ويکيپېډيا:د ښه راغلاست مجلس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښه راغلاست مجلس يا د هرکلي مجلس د هغه غړو ټولگی دی چې د ويکيپېډيا په جوړښت او سمونو په کارونو کې برخه اخېستي وي او اوس هغوي د نویو کارنانو مرسته کولای شي او کوي یې. په دې ټولگي کې د شاملېدو څه خاص شرط نشته خو دا خبره هم ده چې هغه کارنان دې ځان شامل کړي چي د نورو سره په بشپړ درناوي، اخلاقي او ښه نيت سره خبرې کولای شي او د نورو کارنانو مرسته کول خوښ وگڼي.

د ښه راغلاست پيغام[سمول]

ددې مجلس له ټولو لوی او اصل کار د نوي کارنانو په خبرو اترو مخ باندې د ښه راغلئ پيغام ورکول دي، په دې مجلس کې چې څومره کارنان وي هغه د نویو کارنانو خبرو اترو مخ باندې د ښه راغلئ پيغام ورکوي.

د ښه راغلاست کينډۍ[سمول]

په پښتو ويکيپېډيا کې چې څومره د ښه راغلئ کينډۍ دي د هغو بشپړ لړليک تاسې دې ځای کې کتلای شئ.

ددې کينډۍ کارولو لپاره تاسې دا کوډ وکاروئ:

{{ښه راغلئ}} ~~~~

ددې خبرې هم خيال وساتئ چې د ښه راغلئ پيغام په کارن مخ نه بلکې د خبرو اترو په مخ ورکوئ ځکه چې کله تاسې د خبرو اترو په مخ پيغام ورکړئ نو هغه کارن ته نوټيفيکېشن لار شي چې تاسې ته پيغام درکړل شوی دی خو که چېرې تاسې پيغام په کارن مخ وکړئ نو بيا هغه کس ته نوټيفيکشن نه ځي او ممکنه ده چې هغه د پيغام څخه بې خبر پاتي شي۔

په دې مجلس کې شاملېدل[سمول]

په دې مجلس کې د شاملېدلو لپاره وگورئ: د مجلس غړي

نور وگورئ[سمول]