ويکيپېډيا:د اخلاقو، حقوقو او فقهې په رڼا کې د ښځو مسائل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د اخلاقو، حقوقو او فقهې په رڼا کې د ښځمنومسائل[سمول]

ليکوال : علامه محمد حسين فضل الله

ژباړن : ډاکټر محمد طارق اقبال

پوښتنه : چې کله د ښځمنو د ستونزو، انساني وګړې- شخصيت او ټولنيزمقام په هکله خبرې کېږي،ښايي څرگندو اصولو په چوکاټ کې وڅېړل شي .ستاسې له نظره دا کوم دي ؟[سمول]

ځواب :[سمول]

زه د ښځمنو د ستونزو د څېړلو او لوست لپاره له قرآني لارې ګټه اخلم. قرآن د ښځې او سړي پر انساني مقام يوشان ټنيګارکوي او دواړه انساني عناصرګڼي،چې د انساني ارزښت له کبله يو پر بل ‏لوړوالى نه لري .

قرآن وايي :

الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا ( نساء/۱) = ((هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) د هغه جوړه يې له هماغه پيدا کړه.))

دا آيت دې ته اشاره کوي،چې ښځه او سړى يو د بل بشپړوونکي دي. د انساني بشپړتيا په بهيرکې سړى د ښځې ميړه او ښځه يې ميرمن ده.د زوجيت مانا هم دا ده. زوجيت په دې مانا نه دی، چې دوه بېل څيزونه يوله بل سره نږدې کېښودل شي؛بلکې مانا يې دا ده،چې دوه تړلي او ډول ډول څيزونه يو له بل سره نږدې کېښودل شي؛نو دا خبره به مفهوم ونه لري که د تيږې او ونې د زوجيت په هکله خبرې وکړو؛ ځکه ددې دواړو اړيکې سره هيڅ مفهوم نه لري . يا د ساري په ډول کله،چې خداى، انسان ته وایي؛ نو يوازې سړى ته نه؛بلکې دواړو ته وایي: ((دې ونې ته ورنږدې نشئ))

او بیا خداى وايي : (( دواړو ترې وخوړه ))

بيا خداى وايي : (( نو شيطان دواړه تېروتنې ته اړکړل او په کوم جنت کې چې ول ترې يې وشړل))

ددې آيت له مخې د اسلام او مسيحيت نظريه له جرړې يو له بل سره توپير لري.

مسيحيت دتېروتنې ټوله پړه پر ښځې اچوي او هغه د بې لارۍ يوازېنی لامل بولي. اسلام، آدم او حوا دواړه ددې تېروتنې مسوؤل بولي، چې پايله يې له جنته د دواړو را ويستل ول. بې له مسووليته ښځه او سړى په اخلاقي ارزښتونو کې هم يو له بل سره توپيرنه لري .

أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى( عمران/ ۱۹۵) = ((زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم ، نارينه وي كه ښځېنه.))

د ښځې اوسړي د مسووليت په مثبتو او منفي پايلو کې هم هيڅ توپير نشته.

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ(نور/۲) =(( زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ.))

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا(مایده/۳۸) =(( د غله او غلې لاسونه پرې کړﺉ.))

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ( احزاب/۳۵) = ((په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکونارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى.))

وينو چې خداى کافره ښځه د کافرو ښځمنو اوسړیو لپاره بيلګه ګرځوي اومومنۀ ښځه يې د مومنو ښځمنو اوسړیو لپاره بيلګه ګرځولې ده؛نوښځه د ټولو سړیو اوښځمنو د منفي او مثبتو اخلاقي ارزښتونولپاره متل دى .

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ (تحریم/۱۰) = خداى كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه بېلګه کړې (چې) دا دواړه زما له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛خو له دواړو سره يې خيانت وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب په مقابل كې) څه ګټه و نۀ ور رسوله او ورته وويل شول: (( له نورو ننوتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

د ټولو مؤمنو ښځمنو او سړیو لپاره د مثبتو اخلاقو د ارزښتونو بيلګه بيا هم يوه ښځه معرفى شوى ده .

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ(تحریم/۱۱) = او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: (( پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون له شر او كړنو يې خلاصه کړه او (هم) مې د ظالمانو له ډلې وژغوره!)) نو د ارزښت له مخې په ښځه او سړي کې هيڅ توپير نشته او داسې نه ده، چې ګنې سړى به اصل او چورليځ وي او ښځې دې اقتدا ورپسې وکړي . د ښځې او سړي مقام يوشان دى او د انسان د وګړې کچه اخلاقي ارزښتونه دي.حضرت خديجه، حضرت فاطمه او حضرت زينب د ښځمنو اوسړیو لپاره غوره بيلګې دي؛نو د خداى پر وړاندى د سړي مقام تر ښځې لوړ نه دى او دنده يې هم له ښځې لوړه او ارزښتمنه نه ده .

د وګړې برابري او د حقوقو نابرابري[سمول]

پوښتنه: د خداى پر وړاندې د ښځې او سړي د انساني وګړې برابري او په حقوقو اوبرخمنتوب کې يې نابرابرۍ ته څرنګه مخونه ور کولای شئ؟[سمول]

ځواب : کله داسې نيوکې کېږي،چې قرآن په میراث کې د سړیو برخه له ښځمنو ډېره ټاکلې .[ د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده ( نساء/ ۱۱) ]؛ خو چې احاديثو ته مخه کړو؛نو دا امر د ښځې پر وړاندې د سړي لپاره يو ډول امتياز نه ګڼل کېږي؛ بلکې يو انډول راښيي، ځکه ښځه د نفقې په لاس ته راوړو کې هيڅ مکلفيت نه لري، ښځه د مادي مسووليت پر وړاندې هيڅ مکلفيت نه لري.نه به د ميړه نفقه ورکوي او نه د اولاد او ان د ژوند لګښت هم ور تر غاړې نه دى .

په پورتني ټولو لګښتونو کې د ښځې نه ګډون پر دې مانا دى ، چې څه ترې د سړي له لارې اخستل شوي له دې لارې بېرته ورته راګرځول کېږي. ځينى وايي: دا د سړیو حق دى، چې د ښځمنواو سړیو ترمنځ د برابرۍ نعرې راپورته کړي؛ دا ځکه چې د ښځې برخه له سړیو ډيره ده . 

د نارینه د رياست حدود[سمول]

پوښتنه: [الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء(نساء/۳۴)] - څرنگه له دې آیت سره ښځه او نارینه برابر بولئ؟[سمول]

ځواب :ځينې ګروهن دي،چې دا آيت سړى د ښځې او د هغې د چارو مسوؤل او ولي ګڼي؛خو زما نظر دا شان نه دى. ګروهن یم،چې دا آيت د ښځې او سړي په ګډ ژوند کې د ښځې په پرتله د سړيى ((د قوامت )) يا مديريت په اړه خبرې کوي او علت يې ویل شوى دى:

بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ (نساء/۳۴) = [دا ځكه چې خداى ( د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او(هم) په خپلو مالونو كې (ښځو ته) نفقه وركوي]
پوهېږو،چې سړى پر ښځې يوازې د ګډ ژوند په کړۍ کې قوامیت یا مديريت لري؛نو په هيڅ حالت کې د سړي د صفت په درلودو،سړى نشي کولاى پرښځه،چې ښځينه صفت لري،واکمنى ولري؛ خو يوازې د ګډ ژوند په حالت کې. 

فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ(نساء/۳۴) = [؛نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې دهغه د رازونو او حقوقو ساتونكي دي؛ دا ځكه چې خداى پردوى د مړونو حقوق ايښي دي. او د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته چې ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ]

دا آيت له پايله تر پایه د ګډ ژوند په کړۍ کې د سرپرستۍ او واکمنۍ خبره کوي او دا چار د طلاق په هکله دى. طلاق يې ځکه د سړى په واک کې کړى. چې هغه په ژوند کې د نفقې د پيدا کېدو مسوول دى. بې له دې کړۍ به نوره واکمني او سرپرستي هيڅ مانا و نه لري .

د مېړه بې اجازې له کوره د ښځى بهر وتل،يوازې د سړي د جنسي ملاحظې حق دى.زموږ فقهي رایه هم دا ده.

که ښځه د مېړه په اجازه له کوره ووځي؛نو حرام به نه وي. پر ښځو د سړیو واکمني عموميت نه لري او يوازې د ښځې او سړي په ګډ ژوند پورې تړاو لري.شونې ده وويل شي،چې د سړیو لپاره د واکمنۍ ځانګړنه په دې مانا ده،چې ښځې دې هيڅ واکمني و نه لري؛ خو فکر کوم دا مسئله لانجمنه ده او دا چې ښځه کړاى شي رياست وکړي؛ نو په دې اړه خورا ویینې- بحثونه شوي دي . دمثال په توګه آيا ښځه ددى حق لري،چې د تقليد مرجع شي.

ځينو علماوو پر خپلو فقهي کتابونو کې ليکلي:(( که عالم ته د جاهل ورتګ تقليد وي؛نو په دې اړه کوم توپير نشته؛ځکه دلته جنسي عنصر،نارينه يا ښځينه هيڅ ونډه نه لري .

وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ( بقره/۲۲۸) = [او پر (( مړونو)) د مېرمنو داسې مشروع حقوق دي؛ لكه د مړونو چې پر(( مېرمنو)) دي؛ خو نارينه ترې لوړ دي]

دلته ځینې فقهاء وايي،چې ددې آيت پر بنسټ سړى پر ښځمنو غوڅ لوړوالى لري ؛خو موږ وايو چې دا مرتبه او درجه يوازې د طلاق په اړه ده او د ښځې په پرتله سړى يوازې د طلاق د ورکړې حق لري او دا آيت هم د دواړو په هکله نازل شوى . دا آيت راښيي کومې دندې،چې سړى لري ښځې يې هم لري .

کېدونې ده وويل شي،چې سړى جنسي حق لري؛خو ښځه دا حق نه لري؛خو که د دواړو په اړه راغلیو احاديثو ته کتنه وکړو؛نو وايي : خداى، ښځې اوسړي دواړو ته له لاندې لارې امتياز ور پر برخه کړ:

- واده د عفت او پاکلمنۍ لامل دى .

- غوره ده،چې نجلۍ ژر واده وکړي،چې د ميوې په څېر په ونه کې ورسته نشي .

چې دا شان احاديث وينو؛نو ګورو چې واده د عفاف او پاکلمنۍ خونديتوب ته ټاکل شوى.پوښتنه مې دا ده ځينې فقها وايي: پر سړي د ښځې حق دا دى،چې هر څلور مياشتې يوځل دى ورسره سملي، بې له دې چې خوند ترې واخلي . آيا پاکوالی او پاکلمني پر ځاى شوې ده؟

آيا د واده حکمت يوازې دا دى،چې وايي ښځه بايد په کال کې درې ځل جنسي نږدېوالى وکړي او خوند ترې وانخلى ؟!

عجيبه خو دا ده ځینې فقها وايي : که د يوې ښځې ميړه مسافر وي؛نو هغه د درې ځل جنسي نږدېوالي حق هم نه لري آيا دا حکم د واده له حکمت سره اړخ لګوى ؟ زموږ ځواب منفى دى .

موږ د بقرې سورت ٢٢٨ ام آيت له مخې او هغه احاديث،چې د واده حکمت بيانوي؛ دې پايلې ته رسو: په يو حديث کې راغلي: ((که څوک څو ښځې ولري او کوروالی ورسره و نه کړي او که دې ښځو پر زنا لاس پورې کړ؛ نو پړه او ګناه به يې د مېړه پرغاړه وي)) موږ ددى قياس له مخې نه؛بلکې د یوې کچې له مخې وايو که يو سړى له يوې ښځې سره واده وکړي؛خو د هغې جنسې اړتياوې پوره نه کړي؛ نو او که دې ښځې زنا وکړه، ګناه به يې د مېړه پرغاړه وي . 


د ښځې ايمان اوعقل[سمول]

پوښتنه: په نهج البلاغه کې د ښځې او نارینه د وګړې،عقل او ايمان ترمنځ نابرابري راغلې تاسې څرنګه مخونه ورکوى؟[سمول]

ځواب: په نهج البلاغه کې راغلي: د ښځې برخه، په عقل او ايمان نیمگړی دی.

د ښځې د عقل د نيمګړتيا دليل دا دى، چې په لېینه- شهادت کې د دوو ښځو لووي- شاهدي د يو سړي د لووي په توګه منل کېږي .

د برخى نیمگړتیا يې دا ده، چې سړى په میراث کې د ښځو په پرتله دوه برخى وړي. د ايمان نیمگړتیا يې دا ده، چې د حيض په ورځو کې له لمانځه او روژې معاف ده .

 زما نظر دا دى، چې ددې حديث پلټنه بايد څيړونکيو ته یې ور پرېږدو.که دا مسئله (د ښځى ناقص عقل) مطلق او بې له کوم علته ویل شوي وي؛ نو شونې ده چې د تعبد له مخې مو منلى وي؛ خو چې علت یې ویل کېږي، چې د دوو ښځو لېینه له يوه سړي سره برابره ده له ځان سره فکر کوو، چې شهادت، په ویلو کې په امانت او حس پورې اړه لري؛ خو عقل له اندنې، پلټنې او څېړنې سره تړاو لري او د شاهدۍ او عقل ترمنځ هيڅ اړيکه نشته.دا چار له دې آيته لاس ته راځي: 

أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ(بقره/۲۸۲)=[ كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورياده كړي]

دلته ګورو ښځې شاهدي بشپړوي. اوس څرنګه شونې ده،چې يو ناقص بل ناقص بشپړوي؟

زما نظر دا دى،چې له يوه سړي سره د دوو ښځو د شاهدۍ برابروالى په نیاو-عدالت کې د لا احتياط په موخه دى؛نه دا چې د ښځې په مقام کې کومه نیمگړتیا وي.

د زنا په اثبات کې هم دوو او يا هم څلورو شاهدانو ته ضروت دى؛ نو دلته دا چار د سړي د عقل نیمگړتیا او کم ارزښتي راښيي؛ نه، په دې اړه يوازې د يو سړي شاهدي بسیا نه ده،دلته موخه دا ده،چې په عدالت کې احتياط شوى وي. 

د ښځې د ايمان نیمگړنه هم همداشان ده. پوهېږو، چې د حيض په ورځو کې له روژې او نمانځه ډډه د خداى په حکم ده او له الهي امره اطاعت د ايمان د کمۍ نښه نه؛ بلکې د ايمان د زياتۍ نښه ده.ځينې ښځې د دوه ځانۍ ضد درمل خوري، چې میاشتینۍ پرې رانشي او نه غواړي، چې نمونځ او روژه يې پاتې شي؛نو دا هم د ايمان کمي نه؛ بلکې له شرعې سره همغږي ده.

لکه څرنګه،چې د فرایضو پر ځاى کول د خداى امر دى؛نو همداراز له حرامو ډډه هم د خداى په امر ده او څوک ،چې داسې وکړي؛نو خداى به ترې خوښ وي.

شونې ده څوک ووايي، چې د حيض په ورځو کې له نمونځه او روژې د ښځې بې برختوب عملاً ورته نقص دى او په عملي لحاظ يې هم ايمان ناقص دى. باید په ځواب کې یې وويل شي : آيا د مسافر به هم ايمان نیمګړی وي،چې په سفر کې نيم نمونځ کوي؟د ناروغ په اړه څه وايي؟ آيا که ناروغ د روژې په مياشت کې روژه نه نيسي؛ نوايمان به يې ناقص وي؟ 
د میراث په هکله هم موږ مخکې خبرې وکړې. 

چې کله خداى،ښځه او سړى د اعمالو او کړنو له مخې يو شان ګڼي؛ نو علت يې دا دى،چې خداى دا دواړه يو پر بل مکلف کړي او که د ښځې عقل تر سړي کم وي؛نو عدالت به دا حکم کړى نه و، چې د ښځې مکلفیت دې د سړي په څېر يو شان وي .

له جهاد او داسې نورو چارو د ښځې معافېدل،ښايي د بدني او جسماني شرايطو له مخې وي . لنډه چې په قرآن کې پر ښځه د سړي د عقلي غوراوی او لوړوالي په اړه کوم دليل نشته . اپوټه يې ځينې دلايل لرو،چې د ښځې عقل تر سړي غوره او اوچت دى . په قرآن کې د ملکه سبا په داستان کې راغلي:

هغې د سليمان د خط تر ليدو وروسته خپل قوم راټول کړ او ورته يې وويل :

قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ. إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ. أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ. قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ( نمل/ ۲۹- ۳۲) =(ملكې سبا) وويل: (( (د هېواد) مشرانو! ما ته يو ارزښتمن ليك راغورځول شوى دى؛ په حقيقت کې هغه (ليک) د سلېمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين څښتن په نامه؛ (سپارښتنه مې داده)،چې ځانونه راباندې لوړ مۀ ګڼئ (او كبر مكوئ) او په داسې حال كې راته راشئ، چې حق ته موغاړه ايښي وي.)) بيا يې وويل: (( (د هېواد) مشرانو! پدې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور(او مشورې) يو مهم كارهم ترسره كړى ندى.))

ملکه سبا ترې وغوښتل، چې اندیز ملاتړ يې وکړي؛ خو مشرانو خپلې مټې وښووې او دا کار له عقله لرې برېښي . 

ملکې د سليمان په لیک کې په ښکاره د هغه او نورو پاچايانو توپير وليد او و يې ويل:

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ . وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ ( نمل/۳۴،۳۵) = ملكې وويل: ((باچايان چې (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي، (هو) كار يې همدا وي. او زه (اوس جګړه په خير نۀ ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې استازى مې له څه ځواب سره راځي (او لدې لارې يې وازمېيو).))

چې سليمان ته ولاړه اودهغه خبرې يې واورېدې؛ نو ايمان يې راووړ او ويې وويل :

وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(نمل/۴۴) = [ ما له سلېمان سره نړۍ پال خداى ته غاړه ايښې ده.]

دا بيلګه،چې قرآن یې را وړاندې کوي هغه ښځه ده،چې په عاطفې نه؛ بلکې په عقل مخې ته ځي. که څه هم غښتلي خلک يې ترڅنګ ولاړ دي؛ خو دوى ټول پر عقل نه؛ بلکې پر عواطفو فکر کوي . 

نو قرآن غواړي،چې ووايي شونې ده د ښځې عقل تر سړي زيات وي،دا يې بيلګه ده.نورې بيلګې يې د فرعون ښځه او حضرت مريم ده .

يوبل آيت دى،چې ممکن د ښځې د وګړې د کمزورتيا لپاره د دليل په توګه راوړل شي :

أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ( زخرف/۱۸) = [ آيا داسې څوك (د خداى اولاد ګڼئ) چې په ګاڼو كې يې پالنه کېږي او د شخړو پر وخت خپله موخه هم نشي څرګندولاى.]

دا آيت د نجلۍ د روزۍ په اړه دى، له ذاته یې نه دى. نجلۍ چې کوچنى وي؛ نو سينګارېږي، ويل کېږي،چې ښځه تر سړى کمزورې ده؛ خو قرآن د انسان له کمزروۍ خبرې کوي،نه د ښځې له کمزورۍ. 

وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا(نساء/ ۲۸) = [او انسان ضعيف (اوكمزورى) شته شوى ( او د غريزو د توپان په مقابل كې يې مقاومت لږ ) دى ]

نو په قرآن کريم کې د سړي په پرتله د ښځې د کمزورتيا په اړه څه نه دي ویل شوي .

ګروهن يو ،زموږ د کار بنسټ قرآن دى.که ځينې احاديث بل شان ويل شوي وي،ښايي داسې يې ولولو،چې له قرآني مفاهيمو سره اړخ ولګوي.


اسلام او د وخت غوښتنې[سمول]

پوښتنه : دنننۍ زمانې د شرايطو او ستونزو هوارۍ ته کومه اسلامى طرحه شته ؟[سمول]

ځواب: ګروهن يم،چې دوه لارې شته. يوه طرحه چې ورسره مخالف يو، وايي : دننني انسان د ستونزو د هواري لار دا ده،چې اسلام د زمانې د کچو تابع کړو او د خلکو د خوښې لپاره اسلام بايد د خپلو اندو تابع کړو موږ دا ردوو.

لکه څرنګه چې خداى وايي:

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ( بقره/۱۲۰)= [و يهود او نصارا به هېڅكله درڅخه تر هغې خوښ نشي چې(بشپړ غوښتنو ته يې غاړه كېږدې او) د(اړول شوى) دين لاروي يې وكړې.] نو اسلام بايد پرخپل ماهيت،حقيقت او هويت پاتې شي. کله چې وايو اسلام د ننني انسان ستونزې اوارولاى شي مفهوم یې دا دى که نننى انسان او ژوند وڅيړو او اسلام هم وڅېړو ؛نو وبه وينو چې اسلام په توکیز- مادي او مانیز- معنوي اړخونو کې د انډول په راوړو سره دننني انسان ستونزه هوارولای شي. ځينې وايي: ((چې وخت داسې غوښتنه لري)) ددې خبرې پر مفهوم نه پوهېږو؛ځکه ګروهن یو، چې په طبيعي او ذاتي توګه وخت کوم څيزنه فرضوي ؟؟ نو ځکه ګروهن يو کوم پرمختګونه چې لاس ته راځي، له طبيعت او د زمانې له ذاته را ولاړ شوي نه دي. نننی وخت له زماني اړخه له پرون سره هيڅ توپير نه لري دا څومره مادي بشپړتيا ، چې وينو لامل يې دا دى،چې بشرخپله انده پرنننۍ زمانې او انسان واکمنه کړى ده. تېر وخت هم همدا شان و.

موږ وايو هره نننۍ انده، چې له اسلام سره يې ضديت درلود ورسره به جنګېږو .

کله چې اسلام په نړيواله کچه اوڅاروو؛نو غواړو، چې نړۍ اسلامي کړو؛ نه دا چې اسلام له نړۍ سره سازګار وښيو.

پر توکیزه (مادي) وضع د مانېزې (معنوي) رالوېدنې اغېز[سمول]

پوښتنه: ايا مانیزې رالوېدنې د ټولنو پر توکیزې وضع اغيزمنې دي ؟[سمول]

ځواب : هو! اغېزمنې دي.د مثال په توګه مانیز اړخ پر انساني ارزښتونو ټنيګار کوي او په دې توګه د علم په موخو کې هم  لاسوهنه کوي او انسان منع کوي، چې په علم د نړۍ او د نورو د ويجاړۍ وزلې برابرې کړي. 

مانیز اړخ په کورنۍ او د انسان په توکیزو برخو کې هم لاسوهنه کوي،چې انسان جنسي مسائل د يوې موخې په توګه نه؛بلکې د يوى وزلې په توګه وپېژني.

د ختیزې ښځې هويت[سمول]

پوښتنه : د شرقي ښځو او په تېره د اسلامي هېوادونو د ښځو په کورني،ملي او اولسي جوړښت او په ساتنه کې یې اولسي دودونو د لويديځوښځو په پرتله غوره رول لوبولی دى. داځانګړنه څرنګه څېړئ او که وغواړئ،چې په تفصيل شرقي او غربي ښځې سره پرتله کړى؛ نو کوم ټکي به مو پام را واړوي ؟[سمول]

ځواب : چې شرقي ښځې ته کتنه کوو؛ نو دين، ټولنې او واکمنو دودونو ښځه په يو جنسي انضباط کې ساتلې ده .شرقي ښځه بدلمنتوب د يوې عامې خپرې شوې ښکارندې- پديدې په توګه نه پېژني؛بلکې له اخلاقو،پت او دودونو يو ډول تېروتنه بولي. شرقي فرهنګ ښځه دې ته اړ کړې، چې له خپلې کورنۍ، دودونو ، ټولنې،نږدې او لرې خپلوانو سره انساني ژمنه،روحي اوعاطفي اړيکې ټينګې وساتي او ښځه په دې ټولنه کې د عمومي ارزښتونو او انساني احساساتو له مخې د ټولنې برخه او جوړښت ګڼل کېږي .

خو شرقي ښځه پر خپله ټولنه کې له يوې ستونزې سرټکوي او هغه دا چې په عمومي توګه سړى د دويمې درجې انسان په سترګه ورته ګوري. شرقي سړى يا پلارغالباً دا ننګیري- احساس کوي ، چې د خپلې لور دومره واک يې په لاس کې دى،چې د هغې وګړه - شخصيت اوغوښتني په بشپړتوګه له پامه وغورځوي. وينو چې پلار د لور دواده په اړه دومره لاسوهنه کوي،چې بې له غوښتنې یې واده ورباندې ورتپي او که لور يې پخپله خوښه واده کوي؛نو دې کار ته يې نه پرېږدي .

دلته ډېری پلارونه پردې اند دي،چې لوڼې او ان زامن يې هم د پلار له نظر سره د ویینې - بحث او مخالفت حق نه لري او يوازې پلار په دې اړه هراړخيز هوډ نيواى شي او زامن يې د نیوکې او مخالفت حق نه لري. دا طبیعي ده،چې دا مستبدانه چلن د زوى په پرتله له لور سره ډېرکېږي،ځکه دا اندنه له جاهليته لا تر اوسه د پلرونو په ذهن کې پاتې ده .ددې اندنې له مخې نجلۍ د کورنۍ د پت سمبول او نماد دی او همداراز تېروتنه او بدلمنتوب يې کورنۍ ته ننګ بلل کېږي، حال دا چې د هلک يا زوى تيروتنې او بدلمنتوب ته هومره اهميت نه ورکول کېږي ؛نو ځکه که زوى يې له کومې ښځې سره زنا وکړى ؛نو په ټينګه لنګه ترې کېږي او که لور يې کوچنی غير شرعى اړيکه ولري؛نو سملاسي يې وژني؛ دا ځکه چې نجلۍ د کورنۍ له ناموس او پت سره تړلې ده او د زوی تېروتنې د کورنۍ له پت سره هيڅ تړاو نه لري.

نجلۍ چې واده شې؛نو همدا اندنه یې له مېړه سره هم وي او ميړه به له خپلې مېرمنې سره هغه شان چلن کوي، چې پلار یې د هغه له مور او خورسره کاوه؛نو وينو چې زیاتره سړي خپلو ښځو ته په عامو او خاصو حالتونو کې د لږ څه نظر ورکولو حق هم نه ورکوي او ان، چې ميړه خبره لاپسې سختوي او د شرعې پرخلاف خپلې ښځې وهي او ښځه د خپلې انساني وګړې څرګندونه نشي کړای .

دلته ميړه دښځې لپاره ديو قانون جوړونکي حيثيت پيدا کوي او ښځه بايد په هر څه کې مېړه ته غاړه کېدي.که څه هم پوهېږو،چې اسلام ښځه هڅوي،چې له ميړه دې اطاعت وکړي او يوازې په ګډ ژوند کې ښځه له ميړه اطاعت کوي او بې له دې ښځه لکه د سړي په شان په مالي او نورو چارو کې آزاده او خپلواکه ده .

فکرکوم،چې ښځه په شرقي ټولنو کې لا تراوسه هم د دويمې درجې انسان شمېرل کېږي او ښځه خپله هم باورلري،چې دويمه درجه انسان دى او دا ننګېري،چې فکر اودريځونه يې بايد د خپل ميړه په شان وي او ان په ټولټاکنو کې هم بايد د مېړه په نظر رای واچوي. ګروهن يم، چې د ښځې او مېړه ګډ ژوند دې انډول او متوازن وي. په يو حديث کې راغلي: ((د ښځې جهاد، د مېړه ښه چوپړ دى.)) په يو بل حديث کې له پېغمبر اکرم (ص) څخه روايت شوي:(( غوره مو هغه دی،چې له خپلې کورنۍ سره ښه وي او تر تاسې ټولو زه له خپلې کورنۍ سره غوره او ښه يم. ))

ګروهن یم،چې ګډ ژوند بايد داسې وي لکه څرنګه،چې خداى په قرآن کې ويلي :

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً(روم/۲۱)= [ او د هغه له نښو داده چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيدا كړې، چې ارام ورسره ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيدا كړه.]

زما په نظر ښځې بايد وهڅوو، چې په ګروهیز-عقيدتي،فقهي، سياسي او ټولنيزو چارو کې د ځانګړې او ازاد نظر خاوندانې شي دا حالت به ددې لامل شي،چې ښځې پر خپلې انساني وګړې پاتې شي،پياوړى يې کړي او وګړه يې د نارینه و وګړه لاپسې بشپړ کړي.خداى په دې اړه وايي :

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ(توبه/۷۱) = [مؤمنان او مؤمنانې د يو بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي]

چې پوه شو ((معروف)) هر مثبت او رغنده چار ته وايي،چې پکې د انسان سازښت- مصلحت او د خداى خوښه وي او((منکر)) هر منفي چار ته وايي،چې د انسان د سازښت او د خداى د خوښې پر ضد وي؛نو خپله به مو دې ټکي ته پام شي،چې د ښځى د ونډې پراختيا د نړۍ د پرخوالي هومره ده او نارینه هم دا شان ظرفيت لري. ناپوهه،بې خبره اوهغه ښځه،چې پر نفس ډاډ نه لري او تل د سيوري په شان له مېړه سره ژوند کوي ، کله هم نشي کړاى،چې په کورنیز او ټولنيز ژوند کې بدلون او خوځښت راولي او پياوړى یې کړي. په لویدیځ کې ښځه د خپلواکۍ خاونده ده او ځان له سړي سره هم کچه بولي ؛خو دا خپلواکي کړکېچنه شوې او له ښځې يې دا ننګېرنه اخستې، چې هغه د سړي بشپړوونکې او سړى هم د هغې بشپړکوونکې دى او خبره دې برید ته رسېدلى، چې ښځه او سړى بېل بېل اوسېږي. له ظاهري يوځاى کېدو،دوستۍ او انساني مينې بې برخې پاتېږي،دا حالت د دواړو اړيکې هومره محدودوي،چې يوازې پر جنسي چارو بسیا کوي .


اسلام او د ښځې آزادي[سمول]

پوښتنه : څرنګه کېداى شي،چې د ښځو په دې وضعيت کې بدلون راشې ؟ آيا اسلام د ښځې له آزادۍ سره لکه د مریانو د آزادى په څېر يو تدريجي معامله نه ده کړې؛يعنى دا چې ور يې سم نه دى پرانيستی،چې ټول مریان بازار ته راشې آيا د اسلام په پيل کې د مریانو د آزادۍ او د ختیزې ښځې د آزادى ترمنځ ورته والى شته ؟[سمول]

ځواب: ګروهن یو،چې په دې دواړو کې توپيرشته.

چې اسلام راغی د مریتوب ټولې زېرمې اولاملونه يې له منځه يووړل او مریتوب يې يوازې په جنګ کې پرېښود او په واقعي توګه يې هم نشو کړاى، چې مریتوب له منځه یوسي ؛ځکه کفارو کوښښ کاوه،چې مسلمانان په جنګ کې په بنديتوب او مریتوب ونیسي؛نو په دې ترتيب اسلام د مریتوب د جرړې د ايستو لپاره عملې ګام پورته کړ. که ځير شو؛نو وبه وينو،چې د مریتوب ستونزه په اسلامي هېوادونو کې بې له دې،چې د مریتوب د آزادۍ اوښتون - انقلاب رامنځ ته شي د شرعي احکامو له لارې، چې د يوې وزلې بڼه يې درلوده د مریانو د آزادۍ او خوشې کولو بهير پيل شو او په پای کې یې جرړې له راونړول شوې.

ښځې اوسړي پر هغو قوانينو او لارو پل کېږدي،چې اسلام ور ښوولې وې او پکې د هر يو لپاره حق او دنده ټاکل شوې او په هر اړخ کې ښځه او سړى دواړه بايد الهي پولې په پام کې ونيسي .

اسلام له انسانه څه غوښتي. هڅه دې وکړي،چې پر الهې پولو عمل وکړي او که داسې يې وکړل؛نو ټولنيز ژوند به یې کله هم له کړ کېچ سره مخ نشي.

وايو: طبعيي ده کومو انسانانو،چې کلونه کلونه په دودونو کې تېر کړي وي؛نو د يو تدريجي،ستر او منظم پلان له مخى بايد په دې اخلاقو کې بدلون راوړو. د کورنۍ جرړې او جوړښت په يو حديث کې له پېغمبراکرم (ص) څخه نقل شوي: (( په اسلام کې د خداى پر وړاندې هيچ جوړښت تر کورنۍ غوره نه دى.))

 له دې جوړښته څه اخستنه- برداشت لرئ؟

ځواب : دا حديث راښيي،چې واده،سړى او ښځه له انحراف او تېروتنې ژغوري.همداراز د کورنۍ د جوړېدو لپاره هم دی او زلمى واده کولو ته رابولي .که واده د اسلام له نظره وڅېړو؛نو وبه وينو،چې اسلام د ښځې او سړي پر مانیز او انساني اړخ خورا ټينګار لري.په قرآن کې راغلي :

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ(روم/۲۱) = (( او د هغه له نښو داده چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ارام ورسره ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيداكړه. هو، پدې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي. ))

دا آيت واده د اروایزې- رواني سوکالۍ او آرام ژوند د برابرولو يوه وزله بولي او ښځه او سړى پر يو بل ډاډنوي او د يو بل د زړه ملهم وي . د کورنۍ جرړې او جوړښت بايد د دوستۍ او رحمت پربنسټ وي او کورنۍ بايد د ښځې اوسړي دواړو لپاره د اروایزې اوعاطفې سوکالۍ اومينى مرکز وي.

قرآن کريم په يوبل آيت کې د ښځې او مېړه اړيکې داسې بيان کړي : 

هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ( بقره/ ۱۸۷) = [هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست دواړه ديو بل ښكلا او ديو بل د ساتنې لا مل ياست ) ]

دا آيت سړي ته وايي :له خپلې مېرمنې سره اړيکې درته د يو پوښ او ستر پر مانا دي، لکه څرنګه،چې د انسان بدن ته جامې وي. ښځه هم بايد دا شان احساس ولري کله چې په ګډ ژوند کې اولاد وشي؛ نو بايد پام مو وي،چې اولاد له موروپلارسره د خداى امانت دی ؛نو انسان د خپل اولاد د پالنې او روزنې مسوول دى،چې ټولنې ته ګړندى،غوره او ګټور اولاد ور وړاندې کړي .

اسلام، کورنۍ د ښځې او سړي د انساني وګړې- شخصيت اوعواطفو اوهمداراز د اولاد د روزنې ستر او مهم روزنتون ګڼلى دى.سړى بايد له خپل ذهني چوکاټ او وګړیز- فردي چلنه راووځي او خپله مېرمن درک کړي او ښځې ته هم اسلام لارښوونه کوي،چې همداشان دې وي او د اولاد پر وړاندې دواړه له خپلو وګړیزو چلنو او چوکاټونو تېر شي،خپل اولاد دې درک کړي او د نښلون ټکى دې خپل اولاد وټاکى،چې اولاد خپل ځان د موروپلار د عاطفې او انساني څارنې لاندې وننګېري- احساس کړي؛ نو جوتېږي، چې کورنۍ لومړنى ټولنيز واحد دی، چې پکې انسان دا زده کوي،چې څرنګه له ځانه پورته وخوځېږم او که پراخې لمنې ته يووړل شو؛نو تل به بريالى وي او کوچنۍ ټولنې (کورنۍ) اوسترې ټولنې (ټولنيزچاپېريال) ته به ګټور وي .

د ګډ ژوند حقوق او اخلاق[سمول]

پوښتنه : تل ويل کېږي،چې په ګډ ژوند کې ښځه يوازې په ځانګړو؛يعنې جنسي چارو کې ښايي له مېړه اطاعت وکړي او مېړه هم يوازې نفقې په برابرولو مکلف دى؛ خو ښايي چې دا دواړه حالتونه دهغه دوستۍ پر ضد وي، چې په قرآن کې راغلې وه.[سمول]

 ځواب : دلته دوه بېلا بېلې موضوع ګانې دي.په ګډ ژوند کې يو داسې الزامې اړخ دى،چې له مخې یې هر يو د ځانګړي حق خاوندان دي او کړای شي،چې پر يو بل فشار راوړي.ښځه کړای شي پرمېړه زور راوړي،چې نفقه يې ورکړي او که مېړه يې نفقه ور نه کړه؛ نو ښځه طلاق غوښتای شي او که يا يې جنسي غوښتني پرځاى نه کړې؛نو په دې حال کې ځينې علماء وايي، چې طلاق غوښتای شي. همداراز که ښځه د مېړه جنسي غوښتنې پر ځاى نه کړي؛ نو سړى چې د نفقې له ورکړې ډډه او يا هم طلاق ورکولای شي.

وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ (نساء/ ۳۴) = [ او د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته چې ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ ( اوكه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ.]

دا د ګډ ژوند د اړيکو غوښتنه هم ده. بل غير الزامې اړخ دی. اسلام ښځې ته وايي، ته د ګډ ژوند يوازې په توکیز- مادي اړخ کې او همداراز ځان باید د خپل حق په غوښتو کې را ایسار نه کړې؛ بلکې اړینه ده،چې له مېړه سره د لورنې- مهربانۍ،مينې او دوستۍ چلن او څرګندونه وکړى او له دې لارې د خدای خوښي لاس ته راوړې او دا سپارښتنه نارینه ته هم کوي . دلته د ((مودت)) او رحمت پراخې لمنې غوړول کېږي. انسانان غواړي د ګډ ژوند لپاره اړینه ده،چې يو داسې قانون وضع شي، چې توکیز او مانیز ‏دواړه اړخونه په پام کې ونيسي. چې ښځه له خپل ميړه سره مينه وکړي؛نو مېړه پوهېږي،چې ښځې يې له خپلو واجباتو لا زياته مينه او دوستي ورسره کړې او سړى هم بايد دا شان له ښځې سره وکړي. 

ګډ ژوند په مينې او دوستۍ روان وي او په کور کې د کار ويش او ډول ډول دندى ترسره کول هم بايد عاطفي بڼه ولري .

د غورې کورنۍ بيلګه[سمول]

پوښتنه: د حضرت علي او حضرت فاطمې کورنۍ ټولو کورنيو ته بيلګه ده.د انسانانو فرهنګ او ژوند تل د بدلون په حال کې دى. هغه ځانګړنې،چې دا کورنۍ يې د تل لپاره بيلګه ګرځولى کومې دي او زموږ ښځې څرنګه کړاى شي د حضرت فاطمې له غوره ارزښتونو درس واخلي؟[سمول]

ځواب : د حضرت فاطمې وګړه- شخصيت يوه مانیزه وګړه و. هغه ټوله د خداى مطيعه وه. ټول ژوند يې د خداى او د هغه د رسول د خپل مېړه او اولاد په چوپړ کې تېر کړ اوهيڅ توکیزه انګيزه يې نه درلوده.

يو ورځ حضرت علي له حضرت فاطمى وغوښتل،چې دواړه به انحضرت (ص) ته ورشو،چې د کور په کارونو کې د لاسنيوي لپاره څوک راکړي.په ځينو روايتونو کې راغلي، چې حضرت فاطمې له دې کاره نمښته-انکار وکړه؛خو د حضرت علي د درناوي له کبله یې ومنله. چې حضرت علي د پېغمبر اکرم (ص) پر وړاندې د حضرت فاطمې د کور د کړاوونو خبرې پيل کړې؛نو انحضرت(ص) ورته وويل : "آيا خوښ نه وسئ داسى يو څيز درکړم که ترسره يې کړى ؛نو تر خدمتکار به درته غوره وي.د ويده کېدو پرمهال دریدېرش ځل سبحان الله، دريدېرش ځل الحمدالله او څلور دېرش ځل الله اکبر ووايی." حضرت فاطمې وويل :د خداى او د رسول په رضا یې راضي يم ."

ددې حديث مفهوم دا دى ،چې حضرت زهرا به دا ټول کړاوونه پرځان منل؛خو له پلاره يې خدمتکار نه غوښت. په يو بل روايت کې راغلي يو ورځ پېغمبر اکرم (ص) له سفره راستون شو او د فاطمې بي بي کور ته ولاړ ويې ليدل،چې پرده يې راځوړنده کړې او ځينې روايات وايي،چې فاطمې بي بي دوه د سپينو زرو بنګړى اخيستي ول، انحضرت (ص) پرې هيڅ ځان پوه نه کړ او بېرته وووت. فاطمه بي بي پوه شو،چې پلار يې خپه ولاړ.فاطمې بي بي کومه خطا او تېروتنه کړى نه وه دا هغه ډالى وې،چې حضرت على ته د جنګي غنیمتونو له لارې ور په برخه شوې وې.فاطمې بي بي دا هر څه خپلو زامنو امام حسن او امام حسين ته ورکړل او ورته يې وويل:(( پلار ته مې سلام ورسوﺉ او ورته ووايه بې له دې موږ نور څه نه لرو اوس دا ستاسې په واک کې شول .)) 
پېغمبراکرم (ص) ډېرخوشحال شو او درې ځل يې وویل: (( پلار دې ترې ځار شي، د آل محمد له دنيا سره څه کار ؟ دوى 
اخرت ته پيدا شوي .)) 

دلته وينو،چې حضرت فاطمې بې له کوم خپګانه د خپل کور ټول سامان خپل پلار ته ورکړ،چې پر نشتمنو يې وويشې. پوهېده ، چې په دې بلهارۍ- قربانۍ کې د رسول الله (ص) خوشحالي ده .د فاطمې بي بي دې بلهارۍ ته قرآن هم اشاره کوي:

وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا( انسان/۸) = او (خپل) خواړه سره له دې، چې خوښېږي يې (او ورته اړتيا لري)، د خداى په پار "مسكين" او "يتيم" او "بندي" ته وركوي.

إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا( انسان/۹)= (او وايي:) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نۀ غواړو.

 د فاطمې بي بي کور له معنويته ډک و او د کور ټولې درندې چارې يې پرغاړه درلودلې ،چې د نړۍ ښځمنو ته وښيي د کور کار د خوارۍ لامل نه؛بلکې انساني او اسلامي ارزښت دى. نننۍ ښځې د کور کار له خپل کرامت او وګړې سره انډول نه بولي.حضرت زهرا به هم ښځمنو ته زده کړى کولى او هم به يې د اولاد روزنه کوله. په سياسي ډګر کې هم فاطمه بي بي د حضرت علي کلکه ملاتړى و. په جومات او کورونو،د ښځو او سړیو په منځ کې د حضرت علي د حق غوڅ ملاتړ کوي ؛نو له دې مخې د حضرت فاطمې په وګړه کې سياسي،روزنيز،تبليغي او مانیز اړخونه په ښکاره تر سترګو کېږي. 
له مانیز اوعبادي اړخه امام حسن د فاطمې بي بي په اړه وايي : مور مې ټوله شپه تر سهاره مومنو ښځمنو او سړیو ته دعا ګانې کولې؛نو ومې پوښتله:مورې!ولې ځان ته دعا نه کوې؟ راته يې وويل:زويه!لومړى ګاونډی دى او بيا موږ.))

ګروهن یم که څه هم حضرت زهرا له عمره کمه وه؛خو د مانیز،اخلاقي،علمي،سياسي او ټولنيز توان په درلودو ټولو ښځمنو ته بيلګه ده؛ځکه دا ټول اړخونه يې د کمال له لارې په ځان کې پيداکړي و.حضرت علي له فاطمې بي بي سره هېښنده -عجيب اروایز تړاو درلود .ګرهن یم،چې د حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن ،امام حسين ، حضرت زينب او حضرت ام کلثوم کورنۍ ټولو ته بيلګه ده.د کار او د دندې د ويش له مخې هم دا کورنۍ د پام وړ ده.حضرت علي او امام حسن به اوبه راوړې اود کور جارو او پاکوالى يې هم پرغاړه و.حضرت فاطمې به مېچينه او اخلى پخلى کاوه.له دې جوتېږي که سړى په کور کې جارو ووهي او په پاکوالي کې ونډه واخلى؛نو حيثيت او وګړې ته به یې څه تاوان ونه رسي .

 خداى ددې کورنۍ په اړه وایي:

إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ( احزاب /۳۳) = [ بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.]

په اسلام کې دښځې له حقوقو او مقامه نوې اخستنه[سمول]

پوښتنه : موږ نن دلته د حضرت فاطمى (س) د زوکړې د ورځې په ویاړ راټول شوي يو. دا مناسبت ډېر مهم او ارزښتمن پيغامونه لري،چې مهم يې دې ته ګوته نيسي،چې ښځه ستر الهي کرامت دى،چې کړای شي،خپله وګړه او استعداد وغوړي.[سمول]

=== په اسلام کې د ښځې د مقام په اړه ډېرې ليکنې اوخبرې شوي ؛ خو عمل پرې ډېر لږ شوی ؛دا ځکه چې لا تر اوسه په کورنۍ ، ټولنه،ټولنيزو بنسټونو او سياسي اسلامي خوځښتونو کې د ښځې سپکاوى کېږي او دا سپکاوى په ډول ډول کچو کې تر سترګو کېږي،له ښځې سره د کمزورې او بېوسې موجود په حيث چلن کېږي اوتل د بل (سړي) وکالت ته اړتيا لري . ښځې ته دا منفي مقام له کومه ور په برخه شو؟ او دا نظر تر کومه له قرآني نص سره اړخ لګوي، چې انسان يې غوره ګڼلى او آزادي یې ورکړې ده. ددې لیدلوري او روح تر منځ څوک دا درز لاپسې پراخ او ژوروي؟ او تر باید کومه بریده دا ټولیز او ستر نظر ،چې د قرآن روح او عام شريعت په پام کې نیسي او دهغه تنګ او جتهادي نظر ترمنځ دا درز لاپسې ژور او پراخ شي؟  ===

ښايي بنسټېزه ستونزه هماغه وي،چې په عمومي توګه په اجتهادي فقهه او په تېره ‏د ښځې په فقه کې رامنح ته شوی او لامل يې هم ښايي دا وي،چې اجتهادى اندې يو ټوليز نظر نه لري زموږ دنننۍ غونډې عنوان د ښځې د حقوقو له فقې يو نوې اخستنه ده.

مجتهدانو چې د پېړيو په اوږدو کې فقهي او حقوقي مسائل څېړل ؛نو دوى به د عقل او فهم له لارې ځانګړې پايلې ته رسېدل او دا پایلې به د ښځې ذهن ته وليدې؛ نو دا غونډه يو هڅه ده،چې په دې پايلو کې پر شته ستونزو او الهامونه رڼا واچوو. دا خورا کړکېچنې ستونزې دي،چې ذهن ته مو د يوې مسلمانې ښځې په توګه راننوتې دي.هيلمنه يم ،چې د ښځې د حقوقو پرفقه،چې کومې دوړې پرېوتي؛نو لرې یې کړو او د شريعت د عمومي موخو په پامنیوي له متونو نوې اخستنې له لارې دا کار شونې بريښي.

د شريعت عمومي موخې د قانون ايښوونې بنسټ او د اجتهاد ضابطه ده او له رواياتو اومتونو تبعيضي اخستنه نه لري او يوازې د غوره والي روايت يا متن نه لولي او د الهي موخو او شريعت پرضد حکم نه کوي .


ډېراورو او لولو،چې اسلام ښځى ته آزادي ورکړې او له بنده يې خلاصه کړى ده.د ساري په ډول ښځه ته يې د زده کړې او کار حق ورکړی دى . ډېری فقها پردې قايل دي،چې ښځه بايد د مېړه په اجازه له کوره ووځي؛نو د ښځې د زده کړې او کار حق له دې فتوا سره څه همغږي لري. يا ښځه څرنګه باور وکړي،چې په اسلام کې خپلواکه اودرنه وګړه لري؛حال دا چې ټولنیزه فقه د لېینې - شهادت په چار کې او همداراز د روژې د مياشتې د ليدلو پرمهال د ښځې پر نه وړتیا حکم کوي .
داسې فتواګانې هم شته،چې د وينې په اړه د لېوني هلک د لېینې - شهادت درناوى کيږي؛خو د ښځمنو لېینه مردوده ګڼي که څه هم د عقلمنې،مومنې اوعادلې وي. فقهي   پوښتنې اوستونزې لا تراوسه له يوې چرګۍ په همغږو او يو شان قالبونو کې راوځي،چې د ډېرو پوښتنو ګوته ورته نيول کېږي .ځينو د خپلو علمي هڅو په ترڅ کې له دې بیاځلي- تکراري څرخه بهر ووتل،چې ووايي : 

څه چې د پېړيو په اوږدو کې په بشپړ ډول اړین شمېرليدل،لکه د حکومت لپاره د ښځې نه وړتیا نن کراهت نه لري؛خو د مرجعيت،قضاوت، میراث او شهادت په هکله څرنګه ؟؟


دا هغه موضوعات دي،چې د تړلو حکم يې شوى دى ؛حال دا چې ددې موضوع ګانو پوښتنې علمي او څېړنيزه بڼه لري ايا ددې تړل شويو موضوعاتو پرانستنې ته کومه لار شته ؟ ايا دومره آزادى او زړورتیا به ولرو،چې پخپله وروسته پاتې ټولنه کې ددې څېړنو څرګندونه وکړو يا نه ؟ ښځه حق لري،چې خپل حقوق وپېژني او دا د ټولنې دنده ده،چې ددې حقوقو درناوی وکړي.


ځواب : زموږ په ګروهه، تېر وخت اوهغه اندې، چې تېرو لاس ته راوړې وې، تقدس را بښوونکى نه دي. څه ، چې تېر شوي؛نو يو زمان نامنوونکى حقيقت و؛ داځکه چې حقيقت له حياته راپيدا کېږي او د ايماني مانا له مخې نبوت په هستۍ کې تلپاتى او ثابت حقيقت دى او تېر وخت يوازې دې حقيقت ته يو مکاني او زماني لوښى و . 


زموږ د ګروهې له مخې پېغمبر اکرم (ص) د يوې ځانګړې زمانې انسان نه ؛بلکې د تلپاتې ژوند انسان دى . که څه هم ژوند یې د زمان په لمن کې پيدا شو او په همدې لمن کې پاى ته ورسېد؛نو بې له دې،چې حقيقت زمان نه منوونکى دى،ټول هغه څه،چې تېر شوي د زیان یا ټکې وړ دي،ان هغه نص ،چې اوښتونې - متغير حقيقت يې بيان کړى او ثابتوالى يې اثبات شوى نه دى؛ نو د مناقشې وړ دی،ځکه دا نص که څه هم چې د ثابت او تلپاتو ټکو او کلماتو درلودنکى وي ؛خو اړینه نه ده،چې مفهوم اومانا دې هم ثابته او تلپاتې شي .انسانانو د نصوصو په فهم کې اختلاف وکړ،ځينې يې په لغوي اوحرفي بڼه ټينګار کوي او ګروهن دي،چې د يوې کلمې ټوله مانا هماغه ده،چې په قاموس کې راغلې. ځينې نص اوښتونی بولي اوپه دې لټه کې دي،چې د نص اړيکه له نص سره پيدا کړي.


ځينې هم شته،چې د ماناوو په لمن کې لامبو وهي، چې کومې نوې نښې ترې پيدا کړي . 


پوهېږو،چې ژبه يوازى په قاموس کې شته کلمات نه دي؛ دا ځکه کلمې د انساني تاريخ په اوږدو کې روانې وي او د انسانو له بدلون سره سم بدلون مومي. 
د لغوي مانا پر پوهېدو سربېره بايد هڅه وکړو،چې دلغت د اشاراتو پر فهم هم ځان پوه کړو؛ځکه انسان،چې کومه ویی- کلمه کاروي؛نو مانا يې پخپل احساس ،شعور او آګاهى کې روزي او د کلام په بڼه یې نه را اوباسي. 


نو هره ویی- کلمه پخپل دننه کې د مفهومي اشاراتو د تاريخ درلودونکی ده او ډول ډول مانا ګانې لري او دا لفظ نشي کړاى ، چې خپله وضعي مانا معلومه کړي .

د ښځې فقې ته د قاعدې اړتيا[سمول]

پوښتنه : که غواړو چې د ښځې له حقوقي فقې اخستنه ولرو؛نو باید يوه معلومه سټه ورته ولرو؛ځکه هر ډول حقوقي استښاط بايد دهغې قاعدې پر بنسټ وي،چې د ټول حقوقي غونډال-نظام بنسټ وي . اوس پوښتنه دا ده اسلام،چې د قانون جوړولو بنسټ دى ايا کړاى شو د ښځې او نارینه د انسانيت حقيقت په دوه برخو؛ مذکر او مونث وويشو؟[سمول]

زه د انسانيت په مفهوم کې دوه والې نه وينم،چې پر ښځه او نارینه ويشل شوى وي.انسان يوازې يو نفس دى .

الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا( نساء/۱) = [هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) د هغه جوړه يې له هماغه پيدا کړه.]

د زوج ټکى نارینه او ښځې دواړو ته اطلاقېږي په دې آيت کې ((نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ)) راغلى،چې د زوجيت په مانا دى او زوجيت متنوع او ډولا ډول واحد دی.

پام مو وي لکه څرنګه،چې "نفس واحده" د ډول ډول آفاقو درلودنکى دى؛نو همداراز ډول ډول وجودي ظاهرهم لري .

د "نفس واحده" په وجودي مظاهرو کې دوه والى نشته او خپله د نفس د کلمې په مفهوم کې هم دووالى نه تر سترګو کېږي. د دې توضيحاتو له مخې پوهېږو کله،چې خداى شرعي قانون راولېږه مخاطب يې انسان (مذکر- مونث) دى. چې انسان د خلقت په پيل کې په جنت کې ميشت و؛نو دواړو سړي او ښځې په ګډه ژوند کاوه.د شيطان چل او ټګي هم دواړو ته په يوه کچه وه. شيطان وايي: إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ ( اعراف/ ۲۱) =[ سکه زه ستاسې رښتينى خيرغوښتونكى يم.]

ښځې او سړي په ګډه ژوند کاوه،نه پړه پر آدم اچولاى شو،چې ووايو، حوا یې دې کار ته اړ کړه او نه يې پر حوا، چې ادم یې دې کار ته اړ کړ. اصل ستونزه د انسان؛ يعنې ښځې او سړي د طبيعت کمزورتيا ده. د دواړو په دننه کې کمزوري عناصر اغږل شوي.

وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا(نساء/۲۸) = [او انسان ضعيف (اوكمزورى) شته شوى]

قرآن يوازې ښځه د کمزورۍ او ضعیفه صفت په حيث غندلې نه؛ بلکې ضعف او کمزوري يې د انسان صفت ګڼلى دی. دا هغه عامل دى،چې انسان تېروتنې او په پای کې بې لارېتوب ته راوبولي.چې آدم او حوا ځمکې ته راښکته شول خداى ښځې او سړي دواړو ته یې وویل:

فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ( بقره/۳۸)= [نو چې زما له لوري كومه لارښوونه درغله؛ نو چا چې لاروي ترې وكړه وېره به پرې نۀ وي او غمجن به نشي.]

نو څرګنده شوه،چې د اسلامي شريعت د قوانينو سول-منطق د انساني نفس د وحدت پربنسټ جوړ شوى دى.دا ډول ليدنه مو دې اندې ته رابولي،چې د انسان ستونزې ګډې دي او د هواري لپاره يې بايد په ګډه لار پيدا کړو . 

د عموميت تکليف[سمول]

قرآن د احکامو په ټولیز چوکاټ کې د ښځې او يا سړي لپاره،کوم حکم ځانګړى کړى نه دى. له ټولیز چوکاته مطلب هغه (( ايجابي)) دندې او مسووليتونه دي ،چې خداى له انسانانوغوښتي ،چې پابند پرې وسي او همداراز سلبي مسووليتونه ،چې خداى له انسانانوغوښتى،چې مخ ترې واړوي. د انسان ايجابي مسوؤليت د احزاب سورت په (٣٥)ام آيت کې راغلي:

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا = [ په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکونارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى.]

آيا په دې آيت کې د الهي ارزښتونو په وړاندې د ښځى او سړي ترمنځ کوم توپيرليدل کېږي؟ ښځې او سړي ته د خداى اجر يو شان دى .

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ( احزاب/۳۶) =[ او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مومنه حق نلري، چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى دحکم پرخلاف) اختيار ولري] چې د عمل خبره راځي؛نو خداى وايي :

أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى( عمران/۱۹۵) = زه له تاسې د هېچا عمل نۀ لاهو كوم ، نارينه وي كه ښځېنه.

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ ( نور/۲) = زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ.

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ( مایده/۳۸) = او د غله او غلې لاسونه د كړنو په سزا كې یې د خداى له لوري (دعبرت وړ) سزا په توګه پرې كړئ او خداى ځواکمن حكيم دى .

د بېلګې په اړه وايي :

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ(تحريم/۱۰)= خداى كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه بېلګه کړې (چې) دا دواړه زما له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛خو له دواړو سره يې خيانت وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب په مقابل كې) څه ګټه و نۀ ور رسوله او ورته وويل شول: (( له نورو ننوتوونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ( تحريم/۱۱) = او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: (( پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون له شر او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې وژغوره!))

وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ( تحريم/۱۲) = او (همداراز) د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]،چې پاكلمنې وه؛نو موږ په هغې كې له خپل روح وپوکه او هغې د خپل پالونكي خبر او كتابونه رښتيني وګڼل او له منونکيو وه،

له پورتني دو آيتونو جوتېږي،چې منحرفه ښځه کافرانو ته بېلګه بلل شوى اوغوره ښځه،چې له واکمن فساد سره يې مبارزه کړې، مومنو ښځو او نارینه دواړو ته د بېلګې په توګه ياده شوې ده. په قرآن کريم کې له داسې اندیز دریځ سره نه مخېږو، چې مېړ يې له دندو او د دندو د پايلو له پلوه پر ښځه غوره ګڼلى وي .

أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ( حجرات /۱۳) = خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى په پورتني آيت کې له يو انساني مفهوم سره مخ يو او ددې تشريح له مخې د ښځې او نارینه حقوق څرګند او بېلېږي.


د سړي د پالندویۍ مفهوم[سمول]

اوس داسې مسايل څېړو،چې خلک حقوقي تشې ورته وايي. د قرآن د ځينو آيتونو په اړه ځينې ګونګوسي رامنځ ته کېږي . 

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء ( نساء/۳۴) = [نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي]

ځينو د قوامت يا پالندویي له ټکي اخستنه کړې، چې دا پالندويي په ټولو چارو کې ده؛نو سړى تل په لومړۍ درجه کې او د ښځې د چارو پالندوی دى او ښځه تل دويمه ده ؛خو زموږ د استنباط له مخې دا شان نه ده .

پورتنۍ پالندويي يوازې د ښځې او سړي په ګډ ژوند پورې تړلې او بس .

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ( نساء/۳۴) = نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ دا ځكه چې خداى ( د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او(هم) په خپلو مالونو كې (ښځو ته) نفقه وركوي.

سړى يوازې د واده په حالت کې د خپل نارينتوب له کبله پرې واجب دي،چې د ښځې لګښت ورکړي. د پلار هم دا دنده ده،چې د زامنولګښت ورکړي،دلته خبره د مذکر او مونث نه ده. 
د ګډ ژوند مسوؤليت او پالندويي يوه شخصي مسئله نه؛بلکې وګریزه مسئله ده.د ګډ ژوند لمن دومره پراخه نه ده،چې دوه کسان يې مديريت وکړي دلته بايد يو تن مديريت وکړي؛ نو ځکه د ځينو جسمي،اروایزې،تکويني او د نفقې ورکولو د اړخونو له مخې دا مديريت سړي ته ورسپارل شوى. که د مديريت دا مسله دومره کړکېچنه شوې وي او ذهنونو ته روښانه نه وي او ان د انساني وګړې د سپکاوي لامل شوې وي ؛نو دا مو دنده ده،چې له ټولو هغو نامو او مقامونو سره مبارزه وکړو، چې مدير پکې لومړى درجه مسوؤل او نور يې تر لاس لاندې کار کوي

وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ( بقره/۲۲۸) = [ او پر (( مړونو)) د مېرمنو داسې مشروع حقوق دي؛ لكه د مړونو چې پر(( مېرمنو)) دي؛ خو نارينه ترې لوړ دي.]

 په دې آيت کې،چې کومه مرتبه راغلى يوازې په ګډ ژوند کې سړى ته اشاره کوي او هغه هم دطلاق حق دى. دا د غوره والي درجه انساني درجه نه؛بلکې د ګډ ژوند د غوښتنې ‏له مخې په روزنيز ژوند کې يوه پلییزه- اجرايي بڼه لري . 


د میراث مسله[سمول]

دا مسله هم تر ډېرو نيوکو لاندې راغلې ده.قرآن وايي:

لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ(نساء/۱۱) = [چې د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده]

آيا دا نيوکې وايي ،چې ښځه د سړي نيمایي ده،سړى بشپړ دى او د ښځې انساني حقيقت نيم دى؟؟ طبیعي ده،چې الهي قوانين پردې بنسټ نه دي، بې له ځينو ځانګړنو کومې دندې،چې سړي ته ورکړل شوي ،ښځې ته هم ورکړل شوي؛ نو ښځه او سړى د بشپړ انساني وګړې په درلودو هر يو خپلې دندې او مسووليتونه سر ته رسوي ؛ نو اوس میراث څرنگه تفسير کړو ؟ 

د توکیزو- مادي حقوقو په مسايلو کې باید پر وس او قدرت ټنيګار وشي. تر هر څه مخکې پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې څه مې درکړل، ایا لازم وينئ فکر وکړئ، چې په مقابل کې ما درنه څه واخستل؟ آيا باید په دې هکله د تلې دواړه اړخو نه يو شان وي ؟

د مثال په توګه يوکس راته ١٠٠٠ ډالره راکوي او د ٢٠٠٠ ډالرو په اندازه لگښت راباندې ږدي او بل ورته ٥٠٠ ډالره درکوي؛ خو هيڅ مالي پېټى درباندې نه ږدي.په دې دواړو حالتونو کې کوم يو غوره دى ؟ 
بېرته واقعيت ته راګرځو.که خداى د ښځې برخه د سړي په پرتله نيمه ګرځولې؛ نو بلخوا يې پر ښځه هيڅ مالي مکلفيت نه دى ايښى؛خو پر سړي يې د کور،اولاد او ښځې لگښتونه ورايښي دي. د سړي په نشتوالي کې ښځه د اولاد د لگښت او نفقې په ورکولو مکلفه نه ده.ما په مطبوعاتي خبرو کې هم ويلي و حق دا دى،چې سړى بايد وغواړي،چې له ښځمنو سره يې حقوق يو شان شي.دا سمه ده،چې اسلام له ښځې نيمه برخه اخستى او سړى ته يې ورکړې؛خو بلخوا يې ښځى ته مهر او لگښت وربښلى او له هر ډول مالي مسوؤليته يې معاف کړې ده او سړي ته يې دروند مالي مسوؤليت ورسپارلى دى . 
 اوس پوښتنه دا ده ،چې د دې ستونزې انساني خلاً چيرې ده؟ د میراث قانون دا نه وايي،چې د ښځې انسانيت د سړي په پرتله نیمگړی دی؛ بلکې غواړي، چې د حقوقو او دندو تر منځ تعادل او انډول رامنځ ته کړي .

کله، چې خپلو حقوقوته پاملرنه کوم خپلې دندې او واجبات هم بايد وپېژنم او دا هم بايد وڅېړم،چې څرنګه د حقوقو او دندو ( دخل اوخرڅ ) ترمنځ تعادل رامنځ ته کړم.د خبرې اصلي ټکى هم دا دى . ښايي وويل شي،چې دا څرگندونې د ګډ ژوند په هکله د منلو وړ وي ؛خو د ديي په هکله څه ځواب لرې ؟ دلته خبره تر مړينې وروسته ده.اسلامي شريعت ځان لپاره يوه څرگنده قاعده لري،چې پربنسټ یې د سړي اقتصادي دندې او مسووليتونه تر ښځې ډېر بولي؛ نو څرګنده ده ،چې د سړي ديه به هم تر ښځې ډېره وي .

کوم توکیز- مادي زيان اوتاوان،چې د سړي کورنۍ ته ور رسي، د ښځې د مادي تاوان په پرتله خورا زيات دى.دا توازن ځکه راغلى،چې د خپلو اولادونو پر وړاندى تر ښځې د سړي مسوؤليت زيات دى . پايله دا شوه،چې د ديي د مسلې موخه د ښځې د انساني وګړې ‏نیمگړتیا نه؛ بلکې دا قانون د حقوقو او دندو په کچه کې توازن او انډول رامنځ ته کوي او دا توازن يوازې په توکیزو چارو کې دى.

پایله دا چې ښځه او سړى يو دى . ((وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ ))

هماغه (دندې)،چې د ښځو پرغاړه دي؛نو په غوره توګه دهغوى په ګټه ( سړى ) هم دي. ((هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ))

د ښځې لېینه- شهادت[سمول]

اسلام په ټولیز ډول د ښځې لېینه- شهادت منلې او خداى وايي،چې د ښځې لېینه منم . 

خداى د يو سړى پر وړاندې دو چې دوښځو لېینه رامنځ ته کړى،علت يې هم دا نه دى گڼلی ښځه د سړى پر وړاندې نيمه ده.خداى وايي :

أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى( بقره/۲۸۲) = [كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورياده كړي]

دې الهي قانون ته،چې کوم دليل وړاندې کولاى شو هغه دا دى ، چې په ځينو حالاتو او شخړو کې د انسان عاطفه له تورنه ملاتړ کوي. په دې اړه د ښځې عاطفي او احساسي بڼه تر سړي ډېره ده او په طبيعي توګه ډېره تر اغېز لاندې راځي او دا طبيعت دهغې د موروالي غوښتنه ده.بل ټکى دا دى،چې د يوې ښځې لېینه د بلې ښځې د لېینې بشپړوونکې ده او دا موضوع د سړیو په لېینه کې هم تر سترګو کېږي. د ساري په ډول په ((بينه)) کې باید دوه تنه عادل شاهدان ګواهي ورکړي. ولې د يو کس لېینه په يوازې بسیا نه ده؟ځواب دا دی،چې دا شرط دعدالت په پلې کېدو کې يو ډول احتياط دى.په شخړو کې د يو کس لېینه نه؛بلکې د دووعادلو کسانو لېینه د منلو وړ ده. ايا ددې خبرې مفهوم دا دى،چې د شخړې يا دعوى په مقام کې دا دواړه سړي د انساني وګړې له مخې کومه نیمګړتیا ‏لري ؟ نه! د لته خبره د انساني وګړې د سپکاوي نه؛بلکې د عدالت په پلى کېدو کې احتياط دى. 

دا چې ويل کېږي د قتل په اړه د ښځې لېینه نه منل کېږي؛نو بايد ووايم،چې په دې مسله کې اړپیچ - اختلاف دى . حضرت على ( ک) په دې هکله وايي:(( د مسلمان ‏وينه به بې ځايه ولاړه نشي )) ؛نو د ښځې لېینه په دې اړه منل کېږي.

په ځينو شرايطو کې د ښځې لېینه غوره نه برېښي، لکه پر زنا د ښځې لېینه؛ځکه په دې اړه په اسلام کې غالب حدود يو ډول ژغورنې بڼه لري او نه غواړي،چې د انسانانو پام دې مسلې ته راوړوي. [((حدود د شبهاتو له کبله لغو کېږي )) دا يوه فقهي قاعد ده. ] 
البته ځینې ډېر کم حالتونه شته،چې پکې د ښځې لېینه نشته اوعلت يې هم خپله د موضوع ځينې ځانګړنې دي. 

همداراز ځينې داسې ستونزې هم شته،چې ښځو ته ځانګړې شوي او د ښځې لېینه پکې په يوازې منل کېږي او د سړي لېینې ته پکې اړتيا نشته. په پای کې دا چې، د اسلام له نظره ښځه يوه انسانه ده،چې له بشپړ حقوقو برخمنه ده .

ورمندون- قضاوت[سمول]

بله ستونزه د ښځې د ورمندون- قضاوت اوحکومت په اړه ده . دا ستونزه يا مسله په اصل کې د بخاري له يوه حديثه راپورته شوې ده.دا روايت د اماميه شيعه په کتابونو کې هم راغلى دی. حديث داسې دى: کله چې پېغمبراکرم (ص) خبر شو، چې د ايرنيانو يو قوم يوه ښځه پر واکمنۍ منلى؛ نو ويې ويل: ((پ رهغه قوم، چې ښځه واکمني کوي برېمن به نشي.)) 

بې له دې حديثه کوم بل حديث نه لرو. دا غونډله - جمله په ځانګړي شرايطو کې ويل شوې او فقهاوو له دې حديثه دا قاعده جوړه کړې،چې ښځه د حکومت او واکمنۍ وړتیا نه لري. ځينو فقهاوو په دې اړه لاپسې ډېرغور کړى دی؛ لومړى دا چې دا مسئله په داسې شرايطو کې پېښه شوه،چې حقيقت يې راته بشپړ روښانه او څرګند نه دى او حال دا چې، د هغه وخت حکومت او ددې زمانې حکومت خورا توپير لري. په تېرو حکومتونو کې به واکمن ټول واک درلود او ټول خلک به يوازې يو واکمن ته ورتلل؛خو زموږ په شرايطو کې داسې نه ده او واکمن ټول واک نه لري؛ ځکه يو قانون شته او واکمن د قانون له مخې واکمني کوي او ځينې داسې ادارې شته که واکمن له قانونه سرغړونه وکړي؛ نو سملاسي یې محاکمه کوي. که دا حديث سم وي ؛نو دا د هغه وخت د ښځو د حکومت حکم بيانوي؛ځکه تېر او ننني حکومتونه خورا توپير لري .

دهغه وخت خلکو به له دې حديثه دا اخستنه کوله،چې ښځه د حکومت لپاره مديريتي عقل نه لري،حال دا چې په قرآن کې د ښځې يوه بيلګه یاده شوې، چې په عقل او برنامه ریزۍ کې تر سړیو پياوړې ښوول شوې اوهغه د سبا ملکه وه.

چې د سليمان (ع) لیک ور ورسېد، ويې ويل :

قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ( نمل/۳۲) = بيا يې وويل: (( (د هېواد) مشرانو! پدې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور(او مشورې) يو مهم كارهم ترسره كړى ندى.))

خلکو ورته د اندې پر ځاى د زور کارونې مشوره وکړه او ويې وويل :

قَالُوا نَحْنُ أُوْلُوا قُوَّةٍ وَأُولُوا بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ( نمل/۳۳)= ځواب یې وركړ: (( موږ پوره ځواكمن او زړه ور يو او ښه جنګي وس لرو؛ خو واک ستا په لاس كې دى؛نو وګوره چې (پرموږ) څه حكم كوې (چې يې ومنو).))

 بلقيس وايي :

إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ . وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ ( نمل/۳۴) = ملكې وويل: ((سکه باچايان چې كله (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي، (هو) كار يې همدا وي. او زه (اوس جګړه په خير نه ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې استازى مې له څه ځواب سره راځي (او لدې لارې يې وازمېيو).)) بلقيس له دې لارې غوښتل،چې پوه شي ايا لیک رالېږونکى باچا دى،چې ښارونه ورانوي او که پېغمبر دى اوخلک د حق لارې ته راوبولي؟د بلقيس عقل لا نورهم پسې کار کوي، ان دا چې سليمان ته ورځي او له لارې یې اسلام راوړي .

وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ( نمل/۴۴)= (( ما له سلېمان سره نړۍ پال خداى ته غاړه ايښې ده.))

نو په عقل، باور او اندې يې اسلام ومانه. کله چې قرآن د ښځې د واکمنۍ دا شان بېلګه راښيي؛ نو څرنګه کېداى شي ، چې اسلامي انده دا حديث د ځان لپاره د بنسټ په توګه وپېژني؟

ايا ښځه نشي کړاى،چې د خپل طبيعت اوعقل له مخې د ټولنې واکمنه شي او يا هم ټولنيزمسووليت ومني؟ 

په هرحال موږ د فقيهانو ددې فتوا پر وړاندې تحفظ رعايتوو، ځکه ګروهن یم،چې دا حديث داسې نه راښیي او قرآن هم پر ضد یې مو پوهووي. د ښځې د ورمندون- قضاوت په اړه ‏يوازې يو حديث شته،چې وايي : (( ښځه دې قضایي چارې پرغاړ نه اخلي.))

دا يو کمزوری حديث دى. ځينو په دې اړه هڅه کړې،چې د دوو ښځو او يو سړي د لېینې له تساوۍ دا شان اخستنه وکړي؛خو لکه څرنګه،چې مخکې مو وويل دا اخستنه سمه نه ده.ځينو په دې اړه پلټنې پيل کړي،چې يو یې موسوي اردبيلي دى. ده په خپل کتاب ((فقه القضاء)) کې په کتاب، سنت او اجماع دا نظر رد کړى دى.

   په دى اړه،چې کوم احاديث راغلي کمزوري ښکاري او په منځپانګه – محتوا کې يې مناقشه شونې ده او دې حقيقت ته مو پام وي، چې ورمندون دوو مهموعناصرو لکه پوهې او تقوا ته اړتيا لري،که ښځه ددې شرط لرونکې وه؛ نو کړاى شي، چې د ځينو تحفظاتوپه پامنیوي ورمندون پرغاړه واخلي. مهمه دا ده،چې دا مسئله د فتوا مسئله نه ده؛خو موږ وايو چې د ورمندون مسئله د ویینې او څېړنې وړ ده. تر اوسه چې څه وويل شو، د شيعه عالمانو نظر و؛خو د اهل سنتو ډېری علماء لکه (امام) احمد حنبل،(امام) ملک او (امام )شافعي وايي (( د ښځې ورمندون جايز او سم نه دی.)) 

امام ابو حنيفه وايي : لکه څرنګه،چې ښځه د اموالو په اړه لېینه ورکولاى شي او لېینه يې منل کيږى؛نو د اموالو په اړه ورمندون هم کړاى شي . ))

طبري وايي: ((په هر چار کې د ښځې ورمندون او حکم جايزدى.)) هغه دا فتوا په يو اصل مستند وي. هغه اصل چې دا استناد پرې کوي دا دى، چې که هر څوک د خلکو د شخړې د هوارۍ لپاره ګام پورته کړي ؛نو حکم يې نافذ دى. 

؛خو بې له مشرۍ،چې اجماع مستثنا کړى ده، لنډه دا، چې په اسلامي فقه کې د ښځې ورمندون په دوو برخو (استدلال او فتوا) کې په غوڅه توګه منفي ګڼل شوى نه دی.

او د نورو نظرياتو پر وړاندې یې د فقې باب پرانیستی دى.

د کار د آزادۍ په اړه په ښځه او نارینه کې هيڅ توپيرنشته. که سړى پلار وي،مېړه وي یا ورور وي؛نو په دې اړه د ښځې په حق کې هيڅ ډول لاسوهنه نشي کړاى.


لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ( نساء/۳۲) = د نارينه وو برخه له كړنو سره یې سمه او د ښځو برخه (هم) د هغوله كړنو سره سمه ده (اونۀ ښايي چې د يوه حقوق هم تر پښولا ندې شي)


يعنې څه چې سړي ګټلي،د ښځې پکې حق او برخه نشته او د خپلې لاس ته راوړې ګټې اختيار ورسره دى،ښځه هم همداشان ده. له دې دا جوتېږي،چې د ښځو د حقوقي مسايلو دا سپړن دود – د تشريح طريقه په بشپړه توګه له سياسي او ټولنیزو واقعياتو سره اړخ لګوي.


وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ(توبه/۷۱) = (( مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي.))


که لږ څه پام وکړو د نېکیو – معروف لمن خورا پراخه ده ،چې هر مثبت اوغوره کار رانغاړي او بدۍ - منکر ټولو منفي چارو ته ويل کېږي؛نو دې ټکي ته به مو پام شي،چې په ټولو اړخونو کې اسلام د ژوند ور څومره پرانيستى او د ښځې او سړي بشپړتيا يې يو له بل سره د لاسنيوي او ګډ کار پر بنسټ ايښې ده.خداى چې ښځه او سړى پيدا کړ؛نو ویې غوښتل، چې دواړه دې د ګډ کار له مخى د ژوند بنسټگر وي او غوښتي یې دي،چې د انساني ارزښتونو د بهير او ژوند په لار کې د بشپړتيا پړاو ته ورسي. 


نارینه يوازې او ځان ته موجود نه دى په دنننې هستې کې یې ښځه هم شته او ښځه هم همدا شان ده او دواړه يو د بل بشپړوونکي او دواړه له ښځې او نارینه زېږېدلي دي. لور هم دسړي وي اوهم د ښځې،زوى هم د سړي وي او هم د ښځې. د موروپلار ځانګړنې د لور او زوى عاطفې او احساس ته ورننوځي. زموږ په دننه کې د ښځې او سړي عنصرونه ګړندي دي، چې ظاهراً یو یې پربل غالب دی.


ايا پام مو کړى، چې دوه ډوله عقل لرو؛ ظاهري عقل او باطني عقل. په باطني عقل د بشپړتيا پر دنننۍ لار روان يو او په ظاهري عقل يې ځانګړنې را برسېروو.


پوښتنه: 
نن چې ښځې له کومې ستونزې سرټکوي، جرړه يې په نصوصو کې نه ده،ځکه هيڅ څوک د نص او يا هم د شريعت په موخو کې کوم اړنګ نه لري؛ خو ستونزه يا جرړه له نصه د پوهېدنې او د تطبيق د څرنګوالي په اړه یې ده.غواړم يو لنډ تاريخي راپور درته وړاندې کړم او ووايم، کوم حقوق،چې اسلام ښځې ته ورکړي،بل هيڅ دين به پخوا او نن ورکړي نه وي اوس پوښتنه دا ده هغه ستونزې ،چې مسلمانه ښځه ترې سرټکوي له کومه راپيدا شوي؟ ددى ځواب په هکله لازمه ده ووايم،چې موږ باید خپلې پوهېدنې سمې کړو. په اسلام کې د ښځو آزادي د پېغمبراکرم (ص) له وخته پيل شوى؛ خو دا لار لا پاى ته رسېدلى نه ده. 


د ښځې آزادي هم په مدينه کې پيل شوه او يو ډول تاريخي اوعملى بڼه یې درلوده او غوره به دا وه، چې نورو دوام ورکړى واى ؛خو پردې هم پوهېږو، چې ټولو حکومتونو له امويانو نيولي دعثمانيانو تر پايه، ددې پر ځاى، چې دين يې لاپسې پياوړى کړى وي، له دينه يې د يوې وزلې په توګه کار واخيست،چې د خپل واک جرړې پياوړي کړي او خپلو حکومتونو ته د مشروعيت جامې ورواغوندي. څومره يې چې کړاى شول د دين له حيثيت سره يې لوبې وکړې او خلافت له خپل واقعي بریده واوښت. پښې لا پسې اوغزولى او د پاچاهۍ بېلګه شو.


حال دا چې هغه فقيهان،چې له واکمن ځواکه ګوښه ول، د شريعت د تطبيق په هڅه کې ول او داسې اسلامي حکومت هم نه و،چې الهي قوانينو ته يې عملي بڼه ورکړې وای . قرآن کريم انسانان رابولي، چې د خپلو پلرونو او نيکونو په گروهو پسې ولاړ نشي او د نوي ايمان او گروهې ډګر ته دې ورننوځي؛ خو تاريخ راښيي ،چې دا موخه د يو ارمان په برید کې پاتې شوى او تر اوسه لاس ته راغلې نه ده. هو! دې ستر ټولنيز آرمان، بې د مدينې؛يعنې د پېغمبراکرم (ص) له وختونو په کوم بل وخت کې عملى بڼه ونه مونده .ټبریزو تعصبونو د اسلامي دولت په تاريخ کې خپله لمن وغوځوله،که د اسلام پر احکامو سم عمل شوى واى؛نو تر بلنې وروسته به د مریتوب جرړې له منځه تللې واى او ښه پوهيږو،چې اسلام مسلمانان دې ته هڅوي،چې مریان آزاد کړى؛خو د شريعت سترې او لوړې موخې سرچپه شوې او د مریتوب د غونډال- نظام جرړې لاپسې پياوړې شوې.


د خواشینۍ ځاى دا دى،چې تر اسلام دولس پېړۍ وروسته په امريکا کې د مریتوب آزادي عملي شوه؛ خو لا تر اوسه په اسلامي هېوادونو کې يې عملي بڼه موندلې نه ده. د مریتوب دې غونډال تر هرڅه مخکې پر مسلمانې ښځې تيرى روا ګڼلى او دا زبېښاک له [أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ] ( نساء \٢٦ )څخه د واکمنو ناوړه اخستنه ده. همداراز ټولو جعلي روایاتو او احاديثو د ښځې شان او مقام ځوړتیا ته راښکودی دى. دا ټول د هغه ټولنې تاريخي شرايط راپه ګوته کوي، چې بنسټ يې "پوړیز غونډال - طبقانى نظام" او د نورو مریانول ول. يو روایت دى، چې وايي:(( المراًة فتنه)) ((ښځه د فتنې جرړه ده.)) دا هغه غونډله ده،چې مریي پلورو ‏به خپلو مینزو ته ويله او دا طبعيي ده، کله چې مینزې ته د انسان په بڼه نه ليدل کېږي؛نو هغه به هرچل ول او مکر کاروي ،چې ژوندۍ پاتې شي.موږ به له هغو آزادو ښځو، چې په کورونو کې بندیاني پاتې دي،له پوهې بې برخې او ان، چې دومره آزادي نه لري،چې خپل ګاونډيان وويني؛ نو څه تمه به ترې ولرو؟دلته يو فکر او انده را پيدا کېږي، چې وايي:(( ان المراة فتنة الرجل )) ښځه د سړي د غولونې وزله ده.)) حال دا چې سړي د پېړيو په اوږدو کې ښځې ته هومره حق ور نه کړ،چې له دې مقامه ووځي. قرآن کله هم نه دي ويلي،چې ښځه فتنه ده؛بلکې په يو لطيف تعبير کې يې ويلي : [هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ] ( بقره/ ۱۸۷)


ټول هغه حديثونه،چې په پېغمبر اکرم، امامانو او يا هم صحابه کرامو پورې تړل شوي له سپکاوي ډک دي او د منځپانگې او بڼې له مخې له قرآن سره په ټکر کې دي. دا احاديث د ښځې انساني مقام زيانمنوي او له ټولنې يې ګوښه کوي. 


همداراز په دې پړاو کې د اخلاقي او مانیزې واکمنۍ پرځاى د زور واکمنۍ مشروعيت وموند او ټول خلک يې له هغو لوړو موخو بې برخې کړل،چې قرآن ویلي ول او د پېغمبر اکرم (ص) په وخت کې په مدينه کې پلې شوې وې.


دا چې مسلمانه ښځه ځان ته د ژوند لارې چارې جوړې کړي؛نو هغه څه غواړي،چې په نږه اسلام؛ يعنې قرآن کې راغلي،نه هغه څه،چې دود دي. د مصر يو ديني عالم د نجلۍ د سونتېدو ملاتړ کړى و. لا تر اوسه دا دود په مصرکې شته او د فرعون له وختونو را پاتې دى، چې دا د ښځې د وګړې سپکاوى دى. په اسلامي ټولنو کې د دا څېر دودونو جرړې تر اسلام مخکې وې.

فقي نصوص له زمان اومکان سره ژورې اړيکې لري،اسلام راغلى،چې انسانانو ته ژوند وروبښي او دا طبيعي ده،چې اسلام په هر مکان او زمان کې د انسانانو له ژوندانه سره تړاو لري.


څوک چې د خداى او د رسول له امره یې سرغړونه وکړي؛ نو له الهي حدودو به تېر شوى وي،ايا شونې ده،چې د ښځې په هکله ټول آيتونه او سپارښتنې د حدودو د آياتونو په ترڅ کې راغلې وي؟ ځينې څيړونکي وايي: حدود په دې مانا دي، چې خداى په يو معلوم او ټاکلې حکم کې اعلا او ادنا حد ټاکلى دى. د مثال په توګه د میراث په هکله د ښځې ټيټترين حد د خپل ورور نيمایي برخه ده او دا ترهغه وخته ده، چې سړى د ښځې نفقه ورکوي؛خو کله په شرايطو او غوښتونو کې بدلون راځي،فقيه کړاى شي د آيت له مضمون او يا هم د شرعي حکم له مضمونه داسې قانون راوباسي،چې له شته حالاتو سره اړخ ولګوي. ددې ځانګړو شرایطو يو بيلګه د يوې نجلۍ نقل دى،چې وايي: يو سړی پراخه ځمکه لري يو زوى او یو لور لري.زوى يې په اروپا کې زده کړې کوي او لور يې په ځمکو کې له مور و پلار سره کار کوي، پلار يې مري د میراث په وېش کې زوى ته د لور په پرتله دوه برخې ورکول کېږي دلته لور توليدي کار کوي؛ خو چې زوى راستون شي؛ نو د نجلۍ د کار حاصل اخلي سوال مو دا دى، چې آيا دلته پر نجلۍ تېرى شوى نه دى؟ 


آيت الله فضل الله : 
دلته دوه مسلې دي يو حقوقي بهير دى او بل هغه شته واقعيتونه دي،چې جرړه يې د ښځې او سړى په ګډ وروستوالي کې ده. وينو،چې مسلمانان له نورو سره مخ کېږي د نورو خلکو فرهنګ يې ژوند ته ورننوځي او دوى هم دې کار ته څه چمتوالى نه لري؛ځکه ډېرى اسلامي ضد مفکورې د مسلمانانو ژوند ته ورننوتي او پرمسلمانانو تپل شوي دي. 
کله چې نويو خلکو اسلام ته مخه کړه؛نو دودونو یې هم اسلام ته ورننوتل. له همدې کبله په ټولو اړخونو کې وروسته پاتې سياسي واقعیت پر انسان او وروسته پاتې ټولنې واکمن شو.وروسته پاتې کېدل د ښځې او سړي ګډه ستونزه ده.کله چې په يو ټولنه کې وروسته پاتې کېدنه راننووځي؛ نو عقلانيت او ذهنيت ترې اخلي،چې دودونه یې د ځوړتیا ‏ لوري ته راکاږي. 

دلته موږ د فرهنګي پوهاوی يوې هڅې ته اړتيا لرو، چې د اسلام له نظره د ښځې او سړي او د دوى د اړيکو هنداره انځور کړي.

په دې اړه، باید راغلي احاديث چاڼ، د ډاډمنتوب کچه يې معلومه، چې سم او ناسم يې وپېژندل شي. تر دې وروسته له منځپانګې او دلالت له اړخ هم بايد چاڼ اووڅېړل شي؛ځکه کېداى شي،چې د حديث د دلالتونو او اشاراتو دريځ بېلابېلو لورو ته وي.

د خپلو خبرو په پاى مو کې د حدودو مسلې ته اشاره وکړه . بايد ووايم ،چې د قانون بل نوم حدود دي.

وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ(بقره/۲۲۹) = دا د خداى ( ټاكلې ) پولي دي، له دې مۀ اوړئ.

له حدودو موخه هغه قوانين دي،چې خداى وضع کړي، چې د الهي شريعت په رڼا کې د انسان د کړو وړو پولې معلومې وي؛خو ادنا حد او اعلا حد (لوړ او ټیټ حد) شرعي بڼه او وجه نه لري . 

موږ بايد د نص تابع ووسو او نص وايي :

لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ(نساء/۱۱) = د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده.

طبيعي ده،چې دا د لوړ او ټيټ حد مسئله نه ؛بلکې د يوې عامې او پراخې مسلې په توګه فرض شوې ده؛ د هغې ناوړه پايلو په هکله ،چې په ځينو شرايطو کې تر سترګو کېږي بايد ووايم،چې هيڅ قانون سل په سلو کې مثبت نه دى.طبیعي ده،چې کوم قانون پلى کوو؛نو هغه به په عامو او ټولیزو اړخونو کې پلی کوو، چې انسان به یې په رڼا کې د چارو ترمنځ تعادل رامنځ ته کړي.ددې مطلب په توضيح کې بايد ووايم ښايي دا قانون منفي پايلې هم ولري.

که فرض کړو،چې يو سړى مړ شو او میراث يې هم نه دى پرېښى آيا دلته له نجلۍ او هلک دواړو سره تيرى شوى؟ که فرض کړو،چې دې سړي په ژوند کې خپله ټوله شتمني په خيریه چارو کې لګولې او څه زېرمه کړې هم نه دي، پايله به یې څه وي؟ بايد پاملرنه وکړو،چې داسې نادر او کوچني موارد عام نظام خوځولاى نشي؛ ځکه داعام نظام په حقوقو او دندو کې د ټولیز انډول او توازن پربنسټ ايښوول شوى دى . 
دا طبیعي ده،چې حدود د مثبتو نښو ترڅنګ،منفي پايلې هم درلودای شي؛ نو يوازې د يوې پېښې د ناوړو پايلو د شتون له کبله د قانون حکمت له منځه تللاى نشي او موږ ته یې هم د ماتولو اجازه نه راکوي . 
هو! کړاى شو، چې دا ستونزې په ټولنيزو طريقو هوارې کړو، لکه قانوني جريمه،يا د دولت له اړخه د داسې ښځو ملاتړ ،چې د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي وي،دا ستونزې په ټولنيزو چارو کې راځي او دا تشې په سمې او دقيقې پلټنې جبرانېږي . 

پوښتنه :

دننني ژوند اړتياوو او پراخې نشتمنۍ،چې په ټوله نړۍ کې غوځېدلې، وټیزو او ټولنيزو فشارونو مو د ټولنو جوړښت ګډ وډ کړى او ټول انسانان يې دې ته اړ کړي،چې کار وکړي ؛نو ټول د ژوند د لگښت په پيدا کېدو کې ګډه دنده لرو. ددې ټولنيز بدلون له کبله ښځه که د پلار په کور وي يا د مېړه؛نو د کار ډګر ته يې رادانګلي او په وټیزو چارو کې يې ونډه اخيستى آيا بيا هم د میراث په حکم کې بدلون نشي راتلای؟ 

ځواب :

که فرض کړو، چې ښځه له سړي سره اوږه په اوږه کار کوي او په ګومان مې دا کومه نوې موضوع نه ده، له ډېر پخوا به ښځو په کرنه او جامو ګنډلو کې ونډه اخسته،لکه د نن په شان به ښځو پخوا هم کار کاوه.کله چې غواړو يو موضوع وڅېړو بايد ووينو،چې په کوم نظام کې ژوند کوو؟ د ساري په ډول بايد وګورو آيا فرض دا دى،چې ښځه بايد يوازې او خپلواک ژوند وکړي او د کورنۍ غړې یې نه اوسي؟ آيا د کورنئ موضوع موپه انده او حقوقي بنا کې د حقوقو او دندو له اړخه کوم ځاى لري که نه ،د کورنۍ په اړه مو کوم فکر او حساب کړى ؟ لویدیځ د کور د بنسټ پر ورانولو دا ستونزه هواره کړې. نه وايم ،چې په لویدیځ کې به ټول داسې وي؛خو پلار خپل زوى او مور خپله لور له ځانه شړي؛ځکه دوى يې دمسووليت پيټې پر غاړه نه مني . 

چې کله يو څيز لاس ته راوړو بايد له ځان سره فکر وکړو،چې څه څيز مو له لاسه ورکړ؟ ما مخکې د حقوقو او دندو په ویینه کې اشاره ورته وکړه،کله چې وايو ښځه کار کوي بايد وګورو چې د کار انداز يې څومره ده ؟ که وغواړو،چې پر کار د ګومارل شويو ښځو شمېره، زموږ په ټولنه [ لبنان] کې لاس ته راوړو، فکر نه کوم که په سلو کې له پینځوهم لوړه وي.

دا هم د ستونزې د هوارۍ لار نه ده.هغه ښځه،چې مور هم ده کله چې کار ته ځي آيا خپل اولاد به کومې ښځې ته ورپرېږدي او يا د موروالي احساس نه کوي؟چې دا ټول هر څه مو وڅېړل ؛نو کړاى شو،چې د ښځې او سړي برابري یې د کار له مقامه وڅېړو. 
کله ځينې وايي سړى پلاردى اوښځه مور.دا سمه ده؛خو د ښځې موروالى يې په بدن دى.مور ماشوم په ګيډه ګرځوي، شېدې ورکوي او روزي یې. د ارواپوهنې علم اوعملي تجربې راته وايي:کوم ماشومان،چې د مور په غېږ کې روزل کېږي؛نو هغه به جسماً او روحاً ارضا وي او په راتلوونکې کې به يې په وګړه کې دا نښې تر سترګو شي . 

که خپل ماشومان وړوکتون ته ورکړو؛نو د مور له مينې به بې برخې وي.که غواړو،چې مسائل په ځیرنه وڅېړو؛نو دلته به له يوې ستونزې سره مخ شو اوهغه ستونزو ته د يو عامل په توګه ليدل دي. د بيلګې په توګه ځينې اندیالان لکه مارکس، نړۍ يوازې د اقتصادي عامل په توګه څېړي او فرويد يې له جنسي عامله څېړي.دا شان ليدونه سم نه دي؛ځکه انسان يوازې له يو عنصره جوړ نه دى او ژوند هم يوازې له يوعنصره جوړ نه دى؛ بلکې څو لاملونه په ګډه په کې ونډه لري. نو، چې د مور او کورنۍ شان ساتل غواړو، د خلکو په ذهن کې پرته معادله څپڅپاندېږي.

چې ومو منله د مور ونډې او د کورنۍ شته والي ته اړتيا ده ؛نو پوه به شو،چې د مورولى شان ښځه دې ته اړ باسي،چې د معلوم وخت لپاره دې خپل کار ودروي که څه هم پر تاوان یې وي. اسلام بي کوري او تشويش نه غواړي او نه خوښوي،چې ښځه دې په دې حالت کې وي .اسلام د ښځې له کار سره مخالفت نه کوي.ګروهن يو،خداى اراده کړى،چې ښځه دې په طبيعي توګه خپله دنده ترسره کړي،مادي مسوؤليتونه يې د سړي پر اوږو وراچولى او د ښځو اوږې يې ترې سپکې کړي دي. که څه هم په دې چار کې منفي ټکي هم شته؛خو اسلام د ښځې او سړي ټولیزو سازښتونو- مصلحتونو ته په يو کچه ګوري، په ځينو شرايطو کې ښځه کړاى شي له سړي سره د نفقې په برابرولو کې ګډون وکړي؛خوښځه مکلفه نه ده،چې دا کار ترسره کړي ؛ ځکه ښځه د کورني مسووليت ترڅنګ مالي مسوؤليتونه پرغاړه نشي اخستلاى. بلخوا دا مسایل له میراث سره هيڅ تړاو نه لري؛ځکه میراث هغه برخه ده، چې د پلارله اړخه لور او زوى ته پاتېږي. موږ مخکې هم وويل،چې دمیراث ويش د حقوقو او دندو د طبيعت د ملاحظې له امله منځ ته راغلى. چې ټولیز نظام وي، دا مسلۀ به له هغه مقياس او کچې سره څيړل کېږي نه له جزيي مواردو سره .