ويکيپېډيا:حضرت یوسف علیه السلام- پښتو داستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت يوسف عليه السلام[سمول]

حضرت "يعقوب"عليه السلام (پېغمبر) په "صومعه" كې پر عبادت بوخت و ،چې د "حضرت يوسف"د زېږېدو زېرې يې پرې وكړ. حضرت "يعقوب"عليه السلام په زېري كې له خوشحالۍ څلوېښت غويان بلهار كړل او غوښه يې پر  بېوزليو وايشله.

"حضرت يوسف"،چې يو ښكلى ماشوم و، د خپلې مور "راحيل" په مينه ناكې غېږ كې وروزل شو او تر اوسه لا ماشوم و ،چې د ورور "بنيامين" په زېږېدو يې مور له لاسه وركړه ،چې وروسته حضرت "يعقوب"عليه السلام د "حضرت يوسف" او "بنيامين" روزنه بلې ښځې"ليا" ته وسپارله،چې د "حضرت يوسف" عليه السلام ترور هم كېده.

يوه ورځ "حضرت يوسف" عليه السلام له خوبه خوشحاله راپاڅېد او خپل پلار حضرت "يعقوب"عليه السلام ته ورغى،ورته يې وويل : بابکه! بېګا مې څه  هېښنده خوب وليد.

پلار يې وويل : څه دې وليدل؟

"حضرت يوسف" عليه السلام وويل : په خوب كې مې وليدل ،چې له اسمانه يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ راغلل او سجده يې راته وكړه.

"يعقوب"عليه السلام ورته خوب داسې تعبېر كړ: څښتن به درته ډېر علم دركړي او ډېر ژر به پېغمبر شې؛ خو دا خبره دې وروڼو ته و نه وايې . وېرېږم ،چې د حسد او كينې له امله دې وکړوي ،چې بالاخره وروڼه يې له خوبه خبر شول او داچې پلار يې له "حضرت يوسف" عليه السلام سره خورا مينه لري؛ نو را ټول شول ،چې په دې باب سلا مشوره وكړي .

يو ورور يې وويل : داسې خو نه کېږي ،چې موږ كار كوو، زحمت ګالو او پلار به تر موږ ټولو له "يوسف" سره ډېره مينه لري، زما په آند، چې"يوسف" ژوندى وي،زموږ ټول كار او زحمت به د "يوسف" د سوكالۍ لپاره وي؛ نو غوره  دا ده ،چې و يې وژنو.

"يهودا" وويل : موږ كړاى شو  د "بيت المقدس" په څاه كې يې واچوو ، چې د كاروانو د لارې پر سر دى او هر كاروان ،چې وليد؛ نو له ځان سره به يې يوسي ،چې په دې توګه به موږله دې غمه خلاص شو او وژنه به مو هم نه وي كړې .

وروڼو يې د "يهودا" وړانديز ومانه.

بله ورځ ټول خپل پلار ته ورغلل او ترې ويې غوښتل ،چې اجازه وركړي "يوسف" عليه السلام له ځان سره بيديا ته يوسي،چې په پاكه او ازاده هوا كې لوبې وكړي .

"يعقوب"عليه السلام ورته وويل : وېرېږم ،چې په بيديا كې ورته کومه پېښه ونشي!

وروڼو يې وويل : موږ ،چې يو؛ نو ولې به ورته ستونزه پېښېږي؟!

حضرت "يعقوب"عليه السلام وويل : وېره مې له دې ده ، چې كه تاسې پر لوبو بوخت شئ او پام مو نه وي او كوم ځناور يا لېوه يې وداړي؛ نو بيا؟

وروڼو يې وويل : موږ ژمنه كوو ،چې روغ رمټ يې درته راولو او ښه يې وساتو.

حضرت"يعقوب"عليه السلام وويل : ژمنه مو ،چې وكړه؛ نو له ځان سره يې يوسئ .

وروڼو يې "يوسف" عليه السلام  بيديا ته بوت .

په لار كې يې يو ورور د "يوسف" عليه السلام كميس را وايست او بيا يې په رسۍ وتاړه او د "بيت المقدس" څاه ته يې له څه ډوډۍ سره وركوز كړ او پخپله ترې بېرته را وخوت .

ماښام و ،چې وروڼه يې د "يوسف" عليه السلام له كميس سره كور ته په ژړا راستانه شول، و يې ويل : پلاره! موږ "يوسف" عليه السلام له خپلو جامو او څيزونو سره كېنولې و ،چې ناڅاپه لېوه و داړه او دا يې كميس دى!

حضرت"يعقوب"عليه السلام وويل : پوهېږم ،چې دروغ وياست؛ خو صبر به وكړم ،چې د څښتن په مرسته حقيقت معلوم شي .

"حضرت يوسف " عليه السلام  يوازې او خپه په څاه كې ناست و او د خپل پلار په هکله يې فكر كاوه ،چې څښتن پرې وحې وكړه : يوسفه! صبر او پراخه سينه ولره، ډېر ژر به دې له څاه را وباسم .

"حضرت يوسف" عليه السلام ددې خبرې په اورېدو خورا خوشحاله شو او په   تمه كېناست ،چې له څاه به څه وخت وځي؟ څو ورځې وروسته يو كاروان د څاه تر څنګ د دمې لپاره ودرېد، د كاروان مشر امر وكړ ،چې د تندې د ماتېدو لپاره له څاه اوبه را وباسئ. همدا چې بوكه يې څاه ته واچوله؛ نو "يوسف" عليه السلام په بوكې پورې ورونښت او بهر راووت او كوم سړي ،چې بوكه راښكوده؛ نو د "يوسف" عليه السلام په ليدو يې چغې كړې : وګورئ ،چې د اوبو پر ځاى له اوبو څه راوتلي دي!

د كاروان مسافرو ټولو د څاه پر لور ورمنډې كړې او د "يوسف" عليه السلام پر ليدو حيران شول او تر سلا مشورې وروسته دې پايلې ته ورسېدل ،چې له ځان سره يې يوسي او د "مصر" په بازار كې يې وپلوري .

په "مصر" كې يې "يوسف" عليه السلام د "مصر" پر صدر اعظم "پوطفيار"وپلوره.

هغه "يوسف" عليه السلام خپلې ماڼۍ ته بوت او دا ، چې"يوسف" عليه السلام ډېر ښکلى او با ادبه و؛ نو خپلې مېرمن "زليخا" ته يې سپارښتنه وكړه ،چې د نورو مريانو په څېر ورسره  ونه چلېږي .

"حضرت يوسف"عليه السلام د "مصر" د  صدراعظم په ماڼۍ كې پر كار پيل وكړ او تر څو كالو وروسته ښکلى زلمى شو. "زليخا"چې هغه له وړوكتوبه روزلى و او ورسره يې د خپل زوى په څېر مينه درلوده، پر "يوسف"عليه السلام مينه شوه. څه وخت يې خپل مينه پټه كړه، تر دې  چې ناروغه شوه او نور يې صبر ونه شو كړاى او پر يو خطرناک چار يې لاس پورې كړ؛ يوه ورځ يې ښکلې جامې واغوستې او ځان يې سينګار كړ او بيا يې "يوسف"عليه السلام ته وويل : زما كوټې ته راشه ، چې خورا مهم كار درسره لرم .

چې کله "يوسف"عليه السلام كوټې ته ورننووت؛ نو"زليخا" د كوټې پردې كش او ورونه يې وتړل، ويې ويل :" درسره مينه لرم، پر تا مينه يم.

"حضرت يوسف"عليه السلام ،چې د "زليخا" خبرې واورېدې؛ نو منډه يې كړه ،چې له كوټې ووځي؛ نو "زليخا" هم ورپسې ورمنډه كړه ،چې را و يې نيسې ،چې له شا يې لاس ور واچاوه او "يوسف"عليه السلام يې له كميسه راكش كړ؛ خو د "يوسف"عليه السلام كميس وشلېد،چې دا مهال د "مصر" صدراعظم كوټې ته راننووت؛ نو "زليخا" وغوښتل ځان بې ګناه وښيي؛ نو خپل مېړه ته يې وويل : صدراعظمه! "يوسف" را ته وويل،چې خوښه مې يې! هغه خاين دى! نور يې په دې كور كې ځاى نشته!

"يوسف"عليه السلام وويل : دروغ وايي، هغې په خپله راته وويل ،چې زما كوټې ته راشه .

صدراعظم نه پوهېده ،چې كوم يو رښتيا وايي؛ نو ددې ستونزې د هواري لپاره يې له يوه خپلوان سره مشوره وكړه ،چې هغه ورته وويل : كه د "يوسف"عليه السلام كميس د مخ له اړخه شلېدلى وي؛ نو ښځه دې رښتيا وايي او كه د شا له اړخه وي؛ نو "يوسف" رښتيا وايي.

صدراعظم د "يوسف"عليه السلام كميس وليد ،چې د شاه له اړخه شلېدلى دى او پوه شو،چې "يوسف" بې ګناه دى .

دا خبره ډېر ژر په ټول ښار كې ډنډوره شوه او خلكو خولې راخلاصې كړې،چې د صدراعظم مېرمن نه شرمېږي،چې د مېړه په شتون کې پر بل مينه ده.

"زليخا" د خلكو د خبرو  تر اورېدو وروسته د ښار څو ښځې كور ته را وبللې او هر يوې ته يې يو "تورنج" وركړ، چې سپين يې كړئ . دا مهال يې "يوسف"عليه السلام ته هم اشاره وكړه ،چې د مېلمنو كوټې ته را ننوځي، د "مصر" ښځو ،چې"يوسف"عليه السلام وليد؛ نو په چاقو يې د تورنج د سپينولو پر ځاى خپلې ګوتې غوڅې كړې،ويې ويل : دا څومره ښكلى ځوان دى، هغه بايد يوه پرښته وي .

"زليخا" وويل : دا هماغه ځوان دى،چې له امله يې ما رټئ .

څو ورځې وروسته چې"زليخا" د "يوسف"عليه السلام له لاس ته راوړو پوره نهيلې شوه؛ نو خپل مېړه ته يې وويل : د "يوسف" له امله زه چا ته سترګې نشم جېګولى،چې په زندان كې دې نه وي اچولاى؛ نو دا ډنډوره به غلې نشي.

د "مصر" صدراعظم پوهېده ،چې "يوسف"عليه السلام بې ګناه دى؛ خو بيا يې هم بندي كړ.

"يوسف"عليه السلام به په  بند كې خلك د څښتن عبادت ته رابلل،ورته يې وويل : صبر او هيله ولرئ.

يوه ورځ دوو تنو،چې يو يې د پاچا ساقي او بل يې ګوداموال و، له "يوسف"عليه السلام وغوښتل ،چې ليدلي خوبونه يې تعبير كړي .

د پاچا ساقي وويل : په خوب كې مې وليدل ،چې د انګورو په بڼ كې يم او د پاچا د شرابو پياله د انګورو له اوبو ډكوم .

د پاچا ګوداموال ورته وويل : ما په خوب كې وليدل ،چې پر سر مې يوه ټوكرۍ ايښې ده،چې له خوړو ډكه وه؛ مرغۍ به راتلې، خواړه به يې اخستل او تلې به .

"يوسف"عليه السلام وويل :ګودامواله! ته به ډېر ژر  غرغره شې؛خو ته ساقي به خلاص شې او چې خلاص شوې؛ نو پاچا ته ووايه ،چې زه دې بې ګناه بندي كړى يم، كېداى شي  ما هم ازاد كړي .

ساقي ،چې له بنده خلاص شو؛ نو د "يوسف"عليه السلام خبره يې هېره كړه؛ خو يوه ورځ پاچا په خوب كې وليدل ،چې اوه ډنګرو غوايانو اوه چاغې غواګانې وخوړې او اوه وچو د غنمو بوټو، اوه د غنمو د بوټو، اوه وږې له منځه يووړل . پاچا له عالمانو وغوښتل ،چې دا خوب ورته ژر تر ژره تعبير كړي؛ خو چا يې خوب تعبير نه کړ ،چې ناڅاپه د پاچا د ساقي ذهن ته "يوسف"عليه السلام راغى او پاچا ته يې وويل : په  بند كې يو ځوان دى،چې خوب به دې تعبير كړي،كه اجازه را كوئ؛نو د خوب تعبير به دې ترې وپوښتم؟

ساقي ولاړ او له "يوسف"عليه السلام څخه يې د پاچا د خوب تعبير وپوښته.

"حضرت يوسف"عليه السلام ورته وويل : په مصر كې به اوه كاله فصلونه ښه غله وكړي او بيا به اوه كاله سوکړه راشي. ساقي،چې څه له "حضرت يوسف"عليه السلام څخه اورېدلي ول، پاچا ته يې وويل.

پاچا،چې د ساقي خبرې وا ورېدې؛ نو حكم يې وكړ ،چې "يوسف"عليه السلام ورته را ولئ .

پاچا ،چې د "حضرت يوسف"عليه السلام له پوهې خبر شو؛ نو خپل صدر اعظم يې وټاكه او "حضرت يوسف"عليه السلام  چې صدراعظم شو؛ نو حکم يې وكړ،چې څومره مو له لاسه كېږي، غنم وكرئ او د "مصر" ټول ګودامونه له غنمو او خوراكي توکيو ډك كړئ.

اوه كاله وروسته سخته وچكالي راغله او په  مصر کې  سوکړه شوه؛ خو كومه کړلار ،چې "يوسف"عليه السلام سنجولې وه، هيچا په سوکړه  كې زيان ونه ليد.

حضرت "يعقوب"عليه السلام هم خبر شو،چې د "مصر" صدراعظم د نورو ښارونو له خلكو سره مرسته كوي؛ نو خپلو زامنو ته يې وويل: تاسې هم "مصر" ته ولاړ شئ او څه غنم واخلئ؛ خو له ځان سره "بنيامين" مه وړئ . وروڼه  د غنمو د اخستو لپاره "مصر" ته ولاړل، هلته د "مصر" صدراعظم خپل وروڼه وپېژندل؛ خو هغوى "حضرت يوسف"عليه السلام و نه پېژانده.

"حضرت يوسف"عليه السلام ورته وويل: د څه لپاره راغلي ياست؟

ورونو يې وويل : موږ د حضرت "يعقوب"عليه السلام زامن يو او غنمو اخستو ته راغلي يو؛ البته يو بل وړوكى ورور هم لرو ،چې هغه مو له پلار سره پاتې دى .

"حضرت يوسف"عليه السلام وويل : زه به پر دې شرط غنم دركړم،چې په بل سفر كې له ځان سره خپل كوچنى ورور هم راولئ.

بيا "حضرت يوسف"عليه السلام حکم  وكړ : بوجۍ ورته له غنمو ډكې كړئ!

وروڼه،چې"كنعان" ته ورسېدل؛ نو حضرت "يعقوب"عليه السلام ته يې د سفر كيسه وكړه.

"يعقوب"عليه السلام ورته وويل : زما خو سترګې ړندې دي او نه شم  ليدلاى؛ نو كه "بنيامين" مو له ځان سره بوت؛ نو څوك به را سره مرسته كوي؟

وروڼو وويل : كه يو يې نه سو؛ نو د "مصر" صدراعظم به غنم را نه کړي.

"يعقوب"عليه السلام هم له ناچارۍ ومنله ،چې "بنيامين" ورسره مصر ته ولېږي .

همداچې د "مصر" د صدراعظم ماڼۍ ته ورسېدل؛ نو صدراعظم ورته مېلمستيا وكړه او "بنيامين" يې له ځان سره خپلې كوټې ته ننايست، ورته يې وويل : زه ستا ورور "يوسف" يم؛ خو ددې خبرې په اړه لا چا ته څه مه وايه او بيا يې د پلار په هکله وپوښت .

"بنيامين" وويل : ښه دى؛ خو دومره يې درپسې ژړلي ، چې د سترګو ليد يې له لاسه وركړى دى.

بله ورځ صدراعظم حکم وكړ ،چې وروڼو ته يې غنم وركړئ او داچې "بنيامين" له ځان سره وساتي؛ نو د سرو زرو يو لوښى يې د بنيامين د غنمو په بوجۍ كې كېښود. په تلو كې،چې د ښار پوليسو په تالاشۍ كې د سرو لوښى د "بنيامين" په بوجۍ كې پيدا كړ؛ نو لاس تړلى يې "حضرت يوسف"عليه السلام ته راوست.

"حضرت يوسف"عليه السلام وويل : هغه بايد دلته پاتې شي ،چې د خپلو كړنو سزا وويني.

ورونو يې ،چې څومره عذر و زارۍ وكړې ،چې "بنيامين" ازاد كړي؛ خو "حضرت يوسف"عليه السلام "بنيامين" ازاد نه کړ،چې بالاخره ورونه ناچاره شول ،چې بې له "بنيامينه"،"كنعان" ته ستانه شي. ولاړل او پېښه يې، حضرت "يعقوب"عليه السلام ته وويله .

"يعقوب"عليه السلام وويل : پرون مې "يوسف" له لاسه وركړ او نن "بنيامين"؛ خو زړه مې وايي ،چې څښتن به دواړه يوه ورځ را كړي .

د "يعقوب"عليه السلام زامنو بيا هوډ وکړ ،چې "مصر" ته ولاړ شي،چې نور غنم واخلي او هم د خپل ورور احوال وپوښتي؛نو چې کله "مصر" ته ورسېدل؛ نو د "مصر" له صدراعظمه يې وغوښتل ،چې "بنيامين" را خوشې كړي .

"حضرت يوسف"عليه السلام ورته وويل : يادېږي مو ، چې څو كاله مخكې مو خپل ورور يوسف په څاه كې واچاوه؟ پوهېږئ،چې پر دې كار مو پر خپل پلار څه وكړل؟ مه حيرانېږئ! زه هماغه "يوسف" ستاسې ورور يم!

وروڼو يې ،چې "حضرت يوسف"عليه السلام وپېژانده؛ نو سرونه يې له خجالته ښكته واچول او چوپ شول .

"حضرت يوسف"عليه السلام ،چې د خپلو ورونو غمجنې څېرې وليدې؛ نو و يې ويل : و مې بښلئ، هيلمن يم څښتن مو هم وبښي او بيا يې خپل كميس وركړ ،چې پلار ته يې يوسئ او پلار له ځان سره "مصر" ته راولئ .

وروڼه "كنعان" ته ورسېدل او كميس يې حضرت "يعقوب"عليه السلام ته وركړ.

حضرت "يعقوب"عليه السلام كميس له خوشحالۍ پر خپلو سترګو وموښود او د سترګو ليد يې بېرته را وګرځېد او له خپلو زامنو سره "مصر" ته ولاړ.

"حضرت يوسف"عليه السلام کلونه کلونه د خپل پلار ترڅنګ له خپلو وروڼو سره ژوند وكړ او د پلار تر مړينې وروسته په120 كلنۍ كې ومړ او د حضرت "ابراهيم" د قبر تر څنګ يې ښخ كړ.

ليكلي يې دي،چې "زليخا" ،چې خپل مېړه، شتمني، ښكلا او د سترګو ليد له لاسه وركړى و، د "حضرت يوسف"(ع) په دعا بېرته را ځوانه شوه او له "حضرت يوسف"عليه السلام سره يې واده وكړ ،چې د هغوى دوه زامن "افرائيم" او "ميشا" او يوه لور "حما" ددې واده پايله وه.

"زليخا" د "حضرت يوسف"(ع)  تر مړينې وروسته دومره وژړل ،چې د ژړا له امله مړه شوه. "زليخا" يې هم د خپل مېړه د قبر تر څنګ ښخه كړه.

لیکوال: اسماعیل هنرمندنیا

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

پته:www.andyal.com