ويکيپېډيا:سمونيزه شخړو پرمهال سړه سينه اوسئ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا د تندو شخړو شاهده پاتې شوې۔ انلاين شخړو کې ښکېلېدل يوه عامه خبره ده - خو په ياد ولرئ چې دلته مونږ د يوې موخې لپاره په ګډه کار کوو، نو دا چې شخړې د دې موخې او ويکيپېډيا په پرمختګ کې منفي اغېزې اچوي، نو په کار ده چې د شخړو له جوړولو ځان وساتو، او که کله له کومې شخړې سره مخ شو، نو بايد په ډېره نرمه او ښه توګه جوړجاړی يا ځانځاری وکړو او مسئله حل کړو.

د شخړې پرمهال سړه سينه اوسېدلو لپاره ځينې وړانديزونه[سمول]

  1. که څوک له تاسو سره همغږي کيږي، نه، نو په دې فکر وکړئ چې داسې ولې کيږي، د خپلې پوښتنې ځواب له ځانه وپوښتئ او هغې ته حل پيدا کړئ۔
  2. نورو ته ناخوښي نومونه مه ورکوئ، بلکې خپل پاکزړيتوب وښيئ او جوړجاړی وکړئ.
  3. د بحث او شخړې په اړه په کراره ځواب ورکړئ، ځکه د بحث کولو لپاره وخت نامالوم دی، نو احساساتي پرېکړې مه کوئ.
  4. خام متن مبهم دی، نو دقيقه او ځيرکه اوسئ او خپل اند وليکئ۔
  5. د نورو په اړه ښه اند ولرئ.
  6. که تېروتنه ستاسو وي، نو په بښنه غوښتلو مه شرمېږئ.
  7. که چا مو په ليکنه يا خبرې اترې مخ پيغام پرېښی وي، او ستاسې د خوښې وړ نه وي، نو د اصولي خبرو او نورو څيزونو له ړنګولو ډډه وکړئ
  8. کوښښ وکړئ، چې ځان له اختلافي مسايلو لرې وساتئ، ترڅو له شخړو سره مخ نه شئ۔
  9. په دې فکر وکړئ چې ستاسې کړنې د ليکنې په ښه والي تماميږي يا په بدوالي، که په بدوالي تماميږي، نو له ليکلو يې پرهېز وکړئ۔
  10. په هرڅيز او هره خبره کې مه جدي کېږئ۔
  11. خپل تمرينونه مو په ويکيپېډيا تمرين مخ کې وکړئ۔
  12. دا په ياد ساتئ چې تاسو تل په سمه نه ياست۔ ډېری وخت کېدای شي چې تاسو په غلطه ياست، او کله ناکله خو کېدای شي تاسو په مطلق ډول په غلطه اوسئ۔

کينډۍ:ويکيپېډيا سکالوګانې