونه وژباړل .

د قرآن کريم سول[سمول]

قرآن کريم پوهه نه ده ځانګړې کړې. قرآن پوهه رڼا او ناپوهي تياره ګڼي او وايي: په مطلقه توګه رڼا پر تياره غوراوى لري .

قرآن په ډاګه د تفکر لپاره ځينې موضوعات وړانديزوي او دا هماغه موضوعات دي،چې پکې د څېړنې پايله همدا طبيعي علوم،رياضي، بيولوژي،تاريخ او.... دى،چې نن په نړۍ کې ليدل کېږي. قرآن په ډاګه ددې چارو څېړنې ته رابولي او پوهېږو،چې په دې چارو کې څېړنه د نجوم،کيهان پوهنې،ستور پوهنې،ځمکپوهنې،سمندر پوهنې، جوي اوضاع،څاروي پوهنې او .... د راپيدا کېدو لامل شوې ده، همدا راز وايي :

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (بقره/١٦٤)= سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او پر هغوى مړه ځمكه را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي، چې عقل لري او له پوهې كار اخلي .))

((إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ (جاثيه/٣)= په رښتيا په اسمانو او ځمكه كې مؤمنانو ته (پرېمانه) نښې دي.))

((أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ (فاطر/٢٧)= ايا نه وينې، چې خداى له اسمانه اوبه اوروي،چې موږ پرې (له ځمكې) ډول ډول مېوى راباسو،چې بېلابېل رنګونه لري (او د پالونکي د لطف له مخې) په غرونو كې هم سپينې او سرې او په بېلابېلو رنګونو او كله هم تكې تورې لارې (او ليكې) دي ( چې موږ پېداكړې دي )؟!))

قرآن د خپل راتلو پيل په ((لوست)) او ((پوهه)) وکړ.

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ . خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ . اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ . الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ . عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (علق/٥-١)= ولوله ،د خپل پالونكې په نامه ،چې (هر څه يې) شته كړي دي،انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى]،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده . ))

== توحيد او پوهه == اسلام هغه دين دى،چې په توحيد پېلېږي او توحيد يوه تعقلي مسئله ده،چې تقليد او تعبد پکې جايز نه دى او هرومرو بايد تعقل او استدلال وشي او که اسلام په ثنويت يا تثليث پېلېده؛نو نه يې شو کړاى، چې دې ويينې ته ننوتل يې ازاد پرېښي واى او بې له دې يې بله چاره نه درلوده،چې ممنوعه سيمه يې اعلان کړي؛خو اسلام په توحيد پيل شوى،چې نه يوازې ممنوعه سيمه يې نه ګڼي؛بلکې د ټولو ورننوتل پکار ګڼي. د قرآن له نظره ددې سيمې ور ټول کائنات دي،د ننوتو کارت يې پوهه ده او پکې د ګرځېدو وسيله د تفکر ځواک،استدلال او سول دى.

دا هغه موضوعات دي،چې قرآن يې سپارښتنه کوي؛خو دا چې مسلمانانو و نه شو کړاى په دې چارو کې پلټنه وکړي او د خپلو مطالعاتو وخت پر هغه چارو ولګوي،چې بېخي يې قرآن سپارښتنه نه ده کړې.

دا ټول هغه شواهد دي،چې ښيي له علمه د اسلام مراد يوازې ديني زده نه ده او له پخوا هم دا خبره نوموتې وه،چې له علمه د اسلام مراد کومه پوهه ده؟ او هر چا به د خپلې پوهې له مخې ويل : د پېغمبر اکرم ددې خبرې مراد پلانۍ پوهه ده؛د بېلګې په توګه : متکلمينو به ويل: مراد يې د کلام پوهه ده.فيلسوفانو ويل: مراد يې فلسفه ده.مفسرينو ويل: مراد يې د تفسير علم دى.محدثينو ويل: مراد يې د حديث علم دى.د اخلاقو پوهانو ويل : مراد يې د اخلاقو پوهه ده.په دې هکله امام غزالي شل قوله رانقل کړي؛خو د څېړونکيو د وينا له مخې،د اسلام مراد يوه ځانګړې پوهه هم نه ده او که مراد يې کومه ځانګړې پوهه وه؛نو پېغمبر اکرم به پر هماغه پوهه ټنيګاره کاوه او مراد يې ګټوره پوهه ده،چې په کار راشي.

علم وسيله ده که موخه؟[سمول]

د اسلام له نظره علم وسيله ده که موخه؟ اړنګ نشته،چې ځينې پوهې موخه ده؛لکه د خداى پېژندنه،ربوبي معارف،ځان پېژندنه،معاد او هغه پوهې،چې په خداى پېژندنې پورې اړوند وي او تر دوى،چې راتېر شو؛نورې پوهې وسيله دي؛نه موخه؛يعنې هر پوهه له هغه امله پکار او ګټوره ده،چې د يوې دندې او عمل د ترسره کېدو سريزه ده.ټول ديني علوم_بې له الهي معارفو_؛لکه د اخلاقو علم،فقه او حديث وسيله دي؛نه موخه.

ديني علماء او فقهاء يوه اصطلاح لري،چې وايي: د علم وجوب تهيوى دى؛يعنې له هغه امله واجب دى،چې د هغه چار تر سره کولو ته دې چمتو کوي،چې اسلام يې سپارښتنه کړې ده . ان د لمونځ، روژې، زکات،خمس،غسل او...په هکله پوهه هم ددې لپاره ده،چې د بلې دندې ترسره کولو ته دې چمتو کړي.

چې په دې خبره پوه شو؛نو بله مسئله رامنځ ته کېږي،چې اسلام څرنګه دين دى،څه موخې لري او څرنګه ټولنه غواړي؟ اسلامي موخې څومره پراخوالى لري؟ آيا اسلام يوازې پر عبادي او اخلاقي مسايلو بسيا کړې ده؟ يا د احکامو لمن يې پراخه ده او د بشر ټولې اړتياوې؛لکه سياسي،وټييزې،امنيتي،ټولنيزې او... رانغاړي. آيا اسلام غواړي مسلمانان خپلواک وي يا ارزښت نه ورکوي،چې د بل تر واک لاندې وي؟څرګنده ده،چې اسلام خپلواک،ازاده،سرلوړې او غني ټولنه غواړي.

بله خبره دا،چې نن نړۍ پر علم چورلي.د ټولو اړتياوو کونجي پوهه ده او بې له پوهې نه شو کړاى خپلواکه،ازاده،سرلوړې او غني ټولنه ولرو؛نو په خپله دا پايله اخلو،چې په دې پېر کې د هغو علومو زده ورته فرض ده، چې د اسلامي موخو په پلي کولو کې مرسته کوي.

نو په دې کچه کړاى شو : ټولې ګټورې پوهې،دينې پوهې وګڼو او کړاى شو پوه شو : کومه پوهه کفايي فرض او کومه عيني فرض ده او پوهېداى شو: يوه پوهه کېداى شي په يو وخت کې فرض؛خو په بل وخت کې نه وي او دا خبره د هغو کسانو په هوښيارتوب او ځيرکتوب پورې اړه لري،چې په خپل وخت کې اجتهاد کوي او احکام استنباطوي.


دیني پوښتنې[سمول]

ځينې ديني پوښتنې فرض دي او ځواب ورکول يې هم فرض دي؛خو ځينې پوښتنې حرامې دي سره له دې،چې ديني عنوان لري او ورته ځواب ورکول او وخت پرې ضايع کول هم حرام دي.قرآن کريم په ډاګه وايي: په څه،چې نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ.

((فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ(نحل/٤٣)= که نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ.))

سره له دې،چې ځينې پوښتنې په ديني نوم کېږي؛خو په قرآن کې ترې منع شوي يو.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ . قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُواْ بِهَا كَافِرِينَ (مائده/١٠١،١٠٢)=مؤمنانو ! د داسې څيزونو پوښتنې مه كوئ، چې كه (ځواب يې ) درښكاره شي؛ نو تاسې به خپه كړي او كه د قرآن د نازليدو پر وخت د هغوى په باب پوښتنه وكړئ؛ نو تاسې ته به څرګند شي.خداى ستاسې له هغو (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او خداى ډېر بښونكى (او) زغمناک دى . له تاسې مخكې (هم) يوې ډلې همدغسې پوښتنې كړې وې او بيا يې ورسره مخالفت پيل كړ (ممكن تاسې هم پر دغسې برخليك اخته شئ .))

د پوښتولو غريزه[سمول]

د پوښتولو غريزه په انسان کې لومړنۍ غريزه ده او د انسان د فکر د ودې ښکاروندوى ده.پوښتنه هله د انسان ماغزوه ته راځي،چې په يوه چاره کې شک وکړي،چې دا په خپله يو ډول فکري وده ده.څاروى شک نه کوي؛خو نه ددې لپاره،چې تر شک پورته پوړ؛يعنې ډاډ ته رسېدلى وي؛بلکې تر شک په لاندېني پوړ کې دى. ډېرى انسانان هم تر شک په لاندې پوړ کې دي؛نه تر شک په پورته پوړ کې.

ماشوم له درې کلنۍ او کله هم مخکې تر دې عمره پوښتل پيلوي او د چاپېريال د څيزونو په اړه پوښتي،چې د ماشوم پام يې ځان ته رااړولى دى او تل پوښتي،چې دا څه دي او څه کار کوي؟ ارواپوهان درې کلنۍ ته د پوښتلو عمر وايي.

د ماشوم له پوښتنې سره د موروپلار او ښوونکيو د مخېدو څرنګوالى د روزنې يوه مهمه مسئله ده؛البته بايد ددې غريزې مخنيوى ونشي او بايد ماشوم ته د پوښتنې په ځواب کې دروغ هم و نه ويل شي او د ماشوم د پوهې هومره ځواب ورکړ شي،چې همدا مسئله د زړو انسانانو پوښتنو ته هم نوموتې ده او هغوى هم بايد په ((چوپ شه ! په تا پورې اړه نه لري! ماغزه دې کار نه کوي! ته په دې خبرو نه پوهېږې!)) و نه ځوابوو؛خو په دومره توپير،چې زوړ انسان ته لارښوونه کړاى شو،چې د ځينو پوښتنو له نوموتولو مخنيوى وکړي.

پوښتنه هله پيدا کېږي،چې بشر ته مجهول رامخې ته شي،يو خوا په دې مجهول نه پوهېږي او بلخوا پوهېږي،چې مجهول لري؛يعنې په خپله ناپوهۍ پوه شوى دى؛نو پوښتنه کوي او که مجهول ورته معلوم وي؛نو نه پوښتي او که هغه مجهول ورته واقعاً مجهول وي او په خپله بې خبرۍ او ناپوهۍ خبر نه وي؛نو بيا هم نه پوښتي؛نو ځکه ډېرى پوهان وايي: د ساه کښو په پرتله د انسان ستر امتياز دادى،چې ناپوهي يې بسيطه ده؛يعنې کړاى شي،په خپله ناپوهۍ پوهه ولري او پوه شي،چې نه پوهېږي؛نو په پايله کې پوښتنه،پلټنه او څېړنه کوي؛خو د څارويو ناپوهي مرکبه ده؛يعنې په څه چې نه پوهېږي؛نو نه پوهېږي، چې نه پوهېږي؛نو نه پوښتي؛نه پلټنه کوي او نه څېړنه.

پوښتنه د پوهې کونجي ده[سمول]

پوښتنه د پوهې کونجي ده. په دې هکله امام محمد باقر وايي: (( الا ان مفتاح العلم السوال= پوښتنه د پوهې کونجي ده.)) بيا امام دا شعر وليکه:

شفاء العمى طول السوال و انما تما العمى طول السکوت على الجهل

د باطني ړوندوتوب شفا داده،چې څوک په څه نه پوهېږي؛له پوښتلو يې و نه شرمېږي او تر ټولو سخت باطني ړواندوالى هغه دى،چې يو انسان په څه نه پوهېږي او د شرم له امله يې نه پوښتي.

د يو څېړونکي دنده پلټنه او څېړنه ده او د يو زده کوونکي او محصل دنده داده،چې خپلې ستونزې له هغه چا په پوښتلو هوارې کړي،چې څېړنه او پلټنه يې کړې وي او بې له دې بله هېڅ چاره نه لري،چې له ښوونکي مرسته او لارښوونه وغواړي. رنځور له رنځورپوه لارښوونه غواړي.

د څه پوښتنه؟[سمول]

سره له دې،چې پوښتنه کول ښه دي او د انسان د فکر او ودې ښکاروندى ده،د يو بل څيز سريزه ده : يا د څېړنې سريزه ده او يا د عمل.

ځينې وګړي د يوې علمي،تاريخي يا ديني موضوع د څېړنې په تکل کې دي؛نو ناچاره دي،چې هغوى وپوښتي،چې په دې هکله معلومات لري.د زده کړې لپاره د زده کوونکي پوښتنه هم داسې ده. کله د پوښتنې علت د عمل زده کړه وي؛لکه له رنځورپوه د رنځور پوښتنه.

که پوښتنه د علمي څېړنې يا عملي لارې سريزه نه وي؛نو يوازې د يو څيز مجهولوالى ورته بسيا او جواز نه دى؛ځکه د بشر مجهولات خورا ډېر دي. له هماغې ورځې،چې بشر وده او تميز پيدا کوي؛ په شاوخوا کې د استفهام يو لړ نښې ويني او ورځ پر ورځ يې شمېر ډېرېږي او که د يو په ځواب بريالى شي؛نو لس نورې ورته پيدا کېږي. واقعي علماء تر هر چا ډېر ځان ناپوهه ګڼي؛ځکه هر څومره،چې د مجهولاتو پر رابرسېرنې بريالي کېږي؛د مجهولاتو شمېر يې ډېرېږي او د واقعي عالم د پوهې وروستى بريد پر خپله ناپوهۍ منښته ده. که انسان د هر څه وپوښتي؛نو يو ځاى ته به هم و نه رسي.بايد د انسان پوښتنې اړينو او ګټورو چارو ته متوجه وي.يا بايد علم ته متوجه وي يا عمل ته.

په پوښتولو کې افراط و تفريط[سمول]

کله داسې خلک پيدا کېږي،چې کار يې يوازې په ديني چارو پورې اړوند پوښتنه کول دي او په خپل آند غواړي د هر څه په څومره والي،څرنګوالي او ځانګړنو پوه شي؛خو له دې غافل دى،چې بشر هېڅکله د طبيعت مشهوداتو او محسوساتو په اړه نشي کړاى پوره معلومات لاس ته راوړي،دين خو لا پرېږده،چې له طبيعت هاخوا يې سرچينه ده او ځينې په تفريط کې دي،ناغېړي او لټي کوي او د څېړنې او پلټنې روح ترې اخستل شوى دى، ان د تر ټولو لازمو چارو پوښتنه هم نه کوي.ځينې خلک له پوښتنې داسې تښتي؛لکه هندو،چې له کلمې تښتي؛ځکه پوښتل په خپله ناپوهۍ منښته ده او دا يو ډول خواري او ذلت ګڼي او په همدې ګروهه ټول عمر په تپو تيارو کې تېروي،حال دا چې يو انسان،چې پر څه نه پوهېږي؛نو هغه دې وپوښتي،چې پوهېږي، که څه هم پوه ترې کشر،مشر او کم شانه او عالي شانه وي .

په ديني ښوونو کې هغه ناپوه خورا رټل شوى،چې نه پوهېږي او پوښتنه او زده کړه هم نه کوي او ويل شوي،چې عالم بايد خپله پوهه پکار واچوي او ناپوه هم بايد له پوښتنې،چې يو ډول خاکساري ده،ډډه و نه کړي؛بلکې بايد ووياړي،چې د زده کړې په حال کې دى.

منځنى بريد دادى،چې لومړى انسان تشخيص کړي،چې کومه پوهه ورته پکار او شونې ده او کومه پوهه ورته پکار نه ده او ناشونې ده او د هغه څه پوښتنه او زده کړه وکړي،چې پوهه يې ورته پکار ده.

امام باقر وويل : حديث مې،چې درته راوړ؛نو و مې پوښتئ،چې له قرآنه شاهد درته راوړم؛يعنې څه چې وايم،بايد له قرآن سره اړخ ولګوي.يو وخت يې وويل: پېغمبر اکرم (ص) له درېو څيزونو منع کړي يو : بېځايه خبرې او ويينې،په شتمنۍ کې اسراف او افساد او درېم ډېرې پوښتنې. وپوښتل شو: امامه ! دا درې خبرې د قرآن په کوم ځاى دي؟ امام وويل : ((لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/١١٤)= او د هغوى په ډېرو پټو خبرو(مشورو) كې څه خير او ګټه نه وي؛ خو كه څوك ( له دې لارې) له نورو سره د مرستې لارښوونه وكړي يا د نيك كار او د خلكو د ا صلاح كولو لپاره څه ووايي (؛نو دا ښه خبر ه ده ) او څوك چې د خداى د خوشحالولو لپاره داسې وكړي؛ نو ستر اجر به وركړو .))

په دې آيت کې له "تا ويلي ما ويلي" او چټي خبرو منع شوې ده.

((وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا(نساء/٥) او خپل مالونه، چې خداى درته د (ژوند) د سمبالښت او جوړښت وسيله كړي دي،بې عقلانو ته مه سپارئ؛ خو د مال له (عوايدو) د خوراك او اغوستن لپاره وركړئ او خوږې پستې خبرې ورسره وكړئ .))

په دې آيت کې سره له دې،چې موضوع د بې عقل شخصي مال دى؛خو د ((اموالکم)) په ټکي تعبير شوى دى؛دې خبرې ته اشاره ده،چې د هر چا شخصي شتمني سره له دې،چې شخصي يې ده؛يو ډول په ټولنې پورې هم اړوند ده او ټولنه هم په دې شتمنۍ کې برخه لري او د ټولنې د حق له امله دي،چې څوک په خپله شخصي شتمنۍ کې د اسراف حق نه لري؛نو په دې آيت کې د مال له اسرافه منع شوي يو.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ (مائده/١٠١)= مؤمنانو ! د داسې څيزونو مه پوښتئ ،چې كه(ځواب يې ) درښكاره شي؛ نو تاسې به خپه كړي او كه د قرآن د نازلېدو پر وخت د هغوى په باب پوښتنه وكړئ؛ نو تاسې ته به څرګند شي. خداى ستاسې له هغو (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او خداى ډېر بښونكى (او) زغمناک دى.))

په دې آيت کې له يو لړ پوښتنو منع شوي يو.

نو دا سوليزه-منطقي ده،چې اسلام له ډېرو پوښتنو او داچې وخت مو په پوښتنو تېر کړو،منع کړي يو. بلخوا سپارښتنه کوي،چې د هغه څه له پوښتلو به نه شرمېږئ ،چې درته پکار او ګټور دي او پرې نه پوهېږئ.

دين يو لړ اصول او ګروهې لري،چې هر څوک بايد نېغ په نېغه پکې څېړنه او پلټنه وکړي او که څوک په دې لار کې د څېړنې تږى وي؛نو خداى به يې لاسنيوى او لارښوونه وکړي. همداراز دين يو لړ اخلاقي او ټولنيزې ښوونې لري،چې هرڅوک يې بايد زده کړي او هم سپارښتنې لري،چې زده کول او پوښتل يې اړين دي.

((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (عنکبوت/٦٩)= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى.))

  == عقل او زړه انسان دوه مرکزه لري ==

د انسان په روح کې دوه مرکزه دي،چې هر يو يې د يو ډول فعاليت او روحي ځلاوو سرچينه ده،چې د يو نوم عقل او د بل نوم زړه دى. فکر-آندنه،انديشه_آنده،لرليد،حساب و کتاب،سول،استدلال،علم او فلسفه د عقل د مرکز ځلاوې دي او نور؛لکه غوښتل،زړه بايلل،هيله کول او په حرکت راوړل د زړه د مرکز ځلاوې دي.

د زړه له مرکزه تودوخه او حرکت راولاړېږي او د عقل له مرکزه لارښوونه او رڼا.هغه به بې حرکته،سوړ،جامد او بې فعاليته وي او تر ژونده به مرګ ته نږدې وي،چې مړاوى،بې هيلې او خپه زړه ولري او هغه چې د عقل،پوهې او تدبير له ځواکه بې برخې وي؛نو مثال به يې د هغه موټر وي،چې بې له څراغونو په تياره کې روان وي.

کله ددې دوو مرکزونو ترمنځ هوکړه او همغږي وي؛يو څيز زړه خوښوي او عقل يې هم ښه والى تاييدوي او په داسې چارو کې انسان نه تېروځي؛ خو ډېرى داسې پېښېږي،چې ترمنځ يې هوکړه او همغږي نه وي.د بېلګې په توګه: زړه يو څه خوښوي او ځان پرې بايلي؛خو لرليدى او حسابګر عقل يې نه تاييدوي او يا داچې عقل د يو څيز ښه والى لاسليک کړي؛خو د زړه خوښ نه وي؛نو دلته د زړه او عقل ترمنځ ربړه او شخړه رامنځ ته کېږي او له همدې ځايه وګړي له يو بله توپېرېږي؛ځينې د عقل مني او ځينې د زړه.

دې ربړې او شخړې پوهېدنې ته يوې بېلګې ته پام وکړئ : هر څوک د غريزې له مخې له خپل اولاد سره مينه کوي او د همدې مينې له مخې تردې د خپل اولاد هوساينه غواړي،چې پر ځان سخته تېروي؛خو چې اولاد يې هوسا وي.د روزنې خبره رامنځ ته کېږي او د عقل د حساب له مخې،روزنه که څومره هم نرمه وي؛ماشوم ته يو لړ ستونزې لري.کله کله مور وپلار بايد د اولاد د بېلتون سختي وزغمي او زړه ته ستونزمنه ده، چې د اولاد د بېلتون سختي وزغمي؛نو که څوک وغواړي د زړه ومني؛بايد د اولاد له روزنې_چې په راتلونکې کې يې د نېکمرغۍ وسيله ده_ لاس واخلي او که وغواړي د زړه ومني؛نو بايد د زړه د خوښې پر خلاف وکړي.

تر دې پورته په خپله د انسان د نفس روزنه او تهذيب دى.د نفس تهذيب او د انسانيت او سړيتوب خويونه لاس ته راوړل تر ټولو ستونزمنې چارې دي؛ځکه دلته عقل او زړه په دوو مخالفو اړخونو کې واقع کېږي.له "اماره نفس" سره مبارزه تر عقل او ايمانه غښتلې پنجه غواړي.

رسول اکرم (ص) له يوه ځايه تېرېده،چې ځوانانو تيږه ايشته،و يې ويل: ((غواړئ ترمنځ مو ورمند-قضاوت وکړم،چې کوم يو درکې ترټولو غښتلى دى؟)) وويل شول : هو د خداى رسوله ! هغوى ګومان وکړ،چې پېغمبر اکرم به هغه ټاکي،چې تر ټولو يې مټې غښتلې وي؛خو پېغمبر اکرم وويل :((په تاسې کې تر ټولو غښتلى هغه دى،چې د خوشحالۍ او خپګان پر مهال،"اماره نفس" ترې واګې په لاس کې وانخلي.په تاسې کې غښتلى هغه نه دى،چې غښتلې مټې و نه لري؛بلکې هغه غښتلى دى،چې غښتلې روحيه ولري.))

د نفس په تهذيب او د خويونو په لاس ته راوړو کې د عقل او زړه ترمنځ حيرانوونکې ربړه او شخړه وي او د نفس تهذيب هم د همدې دوو مرکزونو د همغږۍ لپاره دى.عقل د نظم و انضباط سرچينه ده او ګډوډي او خپلسري له زړه راولاړېږي .

== وړوکى جهاد او ستر جهاد == پېغمبر اکرم (ص) په يوه مشهور حديث کې دا شخړه او ربړه بيانوي:

ياران يې له جهاده راستنېدل،و يې وويل :

((مرحبا بقوم قضوا الجهاد الاصغر و بقى عليهم الجهاد الاکبر-آفرين دې پر هغه خلکو وي،چې له کوچني جهاده راستانه شول؛خو ستر جهاد ورته لا پاتې دى.)) وګ : (کافي٥/١٢) وويل شول : د خداى استازيه ! ستر جهاد کوم دى؟و يې ويل: له نفس او د زړه له سرغړونو سره مبارزه.

په دې ربړو کې کله عقل،زړه او غوښتنې يې کابو کوي او تر خپل واک لاندې يې راولي؛خو کله پر عکس،زړه،عقل تر واک لاندې کوي.ددې مانا روښانه ده،چې عقل د زړه مرکز تر خپل واک لاندې کړي او روښانولو ته يې اړتيا نشته؛خو داچې زړه،عقل تر خپل واک لاندې کړي،څه رڼا اچونې ته اړتيا لري.

د عقل پر قضاوت د زړه اغېز[سمول]

که د انسان عقل ازاد وي؛نو په چارو کې به داسې قضاوت وکړي؛لکه په واقع کې،چې دى: ښو ته ښه او بدو ته به بد وايي او که د زړه تر واک او اغېز لاندې وي؛نو هغسې قضاوت به کوي؛لکه څنګه چې يې زړه غواړي؛نه هغسې،چې حقيقت يې غواړي .

عقل په خپل ذات کې عادل قاضي دى؛خو ددې قضايي مرکز خپلواکۍ ته بايد درناوى وشي او مجريه قوه (؛يعنې هيلې،هوډونه او ارادې) يې خپل لاسپوسى نه کړي او که لاسپوسى شو؛نو د عدالت تمه به ترې نه کوې.

حضرت علي (نهج البلاغه/١٠٨ خطبه) و ايي:

((څوک چې له څه سره مينه وکړي او د زړه هيله يې ورپسې سرغړاندې شي؛نو دا مينه يې د ړندېدو او د اروا د رنځ لاملېږي.))

له دې ړندېدو مراد دادى،چې د پېښو په تيارو کې،چې لارښوونې، د عقل رڼا او سول ته اړتيا ده؛نو دى به يې نه ګوري.مينه،کينه،دوستي او دښمني د ورمند پر څرنګوالي اغېزمن دي. شاعر وايي:

و عين الرضا عن کل عيب کليلة کما ان عين السخط تبدى المساويا

يعنې کوم ليدل،چې د خوښۍ او "ښه وينۍ" له مخې وي؛نو ټولې نيمګړتياوې پوښي او که کوم کتل د دښمنۍ او کينې له مخې وي؛نو ټولې نيمګړتياوې راښکاره کوي.

له همدې امله انسان هغو څيزونو ته د ستاينې په سترګه ويني،چې خپل يې دي او د شيخ د سعدي د وينا له مخې: (( هر کسى را عقل خود به کمال نمايد و فرزند خود به جمال.)) په انسان کې له ځان سره د مينې غريزه ده،له ځان سره تر هر چا او هر څيزه ډېره مينه کوي او تل هغه څيزونو او چارو ته د ښه وينۍ په سترګيو ويني،چې خپل يې دي او يا ورپورې اړوند دي؛يعنې د ځان او هغو څيزونو په هکله داسې ورمند کوي،چې زړه يې خوښ وي؛نه داسې،چې حقيقت وي.انسان خپل بد خويونه ‌ښه او خپلې ناوړه چارې ښېګڼې ګڼي.

أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (فاطر/٨)= ايا نو هغه څوك چې خپلې ناوړه كړنې ورته ښکلې شوي او هغه ښې او ښكلې ويني (د هغه چا غوندې دى،چې واقعيات څنګه چې دي هماغسې مومي)؟! نو په حقيقت كې د خداى چې چاته خوښه شي،بې لارې كوي يې او چاته چې يې خوښه شي،سمه لار و رښيي؛نو ته خپل ځان پر هغوى د ډېر غم او افسوس له امله له لاسه مه وركوه؛ځكه خداى د هغوى پر کړنو ښه پوه دى.))

((تَاللّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (نحل/٦٣)=پر خداى قسم، تر تا مخكې امتونو ته مو هم (استازي) لېږلي دي (؛خو) شيطان د هغوى ناوړه كړه ورته ښايسته كړل او نن يې هغه پالندوى دى او هغوى ته درد ناك عذاب دى .))

((قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا. الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (کهف/١٠٣،١٠٤)= ايا ډېر زيانکارى انسان در په ګوته کړو؟ هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوي دي؛خو پخپله انګېرې چې ښه كارونه كوي.

امام علي (نهج البلاغه/١٧٤ خطبه) وايي:

((مؤمن به ماښام سهار او سهار به ماښام نه کړي؛خو دا چې پر خپل نفس او کړنو بدګومانه وي او هره شېبه احتمال ورکوي،چې ناوړه چار به ترې وشي.))

که انسان دې مرحلې ته ورسېد،چې واقعاً پر خپل نفس بدګومانه شي او ځان د ګناه کولو د بلا په خوله کې وويني،چې ناوړه چار به ترې وشي؛نو پخپله پر ځان پام کوي او د نفس د يرغل او زياتي مخه نيسي؛خو افسوس دې د هغو پر حال وي،چې تل له ځانه خوښ او ځان ته ښه وينى-خوشبين وي.

نو له همدې ځايه جوتېږي،چې کله انسان ته داسې حالت پيدا کېږي، چې د ورمند ځواک يې رنځور شي،ناسم ورمندون کوي،له عدالته وځي او د عقل خپلواکي يې له منځه ځي.که عقل او آندنه د زړه د هيلو تر واک لاندې شو؛نو نه يوازې په ژبه؛بلکې په زړه او ضمير کې هم واقعاً ځان پاک او بې نيمګړتيا ګڼي؛ځکه داسې انسان ازاد فکر او عقل نه لري،چې هر څه هغسې وويني،چې حقيقت دى؛لکه څنګه چې د انسان لاس او پښې لا ازادې نه وي؛نشي کړاى حرکت وکړي؛ عقل او فکر هم همداسې دى.د پښو او لاسونو بنديتوب خو داسې دى،چې په پړي يا زنځير يې وتړې او د عقل بنديتوب داسې دى،چې د زړه هيلې سرغړنده شي او له ځاني غوښتنو،تعصب او پېښو (تقليد) نه عقل ته زولنې او لاس کړۍ جوړې کړاى شي.

قرآن کريم د رسول اکرم (ص) په ستاينه کې وايي:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/١٥٧)= هغوى چې (د خداى د استازي ،" ُامي " پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(همغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امر كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي،دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

دا دروند پېټى،زولنې او زنځيرونه هماغه دي،چې د خلکو عقل او روح يې بنديوان کړى،چې د خداى رسول لرې کړل. == ځان ته ښه ويني او بل ته بدويني ==

زموږ د ټولنې د نه پرمختګ يو لامل دادى،چې کله ځان ته ګورو؛نو د ښه وينۍ په سترګه ګورو؛خو بل ته بدويني يو،چې په پايله کې په خپلو تېروتنو کې ځان ګرم نه ګڼي او تل د تېروتنو پړه پر نورو اچوي؛ټول د ټولنې د عدالت پر تمه دي؛خو څوک هم داسې نه انګېري،چې ټولنيز عدالت هله لاس ته راځي،چې وګړي يې عادل وي.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (نساء/١٣٥) = مؤمنانو! په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم (دا ګواهي) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي، يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات د هغه خيرغوښتونكى د‌ى،چې ملاتړ يې وكړي؛نو ځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ،چې له حقه كاږه شئ او كه (حق) مو واړاوه يا له حق ويلو مو ډډه وکړه؛نو بېشكه څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى.))

د ديني روزنې يوه ګټه همدا ده،چې انسانان په باطن او ضمير کې عادل کړي؛البته د هغو دوو تنو ترمنځ توپير دى،چې يو ايمانوال وي او خداى پر خپلو ټولو چارو او نيتونو څارنوال او شاهد وګڼي او هغه بل يوازې د ټولنې د مصلحت لپاره کوم چار کوي .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (مائده/١٠٥)= مؤمنانو! خپل ځانونه څارئ،كه تاسې پخپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بي لاري تاسې ته زيان نشي رسولاى،تاسې ټول د خداى لوري ته ورګرځئ ،بيا به هغه تاسې خبر كړي، چې (په دنيا كې) موڅه كول ؟)) پوهېږو،چې په اسلام کې د نورو پر چارو څارنه فرض ده (پېغمبر اکرم وويل : کلکم راع و کلکم مسوول عن رعية- (جامع الصغير٢/٩٥)؛خو بلخوا هر څوک بايد دا شيطاني آنده له ماغزو وباسي،چې ټولنه فاسده او نور خراب دي؛د نورو خرابېدل او بې لارېتوب،د خداى په نزد زموږ ناوړو چارو ته مخونه نشي ورکولاى او دا د انسان د نفس يوه ځانګړنه ده،چې خپله پړه پر نورو اچوي. == د تعقل او آندنې روږد ==

که انسان غواړي ځان د جسم،اروا،عقل،ايمان،دنيا او آخرت د تباه کوونکيو شهوت له منګولو وژغوري؛نو بې له دې بله چاره نه لري،چې د عقل ځواک پياوړى کړي او ددې ځواک د پياوړي کولو يوه لار داده، چې په چارو کې پر آندنه-تفکر او تعقل روږد شي او په هوډنيونه کې ځان له بيړي وژغوري.

يو سړى رسول اکرم (ص) ته راغى،و يې ويل: نصيحت راته وکړه.و يې ويل: که درته و يې کړم؛عمل به پرې وکړې؟سړي وويل: هو! او درې ځل دا پوښتنه او ځواب تکرار شو او پر څلورم ځل رسول اکرم وويل: (( هر مهال،چې دې د کار هوډ ونيو؛نو عاقبت يې په پام کې نيسه.))؛يعنې د کار هوډ دې،چې ونيو؛لومړى تدبر او آندنه وکړه او عاقبت او پايله يې وسنجوه؛که وده او لارښوونه پکې وه؛نو و يې کړه او که شر او بې لاري پکې وه؛نو ځان ترې لرې کړه.

له دې سړي د پېغمبر اکرم دا ډول ژمنه اخستل ښيي،چې رسول اکرم خپلې دې غونډلې ته خورا ارزښت قايل و،چې بايد پر فکر او آندنه روږد شو او د هر چار تر کولو د مخه ښه يې واړو راواړو او عاقبت او پايله يې وسنجوو.

انسان بايد له سول لاروي وکړي؛نه له احساساتو.هر کار،چې انسان د سول له مخې کوي؛نو لرليد او وړاندويينه يې ورته کړې وي او د خپل عقل رڼا يې پر شاوخوا يې اچولې وي؛خو د احساساتو له مخې په کار کې داسې نه وي،چې د داسې چارو پايله هم ښه نه وي.

هر څومره،چې يو وګړى يا ملت د کمال او پرمختګ پر لار ځي؛په تدريج له احساساتو نه سول ته رااوړي.د سول حکومت ته نږدېدل او د احساساتو له واکمنۍ راوتل، د روح د پخېدو او تکامل ښکاروندى دى. انسان په ماشومتوب کې له بې منطقه احساساتو ډک وي؛ نو ځکه نه ځان ساتلى شي او نه خپل مصلحت سنجولاى شي ؛نو ځکه دي،چې د ماشوم د احساسات په خپله ګټه کارولاى شو؛خو څومره،چې د انسان عمر تېرېږي او تجربه يې ډېرېږي؛د انسان په وجود کې سول پياوړى کېږي.

البته يوازې د عمر او وخت تېرېدل بسيا نه دي،چې د سول او تعقل خاوند شي؛ددې اخلاقي فضيلت لاس ته راوړل هم د نورو اخلاقي فضايلو په څېر کړاو او مجاهدت ته اړتيا لري.لومړى داچې علمي او فکري پانګه غواړي او دويم داچې د څه وخت لپاره په چارو کې هڅه وکړي،چې ډېر فکر وکړي او څو يې د کار ټول اړخونه او پايله نه وي سنجولي؛په احساساتو دې يو کار ته نه ورغاړې وځي.

پاک نبي (ص) وايي: (( زه مې د خپل امت لپاره له بېوزلۍ نه وېرېږم؛ بېوزلي داسې رنځ نه دى،چې درملنه يې ستونزمن چار دى؛امت ته مې له ناوړه تدبير او د سول او استدلال له لږوالي ډارېږم.))

يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: "مه غوسه کېږه." هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل کې ول.دې سړي هم د خپل روږد له مخې،له خپل ټبره د ملاتړ په پار وسله وال شو؛ خو په همدې مهال د رسول اکرم خبره ورياده شوه،چې مه غوسه کېږه. غوسه يې سړه کړه او په فکر کې شو،سول يې راويښ شو،له ځان سره يې وويل: ولې بايد دا دوې ډلې انسانان يو بل ووژني؟ د دښمن ليکې ته ورنږدې شو او هغه څه يې پر ځان ومنله،چې مقابل لوري د تاوان په توګه غوښتل . مقابل ټبر هم،چې ددې سړي سړيتوب او پت وليد؛نو د تاوان له غوښتو پر شا شول او هغه لانجه په سول او عقل پاى ته ورسېده،چې احساساتو راولاړه کړې وه.


== له پسرلي زده کړه تجدد او تنوع ته لېوالتيا ==

انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې نه غواړم نن پر دې ويينه وکړم.

ځينې انګېري،چې دا د بشر ذاتي ځانګړنه ده.بشر تل هغه څيزونو ته لېوالتيا او هيله يې لري،چې نه يې لري.درلودل د مينې،لېوالتيا او غوښتلو قبر دى؛خو ځينې نور پخه څرګندونه لري . وايي: که واقعاً يو څيز د بشر غريزي او ذاتي مطلوب وي؛نو ناشونې ده،چې نښلون-وصال يې سوړ او مړاوى کړي.د بشر په سټه کې بشپړ معشوق او محبوبه ده؛هغه محبوب،چې لايتناهي کمال دى.په هر محبوب پسې، چې ځي،په حقيقت کې د اصلي او واقعي محبوب نښه پکې ويني او د اصلي محبوب په ګومان ورپسې ځي؛خو تر وصال وروسته داچې د اصلي محبوب نښـې پکې نه مومي او احساسوي،چې دا موجود نشي کړاى د وجود تشه يې ډکه کړي؛نو په بل محبوب پسې ځي او همداراز.....خو يوه ورځ به له خپل واقعي او اصلي محبوب سره يو ځاى شي؛هغه له ناپايه کمال سره په وصال خپل واقعي کمال ته ورسي او په بشپړه نېکمرغۍ کې ډوب شي او همېشه ارامي مومي او هېڅکله به ستړيا،مړاويتوب او خپګان ورته لار نه مومي .

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ(رعد/٢٨)= همدغسې خلک هغوى دي،چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د "الله" په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

هو ! د خداى په ياد زړه ارام مومي.

قرآن کريم د جنت په هکله وايي:((خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا(کهف/١٠٨) =هلته به تل اوسېږي او له هغه ځايه هېڅ لېږد نه غواړي .))

يعنې د دنيا او اخرت د نعمتونو توپير دادى،چې انسان په دنيا کې بدلون غواړي؛خو په آخرت کې د بدلون غوښتل او نوي کېدل نه وي.

په هر حال څرګنده ده،چې انسان په دې دنيا کې د تجدد او تنوع غوښتونکى دى.تجدد د خاطر د انبساط او زرغونېدو لامل دى، په تېره بيا که دا تجدد او تنوع د ژوند او د ژوند د تازه کېدو په لوري کې وي. تجدد او تنوع له ذهنه خپګان او زړه تنګي لرې کوي.

په تشريع کې هم دې ټکي ته پام شوى؛په اونۍ کې يوه ورځ او په کال کې يوه مياشت عبادت ته ځانګړې شوې؛يعنې تشريع د تکوين ښه راغلاست ته ورغلې ده. د جمعې ورځ په اونۍ کې او د رمضان مياشت په کال کې له له مادي دوړو د مانيز ژوند پاکول دي.

په روايت (کافي ٢/٦٣٠) کې راغلي: ((هر څه پسرلى او د نوي کېدو فصل لري؛پسرلى او د ايمانوالو په زړونو کې د قرآن د ژوند د نوي کېدو فصل د رمضان مياشت ده.)) حضرت علي (ک) وايي: (( قرآن زده کړئ،چې د زړونو پسرلى دى.))

طبيعي پسرلى لمر رامنځ ته کوي،چې د څه مودې لپاره له ځمکې لرې و او اوس په خپله تودوخه بيا مړ طبيعت راژوندى کوي او مړه ځمکه راويښوي او د قرآن ځلنده لمر په مړو زړونو او مړاويو ارواحو کې مانيز پسرلى راټوکوي. هم بايد له مانيز پسرلي ګټنه وشي او هم له طبيعي پسرلي. رسول اکرم (ص) د مانيز پسرلي- رمضان _ په هکله وايي:((له خدايه په پاک زړه او رښتينو نيتونو وغواړئ،چې د بندګۍ او الهي کتاب د تلاوت توفيق درکړي.))وګ:(عيون اخبار الرضا١/٢٩٥)

له پسرلي د انسان برخه[سمول]

په قرآن کريم کې د ځمکې د بيا راژوندي کېدو په هکله څو ځل يادونه شوې؛خو د زده کړې او د بشر د لارښوونې لپاره له دې فصله بايد څه ګټنې وشي او الهام ترې واخستل شي. د ځمکې ټوله اولاده له بوټي نيولې تر څارويو او انسانانو په دې ژوند ورکوونکي فصل کې برخه او حق لري : په دې فصل کې ګلان او شنه بوټي ځان د کمال ودې ته رسوي. څاروي ځان اوبو او وښو ته رسوي او ځان چاغوي او مستي کوي .

انسان هم داچې عقل پوهه ،احساسات او عواطف لري؛نو له دې عام فيضه څه برخه لري؛نو د انسان برخه څه ده؟

ځينو خلکو ته د پسرلي ژوند ورکوونکى فصل الهاموونکى دى،زده کړه ده او رمزونو،ټکيو او حقيقتونو ته پکې رسي؛خو په خواشينۍ، چې له دې فصله د نورو ګټه يوازې د يو څاروي هومره وي او څه الهام نه اخلي او له دې فصله يې برخه يوازې جنايت،انسان وژنې، اخلاقي فساد او د انساني بريدونو ماتول .

په هر حال پسرلى د ځمکې د بيا راژوندي کېدو فصل دى؛د ځمکې د خوشحالۍ او تازه کېدو فصل دى؛هغه فصل دى،چې ځمکه پکې په تازه شرايطو کې واقع کېږي او دې ته چمتو کېږي،چې ستر الهي نعمتونه بيا ورکړل شي.

په قرآن کريم کې دا حالت پينځلس ځل ياد شوى،چې ځمکه پکې بيا راژوندۍ کېږي؛خو د زده کړې او ښوونې په نامه.

د ژوند آثار او حقيقت[سمول]

دا چې د ژوند حقيقت څه دى،تر اوسه د بشر پوهې ترې پرده نه ده اوچته کړې او د ځينو څېړونکيو د وينا له مخې: کله به هم له دې رازه پرده اوچته نشي؛ځکه ددې ډلې په ګروهه : د ژوند او وجود حقيقت يو دى او لکه څنګه چې د وجود حقيقت د تعريف او انګېرنې وړ نه دى؛د ژوند حقيقت هم د تعريف او انګېرنې وړ نه دى او لکه څنګه چې د وجود حقيقت شديدې او ضعيف،اشدې او اضعفې درجې لري،د ژوند حقيقت هم داسې دى.هر موجود،چې له وجوده څومره ګټه لري،د ژوند له حقيقته برخمن دى. د ځمکې او بل هر مړ موجود ژوندي کېدل دا دي : د ژوند يو لوړه او پشپړه درجه لاس ته راوړل. مطلق مړى نشته؛مطلق مړى،مطلق له منځه تلل دي.

په عين حال کې،چې بشر ته د ژوند حقيقت مجهول دى او يا د درک وړ نه دى؛د ژوند او ژوندون آثار ورته تر هر څه ښکاره او څرګند دي. سره له دې،چې خپله ژوند نه احساسوو_؛يعنې په خپله ژوند نه ګورو،نه يې لمسوو او نه يې څکو_؛خو آثار يې ګورو او لمسوو يې.د ژوند آثار ښکاره دي او ژوند پخپله باطن دى؛موږ له دې ظاهره پر هغه باطن پوهېږو او له دې "قشر" او "پوټکي" هغه "لُب" او "زڼي" ته رسو.

نامحسوس حقايق[سمول]

په نړۍ کې ځينې کسان راپيدا شول،چې و يې ويل: موږ يوازې پر هغو څيزونو ايمان لرو،چې و يې وينو او يا يې په خپل يو حس، حس کړو او هغه څه نشته،چې محسوس نه دي؛نو وايو طبيعت شته؛ځکه نېغ په نېغ د لمس او احساسولو وړ دى او "له طبيعت هاخوا" نشته؛ځکه چې د لمس او احساسولو وړتيا نه لري.

دا منطق-سول په خپل حد کې نيمګړى دى؛ځکه ولې او په څه دليل هغه څه نشته،چې زه يې نه احساسوم؟ په دې څرګندونه کې بله ستره نيمګړتيا داده،چې په خپله طبيعت کې داسې څرګند او نه منکرېدونکي حقايق شته،چې موږ په خپلو حواسو نه دي درک کړي؛خو له وجودي آثارو مو پېژندلي دي،چې يو له هغوى ژوند دى او پکار نه ده،چې هر څه نامحسوس دې،"له طبيعت په هاخوا" پورې اړوند وي. "له طبيعت هاخوا" نامحسوس دى؛خو هر نامحسوس "له طبيعت هاخوا" نه ګڼل کېږي.

آيا موږ په خپله جسم او ماده نېغ په نېغې احساس او لمسوو؟ څه چې نېغ په نېغه زموږ حواس يې درک کوي؛رنګ،ډول،بڼه،اندازه،څومره والى ،تودوخه،زيږتوب او يا نرموالى دى،چې دا يو هم کټ مټ په خپله ماده نه ده او دا ټول د مادې عوارض او آثار دي .طبيعي ژوند،چې ځمکې او اولاد ته يې پيدا کېږي،څرګند حقيقت؛خو ورسره نامحسوس دى او داچې موږ يې په آثارو،ځلاوو او تجلياتو کې ډوب يو؛نو انګېرو،چې نېغ په نېغ حواس مو له مادې سره سرو کار لري.موږ په ګل کې څه وينو؟ وده،تازه توب،رنګ او ښه بوى او د همدې چارو د شتون له امله حکم کوو،چې ژوند پکې پيدا شوى دى.ددې ګل د باطن په اړه ورمندون مو،چې هماغه د ژوند حقيقت دى،په ظاهري حواسو نه دي؛ په يو بل ځواک دي،چې هغه هم زموږ باطن شمېرل کېږي.موږ په خپل ظاهر او پوټکي _؛يعنې په خپلو بدني حواسو او بدني اوزارو_ د عالم ظاهر او پوټکى درک کوو او په خپل باطن او زڼي _؛يعنې په خپل عقل او ضمير_ څه نا څه د عالم له باطن او زڼي سره اړيکه پيدا کوو؛يعنې نامحسوس حقايق درک کوو.

په قرآن حکيم کې "لُب"[سمول]

په قرآن کريم کې يو لطيف تعبير دى،چې کله غواړي د ظاهرو تر پردې لاندې د حقايقو په باب ويينه وکړي،وايي:((اولوا الالباب دا حقيقت مومي؛يعنې د لُب خاوندان. لُب؛يعنې سوچه ماغزه،چې له پوټکي جلا شوي وي. "المنجد" (يوه ډکشنري ده) وايي: (( اللب خالص کل شىءٍ،العقل الخالص من الشوائب.)) "راغب اصفهاني هم د غريب القرآن په مفرداتو کې وايي: (( اللب العقل الخالص من الشوائب.))؛يعنې لُب هغه عقل ته وايي،چې له ناخالصو جلا شوى وي ( د لرو پښتنو په تعبير:چې ملاوټ پکې نه وي) نه وايي: له شوائبو تش عقل،وايي سوچه عقل؛يعنې له شوائبو جلا شوى؛ځکه په پيل کې،چې واقعاً د انسان فکر خام وي؛نو محسوسات،تخيلات او معقولات سره ګډ وي او عقل ته هغه مهال "لُب" ويل کېږي،چې له خيالونو،محسوساتو او مقهوريته سوچه شي.

انسان که په پوهه او معرفت کې کامل شي؛نو عقل يې له حس،وهم او خيالونو خپلواکېږي او ددې په احکامو کې نه تېروځي او سره يې نه ګډوډوي؛نو دا مهال دې سړي ته ((لبيب)) ويل کېږي؛يعنې هغه سړى،چې عاقله ځواک يې خپلواکي تر لاسه کړې ده.

عارفان وايي: د انسان د وجود پړاوونه د عوالمو له وجود سره متطابق دي؛انسان په خپل وجودي مراتبو کې جبروت،ملکوت او ناسوت لري او د خپل وجود او هستۍ په هر پړاو کې کړاى شي د ټوليز عالم له يوې مرتبې او درجې سره په اړيکه کې شي.

د انسان فکر او عقل ته همدا حواس سټه ورکوي او د ځواک تومنه پکې اچوي؛معقولاتو ته د رسېدو لار په محسوساتو کې تېره شوې ده. قرآن کريم په همدې محسوساتو کې د تدبر سپارښتنه کوي؛ځکه له همدې محسوساتو بايد معقولاتو ته ورسوو او نه ښايي د محسوساتو په عالم کې تم شو:

((اِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ(آل عمران/١٩٠،١٩١) = په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په   پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي . هغوى چې خداى  په ناسته، ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(بې موخې)  نه دي پيدا كړي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته .))  
    

يعنې د اسمانونو او ځمکې په پيدايښت او د همدې تنې په مشاهدې کې داسې نښې او دلايل شته،چې هستي زڼى لري؛خو هغوى ته،چې په خپله لُب او زڼى لري او له حسه پاک سوچه شو،پياوړى عقل لري.څوک چې خداى په خپل زړه کې يادوي او په خپل لُب او زړه کې يې د هستۍ له روح سره اړيکه پيدا کوي،په ګردو حالاتو کې کې هغه يادوي؛په ولاړه،ناسته،ملاسته،سستۍ او سختۍ کې په ټولو حالاتو کې په هستۍ کې فکر کوي؛هغه ځان ته رسي،چې د موجوداتو په غايي حرکت پوه شي او پوهېږي،چې چټي او عبث نه دى؛پخپله هم عبث نه دي پنځول شوي او قيامت او د کړنو پايلو ته رسېدل په لار کې دي .

په بل ځاى کې وايي: ((فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/١٧،١٨)= نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دا هغه خلك دي، چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي.))

انسان په غوږ خبره اوري،غوږ زموږ د بدن يو حس دى او غوږ ته توپير نه لري،چې څه اوري او د خبرو تميزول،توپيرول او چاڼول د غوږ دنده نه ده؛ خو په انسان کې يو بل ځواک دى،چې د غوږ اورېدلي څېړي، توپيروي او چاڼوي يې او هغه ځواک باطن او نامحسوس دى؛نه ظاهر او محسوس او دنده يې محسوسه نه؛بلکې نامحسوسه ده.

هو ! انسان په خپل پوټکي،ظاهر او محسوسه برخه د نړۍ له پوټکي، ظاهر او محسوساتو سره اړيکه ټينګوي او پخپله زڼي،ماغزه او نامحسوسه برخې د نړۍ له باطنو او نامحسوسو سره اړيکه ټينګوي. يو سړي اميرالمؤمنين علي وپوښت: خپل خداى دې ليدلى دى؟ امام وويل: ما د هغه خداى عبادت نه دى کړى،چې ليدلى مې نه دى. هو ! خداى ليدل کېږي؛خو نه د سر په سترګو. سترګه دې چار ته اوزار نه دى او دې چار ته نه ده پنځول شوې او خداى د ايمان په رڼا په روښانه زړه ليدل کېږي او د زړه سترګې دي،چې هغه شهودولاى شي. (وګ:توحيد صدوق/٣٠٥ او همداراز:نهج البلاغه/١٧٨ خطبه.)

د حواسو محدوديت[سمول]

د انسان بدن او جسم خورا محدود دى؛په ځانګړيو شرايطو کې پاتې کېداى شي؛د هوا په ځانګړې درجه،تودوخه،خوړو او د ځانګړې وخت لپاره خپل ژوند ته دوام ورکولاى شي؛خو په خپل باطن کې دا بريدونه او قيودات نه لري او دا شرطونه او کچې ورته نشته او که انسان په خپل روح کې دې بڼو،شکلونو او قالبونو ته متقدر او متعين و؛نو نه يې شو کړاى،چې ټوليز او نامحدود مرسل _؛يعنې همدا ټوليز قواعد،چې په طبيعي علومو او رياضي کې دي_ درک کړي؛داځکه چې د جسم په برخه کې محدود،متعين او متقدر دى؛هر څه چې په جسماني اوزارو؛يعنې په يو حس درک کوي،محدود او متعين دي او بې د محدودو له درکولو بله چاره هم شته او همدا محدود،نامحدود ته د رسېدو لار ده.بشر له محدوده،نامحدود ته،له جزيي نه ټوليز ته او له نسبي نه د مطلق پر لور روان دى. ناشونې ده،چې انسان وکړاى شي نامحدود په خپل يو جسماني حس درک کړاى شي؛خو کړاى شي په نامحدود کې تعقل وکړي.انسان کړاى شي پر بصيرت او غيرجسماني سترګه،نامحدود شهود کړي؛خو ناشونې ده،چې نامحدود په محدود او نامتعين په متعين کې ځاى شي.

مولانا جلال الدين بلخي وايي:

چشم حس همچون کف دست است و بس

نيست کــــــــــف را بر همـــــــه آن دســـترس

دا بيت يې د يو مثال په ترڅ کې د همدې موضوع؛يعنې د ادراکاتو د محدوديت لپاره راوړى دى.

په "هندوستان" کې يې،چې خلکو ته "فيل" راوړ؛دې خلکو د فيل نوم اورېدلى و؛خو ليدلى يې نه و او دا فيل يې په تياره کې ودراوه.خلک ورتلل او "فيل" يې په تياره کې په لاس لمساوه او راوتل او په هکله يې ورمند کاوه.د يوه لاس د "فيل" پر "خرطوم" لګېدلاى و؛وپوښتل شو:فيل څرنګه و؟ و يې ويل:د "ناوې" په څېر و.د بل لاس،چې د فيل پر غوږ لګېدلاى و؛و يې ويل،چې فيل د "بادپکي" په څېر دى.د بل لاس،چې د فيل په پښه لګېدلى و؛و يې ويل،چې فيل يو عمودي شکل دى او د بل لاس،چې د فيل پر شا لګېدلى و؛و يې ويل،چې فيل د تختې په څېر دى.


== قرآن کريم او پسرلى ==

قرآن کريم وايي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ . ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (حج/٥،٦)= خلكو! كه تر مرګ وروسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ چې:) موږ تاسې له خاورې پيداكړي ياست، بيا له څاڅكي،بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې) بيا له يوې بوټۍ غوښې،چې ځينې يې شكل او خلقت لري او ځينې يې بې شكله وي .( دا موږ ددې لپاره ښيو) چې تاسې ته څرګنده كړو (چې موږ پر هر كار قادر يو )او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې پورې يې (د ميندو) په رحمونو(زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا تاسې د يو ما شوم په بڼه راباسو،بيا موخه دا ده چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسېږئ، په دې ترڅ كې (له تاسې) ځينې مړه كېږي او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسېږي؛داسې چې پر هر څه تر پوهېدو ورسته، بيا پرهېڅ نه پوهېږي (بلخوا) او ته ( په ژمي كې ) ځمكه وچه او شاړه وينې؛خو چې كله پرې باران ووروو؛نو خوځېږي او ډډه شي او هر ډول ښكلي (بوټي) راټوكوي . دا له دې امله دي، چې ( پوه شئ) الله حق دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او پر هرڅه قادردى .))

د نړۍ په ټولو موجوداتو کې ساه کښ دي او که بې ساه؛يو ډول همغږي او حساب و کتاب ليدل کېږي،چې هستي د يو بدن په څېر څرګندوي. ددې بدن د غړيو تر منځ تړون او همغږي ده او ښيي يو ټوليز مشيت او تدبير په ټوله هستۍ کې شته،چې ټولې هستۍ ته وحدت او همغږي ورکوي؛ ښيي ددې هستۍ برخې خوشې ايله نه دي او د هستۍ حالات دلالت کوي،چې د هستۍ هر برخه د يو مېخ،پېچ يا لولې (نټ او بولټ) په شان دى،چې په يوه کارخانه کې ايښوول شوي دي او سره له دې،چې ځان ته يوه دنده لري،کار يې د کارخانې په نورو برخو پورې هم اړوند دى او کوم تعبير،چې په قرآن شريف کې راغلى،د نړۍ ټول موجودات د يوې ارادې او مشيت ((مسخر او ايل)) دي. دا هماغه لار ده،چې په هستۍ کې د نظم او انتظام له لارې،پر ناظم او نظم ورکوونکي منښته کوي؛انسان له دې لارې خداى د نظم،صنع او اتقان په ځلاوو کې ويني.

د ساه کښو په اړه يوه بله ښوونه هم ده او هغه داچې خداى مړيو موجوداتو ته ژوند ورکوي؛يعنې پر نظم او انتظام سربېره،هغه کمال او حقيقت ورکوي،چې نه يې لري. د هستۍ مړو ذرو ته،چې په هره بڼه،چې نظم او اوډون ورکړو؛نظم نشي کړاى هغه حقيقت شته کړي،چې نشته؛خو د ساه کښو په اړه يوازې نظم او بڼه نه ده؛بلکې هغه حقيقت پکې اضافه کېږي،چې وجود يې نه درلود.

په مړې ماده کې ژوند نشته؛ژوند پکې راپيدا کېږي.شعور او ادراک پکې نشته؛شعور او ادراک پکې راپيدا کېږي.مينه او محبت په کې نشته؛مينه او محبت پکې پيدا کېږي.عقل او هوښياري پکې نشته؛ عقل او هوښياري پکې پيدا کېږي او دا ټول پکې پيدا کېږي.دا دى،چې موږ په ژونديو ژويو کې خداى د بښنې،فياضت،تکميل او د وجود د کمال په زياتولو،د قبض او بسط په جامو،ژوندي کولو او مړه کولو ورکړه او اخستو،شته کولو او منځه وړو په جامه کې وينو.

په دې اړه آيتونه درې ډلې دي:يوه ډله هغه آيتونه دي،چې د ځمکې راژوندي کول د توحيد لارښود بولي . بله ډله آيتونه دا چار د قيامت بېلګه ښيي او په درېمه ډله آيتونو کې توحيد او قيامت دواړو ته پکې اشاره ده. ==

قرآن کريم  او آندنه == 

فکر او تدبر ته رابلنه د قرآني ښوونو يو آر دى؛د خداى په مخلوقاتو کې د پنځونې د اسرارو د پوهېدو په موخه آندنه-تفکر،د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره په خپلو کارو کې آندنه،د تېرو خلکو په ژوند او تاريخ کې آندنه،چې پوه شو خداى د بشري ټولنو لپاره کوم قوانين وضع کړي ول.

آندنه که رغۍ وي؛نو اسان چار دى او څه پايله به و نه لري؛خو که علمي او د څېړنو او مطالعې پر بنسټ وي او لږ تر لږه انسان وغواړي د انديالو او پوهانو فکري آثار په ځير مطالعه کړي؛نو دا ستونزمن؛ خو ګټور چار دى او د انسان روح ته ستره پانګه او زېرمه ګڼل کېږي.

د اسلام اصلي بنسټ او رکن توحيد دى.توحيد خورا ستر فکر دى، چې د بشر ذهن ته راغلى دى،ډېره ځيرنه غواړي او ددين په اصولو په تېره بيا توحيد کې تقليد غندل شوى او څېړنه پکې لازمه شوې ده؛نو دا دين ناچار دى،چې آندنه،تدبر،څېړنه او پلټنه فرض کړي او د خپلو آيتونو مهمه برخه دې چار ته ځانګړې کړي او همدا کار يې کړى هم دى.

قرآن کريم د تفکر موضوع مطلقه او مبهمه نه ده پرېښې او داسې يې نه دي ويلي،چې ولاړ شئ او فکر وکړئ،که په هر څه کې ول پروا نه کوي؛فکر وکړئ او په ټوليزه توګه آندنې ته موضوع درکوي.د بېلګې په توګه : د بقرې د سورت په ١٦٤ آيت کې وايي:

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ = سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او پر هغوى مړه ځمكه را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي، چې عقل لري او له پوهې كار اخلي .))

(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ؛يعنې د اسمانو، ځمکې او د شپې او ورځې په راتګ کې څېړنه وکړئ،د ستورو پر نظام ځانونه پوه کړئ،د ځمکې او پوړونو په اړه څېړنه وکړئ او همداراز ځانونه پوه کړئ،چې په څلرويشت ساعتو کې څرنګه د لمر او ځمکې د ځانګړي وضعيت له امله شپه او ورځ په يو بل پسې راځي؛ددې موضوعاتو په شاوخوا کې څېړنه وکړئ او د هئيت او ستورپوهنې پوهې رامنځ ته کړئ او په ځمکپوهنه پوه شئ . وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ دا کشتۍ،چې په اوبو کې حرکت کوي او بشر ترې ګټنه کوي او لرې لرې واټنونه پرې وهي او له هغو استعدادونو ګټنه کوي،چې ورکړي مو دي؛سمندر او بېړۍ او د بېړۍ نه ډوبېدل او هغه ګټې،چې بشر له بېړۍ چلولو کوي؛نو دا ټول د يو دقيق نظم،حساب او قانون له مخې دي او بشر پرې هله پوهېداى شي،چې له نږدې يې وڅېړي او ورسره اشنا شي. وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا.دا د باران اوبه،چې را کوزېږي او خداى پرې مړې ځمکې راژوندۍ کوي؛په زرونو رمزونه او رازونه پکې دي او يوازې انديالان،څېړونکي او هغوى،چې په دې اړه فکر کوي،کړاى شي په دې رمزونو او رازونو پوه شي او په جوي حالاتو او کائناتو وپوهېږي،د باران پر ځانګړنو پوهېږي او بوټي پېژني. وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ. د بادونو لګېدل او په اسمانو کې په حرکت ورېځې،په دې ټولو کې د خداى د صنع او حکمت نښې دي؛خو د هغوى لپاره،چې په خلقت کې تعقل،تدبر،څېړنه،پلټنه او فکر کوي.

که چا يو کتاب ليکلى وي؛خو ليکوال يې مو نه وي ليدلى او بيا ليک درته راواستوي او پکې وليکي،چې که ما پوره پېژندل غواړې؛ نو کتاب مې ولوله او په تېره بيا د هغه کتاب يو لړ څپرکي دروښيي،چې هرومرو يې ولوله؛نو روښانه ده،چې که د کتاب دا څپرکي په پوره ځيرنه او څېړنه ولولو او پرې د ځان پوهولو لپاره، بايد د کتاب په ژبه ځان پوه کړو؛بايد ښوونکي او هغو کتابو ته مراجعه وکړو،چې ددې کتاب الفباء ېي پکې توضيح کړې وي او څرګنده ده،چې يوازې د کتاب جلد ته په کتو نه شو کړاى د کتاب ليکوال وپېژنو.

سرسري مطالعه داسې مثال لري؛لکه يوازې د کتاب جلد ته کتل،چې انسان به پرې پوه نشي.

اندنه؛معلوماتي شننه او تجزيه ده،چې لومړي ذهن ته پيدا کېږي؛د لامبو په څېر دى،چې انسان يې د اوبو له دې خوا د اوبو هاخوا ته کوي؛نو يو لړ معلومات بايد وي،چې انسان اندنه وکړاى شي؛اوبه بايد وي،چې انسان پکې لامبو ووهي.

څوک چې د يو ګل بوټى پوره پېژني او د هغه د ريښې،ډنډرکي، پاڼو، د خوړو څرنګوالى،ساه ايستل،ودې او له توليد مثله يې خبر وي،کړاى شي اندنه پکې وکړي او پر هغه قدرت،علم،حکمت، تدبير او تقدير وپوهېږي،چې پکې کارول شوي دي؛خو څوک چې يوازې د ګل بڼه او حجم ګوري له دننني رازه يې خبر نه وي؛نو په دې ګل کې له هغه تفکر بېوسى دى،چې د نړۍ له واکمن تقدير او تدبير سره يې پر اړيکه وپوهېږي.

علم د تفکر تومنه ده.وايي پر يو څيز امر پر سريزې يې امر دى او دا چې اندنه بې له علمه نه کېږي؛نو په اندنه امر،د اندنې پر پانګې امر دى؛يعنې د مخلوقاتو په باب سم معلومات لاس ته راوړل هم دي. مطلب دادى،چې قرآن نه يوازې خلک اندنې ته هڅولي؛بلکې د اندنې موضوعات يې هم ټاکلي دي.

له اسلامي تفکره د مسلمانانو کږېدل[سمول]

په خواشينۍ،چې د اسلام په تاريخ کې داسې بهيرونه راپيدا شول،چې د هغه څه پر خلاف ولاړل،چې زموږ د دين کتاب پرې سپارښتنه کړې وه؛البته داسې کسان ول،چې د اسلامي ښوونو له روح سره اشنا ول؛ پوهېدل،چې په کومو موضوعاتو کې فکر وکړي او دوى هماغه دي،چې نن د مسلمانانو وياړ دي؛خو ډېرى د قرآن کريم له لارې کاږه شول او په داسې موضوعاتو کې په ويينه او شخړه شول،چې نه يوازې د قرآن کريم سپارښتنه وه؛بلکې منع کړې يې ترې هم يو؛ځکه خوشې او بېځايه چار دى،وايي:

((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ(مؤمنون/٣) = او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛)) که څه هم د علمي يا ديني ويينې په بڼه وي.

کلامي شخړې[سمول]

که د متکلمينو کتابونه او هغه موضوعات ولولئ،چې شخړې او ويينې يې پرې کړې وې؛نو و به ګورئ،چې له بېخه له هغه څه سره اړخ نه لګوي،چې قرآن پرې سپارښتنه کړې ده او پر همدې بې بنسټه مسئلو يې د عمر کلونه کلونه تېر کړي دي؛خو هغه موضوعات لا هماغسې پر خپل ځاى پاتې دي،چې قرآن يې د څېړنې او ځيرنې حکم کړى دى؛خو پر دې موضوعاتو پرديو څېړنې کړي،چې اوس په نړۍ کې سر لوړي دي او اوس موږ بايد په سرټيټۍ ترې هغه موضوعات زده کړو. و مې ويل : انسان،چې څومره هم په هستۍ کې ځير شي؛ نو د هستۍ د موجوداتو ترمنځ يو ځانګړي نظم او همغږۍ ته رسي؛پوهېږي سره له دې،چې هر موجود او هره ذره حرکتي ځواک لري،ايله او خوشې نه دى او د ټولو تر منځ اړيکه او پيوستون شته او هر يو خپله دنده لري او له دې نظره ټوله هستي يو واحد دى. == په قرآن کريم کې د خداى د شتون د ليل او د ايکي يووالي دليل يې يو دى ==

په قرآن کريم کې د خداى د وجود دليل او د يووالي دليل يې يو دى او هماغه څيز،چې د خداى پر وجود دليل دى،کټ مټ هماغه څيز د احديت د ذات پر وحدت دليل دى.

معمولاً فيلسوفان د واجب الوجود د اثبات ويينه او د واجب الوجود د توحيد ويينه جلا جلا کوي او همداراز اسلامي متکلمين،چې له فيلسوفانو لاروي کړې ده؛خو په قرآن حکيم کې داسې نه ده؛يعنې داسې نه ده،چې په يو ځاى کې دليل راوړي،چې پنځوونکى واجب الوجود او هغه ذات،چې پر ځان قايم دى او پر بل قايم نه دى،وجود لري او په بل ځاى کې دليل راوړي،چې پنځوونکى او واجب الوجود او هغه ذات،چې پر ځان قايم دى،يو دى؛نه ډېر،چې دا په قرآن کريم کې هېښنده ټکى دى.په قرآن شريف کې د احديت ذات داسې ښوول شوى،چې د شمېر فرض ورته ناشونى دى او دا مطالب د قرآن کريم د آيتونو په ترڅ کې د اشارې په بڼه راغلى دى؛خو اميرالمؤمنين علي (ک) په نهج البلاغه کې دا مطلب پوره څرګند کړى او دا قرآن کريم له سترو پوهاويو ځنې ده،چې په ډاګه ددې کتاب اعجاز شمېرل کېږي او ددې اعجاز بيانوونکى هم حضرت علي (ک) دى او ددې اعجاز بيانول په خپله هم يو اعجاز دى.

په روايت کې راغلي،چې امام علي وپوښتل شو: آيا له وحې درسره څه شته؛يعنې آيا وحې درته راځي؟

و يې ويل:" نه ! قسم پر هغه خداى،چې دانه يې راوټوکوله او ساه کښ يې وپنځول؛خو داچې خداى پر خپل بنده فضل وکړي او ورته د قرآن پوهه ورکړي ."

حضرت علي دلته ووايي،چې د پوهې سرچينه يې د قرآن پر مانا له پوهېدو ده.

په خلقت کې نظام د موجوداتو ترمنځ د اړيکې او همغږۍ ښوونکى دى او په ټولګه کې يې د عالم د اجزاوو يو واحد رامنځ ته کړى او کېداى شي د هرې ټولګې د برخو ترمنځ اړيکه،همغږي او يووالى وي او شونې ده،چې داسې نه وي. د مطلب روښانتيا ته مو بېلګې ته پام رااړوم:

د پسانو رمه يوه ټولګه ده،چې ددې ټولګې د اجزاوو ترمنځ پيوستون او همغږي نشته؛هر پسه خپله لار وهي او واښه خوري،ځان ته ويدېږي او په ټولګه کې واحد ساختمان نه جوړوي او ترمنځ يې يوازې دومره هماهنگي ده،چې شپوڼ رمه بيايي؛خو د هر يو پسه بدن له ميليونو حجرو جوړ شوى دى؛يو ډله حجرې د بدن د پوټکي انساج جوړوي او دا دنده پر غاړه لري،چې د نورو غړيو ساتونکي وي.يو ډله حجرې عضلات جوړوي،يو ډله حجرې زړه او همداسې دا ټولې حجرې د يو غړي نسج جوړوي او سره له دې،چې بېلابېل او ډېر کارونه کوي؛د خپل وجود په پړاو کې دنده او موخه لري او يوه ډله له بلې ډلې خبره نه وي (د وينې حجرات نه پوهېږي،چې د عضلاتو حجرات هم شته)يو يې هم نه پوهېږي،چې د يوې ټولګې په چوپړ او واک کې دي،چې ددې ټولګې نوم "پسه" دى او دا پسه ځان ته روح او ژوند لري او يو ټوليزه او عالي موخه لري او ددې هرې ډلې د حجرو موخې د يو ټوليزې او عالي موخې لپاره سريزه ده.

××××× داچې د رمضان د مياشتې نولسمه شپه او د امام علي په سر د ګوزار خوړلو شپه ده؛نو څه خبرې به د امام علي د شخصيت په اړه وکړم.

رسول اکرم د امام علي پر وژونکي د "اشقى الآخرين" لقب ايښى و. د خداى رسول بېځايه خبره نه کوله او ځکه يې پرې دا لقب ايښى و،چې د حضرت علي شهادت به اسلامي نړۍ ته خورا تاوان ورسوي،چې نه جبرانېدونکې به وي.د سترو وګړيو وجود هر وخت ګټور وي؛خو کله له ټولنيز نظره په يو ځانګړي موقعيت کې واقع کېږي،چې وجود يې په هغه وخت کې خورا حساسيت مومي. يو ټولنيز شخصيت کله په داسې موقعيت کې واقع شي،چې د يو ستر ملت برخليک يې په لاس کې دى او ځانګړې شېبې رامنځ ته کېږي،چې که په دې شېبو کې له منځه تلل يې د وګړي له منځه تګ نه ؛بلکې د حق له منځه تګ او د يو مسلک او رژيم له منځه تګ دى.

امام علي (ک) پر خپل ژوند وويل: څو زه يم؛نو خلک به په دوو ليکو کې حج کوي[يادونه : البته مراد يوازې د حج دوه اميران درلودل نه دي؛يعنې په دوو ليکو کې به ژوند کوي،په دوو لارو،مسلکو او طريقو کې به ژوند کوي.هغه مهال دوه ګونده ول:يو هغه ګوند،چې معاويه بن ابي سفيان جوړ کړى و او نړۍ پالي يې له ځانه راټول کړي ول او يو هم د حضرت علي (ک) په مشرۍ ګوند و،چې د واقعي اسلام،د اسلام د قوانينو او د اسلام د ټولنيز عدالت پلويان ول.]؛خو چې زه له منځه ولاړم؛په يوه ليکه کې به حج کوي،کار يوې خوا ته کېږي او همداسې وشو. نو ځکه د امام علي شهادت اسلام ته ستر تاوان و،چې اغېز يې تر اوسه پاتې دى او مسلمانان پرې کړېږي .

عبدالرحمن بن ملجم مرادي(د حضرت علي وژونکى) له خوارجو ځنې و او له هغو کسانو و،چې هم يې حضرت علي (ک) او هم يې معاويه کافر ګاڼه.خوارجو غوښتل دا دواړه له عمروعاص سره يو ځاى له منځه يوسي.په مکه کې درې تنه هم ژمني شول،چې علي،معاويه او عمروعاص پر يوه شپه ووژني.يو له هغو عبدالرحمن بن ملجم و.چا چې د عمروعاص د وژلو دنده پر غاړه اخستې وه،چې په خپل کار کې ناکام شو او پر دې شپه عمروعاص جومات ته نه و راغلى او پر ځاى يې د مصر قاضي ووژل شو.چا چې د معاويه د وژلو دنده اخستې وه ، پر معاويه يې ګوزار وکړ؛خو مړ نه شو او يوازې عبدالرحمن بن ملجم په خپله دنده کې بريالى شو.

ددې کار طبيعي پايله دا وه،چې داسې خطرناک ګوند رامنځ ته شو، چې تر اوسه لا د اسلام تاريخ نه و ليدلى.په هغه حساس وخت کې د حضرت علي (ک) وژل کېدل د شخص وژنه نه وه؛لکه څنګه يې چې له مخالفينو سره مبارزه هم شخصي مبارزه نه وه،چې د يو وګړي په بريالي کېدو به يې بل وګړى ځاى ونيسي؛د ګروهې او موخې جګړه وه،د مسلک او طريقې جګړه وه،د انبياوو د حکومت د کړنلارې او د فرعونانو د واکمنۍ د کړنلارې مبارزه وه،له توحيد سره د شرک او “عدل” سره د تېري مبارزه وه؛نو د حضرت علي په ښخېدو خورا چارې هم په خاورو کې ښخې شوې.

پر توحيد ژوند او د قرآن استدلال[سمول]

== پسرلى او قيامت ==

ژوندي کېدل او مړه کېدل هغه موضوعات دي،چې بشر يې تل آندنې او څېړنې ته اړ کړى دى.دا موضوع په قرآن کريم کې ستر الهي آيت ياد شوى دى . په ځينو آيتونو کې دا چار د احديت د سپېڅلي ذات د آيت په نامه ياد شوى دى.د بقرې سورت په ١٦٤ آيت کې دا چار وړوکى قيامت ګڼل شوى،چې پخپله د ستر قيامت نښه ده.

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ = سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې،په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او پر هغوى مړه ځمكه را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې،چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي،چې عقل لري او له پوهې كار اخلي .))

بل آيت د فاطر د سورت نهم آيت دى،چې وايي:

((وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ = او خداى هغه دى،چې بادونه يې لېږلي دي،چې ورېځې راپورته كوي، بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړو ځمكو ته شړو؛ نو تر مړوالي (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) ژوندي كول (هم) همدغسې دي.))

بياوايي:

((وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ . وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ . رِزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ (ق/١١_٩)= او موږ له اسمانه ډېرې بركتناكې اوبه راښكته كړې دي؛نو په هغه مو باغونه او رېبل كېدونكي دانې راټوکولي دي او هم مو پرې د کجورو لوړې وګيزي ونې (را زرغونې کړي دي). چې بندګانو ته ((روزي)) وي او په هغه (باران) مو مړه ځمكه را ژوندۍ كړه؛(هو له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي.))

په ځينو آيتونو کې دواړو موضوعاتو ته اشاره شوې ده؛لکه د حج د سورت پينځم او شپږم آيتونه:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ . ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ = خلكو! كه تر مرګ وروسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ چې:) موږ تاسې له خاورې پيداكړي ياست، بيا له څاڅكي،بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې) بيا له يوې بوټۍ غوښې چې ځينې يې شكل او خلقت لري او ځينې يې بې شكله وي .( دا موږ ددې لپاره ښيو) چې تاسې ته څرګنده كړو (چې موږ پر هر كار قادر يو )او جنينونه چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې پورې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ نو غورځوو يې) بيا تاسې د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه دا ده چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسېږئ، په دې تر څ كې (له تاسې) ځينې مړه كېږي او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسېږي؛داسې چې پر هر څه تر پوهېدو ورسته، بيا پرهېڅ نه پوهېږي (بلخوا) او ته ( په ژمي كې ) ځمكه وچه او شاړه وينې؛خو چې كله پرې باران ووروو؛نو خوځېږ ي او ډډه شي او هر ډول ښكلي(بوټي) راټوكوي . دا له دې ا مله دي، چې ( پوه شئ) الله حق دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او پر هرڅه قادردى .))

دا د قرآن عنايت دى،چې خداى د ژوند ورکونکى او د ژوند اخستونکى معرفي کوي او ژوند ورکول او ژوند اخستل د خداى ځانګړنه ګڼي.په دې هکله خورا آيتونه دي؛خو اړه نشته،چې را يې وړم؛يوازې دومره پکار ده،چې په دې اړه د قرآن له سول سره اشنا شو.

څه چې بايد موږ ورته پام وکړو،دادي : هغه څه چې د توحيد او د الهي ازلي ځواک آيت ورته ويل شوى،همدا د ژوندي کولو او مړو کولو "روان سنت" دى،چې په سترګو يې وينو او سترګې مو ورسره روږد شوې دي او د الهي ملکوت له ځلاوو يوه ځلا ده.

د ژوند په هکله ډېرى مسايل بشر ته مجهول او معما دي.همدا بشر،چې سپوږمۍ ته خېژي او يوه ورځ به ستورو ته هم وخېژي،د ژوندي موجود د ژوند په اسرارو کې ټپ پاتې دى.

== حيات تر مادې لوړ واقعيت دى ==

موږ دومره پوهېداى شو،چې ژوند يوه رڼا ده،چې له لوړ څنډه -افقه پر تپه تياره ماده لګېږي.ماده په خپل ذات کې بې ژونده او مړه ده او په ځانګړيو شرايطو کې استعداد مومي،چې يوه رڼا پرې له اوچت څنډه ولګي او د خپلو ځانګړيو قوانينو تر اغېز او واک لاندې يې کړي. څوک چې خپل فکر په مادې او جسم پورې محدود ګڼي،روښانه دليل دى،چې اوچت او لوړ افق (څنډه) هم شته،چې پر بې ځانه مادې وړانګې اچوي،خپله تجلي او ځلا ترې بېرته اخلي، ژوندي کول او مړه کول کوي.

البته د توحيد او خداى پېژندنې له نظره،ماده او ژوند سره توپير نه لري؛دواړه خداى پنځولي او د حق پر ذات قايم دي؛خو هغوى،چې فکر يې په اجسامو او د اجسامو په ځانګړنو کې محدود کړى؛ورته پکار دي،چې درک کړي،چې عالم يوازې په جسم او مادې پورې محدود نه دى؛تر مادې او جسم لوړ افق هم شته،چې اغېز يې اجسامو ته رارسي؛عالم يوازې پوټکى نه دى؛ددې عالم په باطن کې نور عالمونه دي،چې ددې عالم چاپېريال دى او پنځونه او ژوند د هغې نړۍ يوه وړانګه ده او که احياناً ماده په ځينو شرايطو کې صيقل شي؛نو له هغې نړۍ پردې صيقل شوې مادې(؛يعنې هغه ماده،چې د ساه درلودو وړتيا يې لاس ته راوړې،)وړانګې ولګي. تاسې د مادې په مړ بدن کې د ژوند رڼا وينئ،د مادې د سيال او متحرک جوهر په منځ کې،چې مري او ژوندۍ کېږي،د ژوند يوه ثابته لړۍ وينئ؛نو که هغه څيز وي،چې په خپل ذات کې مړ دى او هغه څه هم وي،چې په خپل ذات کې ژوندى دى؛يو څيز،چې په خپل ذات کې بدلېدونکى او ناپايښته دى او شته؛ څه چې په خپل ذات کې ثابت او باقي دى او شته او څه چې په خپل ذات کې بې بڼې او بې څېرې دى او شته او څه چې عين نقش،څېره او فعليت دى او شته.

آيا ژوند د مادې ځانګړنه ده؟[سمول]

شونې ده،چې څوک وانګېري ژوند د مادې له ځانګړنو ځنې دى او د مادې د کمال ورزيات بل کمال نه دى .

دې خبرې ته ځواب ورکول ژوره علمي ويينه غواړي؛خو څه چې سملاسي ويلى شو دادي،چې موږ درک کولاى شو،چې يو توکيز عنصر هم ځان ته او په يوازې د ژوند ځانګړنه نه لري،چې کله دوه يا ډېر عنصرونه سره يو ځاى شي؛نو حداکثر دومره شونې ده،چې دواړه خپل شته سره شريک کړي او څه چې نه لري؛بل ته يې نشي ورکولاى او په يو بل کې د څو عنصرونو د فعل و انفعال په پايله کې به حداکثر دومره وشي،چې ټول د يو عمومي ځانګړنې خاوندان شي،چې د هر يو له ځانګړنو به بهر نه وي او په اصطلاح يو منځنى څرنګوالى مومي.

نننيو پوهانو جوته کړې،چې ژوند د خپلو ځانګړيو ځانګړنو سره د مادې له ځانګړنو سره هېڅ ډول ورته والى نه لري. يو له همدې پوهانو وايي:

((ماده د خپلو قوانينو له مخې هر څه کوي. ماده له ځانه د نوښت ځواک نه لري؛خو ژوند د نوښت ځواک لري او هره شېبه نوې ونډې او موجودات راښکاره کوي.)) ژوند پر مادې واکمن او برلاس دى؛نه دا چې د مادې تابع او محکوم دى.هماغه پوه وايي:

((ژوند په خپلو بېلابېلو بڼو کې_که وحيدالحجروي وي يا کثيرالحجروي _ د طبيعت پر عناصرو برلاسېږي او اړباسي يې،چې له خپلو اصلي ترکيباتو راووځي او نوى حالت غوره کړي.)) نن پوهان منښته کوي : که د ژوند جوهر د قالب له نظره د مادې د لوښي تابع دى؛خو له ډېرو نظرونو پر ماده واکمن او برلاس دى؛داسې نه ده،چې سل په سلو کې د مادې تابع وي.ژوند يو لړ وړانګې لري،چې ماده يې نه لري.همدا چې ژوند پيدا شو؛نو يو لړ داسې حرکتونه پيدا شول،چې پخوا نه ول؛نقشه ايستل،انجينري، ښکلا، شعور، ادراک،لېوالتيا،شوق او مينه پيدا شوه او داسې څيزونه پيدا کېږي،چې بېلګه يې هېڅکله په بې ساه او بې اروا ماده کې نه وه او همدا بې روحه ماده پخپله د لايزال حق د ځواک ‌ښکاروندى ده؛خو هومره،چې ژوند تر مادې متکامل دى،پر عليم او حکيم پنځوونکي يې شهادت هم تر مادې ډېر او څرګند دى.

== موجود سنت او نظام ==

لکه څنګه،چې ګورو په قرآن کريم کې د مرګ او ژوند په همدې ثابت او روان نظام استدلال شوى او همدا روان نظام شهادت ته راغوښتل شوى دى؛نه داچې دا ثابت او روان نظام شاته کړي او په نادرالوقوع او ورکو چارو استدلال وکړي. همدا روان نظام،هر کال د ځمکې راژوندي کېدل،له نطفې د جنين پيدا کېدل او بيا يې بشپړېدل،همدا هره شېبه نوې پنځونه ده؛همدا مرستې او لورنې دي،چې هره شېبه له غيبه رارسي.

لرې مه ځئ ! خپل شاوخوا ته مو وګورئ،چې خداى د همېشني نوښت او دايمي تکميل په هنداره کې ووينئ. قرآن حکيم وايي:

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ . ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ . ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ. ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ (مؤمنون/١٥-١٢)=او په باوري توګه، موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى؛بيا مو د څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [=زېلانځ] كې كېښود؛ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛نو بيا مو هغه (علقه) پرمضغه [=د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېريو څېز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل،بل ځل هغه مو په نوې بڼه پيدا كړ؛نو ډېر ستر دى هغه خداى، چې تر ټولو پيداكوونكيو ډېر ښه پيداكوونكى دى . تاسې تر دې (پړاوونو) وروسته هرومرو مړه کېدونکي ياست ؛))

په قرآن کريم کې همدا روان نظام شهادت ته راغوښتل شوى دى؛همدا د طبيعت عادي او معمولي نظام د پنځولو او تکوين نظام دى،هغه نظام دى که ژور فکر پکې وکړو؛نو د مادې له څنډه به مو له اوچت څنډ سره اشنا کړي؛يعنې قرآن کريم خداى راته د بشري معلوماتو له مثبت اړخه راپېژني؛نه له منفي اړخه.پردې مطلب بايد رڼا واچوم،چې په دې هکله د قرآني ښوونو ارزښت څرګند شي.


خداى په معلوماتو کې ولټوئ؛نه په مجهولاتو کې[سمول]

ځينې وګړي روږد دي،چې خداى په خپلو مجهولاتو کې ومومي؛ يعنې هرې معما ته چې ورسېدل او حلولاى يې نشي؛نو پر "طبيعت هاخوا" يې ورتپي.

که له ځينو وپوښتې:کومه ډوډۍ،چې خورې څرنګه په دې بڼه شوه او ډوډۍ شوه؟

و به وايي: وړه ول،چې په نانوايي کې خمبيره او پخه شوه.

-څرنګه وړه شول؟

-غنم ول او د جرندې تر پله لاندې وړه شول.

-غنم څرنګه پيدا شول؟

-بزګر وکرل،له ځمکې راوټوکېدل،ويې رېبل او په درمند کې يې ترې غنم وايستل .

-څرنګه راوټوکېدل؟

-باران پرې وورېد،لمر پرې ولګېد او شنه شول.

-باران څرنګه وشو؟

-په دې نو خداى پوهېږي.

ته وا،چې تردې پړاوه وروسته خداى په جريان کې نه و او وروسته په جريان کې شو.

د خداى په هکله دا ډول انګېرنه ناسمه،بې لارې کوونکې،کفر او الحاد دى.په دې انګېرنه کې انسان خداى د ځان په څېر له بل مخلوق سره ورته کړى،خداى يې ددې نړۍ د لاملونو په ترڅ کې يو لامل فرض کړى دى،حال داچې هغه له ګردو لاملونو اوچت دى او د ټولو لاملونو سرچينه دى.

په دې ډول انګېرونو کې داسې دي؛لکه وا چې کار د خداى او مادي لاملونو ترمنځ ويشل شوى وي : نيم کار خداى او نيم يې بې له خدايه مادي لاملونه کوي.داسې به وي،چې خداى په نورو کارونو کې ونډه نه لري؛خو د باران په ورښت کې،چې د خداى کار دى،نور لاملونه پکې ونډه نه لري او که ووايې : نه ! د باران ورښت هم د همدې لاملونو په څېر يو لامل لري؛نو په نظر کې يې به خداى ته کوم ځاى پاتې نشي.

خداى ته په هغوى ځايونو کې دخالت ورکوي،چې د طبيعت ظاهري اسباب يې ويني_؛لکه د ډوډۍ پخېدل،د غنمو وړه کېدل او.... او تر ډې ټکي وروسته داچې د طبيعت ظاهري اسباب يې نه ويني او پرې نه پوهېږي؛نو خداى رامنځ ته کړي؛يعنې خداى په خپلو مجهولاتو کې لټوي؛لکه له "طبيعت هاخوا"،چې يوه زېرمه وي،چې موږ بايد خپل مجهولات پکې ولټوو.

واقعي خداى هغه نه دى،چې د طبيعت او مادې د علل په کتاب کې شي او دا هغه خداى نه دى،چې قرآن يې ښيي او د قرآن د وينا له مخې،د توحيد په باب دا ډول فکر کول شرک،کفر او الحاد دى.کوم خداى،چې قرآن ښيي، په هر څه او هر ځاى کې دى؛يو ځاى ترې تش نه دى او له ټولو لاملونو او موجوداتو سره يې نسبت يو شان دى.د عللونو او اسبابونو ټولې لړۍ د هغه پر ذات قايمې او ولاړې دي.

دا لار د هغو سرسري خلکو معمولي لار ده،چې خداى په خپلو مجهولاتو او په هغو چارو کې لټوي،چې په ظاهري لاملونو يې نه پوهېږي؛خو قرآن شريف د ژوند،مرګ او شته متقن نظام له لارې او له دې لارې،چې په دې متقن نظام کې د ژوند څنډ تر مادې اوچت دى؛هغه رڼا ده،چې پر بې روحه ماده لګي،هغه کمال دى،چې پرې ور اضافه کېږي،هغه حقيقت دى،چې ماده ورته يوازې منونکې او قبلونکى اړخ لري؛نه د فاعليت او له دې لارې لاس مو نيسي او د ملکوت څنډ او باطني نړۍ ته مو ورنږدې کوي.

ددې وينا او فکر له مخې،ژوند چې په هر ځاى کې پيدا شي،په هره ماده کې،چې پيدا شي،د هرو شرايطو او قوانينو له مخې،چې پيدا شي،که يودمي پيدا کېږي او که په تدريج وده کوي،که يو ژوندى له بله شوى وي او يا که د ژوند شرايط په بله بڼه چمتو شوي وي،که د ژوند د شرايطو چمتو کوونکى بشر وي (که يوه ورځ بشر وکړاى شول،چې په بشپړه توګه د ژوند شرايط چمتو کړي_ او که د ژوندون د مادي شرايطو چمتو کوونکى بشر نه وي؛نو په دې ټولو بڼو او حالاتو کې ژوند د خداى رڼا او فيض دى؛ هغه رڼا ده،چې د شرايطو تر چمتو کېدو او مستعېدو وروسته مادې ته ورکول کېږي .

د ژوند د پيل مسئله[سمول]

دا چې ځينې خلک تل غواړي خداى په خپلو مجهولاتو کې ولټوي؛ نه معلوماتو کې_ توحيد ته تردې بل ستر خطر نشته_ځينې بې خبره او بې څېړنې د ژوند او خداى په هکله د ژوند د پيل په مسئلې پسې ځي،چې په لومړي ځل څرنګه پر ځمکه ژوند پيل شو؛ځکه د علم له اړخه راته ويل کېږي،چې د هر ساه کښ سرچينه بل ساه کښ دى او تر اوسه نه دي ليدل شوي،چې يو ساه کښ_ان که يوه حجره وي_ له بې ځانه مادې پيدا شوى وي،بلخوا علم راته وايي،چې داسې پېرونه پر ځمکه تېر شوي،چې موجودات پرې نه ول او نه پرې اوسېداى شول؛ځکه ددې مسلک د ويناوو له مخې،ميليونونه کلونه مخکې د ځمکې تودوخې دا اجازه نه ورکوله،چې ژوند پرې وکړاى شي،بيا د ځمکې پوټکى سوړ شو او تر ميليونو کلونو پورې پر ځمکه بې له عضوي موادو هېڅ هم نه ول؛نو ژوند او ژوندون څرنګه پيدا شو؟

دا په خپل وار بشر ته يو بل مجهول دى.هغوى،چې خداى په خپلو مجهولاتو کې لټوي،وايي: دا چې په عادي او معمولي چارو ورته مخونه نه ورکول کېږي؛نو الهي ځواک په لومړي ځل ژوند پيل کړى دى.

== د ډاروين څرګندونه ==

"ډاروين" د علم الحيات پوه او د فلسفي ښوونځي خاوند و،چې په خپله الهي انسان او د مسيح په دين پابند و_که څه هم ځينو يې فلسفه ناوړه تعبير کړې او هغه يې له خدايه د نمښتې-انکار وسيله کړې ده_دا سړى،چې کله د ساه کښو لړۍ او له يو بله يې بېلېدل بيانوي؛نو دې ته را رسي،چې په پيل کې يوازې يو ډول ساه کښ پر ځمکه و،چې هغه له نورو نه و اخستل شوى.دلته وايي:ړومبى ډول ساه کښ په "الهي نفخه=الهي پوکى" رامنځ ته شوى دى.

اړنګ نشته،چې ړومبى ساه کښ د نورو ساه کښو د لړيو په څېر په الهي نفخه رامنځ ته شوى؛خو دا سړى انګېري،چې خداى يوازې په ړومبي موجود کې ساه اچولې او ددې کار پيل يوازې خداى کړى و او د خداى دنده د سرلړونو پيدا کول دي او بيا ماده په خپله وسمنه ده،چې ژوند نورو ځوځاتونو ته ولېږدي؛حال دا چې د کار لومړى،پاى او منځنى يو شان دي؛ژوند تل او په هر حال کې_څه په پيل کې او څه د تکامل په حال کې_ الهي نفخه ده.

په قرآن کريم کې راغلي:لکه څنګه چې آدم ابوالبشر په الهي نفخه رامنځ ته شوى،ټول بشر په هماغه مرسته او ورکړه رامنځ ته کېږي،چې د قرآن په تفسير کې يې "نفخه" نوم دى،وايي: ((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ . ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ . ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ =(سجده/٩-٧)))

د اعراف د سورت په يوولسم آيت کې وايي:

((وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ=او په رښتيا موږ تاسې پيدا كړئ، بيا مو ستاسې بڼه جوړه كړه، بيا مو پرښتو ته وويل : ((،چې آدم ته سجده وكړئ .)) نو بې له ابليسه (ټولو) سجده وكړه، چې له سجده كوونكيو نه و .))

دلته وايي: تاسې مې پيدا کړئ،بڼه مو درکړه،بيا مو پرښتو ته امر وکړ،چې سجده درته وکړي؛خو يوازې شيطان ډډه وکړه.هغه کس،چې وويل شو سجده ورته وکړئ هماغه دى،چې په نورو آيتونو کې د روح د پوکي نسبت ورته شوى و.پردې سربېره،د قرآن کريم نور آيتونه هم پردې مطلب دلالت کوي،چې يوازې حضرت آدم نه دى،چې په الهي پوکى پنځول شوى دى.

په قرآن کريم د حضرت آدم (ع) کيسه[سمول]

هېښنده خو داده،چې په قرآن حکيم کې د حضرت آدم کيسه په دې نامه نه ده راغلې،چې پر توحيد شهادت ورکړي يا داچې ووايي د بشر ژوند داسې پيل شو؛نو د خداى پر خدايي منښته وکړئ؛بلکې د ښوونې لپاره راغلې ده.البته قرآن کريم د حضرت آدم د پيدايښت کيسه په ځانګړي څرنګوالي بيان کړې ده.

فرض به کړو،چې د علم الحيات څرګندونې هم د څېړنې بريد ته رسېدلي او د ډولونو د بېلېدو قانون هم څرګند شوى وي،داسې دليل په لاس کې نشته،چې شونې نه ده،چې يودمي خوځښت رامنځ ته شي او ستر ټوپ ووهل شي او په لږه موده کې يو موټى خاوره پر معتدل انسان واوړي؛يعنې هغه پړاوونه،چې بايد په پېړيو کې ووهل شي،تر ځانګړيو شرايطو لاندې چټک چمتو شي (ان د هستۍ د روان دود مخالف هم نه دى.د هستۍ په دود کې د شرايطو او حالاتو په اختلاف،د يو حرکت سرعت بدلېږي)؛لکه څنګه چې خنډ نشته،چې پر عکس حرکت يې سست کړي؛لکه څنګه په ځانګړيو شرايطو کې د ماشومتوب،ځوانۍ او بوډاتوب پېر اوږدوي او ډېر يې هم اوږدوي.

مراد مې دادى،چې د توحيد په مسئله کې قرآن د ژوند د پيل په چارو نه دى تللى او نه يې دي ويلي:داچې ژوند پيل لري_که له وحيدالحجروي موجود وي که له کثيرالحجروي_؛نو خداى په دليل وپېژنئ.د حضرت بابا آدم (ع) کيسه يې هم بل مراد ته کړې ده.دا کيسه ددې لپاره شوې،چې که انسان د الهي اسماء ښوونو ته ورسي؛نو مقام يې تر پرښتو هم لوړېږي او پرښتې داسې انسان ته سجده کوي.ددې لپاره بيان شوې،چې له انسان سره د شيطان له دښمنۍ پرده اوچته کړي،چې بشر دې له خپلو دنننيو شيطاني وسوسو خبر وي.ددې لپاره راغلې،چې شيطان خپل تکبر او لويي د خداى له درشله وشاړه.ددې لپاره راغلې،چې که له ځاني غوښتنو مو لاروي او له الهي احکامو مو سرغړاونه وکړه؛نو لوړ انساني مقام مو له کوم ځايه کوم ځاى ته راښکته کېداى شي.

دا کيسه په قرآن کريم کې داسې راغلې ده:

[((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ .وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ. قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ. قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُمْ بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ . وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ . وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ . َأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ. فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ(بقره/٣٨-٣٠)= (هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى،خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پرفساد او وينه تويېدنه ككړ ول،كه ددغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږئ.)) او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [=د پيدايښت د رازونو پوهه او د ژويو نومونه]وښودل، بيايې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل:((كه رښتيني ياست؛نو ددې (شيانو) نومونه وښيئ )) (پرښتو) عرض وكړ:((ته پاك او سپېڅلى يې، موږ يوازې پر هغه څه پوهېږو،چې تا راښوولي دي،ته پوه او حكيم يې.)) خداى آدم ته وويل: ((هغوى ددې ژويو له نومونو (او رازنو) خبركړه))؛نو چې كله (آدم) هغوى له نومونو خبركړل (خداى) وويل:((ايا تاسې ته مې و نه ويل،چې زه د اسمانو او ځمكې پر پټو خبر يم ؟! او همداراز څه چې ښكاره كوئ اوکه يې پټوئ پرې پوه يم .)) او (درياد كړه) چې موږ پرښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه؛خو ابليس و نه كړه،سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانوله ډلې شو . او ومو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې اوسېږئ او په هر ځاى كې د هغه له نعمتونو مو،چې (څومره) څه زړه غواړي پرېمانه وخورئ (؛خو) دغې ونې ته مه نژدې كېږئ، چى له تېري كوونكيو به وشمېرل شئ .)) نو شيطان له جنته د هغوى د ښويېدنې لا مل شو او دواړه يې له هغه څه راوايستل، چې دوى پكې ول او (پردې وخت) موږ ورته وويل: (( ټول (ځمكې ته) راكوز شئ !حال دا چې له تاسې به ځينې د ځينو نورو دښمنان وي.او تاسې ته پر ځمكه تر يوې ټاكلې مودې پورې هستوګنه او دګټنې وزلي دي .)) بيا آدم له خپل پالونكي څو كلمې زده كړې؛( چې په هغوى يې توبه وايسته) او خداى يې توبه ومنله ؛ځكه چې خداى توبه منونكى (او) مهربان دى.موږ وويل:(( ټول ( له دې ځايه) راكوز شئ.)) ]


دعا[سمول]

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦)= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي )

د دعا روحانيت[سمول]

دعا اجر او ثواب لري او د دعا د منل کېدو ژمنه شوې؛خو که دعا له ژبې تېره شي او ژبه له زړه سره همغږي پيدا کړي او د انسان روح ولړزوي؛نو ستر روحانيت لري؛داسې به وي؛لکه چې انسان ځان په رڼا کې ډوب ويني او هله به د انسان د شرافت ګوهر احساس کړي. هغه مهال به پوه شي،چې په نورو وختو کې،چې نورو وړو څيزونو پر ځان بوخت کړى و او کړاوه يې،څومره پرېوتي ول.

انسان چې کله بې له خدايه څه غواړي؛نو د بې پتۍ احساس کوي؛خو چې له خدايه څه غواړي؛نو د پت احساس کوي؛نو دعا هم طلب (غوښتنه) ده او هم مطلوب.هم وسيله ده او هم موخه.هم سريزه ده او هم پايله. الهي اولياوو د دعا هومره بل هېڅ څيز هم ښه نه ايسېدل،د زړه ټول حال يې خپل واقعي محبوب ته وايه او تر مطلوبونو يې ډېر خپلو طلبونو،دعاګانو او راز و نياز ته ارزښت ورکاوه،په دعاګانو نه ستړي کېدل؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) "کميل نخغي" ته وايي:

((ناڅاپه د بصيرت د حقيقت په کمال کې آګاهي يې پر زړونو راکېووته او د يقين خوند يې درک کړ او د هغه له حقيقت سره يې اړيکه ونيوه او له څه نه،چې دنيا لمانځي په وېره کې دي او ناوړه او ستونزمن يې ګڼي؛دوى ته نرم،په زړه پورې او خوښ دي او له هغه څه سره مل شوي،چې ناپوهان ترې په تېښته کې دي او له دنياوالو سره يې په هغو بدنونو معاشره کړې،چې د بدنونو روح يې په ربوبي عالم پورې اړوند دى.))

پر عکس يې هغه تور،قلف شوي او زنګ وهلي زړونه دي،چې د خداى له درشله شړل شوي دي. == له زړه نه خداى ته لار ==

هر څوک له زړه نه خداى ته لار لري.له ټولو زړونو د خداى پر لوري ور شته.ان تر ټولو ستر ګناهګاران،چې په سختيو کې راښکېل شي او ټول ورونه پرې وتړل شي؛نو خداى ته زارۍ کوي،چې دا د انسان په وجود کې يو فطري او طبيعي لېوالتيا ده؛خو کله پرې د ګناه او سرغړونې دوړې غورځېږي.په سختيو کې،چې دا دوړې والوځي؛نو په خپله دا لېوالتيا تحريک او په خوځښت شي.

يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟ امام: تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې شي؟ و يې ويل: هو داسې راپېښ شوي ول. امام وويل:هغه مهال دې زړه يو ځاى ته متوجه و او پناه يې غوښته او له يو ټکي يې غوښتل،چې و يې ژغوري؟و يې ويل: هو! امام :هغه هماغه خداى دى،چې په هغو سختو حالاتو کې دې ترې پناه غوښته.

امام صادق سړي ته د زړه له لارې يې خداى وروپېژانده.

((وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاريات/٢١)= او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!))

دا لېوالتيا،چې د بشر په فطرت کې ده،هغه مهال راښکاره کېږي،چې له نورو اسبابو يې تمه پرې شي،چې په خپله دا لېوالتيا دداسې ځواک پر شتون دليل دى او که نه و؛نو د انسان وجود به داسې لېوالتيا نه درلوده.

البته دا سره توپير لري،چې يوه لېوالتيا د انسان په وجود کې وي او دا چې انسان هغه لېوالتيا پوره وپېژني او په موخه يې پوه شي.د شيدو خوړو لېوالتيا له پيله په ماشوم کې وي،چې کله وږى شي او دا اړتيا يې په وجود کې پيدا شي؛نو دا لېوالتيا هڅېږي، چې د ناليدي، ناپيژاندي او ناروږد تي پر لور يې هدايتوي.دا لېوالتيا په خپله يو لارښود دى،چې خوله يې پرانځي او د تي په لټه کې شي او که و يې نه موند؛نو په ژړا کېږي او په خپله ژړا کول له موره د مرستې غوښتنه ده؛هماغه مور،چې تر اوسه يې نه پېژني او له وجوده يې خبر نه دى؛خو په خپله ماشوم نه پوهېږي،چې ددې لېوالتيا موخه څه ده،ددې ژړا موخه څه ده،ولې يې دا لېوالتيا په وجود کې ايښوول شوې ده؛نه پوهېږي،چې هاضمي سيستم لري او دا سيستم يې خواړه غواړي او نه پوهېږي،چې د څه لپاره شيده غواړي.

موږ د انسانيت عالي لېوالتياوو،خداى غوښتنې،خداى پلټنې او دعا ته د هماغه ماشوم حالت لرو،چې نه يې تى ليدلى او نه مور او نه مور پېژني. ((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ(بقره/١٥٦)= موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو!))

((أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ(شورى/٥٣)= خبر اوسئ چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي!))

البته که تى او شيده د ماشوم له معدې سره مناسب نه ول؛غريزې به هم هغې لوري ته نه راکاږه.ددې خوړو او هغې لېوالتيا ترمنځ اړيکه او پيوستون دى او همداسې دي د انسان د وجود نورې لېوالتياوې. يوه لېوالتيا هم د انسان په وجود کې بېځايه نه ده پنځول شوې او ټولې د انسان د اړتيا له مخې او د اړتيا پوره کولو لپاره پنځول شوي دي. == اضطراري پرېکون او اختياري پرېکون ==

شونې ده،چې انسان په دوو حالتو کې خداى ياد کړي:يو هغه مهال، چې علل او اسباب ترې پرې شي او په سختۍ کې راښکېل شي او يو وخت هغه مهال،چې روح يې پورته والوځي او په خپله ځان له اسبابو او عللونو راوشلوي. د اضطرار او د اسبابو د پرې کېدو پر مهال انسان په خپله د خداى پر لوري ځي او بلنې ته اړتيا نه لري،چې دا انسان ته کمال نه دى او د انسان د نفس کمال په دې کې دى،چې په خپله ځان له اسبابو او عللو راوشلوي او روح يې والوځي.

== د دعا شرايط == دعا خپل شرايط لري او لومړى شرط يې دادى،چې واقعاً غوښتنه د انسان په وجود کې راپيدا شي او د بدن ټولې ذرې يې دا غوښتنه څرګنده کړي،چې واقعاً څه چې غواړي د اړتيا،غوښتنې او دعا په بڼه شي؛لکه څنګه،چې د بدن په يوه برخه کې يې،چې څه ته اړتيا پيدا شي؛د بدن ټول غړي يې په فعاليت پيل وکړي او ان يو غړى خپل کار رالږ وي،چې د بل غړي اړتيا پوره شي.د بېلګې په توګه: که انسان تږى شي او د تندې اغېز يې په ټول بدن کې راښکاره شي؛د بدن ټول غړي يې په يو ځاى وايي: ((اوبه !))

ټولې نړۍ ته د انسان اروايي او مانيزه اړتيا_چې د هستۍ يوه برخه ده_ همداسې ده. د انسان اروا د هستۍ يوه برخه ده؛که واقعاً يې په وجود کې اړتيا راپيدا شي؛نو د هستۍ ستره غونډاله-دستګاه يې بې برخې نه پرېږدي.

((أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ(نمل/٦٢)=يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي،كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟ تاسې ډېر لږ نصيحت منئ.))

د دعا پر قبلېدو ايمان او ګروهه[سمول]

د دعا بل شرط د خداى پر ناپايه رحمت ايمان دى،چې هغه هېڅکله خپل لورنه او فيض له خپلو بندګانو نه سپموي،ايمان ولري،چې د خداى د لورنې ور هېڅکله پر بندګانو نه تړل کېږي او ټولې نيمګړتياوې د بنده له لوري دي.امام علي بن الحسين زين العابدين د "ابوحمزه" په مشهوره دعا کې _چې هيلې او ډاډ پکې څپې وهي او امام به د رمضان په مياشت کې ويله_ خپل خداى ته وايي:

(( خداىه ! له تا يې غواړم او تاته هيله من يم،ستا له فضل او لورنې غوښتنه سمه ګڼم او ستا د درشل ورونه تل هغوى ته پرانېستي دي،چې له تا يې غواړي او په ډاډ پوه يم،چې ته د دعا کوونکيو د دعا قبلېدو او پناه غوښتونکيو ته پناه ورکولو ته چمتو يې او همداراز ډاډمن يم،چې ستا په بښنه او رضا......

د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي[سمول]

د دعا بل شرط دادى،چې د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي.دعا هغو موخو ته د رسېدو لپاره مرسته غوښتل دي،چې د تکوين او تشريع قانون ورته ټاکلي وي او که دعا داسې وي؛نو د يو طبيعي غوښتنې بڼه به ولري او داچې په خلقت کې توازن او تعادل دى؛نو په هر ځاى کې،چې اړتيا وي،فيض او مرسته به وررسي؛خو د هغو څيزونو غوښتنه،چې د تکوين او تشريع د قانون پر خلاف وي؛لکه په دنيا کې تلپاتې ژوند؛نو دا ډول دعاګانې واقعي دعاګانې نه دي.

د دعا کوونکي د نورو چارو همغږي[سمول]

د دعا بل شرط دادى،چې د دعا کوونکي د ژوند نورې چارې له ژوند سره همغږي ولري؛يعنې هغوى د تکوين او تشريع له موخو سره همغږي ولري؛پاک سوتره زړه ولري؛ګټه او کسب يې حلال وي او پر خلکو يې تېرى نه وي کړى.په دې هکله امام صادق (بحارالانوار٩٣/٣٢١) وايي: (( که غواړئ دعا مو ومنل شي؛نو خپله ګټه او کسب-ورهڼه حلال ساتئ،د خلکو حق پر غاړه مه پرېږدئ؛ځکه د هغه بنده دعا پورته نه وړل کېږي،چې د چا حق يې پر غاړه وي.))

د دعا مورد د ګناه پايله نه وي[سمول]

د دعا بل شرط،چې بالفعل کوم حالت لري او هيله من وي،چې حالت يې بدلون او غوراوى ومومي،په دنده کې يې د ناغېړۍ پايله نه وي. په بله وينا : د کوم حالت د بدلېدو دعا،چې کوي،د ګناهونو منطقي عقوبت او پايله يې نه وي،چې په دې بڼه کې څو يې توبه نه وي کړي او ددې حالت موجبات يې له منځه نه وي وړي؛نو حالت به يې بدل نشي. د بېلګې په توګه: پر نېکيو امر او له بديو منع فرض ده. د ټولنې سمونه او ورانونه د همدې آر په پلي کولو او نه پلي کولو پورې اړه لري." پر نېکيو امر او له بديو د منع" د پرېښوو منطقي پايله داده،چې د ټولنې ډګر به اشرارو ته تش وي او پر خلکو به واکمن شي. که خلک په دې دنده کې ناغېړي وکړي او ددې ګناه پر منطقي پايله او عقوبت اخته شي او بيا وغواړي په دعا له دې بلا ځان وژغوري؛نو دا ناشونى چار دى.يوازېنۍ لار يې داده،چې توبه وکړي او بيا د خپلې وسې هومره " پر نېکيو امر او له بديو منع" وکړي؛البته په دې توګه به په تدريج خپلې موخې او مطلوب ته ورسي.

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى)) الهي سنت داسې دى،چې څو په خپله خلکو هغه چارې نه وي بدلې کړي،چې په ځان پورې يې اړه لري؛نو خداى يې هم نه بدلوي .

په معتبرو احاديثو کې راغلي : ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ګنې نو ناوړه وګړي به درباندې واکمن شي او که بيا مو نېکچاري دعا هم کوي؛نو نه به منل کېږي.)) په حقيقت کې دا ډول دعاګانې هم د تکوين او تشريع د قانون پر خلاف دي.

همداراز که څوک عمل نه کوي او يوازې دعا کوي؛نو دا کار يې د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف دى.په دې هکله امام علي (بحارالانوار٩٣/٣١٢) وايي: (( هغه چې عمل نه کوي او دعا کوي؛نو د هغه کس په څېر به وي،چې په بې ربړه-تسمې ليندۍ غشى ايشتل غواړي.))؛يعنې عمل او دعا د يو بل بشپړوونکي دي او دعا بې له عمله اغېز نه لري.

دعا بايد د فعاليت ځايناستې نشي[سمول]

د دعا بل شرط دادى،چې واقعاً د اړتيا ښکارندوى وي او هغه مهال وي،چې انسان مطلوب ته لاسرسى نه لري او بېوسه وي؛خو که د يوې اړتيا د پوره کېدو کونجي د انسان په لاس کې وي او هغه کفران نعمت کوي او د کونجې له کارولو ډډه کوي او له خدايه غواړي هغه ور ورته پرانېځي،چې کونجي يې د دعا کوونکي په لاس کې ده او په کونجي د ور د پرانستلو وس ترې واخله؛نو داسې دعا د منل کېدو وړ نه ده.

دا ډول دعاګانې هم بايد د تکوين او تشريع د قانون پر خلاف وګڼل شي. دعا د وس لاس ته راوړو لپاره وي.

په روايت (بحارالانوار٩٣/٣٥٦) کې راغلي دي: پينځه دعاګانې نه منل کېږي:يو د هغه کس دعا،چې مېرمن لري او خپله مېرمن کړوي او له لاسه يې پوزې ته راغلى وي او غواړي بې له مهر ورکولو يې طلاقه کړي؛خو طلاق نه ورکوي او تل وايي: خدايه ما ددې ښځې له شره خلاص کړې . بل د هغه دعا،چې مريى لري او تل ترې تښتي او بيا يې هم له ځان سره ساتلى وي،ووايي: خدايه ما ددې مريي له شره خلاص کړې،حال داچې کړاى شي دا مريى وپلوري.بل د هغه کس دعا نه منل کېږي،چې د يو کوږ دېوال تر غاړې روان دى او پوهېږي،چې راغورځېږي؛خو ترې نه لرې کېږي،ووايي: خدايه و مې ساتې. بل د هغه دعا،چې بل کس ته يې پور ورکړى وي؛خو ناغېړي يې کړې وي،شاهد و نه لري او سند يې نه وي ليکلى او پورړوى يې پور نه ورکوي او پورورکوونکى تل دعا وکړي : خدايه ! پور مې له پوروړي واخله،حال دا چې په خپل لاس کې يې ول،چې شاهد ونيسي او يا سند وليکي.بل د هغه دعا نه منل کېږي،چې په کور کې ناست وي،ورهڼه-کار و کسب يې پرېښى وي او تل ووايي: ((اللهم ارزقنى-خدايه روزي راکړې.))

روښانه ده،چې يوازې همدا پنيځه ځايونه نه دي.دا يې بېلګې ته راوړي دي.

په هستۍ کې دعا ددې لپاره نه ده،چې د عمل ځايناستې شي. دعا د عمل بشپړونکې ده؛نه ځايناستې. == دعا او د قضا و قدر == د دعا په هکله پخو او نن خورا پوښتنې شوي دي؛لکه: دعا د قضا و قدر له ګروهې سره اړخ نه لګوي او که ومنو،چې هر څه الهي قضا وقدر ټاکلي دي؛نو دلته د دعا اغېز څه دى؟

دعا او حکمت بالغه[سمول]

يا داچې دعا له دې ګروهې سره اړخ نه لګوي،چې خداى حکيم دى او ټول کارونه يې د حکمت او مصلحت له مخې دي او څه چې دي او موږ يې په دعا بدلول غواړو،له مصلحت او حکمت سره اړخ لګوي که نه.که له حکمت سره اړخ لګوي؛نو نه ښايي موږ له خدايه هغه څه وغواړو،چې له حکمت سره اړخ نه لګوي او نه ښايي خداى داسې دعا ومني او که له حکمت سره يې اړخ لګوي؛نو څنګه منلاى شو،چې د هستۍ په چارو کې د حکمت او مصلحت پر خلاف چار وي،حال دا چې هستي د خداى د حکميانه مشيت له مخې پنځول شوې ده؟

دعا او د خوښۍ مقام[سمول]

يا دا چې دعا د انسان د رضا او خوښۍ له مقام سره اړخ نه لګوي؛يعنې پر هغه څه خوښ نه وي،چې خداى ورکړى دى.

دا ويينې او پوښتنې ډېره مخينه لري ان زموږ د ادبياتو يوه برخه ده؛خو پردې خبرو د ويينو وخت نشته او ددې ټولو نيوکو سرچينه داده،چې انګېرلي يې دي،چې دعا د قضاوقدر او الهي حکمت له حوزې وتلى چار دى،حال داچې په خپله دعا هم د الهي قضاوقدر يوه برخه ده او احياناً د ځينو قضاو قدرونو مخه نيسي؛نو ځکه نه پر قضا له خوښۍ سره منافات لري او نه له الهي حکمت سره. == د قدر شپې ==

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(بقره/١٨٦) = او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:)چې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي ) .

دا آيت د رمضان د مياشتې د آيتونو په منځ کې دى او کېداى شي دا آيت يې ځکه د رمضان د مياشتې په آيتونو کې راوړى وي،چې دا مياشت دعا او استفغار ته ځانګړې ده او ديني مشرانو په دې شپه ويښ ول او عبادتونه او دعاګانې يې کولې.

د رمضان وروستۍ لس شپې به چې شوې؛نو د خداى رسول به ويل : "بستره مې د روژې تر پايه مه اچوئ" او په دې شپو کې به تل په عبادت او دعاګانو بوخت و. علي بن الحسين به د رمضان په شپو کې نه ويدېده،د شپې به يې يا لمونځونه کول،يا دعا او يا د بېوزليو لاسنيوى او په پشمني کې به يې ځانګړې دعا ويله،چې په "ابوحمزه ثمالي"مشهوره ده.

د دعا خوند او له خلکو پرېکون[سمول]

هغوى چې د دعا په خوند پوه شوي او له خلکو يې خداى ته مخه کړې وي؛نو په دې خوند يو خوند ته هم لومړيت نه ورکوي؛دعا هغه مهال لوړې،ستريا او خوند ته رسي،چې دعا کوونکى ځان په نېکمرغۍ کې ډوب او د خداى د ځانګړې پېرزو او د دعا د منل کېدو نښې وويني. ((خدايه !په هغه څه کې راته حسن نظر راوښيه،چې درنه مې غوښتي دي او د دعا د منل کېدو خوږلنى راباندې وڅکه.))

وګ : "صحيفه سجاديه اوومه دعا"

پوهان وايي: "علم اليقين"،"عين اليقين" او "حق اليقين" سره توپير لري،وايي: فرض کړئ پر يو ځاى اور لګېدلى دى.يو وخت تاسې ددې اور اغېز مثلاً لوګى وينئ او له لوګي پوهېږئ،چې هلته اور دى.دا "علم اليقين" دى.يو وخت په خپله اور له نږدې وينئ. دا "عين اليقين" دى،چې تر پوهې اوچت دى او مشهود دى. يو وخت اور ته دومره ورنږدې کېږئ،چې د اور تودوخه مو بدن ته رارسي او ګرموي مو.دا "حق اليقين" دى.

شونې ده،چې انسان خداى ښه وپېژني او پر سپېڅلي ذات يې ايمان ولري؛خو په ژوند کې يې هغه پېرزو او عنايت و نه ويني،چې خداى يې خپلو بندګانو ته ورکوي.دا د "علم اليقين" درجه ده؛خو کله داسې وي، چې عملاً د توحيد اغېز ويني،دعا کوي او خپله دعا منل شوې ګڼي،په چارو کې پر خداى ډاډ او توکل کوي او له "غيرالله" يې ډاډ پرې کېږي او ددې توکل،ډاډ او دعا اغېز په خپل ژوند کې ويني او دا د "عين اليقين" درجه ده. د خداى هغه بندګان خوند اخلي،چې پر خداى ډاډ لري او د خپل توکل،ډاډ او دعا اغېز په خپل ژوند کې ويني او له هغو نېکمرغيو برخمنېږي،چې موږ يې لږ تصور کړاى شو؛البته تردې اوچته درجه هغه ده،چې دعا کوونکى ځان نېغ په نېغه د حق له ذات سره په اړيکه کې وويني او ځان ورته نه ښکاري؛فعل د هغه فعل،صفت د هغه صفت او په هر څه کې هغه ويني.

انسان،چې کله کوم هنر،علم او فن زده کړي،ډاکټر يا انجينر شي؛نو تر کلونو کلونو زحمتونو وروسته،چې د خپل کار او زحمت اغېز او پايله ويني،د بېلګې په توګه،چې کله ناروغ ورته راشي او درملنه يې وکړي او ناروغ روغ شي او انجينر د خپلې نقشې جوړ شوى کور وويني؛نو په خوشحالۍ کې ډوبېږي او په خپل ځان کې عزت احساسوي.تر ټولو غوره خوند هغه دى،چې انسان د خپل هنر اغېز وويني.

نو څومره به انسان خوشحاله وي،چې پر خداى د ايمان د هنر اغېز؛ يعنې پر ځان د خداى پېرزو وويني.کوم عزت،خوشحالي او برى،چې لري؛تر هرې درجې لوړ دى او خوند يې تر ټولو خوندونو خوږ دى.

خداى دې موږ ددې وړ کړي،چې د دعا کولو توفيق ومومو او ددې سپېڅلي روحاني حالت له نعمتونو برخمن شو.

== 

د بشر ادارکي غونډال ==

د څيزونو پېژندل د هغوى د اضدادو لارې

دا جمله په پوهانو کې خپره ده،چې (( تعرف الاشياء باضدادها))؛يعنې څيزونه له مخالف او مقابل ټکي پېژندل کېږي؛ البته له پېژندو نه مراد اصطلاحي منطقي تعريف نه دى؛ځکه په منطق کې جوت شوي، چې د څيزونو تعريف له مقابل او مخالف ټکي يې نه کېږي؛لکه څنګه چې دلته له ((ضد)) نه مراد "اصطلاحي ضد" نه دى،چې په فلسفه کې له "نقيض" سره توپير لري. دلته له "ضد" نه مراد "مطلق مقابل ټکى" دى او له "پېژندو نه مراد مطلق پوهېدل دي.که څه هم په دې جمله کې حصري ټکى؛لکه ((الا)) او ((انما)) نه دى کارول شوى؛خو مراد ترې يو ډول حصر دى.

که يو څيز مقابل ټکى و نه لري؛نو بشر به و نشي کړاى،چې د وجود پر شتون يې ځان پوه کړي که څه هم هغه څيز پټ نه وي او څرګند ښکاره وي . په حقيقت کې د خبرې مراد د بشر په ادارکي غونډال-دستګاه کې د يو ډول نيمګړتيا ښوول دي،چې داسې جوړ شوى،چې په دې صورت کې څيزونه درک کولاى شي،چې مقابل ټکى هم ولري.

د بېلګې په توګه:رڼا او تياره. بشر دا دواړه له يو بل سره له پرتله کونې پېژني.که تل نړۍ او د نړۍ هر ټکى روښانه و او هېڅکله نه تياره کېده او يکامانه رڼا وه او هېڅکله تياره نه وه؛نو انسان به په خپله رڼا هم نه پېژنده؛يعنې انګېرلي يې نه شو،چې په نړۍ کې رڼا هم شته او نه به پوهېده،دا اوس،چې هر څه ويني، په رڼا يې ويني؛رڼا تر هر څه ښکاره او روښانه ده،چې دا زموږ نيمګړتيا ده؛نه د رڼا.

اوس،چې رڼا درک کوو دا ځکه چې رڼا زوال او افول لري او تياره رامنځ ته کېږي؛د رڼا د کېناستو او د تيارو له راولاړېدو پوهېږو،چې مخکې يو څيز و،چې موږ يې په مرسته څيزونه ليدل؛نو رڼا د خپل ضد په مرسته،چې تياره ده،مشهوره او پېژندل شوې ده او که سراسري تياره وه او رڼا نه وه؛نو تياره به نه پېژندل کېده.

همداراز که يو انسان په ټول عمر کې يو غږ واوري_د بېلګې په توګه د يو موټر د هارن غږ او کوم ماشوم،چې ددې غږ تر څنګ غټېږي_ هېڅکله هغه غږ نه اوري،چې تل يې په غوږ لګېږي او د هغه غږ پر وړاندې خپل حساسيت له لاسه ورکوي،چې تل يې اوري .

"فيثاغورس" ګروهمن و،چې د افلاکو تر حرکته يو لوړه موسيقي شته؛خو داچې تل يې خلک اوري؛نو هېڅکله يې نه اوري. همداراز که انسان تل په بدبويه او يا خوږبويه چاپېريال کې وي؛نو هغه بوى نه احساسوي.

او د همدې دليل له مخې شتمن د خوندونو او خوشحاليو پر وړاندې حساسيت له لاسه ورکوي او بېوزله د سختيو پر وړاندې حساسيت له لاسه ورکوي؛يعنې هغوى چې ډېر د خوند موجباتو ته رسي لږ احساس کوي او هغوى چې لږ رسي ډېر احساس کوي او همداراز هغوى چې ډېر له ستونزو سره مخ دي،لږ يې سختي احساسوي او هغوى چې لږ ورسره مخېږي؛ډېر يې احساسوي .

همداسې دى ځواک او بېوسي.که فرضاً بشر پر هر څه ځواکمن واى او د هېڅ څيز پر وړاندې بېوسه نه و؛نه يې په ځان کې بېوسي ليده او نه په بل څيز کې،نه به پوهېده،چې ځواک هم ددې عالم له موجوداتو يو موجود دى او سره له دې،چې ټول کارونه يې په ځواک کول؛خو ځواک به يې نه ليده؛سره له دې،چې په ځواک کې ډوب دى؛خو ځواک يې نشو درک کولاى او که مطلقه بېوسي وه او ځواک نه و؛نو بېوسي هم نه پېژندل کېده.

همداسې پوهه او ناپوهي ده.که فرض کړو،چې په نړۍ کې ناپوهي نه وه او بشر د يو حقيقت پر وړاندې هم د ناپوهۍ احساس نه کاوه او د پوهې په رڼا کې هر څه ورته روښانه او څرګند ول؛نو سره له دې،چې په پوهه کې ډوب دى او هر څه يې د پوهې په رڼا ليدل؛خو په خپله به له پوهې غافله و؛خو چې کله ناپوهي د پوهې پر وړاندې راښکاره شوه او د انسان له فکري غونډال سره يې مرسته وکړه؛نو پوهې ته پاملرنه هم پيدا شوه او پوه شول،چې پوهه هم ددې نړۍ له موجوداتو يو موجود دى؛نو څاروى خپلې پوهې ته توجه نه لري؛ځکه خپلې ناپوهۍ ته توجه نه لري.

همداسې سيورى او وګړى دى.که بشر تل د يو لړ څيزونو سيوري ليدل او پخپله هغه څيز يې نه ليده؛نو هېڅکله يې سيورى له سترګو نه لرې کېده او هماغه سيوري به يې واقعي وګړي انګېرل؛خو داچې هم وګړى ويني او هم سيورى؛نو پوهېږي،چې دا وګړى دى او هغه سيورى.

"افلاطون" مشهوره فلسفي ګروهه لري،چې په ((مُثُل افلاطون)) مشهوره ده، وايي: ((څه چې په دې نړۍ کې دي،دا د هغې بلې نړۍ د اصل او حقيقت يو ډول فرع او سيورى دى؛هغه حقيقت دى او دا وړانګې؛هغه وګړى دى او دا سيورى او خلک انګېري،چې دا سيورى حقيقت دى)) او بيا يو مثال راوړي،وايي: ((فرض کړئ ځينې خلک د ژوند له پيله په يوه غار کې بند دي او داسې يې په غار کې بند کړي وي، چې مخ يې د غار دنننه ته او شا يې د غار شا ته وي.لمر له بهر پر غار دننه ولګي او ځينې خلک د غار له مخې تېر شي او د خلکو سيوري د غار پر دېوال ولګي او دا بنديان،چې له بهره بې خبره دي او نه پوهېږي،چې بهر هم شته؛نو هغه سيوري به واقعي وګړي ګڼي،چې د غار پر دېوال لګېدل او نه پوهېږي،چې دا هېڅ هم نه دي،يوازې د هغو وګړيو سيوري دي،چې بهر دي.))

بشر هم،چې د طبيعت په غار کې بند دى؛ددې نړۍ وګړي حقيقت ګڼي او نه پوهېږي،چې دا د حقيقت ظل او سيوري دي؛نه په خپله حقيقت او چې په خپله وګړي وويني؛نو هله به پوه شي. د "افلاطون" د ګروهې له ويلو مې مراد دادى،چې د انسان طبيعي او عادي ساختمان داسې دى،چې څيزونه له مقابل ټکي او په پرتلنې پېژني او که مقابل ټکى نه وي؛نو پېژندلاى يې نشي که څه هم څرګند ښکاره وي او د تياره او رڼا،پوهې او ناپوهۍ،وس او بېوسۍ او وګړي او سيوري مثال مې هم د همدې موخې لپاره راوړ. همداسې خير و شر،حرکت او سکون،حدوث او قدم او فنا او ابديت دى.

لکه چې و مې ويل دا مطلب زموږ په درک او پوهې پورې اړوند دى (موږ داسې يو،څو مو د څيز مقابل ټکى نه وي ليدلى؛له شتونه يې نه خبرېږو) نه په هغه څيز پورې، چې موږ يې پېژنو.

کب او اوبه[سمول]

کب،چې هېڅکله له اوبو نه و راوتلى او بې له اوبو يې څه نه ول ليدلي،په فکر کې شو،و يې ويل:دا اوبه څه او چېرته دي،چې دومره تعريفونه يې کېږي او وايي،چې بې اوبو ژوند ناشونى دى؟ ما ته ولې نه ښکاري؟ په يو چا پسې روان و،چې اوبه وروښيي،تردې چې يوه ورځ له اوبو بهر راولوېد او په پړتکو شو؛نو هله پوه شو،چې اوبه څه دي،څه اغېز يې پرې درلود او ژوند يې په اوبو پورې تړلى و.

خداى مطلقه رڼا او مطلق څرګند دى[سمول]

د احديت سپېڅلى ذات مطلقه رڼا ده؛هغه رڼا ده،چې مقابله تياره نه لري؛هغه د ټولې نړۍ،ځمکې او اسمانو رڼا ده ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ(نور/٣٥)= الله د اسمانو او ځمكې نور دى)) تر هر ښکاره څرګند او تر ټولو راته نږدې دى.هر څه د هغه په ذات ښکاره کېږي، "مطلق بالذات څرګند"،د هر څه رڼا د هغه د ذات د رڼا وړانګه ده؛خو هغه رڼا ده،چې ثابته ده او کېووتل او پرېوتل نه لري؛هغه رڼا ده،چې هر ځاى يې روڼ کړى؛حجاب او مانع نه لري،پر هر څه محيط دى، مقابل ټکى نه لري او ضد نه لري.

داچې کېووتل او پرېوتل،زوال او فنا نه لري او مقابله تياره نه لري؛نو ضعيف الادراکه بشر،چې هر څه په پرتلنه او له مقابل او مخالف ټکي يې پېژني او د پوهېدو او ادراک غونډال يې داسې جوړ شوى،چې هر څه په پرتلنه پېژني او ورته پاملرنه کوي؛نو د حق ذات له پېژندو او پاملرنې غافل دى.

هېښنده ده. دا چې د حق ذات کله هم پټ نه دى؛نو له سترګو پټ دى؛خو که کله پټ او کله ښکاره و؛نو له سترګو به پټ نه و.

دا ده د حکماوو د خبرې مانا،چې وايي: د حق ذات د ظهور له کثرته او د ظهور له شدته په خفا کې دى :

يا من هو اختفى لفرط نوره الظاهر الباطن فى ظهوره

وګ : د ملا هادي سبزواري منظومه

له هغه امله،چې ظاهر او ښکاره دى؛باطن او پټ (هم) دى؛د ښکاره توب لامل يې عين د باطنتوب لامل دى .

امام علي (نهج البلاغه/٦٤ خطبه) وايي: بې له خدايه هر ظاهر نور باطن نه دى او بې له خدايه هر باطن نور ظاهر نه دى؛خو خداى له دې دومره وحدت او بساطت سره هم باطن دى او هم ظاهر. نه دا چې يوه برخه يې باطنه او بله يې ظاهره ده؛بلکې له هماغه حيثيه،چې ظاهر دى،عيناً باطن دى او له هماغه حيثيه،چې باطن دى،ظاهر دى.

ددې حقيقت سرچينه قرآن کريم دى،چې د حديد د سورت په درېم آيت کې وايي:

((هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ = هماغه لومړنى او وروستى او ښكاره او پټ دى او هماغه پر هر څه ښه پوه دى. )) په بل ځاى کې وايي:

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/١١٥) = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى.بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.))

رسول اکرم (علم اليقين١/٥٤) وايي:

((که په پړي د ځمکې اووم پوړ ته هم ښکته شئ؛بيا هم د خداى پر لور تللي ياست.))

په روايت (صدوق؛توحيد:١٨٢ مخ) کې راغلي،چې "جاثليقي" (مسيحي عالم) حضرت علي وپوښت: دا څه مانا لري،چې قرآن وايي: هر لوري ته،چې مخ کړئ؛د خداى پر لور ياست؟ د خداى مخ کوم لوري ته دى؟ امام حکم وکړ،چې خس راوړئ او اور بل کړئ او چاپېريال روښانه شو؛نو امام وپوښت: ددې اور مخ کوم خوا ده؟ و يې ويل: هر لوري ته او هر ځاى يې مخ دى.امام وويل:دا اور،چې دې په دې څرنګوالي وينې،چې د خداى له مخلوقاتو يو مخلوق دى او هر لوري ته مخ لري او ته غواړې،چې خداى ټاکلي لوري ته مخ ولري او البته خداى خپلو مخلوقاتو ته ورته نه دى او له ورته والي سپېڅلى او پاک دى ((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى .بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.)) او څه هم له خدايه پټ نه دي.

د نړۍ ختيځ او لوېديځ د خداى ملک دى،د هغه د فعل راښکاره کېدنه ده،پر هر څه راچاپېر دى،يو څيز ترې تش نه دى،هر لوري ته چې مخه کړئ؛نو خداى ته مو مخه کړې ....

ځان پېژنده ==

==

وايي: ځان پېژنده پر خداى پېژندنې لومړيت لري.انسان،چې ځان نه وي پېژندلى،خداى هم نشي پېژندلاى . دا خبره له ډېرو اړخونو سمه ده؛يو اړخ يې دادى،چې انسان بايد د خپل فکري غونډال حالت وپېژني او ځان پر خپلو نيمګړتياوو او کمزوريو پوه کړي،چې خداى په کمال،ځواک او ناپايه توب وپېژني. بايد د خپلې پوهېدنې او ادراک نيمګړتيا وپېژني،چې نيمګړى موجود نه وي او څو هغه ته ضد او مقابل ټکى نه وي؛نشي کړاى و يې پېژني؛نو په تمه دې نه وي،چې زه په خپلو حواسو خداى وپېژنم. بايد پوه شي که محسوسات يې هم ټول يو شان ول او که تل يې رنګ ليده،هغه يې نه پېژانده،که تل يې پرله پسې يو غږ اورېده بيا يې هم نه پېژانده او له وجوده يې نه خبرېده. بشر دې نه انګېري،چې خداى يې له سترګو پټ شوى دى؛بلکې بايد پوه شي،چې يوازې د څيز ښکارېدل بسيا نه دي او د بشر له درک او پوهې سره مقابل او ضد ټکى مرسته کوي.

د خداى د ذات نور راچاپېر،ازلي او ابدي دى؛لوېدل او پرېوتل نه لري نو ځکه د بشر کمزوري ادراکات د هغه له درک کولو بېوسي دي.

محدود بشر خداى په محدودو آثارو پېژني[سمول]

زموږ فکري غونډال خداى په هغو چارو پېژني،چې د ځان په څېر يې نيمګړي او محدود دى؛خداى په هغه رڼاګانو پېژني،چې په يو ټکي کې شته او په بل ټکي کې نشته؛لکه د بوټي او څاروي ژوند او هغه شعور،چې د مادې په يو ټکي کې پيدا کېږي؛خداى په هغو چارو پېژني،چې په يو وخت کې وي او په بل وخت کې نه وي؛يعنې راختل او پرېوتل لري .

خداى کړنې،مخلوقات او رڼاوې لري،چې پنځولي يې دي.هغه رڼاوې راخېژي او پرېوځي. خداى خپل ځان په خپلو فعلي رڼاوو راپېژني؛ ژوند الهي رڼاوې دي؛هغه رڼا ده،چې پر تياره توکي يې خپروي او بيا يې اخلي :

((وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ (حجر/٢٣)= او بېشكه همدا موږ يو، چې ژوندي کول كوو او مړه کول كوو او همدا موږ د( ټولې نړۍ ) وارث يو.)) ((يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ(فاطر/١٣)=(خداى) شپه په ورځ كې ننباسې او ورځ په شپه كې او(تاسې ته يې) (د) لمر او سپوږمۍ(ګټې) اېل كړي دي، هر يو تر يوه ټاكلي وخته چلېږي . دا خداى ستاسې پالونكى دى. (په ټوله نړۍ كې) واکمني يوازې د هغه ده،له هغه پرته چې تاسې نور بلئ (او لمانځئ) هغوى د کجورې د زړې د نرۍ پردې خاوندان (هم) نه دي.))

((يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ (روم/١٩)= هغه له مړي ژوندى راباسي او له ژوندي مړى راباسي او ځمكه د هغې تر مرګ وروسته ژوندۍ كوي او په همدې توګه (تاسې) د قيامت پر ورځ (هم له قبرونو) را ايستل كېږئ.))

((وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفَى بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا (فرقان/٥٨)=

((لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (مائده/١٢٠)= د اسمانو او ځمكې او څه چې د دوى ترمنځ دي، واكمني يوازې د خداى ده او هغه پر هر څه قادر دى.)) کوم ژوند،چې پر ځمکه پيدا کېږي محدود دى،هم د وخت له نظره او هم د ځاى له نظره؛په يوه شېبه او ټکي کې پيدا کېږي او بوټى،څاروى او انسان ترې برخمنېږي.د ژوند ټولې څېرې ( وده،ښکلا،تاندتوب،ښه جوړښت،ادراک،عقل،مينه،عاطفه او لارښوونکې غريزې) د احديت ذات ښکاروندى نښې او هندارې دي.

قرآن ډېرى پر ژوند او د ژوند پر آثارو استدلال کوي؛په ښکلا، ښه جوړښت، انتظام،الهام او غريزه،مينه او عاطفه،دا چې هر ساه کښ له خپل اولاد او جوړې سره مينه کوي.د حضرت ابراهيم (ع) له خولې وايي،چې نمرود ته يې وويل:

((إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ (بقره/٢٥٨)= ابراهيم چې وويل:((زما پالونكى هغه دى، چې ژوندي كوي او مړه كوي )) 

د حضرت موسى (ع) له خولې راخلي،چې فرعون ته يې وويل:((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى،چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

((وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ . ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (نحل/٦٨،٦٩)= او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته وحې [ اوغرېزي الهام ] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه؛بياهر ډول مېوې (او د ګلانو شيره) وخوره او كومې لارې،چې پالونكي دې درته ټا كلي دي، په اسانۍ ووهه.)) دهغوى له ګېډو په بېلابېلو رنګونو كې شات راوځي،چې خلكو ته شفا ده،په رښتيا چې پدې كې د فكر خاوندانو ته روښانه نښه ده!))

هغه هر بوټي ته ځواک ورکړ،چې د ځيرک او ماهر مهندس په څېر،د ځان نقشه په خپله وباسي،ځان سينګاروي؛هغه هر څاروى له کوچنۍ حشرې نيولې تر غټو څارويو پورې غريزې او الهامونه يې ورکړي،چې عقل د هغوى له درکه بېوسې دى؛هغه د شاتو مچۍ ته الهام وکړ،چې ځان ته په ځانګړې مهندسۍ په غرونو کې کور جوړ کړي.


مېږى د حضرت علي (ک) له نظره[سمول]

حضرت علي په نهج البلاغه (٢٢٧ خطبه) کې وايي:

((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي.يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي.))

څاروي پېژاندي پوهان وايي،چې ځينې مېږي په روزۍ کې يوازې په دانه راټولو قناعت نه کوي او په خپلو جوړو کړيو پټو کې خرېړي کري او خوراکي ګټنه ترې کوي او بله هېښنده خبره خو داده،چې وايي يوه ډله مېږيان ځينې حشرات اهلي کوي؛لکه څنګه چې انسان اس، سپى، غوا او پسه اهلي کړى دى او له شيدو يې ګټه اخلي او مېږيان هم د هغو حشراتو له شيدو ګټنه کوي،چې له حشراتو يې رالوشي.

بيا حضرت علي وايي:

(( دانې خپلې ځالې ته وړي او په داسې ځاى کې ځاى پر ځاى کوي،چې ورستې نشي،په هغه ځاى کې،چې لمده بل يې وراسته نه کړي او ان څېري کوي يې،چې راشنه نشي.))

بيا حشره پوهان وايي: يوه ډله مېږيان دي،چې منظم ټولنيز ژوند لري او هره ډله ځانګړې دنده لري،چې بايد و يې کړي؛يوه ډله کارګران دي، چې دانه راوړي،چې نور هم ترې په ژمي کې ګټنه وکړي او ددې موخې لپاره ځانګړې خونې لري،چې ځانګړي مېږي پکې دي،چې لوى لوى جاملې لري او غنم پرې جرنده کوي،چې نورو ته يې د خوړو لپاره چمتو کړي.

حضرت علي وايي:

((که ددې وړوکي څاروي په هاضمي سيستم کې فکر وکړې،چې څرنګه خواړه خوري،هضموي او اطراحوي يې،که خېټې ته يې وګورې،چې د ساتلو لپاره يې څومره وړې وړې پښتۍ پنځول شوي او که د ليدو او اورېدو سيستم ته يې وګورې،چې په سر کې يې دي؛نو نور به هم حيرانه شې .))

پوهانو په خپلو څېړنو کې د مېږيانو د پوهېدنې،شعور او خپلمنځي تفاهم په اړه هېښنده مسايل راوړاندې کړي دي.

قرآن کريم د حضرت سليمان (ع) په کيسه کې د مېږو هېښنده تفاهم راخستى او په دې سورت يې د نمل (مېږي) نوم ايښى دى.

((حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ. فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ (نمل/١٨،١٩) = (هغوى وخوځېدل) چې د مېږيانو کندې ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل: (( مېږيانو! خپلو ځالو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او لښكر يې تاسې په بې خبرۍ كې تر پښولاندې كړي.)) نو (سليمان) د مېږي پرخبره مسكى او په خندا شو او و يې ويل: ((پالونكيه! ما ته دا الهام (او را په برخه) كړه،چې ستا د هغه نعمت شكر پرځاى كړم، چې ما او زما مور و پلار ته دې راكړى دى او داسې نېكې چارې وكړم،چې ستا خوښې شي او ما په خپل رحمت سره په خپلو صالحو بندګانو كې وشمېره.))

حضرت علي (ک) وايي : د مېږي په سر کې د ليدو او اورېدو غونډالې دي او نن پوهانو په څېړنو جوته کړې،چې د مېږيانو په ښکرګوټو خبر ورکوي او اخلي يې. حضرت علي د خپلې خبرې په پاى کې وايي: ((که د فکر پر لارو تېر شې،چې پايلې ته و رسې؛نو بې له دې به بل څه ته نه رسې،چې د وړوکي مېږي او د کجورې د سترې ونې پنځوونکى يو ځواک دى.هماغه دقيق نظام،چې په دې کې کارول شوى، په هغې کې هم کارول شوى دى. د هغه د خلاقيت د ځواک پر وړاندې کوچنى او ستر،سپک او دروند او غښتلى او کمزورى يو شان دى.))

په هر حال قرآن کريم سره له دې،چې وايي خداى تر هر ظاهره ظاهر دى؛بلکې واقعي ظاهر دى،((ټول عالم د هغه په رڼا پيدا شوى)) او په عين حال کې د بشر فکري غونډال داسې دى،چې معمولا څيزونه د مقابل ټکي په مرسته پېژني؛خداى د هغه له تجلياتو او مظاهرو يې پېژني،پرېوتل او ښکته کېدل لري،کله وي او کله نه وي،رڼا ګانې له تيارو سره په غېږ کې دي،ژوندونونه له مرګ سره تړلي دي. دا چې قرآن دومره پر ژوند او د ژوند پر آثارو،تجلياتو او چارو خبرې کوي؛د همدې مراد لپاره دي.

بېځايه نمښـتې[سمول]

مشهور روايت دى،چې علم درې پوړه لري:همدا چې انسان د علم لومړي پوړ ته ورسېد؛نو مغرورېږي او تکبر کوي او ځان تر هر څه او چا اوچت او غوره ګڼي.دا پوړ د علم وينۍ او ځان وينۍ پوړ دى. په دويم پوړ کې معلومات يې اضافه کېږي،ځان او خپل معلومات د خلقت په ستر غونډال کې کوچنى ويني او د خاکسارۍ حالت پکې پيدا کېږي.دا پوړ د واقع وينۍ او نړۍ ليد پوړ دى.له "علم وينۍ" څخه "نړۍ ليد" ته رسي.ددې پر ځاى،چې خپلو معلوماتو ته نظر وکړي،نړۍ ته نظر کوي او په هغو معلوماتو نړۍ کچوي.په دويم پړاو کې پوهېږي،چې په هېڅ هم نه پوهېږي.دا پړاو د حيرانتيا پړاو دى، په دې پړاو کې پوهېږي،چې د هغه فکر معلومات دومره نه دي،چې نړۍ او عالم پرې کچ کړي.

د نيمګړې پوهې غرور[سمول]

لکه څنګه،چې کله انسان په خپله شتمنۍ مغرورېږي او د شتمنۍ نشه يې په سر کې وي او انګېري،چې لاس ته راوړې شتمني به يې له هر څه مړه خوا او په دې نړۍ کې تلپاتې کړي ((يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ (همزه/٣)= انګيري چې شتمي به يې تلپاتې كړي (او له مړيني به يې وژغوري).))

کله په خپل مقام مغرورېږي او د مقام نشه يې په سر کې وي او پر ځمکه ګناه او سرغړونه کوي او د ((أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى (نازعات/٢٤)=زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) ډهول او چغې وهي. همداسې کله د پوهې غرور هم پر انسان واکمن شي او د پوهې يو ډول جنون پکې پيدا کېږي؛خو دومره توپير لري،چې د شتمنۍ او مقام لېونتوب له ډېرې شتمنۍ او ځواکمنۍ راپيدا کېږي او د علم لېونتوب له لږ علم او کمزوري درکه پيدا کېږي.وايي: تر محض نشتونه د هر څه نيمګړى شتون غوره وي؛ خو علم چې هېڅ نه درلودل يې له نيمګړي درلودو غوره دى؛ځکه نيمګړى علم مستوونکى او لېونى کوونکى دى او د ډېرو حقايقو د منکرېدو لاملېږي . دلته مو پام د امام صادق روايت ته راګرځوو :

خداى له بشره دوه ژمنې اخستي[سمول]

امام صادق وايي :

خداى د قرآن کريم په دوو آيتونو کې له بېځايه رښتينوليو او درغجنوليو ژغورلي يو. يو د اعراف د سورت ١٦٩ آيت،چې وايي: ((أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَاقُ الْكِتَابِ أَن لاَّ يِقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِ وَالدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (اعراف/١٦٩)=ايا له دوى (د خداى) د كتاب ژمنه نه وه اخستل شوې،چې په خداى پورې به ( دروغ نه تړي او ) يوازې حق به وايي او هغوى څو څو ځل هغه (ژمنه) لوستې ده او د اخرت استوګنځى پرهېزګارانو ته غوره دى، ايا نه پوهېږئ ؟))

له انسانه ژمنه اخستل شوې،چې په هغه ځاى کې،چې خداى څه نه دي ويلي او دنده يې نه ده ټاکلې؛نو تاسې به له ځانه دنده نه ټاکئ او بدعتونه به نه کوئ.

بشر کله د تصديق په رنځ اخته کېږي،په هغو چارو کې،چې خداى حکم نه وي کړى او خلک يې د مصلحت له مخې ازاد پرېښي وي. غواړي له ځانه حکم وضع کړي او په خداى پورې يې تړي او کله خپل ناوړه کارونه،چې يوزاې له شهوت سره يې اړخ لګوي؛نو له ځانه ورته احکام جوړوي او په خداى پورې يې تړي؛نو په دې هکله خداى په قرآن کريم کې وايي:

((وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (اعراف/٢٨)= او چې كله كوم ناوړه كار كوي (؛نو) وايي : (( موږ خپل پلرونه پردې ( دود) موندلي دي او خداى راته پخپله هم د دې چارو د سرته رسولو امر كړى دى)) ووايه : ((خداى (هېڅكله) د بې حيا چارو د تر سره کولو امر نه كوي، ايا داسې څېزونه په خداى پورې تړئ،چې نه پوهېږئ ؟!))

دا يوه ژمنه ده،چې خداى له بندګانو اخستې،چې څو علم او يقين نه لري؛څه به نه وايي.

((بَلْ كَذَّبُواْ بِمَا لَمْ يُحِيطُواْ بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ (يونس/٣٩)= ( خو هغوى د پوهې له مخې له قرآنه انكار ونه كړ؛) بلكې داسې څه يې په دروغووګڼل،چې ترې خبر نه وو او تر اوسه واقعيت يې ورته څرګند شوى نه دى،په همدې ډول تر دوى مخكې خلكو هم (خپل پېغمبران ) په دروغوګڼلى ول؛ نو وګوره چې د ظالمانو د كار پاى څرنګه وه !))

پر هغو مسايلو،چې نه پوهېږئ او د هغوى روح او باطن يې درک کړى نه وي،ددې پرځاى،چې ووايي،نه پوهېږم؛نو په کبر ترې منکرېږي او وايي : داسې څه خو نشته.

ابوعلي سينا بلخي دې روايت ته نژدې دوه غونډلې-جملې لري او د بې ځايه او بې دليله تصديقونو په اړه وايي :

((څوک چې روږد شوى،هر څه بې دليله ومني؛نو د انسانيت له فطرته وتلى دى او د انسان نوم پرې نه شو ايښوداى.))

او د بېځايه او بې دليله نمښتو په هکله وايي:

((څه چې درته هېښنده ول؛نو يوازې له دې امله يې مه ردوه،چې هېښنده دى؛خو دا چې ردولو ته يې پوخ دليل ولرې.))

بريد پېژندنه[سمول]

لکه څنګه چې هر څوک د جسم او غړيو له نظره حد او اندازه لري، د روح او عقل له نظره هم حد،اندازه او ظرفيت لري او بې حده نه دى. انسان بايد خپل بريد وپېژني او تر خپل بريده دې مخکې ولاړ نشي او پوه هغه دى،چې خپل بريد او اندازه وپېژني.

شونې ده،چې يو انسان ډېره پوهه ولري او د دنيا له ډېرو چارو خبر وي؛خو له يوې چارې بې خبره او ناپوهه وي،چې هغه چار يې بريد او اندازه ده او هغه ټوله پوهه يې ددې ناپوهۍ پر وړاندې ناڅيزه ده.همدا نه پوهېدل د زر نورو ناپوهيو سرچينه کېږي او د حقايقو د دروغ ګڼلو او د غرور لاملېږي يې.

په تېر څپرکې کې مې وويل،چې د بشر فکر داسې پنځول شوى،چې تر هغه يو څيز ان که څرګند ښکاره هم وي نشي پېژندلى څو يې مقابل ټکى او ضد نه وي ليدلى او يو له بل سره يې نه وي پرتله کړى. همدا يو اړخ ورته بسيا دى،چې انسان مغرور کړي او په ناپوهۍ کې له حقايقو نمښته وکړي.

په تېرو څپرکيو کې مو وويل : کله قرآن کريم په پسرلي کې د ځمکې ژوندي کېدل د توحيد د شهود لپاره راوړي او کله يې د وړوکي قيامت په نامه يادوي او خداى بشر ته وايي: لکه څنګه چې ستاسې د ژوند په نظام کې ژوندي کېدل او مړه کېدل شته او هر تخم او دانه،چې په يو فصل کې په ځمکه کې وشيندل شي،په بل فصل کې همدا دانه وده کوي، په يو فصل کې جامد او بې ساه تخم دى او په بل فصل کې ژوندى بوټى شي .

((وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ . حَتَّى إِذَا جَاؤُوا قَالَ أَكَذَّبْتُم بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ(نمل/٨٣،٨٤)= او هغه ورځ (دريادكړه) چې موږ له هر امته يوه ډله راپورته کړو،چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل؛ نو هغوى تموو،چې يو له بل سره يو ځاى شي (او د خپرېورېدو او بې نظمۍ مخه يې نيول کېږي) تردې چې (ټول حساب ته) راټول شي،(ورته) وايي: ((ايا تاسې زما نښې په دروغو ګڼلې او د څېړنې په لټه كې يې نه شوئ ؟ (؛نو) څه مو كول ؟))

هر څه چې ډېر او عادي شول؛ارزښت يې له سترګو غورځېږي. د ځمکې ژوندي کېدل او مړه کېدل هم داسې دي. زموږ طبيعي عمر داسې دى، چې د خپل عمر په ترڅ کې ډېرى دا روان سنت وينو؛نو ځکه په نظر کې مو ارزښت نه لري .

موږ د وړو او سترو نظامونو په منځ کې له يوه اړخه هم نه پوهېږو،چې کوم خوا ته به رسو،له هر لوري ((نه پوهېږم)) ته رسو. له وړوکي اړخ د حجرې او د اتوم مالکول ته رسېدلي يو او نه پوهېږو،چې تر کومه به مخکې ځو او له ستر اړخ "لمريزنظام" او هغه نظام ته چې لمريز نظام يې يوه برخه او تابع دى او هېڅ راته څرګنده نه ده،چې هغه نظام کوم نظام دى او بالاخر کوم ځاى ته به رسي.

زموږ او د پوهانو مثال د هغه چنيجي دى،چې په يوه مڼه يا لرګي کې پيدا کېږي.د هغه دنيا،ځمکه او اسمان يې هماغه مڼه ده او هغه نه پوهېږي، چې دا مڼه د هغه نظام يوه برخه ده،چې نوم يې ونه ده او هغه ونه د يو بل نظام برخه ده،چې نوم يې بڼ دى،چې پخپله بڼوال او پالندوى لري او هغه بڼ په خپله د بل ستر نظام يوه برخه ده،چې په ولسوالۍ کې پروت دى او ولسوالي په ولايت او ولايت په هېواد او هېواد د ځمکې يوه برخه ده او همداسې ده غڼه،چې د يوې کوټې په ګوټ کې پيدا کېږي او هماغلته مري او له کوټې له بهرني نظامونو ناخبره وي. طبعاً ادراکات يې د انسان په پرتله محدود او کوچني دي او څه چې انسانانو ته څرګند دي؛هغوى ته نه باور کوونکي دي، د ژوند په چورليد کې د سترو عالمونو پر وړاندې د انسان حالت هم همداسې دى.

دا د حجم او پراخوالي له نظره ول؛خو د هغو عالمونو له نظره د بشر مجهولات خورا ډېر دي،چې پر موږ راچاپېر دي او زموږ د ژوند تدبير او تقدير ورپورې تړلى دى. له کومه څرګنده ده،چې داسې عالمونه نه وي،چې زموږ د شتون نړۍ د هغوى په نسبت د خوب يا ويښتيا نړۍ وي؟

امام غزالي (ره) وايي: (( موږ په خوب کې هغه نړۍ وينو او په هغه حال کې فکر نه کوو،چې خوب وينو او دا حالت يو څرنګوالى دى،چې زموږ د ژوند د نظام يوه برخه شوې ده او د ويښتا آر دى؛خو همدا چې راويښ شو؛د هغه حالت په جزء والي پوهېږو او له کومه څرګنده ده،چې په دې دنيا کې مو ژوند د هغه دنيا په نسبت يو خوب وي. د دنيوي ژوند پر اصالت مو يقين پر خوب تر ډاډه ډېر نه دى.))

دا چې وايو هله پوهېږو،چې راويښ شو او پوهېږو،چې حقيقت نه؛بلکې يو خوب و؛يعنې د بشپړ ژوند په نسبت بې حقيقته دى؛ګنې نو خپل نسبت ته خو حقيقت دى او خيال نه دى.د دنيا ژوند هم په خپل نسبت حقيقت دى؛خو د ستر چورليد په نسبت خوب او خيال دى.

کله بې پامه د انسان له لاسه يوه دانه غورځېږي او په خاوره کې ورکه شي او ښه يې ولټوي او چې پيدا يې نه کړي؛نو فکر کوي،چې دلته بېخي دانه نشته؛خو پسرلى چې راورسېد او هغه ورک شوى غنم،چې په سترګو نه ليدل کېده،له خارور د بوټي په بڼه سر راباسي او وايي: زه يم ! تا انګېرل،چې زه ورک شوى يم؛خو ورکېدل نشته .

((وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا (کهف/٤٩)=او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې چې ګناهکاران،څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به : ((هاى،زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده،چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر ويني او ستا پالونكى پر هېچا تېرى نه كوي.

انسان ته پکار دي،چې د هر څه تر مخه خپل فکري بريد؛يعنې چې فکر يې څومره دى او شخصي بريد؛يعنې شخصي معلومات يې څومره دي، وپېژني او د هماغو معلوماتو او بريد له مخې نفې،اثبات، تصديق او نمښته وکړي؛نو هله به له تېروتنو خوندي پاتې شي.

پاى