ويکيپېډيا:د ښه راغلاست کميټه/ويکيپېډيا ته ښه راغلاست/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوا تېروتنه: expandTemplate: template "No redirect" does not exist.

هر کله راشئ! موږ په دې خوښ يو چې تاسې د ويکيپېډيا په پرمختګ کې زموږ سره مرسته کوئ. موږ هيله من يو چې تاسې هم زموږ په شان په ويکيپېډيا کې د ونډې نه خوند واخلی او په هماغه اندازه د دې په پرمخيون کې برخه واخلی لکه نور زموږ نور فعاله کارنان. که څه هم چې تاسې به د يوه نوي غړي او ګډونوال په توګه، په يوه وخت کې د ډېرو زياتو مالوماتو د بمبار احساس وکړئ چې ستاسې د وس نه به پورته تاسې ته ښکاره شي. خو تاسې په دې مه اندېښمن کېږئ، څنګه چې تاسې ورو ورو په دې مخ کې او نورو مخونو کې بلدېږئ نو چارې به تاسې ته نورې هم اسانه او نور هم روښانه شي. که چېرته تاسې د کومې ستونزې سره مخ کېږئ، نو دلته به هرو مرو د داسې يو کس سره مخامخ شئ چې په ورين تندي به ستاسې سره مرسته وکړي. دلته داسې نورې زېرمه شوې ليکنې هم شته چې په پيل کې به د منابعو په توګه ستاسې ته لارښوونې وکړي. په ويکيپېډيا کې ستاسې د ګټورو او ښو ونډو په هيله. بريالي اوسئ! -- د ويکيپېډيا د ښه راغلاست کميټه

د دې مخ تر لوستلو وروسته تر ټولو ښه ځای چې تاسې ته په ويکيپېډيا کې د ونډو د ترسره کولو لارښوونه کوي هغه د پېژندنې مخونه دي.

که تاسې د ستونزو سره مخامخ کېږئ او ستونزې ستاسې لاره بندوي، نو دلته داسې داوطلبه کارنان شته چې هر وخت تر خپلې وسې کولای شي چې ستاسې پوښتنو او انګېرنو ته ځوابونه ووايي. که څه هم چې تاسې به د يوه ژر ځواب غوښتونکی ياست خو په لږ صبر او زغم سره به ستاسې پوښتنو ته ژر تر ژره ځوابونه وليکل شي

مشوره: د خبرو اترو په مخ کې د خپل د متن لاندې لاسليک مه هېروئ دغه کړنه تاسې د همدغه کوډ (~~~~) وروسته په ورګډولو هم ترسره کولای شئ; او دا چار به لوستونکو ته دا په ډاګه کړي چې په خبرو اترو کې انګېرنې، تبصرې او يا هم پوښتنې د چا له لوري مطرح شوي.