ويکيپېډيا:د قرائت له علم او تجويد سره آشنايي
د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې
ليکوال : اکبر حميدي هشترودي
ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال
_____________________
د قرائت له علم او تجويد سره آشنايي
[سمول]د څښتن تعالى استازي،چې الهي آيتونه يې خلكو ته ورسول او خلكوهم حفظ كړل؛نو پېغمبر اکرم د قرائت د علم او تجويد بنسټ كېښود. پېغمبر اکرم(ص) حکم وكړ،چې د تجويد د علم له مخې د قرآن د ويلو لپاره اعراب (حركات اود قرآن علامتونه) كېږدىء.
هغه مهال،چې د څښتن تعالى استازي د قرائت بنسټ كېښود؛ نو په خلكو كې50 ډولوقرائتونه دود و، چې ددې علم پوهانو ترې (14) ډوله راواخستل او نور يې پرځاى پرېښوول .
د قرائت او د تجويد د علم علمي بنسټ د پېغمبر اکرم (ص) پر مهال كېښوول شو او حضرت ابن مسعود (رض) هغه په ځانګړې توګه راټول كړ.
پېغمبر اکرم(ص)وويل: څوك چې غواړي قرآن په ترتيل قرائت كړي ؛ نو د ابن مسعود له ترتيله دې كار واخلي.
د مزمل د سورت په 4 آيت كې وايي : ((أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا =يا پر هغې (نيمايي)يو څه زياته كړه او قرآن په ځير،کراره کراره او واضح لوله؛))
امام صادق وايي: په ښايسته غږ قرآن ته ښكلا وركړئ؛ځكه د غږ ښكلا د قرآن ښكلا لا نوره هم زياتوي .
پېغمبر اکرم (ص)وايي:د وقفونو مراعاتول او له سمو مخرجونو څخه د ټكيو ادا كولو ته ترتيل وايي .
تجويد هرمرو زده كړئ
[سمول]شك نشته،چې د تجويد علم د قرآن د سم او ښكلي قرائت لپاره اړين دى .
د پېغمبر اکرم (ص)اهل بيتواواصحابو به قرآن په ښايسته غږ او تجويد لوسته تردې،چې هغوى، چې له لارې تېرېدل؛ د قرآن د غږ خوږلني به درول او قرائت به چې پاى ته ورسېد،بيا يې خپله لار نيوه .
تجويد په خپله يو علم دى، چې موږ دلته د بحث د نه اوږدې لپاره نه دى راوړى او ګران لوستونكي كولاى شي، چې اړوند كتابونو ته مراجعه وكړي .