ويکيپېډيا:د امام حسین سیرت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د امام حسین سیرت[سمول]

لیکوال : اسماعیل ارباب

ژباړن : اجرالدین اقبال  

لومړی څپرکی[سمول]

د حسین (رض) زوکړه او نومونه یې[سمول]

حضرت حسین (رض) پر څلورم هجري کال د شعبان پر پینځمه په مدینه منوره کې نړۍ ته راغلی دی .

د اسلام عزتمن پېغمبر (صلی الله علیه واله وسلم ) چې یې له زوکړې خبر شو؛نو خورا خوښ شو او په خوشحالۍ د خپل لمسي کتو ته ورغی، په خوله کې یې خپلې لاړې ورکړې او دعا یې ورته وکړه. بیا پېغمبراکرم (ص) وویل: زما پر زوی موڅه نامه ایښې ده؟

علي مرتضی رضی الله عنه وویل :((حرب)) .

پېغمبر (ص) په موسکا وویل : نامه یې ((حسین)) دی .

امیرالمؤمنین علي بن ابیطالب رضی الله عنه وایي : حسن رضی الله عنه،چې وزېږېد،د حربه نامه مو پرې کېښووله؛رسول اکرم (ص) راغی و یې ویل : زوی مې راوښیه ؛څه نامه مو ورباندې ایښې ده؟

وموویل :حرب .

ویې ویل : نه ! بلکې دا حسن دی .

حسین رضی الله عنه، چې هم وزېږېد، ((حرب )) مو ونوماوه .

رسول اکرم (ص) راغی ویې ویل : زوی مې را وښیئ. 

څه نامه مو پرې ایښې ده؟

وموویل : حرب .

ویې ویل : نه!بلکې دا حسین دی .

درېیم زوی مې چې وزېږېد،حرب نامه مې ورباندې کېښووله.

رسول اکرم (ص) راغی و یې ویل : زوی مې راښکاره کړﺉ! څه نامه مو ورباندې ایښې ده؟

وموویل : حرب.

حضرت پېغمبراکرم (ص) وویل: نه! بلکې دا محسن دی. ما د حضرت هارون علیه السلام د زامنو نامې ورباندې کېښوولې،چې نامې یې؛ شبر، شبیر او مشبر وې .

د حسین (رض) کنیه[سمول]

د دواړو نړیو سالار حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه و آله وسلم)عزتمن پلار یې حیدر کرار او عزتمنه مور یې ام ابیها، د مقام کنیي او بې شمېره القابو درلودونکي دي؛د رسول اکرم دا سبط او ځوځات هم له دې قاعدې مستثنی نه دی .

کنیه یې ابوعبدالله ده او تر شهادت وروسته یې ابوالاحرار (د ازادګانو پلار) یا ابوالشهدا (د شهیدانو پلار) ورته وایه .

القاب یې ډېردي، چې څو ته یې اشاره کولای شو:

سید، وفي ،ولي ،رشید، مبارک ،سبط ،د کربلا شهید او التابع لمرضاة الله (د خدای رضا ته غاړه ایښودی )

ډېری عالمانو حسین (رض) ته د سید الشهدا لقب هم ورکړی او دا ورته خوار پر ځای لقب دی ؛ځکه پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((سیدالشهدا حمزه بن عبدالمطلب ،ورجل قام الی امام جائز فامره ونهاه فقتله ؛یعنې دشهیدانو ښاغلی : حمزه بن عبد المطلب دی او هغه چې د ظالم واکمن پر وړاندې راپاڅي او پر نېکیو امر او پر بدیو امر ورته کوي؛نو وژنئ یې )).

د نوزېږي د نامې ایښوونې احکام اواداب[سمول]

وینو چې رسول اکرم (ص) پر خپلو لمسیو د جاهلیت پېر او یا له هغو نامو، چې د جګړې مانا او مفهوم یې درلود، ډډه وکړه او ښې نامې ؛حسن او حسین یې ورکېښوولې،چې ارزښتمنې ماناوې لري .

عالمانو د اولادونو په نومونه کې لاندې ټکي روا ګڼلي دي :

الف : روا ده،چې د عبدالله او عبدالرحمن نامې کېدﺉ .

رسول اکرم (ص) ویلي دي : ((ان احب اسما ئکم الی الله عبدالله وعبدالرحمن؛ د خدای د عبدالله او عبدالرحمن نامې ښه ایسي . ))

دا دواړه نامې د عبودیت او بندګۍ ځانګړنې رانغاړي او خدای په قرآن کریم کې د اضافي تړښت په بڼه راوستي دي .

په بله وینا: په قرآن کریم کې د عبد لفظ د خدای د ښو نامو؛ یعنې ((الله)) او((الرحمن )) ترڅنګ راغلي دي .

((وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا = او داچې د خداى بنده [=محمد (ص)] عبادت ته راپورته شو،چې و يې بلي (؛نو) څه نه و پاتې،چې يوه ډله پرې راولوېږي .))

((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا =او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي،چې پر ځمكه ورو او بې كبره ځي او چې كله ناپوهان ورسره خبرې (او بې عقله خبرې) کوي؛نو ورته (د خداى په امانۍ) سلام وايي (او ترې تېرېږي)؛))

همداراز متعال خدای خپلې دوه ښې نامې؛یعنې ((الله)) او ((الرحمن)) په اسرا سورت کې یوځای راوړي دي :

((قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَـنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً = تاسې يې (( ((الله)) وبولئ که يې ((رحمن)) وبولئ،په هرنامه،چې يې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) يوازې هغه ته ښکلي نومونه دي .)) او لمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر ورو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارى) وسه .)) رسول اکرم (ص) د خپل تره پر زوی ((عبدالله )) نامه کېښووله او د شاوخوا درې سوو اصحابو کرامو نامې هم عبدالله وې او مدینې ته تر هجرت وروسته په مهاجرینو کې چې لومړی هلک وزېږېد، نامه یې عبدالله ورکېښووله، چې د حضرت زبیر(رض) زوی و .

(۲) پر اولادونو د پېغمبرانو نامې ایښوونه؛ ځکه ښه ده،چې پېغمبران،غوره انسانان دي، خوی یې غوره، کړه وړه او چلن یې پاک او سوتره دي او نامې ایښوونې یې لاملېږي،چې انسان ته پېغمبران وریاد او د ښو ځانګړنو په سوچ کې یې شي.

عالمان یوه خوله دي،چې پر اولادونو دې د پېغمبرانو نامې کېښوول شي .

رسول اکرم (ص) هم خپل یو زوی ابراهیم ونوماوه. په پېغمبرانو کې غوره نامه د اسلام د ستر پېغمبر نامه محمد (مصطفی صلی الله علیه واله وسلم) ده .

( ۳) پر اولادنو د پېغمبر اکرم (ص) اصحابو کرامو یا نورو صالحینو د نامو ایښوونه .

په دې اړه حضرت زبیربن عوام (رض) راته بېلګه دی،چې پر خپلو زامنو یې د بدر د نهو تنو شهیدانو نامې کېښوولې چې دادي: عبدالله ، منذر، عروة ،حمزة، جعفر، مصعب، عبید او خالد. (۴) د اولاد د واقعي ځانګړنو له مخې ورباندې نامه ایښوونه؛ باید په دې اړه ځانګړي شرایط او آداب په پام کې ونیول شي؛ نو ځکه که په چا کې کوم شرعي ځانګړنه وي؛نو له مخې یې نامه ورباندې ایښوولای شو؛ البته دغسې یوه نامه د جوړښت ، ژبنۍ مانا او شرعي پلوه ښه اوغوره وي.

له همدې امله ،په دې چوکاټ کې هغه نامه غوره کولای نشو،چې له پورته شرط سره اړخ و نه لګوي؛بلکې کومه نامه چې غوره کېږي،واقعي او رښتونې انګېزه دې ولري او هم سمه او شرعي وي؛لکه چې دا مساله د رسول اکرم (ص) له کړنو جوته شوې ده،د شرعي دلایلو له مخې پر لاندې بڼو د اولاد نومونه حرامه ده :

۱-مسلمانان یوه خوله دي،هره نامه،چې د عبد یا یو مخلوق د اضافي تړښت په بڼه وي،حرام دی. په بله وینا: جایزه نه ده،چې د چا نامه د عبد له اصطلاح او د مخلوق د نامې له یو ځای کېدو جوړه شوې وي؛ لکه : عبدالرسول، عبدالنبي او په څېر یې .

ځکه که څه ټولې ښکارندې او د خدای بندګان لوړمقامي دي، بیا هم مخلوق او خدای ته اړین دي او د خدای د برمیالۍ، برم او جبروت پر وړاندې هیڅ او ناڅیزه دي او یوازې خدای نمانځوړ دی؛ نو ځکه هغه نامې حرامې دي؛ چې د مخلوق بندګۍ ته ورمنسوبېږي.

۲-مسلمان پر خپلو اولادونو د کافرانو،غیرعربي او پردۍ نامې نه ږدي او هغوی چې د ځاني غوښتنو یا ناپوهۍ له مخې دا چار کوي ؛نو بیا هم ستره ګناه ده چې باید وپوهول شی .

رسول اکرم (ص) د حسین ( رض) په غوږ کې اذان وکړ[سمول]

چې حسین وزېږېد؛ نو رسول اکرم (ص) یې په غوږ کې اذان وکړ. د دهلوي په وینا ددې کړنې حکمت دادی :

۱-اذان داسلام یوه نښه ده .

۲-اذان یو مهم او څرګند اعلان دی .

۳-نوزېږي ته ځکه په غوږ کې اذان کېږي ،چې دا بانګ یې تل په غوږ کې انګازې کوونکی وي .

۴-په اذان کولو شیطان تښتي او دا چې شیطان هڅه کوی نوږېږی د زوکړې له پیله وځوروي؛ نو ځکه یې په غوږ کې اذان کوي، چې شیطان ورنژدې نشي .

رسول اکرم (ص) ویلي: (( مامن مولود یولدالا والشیطان یمسه فیستهل صارخامن مس الشیطان ایا ه الامریم وابنها = هر نوزېږی،چې نړۍ ته راځي، شیطان یې ځوروي؛ نو له امله یې ماشوم چغې وهي؛خو بې له مریم او زوی یې ))

همدغسې رسول اکرم (ص) ویلي دي :(( اذانودی للصلاة ادبرالشیطان وله ضراط حتی لا یسمع التاذین=چې نمانځه ته اذان کېږي؛نو شیطان په ټیزونو تښتي،چې د اذان غږ وانه وري )). پردې سربېره علامه ابن قیم رحمة الله د نوزېږي په غوږ کې د اذان کولو په حکمت کې ویلي دي :

۵-چې له هماغه پیله د انسان په غوږ کې داسې غونډلې انګازې وکړي، چې د پالونکي د برمیالۍ او کبریا څرګندوونکي وي او هم داسې غونډلې وي، چې اسلام ته د ورننووتو لپاره یې په خوله راولي .

په دې توګه د نوزېږي په غوږ کې د اذان ویل،نړۍ ته د راتګ په پیلامه کې ورته د اسلام د شعار تلقینول دي ؛لکه چې له نړۍ د تلو پر مهال د ((توحید کلیمه )) ورتلقینوي.

۶-بېشکه د اذان ویلو اغېز د نوزېږي زړه ته وررسي او اغېز ورباندې کوي او که داسې نه وي، لږ تر لږه بله ګټه لري ،چې داده :

۷-شیطان د اذان په اورېدو تښتي او نوزېږي ته نه ورنژدې کېږي؛ که څه د نوزېږي د زوکړې په څار کې دی ،چې تل ورسره مل شي او د زوکړې له پیله یې وځوروي .

هو! له هر انسان سره د زوکړې له پیله یې یو شیطان ملګری کېږي؛خو که د نوزېږي په غوږ کې اذان وشي؛نو شیطان یې کمزورېږي .

۸-بل حکمت یې دادی،چې اسلام ته بلنه د شیطان پر وسوسو ورمخکې شي او هماغسې یې پاک الهي فطرت پر شیطاني وسوسو ړومبی پاتې شي .

په دې توګه د رسول اکرم (ص) له سنتو او لارښوونو زده کوو،چې د نوزېږي په ښي غوږ کې اذان کول او په کیڼ کې یې د اقامې ویل مستحب دي ،چې بلنه ړومبی څیز وي،چې د نوزېږي غوږ ته ورورسي، چې تر ((توحید)) او د ((الله )) د وحدانیت تر منښتې وروسته ، د اسلام خورا مهم رکن دی .

د نوزېږي په کومي کې خرما مښل[سمول]

ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها وایي: ((نوزېږي به یې رسول اکرم (ص) ته راوستل او حضرت (ص) به دعا ورته کوله او په کومي کې به یې کجوره ورمښله ))

بېشکه پېغمبراکرم(ص) خپلو لمسیانو ته دعا کړې،نازولي یې دي او په کومي کې یې خرماورمښلې ده او دا چارې په غوږ کې تر اذان کولو وروسته کېږي .

البته که خرما نه وي؛نو په کومي کې یې بل خوږ څیز مښلای شو. دا کار ډېر حکمتونه لري لکه :

۱-خرما د مور شیدو په څېر د کوچني اړتیاوړ ټول ویټامینونه لري .

۲-د نوزېږي د رولو حس، کمزوری دی او په کومي کې د خرما ورمښل یې د رولو حس راپاروي ؛بلکې غښتلی کوي،خوله او ژبه یې راپاروي او په دې توګه نوزېږی ښه کړای شي د شیدو رولو لپاره د مور تی ونیسي.

۳-معده خواږه ښه جذبوي؛نو ځکه د خرما مښل په معده کې نوزېږي ته هیڅ ستونزه نه پیداکوي .

ډاکتر فاروق ((دکوچني خوړو ته داسلام د پاملرنې )) په مقاله کې کاږي :

((د نوږیږي په کومي کې د کجورې یا خوږ څیز مښل ،د پېغمبراکرم (ص) یوه له طبي معجزو ځنې ده،چې بشریت تر څوارلسو پېړیو وروسته ددې کړنې خواله راوسپړله او طبیبانو ته څرګنده شوه،چې د کوچنیانو په تېره نوزېږیو او تي خورو د مړیني مهمترین لامل دادی :

په وینه کې د ګلوکوز کمښت یا نشتوالی او په سړه هوا کې د بدن د تودوخې د درجې راټیټېدل ))

د حضرت حسین ( رض) د سرخرېیل او ورته د حضرت رسول اکرم (ص) عقیقه کول[سمول]

امام جعفر بن محمد رحمة الله علیهم د خپل پلار په روایت وایي: فاطمې رضی الله عنها د حسن او حسین د زوکړې پر اوومه ورځ سرونه وخرېیل ،بیا یې وتلل او د وزن هومره یې ، سپین خیرات کړل .

په دې باب ټول روایت شوي احادیث سم دي .

دهلوي (رح) ددې حدیث په شرح کې وایي : ((د سپینو د خیراتولو لامل دادی،چې ماشوم جنیني پېر تېر کړی او د کوچنیتوب پړاو ته ورننووتی او دا یو نعمت دی،چې باید شکر یې و ایستل شي او د شکر ایستو غوره لار داده چې ننګېږل کېږي د نعمت بدله ادا ًکېږي ؛ خو ولې په دې اړه نفقې ورکولو ته سپین ټاکل شوي دي؟

په ځواب کې وایو: ځکه که سره،د سپینو پر ځای ټاکل شوي وای ؛نو هر چا د سرو خیرات ورکولای نشو او که بې له سپینو څه ټاکل شوي وای ؛نو د نوزېږي د سر ویښتانو ته په پاملرنې يې دومره ارزښت نه درلود )) .

حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنها وایی : (( رسول اکرم (ص) حسن رضی الله عنه ته یو پسه او حسین ته یې هم یو پسه عقیقة کړ. )) په بل روایت کې راغلي : هر یوه ته یې دوه پسو نه عقیقه کړل .

حضرت ابو رافع وایي : حسن رضی الله عنه چې نړۍ ته راغی ،مور یې دوه پسونه ورته عقیقه کول ؛خو رسول اکرم (ص) وویل : 

(( پکار نه ده عقیقه وکړې ؛بلکې سر یې وخریه او د تول هومره یې سپین خیرات کړه )).

چې حسین هم وزېږید،مور یې همدا چار وکړ .

رسول اکرم(ص) ځکه فاطمه بي بي د حسنینو له عقیقي کولو منع کړه،چې پر تکلیف نشي. او دا پردې مانا نه ده ،چې حنسینو ته عقیقه شوې نه ده؛ لکه چې له علي رضی الله عنه شوی روایت دا موضوع تاییدوي .

حضرت علي (رض) وایي :(( رسول اکرم (ص) حسن (رض) ته یو پسه عقیقه کړ و یې ویل : ((فاطمې! سر یې وخریه او د تول هومره یې سپین خیرات کړه)). د حسن (رض) ویښتان مو تول کړل،وزن یې یو درهم یا ترې لږ شو ))

له فاطمې بي بي هم روایت شوی : ((دې هم حسنینو ته عقیقه کړې او دایي ته یې د پسه یو ورون او یو دینار ورکړی دی ))

ښایي فاطمې(رضی الله عنها) دا خیرات د خپلو زامنو تر زوکړې سملاسي وروسته کړی وي او حسن (رض) ته د رسول اکرم (ص) عقیقه د زوکړې پر اوومه ورځ وه.

آنحضرت (ص) حسن ته دوه سپین او تور پسونه عقیقه کړل او دایي ته یې یو ورون وکړ، د حسن (رض) سر یې وخریه او د تول هوموه یې سپین خیرات کړل او بیا یې پر سر یوه خوشبویه ماده ورومښله ویې ویل: اسما: د وینې مښل یو جاهلي دود دی .

حسین (رض) تر حسن (رض) یو کال کشر دی .

عقیقه[سمول]

عقیقه د نوزېږي د زوکړې په شکرانه کې خدای ته یو ډول قرباني ده .

دهلوي (رح) وایي : مستحب دی، د چا وس چې وي؛نو هلک ته دې دوه پسونه او نجلۍ ته دې یو پسه عقیقه کړي؛ځکه هلک د موروپلار ډېر پکارېږي او ورته ګټور دی؛ نوځکه د ډېر نعمت په شکرانه کې دې دوه پسونه عقیقه کړي .

عقیقه په عربو کې تر اسلام وړاندې دود وه، چې دیني ،وګړیزې او ټولېنزې ګټې یې درلودې او د اسلام پېغمبر(ص) هم دا دود وساته؛خو په څرنګوالي کې یې بدلون راوست.

حضرت بریده رضی الله عنه وایي : په جاهلیت کې مو خپلو نوزېږیو ته یو پسه حلالاوه او وینه مو یې د نوزېږي پر سر مښله او بیا مو سر په زغفران ورککړاوه .

په دې توګه د رسول اکرم(ص) پر پوهې پوهېدای شو او مومو که رسول اکرم(ص) په یو دود کې د خلکو ګټه لیده او په عین حال کې له انحرافه هم لرې نه وه؛ نو نه یې په مطلق ډول مباح ګاڼه او نه یې له بېخه منع کاوه؛ بلکې ګټور اړخ یې تاییداوه او له ناسمه یې مخنیوی کاوه، چې د عقیقي په هکله یې هم دا کار وکړ او د عقیقي د تایید په ترڅ کې یې د نوزېږي پر سر د عقیقي د څاروي د وینې مښل منع کړل او دا حکمت یو نبوي لارښود دی، چې د پاملرنې او غور وړ دی .

سنتول[سمول]

سنتول یوه له فطري مسایلو او د انبیاوو علیهم السلام له سننو ځنې ګڼل کېږي .

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي: رسول اکرم(ص) ویلي دي: ((الفطرة خمس : الختان ، والاستحداد وقص الشارب وتقلیم الاظافرونتف الابط= پینځه کړنې د انبیاوو له سنتو ځنې دي: سنتول، د شرم ځایونو د وېښتانوخرېیل، د برېتو لنډول، د نوکانواخستل او د تخرګونو د وېښتانو خرېیل ))

حضرت جابر رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص)حسن او حسین رضی الله عنهما ته عقیقه وکړه او د زوکړې پر اوومه ورځ یې سنت کړل .

محمد بن منکدر(رض)وایي: رسول اکرم (ص) حسین (رض) د زوکړې پر اوومه ورځ سنت کړ .


د سنتولو احکام، ګټې او حکمتونه یې[سمول]

سنتول د حنیف دین ښکلا ده او یوپالو - مؤحدینو ته د مسیحیانو د ((تعمید)) دغسل په څېر دی، چې د خپلو ماشومانو پر سر او مخ اوبه اچوي او په خپل ګومان یې له چټلیو پاکوي ؛نو وایي: دادی نصراني شو؛خو خدای تعالی مؤمینو ته د حنیف دین ښکلا سنتول ورښوولي دي.

((صِبْغَةَ اللّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدونَ = الله په خپل رنګ، رنګ کړي يو (؛يعنې د ايمان، توحيد او اسلام په رنګ رنګ) او كوم رنګ به تر الهي رنګه ښکلى وي ؟ او موږ يوازې هماغه لمانځو .))

خدای موږ په توحیدي دین او رښتوني ایمان ښکلي کړي یو او دا د خدای رنګ او ښکلا ده او څوک دی چې تر خدایه یې ښه ښکلولای شي؟

هو! د خدای له رنګ او ښکلا مطلب،توحیدي دین او رښتون ایمان دی،چې زړونه د خدای په ښاندې، معرفت، مینې، اخلاص او بندګۍ ښکلی کوي او د مسلمان د بدن ښکلا؛ سنتول، د شرمځایونو او د تخرګونو د وېښتانو خرېیل، د نوکانو اخستل، مسواک وهل ، استنجا، په خوله کې د اوبو غړغړه او په پوزه کې د اوبو ګرځول دي .

سنتول د حنیف دین نښه ده،چې مسلمان او کافر پرې توپیرېدای شي؛ نو که په وژل شویو کې څوک سنت شوی و؛ نو جنازه یې کېږي او د مسلمانانو په مړېستون - هدیره کې یې ښخوي .

دویم څپرکی[سمول]

د حسین (رض) کورنۍ[سمول]

د حسین وروڼه او خویندې[سمول]

اوس د حسین بن علي (رض) سکه وروڼه او خویندې درپېژنو:

۱-حسن یې مشر ورور و، په ډېری احادیثو او فضایلو کې د دواړو نامې یو ځای راغلي. د حسن زامن د کربلا په پېښه کې شهیدان شوي، چې نامې یې وروسته راځي.

۲-محسن بن علي بن ابیطالب رضی الله عنه .

محسن یوازې په هغه حدیث پېژنو،چې هاني بن هاني له علي بن ابیطالب رضی الله عنه روایت کړی دی : (( د لومړي څپرکي په (۲)

ګڼې پورې اړوند د نومونې برخه دې راوړل شي . )) .

د روایت له ظاهره ښکاري،چې محسن د حضرت پېغمبر(ص) په وخت کې زیږېدلی،چې پخپله یې نامه پرې ایښې او په ماشومتوب کې د پېغمبر(ص) پر ژوند وفات شوی دی . ۳-ام کلثوم د علي بن ابیطالب لور:

حضرت عمر(رض) حضرت علي (رض) ته پر ام کلثوم مرکه وکړه او علي (رض) خپله لور ورنکاح کړه ، چې د ((رقیه)) په نامې یې لور او د (( زید)) په نامې یې یو زوی ترې وزېږید. روایت شوی چې زید بن عمر رضی الله عنه د بني عدی بن کعب د یوه ټبر د لانجې غوڅولو لپاره ورغی، چې ترمنځ یې سوله وکړي؛خو د شخړې په ترڅ کې یې پر سر ګوزار وشو او سملاسي ومړ. مور یې (ام کلثوم ) له ډېر خپګانه بېسده او ورپسې وفات شوه.

په دې توګه ام کلثوم او زوی یې په یوه وخت خاورو ته وسپارل شول او عبدالله بن عمر رضی الله عنهما یې د جنازې نمونځ وکړ .

۴— زینب د علي بن ابیطالب لور.

زینب د رسول اکرم(ص) په پېر کې زیږېدلې . دا یوه عقلمنه، ځیرکه او نېک اندې نجلۍ وه، چې پلار یې خپل وراره عبدالله بن جعفر رضی الله عنهما ته ورنکاح کړه. د زینب رضی الله عنها اولادونه په کربلا کې حاضر ول او پخپله هم په بندیانو کې دمشق ته ولېږدول شوه .

۵-محمد بن حنفیه رضی الله عنه، د حسنینو پلرنی ورور دی .

مور یې خوله د جعفر لور د بني حنیفه په بندیانو کې وه .

محمد بن حنفیه رضی الله عنه یو فاضل،عالم، نمنځچاری - عابد، غړیالی او حکیم انسان و او د جمل په جګړه کې د خپل پلار بیرغچي و.

له محمد بن حنفیه روایت دی: ((چې څوک د ځان ویسايۍ - عزت نفس خاوند شي؛نو دنیا څه ارزښت ورته نلري .)) (( په څه کې چې د خدا ی رضا موخه نه وي،له منځه ځي)) محمد بن حنفیه پر۹۳س له نړۍ سترګې پټې کړې دي .

د حسین (رض) ترونه او ترېندې[سمول]

۱-طالب بن ابيطالب :

طالب ایمان راوړی نه و او د بدر تر غزا وروسته ومړ، همدغسې ویل شوي،چې مکه یې پرېښووله او بیا ورته رانغی او څوک یې له احواله خبر نشول او په دې توګه په ورک شویو کې وشمېرل شو.

طالب ته رسول اکرم (ص) خورا ګران و، چې د حضرت (ص) په باب د ستاېنې خبرې ترې روایت شوی دی .

مشرکانو په زور د بدر جګړې ته بوت او د تلو پر مهال یې له قریشو سره خبرې هم واړولې؛ قریشو وویل: بني هاشمه! پر خدای قسم، پوهېږو چې راسره راوتلی یې؛ خو زړه دې له محمد (علیه السلام) سره دی .

طالب چې له یو شمېر نورو سره مکې ته راستون شو؛ نو په یوه شعر کې یې رسول اکرم (ص) وستایه او په ترڅ کې یې د بدر په څاګانو کې غورځول شویو قریشو ته هم ویرنبولي وکړه .

۲-عقیل بن ابیطالب .

کنیه یې ابو یزید وه او د مکې تر سوبې ایمان رانه وړ.

دغسې ویل شوي،چې د حدیبیې تر سولې وروسته یې ایمان راوړی او د شپږم لیږدیز کال په سر کې یې هجرت وکړ.

عقیل په بدر کې ونیول شو او تره یې عباس د فدیي په ورکولو خوشې کړ. په سمو روایاتو کې یې ډېره نامه راوړل شوې ده؛ خو د مکې د سوبې او حنین په غزاګانو کې یې د ناروغۍ له امله نامه اخستل شوې نه ده؛ خو د موته په غزا کې و؛ خو زبیربن بکار له حسین بن علي نه روایت کړی، چې عقیل په حنین غزا کې له هغو کسانو ځنې و، چې تر پایه په غزا کې سوب و .

عقیل رضی الله عنه ،د معاویه بن ابو سفیان په خلافت کې ومړ او امام بخاري په خپل تاریخ کې په سم سند روایتوي،چې عقیل د یزید د واکمنۍ په پیلامه کې په ۹۶کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړ ې دي .

۳-جعفربن ابی طالب :

جعفر(رض) له مخکښ مسلمانانو ځنې دی او بېوزلي پرې ګران ول، ناسته پاسته یې ورسره درلوده او په چوپړ کې یې و.

حبشې ته یې هجرت وکړ، نجاشي د حبشې پاچا او پلیوني یې په لارښوونه مسلمانان شول.

جعفررضی الله عنه په شام کې په موته غزا کې شهید شو.

۴-ام هاني د ابوطالب لور

ام هاني د رسول اکرم (ص) د تره (ابو طالب) لور وه . ویل شوي، چې نامه یې فاخته یا فاطمه وه؛ ځینو یې نامه ((هند)) هم ګڼلې ده؛ خو ړومبی نامه یې مشهوره ده .

ام هاني د هبیرة بن عمرو بن عاید مخزومي مېرمن وه، ام هاني د مکې په سوبه کې د بني مخزوم د ټبر دوو تنو ته امان ورکړ او رسول اکرم (ص) یې دا کړنه ومنله ویې ویل: (( ام هاني! چې چاته دې پنا ورکړه،ما هم پناه ورکړه )) .

له ام هاني په شپږګونو حدیثي ټولګو او نورو کتابونو کې احادیث روایات شوي دي .

ترمذي او ځینو ویلی : ام هاني د علي رضی الله تر خلافت وروسته هم ژوندۍ وه .

۵-جمانة د ابو طالب لور:

نوموړې ام عبدالله بن ابو سفیان بن حارث بن عبدالمطلب ده، چې ابن سعد د فاطمې بنت اسد په ژوندلیک کې یې نامه اخستې او د رسول اکرم د ترونو د لور په نوملړ کې یې راوړې او پېغمبر(ص) د خیبر له یېبرو - محصولاتو ورکړل .

د حضرت حسین (رض) ماما ګان[سمول]

د حسین (رض) ټول ماماګان په وړوکتوب کې وفات شوي او یو یې هم د ځوانۍ منګ ته رسېدلی نه و، چې دادي : قاسم او ابراهیم .

زبیر بن بکار، د عبدالله نامه هم راوړې،چې په طیب او طاهر هم یادېده؛ځکه د رسول اکرم (ص) تر نبوت وروسته وزېږېد او ډېرو ځوځاتپوهانو همدا ویلي دي .

خو ځینې په دې باور دي،چې طیب او طاهر، د پېغمبراکرم دوه نور زامن دي؛ خو یوه خوله دي،چې عبدالله، طیب او طاهر په مکه کې وفات شوي دي .

د رسول اکرم (ص) ټول اولادونه له حضرت خدیجې رضی الله عنها نه زیږېدلی، یوازې ابراهیم له ماریي قبطي نه نړۍ ته راغلی .

ماریه؛ هماغه وینځه وه، چې د مصر پاچا رسول اکرم (ص) ته ډالۍ کړې وه. ماریه یې هغه وخت رسول اکرم (ص) ته ورډالۍ کړه، چې آنحضرت پر شپږم لېږدیز کال د مصر پاچا ته یو لیک ولېږه او اسلام ته یې راوباله . 

د رسول اکرم (ص) کنیه ((ابوالقاسم)) وه ؛ځکه قاسم یې مشر اولاد و او تر ټولو وړاندې هم وفات شوی دی . قاسم د پېغمبراکرم (ص) تر نبوت مخکې په مکې کې زیږېدلی او په وړوکتوب کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. ځینو ویلی: د ځوانۍ په منګ کې وفات شوی. دغسې ویل شوي: چې د خپلو پښو شو؛ نو ومړ .

ځینو ویلي: هغه وخت ومړ،چې پر سپرلۍ سپرېدای او ځغلولای یې شوه .

د مصر په سوبو کې حضرت عمرو بن عاص د مصر د مقوقس لور(( ارمانوس)) له خپلې چوپړیالې((برباره)) سره ونیوه او بیا یې له پېغمبراکرم سره د همدې احسان په پار په ډېر درنښت ورستنه کړه .

د حضرت حسین توړۍ[سمول]

د حسین رضی الله عنه توړۍ دادي : زینب، رقیه او ام کلثوم رضی الله عنهم اجمعین .

۱—زینب د رسول اکرم (ص) لور:

د حسین (رض) مشره توړۍ زینت رضی الله عنها وه،چې مسلمانه شوه او هجرت یې وکړ. رسول اکرم (ص) ته ډېره ګرانه وه او دا یې ړومبۍ لور وه،چې له ابوالعاص بن ربیع سره یې واده کړ.

ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها وایي :(( ابوالعاص بن ربیع په ګوتو شمېر د مکې له شتمنو، سوداګرو او امانتوالو ځنې و. د خدیجې بي بي خوری او د هالة بنت خویلد زوی و، هاله د خدیجې بي بي سکه خور وه . خدیجې بي بي رسول اکرم(ص) ته وویل،چې ابوالعاص پر زینب مرکه کړې ده،رسول الله (ص) هم د خپل عادت له مخې له خدیجې رضی الله عنه سره مخالفت ونکړ، دا موضوع پر محمد (ص) د وحې تر نازلېدو وړاندې پېښه شوه. خدیجې ابوالعاص د خپل اولاد په څېر ګاڼه .

چې کله محمد (ص) د متعال خدای له لوري پر نبوت او پېغمبرۍ وټاکل شو، خدیجې او لوڼو یې ایمان ورباندې راووړ او چې کله پېغمبر(ص) قریشو ته خپله بلنه په ډاګه اوڅار کړه؛ نو دوی عاص بن ربیع راوغوښت ورته یې وویل: محمد (ص) مو خوشحاله کړی؛ لور یې ورستنه کړه،چې خپه شي، موږ به د زینب په طلاق کې له قریشو هره ښځه، چې غواړې درواده کړو. ابوالعاص ورته وویل: نه! پر خدای قسم کله هم دا کار نه کوم ،او ښه مې نه ایسې،چې د خپلې مېرمنې پر ځای مې یوه بله قریشي مېرمن وي. رسول اکرم (ص) تل دا زوم پر ښو یاداوه)) .

زینب رضی الله عنه له ابوالعاص څخه د امامه او علي په نامو اولادونه وزیږول .علي په وړکتوب کې ومړ او هم ویل شوی،چې علي د ځوانۍ منګ ته رسېدلی و،چې ومړ او پېغمبراکرم (ص) د مکې د سوبې پر ورځ په ځان پسې پر اوښ سپورکړی و.

امامة هم پېغمبراکرم (ص) ته ګرانه وه. ابوقتاده انصاري رضی الله عنه وایي :لیدل مې چې رسول اکرم (ص) نمونځ کاوه او امامة یې پر اوږو سپره کړې وه، چې رکوع ته به ته؛ نو کېښووله یې او چې راپورته کېده راپورته کوله یې )).

علي بن ابواطالب رضی الله عنه د فاطمې بي بي تر وفات وروسته له امامې سره واده وکړ. ابوالعاص بن ربیع ،حضرت زبیر بن عوام رضی الله عنه د خپلې لور امامې وکیل کړی و او حضرت زبیر (رض) هم امامة علي (رض) ته ورنکاح کړه او چې علي شهید شو؛ نو امامة یې مېرمن وه او تر شهادت وروسته یې له نوفل بن حارث بن عبدالمطلب سره واده وکړ او امامه رضی الله عنها د مغیره بن نوفل په نکاح کې مړه شوه.

امامه له مغیره څخه دوه ځانې شوه او د یحیی په نامه یې یو زوی وزېږېد، چې په وړکټوب کې ومړ او په مړینه یې د زینب رضی الله عنها ځوځات هم پای ته ورسېد او و نه غځېد. ۲-رقیه درسول اکرم (ص) لور.

د سمو روایاتو له مخې رقیه تر زینب وروسته د پېغمبراکرم (ص) په (۳۳) کلنۍ کې زېږېدلې ده .

رقیه له خپلې مور حضرت خدیجې بي بې سره یو ځای ایمان راوړی او د نورو خلکو په څېر یې له پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ. مخکې د ابولهب زوی عتبة مرکه پرې کړې وه؛خو چې د ((مسد)) سورت نازل شو ؛نو ابولهب خپل زوی ته وویل : که د محمد لور طلاقه نه کړې ؛ زوی مې نه یې .

رسول اکرم (ص) هم د خپلې لور طلاق غوښتی و؛ دغسې رقیه هم غوښتی و .

ام جمیل د عتبة مور،چې قرآن غندلې ،عتبة ته وویل : ((رقیه طلاق کړه؛ځکه بې دینه شوې ده.)) په دې توګه عتبة رقیه طلاقه کړه او په دې توګه یې خدای درنښت وکړ او د عتبة له لاسه یې ازاده کړه، چې تل د عتبه د خوارۍ لامل وي. دا بېلتون په هغه شرایطو کې پېښ شو،چې عتبه او رقیه لا واده کړی نه و.

حضرت عثمان رضی الله عنه په مکه کې له رقیه رضی الله عنها سره واده وکړ، ورسره یې حبشې او بیا مدینې ته هجرت وکړ. ځکه رقیه په هغو مؤمنو ښځو کې ګڼل کېږي، چې د دوو هجرتونو له فضیلت او ځانګړنو برخمنې وې . رقیه رضی الله عنها په مدینه کې او حال دا چې رسول اکرم د بدر په غزا کې و، د خپل مېړه حضرت عثمان رضی الله عنه تر څنګ وفات شوه . ابن شهاب زهري وایي : عثمان بن عفان رضی الله عنه د خپلې مېرمنې رقیه د ناروغۍ د رنځورپالۍ - پرستارۍ په پار د بدر غزا ته له ورتلو پاتې شو. هغه مهال،چې زید بن حارثه مدینې ته د بدر زېری راووړ؛ نو عثمان (رض) د رقیه رضی الله عنهاله ښخولو خلاص شوی و.

ابوعمر بن عبدالبر وایی: سیرتپوهان یوه خوله دي، چې عثمان (رض) د رسول اکرم (ص) په دستور د بدر غزا ته ولاړ نشو، چې د خپلې مېرمنې رقیه بي بي رنځورپالي وکړي؛ ځکه د بدر له ولجو او ثوابه برخمن شو . 

رقیه رضی الله عنها په حبشه کې له عثمان رضی الله عنه څخه دوه ځانې شوه او د عبدالله په نامه یو زوی یې وزېږېد؛نو ځکه ابوعبدالله د عثمان (رض) کنیه ده . عبدالله دوه کلن و،چې ومړ، همدغسې ویل شوي،چې عبدالله تر شپږ کلنۍ ژوندی و؛ یو چرګ پر سترګه په ټونګه وواهه، مخ یې وپړسېد او له امله یې ومړ.

ځینو ویلي: رقیه د عبدالله تر زوکړې وروسته له عثمان (رض) څخه دوه ځانې شوه؛ خو پر ګېډه ماشوم یې ولوېد. په هر حال عبدالله زېږېدلی او بیا وفات شوی او تردې وروسته رقیه د ژوند تر پایه دوه ځانې نشوه   . 

ابن سعد په ((طبقاتو)) کې راوړي : رقیه رضی الله عنها له عثمان رضی الله عنه سره حبشې ته هجرت وکړ. په ړومبي هجرت کې له عثمان رضی الله عنه دوه ځانې شوه؛ خو جنین یې ولوېد او تر دې وروسته یې د عبدالله په نامه زوی وزیږاوه؛ نو ځکه د عثمان رضی الله عنه کنیه ((ابوعبدالله)) ده . د عبدالله په مړینه د رقیه رضی الله عنها د ځوځات لړۍ پای ته ورسېده .

۳-ام کلثوم د رسول اکرم (ص) لور

ام کلثوم رضی الله عنها د حسین (رض) درېیمه توړۍ ده، چې پر خپلې کنیي مشهوره ده او ((حاکم )) له (( مصعب زبیري )) روایت کړی،چې یوازېنۍ نامه یې ((امیه)) ده . ام کلثوم تر حضرت فاطمة الزهرا رضی الله عنه مشره ده .

ام کلثوم عتیبة د ابولهب زوی نکاح کړې وه؛ خو واده یې ورسره کړی نه و، وروریې عتبه هم له رقیه سره نکاح تړلې وه؛ خو یو یې هم د رسول اکرم له لوڼو سره د مېړه او ښځې ګډ ژوند پیل کړی نه وه.

ابولهب او مېرمن یې ام جمیل هم له عتیبه وغوښتل،چې له ام کلثوم جلا شي .

په یو روایت کې راغلي، چې عتیبه رسول اکرم (ص) ته ورغی ویې ویل: دین دې نه منم او له لور دې بېلېږم.

بیا یې پر نبي اکرم (ص) برید وکړ او د حضرت (ص) کمیس یې ورڅیرې کړ. عتیبه دا وخت شام ته د تلو په نیت و.

رسول اکرم د عتیبه ددې کړنې په غبرګون کې وویل: خدای دې په خپل یوه سپي وداړه.

عتیبه د قریشو له سوداګرو سره شام ته وځوځېد او په ((زرقا)) کې دمه شول. د شپی یې یو زمری په چاپېریال کې ګرځېده. عتیبه وویل: هی هی ! پر خدای قسم د محمد ښېرا به مې ووهي او دا زمرۍ به مې وداړي، محمد په مکه کې دی او زه په شام کې یم؛خو د زمري خولې ته یې ورکړم. زمري راټوپ کړ او په کاروانیانو کې یې د عتیبه سر وداړه او ویې واژه .

عتیبه چې ام کلثوم طلاقه کړه؛ نو له خپل پلار کره وسېده او د رسول اکرم (ص) په هجرت پسې د کورنۍ له نورو غړیو سره یې مدیني ته هجرت وکړ او په پای کې حضرت عثمان رضی الله عنه ورسره واده وکړ.

  • د حسین رضی الله عنه مور بي بي حضرت فاطمة الزهرا ده،چې په هکله یې مې د سیرت بېل کتاب ((سیرت کامل حضرت فاطمة رضی الله عنها )) کښلی دی او د ډېرو معلوماتو لپاره یې ولولئ.

درېیم څپرکی[سمول]

له حسنینو سره مینه او نبوي دعا ګانې[سمول]

د رسول اکرم مینه[سمول]

۱- حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي : رسول اکرم ویلي: (( من احب الحسن والحسین فقد احبنی، و من البغضها فقد البغضي= د چا چې حسن او حسین ښه ایسي؛ نو په رښتینه کې زه یې ښه ایسم او د چا چې دښمني ورسره وي؛ نو په حقیقت کې دښمني یې راسره کړې ده ))

۲- حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص) نمونځ کاوه او حسنین یې پر ملا سپرېدل او کوزېدل او اصحابو لرې کول . رسول اکرم وویل :کار ورسره مه لرﺉ؛ مورو پلار مې ورځار؛ د چا چې ښه ایسم؛ نو دا دواړه دې هم ښه وایسي .

۳-حضرت علي (رض) وایي: رسول اکرم حسنین له لاسونو ونیول ویې ویل: ((من احبني واحب هذین و اباهما و امهما کان معی فی درجتی یوم القیامة؛ د چا چې زه، دا دواړه او موروپلار یې ښه ایسي، د قیامت پر ورځ به راسره زما په یوه درجه ( او پوړۍ) کې وي .

امام ترمذي (رح) دا روایت په دې الفاظو روایت کړی : ((په جنت کې به راسره وي.))

۴-یعلی بن مروه وایي: رسول اکرم (ص) به حسن او حسین په سیالۍ اچول، چې کوم یو به ژر وررسي . یوه ورځ یو ژر ور ورسېد،رسول اکرم یې پرغاړه لاس ورواچو،په غېږ کې یې راونیو او هر یو یې ښکل کړ ویې ویل : ((اني احبهما فاحبوهما. ایها الناس، الوالد مبخلة مجبنة؛ یعنې له دې دواړه سره مې مینه ده؛ خلکو! تاسې هم مینه ورسره ولرﺉ، اولاد د موروپلار د کنجوسۍ او ډار لامل دی )) .

۵- حضرت جابر رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص) ته ورغلم . و مې لیدل،چې رسول اکرم (ص)پر څلور بولو، حسنین پر شا سپاره کړي ول او په کوټه کې یې هاخوا دېخوا بېول ویل یې : ((اوښ مو، څه ښه اوښ دی او تاسې هم څه ښه پېټي یاست ))

۶- حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي: رسول اکرم وینا کوله، حسنینو سرې جامې اغوستې وې او پر لار یې تیندکونه خوړل لوېدل او پا څېدل. رسول اکرم له منبره راکوز شو او دواړه یې منبر ته ورپورته کړل ویې ویل :((: انما اموالکم و اولادکم فتنة ؛ سکه مالونه او اولادونه مو ازمېښت وزلې دي ))

بیا یې وویل: دې کوچنیانو ته مې کتل،چې پر لار تیندکونه وهي او لوېږي ؛ نو ځکه صبر مې ونشو کړای،خبرې مې پرې کړې او دواړه مې منبر ته راپورته کړل .

له حسین سره مینه له رسول اکرم سره په مینې او له پېغمبراکرم سره مینه الله جل جلاله سره پرمینې پای ته رسي

هو ګرانو! د اهلسنتو په حدیثي ټولګو کې د حسنینو او موروپلار یاد یې ډېر تر سترګو کېږي او دا له دې مشرانو سره د اهل سنتو مینه راښیي او دلته مو د بېلګې په توګه څو روایات راوړل .

حسنین د جنت ښاغلي دي[سمول]

حضرت حذ یفه رضی الله عنه وایي،چې رسول اکرم وویل : ((حسنین د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او مور یې فاطمه د جنتي ښځو اغلې ده ))

حضرت ابوسعید خدري رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص) وویل :

(( الحسن والحسین سیدالشباب اهل الجنة؛ حسن او حسین د جنتي ځوانانو ښاغلي دي ))

حضرت ابو سعید خدري (رض) په بل روایت کې ویلي دي: (( الحسن والحسین سید اشباب اهل الجنة الا ابنی الخالة عیسی ویحیربن کریاعلیهم  السلام و فاطمة سیدة نسا اهل الجنة الا ماکان من مریم بنت عمران ؛یعنې  حسنین د ټولو جنتي ځوانانو ښاغلي دي؛ خو بې له دوو توړیو زامنو يې؛ یعنې (عیسی او یحیی بن زکریا ) او مور یې فاطمه د جنتي ښځو اغلې ده؛ خو بې له مریم د عمران له لوره .

حسنین د رسول اکرم دوه خوشبویه ګلان[سمول]

 حضرت عبدالله بن عمر رضی عنهما وایي،چې رسول اکرم وویل : 

(( هماریحانتای من الدنیا؛یعنې حسنین مې په نړۍ کې دوه خوشبویه ګلان دي ))

له ابوبکره رضی الله روایت دی چې رسول اکرم وویل : انهما ریحانتای وعسی الله عزوجل ان یصلح به بین فئتین مالمسلمین ؛یعنې حسنین مې دوه خوشبویه ګلان دي او ښایي خدای په حسن د مسلمانانو د دوو ډلو ترمنځ جوړجاړی وکړي )) .

د رسول الله (ص) دعا[سمول]

حسنین رضی الله عنهما پېغمبر اکرم(ص) ته خورا ګران ول او یوه ورځ یې د دوی ژړا واورېده او په خپګان یې د دوی مور ته وویل : ((نه پو هېږې چې په ژړا یې خپه کېږم )) حضرت پېغمبر(ص) په خپلو ویناوو کې، اصحابو ته د دوی فضیلت او مقام ورته په ګوته کړی دی.

پېغمبر اکرم (ص) حسنین په خپل مخ کې کېنول او دا دعا یې وویله : (( اعیذ کما بکلمات الله التامة من کل شیطان وهامة ومن کل عین لامة ؛یعنې زه مو د الله په پوره کلیمو د شیطان له بدۍ ،له زهري ځناور اوله ستر ګو وهلو خدای ته سپارم )) دا دعا، کوچنیانو ته دنبوي طب یوه نسخه ده .

کورنی سیرت او روزنه[سمول]

د حسنینو ځانګړې ځانګړنې[سمول]

سیرت پوهان لیکي: د رسول اکرم (ص) دواړه لمسيو ځانګړې ځانګړنې درلودې؛ لکه: امام حسن(رض) له سره تر سینې او همداراز له څېرې او مخه حضرت رسول (ص) ته ورته و، او له سینې تر مبارکو ګامونو،علي (رض) ته ورته و او حسین (رض) له سره تر سینې، علي(رض) ته ورته و او له سینې تر مبارکو قدمونو او همداراز قامت او اندام یې رسول الله (ص) ته خورا ورته والی درلود؛ په عین حال کې له اوچتو اخلاقي ځانګړنو برخمن و، چې له هر پلوه یې له خپل نیکه سره ورته کاوه. هاني بن هاني له حضرت علي (رض) روایتوي : حسن (رض) له سینې تر سره تر ټولو ډېر رسول اکرم (ص) ته ورته و او حسین (رض) له سینې ورکوز . همدغسې فاطمې رضی الله عنها د حضرت (ص) د مرګوني ناروغۍ پر مهال حسنین وربوتلل ویې ویل: رسول الله(ص) ! دادې زامن دي؛ څه ورپېرزو کړه. رسول اکرم (ص) وویل: هیبت او ستریا مې حسن ته او جرات او سخاوت مې حسین ته ور رسي .

پر حضرت حسین د کورنۍ روزنې اغېزې[سمول]

حضرت حسین (رض) د پېغمبر علیه السلام په کور کې د خپل ستر نیکه او موروپلار تر څارنې لاندې وروزل شو او اسلامي ارزښتونه او مفاهیم یې له نیکه او موروپلاره زده کړل. دا موقعیت یې د وګړې او شخصیت په جوړولو کې خورا اغېز درلود او لامل شو،چې پر اسلامي ښوونو پابند وي .

رسول اکرم (ص) ویلي: ((الناس معادن کمعادن الفضة والذهب،خیارهم في الجاهلیة خیارهم فی الاسلام ؛ خلک د سروسپینو د کانونو په څېر دي،هغوی چې په جاهلیت کې ښه خلک ول ،په اسلام کې هم ښه خلک دي ))

د حضرت حسین (رض) وجودي او شتونیز کان بېساری دی؛ځکه په جاهلیت کې روزل شوی نه؛بلکې د نبوت په کور کې یې وده او پالنه شوې او همدا یې د سیادت او ښاغلیتوب راز دی . لنډه داچې حضرت حسین (رض) له داسې کورنۍ ځانګړنې برخمن و،چې څوک برخمن شوی ترې نه و او نه به شي؛ ځکه نیکه یې حضرت محمد (ص)، پلار یې حضرت حیدر کرار؛ علي مرتضی او مور یې فاطمه زهرا رضی الله عنها ول.

د رسول اکرم (ص) تر وفات وروسته امیرالمؤمنین علي (رض) د حسنینو د روزنې ذمه وار شو او نېغ په نېغه یې د دوی ښوونه او روزنه تر څارنې لاندې وه. علي(رض) د یوه پوره روزنپوه ځانګړنې درلودې او شک نشته چې د خدای ددې وینا پر حقیقت پوهېدلی و،چې وایي :((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ = مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي،پر هغه (اور) غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې (ګومارل شوي) دي او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي .)) .

د روزنپوه ځانګړنې او پکار شرایط[سمول]

۱-د ښوونې او روزنې پر اهمیت پوهېدل او ورته ځانګړې پاملرنه :

حضرت علي (رض) د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده او د دوی ښوونې او روزنې ته یې د همت لېچې رانغاړلې وې او دې موضوع ته یې ځانګړی اهمیت ورکاوه؛ او په دې بهیر کې یې د خدای د رضا په پار هڅه کوله، چې خپل اولاد د رسول اکرم ( ص) د لارښوونو له مخې او د الله جل جلاله د اطاعت او بندګۍ پر بنسټ وروزي .

۲-اولادونو ته بېلګه جوړونه :

که د روزنې په چار کې د ښې بېلګې شتون خورا مهمه مساله نه وای؛ خو لږ تر لږه په ښوونه او روزنه کې یوه غوره مساله ده، چې د انسان په پنځ - طبیعت او فطرت کې جوړه لري او هڅه کوي چې په خپل ژوند کې یوه بېلګه ولري،چې لاروی یې شي.

ابن خلدون وایي:(( د کوچني په پنځکلنۍ یا شپږ کلنۍ کې تقلید او لاروي شدت او سختي مومي او د کوچنیتوب تر پایه سوکه سوکه او په اعتدالي ډول غځېږي )) .

۳-د روزنې په ترڅ کې مینه او نرمي کارول :

حضرت علي (رض) مینه ناک او زغمناک و او له حسنینو سره په مینه او نرمۍ چلېده او د پېغمبراکرم (ص) او زهرا بي بي پر مقام او درجې پوهېده.

 د حسین (رض) پر روزنې او وګړې جوړونې د ټولنې اغېز[سمول]

ټولنیز چاپېریال،د وګړیو پر وګړه جوړونه کې ښه اغېز لري .

حضرت حسین(رض) د اصحابو رضی الله عنهم همپېره و او له هغو کسانو سره وسېده، چې رسول اکرم (ص) روزلي ول، چې دغسې ټولنه له فضیلت، تقوا، وړتیا او ځانګړنو برخمنه وه، چې تر نورو ټولنو یې توپیر درلود؛نو ځکه حضرت حسین(رض) له دغسې ټولنې پرېمانه ګټنه وکړه؛ځکه د رسول اکرم (ص) ډېری یاران په مدینه کې مېشت ول او تر وفات وروسته یې هم په مدینه کې یاران ډېر ول .

نو ځکه د کومې ټولنې چې ړومبی زڼی پېغمبر(ص) ایښی او ښه انسانان یې پکې روزلي وي؛ نو دا یوه غوره ټولنه ده،چې یوه بشري ټولنه هم پرتله کېدای ورسره نشي.

د مدینې ټولنه د وحې پر راکېووتو شاهده - لووې وه او د بلنې له خاوند سره یې نېغه اړیکه درلوده او دا چار لامل شو،چې د پېغمبر اکرم(ص) له لوري ورښوول شوي ایماني مفاهیم او اروایي اغېز په هر یوه مؤمن صحابي رضی الله عنهم کې بنسټېز شوې؛ نو ځکه د مدینې ټولنې د خلکو زړونه او ارواوې په ځان پسې راکاږلې او د دوی پر کړنو او ویناوو یې اغېز شینده، چې حسین (رض) هم له دې اغېزو برخمن و.

حسنینو ته یې د پلار وصیت[سمول]

امیرالمؤمنین علي (رض) حسنین راوغوښتل ورته یې وویل :

((وصیت درته کوم،چې الهي تقوا خپله کړﺉ، دنیا مه غواړﺉ؛که څه دنیا مو غواړي،څه مو چې له لاسه ورکړل، ورپسې مه خپه کېږﺉ؛حق خبره کوﺉ،له پلارمړیو سره مینه وکړﺉ؛ د مظلومانو ملاتړ شئ؛ خپل آخرت ته زیار وګالئ،د ظالم دښمن او د مظلوم مرستندوی وسئ؛د قرآن پر احکامو او لارښوونو عمل وکړﺉ او د خدای په لار کې له ټپسورۍ مه ډارېږﺉ)) .

بیا یې محمد بن حنفیه ته وکتل و یې ویل: کوم وصیت چې مې ستا وروڼو ته وکړ،یاد دې شو؟

ورته یې وویل : هو.

علي مرتضی ورته وویل:(( کوم وصیت مې چې ستا وروڼو ته وکړ، تا ته یې هم کوم، سپارښتنه درته کوم،چې د خپلو وروڼو درناوی به دې کوې؛ ځکه دوی ستر حق درباندې لري؛ نو ځکه خبرې ته یې غوږ ږده او هر کار په مشوره ورسره کوه ))

بیا یې حسنینو ته وویل: (( تاسې ته د محمد بن حنفیه سپارښتنه کوم،چې پلرنی ورور مو دی او پخپله پوهېږﺉ،چې ډېر راته ګران دی )) او حسن (رض) ته یې وویل:((سپارښتنه درته کوم،چې الهي تقوی خپله کړې،لمونځ پر خپل ړومبی وخت وکړې، د خپل مال زکات پر ځای ورکړې، په ځیر او ښه اودس وکړې؛ ځکه نمونځ بې له اوداسه او پاکۍ نه کېږي او څوک چې د خپل مال زکات ورنکړي،نمونځ یې نه قبلېږي.

سپارښتنه درته کوم چې د نورو له بدیو تېر شې،غوسه دې وزغمه،خپلوي پاله ،د ناپوهۍ پر وړاندې زغمناک وسه،د دین علم زده کړه، ټینګ او ثابت قدمه وسه، پر قرآن او (احکامو یې ) پابندي کوه، له ګاونډیانو سره نېکي کوه ، پر نېکیو له امر او د بدیو له منع غافل مه شې او له بدیو او ګناهونو ډډه وکړه ))  

پینځم څپرکی[سمول]

علم ،عمل او عبادت[سمول]

پر ژمنه وفا[سمول]

حضرت حسین (رض) ځانګړې اخلاقي ځانګړنې درلودې، چې امام ابوالحسن مدایني رحمه الله روایت کړې دي . 

(( حسن،حسین او عبدالله بن جعفر رضوان الله علیهم حج ته روان ول،په لار کې یې هغه اوښ تری تم شو،چې خپل خوراک توکي یې ورباندې بار کړي ول. وږي تږي روان ول او یوې کېږدۍ ته راورسېدل ،چې یوه بوډۍ پکې وه، دوی وپوښتله :د څښاک ( شیدې، شملې او نور) څه لرې چې رایې کړې ؟

ویې ویل : هو.

له خپلو اوښانو راکوز شول، له ښځې سره یوه مېږه وه او دوی ته یې وویل، چې را و یې لوشئ او لږ لږ ترې وڅښئ،همدغسې یې وکړل، بیا یې وویل : خوړو ته څه لرﺉ؟

بوډۍ وویل: همدا مېږه ده. یو یې حلاله کړئ او زه به یې درته پخه کړم . همداسې وشول .

مازیګر مهال تر خوراک څښاک وروسته چې روانېدل،بوډۍ ته یې وویل: موږ هاشمیان یو، اوس حج ته روان یو؛ که مدینې ته روغ او ژوندي ستانه شو؛ نو راشه چې ددې احسان بدله  درکړو. 

دا خبره یې وکړه او ولاړل. د شپې یې چې مېړه راغی؛نو بوډۍ د درېیو تنو هاشمیانو کیسه ورته وکړه. مېړه یې خپه شو،چې د درېیو تنو پردیوپه پاردې مېږه حلاله کړه، معلومه نه ده چې څوک ول، بیا هم وایي هاشمیان ول ( مطلب داچې مېړه د خپلې مېرمنې له کړنې ډېر خپه و ) .

څه موده وروسته مېړه او مېرمن د سختې نېستۍ له امله د کار او مزدورۍ په نیت مدینې منورې ته ولاړل،ګرده ورځ یې سوټې او پچې راټولولې او پلورلې او په دې یې خپل ژوند کاوه . یوه ورځ بوډۍ سوټې او پچې راټولولې او حضرت حسن رضی الله عنه خپل کور ته ورننووت، بوډۍ چې له دې ځایه تېرېده،حضرت حسن وپېژندله؛ خپل مریی یې ورولېږه چې راشي. ښځه چې حضرت حسن ته راغله.حسن (رض) ورته وویل: د خدای بنده ما پېژنې؟

بوډۍ وویل : نه .

حسن (رض) وویل: زه دې هماغه مېلمه یم ،چې د مېږې شېدې او غوښه دې راباندې وخوړه.

بوډۍ بیاهم ونه پېژانده ویې ویل : ستادې قسم پر خدای وي، هماغه یې ؟

حضرت حسن وویل: هو! هماغه یم. دا یې وویل او خپل مریي ته یې وویل، چې بوډۍ ته زر مېږې او پسونه وپېري او زر دیناره هم ورکړي. بیا یې بوډۍ له خپل مریي سره خپل کشري ورور حسین (رض) ته ورولېږله . حضرت حسین ترې وپوښتل: ورور مې څه درکړل؟ ورته یې وویل : زر دیناره او زر مېږې او پسونه . حضرت حسین چې دا خبره واورېده؛ نو بوډۍ ته یې هومره ورکړل .

بیا یې عبدالله بن جعفر رضی الله عنهما ته ولېږله .

ویې پوښتله: څه یې درکړل؟ چې ورکړه یې ورمعلومه شوه؛نو دې دوه زره مېږې او پسونه او دوه زره دیناره ورکړل ویې ویل: که ړومبۍ راغلې وې ؛نو تر دې ډېر مې درکول . بوډۍ له څلو روزرو دینارو او څلور زور مېږواو پسونو سره مېړه ته راستنه شوه و یې ویل : داستا د هماغې ډنګرې مېږې بدله ده .

عبادت او دعا[سمول]

د شپې نمونځ یو له هغو خورا مهمو لاملونو ځنې دی،چې ایمان پیاوړی کوي او نېکچارو د شپې نمانځه ته پاڅېدل تجربه کړي او موندلي یې دي،چې د شپې عبادت او دعا د زړونو په بیا ژواکۍ کې خورا اغېز لري.

ابن الحاج په ((المدخل)) کې وایي: د شپې عبادت ته پاڅېدل ، ډېرې ګټې لري،چې یوه یې ګناهونه داسې رژوي؛لکه سیلۍ چې د ونو پاڼې رژوي. د شپې نمونځ زړه رڼا کوي او د اسمان پرښتې د مؤمن د شپې د نمانځه ځای داسې ځلاند ویني؛ لکه ځمکمېشتو ته ځلاند. ستوري او د شپې پاڅېدنې برکات ،انوار او ښه بوی یې مؤمن ته ورګرځي او ناستاینوړ زېري لري.

د شپې پاڅېدل د مؤمن شرافت دی؛لکه چې رسول اکرم(ص) ویلي: ((شرف المؤمن صلاته باللیل وعزه استغناوه عمافی ایدالناس ؛د شپې پاڅېدل د مؤمن شرافت دی او عزت یې ، له هغه څه مړه خواتوب دی چې له خلکو سره دي ))

څومره چې د مینې ادعا ډېره وي؛نوهومره یې باید رښتینتوب ته هم دلیل موجود وي او د شپې ارزښتمنې شېبې او ساعتونه له الله جل جلاله سره د مینوالو پر رښتینتوب دلیلېدای شي؛ځکه څوک چې څه ادعا کوي ؛نو باید دلیل ورته راوړي .

د شپې پاڅېدونکي خورا عزتمن وګړي دي او هغوی چې خپلې شپې په خوب او غفلت کې تېروي ،هومره یاد او نامه نلري او له لوړمقام او موقعیته برخمن نه دي؛بلکې د غفلت شپو یې څه شرافت او پت ورپرېښی نه دی.

حسنینو رضی الله عنهما په کوچنیتوب کې هم د شپې نمونځ کاوه،حسن (رض) شپه پر عبادت تېروله او بیا به یې د شپې په پای کې خپل ورور حسین (رض) عبادت ته راپاڅا وه.

حضرت حسین (رض) پر پینځګونو نمونځونو سربېره،ډېر سنت او نفل نمونځونه هم کول، روژې یې نېوې او د شپې به یې عبادت کاوه.

حضرت مصعب(رض) وایي: (( کان حسین بن علي یمشی الی الحج، ودوابه تقاد وراءه ؛ حسین بن علي به پلی حج ته تله او سپرلۍ به یې تر شا ورپسې روانه وه. ))

چې کله حضرت عبدالله بن زبیر په کربلا کې د حسین (رض) له شهادته خبر شو؛ نو په مکه مکرمه کې یې یوه وینا وکړه، حسین(رض) ته یې دعا او یزیدیان یې وغندل: ((اماوالله ... یلقون غیاً)) پر الله قسم ، هغه یې شهید کړ،چې د شپې یې اوږده نمونځونه کول او ډېرۍ ورځې روژه و او خلافت ته تر دوی حقوال او وړ و. پر خدای قسم! د قرآن د لوست پر ځای یې موسیقۍ ته غوږ و نه نیوه، له الله نه د ډار د ژړا پر ځای یې د ویر او خپګان لار خپله نه کړه او د روژې پر ځای یې ځان پر حرامو شرابو څښلو روږدی نه کړ او د الله د ذکر د حلقې پر ځای پر ښکار بوخت نشو.

په خپله وینا کې یې پر یزید او یزیدیانو نیوکه کړې او ورپسې یې د مریم سورت ۵۹آیت ولوست : (( د خپل بېلارېتوب سزا به ومومي))

همدغسې علامه عبدالله بن عبدالعزیز د حسین (رض) په اړه وایي: (( ان الحسین... راجعون )) ((حسین داهل سنت او جماعت له ساداتو ځنې یو سید دی او په اړه یې زموږ ګروهه دا ده، چې له نړۍ شهید او نېکمرغه تللی دی .

خدای تعالی یې په شهادت عزت پر ځای کړ او د دوی وژونکي یې سپک کړل او وژنه یې یو ستر مصیبت دی،چې د مصیبتونو پر مهال دا آیت ویل ښه دي او هغو زغمناکو ته زېری ورکړه،چې د مصیبت پر مهال وایي: په واقع کې موږ د الله یو او پر لور یې ورستنېږو ))  

د حضرت حسین (رض) علمي کارنامې اود علم له زده کړې سره یې مینه[سمول]

سیدنا امام حسین رضی الله عنه له خپل ورور حضرت حسن (رض) نه یو کال کشر دی او د رسول اکرم(ص) د وفات پر مهال د شپږو کالو او څو میاشتو و، حدیثپوهانو اته احادیث ترې روایت کړي دي .

حسین(رض) وایي : له رسول اکرم (ص) څخه مې واورېدل، چې هر مسلمان یا مسلمانې ته چې هر ډول مصیبت ورسي او تر ډېر وخت وروسته وریاد شي او بیا هم پردې وخت «انالله واناالیه راجعون» ووایي؛ نو پردې حال هومره ثواب ورسي،چې د مصیبت وروسېدو پر مهال یې ویلي و. »

همدغسې وایي : د رسول اکرم(ص) لارښوونه ده،چې که امت مې په بېړۍ کې د سپرېدو پر مهال «بسم الله مجریها ومرساها ان ربی لغفور الرحیم» ووایي؛نوله ډوبېدو به بچ شي .» ربیعه رضی الله عنه وایي: حسین (رض) مې وپوښت له رسول اکرم (ص) نه دې بله خبره یاد ده ؟

ویې ویل :« هو! په خونه کې په یوه ځای کې کجورې ایښې وې، یوه دانه مې پر خوله کړه، حضرت(ص)وویل: ګوزاره یې کړه، خیرات خوړل راته جایز نه دي. »

له حضرت حسین (رض) نه د حضرت رسول اکرم(ص) دا سپارښتنه روایت شوې چې : «د یو چا د اسلام ښه والی او ثمره داده،چې پر چټي چارو بوخت نشي»
پردې سربېره نور روایات هم ترې روایت شوي دي . 

شپږم څپرکی[سمول]

د حضرت حسین (رض) مقام[سمول]

د شهادت په اړه یې د رسول الله (ص) وړاندوینه[سمول]

«وکیع له عبدالله بن سعید او دی له خپل پلاره روایتوي،چې پلار یې له ام المؤمنین عایشې یا ام المؤمنین ام سلمې رضی الله عنهما روایتوي (وکیع وایي چې عبدالله بن سعید په دې اړه شکمن دی ،چې رسول اکرم کومې یوې ته ویلي دي) »

رسول اکرم (ص) یوې ته وویل: نن کور ته یوه پرښته راغله،چې کله راغلې نه وه،ویې ویل: دا زوی حسین دې شهیدېږي او هغه سیمه درښوولای شم،چې پکې شهیدېږي. حضرت(ص) په دوام کې وایي: یوه سره بښنه خاوره یې راوویسته و یې ویل : په دې سیمه کې شهید یږي .

امام الباني د ((سموا حادیثو د لړۍ)) په کتاب کې وایي : چې پورته حدیث سم دی .

ام المومنین ام سلمة رضی الله عنها وایي: جبراییل علیه السلام له پېغمبر اکرم(ص) سره و او حسین له ما سره ناست و؛ پر دې وخت حسین (رض) وژړل او رسول (ص) جبرایيل پرېښود (او راغی)

حضرت جبرییل نژدې راغی و یې ویل، رسول الله (ص)!

دا درته ګران دی ؟

حضرت (ص) وویل : هو!

جبرايیل (ع) وویل: سکه، حسین دې امت شهیدوي او که غواړې هغه سیمه دروښیم، چې دا پکې شهیدېږي؛ نو بیا یې دا سیمه وروښووله او نامه یې کربلا وه .)) او د پېغمبراکرم(ص) تر وفات یو پنځوس کاله وروسته شهید شو او دا پخپله د نبي کریم (ص) پر نبوت یو دلیل دی؛ ته وا وړاندوینه یې کړې وه ،چې دغسې یوه پېښه به پېښه شي .

د حضرت حسین (رض) مقام

کوچني حسنین پېغمبراکرم(ص) ته خورا ګران ول، دوی یې خپل زامن بللي ول ،چې کله به خپلې لور فاطمې بي بي کره ورغی،ویل یې : «زامن مې راوله» ،دغسې یې ویل: «هما ریحا نتای من الدینا:دوی مې له نړۍ د کشمالي ګلان دی  »

«حسن او حسین،د جنتي ځوانانوښاغلي دي »

یعلی بن مرة وایي : له رسول اکرم سره یوې مېلمستیا ته روان وم . په لار کې یې ولیدل،چې حسین(رض) له هلکانو سره لوبې کوي. غوښتل یې حسین ونیسي؛ خو هاخوا او دېخوا تښتېده .

رسول اکرم (ص) هم ورپسې و او خندل یې،چې یې ونیو،یو لاس یې د حسین پر شا و بل یې تر زنې ورلاندې کړ، ښکل یې کړ او ویې ویل : «حسین منی و انا من حسین ،احب الله من احب حسینا،حسین سبط من الاسباط؛حسین له ماڅخه دی او زه له حسینه یم،خدای دې د حسین مینوال ښه وګڼي،حسین مې یو له لمسیو ځنې دی  »

داحدیث د حسین فضیلت او غوراوی څرګندوي ؛ځکه پېغمبراکرم (ص) په دې کړنې له حسین (رض) سره مینه کول هڅوي .

رسول اکرم (ص) پدې خبره په ځانګړې توګه،حسین یادوي ،مینه ورسره کول لازم او واجب بولي او ټینګار کوي، چې جګړه ورسره حرامه ده؛لکه چې وایي:« خدای دې د حسین مینه وال ښه وګڼي » له حسین (رض) سره مینه له رسول اکرم (ص) سره پر مینې پای ته رسي او له رسول الله (ص)سره مینه له خدای سره په مینې پای ته رسي .

حضرت جابربن عبدالله انصاری (رض) له رسول اکرم (ص) روایتوي : «من سره ان ینظرالی رجل من اهل الجنة فلینظرالی الحسین بن علي» د چا چې ښه ایسي یو جنتي ځوان وویني؛ نو حسین بن علي ته دې وویني »

په ګڼو روایاتو کې راغلي، رسول اکرم (ص) حسین پر خپلو اوږو سپراوه، پر خپلې سینې یې نښلاوه، خوله او مرۍ یې ورښکلوله؛ چې دا ګرد سره روایات یې فضایل څرګندوي. هیڅوک د خټې په پاکۍ او ذاتي شرافت کې د پېغمبراکرم اهل بیتوته نه وررسي .

اصحابو کرامو ته د امام حسین مقام[سمول]

اصحابو په تېره راشدینو خلفاوو ته حسنین (حسن اوحسین) خورا ګران ول، نازول یې او درناوی یې کاوه.

حضرت ابوبکر(رض)

حضرت ابوبکر(رض) اهل بیتو ته په ډېر درنښت قایل و ویل یې : «ارقبوا محمدا فی اهل بیته =»د پېغمبر په پار یې د اهل بیتو درناوی کړﺉ»

چې کله حسنین ناروغ شول؛ نو له رسول اکرم (ص) سره ابوبکر او عمر رضی الله عنهما پوښتنې ته یې ورغلل. 

حضرت ابوبکر(رض) وویل:علي! که زامن مو له دې ناروغۍ روغ شول؛ نو د خدای د رضا لپاره څو ورځې روژه شئ.

همداسې وشول او کورنۍ یې درې ورځې روژه شوه. ددې پېښې کیسه اوږده ده اود «ویطئمون الطعام علی حبه مسکیناً ویتیماً واسیراً » آیتونه دنبوي کورنۍ په اړه نازل شوي دي .

هو! د رسول اکرم له اهل بیتو په تېره لمسیو سره یې د خلفاوو مینه یو متل دی .

علامه ابن کثیر دمشقي وایي: « کان الصدیق، یکرمه ویعظمه؛ صدیق یې عزت او درناوی کاوه.»

حضرت عمر(رض)

حضرت حسین بن علي (رض) وايي: یوه ورځ حضرت عمر(رض) راته وویل: زویه، ښه به وای، چې تل راتلې، یوه ورځ ورغلم؛ خو له معاویه بن ابوسفیان سره یې خبرې کولې او زوی یې عبدالله هم دباندې ولاړ و او د ورننوتو اجازه یې نه ورکوله؛ نو راستون شوم.

وروسته، یو وخت عمر(رض) ولیدم راته یې وویل : زویه ولې رانغلې؟ ومې ویل: راغلم خو تا له معاویه سره خبرې کولې او زوی دې هم ستون شو؛ نو زه هم ستون شوم . حضرت عمر(رض) وویل : ته خو تر عبدالله وړ وې چې راننووتی وای؛ ځکه ستاسې (اهل بیتو) په پېرزوینه او برکت مو ایمان په زړه کې جرړه ځغلولې ده .

ابن سعد، له جعفرصادق (رض)،له پلار یې محمد باقر(رض) له پلار یې علي بن حسین (رض) روایتوي: له یمنه یې دویم خلیفه(رض) ته اغوستن او جامې راوړې او د اصحابو پر زامنو یې ووېشلې. ځوانانو نوې جامې واغوستې او جومات ته راغلل. حضرت عمر(رض) د منبر او د رسول الله (ص) د قبر ترمنځ ناست و ، ټول راتلل او سلام یې ورباندې اچاوه او دعا یې ورته کوله. دا مهال حسن او حسین د خپلې مور فاطمې بي بي له کوره راووتل او د ډلې ترڅنګ تېر شول؛ خو نوې جامې یې پر تن نه وې. حضرت عمر (رض) یې په کتو ډېر خپه شو، وپوښتل شو: ولې خپه شوې ؟ ویې ویل: ددې دوو هلکانو په پار خپه شوم،چې د تن جامې یې نه وې، بیا یې په یمن کې خپلو مامورینو ته ولیکل،چې ډېر ژر حسنینو ته دوه جوړه جامې راولېږﺉ، چې جامې راورسېدې، ور وایې غوستې؛ بیا نو خوشحال و .

ابن جعفروایي: مسلمانانو چې سوبې وکړې؛ نو حضرت عمر (رض) هوډ وکړ، چې ټولو ته حقوق وټاکي؛ نو دې موخه ته یې یو شمېر اصحاب سلامشورې ته راټول کړل. عبدالرحمن بن عوف (رض) وویل: ړومبی یې له ځانه پیل کړه. ویې ویل: نه! پر خدای قسم! د رسول الله (ص) خپلوان پر ټولو ړومبی کوم، ورپسې د نورو بني هاشمو برخه ټاکم،چې د رسول اکرم(ص) ټبر دی او ړومبی یې د عباس اوعلي رضی الله عنهما برخه وټاکله.

بیا یې د پینځو ټبرونو میاشتنی معاش تنظیم کړ،چې ورستی ټبر(یې خپل ) عدی بن کعب و.

تنظیم داسې و،چې لومړی یې د هغو بني هاشمو نومونه ثبتول،چې په بدر غزا کې یې برخه اخستې وه ورپسې یې د بني امیه وو بدریان، ورپسې یې د خپلوۍ په اوډون او حسن اوحسین ته یې بېلې برخې وټاکلې .

د ابن سعد په طبقاتو (او حافظ ابن عساکرهم په خپل تاریخ ) کې راوړي ،چې کله دویم خلیفه عمر (رض) د معاش اخستونکیو نوملړ چمتو کړ؛نو حسن او حسین ته یې د رسول اکرم (ص) د خپلوۍ په پار، د دوی د پلار هومره هر یوه ته پینځه زره درهمه ورکړل، که څه بدریان نه ول .

حضرت امام باقر رحمة الله وایي: دویم خلیفه ته یې د یزدګرد لور راولېږله، د مدینې ښځې یې لیدو ته راغلې،جومات ته یې راوسته او حضرت عمر (رض) د اصحابو په تېره علي (رض) په مشوره ازاده پرېښووله،چې څوک غوره کوي، په پای کې یې حسین غوره کړ.

دا پېښه راښیي،چې عمر (رض) د اهل بیتو درناوی کاوه او حضرت عمر (رض) ته د حسین (رض) مقام جوتوي .

مداین پر ۱۶ هجري کال سوبه شو او ولجې یې مدینې ته راولېږل شوې . حضرت عمر (رض) ترې هر یوه حسن او حسین ته زر زر درهمه ورکړل او خپل زوی عبدالله ته یې پینځه سوه درهمه ورکړل .

دا پېښه هم له حسنینو سره د عمر(رض) مینه څرګندوي او راښیي، چې دوی یې ترخپل زویه غوره ګڼل.

عبدالله بن عمر (رض)

ابونعیم وایي: په یوه ناسته کې چا عبدالله بن عمر (رض) د غوماشي د ویني د حکم په اړه وپوښت.

عبدالله ورته وویل:دکوم ځای یې ؟

سړي وویل : عراقی یم .

عبدالله هېښنده وپوښت : دکوم ځای ؟ سړي وویل :د عراق .

عبدالله شاوخواناستو زده کړیالانوته وویل: داسړی وینئ،چې د غوماشي د ویني د حکم په اړه مې پوښتي؛خو د رسول اکرم (ص) اولاده یې شهیده کړه او څه پروا یې هم نه درلوده. پخپله مې له رسول اکرم (ص) واورېدل چې ویې ویل : «حسن اوحسین مې له نړۍ کشمالي ګلان دي »


اووم څپرکی[سمول]

حسین (رض) د جهاد په ډګر کې[سمول]

د حضرت عثمان رضی الله عنه د پېر په کومو جګړو کې چې حسنینو شتون درلود،دلته یې را اخلو:

په طبرستان کې د سعید بن عاص جګړې[سمول]

پر۳۰ س، سعید بن عاص د کوفې والي د رسول اکرم (ص) له نورو اصحابو؛ لکه حذیفة بن ایمان، حسن، حسین، عبدالله بن عباس،عبدالله بن عمر، عبدالله بن عمر وبن عاص او عبدالله  بن زبیر رضوان الله علیهم سره د خراسان د سوبې هوډ وکړ. 

له ده سره جوخت عبدالله بن عاص (رض)،چې د بصرې امیر و، خراسان ته وخوځېد او تر سعید وړاندې «ابر شهر » ته ورننووت او چې سعید خبر شو عبدالله ابرشهر ته ورننووتی؛نو د طبرستان پر لور وخوځېد او د «قومیس» له ښاریانو سره یې جوړجاړی وکړ. ورپسې یې د «طمیسې » تر سیمې پرمختګ وکړ، د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه ونښته،جګړه هومره سخته وه، چې سعید ناچار شو د «وېرې نمونځ» وکړي؛نو ځکه یې له حذیفه (رض) په نبوي دود د وېرې نمونځ کول زده کړل .

په آفریقا کې سوبې[سمول]

داکتر صالح مصطفی پر افریقا د عبدالله بن سعد بن ابی سرج د برید په اړه وایي :

پر۲۶ س / ۶۴۶ ز حضرت عثمان بن عفان،حضرت عمروبن عاص د مصر له امارته لرې او پر ځای یې عبدالله بن سعد بن ابي سرح وګوماره.

عبدالله د عمرو بن عاص په څېر د افریقا شاوخوا او څنډو ته سپاره لېږل؛دې سپرو به د سیمې په باب هر اړخیز معلومات راټولول او بیا به عبدالله؛ خلیفه عثمان بن عفان (رض) ته ورلېږل،چې د برید اجازه وکړي. حضرت عثمان (رض) هم له اصحابو سره تر سلامشورې وروسته، خلک افریقا ته د جهاد لپاره راوبلل ،چې په دوی کې حسن،حسین ، ابن عباس او ابن جعفر هم ول .

حضرت عثمان (رض) وینا ورته وکړه او جهاد ته یې وهڅول. په پایله کې افریقا سوبه شوه او په تواریخو کې راغلي،چې حسنینو په دې جګړوکې ډېرې سرښندنې کړي او په دې وخت کې یې د یزید ژونددود هم ښه وپېژانده .

== اتم څپرکی == 

مېړنی او ماتمخی حسین (رض)[سمول]

حضرت حسین (رض) ډېر سخي، پتمن او مېړنی و. د خپل مشرورور امام حسن(رض) تر شهادت وروسته د معاویه بن ابوسفیان پر ضد راپانڅېد؛ ځکه ورور یې سوله او تړونلیک ورسره کړی و، یارانو یې ورسره مبارزې ته هڅاوه؛ خو ده ورته ویل، چې د تړون وخت پای ته رسېدلی نه وي، ماتول یې روا نه دي .

تاریخ د حسین (رض) بېسارې مړانه روایتوي؛ لکه چې د شمالي افریقا، طبرستان او قسطنطینې په جګړو کې یې برخه درلوده .

حسین(رض) پر ۵۱س په هغه لښکر کې له یزید سره ملګری و،چې قسطنطنیی ته تله .

په کربلا کې چې حسین(رض) کومه مړانه او سرښندنه وکړه، په بشري تاریخ کې یې بېلګه نشته .

په تاریخ کې لولو،چې کله د خلیفه حضرت عثمان (رض) کور کلابند و؛نو ده او مشر ورور یې د وره پاسوالي کوله او پر کومه ورځ،چې راپاڅېدلیو سخت برید وکړ؛نو حسنینو سخته مقابله وکړه، ان چې دواړه ټپیان هم شول ؛خو بیا یې هم د خلیفه له ملاتړه لاس وانخست.

خلیفه له کوره راووت او له حسنینو او نورو ځوانو اصحابو یې مننه وکړه او ترې یې وغوښتل،چې پاسوالي پرېنږدي .

یوه ورځ حضرت حسین(رض) سپور پر یوه بېوزلي ټولي تېرېده،چې ټیکله یې خوړه،سلام یې پرې واچاوه،بېوزلیو د ټیکلې خوړو ته راوباله،حسین هم ورکوز شو ویې ویل : «ان الله لایحب المستکبرین؛ د خدای سرغړاندي نه خوښوي » .

تر خوراک وروسته یې ورته وویل: ستاسې بلنه مې ومنله، اوس مو خپل کورته بلم او بېوزلیو هم ورسره ومنله ،ورسره ولاړل او څه چې چمتو ول ، ورته یې راوړل.  

نهم څپرکی[سمول]

یزیدي خوی واکمني[سمول]

طبراني د یزید په باب وایي :یزید په ځوانۍ کې شرابخور و.

ابن کثیروایي: یزید یو سخي، زغمناک، ژبور - فصیح، شاعر، مېړنی، د نظر خاوند، مدیر او مدبر د ښه چلن خاوند او ښکلې څېره یې درلوده؛ خو داسې خویونه یې هم درلودل،چې دده مقام یې خورا راټیت کړی و؛ لکه په ځاني غوښتنو پسې روان و، کله یې ځینې نمونځونه نه کول .

پر یزید ډېری نیوکې؛ شراب څښل، شهوتپالنه او د ځینو ناجایزو چارو کول وو .

یزید یې پر کفر او الحاد تورن کړی نه؛بلکې فاسق یې ګڼلی دی، یزید له موسیقۍ، شراب څښلو، ښکار، شهوت او د سپي او مریي درلودو سره مینه درلوده ،پسه ،ییږه او بېزو به یې جنګلول او ورته به ناست و .

  === د یزید واکمني ===

معاویه بن ابوسفیان تر ځان وروسته ،حضرت حسن (رض) خپل ځایناستی کړی و،. ځینو مامورینو یې یزید اوڅار کړ؛خو په اړه یې شکمن و،تردې چې حسن (رض) شهید کړای شو ؛نود یزید خلیفه کېدو ته پرېکنده هوډمن شو.

یزید پر۲۵یا ۲۶یا ۲۷ س زیږېدلی او د خپل پلار پر ژوندونې بیعت ورته اخستل شوی او چې واګې یې تر لاسه کړې؛ نو پر۶۰س یې بیعت نوی کړ؛ یعنې یزید پر۳۵ کلنۍ کې خلیفه شو .

معاویه بن ابوسفیان پر ۴۹ س یزید ته له خلکو بیعت واخست، عام خلک یې له دې کړنې خپه ول؛ځکه د یزید کړنې ورمعلومې وې.

یو شمېر وګړو یزید ته وویل،چې خلافت درته ښه نه دی او ستا په خیر دی، چې ترې تېر شې؛نو ځکه یزید له خپل هوډه لاس پر سر شو او له پلار سره یې سلامشوره وکړه او دواړو ددې چار پرېښوولو ته یو خوله شول .

پر۵۶س،معاویه بن ابوسفیان بیا د یزید بیعت اخستو ته لېچې راونغاړلې او ټولو ولایاتو ته یې پیغامونه واستول، په پایله کې ټولو ورسره ومنله؛ خو دغو مشرانو اصحابو کرامو ورسره ونه منله :

عبدالرحمن بن ابوبکر،عبدالله بن عمر، حسین بن علي، عبدالله بن زبیر او عبدالله بن عباس (رضی الله عنهم).
 معاویه بن ابوسفیان پر۵۶س د عمرې لپاره مکې مکرمې ته ولاړ او په راستنېدو کې  مدینې منورې ته ورغی او هلته یې یوه وینا وکړه،چې پورته وګړي هم ورته ناست ول، خلکو په شتون کې له یزید سره بیعت وکړ؛ خو دوی نه مخالفت وکړ او نه موافقت. په همدې ترڅ کې عبدالله بن زبیر(رض) نیوکه وکړه: «نه ښایي د خپل زوی لپاره پر بیعت اخستو ټینګار وکړې درې وړاندیزه درته کوم،چې تر تا وړاندې خلفاوو خلافت ته د ور رسېدو طریقې وې : 

۱- یا د پېغمبراکرم(ص) په څېر وکړه،چې څوک یې ترځان وروسته خلافت ته نوماند نه کړ او د خلیفه ټاکنه یې مسلمانانو ته ورپرېښووله او په پایله کې ،خلکو ابوبکر(رض) وټاکه. ۲-یا د ابوبکر (رض) لار خپله کړه،چې داسې یو تن یې پر خلافت وټاکه چې خپلوي یې ورسره نه درلوده .

۳-یا د عمر(رض) پر لار ولاړ شه، چې خلافت یې شپږو تنو ته ورپرېښود، چې زوی یې پکې نه و  »

خو معاویه ورته وویل: اوس نو وخت له ګوتو وتلی او د یزید لپاره د بیعت چارې پای ته رسېدلي؛ نو خوښه مې ده چې تاسې هم له یزید سره بیعت وکړﺉ .

د یزید سخت پېر[سمول]

چې یزید واکمن شو؛نو یوازې له حسین، عبدالله بن زبیر،عبدالله بن عباس، عبدالله بن عمر او عبدالرحمن بن ابوبکر (رضی الله عنهم ) څخه د بیعت اخستو په سوچ کې و اوبله اندیښنه یې نه درلوده؛نو د مدینې والي؛ ولید بن عتبه ته یې لیک ولېږه :

بسم الله الرحمن الرحیم

د مؤمنانوله امیر،یزیده،ولیدبن عتبه ته؛ امابعد؛ معاویه د خدای یو بنده و، چې خدای عزت او واکمني ورکړې وه ،تر ټاکلي وخته یې ژوند وکړ او پر ټاکلي وخت ومړ. په پای کې حسین، عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبیر سخت او بې امانه بیعت ته اړ کړه، چې بیعت وکړي«والسلام»

ولیدبن عتبه،د لیک تر لوست وروسته د مدینې مخکېنی والي مروان بن حکم سلامشورې ته راوغوښت، مروان ورته وویل:«مخکې تردې چې دلته د معاویه د مړینې خبر خپور شي؛ نو څوک ورپسې ولېږه، چې راشي او یـزید ته بیعت ترې واخلې اوکه ډډه یې وکړه؛نو ویې وژنه . »

د ولید استازي په جومات کې حسین بن علي او عبدالله بن زبیر (رضی الله عنهم ) ته د مدینې د والي پیغام ورساوه؛ حسین (رض) په ځانګړي فهم او ځیرکۍ سملاسي پوه شو ویې ویل: ښکاري معاویه مړ شوی او د مدینې والي غواړي د خبر تر خپرېدو وړاندې یزید ته بیعت رانه واخلي.

عبدالله بن زبیر هم د حسین وینا تایید کړه .

حسین (رض) د زیاتې پلټنې لپاره، هوډ وکړ،چې د مدینې والي ته ورشي؛ نو خپلو یارانو ته یې وویل، چې وسلوال له والي کره ولاړ شي او سپارښتنه یې ورته وکړه: که مې راوبللئ، یا مې غږ پورته شو؛ نو په بیړه مې مرستې ته راودانګئ ،که نه سترګې پر لار وسئ چې درستون شم.

حسین (رض) د مدینې والي ته ورننووت او دا چې له یزید سره د بیعت وړاندیزیې ورته وکړ، ویې ویل: پټ په پټه بیعت نه کوم،چې کله امیر په جومات کې له خلکو یزید ته بیعت اخسته؛ نو زه به هم بیعت ورسره وکړم »

د مدینې والي د مروان له ناباندۍ - مخالفت سره سره، د حسین (رض) وړاندیز ومانه، والي، مروان ته وویل: نه غواړم د حسین د وینې په ډېر کوچني څاڅکي الهي درشل ته ورشم؛ ځکه وژنه یې ډېره درنه او نه بښونکې ده .

حضرت حسین (رض) چې کور ته راستون شو،هوډی يې وکړ، چې د شپې شپې مکې ته هجرت وکړي، بلخوا پر همدې شپه عبدالله بن زبیر او ورور یې جعفر هم له مدینې ځنې مکې ته وخوځېدل . په مکه کې د حسین سرباندې - فوق العاده درناوی وشو او ډلې ډلې خلک به ورتلل او د ده خبرو او ویناوو ته یې غوږ ایښووه.

عبدالله ابن زبیر(رض) هم د کعبې ترڅنګ پر عبادت بوخت شو او کله تر نمانځه وروسته له ګڼو خلکو سره د حضرت حسین (رض) لیدو ته ورته .


لسم څپرکی[سمول]

د یزیدیانو پر ضد حسیني فتواوې او پاڅون[سمول]

د اموي واکمنۍ پر ضد حسیني فتواوې[سمول]

د یزیدیانو پر وړاندې د حسین(رض) دریځ ټولو ته څرګند دی. حسین په دوو پړاوونو کې د امویانو پر ضد دریځ ونیو:

لومړی پړاو: هغه مهال و، چې له یزید سره یې له بیعته سرغړونه وکړه او ځان یې مکې ته ورساوه، په دې پړاو کې یې له شرعي پلوه له یزید سره د بیعت په اړه خپل دریځ څرګند کړ، چې په دوو دلایلو بیعت ورسره سم نه دی :

لومړی دلیل : دا چې یزید عادل نه دی  . 

حال دا چې حسین(رض) تر یزیده خلافت ته غوره او وړ دی؛ ځکه حسین یو عالم دی او د خلکو په نزد تر یزیده، د صلاحیت خاوند او ټولمنلی دی .

دویم دلیل: یزید په شوراخلیفه شوی نه دی .

البته هغه وخت چې حسین(رض) له مکې ځنې کوفې ته خوځېده، د رسول اکرم (ص) دا خبره وریاده وه چې : «من مات ولیس فی عنقه بیعة مات میتة جاهلیة؛ څوک چې ومري او کوم بیعت ورترغاړې نه وي؛ مړینه یې د جاهلیت مړینه ده ؛یعنې پر کفر مړ شوی دی  »

او پخپله یې دا حدیث داسې تفسیراوه چې: دا حکم، هلته دی، چې خلیفه صالح او د خلافت صلاحیت ولري او د مسلمانانو شورا ټاکلی وي .

او د حسین بیعت نه کول؛ یعنې اسلامي حکومت ته د یزید صلاحیت نه درلودل؛ نو ځکه یزید په مدینه کې خپل والي ته ولیکل، چې حسین بن علي او عبدالله بن زبیر بیعت ته ټینګ ونیسه .

دویم پړاو :

اموي دولت پر ضد د عمل پړاو دی، چې له ګردو ستونزو سره یې ډغرې ووهلې .

کوفیانوهم حسین د ظالم واکمن راپرځولو ته راوباله،چې دا چار یوازې ستاسې دی او بیعت لیکونه یې ورولېږل .

د حسین په پاڅون پورې اړوند څيزونه[سمول]

د خدای له امن سیمې راوتل او ځان په خطر کې اچول، یو ستونزمن چار و، چې حسین وکړ او که کوفیان ،پر خپلو ژمنو درېدلي وای؛ نو سترې چارې به یې ترسره کړې وای لکه : 

۱-خدای پاک به اسلامي امت پر حسین راټول کړی وای چې اسلامي احکام پرې پلي کړي .

۲-د خلیفه ټاکنه به له میراثي دوده ،شورایي دود ته ورګرځول ولري .

او دا له معاویه بن ابوسفیان سره د امام حسن (رض) د سولې تړون لیک له بندونو ځنې ده، چې د معاویه تر مړینې وروسته د خلافت ټاکنه د شورا پر غاړه ده .

۳- د سوبه شویو سیمو پېینه - تنظیمول او متقي او ځان ساتي والیان ورباندې ګومارل او ... نورې چارې یې چې کړای شوې .

د یزید پرضد پاڅون سم و که نه ؟[سمول]

ځینې وایي چې حسین (رض) د مسلمانانو د خلیفه پر ضد راپاڅېدلی و، چې دا چار یې ناسم و او یزید پر حقه و او حسین پر باطلو !!! (نعوذبالله ).

خو فقها وایي : حسین (رض) د ټینګو دلایلو له مخې ویل، چې یزید نه یوازې خلافت ته وړ نه و؛ بلکې شرعي پولې هم لتاړي او د نبوي سننو او راشدینو خلفاوو پر دود هم نه ځي . حسین په دې اړه خپل ټنیګ هوډ وکړ او فتوا یې ورکړه،چې بې کفایته او بې عدالته دی او پکار دي، چې بیعت ورسره ونشي او د امت پر عالمانو واجب دي، چې «پر نېکیو امر او له بدیو منع »وکړي او اموي واکمني له سترو منکراتو ځنې ده او حسین (رض) له ساداتو ځنې او ستر عالم دی او له یزید سره یې هم بیعت کړی نه دی؛ ځکه دا دې منکر اړولو ته یو خورا وړ وګړی دی . دا دریځ یې د زمانې پر امام او خلیفه پاڅون نه؛ بلکې د«منکر» سمول، د باطلو پر وړاندې مقاومت او واکمني پر اسلامي کړلارې چلول دي او پوهېده،چې په دې پاڅون کې شهیدېږي؛ لکه چې عبدالله بن عباس (رض) ته یې ویلي ول : ((که په پلانۍ سیمه کې شهید شم ، تر دې راته غوره ده ،چې په پار مې پر الهي حرم برید وشي)) ټول یې په خپل پاڅون وپوهول،چې واکمن دولت، خونړی او زلنده - ظالم دی او په رښتیا هم دولت د کربلا تر پېښې وروسته د((حرې)) ناوړه پېښه هم رامنځ ته کړه .


یوولسم څپرکی[سمول]

کوفیان او لیکونه یې[سمول]

کوفه[سمول]

باید پوه شو له کومې سیمې سره،چې حضرت حسین (رض) او حضرت مسلم (رض) سروکار درلود، زیات شمېر یې نوي مسلمانان شوي، ازاد کړای شوي مریان، ساساني ازاد او سوکاله عربان ول . عراقیان له واک، شتمنۍ پالۍ، ورځچارۍ - فرصت طلبۍ او قوم پالۍ سره روږدې شوي ول؛ دا ځانګړنې هغه وخت رابربنډې شوې،چې یو لوري ته ګروهه، آرونه او اخلاق ول او بل لوري ته شتمني، دبدبه، مقام او ژرتېرې ګټې پرخپلو آرونو او ګروهو غوره وګڼلې .

د کربلا غوړپکه - پېښه[سمول]

‎ که ددې زړه بوږنوړی پېښې له یادولو، د سترګو پټولو څه چاره وای؛ نو بیخې مې نه یادوله؛ ځکه په دې پېښه هر مسلمان له شرمه خپه کېږي، سر ځوړندوي او خولې پرې راماتېږي؛ خو تاریخ له ترخو او خوږو غوړپکو - پېښو سره خپل بهیر غځوي او تاریخپوه د غوړپکو د ثبت او اکر بکر - حالاتو د څرګندولو په پار اړ دی، چې د خپلو زړګنیو غوښتنو پرخلاف دا ډول زړه ویروړی غوړپکې رایادې کړي.

اوس له خپل ځان او وجدانه په بښنې او د نبوي کورنۍ فضایل پېژاندو لوستونکیو څخه په معذرت د پېښې پر یادولو لګیا کېږم :

حضرت حسین(رض) له یزید سره بیعت ونکړ، پردې دریځ ټینګ ودرېد. یزید او مامورینو یې د عبدالله بن عمر، عبدالله بن زبیر او عبدالرحمن بن ابوبکر او نورو(رضی الله عنهم) له بیعت نه کولو د حسین بن علي (رض) تر بیعت نه کولو له رسول اکرم(ص) سره د خپلوۍ او ددې خپلوۍ د اغېز له امله ډېر اهمیت ورکړ. دغسې پردې هم پوره پوهېدل،چې علي (رض) له معاویه سره څه ډول دریځ درلود. حضرت حسین (رض) یزیدیانو ته سر  ټیټ نه کړ او په بصیرت او لیدانې یې چې کوم دریځ نیولی و، ترې وانه وړېد . 

کوفیان[سمول]

چې کوفیان خبر شول،معاویه بن ابوسفیان مړ شوی او چارواکي یزید ته ور پرېښوول شوې او حسین (رض) له یزید سره له بیعته ډډه کړې او مکې ته راغلی؛نو پرېمانه بلنلیکونه یې ورولېږل، چې کوفې ته راشي، په ځینو روایاتو کې راغلي،چې دا اتلس زره لیکونه ول .

مسلم بن عقیل(رض) او د کوفې حالات[سمول]

حسین (رض) د لیکونو د سموالي معلومولو او د حالاتو ارزونې لپاره د خپل تره زوی، مسلم بن عقیل(رض)کوفې ته ورولېږه.

مسلم (رض) له قیس بن مسهر صیداوي سره مدینې ته ورغلل او په مدینه کې یې دوه لارښوونکي له ځان سره کړل. د کوفې پر لار دواړو لارښوونکیو، لار ورکه او له تندې مړه شول.

مسلم بن عقیل چې تر ډېرو ستونزو وروسته یو ځای ته ورسېدل، حسین (رض) ته یې د یوه لیک په ترڅ کې وکښل، چې د بېرته راستنېدو اجازه دې ورکړي؛خو حسین ورته وکښل چې درومئ .

مسلم ستړی او خپه له بېدیا مېشتو د کوفې لار پوښتي او ځان یې کوفې ته ور ورساوه. په کوفه کې د مختار بن ابوعبید ثقفي په کور کې مېشت شو او وروسته چې عبیدالله بن زیاد د کوفې والي شو، دا چې کړلارې یې رابرسېره نشي؛ نو«هاني بن عروة» کره ورغی او چې پرې شکمن شول؛ نو له مسلم عوسجه اسدي کره د ډېر لږ وخت لپاره ولاړ. اسدي د حسین له سر سختو پلیونو ځنې و، چې پرېمانه لیکونه یې وراستولي ول .

خلک چې د مسلم له راتګه خبر شول؛ نو د ده یې خورا عزت او درناوی وکړ او دولسو زرو او په بل روایت کې اتلسو زرو تنو د حسین په نیابت چټک او په ځانګړیو شرایطو بیعت ورسره وکړ؛ مسلم ددې حالاتو په لیدو حسین (رض) ته لیک ولېږه،چې د کوفې شرایط چمتو او خلک درته کازمن - لېوال دي .

د لوړې موخې پر لور[سمول]

حسین (رض) ته چې د مسلم لیک ور ورسید؛ نو پر۶۰س دذی الحجې پر اتمه (د مسلم تر شهادت یوه ورځ مخکې) له مکې راووتلل. له حسین سره خپل اهلبیت او شپېته کوفي مشران ول. د حسین ډېرو دوستانو ترې وغوښتل،چې کوفې ته ولاړ نشي او دا یې وریاده کړه،چې کوفیانو یې له پلار او ورور سره بې وفایي کړې او ناسم چلېدلي ول؛ خو حسین له خپل هوډه لاس وانخست او خپله لار یې ونیوه.

په دې باب لومړی د اصحابو دریځونه څرګند وو؛ځکه ډېری اصحاب یې کوفې ته پر ورتګ خوښ نه ول.  

دولسم څپرکی[سمول]

د حسین د پاڅون په اړه د اصحابو دریځونه او عبیدالله ته د یزید نوي احکام[سمول]

=== د اصحابو او تابیعنو دریځونه === 

د رسول الله (ص) اصحاب، چې کوفې ته د حضرت حسین (رض) د ورتلو له هوډه خبر شول؛ نو سملاسي یې ځانونه ور ورسول او له دې چاره یې منع کړ،چې دادي :

عبدالله بن عمر،عبدالله بن زبیر، عبدالله بن عباس او ورور یې محمد بن الحنفیه رضی الله عنهم اجمعین. 

د عبدالله بن عباس (رض) دریځ[سمول]

عبدالله بن عباس (رضی الله عنهما) ورته وویل : خبر شوی یم عراق ته ځې ، هلته به څه کوې؟

حسین (رض) ورته وویل : د عراق ورتلو ته مې ټینګ هوډ نیولی او په دې نژدې ورځوکې ورتلونکی یم .

ابن عباس وویل: ایا هغې سیمې ته ورځې،چې خپل امیر یې شهید کړ او له دښمن سره یو لاس شو؟ بیا هم ورځې؟ ته یې فتنې او جګړې ته بللې یې، هلته دې په امن کې نه وینم. زړونه یې له تا سره؛ خو تورې یې له امویانو سره دي؛ یعنې چا چې بللی یې، د جګړې پر مهال دې غلیمېږي.

حضرت حسین(رض) وویل: په دې اړه له «الله » سره استخاره کوم او وینم چې څه به وشي؟

ابن عباس یې له خبرې پوه شو،چې تلو ته چمتو دی؛ خو خپل تګ ترې پټوي.

سبا بیا ورغی ورته یې وویل:د تره زویه! له ورتلو دې ډارېږم او وېریږم،چې هسې نه شهید دې کړي؛ ځکه عراقیان سرغاړي دي. دلته کېنه، چې خپل غلیم له منځه یوسي؛ بیا ورشه، که نه یمن ته ولاړ شه؛ ځکه هلته دې د پلار دوستان دي او کلاګانې هم شته او له خلکو ګوښه شه؛ نو ځکه هغوی چې لیکونه در استولي،ورته ووایه : « لومړی خپل غلیم له منځه یوسئ،بیا درځم» که داسې یې وکړل،ډېر ښه او هیلمن یم که دغسې وکړي؛نو ډېر به ښه شي.

حضرت حسین(رض) وویل: د تره زویه! پر خدای قسم پوهېږم،چې راته ورماند - ناصح او امین یې؛ خو د تللو مې ټینګ هوډ کړی دی.

ابن عباس ورته وویل: که بې ورتګه دې څه چاره نه وي؛ نو له کورنۍ سره دې مه ځه؛ ځکه ډارېږم د حضرت عثمان (رض) په څېر د خپلې کورنۍ په مخ کې شهید نشې.

لنډه دا چې خبرې وغځېدې او حسین قانع نشو، تر دې چې وخت یې راورسېد او له خپلې کورنۍ سره ولاړ .

د عبدالله بن عمر(رض) دریځ[سمول]

حسین (رض) دوه ورځې لار وهلې وه،چې عبدالله بن عمر(رض) ځان ور ورساوه ورته یې وویل: چېرې ځې؟

حسین (رض) ورته وویل : کوفې ته ځم او د عراقیانو لیکونه او بیعت لیکونه یې ور و ښوول .

عبدالله بن عمر(رض) چې د کوفیانو لیکونه وکتل، له حسین سره یې زیاتې خبرې وکړې او کوفیانو چې د ده له پلار او ورور سره کومې نادودې او ناځوانۍ کړې وې، ټولې یې له غوږه ورتېرې کړې او ترې یې وغوښتل چې کوفې ته بیخي مه ځه او که اړ یې چې له مکې نه ووځې؛ نو یمن غوره ځای دی .

حسین (رض) د مننې په ترڅ کې ورته وویل: کوفې ته له ورتګه مې هیڅ چاره نشته.

عبدالله بن عمر(رض) په ژړا او زاریو په غېږ کې ونیو ورته یې وویل: شهیده! د خدای په امان .

د عبدالله بن زبیر(رض) دریځ[سمول]

په ځینو کمزوریو او ان منکرو روایاتو کې عبدالله بن زبیر(رض) تورن شوی، چې دا عراق ته د حسین (رض) د ورتللو آریز لامل دی.

په ډېری کتابونو کې راغلي، کومې خبرې چې د حسین(رض) په زړه کې تېرېدې، عبدالله بن زبیر(رض)پرې پوهېده؛ نو ځکه یې کوفې ته له ورتلو منع کاوه،قسم یې ورکاوه او داسې خبرې یې ورسره کولې: « چېرې ځې؛ هغه قوم ته چې ستا پلار یې شهید کړ او پر ورور دې یې ګوزار وکړ »

په مداین کې سنان جعفی پر امام حسن(رض) ګوزار وکړ.

عبدالله بن زبیر(رض) پوهېده، چې که حسین(رض) کوفې ته ولاړ شي، هرومرو شهیدېږي؛ نو ځکه ډګر کې یزید ته یوازې پاتېږي او پردې هم پوهېده، چې د حسین شهیدانول هم څه اسان چار نه دی؛ نو که دا شهید کړي زما(ابن زبیر) شهیدانول ورته خورا اسان دي .

نو ځکه عبدالله بن زبیر(رض) سلامشوره ورکوي،چې همدلته پاتې شه او خلافت تر ګوتو کړه: « که دلته پاتې شې؛ ملګرتوب به دې وکړم، ورم -نصیحت به درته وکړم او بیعت درسره کوم  » عبدالله بن زبیر(رض) په دې خبره کې د حسین د درناوي او مقام په پار عمومي ریاست ورسپاري .

حسین (رض) وویل :« که په پلانۍ سیمه یا بله سیمه کې ووژل شم، تردې به غوره وي،چې «حرم الله » مې په پار تر برید لاندې ونیول شي  »

ډېری اصحابو په بېلابېلو دودونو سلامشوره ورکوله،چې کوفې ته له ورتلو یې واړوي؛ خو حسین یې خبرو ته څه پاملرنه نه کوله.

د عبدالله بن جعفر(رض)دریځ[سمول]

عبدالله بن جعفر(رضی الله عنهما) یې د یوه لیک په ترڅ کې کوفې ته له ورتلو منع کوي او لیک د مسلم بن عقیل زامنو«عون او محمد» ته ورلېږي. لیک دادی :

«اما بعد:

پر خدای قسم درکوم! چې کله دا لیک وینې؛ نو له خپلې موخې واوړه؛ ځکه خیرخواه دې یم؛ نو راستون شه، چې په دې لار کې ورکېږې او اهل بیت دې بندیانېږي. » خو حسین راستون نشو.

عبدالله بن جعفر(رض) انګېرله، چې ښایي د مکې له والي« عمرو بن سعید بن العاص» څخه ډارېږي؛ نو ځان یې په بیړه ورورساوه او والي یې له پېښې خبر کړ ورته یې وویل: حسین(رض) ته یو امان لیک ولیکه او ژمنه ورکړه، څو په مکه کې وي، د ده له شان سره مناسب چلن به ورسره کېږي.

عمرو بن سعید، عبدالله بن جعفر ته وویل: « څه چې لیکې، زه به یې ټاپه او مهر کړم »

عبدالله بن جعفر (رض) وکښل:

« بسم الله الرحمن الرحیم

له عمرو بن سعید نه حسین بن علي ته .

اما بعد:

له الله سبحانه وتعالی غواړم له خپل نېته دې وګرځوي او د خیر لار دروښيي. خبرشوی یم عراق ته دې مخه کړې او له خدایه په مسلمانانو کې له درز اچولو پنا غواړم؛ځکه په دې باب دې له منځه تلل وینم او عبدالله بن جعفر او خپل ورور یحیی بن سعید درلېږم؛ نو له دوی سره راستون شه، راسره په امان کې یې، په نېکۍ به چلن درسره وشي او یو له بل سره به ښه ګاونډیان وسو او په دې باب الله سبحانه وتعالی، ګواه، کفیل او وکیل دی.والسلام علیکم  »

خو حسین(رض) راستون نشو او خپله لار یې ونیوه.

یزید خبر شو[سمول]

چې کله «نعمان بن بشیر» د کوفیانو له لیکونو او د مسلم بن عقیل له راتګه خبر شو،د ښار په جومات کې یې خپل دریځ اعلان کړ:

« د الله بندګانو! له الله وډار شئ او په فتنه او درز کې یو له بل سره سیالي مه کوﺉ؛ځکه په فتنو کې سړي وژل کېږي او وینې بهېږي او شتمنۍ غصبېږي.»

په پای کې یې وویل: چې څوک جګړه راسره ونکړي، ورسره نه جنګېږم؛خو که خپل بیعت مو مات کړ او له خپل امام سره مو مخالفت وکړ؛نو پر خدای قسم،چې څو مې توره په ښي لاس کې کې وي، پرې یې وهم او هیلمن یم حق پېژاندي تر باطل غواړیو ډېر وي .

نعمان بن بشیر په دې وینا اشاره وکړه،چې د حسین(رض) له مرستند ویانو یم.

نعمان بن بشیر په دې وینا اشاره وکړه،چې د حسین(رض) له مرستندویانو یم.

په همدې وخت کې له امویانو سره همژمنی «عبدالله بن مسلم بن سعید حضرمي» راپاڅېد ویې ویل: دا څه د کمزوریو او لاس پښو ماتو دریځ دې ونیو او باید په اړه یې خپل دریځ واړوې او کوفې ته بېرته امنیت راولې.

نعمان یې خبرې رد کړې ویې ویل: که د الله د اطاعت په لار کې له کمزوریو ځنې وسم،تردې غوره ده،چې د ګناه په لار کې له زورورو ځنې ووسم . ته وا په سیاست کې یې ډېر خدای په پام کې نیوه .

تردې وروسته «عبدالله بن مسلم بن سعید حضرمي » په یوه لیک کې یزید د کوفې له پېښو، د نعمان بن بشیر له دریځ او له حسین(رض) سره د خلکو له بیعته خبر کړ.


یزید د یوه لیک په ترڅ کې، د بصرې والي عبید الله بن زیاد ته د کوفې امارت هم وروسپاره او امر یې ورکړ همدا چې کوفې ته ورننووتې؛نو مسلم پیدا؛ یا یې بندي کړه، یا یې له ښاره وباسه اویا یې ووژنه.

زلنده - ظالم واکمن[سمول]

مسلم بن عقیل،چې کوفې ته راورسېد؛نو د حسین(رض) په استازیتوب لږ تر لږه دولسو زرو تنو بیعت ورسره وکړ.

مسلم چې له حسین سره د خلکو دا مینه او تلوسه ولیده؛ نو لیک یې ور وکښه،چې د خپلو پلیونو؛ د کوفې ښار ته راوځغله.

حسین (رض) د اصحابو له سخت ناباندۍ - مخالفت سره سره له مکې نه کوفې ته راروان شو او بلخوا یزید هم عبید الله بن زیاد د کوفې والي ګومارلی و.

کوفیان هم خبر شوي ول،چې حسین(رض) کوفې ته راروان دی او ژر به را ورسي؛ نو بې صبره ورته سترګې پر لار ول.

عبیدالله په بصره کې خپل ورور عثمان بن زیاد خپل نایب وټاکه او د بصرې له مخورو؛ لکه مسلم بن عمرو باهلي، شریک بن اعورحارثي او حشمه او کورنۍ سره یې کوفې ته را روان شول .

د ښار دباندې یې توره پګړۍ وتړله او خپل مخ یې هم ورباندې پټ کړ،چې ونه پېژندل شي او ملګرو یې هم همدغسې وکړل،چې ښار ته ورننووتل . کوفیانو تود ښه راغلاست ورته ووایه، ټولو ویل:« السلام علیک یا ابن رسول الله (ص) » د رسول الله (ص) زویه !سلام درباندې .

عبیدالله د لاس په اشارې ځواب ورکاوه. ډېر خلک ورپسې روان ول،چې د امارت ماڼۍ ته ورسېدل.

نعمان بن بشیر،چې د نورو خلکو په څېر شکمن نه و، چې حسین(رض) راغلی، په ظاهر یې د امارت ماڼۍ بنده کړې وه، عبیدالله بن زیاد، ور ډېر وټکاوه او ور یې ورته پرانست،چې ور پرانستل شو؛نو عبیدالله خلکو ته خپل مخ ورښکاره کړ،خلک یې په لیدو سخت خپه شول، په تېره نعمان بن بشیر.

عبید الله چې ماڼۍ ونیوه؛ نو امر یې وکړ،چې سملاسي دې د کوفې د ټبرونو مشران راټول کړي،چې راغلل ویې ګواښل که هر یو مشر د خپل قوم ښورښي وګړي و نه ښيي؛ نو له بیت الماله به یې معاش پرې شي.

ورپسې نمانځه ته راووت او خلکو ته یې وویل: څوک چې ملګرتوب راسره کوي،ورته خیر دی او ښورښي وګړیو ته ناوړه پایلې او ګواښونه دي .

بیایې د شام یو هستوګن «معقل» ته درې زره درهمه ورکړل ورته یې وویل : په مسلم بن عقیل پسې وګرځه، بیعت ورسره وکړه او داپیسې هم ورکړه .

«معقل » پېسې واخستې او د ښار ستر جومات ته ولاړ، یو یې ولید،چې د جومات له ستنې سره ډېر نمونځونه کوي. ورنژدې شو، چې له نمانځه خلاص شو، ورته یې وویل: درځار! زه د شام یم او د «کلاع» له ازاد کړای شویو مریانو ځنې یم . الله د اهل بیتو مینه راکړې او همدغسې له هغه سره مینه، چې له اهل بیتو سره مینوال وي، دا درې زره درهمه راسره دي او هغه ته یې ورکوم،چې اهل بیتو ته ورسي. 

خبر شوی یم دلته له اهل بیتو یو تن راغلی، راښولای شې چې دا پیسې ورکړم، چې د خپلو دوستانو ستونزاواری پرې کړي ؟

لمونځ کوونکي وویل : په دې ټولو نمونځ کوونکیو کې څنګه پوه شوې ،چې زه هغه تن درښوولای شم؟

معقل وویل: له څېرې دې د خیر نښې څرګندېږي؛ نو ګومان مې وکړ،چې ته مې وربوتلای شې.

نمونځ کوونکی د معقل په خبرو وغولید،ویې ویل : هو، زه هم یو له هغو ځنې یم ،چې مسلم راکره دی.

نامه مې «مسلم بن عوسجه» او د اهلبیتو له مرستندویانو ځنې یم او له لیدو دې خوښ یم او ددې سرغړاند «ابن زیاد» له ډاره مې ځای ورکړی دی .

معقل سبا ګهیځ ورغی او تر ماښامه ورسره و اوځان یې پر حالاتو خبر کړ او د شپې ابن زیاد ته ورغی او د مسلم بن عقیل ټولې کړلارې یې وربربنډې کړې ورته یې وویل: مسلم، همدا اوس له «هاني بن عمروه» کره دی او په دې توګه ابن زیاد ځان د مسلم بن عقیل پر کړلارو پوه کړ .

د هاني بن عروة بندیانول[سمول]

«محمد بن اشعث» او«اسماً بن خارجه» عبیدالله بن زیاد ته ډېر ورتلل .

ابن زیاد وویل: هاني بن عروه څه کار کوي؟

ویې ویل :هغه بوډا او ناروغ دی او دباندې راوتی نشي.

ابن زیاد وویل: خبر شوی یم چې هره ورځ د کور دباندې کېني؛څه شوی چې ماته نه راځي؟

دواړو وویل: خبره دې وررسوو، تر ناستې وروسته عروه ته ورغلل او د ابن زیاد خبره یې ورته وکړه .

ویې ویل: که اوس راسره ولاړ نشې؛ نو ابن زیاد به راغوسه شي.

هاني، پر خپله غاتره سپور شو، چې د امارت ماڼۍ ته ورنژدې شو، خپلو ملګرو ته یې وویل: ډارېږم.

ویې ویل: ولې ډارېږې،پر تا خو کوم تور نشته .

هاني چې ابن زیاد ته ورغی، ابن زیاد دا شعر ورته ووایه:« ارید حیاته ویرید قتلی؛ غواړم ژوندی پاتې شي؛ خو هغه غواړي چې مې ووژني.»

هاني وویل: امیره! مطلب مو څه دی ؟

ابن زیاد وویل :څه به تردې ستر وي،چې مسلم بن عقیل دې خپل کور ته راوستی او حسین ته بیعت اخلې؟

هاني وویل: خبر ترې نه یم !!!

ابن زیاد خپل مریی ته وویل : معقل ته ووایه چې راشي.

چې هاني،معقل ولید؛نو پوه شو،چې دا یو ځری دی؛ نو ځکه یې د مسلم په راتلو نټه وکړه. هاني چې ځان سپیناوه ویې ویل: ما رابللی نه دی او مېلمه راکره راغلی، ورځم چې خپله ژمنه ورسره ماته کړم او له کوره یې وشړم .

ابن زیاد وویل: پر خدای قسم! ولاړ به نشې،چې راوستی دې نه وي.

هاني وویل: مېلمه مې راولم،چې ویې وژنې! پر خدای قسم بېخي دا چار نه کوم .

ابن زیاد د هاني په خبره سخت غوسه شو او په کونټۍ یې ټپي کړ. په ښار کې ډنډوره شوه،چې عبیدالله هاني وژلی دی. عمرو بن الحجاج زبیدی خبر شو، چې عبید الله د هاني قوم مشر وژلی دی.

عمرو د ولایت ماڼۍ کلابنده کړه ویې ویل: له محاصرې تر هغې لاس نه اخلم، چې د هاني له سلامتۍ خبر نشم.

ابن زیاد د ښار قاضي ته امر وکړ، چې د هاني «بندخوني» ته ورشي او وویني، چې ژوندی دی او بیا یې دوی له ژوندیتوبه خبرکړي . قاضي همداسې وکړل او قوم ته یې وویل چې ژوندی دی او له محاصرې یې لاس واخست .

له مسلم بن عقیل سره دکوفیانو چلن[سمول]

(مسلم له کوفیانو د بیعت اخستو پر مهال ویلي و، چې کله مې وویل: یا د امت ملاتړو، مانا یې دا ده، چې د ژمنې شېبه رارسېدلې او باید جګړې ته چمتو شئ) چې کله مسلم د هاني له ټپي کېدو خبر شو، سملاسي سړک ته راووت او چغه یې کړه: د امت ملاتړو. ددې خبرې په اورېدو د حسین(رض) په زرګونو مینوال وسلوال واټ ته راووتل اود ولایت د ماڼۍ مخې ته ورروان شول .

مسلم له خپلې سترې ډلې سره، ولایت کلابند کړ. عبید الله چې وار له مخه د کوفې له مشرانو سره غونډه درلوده، ورباندې غوسه شو ویې ویل : ورشئ او خپل سرغړاندي خپاره واره کړﺉ. د قومونو مشرانو د ماڼۍ له کړکیو،څوک یې چې پېژندل په نامه یې ورته غږ کاوه،چې ستانه شئ.

عبیدالله یو شمېر له ماڼۍ رابهر کړل،چې په ډنډوره ،خلک وډاروي. ویل یې: له شامه یو ستر لښکر راروان دی او ټول وژني؛ نو هره ښځه راتله او خپل زوي یا مېړه یې له لاسه نیوه او بوته یې .

مسلم د ماسپښین نمونځ له څلورو زرو تنو ملګرو سره په جماعت وکړ، تر نمانځه وروسته یې د ملګرو شمېر چټک لږېده؛ داسې چې د مازیګر نمونځ یې له پینځوسو(۵۰۰) تنو سره وکړ. چې د ماښام نمونځ یې کاوه؛ نو شمېر یې دېرشو تنو ته رسېدلی و؛ نو ځکه خطر یې وننګېره او د کنده د ابوابو پر لور وخوځید، چې مخ یې راواړو؛ نو یوازې لس تنه ورپاتې ول، چې له سړکه تېر شو؛ نو یوتن هم نه و، چې لار وروښیي یا یې خپل کور ته بوځي .

له مسلم بن عقیل سره د کوفیانو د بې وفایۍ کیسه اوږده او دردناکه ده او دا د بشر پر کمزوري پنځ - طبیعت یو ښکاره دلیل دی، چې د مادیاتو، دبدبې او مقام پر وړاندې سرټیټی دی، که څه مخې ته یې اوچت ارزښتونه پراته وي.


 === مسلم شهیدېږي ===

مسلم کړهاند او ځلبلاند ولاړ او د ښار په وروستیو برخو کې یې یو ځانته کور ولید؛ دا کور د حضرت علي د پلیونو د یوې ښځې کور و، چې زوی یې د محمد بن اشعث ازاد کړای شوی مریی و . مسلم ور ټک ټک کړ، ښځې ژر ور پرانست (فکر یې کاوه،چې زوی یې دی )

مسلم وویل: تږی یم،اوبه راکړه.

ښځې یوه کاسه اوبه ورکړې. مسلم د اوبو تر څښلو وروسته هملته کېناست.

څه شېبه وروسته ښځه بیا راغله او مسلم یې هملته ولید ورته یې وویل : وروره! ښه نه ده،چې دلته کېنې خپل کور ته دې ولاړ شه.

مسلم وویل: کور نه لرم «مسلم» یم؛ دې خلکو ټګی راسره وکړه او خوشې یې کړم.

ښځې هېښنده وویل: ته مسلم یې؛ ژر راننوځه، ښځې مسلم ته ځانګړې کوټه ورکړه ښه یې وپاله. زیات وخت تېر نه و، چې زوی یې راغی. زوی ولیدل، چې مور یې هغې کوټې ته ځي راځي، دلیل یې ترې وپوښت. مور تر څه وخته هڅه وکړه، چې ځواب ورنکړي؛ خو په پای کې اړه شوه، چې ورته ووایي: چا ته څه مه وایه،چې مسلم راکره دی.

زوی یې تر ګهیځه د عبیدالله د انعامونو خوبونه لیدل؛نو ځکه ځان یې ډېر کابو نشو کړای او ګهیځ خپل مولا محمد بن اشعث ته ورغی او له پېښې یې خبرکړ.

عبیدالله یو لښکر ورولېږه او مسلم هم توره له تېکې راوایسته او ورسره ونښت او درې ځل یې له کوره وشړل او په پای کې لښکر له دباندې ډبرې ورولې او کور یې وروسوځاوه او مسلم اړ شو،چې له کوره راووځي او دباندې جګړه ورسره وکړي ، محمد بن اشعث په کور کې و؛ ځکه مسلم ته یې امان ورکړی و، او مسلم هم خپله توره محمد بن اشعث ته وسپارله ،بیا یې مسلم بېوسلې او پر یوې غاترې یې سپور کړ.

چې مسلم ځان بندي ولید؛ نو په ژړا شو. ځینو په ملنډو وپوښت: ولې ژاړې؟

ویې ویل: د ځان لپاره نه ژاړم؛ بلکې حسین ته ژاړم،چې تاسې ناځوانو ټګي راسره وکړه او ما لیک ورلېږلی چې راشه، نن یا سبا به راورسي.

مسلم، محمد بن اشعث ته وویل : سړیه!

نن یا سبا مې له امانه بېوسېږي؛ نو زما له لوري حسین ته یو تن ورولېږه ورته ووایه چې زه بندي (مسلم) شوی او نن یا سبا وژل کېږم،کوفیان دې و نه غولوي؛ځکه دوی دې د پلار یاران دي او تل یې ستا د پلار د مړینې یا وژنې هیله درلوده ،کوفیانو غولولی وې او دروغجن حافظه نلري؛ نو له هماغه ځایه ستون شه .

ابن اشعث قسم وخوړ،چې دا کار کوم او ابن زیاد ته هم وایم،چې ما امان درکړی دی .

محمدبن اشعث، ایاس بن عباس طایي راوغوښت ورته یې وویل: حسین ته ځان ورسوه او د مسلم خبرې ورته وکړه. ایاس ته یې سپرلۍ او توښه هم ورکړه چې ولاړ شي .

استازی په «زباله » ځای کې له حسین (رض) سره مخ شواو د مسلم پیغام یې ور ورساوه .

ابن اشعث، مسلم د امارت ماڼۍ ته بوت او ابن زیاد ته یې هم وویل چې ما امان ورکړی دی .

ابن زیاد وویل: ما امان ورکولو ته استولې نه وې او امان دې هم نه منم .

مسلم چې د ولایت ماڼۍ ته ننووت اوبه یې وغوښتې، عمار بن عقبه سړې اوبه ورته راوړې؛ خو دا چې ډېرې وینې ترې بهېدې، له اوبو سره ګډې شوې او له څښلو یې ډډه وکړه.

چې بن زیاد ته ورغی؛ نو ترمنځ یې سختې خبرې اترې وشوې، په پای کې عبید الله ابن زیاد وویل :زه دې وژنم.

مسلم وویل: رښتیا وایې؟

ابن زیاد وویل :هو.

مسلم وویل: اجازه راکړه،چې وصیت وکړم.

شاوخوا یې ولیدل او پر عمر بن سعد یې سترګې ولګېدې، ورته یې وویل: ما او تا خپلوان یو، راځه چې خپل وصیت درته وکړم.

عمربن سعد ورغی او په یوه ګوښه کې کېناستل.

مسلم ورته وویل: په کوفه کې اوه سوه درهمه پوروړی یم، ور یې کړه، تنه مې له ابن زیاده واخله او ښخ مې کړه او حسین ته یو استازی ولېږه او له راتلو یې منع کړه؛ ځکه ما لیک ورلېږلی، چې کوفې ته راشي.

عمربن سعد،چې د مسلم بن عقیل خبر واورېدې ،ټولې یې ابن زیاد ته وکړې.

ابن زیاد ورسره ومنلې؛ خو بې له حسینه، چې په اړه یې وویل: موږ څه کار ورسره نلرو او هغه هم نباید څه کار راسره ولري،که څه کار راسره لري ؛نو موږ هم کار ورسره لرو.

تردې وروسته ابن زیاد امر وکړ،چې مسلم ماڼۍ ته وخېژوي او سر یې پرې کړي. د ابن زیاد جلاد «بکیر بن حمران» د مسلم بن عقیل سر له تنې جلا کړ، حال دا چې مسلم تکبیر وایه او دعا یې کوله: «پالونکیه! زموږ او د هغه قوم ترمنځ پرېکړه وکړه،چې ویې غولولو او خوار یې کړو».

لومړی یې د مسلم سر او بیا یې تنه کوزه راوارتوله .

مسلم بن عقیل پر۶۰ س د ذی الحجې پر نهمه شهید کړای شو او حسین رضی الله عنه یوه ورځ مخکې له مکې څخه کوفې ته راروان شوی او له شهادته یې خبرنه و.

د مسلم تر شهادت وروسته یې «هاني» هم د کوفې بازار ته راوست او اعدام یې کړ، حال دا چې خپل قوم ته یې چغې وهلې؛خو چا یې مرستې ته را و نه دانګل ،بیا یې د «مسلم » تنه راوسته او ترڅنګ یې ورته راځوړنده کړه .  

عبید الله بن زیاد ته لیکونه[سمول]

==== د مروان بن حکم لیک ==== 

مروان بن حکم عبید الله بن زیاد ته په لیک کې کښلي ول :

«اما بعد:

په رښتیا حسین بن علي درروان دی او هغه حسین د فاطمې زوی او فاطمه د رسول اکرم (ص) لور ده او پر الله قسم! چې له حسین سره په دوستۍ کې څوک راته برابر نه دی؛ نو ځان دې له هغو څيزونو وساته، چې کابو کولای یې نشي؛ځکه عام خلک یې نه هېروي . والسلام علیکم  »

د مکې د والي عمروبن سعید لیک[سمول]

عمروبن سعید هم ابن زیاد ته لیک ولېږه او د حسین(رض) له ورتګه یې خبر کړ او سپارښتنه یې کړې وه،چې ښه چلن ورسره وکړه .

د یزید بن معاویه لیک[سمول]

په دې ترڅ کې یزید هم د حسین(رض) د پاڅون له پېښې خبرېږي او ابن زیاد ته په یوه لیک کې سپارښتنه کوي،چې ناوړه چلن ورسره ونشي او لیکي :

خبر شوی یم حسین درځي او الله تر ټولو وختونو ستا وخت او ستا سیمه تر ټولو سیمو په ازمېښت کې کړې او له ټولو والیانو یې ته په فتنه کې اچولی یې ؛نو ځکه پر وړاندې مې د ټولو ازاد شویو په څېر ازادېږي او یا د مریانو په څېر، مریی پاتېږې  » 

د عبید الله ابن زیاد په څېر شري انسان ته همدا بس چې د دولت اراکین یې د کړنو مخه ونه نیسي او په دې څو مانیز لیک ورته بسیا ده،چې خپل شرارتونه عملي کړي .

د عبید الله سخت امنیتي تدابیر[سمول]

حضرت حسین (رض) چې له هره ځایه بې خبره و، لږ لږ کوفې ته ورنژدې کېږي او ابن زیاد هم پر کلکو امنیتي هاندوهڅو لاس پوری کړی و او د قادسیه او خفان ترمنځ او له قادسیه تر قطفطانه او لعلع پورې یې ځایونه له لښکره ډک کړي او والیا نو ته یې لیکلي و: هر ناپېژاندی چې مو ونیو را ویې سپارﺉ او د بصرې له لارې شام ته تګ راتګ منع دی .

حضرت حسین چې کوفې ته ورنژدې شو؛نو خپل استازی قیس بن مسهر صداوي یې کوفې ته ولېږه، چې کوفیان یې له راتلو خبر کړي .

خو پر لار په قادسیه کې یې حصین بن نمیر نیسي .

او ابن زیاد ته یې ورلېږي او ابن زیاد هم امر کوی چې و یې وژنئ .

حسین (رض)، مسلم بن عقیل ته یو بل استازی ورلېږي،دا هم حصین بن نمیر نیسي او ابن زیاد ته یې ورلېږي او سملاسي یې وژني .

په دې وخت کې حسین (رض) پوه شو،چې په کوفه کې حالات یې د زړه په غوښت نه دي،په تېره چې بانډیڅیانو ورته وویل،چې څوک کوفې ته تلی راتلای نشي .  

دیارلسم څپرکی[سمول]

حضرت حسین (رض) د کوفې له حالاتو خبرېږي[سمول]

خپلو ملګرو ته د کوفې حالات وایي[سمول]

د محمد بن اشعث استازی په ((زباله)) یا((شراف)) کې له حسین (رض) سره مخ شو او د مسلم بن عقیل له نیول کېدو او شهادته یې خبرکړ.

حسین (رض) تردې وروسته «انالله وانالیه راجعون » ډېر وایه .

خلکو ویل: اوس چې د کوفې له حالاتو او د مسلم او هاني له شهادته خبر شوې؛ نو ځان د مرګ خولې ته مه ورکوه ؟

حسین (رض) ویل : « تردې وروسته به د ژوند څه خوند وي» .

حسین (رض) خپلو ملګرو ته اجازه ورکوي[سمول]

حسین (رض) چې په زباله یا شراف (کوفې ته نارسېدلې دوه سیمې ) یا « حاجز » کې د مسلم، هاني او دوو استازیو له شهادته او همداراز د کوفیانو له نه ملاتړه خبر شو،خپلو ملګرو ته یې وویل چې ستانه شي .

د شاوخوا بانډیڅیان،چې د ګټې په پار ورسره یو ځای شوي ول، ترې جلا شول .

ملګرو یې ورته وویل : پر الله قسم درکوو، چې له همدې ځایه ستون شې؛ ځکه په کوفه کې نه کوم ملاتړی شته، نه دوست او ډارېږو هسې نه پخپله ستا پر ضد راپاڅي .

په همدې ترڅ کې د عقیل زامن او د مسلم وروڼه غونډې ته راغلل ویې ویل : پرخدای قسم یا یې کسات اخلو یا څه چې مسلم څکلي موږ یې هم څکو .

نو ځکه له حسین (رض) سره بې له یو شمېر ملګرو او د نبوي کورنۍ له غړیو نور څوک پاتې نشول .

حضرت حسین (رض) او حُر بن یزید[سمول]

چې حسین (رض) کربلا ته ورسېد، ویې پوښتل : ددې ځای څه نامه ده ؟

ورته وویل شول : کربلا.

حسین (رض) وویل:«کرب» او»‎«بلاً ».کرب (غم) او د ابن زیاد بلا.

عبید الله د حر بن یزید تمیمي په مشرۍ یو زر تنیز لښکر د حسین (رض) مخې ته ورولېږه امر ورته شوی و،چې حسین خوشې نه کړي او په کوفه کې یې عبید الله بن زیاد ته راولي .

حسین (رض) خپل یو تن ملګري ته وویل: د دښمن تږیو اسونو ته اوبه ورکړي او چې د ماسپښین دنمانځه وخت شو، اذان وشو او ټولو په حسین پسې د جماعت نمونځ وکړ او وروسته ټول خپلو ځایونو ته ستانه شول د مازیګر تر نمانځه وروسته، حسین د کوفیانو د لیکونو دوه کڅوړې راوړې او مخې ته یې ورکېښوولې او یو شمېر یې ورولوستل: حُر وویل: موږ له هغو کسانو ځنې یو،چې لیک مو درلېږلی دی .

حر د حسین(رض) له څنګه لرې شو. په همدې ترڅ کې، یوه ډله کوفیان حسین (رض) ته ورغلل او حسین د کوفیانو حالات ترې وپوښتل؟

یو یې « مجمع بن عبید الله عامري» وویل : د قوم مشرانو سترې بډې خوړلي، زېرمې یې ډکې شوي او پر ضد دې یو موټی شوي؛ خو د نورو خلکو زړونه درباندې خوږېږي؛ خو پر سبا یې د ((عمربن سعد)) څلور زره تنیز لښکر راورسید او د حسین (رض) له کاروانه راتاو شو.

ابن زیاد،عمر سعد ته امر وکړ،چې د حسین(رض) جګړې ته ورشه؛خو ده ترې نټه وکړه. و یې ګواښه، چې کور دې نړوم، له هرڅه دې لرې کوم او وژنم دې؛ نو تر ګواښونو وروسته یې ومنله .

د حسین (رض) وړاندیزونه[سمول]

حسین (رض) له بولندوی،عمر بن سعد سره لیده کاته کوي :

عمر بن سعد حضرت حسین(رض) ته وایي : دلته څنګه راغلی یې ؟

ورته یې وویل: د خلکو په غوښتنه او د کوفیانو دوه کڅوړې لیکونه او بیعت پاڼې راوباسي او زیاتوي : که نه غواړي؛ نوستنېږم .

عمر سعد، ابن زیاد ته لیک لېږي اود حسین اورېدلې خبرې ورلیکي .

ابن زیاد ورلیکي : لیک دې راورسېد او پر مطلب دې پوه شوم .

حسین د یزید بیعت ته وبله ؛که یې ومنله ؛نو بیابه هوډ نیسو.

عمربن سعد،چې د ابن زیاد له ځوابه خبر شو؛نو خپه او پوه شو،چې جګړه غواړي .

حسین (رض) د ابن زیاد استازیو ته درې وړاندیزه کوي :

۱-پرېږدﺉ له کومې لارې چې راغلی یم، بېرته وګرځم .

۲-یا پخپله یزید ته ورشم او لاس یې پر لاس کېدم او ووینم چې څه کوي

۳-یا لار مې خوشې کړﺉ،چې له ترکانوسره وجنګېږم .

په دې وخت کې عمربن سعد،ابن زیاد ته لیک ولېږه، چې خبرې ښې پای ته ورسېدې او حسین (رض) غواړي یزید ته ورشي او عبیدالله ابن زیاد هم له دې هوډه خوشحال شو،چې په ترڅ کې شمربن ذی الجوشن راغی او پر عبیدالله ابن زیاد غوسه شو ویې ویل : باید حسین ونیول او په امر مو یزید ته ولېږل شي.

عبیدالله لیک وکښه ،چې حسین دې را تسلیم شي،چې یزید ته یې ولېږم.

حسین (رض) وویل : پر خدای قسم،دا چار به ونه کړم .

عمربن سعد ،له حسین (رض) سره په نن او سبا جګړه ځنډوله او وخت یې تېراوه.

عبید الله ،شمربن ذی الجوشن ورولېږه ،ورته یې وویل : که عمرسعد مخې ته تللی وي؛نو په ملتیا یې جګړه وکړه،که نه سر یې ورپرې کړه او پر ځای یې بولندوی شه .

د حسین درې وړاندیزونه،چې ونه منل شول؛د عمرسعد له ملګرو ځنې دېرش تنه ترې جلا شول، چې ملګرتوب مو ناسم دی او د حسین په ملتیا تر شهادته وجنګېدل .

ابن زیاد، ابن سعد ته حکم وکړ،چې پر حسین او یارانو یې اوبه بندې کړه.

ابن سعد، شمربن ذی الجوشن د پلي لښکر بولندوی کړ.

دوی د محرم پر نهمه د پنجشښې پر شپه حسین او یارانو ته یې ورنژدې شول .

په دې وخت کې حسین (رض) خپلو اهلبیتو ته وویل: ستاسې خوښه چې له دې ځایه ستنېږﺉ او ما یوازې پرېږدﺉ ؛ځکه دښمن یوازې ماغواړي .

وروڼو،زامنو او ورېرونو یې وویل :خدای دې هغه ورځ رانه ولي،چې تر تا وروسته ژوندي یو.

د عقیل زامنو هم وویل: ځان او شتمني مو درځارو، چې په غم کې درسره شریک وسو. خدای دې تر تا وروسته ژوند[راباندې ] بدرنګ کړي .

څوارلسم څپرکی[سمول]

د کربلا غمجنه پېښه[سمول]

تر جګړې وړاندې د حسین (رض) وینا[سمول]

حضرت حسین (رض) د جمعې پر ورځ ( او د ځینو روایاتو له مخې د شنبې پر ورځ ) د محرم پر لسمه د ګهیځ نمونځ له خپلو ۷۲ تنو یارانو سره ( چې دوه دېرش تنه سپاره او څلوېښت تنه پلي ول) وکړ،په وروستیو شېبو کې یې مقابل لوری حق ته راوباله؛ نو د پېغمبراکرم (ص) پګړۍ یې پر سر کړه ،پر آس سپور او قرآن یې مخې ته و او پر یوه لوړ ځای ودرېد،چې خلک یې غږ واوري.

په لوړ غږ یې تر څښتن ستاینې وروسته وویل : ځوځات ، مقام ، مرتبه او فضایل مې پېژنئ، چې څوک یم ، ویې ویل : له ځان سره سوچ وکړﺉ او  ځان وپوښتئ ایا درته روا ده ،چې په څېر مې یو تن و وژنئ؟ 

ایا زه مو د پېغمبر د لور زوی نه یم ؟

ایا اورېدلي مو نه دي،چې پېغمبراکرم (ص) زما او زما د ورور په باب ویلي دي:(( دا دواړه د جنتي ځوانانو ښاغلي دي .))

ایا په دې خبره کې شکمن یاست ؟

بیا یې د عبیدالله په لښکر کې د ټولو پر وړاندې د هغو وګړیو نامې واخستې، چې ده ته یې لیکونه ورلېږلي ول .په همدې ترڅ کې «حربن یزید دیامي » له آسه راکوز شو غږ یې کړ: د رسول الله (ص) زویه! ستا د ستنېدو مخه مې ونیوه، بېخي مې ګومان نه کاوه، چې دا قوم به دغسې درسره وچلي؛ چې وړانديزونه دې ونه مني او درناوی دې ونه کړي. پر خدای قسم ،که پوهېدم،چې چار به تردې ځایه رسي؛ نو بېخي مې دا کار نه کاوه . تردې وروسته یې خپل آس وځغلاوه او د حضرت حسین(رض) له لښکر سره یو ځای شو ویې ویل: راغلی یم ستاسې په مخ کې مې ساه ووځي، چې خدای مې توبه قبوله کړي او د حسین په لیکه کې یې تر شهادته جګړه وکړه.

تر جګړې وړاندې دعا[سمول]

حضرت حسین (رض) تر جګړې وړاندې دغسې دعا وکړه :

« پالونکیه! په هر مصیبت کې مې پناه ځی یې او په هره سخته کې مې یوازې تا ته هیله ده او په هر چار کې مې ډاډ او بروسه درباندې ده. زړونه خپه او کمزورېږي، غم او ستر خپګان دی او په دغسې حالاتو کې کړلارې اغېزمنې نه وي. دوست، ځان څنډې ته کوي او غلیم له دې حالته خوشحالېږي . له دې چاره دې خبروم او د عدالت نیاوتون ته دې شکایت کوم. بې له تا مې له هر څه هیله پرې کړې او یوازې تا ته هیلمن یم، ته مې ستونزاواری کړای شې؛ځکه ټولې نېکۍ،نعمتونه او هیلې تاته درګرځي.»

حضرت په دې چار راوښوول، چې د ستونزو پر وخت په الهي درشل کې په خشوع او خضوع دعا وکړو او یوازې الله تعالی ته هیلمن او ډاډمن وسو،چې په ګردو ستونزو کې مو لاسنیوی کوي. ستر نیکه یې حضرت محمد (ص) ویلي دي : « د الله تعالی په حضور کې تر دعا بل ښه څیز نشته  »

د جګړې پیل[سمول]

پر۶۱س د جمعې پر ورځ د محرم پر لسمه، عبیدالله، عمربن سعد ته د جګړې د پیل امر وکړ.

حضرت حسین (رض) جګړې ته خپل لښکر چمتو کړ او(۳۲) تنه سپاره او ( ۴۰) تنه پلی ځواک ورسره و .

ښي لوري ته یې زهیر بن قین اوکیڼ لوري ته یې حبیب بن مظاهر وګوماره او بیرغ یې عباس بن علي ته ورکړ، د کېږدیو شا ته یې اور ولګاوه، چې له شا څوک برید پرې ونه کړي .

عمر سعد هم د خپل لښکر لیکې سمې کړې،ښي لوري ته یې عمرو بن الحجاج زبیدي، کین اړخ ته یې، شمرذی الجوشن، د سپورو یې عروة بن قیس احمسي او د پلي ځواک یې ثبث بن ربعي ریاحي مشران وګومارل او د کوفیانو بیرغ یې ذویدا ته ورکړ .

په دې توګه جګړه پیل شوه او د حسین یارانو داسې مړانه او ښندنې وښوولې،چې ساری یې ان په حماسو او افسانو کې لیدای نشو.

شمر،چې د پلي ځواک امیر و،خپلو سرتېرو ته د پرمختګ امر وکړ او د حسین (رض) ملګرو د حسین ښه دفاع کوله. حسین (رض) هم دعا ورته کوله : « خدای دې د پرهیزګارانو غوره بدله درکړي » .

د دښمن تر څلورو زرو اوختی لښکر د حق لښکر د مقاومت پر وړاندې بېوسی شو، تردې چې هره شېبه یې سپور وژل کېده .

عروة بن قیس د سپرو د لومړۍ لیکې مشر عمرسعد ته وویل : نن مو ددې ډېرو لږو خلکو پر وړاندې نه سپاره او نه پلي مخکې ورتلای شي ؛نو غشي پرې ووروه .

لږ وروسته د حسین(رض) پر ملګرو د غشو باران شو، تردې چې ټول سپاره او پلي یې ټپیان او ډېری یې شهیدان شول .

حربن یزید د حضرت حسین په ملګرتوب په مړانه جګړه وکړه ، ډېر دښمنان یې ووژل او په پای کې پخپله هم شهید شو.

حسین (رض) حر ته ورغی او له مخ یې دوړې ورته لرې کړې و یې ویل :(( ته ازاد یې؛ لکه چې مور دې حر نومولی یې.))

د نبوي کورنۍ غړیو د حسین (رض) په دفاع کې یو په بل پسې په جګړه لګیا او شهیدان شول .

ماسپښین، حسین (رض) او ډېر لږ شمېر یارانو یې د ماسپښین نمونځ وکړ، چې د جګړې په ترڅ کې د حسین نمونځ ډېر مهم او د غور وړ دی او موږ د حسین رښتوني پلیوني باید له دې مسالې د نمانځه پر اهمیت پوه شو.

دښمن، حسین (رض) ته ورنژدې شو؛خو یو یار یې ترې سخته دفاع وکړه ، تردې چې سخت ټپي شو او پر ځمکه راولوېد، بیا زهیر بن قیس د حسین دفاع وکړه، سخته جګړه یې وکړه، چې شهید شو.

علي اکبر، د حسین زوی د شعر په لوستو پر غلیم یرغل وکړ:

«اناعلی بن الحسین بن علي        
نحن ورب البیت اولی بالنبی » 

« زه علي د حسین زوی یم ،د کعبې پر پالونکي قسم چې پېغمبر ته ورنژدې ( اوخپلوان یې ) یو ».

په دوو پړاوونو کې یې پر باطل لښکر برید وکړ او هر ځل یې یو پر ځمکه ترې راغورځاوه. بدمرغه « مرة بن منقذ» ورمخې ته شو او په نېزه یې شهید کړ.

حسین(رض) ددې نندارې په لیدو وویل : « خدای دې دا قوم هلاک کړي،چې یې شهید کړې، دا څومره ناپوه قوم دی. »

تردې وروسته دیارلس کلن قاسم بن حسن ډګر ته ورغی،بیا ابوبکر بن حسن جګړې ته ورودانګل او یو شمېر یې هلاک کړل او په پای کې پخپله هم شهیدان شول .

په دې پسې د حسین وروڼه د جګړې ډګر ته راووتل؛ لومړی عبدالله، چې ابوبکر یې ورته وایه او د عبدالله بن عقبه عنوی یا زجربن بدر له لا سه شهید شو.

ورپسې «عمربن علي» ډګر ته راووت او د خپل ورور وژونکی یې هلاک کړ او د جګړې په ترڅ کې پخپله هم شهید شو.

« عثمان بن علي » هم د شهیدانو له قافلې پاتې نشو او تر جګړې وروسته ،خولي بن یزید پر تندي په غشي وویشت او شهید شو او سر یې د « بني ابان بن دارم » د ټبر یو تن له تنې ورجلاکړ .

حسین (رض) په تودوخه او تنده کې خپله جګړه وغځوله او چې ویې لیدل زوی یې عبدالله له ډېر درد او تندې تاوراتاویږي؛نو له ډېره غمه یې ستونی ټپ او د ماشوم د خړوبولو په موخه په خپلو لاسونو کې پورته کړ او ظالمانو ته یې وویل: « اتقوا لله فی هذا الطفل ان لم تتقوا الله فینا؛ که زموږ په هکله له خدایه نه ډارېږﺉ؛ نو ددې ماشوم په باب خو ترې وډارشئ».

په دې وخت کې یو بدمرغه غلیم پر ماشوم د غشي ګوزار وکړ او غږ یې کړ: راشه او په دې یې خړوب کړه.

( ویل شوي چې دا بدمرغه ابن الموقت و) .

غشی پر ماشوم ولګېد، حسین یې د وینو یو موټی اسمان ته ورګوزار کړ ویې ویل : «رب انی تک قد حبست عناالنصر من السماء فاجعل ذلک لماهو خیروانتقم لنامن القوم »

« پالونکیه! که له اسمانه دې بریا راباندې دریغ کړې؛ نو څه چې ترې غوره دي رایې کړه او له دې قومه موکسات واخله » .

حسین سختې تندې راخستی و؛ فرات ته ورنژدې شو، چې اوبه وڅښی؛ خو «حصین بن نمیر» پر خوله په غشي وایشت  » حسین (رض) غشی را وایست او وینه یې په خپلو لاسونو بنده کړه .

حسین (رض) یرغلګرو ته یوازې پاتې شو،کله یې پر راتاو لښکر برید کاوه او په یوازې ځان یې د دوی لیکې ورماتولې؛ چا پر حسین د برید مړانه نه درلوده ؛ځکه شهیدانول یې ورته ډېر ستونزمن و او چا چې دا چار کړی وای ؛نو د خدای له لوري سخت عذاب ورته سترګې پر لار و.

شمر خپل ملګري؛ (ابوالجنوب چې نامه یې عبدالرحمن الجعفي و،القشعم ابن عمر وبن یزید الجعفي، صالح بن وهب الیزنی،سنای بن اسن النخعی او خولي ابن یزید الا صبحي) وهڅول،چې پر حسین برید وکړي. ابوالجنوب چې خپله توره له تېکې راایستلې وه، شمر ورته وویل: ورمخې ته شه! ولې یې نه وژنې؟

ابوالجنوب ورته وویل: ته راته دا وایې ! پخپله ورمخې ته شه. پر خدای قسم چې دا توره دې پر سترګو درټومبم.

شمر ترې نهیلی ستون شو، ویې ویل : پر خدای قسم ،که زیان مې دررسولای شو؛ نو دا چار مې کاوه .

په وروستیو شېبو کې عمبر بن سعد، حسین (رض) ته ورنژدې شو، حسین (رض) ورته وویل : ابوعبدالله وژل کېږي اوته ورته ګورې .

راوي وایي : عمرسعد په ژړا شو او اوښکی یې پر ږیره راوبهېدې، بیا یې له حسینه مخ واړو .

شمر بن ذی الجوشن هسې نه چې لښکر خپور وور شي او څوک حسین (رض) شهید نه کړی، غوسه شو او غږ یې کړ: هۍ هۍ !ددې سړي په باب مو څه سترګو ته نیولي؛میندې مو بورې شه ؛ویې وژنئ . د شمر د رټنې او د سزا له ډاره یې د ده په مخ کې پرحسین (رض) برید وکړ.

«زرعه بن شریک تمیمي» د حسین(رض) پر کېڼې اوږې ګوزار وکړ . بیا «سنان بن انس بن عمرو نخعي» په نېزې وواهه په دې توګه حسین (رض) پړمخ پرځمکه راولوېد او د تورو او نېزو ګوزارونه یې ورباندې کول .

ویل شوي: «عمروبن بطارتغلبی » او «زید بن رقاده حیني » حضرت امام حسین (رض) شهید کړی دی .

« شمرذی الجوشن خبی»، خلک د حسین(رض) شهیدانولو ته راوپارول او «سنان بن انس بن عمرونخعي » یې سر له تنې رابېل او «خولي بن یزید» ته یې ورکړ.

په دې نابرابره جګړه کې ، د حضرت حسین(رض) (۷۲) تنه ملګري شهیدان او د عمرسعد له لښکره (۸۸) تنه هلاک شول .

ابومخنف کوفي تاریخپوه له جعفر بن محمده روایتوي: د جنتي ځوانانو د سردار او ښاغلي تر شهادت وروسته يې پر پاکې تنې «۳۳ د نېزو او۳۴د تورو ګوزرونه ول »

حضرت حسین رضی الله عنه د شهادت پر مهال ، د۵۴کالو، شپږو میاشتو او پینځلسو ورځو و.

بیا د عبیدالله بن زیاد په حکم ، لسو تنو سپرو د کربلا د شهیدانو سپېڅلې تنې په آسونو ولتاړلی .

بیایې سرونه راپرې کړل او د پېغمبراکرم د اهل بیتو په مخ کې یې پر نېزو وټومبل او د شهیدانو تنې یې یو پر بل پړمخې پرځمکې پرېښوولې .

د حق د شهیدانو پاکې تنې،همدغسې پر ځمکه پرتې وې،بیا د بني اسد ټبر،چې په چاپېریال کې مېشت و، ځینې وګړي یې راغلل ، ددوی د جنازې نمونځ یې وکړ او خاورو ته یې وسپارل .

د اهلبیتو شهیدان[سمول]

په دې نابرابره جګړه کې د حضرت حسین رضی الله عنه (۷۲) تنه شهیدان شول او د محمد بن حنفیه په وینا د فاطمې رضی الله عنها له ځوځاته (۱۷) تنه له حضرت حسین سره شهیدان شول .

دلته د هر شهیدنامه او لعنتي وژونکی یې راوړو: 

* دعلي بن ابی طالب زامن :[سمول]

حسین بن علي : (سنان بن انس بن عمرو نخعي ).

ابوبکربن علي: (عبدالله بن عقبه یا زجربن بدر) .
عثمان بن علي : (خولي بن یزید الاصبحي) . 

جعفراوعبدالله بن علي :( هانئ بن ثبیت الحضرمي) .

محمدبن علي :( دبني ابان بن دارم یوتن ) .

عباس بن علي،عمر بن علي او ابراهیم بن علي: (د دوی وژونکي مې ونه موندل ) .

حضرت علي ،بې له دې عمره، د عمر اکبر او عمر اصغر په نامو زامن هم درلودل .

د عمر اکبر، مور صهباء د ربیعه لور وه او هم ویل شوي،چې د بني تغلب له ټبره د عباً لور وه .

دوی د تابعینو له مشرانو ځنې ول. ویل شوي، چې د ولید پر وخت له دنیا تللې؛همدغسې ویل شوي،چې تر ولید وروسته وفات شوې . امام ابوداوود، امام ترمذي ،امام نسایي او امام ابن ماجه احادیث ترې روایت کړي دي.

عمر اضعر، د تبع تابعینو له مشرانو ځنې دی او امام بخاري په ادب کې، مسلم ، ابوداوود ، ترمذي او نسایي احادیث ترې روایت کړي دي.

د حضرت حسن رضی الله عنه زامن[سمول]

قاسم : (عمروبن سعدبن نفیل الازدي ) .

ابوبکر،بشر او عبدالله : ( ددوی وژونکي کې مې پیدا نه کړل ) .

د حضرت حسین رضی الله عنه زامن[سمول]

علي بن الحسین پر علي اکبر مشهور: ( مرة بن منقذ) .

عبدالله : ( ابن الموقت یامالک بن النسیر من بنی بداً ) .

ابوبکر بن حسین : ( عبدالله بن عقبة الغنوي ) .

ابراهیم او محمد : ( ددوی وژونکي مې ونه موندل ) .

د جعفربن ابیطالب زامن[سمول]

عون اکبربن عبدالله بن جعفر: ( عبدالله بن قطبه الطایي)

محمد بن عبدالله : ( عامربن نهشل الیمي ) .

عبدالله بن عبدالله بن جعفر: ( ددې وژونکی مې ونه موند) .

د عقیل بن ابی طالب زامن[سمول]

جعفربن عقیل : (عبدالله بن عزرة الخثعمي ) .

عبدالرحمن : ( عثمان بن خالد بن اسیر الجهنی اوبشربن سوط الهمداني ) .

مسلم بن عقیل: چې په کوفه کې شهید شو.

عبدالله : (ددې قاتل مې ونه موند) .

د مسلم بن عقیل زامن[سمول]

عبدالله : (عمروبن صبیح الصدائی ) .

عون اومحمد : ( وژونکي مې یې ونه موندل ) .

رضی الله علیهم  

د عبیدالله کورنۍ او د کربلا پېښه[سمول]

د کربلا د پېښې په اړه د عبیدالله له کړچاره هیڅوک خوښ نشول ان یزید هم په ښکاره له دې کړنې ناراضي و.

د عبیدالله مور ورته وویل : هۍ هۍ ،داڅه دې وکړل .

ورور یې عثمان بن زیاد ویل : له خدایه مې غوښتل هغه دا د زیاد اولاده نه وای ا و زیاتوي : د عبیدالله دا کړنه به یې ترقیامته د پوزې پېزوان وي ..

پینځلسم څپرکی[سمول]

یزید او د جرمونو د څېړنو محکمه ‏[سمول]

د یزید په ماڼۍ کې[سمول]

هشام وایي : « چې کله یې د حضرت حسین (رض) سر یزید ته یووړ،سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ویې ویل: بې د حسین له وژلو درنه خوښ وم، پر عبیدالله دې د خدای لعنت وي! پر خدای قسم که ورسره وای ؛نو باښه مې  »

د معاویه بن ابوسفیان یو ازاد کړای شوی مریی وایي:

 «چې د حضرت حسین مبارک سر د یزید په مقابل کې کېښوول شو، و مې لیدل چې ژړل یې او ویل یې : که دده او ابن زیاد ترمنځ خپلوي وای ؛نو دغسې یې نه کول  » 

د حضرت حسین ښځې او پاتې کسان یې هم یزید ته وربوتلل. لومړی توند ورسره وچلېد؛خو ډېر وخت تېر نه و، چې یزید خپل چلن واړاوه او ښه سلوک یې ورسره پیل کړ، دوی یې خپل او کورنۍ ته وربوتلل ، عزت یې وکړ او بیا یې مدینې منورې ته ولېږل .

داسې روایت نه لرو،چې یزید، عبیدالله بن زیاد رټلی او یا یې له خپله مقامه لرې کړی وي؛بلکې اپوټه، داسې روایات شته، چې پکې د یزید خوښي یاده شوې ، هغه چار چې د یومسلمان له شان سره نه ښایي.

 د حضرت حسین(رض) دپاڅون په باب د شنونکیو څرګندونې : 

ځینو اسلامي شنونکیو او اندیالو د حسین د غورځنګ او پاڅون په باب څو لاملونه په نښه کړي او دا خوځښت یې د یوې فلسفې او حکمت له مخې ګڼلی دی ؛ځینې لاملونه یې دادي:

۱-د زمانې حکومت له حسین ځنې په زوره بیعت اخسته : « خذالحسین با لبیعة اخذاً شدید اً لیست فیه رخصة »

« حسین بیعت ته ټینګ ونیسه ،چې هېڅ ډول تېرېدنه پکې نه وي . »

حسین (رض) ننګېرله،چې تعقیب او څارل کېږي؛ نوځکه یې د عبدالله بن عباس (رض) د ټینګار په غبرګون کې وویل : « که په بل ځای کې شهید شم، تردې غوره ده،چې د خدای حرم (مکه مکرمه) مې په پار تر برید لاندې ونیول شي. »

۲-د حسین (رض) پاڅون دکوفیانو د بلنې په پار و.

کوفیانو- د ځینو روایاتو له مخې – حسین ته اتلس زره لیکونه ورلېږلي ول او خپل پوره ملاتړ یې ترې اعلان کړی و؛ نو ځکه حسین د حکومت نیولو لپاره پاڅېد او هوډ یې درلود،چې یو اسلامي حکومت رادبره کړي.

۳-د حسین(رض) پاڅون «پر نېکیود امر او د بدیو د منع»لپاره و؛یعنې : له دې به تېر شو،چې له حسین یې په زوره بیعت اخسته یا یې کوفیان وبلي؛ ډېره مهمه مساله او د حسین پازوالي- مسوولیت د ظلم او ظالم واکمن پر ضد پاڅون و.

ځینو کښلي : حضرت حسین (رض) پوره پوهېده،چې شهیدېږي او په کافي شننې دې پایلې ته رسېدلی و، چې په مطلق ډول د حکومت اخستو وخت نه دی او ډېر لږ احتمال یې هم نه ورکاوه، چې اسلامي حکومت ورته چمتو شي، یوازېنۍ لار یې چې خپلولای شوه،د شهادت لار وه،چې له دې لارې ټولو ته د زمانې د واکمن ظلم بر بنډ کړي؛ چې دې حکومت هومره د ظلم لار خپله کړې،چې ان د پېغمبر (ص) زوی هم شهیدوي.  

څوک د پېغمر اکرم د لمسي د پاکې وینې مسوول دی؟[سمول]

د جنتي سردار د شهادت مسوولان ډېردي ؛چې له دې کوفیانو،عبید الله بن زیاد ،حربن یزید،عمربن سعد، شمربن ذی الجوشن او یزیدبن معاویه ته اشاره کړای شو.

۱-کوفیان :[سمول]

کوفیانو حضرت حسین ته لیکونه ولېږل،چې کوفې ته راشه؛خو ډېری اصحابو له ورتګه منع کاوه،چې کوفې ته ورغی ؛نه یوازې یې ملاتړ و نه کړ؛بلکې  پخپله کوفیانو شهید کړ. 

د صحیح بخاري شارح؛حافظ ابن حجر(رح) لیکي :

کوفیانو د ډار یا دا چې د دولت د پاملرنې وړ وګرځي د حسین له ملاتړه څنډې ته شول .

له دې امله ،حسین چې د کوفیانو له لښکر سره مخ شو، کوفي مشرانو،چې لیکونه ورلېږلي ول، ورغږ یې کړ: ثبث بن ربعي، حجاز بن ابجر، قیس بن الا شعث او ایزیدبن الحارث ! ایا تاسې نه وﺉ،چې لیکونه مو رالېږلي ول؟

دوی وویل : چې نه .

حضرت حسین(رض) وویل : « پر الله قسم،چې رالېږلي مو ول او که نه غواړﺉ ،ما پرېږدﺉ،چې خپل کور ته ورستون شم  »

علامه بغدادي په خپل کتاب «الفرق بین الفرق» کې لیکي : په کوفه کې د اهلبیتو مینه وال په سرغړاندۍ او کنجوسۍ یادېږي او دا ځانګړنه پکې یو متل شوی دی. ویل شوي ایا تر کوفي بل سرغړاند او بخیل هم شته او په درېیو څيزونو کې یې سرغړاندي کړې ده :

(الف) تر حضرت علي (رض) وروسته یې له حضرت حسن (رض) سره بیعت وکړ او په مداین کې یې سرغړونه ترې وکړه او سنان جعفي د تورې ګوزار پرې وکړ.

(ب) تردې وروسته یې حسین (رض) ته لیکونه واستول،چې کوفې ته راشي او د یزید پر ضد مرسته ورسره کړي؛خو حسین پرې وغولید،د کوفې پر لار،چې کربلا ته ورسېد؛ له ابن زیاد سره همغږي او یو لاس شول او د حسین پر ضد راپاڅېدل او بې له زین العابدین او ښځو یې،حسین او ټوله کورنۍ یې ورشهیده کړه.

(ج) دوی له زید بن علي بن حسین څخه هم سرغړاندي وکړه،خپل بیعت یې ورمات کړ او د جګړی په ډېرو بدو شېبو کې غلیم ته تسلیم شول .

نو ځکه کوفیان د حسین د وژنې ډېر ستر مجرمان دي .

۲-عبید الله بن زیاد :[سمول]

عبید الله بن زیاد د یزید د مخالفانو په موندلو او وژلو کې ډېره توندي او بیړه کوله. عبیدالله بن زیاد،چې مسلم بن عقیل او دده بلونکی هاني بن عدوه ووژل ؛نو یزید خپه نشو او څه نیوکه یې هم پرې ونه کړه ؛بلکې تحسین یې کړ او د لیک په ځواب کې یې ورولیکل : « د ځان په باب دې زما ګومان رښتیا کړ» او د یزید دا تحسین د ابن زیاد په څیر شري انسانانو ته کافي دی .

ابن زیاد له اصحابو کرامو سره ښه چلن نه درلود؛ لکه یو ځل جلیل القدر صحابي « عایذبن عمرومزني » رضی الله عنه ورغی،چې نصیحت ورته وکړي . ورته یې وویل : زویه ! له رسول اکرم (ص) مې اورېدلي،چې و یې ویل : « په واقع کې ډېر بد شپون ، هغه دی چې اور بل کړي » ؛نو ځان بچ کړه،چې دغسې نه وسې.

ابن زیاد ورته وویل : کینه،چې ته د پېغمبر د اصحابو له سپګیو یې .

جلیل القدر صحابي ورته وویل : ایا د پېغمبراکرم (رص) په اصحابو کې سپګۍ هم شته؟

ابن زیاد وویل: سپکۍ ترې وروسته او نور دي علامه ابن صلاح، راوي او د مصلحات الحدیث ستر عالم ، پخپلو فتواوو کې لیکي : « سمه خبره داده،چې له حضرت حسین سره د جګړې آریز پړ ابن زیاد و »

۳—حربن یزید.[سمول]

د حسین (رض) د شهادت په لاملینو کې یې حر بن یزید هم ګڼلی دی ؛ځکه چې کله حسین ورته وویل : اجازه راکړه،چې ستون شم ؛خو حر اجازه ور نه کړه او تر کربلا یې راورساوه . که څه حر په پای کې وویل : فکرمې نه کاوه،چې کار به تردې ځایه رسي او دا قوم به دې حرمت مات کړي؛ نو له حسنيي لښکر سره یو ځای شو ،چې په یو ډول له خپلې ګناه پښېماني څرګنده کړي او هیله ده،چې خدای یې په اړه د حضرت حسین دعا قبوله کړي.

چې حر پر ځمکه راولوېد؛نو حسین یې مخ له ځمکې راپورته کړ او دوړې او خاورې یې ترې پاکې کړې ویې ویل: « ته ازاد یې؛لکه چې مور دې ((حر)) نو مولی یې » .

۴-عمربن سعد، لښکربولندوی :[سمول]

د حضرت حسین (رض) د شهادت یو بل مسوول،د جلیل القدر صحابي سعد بن بی وقاص زوی ،عمر دی . ورپسې یې لښکر دی،چې په پټو سترګو یې د ده امرونه منل؛لکه چې لومړی یې حربن یزید هم امرونه منل؛ خو چې ویې لیدل، ابن زیاد د حسین (رض) منصفانه شرایط ونه منل ؛نو له لښکره یې را جلا او د حسین ملګری شو ،تردې چې شهید شو.

عمربن سعد په لومړي پړاو کې د جهاد لپاره «دیلم» ته روان و او د «ری» امارت هم ورسپارل شوی و؛خو ابن زیاد امر ورکړ،چې لومړی له حسین سره جګړه وکړ،بیا ځه او تر ډېرو ګواښونو وروسته جګړې ته چمتو شو.

عمرسعد، له ابن زیاد سره له لیدو کتو وروسته ،له ډېرو سره سلامشوره وکړه ،ان خوريي یې حمزه د مغیرة بن شعبه زوی له دې جګړې منع کړ او ورته یې وویل : «که ګرده دنیا او نور درنه واخلي،دا درته غوره ده،چې له الله سره دې لیده کاته په داسې حال کې وي ،چې لاسونه دې د حسین په وینو ککړ وي ».

خو عمربن سعد په مقام او ریاست پورې زړه تړلی و؛ نو ځکه له حسین (رض) سره جګړې ته چمتوشو.

۵-شمر ذی الجوشن:[سمول]

عبیدالله ومنله،چې حسین دې پخپله دمشق ته یزید ته ورشي ؛خو شمر راغی و یې ویل : حسین باید نیولی په امر دې دمشق ته ولېږل شي او همدا راز شمر د جګړی په وروستیو کې چې هسې نه لښکر خپور وور او څوک حسین و نه وژني ،غوسه شو ویې ویل : هۍ هۍ!

ددې سړي په باب مو څه نه سترګې نیولي؛ میندې مو بورې شه ! و یې وژنئ .

د شمر د رټنې او سزا له امله ،دده په مخ کې یې پر حسین ورودانګل .

یوسف العش لیکي :« په لومړي پړاو کې اصلي مسوولیت، د شمر او بیا د ابن زیاد پر غاړه دی  »

۶— یزید بن معاویه :[سمول]

یزید په ښکاره داسې وښووله،چې د حسین پر وژنه خپه دی ؛نو ځکه یې عبدالله بن عباس ته لیک استولی و، چې د حسین د راوتو ممانعت دې وکړي .

د حضرت حسین (رض) سر یې چې ورته کېښود،پر ابن زیاد یې لعنت ووایه ویې ویل:«زه بې د حسین له وژنې له اطاعته مو خوښ وم او که د ابن زیاد پر ځای وای ؛نو ترې تېر ېدم . »

د یزید دا ژړا او پر ماڼۍ یې د تورو پردو راځوړندول هېڅ ستونزه نه هواروي؛بلکې تل لعنتونه پرې ورېږي؛ ځکه ابن زیاد یې له امارته لرې کولای  او یا یې د لیک په ورلېږلو د حسین د وژنې مخه نیوای شوه. 

باید په حکمت او لیدانه یې او دا چې له پېغمبراکرم(ص) سره یې خپلوي درلوده او هم حسین مسلمانانو ته ټولمنلی و ؛نو باید د وژنې د مخنیوي لپاره یې اقدامات سنجولي وای .

حضرت عمر(رض) چې به په عراق یا شام کې، (له بیت الماله ) کوم څاروی ورکېده ، ځان یې مسوول باله .

او یزید چې ځان ته امیرالمؤمنین وایه؛ نو ایا د حسین (رض) د وژنې په باب مسوول نه دی ؟

لنډه داچې د حسین (رض)شهادت یو تور داغ و، چې د یزید په واکمنۍ کې او پر نامه یې ثبت شوی دی .  

د حضرت حسین (رض) سر چېری دی ؟[سمول]

داچې د جنتي ځوان د ښاغلي سرچېرې دی ،په اړه یې بېلابېل روایتونه دي اودا اړپېچ یوازې او یوازې په دې پار دی،چې نه یوازې د کربلا احوال ؛بلکې ترې را وروسته حالات هم زړه بوږنوړی دي او په دې اړه باید ترکربلا وروسته حالات شېبه په شېبه وڅېړو،چې په هکله یې یوڅه وویلای شو .

د کربلا تر جګړې وروسته مړزړیو د جنتي ښاغلي سر او د نورو ملګر و سرونه یې له تنې وربېل کړل او پر نېزو یې په کوفیانو کې هسک کړل او د حسین (رض) سر یې په یوه لوښي کې کېښود او ابن زیاد ته یې یووړ.

ابن زیاد هم په خپله کونټۍ د امام مبارک سر واهه او په بل روایت کې : د حسین شونډې او غاښونه یې وهل.

حضرت انس بن مالک (رض) د ابن زیاد دا عمل وغانده ویې ویل:« لقد کان اشبههم برسول الله ؛په رښتیا چې دا رسول الله ته ډېر ورته و  »

تردې پېښې وروسته روایات او نظریات سره جلاکېږي خو تر ډېرې څېړنې وروسته ابن زیاد د حسین (رض) سر یزید بن معاویه ته لېږي او د یزید په غونډه کې یې له مبارک سر سره هماغه چلن کېږی،چې ابن زیاد ورسره وکړ او دلته حضرت ابوبرزه اسلمي (رض) د یزید دا کړنه وغندله .

د حسین د مبارک سر په اړه شپږ ښارونه ښوول شوي،چې دادي : دمشق، کربلا، رقه ، عسقلان ، قاهره او مدینه منوره .


۱-دمشق :[سمول]

امام بیهقي په « المحاسن والمساوي » کې کاږي : یزید امر وکړ،چې سر یې ووینځئ او په ورېښمو کې یې راتاو کړئ او په یوې کېږدۍ کې یې کېښود او پینځوسوو تنوته یې امر وکړ،چې ښخ یې کړي .

۲—کربلا:[سمول]

یوازې امامیه شیعه په دې ګروهه دي،چې مبارک سر یې تر څلوېښت ورځو وروسته کربلا ته ورستون او د قبر ترڅنګ یې ښخ کړای شو  او دا ورځ امامیه وو ته مشهوره ده او د څلوېښتمې زیارت ( زیارة الاربعین ) ورته وایي . 

۳-- رقة :[سمول]

د علامه ابن جوزي نمسي څېړنه کړې،چې مبارک سر یې د فرات سیند پر غاړه په «رقه » سیمه کې دی .

یزید ته یې چې دا سر یووړ، و یې ویل :داسر آل ابی معیط ته د حضرت عثمان د سر په بدله کې ورلېږم اوداکار یې هم وکړ، په یوه کور کې یې ښخ کړ او سوکه سوکه دا کور له جامع جومات سره نښلېده او ددې جومات دیوې ستنې ترڅنګ ښخ دی .

۴-عسقلان :[سمول]

روایت شوی،چې مبارک سر یې په عسقلان کې دی؛خو قرطبي،ابن کثیر او ابن تیمیه داخبره نه مني .

۵- قاهره :[سمول]

« فاطمیونو» له صلیبیانو سره د جګړې پر مهال د حسین له مبارک سر سره مخېږي او له ځان سره یې وړي او په مصرکې یې خاورو ته سپاري او په دې وروستیو کې« حسین محمدیوسف » یی په اړه یو کتاب کښلی، چې مبارک سر یې په مصرکې دی؛خوپه دې باب د ابن دقیق العید ،ابو محمد بن خلف الدمیا میاطي، ابومحمدابن القسطلاني او ابوعبدالله القرطبي په څېر عالمان یو خوله دي ،چې مبارک سریې په مصرکې نه دی .

۶— مدینه منوره :[سمول]

ابن سعد په طبقاتوکې په ډېرو لاسوندونو روایاتوي،چې د حسین مبارک سر په مدینه منوره کې دی.

چې یزید ته یې د حضرت حسین(رض) مبارک سر په مخ کې ورکېښود او اهل بیت یې هم وربوتلل ؛نو ځان یې خپه وښود،تورې جامې یې واغوستې او پر ژړا او زاریو شو او خپل سر او مخ یې واهه او ابن زیاد ته یې بد اوبې لارې وایه او ...

اهل بیت یې ترڅو ورځووروسته، د کوفې له پخواني والي نعمان بن بشیر سره مدینې ته ولېږل او د حسین مبارک سر یې هم ورکړ،چې د خپلې ګرانې مورفاطمې بي بي ترڅنګ یې ښخ کړي . په مدینې منورې کې د یزید والي ،عمروبن سعید یې پر مبارک سر عطر ووهل او د خپلې مور ترڅنګ یې ښخ کړ.

ابن تیمیه ، ابن ابی الدنیا ، ابوالمؤید الخوارزمي، ابو الفرج بن الجوزي ،علامه قرطبي او علامه زرقاني او ابن ابی المعالی « اسعدبن عمار» یوخوله دي،چې د حسین سر په مدینه منوره کې په بقیع هدیره کې د خپلې مور خوا ته ښخ کړای شوی دی .

په هر حال که د حسین مبارک سر هر چېرې وي ،موږ لارویانو ته زده کړه راکوي،چې هیڅکله د ظلم پېټی یونسو، فاسقانو او فاجرانو ته غاړه کېنږدﺉ ، ان که په دې لار کې ووژل هم شئ.

شپاړسم څپرکی[سمول]

تر کربلاوروسته او ننګېنې کارنامې[سمول]

==== ابن زیاد ==== 

د کربلا له پېښې تر هغه وخته، چې نبوي کورنۍ یې یزید ته بوتله، په اړه یې ډېر تاریخي روایات شته؛ خو ټول تاریخپوهان یوه خوله دي،چې یزیدي لښکر د وژل شویو سرونه له ښځو سره کوفې ته بوتلل او ابن زیاد حکم وکړ،چې سرونه یې په کوفي قبایلو کې وګرځوﺉ .

پر سبا یې د حسین (رض) مبارک سر د ابن زیاد ماڼۍ ته یووړ، ابن زیاد په کونټۍ د حسین غاښونه او شونډې وهلې ویل یې :ګومان مې کاوه،چې ښکلی به وي ( داخبره یې د ویلو اپوټه ده ؛یعنې ښکلی نه دی) او په بل روایت کې راغلي چې ویل یې :د حسین حسن او ښکلامې نه خوښېږي .

د رسول اکرم یو اصحابي زیدبن ارقم (رض) هم هلته و،غوسه یې وویل : کونټۍ دې له دې غاښونو یې پورته کړه ، پر هغه ذات قسم،چې بل رښتونی معبود ترې نشته ،چې ماپخپله د رسول اکرم (ص) مبارکې شونډې لیدلي،چې دی به یې ښکلاوه. بیا په ژړا ووت او کوفیانو ته یې وویل: عربي ملته! تاسې د فاطمې رضی الله عنها اولاد وواژه او ابن زیاد مو امیر کړ؛حال داچې غوره وګړي ربړوي او بدچاري یې مریان کړي ، پر تاسې څه شوي،چې دې ذلت اوخوارۍ ته موغاړه ایښې ده ؟!

او د امام بخاري په روایت کې له انس (رض) څخه راغلي،چې صحابي انس (رض) حاضر و،چې د حسین (رض) سریې راووړ او ابن زیاد په خپله کونټۍ د حسین شونډې او غاښونه خوځول ویې ویل :ګومان کوم ښکلی دی !

ومې ویل : قسم پر الله چې رسوا به دې کړي .

رسول الله(رض) مې لیدلی،پر کوم ځای دې،چې کونټۍ ایښې ښکلاوه یې .

ابن زیاد په ټوله بې شرمۍ د حسین او یارانو سرونه یې پر نېزو هسک کړي ول .دمشق ته یې ولېږل او د اهلبیتو ښځې هم ورپسې روانې وې، تردې چې د یزید دربار ته ورسېدل .

د کوفې د ابن زیاد په ماڼۍ کې چې کومې پېښې شوې وې،هغه په دمشق کې د یزید په ماڼۍ هم وشوې.

خو د یزید د دربار ښځو د نبوي کورنۍ له ښځو سره ښه چلن وکړ او زینب او فاطمې بنت حسین ته یې تسلیت او ډاډګېرنه ورکړه .

په پای کې یزید «نعمان بن بشیر» ته حکم وکړ،چې «آل حسین» مدینې ته بوځه،توښه او دسفر چارې ورچمتوکړه.

حصین بن نمیر او تورې کارنامې یې :

حصین بن نمیر په کربلا کې د جګړې وزیر و او د کربلا په ډګر کې چې حسین ځان اوبو څښلو ته د فرات رود ته ورساوه ؛نو په غشي یې وایشت او د اوبو څښلو یې خنډ شو. همدغسې د حسین لیک رسانان یې ونیول او ابن زیاد ته یې ور وسپارل . 

د حرې پېښه یزید د کربلاتر پېښې وروسته ،د مسلم بن عقبه نميري په مشرۍ مدینې منورې ته یو ستر لښکر ولېږه، چې خلکو ته خپله واکمني وروښيي (نه پوهېږم په کوم وس تردې وروسته ولیکم ) لښکر پر مدینې یرغل وکړ او د یزید په امر درې ورځې نبوي ښار(=مدینة النبي) د شام لښکر ته ازاد و،چې هر څه کړای شي . په دې جګړه کې په زر ګونو ا صحاب ووژل شول ،په زرګونو پېغلې دوه ځانې شوې ، په مدینه کې داسې ناورین رادبره شو،چې قلم یې کښلای نشي . لښکر تر مدینې وروسته مکې مکرمې ته وخوځېد .

حصین بن نمیر، دا بدمرغه لعنتي د کربلا تر پېښې وروسته له شام لښکر سره ملګری شو او د حرې په سپېرې پېښې کې یې ګډون وکړ او لښکرمشر مسلم بن عقبه نمیري،چې پر « بیت الله» باندې د یرغل په لارکې ومړ؛نوحصین بن نمیر لښکرمشر شو او دا د محرم میاشت وه،چې مکې ته ورسېد او حصین خپل لښکر له حجون څخه ترمیمون څاه په یو اوږده واټن کې ځای پر ځای کړ.

بلخوا عبدالله بن زبیر(رض) خلک د حرم دفاع ته هڅول ا و د حرې د پېښې په څېر یې له سپېرو پایلو ډارول. اوپه دې ترڅ کې له لرې او نژدې ډېری خلک او ان هغوی چې دحرې له پېښې پاتې ول او «نجدة بن عامر» له یوې ډلې خوارجوسره د الهي حرم دفاع ته له عبدالله بن زبیر(رض) سره یوځای شول،چې «بیت الله » وساتي

جګړه دحصین بن نمیر د کړلارې له مخې پرمخ تله او د۶۴ س د ربیع الاول د میاشتې تر درېیو ورځو وروسته حصین بن نمیر امر وکړ،چې د ابو قبیس او قیعقعان پر غرونو منجنیق ولګوﺉ ؛په همدې وخت کې جګړه پیل شوه اوڅه وخت تېر شوی نه و،چې د عبدالله بن زبیر تاکتیکي نقشې رابنډې شوې او غوره سلاکاراومرستندوی یې مسوربن مخرمه (رض) د منجنیق په ګوزار شهید کړای شو او عبدالله بن زبیر (رض) سخت را ایسار شو او د جګړې په ترڅ کې بیت الله اور واخست او د مسلمانانو پر مصیبتونو یو هم ورزیات شو اوپایله یې داده ،چې په یوې داسې سیمې کې جګړه ونښته،چې الله تعالی حرامه ګرځولې وه .

خدای پاک هم د همدې میاشتې په منځومال کې یزید هلاک کړ او څوک یې له مړینې خبر نشو؛ځکه مکه له دمشقه لرې وه اود مرګ خبر یې د ربیع اول په وروستیو کې راغی .

د ځینوعالمانو د څرګندونوله مخې ، د حصین لښکر هوډ نه درلود، چې کعبه وسوځي؛خوڅوک چې منجنیق ته ولاړ و ،په تېرو کې یې د عبدالله بن زبیر(رض) ځای په نښه کړ او ډېری نورو عالمانو فتوا ورکړې چې حصین بن نمیر کافر دی .

عبدالله بن زبیر(رض) او لښکر یې پر سبا د خدای د عذاب د راکېوتو له ډاره، مکه پرېښووله او دباندې ولاړل او عبدالله بن زبیر(رض) پر هغه شپه تر ګهیځه پر سجده پروت و او په تضرع او عاجزۍ یې دا دعاکوله : « اللهم انی لم اتعمد ماجری فلا تهلک عبادک بذنبي ،وهذه ناصیتی بین یدیک ؛ الهي! د داسې وضع د راتلو هوډمې نه درلود؛نو بندګان دې زماپه ګناه مه هلاکوه »

او په همدې وخت کې د یزید د مړینې خبر را ورسېد.

حصین بن نمیرله ابن زبیر(رض) سره په د ې ډول لیده کاته کوي،چې ته واهېڅ هم شوي نه دي ،حصین ورسره په نرمه خبرې کوي ؛خو عبدالله (رض) په خپګان او لوړ غږ ورسره غږ ېږ ي . عبدالله (رض) حصین ته وویل :که د خپلو شهید شویو وګړیو د هر وګړي په بدل کې ستا لس تنه ووژنم ؛نو بیاهم نه خوښېږم .


اوولسم څپرکی[سمول]

کسات په همدې نړۍ کې[سمول]

خدای تعالی،د حضرت حسین (رض) وژونکي پر خپل حال پرېنښوول او سخت یې وړبړول؛ په تېره عبیدالله بن زیاد او یزید بن معاویه او چاچې له عبیدالله بن زیاد سره ددې پاکې وینې په تویولو کې مرسته کړې وه،ټول ووژل یا لېونیان شول .

د کربلاله پېښې ډېره موده تېره نه وه،چې د یزید اجل راغی او په کوفه کې الهي عدالت ښکاره شو. خدای تعالی د حسین(رض) پر وژونکیو «مختاربن ابوعبید الله ثقفي» لاسبری کړ، چې د حسین (رض) د کسات اخستو بلونکی و او کوفیان یې وډارول،چې له حسین(رض) سره د بې وفایۍ په جبران کې یې ملاتړ او ژمنه ورسره وکړﺉ ،چې د حسین (رض)کسات به اخلو.

مختار د حسین (رض) له وژونکیو کسات واخستلای شو، و یې وژل ،و یې سوځول او فراري یې تعقیباوه ،داسې چې هر وژونکی،ګوزار کوونکی او لوټمار لکه چې ښایي د خپلو کړنوسزا ولیده . په روایاتوکې راغلي ،چې پر یوه ورځ یې د حسین د شهادت په جرم له ( ۲۴۰) تنوسرونه پرې کړل .

علامه ابن کثیرلیکي : «ترکربلا وروسته،چې څه پېښې روایت شوي،ډېری یې سمې دي ؛ ځکه ډېر لږ یزیدیان وژغورل او ډېری یې ترکربلا وروسته لېونیان شول  »

شمربن ذی الجوشن یې وواژه او تنه یې سپیو وخوړه . عمر بن سعد،چې د ابن زیاد لښکرمشر و، و یې واژه او دده سر یې مختار ته راووړ. وړاندې یې د عمرسعد زوی حفص هم نیولی او مختار ته یې بوتلی و. مختار ، حفص وپوښت :پوهېږې دادچاسره دی؟

ویې ویل : هو! او تردې وروسته مې ژوند ښه نه راځي؛ دا یې هم وواژه .

مختار وویل : د عمر سعد وژنه د حسین پر ځای او دحفص وژنه د علي بن حسین پرځای ؛ خو بیاهم برابرنه دي .

حکیم بن طفیل،چې حسین یې په غشي ایشتلی و، تنه  یې په غشي ورته غلبېل غلبېل  کړه او و یې واژه . 
زید بن رفاد ، عبدالله د مسلم بن عقیل زوی شهید کړی و؛چې یې ونیو؛نو لاس یې پر تندي و، په غشي یې وایشت او لاس یې پر تندي ونښت او بیا یې په غشیو او ډبرو وایشت او ساه یې لا وتلې نه وه،چې ژوندی یې وسوځاوه. 
سنان بن انس،چې د جنتي ځوان سر یې له تنې جلاکړی و، له کوفې وتښتېد او کور یې  ورونړاوه . 

عبدالله بن اسید جهني، حمل بن مالک او مالک بن بشیر محاصره کړل؛خو لورنه یې وغوښته .

مختار ورته وویل : ظالمانو! تاسې د رسول الله (ص) پر نمسي ونه لورېدﺉ؛نوڅنګه لورنه درباندې وشي؛ټول یې ووژل او مالک بن بشیر، چې د حسین خولۍ پرسرکړې وه،لاسونه او پښې یې ورپرکړې اوپه سپین میدان یې وغورځاوه او په رسوایۍ یې ساه ووتله. 

عثمان بن خالد اوبشربن شمیط ،چې دحضرت مسلم بن عقیل په شهادت کې برخوال ول ویې وژل اوتنې یې وسوځول شوې.

عمروبن حجاج په تنده اوګرمۍ کې وتښتېد او د تندې له امله بېسده ولوېد او سر یې ورپرې کړ.

ابورجاء عطاردي وایي: ومې ویل : حضرت علي (رض) او یو اهلبیت هم مه کنځﺉ.

ابورجاء وایي: دبلهجیم د ټبر یو تن راسره و. و یې ویل :ایا دافاسق(نعوذبالله ) حسین بن علي نه وینئ چې خدای څنګه وواژه ؟

خدای داسړی په دوو سپرغیو وواهه او ړوند شو .

امام زهري(رح) وایی: « هغوی چې د حسین (رض) په وژنه کې لاس درلود،ټول یې په همدې نړۍ کې د خپلې ګناه له امله په سزا ورسېدل ،ځینې ووژل شول،ځینې تورمخي یا مسخ شول، دا یې په دې نړۍ کې سزا وه،د آخرت د ورځې عذاب خو لاورته سترګې پر لار دی.))

مولاناعبدالرحمن جامي (رح) وایي : «داخبره سمه ده،چې د حسین او یارانو وژونکي یې تر مرګ وړاندې رسوا، پر کړاو اخته او ووژل شول » ترآخرت وړاندې دیوې سزابېلګه درته راوړو.

عبیدالله بن زیاد[سمول]

مختار خپلو بولندویانوته لیک ولېږه،چې عبیدالله بن زیاد مړ یا ژوندی راولېږﺉ .

عبیدالله بن زیاد،حضرت حسین رضی الله پر۶۱ س د محرم پر لسمه دیکشنبې پر ورځ شهید کړی و او الله تعالی له عبیدالله د ۶۷ س په محرم کې کسات واخست. په جګړه کې «ابراهیم بن اشتر» و واژه او سر یې مختار ته راولېږه او مختار د عبیدالله سر،حضرت عبدالله بن زبیر(رض) ته ولېږ ه او ده هم د عبیدالله سر،د حسین زوي علي ( زین العابدین ) ته ورولېږه عمار بن عمیر(رضی الله عنه ) وایي  : چې کله یې د عبید الله بن زیاد او دده د یارانو سرونه  :« مختار» ته راوړل؛نوپر همدې وخت خلکو غږونه اورېدل چې : راغی ،راغی.

پر همدې وخت یوستر مار ښکاره کېده او پر سرونو تېرېده او د عبیدالله بن زیاد په پوزه کې ننووته او لږ تمېده او بېرته راوته او تله ،څو له سترګو پټ شو اوبیا دا مار راتله او د ابن زیاد پوزې ته ورننووته،لږ ځنډېده او دباندې راوته او تله اوله سترګو پټېده؛ دا چاردوه یادرې ځل وشو .

د یزید عاقبت[سمول]

بېشکه یزید په خپله واکمنۍ کې ډېر درانه ګناهونه وکړل؛خوداچې حضرت حسین(رض) یې شهید کړی په اړه یې بېلا بېل نظریات دي.

ځینې وایي چې یزید په دې جنایت کې هیڅ ونډه او مسوولیت نه درلود؛ځینې وایي: په پیل کې یې د ابن زیاد کړنه تایيد کړه ؛خو په پای کې پښېمانه شو.

خو واقعیت دادی،چې یزید د کربلاپه پېښه کې خپلو ټیټ رتبه یا لوړ رتبه برخوالو مامورینو ته سزا ورنکړه او پردې سر بېره پخپله هم پر هماغه سیاست روان و،چې مامورینو یې خپل کړی و ؛لکه چې د نبوي ښار(مدینة النبي صلی الله علیه واله وسلم) حرمت یې مات کړ او د مسلم بن عقبه په مشرۍ یې یو لښکر ورولېږه،چې مدینوال یې را ایسار کړل او ډېری مهاجرین ، انصار او اولادونه یې په دې پېښه کې شهیدان شول .

ورپسې د یزید لښکر مکې مکرمې ته مخه کړه؛خو لښکرمشر یې په لارکې ومړ،چې د مدینې پېښې پکې وکړي،ورپسې د یزید لښکر مکه معظمه محاصره کړه او تر څو ورځو نښتو وروسته خبرراغی چې یزید مړ شوی دی .

حضرت زبیربن عبدالله (رض) د یزید لښکریانو ته وویل: «یااهل الشام قداهلک الله طاغیتکم؛ شامیانو،الله تعالی مو سرغړاند هلاک کړه. »

په دې وخت کې د یزید لښکر له محاصرې لاس واخست او خپاره واره شول .

د اهلسنتو د عقایدو او تاریخ په کتابونو کې په ډاګه د حسین(رض) له وژونکیو کرکه څرګنده شوې او پر وژونکیو او لاملینو یې لعنت ویل شوی دی. ارواښاد شیخ عبدالحق دهلوي وایي :« یزید زموږ په نزد یو خورا مبغوض انسان دی،دې بدمرغه،چې په دې امت کې کومې چارې کړي، چاهم کړي نه دي. د حسین د وژنې او د اهلبیتو تر سپکاوۍ وروسته یې د مدینې ویجاړۍ او د مدینوالو وژنې ته لښکر ولېږه او د مدینې تر ویجاړولو وروسته یې د مکې مکرمې د ویجاړولو او د عبدالله بن زبیر (رض) د وژنې امر وکړ.

نوځکه یوازې خدای یې پر توبې پوهېږي او بس؛حق تعالی دې زموږ او ګردو مسلمانانو زړونه له لاندې کسانو سره له مینې کولو وژغوري او ملاتړو یې : د اهلبیتو د ښمنان او په اړه یې بداندي ،د حق اهلبیتو لتاړوونکي، له دوی سره د مینې او صدق عقیدت پرېښوونکي او موږ دې د اهلبیتو مینه وال او په قیامت کې ورسره راپاڅوي .

او په پای کې :

حضرت حسین (رض) مسلمانانو ته د عزت،زغم ، مړانې او ازادۍ سبق ورکړ.

حسین (رض) پر نېکیو د امر او له بدیو د منع بلونکی و؛ موخه یې د قرآن حاکمیت و،چې «قسط و عدل» او «وروري وبرابري » هر ځای راونغاړي او«اسلامي حکومت » د مسلمانانو د ژوند په ټولو اړخونوکې په واقعي بڼه اوپوره ډول پلی شي.

د ژوند تر پایه،د همدې الهي ارمان د پلي کېدو په لارکې ودرېد؛ نوځکه مسلمانان باید د حسین مړانه د خپل ژوند بېلګه کړي او ځان ددې ستر شهید په ښکلي اخلاقو او ځانګړنو وپسولي او د زمانې د یزیدیانو او سرغړاندو پر وړاندې مبارزه کې زغمناک وسي؛نو هله به مسلمانان د اسلام ددښمنانو پر وړاندې عزت اوسرلوړي ننګېري او هېڅ باطل ځواک او واکمنۍ ته به غاړه نږدي.

په دې هیله چې خداې مو د حسین د ښوونځي رښتوني لارویان کړي . </ref>