ويکيپېډيا:د قرآن محكم او متشابه آيتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

____________________________

د قرآن محكم او متشابه  آيتونه[سمول]

هغوى چې له  قرآن سره آشنايي نه لري؛نو په لومړۍكتنه كې داسې انګېري،چې د قرآن آيتونه د ټكيو،حركاتواو د هغه د درك له اړخه سره يو شانته دي؛خو كله چې آيت ته سم ځير شو؛نو پر آيت د پوهېدنې لپاره به ډېركوښښ او تدبر ته اړ شو.

د قرآن ځينې آيتونه  د مانا او مفهوم  له نظره داسې دي، چې د پوهېدنې وړ دي او دليل ته اړتيا نه  لري؛خو ځينې د مفهوم له اړخه روښانه  نه  دي،چې د پوهېدنې لپاره يې نورو آيتونو ته اړين يو.

محكم آيتونه[سمول]

د محكم  لغوي مانا: هغه څيز،چې محكم،ټينګ،استوار او زيان نه منونكى وي او فساد ورته  لار  نشي موندلاى .


محكم  د قرآن  له تفسيري اړخه :

هغه آيتونه،چې مانا اومفهوم يې په بشپړه توګه څرګند دى او د پوهې  لپاره يې نورو آيتونو او روايتونو ته اړتيا نه وي؛لكه هغه آيتونه،چې د احكامو،موعظو،ادابو او اخلاقو په  باب خبرې كوي؛ لكه :

*  ((وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ  (انفال/٤٦)= او د خداى (د فرمان) او د هغه د استازي اطاعت وكړئ،په خپلو كې شخړې مه کوئ،چې بې زړه او کمزوري شئ او ځواك (او برم) مو له منځه ولاړ شي! له زغمه كار واخلئ؛(ځکه) چې خداى له زغمناکو سره دى . ))

*   ((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ  (لقمان/١٧)= يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او هر کړاو،چې درباندې راشي، و يې زغمه چې دا له  سترو چارو دي . ))

* ((وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا  (اسراء/٥٣)= او زما بندګانو ته ووايه :((چې تل ښه خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان(د ناوړو خبرو له لارې ) د هغوى ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛[ځکه] چې شيطان تل د انسان ښكاره دښمن دى . ))

په دې درې آيتونو كې مو وكتل، چې د هر آيت مانا اومفهوم روښانه  دى او پر مفهوم د پوهېدو لپاره  نورې  پلټنې ته اړتيا نشته،چې داسې آيتونو ته محكمات ويل كېږي.

*  ((هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ (آل عمران/٧)=    7 هماغه خداى دى،چې دا (اسماني) كتاب يې پر تا نازل كړ، چې يوه برخه آيتونه يې "محكمات" [ =څرګنداو روښانه] دي،چې د دې كتاب ا صلي بنسټ دى ( او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب،دې آيتونو ته په  مراجعه كولو لرې كېږي) او بله برخه يې "متشابهات" دي (هغه آيتونه دي،چې مطالب پكې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره ځينې نور اړخونه هم پكې په پام كې نيول شوي دي؛ نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلابېل  احتمالات راځي؛خو بيا محكماتو ته په پام سره د هغوى تفسير روښانېږي) ))

په ټول كې د قرآن آيتونه دوه ډوله دي :

1- محكمات .

2-متشابهات.

د يارلسمه زده کړه :[سمول]

محكمات او متشابهات[سمول]

د ويمه برخه : متشابه آيتونه :[سمول]

د متشابهاتو لغوي مانا : هغه څيزونه،چې يوشانته وي، ورته متشابهات وايي .

له قرآني نظره د متشابه تعريف: هغه آيتونه،چې مفهوم او مانا يې روښانه نه وي او د پوهې لپاره يې نورو روايتونو او آيتونو ته اړتيا وي  او په  بله وينا: هغه آيتونه،چې د انسان لپاره مشتبه وي .

د قرآن لاندې آيت هم ګواهي وركوي،چې د قرآن ځينې آيتونه متشابه دي .

* ((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاء وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (زمر/٢٣) =  23  خداى ډېره غوره او ښكلې خبره د كتاب [په بڼه] نازله كړې ده (داسې) كتاب،چې آيتونه يې (په ښكلا،ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري،چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني زيږېږي بيا يې د باندې او دننه (جسم او روح) د خداى په ياد نرمېږي،دا د خداى لارښوونه ده،چا ته چې يې خوښه شي، هغه ته يې ورښيي او څوك چې خداى بې لارې كړي؛نو بيا ورته هېڅ لارښود نشته . ))

و مو ويل : متشابه آيتونه هغه آيتونه دي،چې مانا يې روښانه نه وي او د پوهې لپاره يې د قرآن نورو آيتونو ته اړتيا وي .

دقرآن د متشابهو آيتونو څومثالونو ته پام وكړئ :

* (( يدالله فوق ايد يهم = د خداى لاس پر ټولولاسونو برلاس دى . ))

د آيت ظاهري مانا خو داده چې د خداى لاس تر ټولو غښتلى او بر دى حال داچې ټول ګروهمن يو،چې خداى جسم نه دى، چې لاس ولري؛نو په دې آيت كې له لاسه مطلب د خداى ځواک دى،چې پر ټولو ځواکونو برلاسى دى او په دې ځانګړنه كې هېڅ څوك ورته  نشي رسېدلاى ، چې د"ليس كمثله شئ" له آيته په ګټنه داسې يو مفهوم ته رسېداى شو،چې د خداى ځواک پر ټولو برلاسى دى.

* ((وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا   (فجر/٢٢)=او ستا (د) پالونكي [فرمان] اوپرښتې ليكه په ليكه راشي .))

د آيت ظاهري مانا خو داده،چې د قيامت پر ورځ به خداى او پرښتې په منظمو ليکو کې د محشر ميدان ته راځي .حال داچې ددې آيت واقعي مفهوم دا نه دى؛ځکه د روايتونو په رڼا کې ليدل کېږي،چې خداى نه ليدل کېږي؛ځکه جسم او ماده نه ده،چې وليدل شي؛خو د شورى سورت له يوولسم آيته په ګټنه (ليس کمثله شى) ددې آيت واقعي مفهوم ته ورسېداى شو او هغه داچې د قيامت پر ورځ به د خداى پر ځواک او ارادې پرښتې په منظمو ليکو کې د محشر ميدان ته راشي .

مهم ټکى :

پر قرآن د پوهېدنې لپاره پر محکماتو او متشابهاتو ځان پوهول خورا اړين دي،چې د قرآن په پوهېدو کې کاږه نه شو.


څوارلسمه زده کړه :[سمول]

متشابهات څه ګټه لري[سمول]

غوره به نه وه،چې د قرآن ټول آيتونه څرګند او واضح وو ، چې دپوهې لپاره يې نورو آيتونو ته  اړتيا نه وه؟

ددې پوښتنې د ځواب لپاره مو پام لاندې دوو مطلبونو ته را اړوم:

* داچې قرآن د ټولو زمانو كتاب  دى او د يوې ځانګړې زمانې لپاره نه دى راغلى؛نو بايد ددې كتاب آيتونه داسې وي، چې د ټولو زمانو غوښتنو ته ځواب وركړي او د علم له پرمختګ سره جوخت خو لا څه چې مخكې هم تر ې حركت وكړاى شي .                     

* بل داچې قرآن بايد پر يوه داسې بڼه وي،چې ټول انسانان ترې په هره علمي کچه كې، چې وي،ګټنه وکړي .

ددې  دوو مطلبونو تر بيانولو وروسته  د متشابهاتو ځاى  په قرآن كې روښانېږي .

لاندې آيت ته دبېلګې په توګه پام وكړئ :

*(( ومن آياته خلق السموات والارض ومابث فيهمامن دابة= "د نړۍ د پالونکي له نښو څخه داده،چې اسمانونه او ځمكه يې پېدا كړل، چې ژوندي موجودات پكې ژوند كوي."

ددې آيت د مفهوم له مخې په اسمانونو كې ژوندي موجودات شته،چې پكې ژوندكوي .

قرآن تقريباً يو زر او څلور سوه كاله مخكې نازل شوى دى او كه په هغه وخت کې مو هغه خلكو ته چې له فضايې علومو خبر نه وو،ويلي ول،چې په اسمانونو كې هم ژوندي موجودات شته؛ نو څوك پرې نه پوهېدل؛خو نن  د فضايي علومو په رڼا كې هر چا ته د منلو وړ ده او پردې سربېره متشابه آيتونه د كراماتو او معجزاتو خزانه ده.

متشابهو آيتونو ته كه پام وشي؛نو جوته به شي،چې په دې آيتونوكې ډېر زيات رازونه پټ دي. هر څېړونكى او د بصيرت خاوند كولاى شي دا رازونه رابرسېره كړي،چې دا خبره په خپله ددې لامل ګرځي،چې انسان په الهي آيتونوكې تفكر وكړي او دې خزانو ته ځان ورسوي .

په قرآن کې نامفهوم آيتونه نشته[سمول]

که قرآن ټکى په ټکى ولوستل شي؛نو ان يو آيت به هم پکې پيدا نه کړئ،چې مانا او مفهوم به نه لري؛ځکه هر بې مانا کار "لغو" دى او خدى له هر ډول عيب او نيمګرتيا ځنې پاک دى او بې ځايه چارې نه کوي او پردې سربېره د قرآن يو آيت هم بل آيت نه دروغجنوي .

رسول الله (ص) وايي : (( په رښتيا قرآن ددې لپاره نه دى رانازل شوى،چې يو آيت يې بل آيت تکذيب کړي؛بلکې يو آيت بل آيت تصديقوي؛نو پر هر څه يې چې پوه شوئ،عمل پرې وکړئ او څه چې درته متشابه شول؛نو يوازې ايمان پرې ولرئ .))

د رسول الله (ص) له حديثه دا جوتېږي،چې :

١-هېڅ آيت بل آيت نه دروغجنوي .

٢-ځينې آيتونه ځينې نور آيتونه تصديقوي .

٣-که د متشابه پر مانا پوه نه شو؛نو انکار ترې و نه کړو؛بلکې ايمان پرې راوړل شي .

٤-پر ځينو آيتونو نه پوهېدل يې پر بيهوده توب دلالت نه کوي .

ددې خبرې يادول اړين دي،چې د قرآن د آيتونو محکم او متشابه والى د انسانانو په پوهې پورې اړه لري او يوه نسبي خبره ده،کېداى شي يو آيت د يو ستر عالم لپاره محکم (؛يعنې مانا يې ورته روښانه وي) او همدا آيت يو لږ لوستي انسان ته متشابه وي .

په دې باب د امام صادق دې روايت ته پام وکړئ :

د قرآن محکم هغه دي،چې عمل پرې کولاى شو او متشابه هغه دي،چې چا ته متشابه او نامعلوم وي .

او که متشابه آيتونه مو وليدل؛نو ايا توجه ورته و نه کړو او په حقيقت پسې ولاړ نه شو او که له نورو آيتونو په ګټنه پرې ځان پوه کړو .

ددې پوښتنې ځواب امام رضا داسې ورکړى دى :

امام رضا وايي :  (( که چا ځان د قرآن متشابه ته د محکم له لارې ورساوه؛نو سمه لار يې موندلې ده او په رښتيا،چې زموږ په روايتونو کې هم متشابه شته؛نو د قرآن په څېر د محکم له لارې متشابه ته ځان ورسوئ او يوازې له متشابهو لاروي مه کوئ؛ګنې نو بې لارې به شئ .))