ويکيپېډيا:رسول الله (ص) د حضرت علي پر سر پګړۍ کېښووله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د “خم غدير” پر ورځ[سمول]

رسول الله (ص) د حضرت علي پر سر پګړۍ کېښووله[سمول]

( ابي  داوود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،٢٣ مخ ) په خپل سند د  حضرت علي له خولې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول اکرم راته پګړۍ پر سر کړه،چې شا ته راځنګېده ( بيا وايي ) : خداى د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه،چې د “خم غدير” د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده .

دا روايت بيهقي هم د سنن په ١٤ مخ کې  او بن حجر د اصابه د څلورم ټوک، لومړي قسم په ٤١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : توره پګړۍ وه پر وليو مې راځنګېده . بيا وايي : بغوي دا روايت  کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٦٠ مخ ) حضرت علي وايي : رسول اکرم (ص) راته د “خم غدير” پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه،چې شا ته هم ځنګېده ؛( وايي چې په يو بل نقل کې راغلي ) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې وويل : د بدراو حنين پر ورځ مې خداى په هغو پرښتو مرسته وکړه،چې زما د “خم غدير”  د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي : پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده ( په بل نقل کې راغلي ) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده ( د حديث تر پايه ) بيا وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه، ابو داوود طيالسي، ابن منيع او بيهقي نقل کړى دى . 

(ابن اثير جرزي؛اسد الغابه : درېم ټوک،١١٤مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالاعلى ابن عدى روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي راوغوښت او پر سر يې پګړۍ ورکېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل : تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى .

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په٢١٧ مخ کې راوړى دى .

(  يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ)[سمول]

آيت د“خم غدير” پر ورځ راغلى دى[سمول]

( واحدي؛ اسباب النزول تفسیر : ١٥٠ مخ ) وايي : ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل : موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل : موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل : ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل : علي بن عابس له اعمش له ابي  حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړى،چې د ( يا يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت د “خم غدير” پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه  نازل شوى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ) د آيت په تفسير کې وايي : لسم _؛يعنې له هغو وجهو لسم،چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه څرګندوي _ دادى، چې د حضرت علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) هغه له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) او تر دې وروسته، چې حضرت عمر،حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه ! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې . ( فخر رازي وايي ) دا خبره د حضرت ابن عباس، حضرت براء بن عازب او حضرت محمد بن علي ده .

(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)[سمول]

آيت د“خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى[سمول]

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي  حضرت سعيد خدري نقل کړى،چې ويلي يې دي : چې رسول اکرم (ص) ،حضرت علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛نو جبراييل راغى او د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت يې راووړ .  

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه ، خطيب  او ابن عساکر له حضرت ابي  هريره روايت کړى،چې د “خم غدير” ورځ؛يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛نو پاک نبي وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى . )) بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي هريره نقل کړى،چې وايي : څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)،حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم ؟ )) ورته وويل شول : هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب ! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا سبحان څښتن د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راولېږه . ( د حديث تر پايه ) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې نقل کړى دى .

حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛[سمول]

ځکه  د “خم غدير” پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو[سمول]

(  شبلنجي؛ نورالابصار :٧١ مخ ) وايي : امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې نقل کړى،چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل : د (سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ) آيت د چا په اړه  راغلى دى ؟ سفيان ورته وويل : له ما دې داسې څه وپوښتل ،چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې  پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو نقل کړي،چې د “خم غدير” ورځ شوه؛نو رسول اکرم (ص) جارچيانو ته حکم وکړ، چې د نمانځه غږ وکړئ او چې راټول شول؛نو رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى . )) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو،پر اوښ سپور د خداى رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل : محمده ! د خداى له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو،چې بې له خدايه بل خداى نشته او داچې ته پېغمبر يې؛موږ هم درسره ومنله . حکم دې وکړ،چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله . حکم دې وکړ،چې  زکات ورکړئ ؛ ومو منله . حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ ومو نيوله . حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ومو کړ؛خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ،چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))؛نو آيا دا خبره د خداى ده او که له ځانه دې  کړې ده ؟ د خداى نبي ورته وويل : قسم پر خداى چې بې له هغه بل خداى نشته،چې دا خبره بې له خدايه د چا خبره نه ده . دا مهال حارث شا کړه،چې ستون شي او ويې ويل : خدايه ! که محمد رښتيا وايي؛نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب اخته کړه . تر اوسه لا پر خپل اوښ سپور شوى نه و،چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پر ځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيتونه راغلل : [سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ . لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ . مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ[1]][سمول]

دا روايت  مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې نقل کړى؛خو په نقل کې یې سفيان د جعفر بن محمد نوم نه دى راوړى .


[1] (معارج/۱- ۳)