ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۱۹/۰۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
منظور پښتین

منظور احمد پښتین په ۱۹۹۲ کال کې د سوېلي وزیرستان په یؤ وړوکي کلي کې (مولا خان سرای) کې زیږېدلی دی. پلار یې عبدالودود محسود د کلي په ښوونځۍ کې ښوونکی و نو ځکه منظور احمد خپلې زده کړې د خپل کلي په ښوونځۍ کې پیل کړې. د تعلیم او تحصیل لړۍ يې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان نه د څارو د ډاکټر (DVM) د سند په اخېستو پای ته ورسېده. پښتین د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جنورۍ تر آخره یو ګمنام ځوان و او هیچا نپېژانده، مګر کله یې چې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ د رویې په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د هر پښتون په زړه کې یې ځای وموند او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتونو وپېژانده. د ښاغلي پښتین دې ناڅاپي شهرت د پاکستان حکومت دې ته اړ کړ چې په رسنیو ځینې بندیزونه ولګوي تر څو د پښتنو پاڅون ته خلک متوجه نکړي. ښاغلی پښتین په قوم مسید دی او په یوې غریبې کورنۍ کې پیدا شوی. وړوکوالی یې په خپل محل او کورنۍ کې تېر شوی او تنکی ځوان و چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترځ کې سره د کورنۍ دړ خپلې سیمې نه کډوال شو. د کډوالۍ ژوند یې په ډېره اسماعیل خان کې تېر کړو. هغه څلور وروڼه او درې خویندې لري چې پښتین یې د ټولو مشر دی. ( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې: