ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/15

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فارابي

فارابي بشپړ نوم ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق، او په فارابي سره پېژندل کېږي. پلاريې محمد اوزلق بن ترخان د پوځ سپه سالار ؤ. د اټکل له مخې په ۸۷۰زېږيز کال چې له ۲۵۹هجري سره سمون خوري د نني افغانستان د فارياب ولايت په وسېج نومي کلي کې زېږېدلې دى. دې د درېيمې او څلورمې هجري پېړيو له نوموړيو فلسفيانو څخه شمېرل کېږي. دده زيات شهرت د ارستو د ثارو له شرحو له وجې دى. نو د همدې شرحو او د ارستو په کتابونو د لمنليکونو له وجې په دوهم ښوونکي (معلم ثاني) مشهور شو. ده له مرگ څخه مخکې د (الجمع بين الرايين))، (اغراض مابعدالطبيعه ارسطو)، (فصول الحکم) او (احصاء العلوم) په څېر نادره ليکلي کتابونه پرېښي. فارابي د خپل عمر په ۸۰يم کال د ۳۳۹هجري کال (۹۵۰ز) د نننۍ سوريي په پلازمېنه دمشق کې په حق ورسېد او هورې خاورو ته وسپارل شو. بشپړ متن ...