ويکيپېډيا:د يووالي بنسټيزه لار او د اسلامي امت د يووالي پلي کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يووالي بنسټيزه لار او د اسلامي امت د يووالي پلي کول[سمول]

ليکوال : شيخ محمد آصف محسني[سمول]

ژباړن : ډاکتر محمد طارق اقبال


لومړۍ برخه : د يووالي بنسټيزه لار[سمول]

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وکفى والصلاة على عباده الذين اصطفى لا سيما على خاتمهم المصطفى و على اله النجباء و اصحابه الا صفيا.

       ټول زړه سواندي مومنين د نړۍ د مسلمانانو يووالى غواړي او له شخړو او اختلافاتو څخه سر ټکوي. ځينو په دې لاره کې ستر ګامونه ګاللي   او  ګروهمن دي، ،چې اوسمها ل   مسلمانان بايد  باعظمته ژوند ولري ؛نو ددې موخې د سرته رسولولپاره لومړى با يد د خپل پخواني عظمت د منځه تللو لاملونه   وڅيړي.؛چې  يو له دې لاملونو څخه د نړۍ د مسلمانانو يووالى دى. 
     د يووالي معنى دا نه ده، چې د ډلو او وګړيو په منځ کې دې هېڅ ډول فکري اختلاف نه وي. او مونږ بايد پر دې وسوسې ځان ککړ نه کړو،چې د اسلام د دين د لارويانو په مينځ کې ټول فکري اختلافونه له منځه يوسو،چې دا کار ناشونى دى او زمونږ ټول زحمتونه به توى شوي وي او ټاکلې موخې ته به هم ونه رسيږو او وضعه به لاپسې کړکېچنه شي.
    د يووالي معنى داده،چې په لومړي پړاوکې اندونه او نظرونه په سمه توګه څرګند شي او هغه ټکي،چې مسلمانان پرې يوه خوله وي وپېژندل شي او د امکان تر حده د لوريو په مينځ کې تيروتنې له مينځه لاړې او له موهومو اختلافاتو څخه مخنيوى وشي.

په دويم پړاو کې په ګډو ټکيو کې له يو بل سره د زړه ء له کومي نه او په اخلاص سره ګډ کار وشي او د اختلافي ټکيو په هکله دې دواړه لورې د يو بل د ګروهو درناوې وکړي اويو بل دې نه سپکوي.

    ممکن يو عالم پر يو مطلب ګروهمن نه وي او کيداى شي هغه باطل وګڼي؛خو کولاى شي پر همدې مطلب ګروهمن معذور وګني اوپه دې توګه د هغوى د عقيدې له سپکاوۍ څخه مخنيوى وکړي.
    که مونږ دې دوو موضوع ګانو ته پاملرنه وکړو؛نو کولاى شو،چې خپلې وروستۍ موخې ته ورنږدې شو ،چې د مسلمانانو يووالې دى. دا ليکنه دهمدې نادودې د درملنې لپاره راوړاندې شوې ، چې په لومړي پړاوکې د شيعه او سني په منځ کې ګډ ټکي په دقيقه توګه بيان کړي او په دويم پړاو کې اختلافي مسائل له نيمګړتياوو پرته روښانه کړي او هغه وخت به زړه ء سواندي مسلمانان پوه شي،چې اوسنۍ تربګنۍ او شخړې ټولې بې بنسټه او دروغ وې او جرړه يې مذهب نه؛ بلکې ناپوهي او د پرديو خاينانه لاسوهنه ده. ددې ليکنې څيړونکى له خداى څخه غواړي،چې دې موخې ته په رسيدو کې يې لاسنيوى وکړي او دا ليکنه دې د مسلمانانو د يووالي وسيله وګرځوي.بايد ووايو،چې داليکنه تراوسه درې ځلې دکتاب په بڼه په دري ژبه چاپ شوى او يوځل پر ١٣٧٢ل   په هېواد ورځپاڼې کې هم خپره شوې ده.او مونږ دځينو په غوښتنه اود اوسنيو نازکو شرايطو په پام کې نيوو سره دادى دهغه پښتو ژباړه درنو مينوالو ته وړاندې کوو.

انه دائم الفضل قديم الاحسان

کابل دخاتم النبيين(صلی الله عليه و آله) علميه حوزه

١٣٨٦د وري مياشت د پېغمبر اکرم بختوره زوکړه ( ١٢ – ١٧ ربيع الاول )

محمد آصف محسني

سريزه[سمول]

په عمومي توګه د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې اختلافونه په څلورو برخو ويشل شوي، چې دادي:

١- نژادي،لکه سامي،اريايي او.........

٢= سياسي، لکه افغاني، ايراني، پاکستاني، مصری او...

چې دې ته نيشنليستي اختلاف وايو.

٣= قومي او قبيلوي اختلاف،چې په ډېرو اسلامي ټولنو کې تر سترګو کېږي.

٤= مذهبي،که پوهان په خپلو تبليغاتو کې پر اسلامي روزنې لنګر واچوي؛نو پورته لومړى او درېيم ډولونه د کابوکېدو وړ دي او تر ډېره يې مخنيوى کيدلې شي او تېرې تجربې د دې خبرې ګواه دي.

ددويم عامل د اواري لاره د غېر اسلامي او ضد اسلامي واکمنو حکومتونو د منځه وړلو لپاره مبارزه ده،چې ددې حکومتونو په شتون کې به مسلمانان هيڅ کله هم د نېکمرغۍ خاوندان نه شي.

همدا حکومتونه د راديو،تلويزيون،ورځپاڼو او مجلو له لارې نه د خپل پايښت او يا د نورو د ښکېلاک اوزبېښاک د ګټو لپاره د مسلمانانو په منځ کې اختلافات اچوي.د اسلام يو ملياردي ټولنه داوسنيو څلويښتو حکومتونو او هېوادنو شتون نه شي زغملې،چې په دې کې د ځېنو هېوادونو نفوس يو ميليون ته هم نه رسېږي او دا اوسنی ويش د اسلام د دښمنانو يوه دسيسه ده.

اسلامي نړۍ بايدپر پنځو يا شپږو سترو هېوادونو او حکومتونوبدله شي او اوسني ټول کوچني هېوادونه په کې ادغام شي،چې مسلمانان نېکمرغۍ ته ورسېږي، څوچې ددې بدمرغيو پر جرړلې ( واکمن حکومتونه) بيا کتنه و نه شي؛نو د اسلامي سمونپالوکړنې به توی لاړې شي.

د اسلامي نړۍ د اوسنيو ګڼو هېوادونو ناوړه اغېزې دادي:[سمول]

۱- د سترو دولتونو په واسطه د هغوی زبېښل.

۲- سترو دولتونو خپلو ګاونډيو کوچنيو هېوادونو ته سترګې نيولي،چې تر خپلې ولکې لاندې يې ونيسي.

۳- مسلمانان چې د يو بل ديني ورونه دي په ناڅرګندو نومونو يې په هغوی کې کېنې اچولي دي.

۴- د رغنده ځواکونو له ګډو هلو ځلو څخه مخنيوی اوپه پاېله کې د اسلامي نړۍ وروسته پاتې کېدل.

۵- په ځېنو کوچنيو هېوادونو کې د شتمنيو راټوليدل او د هغوی د اولسونو د اخلاقو فاسدوالې او د نورو اسلامي هېوادونو بېوزله پاتې کېدل لکه بنګلاديش،افغانستان او ځېنې افريقايي هېوادونه. په داسې حل کې،چې د اسلامي هېوادونو شتمني د نړۍ د ټولو مسلمانانو حق دی،چې بايد عادلانه وويشل شي.

هو! د اسلامي نړۍ د تيلو څاګانې او کانونه يوازې د ځېنو هېوادونونه؛بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو حق دی.

۶- د وګړنيو،ټولنيزو او سياسي ازديو له منځه تلل.

۷- په اسلامي ټولنو کې د فاسدو،نااهلو،بې کفايته او ظالمو حکومتونو رامنځ ته کېدل.

۸- په دولتونو او سفارتخونو او ددولت په بې ځايه اداري جوړښتونو کې د شتمنيو لګول او ددې په ځای،چې پراسلامي چارو ولګېږي د وسلوپر پېرودلو يي لګوي.

۹- مسلمانان پر ستونزو اخته شول لکه پاسپورت،درانده ماليات او داسې نور.

۱۰- په ناڅرګنده نومونو د مسلمانانو تر منځ جګړې رامنځ ته کول،چې په بيا بيا يې وينو.(ان هذه امتکم امه واحده و انا ربکم فاتقون)

د څلورم ډول سمونه له پخوا راهيسې د ژمنو پوهانو د پام وړ وه اوددې ليکنې يو لامل همدا دی او هېله من يو،چې اسلامي امت  د وينې څښوونکيو بهرنيانو  او د لږ نالوستو ځانمنواو ځېلي واکمنو له شره خوندي شي.پر دې سربېره مونږً د اسلامي امت د يووالي پلي کولً    په نامه يوه ليکنه خپره کړې وه چې دا دی اوس ددې امت د جوړيدو پر لارو چارو دپوهيدو لپاره دا ليکنه لوستونکيوته وړاندې  کوو.


لومړى څپرکى : په اسلام کې د مذهبونو جرړه[سمول]

ټول پوهيږي،چې د اسلام دين د قرآن او د حضرت پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) پر سنتو ولاړ دى او د عقايدو،اخلاقو،سياست،اقتصاد،ټولنې اوعباداتو اصلي سرچينه همدا دوه څيزونه دي او مسلمانان هم له استثناء   پرته کتاب او سنت مني؛نو اختلاف په څه کې دى؟

د مسلمانانو په مينځ کې اختلاف دوه جرړى لري:[سمول]

لومړى اختلاف د حضرت پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) له رحلت وروسته د هغه د ځايناستي په هکله دى. ځينې وايي،چې حضرت پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) په دې اړه کوم ځانګړى کس نه دى ښودلى او دا چارې يې د مسلمانانو پر غاړه اچولي او له همدې امله اصحابو په بيړه د بني ساعده وپه څپرګې "سقيفه " کې راټول شول او يو تن يې د خليفه او واکمن په حيث وټاکه. ځينې معتقد دي حضرت پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) خپل ځايناستى او وصي خلکو ته ورپيژندلى و او بايد د هغه له غوڅ حکمه سرغړونه ونه شي.

دا اختلاف په هغه وخت کې څرنګه ارزول کېده؟ په دې هکله دقيق معلومات نه لرو(۱) ؟؛خو دې کار وروسته پراخه اړخونه پيدا کړل او په اسلامي ټولنه کې په خورا خطرناکې بڼې راښکاره شو،چې ناوړه اغېزې يې تر ننه پورې تر سترګو کېږي او له همدې ځايه په اسلام کې د تشيع او تسنن په نومو دوه بېل جريانونه راپيدا شول.

دويم اختلاف دا دى،چې له قرآن او سنتو څخه بايد مسلمانانو ګټه اخيستې واى اوله هغه نه يې استنباط کړى واى او البته له دې دوو څخه د اسلامي عالمانوپوهېدنه يو شانته نه وه او هرې ډلې د خپلې پوهې او استعداد له مخې له قرآن او سنتو څخه استفهام او ګټه پورته کوله او په دې ترتيب د عقايدو په فروعو او فقه کې اختلاف رامنځ ته شو او اسلامي مذهبونه راپيدا شول.

د سنتو د اثبات ستونزه هم مطرح ده.د مثال په توګه يوه موضوع،چې په يو روايت کې راغلې وي،ځينو پوهانو ته به په اثبات رسېدله او عمل به يې پرې واجب ګاڼه؛خو همدا حديث نورو پوهانو ته نه دى ورسېدلى اوکه رسېدلى  وي؛نوپه  معتبره طريقه به ورته نه و رسېدلى،چې په دې توګه يې هغه ته حجت نه درلود  او عمل پرې ونه شو. دلته درېيمګړې لامل هم بايد په پام کې ونيسو او هغه دهغه وخت د سياسي او ټولنيزو عواملو په پام کې نيولو سره د پوهانو بشري احساسات او عواطف دي. زمونږ استنباط کوونکي پوهان انسانان وو،چې هغوى نه ښايي  سل په سلو کې له انساني عواطفو او احساساتو څخه لرې وګڼو. 
      هو! له قرآن او سنتو څخه د استنباط او همدارنګه د هغه وخت د سياسي او ټولنيزو شرايطو په پام کې نيولو سره د پوهانو د بشري احساساتو او عواطفو له امله بېلابېل مذاهب منځ ته راغلي ،چې دا چار نه بايد غير طبيعي او د تعجب وړ وګڼل شي؛ځکه چې دا دوه پدېدې (فکري توپير، احساسات او د چاپيريال اغيزه) د بشر په ژوند کې وى او وي به. او دا د غير معصوم بشر د طبيعت ځانګړنه ده؛خو څه چې کړکېچ يې زيات کړى او د وينې تويدېنې او بدمرغۍ لامل شوي،دوه نورې لاسوهنې دي،چې دادي:

لومړى دعامو خلکو او د عالم،پير،مرشد او ملا په نامه د مذهبي مشرانو بې ځايه تعصبات دي،چې وړو مذهبي اختلافاتو ته يي لمن وهلې شخړې،تربګنۍ او کورنۍ نښتې يې رامنځ ته کړي او دمسلمانانو ژوند يې تريخ کړى دى. البته که د تعصب معنى له مذهب سره مينه وي؛نو کوم باک نه لري او د مخنيوي وړ هم دى؛خو که معنى يې له نورو مذهبونو سره دښمني وي؛نوبيا به خطرناک وي. د دې تعصبونو لاملونه دوه دي: لومړى لامل يې د خلکو نا پوهي،ناوړه ګټه اخستنه،ځانمني او پر نا خبره خلکو واکمني ده.

دويم لامل يې دخلکو د ښکېلاک او زبېښاک په موخه د سترو هېوادونو لاسوهنه ده،چې د ولسونو تر منځ بې اتفاقي پيدا کوي او د يو ملت د نننۍ ليکې کمزورې کوي او له مذهبي اختلافاتو څخه هم ګټه اخلي. دې دوو[تعصبونو او د دولتونو لاسوهنو]نه يواځې دمذاهبو تر منځ په درز پيدا کولو بسياونه کړه؛بلکې پر دروغوو او تورونويې هم لاس پورې کړ او بې خبره مسلمانان يې له يوبل سره پر جنګ واچول. مونږ يې دلته د اسنادو له راوړلو څخه تېرېږو او په دې هکله ډېرې ناوړې اوازې هم خپرې شوي دي د مثال په توګه،وايي چې د پلاني مذهب لارويان لکۍ لري اويا د هغه بل مذهب لارويان په خپلو مړيو کې لرګي منډي،د پلاني مذهب لارويان د قرآن د حفظ وړتيا نه لري د پلاني مذهب لارويانو ته سپکې سپورې او کنځل روا ګڼي،چې له دې ټولو څخه د څلورو مذهبونو اودشيعه مذهب لارويان په پشپړه توګه پاک دي. له نواصبو پرته ټول اهل سنت د پېغمبر اکرم له اهل بيتوسره مينه لري او له غاليانو پرته ټول اهل تشيع دا صحابو کرامو درناوى کوي.

يادداشت:

(۱).بخاري په صحيح کې له ام المومنين عايشې بي بي څخه روايت کوي،چې حضرت علي (ک) تر شپږو مياشتو پورې له لومړي خليفه حضرت ابوبکر (رض) سره بيعت ونه کړ او د بي بي فاطمې له مړينې وروسته يې د خلکو په ټينګار بيعت ته غاړه کېښوده.


دويم څپرکى: د شيعه او سني ګډ ټکي[سمول]

شيعه اوسني په لاندې مسايلو کې يوه خوله دي:[سمول]

(الف):- په عقايدو کې:[سمول]

١- نړۍ خداى پيدا کړې ده.

٢-معبود يوازې الله تعا لى دى او له هغه پر ته د بل چا عبادت کول شرک دى او مسلمان پرې له اسلامه ووځي.

٣-خداى شريک نه لري.

٤- د خداى ذات د درک وړ نه دى.

٥- خداى ازلي،ابدي او تل تر تله دى.

٦خداى،عالم،قادر،مريد،مختار،سميع،

بصير او پر ټولو څيزونو پوه دى.

٧- ټول څېزونه خداى پيدا کړي دي.

٨- خداى ژوندى دى.

٩- خداى،متکلم او صادق دى.    
١٠- خداى له اجزاوو څخه جوړ شوى نه دى.   

١١- خداى جسم او جسماني نه دى (١)

١٢- خداى د پېښوځاى نه دى .

١٣-خداى له خپلو مخلوقاتو سره ګډ نه دى؛بلکې وجود يې د موجوداتو له وجود څخه بېل دى.

١٤- خداى په هيڅ شي کې نه حل کېږي. 

١٥- خداى له خپل ځانه پرته بې نيازه او غني دى.

١٦- ټول مخلوقات خداى ته اړين دي.

١٧- په قرآن او سنتو کې،چې خداى په کوم ډول ښودل شوى ؛نو دا سمه ده.

١٨- عرش،کرسي او لوح محفوظ حق دي.

١٩-ملائکې او هغه کتابونه،چې له اسمان څخه پر پېغمبرانو او په تېره بيا قرآن مجيد،چې پر وروستي پېغمبر حضرت محمد(صلی الله عليه و اله) نازل شوي رښتيني ګڼو.

٢٠- پر انبياووعليه السلام وحې حق ده او د حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له مړينې وروسته وحې بنده شوې ده.

٢١- قرآن د خداى کلام دى او عمل پرې لازم دى او نبوي سنت پر مسلمانانو په هر وخت کې حجت دي .

٢٢- اسلام نړيوال دين دى او د دنيا تر پايه پورې به الهي دين شمېرل کېږي او له اسلام پرته نور ټول اديان منسوخ او د عمل کولو وړ نه دي.

[ان الدين عند الله الاسلام]

٢٣- خداى پر خپلو بندګانو تېرى نه کوي.

٢٤- خداى د انسانانو د لارښوونې لپاره پاک او سپېڅلي کسان غوره کړي او ورته يې د نبوت مقام ورکړى او د خلکو لپاره يې رسولان او انبياء (عليهم السلام) رالېږلي او اسماني شرايع يې پرې نازل کړي دي.

٢٥- خداى ته دنږدېوالي او مقام له کبله ټول انبياء يو شانته نه دي،ځينې پر ځينو نورو غوره دي [تلک الرسل فضلنا بعضهم على بعض]

٢٦- [ لا نفرق بين احد من رسله] ټول پېغمبران(عليهم السلام) د درناوۍ وړ دي.

٢٧- ځينې پېغمبران اولى العزم دي(٢).

٢٨- د وخت په تېريدو سره د اسلام په شريعت کې هيڅ ډول بدلون نه شي راتلاى اود څه په باب،چې اسلام حکم کړى بايد تر ابده پرې ټينګ ودرېږو.

٢٩- د قيامت د ورځې سوال او جواب او د عملونو تلل ټول حق دي او انسانان به په دې ورځ راپاڅېږي.

٣٠- معاد يوازې روحاني نه؛بلکې جسماني هم دى.

٣١- مؤ‌‌منينو ته تلپاتې جنت دی اوکينه کښو کفارو ته هم تلپاتې دوزخ دى.

٣٢- په قرآن او سنتو کې د دوزخ د عذابونو او د جنت د نعمتونو په باب،چې څه ويل شوي ټول پر حق دي.

٣٣- برزخي نړۍ حق ده.

٣٤- شفاعت سم دى.

٣٥- په قرآن او سنتو کې،چې د برزخي نړۍ په باب څه معلومات راغلي ټول يې مني.

٣٦- له قيامت څخه منکر، مسلمان نه بلل کېږي.

٣٧- د مسلمان ځان او مال محترم دى او پرې تېری جايز نه دى.

٣٨- د شهادت پرکلمه [توحيد او رسالت] اقرار او اعتراف کول لازم دى اود پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) راوړي څيزونه سم او رښتيا ګڼل.

٣٩-پر خداى،استازيو،پريښتو او اسماني کتابونو ايمان لرل لازم دي.

٤٠- خداى ژوندي کول کوي او مړه کول کوي او هر څوک ټاکلې نېټه لري او خداى روزي ورکوونکى دى.

٤١- د انبياوو معجزات حق دي اوهمدارنګه د اولياوو کرامات هم.

٤٢- قرآن کريم د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) تلپاتې معجزه ده اوهيڅ ډول کموالې او زياتوالې په کې لاره نه ده پيدا کړى.

(ب) په فروعو کې:[سمول]

١- (اولس رکعته) لمونځ په څلورويشت ساعتونو کې پنځه وخته فرض دى.

دوه رکعته د سهار لمونځ دى،څلور رکعته د ماسپښين، څلور د مازيګر،درې رکعته د ماښام او څلور رکعته د ماسخوتن لمونځ دی ؛خو له پاکوالي او نورو شرايطو سره.

٢-په لمانځه کې قبله،کعبه ده،څاروي مخ په کعبه حلاليږي او مړي هم مخ په کعبه ښخېږي.

٣- د مړي دجنازې لمونځ واجب دى.

٤- په هر کال کې د روژى په مياشت کې روژه نيول واجب دي.

٥- د مالونو زکات ورکول اود فطر زکات ورکول واجب دي.

٦- پر هر شتمن حج کول واجب دي.

٧- په غنيمتونو اوځينې نورو څيزونو کې پنځمه (خمس) ورکول.

٨- د اسلام د دفاع او خپرولو لپاره جهاد واجب دى.

٩- پر نېکيو امر او له بديو څخه منعې واجب ده.

١٠- د مړي غسل،کفن او ښخول واجب دي.

١١- په سلام اخستلو او اچولو کې بيړه کول.

١٢- دبل سپکاوى،کنځلې کول،غيبت،تورلګول،بل ته زيان رسول او بد ګومانونه منعې شوي دي.

١٣- تېرى،وژنه،ځان ښودنه او ريا او سود خوړل منعې شوي دي.

١٤- زنا،لواط او د هغې ځينې سريزى منعې شوي دي.

١٥- ښځې بايد له نا محرمو څخه ستر وکړي.

١٦- بيع،اجاره،مضاربه او دا شان نورې معاملې او راکړې ورکړې سمې دي.

١٧- په واده کې دمېړه اوښځې د نکاح تړل او د طلاق له لارې نه دهغوى د نکاح ماتول اوپر طلاقې د عدت پوره کول لازم دي.

١٨- د ديات،قصاص او ضمانتونو د حدودوپه باب د الهي حکمونو پلي کول.

١٩-  د قرآن او سنتو له مخې د ميراث ويشل. او نور داسې په سلګونو واجبات،محرمات او وضعي احکام شته،چې حنفي فقه او جعفري فقه پرې يوه خوله دي؛خو دلته د بحث د اوږدوالي له کبله يې نه شو راوړلاى (٣). 


يادداشت:

(١) له شيعه وڅخه پرته يو شمېر د خداى پر جسميت قايل دي.

(٢) د اماميه و په عقيده اولى العزمه پېغمبران دغه پنځه تنه دي: (حضرت نوح، حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت عيسى او حضرت محمد عليهم السلام)،چې دا ټول له نورو پېغمبرانو څخه غوره دي؛خو په اهل سنتو کې په دې هکله اختلاف دى 
(٣) دژباړن يادونه: په دې باب دمحمدجواد مغنيه د پنځګونې فقهې کتاب ولولئ،چې په پښتو ژباړل شوى دى

درېيم څپرکی : دشيعه او سني تر منځ اختلافي ټکي[سمول]

دلته مونږ ددواړو مذاهبو تر منځ بنسټيزو اختلافاتو ته اشاره کوو:[سمول]

الحمدالله د شيعه او سني په مينځ کې د اسلامي عقايدو په اصولو کې (۱) اختلاف نه شته او يوازې د عقايدو په څو جزيې مسلو کې اختلاف شته او څه،چې زما په ذهن کې دي دادي:

١- د خداى د تکلم په تفسير کې اختلاف.

٢- اختلاف په دې کې دى،چې د قيامت په ورځ به مومنين خداى ويني او که نه؟ اشاعره يې [د اهل سنتو اکثريت] پر ليدلو معتقد دي؛خو شيعه او يو شمېر اهل سنت [معتزله او ځينې اشاعره لکه فريد وجدی د شلمې پيړۍ د دايرة المعارف په کتاب کې] او فيلسوفان نه يوازې د خدای په نه ليدو ګروهمن دي ؛بلکې هغه د عقل له مخې محال او ناشونې ګڼي.

٣- د خداى ذاتي صفات لکه علم،قدرت،ژوند او د هغه مثالونه عين د خدای ذات دی او يا يې پر ذات ورزيات دی. شيعه لومړی نظر مني؛خو اهل سنت په دې هکله اختلاف لري او اکثره اشاعره هغه د خداى پر ذات ورزيات بولي.

٤- دا په شيعه او سني کې مشهوره ده،چې په قرآن کې تحريف او اړونه نه ده شوې؛يعنى سورتونه يې کم او ډېر شوي نه دي؛خو ځينوچې شمېر يې ډېر لږ دی داسې خيال کړي،چې دقرآن ځينې ايتونه کم شوي او ددې خبرې اسناد هغه روايتونه بولي،چې دشيعه او سني په کتابونو کې را غلي دي؛خو داشان روايتونه د دواړو لوريو دعالمانو دپام وړ نه دي او پرخلاف يې ورته ځوابونه ورکړي دي. [وانا له لحافظون]

٥-کوم روايتونه،چې دمعتبرو سندونو له لارې له حضرت پيغمبر(صلی الله عليه و اله) څخه روايت شوي دواړه لورې يې حجت بولي؛خو دځينو روايت کوونکيو په هکله ددواړو لورو په عالمانو کې اختلاف شته،چې يو شمېر راويان رښتيني ګڼي اويو شمېر دروغجن يا مجهول بولي،چې دا اختلاف داهل سنتو اوشيعه و درجالو دعلم په عالمانو کې هم شته دی.

٦- ټول صحابه عادل دي دا داهل سنتو خبره ده. او يا ځينې يې ښه او ځيني نور يې نا اهله دى،دا دشيعه و نظر دی. دايو کړکېچن او اوږد بحث دی.

٧-اهل سنت دحضرت پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځايناستي دڅلورګونو خلفاوو حق ګڼي او شيعه يې دپيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) دکورنۍ په دولس ګونو امامانوپورې ځانګړې بولي

٨- د جبر او اختيار له پلوه اماميه شيعه انسان په خپلو کړنو کې مختار بولي او اشاعره (انساني) کړنې د خداى له لورې نه بولي،چې انسان يې يوازې کاسب دی.

٩- د اهل سنتو مشهور عالمان دا وايي: چې عام مسلمانان دی په فقهي مسائلو کې د څلورو مذهبونو [ ابو حنيفه،مالک بن انس،محمد بن ادريس او احمدبن حنبل،رحهم الله] څخه لاروي وکړي په داسې حال کې،چې شيعه وايي داهل بېتود دولس ګونوو امامانو له نظريو څخه بايد لاروي وشي؛خو د اهل سنتو ځينې عالمان اسلامي مذهبونه يوازې په څلورو مذهبونوکې منحصراو راايسار نه ګڼي.

يادداشت:

(۱)  اسلامي اصول،چې ټول مسلمانان پرې يوه خوله دي او مخالف يې کافر بلل کېږي دا دي:توحيد،نبوت،معاد.اوکولاى شو،چې د دين ضروريات هم پرې ورزيات کړو.


څلورم څپرکی : نهو اختلافي ټکيو ته دويمه کتنه[سمول]

١-لومړى ټکی دومره مهم نه دی؛ځکه چې خداى ته دتکلم صفت بيخي ثابت دی. اودمعنی تفسير يې ډېره جزيي او علمي خبره ده،چې دومره دپام وړ نه دی.

٢-دويم ټکی به قيامت ته پريږدو په دې دنيا کې ټول دامني،چې خداى نه ليدل کېږي.

٣-دذاتي صفتونو عينيت او يا پر ذات باندې يي زيا توالې دا پوره علمي مسله ده،چې دعامو خلکو سر پرې نه خلاصيږي اودخلکو په منځ کې هم دتعصبونو او شخړو لامل نه ده ګرځېدلې؛نو دا موضوع به دکلام په کتابونو کې پرېږدو او د نظر د خاوندانو د اجتهاد درناوى کوو.

٤-په څلورم ټکی کې بايد تعجب وکړو. ددواړو لوريو عالمان دقرآن اوړېدنه او تحريف نه مني او په دې هکله راغلي روايتونه هم نه مني اوټول په دې ټينګار کوي،چې نننې قرآن،د خداى قرآن دى او پرې وياړو؛خو ځينې ناپوهان اودغرض خاوندان په دې ټينګار کوي،چې مقابل لوری د تحريف پر ګروهه تورن کړي او په دې هکله ديو عربي هېواد دسخت دريځو او افراطيانو ونډه ډېره نامناسبه ده.حتى ځينې ادعا کوي،چې دشيعه و قرآن دېرش سپارې نه،؛بلکې څلويښت سپارې دی. دا په رښتيا،چې دتعجب خبره ده. دشيعه مسلمانانو په کورنو کې دقرآن کريم نسخې شته او په مختلفو اسلامي هېوادونو لکه عراق،ايران او لبنان کې چاپ شوي او زه قسم خورم،چې يو شيعه به هم لاتر اوسه پورې دڅلويښتو سپارو قرآن نه وي ليدلې (۱)؛خو د دروغو او تورونو بازار لاهماغسې تود دی. او ځينې لاتر اوسه پورې له همدې لارې نه دخلکو په سترګو کې خاورې اچوي اوهغوی غولوي؛نو بايد د مسلمانانو پر بدمرغۍ اوښکې توى کړو. ويښ او پوه مسلمانان بايد له دې نه عبرت واخلي،چې دروغجن څرنګه موهومي اختلافاتو ته لمن وهي او خلک پرې بوختوي. او دوى دا ستر خيانت يا دتعصب له مخې او يا هم دپيسو لپاره تر سره کوي ايا پر زړه ء سواندو پوهانو اړينه نه ده،چې ددې دين پلورونکيو هټۍ وتړي.

٥-دپنځم ټکي په هکله بايد ووايم،چې اهل سنتو خپل روايتونه په صحاح سته او نورو کې راټول کړي او شيعه و له اهل بيتو څخه په اربعه او نورو کتابونو کې راټول کړي دي. اوهره ډله دبلې ډلې پر طريقه عمل نه کوي او دفقهي اختلافونو غټ علت همدادی. څه چې دلته ويلای شو هغه دا دي، چې دا څرګند اختلاف يوازې دروايتونو په اسنادو او دهغوی په طريقه کې دي او دا کار په خپله په روايتونو پورې نه؛بلکې د رجالو په علم پورې اړه لري؛داځکه چې په روايتونو کې اختلاف ډېر نه؛بلکې لږ دی. ډېر مطالب اهل سنتو دخپلو راويانو له لارې نه له اصحابوڅخه، له حضرت پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) څخه روايت کړي دي،چې شيعه همدا مطالب دخپلو راويانو له لارې نه د اهل بيتو له امامانوڅخه روايت کړي دي.

     دا به څومره غوره وي چې يوه ډله عالمان دشيعه اوسني قريب المعانى[نږدې معنا لرونکي] روايتونه راټول کړي،چې دابه ډېر زيات روايتونه وي.؛نو پردې بايد ونه غولېږو،چې د شيعه او سني روايتي کتابونه د راټولېدو وړ نه دى او اختلاف په کې  ډېر دى. او دې ته موپام وي،چې د روايت په سند کې اختلاف دروايت د معنى له اختلاف سره يو نه دی او مهم هم دا دويم ټکې دی،چې په کې دومره اختلاف نه شته يا په بله وينا خپله د روايتونو په معنى کې دومره ډېر اختلاف نه شته. 
    ما په ١٣٥٥ل کې (په ژوند کې ددين ګټې) په نامه يو کتاب وليکه اوپه کابل کې دبيهقي موسسې له چاپ نه مخکې هغه يوځل له سره وليداوما په دې کتاب کې ډېر روايتونه دشيعه و له لارې نه له امام محمدباقر او امام جعفرصادق(عليهماالسلام) څخه روايت کړي وو،چې دبيهقي موسسې پر ما نيوکه وکړه ،چې تاسې نبوي روايتونه له پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) څخه نه؛بلکې له امام محمدباقر او امام صادق څخه روايت کړي؛نو زه په هغه وخت کې پوه شوم،چې دشيعه اوسني روايتونه څومره سره نږدې دي حتى دا،چې په الفاظو کې هم سره يو شانته دي.په پايله کې  له بيهقي موسسې سره له سلامشورې وروسته مې له اهل بيتو څخه راغلي روايتونو ديوې جملې په ورزياتوالي سره ومنل:[امام جعفرصادق(دنبوي احاديثو په روايت) ويلي دي]،چې داهل سنتو له روايتونو سره،چې په خپله طريقه يې له حضرت پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) څخه روايت کړي اړخ ولګوي،ماهم ورسره هغه جمله ومنله؛ځکه چې پردې مګروهمن وم څه چې داهل بيتو امامانو ويلي  دپيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) له سنتو څخه يې ويلې دي.او په دې هکله امام صادق وايي: مونږ اهل رائ نه يو, څه چې وايو له خپلو پلرونو څخه يې وايو،چې هغوى هم له رسول الله څخه روايت کړي دي.
    زه دمقارنې فقهې(۲) اودمقارنو حديثونو په راټولو ټينګار کوم،چې دا چار دشيعه اوسني ديووالي بنسټ دى. 

٦-شپږم ټکې دصحابه و(رض) عدالت دی،چې په اهل سنتو کې دا مسله څېړل شوی او ابن ابي الحديد معتزلي دنهج البلاغې په شرحه کې په دليلونو او شواهدو دا موضوع اوږده څېړلې ده او د اهل سنتو د عالمانو نظريات يې را اخستې دي. يوشمېر ټول اصحاب عادل نه ګڼي؛بلکې وايې،چې په اصحابو کې عدالت (يو) اصل دى (اصالة العدلة)؛خو داچې دچا کړنې د عدالت پر خلاف ثابتې شي.

     شيعه علما وايي: دصحابه و په عدالت ګڼلو کې لومړى بايد دهر وګړي ژوند اوکړنې وڅيړل شي اوبيا دې قضاوت وشي. ‎چې ما په (بحوث فى علم الرجال) کتاب کې په دې باب څرګندونې کړي. 

د لومړنيو مهاجرينولپاره د عدالت اصل له قرآن کريم څخه لاس ته راوړو.په دې اړه دټولنيزې سمونې لاره داده،چې دواړه لورې له افراط او تفريط [غلو اوبد ژبۍ] څخه ډډه وکړي اومشهور اصحاب په درناوۍ يادکړي او بايد چې يزيد او دهغه په شان نور کسان له امام حسين (نه،چې دجنتي ځوانانو ښاغلی دی) غوره ونه ګڼي.(وکذلک جعلنا کم امه وسطاً)

    سنيان بايد دپيغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له کورنۍ اوله دولس ګونو امامانو( عليهم السلام) سره بي ميني ونه ښيي اوکله چې دهغوی فضايل بيانيږي؛نو خپګان دې نه څرګندوي.حتی نن هم وهابيان دهغوی په سپکاوۍ کې کتابونه ليکي لکه د ًالشيعه والسنهً کتاب. په داسې حال کې،چې داهل سنتو ټول عالمان په يوه خوله او اجماع سره دپېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) له اهل بيتو سره مينه واجب ګڼي. ځينو ديزيد،شمر اوداسې نورو په ملاتړ کې کتابونه ليکلي دي. ځينې وايي: حضرت حسين دخپل نيکه په توره ووژل شو (نعوذبالله منه). 
    شيعه ګان بايد په خلفاوو پسې بدرد ونه وايي،چې ددې عمل ناوړه اغېزه داشوه،چې په مسلمانانو کې يې دکينې تخمونه وشيندل او دپرديو لاسوهنو ته هم لاره اواره شوه. زه دلته شيعه ګانو ته اعلان کوم،چې په خلفای راشدينو پسې بدرد ويل حرام دي او دا حکم يوازې زما نه؛بلکې ډېر شمېر شيعه عالمان يې هم مني.دشيعه و بې خبره عوام بايد دې ټکي  ته پام   وکړي،چې دشيعه و دفتوى ګانو په کتابونوکې   (دمجتهدينو توضيح المسايل وګورئ) په اصحابو پسې دبد رد  ويلو اجازه نه ده ورکړل شوى؛دا خو لا څه چې بد رد ويلو ته په کې ښه ويل شوي وي.    
 
 د تاريخي او عام بحثونو پايله، چې هر څه وي په دې بايد پوه شو، چې دمسلمانانو خپلمنځي شخړې،کينې   اووينې تويدنې اوحتى داسلام کمزوري کول،چې په هر   نامه وي له کبيره محرماتو څخه ګڼل کېږي اوشيطان بايد مسلمانان ونه غولوي. دمسلمانانو د يووالي غوره لاره داده،چې بايد ديو بل داحساساتو له راپارونې څخه ډډه وکړي.
يو شيعه به هم دامام ابوحنيفه(رح) پر فتوى عمل ونه  کړي او همدارنګه يو سني به هم دامام جعفرصادق( ع) پر نظر لاړ نه شي؛خودمليونو مسلمانانو دمشرانو په توګه بايد دامام جعفرصادق اودامام ابوحنيفه درناوی وشي او داسلامي علمي شخصيتونو په وړاندې بې اعتنايي ونه شي اونه ښايي،چې د يو بل احساسات ټکني شي،چې دايو ناسم او د ناپوهۍ عمل دی(۳).

په ارواپوهنه کې وايي: داصل تراغېز د وګړي اغيز ډېر دی. علمي اختلاف په اصل کې اختلاف دی،چې په کې شخړه او وينه تويدنه نه شته؛خو دشخصيتونو په اړه اختلاف په وګړي کې اختلاف دى،چې کړکېچ زېږوي؛نوځکه په دې باب بايد ډېر ځير او محتاط اوسو او دمذهبونو دمشرانو له سپکاوۍ نه بايد په ټينګه ډډه وکړو خداى په قرآن کې مسلمانانو ته حکم کوي،چې دکفارو په خدايانو پسې بد رد مه وايئ،چې هغوى هم ستاسې خداى ته بدرد ونه وايي. ايا مسلمانانو ته پکار نه دي،چې له دې حکيمانه حکم څخه په خپلو دنننيو چارو کې ګټه واخلي؟!

٧-دشيعه اوسني په منځ کې تر ټولو کړکېچن اختلاف دخلافت په هکله دی،چې داسلام له لومړيو وختونوڅخه راهېسې دوام لري،چې اى کاشکې دوام يې نه وای موندلی او مسلمانان له دې اختلاف څخه ژغورل شوي واى. اهل سنت وايي: پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) کوم ځانګړې تن خپل وصي او ځايناستی نه دی ټاکلی، خلکو حضرت ابوبکر(رض) دخليفه په توګه وټاکه او بيا يې درې تنه نور هم وټاکل او خلفای راشدين څلور تنه دي،چې غوره او افضل اصحاب دي. شيعه معتقد دي،چې امامت دنبوت په شان دخداى له لورې نه انتصابي دى،نه داچې خلک يې وټاکي،حضرت علي(ک) دپېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځايناستې دی او په دې هکله له انحضرت(صلی الله عليه و اله) څخه ډېر نصوص راغلي او له حضرت علي(ع) څخه وروسته امامت دهغه يولس ځامنوته رسي،چې لاروي يې واجبه ده.

ددې ليکنې موخه دتاريخي او علمي بحثونو څيړل نه؛بلکې ددواړو لوريو تر منځ پخلاينه ده،چې شخړې او بدبينۍ راکمې او مسلمانان له يو بل سره رانږدې شي او په اختلافي چارو کې له مبالغې نه مخنيوي وشي. 
لومړې خو داچې داهل سنتو دعالمانو له نظره خلافت په اصولو کې نه؛بلکې په فروعو کې شمېرل کېږي؛نو ځکه په داسې چارو کې مخالف تن د تکفير وړ نه دی.فرض کړئ،چې اختلاف نه اوارېدونکی دی او په يوې فرعي مسلې پورې اړه لري،چې بايد په دې اړه له پراخې سينې نه کار واخستل شي. ًللمصيب اجران وللمخطى اجر واحدً څوک،چې حقيقت ته ورسيد دوه اجره لري او چې تيروت؛نو يو اجر لري اوبايديو بل پړ ونه ګڼو. 

دويم دا چې که له سترګو نه دتعصب پردې لرې کړو وينو،چې شيعه دخلفاى راشدينو له خلافت نه انکار نه کوي او ټول پردې اعتراف کوي،چې دحضرت پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) له رحلت وروسته خلکو له حضرت ابوبکر (رض) سره بيعت وکړ بيايې له دويم خليفه سره وروسته يې له درېيم اوبيايې له څلورم خليفه سره بيعت وکړ،چې له بيخه دايو څرګند تاريخي واقعيت دى او انکار ترې نه شي کيدلاى.

اهل سنت خلافت الهي انتصابي مقام نه ګڼي،چې ګنې د خداى له لورې نه دې څوک پر خلافت ټاکل شوى وي؛نو ځکه د هغوى له نظره خلافت يو انتصابي مقام نه دى چې پر دې مسله اختلاف پيدا شي؛بلکې هغوى د خلکو پر بيعت اتکا کوي ،چې له دې خبرې نه څوک منکر نه دى؛نو ځکه شيعه ګان دسنيانو له دې مدعا څخه منکر شوي نه دي او نه به منکر شي؛نو اهل سنت دې له دې اړخه اندېښمن نه وي. شيعه و ته هم وايم کوم نصوص،چې ستاسې دپام وړدي،ښايي د اهل سنتو له نظره د دلالت له اړخه ناتمامه وګڼل شي؛نو دا چې اهل سنت له اهل بيتوڅخه لاروي نه کوي؛نو پړه يې مه ګڼۍ.ايا په عالمانو کې دنظر اختلاف نه شته؟ ناپوهه په دوه ډوله دى:قاصر او مقصر. په دې کې دويم دسزا وړدي؛خو لومړي دعقل اوشرعې له پلوه پړ نه دي.

دخلافت له پېښې نه يو زر او څوسوه کاله تير شوي او لا تر اوسه پورې عالمانو ته د حق د څېړنې لپاره لارې چارې په لاس نه دي ورغلي (عوام خو لا پرېږده)؛نو بايد بې ځايه تعصب ونه کړو،چې په عقيده کې خپل هر مخالف مقصر يا دښمن وګڼو اوويې شړو.مونږ بايد مذهبي مخالفين له ځانه ونه شړو او خپل وروڼه يې وګڼو او بايد تر اسلامي ضوابطو لاندې له يوبل سره ګډکار وکړو.

امامت دشيعه و له نظره د مذهب په اصولو کې شمېرل کېږي؛خو نه د دين په اصولوکې.؛يعنې له امامانو( عليهم السلام) څخه منکر دشيعه له مذهب څخه وځي نه داسلام له دين څخه.

سنيانو ته وايم که ستاسې له نظره له اهل بيتو څخه لاروي نه ده ثابته شوى مونږ کومه خبره نه لرو؛خو شيعه،چې له اهل بيتو څخه لاروي پر ځان واجب ګڼي،هغوى پړه مه ګڼئ. شيعه په دې هکله پر هغو روايتونو استدلال کوي،چې ستاسې له لارې نه راغلي او ددې روايتونو اسناد او دلالت بشپړ او پوره ګڼي؛نو که دوى پر حقه لاره تللي وي؛نو تاسې دحقيقت مخالفت مه کوئ او که تيروتي وي؛نو د دښمنۍ او بېلتون وړ يې مه بولئ.که د مجتهد اجتهاد له واقع سره يو شان و؛نو دوه اجره لري او که له واقع سره مخالف و؛نو يو اجر لري،چې بالاخره د دواړو لوريو موخه له پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) څخه لاروي ده،چې اهل سنت دصحابه و کرامو او شيعه داهل بيتو له لارې نه په انحضرت(صلی الله عليه و اله) پسې روان دي.

( ژباړن:لکه چې خوشال خټک هم وايي:)

زه خو د زړۀ درد غواړم په هر يوه مذهب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

فکر کوم که منطق او انصاف ته مخه کړو پورتني مطالب تر ډېره حده دتعصب او شخړو دوړې له منځه وړي او دواړه لوري سره رانږدې کوي او داسلامي ورولۍ لپاره لاره اواروي البته که خداى مسلمانان دنالوستو ملايانو او د پرديو لاسوهنو له شره خوندي وساتي.

٨-که داتم ټکي په هکله " د اسلامي توحيد او وهابيت ته کتنې" کتاب ولولئ،چې دا موضوع په کې اوږده څېړل شوى،په دې کتاب کې راغلي: " د انسانانو د کړنوپه باب،چې اشاعره پر کوم تفسير ګروهمن دي که دلته خوش ذوقي وکارول شي له هغه اختيار سره به اړخ ولګوي،چې اماميه پرې عقيده لري ".

٩-دنهم ټکي په هکله لاندې مطلب ته پاملرنه وکړئ: لومړى دا چې دمشهورو فقهي مذهبونو دانحصار په هکله کوم معتبر دليل نه شته.

دويم داچې داهل سنتو ځينو عالمانو هم په څرګنده فتوى ورکړی،چې له څلورګونو مذهبونو څخه د باندې اجتهاد هم سم دی.

درېيم داچې امام جعفرصادق (عليه السلام) دامام ابوحنيفه (رحمة الله) استاد و او علمي او معنوي مقام يې له امام ابوحنيفه (رح) څخه ډېر لوړ و،او لږ تر لږه خو يې علمي مقام دڅلورګونو مذهبونو( له امامانو څخه) کم نه و؛نو نه ښايي،چې اهل سنت له امام جعفرصادق څخه پر لاروی نيوکه وكړي.

شيعه ګان بايد دحنفي فقې درناوی وکړي او سنيان هم بايد پر جعفري فقه اعتراف وکړي.

که سنيان داهل بيتو پر فقه عمل نه کوي؛نو شيعه دې ترې نه خپه کېږي؛داځکه چې سنيانو ته داهل بيتوله فقې نه د لاروۍ اړتيا نه ده ثابته شوى.

اهل سنت پر څلورګونو مذهبونو عمل کول جايز بولي، کولاى شي دشيعه عمل هم سم وګڼي. دالازهر پخواني مشر ارواښاد شيخ محمود شلتوت هم دا شان فتوى ورکړي وه او له هغه څخه پوښتنه وشو،چې:

"ځينې خلك په دې عقيده دي،د دې لپاره،چې عبادتونه او معاملې يي سمې سرته رسولې وي؛نو د څلورګونو مشهورو مذهبونو له احكامو څخه بايد لاروي وكړي په دې څلورګونو مذهبونو كې د اماميه شيعه او زيديه شيعه نوم نه دى اخستل شوى. ايا تاسې دا نظر په پوره توګه منئ،چې له اماميه او زيديه مذهبونو څخه لاروي له دين سره كوم ضديت نه لري؟

ځواب: اسلام خپل لارويان يوازې له يو ځانګړي مذهب څخه پر لاروۍ نه دي اړكړي؛بلكې هر مسلمان كولاى شي،چې د هر مذهب له احكامو څخه،چې په سمه توګه روايت شوي وي لاروي وكړي او څوك،چې د دې څلورګونو مذهبونو لارويان وي،كولاى شي بل مذهب ته هم واوړي. جعفرى مذهب،چې د اثنى عشري امامي په مذهب مشهور دى د نورو اهل سنتو مذهبونو په شان ترې لاروي كول شرعاً جايز دي؛نو ځكه مسلمانان بايد پر دې حقيقت پوه شي او د يو ځانګړي مذهب په وړاندې تعصب ونه کړي؛دا ځكه د خداى دين او د هغه شريعت په يوه ځانګړي مذهب پورې نه دى تړل شوى او د يو ځانګړي مذهب په انحصار او احتكار كې به هم را نه شي. د ټولو مذهبونو خاوندان مجتهدين دي او اجتهاد يې د لوى خداى په دربار كې قبول دى. څوك چې د نظر او اجتهاد خاوندان نه دي؛ نو كولاى شې له هر مذهب څخه تقليد او له فقهي احكامو څخه يې لاروي وكړي،په دې ځاى كې د عبادتونو او معاملو په منځ كې كوم توپېر نه شته". (د محمود شلتوت لاسليك)

دا تاريخي فتوى،چې داسلام ددښمنانو ملاګانې يې ماتې کړې او دمتعصبينو او ځېليانو خولې يې ورټپې کړې د ربيع الاول په اولسمه پر ١٣٧٨ س دقاهرې په ښار کې ورکړ شوه او د الازهر دشېخانو له خوا دا فتوى دتقريب بين مذاهب اسلامي سرمنشي سيدمحمد تقي قمي ته په  رسمي توګه وسپارل شوه،چې د دارالتقريب په رسمي اسنادو کې يې خوندي کړي. مونږ د داسې سترو عالمانو پر سپيڅلي روح درود وايو. ددې ليکنې د ليکلو پر مهال خبر شوم،چې د دارالتقريب هلې ځلې بيا  په قاهره او سوريه کې پيل شوي او د الازهر محترم مشر او د تقريب نړيوالې ټولنې  هم وررسره د ملاتړ ژمنه کړى ده. څه موده مخکې په اردن کې دڅلويښتو هېوادونو عالمانو يو پرېکړه ليک لاسليک کړ،چې په کې يې د اهل سنتو  له څلورګونو مذهبونو پرته د شيعه و اماميه مذهب،زيديه مذهب او اباضيه مذهب يې هم له معتبرو اسلامي مذهبونو څخه وګڼل،چې په دې هکله د نورو معلوماتولپاره زما ((د اسلامي امت ديوالی پلي کول کتا ب ولولئ .))

( ب) فقهي فروعات[سمول]

    په ټولو انساني علومو کې دعالمانو په منځ کې دنظر اختلاف شته. دعالمانو فکرونه دهغوى دڅېرو په شان بېل بېل دي. همدا فکري اختلافات دعلمي اختلافاتو لامل ګرځي او دا به هيڅ کله دبشر له ژوند څخه بېل نه شي. نه يواځي دا،چې دشيعه او سني په منځ کې دفقهي مسائلو په هکله دنظر اختلاف شته،په خپله دسني عالمانو  او حتى دنورو مذهبونو په منځ کې هم  دا شان اختلاف شته د شيعه علماوو په منځ کې هم د نظر اختلاف شته. دا اختلافات به هيڅکله هم ديوبل دسپکاوۍ لامل نه شي؛نو دشيعه او سني په منځ کې دا اختلاف ولې ددښمنۍ او لرېوالي لامل ګرځي ايا دا يو ډول کم عقلي نه ده؟ هر مسلمان بايد دخپلو ګروهنو،کړنو او سلوک لپاره شرعي حجت ولري؛خو دحجت په تشخيص کې بايد  ځېل او تعصب ونه کار ول شي. دا سمه ده،چې پر نېکيو امر او له بديو نه منعې واجب دي؛خو په ليکنو او ويناوو کې بايد اخلاقې نزاکتونه په پام کې ونيسو،چې ديوبل داحساساتو د راپارولو او ددښمنۍ دپيدا کېدو لامل نه شي. دخپل مذهب داثبات لپاره کولاى شو،چې کتابونه وليکو؛خو بايد په ليکنو کې احتياط وکړو،چې ددښمنۍ او تاوتريخوالي لامل نه شي. په اسلام کې دفتوى اختلاف مشروعيت لري او ټول عالمان يې ديو څرګند او نه انکار ېدونکي واقعيت په توګه پيژني؛خو شراچوونکي اختلاف خلکو ته لانجمن ښېې،چې مخه يې بايد ونيول شي.


يادداشت: (۱) هره ورځ په ګڼو جوماتونو کې د قرآن ژباړه او تفسير کېږي،په فاتحو کې ويل کېږي او په سل ګونو فقهي،اخلاقي او تاريخي کتابونو کې پرې استدلال او استشهادکېږي. (۲) مقارنه فقه لبناني مشهور عالم محمدجوادمغنيه ليکلې،چې په فارسي ژبه په ايران کې له څلورو ځلو نه زياته چاپ شوې دغسې ددې کتاب پښتو ژباړه محمد انوروليدکړى،چې په پېښور کې چاپ شوى او ځينې برخې يې په ١٣٨٢کال په هېواد ورځپاڼه کې هم خپرې شوي.همدارنګه د سني او شيعه د ګډو حديثونو د راټولو او چاپ عمليه د اسلامي مذاهبو د پيوستون د نړيوال مرکز له لورې نه روانه ده.

(۳) په بخاري کې يو حديث راغلې،چې وايي:که د مجتهد اجتهاد له واقع سره يو شان و؛نو دوه اجره لري او که له واقع سره مخالف و؛نو يو اجر لري او په هر حال مجتهدپه خپل صحيح اجتهادکې معذور دى.


پينځم څپرکى : قضاوت[سمول]

      وموليدل،چې شيعه او سني داسلام د دين په اصولو کې او همدارنګه دعقايدو په ډېره برخه کې يوه خوله دي او يوازې په نهو ټکيو کې اختلاف لري،چې مونږ ورته دجوړجاړۍ وړانديز هم وکړ؛نو ځکه له ناپوهۍ،غرور او د حکومتونو له سياست څخه پرته ددښمنۍ،تعصب او ددې دوو ډلو د لرېوالي بل هيڅ لامل نه تر سترګو کېږي او دبېلابېلو مذهبونومسلمانان دقرآن په حکم له يوبل سره ورونه دي.(انما المومنون اخوه) مومنان ديوبل دوستان دي (بعضهم اوليا بعض). دلته دمسلمانانو ديووالي په هکله دوه نور عوامل هم څيړو،چې دادي: 

لومړى داچې داسلام دښمنانو د اسلام د کمزورلو لپاره ملا تړلې ده او له هرې لارې څخه بريد ته چمتو ناست دي. او دې موخې ته درسيدو لپاره په ننني وخت کې مذهبي اختلاف ورته يو غوره لاره ښکاري؛نو کفار او د مزدورانو يې تل دې اختلاف وهلوته ټينګه ملا تړلی ده. او که راويښ نه شو او د مذهبي تعصباتو په لومه کې ونښلو ؛نو بايد پوه شو،چې مونږ به ناځانخبري داسلام او محمدي شريعت پر ضد راپاڅېدلي يو او د دين د دښمنانو موخوته به مو لاره لاپسې اواره کړي وي.

دويم داچې نن په ډېرو اسلامې هېوادونو کې شيعه او داهل سنتو څلورګوني مذهبونه ګډ ژوند کوي او اسلامي هېوادونه له اقتصادي او علمي اړخه ډېر وروسته پاتې دي او نالايقه دولتونه پرې واکمن دي. زمونږ هڅه بايد داوي،چې له دې حالته ځان را اوباسو او که دمذهب په نامه له يوبل سره شخړه وکړو؛نو دخپل هېواد له بدمرغۍ پرته به موبل څه لاس ته نه وي راوړي؛ځکه په دې کار سره نه شيعه ګان له منځه ځي او نه سنيان او نه يې مذهبونه له منځه ځي. هو! ًخسرالدنيا ولاخره هوالخسران المبين؛يعنې دنيوي او اخروي زيان به مو په برخه شوی وي،چې داڅرګند زيان دیً ،چې دا واقعيت دمتعصبينو په هکله صدق کوي؛خو که اوږه په اوږه د ورورولۍ په فضا کې او دتقوى تر سيوري لاندې ګډ کار وکړو؛نو کولاى شو دخپلو خلکو ددنيوي او اخروي نيکمرغۍ لپاره خدمت وکړو.

  حمزه بابا وايي:( ژباړن)

دپــــرو جنبو لعنت زمونږ نـــــه ورک کړه

ښه جذبــــــــه د ورورلــۍ دمســــلمان را

اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه

نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را

ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده

په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را


د يووالي بنسټيزه لار[سمول]

زما په نظر ديووالي غوره لاره داده،چې شته وهمونه، بدبينۍ او لرېوالې له منځه لاړشي او يا لږ ترلږه کابو شي او په اسلامي هېوادونو کې دشيعه او سني داسې مدرسې جوړې شي،چې په کې دشيعه او سني طالبان په ګډه دفقې،حديث،تفسير او عقايدو زده کړې تر سره کړي. له دې لارې نه به دديني علومو زده کوونکي په غوره توګه يوبل وپيژني ديوبل له عقايدو نه به خبر شي او يوبل ته به رانږدې شي. د ادب،منطق او نورو علومو کتابونه بايد يو شي. دديني علومو زده کوونکي پرته له دې نه،چې دخپل مذهب څلور ګوني علوم وايي دنورو مذهبونو څلور کتابونه (عقايد،تفسير ،فقه او حديث) هم بايد دمقايسې په توګه ووايي او همدا ديني زده کونکي به دمسلمانانو راتلونکي مشران وي او خلک به ديووالي خواته رابولي او دپرديو له لاسوهنې، د بې خبره او نالوستو ملايانو او له دننني تعصبونو څخه به په ټينګه مخه ونيسي.

د پاى خبرې

  • شيعه دامامت له پلوه درې فرقې دي:( ۱)اماميه اثناعشريه شيعه،چې دشيعه و غټه برخه ده(۲) زيديه شيعه څلور امامان مني او له څلورم امام(علي بن الحسين عليه اسلام) څخه وروسته دزيدبن علي امامت مني(۳)اسماعيليه شيعه شپږ امامان مني او له امام جعفرصادق(ع) څخه وروسته داسماعيل او يا دهغه د زوى محمد امامت مني. داسماعيليه و او دهغو دځينو نورو څانګو په هکله ډېرې نورې خبرې هم شته.
    له فقهې اړخه شيعه ګان دوه مسلکه لري: اصولي او اخباري( اهل حديث)،چې د دوی تر منځ ناڅيز توپيرونه شته. او اخباري مطلق لږکي دي.
    سنيان دعقايدو له پلوه دوه ډلې دي: اشاعره،چې اکثريت دي او معتزله،چې اوس ښايي ډېر لږ وي او دوى عقلي احکام مني. البته يوه درېيمه ډله هم بايد پرې اضافه شي،چې وهابيان دي. 

له فقهې پلوه سنيان پر څلورګونو مذهبونو (حنفي،مالکي،شافعي ،حنبلي) ويشل شوي،چې په اسيايي هېوادونو کې حنفي مذهب اکثريت دی او ډېرې يې له مذهب څخه بهر اجتهاد هم مني. ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون

په صحاح سته وکې داهل بيتو مقام او دشيعه وو په احاديثو کې داصحابو مقام[سمول]

يادونه

  د لوستونکيو د لا زيــــــاتې پوهــــاوۍ لــپـاره د اهلبيتو عليهم السلام او اصــــحابو (رضى الله عنهم) پر مقام د پوهېدنې لپاره مونـــږ د اهـــــــل ســــنتو اودشيعه وداحاديثو په رڼا کې يوه رساله کښلې ،چې دلته يې لازم بولو له دې ليکنې سره مل خپره شي.

الحمدالله الواحد الاحد الحکيم الصمد الذى من عز جلاله انه لم يلدولم يولد ، الذى عرفنا واحدانيه بقوله: ولم يکن له کفوا احد.

والصلاه والسلام على نبيه المسدد المويد ابى القاسم محمد وعلى اله الذين وردفى حقهم:

انما يريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهر کم تطهيرا.

وعلى اصحابه الذين مدحهم القرآن بقوله: محمد رسول الله ولذين معه اشداء على الکفار رحماء بينهم تراهم رکعا سجدا يبتغوفضلا من الله ورضوانا سيماهم فى وجوههم من اثر السجود. ذلک مثلهم فى التوره و مثلهم فى النجيل.

خپلې خبرې[سمول]

    که په هېواد کې ملي يوالې اوټولنيز عدالت پلي نه شي او کار اهل او وړ ته ونه سپارل شي؛نو پرمخ به لاړنه شي. دملي يووالي له سترو عواملو څخه يو دادی،چې په هېواد کې دشيعه او سني په منځ کې ناوړه تفاهم له منځه لاړ شي،چې دبهرنيو لاسوهنو،دنننيو ناپوهانو او دمتعصبه اوکم علمه ملايانو له کبله پر کړکېچ اوړېدلی دی ؛نو ددې نادودې د اواري لاره دا ده،چې  په اصولي توګه يو بل وپيژني ديو بل له اندونو او عقايدو څخه خبر شي ،چې په ديني او اسلامي ګډو ټکيو کې د دواړو لوريو زړونه قناعت وکړي او په دې پوه شي،چې ددوى  په منځ کې د اختلاف ټکي فرعي او نا څيزه دي. پوهېږو،چې پرعاطفي او اخلاقي لارو د دواړو مذهبونو د لارويانو نږدې کېدل به دلنډ وخت لپاره وي؛نو اړينه ده، چې دا کار له منطقي او معقولو لاروڅخه تر سره شي، چې دوام ومومي اوپه لومړي ګام کې بايد د دواړو لوريو مذهبي عالمان سره رانږدې شي او په خپل منځ کې خوږلنې،مېنه او قناعت پيدا کړي،چې بيا دوی خلکو ته قناعت ورکړي.

له مذهبي عالمانو او خلکو څخه پرته درېيم ګړې ډله هم شته،چې کولاى شي د خپل مذهب لارويانو ته قناعت ورکړي،دشيعه او سني په نږدېوالي،دديني ورورولۍ په ټينګښت او دهېواد په سياسي،ټولنيز او بيارغاونه کې دپام وړ ونډه واخلي او هغه دشيعه او سني روڼ اندي او دلوړو زده کړو خاوندان دي ؛نو ځکه مذهبي عالمان او له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کسان بايد دخپل مذهب له اصولو او عقايدو څخه خبر وي او پر دې پوه شي،چې داسلام ددين دټينګښت او دهېواد دملي ګټو لپاره دهغوی تر منځ ديني ورورولي،دوستي اوګډ کار داسلام له نظره روا دی او ښې پاېلې لرلا شي. او دواړه مذهبونه اسلامي دي او دتشيع او تسنن لارويان دواړه مسلمانان دي. دواړه ډلې پر خداى عقيده لري او قرآن دخداى کلام او واجب الاتباع ګڼي او داسلام ددين پر اصولو(توحيد-نبوت او معاد) ګروهمن دي او پر پيغمبرانو،رسولانو،اسماني کتابونو او پرېښتو ايمان لري. او ددين ضروريات لکه لمونځ، روژه،حج،جهاد،زکات،خمس،پرنېکيو امر کول او له بديونه منعې کول مني او څه،چې په قرآن او سنتو کې حرام شوي،حرام يې ګڼي لکه شراب،دسرکوزي غوښه خوړل،سود خوړل،ځان ښودنه،زنا او لواط او په فروعاتو کې اختلاف هغه څه دي،چې دمجتهدينو له اړخه داجتهادي کچو پر بنسټ منځ ته راغلي اود دين لارويانو ته کوم زيان نه رسوي. که مجتهد دواقع مطابق فتوى ورکړې وي او يا يې تيروتنه کړي وي؛نو داجر خاوند به وي او نيوکه پرې نه شي کېداى. هر انسان پر خپل وس پړدى او له خپلې وسې نه پورته څه نه شي کولاى.

ناصبي،غالي او کفار[سمول]

    کوم مذهبونه،چې کله نا کله دشيعه او سني پر ځلانده فضا تپې تېري راولي؛نو دا مذهبونه په شيعه او اهل سنت کې نه شمېرل کېږي. شيعه او سني دعقايدو په اصولو او دشريعت په ټوليزو کې سره يو خوله دي. دسني او شيعه ستونزه له بهر څخه تپل شوې ده. د شيعه او سني عالمانو او پوهانو ته پکار دي،چې ورته د اوارۍ لاره پيدا کړي. هو! دا ستونزه لکه دسرطان ددانې په شان دمنطق او علم له لارې نه بايد عمليات شي،چې دمسلمانانو بدن بشپړه روغتيا ومومي.
په پا يله کې دځينو بې خبره شيعه ګانو او سنيانو دښمني او تربګني دننني او بهرني لاملونه لري: 

بهرني لاملونه[سمول]

بهرني لاملونه،کفار او داسلام دښمنان دي، چې داسلام دکمزورتيا او داسلامي هېوادونو د ښکيلولو او د شتمنيو د زبېښلو په موخه يې په ډول ډول نومونو نيغ په نيغه او يا هم دناپوهه،سست او کمزوري ايمان ملايانو او يا هم دمزدور ګوندونواوډلو له لارې نه، ،مسلمانان له يو بله بېل کړي او د دنفاق اوبدبينۍ تخمونه يې په کې شيندلي او لا يې شيندي ؛نو ځګه په مسلمانانو کې دا متل ډېر مشهور دی ،چې" تفرقه واچوه او حکومت وکړه ". له دې عامل سره مبارزه او ډغره وهل ډېر ستونزمن دې؛ځکه چې بهرنيان ډېرې پېسې لري،چې داخلي بې دينانو او د کمزوري ايمان خاوندانو ته يې ورکوي او دوی هم جاسوسۍ اوحتى دباطلو دينونو دخپرولو او له ملي ګټو سره دخيانت لپاره چمتو ناست دي،دوى تشکيلات لري ,خپرونې لري,خپل اربابان يي پر ملا ټپوي او خوږې خوږې خبرې کوي په داسې حال کې چې خپل ټول شرف يې پر پيسو پلورلی دی.

دنننى لامل[سمول]

په دې لامل کې درې ډلې دي،چې مسلمانان له يوبله بېلوي،چې دا دي:

١-ناپوهه،ساده،متعصبه د ګېډې نوکران او ځانمي ملايان،چې دنوم او ډوډۍ لپاره په ناحقه مذهبي تعصبونو ته لمن وهي او بې خبره عوام بې لارې کوي او دين،چې دمسلمانانو په منځ کې دمينې او محبت لامل دی دوی پر دښمنۍ او فساد اړولی دى . دکفارو له شر ه ددوى شر ډېر اغيزمن دى.

٢-ناصبيان : دوى دحضرت پيغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) په اهل بيتو او د هغوى په لارويانو پسې هر ډول دروغ او سپکې سپورې وايي. د شيعه و ځينې بې خبره خلک داسې ګومان کوي،چى ټول اهل سنت به همدا شان وى؛نو ځکه په مطلقه توګه د اهل سنتو په وړاندې بد ګوري. په داسې حال کې،چې ناصبيان ډېر لږ دي او اهل سنت د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) د اهل بيتو درناوې کوي او د دوستۍ پر واجبوالي يي يوه خوله دي، چې مونږ به په دې لېکنه کې دا موضوع ثابته کړو.

٣- غاليان :دوى د اهل بيتو د امامانو مرتبه د الوهيت (نغوذ بالله) تر پولې پورې پورته وړي او قهراً د اصحابو کرامو بې احترامي کوي.

شيعه بايد پر دې پوه شي،چې هر سني ناصبي نه دى، ناصبيان يوه کوچنۍ ډله ده،چى ډېر يې دم ګړۍ په يو عربي هېواد کې اوسېږى او دهغوى افراطي فعاليتونو اسلامي نړۍ ته ډېر زيانونه رسولي  او سنيان هم بايد پوه شى،چى په شيعه مذهب کې غاليان پر کفرتورن دي.

لکه څرنګه،چى ناصبيان په اهل سنتو پورې اړه نه لري، غاليان هم په شيعه و پورې اړه نه لري. که مونږ مسلمانان دا دوه ډلې له ځانه لرې کړو او وسوسو ته يې غوږ ونه نيسو؛نو ډېر به نور هم رانږدې شو.


راپارونکې او بنسټيزه موضوع[سمول]

    الحمدالله په شيعه او سني کې د دين په اصولو [توحيد،نبوت او معاد] کې اختلاف نه شته؛خو په څه کې،چى اختلاف دى او مسلمانان يې په دوو برخو[سني او شيعه] ويشلي، د اهل بيتو او صحابو مسله ده.
    اهل سنت د صحابه کرامو(رض) لاروي کوي او د انحضرت (صلی الله عليه و اله) احاديث يې دا صحابو کرامو له لارې نه راوړي دي.
    شيعه د اهل بيتو لاروي کوي او د انحضرت (صلی الله عليه و اله) حديثونه يې د اهل بيتو د امامانو له لارې نه   راوړى. چې له اره د شيعه او سني توپير همدادى.

په دې هکله لاندې ټکيو ته پام وکړئ .

١- د دواړو ډلو ډېر حديثونه په الفاظو او معنى کې يو شان دي؛ځکه چې ددې حديثونو اصلى سرچينه يوه ده او هغه انحضرت(صلی الله عليه و اله) دى او توپير يوازې د نقل او روايتونو په طريقه کې دى،چى دا خو کومه ستونزه نه ده.

٢- ټول حديثونه په قطعي اوغوڅه توګه نه دي رارسيدلي اود راويانو تېروتنې او دروغ ددې احاديثو د توپير لامل شوی دی؛نو ځکه په راټول شويو حديثونو او حتى د شيعه او سني د عملي فروعو په کتابونو کې هم د حديثونو توپير (او تعارض) تر سترګو کېږي.

٣- که په يو مذهب کې وي او که په دواړو کې،د راويانو وثاقت،ډاډمني،ناپوهي او کمزوري د حديث په اعتبار او نه اعتبار کې د پام وړ اغېزه لري او دا هم يو ډول نظري او علمي بحث دى چې بايد ډېر ټينګار پرې ونه شي.

٤- د سنت د راخيستلو په طريقه کې بايددنظراختلاف دبدبينۍ لامل نه شي،انسانان په بېلابېلو مسايلو کې د نظر اختلاف لري.په تېره بيا کله چې په ټولېزه توګه ددين په اصولواوفروعوکې په يواند وي؛نو عقل دا وايي،چى بايد د يو بل د انددرناوى وکړو.

څه چې د شخړې او لرېوالي لامل ګرځي هغه دا دی،چې يو لوری د بل لوري د مقدساتو سپکاوى وکړي اومخکې مو وويل،چې دا د غاليانو او ناصبيانو کار دی.او دې ته ورته دی لکه پرلږيدلي اور،چى تيل اچوي چې دا له اسلام،مسلمانانو او زمونږ له اسلامي هېواد افغانستان سره خيانت دى.


په قرآن مجيد کې د اهل بيتو او اصحابو مقام[سمول]

قرآن اسماني کتاب دى او ټول مسلمانان يې مني،قرآن هم د اهل بيتو مقام لمانځلې او هم يې د پرهيزګارو اصحابو ستاينه کړى ده؛نو ځکه شيعه پردې موظف دي،چې د اصحابو درناوى وکړي او اهل سنت هم مکلف دي،چې له اهل بيتو سره مينه ولري.

قران ( توبه ۱۰۰ ايت)دا صحابو په هکله وايي:

(وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ)

ژباړه: "د مهاجرينو او انصا رو لومړني مخكښا ن او هغوى ، چې په نېكيو كې په هغوى پسې لاړل ، خداى له هغونه خوښ او هغوى ( هم ) له خداى نه خوښ شول ، هغو ى ته يې د جنت با غونه تيا ر كړي ، چې ترونو لاندې يې ويا لي بهيږ ي او تل به په كې او سيږي او دا ستره بريا ده !"

هيڅ شيعه له دې ايته منکر نه دى؛نو ځکه اهل سنت دې ډاډمن اوسي،چې شيعه ګان په ايت کې د اشاره کړای شويو اصحابو درناوى کوي او هغوی د عزت وړ او ستر بولي او همدارنګه قرآن داهل بيتو په هکله واېي: انمايريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل بيت ويطهرکم تطهيراً (احزاب/٣٣)

ژباړه: "خداى اراده کړى،چې له تاسې اهل بيتو نه چټلي لرې کړي او تاسې پاک او سوتره کړي ".

چټلي اوګناه د(( رجس)) منا سبه معنا ده ؛چې اهل البيت ترې پا ک اوسوتره شوي دي .

    داهل سنتو دروايتونو له مخې،چې وروسته به وويل شي له اهل بيتو څخه مطلب حضرت پېغمبراکرم،على،فاطمه، حسن، او حسين دي (چې ددې ټولو په سر کې انحضرت صلی الله عليه و اله دي) 

کوم سني له دې ايته نه سترګې پټولای شي ؟ نو زه شيعه و ته ډاد ورکوم،چې اهل سنت د همدې قرآني ايت له مخې د پيغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) اهل بيتو ته ګوري. کله چې اهل تشيع داصحابو درناوې کوي او ورته په دروند نظرګوري او اهل سنت هم داهل بيتو درناوې کوي او ورته په دروند نظر ګوري؛نو دشيعه او سني په منځ کې بله څه ستونزه ده؟آيا داسلامي ورورولۍ،دوستۍ،خيرغوښتنې او ګډکار په لاره کې کوم بل خنډ شته؟ دناپوهۍ،احقمانه تعصب او دپرديو د لمسونونو او دهغوى له مزدوارنو پرته په دې لاره کې بل څه خنډ نه شته. ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون.واعتصموا بحبل الله جميعا و لاتفرقوا. انماالمومنون اخوه فاصلحوا بين اخويکم.

د اهــــل سنتو په احاديثو کې د اهل بيتومقام[سمول]

اهل بيت داهل سنتو د عالمانو له نظره ستر مقام لري او مونږ ددې خبرې د اثبات لپاره داهل سنتو له معتبرو کتابونو څخه څلويښت حديثونه راټول کړي ،چې ددې دواړو لوريو په مينځ کې ديووالي جرړې لاپسې ټينګې شي.

عن عائشه (رضي الله عنها): خرج النبى صلى الله و عليه واله سلم_ غداه و عليه مرط مرحل من الشعر الاسود،فجاء الحسن بن على فدخله،ثم جاء الحسين بن على فدخل معه.ثم جاءت فاطمه فدخلها،ثم جاء على فادخله،ثم قال: انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا. (صحيح مسلم ٥١/١٩٤)

(١) ام المومنين عايشه بي بي وايي:

يو سهار پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) بهر راووت او دتورو وېښتانو چپنه يې پر تن وه،وروسته امام حسن راغی او انحضرت هغه تر چپنې لاندې ننه ايست،ورپسې امام حسين راغى او هغه يي تر چپنې لاندې ننه ايست،ورپسې فاطمه بي بي راغله او هغه يې هم تر چپنې لاندې ننويسته ورپسې علي راغى او پر هغه يې هم چپنه واچوله او بيا يې وويل: انمايريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا.

وګوریء: ( صحيح مسلم ټ۱۵ /۱۹۴)  
   

(٢) له حضرت ابوهريره نه په يو روايت شوي حديث کې راغلي،چې: حسن يا حسين يوه کجوره راوخيسته او خولې ته يې وېوړه،پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) دهغه له خولې نه راوويسته او ورته يې وويل: ايا نه پوهېږې،چېً آل محمدً صدقه نه خوري؟.

وګوریء: (صحيح بخارى ١٤١٤ ګڼه حديث،دکتاب الزکات برخه همدا شان روايت د صحيح بخاري کى په ١٤٢٠ شمېره او ٢٩٤٣ ګڼو او دصحيح مسلم داتلسم ټوک په لومړي کې هم راغلى دی).

(٣) له ابوهريره نه په يو روايت شوي حديث کې راغلي: پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د حسن پـــر غاړه لاس واچو،هغه يې مـــــوچې کړ اوويې وويل: خدايه! تــــــــــــه دا ښه وګڼه او هغه هم ښه وګڼه،چې له دوی سـره دچا مينه وي.

وګوریء: (صحيح بخارى ٢٠١٦ګڼه حديث)

(٤) له حضرت سعد څخه روايت دى کله،چې دا ايت نازل شو:تعالو اندع ابناءنا وا بناوکم ونساءناونساءکم.....

رسول الله (صلی الله عليه و اله) علي،فاطمه،حسن او حسين راوغوښتل اوويې ويل:خدايه! دا زما اهل دي. وګورئ: (دجامع ترمذى ۳۲ ټوک،يا درېيم مخ په سمو اسنادو)

دا حديث اهل بيتو ته سترې ځانګړنې او فضايل ثابتوي.

(٥) له حضرت ابى سعيد(رض) نه روايت دی چې: ًقال رسول الله (صلی الله عليه و اله) الحسن والحسين سيد شباب اهل الجنهً. رسول الله (صلی الله عليه و اله) وايي: حسن اوحسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.

وګوریء:( جامع الترمذي ۲۲۳ مخ)

(٦) له ابى هريره نه روايت دی چې: رسول الله وويل: جعفر مې وليد،چې په جنت کې له پرېښتو سره الوته.

وګوریء: (جامع الترمذى ٢٢٣مخ)

(٧) له حضرت يعلى ابن مره نه روايت دی چې انحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل:حسين له ما نه دى او زه له حسين نه يم خداى دې هغه ښه وګڼي،چې له حسين سره يې دوستي وي؛نو حسين مې له ځوځاته دي.

وګوریء: (جامع الترمذى ٢٢٥)

(٨) حضرت براء(رض) وايي: دحديبې په سوله کې انحضرت (صلی الله عليه و اله) علي ته وويل: زه له تا نه يم او ته له ما نه يې .

وګوریء: (صحيح بخارى ګڼه٢٥٥٢).

(٩ )حضرت سهل ساعدي روايت کوي چې: حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) دخيبر په ورځ وويل: زه به سبا ته بيرغ هغه ته ورکوم،چې خداى به يې بريا په برخه کړي.د هغه،خداى اورسول خوښ دي اوخداى او د هغه رسول هم هغه خوښوي. خلک د شپې په دې فکر کې وو،چې د اسلام بېرغ به چاته ورکړ شي؟ سهار ټول اصحاب په هغه هيله و،چې پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) وويل:علي چېرته دى؟ ورته وويل شو سترګه يې خوږيږي. انحضرت يې پر سترګه دخپلې خولې لاړې ومښلې او ورته يې دعا وکړه دحضرت علي سترګه سمدستي داسې روغه شوه لکه چې کله يې هم نه خوږه ، بيا يي ورته بيرغ ورکړ.حضرت علي وويل: له هغوى سره به وجنګېږم،چې له مونږ غوندې (مسلمان) شي؟ انحضرت(صلی الله عليه و اله) وويل: په ورو ځه،چې هغوی ته (دخيبر يهودانو) ورورسېږې،بيا هغوی اسلام ته وبله او له هغه نه يې خبر کړه،چې پرې واجبېږي. په خداى سوګند که خداى ستا له لارې نه چاته لارښونه وکړي؛نو دابه تا ته تر زرو سرو ويښتونو اوښانو(دا اوښان په عربو کې ارزښتمن و ) نه هم غوره وي .

وګوریء:(صحيح بخارى دجهاد کتاب ٢٨٤٧ ګڼه، صحيح مسلم ١٢/١٨٥)

ټول پوهيږو،چې حضرت علي په فوق العاده توګه د خيبر کلا فتح کړه،چې د خيبر پر فاتح مشهور شو .

(١٠) له عايشى بي بي ( رضى الله عنها ) نه روايت دی چې: پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) دمړينې د ناروغې پر مهال فاطمې بي بي ته وويل: ايا خوښه نه يې،چې دجنتي ښځو يا دمومنه ښځو بي بي اوسې؟ وګورئ: (صحيح بخارى د مناقبو کتاب ٣٤٢٦ ګڼه،صحيح مسلم ټ ١٨ /٥٦)

(١١) له حضرت مسوره (رض) نه روايت دی،چې حضرت پيغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) وويل: فاطمه زما دوجود يو ټوټه ده،چا چې په غوسه کړه؛نو زه به يې په غوسه کړی يم

وګوریء:(صحيح بخاري،فضايل الصحابه ٣٥١٠ ګڼه)

(١٢) له سعد نه روايت دی چې حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) حضرت علي (ک) ته وويل:[ اما ترضی ان تکون منی بمنزله هارون من موسی.] ايا خوښ نه يې،چې ته ما ته داسې ا وسې لکه هارون،چې موسى ته و؟

وګورئ: (صحيح بخارى٣٥٠٣ګڼه دفضايل الصاحبه کتاب) او مسلم په صحيح کې زياتوي: الا انه لا نبى بعدى مګر دا،چې زما نه وروسته نبي نه شته ؛يعنې کوم منزلتونه،چې دحضرت موسى له خوا هارون ته و،تا ته هم شته؛خو هارون نبي و او ته دنبوت مرتبه نه لرې؛ ځکه چې زه ًخاتم النبيينً يم.

(١٣) د حضرت زيد ابن ارقم د حديث په ترڅ کې راغلي چې رسول الله (صلی الله عليه و اله) يوه ورځ دمکې او مدينې په مينځ کې اوبو د ډنډ غاړې ته، دخداى له ثنا او صفت وروسته يې دا وينا وکړه:

اى خلکو! پوه شئ زه هم ستاسې په شان (يو) بشر يم او نژدې دی له تاسې څخه لاړ شم او تاسې ته دوه درانه يا ښکلي څيزونه پرېږدم. يويي دخداى کتاب دى،چې په کې لارښوونه او رڼا ده او منګولې پرې ولګوئ او بيا يي وويل:زما اهل بيت.زه د خپلو اهل بيتو په حق کې تاسې ته خدای يادومه. ( دا جمله يې درې واره وويله چې د خدای لپاره زما اهل بيت هېر نه کړئ) حصين،زيد بن ارقم (د حديث راوى) ته وويل: د پېغمبر (صلی الله عليه و اله) اهل بيت څوک دي؟ او ايا ښځې يې په اهل بيتو کې نه دي؟ زيد وويل: ښځې يې هم په اهل بيتو کې راځي؛خو اهل بيت هغه کسان دي،چې صدقه پرې حرامه شوې ده،حصين وويل: هغوى څوک دي؟ زيد وويل: هغه د على آل،دعقيل آل، دجعفرآل او دعباس آل دي. حصين وويل: پر دوى ټولو صدقه حرامه ده،زيد وويل:هو.

وګوریء:  (صحيح مسلم ٥١/١٨٠-١٧٩)

(١٤) عمر بن ابى سلمه وايي: کله چې دا ايت (انما يريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا) د ام سلمى بي بي په کورکې پر پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) نازل شو؛ نو فاطمه،حسن،حسين،يي راوغوښتل اويوه چپنه يې پرې واچوله،حضرت علي يې شاته ولاړ و،هغه يې هم په چپنه کې ننه ايست او ويې وويل: خدايه! دا زما اهل بيت دي،چټلي ترې لرې کړه او پاک يې کړه،ام سلمې بي بي وويل: ايا زه هم له دوى سره يم؟ پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل:ته ځان ته ځاى لرې او نېکه يې (جامع ترمذى ټوک ٣/٩٢) (١٥)عن حبشي بن جناده،قال رسول الله(ص) علي له ما څخه دی او زه له علی څخه يم اوله ما څخه نه اًدا کوي ؛خو زه پخپله يا علي.

وګوریء: (جامع ترمذى ٣/٢١٤)

(١٦) له حذيفه نه په يو روايت کې ويل شوي: حضرت پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل: ان هذا ملک لم ينزل ...... دا هغه پرېښته وه،چې له نن شپې نه مخکې پر ما نه وه راکېوتې.له خداى نه يې اجازه وغوښته،چې پر ما سلام واچوي او ماته زېرى راکړي،چې فاطمه بي بي دجنت دښځو بي بي او حسن او حسين د جنت دزلميانو ښاغلي دي (جامع ترمذي٣ ټوک/٢٦٦) .

(١٧) عبدالسلام بن الصلت الهروى وايي: علي بن موسى الرضا له خپل پلار موسى بن جعفر له جعفر بن محمد، له خپل پلار علي بن الحسين،له خپل پلار علي بن ابيطالب نه روايت کوي چې پيغمبر (صلی الله عليه و اله) وويل: الايمان معرفه باالقلب و قول بااللسان و عمل بالارکان. بيا ابو الصلت وويل:که دا اسناد (د اوو امامانو نومونه،امام رضا،امام موسى کاظم،امام جعفر صادق، امام محمد باقر،امام زين العابدين،امام حسين،امام علي) پر يو ليوني چوف شي؛نو روغ رمټ به شي.

(وګورئ د جامع ترمذى سريزه ٦٥ مخ)

(١٨) حضرت براء بن عازب وايي: له رسول الله (صلی الله عليه و اله) سره حج (حجة الوداع) ته لاړو په لاره کې دلمانځه لپاره ودرېدو. بيا يې د حضرت علي (ک) لاس ونيو او ويې وويل: الست اولا بالمومنين من انفسهم؛ ايا زه مؤمنانوته ددوى ترځانوغوره نه يم؟ ټولو وويل: هو! ايا زه مومن ته ترهغه غوره نه يم؟ ټولو وويل: هو؛نو دا (علي) دهغه چا ولي دى،چې زه يې ولي يم خدايه! له دوستانو سره يې دوستي وکړه،او له دښمنانو سره يې دښمن اوسه (جامع ترمذى – ١١٦ مخ)

(١٩) د عمران بن حصين په روايت کې راغلي: په داسې حال کې،چې د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) پر څېرې دغوسې نښې ښکارېدې ويي ويل: له علي نه څه غواړئ؟ له علي نه څه غواړىء؟ له علي نه څه غواړىء؟ علي له ما نه دى او زه له علي نه يم او هغه له ما وروسته د هر مومن ولي دى.(ترمذى٣ټوک/٢١٣)

(٢٠)ابن عمر (رض) وايي: رسول الله (صلی الله عليه و اله) وويل: حسن او حسين دوه جنتي ځوانان دي او پلار يې له داوړو څخه غوره دى ( دسنن ابن ماجه سريزه ١٤٤- ګڼه)

(٢١) و عن علي:انا عبدالله واخوه رسوله ا نا الصديق الااکبر،لايقولها بعدی الا کذاب،صليت قبل الناس سبع سنين. حضرت علي وايي: زه دخداى بنده،دپيغمبر ورور او صديق اکبر يم،او ترما وروسته يوازې دروغجن دا خبره کوي، او ماتر خلکو اووه ورځې وړومبى لمونځ کړى دى.

( د هماغه کتاب ۱۲ مه ګڼه حديث) په زوايدکتاب کې لېکل شوی،چې ددې روايت اسناد صحيح دي او راويان يې ثقه دي او حاکم دا حديث په مستدرک کې له منهال نه روايت کړی  او ويلي يې دي: ًصحيح علی شرط الشيخينً.

(٢٢) زيد بن ارقم له رسول الله (صلی الله عليه و اله) نه روايت کړي،چې رسول الله (صلی الله عليه و اله) حضرت علي،فاطمې،حسن اوحسين ته وويل: څوک،چې له تاسې سره په جنګ کې وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ کې يم او که څوک درسره په سوله کې وي؛نو زه به هم ورسره په سوله کې يم (دسنن ابن ماجه سريزه ١٤٥ ګڼه)

(٢٣)کعب ابن عجره په يو روايت کې وايي: له رسول الله (صلی الله عليه و اله) نه مو پوښتنه وکړه، پر تاسې اهل بيتو څرنګه درود ووايو؛ځکه خداى ويلي،چې څرنګه پر تاسې درود ووايو!ويې ويل : اللهم صل على محمد وآل محمد کما صليت على ابراهيم وآل ابراهيم انک حميد مجيد.اللهم بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم وآل ابراهيم انک حميد مجيد (صحيح بخارى دالانبياء کتاب ٣١٩٠ ګڼه حديث )

(٢٤) زيد ابن خارجه (رض) وايي،چې ما له پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) نه پوښتنه وکړه:راته يې وويل: پرما درود ووايئ او په دعا کې هڅه وکړئ او ووايئ: اللهم صل على محمد وآل محمد.(سنن نسائى ٣/٤٩ –او په همدې کتاب کې نور اسناد او متنونه وګورئ)

(٢٥) حضرت علي (ع) له پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) څخه روايت کوي: مهدى (اخرالزمان) زما له اهل بيتو څخه دى او دهغه کار به خداى په يوه شپه کې جوړ کړي (سنن ابن ماجه ٤٠٨٥ ګڼه)

(٢٦) له انس څخه روايت دى:له رسول الله (صلی الله عليه و اله) څخه مې واوريدل: مونږ دعبدالمطلب زامن د جنت سرداران يو زه،حمزه،على،جعفر،حسن ،حسين،او مهدي (سنن ابن ماجه ٤٠٨٨ ګڼه حديث )

(٢٧ )جابر ابن سمرة وايي: له پلار سره مې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) ته ورغلو او ويې وويل: دا کار په سرته ونه رسيږي،څو په مسلمانانو کې دولس تنه خلفاء تېر شي، وروسته انحضرت (صلی الله عليه و اله) څه وويل،چې وامې نه ورېدل له پلار نه مې پوښتنه وکړه،راته يې وويل: انحضرت وويل: چې دا ټول به له قريشو څخه وي (صحيح مسلم،کتاب امارة شپږم ټوک) دا حديث په مختلفو اسنادو او ډول ډول متنونو کې داهل سنتو په کتابونو کې روايت شوى دى. يوازې مسلم دا له جابر ابن سمرة(رض) څخه په اتو بېلابېلو لارو روايت کړى دى. په صحيح بخاري کې يو يا دوه حديثونه د احکامو په کتاب کې روايت شوي دي،که دا ټول حديثونه راټول کړو؛نو په ښکاره د پر له پسې توب او تواتر پولې ته رسي. ابن حجر شافعي دصواعق په ١٨ مخ کې وايي:قال الائمه صدر الحديث مجمع على صحته،وارده من طرق عديده اخرجه الشيخان و غيرهما فمن تلک الطرق..... امامانو ويلي دي,چې دحديث د لومړۍ برخې (خلفا دولس تنه دي) پر سموالي يوه خوله يو ،چې له بېلابېلو لارو څخه روايت شوي او بخاري او مسلم او نورو په خپل کتابونو کې ثبت کړی دی؛نو ځکه داهل سنتو عالمان دحديث پر له پسې والې يوه خوله دى اوحديث يې شهردار بن شيرويه ديلمى د فردوس کبير په مسند کې له ابې سعيد خدري څخه روايت کوي،چې: مونږ له رسول الله (صلی الله عليه و اله) سره لمونځ وکړ،بيا يې مخ مونږ ته کړ او ويي ويل: په تاسې کې د اهل بيتو مثال دنوح د بيړۍ په شان او په بني اسرائيلو کې د ًحطى د ورهً په شان دى؛نو له ما نه وروسته زما پر اهل بيتو منګولې ولګوئ، راشدين امامان زما له ځوځاته دي؛نوتاسې به هيڅ کله بې لارې نه شئ، وويل شو: يا رسول الله! کم ائمه بعدک؟ قال: اثناعشر من اهل بيتو اوقال من عترتى ،يعنې انحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: (له ما نه وروسته) امامان دولس تنه زما له عترت يا اهل بيتو څخه دي (دا چې مسندالفردوس له ما سره نه و؛نو ځکه مې دا حديث له عبقات الاانوار ۲ټوک،۹۸۰ مخ ( نوی چاپ) څخه را خستی دی.

(٢٨) پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وايي: اى خلکو!ما په تاسې کې داسې څه پرېښودل که ويې منۍ؛نو هيڅکله به بې لارې نه شئ،هغه دخداى کتاب او زما عترت او اهل بيت دي. وګورئ:(ترمذى،نسائي اودکنزالعمال هندى د لومړی ټوک مخ٤٤)

دا حديث هم ګڼ شمېر سندونه اومتنونه لري او ابن حجر شافعي وايي،چې دا حديث له شلو څخه ډېرو اصحابو روايت کړى . او په ځيني متونو کې راغلې: ًولن يفترقا حتى يردا على الحوضً. قران اواهل بېت هېڅکله له يو بله نه بېلېږي څو په((حوض کوثر)) کې له ما سره يو ځاى شي.

(٢٩) زما داهل بيتو مثال دنوح د بېړۍ په شان دىڅوک،چې په کې سپاره شول؛نو وژغورل شول او څوک،چې ترې سر وغړوي؛نو غرق به شي (داحديث هم ګڼ شمېر متنونه او سندونه لري)

(٣٠) زيد بن ارقم وايې: رسول الله (صلی الله عليه واله) وويل: څوک چې غواړي زما په شان ژوند وکړي او زما په شان مړ شي او په هميشني جنت کې له ما سره ميشت شي ،چې خداى يي راسره ژمنه کړى ؛نو له علي بن ابيطالب سره دې دوستي وکړي؛ځکه هغه به کله هم تاسې بې لارې نه کړي (حاکم دا حديث په مستدرک کې روايت کړى او صحيح يې ګڼلى ،او طبراني د ابونعيم په کبير د فضايل صحابه په برخه او متقى په کنزالعمال کې را اخستی دی) او د زياد ابن مطرف په روايت کې د حضرت علي له نوم وروسته د هغه ځوځات هم ياد شوی دی.

(٣١) قوله (ص):النجوم امان لاهل الارض من الغرق،واهل بيتی امان لامتی من الاختلاف،فاذا خالفتها قبيله من العرب اختلفوا فصاروا من حزب اللابليس.( رواه الحاکم فی مستدرکه وصححها علی شرط الشيخين کما فی الصواعق) ستوري دځمکي اوسيدونکي له غرقېدلو څخه خوندي ساتي او زما اهل بيت هم زما امت له اختلاف څخه خوندي ساتي دعربو ټبر،چې زما له اهل بيتو سره مخالفت وکړي؛نو دابليس په ګوندکې به وي.

(٣٢) روايت دی څوک چې له ما نه اطاعت وکړي؛نو له خداى نه به يې اطاعت کړي وي او هم روايت دی څوک،چې له علي نه اطاعت وکړي؛نو له ما نه به يې اطاعت کړى وي ( داروايتونه حاکم د مستدرک په درېيم ټوک۱۲۱ مخ کې او ذهبي په خپل لنډيز کې را اخستی دی او دواړه يې د بخاری او مسلم پرشروطو صحيح ګڼلی دی).

(٣٣) ابن عباس له انحضرت (صلی الله عليه و اله) څخه روايت کوي:زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه اولاده سپيڅلي او معصومان يو.

وګوریء: (ينابيع الموده،فرايدالسمطين،دابن ابى الحديد دنهج البلاغې شرحه)

(٣٤) اخرج الخطيب عن انس کما فى الصواعق،چې انحضرت (صلی الله عليه و اله) ويلې:دمومن دپاڼې نوم دعلي ابن ابيطالب دوستى ده.

(٣٥) روى ابن سماک کما فى الصواعق،عن ابابکر (رض) قال العلي (ک): له رسول الله (صلی الله عليه و اله) څخه مې واريدل،هيڅ څوک به له پل صراط څخه تيرنه شي؛خو داچې علي ورته دتيريدلو اجازه ورکړي.

(٣٦) قوله (ص) وويل: کمافى الصواعق : په خداى مې دى قسم وي څوک،چې زما له اهل بيتو سره کينه ولري خداى به يې په دوزخ کې وغورځوي.

(٣٧) د قاضى عياض دشفا د کتاب په٤٠ مخ کې روايت شوي،چې: انحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: دآل محمد(صلی الله عليه و اله) پېژندنه ددوزخ له اوره خلاصېدل دي. له آل محمد(صلی الله عليه و اله) سره دوستي دصراط پر پل تېرېدل دي او له آل محمد سره دوستي له عذاب څخه خونديتوب دی.

(٣٨) حاکم په مستدرک (٣/١٣٨) کې له انحضرت (صلی الله عليه و اله) نه روايت را اخستی،چې سنديې د بخاري او مسلم پر شرايطوسم دى او هغه دا،چې: دعلي په حق کې ماته درى څيزونه ويل شوي دي: چې هغه دمسلمانانو سيد او ښاغلی،دمتقيانو امام او "قائدالغرالمحجلين" دى.

(٣٩) انحضرت (صلی الله عليه و اله) وايي: زه او علي دقيامت په ورځ به پر امت حجت يو.

وګوریء:(کنزالعمال ٦/١٥٧) 

(٤۰) حضرت سلمان فارسي له حضرت پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) څخه روايت کوي :اى سلمانه! كه څوك زما د لور فاطمې سره مينه ولري؛نو په جنت كې به له ما سره وي او كه څوك ورسره كينه ولري؛نو ځاى به يي دوزخ وي، اى سلمانه! له فاطمې سره مينه په سلو ځايونو كي انسان ته ګټه رسوي،په مړينه،قبر،د عملونو په تللو،حشر او په پل صراط كي به انسان ته اسانتياوې وي،كه زما لور فاطمه له چا څخه راضي وي؛نو زه به ترې راضي اوسم او له چانه، چې زه راضي شم؛نو خداى به ترې راضي وي كه چا زما لور پر غوسه كړه؛نو زه به يي پر غوسه كړى يم او پر چا، چې زه غوسه شم؛نو خداى به پرې غضب وكړي اى سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،دهغې پر خاوند علي او د هغې پر اولادې او پلويانو تېرى وكړي.

وګوریء: ( مقتل خوارزمي 1/ 64 ، درالمنثور 4/153 ، ميزان الاعتدال 2/518 تاريخ بغداد 5/87)

دا د هغو نبوي احاديثو يوه برخه ده،چې د اهل سنتومحترمو محديثينو او راويانو روايت کړي دي.

پايله داچې اهل سنت د اهل بيتو دښمنان نه؛بلکې داهل بيتو دوستان،مخلصين او پر فضايلو يې قايل دي.

د شيعه و په روايتونو کې د ا صحابو کرامو مقام[سمول]

مونږ له امام جعفر صادق (ع) څخه د اصحابو کرامو په هکله دوه روايتونه را اخلو،چې سندونه يې صحيح دي،چې زمونږ اهل سنت ورورنه په دې پوه شي کوم تورونه او دروغ چې په شيعه و پورې تړل شوي،له واقعيت سره اړخ نه لګوي او دواړه لوري سره وروڼه دي او بايد له يو بل سره دوستي او ګډ کار وکړي،چې داسلام عظمت خوندي پاتې شي،چې دا د دواړو لوريو موخه هم ده.  

(١) منصور ابن حازم له امام صادق (ع) څخه د حديث په هکله پوښتنه وکړه: راته ووايه: څه،چې درسول الله (صلی الله عليه و اله) اصحابو له آنحضرت (صلی الله عليه و اله) څخه روايت کړي ايا رښتيا دي او که دروغ يې ورپورې تړلي دي؟ ويې وويل: رښتيا دي. ومي ويل:؛نو په حديثونو کې ولې اختلاف را پيدا شو؟ ويې ويل: ايا نه پوهيږې،چې يو صحابي به آنحضرت (صلی الله عليه و اله) ته راتله او د څه په باب به يې پوښتنه کوله او انحضرت (صلی الله عليه و اله) به يې ځواب وايه بيا به يې ورته داسې ځواب وايه،چې لومړۍ ځواب يې نسخ کاوه.

وګوریء: (اصول کافى ١/٦٥)

له دې حديث نه زما موخه دنسخ بحث نه دى،چې دا بايد دفقې داصولو د علم په برخه کې وڅېړل شي؛بلکى موخه مې داده،چې امام صادق هغه اصحاب،چې له انحضرت (صلی الله عليه و اله) نه يې بېلابېل روايتونه روايت کړي، تصديق کړي دي او د حديثونو د اختلاف علت يې دهغې دروغوالې نه؛بلکې دهغوی نسخ ګڼلې دى. هو! د دى حديث پربنسټ صحابه کرام بايد ريښتني وګڼو. (٢) امام صادق (ع) دهشام بن سالم په معتبره کې وايي: د رسول الله (صلی الله عليه و اله) ياران دولس زره تنه وو،اته زره تنه د مدينې، دوه زره دمکې او دوه زره طلقاء (ازاد شوي) وو او په دې ټولو کې نه قدري و،نه مرجي،نه حروري،نه معتزلي او نه د رای خاوند. او دې ټولو به د شپې او ورځې ژړل او له خدايه به يې غوښتل،مخکې له دې نه،چې خمبيره شوی ډوډۍ وخوري ساه يې واخلي. وګوریء:(البحار ٢٢/ ٣٠٥ له الخصال نه را اخستل شوی دی)

اوس چې مونږ داهل بيتو مقام د اهل سنتو په حديثونو کې (چې مونږ ترې ډېر لږ را واخستل) او د امام صادق په دوو احاديثو کې د اصحابو پر مقام پو شو؛نو پوهيږو کوم دروغ،چې په شيعه او سني پسې تړل کېږي،ټول بې بنسټه او بې ارزښته دي. په شيعه و پورې داسې دروغ تړل شوي،چې دوى له څلوروا صحابو پرته نور ټول (نعوذ بالله) کافر ګڼي. دا دروغ هغه وخت رسوا کېږي،چې ډېر شمېر اصحاب د صفين،جمل او نهروان په جنګونو کې د حضرت علي (ع) د مخالفينو پر ضد له حضرت على سره ولاړوو. او دتاريخ او دمخورو عالمانو په ګواهۍ دا اصحاب په همدې جنګونو کې شهيدان هم شول. ايا دا به معقوله وي،چې شيعه هغوى کافر وګڼي؟

وګورۍ،چې څنګه ړوند تعصب انسان پر دروغجنو او پوچو خبرو اخته کوي؟ په سنيانو پورې تړل شوي،چې داهل بيتو دښمنان دي او يا يې له فضايلو نه منکر دي. دا ټول دروغ دتيرو حديثونو په راوړلو سره په څرګنده باطل شول.؛نو ځکه سني او شيعه دقرآن دوينا له مخې (انماالمومنون اخوه) بايد ديني ورونه وي. او دقرآن دحکم له مخې (ولاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم) بايد له خپلمنځي شخړو څخه ډډه وکړي،چې کمزوري نه شي او دقرآن دحکم له مخې (وتعاونوا على البر و التقوى) بايد په پرهيزګارۍ او ښو چارو کې له يو بل سره ګډکار وکړي.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاتقون د همداسې ورځې په هيله والسلام کابل د ۱۳۸۲ل د وري ( ۲۹) مه


دويمه برخه: د اسلامي امت د يووالي پلي کول[سمول]

د اردن په پلازمينه عمان كې د جوړ شوي نړيوال اسلامي كنفرانس بيانيه[سمول]

دا غونډه د اردن په پلازمينه عمان كې د 1426 د جمادى الاول له 27 څخه تر 29 پورې، چې د 2005 د جولاى له 4 څخه تر 6 نيټې پورې سمون خوري جوړه شوه، د غونډې نوم و "د اسلام حقيقت او په اوسنۍټولنه كې دهغه ونډه".

په دې غونډه كې د اسلامي نړۍ مخورو شخصيتونو ګډون كړى وو .

د انسان رښتينې نيكمرغي په دين كې ده، پر دين باور لرل د انسان كمال او ارمان دى. او لوړ او بشپړ انساني پړاو ته درسيدو لاره هم ده.؛ نو د يو مسلمان ستر ارمان پر "حبل الله" منګولې لګول او پر دين راټولېدل دي؛ ځكه كومه لاره، چې انسان خپل ستر ارمان ته رسوي؛ نو هغه دين مونږ ته را پېژندلى ده. او د اسلامي امت صلاح او مصلحت په يووالى كې دى، چې په قبله كې سره يووالى پېدا كړي؛ دا ځكه د انسان ژوند هماغه "حيات طيبه" دى، چې خداى او د هغه رسول ورته مومن كسان را بللي دي. مومن هغه دى، چې د حركت لورې يې معلوم وي او دا لورې مونږ ته كلمه طيبې؛ يعنې "لا اله الا الله" ښودلی دى، چې انسان صلاح او نيكمرغۍ ته ورسيږي؛ نو ځكه قراّن كريم د دين رښتيني پلويان پر دې كلمې منګولو لګولو ته را بولي.

د دې غونډې ګډون كوونكيو هم د اسلامي امت نيكمرغي او وده د هغوى په يووالى كې ګڼي او د غونډې په پاى كې يي پرهمدې پرېكړه يوه خوله شول او له اسلامي امت څخه يي د دې پرېكړې پلي كېدل وغوښتل.

اوس د دې غونډې پرانېستې وينا وړاندې کېږي، چې د اردن پاچا "ملك عبد الله ثاني" ويلى وه او ورپسې به د غونډې پرېكړه وړاندې شي.

درنوو پوهانو ورونو !

زه په ډاډ سره وايم كومې ستونزې او ګواښونه، چې نن ورسره مسلمانان لاس په ګرېوان دي، تاسې هم پرې پوره خبر ياست او پر دې هم پوهېږۍ، چې په ننني وخت كې اسلام د ډېرو تورونو تر بريد لاندې دى او همدارنګه تاسې دې ټكي ته هم رسېدلي يئ، چې د دې برېدونو دوه علتونه دي، چې دا دى:

1- ځينو مسلمانانو ځان د اسلام د دين پر حقيقت او جوهر باندې سم نه دى پوه كړى او د دوى فكرونه نيمګړتياوې لري.

2- ډېر غير مسلمانان د دين پر حقيقت او دهغه پر لوړو ارزښتونوو نه دي خبر.

او ستاسي دنده اود ديني رسالت د پام وړ ټكى هم همدا دى، چې د ټولو اسلامي مذاهبو لارويان د دين پر اصولو پوه اوبيا يو كړئ.

خداى دې مونږ ټولو ته دا توفيق راكړي، چې د دين خدمت وكړو او مسلمانان سره يو موټى كړو.

پر تاسو ټولو دې د خداى بركتونه او رحمتونه وي.

د لوى او بښونكي خداى په نامه

درود او سلام دې وي زمونږ پر نبي محمد (صلى الله عليه و آله) او د هغه پر آل باندې.

(اى خلكو! له خپل پالونكې څخه ووېرېږئ، هغه پالونكي، چې تاسې يې له يو تن څخه پېدا كړئ.) ("نساء /1" )

=== د اردن په پلازمينه عمان كې د نړيوال اسلامي كنفرانس بيانيه ===

د دې كنفرانس عنوان و "د اسلام حقيقت او په اوسنۍ ټولنه كې د هغه ونډه".

د الازهر د ستر مشر شيخ مكرم د فتوی او د حضرت آيه الله العظمى سيد علي سيستاني د فتوی او د مصر د مفتي د فتوی او دشيعه د سترو مراجعو (جعفريه، زيديه) د فتوی او د عمان د پادشاهۍ د عام مفتي د فتوی ګانو او د اسلامي فقهي نړيوالې مجمع [د اسلامي كنفرانس نړيوال سازمان جده، د عربستان سعودى پادشاهي] او د تركېي د ديني چارو اعلا مجلس او د اردن مفتى او د اردن د افتاء انجمن او د ښاغلي ډاكټر يوسف القرضاوى د فتوی پر بنسټ او همدارنګه د اردن د پادشاه ملك عبدالله ثانى ابن حسين د پرانستې وينا له مخې او زمونږ د علم پر بنسټ، چې د "خالصاً لوجه الله الكريم" لپاره دى او زمونږ د څېړنېزو بحثونو او په كنفرانس كې د وړاندې شويو نظرونوله مخې، د دى بيانيي د پاى لاسليك كوونكيو دا پايليزه پرېكړه تصويب كړه او پرې التزام لرو.

1- څوك چې د هر اسلامي مذهب لاروى وي؛ نو مسلمان دى. اسلامي مذهبونه دا دي: د اهل سنتو څلورګوني مذهبونه (حنفي، مالكي، شافعي او حنبلي)، جعفرى مذهب، زيدې مذهب، اباضي مذهب او ظاهريه مذهب. څوك چې پر دې اتو مذاهبو باور ولري؛ نو مسلمان به وي او تكفيرول يې جايز نه دي او وينه، آبرو او مال يې حرمت لري. د الازهر د شيخ د فتوی له مخې د اشعريه د عقيدې د لارويانو او د حقيقي تصوف د پلويانواو د واقعي سلفيانو د پلويانو تكفير روا نه دي.

2- د مسلمانانو بله هر ډله، چې پر خداى او د هغه پر رسول او اركانو ايمان ولري او د اسلام د اركانو حرمت او درناوي كوي او په يقين سره، څه چې د دين له ضرورياتو څخه وي ترې منكر نه وي؛ نو تكفيرول يې روا نه دي.

3- د ټولو اسلامي مذهبونو په منځ كې د اختلاف په پرتله ګډ ټكي ډېر تر سترګو كېږي. پر همدې بنسټ د اته ګونو مذاهبولارويان د اسلام د دين په اصولوكې يوه خوله دي.

ټول پر لوى او يو خداى عقيده لري او همدارنګه پر دې هم عقيده لري، چې قراّن كريم د لوى خداى له خوا پر پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و اّله) نازل شوى او په يقين سره، چې دا كتاب د خداى كلام دى او حضرت محمد (صلى الله عليه و اّله) زمونږ مشر، لارښود او د خداى پيغمبر دى او نړيوالو ته مبعوث شوى دى.

4- دا ټولې ډلې د اسلام په پنځګونو اركانو، شهادتينو، لمونځ، زكات، روژې او حج كې يوه خوله دي او همدارنګه د ايمان په اصولوكې هم سره يوه خوله دي لكه، پر خداى ايمان لرل، پر ملائكو ايمان لرل، د خداى له خوا پر رالېږل شويو اسماني كتابونو، پيغمبرانو، قيامت او په خير او شر كې د خداى پر تقدير ايمان لرل.

او د علماوو په مينځ كې اختلاف د دين په اصولو كې نه؛ بلكې په فروعو كې دى. او په فروعو كې دا اختلاف امت ته يو ډول رحمت دى؛ دا ځكه چې له ډېر پخوا څخه ويل شوي و، چې "د علماو د نظرياتو په منځ كې اختلاف يو غوره او نيك چار دى".

5- پر اسلامي مذاهبو اعتراف په دې معنى دى، چې يو مسلمان په افتاْ او د شرعي احكامو په استنباط كې په ځانګړيو قواعدو باور ولري؛ نو ځکه روا نه ده څوك چې د فتوی وركولو وړتيا او وس نه لري او په هر مذهب كې، چې د استنباط كومې لارې چارې ښودل شوي پر هغه يې پوره برلاسي نه وي تر لاسه كړى فتوی وركړي او همدارنګه روا نه ده، چې يو تن په مذهب كې د فتوی طريقه او منهج په پام كې و نه نيسي او فتوی وركړي او پردې سربېره سمه نه ده، چې څوك د اجتهاد دعوا وكړي او له ځانه مذهب جوړ كړي او فتویګانې وركړي، چې د مسلمانانو د شريعت له كړۍ نه او د شريعت له ثابتو قوانينو او قواعدو څخه ووځي، چې په اسلامي مذاهبو كې بنسټيز شوي دي او په دين كې بدعت كېږ دي.

6- د 1425 د قدر په شپه كې، چې كومه بيانيه د عمان د هاشمينو په جومات كې وويل شوه؛ نو د هغى بيانيي لنډ مطلب دا و، چې اسلامي مذاهبواو د هغوى د قوانينو درناوۍ دى؛ نو ځكه د مذهبونو درناوی او دلاريانو تر منځ يې خپلمنځي خبرې يوازېنۍ لاره ده چې منځلاري تضمينوي او د مسلمانانوو په منځ كې د مهربانۍ او دوه اړخيزه خبرواترو ته لاره اواروي.

7- مونږ ټول دې ته را بولوو، چې خپلې ګوندۍ او تربګنۍ دې شا ته واچوي د يو بل درناوي دې وكړي او د توحيد پر كلمه دې منګولې ولګوي او مسلمان دولتونه او ملتونه دي خپلمنځې اړيكې لاپسې پياوړې كړي، چې اسلامي امت يو موټي شي او په خپل منځ كې دې ورورولي د "حب فى الله" په كړۍ كې پراخه او ژوره كړي او د اسلامي امت جرړې دومره پياوړې كړي، چې په كې نه فتنه را منځ ته شي او نه په كې څوك لاس وهي.

8- خداى تعالى وايې: مومنان سره وروڼه دي او تل د خپلو مسلمانانو ورونو په منځ كې سوله وكړئ، ښائى د خداى تر رحمت لاندې راشئ. (حجرات/10)

لاندې كسانو دا بيانيه لاسليك كړى ده.[سمول]

د افغانستان اسلامي جمهوريت[سمول]

1- نصير احمد نور، په قطر كې د افغانستان سفير.

اردن :[سمول]

2- حضرت همايونى ابرغازى د محمد ځوى د دويم ملك عبدالله سلاكار او ځانګړې استازې او د اّل البيت د اسلامي فكر د مْوسسې د مجلس امنا مشر.

3- ښاغلي شيخ عزالدين خطيب تميمى په اسلامي شؤنو كې د ملك عبدالله سلاكار او قاضى القضاۍ.

4- استاد ډاكټر عبدالسلام عبادى د اردن د اسلامي اوقاف وزير.

5- استاد ډاكټر عبد الاحمد هليلى د پاچا سلاكار.

6- ښاغلي شيخ سعيد حجاوى د اردن مفتي.

7- ښاغلي سيد عقل بلتاجى د پاچا سلاكار.

8- ښاغلي استاد خالد طوقان د ښوونې او روزنې او لوړو زدكړو اوعلمي څيړنوو وزير.

9- استاد ډاكټر خالد كركى، د آل البيت د اسلامي فكر مجلس امنا نائب مشر او د جرش ملى پوهنتون مشر.

10- استاد ډاكټر اسحاق فرهان، د ښوونې او روزنې پخوانې وزير د ملي الزرقا پوهنتون مشر.

11- استاد كامل الشريف د نړيوال امداد د بلنې د اسلامي مجلس سرمنشي.

12- ډاكټر عبد الطيف عربيات دغړيو د مجلس پخوانې مشر.

13- ښاغلي عميد عبدالكريم سليم سليمان خصاونه د اردن د وسلوالوقواو و مفتي.

14- ډاكټر عادل الطويسى، د آل البيت د ټولنې مشر.

15- ډاكټر يوسف غيظان د دعوت او اصول دين دپوهنتون مشر.

16- ښاغلي شيخ حسن سقاف د اسلامي فكر د موسسې او آل البيت د مجلس امناء غړی او د دارالامام الفروي د نشراتو مدير.

17- انجينر مدوان فاعورى، د فرهنګ او فكر دانجمن مشر.

18- ميرمن نوال فارعوى اسلامي عالمه.

19- ډاكټر عبدالناصر ابوالفضل د يرموك د پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي مشر.

20- ښاغلې استاد بلال التل د اللواء د خپرونې د ليکپلاوی رئيس.

21- ډاكټر طه سيد غزمى داّل البيت د پوهنتون د فقهي او حقوقي څيړنو د پوهنځي مشر.

د آذربايجان جمهوريت :[سمول]

22- ښاغلي شيخ الاسلام الله شكور، د همت پاشازاده ځوى او د قفقاز د مسلمانانو د ادارې مشر

د آلمان جمهوريت[سمول]

23- ډاكټر مراد هومان، څيړونكې او پوهان او د المغرب په هېواد كې د اّلمان پخوانی سفير.

24- شيخ صلاح الدين جعفراوى د سرمنشي مرستيال.

عربي متحد امارات[سمول]

25- ښاغلې على بن السيد عبدالرحمن الهاشمى په قضايي او ديني چارو كې د دولت د مشر ستر سلاكار.

د امريكا متحده ايالات[سمول]

26- ډاكټر يوسف لومبارد اسلامي پوه.

27- شيخ فيصل عبدالرؤف د نيويارك د جومات امام.

28- ډاكټر الجزيد ماتسون په ردفورد پوهنتون كې د اسلامي برخو استاد.

29- ډاكټر سليمان عبدالله شلايور د ادهم د مركز د تلويزيون او مطبوعاتو مدير.

30- ښاغلې سيد نهاد عوض د امريكا د اسلامي ارتباطاتو د مجلس عمومي مدير.

د اندونزيا جمهوريت[سمول]

31- ميرمن توني علوي عبدالله شافعي د اسلامي شافعي پوهنتون مشره.

32- ښاغلي سيد الجان عبدالوهاب په اردن كې د اندونزيا سفير.

د ازبكستان جمهوريت[سمول]

33- ښاغلي شيخ محمد العادق محمد يوسف د ازبكستان عام مفتي.

34- استاد يوسف ارتفبيك اسلامي متفكر.

د ايران اسلامي جمهوريت[سمول]

35- آيت الله محمد علي تسخيري د تقريب بين مذاهب اسلامي د نړيوالې ټولنې سرمنشي.

36- حجت الاسلام والمسلمين ډاكټر محمود محمدى عراقي د ايران د سازمان فرهنګ او ارتباطاتو رئيس.

37- ډاكټر سيد مصطفى محقق داماد په ايران کې د علومو د اكاډمۍ مدير په عدليي وزارت كې قاضي او د عمومي تفتيش رئيس.

38- ډاكټر محمد علي اّذرشب، د عربو او ايران د ملګرتيا د ټولنې مشر.

39- سيد محمود مرعشى نجفى، په ايران کې د آيت الله مرعشى نجفي دعمومي كتابتون رئيس.

40- سيد مرتضى هاشمي د دايره المعارف د اسلامي د نړيوالو روابطو مشر.

41 - شيخ عباس علي سليمانى، د ايران په شرق كې د امام استازې.

42- سيد غلام رضا ميرزاي، د مشورتي شورا غړى.

د پاكستان اسلامي جمهوريت

43- ډاكټر ظفر اسحاق انصاري، د اسلام اّباد د اسلامي څيړنو د مركز مدير.

44- ډاكټر رضا شاه كاظمي، اسلامي څېړونكى او متفكر.

45- عارف كمال ، اسلامي پوهان او متفكر او په اردن كې د پاكستان سفير.

بحرين[سمول]

46- شيخ ډاكټر محمد علي السترى د عدليي وزير.

47- ډاكټر فريد بن يعقوب مفتاح د شؤن د وزارت سر پرست.

برازيل[سمول]

48- شيخ علي محمد عبدوى په لاتينې امريكا كې د ځوانانو د نړيوال اسلامي انجمن استازې او د لبنان د جمهوريت د دار الفتوى رسمي استازې.

بنګلاديش[سمول]

49- ډاكټر عبدالحسن صادق د بنګلاديش د اّسيا يي پوهنتون مشر.  

بوسنيا هرزګوينيا[سمول]

50- ډاكټر مصطفى سيرتيش دهغه هېواد مفتي او دعلماوو مشر.

51- استاد حسن ماكيش د بيسهاتش مفتي.

52- استاد انس ابوكوليتس، څېړونكى.

ټايلند[سمول]

53- ښاغلي دان محمد نورمائا ، د دولت سلاكار.

54- ښاغلي وليون خوساكول، په بغداد كې د ټايلند سفير.

تركيه[سمول]

55- ډاكټر اكمل الدين احسان اغلو د نړيوال اسلامي كنفرانس مشر.

56- ډاكټر علي اوزاك داسلامي علوموو د څيړنو رئيس.

57- ميرمن ډاكټره معلى سلجوق د انقرى دشرعياتو د پوهنځي مشره.

58- پروفيسر ډاكټر مصطفى شاګريجى د استانبول مفتي او د اسلامي فلسفې استاد.

59- پروفيسر ابراهيم كافى دونى په مرمره پوهنتون كې د اسلامي فقهې استاد.


تونس[سمول]

60- ډاكټر هادى بكوش ، د تونس د وزيرانو پخوانۍ رئيس.

61- ډاكټر ابوبكر خزوان د ديني چارو وزير.

62- ډاكټر علي شابى د مجلس اعلاى اسلامي رئيس او د دينې چارو پخوانۍ وزير.

63- استاد حبيب شيوب ، ليكوال او تاريخپوه.

64- ډاكټرعامرزمالى د صليب احمر د نړيوال انجمن د نړيوالوو اسلامي چارو سلاكار.

الجزاير[سمول]

65- اخضر ابراهيمي د ملګروملتونوو د سرمنشي ځانګړې استازی.

66 - ډاكټر ابو عبدالله بن حاج محمد اّل غلام الله د اوقاف او ديني چارو وزير.

67- ډاكټر مصطفى شريف د لوړو زده كړو وزير او په قاهره كې د الجزاير پخوانۍ سفير.

68- ډاكټر سعيد يشبان د ديني چارو پخوانۍ وزير.

69- ډاكټر عمار طالبى د الجزاير په پوهنتون كې د فلسفې استاد.

جنوبي افريقا[سمول]

70- شيخ ابراهيم جابر بيلن د جنوبي افريقا دعلماوو رئيس.

روسيه[سمول]

71- شيخ داوى عين الدين د مسلمانانوو د ديني ادارې رئيس.

72- ډاكټر سعيد هيبت الله كاميلين د مسكو د اسلامي تمدن د بنياد مدير.

73- ډاكټر مراد مرتا زين د مسكو د اسلامي پوهنتون رئيس.

74- سيد روشان عباس اف د روسيي د مفتيانو د مجلس د بهرنۍ اړيكو مدير.

سعودي عربستان[سمول]

75- ډاكټر عبدالعزيز بن عثمان تويجرى د اسلامي علومو او روزنې د سازمان مشر.

=== سنګاپور

===

76- ډاكټر يعقوب ابراهيم د اسلامي چارو وزير.


سنګال[سمول]

77- سيد مصطفى سيسى د ولسمشر ځانګړی مستشار.

78- استاد عبدالله باه د اسلامي روزنې او فرهنګ رئيس.

سوډان[سمول]

79- عبدالرحمن سوار ذهب ، پخوانې ولسمشر.

80- ډاكټر عصام احمد بشير دارشاد او مذاهبو وزير.

81- ډاكټر محزالدين عمرموسى د ملك سعود په پوهنتون كې د تاريخ استاد.

سوريه[سمول]

82- ډاكټر شيخ احمد بد رحسون د سورئې عربي جمهوريت مفتي.

83- ډاكټر محمد سعيد رمضان البوطى اسلامي مبلغ.

84- استاد ډاكټر شيخ وهبه مصطفى الزحيلى د دمشق د پوهنتون د اسلامي فقهې او اسلامي مذهبونو د څانګې رئيس.

85- ډاكټر صلاح الدين احمد كفتاور د شيخ احمد كفتاور د ټولنې مدير.

عراق[سمول]

86- سيد عبد الصاحب خويي د امام خويي د مؤسسې مشر.

87- سيد محمد موسوى د اهل البيت د موسسې دنړيوالو اړيكو سرمنشي.

88- شيخ احمد البهادلى اسلامي مبلغ.

89- ډاكټر عبدالعزيز الدواى د اردن د پوهنتون د تاريخ د څانګې څېړونكى او تاريخپوه.

90- ډاكټر بشار عواد معروف څېړونكى او د اّل البيت د اسلامي فكر د موسسې غړې.

91- شيخ عباس على كاشف الغطا د كوفې په پوهنتون كې د اسلامې څېړنو د پوهنځي استاد.

92- ډاكټر عبدالحميد النجدى اسلامي عالم.

93- شيخ وليد فرج الله اسلامي د كوفې د پوهنتون د اسلامي څيړنو له پوهنځي څخه.

94- ډاكټر احمد الكبيسى اسلامي عالم.

95- استاد غانم جواد د امام خويې د موسسى د فرهنګي چارو مدير.

96- سيد محمد علاوى د اهل البيت د نړيوالو اسلامي ارتباطاتو نايب مدير.

97- استاد سعد الملاْ، اسلامي عالم.

98- ډاكټر مصطفى عبدالله كمال الدين، اسلامي عالم.

عمان[سمول]

99- شيخ احمد بن محمد خليلى، د عمان عام مفتي.

100- شيخ احمد بن مسعود اسيايي، د سلطنتي مفتي د دفتر سرمنشي.

فرانسه[سمول]

101- شيخ دليل ابوبكر په فرانسه كې د اسلامي شورى رئيس او د پاريس د جامع جومات امام.

102- ډاكټر حسين رئيس د پاريس د جومات د فرهنګي چارو مدير.

فلسطين[سمول]

103- شيخ ډاكټر عكرمه صبرى د قدس او فلسطين عام مفتي او د اقصى د جومات خطيب.

104- شيخ تيسبر رجب تميمى د فلسطين قاضي القضات.

قطر[سمول]

105- ډاكټر شيخ يوسف قرضاوى د قطر د پوهنتون د سنت او سيرت د څيړنو د مركز مدير.

106- ميرمن ډاكټره عايشه مناعى د قطر د پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي مشره

كاناډا[سمول]

107- شيخ نوح حامبم كلر اسلامي پوهان او څېړونكى او دآل البيت د اسلامي فكر د موسسې غړى.


كويت[سمول]

108- استاد ډاكټر عبدالله يوسف غنيم د كويت د څيړنوو د مركز رئيس.

109- ډاكټر عادل عبدالله فلاح د اسلامي چارو او اوقاف وزير.

لبنان[سمول]

110- ډاكټر هشام نشابه د لوړو زده كړو د شورى رئيس د ښوونې او روزنې مسوول د اسلامي خيريه مقاصدو د ټولنې غړى.

111- سيد هانى فحص د شيعه و د اعلا مجلس غړی.

112- ډاكټر رضوان سيد د لبنان د پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه، د الاجتهاد د مجلى د ليکليلاوي رئيس.

113- استاد محمد سماك د اسلام او مسيحيت تر مينځ د ملي اسلامي خبرو اترو د انجمن مشر.

114- جعفرى شيخ اسد الله حدشى، په شيعه اسلامي اعلا مجلس كې شرعي قاضي.

115- شيخ حسين فرهاد له شيعى اسلامي اعلا مجلس څخه.

116- شيخ خليل المهيس د زحله البقاع غربي مفتي.


ليبيا[سمول]

117- استاد ابراهيم ابو د نړيوالې اسلامې بلني په ټولنه كې د سيمينارونو د دفتر مدير.

118- ډاكټر عجيلى فرحات ميرى د خلكو د مشرۍ نړيوالى اسلامي غونډې د خبرو اترو د چارو مسؤل.

مالديو[سمول]

119- ډاكټر محمد شوقى د ښونې او روزنې وزير.

ماليزيا[سمول]

120- ميهن دوكا ډاكټر عبدالحميد عثمان وزير.

121- ډاكټر محمد هاشم كمالى د نړيوالې مفكورې د ښوونې او اسلامي تمدن د ټولنې رئيس.

122- سيد شهيدان قاسم د ماليزيا د برانس د ايالت وزير.

123- سيد خيرى جمال الدين د ماليزيا د وطني متحده سازمان د ځوانانو د برخې نائب رئيس.

مصر[سمول]

124- ډاكټر محمد صمدى زقزاق د اوقافو وزير.

125- ډاكټر على جمعه د مصر مفتي.

126- ډاكټر احمد محمد احمد طيب د الازهر پوهنتون رئيس.

127- ډاكټر احمد كمال ابو المجد اسلامي عالم او د اطلاعاتو پخوانی وزير.

128- ډاكټر محمد احمدى ابو النور د مصر د اوقافوو پخوانې وزير او د اردن د پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد.

129- ډاكټر فوزى زقزاق د اّسماني اديانو د خپل منځي خبرو اترو د سمينار مشر او داسلامي څيړنو د ټولنې غړى.

130- ډاكټر حسن حنفى د قاهرى په پوهنتون كې د فلسفې د څانګې څېړونكى او اسلامي عالم.

131- ډاكټر محمد محمد كحلاوى.

132- ډاكټر ايمن فواد سيد د دار الكتب المصريه پخوانی مدير.

متحده امارات[سمول]

133- ډاكټر عباس مهاجراني د امام خويې د خيريه مؤسسې غړى.

134- سيد سهيل ناخدا د اسلاميكا د مجلې د ليکپلاوی غړى.

135- سيد شمس فيلانى اسلامي عالم.

136- ډاكټرفرهد دفترى اسلامي عالم.

مراكش[سمول]

137- ډاكټر عباس جواهر د پادشاه سلاكار.

138- ډاكټر عبدالهادى ابوطالب د مغرب د اكاډمۍ غړى.

139- ډاكټر محمد فاروق بنهان د دارالحديث حسينيه پخوانې مدير.

140- ډاكټر عبدالهادى بو طائب د پادشاه پخوانې سلاكار.

141- ډاكټر احمد شوقى بنين د حسينيى دكتابخانې مدير.

142- ډاكټر بخات مرنيى د محمد خامس د پوهنتون د عربى څانګې استاد.

143- ډاكټر عبدو القيلالى الانصارى اسلامي عالم.

144- شيخ غلام محمد د شنې سپوږمۍ رئيس او مشر.

145- پروفيسور رائنس شقفه د ديني اسلامي پلاوي رئيس.

د نايجريا جمهوريت[سمول]

146- حضرت همايونى حاجى اّدوبابرو اميركانو.

147- سيد سليمان اُوشيو د افريقا د اسلامي كنفرانس مشر.

هندوستان[سمول]

148- امير جعفر صادق مفضل سيف الدين اسلامي عالم.

149- امير طه سيف الدين اسلامي عالم.

150- ډاكټر سيد اوصاف على د هامدارد د پوهنتون رئيس.

151- ډاكټر اخترالواسع د سيول د اسلامي څيړنو د ادارى اود الغات د انساني علومو د پوهنځي مشر او د ذاكر حسين د اسلامي پلټنو مدير.

يمن[سمول]

152- ډاكټر حسين عمرى د مشورتي شورى غړى د يونسكو د اجرايي شورى غړى او په صنعا پوهنتون كې د معاصر تاريخ استاد.

153- شيخ ابراهيم بن محمد الغدير د حركت توحيد او عمل اسلامي سرمنشي.

154- شيخ حبيب على جعفري عالم او مبلغ.

د يو ليك ژباړه او ځواب يې[سمول]

حجت الاسلام سيد خسرو شاهي د تقريب په اړه د مصر پخواني مفتي ښاغلي نصر فريد واصل ته يو ليك لېږلى، چې هغه هم ورته ليكلي ځواب وركړى دى. مونږ ګرانوو لوستوونكيو د دې دواړو ليكونو لنډېز ته واړندې كوو:

فضليت ماب ښاغلي شيخ محمد فريد نصر واصل د اسلامي څيړنو مركز، السلام عليكم!

دا چې تاسې د تدريس، ښووني،گ ليكنې او افتاء په برخه كې د پام وړ ګامونه ګاللي له تاسې څخه د زړه له كومې نه مننه كوم. لاندې څو پوښتنې لرم، چې د ډېرو مسلمانانو پام يي را اړولى دى.

1- تاسې د اثنى عشري جعفري اماميه مذهب په هكله څه نظر لرۍ؟

په ځانګړې توګه د الازهر ځينو شيوخو لكه سليم بشرى، ډاكټر فاضل محمد فحام او ډاكټر عبدالحليم محمود فتویګانې وركړي او حكم يي كړی،چې اماميه مذهب د اسلامي مذهبونو له ډلې څخه دى او په دې فتوی ګانو كې په ډاګه ويل شوي، چې له اثنى عشرى جعفري مذهب څخه لاروي كول لكه د نورو مذاهبو په شان جائز دي.

د مصر داسلامي څيړنو ټولنې هم دا شان فتوی ګانې وركړي د دې مشايخو د فتویګانو او په ټوليزه توګه په دې برخه كې ستاسې نظر څه دى؟

2- د تقريب بين مذاهب اسلامي په هكله ستاسې نظر څه دى؟ او د مسلمانانو د عمومي مصلحت لپاره يې څرنګه پياوړى كړو؟

3- كله نا كله په عربي ښارونو او په ځينو عربي هېوادونو كې داسې كتابونه چاپېږي او همدارنګه په انټرنټ كې هم داسې خپرونې تر سترګو کېږي، چې د اسلامي مذاهبوپه منځ كې تاوتريخوالى او اختلافاتو ته لمن وهي او د شيعه او سني په منځ كې د اړيكو د خرابولي په موخه د دروغو اوازې خپروي چې پايله يې په ځينو اسلامي هېوادونو كې د همدې شخړو له امله مسلمانان يو بل وژني د داسې خپرونو په هكله ستاسې نظر څه دى؟

او د هغو كسانو په هكله ستاسې نظر څه دى ، چې د اسلامي امت له يو والي څخه يي لوبه جوړه كړى؟

د مصر د عربي جمهوريت د پخواني مفتي او د الازهر د يو عالم په حيث د داسې ورانكارو كړو وړو په وړاندې ستاسې نصحيت څه دى؟ پر تاسې دې د خداى رحمت او بركت وي. سيد هادى خسرو شاهي

په ايران كې د قم دعلمي حوزې د اسلامي څيړنو د مركز رئيس.

قاهره د 1426 د شعبان المعظم (29) مه


د ليك ځواب[سمول]

"محترم سيد هادي خسرو شاهي په ايران كې د قم دعلمي حوزې د اسلامي څيړنو د مركز رئيس او په مصر كې د ايران سفير پر تاسې دې د خداى رحمت او بركت وي."

1- د دولس ګوني جعفري اماميه شيعه په هكله زما نظر هم دهغو علماوو په شان دى، چې تاسې يې په ليك كې يادونه كړې وه، لكه شيخ محمود شلتوت، شيخ سليم بشرى، ډاكټر محمد فحام او ډاكټر عبدالحليم محمود او دا (د نظرونو يووالې) له دې كبله دى، چې (اماميه مذهب او نور اسلامي مذهبونه) په اسلامي اصولو او علومو كې يوه خوله دي او اختلاف يوازې په فقهي فروعو كې دى او په دې اړه په ټولو مذاهبو كې اختلاف شته او د فقهې او تشريع په كړۍ كې ډول ډول عمل كول كوم باك او زيان نه لري؛ خو شرط يې دا دى چې له څرګندو او غوڅو شرعي نصوصو، قرآن او سموصحېحو نبوي سنتو سره متناقض نه وي. د جعفري اماميه شيعه مذهب مونږ له همدې مذاهبو له ډلې څخه ګڼو او مونږ پرې متدين يو او فقهي څيړنې، بحث، قضا او فتوی يې منو او ورته غاړه ږدو.

د اسلامي فقهي مذاهبو د نژدېوالي په باب (بايد ووايم) دا يوه مهمه موضوع ده او پر هر مسلمان او په ځانګړې توګه پر مسلمانو عالمانو او مجتهدو فقهاوو باندې واجب دي، چې د ډول ډول علمي، څيړنيزو او فرهنګي لارو اسلامي امت يو موټی وساتي او مسلمانان دې ته وهڅوي، چې پر يوې كلمې منګولې ولګوي او په دنيوي او ديني چارو كې اسلام ته مخه كړي او مسلمانان د قرآن او نبوي سنتو په رڼا كې پر تلپاتې شريعت عمل كولو ته وهڅوي.

د اسلامي امت دښمنانو په تېر او اوسني وخت كې او همدارنګه د اسلام په تاريخ كې د مسلمانانو په منځ كې د هر ې فقهي اختلافاتو ته ډېره لمن وهلې. اسلام په اصولو كې نه؛ بلكې په فروعو كې فقهي اختلافاتو ته اجازه وركړې ده؛ نو د اسلامي امت دښمنان د مسلمانانو د بې لارې كولو په موخه د مسلمانانو ليكو ته ورننوتل او د تاريخ په ځينو پړاونو كې يي حكومتونه په سياسي اړخ كې دې ته اړ كړل، چې د نورو اسلامي مذاهبو پر پلويانودباو راوړي او خپل سياسي او فقهي مخاليفين د دين د مخالفينو په نامه وټكوي او په نړۍ كې د مسلمانانو نوم بدكړي او د مسلمانانو په منځ كې يې د نفاق تخمونه وشيندل او همدې كار په اسلامي هېوادونو كې ښكيلاك ته لاره اواره كړه او پر مسلمانانو، كفار واكمن شول. او نوي ښكيلاك نن په علمي، فرهنګي او اقتصادي اړخ كې يو ځل بيا پر مونږ بر لاسی شوي او څو هېوادونه يي هم په لاس كې دي. او پر نورو اسلامي هېوادونو د واكمنۍ هوډ هم لري.

د دې ګواښ د لرې كولو يوازينۍ لاره دا ده، چې مسلمانان بايد ديني، فرهنګي او سياسي يووالي ته غاړه كېږدي او په دې لړ كې ناغيړي كول جايز نه دى؛ ځكه خداى وايي: "واعتصموا بحبل الله جميعاً ولاتفرقو" او حضرت پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و آله) وايې: "يد الله مع الجامعه و من شذ، شذ فىالنار" او كه د اسلامي مذاهبو لاريانو په منځ كې همغږي او نژديوالی ونه شي؛ نو پايله به يي د مسلمانانو خپل منځي شخړې او تربګنۍ وي، قرآن له شخړې څخه د لرېوالي په هكله وايې: "و لا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ريحكم"

ستاسي د درېيمې پوښتنې په ځواب كې بايد ووايم زه هم ستاسې په شان پوره يقين لرم، چې د اهل سنت او جماعت او شيعه مذاهبو دلاريانو په منځ كې هغه اختلافي مسائل، چې په فقهي فروعو پورې اړه لري، ورته لمن وهل شرعاً جايز نه دي؛ ځكه اسلامي شريعت د دين د فروعو په برخه كې اختلاف د يو اجتهادي منهج په حيث مشروع ګڼلی او حضرت پيامبر اكرم (صلى الله عليه و اّله) په دې هكله وايي: "من اجتهد فاصاب فله اجران و من اجتهد فاْ خطا فله اجر" څوك، چې اجتهاد وكړي او واقع ته ورسي دوه اجرونه لري او كه څوك اجتهاد وكړي او تېرو ځي ؛نو يو اجر لري. "همدارنګه حضرت پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و آله) وايي:

كل مجتهد مصيب" هر مجتهد مصيب دى.

اصحابانو اجتهاد وكړ؛ نو ځكه په كې اختلاف را منځ ته شو او هر صحابي د خپل اجتهاد له مخې عمل وكړ او حضرت پيغمبر اكرم (صلى الله عليه و اّله) يې اجتهاد لاسليك كړ او په هغه وخت كې هېڅ چا هم پر يو بل دا چار يو عيب او نېمګړنه ونه ګڼه.

د مذاهبو نومونونه (حنفي، مالكي، شافعي، حنبلي، زيدي او جعفرى)، چې مشهور شوي د دين له اصولو څخه نه دي، چې په هكله يې له قرآن او سنتو څخه قطعي يا ظني نصوص راغلي وي او مسلمانان ترې پر لاروۍ مكلف شوي وي؛ بلكې دا نومونه عرفي او اصطلاحي بڼه لري او د مذهب د خاوند پر نامه مشهور شوي دي، په داسې حال كې، چې د ټولو مسلمانانو لپاره اصل حكم او مصدر "شريعت" دی، چې له معتبرو نصوصو څخه استنباطېږي؛ نو ځكه د ټولو اسلامي مذاهبو "تشريعي" اصل يو دى او هغه د خداى وحې قراّن او صحيح سنت دي. كه څوك داسې عقيده ولري، چې له مذهب نه وتل شرعاً منعې دي؛ نو دا يوه ناسمه عقيده او يو ډول تيروتنه ده، چې د اسلام دښمنانو خپره كړى او ورته لمن وهي.

كوم كتابونه او خپرونې، چې په انټرنټ كې د سني او شيعه په مينځ كې د اختلاف تخم شيندي؛ نو دا يو ډول خطرناكه وژونكي وسله ده، چې پر ټولو مسلمانانو كار ول كېږي او دا پر ټولو حكومتونو، ملتونو د قلم او نظر پر خاوندانو واجبه ده، چې له ټولو قانوني لارو او وسيلو څخه په ګټه اخستنې سره يي مخينوى وكړي.


ډاكټر محمد فريد نصر واصل

د مصر پخوانې مفتي د اسلامي څيړنو د مجمعې غړې او په جامعه الازهر كې استاد.

قاهره 1424 س د رمضان د مياشتې 12 مه.


د ليكونكي خبره[سمول]

پام مو وي چې د شيخ ډاكټر محمد فريد ليك ډير اوږد و او مونږ يې لږه برخه وژباړله كه څوك غواړي، چې دا دواړه ليكونه پوره ولولي؛ نو لاندې مجله دې و لولي:

رساله التقريب

45 ګڼه، 1425 س (2004ز)

د رمضان او شوال مياشت، له 225 څخه تر 234 مخ پورې. دا مجله د تقريب بين مذاهب اسلامي له نړيوالې ټولنې څخه خپرېږي.

هيله من يو چې دا فكر د افغانستان په دينې علماوو كې هم خپور شي او عملي بڼه ومومي؛ ځكه په اوسني وخت كې زمونږ هېواد ورورولى او ملي يووالي ته ټينګه اړتيا لري. و الله من وراء القصد

د الازهر پوهنتون د شيخ محمود شلتوت د هغه فتوى متن ، چې له اماميه شيعه مذهب څخه لاروي يې جايزه ګڼلې ده[سمول]

"ان مذهب الجعفريه المعروف بمذهب الشيعه الاثنی عشريه،مذهب يجوزالتعبد به شرعا کساير مذاهب اهل السنته فينبغی للمسلمين ان يعرفوا ذلک و ان يتخلصوا من الصبيه بغير حق لمذاهب معينه فما کان دين الله ما کانت شريعته،بتابع لمذهب معين او مقصوره علی مذهب فالکل مجتهدون مقبولون عندالله تعالی".

ژباړه: "اثنا عشری شيعه مذهب چې په جعفري مذهب يادېږي،يو داسې مذهب دی،چې د اهل سنتو د نورو مذاهبو په څېر شرعا غوره کېدای شي،مسلمانانو ته پکار دي،چې په دی پوه شي او له کوم مذهب سره له ناروا تعصب نه ډډه وکړي. د الله تعالی جل جلاله دين او شريعت نه د کوم مذهب تابع او نه په انحصار کې دی ( د مذهب امامان) ټول مجتهدان دی او ټول د الله تعالی په دربار کې منلی دی. "

پوښتنه: ځينې خلك په دې عقيده دي، د دې لپاره، چې عبادتونه او معاملې يې صحيح او په سمه توګه سرته رسولې وي؛ نو د څلورګونو مشهورو مذاهبوله احكامو څخه بايد لاروې وكړي په دې څلورګونو مذاهبو كې د اماميه شيعه او زيديه شيعه نوم نه دى اخستل شوى. اّيا تاسې دا نظر په پوره توګه منئ، چې له اماميه او زيديه مذاهبو څخه لاروي له دين سره ضديت نه لري؟ ځواب: اسلام خپل پلويان له يو ځانګړي مذهب څخه پر لاروۍ نه دي اړكړي؛ بلكې هر مسلمان كولاى شي، چې د هر مذهب له احكامو څخه، چې په صحيح توګه روايت شوى وي لاروي وكړي او څوك، چې د دې څلورګونو مذاهبو لارويان وي، كولاى شي بل مذهب ته هم واوړي.

جعفرى مذهب چې په اثنى عشري امامي مذهب مشهور دى د نورو اهل سنتو مذاهبو په شان ترې لاروي شرعاً جايز دي؛نو ځكه مسلمانان بايد پر دې حقيقت پوه شي او د يو ځانګړي مذهب په وړاندې بايد تعصب ونه لري؛ دا ځكه د خداى دين او د هغه شرعيت په يوه ځانګړي مذهب پورې نه دى تړل شوى او د يو ځانګړي مذهب په انحصار او احتكار كې به هم را نه شي. 

د ټولو مذاهبو خاوندان مجتهدين دي او اجتهاد يې د لوى خداى په دربار كې قبول دى. څوك چې د نظر او اجتهاد خاوندان نه دي؛ نو كولاى شي له هر مذهب څخه تقليد او له فقهي احكامو څخه يې لاروي وكړي، په دې ځاى كې د عبادتونو او معاملو په منځ كې كوم توپېر نه شته.

د محمود شلتوت لاسليك

ښاغلى استاد محمد تقي قمى د تقريب بين مذاهب اسلامي د ټولنې مشر[سمول]

السلام عليكم ورحمه الله و بركاته !

خپله يوه لاسليك شوي فتوی ستاسې درانه حضور ته درليږم، چې په كې له اماميه شيعه مذهب څخه لاروي جايز ګڼل شوي. هيله من يم،چې دا د دارالتقريب بين مذاهب اسلامي په ارشيو كې وساتی چې زه يې هم له بنسټ ايښودونكيو څخه وم .

خداى دې مونږ ته د دې مؤسسې د رسالت د مخكې وړلوو توفيق راكړي .

السلام عليكم ورحمه الله

شيخ جامع الازهر محمود


د فتوی په وركړه كې شيخ محمود شلتوت انګيزه[سمول]

1- خداى بخښلې ميرزا خليل كمره يي ليكي:

له يوه پلاوي سره مصر ته تللی وم او له شيخ محمود شلتوت سره مې دوه ځلې وليدل. يو ځل په الازهر پوهنتون كې او په بل ځل مې ورسره د هغه په كور كې وليدل.

په دې ليدنه كې هغه مونږ ته له ډېرو پټو څيزونو څخه پرده پورته كړه، او هغه دا چې په ختيځوهېوادونو او په تېره بياپه اسلامي مذهبونو كې يې د پرديو له لاسوهنې پرده پورته كړه هغه وويل: "ما له ډېر پخوا، کابو دېرش كالو مخكې د اماميه فقهي د لاس ته راوړو په لټه كې وم او له ايران او عراق څخه مې د اماميه فقې كتابونه را وغوښتل په دې وروستيو وختونو كې، چې مصر د ښكيلاك له جغ نه راووت؛ نو كتابونه به نه را رسيدل او هغه به سانسور كېدل. د كانال له فتحې څخه وروسته ستاسې كتاب راغی، هغه مې ولوست او پر ما نوره غاړه خلاصه شوه او پرته له دې نه، چې د كوم مقام او يا خبرې تر اغيزې لاندې راغلى وم دا فتوی مې وركړه."

وګورئ: كتاب حج و قبله ميرزا خليل كمره يي، 130/132 مخ او رابطه عالم اسلام ناصر الدين كمره يي، 7 مخ.

[ يادونه: د الازهر هغه ستر شيخان او استادان، چې د دې فتوی سرېزې او لارې چارې يې چمتو كړي او هم يې تائيد كړي دا دي:

شيخ محمد عبده، شيخ سليم بشرى، شيخ عبدالحميد سليم شيخ محمد محمود شلتوت، شيخ احمد باقورى، شيخ حسن مامون، شيخ ډاكټر محمد فحام، شيخ ډاكټر عبدالحليم محمود، شيخ عبدالرحمن بيصار، شيخ احمد شرباصى، شيخ محمد محمد مدنى، شيخ علي حنيف، شيخ عبدالعزيز عيسى، شيخ حسن البنا، شيخ عبدالرحمن النجار، شيخ عبدالواحد وافى، شيخ عبد الطيف، شيخ محمد بوريه، شيخ عبدالوهاب، شيخ عطيه حضر، شيخ السيد سابق، شيخ محمد متولى شعراوى، شيخ محمد غزالى، شيخ عفيف عبدالفتاح طباره، ډاكټر نصر فريد واصل.]

2- شيخ محمد جواد مغنيه وايي:

يو ځلې مصر ته لاړم او له علامه شلتوت سره مې وليدل او دالازهر نور مخور مشران هم ورسره ناست وو، له جعفري مذهب څخه د لاروۍ د فتوی په هكله مې ورنه پوښتنه وكړه ! و يې وويل: خداى پوهيږي، چې د دې فتوی په وركړه كې ما كومه سياسي او ټولنيزه انګيزه نه لرله، ما د جعفري اماميه شيعه فقهي احكام تر څيړنې او شننې لاندې ونيول او ومې ليدل چې د دې فقهې دليلونه له ځانګړي قوت، متانت او ظرافت څخه برخمن دي؛ نو ځكه ما له اماميه جعفري شيعه مذهب څخه پر لاروۍ فتوی وركړه او خپله ما هم په ځينو فقهي مسائلو كې د جعفري مذهب د فقې پر بنسټ فتوی وركړي ده.

له دې نه وروسته شيخ شلتوت ناستو كسانو ته وويل: تاسې بايد د جعفري اماميه شيعه كتابونه په ډېر غور او ځېرنه سره ولولئ. وګورئ: تقريب مذاهب اسلامي، اّيت الله محمد ابراهيم جناتى، پنځمه ګڼه، 44 مخ.

د الازهر د شيخ محمود شلتوت فتوی شيخ محمد متولى د الازهر د حج او اوقافو وزير هم تائيده كړې ده[سمول]

"دولس ګوني اماميه شيعه چې مشر او امام يي امام جعفر الصادق بن محمد بن زين العابدين بن الحسين بن على بن ابى طالب دى، چې د امام ابوحنيفه رضى الله اجمعين په استادانو كې هم راځي. دې ډلې ته اماميه جعفري شيعه وايې او له دې مذهبه د لاروي فتوی او اجازه د الازهر مشر شيخ محمود شلتوت هم وركړې او د فتوی د علت په هكله يې وايې:

اماميه شيعه له اسلامي مذاهبوڅخه دى،چې له پېژندل شويو اصولو او مصادرو څخه برخمن دى او د مؤمنانو له ګډې لارې څخه لاروي كوي."

هو ! په مصر كې د دولس ګونې اماميه جعفري، ځينې فقهې احكام په شخصيه احوالو او د طلاق په ځينو حكمونو او په ميراث كې د واجب وصيت په هكله هم كارول كېږي. وګورئ: الاهرام ورځپاڼه، د مصر چاپ، 32932 ګڼه- 103 كال

د شيخ محمود شلتوت فتوی دالازهر شيخ ډاكټر محمد فحام هم تائيد كړى ده[سمول]

زه له هغو كسانو څخه يم چې شيخ محمود شلتوت ته په درنه سترګه ګورم، هغه د غوره اخلاقو خاوند دى، پراخ علم لري او په ادبياتو او د قراّن په تفسير كې او همدارنګه په فقهي څيړنو كې د نظر خاوند دى او كومه فتوی ( له اماميه شيعه مذهب څخه لاروي) يې چې وركړې؛ نو زه په كې هېڅ شك نه لرم؛ بلكې داسې به ووايم، چې هغه زما د اعتقاداتو پر بنسټ فتوی وركړى ده. په حقيقت كې پر مونږ اړينه ده، چې يو موټې شو." واعتصموابحبل الله جمعياً و لاتفرقواً  

زه ډېرو اسلامي هېوادونو ته لاړم او له اسلامي علماوو سره مې وليدل او دوى ټول ډېر يووالي او نږدېوالي ته ليوال دي او له خدايه غواړم، چې مسلمانان په اوسني وخت كې يو موټی شي.

محمد الفحام شيخ الازهر

21/ م ذى القعده / 1397 س

د شيخ عبدالحليم محمود تائيديه[سمول]

شيخ عبدالحليم محمود د دارالتقريب له ملګرو څخه او د تقريب د مجلې رساله الاسلام له ليكوالو څخه دى.

كله چې هغه د الازهر مشرو؛ نو په رسمي توګه يي اعلان وكړ، چې مونږ له اماميه او زيديه ورونو سره پوره دوستي لرو او مونږ اوس په يو داسې پړاو كې يو چې خلك بايد يووالي او ورورولۍ ته را بولو او كه څه پېښ هم شي؛ نو مونږ او تاسې يي بايد سم كړو او په ګډه به ټول د ورورولۍ، سولې او مينې په لور روانېږو. په "مذكره التوحيد" كتاب كې چې د تفرقې كومه كلمه راغلې هغه به انشاء الله اصلاح شي او هيله لرو، چې تاسې به هم هلته ورته هلې ځلې وكړئ.(او په كتابونو كې بايد د تفرقې مطالب خپاره نه شي .) څوك چې د يووالي لپاره هلې ځلې كوي؛ نو خداى دې پرې ورحمېږي.


استاد عفيف عبد الفتاح طباره هم د شيخ محمود شلتوت فتوی تائيده كړې ده[سمول]

"ډېر د خوشالۍ ځاى دى، چې شل كاله مخكې د تقريب بين مذاهب اسلامي بلنه را منځ ته شوه، د سني او شيعه مذاهبو شعار په كې دا و: ان هذه امتكم امه واحده و انا ربكم" دې بلنى غوره پايلې لرلي دي مونږ وينو، چې په الازهر كې د اسلامي مذاهبو،شيعه او سنى فقه له تعصب پرته د دليل او برهان پر بنسټ تدريس كېږي. د دې بلنې بله پايله په قاهره كې د اسلامي څېړنيزې ټولنې جوړول و، چې په كې د اسلامي مذاهبو مختلفو استازيو ګډون كړى و. همدارنګه د دې نږدېوالي يوه بله پايله د الازهر د شيخ محمود شلتوت فتوی ده، چې له شيعه اماميه مذهبه لاروي يې جايز ګڼلى ده.

د شيخ محمود شلتوت فتوی د مصر د اخوان المسليمن د ټولنې مشر علامه محمد الغزالى هم تائيده كړى ده[سمول]

زه په دې معتقديم، چې د شيخ شلتوت دا فتوی د ټولو واكمنو او با اخلاصه علماوو لپاره دتمې ځاى دى او يو ستر قدم ګڼل كېږي، او د هغو مستشرقينو پر خولو د خاورې اچول دي، چې د امت يووالي نه شي زغملاى او تل په كې د تربګنۍ او كينې د تخم دشيندلو په تكل دي. زما په اند دا يو ستر قدم دى. چې مسلمانان د اسلام تر بيرغ لاندي راټولوي اسلام خداى بشپړ كړى او د يو دين په توګه يي مونږ ته غوره كړى دى.

همدارنګه دا پر هغه لاره د تګ لومړى قدم دى، چې مسلمانانو ته يو ځل بيا عزت او سر لوړي وربخښي او پر ټولو نړيوالو د رحمت د نازليدو لامل هم ګرځي.

په غوڅه توګه، بد بيني او خرافات، سني او شيعه شاتګ ته اړ باسې اختلاف او تربګني مونږ ټول د ژوند له حقيقت څخه لرې كوي. دنيا په چټكۍ سره د آزادۍ پر لورې منډې وهي او د مادياتو پر پوړيو پورته ورخېژي او وروسته پاتيو خلكو [هغوی، چې له يو بل سره تربګنۍ او اختلافونه لري ] ته دنورو موجوداتو په سترګه ګوري.

وګورئ: رساله الاسلام، يولسم کال – څلورمه ګڼه

د الازهر د استاد شيخ عبدالوهاب عبدالطيف تاييديه[سمول]

اسلامي فقه د ټولو مكلفيتونو لپاره يو واحد شريعت دى، چې د ټولو اسلامي هېوادونو خلك ترې د اختلاف د نظر په لرلو سره لاروي كوي. دا به څومره ښه وى، چې شيعه او سني خپل معلومات سره تبادله كړى وي. د فقهې دا دوه سمندرونه سره يو ځاى شوي وي او ترې دوه مرغلرې را پيدا شوي وي. وګورئ: فى سبيل الوحده الاسلاميه .

د مصر د اوقافوو پخواني وزير شيخ باقوري تائيديه[سمول]

د سني او شيعه په منځ كې، چې كوم اختلاف دى؛ نو د هغې اصلي لامل دا دى، چې دا دواړه ډلې د يو بل له فقهو څخه بې خبره دي. كه د شيعه فقه په سنيانو كې خپره شي او د سنيانو فقه په شيعګانو كې خپره شي؛ نو دا د اختلاف د له منځه وړلو يوه غوره وسيله ده. كه له دې وروسته هم كوم اختلاف وي؛ نو د يو بل له درناوۍ سره به وي. وګورئ: مقدمه ى كتاب مختصر النافع فى الفقه الاماميه، چاپ فاهره


== د مصر مفتى ډاكټر نصر فريد هم د شيخ شلتوت فتوی تائيده كړى ده ==

لكه څرنګه چې مسلمان د نورو څلورګونو مذاهبوله مخې نه د خداى عبادت كوي؛ نو غوره ده چې د امام جعفر صادق د شيعه مذهب له مخې هم عبادت تر سره كړي. كوم اختلافات چې پر شيعه و دګوتنيونې لامل ګرځي، ټول بې بنسټه دي. لكه څرنګه چې د احنافو او حنبليانو دمذاهبو تر منځ هم اختلاف شته چې يو ډول طبيعي اختلاف ګڼل کېږي؛ نو همدا شان د شيعه مذهب او نور مذهبونو په منځ كې هم طبيعي اختلاف شته.د مثال په توګه شيعه د پنځو وختونو پر ځاى درې وخته لمونځ كوي، د سهار لمونځ كوي، د ماسپښين او مازيګر يو ځاى كوي او د ماښام او ماسخوتن سره يو ځاى كوي. د مالكي مذهب مفتي هم دا شان اجازه وركړى ده؛ نو له دې نه دا جوتېږي، چې په ځينو اختلافي مسْلو كې د اهل سنت ځينې مذهبونه له شيعه و سره يوه خوله دي. او يوازينى اختلاف دا دى، چې شيعګان متعه يا لنډمهاله واده جايز اونور مذهبونه يې حرام ګڼي."

دا چې له شيعه مذهب څخه لاروي جايز دي؛ نو په دې اړه د مصر مفتي شيخ نصر فريد او محمود شلتوت سره يوه خوله دي:

وګورئ: الدستور، قاهره، 18 فبرورى / 1998 او د التقريب رسالى 19 او 20 ګڼه، 44 مخ

د شيخ محمود شلتوت فتوی د الازهر شيخ جاد الحق هم تائيد كړى ده[سمول]

مونږ اهل سنتو به پخوا په خپلو كې يو بل تكفيرول؛ خو نن دې تعصبونو ته د پاى ټكې كېښودل شو او مونږ ټول يو بل پر حق ګڼو او د تقريب بين مذاهب اسلامي بلوونكي او د دارالتقريب ياران په همدې لاره كې هلې ځلې كوي، چې د شيعه او سني په مينځ كې د دوستۍ او سولې روحيه ټينګه شي او د شيخ شلتوت فتوی د دې روحيې يوه بېلګه ده . وګورئ:

اّيت الله واعظ خراساني، تداءالوحده و التقريب، 246 مخ.  

د كتاب د پاى خبره[سمول]

له خدايه غواړو، چې ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه په افغانستان كې د اسلامي مذهبونو درنو عالمانو او همدارنګه د نورو اسلامي هېوادنو عالمانو ته دا توفيق وركړي، چې دا باارزښته اسلامي فتوی ومني او پلي يې كړي . ان شاء الله.