ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/18

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سپوږمۍ په سطحه د درز نښې له ورایه ښکاري

شق القمر یا "د سپوږمۍ په منځ بېلېدل" د رسول الله يوه معجزه وه. دا معجزه هغه وخت پېښه شوه کله چې د مکې مشرکینو رسول الله ته وويل چې موږ به تا هغه وخت نبي ومنو کله چې ته دا سپوږمۍ په منځ نيمه کړی، نو هماغه وخت رسول الله سپوږمۍ ته لاس ونيولو او سپوږمۍ په منځ دوه نيمه شوه. له علمي اړخه، ناسا ادارې د خپل یو ساینسپوه په ځواب کې په دې خبره تاکید کړی چې اوسنۍ سپوږمۍ د دوه بېلو بېلو جسمونو له ټکر او یو ځای کېدو څخه منځ ته راغلې، او دا خبره یې هم زیاته کړې چې په لومړي سر کې د سپوږمۍ د جوړښت او شکل نیونې خبره یواځې یوې نظریې پورې محدوده وه. دوي دا خبره هم نه ده روښانه کړې چې د سپوږمۍ دا بېلېدنه کله او څرنګه دا پېښه ترسره شوې. لکه څرنګه چې یې بیان کړې چې داسې کومه نښه نښانه نه لري چې د سپوږمۍ بېلېدنه د تېر وخت په کومه برخه کې ترسره شوې ده. بشپړ متن ...