ويکيپېډيا:حضرت علي د فاطمة الزهرا له نظره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

حضرت علي د فاطمة الزهرا له نظره[سمول]

     حضرت فاطمه د حضرت علي په هكله وايي: ((علي يو الهي او رباني لارښود دى،ځلانده څېره لري او د ټولو عارفانو او خداى لمانځونكيو چورليځ او محور دى،له پاكې كورنۍ دى، تل يې پر خوله حق ويلى او د رسول الله د دوو ګلونو او د جنتي ځوانانو حسن او حسين پلار دى .[1]))


خوشال بابا وايي :

د علي د آل دوستي د ايمان زړه دى[سمول]

څوك دې شك په دا په زړه نه راولي[سمول]

د علي د آل په مدح كى جنت دى[سمول]

د خوشال خټك په داده تسلي[سمول]

حمزه بابا وايي : 

ګويا موج دى د قدرت په سيند كې زور د علي[سمول]

زړه د الحاد د بړبوكو چولى شور د علي[سمول]

ورور د علي كه و نبي،نبي و  ورور د علي[سمول]

  كور د علي و د نبي د نبي كور د علي[سمول]

نامه د خداى چې شوه نامه د علي نام خدا[سمول]

ځكه نشان شو لو سوا له حد نه خور دعلي[سمول]

پرانېزه سترګې څه پرسان د مرتبو يې كوې[سمول]

باغ د اسلام دى په رنګ رنګ ګلو سمسور د علي[سمول]

چې په شكم كې د مادر يې هدايت كولو[سمول]

د ماسوى ته احتياج ګاڼه پېغور د علي[سمول]

څوك يې چې غم د فرزندانو كاندې غم يې څه دى[سمول]

چې يې محبوب د كبريا غوندې غم خور د علي[سمول]

چې غوره شوى د كوثر د اوبو ويش لره و[سمول]

په مصيبت د صبر جام نه شو نسكور د علي[سمول]

راشه جوهر د قربانۍ كړه راپر زړه د حسين[سمول]

د سړيتوب پر آينه باندې دى پور د علي[سمول]

حمزه نظر به وي پرې تل چې بې نوا ليمه وي[سمول]

او شوې ككۍ دي چې ككۍ دي ځي په تورد علي[سمول]

يوه ورځ فاطمه  پېغمبر اكرم ته راغله او د حضرت علي د بښنو او سر ښندو په هكله يې وويل : (( پلاره! علي په كور كې هېڅ خواړه نه پرېږدي، چې څه يې لاس ته ورځي،ټول پر بېوزليو ويشي.[2]))

حضرت ابو درداء (رض) وايي: ((حضرت علي مې پر سجده وليد،چې غږ نه اوري او نه ځان خوځوي،چغې مې كړې،پر خداى قسم چې علي ومړى،په منډه مې فاطمه خبره كړه، راته يي وويل : پر خداى قسم دا د علي معنوي حالت دى،چې د لوى خداى له وېرې پرې راغلى او په عبادت كې بې سده شوی دى .[3]))

حوشحال بابا وايي :[سمول]

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې كېږي[سمول]

پـــه دوستــــۍ يـــې د عـلي د مصقلي[سمول]

پېغمبر اكرم،حضرت علي او فاطمه  سره يو ځاى ناست ول، پېغمبر اكرم،حضرت علي وستايه او ارزښتونه يې وويل او له زړه یې ورسره مينه ښکاره کړه. فاطمې وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې ته يې پېغمبر كړې او په تا يې اسلامي امت ته لار وښووه،چې ژوندۍ يم؛نو د علي ارزښتونه به منم .[4]))

فاطمه  د انسان برى، له حضرت علي سره په دوستۍ او مينه كې ويني او وايي: (( هغه به بشپړ او رښتينى بريالى وي،چې له علي سره يې پر ژوندون او همداراز تر مړينې وروسته مينه وي.[5]))

      په "سفينه" كتاب كې يې له "امام باقر نقل" دى: (( پر رسول الله به چې ناروغي راغله؛نو د فاطمې پر نامه يې شفا غوښته او په لوړ غږ يې ويل،چې تر وره يې رسېده: ((فاطمه بنت محمد))او پالونکي به شفا وركوله.))

روايت دى،چې:

(( له خپلې ترور (عمه) سره ام المؤمنين عايشې بي بي ته ولاړم،  ترور مې وپوښتله :په ښځو كې څوك رسول الله ته ډېره ګرانه  وه؟ ويې ويل: فاطمه.په نارينه وو كې ورته څوك ډېر ګران و؟ ويې ويل: علي.[6]))

په كافي كې له امام باقر روايت دى،چې: ((پر حق تعالى قسم،چې فاطمه د ميثاق په ژمنه كې په علم سره له ناپوهۍ او شره بېله شوې او د حيض له وينې خوندي شوې ده.))

     "فقيه" له رسول اكرم روايت كړى،چې آنحضرت وويل: (( فاطمه ستاسې د ښځو په څېر نه ده؛ځكه د حورې په څېر د حيض او نفاس وينه نه لري.[7]))

له حضرت ابن عباس نه روايت دى،چې رسول الله وويل :

(( لور مې فاطمه بشري حوره ده،چې حيض پرې نه راځي او نه استحاضه كېږي او خداى تعالى ځكه فاطمه نومولې،چې هغه او مينوال يې د دوزخ له اوره غوڅ او پرې "فطم" شوي دي . حضرت عمر (رض) چې د حضرت علي پر لور "ام كلثوم" مارکه وكړه؛نو علي ورته عذر وكړ،چې عمر يې لږ دى .حضرت عمر (رض) ورته وويل: مطلب مې دا نه دى،چې خوند ترې واخلم؛بلكې له پېغمبر اكرم نه مې اورېدلي ،چې ويل يې:" د قيامت پر روځ بې زما له نسب او سبب نور ټول سببونه او نسبونه پرې كېږي،هر قوم او ټبر خپل پلار ته منسوب وي؛ خو بې د فاطمې له اولادونو،چې زه يې پلار يم."[8]))


خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي

بـــــې دوستــــۍ يې عـــالم کـله مخلص دى


يو تن خپله مېرمن فاطمې بي بي ته ولېږله،چې پوښتنه ترې وکړي : (( ايا مېړه مې ستاسې له دوستانو دى که نه؟)) ويې ويل: (( پر کومو څيزونو،چې درته امر کوو،و يې کړئ او له کومو،چې مو منع کوو، مه يې کوئ؛نو زموږ د دوستانو په ډله کې به وشمېرل شئ.))دا ځواب يې،چې واورېد؛نو پرېشانه شو او د خپلو نيمګرتياوو په اړه يې وويل: ((څه حال به مې وي،تل به په دوزخ کې پروت يم))ښځې يې دا خبرې فاطمې بي بي ته وکړې. فاطمې ورته وويل: (( مېړه ته دې ووايه،چې داسې نه ده،زموږ مينوال د جنت له غوره کسانو دي او زموږ ټول دوستان او زموږ د دوستانو دوستان او زموږ د دښمنانو دښمنان به په جنت کې وي. چاچې په زړه او خوله زموږ دوستۍ ته غاړه اېښې وي او که زموږ له امرونو سرغړونه وکړي او له بديو ډډه ونه کړي؛نو زموږ له واقعي مينوالو به نه وي. چې دوى د قيامت د ورځې کړاوونه وويني او لږه موده د دوزخ په پورتنيو پوړونو کې تېره کړي او له ګناهونو ووينځل شي؛نو جنت ته به ور ننوځي او له موږ سره د دوستۍ له کبله به وژغورل شي او ځان ته به يې راولو.[9]))

  حضرت علي وايي: ((د مدينې يوه ښځه فاطمې ته راغله او ويې ويل : زما يوه سپين سرې مور ده،چې د لمانځه په هکله ډېرې پوښتنې لري، زه يې راولېږلم،چې په اړه يې درنه شرعي پوښتنې وکړم. ښځې ترې ډېرې پوښتنې وکړې؛خو څو شېبې وروسته خجالت شوه او ويې ويل : د رسول الله لورې! ډېرې پوښتنې مې درنه وکړې، نور مو نه په زحمتوم . فاطمې بي بي وويل:که نورې پوښتنې لرې،هم يې وکړه،که څوک چاته سل زغره ديناره  سره ورکړي،چې دا دروند بار د کور چت ته پورته کړه؛نو دا کار ورته سخت دى؟ ښځې وويل: نه ! و يې ويل : زه،چې ستا هره پوښتنه ځوابوم؛نو د ځمکې او عرش ترمنځ واټن هومره ډېرې مرغلرې ثواب ګټم؛نو دا کار را‌باندې دروند نه دي.[10]))

((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [11]= ((الله د اسمانو او ځمكې رڼا ده، د رڼا مثال يې (داسې دى) لكه په تاخچه كې،چې يوه بله ډېوه وي،ډېوه په يوه ښيښه كې وي ښيښه (د هغې رڼا له امله) د ځلنده ستورې په څېر وي،چې (دا ډېوه) د ښونه له بركتناكې ونې،چې نه ختيزه وي او نه لويديزه په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او نږه دي،چې) نژدې وي بې د اور له رسېدو(ولګېږي او) رڼا وكړي (د ډېوې دغه) رڼا(د نږه تيلو) په رڼا ده او د خداى،چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا ورته لار ښيي او خداى خلكو ته دا مثالونه بيانوي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتوو پوهېږې) او خداى پر هر څه پوه دى.))

د (كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ) آيت په باب "ابن مغازلي شافعي" په خپل سند له ارواښاد "حسن بصري" روايتوي :((ابوالحسن علي مې ددې آيت په باب وپوښته .ويې ويل: رسول اكرم راته وويل : له ((كَمِشْكَاةٍ)) مطلب "فاطمه" ده، له ((الْمِصْبَاحُ )) مطلب حسن او حسين،((الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ)) (زجاجه؛يعنې ځلانده ستورى). فاطمه په ښځينه عالم كې ځلانده ستورې وه، ((يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) له ((شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) مطلب ابراهيم عليه السلام دى،(( لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ))؛يعنې نه يهودي او نه نصراني دى . (( يَكَادُ زَيْتُهَا))؛ يعنې نژدې دى،چې علم د فاطمې له شتونه په خبرو راشي، ((وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ))چېكه څه هم اور ورته نه رسي ((نُّورٌ عَلَى نُورٍ ))؛يعنې د بي بي زهرا له ځوځاته امامان دي،چې په يو بل پسې راځي،(( يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء)) ويې ويل : خداى كه چاته وغواړي؛نو زموږ په ولايت (آل محمد ولايت) ورته سمه لار ورښيي.[12]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اکرمه روايتوي : (( د جمعې پر ورځ داسې يو مهال شته،چې پکې د خير غوښتنه منل کېږي، و مې پوښت : رسول الله! هغه کوم وخت دى؟ ويې ويل : نيم لمر، چې ولوېږي بيا به فاطمې بي بي تل د جمعې د ورځې د لمر پرېوتنې پر مهال مسلمانانو ته دعاګانې کولې.[13]))

يوه ورځ حضرت "حسن مثنى" (د امام حسن مجتبى زوى)حضرت "عمر بن عبدالعزيز" ته ورغى(عمر بن عبدالعزيز ځوان او هغه بوډا و)؛نو عمر په درناوي د مجلس په پورته برخه كې كېناوه، درباريانو يې وويل:چې ته  اموي يې،ولې د علي د اولادې درناوى كوې؟ ورته يې وويل: موثقو او ډاډمنو راته نقل كړى او دا دومره اعتمادي دي،چې نقل يې راته داسې دى؛لكه په خپله مې،چې اورېدلى وي، چې رسول اكرم ويلي دي : ((فاطمه زما د تن برخه ده،چاچې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم او چاچې خپه كړه؛ نو زه يې خپه كړى يم)) او زه پوهېږم،كه فاطمه ژوندۍ واى او دا يې كتلي واى،چې ما يې د لمسي څومره درناوى وكړ؛نو خوشحاله به وه؛نو زما د عمل پايله دا ده،چې آنحضرت رانه خوشحاله شي.[14]))

پېغمبراكرم : (( فاطمې! خداى تعالى ستا په غوسه، غوسه كېږي او په خوښۍ دې خوښېږي .[15]))

حضرت فاطمه د پاكوالي په اړه وايي: (( څوک چې تر خوړو وروسته په ككړو او غوړو لاسونو ويده شي؛نو تاوان به وكړي .[16]))

حضرت فاطمه د خوړو د ادابو په اړه وايي: (( دسترخوان چې خپور شو او ډوډۍ مو خوړه؛نو دولس غوره كارونه دي،چې هر مسلمان يې بايد و پېژني،چې څلور په كې واجب،څلور مستحب او نور د درناوي نښه ده.څلور واجب عملونه دادي :

1- د لوى خداى پېژندل او بايد پوه شو،چې ټول نعمتونه د هغه له لوري دي .2- د خداى پر نعمتونو خوښي ښوول.3- په پيل كې د "بسم الله الرحمن الرحيم" ويل. 4- په پاې كې له خدايه شكر اېستل.

څلور مستحب عملونه دادي:

1- تر خوړو مخكې اودس كول.2- کيڼ اړخ ته كېناستل.3- خواړه په ناسته خوړل. 4- خواړه په درې ګوتو خوړل .

څلور عملونه،چې د درناوي نښه ده:  

  1- په خپله مخه كې خواړه خوړل .  2- كوچنى كپ كول. 3- دخوړو ښه ژوول .4- نورو ته لږ کتل .[17] ))


خوشحال بابا وايي:

په طعـــــــــــام كې څــلور څيزه

ادب دادى زما جانه

فريضــــه دي اى عـــزيزه

نمړۍ كمه خوره له خوانه

بيا څلـــور په كې سنت دي

په خپل لوري خواړه اخله

اداب هـــــــــم څلور شهرت دى

مـــه وبل لوري نه اخله

دوه څيــــــــــــزونه دارو دينه

نمـــــړۍ ښه سره وژويه

دوه مكـــروه په كې شعارينه

بيــا يې ونغړه اى زويه

فريضـــــــــــــــه څلـــور څيزونه

بل نمړۍ د چا مه ګوره

په طعــام كــــــې دي دا چې شونه

داڅلور ادابه ژغوره


حضرت فاطمه د كجورو د غذايي ارزښت په اړه وايي : (( كجوره مؤمن ته غوره ډالۍ ده.[18]))

حضرت فاطمه د انسان د ارزښتمنۍ کچه له خلکو او کورنۍ سره په غوره او نېک چلن کې ويني او وايي: ((په تاسې کې هغه غوره دى،چې له خلکو سره په مهربانۍ چلېږي او ارزښتمن هغه دى،چې پر خپلو ښځو مهربان وي.[19]))

حضرت فاطمه د روژې په اړه وايي : ((که روژه د روژه تي ژبه ، غوږونه،سترګې،پښې او لاسونه له ناوړه کړنو ونه ژغوري؛نو انسان به په داسې روژه څه وکړي؟[20]))

حضرت فاطمه د امت د ګناهکارانو د شفاعت په اړه وايي :

((د قيامت پر ورځ،چې راپاڅم؛نو د رسول الله د امت د ګناهکارانو شفاعت به وکړم.[21]))


((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا=په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ))

حضرت فاطمة الزهرا  د قرآن د لوستو د فضيلت په هکله وايي:((د حديد،واقعه او الرحمن د سورتونو لوستونکي به په ځمکه او اسمانو کې جنتي وي .[22]))

  حضرت فاطمة الزهرا  زياتوي : ((ستاسې له دنيا مې درې څېزونه خوښ دي :

١- د قرآن لوستل .٢- د رسول الله مخ ته کتل .٣- د خداى په لار کې لګښت کول .[23]))

((يوه ورځ پېغمبر اکرم،فاطمه خپه وليده،پوښتنه يې ترې وکړه : ولې خپه يې؟ ويې ويل: پلاره! د قيامت ورځ مې راياده شوه،چې ټول خلک به پکې لوڅ ولاړ وي . [24]))


[1] . وګورئ : رياحين الشريعة : 1/93.

[2] . وګورئ:(١) كشف الغمة : 1/473 .(٢)بحار الانوار : 43/143- 11 حديث.

[3] . وګورئ :(١)شيخ صدوق؛ امالي: 79 مخ .(٢)ثواب الاعمال :  116 مخ.

[4] . وګورئ:(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/330 .(٢)عوامل : 11/128.

[5] . وګورئ : ينابيع المودة: 1/376.

[6] . سيد عبدالحسين طيب؛كلم الطيب:517مخ او  اروښاد مجلسي له جامع الاصول له صحيح ترمذي له "جميع بن عمير"

[7] . وګورئ:ارواښاد حافظ خطيب بغدادي؛ بغداد تاريخ: 12/331.

[8] . وګورئ :(١)امام احمد حنبل؛ فضايل الصحابه  2/625 –626 .(٢)طبراني؛معجم  الكبير3/1634 ګڼه حديث .(٣)حاكم؛ مستدرك 3/142 .(٤)حاكم حسكاني حنفي؛ شواهد التنزيل: 177مخ.

[9] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٦٥/١٥٥ .(٢)تفسير البرهان : ٤/٢١.

[10] . وګورئ :(١) بحار الانوار ٢/٣ .(٢) لئالي الاخبار ٢/٢٥٤.

[11] . (نور\٣٥)

[12] . وګورئ : المناقب  223 – 317مخونه.

[13] . وګورئ :(١) وسايل الشيعه : ٥/٢٩ .(٢)معاني الاخبار : ٣٩٩ مخ .(٣) دلايل الامامة : ٤ مخ.

[14] . وګورئ :(١)ابن حجر؛ الصواعق المحرقة : 107مخ.(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة : 173.

[15] . وګورئ :(١)حاكم؛مستدرك :3/53.(٢)ابن حجر عسقلاني؛الاصابة :8/159.(٣) سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص : 175 مخ. (٤) محب طبري؛ذخائر العقبى :39مخ.(٥)ابن حجر هيثمي شافعي؛الصواعق المحرقه : 105مخ.(٦) ابن اثير؛ اسدالغابة : 5/522.(٧) ذهبي؛ ميزان الاعتدال .

[16] . وګورئ :(١) عوالم : 11/628 .(٢)ابن ماجه؛سنن : 2/22.

[17] . وګورئ :(١)نفاس اللباب 3\124 .(٢)عوالم 11\629 .

[18] . وګورئ : كنزالعمال 12/339 – 353 حديث .

[19] . وګورئ :(١) دلايل امامة .(٢) کنز العمال : ٧/٢٢٥ .(٣) تاريخ بغداد : ١٢/٥٠  .

[20] . وګورئ :(١)مستدرک الوسايل ٧/٣٦٦ .(٢)کتاب عالم  ١١/٦٢٥ .(٣)دلايل الامامة : ٧ مخ .

[21] . وګورئ :(١)احقاق الحق ١٩/١٢٩، ١٠/٣٦٧ .(٢) وسيلة النجاة /٢١٧. [22] . وګورئ : کنز العمال ١/٥٨٢. [23] . وګورئ : خياباني؛وقايع الايام: جلد صيام /٢٩٥.

[24] . وګورئ :(١) بحار الانوار: ٨/٥٣، ٦٢ حديث .(٢)کشف الغمة : ٢/٥٧ .(٣) لئالي الاخبار : ٥/٦٥ .