ويکيپېډيا:د قرآن د آيتونو ظاهر او باطن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

_____________________

د قرآن د آيتونو ظاهر او باطن[سمول]

قرآن يو ظاهر لري،چې د الهي آيتونو هماغه  ظاهري مانا يې ده؛ خو د رسول اكرم(ص) د وينا له مخې، قرآن هم ظاهر لري او هم با طن او په هر باطن كې يې اوه  نور باطنه  دي .

آيا د قرآن ظاهراو باطن سره په ټکر كې دي؟[سمول]

ددې پوښتنې ځواب "نه" دى .

د قرآن ظاهر او باطن هېڅكله په ټکر كې نه دي؛ځكه په لومړۍ كتنه كې يوه مانا لري؛خو كه  څوك وغواړي په ستر سمندر كې ورغوپه  شي؛ نو كولاى شو  ډېر حقايق  ترې را وباسي، چې ډېرو ته معلوم نه دي.

په دې باب مو يو مثال ته پام را اړوم :

((وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ (نساء/٣٣٦)= او الله ونمانځـئ او هېڅوك ورسره شريك مه نيسئ))

د آيت د باطن د مفهوم لومړى پړاو .

څه چې ددې آيت له ظاهره معلومېږي دادى،چې د بوتانو له عبادته بايد ډډه وشي؛ځكه د بوتانوعبادت له څښتن تعالى پرته بل ته خشوع او خضوع ده او انسان  د څښتن تعالى له اطاعته لرې كوي؛لكه څنګه چې له شيطانه لاروي دشيطان عبادت دى .

اړوند آيت داسې وايي :

((أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ  (يس/٦٠)= 60    د آدم اولادې! ايا ما له تاسې سره تړون نه وكړى،چې شيطان مه لمانځئ؛(ځكه) چې هغه مو ښكاره دښمن دى؟!))

ځكه د شيطان په عبادت د څښتن تعالى عبادت له منځه ځي.

دآيت د مفهوم دباطن دويم پړاو :

كه آيت ته ځيرشو؛ نو و به  وينو،كه انسان بې له خدايه او يا د خپلو ځاني  غوښتنو لاروي وكړي؛ نو هېڅ توپير نه لري او دواړه ناروا او غلطې چارې دي .

څښتن تعالى وايي : ((افرايت من اتخذ الهه هواه= آياهغه دې ونه ليد،چې ځاني غوښتنې يې خپل څښتن كړ؟ ))

دآيت د مفهوم دباطن درېم پړاو :

كه آيت ته سم ځير شو؛ نو پوه به شو : هغوى چې بې له خدايه د بل هر چا اطاعت وكړ؛ نو څښتن تعالى به يې  پر عذاب ككړ كړي او په دوزخ كې به ور واچوي.

((ولقدذ رانالجهنم كثيراً من الجن .....اولئك هم الغافلون = دوزخ  به له پېريانو او انسانانو نه ډك كړو؛ځكه دوى له غفلت كوونكيو څخه وو . ))


د آيت د باطن څېړنه او پايله :

* لومړى پوه شو،چې بايدد بوتانوعبادت و نشي .

* انسان بايد بې له خدايه بل چاته خاضع اوخاشع نشي .

* انسان بايد له ځاني غوښتنو لاروي  و نه كړي .

*   له خدايه بايد غفلت و نشي او بې له هغه بل ته توجه ونشي .