Jump to content

ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۲۴/۰۷

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مدهوبالا
مدهوبالا

مدهو بالا (۱۴ فبروري ۱۹۳۳ - ۲۳ فبروري ۱۹۶۹) (اصلي نوم: ممتاز جهان) د هندي ژبې فلمونو لوبغاړې وه، هغه د ١٩۴۲ څخه تر ١٩۶۰ پورې د هندي سينما په کلاسيک (پخواني) فلمونو کي راښکاره شوه. هغه اوس هم د هندي سينما د مشهورو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. مدهو بالا د اوږدې مودې د زړه د ناروغۍ له امله په ٢٣ فبروري ۱۹۶۹ کي خپله ساه ورکړه. هغې ته ښکلا د ټراډيجي سره او د هندۍ سېنما وينس هم ويل کيدل.

بالیووډ دغه ستورې او اداکاره په یوه روایت آپریدۍ پښتنه وه. دپلار نوم یې عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. پلار یې په ډهلي کې د امپیریال توباکو په کمپنۍ کې دیوه مزور او کارګر په توګه دنده سرته رسوله، اوکله یې چې په دغه کمپنۍ کې خپل کار له لاسه ورکړ نو مجبور شو چې د خوارۍ مزدورۍ د پیداکولو په هڅه کې د بمبئي (مو مبایی) ښار ته چې د هند لوی صنعتی ښار وو ولاړ شي. د مدهوبالا درې خویندې او دوه وروڼه په کوچنيوالي کې مړه شول. د ۱۹۴۴ زېږدیز کال داپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره شوه چې خپلې کورنۍ ته د یوې ګولې ډودۍ پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه شي.( بشپړه ليکنه...)