ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۱۸/۰۵

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Illinois Centennial half dollar, obverse

حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري كندهار ښار ته څېرمه د كرزي په كلي كې دنيا ته سترګې پرانېستې. عبدالاحد كرزی د حامد كرزي پلار د پوپل زايي قوم او د هيواد د سياسي مشرانو له ډلې څخه شميرل كيږي چې د ميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې د افغانستان په شورا كې د مرستيال په توګه په دنده بوخت و. نوموړي په هند کې د ١٩٧٩ څخه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانگه کې خپلې زده کړې وکړې او هلته يې ترلاسه کړ. ده ته د نوي افغانستان بنياد ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوران کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې. حامد خان کرزي دوه ځلې د افغانستان ولسمشر وټاکل شو، او هغه د ١٣ کاله حکومت وروسته خپل د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسوله. ( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې: