ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/17

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غازي محمد جان خان وردگ

غازي محمد جان خان وردگ د عيسوي حساب ۱۸۷۹ كال وو په دغه كال كې د كورنيو جگړو ځپلي او استعمار ټوټې ټوټې كړي افغانستان د پايتخت كابل په عسكري منصبدارانو كې د محمدجانخان وردك په نامه د توپچي يو جنرال و چې وروسته بيا د غازي محمد جانخان په نامه مشهور شو . ده له خپل ملك او خپل ولس سره بې اندازې زياته مينه لرله.... دا وخت د غربي استعمار ښامار د هند لوz او ارت مځك له خپل ستوني نه تير كړې وو او خوله يې د گران افغانستان نغرلو ته هم را اچوله پېښور او كويټه يې ترې شكولي وو او خيبر او بولان د هضمولو په هڅه كې وو..... د افغانستان په زړه كابل كې د سرو گوره گانو فوځونو غوبل جوړ كړى وو، د ټول ملك د تباهۍ او د ټول ملت د ابدي غلامۍ او مريې توب سخت خطر وو.. بشپړ متن ...