ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/20

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تور وېلنی

تور ويلني (په لاتين: Mentha piperita) د څو کلنه یو درملي بوټي دي چی په اروپا او آسيا کې شته کېږي. نوموړي بوتي پرته له درملنې نه په سينگار کي کارېږي او په خواړو او څښاکو کې زياتېږي. تاريخ[سمول | سرچينه سمول] د تاریخ پوهانو په نظر چي په مصر کی په اهرام کې یی د تور ويلتي پانې پيدا وکړل، نو وايي چې تور ويلني د لرغونو درملو بوټو څخه دي چی په لرغوني مصر کې ۳۰۰۰ کاله مخکې کارشوي وو. خو دغه بوټي په لرغوني يونان او روم کی هم کارېده. په اروپا کی تور ویلني د درمل په توگه د ۱۸ پېړی څخه راهیسی کارېږي. توصيف[سمول | سرچينه سمول] تور ویلني د نعناعیانو څخه دي چی د Lamiaceae په کورنی او د ويلني په جنس پورې اړه لري: د تور ولينې ساقه څلور كنجه او ارغواني ته ورته سور رنگ لري او د ساقې په مخ په هره گنډه كې دوه متقابلې پاڼې خارجېږي. د تور ويلني پاڼې بيضوى ډوله ، تېره څوكه او غاښوره ( دندانه ) لرونكې دي. گلان يې د نعناعیانو په ډول پورې اړه لري، كېداى شي چې سره ، ارغواني او يا سپين وي.نور دلته...