ويکيپېډيا:حج فقهي مسایل- پښتو آسانه فقه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: (لبنانی عالم): محمدا جواد مغنیه

پښتو ژباړن: استاد اجرالدین اقبال

خپروونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل/ افغانستان

https://andyal.com/%d8%ad%d8%ac-2/

حج[سمول]

حج د بلوغ، عقل او وس لرلو په شرط واجب دى.

ابلوڅ والى (بلوغ) :[سمول]

حج پر هر ماشوم ندى واجب؛ كه كوچنی هلك يا نجلى حج وكړ،دا كار مستحب او پر ځاى دى؛خو د حج فرضيت يې له غاړې نه اوړي،او د مذاهبو په اتفاق،تر بلوغ او وس لرلو وروسته ورباندې د حج دفريضې ادا كول واجبېږي.[سمول]

د ماشوم پلار ته رواده چې د حج پر وخت يې د حج ټول شرطونه ور ادا كړي، لومړى ورته د احرام لباس وروتړي،او تلبيه يا لبيك ويل ورسره ووايي،كه يې ويلاى نشواى؛نو بيا دې د ماشوم له خوا پخپله لبيك ووايي: او له هغه څه دې ماشوم وساتي،چې له حجه پرې پاتې كېږي،او يا حج ورباندې خرابېږي،او د ماشوم له وسې چې هر كار كېدونكى وي،ورته ووايي،چې پخپله يې ترسره كړي،او كوم كار چې نشي كولاى،بايد د ماشوم په نيابت يې پخپله وكړي.

د مذهبونو نظر پدې هكله سره بيل دى،چې دوه شيان د ماشوم په حج پورې اړه لري: لومړى،هغه چې د ماشوم حج صحيح دى،كه ولي يې اجازه ورته وركړې وي يا نه.

دويم: مخ كې لدې چې ماشوم د دريدلو بلوغ خط ته ورسېږي،دا حج د فرضي حج ځاى نيسي، كه نه؟

اماميه وو،حنبليه وو او شافعيه، له دوو پر خپل يوه قول كې ويلي دي: د ولي اجازه د صحت شرط دى،ابوحنيفه ويلي دي: د داسې ماشوم چې هغه لا د بلوغ مرحلې ته نه وي رسيدلې،د وجوب شرط نشي پوره كولاى، كه هغه ته ولي اجازه وركړي،او يا يې ورنكړي،ځكه چې د داسې كوچني له حجه موخه يواځې د حج يادولو تمرين دى. (1)

اماميه وو،حنابله وو اوشافعيه وو ويلي دي: كه ماشوم تر دريدو دمخه بالغ شو، دا حج ورته بس دى (فرض يې اداء شول).

اماميه او مالكيه وو ويلي دي؛ كه دغه كوچني له سره احرام وتاړه،كفايت كوي،او كه بېرته له سره احرم ونه تړي؛ نو حج دې له سره پيل كړي. (2)

ليونتوب:[سمول]

ليونى د حج پر كولو ندى مكلف، كه يې د هوښيارو خلكو په څير د حج مراسم ترسره كړل،او وروسته يې عقل يا سدله سره ووتلو،حج پر ځاى نشو،او كه كله ليونى او كله پر سد و،او په داسې وخت كې پر هوښ راتلو،چې د حج مراسمو پر ځاى كولو ته يې وخت لاره، واجبه ده، چې له ټولو شرطونو او اجزاوو سره حج وكړي، او كه وخت يې نه و ورباندې حج نشته.[سمول]

استطاعت (وس):[سمول]

ټول مذهبونه په يوه خوله دي چې د حج د واجبيدو شرط يې د خداى پاك د قول پر بنا “من استطاع اليه سبيلا” استطاعت بللى، او د استطاعت په معنا كې سره مخالف دي، په احاديثو كې استطاعت د مسافرت د خرڅ لرلو په معنا دى،او له مسافرته مراد مكې معظمې ته د تللو، او له مكې شريفې بېرته خپل ټاټوبي ته د رارسيدلو توښه ده…. توښه له قانوني اسنادو لرلو،وړلو راوړلو،خوړو،ځاى او د ضرورت وړ څيزونو لرلو ته وائي چې حاجي پردې سربېره د ده تر راتلو پورې د كور دنورو غړيو نفقه ولري، پور ورباندې نه وي، كرلو ته ځمكه،د كسب او كار آلات او ا بزار ولري،د سوداګرۍ يا كسب كولو پانګه ولري،د ده د ځان مال او ناموس امنيت موجود وي؛نو بيا مكلف كولاى شي چې حج وكړي؛خو مالكيه وو د كورنيو لكښتونو يادونه نده كړې،او هم يې واجبه بللې چې كه د ژوند د ضرورت وړ وسايل لكه؛ ځمكه،څاروي،د كسب او كار ا ّلې، او آن علمي كتابونه او د ښكار جامې ولري، بايد هغه وپلوري، او حج پرې وكړي. (3)[سمول]

كه د استطاعت يا وس د نشتوالي په وجه پر يو چا حج واجب نه و، خو په ډيرو ستونزو حج ته ولاړ، او وروسته يې وس وموند، آيا ورباندې د حج د فريضې اعاده كول شته چې ويې كړي، يا همغه لومړى حج يې كفايت كوي؟

مالكيانو او حنفيانو ويلي دي: كه وس يې وموند، همدا بس دى، د بل حج كول ورباندې واجب ندى. (4)

حنبليانو ويلي دي: كه يې هغه حق چې د ده پر غاړه دى، ادا كړ،لكه د پورنو وركول؛نو حج ته د ده تلل د واجب حج ځاى نيسي. (5)

اماميه وو ويلي دي: كه وسمن شو،هغه حج فرضي حج ته كفايت نكوي،ځكه چې پر اصل وجود شرط مشروط دى، او كه وس يې نه لاره، د حج فرضيت يې پر غاړه ندى، او وروسته لدې چې د حج شرط پرې يقيني شو،ورباندې واجبه ده، چې حج ادا كړي، ځكه چې مخكينى كړى حج يې مستحب دى.

فوريت:[سمول]

اماميه وو،مالكيه وو او حنابله وو ويلي دي: د حج فرضيت سملاسي دى، او ځنډېدل يې د امكان تر حده پورې ندي روا، كه ځنډ پكې راولې ګناه يې كړېده؛خو حج يې كېږي او كه وروسته يې ادا كړ،حج يې شوېدى،د جواهر ليكوال ويلي دي: له فوري مراد دا دى، چې د وس پر همغه لومړني كال د حج فريضه ادا كړي، چې وس يې موندلاى دى، او كه نه نو پر دويم كال كې دې ادا كړي او همداسې نوراو پدې وخت كې پر ګناه كولو كې يې شك نشته،او بايد د امكان په صورت كې حج ته داسې ولاړ شي چې پرته له خپلو وړو (لايقو خپلوانو) پر بل چا بوج نه وي.[سمول]

شافعيانو ويلي دي: موخه يې فرض والى دى، نه ژر يا په ډېر ځنډ تلل؛نو روا ده،چې دمخه يې ادا كوي يا وروسته.

ابويوسف ويلي دي:حج يوه ژر تر ژره فريضه ده،محمد بن حسن ويلي: بلكې پر ځنډ كې هر فرض دى، او له ابوحنيفه (رح، پدې ځاى كې ښكاره نښه نشته؛خو ډېرو پيروانو يې ويلي دي: دهغو په آند فوريت دى.

د استطاعت مسئلې:

د ښځو حج:[سمول]

آيا د ښځو حج د نرو پر حج زيات شرطونه لري؟[سمول]

مذهبونه پردې ټكې سره يوه خوله دي،چې د فرضي حج د ادا كولو پر وخت د ښځې اجازه له مېړه نده شرط، او مېړه ته روا نده،چې خپله ښځه له حج كولو منع كړي، او د هغه ښځې په اړه چې مېړه يا كوم بل شرعي محرم ونلري،مذهبونه سره مخالف دي، چې حج ورباندې واجب دى، كه نه؟

اماميه وو،مالكيه وو او شافعيه وو ويلي دي:د حج ادا كولو ته د مېړه يا محرم شتون ندى ‌شرط، كه څه هم ښځه ځوانه وي، يا زړه ميړه ولري، يا نه ؛ځكه چې محرم د امن وسيله ده،نه پخپله هدف،له همدې ځايه، كه ښځه د خپل ځان د ساتلو وس ولري،حج ته تلل ورباندې واجب دى.

محرم ته څه حاجت نشته،او كه د امن له پلوه خطره ويني؛نو بېوسه نده، كه څه هم ور سره محرم وي؛له همدې كبله كوم توپير به د نر او ښځې ترمنځ نه وي، په هر حال په تيرو وختو كې به چې اوږده او له وېرى ډك سفرونه وو،دې برخې د بحث ځاى لاره، خو نن ورځ دغه مسئلې ددې وړ هم ندي،چې سړى بحث ورباندې وكړي،ځكه چې كه خلك هر ځاى ته ولاړ شي (د وسائلو د شته والي په وجه) سر او مال يې ټول په امن دي.

احنافو او حنبليانو ويلي دي: د محرم يا مېړه موجوديت د ښځې حج كولو ته شرط دى، كه څه هم ښځه زړه وي، روا نده چې بې له محرمو حج كولو ته ولاړه شي؛خو احنافو دا شرط كړې چې كه د ښځې د خوځيدو له ځايه تر مكې پورې درى ورځې لاره وي، بيا محرم شرط دي، او دا شرط زموږ په زمانه كې صدق نكوي،ځكه چې علم او پر مخ تللې تخنيك د تلو راتلو لارې چارې آسانه كړېدي،له ډېرې ليرې فاصلې په يوه ورځ كې دا كار كېداى شي؛نو ځكه لكه چې ومو ويل،د محرم د موجوديت شرط له مينځه تللى دى.

بښنه يا ډالۍ :[سمول]

د المغني په كتاب كې حنبليانو ويلي: كه يوه سړي يو مال بل سړي ته ورډالۍ كړ،منل يې ورباندې واجب دي؛نو ځکه توانمن كېداى نشي،كه څه هم دا ډالۍ پردۍ وي، يا د ده خپله، كه د سپرېدلو وسيله وركړي،يا دلارې خرڅ. له شافعي راوړل شوي،چې كله يو سړى خپل زوى ته د حج لګښتونه ورډالۍ كړى،حج كول پرې لازم شول،ځكه بې له ملزم كيدو يې وس ومونده او زيان هم هغه ته ونه رسيد.[سمول]

اماميه وو ويلي دي: كه يوه سړي يو مال بل چاته وروباښه،بې لدې چې ورباندې كوم شرط وتړي،چې حج ته ولاړ شي، ورباندې حج واجب ندى،ډالۍ چې د هر چا وي، او كه يې د حج كولو په شرط هغه ته ورډالۍ كړ،منل يې واجب دي، او بايد رد يې نكړي، آن تردې چې كه ډالۍ كوونكى پردى هم وي، ځكه هغه په دغه حال كې مستطيع دى. ( وس لري.)

واده:

كه چا يواځې دومره مال درلود،چې د ده حج، يا واده پرې وشي، كوم يو وړاندې دى ؟

د فتح القدير په كتاب كې چې مولف يې حنفي مذهبه دى، په دويم جلد د حج په باب كې راغلي دي،چې له ابوحنيفه يې د دې مسئلې پوښتنه كړېده، هغه په ځواب كې وويل: چې حج وړاندې دى؛خو په ځينو وختو كې واده كول واجب دي، پدې دليل ښكارېږي، چې د حج ځنډول روا ندي.

شافعيانو،حنبليانواو د اماميه وو څيړونكيو ويلي دي:واده مخ كې دى،تر هغه وخته پورې چې سختي او ستونزه يې په پريښوولو كې نه وي راغلې، او كه نه؛ نو حج مخ كې دى. (6)

پنځمه او زكات :[سمول]

پنځمه او زكات پر حج مخ كې دي، او له وركولو پرته يې، لكه: ډېر پورونه چې پر ادا كولو يې وس نه وي.[سمول]

د خرڅولو توان :[سمول]

يو سړى كه د سوداګرۍ په نيت داسې ښار ته ولاړ شي،چي مكې ته نژدې وي،او د حج تر ورځو په هغه ځاى كې پاتې شي او وكولاى شي،خپل ځان مكې معظمې ته ورسوي، مستطيع دى، كه د حج تر ادا كولو د مخه خپل ټاتوبي ته ورغۍ دټولو مذهبونو په اتفاق حج د هغه پر ذمه دى.[سمول]

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ فتح الباري، والمغني، والتذكره[سمول]

(2)_ التذكره.

(3)_ الفقه على المذاهب الاربعه.

(4)_ الفقه على المذاهب الاربعه.

(5)_ منار السبيل، و فتح القدير.

(6)_ كفايه الاخيارو المغنى والعروه الوثقى و مناسك حج حضرت آيت الله حكيم وخونى.

وكالت[سمول]

د عباداتو ډولونه :[سمول]

عبادات له بدني او مالي پلوه پر درېو برخو ويشل كېږي:[سمول]

1_ يواځې بدني: هغه عملونه چې بې له مالي اثره ترسره كېږي،لكه لمونځ او روژه، څلورګونو مذهبونو ويلي دي: دغه ډول عبادتونه په هيڅ وخت كې د وكالت وړ ندي، نه له مړو،او نه له ژونديو؛اماميه وو ويلي دي: يواځې له مړو وكالت كېداى شي؛خو له ژونديو روا ندى،چې لمانځه او يا روژې ته وكيل ونيسي.

2_ يواځې مالي: هغه عملونه چې بې له بدني كړو وړو تر سره كېږي،لكه پنځمه او زكات. په اتفاق سره د وكالت وړ دى؛ نو روا ده چې د مال مالك (څښتن) د خپل ځان له خوا يو سړي وكيل ونيسي،چې د مال او اكثره صدقو (خيراتونو) زكات يې وباسي.

3_ مالي او بدني: هغه عملونه چې پر مال لګولو او بدن دواړو سره ادا كېږي، لكه حج، چې د بدن له كار كولو سره جوخت ادا كېږي،لكه طواف،سعې، رمى (ويشتل) د جمرو، او همداسې سفر ته لګښتونه او لوازم پوره كول يې په مال پورې اړه لري، ټول په يوه نظر دي،چې كله دغه ټول شرطونه پكې پوره شول،بيا حج ورباندې واجب دى،داسې چې پخپله پكې شريك وي،او حج ته وكيل نيول رو اندي،او كه پردى يې وكيل ونيو، سمه نده،په خپله حج پرې واجب دى؛نو كه پخپله يې حج ونكړ،شافعيانو،حنبليانو او اماميانو ويلي دي: واجب حج پر مړينې له غاړې نه اوړي، او واجبه ده، چې له خوا يې له اجرت المثل سره وكيل ونيول شي، كه يې حج كولو ته چاته وصيت نه وي كړي، اجرت دې له اصلي تركې وركړي(1)

احنافو او مالكيانو ويلي دي: خپله د ده په شتون كې حج له هغه اوړي؛خو كه يې وصيت كړى وي، لكه ډير نور مالونه چې د خداى پاك د رضا لاسته راوړو ته لګېږي، له درېمې ويستل كېږي، او كه يې وصيت نه وي كړى، وكيل نيول ندي واجب.

وسمن او بې وسه:[سمول]

پر يوه سړي چې د حج ټول شرطونه پكې موجود وي؛خو د زوړوالي يا داسې ناروغۍ له كبله چې ورڅخه د جوړيدو تمه نلري،او پخپله د حج د مناسكو ادا كولو جوګه نه وي، د حج په مناسكو ادا كولو كې له ګډونه خلاص دى،ځكه خداى پاك د حج د سورت په (78)آيت كې ويلي دي: “و ما جعل عليكم فى الدين من حرج” يعنې خداى پاك په دين كې ستاسې ته سختۍ ندي راوستې، آيا ورباندې واجبه ده،چې بل څوك ځان ته وكيل ونيسي،او كه يې نائب ونه نيو،واجب يې پرېښوول،همدارنګه له غاړى يې ندى اوښتى؟ بې له مالكيه وو، نور ټول پدې اتفاق دي،چې واجب دي،حج ته وكيل ونيسي،مالكيان وايي:څوك چې وس نلري، ورباندې حج نشته. (2)[سمول]

كه روغ شو او عذر يې لرې شو،او وكيل يې هم ورته حج وكړ، آيا واجبه ده چې په خپله بيا حج وكړي؟

حنبليانو ويلي دي: بيا ورباندې حج واجب ندى.

اماميانو، شافعيانو او احنافو ويلي دي:حج ورباندې واجب دى،ځكه هغه څه چې پر ځاى كړي يې دي، مالي واجب دى، او دا حج بدني واجب دى. (3)

په مستحباتو كې وكيل نيول :[سمول]

اماميانو او احنافو ويلي دي: چا چې واجب حج ادا كړ، كه ويې غوښتل چې مستحب حج ته وكيل ونيسي، كه څه هم پخپله يې دغه حج ادا كولى شواى، روا دى.[سمول]

شافعيانو ويلي دي: روا ندى.

له احمد بن حنبل هم دوه روايته راغلي دي 1- منع، 2- جواز. (يوه ناروا، او بل روا بللى.)

مالكيانو ويلي دي: هغه ناروغ چې د روغتيا تمه يې شكيدلې وي، او هغه سړى چې واجب حج كولى شي، كولاى شي چې بل څوك پر خپل مالي لګښت د ځان د حج فريضې ته ولېږي،حج يې كېږي؛خو مكروه دى،او د عوض شوي حج نه كېږي، ځكه عوض شوي ته مستحب دى،او عوض شوي ته چې د حج كولو مرسته يې ورسره كړې دعا او بركت دى. كه مړي ته بې له وصيته يا سره له وصيته حج وكړي، ورته نه په واجبو او نه په مستحباتو كې حسابېږي،او پخپله ورڅخه حج نه ساقطېږي. (4)

د وكيل شرطونه :[سمول]

وكيل د لاندې شرطونو لرونكى دى:[سمول]

وكيل بايد بالغ ، هوښيا ر او مسلمان وي،او واجب حج پر خپله غاړه ونلري،او په ادا كولو يې باوري وي،نر ته روا ده چې د ښځې وكيل شي، او همدارنګه ښځه د نر وكالت كولاى شي، كه څه هم وكيل كيدونكى او وكيل نيونكى دمخه حج كولو ته نه وي تللى.

آيا وكيل له خپله ښاره دحج ادا كولو پر خوا وخوځېږي، يا د مړه له ښاره او يا يو له ميقاتونو ؟

احنافو او مالكيانو ويلي دي: كه وكيل نيوونكي د خوځيدو ځاى ونه ټاكه،وكيل بايد د مړه له ښاره د حج ادا كولو پر خوا حركت وكړي، او كه نه نو د مړه پر وصيت دې عمل وكړي.

شافعيانو ويلي دي: ميقات د اعتبار وړ دى، كه يې يو ټاكلى ميقات وټاكه، پر قول يې عمل واجب دى،او كه نه؛نوعوض يا وكيل واكمن دى، چې له هره ميقاته وغواړي،تلاى شي.

حنبليانو ويلي دي: له هره ځايه چې حج ورباندې واجب شوېدى، له همغه ځايه د حج ادا كولو پيل پرې واجب دى، نه له هغه ځايه چې پكې مړ شوېدى؛نو كه د خپل هجرت پر ځاى يې وس وموند، بيا وروسته خپل ښار ته ورغی او هلته مړ شو، بايد د هجرت له ځايه يې وكيل ونيول شي، نه له اصلي ټاټوبي؛خو په داسې فاصله كې چې د وطن او هجرت ترمنځ يې لمونځ د مسافر وبلل شي.

اماميه وو ويلي دي: يو ډول هغه حج دى،چې د مړي له خپله ټاټ پيلېږي،او بل ډول حج هغه دى،چې له ميقاته پيلېږي،كه مړي هر يو په ژوند ټاكلى و،له همغه ځايه بايد حج پيل شى. (عمل پرې وشي)؛ خو كه مطلق او نامعلوم و، كولاى شي پر يو له دغو دوو عمل وكړي،او كه نه ؛نو د پيليدو ټكى يې هغه ميقات دى چې مكې ته لنډ وي، تر سره كېږي، كه ونه موندل شو؛نو كوم ميقات چې د مړي ښار ته لنډ دى، تر سره كېږي، او د ميقاتي حج مزدوري په واجبي حج كې له اصلي تركې او د ميقاتي حج نور لګښتونه له درېمې وركوي.

د حج په اداء كولو كې د وكيل ځنډ:[سمول]

كه وكيل پر پېسو يا جنس وټاكل شو،ورباندې بيړه كول واجب دي، او روا نده چې حج له لومړي كاله شاته كړي، او د بل چا د وكيل نيولو حق نلري،ځكه حج ورباندې لازم شوى دى، او كه ونه پوهيږو، چې آيا حج ته تللى او د هغه مناسك يې تر سره كړي دي، اصل نه تلل دي،څو تلل يې يقيني شي،اوچې كله پوه شو،چې تللى او پرې شك من شوو چې په مجمله توګه يې د حج مراسم ترسره كړيدي،همغسې لكه څنګه چې ورسره ښايي سم يې ادا كړي دي، او يا يې يو شى له واجباتو سم ندی ادا كړي، بايد عمل يې په ښه توګه ثابت كړو،څو رد يې ثابت شي.[سمول]

كوږوالى :[سمول]

احنافو او اماميه وو ويلي دي: كه وكيل نيوونكي وكيل ته ځانګړي حج وټاكه لكه د “تمتع، افراد يا قران” روا نده،چې وكيل يې ونه مني؛خو كه د كوم خاص ښاره حج وټاكي،او وكيل له بل ښاره بې اجرې اخيستلو پيل وكړي، سمه ده ، ځكه د تګ موخه يې د ده خپل ځان ندى، بلكي مقصد يې همغه كړى حج دى.(5)[سمول]

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ اماميه وو،مالكيه وو او شافعيه وو، حج ته د عوض نيولو اجازه وركړې ده، او احنافو او حنبليانو هغه منع كړى او ويلي يې دي: هغه څه چې له ماله يې عوض ته وركوي، خرڅ او خوراك ته لاره شته.[سمول]

(2)_ المغنى والتذكره.

(3)_ المغني والتذكره “و يفق هذا من فتوى السيدالخوئى فى منسكه”

(4)_ الفقه على المذاهب الاربعه.

(5)_ التذكره والفقه على المذاهب الاربعه.

د عمرې معنا :[سمول]

عمره په لغت كې د زيارت كولو په معنا،او شرعا د بيت الله الحرام زيارت دى، چې په ځانګړې توګه تر سره كېږي.[سمول]

د عمرې ډولونه:[سمول]

عمره دوه ډوله ده،مفرده عمره، او تمتع عمره،مفرده عمره بې له ده او له حج سره تړلې نده،او په اتفاق سره وخت يې د كال ټول وختونه دي؛او د اماميه وو په نزد تر ټولو غوره وخت يې د رجب مياشت ده،او له اماميه وو پرته د نورو په نزد د روژې مياشت ده؛خو له حج سره تړلې عمره د تمتع عمره ده،چې عمره كوونكى يي د حج تر مناسكو دمخه ادا كوي، كټ مټ داسې لكه عام حاجيان چې د مكې ګردچاپيره طواف كوي، په اتفاق سره د هغې وخت د حج مياشتې دي، يعنې شوال،ذوالقعده او ذوالحجه،د فقهاوو د نظر د اختلاف پر بنا د ذوالحجې د مياشتې په ټوله يا درېمه كې دا عمره كېږي، او كه چا عمره له حج سره يوځاى كړه،يعنې تمتع عمره يې ادا كړه،د هغه سړي يا ښځې په آند چې عمره واجبه ګڼي، د مفرده عمري واجب والى ساقطېږي.[سمول]

د دووعمرو ترمنځ توپير :[سمول]

ښاغلي خوئي له اماميه وو پر څو علتود مفرده او تمتع عمرې ترمنځ توپير ايښى دى:[سمول]

1_ دا چې د نسا طواف چې معنا به يې وروسته راشي، په مفرده عمره كې واجب دى، او د تمتع په عمره كې واجب ندى، او ځينو ويلي دي،روا ندى.

2_ د تمتع عمرې وخت د شوال له لومړيو د ذيحجې تر نهم پورې دى؛خو د مفرده عمرې وخت د كال په ټولو ورځو كې دى.

3_ كه كوم سړى د تمتع عمره اداكوي، يواځې د تقصير په صورت كې ويښتان پرې كول ورباندې اوړي؛خو چا چې مفرده عمره ادا كړه،د سر خرييلو او تقصير ترمنځ اختيارمن دى، چې وروسته به يې بيان راشي.

4_ تمتع عمره او حج په يوه كال كې وي، خو مفرده عمره داسې نده.

د “الدين والحج على المذاهب الاربعه” په كتاب كې چې د “كرار” تاليف دى راغلي دي، چي مالكيانو او شافعيه وو ويلي دي: څوك چې مفرده عمره ادا كوي، كه سر كل كړي او يا يې لږ كم كړي، كه ذبحه ورسره وي،يا نه وي،هر شى آن ښځو ته تر نژدي كېدو پورې ورته روا كېږي.

خو حنبليانو او احنافو ويلي دي: كه عمره كوونكي قرباني له ځانه سره نه وي وړې،چې كله سر وتراشي يا يې كم كړي،محل كېږي (حلالېږي) ، كه نه نو په احرام كې به وي څو د قربانۍ په ورځ له حج او عمرې محل (حلال) شي.

د عمرې شرطونه :[سمول]

دمخه موږ د حج شرطونه ياد كړل،چې د عمرې شرطونه كټ مټ همغسې دي .[سمول]

د عمرې حكم :[سمول]

احنافو او مالكيانو ويلي دي: عمره ټينګه موكده ده، واجبه نده.[سمول]

شافعيانو،حنبليانو او اكثره اماميانو ويلي دي: عمره پر هغه واجبه ده،چې استطاعت يا وس ولري،ځكه خداى پاك د بقرې سورت په 196 آيت كې ويلي دي: “و اتمو الحج والعمره الله” خو پر بې وسه سړي يا ښځې مستحبه ده. (1)

د عمرې خاص عملونه :[سمول]

د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب كې راغلي: څه چې په حج كې راغلي، په عمره كې هم واجب دى، او همدارنګه څه چې په عمره كې مستحب دي؛خو عمره له حج سره په څو شيانو كې توپير لري، لكه عمره ټاكلې وخت نلري، د عمرې د ادا كولو وخت له لاسه نه وځي،د عرفات دريدل په عمره كې نشته،مزدلفې شريفې ته تلل نه غواړي، او همداسې د جمرو ويشتل پكې نشته.[سمول]

د اماميه وو د جواهرو په كتاب كې راغلي دي “د حج په عملونو كې (12) شيان واجب دي: احرام،پر عرفات دريدل، په مشعر كې دريدل، منى ته ننوتل، د جمرو ويشل، ذبح، سر كلول او كمول (تقصير)،طواف، دوه ركعته د طواف لمونځ،د صفا او مروا ترمنځ منډى او تګ، د نسا طواف، دوه ركعته لمونځ يې، او… مفرده عملونه (8)شيان دي: نيت، احرام، طواف، دوه ركعته لمونځ يې، سعى، تقصير،نسا طواف، او دوه ركعته لمونځ يې” (2).

لدې ځايه ښكارېږي،چې “د ټولو د اتفاق لرلو” معنا هغه ده، چې د حج اودرېدلو،او د هغه د نورو ډېرو عملونو ډېروالى له مفرده عمرې ډير دى، بې له اماميه وو، چې يو بل طواف، يعنې د نسا طواف يې واجب بللى،او هغه يې د مفرده عمرې پر اعمالو ورزيات كړېدى،حال دا چې امام مالك له ټولو سره دلته مخالفت ښوولى او ويلي يې دي: سر خرييل او تقصير په مفرده عمره كې واجب ندي.

دوې مسئلې :

لومړۍ مسئله: د مفردې عمرې واجب والى د حج پر استطاعت پورې اړه نلري؛نو كه يواځې عمرې ته يې وس وموند، كولاى شي پرته د حج له ورځو مكې ته ولاړ شي؛خو د حج په ورځو كې نشي كولاى،پرهغو مفرده عمره واجبه ده، نه حج او كه د عمرې تر كولو دمخه مړ شي،هغه دې له تركې وباسي، او همدارنګه، كه د مفرده حج توان ولري، مفرده حج ورباندې واجب دى ،نه عمره، ځكه هر يو يې ځانګړىعبادت دى.

دا حكم پر مفرده عمره پورې تړلى و؛خو په تمتع عمره كې ” د تمتع معنا ښايي راشي” د هغه واجب والى د تمتع حج پر واجب والي پورې اړه لري،ځكه د تمتع عمره په تمتع حج كې شامله ده.

دويمه مسئله : اماميه وو ويلي دي: څوك چې غواړي مكې ته داخل شي، روا نده، څو له ميقاته احرام ونه تړي، له ميقاته تېرېداى نشي،چې بې له احرامه مكې ته ننوځي،كه څه هم څو څوځلې يې حج اوعمرې كړې وي؛خو هغه چې په يوه مياشت كې څو ځلې حرم ته ننوتلى او وتلى وي، يعنې يو ځل په احرام كې حرم ته تللى، او بېرته وتلى وي، او بيا تر ديرشو ورځو تېرېدلو وروسته بيا حرم ته ننوځي،پر هغه د احرام تړل واجب ندي، او بې لدې واجب دي؛ نو احرام هغه چا ته چې مكې ته ننوځي، داسې دي لكه اودس چې د قرآن پر كرښو ګوتو وهلو ته دى.

په دغه درواغو سره د دسيسې په ډول وايي: شيعه بيت الله الحرام پاكه نه ګڼي،او پكې ځان ښكاروي،چې پاك ځايونه ولړي، په ډاګه به شي. “خداى ته پناه وروړم”

ابوحنيفه ويلي دي: څوك چې له ميقاته څنګ ته دى، بې له احرام تړلو حرم ته ننوتل ورته روا ندي؛خو څوك چې له ميقاته د مكې پر خوا دي ورته روا ده چې حرم ته بې له احرم تړلوداخل شي.

امام مالك دغه قول نه مني،او له امام شافعې دوه قوله راغلي دي: موږ د عمرې په اړه پر همدومره بسيا كوو،ځكه اصلي موخه همدا ده،چې پر يو څه برخه يې رڼا واچوو، چې لوستونكى د حج او عمرې تر منيځ توپير وپېژني.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ الفقه السنه، 5ج، والفقه على المذاهب الاربعه والجواهراو هم په مغني كتاب كې راغلي،چې امام احمد بن حنبل په ډاګه كړى پر دې چې د مكې پر اوسيدونكيو عمره نشته، ځكه د عمرې تر ټولو غوره عملونه طواف دى، او هغوى يې پر ځاى كوى؛نو همغه ورته كفايت كوي.[سمول]

(2)_ د الدين والحج على المذاهپ الاربعه په كتاب كې چې مولف د هغه “كرار” دى، راغلي، هغه توپير چې عمره يې له حج سره لري دا دى، چې مكې خلكو ته د عمرې احرم، د “محل” كيدو له له ځايه دى، نه د حج له ميقاتو؛خو د اماميه وو له نظره د احرام په اړه د عمرې او حج پر ميقاتونو كې توپير نشته.

د حج ډولونه:[سمول]

مذهبونه اتفاق لري،چې حج درى ډوله دى: تمتع (1)، قران او افراد، او همدا ډول سره يوه خوله دي، د تمتع معنا دا ده،چې حاجي بايد د حج په مياشتو كې لومړى د عمرې عملونه ترسره كړي، او بيا وروسته د حج ، همدارنګه سره متفق دي، د افراد حج هغه دي، چې حاجي بايد لومړى د حج عملونه ترسره كړي،او بيا تر حج كولو وروسته د عمرې د عملونو په ترسره كولو لاس پورې كړي؛خو دغه عملونه به په احرام كې پرځاى كېږي او دهغه عملونه به وروسته راشي، څلورګوني مذهبونه سره متفق دي، د قران د حج معنا دا ده، چې حاجي د حج او عمرې واړو ته په احرام كې وي، داسې چې په حج او عمره كې “لبيك اللهم لبيك ووايي:[سمول]

اماميه وو ويلي دي: د قران او افراد حج يو ډول دى، بې له يوه وخته نور يو له بله بيل نه وي، د قران حج كوونكي چې بايد قرباني ولري، مجبور دي، چې په احرام كې ذبحه وكړي، ولې څوك چې د افراد حج اداكوي، په اصل كې ورباندې قرباني نشته،او لنډه دا چې اماميه د دوو احرامو ترمنځ ننوتل روا نه ګڼي،اوهمدارنګه په يوه نيت د حج اوعمرې ادا كول روا نه بولي،حال دا چې نورو د قران په حج كې روا ګڼلې دي، او ويلي يې دي، هغه ټول د حج او عمرې ترمنځ دي، اماميه وو ويلي دي: بلكي د قربانۍ وړل يې پر احرام ورزيات كړيدي،څلورګونو مذهبونو ويلي دي: هر څوك كه هغه مكي وي، يا غير مكي، كولاى شي،چې له دغه درى واړو حجونو (تمتع، قران او افراد) بې له كوم كراهته وټاكي،بې له ابوحنيفه چې ويلي يې دي: د مكې پر خلكو د قران اوتمتع حج مكروه دى، بيا څلورګونو مذهبونوپه خپلو كې سره اختلاف ښوولى،چې كوم يو له دغه درېو غوره دى، شافعيانو ويلي دي: تر قران، تمتع او افراد غوره دي.

حنيفه وو ويلي دي: قران تر دوو نورو غوره دى.

مالكيه وو ويلي دي: افراد غوره دى.

حنبليانو ويلي دي: تمتع غوره دى. (2)

اماميه وو ويلي دي: تمتع هغه چا ته واجب دى،چې اته څلويښت ميله له مكې لرې دي. (3) او ورته قران او افراد بې له ضرورته روا ندى؛خو قران او افراد بيا مكيانو ته واجب دى،همدا ډول هغه چا ته چې د هغه او مكې ترمنځ له اته څلويښت ميله لږه فاصله يا واټن وي، ورته تر قران او افراد پرته بيا تمتع ندى روا او پردې دليل يې ټينګار كړېدى،چې خداى تعالى د بقرې سورت په (196) آيت كې ويلي:

وَأَتِمُّواْ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلاَ تَحْلِقُواْ رُؤُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

ژباړه: او يواځې د خداى لپاره حج او عمره پوره ترسره كړئ او كه (د خنډونو له امله) منع شوئ (د احرام تر تړلو وروسته د دښمن له وېرې يا د ناروغۍ له امله مكې ته نشئ ننوتى )؛نو څه قرباني چې کولاى شئ ( و يې كړئ او احرام وباسئ ) او خپل سرونه تر هغه مه خريئ څو قرباني د حلالې ځاى ته نه وي رسېدلي؛خوكه څوك ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او لدې امله خپل سر وخريي)؛نو په فديه کې دې روژې ونيسي يا دې صدقه وركړي يا دې قرباني وكړي او چې كله ( له ناروغۍ او دښمن) خوندي او ډاډمن وئ ؛ نو تر عمرې وروسته دې حج پيل كړي؛ نو څه قرباني يې چې له لاسه پوره وي ( و دې يې كړي ) او كه د چا له وسې (قرباني) نه کېده؛ نو درې روژې دې د حج په پير كې او اوه دې كور ته تر ستنېدو وروسته ونيسي دا،پوره لس (ورځې) دي (البته) دا اسانتيا د هغه لپاره ده،چې کورنۍ يې د مسجد الحرام په چاپېريال کې مېشت نه وي او له خدايه ووېرېږئ (او د الله ددې احكامو له سرغړونې ځان وژغورئ) او پوه شئ چې په حقيقت کې الله سخت عذابى دى.(بقره/196)

او هم اماميه وو ويلي دي:هغه چا ته چې پرې واجب دى، قران او افراد ورته روا     ندي؛خو كه وخت ورسره نه و يا حيض ورغی، بيا ورته روا ده چې قران يا افراد حج ته وروګرځي او ادا يېكړي؛خو پدې شرط چې تر حج وروسته به عمره هم ادا كوي او د وخت تنګوالى دا دى،چې نشي كولاى د ماسپښين د زوال پر وخت پر عرفات دريدل درك كړي،پر چا چې د قران يا افراد حج واجب دى، لكه د مكې او د خوا او شا اوسيدونكي يې،ورته روا نده چې تمتع ته راوګرځي؛خو د اضطراري حالاتو پر وخت لكه د حيض د راتلو تر ويرې وروسته لدې چې د “جواهر” مولف رانقل كړيدي، وويل: دلته مې ناروا ونه ليدل.

ټول مذهبونه سره متفق دي، چې كه هر چا د افراد حج وكړ، ذبحه ورباندې نشته، او كه ثواب ته يې قرباني وكړه ښه ده.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ خو عمر بن خطاب د تمتع حج منع او قران او افراد يې وراج كړل او ويې ويل: دوې متعې د رسول الله (ص) په زمانه كې وې او زه هغه حراموم كه هر چا د حج او ښځو متعې وغوښتلې زه به هغه ته سزا وركړم د اهل سنتو يو شمير علماوو هغه معذور كړېده،چې نه يې غوښتل د حج پر مياشتو سربېره له بيت الله الحرامه زيارت كوونكي منع او د خدا ى كور خوشې تش وي.[سمول]

(2)_ الفقه على المذاهب الاربعه و المغني و ميزان الشعرانى و فقه السنه 5ج.

(3)_ آيت الله حكيم (48) ميله ټاكلې خو آيت الله خو يي ويلي : (16) فرسخه او ځينو له هغوى څخه ويلي : (16) ميله.

د احرام تړلو ځاى

ميقاتونه :[سمول]

هر څنګه چې وي ، حج او عمرې ته احرام تړل لازم دي او دغه احرام د اماميه وو په نزد د حج او عمرې له اركانو دى، او د غير اماميه وو په نزد احرام تړل واجب دي، ټول پدې اتفاق دي،چې د مدينې د خلكو ميقات،چې احرام يې له همغه ځايه تړل كېږي، د “شجره” جومات دى، چې ذوالحليفه” يې نوم دى، او د مصر، سوريې، لبنان، فلسطين او اردن ميقات “جحفه” دى، او د عراق خلكو ميقات ” عقيق” او د يمن او نورو هغو خلكو ميقات چې لدې لارې راځي “يلملم” دى.[سمول]

اماميه وو ويلي دي: د طائف د خلكو او نور هغو وګړيو ميقات،چې لدې لارې مكې ته راځې “قرن” دى.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: “قرن” د نجد د خلكو ميقات دي.

اماميه وو ويلي دي: “عقيق” د نجد او عراق د خلكو ميقات دى.

او سره يوه خوله دي دغه ميقاتونه يادې شوې نړۍ ته ټاكل شويدي، او هم پردې ټكي سره متفق دي،چې هر څوك د حج نيت لري او له دغو ميقاتونو تير شي، كه څه هم د همغو سيمو اهل نه وي،همغه ځاى ورته ميقات دى؛نو كه د شام اوسيدونكى له مدينې د حج كولو په نيت روان شي او د “شجرى” له جومات تير شو،بايد له همغه ځايه احرام وتړي،او كه شامي له يمن د حج په نيت ووت، ميقات،يې “يلملم” دى، او كه له عراق راپاڅېد ميقات يې “عقيق” دى. او په همدې ډول هر چا چې پر دغو ميقاتونو تګ وكړ، ميقات يې همغه برابر ځاى دى، كه د چا كور له ميقات څخه مكې ته نږدې وي،خپل كور يې ميقات دى،له همغه ځايه دې احرام وتړي،او د هر چا چې پخپله مكه معظمه كې كور وي،ميقات يې مكه دى او څوك چې عمره كوي ميقاتونه يې همغه د حج ميقاتونه دي.

تر ميقات د مخه احرام :[سمول]

احرام بايد له ميقات وتړل شي، څلورګوني مذهبونه پردې اتفاق دي، چې احرام تړل تر ميقات دمخه روا دى.[سمول]

او پردې سره مخالف دي چې كوم يو غوره دى، مالك او ابن حنبل ويلي دي: احرام تړل له ميقات غوره دى.

ابوحنيفه ويلي دي: د هر سړي احرام تړل له خپل ښاره غوره دى، او له شافعې دواړه قوله نقل شويدي.

اماميه وو ويلي دي: مخ كې له ميقاته احرام تړل روا ندي؛خو هغه ته روا دى،چې د رجب په مياشت كې عمره وكړي، او له دې ويرې چې كه تر ميقاته پورې يې وځنډوي، د رجب مياشت خلاصېږي،همدا ډول هغه ته چې مخ كې له ميقاته احرام تړل پر ځان واجب ګڼي.(1) ښاغليو حكيم اوخو ئي دواړو روا بللى دي،چې تر ميقات دمخه دغه واجب احرام وتړي.

ترميقات وروسته احرام :

مذهبونه سره متفق دي، چې بې له احرامه له ميقاته تېرېدل روا ندي،كه څوك بې له احرام تړلو له ميقاته تير شو،ورباندې،واجبه ده چې بېرته راوګرځي، او له ميقاته احرام وتړي.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كه له ميقاته راو نه ګرځي،حج يې شوى دى؛خو قرباني ورباندې واجبه ده، او كه په بيا راګرځيدلو كې څه ستونزې ورته نه وي، ګناه يې كړېده ؛خو كه د وخت د نشتوالي او يا د لارې د ويرې ستونزه ورسره وي، ګناه يې نده كړې، او پدې كې چې پر لارې بل ميقات شته يا نشته څه توپير نشته.

اماميه وو ويلي دي: كوم سړى چې د حج يا عمرې كولو نيت ولري، كه په لوی لاس له ميقاته احرام ونه تړي او بېرته ميقات ته ور ونه ګرځي،او بل ميقات هم هغه ته په مخه كې نه وي،چې ورڅخه محرم شي،كه شرعي عذر ولري او يا يې ونلري،احرام او حج يې ټول باطل دي.

خو كه احرام يې د هېرې يا نه پوهيدو له كبله پرېښى وي د امكان په صورت كې بايد بېرته وروګرځي؛خو كه د ورګرځيدو امكان يې نه درلود، بايد له هغه ميقاته چې په لاره كې يې دى، محرم شي او كه نه؛ نو د امكان تر حده پورې تر حرم د باندې او كه بياهم ورته پيدا نشو دحرم په مينځ كې دې محرم شي. (2)

تر حج د مياشتې مخكى د احرام تړل :[سمول]

اماميه وو او شافعيه وو ويلي دي: كه د حج تر مياشت دمخه څوك احرام وتړي، نه قبلېږي؛خو عمرې ته د منلو وړ دى،ځكه خداى تعالى ويلي دي: “الحج اشهر معلومات”.[سمول]

احنافو،مالكيانو او حنبليانو ويلي:د هغه حج او احرام دواړه سم دي، خو كراهت لري. (3)

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ التذكره و فقه السنه.[سمول]

(2)_ التذكره، والفقه على المذاهب الاربعه.

(3)_ التذكره وفقه السنه.

احرام[سمول]

د احرام واجبات او مستحبات:[سمول]

د احرام مستحبات:[سمول]

پدې كې څه مخالفت نشته، چې احرام د عمرې،تمتع ، افراد، او قران له اركانو دى او همدارنګه ، تر ټولو لومړى عمل چې حاجي يې مفرده عمرې، يا تمتع، يا افرادو يا قران حج په وخت كې ورباندې پيلوي،د احرام تړل دي،او ورته مستحبات او واجبات دي.[سمول]

مذهبونه په يوه نظر دي: هغه ته چې وغواړي محرم شي،د ځان پاكوالى،د نوكانو اخيستل او د بريتونو لنډول پرې مستحب دي، آن كه ښځه د حيض يا نفاس په ورځو كې وي هم غسل پرې مستحب دى، ځكه موخه نظافت يا پاكوالى دى او څرنګه چې د تمتع حج نيت ولري، غوره ده چې د ذيقعدې د مياشتې له سره د سر ويښتان كم نكړي؛خو د بدن او تخرګونو ويښتان دې لرې كړي،او همدا ډول مستحب دي،چې د ماسپښين تر لمانځه وروسته، يا كوم بل فرض لمانځه يا وروسته له شپږو،څلورو او لږ تر لږه له دوو ركعتو محرم، محرم شي؛خو له پټ نجاست يا حدسه پاكووالى د احرام په صحت او سموالى كى شرط ندى.

احنافو او مالكيانو ويلي دي كه اوبه نه وې غسل پرې نشته،او د غسل پر ځاى تيمم روا ندی.

حنبليانو او شافعيه وو ويلي دي: بايد د غسل پر ځاى تيمم ووهي.

اماميه په خپل مينځ كې اختلاف لري: ځينو ويلي: چې تيمم دې نه وهي، او ځينو د تيمم وهل روا بللي او په رښتيا چې منع دى، څرنګه چې احنافو او مالكيانو ويلي دي: ځكه دغه تيمم له عباداتو دى، او بې له عذره د تيمم وهل ناروا دي او حال دا چې وهلو ته هيڅ دليل نشته او د ښاغلي حكيم د مستمسك عروه په 7 ټوك كې راغلي: ” د خاورې بدليدنه له اوبو ډېره كارول كېږي، او هغه (د عذر په وخت كى) لسو كالو ته بس ده، او دا چې خاوره يو له دوو پاكيو ده، او د اوبو او خاورې خالق يو دى، د خاورې د بدليدو د ثبوت او په څير يې نورو ته پدې ځاى كې كفايت كوي”

بايد په پام كې وي چې د اوبو پر ځاى پر خاورې د تيمم كولو دليل پرځاى دى، پدې شرط چې يواځې له حدثه پاكوالى مراد وي، نه پر مطلقو اوبو سره، او كه نه د عذر پر وخت د اوبو ټول حكمونه پر خاوره د اوبو قائم مقام دي، آن تردې چې د نجاست پر لرې كولو وايو، خاوره تر هغو پورې د خبث پاكوونكې ده،څو د لرې ولو ثبوت يي نه وي شوى،او حال دا چې پر دې مطلب هيڅ هم ندي ويل شوي آن د مستمسك د كتاب مولف په هغه څه كې چې زه پرې باوري يم،او د حج د مناسك نومي كتاب د څلورم ټوك په 26 مخ كې يې رڼه كړېده،چې د حائضې او نوې لنګې شوې ښځې احرام تړلو ته غسل مستحب دى،او د دغه استحباب معنا دا ده،چې دغه غسل هغه له حدثه نشي پاكولاى او لدې غسله بې له پاكوالي نيت نشي كيدای، لنډه دا چې موږ پوهېږو،چې خاوره له حديثه ،پاكوالي ته د اوبو په بدل كې كارول كېږي، او له خبثه د پاكوالي په بدل كې نه استعماليږي، لكه وينه،غټې او وړې ميتيازې او ګومان كوم چې آيا احرام ته د اوبو پر ځاى پر خاوره تيمم روا دى، او روا نده،چې د دغه ګومان ليرې كولو ته د شرعي بدلې د ثبوت په خاطر پر دغه عمومياتو منګلې ونښلوو،ځكه دغه ټينګار په ټولو ريښتينو شبهاتو كې شته. ما دغه موضوع وليكله او دحضرت آيت الله حكيم حضور ته مې ورولېږله هغه د دغه ليكنې پر څنډه وليكل،چې د مستحب غسل روا والى پاكوالي ته، او پاكوالى يواځې له حدسه دى؛نو متسحب غسل له حدسه د يوې درجى پاكوالي سبب دى، او د اوبو پر ځاى پر خاوره تيمم وهل مستحب؛خو نجاست نه ورباندې پريولل كېږي،ځكه د حدس او خبث ترمنځ بېا پوره توپير شته، او په محل كې يې هم فرق وي، ځكه په لومړۍ برخه كې نفس او په څير يې دى، او په دويمه مرحله كې جسم، سره لدې چې د واجب او مستحب غسل ترمنځ يو بنسټ شته،او د بدليت يا تيمم دليل په دواړو كې موجود دى. لنډه دا چې مستحب غسل د ټول حدس د پاكولو قائم مقام دى، كه څه هم له ځينو مراتبو وي؛نو د تيمم وهل پكې شامل دي،او د پاكې حائضې غسل د حدس يوه درجه ده،لكه څرنګه چې حائضه ښځه جنبه وي كه يې د جنابت غسل وكړ، له جنابته پاكېږي؛خو له خپله حيضه خلاصه نده، “والله هوالعالم والعاصم”

اماميه وو ويلي دي: د ويښتانو پريښوول مستحب دي.

شافعيانو،احنافواو حنبليانو ويلي دي: د سر د ويښتانو خرييل مستحب دي. (1)

احنافو ويلي دي:څوك چې غواړي محرم شي،سنت دي،چې پر بدن او كاليو عطر وشيندى؛خو داسې چې تر احرام وروسته عطر ورسره نه وي كه څه هم بوى يې پر ځاى پاتې وي (يعنې بوى ورسره وي).

شافعيانو ويلي دي: پر ځان خوشبوئي وهل تر غسل وروسته بې له روژه تي سنت دي، او پر كاليو عطر وهل ضرر نلري.

حنبليانو ويلي دي:ځان دې خوشبويه كړي،او پر كاليو عطر وهل مكروه دي. (2)

احنافو،مالكيانو او شافعيانو ويلي دي:محرم ته مستحب دى،چې تر احرام دمخه دوه ركعته لمونځ وكړي. (3)

اماميه وو ويلي دي: احرام د ماسپښين تر لمانځه وروسته يا تر بل فرض لمانځه وروسته غوره دى، كه يې د احرام تړلو پر وخت فرض لمونځ نه درلود،شپږ ركعته،يا څلور ركعته او يا لږ تر لږه دوه ركعته لمونځ بايد وكړي. (4)

د احرام شرطونه :[سمول]

په تذكره كې راغلي دي: پرهغه چې،غواړي محرم شي،مستحبه ده،د احرام تړلو پر وخت له خدای سره داسې تعهد وكړي، “اللهم انى اريد ما امرتنى به فان متعنى مانع عن تمامه و حبسنى عنه حابس، فاجعلني فى حل” يعنې خدايه! پر څه چې دې راته امر كړى،غواړم پرځاى يې كړم، كه د كومو ستونزو له امله مې پرځاى نكړاى شول، ومې[سمول]

بښه.[سمول]

شافعي، ابوحنيفه او احمد بن حنبل پر مستحب كيدو يې قائل دي او ويلي يې دي: كه د حج په ادا كولو كې كومې ستونزې وې؛نو دا د حج د فرضيت شرط به يې نه ساقطولو.[سمول]

د احرام واجبات :[سمول]

د احرام واجبات درى شيان دي: نيت، لبيك ويل او د احرام تړل،چې په ځينو كې له دغو درېو د مذهبونو ترمنځ اختلاف دى.[سمول]

نيت:[سمول]

په نيت كې د خبرې كولو ځاى نشته، ځكه چې بې نيته هيڅ عمل نشته دا ښكاره خبره ده، چې نيت د عمل انګېزه ده، ځكه ځينو علماوو ويلي دي: كه موږ بې نيته پرعمل مكلف شو، دا تكليف بې ځايه دى؛نو بايد خبره واړوو، چې آيا په يواځې د احرام په نيت حاجي محرم كيداى شي يا بايد يو بل څه هم پرې ورزيات كړي؟ لنډه دا چې كه پردې وپوهيدو چې په سهوه او يا د غلط فهمۍ په سبب يې بې نيته احرام لرې كړ،احرام يې باطل دى.[سمول]

احنافو ويلي دي: څو لبيك يې نه وي ويلي، په يواځى نيت سره محرم كيداى نشي. (5)

شافعيانو، اماميه وو او حنبليانو ويلي دي: له نيت كولو سره سم محرم دى. (6)

اماميه وو ويلي دي: نيت له احرام سره جوخت واجب دى،او په مينځ كې يې سم ندى، او بل دا چې په نيت كې د احرام خوا وټاكي،چې احرام حج ته دى، او كه عمرې ته، كه حج ته وي؛نو دا حج د تمتع حج دى، يا قران، يا افراد او يا دا چې غواړي د بل چا په وكالت احرام وتړي يا ځان ته، يا دا چې حجه الاسلام دى، يا نور كه په هر شكل وي،څو په نيت كې هغه خوا وې و نه ټاكي او راتلونكې ته يې پرېږدي باطل دى. (7)

له حنابله وو د مغني په كتاب كې راغلي دي چې لنډيز يې داسې دى: مستحبه ده چې وښيي څه ته احرام تړي، او مالك هم دغه ډول وايي، او شافعي له خپلو دوو قولونو پر يوه كې ويلي دي، وچه تېرېدنه يې غوره ده كه يې احرام چورلټ پرېښود ؛خو كه احرام يې د پوښتنې په نيت وتاړه،او د حج او عمرې ځانګړى يادونه پكې نه وه، محرم كېدل يې سم دي، او وروسته دې پر هر هغه پوښتنې لګيا شي،چې غوښتې يې وي. (8)

همدارنګه سره متفق دي،چې كه حاجي خپل احرام ته نيت وتړي،چې فلاني هر څه نيت كړى وي، كه دفلاني نيت ټاكلى وي، صحيح دى. (9)

لبيك :[سمول]

اتفاق لري،چې لبيك ويل په احرام كې روا دي، او په حكم او وخت كې سره مخالف دي، چې لبيك ويل واجب دي، كه مستحب؟[سمول]

شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: سنت دى او له احرام سره يوځاى والى يې مستحب دى، او كه بې له لبيك ويلو يې د احرام تړلو نيت وكړ صحيح دى.

اماميه وو،حنفيه وو او مالكيه وو ويلي دي: لبيك ويل واجب دي؛خو په اږدولو كې يې سره مخالف دي،حنفيه وو ويلي دي: لبيك ويل يا قائم مقام د هغه لكه تسبيح ويل يا د قربانۍ وړل د احرام له شرطونو دي. (10)

مالكيه وو ويلي دي: كه د احرام او لبيك ويلو ترمنځ زياته فاصله وي،احرام نه باطلېږي، او هغه بايد بالكل لرې نكړي، او لرې كوونكى بايد ذبحه وكړي.

اماميه وو ويلي دي: د تمتع حج، د افراد حج، د عمرو يې، او د مفرده عمرې احرام بې له لبيك ويلو نه تړل كېږي، او بايد څلور ځلې لبيك تكرار كړي؛خو كه څوك غواړي د قران حج ادا كړي د لبيك ويلو يا اشعارو(11) يا تقليد ترمنځ خوښمن دى، اشعار د هغوله آنده خاص اوښ ته اشاره ده؛خو تقليد يا پټاره د اوښ او بل هغه څاروي ترمنځ شريكه ده، چې ذبحه كيږي.

د تلبيې صيغه :[سمول]

تلبيه داسې ده: “لبيك اللهم لبيك، لبيك لاشريك لك لبيك، ان الحمد و لنعمه لك والملك لاشريك لك”.[سمول]

په تلبيه كې د مذاهبو په اتفاق اودس شرط ندى. (12) خو وخت يې د احرام له تړلو پيلېږي.او په اتفاق سره دوام يې د جمرو تر ويشتلو پورې مستحب دى، او هم دا رنګه نرانو ته په لوړ آواز ويل يې مستحب دي؛خو په جوماتونو كې په خاصه توګه د عرفې په جومات كې مستحب ندي،او اماميه وو ويلي دي:كه د مكې منارې معلومې شي، نه ويل يې مستحب دي؛خو ښځه يې بايد داسې ووايي،چې يواځې پخپله او دېته نږدې كسان يې واوري،او هم پر محمد (ص) او پر آل يې صلوات يا درود ويل مستحب دي. (13)

د محرم لباس :[سمول]

مذهبونه سره يوه خوله دي، روا نده چې احرام تړونكى دې ګنډل شوى شى، تڼى لرونكى رخت، پرتوګ او كالي واغوندي، او سر او ځان دې پټ كړي.[سمول]

شافعي او احمد بن حنبل ويلي دي:روا ده چې ځان پټ كړي،او پڼې پر پښو كول ورته روا ندي(14) ؛خو كه يې څپلكې (15) پيدا نكړې،بيا كولاىشي چې پڼى دومره پرې كړي، چې د پښې دوې برخې يې لوڅې شي،بيا يې دې پر پښو كړي؛خو ښځه بايد خپل سر داسې پټ كړي،چې ويښتان يې ښكاره نشي،او مخ دې لوڅ كړي،او كه ويره ورته پيدا شوه بيا دې د ضرورت په اندازه مخ پټ كړي چې نران ورته په بد نظر         ونګوري، او روا نده چې دست كش پر لاسو كړي،د وريښمو او څپلكو پښو كول ورته روا دي، او ابوحنيفه ويلي: روا ده ښځه دستكش پر لاسو كړي. (16)

د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب يې د “ما يطلب من مريدالاحرام قبل ان يشرع فيه” تر سر ليك لاندې راوړي.

ابوحنيفه ويلي دي: احرام پر لباس د نورو اضافي كاليو وراغوستل يا (رداء) او لنګ دى، لنګ هغه دى،چې له نامه ښكته تر ګونډو پورې پرې پټ شي، او “رداء” داسې شي ته ويل كېږي،چې د دواړو اوږو پر سر دواړو خواوو ته اچول كېږي، او دا مستحبه ده.

مالكيه وو ويلي دي: د لنګ وهل،او بالاپوښ او سر پايي يا (څپلكې) مستحب دي،او كه پرته له “رداء” او لنګ كوم بل ناګنډلى شى واغوندي داسې چې ټول ځان پرې پټ نشي روا ده.

حنبليانو ويلي دي: تر احرام تړلو دمخه لنګ وهل، سپين پاك او نوى بالا پوښ او همدا ډول لوڅې څپلكې محرم ته سنت دي.

شافعيانو ويلي دي: احرام بايد نوې سپينه رداء او لنګ وي، كه نوې نه و، بيا كه پريوللې وي هم روا ده.

اماميه وو ويلي دي: احرام ته لنګ او بالاپوښ واجب دى،او مستحبه دا ده،چې له سپينې پنبې وي او ورته روا ده، چې تر دوو ډيرې جامې استعمال كړي؛خو پدې شرط چې ګنډل شوې نه وي، لكه څنګه چې ورته روا ده،چې احرام بدل كړي؛خو غوره دا ده، چې په همغه دوو احرامو كې طواف وكړي، او نرانو ته د وريښمو لباس په طواف كې احرام تړلو ته روا ندى،او همدارنګه د لمونځ كوونكي د لباس په څير بايد پاك وي، او د مردارو ځناورو له پوستكي نه وي، بلكې ځينو ويلي: سوچه پوست نه وي، په هر حال د محرم په لباس كې د نظر وړ اختلاف نشته او دا بس ده چې ووايو، هر څه چې اماميانو كافي ګڼلي، هغه نورو مذاهبو هم منلي دي.

هغه چې د احرام په حالت كې منع دي :

موږ د احرام په حالت كې سپيڅلې شرعې له ځينو څيزونو منع كړى يو،چې ډېر يې په لاندې ډول دي.

واده:

اماميه وو، شافعيه وو،مالكيه وو او حنابله وو ويلي دي:روا نده چې محرم دې د واده نكاح وتړي، كه هغه بل ته وي، يا خپل ځان ته،او دې كار ته دې وكالت هم نه مني، او كه يې دا كار وكړ، عقد يا نكاح باطله ده، يعنې عقد نه سمېږي.

اماميه وو ويلي دي: په واده كې شاهد كيدل هم روا ندي. ابوحنيفه ويلي دي: د واده عقد يا نكاح تړل صحي او روا ده.

احنافو، اماميانو، شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: د محرم ګرځېدل د خپلې ښځې تر عدت تيرولو وروسته روا دي.

حنبليانو ويلي دي: روا ندي.

اماميه وو ويلي: كه محرم يې حرمت وپيژاند،چې خپل ځان ته يې د واده نكاح تړله، هغه ښځه له عقد سره سم ورباندې تل حرامه شوه، كه څه هم دخول يې نه وي كړي؛خو كه پر تحريم نه پوهېږي،ورباندې نه حرامېږي، كه هر څو يې دخول كړي وي. (17).

وطي كول :[سمول]

مذهبونه سره يوه خوله دي،چې محرم ته روا نده، له خپلې ښځې سره په يوه بستره كې څملي، او يا په يو ډول نه په يو ډول ورنه خوند واخلي، كه له احرام تر وتلو دمخه يې جماع وكړه،حج يې باطل دى؛خو د حج ادا كول ورباندې لازم دي،وروسته په راتلونكي كال كې ددې يې راوړي، پر قضا راوړلو،سربيره په حج كې بايد ښځه او مېړه يو له بله بيل وي، يعنې هغه ځاى ته دې نه ځي، چې تير كال يې هلته جماع پكې كړې وه ؛خو چې يو درېمګړى ورسره وي، او دا حكم اماميه وو،ماليكه وو او حنابله وو واجب بللى، او شافعيه وو او حنفيانو مستحب ګڼلى دى.[سمول]

اماميه وو،شافعيه وو او حنبليانو ويلي دي سره لدې چې حج يې باطل شوى؛خو يو اوښ هم بايد قرباني كړي. احنافو ويلي دي: يو پسه دې ذبح كړي، مذهبونه سره متفق دي، چې كه يې تر لومړي تحليل (18) وروسته جماع يا وطى كړې وي، حج نه باطلېږئ،او قضا راوړل هم نلري؛خو يو اوښ بايد قرباني كړي،د اماميه ،حنفيه او شافعي په قول له دوو قولونو يې په يوه كې د يوه اوښ قرباني راغلې ده؛خو مالكيه وو ويلي: هغه ته يو پسه بس دى، چې قرباني يې كړي. (19)

كه ښځه هم وطى كولو ته مايله شوه او ويې منله او هغه يې وكړه، حج يې هم باطل دى، او بايد يو اوښ قرباني كړي، او د حج ادا كولو قضا په راتلونكي كال كې پرځاى كړي، او كه ځان يې ساتلو او زور ورسره وشو،پر ښځې څه نشته،ځكه چې خوښه يې نده؛خو پر مېړه يې شته چې دوه اوښان قرباني كړي، يو يې خپل ځان ته، او بل يې ښځې ته،او كه ښځه له احرام خلاصه،او ميړه يې په احرام كې و، پر ښځې څه نشته،ځكه چې خوښه يې نده ؛خو پر مېړه يې شته چې دوه اوښان قرباني كړي، يو يې خپل ځان ته، او بل يې ښځې ته او كه ښځه له احرام خلاصه، او مېړه يې په احرام كې و پر ښځې ذمه واري نشته، او د هغه پر سبب پر ښځه او مېړه دواړو باندې كفاره نشته. (20)

كه مېړه خپله ښځه موچ كړه،او مني يې ونه وتل په اتفاق سره حج يې نه باطلېږي؛خو څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كفاره يې د وينې توئيدل دي، كه څه هم يو پسه وي.

له اماميانو د تذكرې مولف ويلي دي: كه يې هغه په شهوت سره موچ كړه، بايد يو غوايي ذبح كړي، او كه په شهوت سره نه و؛نو يو پسه دى؛خو د منيو د انزال په صورت كې مالكيه وو ويلي دي:حج يې باطل دى،او نورو مذهبونو ويلي چې حج يې شوى،او د حنابله وو او د اماميه وو يوې ډلې ويلي دي،چې كفاره يو اوښ دى؛خو شافعيه او حنفيه وايي، چې يو پسه دى. (21)

كه نر پردۍ ښځې ته وكتل او ورڅخه مني راووتل د اماميه وو، شافعيه وو، حنفيه وو او احمد بن حنبل له نظره حج يې ندى باطل شوى،او ورباندې يو اوښ دى،ځكه پرهغه له نږدې كيدو پرته مني، وتلي؛خو اماميه وو ويلي دي: كه شتمن وي ورباندې اوښ شته، او كه منځنۍ حال ولري،ورباندې يوغوايي،او كه فقير وي،يو پسه ورباندې دى، مالك (رح) ويلي: كه څو ځلې يې كتل او غسل ورباندې واوښت،حج يې باطل او قضا پرې واجبه ده. او د تذكرې مولف ويلي: ورباندې د يوه اوښ قرباني ده.

عطر يا ښه بوى :

مذهبونه ټول پدې اتفاق دي،چې د احرام په حالت كې پر نر اوښځه دواړو د عطرو بويول او عطر وهل او خوړل ټول حرام دي،او كه د احرام په حالت كې سړى مړ شي، هغه ته په كافور او معطرو شيانو غسل وركول او موميائي كول روا ندي، كه محرم د هېرې او د مسئلې د نه موجوديت په وخت كې پر خپل ځان عطرو وهل،اماميه وو او شافعيه وو ويلي دي: كفاره نلري،احنافو او مالكيانو ويلي دي: بايد كفاره وركړي، او له احمد بن حنبل دوه روايته شويدي: كه يې د ناروغۍ له وجې بله چاره نلرله، بيا عطر وهل ورته روا دي،او كفاره نلري.اماميه وو ويلي دي: كه په لوې لاس عطر ولګوي، كه هغه رنګولو يا خوړولو ته وي،د يوه پسه كفاره ورباندې واجبه ده چې بايد وريې كړي؛خو د كعبې شريفې خوشبويه كولو ته څه پروا نلري.

كه پكې هر څومره زعفران وي يا ميوې او يا ګلان همداسې ده. (22)

رانجه پورې كول :[سمول]

د التذكرې په كتاب كې راغلي دي:د اماميه پوهان ټول دا وايي،چې په احرام كى د تورو او معطرو رانجو استعمال نر او ښځې دواړو ته ناروا دى؛خو تر احرام وروسته ورته روا دى،د المغني په كتاب كې راغلي دي،چې رانجه استعمالول يا “اثمد” (23) مكروه دي،او كفاره نلري،او پدې كې څه مخالفت نه وينم؛خو تر رانجو پرته چې كله عطر په كې نه وي مكروه ندي.[سمول]

د نوكانو او ويښتانو اخيستل او د ونې پرې كول :[سمول]

سره يوه خوله دي، چې د نوكانو پرې كول د سر او ځان د ويښتانو كمول يا خرييل، روا ندي،او كه دا عمل يې وكړ،د كفارې وركول پرې واجب دى. (24) خو د حرم د هغه ونو او ګياوو پرې كول ټولو مذهبونو ناروا بللي،چې پخپله بې له انسانه خدايي راشنه شويدي، كه څه هم اغزى وي،بې له ناليدلې ګياوې ؛خو د انسان په لاس د راشنو شوو بوټو په برخه كې سره مخالف دي. شافعي ويلي دي:د دغو دوو ترمنځ توپير نشته او په هغه ټولو كې كفاره واجبه ده، د لويو ونو كفاره غوايى، او دكوچنيو ونو پسه دى.[سمول]

مالك ويلي دي: په پرې كولو سره يې ګناه كار دى؛خو كفاره نلري، كه څه هم شنه شوې ونه د انسان په لاس كينول شوې وي، او يا پخپله خدايي راشنه وي.

اماميه، حنفيه وو او حنبليانو ويلي دي: څه چې د انسان د لاس محصول وي، پرې كول يې روا دي او كفاره نلري،او هغه چې خدايي راشنه شوي، كفاره يې شته د اماميه وو په نزد د لويو ونو پر پرې كولو يو غوايي، او وړو ونو ته يو پسه دى،احنافو ويلي دي: د ونې له ارزښت سره سم بايد قرباني وركړي.(25)

مذهبونه سره متفق دي، چې د وچې ونې او ګيا پرې كول كفاره نلري.

په هينداره كې كتل :[سمول]

محرم ته روا نده چې په هينداره كې وګوري؛خو كه ويې كتل،د ټولو مذهبونو په اتفاق كفاره نلري او همدغه ډول په اوبو كې ليدل هم دي.[سمول]

حنا (نكريزې) :[سمول]

حنبليانو ويلي دي: نكريزې ښځو او نرو دواړو ته بې له سره د بدن پر هره برخه وهل روا دي. شافعيانو ويلي دي: نكريزې تر پښو او لاسونو پرته روا دي.[سمول]

احنافو ويلي دي: په احرام كې نر او ښځو ته د نكريزو تړل روا ندى. (26)

د اماميه و له آنده ښكاري، چې په نكريزو رنګول مكروه دي، خو حرام ندي. (27)

د سرپټول او تر چترۍ لاندې تلل:

د مذاهبو په اتفاق روا نده چې محرم خپل سرپټ كړي،مالكيانو او اماميانو ويلي دي: محرم ته روا نده چې خپل سر په اوبو كې ور دننه كړي،د مذاهبو په اتفاق پر سر د اوبو اچولو او پريولل يې روا دي، بې له مالكيه وو چې ويلي يې دي:محرم ته پر اوبو د خيري او چټليو پر پريوللو بې له خپلو لاسونو روا ندي.

كه د ناپامۍ په وخت كې خپل سرپټ كړي،اماميه او شافعيه وو ويلي دي: هيڅ پرې نشته احناف وايي: بايد كفاره وركړي.

ټول مذهبونه بې له شافعيه وو متفق دى،چې پر محرم حرامه ده،چې د تلو (تګ) پر وخت تر سيوري لاندې ولاړ شي؛نو په سرپټې الوتكه،موټر،او داسې نورو كې د احرام په حالت كې سوريدل روا ندي؛خو كه تر سيوري لاندې د تيريدلو په حال كې و،ورته روا ده، چې له سيوري تير شي.(28)

خو كه د تلو پر وخت د ناروغۍ يخنۍ او تودوخې له كبله مجبور شوو روا ده ،چې تر سيوري لاندې ولاړ شي.اماميه وو ويلي دي: بايد كفاره وركړي، مذهبونه متفق دي،چې د تمكېدو پر وخت روا ده، چې تر بام ديوال،ونې او كېږدۍ لاندې سيوري ته دمه شي. اماميه وو ويلي دي: ښځې ته تر سيوري لاندې تګ هم روا دى.

د ګنډلو كاليو اغوستل او ګوتمۍ:

ټول پر دې سره متفق دي، چې د ګنډل شوې جامې اغوستل نرانو ته او يا د پګړۍ يا خولۍ پر سر كول چې په خپلو وطنو كې رواج لري،منع دي؛خو ښځو ته له دستكشو او عطرجنو جامو پرته روا دي، چې وايې غوندي.

اماميه وو ويلي دي: كه د ناپامۍ سره كوم ګنډل شوى شى واغوندي، ملامتيا پرې نشته، او كه كوم سړى په لوی لاس د تودوخې يا يخنۍ لرې كولو ته ګنډلى شى واغوندي بايد يو پسه كفاره وركړي،او هم يې ويلي دي: د ګوتمۍ پرګوته كول ډول ته روا ندي؛خو له ډول پرته روا ده، او ښځې ته هم ډول او سينګار روا ندى.

ورانى او جګړه :[سمول]

خداى پاك د بقرې دسورت په 197 آيت كې وايي: “فلا رفث و لافسوق و لاجدال فى الحج” ژباړه: ندې كوي جماع ( او نه د رواغ ويل) او نه ګناهونه او نه جګړې (د حج په ورځو كې) او د رفث معنا جماع ده،چې مخ كې وويل وشوه، او د فسوق معنا درواغ ويل دي او د بد ويلو او غاړه غړولو په معنا دى، په هر حال فسق او غاړه غړول پر ټولو حرام دى؛خو ټينګار يې پر حاجې غوره دى،او د جدال معنا جګړه ده. اماميه وو له امام صادق رحمه الله عليه روايت كړيدي،چې جدال ويل د “لا والله” او “بلى والله” په معنا دى، او د جدال تر ټولو ټيټه كچه ده، اماميه وو ويلي دي: كه يو ځل يې درواغ وويل، يو پسه او دويم ځل يو غوايي او په درېم ځل يو اوښ دى،كه په ريښتيا سوګند وخوري، پرهغو څه نشته. او كه درى ځلې سوګند وخوري يو پسه به كفاره وركوي.[سمول]

حجامت (وينه ځبېښل) :[سمول]

مذهبونه سره متفق دي، چې وينه او ښكل د ضرورت پر وخت روا ده، او څلورګونو مذهبونو بې له ضرورته كه د ويښتانو له مينځه تلو سبب ندې، روا بللې.[سمول]

د اماميه وو فقها پدې اړه اختلاف لري ځينو روا بللې او ځينو منع كړيده. (29)

سپږه :[سمول]

له اماميه وو د لمعه په كتاب كې راغلي دي چې محرم ته د بدن د ژونديو حشرو، لكه سپږې، او كنې وژل روا ندي،او ځاى پر ځاى كول يې روا دي، او ښاغلي حكيم د منسك په كتاب كې ويلي دي،د كنو (رچو) كټ ملو، او ورږو له ځانه ليرې كول روا دي؛خو د هر ضررناك حيوان په ليرې كولو كې شك نلرو.[سمول]

او كه د موذي يا ضرر رسوونكي ځانداره پر مړينه تمامه شي، روا ده، دپام وړټكى له ابن عباس پدې شكل نقل شويدي،چې وپوښتل شو،كه كوم محرم كومه سپږه پر خپل ځان وليدله او بيا يې هغه پر ځمكه وغورځوله، بيا وډار شو،چې دا به نه وي روا، د پيدا كولو په لټه كې يې شو،څوبېرته يېخپل ځان ته ورخوشې كړي؛خو سپږه يې ونه موندله، ابن عباس وويل: دا يو خوشې چټي كار دى، چې بايد ويې نكړي. او د المغني په كتاب كې راغلي دي چې محرم دې د بدن خزندې نه ليرې كوي، او همدا ډول د ځان سپږه لرې كول نا روا دي،او كه يې مخالفت وكړ،او لرې يې وغورځوله، او يا يې كومه سپږه مړه كړه، د حنبليانو په نزد كفاره نلري،احنافو ويلي، لږ خواړه دې وركړي، مالك ويلي: يو لوښى خواړه دې وركړي.

ښكار :[سمول]

ټولو مذهبونو په يوه خوله د دښتې پر ښكار بريد حرام بللى، كه يې مړ كړي يا يې ذبحه كړي، يا نيولو ته يې لاره ونيسي، يا په اشاره سره هغه ښكاري ته وروښوول شي، په همدې ترتيب د الوتونكيو پر هګيو او بچوڼو تيرى ناروا دى؛خو د سيندونو د ځناورو ښكار روا دى، او كفاره نلري، ځكه خداى پاك د مائدې د سورت په 96 آيت كې ويلي دي: ْ[سمول]

أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

ژباړه: تاسې اوكاروانيانو ته د سمندر ښكار او خواړه حلال شول (چې د احرام په حالت كې ترې) ګټه واخلئ؛ خو د احرام په حال كې د وچې ښكار درباندې حرام دى؛ نو د هغه خداى (له نافرمانۍ) ځان وژغورئ، چې يواځې دهغه لوري ته به ورټول کړاى شئ!(مايده/96)

احل لكم صيد البحر و طعامه متاعا لكم و للسياره و حرم عليكم صيد البر ما دمتم حرما”، يعنې ستاسې له پاره څه وخت چې محرم وى، د سيند يا بحر ښكار مې درته روا كړيدي، او د هغه خواړه مې ستاسو او مسافرانو له پاره يوه متاع وګرځوله، او ستاسې له پاره د دښتې ښكار ناروا دى، او په حرم كې دننه ښكار همغه شان حرام دى، لكه څنګه چې سړى په احرام كې د احرام په ځايونو كې وي، ولې له حرم څخه دباندې پر بل ځاى كې روا دى، خو محرم ته روا نه دى.

كه محرم ښكار ذبح كړ، د مردار څاروي حكم لري، او خوړل يې ټولو خلكو ته حرام دي. فقيان سره تفق دي چې محرم كولاى شي، زغن (31)ياموش خرما او كارغه يا كلغچكه موږك او لړم مړ كړي،او ډيرو نورو سپې او نور ضرر رسوونكي هم ورباندي زيات كړيدي. شافعيانو او اماميانو ويلي دي: كه د دښتې ښكار په څيره كورني څاروي ته ورته و، لكه وحشى غويى،چې د كورني غوايه په څير دى، خوښمن ښكاري دى، چې هغه له كورنيو څارويو د كفارې په نوم ذبح كوي او صدقه وركړي، يا دا چې په څير يې په درهمو سره دخوراك شي واخلي او مسكينانو ته يې وركړي داسې چې هر مسكين ته د دوو ” مدو” يا (1600) ګرامو په انډول وركړل شي او يا د هرو دوو “مدو” پر ځاى يوه ورځ روژه ونيسي، مالكيه په همدې ډول حكم كړيدى؛خو يو ځاى يې ويلي دي: چې پخپله ښكار دې بيه كړي نه مثل يې ، احنافو ويلي دي: د بيې ضامن پخپله ښكار دى، كه هغه ده ته ورته والى ولري او يا يې ونلري،او څه وخت يې چې بيه كړ،وژونكى خوښمن دى،چې پر بيه يې بل هغه ته ورته څاروى اخلي،او صدقه وركوي، يا د هغه پر بيه خواړه واخلي او صدقه كوي يې او يا دا چي هر “مد ” ته يوه ورځ روژه نيسي. (31) ټولو پر دغه دليل ټينګار كړېدى، چې دمائدې د سورت په 95 آيت كې يې يادونه شويده:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْتُلُواْ الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاء مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَو عَدْلُ ذَلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ عَفَا اللّهُ عَمَّا سَلَف وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ اللّهُ مِنْهُ وَاللّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ

ژباړه: مؤمنانو! د احرام په حال كې ښكار مه وژنئ اوكه چا په لوى لاس وواژه؛ نو په كفاره كې دې د وژل شوي څاروي په څېر څاروى وركړي او د څاروي انډول به ستاسې دوه تنه عادلان تصديقوي او قرباني به د كعبې (حريم) ته رسوي، يا( د قربانۍ پرځاى دې ) مسكينانو ته خواړه وركړي، يا به د هغو هومره روژې نيسي چې دخپلو كړو خوند وڅكي، خداى تېر بښي؛ خو چا چې بيا دا کار وكړ؛ نو خداى ترې غچ اخلي او خداى بريمن (او)غچ اخيستونكى دى .(( مايده/95))

او د “يحكم ذوا عدل” معنا هغسې چې خداى پاك ويلي دا ده،چې دوه تنه عادل كسان دې شهادت وركړي،چې هو دا كورنۍ څاروى د همغه وحشي حيوان برابر دى چې وژل شوېدي، او د “هديا بالغ الكعبه” معنا لكه څنګه چې الله پاك ويلي دا ده،چې هر كله مكې ته داخل شو،همغه ورته كورنۍ څاروى دې ذبح كړي او صدقه دې وركړي. او له اماميه وو د شرائطو په كتاب كې راغلي دي: هر محرم چې په لوی لاس، نه په ناپامۍ او ناپوهۍ، يو شى وخوري او يا يې واغوندي چې خوړل او اغوستل يې حرام وي، بايد يو پسه يې كفاره وركړي،اماميه او شافعيه سره متفق دي،چې د ناپوهه او ناپامه له غاړې كفاره اوښتې ده؛خو په ښكار كولو كې كه په سهوه هم وي، كفاره يې واجبه ده. (32)

د حرمينو اندازه :[سمول]

د مكې او مدينې شريفې د حرمينو په مينځ كې د ښكار كولو او شنو ونو پريكولو د حرام والي څه توپير نشته.د فقه السنه په كتاب كې راغلي دي، چې د مكې د حدودو ټاكلو ته پر پنځو خواوو كې ډبرينې تابلوګانې نصب شويدي، چې د سرك څنګو ته له ځمكې يو متر جګې ايښوول شويدي.[سمول]

د شمال له خوا “تنعيم” له مكې (6) كيلومتره فاصله لري.

د سوئل له خوا “اضاه” له مكې (12) كيلومتره فاصله لري.

د ختيځ له خوا “الجعرانه” له مكې (16) كيلومتره فاصله لري.

د لويديځ له خوا “الشميسي” له مكې (15) كيلومتره فاصله لري.

خو د نبوي حرم فاصلوي حد 12 ميله دى،چې له “عير” تر “ثور” پورې اوږدوالى لري. “عير په ميقات كې يو غر دى او “ثور ” په احد كې غر دى.

علامه حلى د اماميه له علماوو د تذكرې په كتاب كې ويلي دي، چې د مكې د حرم حد “بريد” دى. په بريد كې هر بريد 12 ميله دى، او د مدينې د حرم حد له “عاير” څخه تر “عير” پورې دي.(33)

د مذهبونو فقهاوو د ښكار او د كفارې په اړه يې اوږدې خبرې كړېدي، او د شتر مرغ له ښكاره يې پيل كړېدی، چې اوښ ته ورته اولوتونكى دى، آن د ملخ تر ښكار پورې، او داسې مسئلې يې يادې كړېدي، چې موږ پر يادوشوو كفايت كوو،څرنګه چې د خبرو اوږدوالى څه ګټه نلري، او څوك چې تقوى او عبادت ته حرمينو شريفينو ته ځي، هغه تفريح او ښکار ته نه ځي، او همدارنګه موږ له ډيرو داسې شيانو چې له حده وتلي، تير شوي يو، لكه د وسلى د وړلو بحث چې د ځان ساتنه پرې كوي، او اوښ ته د شنو وښو راټولو،چې نن ورځ هغه ته كوم ضرورت نشته،ځكه يا خو داسې پيښي نن ورځ نه كيږي، او يا كه وي هم ډېرې كمې دي.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ الفقه على المذاهب الاربعه.[سمول]

(2، 3)_ الفقه، على المذاهب الاربعه.

(4)_ الجواهر.

(5)_ فتح القدير.

(6)_ الجواهر وفقه السنه.

(7)_ عروه الوثقى.

(8)_ د عبادتونو او اعمالو هر يوه څ مراد دحج ډولونه دي . (پښتو ژباړن )

(9)_ الجواهر والمغني.

(10)_ احنافو د ذبحې وړل د لبيك ويلو پرځاى ښوولي، ابن العابدين او فتح القدير.

(11)_ اسكار يا د اوښ د بوكام چپه خواځيرې كول، او تقليد يا د غاړې پټاره، او يوه زړه پڼه دقربانۍ پيژندلو ته پر غاړه ورځړول.

(12)_ التذكره.

(13)_ التذكره و فقه السنه.

(14)_ هغه چې له څرمنې ګنډل كېږي او پر پښو كېږي. (فارسي ژباړن)

(15)_ داسې څپلكې چې د پښې څټ نه پټوي، څنګونه يې لوڅ وي. (فارسي ژباړن)

(16)_ التذكره والبدايه والنهايه لابن رشد.

(17)_ الفقه على المذ اهب الاربعه و فقه السنه و الجواهر.

(18)_ له لومړي تحليل مراد د جمرو تر ويشتلو وروسته دى، چې ورته ګنډلي كالي او داسې نور روا كېږي، خوښځه او عطر وهل ورته نه روا كېږي، په دويم تحليل كې تر وروستي طواف وروسته هر شى هغه ته حلالېږي.

(19)_ الحلائق و فقه السنه.

(20)_ التذكره.

(21)_ الحلائق والمغني.

(22)_الجواهر.

(23)_ يوه پسته شوې تېږه ده، چې په سترګو يې موږي او كيميا پوهان ورته آنتيموني وائي (فارسي ژباړونكى)

(24)_ اماميه وو ويلي دي: كه مو په يوه غوتډه كې ددواړو لاسونو او پښو نوكان واخيستل، يو پسه درباندې دى؛خو كه په څو مجلسو كې وي، دوه پسونه، او د هر نوك په پرې كولو سره يو مد خواړه (مد تقريبا داته سوه ګرامو سره) برابر دى.

(25)_ فقه السنه و لمعه د اماميه وو له پاره.

(26)_ فقه السنه.

(27)_ لمعه.

(28)_ د “تذكره” كتاب مولف نقل كړېده: ابوحنيفه د تيريدو پر وخت تر سيورى لاندې تګ ناروا بولي، او د “رحمه الامه” د كتاب مولف له هغو نقل كړيدي: روا دي.

(29)_ التذكره ، والفقه على المذاهب الاربعه.

(30)_ زغن يو ډول الوتونكى كارغه ته ورته پيژندل شوى، تيز او وينې خوړونكى دى، چې دوه ښاخه لكۍ لري، او هغه ته عليواج هم وائي. (فارسي ژباړن)

(31) _ التذكره و فقه السنه.

(32)_ الجواهر وفقه السنه.

(33)_ المغني په كتاب كې راغلې چې دمدينې پوهان “ثور او “عير” نه پيژني، لرې    نده، چې د زمانې په تيريدو به نومونه بدل شي.

طواف:

طواف د عمرې يو ركن دى، او هم د زيارت طواف د تمتع افراد او قران حج له اركانو دى، او ومو ويل، احرام لومړنى عمل دى، چې حاجي ورباندې پيل كوي، كه هغه د مفر ده عمرې په نيت وي، يا د تمتع، افراد او قران حج په نيت.

د حج كوونكي او عمره كوونكي ترمنځ توپير:[سمول]

تر احرام تړلو وروسته دويم عمل طواف دى،چې بايد ترسره شي، او يا په عرفات كې دريدل يا بل كار؟[سمول]

ځواب: دغه عمل مختلف دى، او د نيت كوونكي په اراده پورې اړه لري، چې كوم مقصد ته يې احرام تړلي دي، كه يې د عمرې په نيت احرام تړلى وي، بايد تر احرام وروسته طواف وكړي،نه بل كار، كه هغه مفرده عمره وي ياتمتع؛نو په يوه خوله طواف د عمره كوونكي دويم عمل دى؛خو كه يواځې د حج په نيت يې احرام تړلى وي، لكه څوك چې د افراد يا تمتع حج نيت وكړي، يا د عمرې تر سر ته رسولو وروسته د تمتع حج په نيت محرم شي، دويم عمل تر احرام وروسته بايد پر عرفات د دريدو په صورت كې سرته ورسوي، چې بيان به يې وروسته راشي.

په بله وينا، كه يو سړى د عمرې يا تمتع حج په نيت مكې ته داخل شي، تر هر څه دمخه بايد د طواف عمل ترسره كړي،او د صفا او مروه ترمنځ تر سعې وروسته د سر د ويښتانو كمول يا خرييل وكړي،او كه يې د تمتع حج نيت درلود بيا دې له سره نوى احرام وتړي؛ خو څوك چې د تمتع حج نيت نلري،د طواف كول ورباندې واجب ندي، بلكې تر نوي احرام وروسته آن د عرفات تر دريدولو بيتوتې يا د منى او مزدلفې تر شپې تيرولو وروسته چې بيان به يې وروسته راشي، په همدغه احرام كې محرم پاتې كيږي.

د اهل سنتو په وړاندې د طواف ډولونه :[سمول]

د څلورګونو مذاهبو ائمه وو طواف په درېو برخو ويشلى دى:[سمول]

1_ د داخليدو طواف،هغه خلك چې له لرې ښارو مكې ته راځي، د ورود طواف كوي، بې له هغوى چې خپله د مكې اوسيدونكي يا يې د خواو شا خلك دي،او هغه لكه په جومات كې دوه ركعته د تحيې لمونځ داسې دى. په همدې توګه هغه د تحيت د طواف په نوم يادېږي،او سره متفق دي، چې دغه طواف مستحب دى. او كه څوك يې ونكړي، څه پرې نشته؛خو مالكيانو ويلي دي: كه چا دا طواف ونكړ، بايد سمدستى قرباني وكړي، ځكه دا “طواف قدوم” دى.

2_ د زيارت طواف چې ورته “افاضه” طواف هم وايي، حاجي دغه طواف په منى كې تر عقبه جمرو ويشتلو، ذبحې او سرخرييلو يا كمولو وروسته د مكې په حرم كې يې تر سره كوي؛خو چې بيا مكې ته ورګرځي، او طواف كوي،هغه ته د زيارت طواف وايي،څرنګه چې له منى څخه د كعبې زيارت ته وروګرځي او طواف وكړي،هغه ته “د افاضه” طواف وايي، ځكه هغه پر حج كولو بريالى شو،يعنې له منى څخه مكې ته تللى دى، او د حج د طواف په نامه سره يې هم يادوي په همدې توګه د مذهبونو په اتفاق دا طواف د حج له اركانو يو ركن دى يعنې طواف فرضي،د دغه طواف په ترسره كېدو سره هر څه چې پر حاجي حرام وو، وروسته لدې ټول ورته حلال شول،حتى له خپلو ښځو سره يوځاى كېدل، او دغه حلال كيدل له اماميه وو پرته د نوروپه آند دي، ځكه اماميه وايي:ښځې نرانو ته نه حلالېږي، تر د صفا او مروه ترمنځ يې سعې نه وي كړې، او بيا له سره طواف وكړي، ځكه وروستى طواف د نسا د طواف په نامه يادېږي او په چټكۍ سړى پرې پوهيداى شي.

3_ د وداع طواف، وروستى عمل دى، چې حاجي يې له مكې د تللو په نيت په كعبه كې ترسره كوي، احنافو او حنبليانو ويلي دي: دغه طواف واجب دى؛خو كه حاجي هغه ونه كړ، يوه قرباني پرې لازمه ده.

مالكيانو ويلي دي: دغه طواف مستحب دى،او څوك چې يې ونكړي، څه پرې نشته، له شافعي پدې اړه دوه قوله نقل شويدي. (1)

د شيعه وو په نزد د طواف ډولونه :

شيعه د دغه درېو طوافونو په مشروعيت له اهل سنتو سره موافق دي، او دويم طواف چې د زيارت طواف دى، د حج د اركانو يو ركن ګڼي، چې په لوی لاس پر پرېښوولو يې حج باطلېږي. (2) لومړى طواف چې د ورود يا قدوم طواف په نامه يادېږي، د استحباب پر دليل ترك كول يې روا دي؛خو درېم طواف چې د وداع طواف يې بولي، له مالكيانو سره موافق دى، چې هغه مستحب دى، او په پريښوولو يې څه نه پيښېږي؛خو اماميه وو د نسا په نوم يو بل طواف ورباندې زيات كړى دى، او هغه واجب ګڼي.او پرېښوول يې په مفرده عمره او د حج په ډولونو كې كه هغه د تمتع حج وي يا د قران او يا افراد، روا نه بولي. بې له تمتع عمرې،چې پر نسائي طواف يې اكتفا كړېده، چې تمتع حج ورسره تړلى دى.

لنډ ه دا چې اهل سنتو ويلي دي: تر فرضي يا د حج تر طواف وروسته، واجبي طواف نشته او پر همغه نسائي يا د ښځو پر طواف سره حلالېږي،او شيعه وو ويلي: پر حاجي واجبه ده، چې تر طواف وروسته سعې وكړي،او وروسته بل طواف وكړي،او دويم طواف په اصل كې د نساء طواف دى،او هم يې ويلي دي: كه حاجي دغه طواف پرېږدي، كه نر وي، ښځې ورباندې حرامې دي، آن تر عقد پورې، او كه ښځه وي، نر ورباندې حرام دى،څو ولاړه شي، هغه طواف بشپړ وكړي، او يا څوك چې وكالت يې كړى دى د هغه له طوافه دې طواف وكړي، او كه ددې طواف دمخه مړ شي، نو تر مړينى وروسته دې وكيل ورته ونيول شي، آن تردې چې ويلي يې دي: كه بيل شوى ماشوم حج وكړي، او د نسا طواف په سهوه يا ناپوهۍ سره ونكړي، تر بلوغ وروسته ښځې ورباندې حرامې دي او د هغوى عقد منع شويدى،څو هغه طواف وكړي، يا نائب ونيسي.

لنډه دا چې شيعه پر هغه سړي درې طوافه واجب ګڼي، چې تمتع حج ادا كوي، اول- د عمرې طواف چې د عمرې ركن دى. دويم – د حج طواف، چې د حج ركن دى، درېم د نساء طواف او هغه دواجباتو برخه ده؛خو ركن ندى،او لكه د فاتحې سورت چې لمانځه ته منسوب دى، اهل سنت پر دغه ټولو كې له شيعه وو سره موافق دي، يو په نساء طواف كې منكر دي؛خو د شيعه وو په آند د قران او افرادحج هر يوه ته دوه طوافه دي.

مكې ته د ننوتولو پر وخت :[سمول]

ټول مذهبونه سره متفق دي، چې مكې ته د ورننوتلو پر وخت غسل وكړي، او د مكې له سره د بني شيبه له وره داخل شي،او د مكې د ليدلو پر وخت لاسونه پورته كړۍ او تكبير (3) او تهليل (4) ووائۍ، او هغه دعا چې رانازله شوېده، او يا نورې دعاګانې چې ياد مو وي او ويلي يې شئ، ووايئ.[سمول]

بې له مالكيه وو چې وايي: لاسونه پر دعا پورته كړئ، او د حجر الاسود خواته ورشئ، او كه كولاى شی موچې يې كړئ، او كه نشۍ كولاى، لاس پرې راكاږۍ، آن تردې چې د لاسونو په اشارې سره دعا وكړئ.

اماميه وو ويلي دي: مستحبه ده چې په لوڅو پښو د طواف غولي ته وردننه شۍ، او د كورګياه وڅكۍ (5) (چې يوه د ښه بوى لرونكيې ونه ده ) او خوله پاكه او بوى يې لرې كړۍ.

د طواف شرطونه :[سمول]

شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: په طواف كې له خبث و حدس يا ظاهري او باطني نجاست پاكوالى شرط دى،او د جنابت ،حيض او نفاس په حالت كې صحيح نده، او همداراز د عورت پټول شرط دي، لكه څنګه چې په لمانځه كې شرط دي، سيد سابق له فقه السنه د پنځم ټوك په 154 مخ كې،چې په 1955 م كال كې چاپ شوى، يو مطلب په دغه عبارتو ويلي : احناف په طواف كې له حدس پاكوالى شرط نه ګڼي.او ويلي يې دي يواځې له واجباتو دى،چې د مخالفت په صورت كې په قربانۍ جبران كيداى شي؛ نو كه يو سړى بې اوداسه طواف وكړي،طواف يې كېږي،او بايد يو پسه قرباني كړي، او كه جنب او حائض طواف وكړي، طواف يې صيح دى؛خو د يوه اوښ پر قرباني پړ دى، او په هغه وخت كې چې په مكه كې دى، طواف دې له سره وكړي.

د “الفقه على المذاهب الاربعه” كتاب ، د لومړي ټوك په 535 مخ كې، چې په 1939م كال چاپ شوى، دغه عبارت راغلى دى چې “د كاليو ځان او ځاى پاكوالى د احنافو په آند ټينګ سنت دى، آن تردې چې كه په هغوكاليو كې طواف وكړي، چې هغه ټول چټل وي، كفاره نلري”. اماميه وو ويلي دي: په طواف كې له حدس اوخبث پاكوالى يو واجبي شرط دى، او همدارنګه پر هغه پاكو كاليو د عورت پټول،چې په زور له چا نه وي اخېستل شوي،او د حرامې غوښې لكه ځناور،او وريښمو او زر تارو نه وي، لكه په لمانځه كې ، بلكې ځينو تر لمانځه هم د طواف امر سخت بللى، لكه څنګه چې ويلي يې دي: كه د لمونځ كوونكي په كاليو كې د يوه درهم په اندازه وينه وي، د بښلو وړ دى؛خو په طواف كې د بښلو وړ ندى، او هم ښځو ته د وريښمو جامې او زرتاري كالي روا ندي او همدارنګه اماميه وو ويلي دي: سنت كېدنه يو د طواف له شرطونو ده،چا چې ځان ختنه يا سنت كړى ندى، كه هغه لوى وي، يا كوچينى ماشوم صحيح ندى. (6)

د طواف څرنګوالى :[سمول]

د اماميه او احنابله وو له آنده طواف ته نيت كول لازم دى،مالكيانو،شافعيانو او احنافو ويلي دي: په عامه توګه د حج نيت كافي دى،او د طواف خاص نيت لا زم ندى. (7) د مخه مو وويل،چې نيت همغه د ارادې او عملي انګېزې په معنا دى،او نور ددې خبرې جګړه په كار نده، ځكه داسې نيت د غوسى له چارو دى.[سمول]

د بدايه المجتهد ابن رشد په كتاب كې راغلي دي: د اهل سنتو ټول فقها سره يوه خوله شوي، چې واجب او غير واجب طواف له حجر الاسود پيل،او په حجر الاسود پاى ته رسيږي، كه وس ولرې؛نو موچې يې كړه،او يا لاس ورباندې راكاږه بيا كعبه كيڼ لور ته كړه او حركت وكړه، اووه ځلې ترې تاوشه، چې هر دور يې يو شوط كېږي او په درېو لومړيو شرطونو كې په تيزۍ سره ځه،يعنې منډې مه وهه او قدمونه يو بل ته نږدې پر ځمكه ږده، او په څلورو وروستيو شرطونو كې عادې پر لاره ځه، او دا مكې ته د داخليدو په طواف كې حج كوونكي او عمره كوونكي ته دي، نه تمتع حج ته، او دغه ډول حركت چې رمل (7) نومېږي،پر ښځو نشته،بل دا چې پر يماني ركن دې لاس راكش كړي.

د اماميه وو د خبرو پر بنا طواف لاندې واجبات لري:

1_ نيت چې دمخه ورته اشاره وشوه.

2_ پلى طواف كول،او د بې وسۍ په صورت كې سواره، دغه شرط ډيرو اماميانو غير معمول بللى دى؛خو ځينو يې په ډاګه ويلي دي، چې د واك په حالت كې د سوارې طواف روا دى، څرنګه چې د “كافي” او من لا يحضره الفقيه په كتابو كې راغلي،چې د خداى رسول (ص) پر خپل مركب سپور و او طواف يې كاوه.

3- له حجرالاسود دې داسې پيل وكړي،چې د بدن لومړنۍ برخه يې د حجرالاسود لومړنۍ برخې ته مخامخ وي،بيا دې په كيڼ لوري په حركت پيل وكړي،او پر حجرالاسود يې دې پاى ته ورسوي، داسې چې لكه د پيل غوندې پر مخامخ يې ورګډ شي، پدې ډول دې اووه شوطه پوره كړي، چې يو قدم لږ او ډير نشي، او له ويرې د دې چې لږ او ډير نشي، له حجر الاسوده دې يي پيل كړي،ځكه كه له آخره يا له مينځه پيل وكړي، پرلږو او ډيرو نشي برلاسى كيداى،څو له سره د پيلېدو شرط پوره كړي ، دغه او ديته ورته ډير عبارتونه د فقې په كتابو كې راغلي دي،او د جواهر مولف ډير له هغو د روغ فطرت له ذوق سره سم راوړي،او موږ له هغو يو څه لاندې را اخلو.

په دغه زمانه كې د دې شرط رعايت سختۍ، ستونزې او په لاس راغلي فشارونه پټ ندي چې حاجيان ګڼه ګوڼه كوي، د وسواس سبب كېږي او هغه د ليونيانو له ناكاره او بدو كارونو دي،روايت شوى،چې حضرت رسول (ص) پر خپل مركب سپور و او طواف يې وكړ، حال دا چې حقيقي ځيرتيا پدې شرط كې د سواره له پاره ګرانه ده،څه چې د دغه ټولو خبرو وپوهيدو،دا دى چې د شرايع د كتاب د مولف قول چې د جواهر متن دى، ټاكلى او يو حرف يې ورباندې ندى ورزيات كړى، “په شرايع كې راغلي: واجب دي چې له حجر لاسوده پيل او پر حجرالاسود پاى ته ورسېږي” او د دغه جملې معنا لكه څنګه چې له ظاهري عبارت ښكاري،دا ده، چې بايد پر ريښتيني عرف بسيا وشي،چې عرف ووايي، له حجر پيل شوې او پر حجر ختم شوېده، او د مناسكو په كتاب كې د ښاغلي حكيم په قول همدا راښيي، ځكه د نوموړي په كتاب كې داسې راغلي دي: پر طواف كوونكي ده،څه چې ورباندې واجب دي،نيت دې وكړي او تر حجر لږ څه مخ كې دې پيل وكړي: په واقعيت كې پر دغه ډول طواف كولاى شي،چې پيل او پاى يې په زړه كې پاتې شي.

4_ دا چې كعبه د خپل ځان كيڼ لوري ته كړي،ښاغلي حكيم ويلي: د عرف ريښتينوالى بس دى، او څه وخت چې ريښتنى عرف وي، لږ كوږوالى تاوان نلري،او ښاغلى خوئي وايي: ظاهرا ريښتني عرف اعتبار لري.

5_ بې لدې چې د حجر اسماعيل (8) يا يې كور ته وردننه شي،خوا او شا دې يې طواف وكړي، او د كور ښي اړخ ته طواف كول، طواف باطلوي.

6_ دا چې ټول ځان له كعبې دباندې وي،ځكه سبحان خداى ويلي: “وليطوفو بالبيت العتيق” يعنې خواوشا د هغه، نه دننه د هغه ، وايې به زيد ته ورغلم، او نه به وايې، په زيد كې ورغلم، نو تېرېدل د كعبې د ديوال له مخې او يا د كوټې له خواوشا تر ډبرين ديوال آخوا طواف باطلوي،او اصلي موخه له بيت العتيق يا پخوانۍ كعبې شريفې وي.

7_ طواف بايد دكعبې شريفې او د ابراهيم (ع) د مقام ترمنځ وي، يعنې هغه ډبره، چې د كعبې د جوړولو پر وخت به حضرت ابراهيم(ع) ورباندې دريدلو.

8_ پوره اووه شوطه (دوره) پوره كړي ښكاره ده، چې د نوموړو اماكنو پېژندلو ته يوه باخبره او ځيرك ته اړتيا لري،چې حدود يې ورته وښيي او په برخه كې يې لاره ورته وښيي. د طواف تر پاى ته رسيدلو وروسته د ابراهيم له مقام سره دوه ركعته لمونځ ادا كول واجب دى، كه د خلكو د ډيروالي له كبله يې هلته دا دوه ركعته ونكړاى شول، د كعبې شريفې دجومات په هره برخه كې يې چې وكړي روا دي؛خو تر دغه دوو ركعتو لمانځه وروسته طواف روا ندى، او كه يې هير شول واجبه ده چې وروګرځي او پرځاى يې كړي، كه ستونزه وه، كه هر ځاى وي، قضايي دې راوړي، دا هغه وخت دى چې طواف واحب وي] خو كه طواف مستحب و، چې هر ځاى يې وغوښتل ، لمونځ دې وكړي. (9)

سره له يادو شوو، معلومه شوه، چې د مذهبونو فقها سره متفق دي، چې د طواف پيل او پاى له حجرالاسوده دي، او بايد كعبه د طواف كوونكي پر كيڼه خوا كې پاتې شي، داسې چې كوټې د باندې ترسره شي.

او دا چې اووه ګوني شرطونه، او همدارنګه پر حجرالاسود لاس راكښل او يماني ركن لمسول ټول مستحب دى. فقيان د شوطونو ترمنځ يا د فاصلې د نشتوالي په برخه كې سره يوه خوله ندي،مالكيه،اماميه او حنابله دغه موالات (پرله پسې) واجب ګڼلي دي، شافعيانو او احنافو ويلي دي: موالات يا پرله پسې بې له څه ځنډ سنت دى؛ نو كه بې له كوم عذره هغه ګډوډ او تر څه فاصلو وروسته ترسره كړي، نه باطلېږي،او پر خپل طواف دې پيل وكړي، همدا ډول ابوحنيفه ويلي دي: كه يې څلور شوطه پوره كړل، او بيا يې پرېښوول، كه په مكه كې وي، طواف دې پوره وكړي، او كه له مكې دباندې وتلى و، په قربانۍ سره دې هغه جبران كړي. (10)

د پلي طواف كولو په اړه يې مخالفت سره كړى دى، احنافو، مالكيانو او حنبليانو هغه واجب بللى دى، شافعيه وو د اماميه وو يوې ډلې ويلي دي: واجب ندى، همدا ډول دسوارې په لرلو سره يې هم طواف كول واجب بللي دي،او هم يې تر طواف كولو وروسته په دوه ركعته لمانځه كې مخالفت ښوولى دي،مالكيان،احناف او اماميان هغه واجب بولي،او هغه دوه ركعته لكه د سهار لمونځ داسې دى. شافعيان او حنبليان هغه مستحب ګني.

د طواف مستحبونه :[سمول]

د فقه السنه په كتاب كې د طواف سنتو تر سرليك لاندې راغلي دي:[سمول]

طواف يو لړ سنتونه لري له هغه څخه د طواف د پيليدو پر وخت حجرالاسودته مخ اړول او د “لا اله الا الله و الله اكبر” ويل، او لكه په لمانځه كې د دواړو لاسونو پورته كول، پر حجر الاسود لاس ايښوول،او په پټه خوله ښكول كول يې، او كه امكان وي، د مخ يوه خوا دې ورباندې كېږدي، او كه نه لاس دې پرې ووهي.

له هغې څخه ردا تر ښي تخرګ لاندې نيول، درمل په څير لږ لږ تېزېدل، او يماني ركن لمسول.

د لمعه الدمشقيه په كتاب كې چې د اماميانو يو كتاب دى،راغلي: طواف ته د دريدو له وخته حجرالاسود ته مخامخ او مخامخ يې دعا ويل دي،حال دا چې لاسونه يې جګ كړي وي، او د قدر سورت ووايي.

او د پاك خداى (ج) ذكر دې وكړي، او پر لاره تللو كې آرام وي، پر حجر الاسود دې لاس راكاږي، او د امكان په صورت كې دې هغه موچې كړي، د تلو پر وخت دې پر ټولو اركانو لاس ووهي، او موچې يې دې كړي، او په اووم شوط كې دې پر مستجار لاس ووهي،چې هغه د مكې دروازې ته مخامخ او يماني ركن ته نارسيده دى، او خپل ځان دې كعبې شريفې ته ورنږدې كړي، له ذكره او قرآن ويلو پرته په طواف كې خبرې كول منع دي، او هم يې ويلي دي: مستحب دى، هر څوك چې طواف كوي. 36 طوافونه دې وكړي كه ضعيف وي 36 شوطه دې پوره كړي.

د طواف حكمونه :[سمول]

اماميانو ويلي دي: كه په عين طواف كې ښځې ته حيض ورغى، كه تر څلور شوطونو وروسته و، طواف دې بس كړي،او وردې شي،د صفا او مروى ترمينح دې سعې وكړي، او څرنګه چې سعې خلاصې شوي، طواف دې تر پاكيدلو روسته ترسره كړي، او د سعې بيا تر سره كول پرې واجب ندي،كه يوه ښځه تر څلورو شوطونو تمامولو دمخه له حيض سره مخ شوه، بايد د عرفې تر ورځې انتظار وباسي، چې كله پاكه شي، او وس يې وى چې پاتې شوطونه پاى ته ورسوي؛خو ډيره ښه ده،بې له دې د هغې ښځې حج مفرد كيږي.[سمول]

ومو ويل چې احناف حائضې ښځې ته طواف روا بولي،او پاكوالى په طواف كې شرط نه ګڼي، او د احنافو په فتح القدير كتاب كې راغلي: څوك چې له طوافه درى شوطونه د عجز په صورت كې ونكړي،ورباندې يو پسه دى،او څوك چې څلور شوطونه پرېږدي، په خپل احرام كې باقي پاتې كيداى شي،څو طواف پر ځا ى كړي،ځكه هغه طواف چې پر ځاى كړى يې نه وي، تر كړيو شوطونو ډير دي،او داسې دى، لكه چې له سره يې طواف نه وي كړي.

اماميانو ويلي دي: كه تر شوطونو كولو وروسته په شك كې ولوېږي، په دې حال كې آيا په شرعي ډول او بې له دې چې لږ او ډير سرته رسيدلى دى يا ندى ؟ځواب دا دى چې كه پر شك نه لرلو يې غالب ګومان و هغه صحيح دى او ورباندې بيا څه نشته.

كه تر تماميدلو وروسته په شك كې نه وي لويدلي،صبر دې وكړي،كه يې پر اوو شوطونو باور لاره، لكه د اوو او اتو ترمنځ چې شكمن شي، هغه دې صحيح وګڼي، او ودې وځي؛خو كه پر اوو باور نلري،لكه د پنځو او شپږو او يا له هغه پر لږو شك ښكاره كړي، طواف له سره سم ندى (باطل دى)او ورباندې اعاده شرط ده چې ويې كړي، ښه او غوره دا ده چې بيا يې له سره پيل كړي . (11)

دغه طواف واجب و؛خو په مستحب طواف كې كه يو له دواړو خواوو طواف تر اوو پركم كې لويدلى و بې له توپيره ددې ترمنځ چې د شوط پر وخت په شك كې وي،او يا د شوط په پاى كې؛نو ګومان دې پر كمو وكړي،او طواف دى پاى ته ورسوي؛خو له اماميانو برتر پر لږو ټينګار دي، ځكه د يقين قدر دې په پام كې ولري، داسې لكه په همدې حال كې د لمانځه د ركعونو د شمير شك چې سړى ته ورولوېږي، دغه ټول د طواف واجبات، مستحبات او حكمونه وو،چې دا پخپله يو ډول بشپړ عبادت دى، لكه ركوع او سجدې كه هغه واجبې وي يا مستحبي،د مفرده عمرې برخه وي يا د تمتع عمرې او د قران حج وي او يا د افراد، او يا د زيارت طواف يا نسا يا مكې ته د ورننوتو يا وداع.

دمخه تردې چې له احرامه وروسته طواف ترسره كېږي، كه مفرده عمره وي، يا تمتع هغې ته مو دمخه اشاره كړېده، په راتلونكو فصلونو كې هغه اعمال څېړو چې حاجي يې د اختر په ورځ په منا كې ترسره كوي،(په منى كې )تر عنوان لاندې او وروسته له هغه به راشي.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ المغني والفقه على المذاهب الاربعه و فقه السنه.[سمول]

(2)_ د حدائق مولف ويلي دي: كه په لوی لاس پرېښوول شي، حج نه كېږي، او كه په سهوه پريښوول شي قضايې واجبه ده.

(3)_ تكبير يعنې الله اكبر ويل.

(4)_ تهليل يعنې لا اله الا الله ويل.

(5)_ كورګياه بادام ته ورته يوه ونه ده، ژيړ ګلان لري، د هغه ميوه باقليو ته ورته په اوږده پوښ كې ځاى لري، مزه يې خوږه ،بوى يې لږ څه له طبعې سره برابر، له اوبو يې رب جوړوي، بل ډول يو لوړ بوټى دى او اعزي لري، تيت ښاخونه لري، او ژيړ ګلونه ، چې هغه ته خرنوب د (خ او نون پر ضم سره) اذخر وايي. (فارسي ژباړن)

(6)_ الجواهر الحدائق.

(7)_ الجواهر و فقه السنه.

(8)_ “رمل” پر لاره تلل، له هغه سړي تيز دى،چې قدمونه يو پر بل پسې نږدې اخلي، بې له الوتلو يا په چټكۍ سره تللو، پر اماميه پورې اړوند لمعه نومي كتاب كې راغلي دي “رمل” په درېو شوطونو كې مستحب دى، لومړى په قدوم يا ورو د طواف كې ، چې ټول همغه ډول دي، چې خلك يې تر سره كوي.

(9)_ حجر اسماعيل د هغه كور و او پكې يې د مور (هاجرې قبر دى) او په جواهر كې راغلي، چې د اسماعيل د حجر په اړه له امام پوښتنه وشوه ويې ويل: هغه ځاى دي، چې تاسې هغه ته حطيم شريف وايۍ او همغلته د اسماعيل(ع) پسونه وو،او مور يې هاجره په همغه ځاى كې خاروته سپارل شوېده، او د كعبې يوې خوا ته ده.

(10)_ التذكره والجواهر والحدئق.

(11)_ فقه السنه.

(12)- التذكره.

(13)_ دغه مسئله دښاغلي حكيم او ښاغلي خوئي له فتوا سره موافقه ده.

سعې او تقصير (ويښتان پرې كول):

ټول سره متفق دي، چې تر طواف او دوه ركعته لمانځه وروسته، “سعى” واجب ده، كه كوم سړى تر طواف دمخه سعى وكړي، بايد ورشي لومړى طواف پرځاى كړى، او وروسته د صفا او مروه ترمنځ سعى ترسره كړي، او يوه سړى د طواف او سعى ترمنځ موالات (پرله پسې) واجب ندي ګڼلي.

چې تر طواف وروسته سملاسي پر سعى پيل وكړي. (1)

د سعى مستحبات:[سمول]

د فقه السنه په كتاب كې راغلې،چې د صفا او مروه د غونډيو پر سر كعبې ته مخامخ څه چې غواړي، دعا وكړي، مستحب دي او د دنيا او آخرت په برخو كې دعا ووايي، ځكه مشهوره ده چې د خداى (ج) رسول (ص) د صفا له وره دباندې وووت، او پر غونډۍ وروخوت، او قبلې ته مخامخ يې درى ځلې په توحيد او تكبير سره د خداى (ج) ستاينه وكړه او ويې ويل: “لااله الا الله وحده لا شريك له ، له الملك و له الحمد ، يحيى و يميت و هو على كل شى قدير ، لا اله الا الله وحد، انجز وعده و نصر عبده، و هزم الاحزاب وحده”.[سمول]

د اماميه وو د مستحباتو په الجوهر نومي كتاب كې داسې راغلي دي:

پر حجرالاسود لاس راښكل، د زمزم د اوبو څښل، د زمزم اوبه پر بدن اچول، او حجرالاسود ته له مخامخ دروازې وتل دي، او د صفا پر غونډۍ ور پورته كيدل، عراقي ركن ته مخامخ كيدل، حمد او ا لهى ثنا ويل، په صفا كې اوږده ځنډېدل، د اووه ځلې الله اكبر ويل او وه دې وايي: “لا اله الا الله وحده لا شريك له له الملك ، و له الحمد يحيى و يميت و هو حى الذى لا يموت بيده الخير و هو على كل شى قدير”.

او هغه دري ځلې تكرارول، او پدې برخه كې راغلې دعا ويل: يو ځل بيا تر سترګو كېږي،چې د تعبيرونو له ځينو برخو پرته له اهل سنتو سره كوم اختلاف نشته، يوه فقهې سعى ته له حدسه او خبثه پاكوالى واجب ندى بللى، او ډير مذهبونه پاكوالى مستحب ګڼي، لكه څنګه چې هغوى ټولو بې له شافعيانو ياده كړېده،چې تر سعې دمخه ړومبۍ پر حجر الاسود لاس راكښل دي، او ټولو واضحه كړېده چې د هر ولې (2) په څير به د دو ميلو ترمنځ نه په منډه او نه په ډير ورو تګ سره عادى روان وي، او دا تلل مستحب دي،د احنافو او مالكيانو له خولې. او دلارې په مينځ كې د شافعي مذهب له تعبير سره سم، او د منارو د عطارانو د بازار ترمنځ د اماميانو د تعبير مطابق او پدې كې شك نشته چې د ميلونو، د عطارانو بازار او منارو پېژندلو ته يوه لارښوونكي ته اړتيا ليدل كېږي.

د سعى څرنګوالى :[سمول]

مذهبونه د صفا او مروا ترمنځ په لزوماتو كي سره متفق، او په ركنيت كې يې سره مخالفت لري.[سمول]

اماميان، شافعيان او مالكيان وايي: ركن دى.

ابوحنيفه: واجب دى؛خو ركن ندى، له احمد بن حنبل دوه روايته دي. (3)

مذهبونه سره متفق دي، چې د شوطونو شميره “اووه” او پر سعى كوونكي ده، چې له صفا يې پيل كړي، او مروه ته ولاړ شي، او له هغه ځايه بيا صفا ته راوګرځي،څو چې “اووه” ځلې پوره شي، او يو ځل تلل يو ځانګړى شوط شمېري. او همداسې بېرته راګرځېدل بل ځانګړى شوط دى، او لدې عمل څلور شوطونه تلل له صفا څخه مروه ته دي.

او دري ځلې له مروه څخه د صفا تر غونډۍ پورې رسېدل دي هلته پوره كېږي؛نو د شوط لومړى پيل له صفا دى، او آخر يې اووم شوط په مروه كې پا ى ته رسېږي، سره لدې چې پر لاره د تلو وس ولري، د سوارې پر روا والي كې سره مخالف دي، بې له حنبليانو نورو ټولو ويلي دي: چې توانمن او ناتوانه دواړو ته سواره روا ده چې پكې ولاړ شي.

حنبليانو ويلي دي: بې له بېوسه بل چا ته روا نده بې له حنبليانو يوه سړى هم، د شوطونو ترمنځ توالي يا يو پر پل پسې واجب ندي ګڼلي،د فقه على المذاهپ الاربعه د كتاب مولف ورڅخه راوړي دي چې ويلي يې دي:

موالات پر له پسې واجب دي، لكه څنګه چې له مالكيه وو نقل شوېده، كه څوك د شوطونو ترمنځ ډيره فاصله پرېږدي،پر هغو له سره د سعى كول دې؛خو په لږه فاصله كې نه،د بېلګې په توګه، كه د سعې په مينځ كې خرڅول او پلورل وكړي ،او ډير وخت ونه نيسي، د بښنې وړ ده(4). ښاغلي حكيم په خپلو مناسكو كې ويلي دي: واجب دى، چې د تلو راتلو وخت ته اصلي موخې ته پام ولري؛نو كه يې مخ واړاوه او يا پر څټ بېرته وګرځيد او يا يې له نيمې لارې حركت وكړ، كافي نده،حال دا چې د بدن غړي يې پر خپل حال وي، يوې او بلې خوا ته د كتلو څه پروا نشته.د دې وينا معنا دا ده،چې كله ځې بايد ځان دې مخامخ مروه ته وي، او چې كله بېرته راګرځې، ځان دې بايد صفا ته مخامخ وي او روا نده، چې پر يوه اړخ داسې ولاړ شې چې يوه اوږه دې صفا او بله مروه ته وي،لكه څنګه چې د ګڼې ګوڼې پر وخت داسې كېږي او په تېره بيا د تلو پر حال كې بايد مخ دې څنګ ته متوجه وي، نه ټول ځان دې.

ښاغلي خويي په خپلو مناسكو كې نږدې پر همدې عبارتو راوړي او دا يې هم عبارت: د تلو پر وخت مخ مروه ته كول واجب دي، همداسې د بيا راګرځيدلو پر وخت د صفا پر خوا مخ كول واجب دي؛ نو كه يې د تلو پر وخت مروه ته شا كړه، يا چې كله راوګرځيد صفا ته شا اړول سم ندي،او ښۍ او كيڼې خوا ته دې پام نه اړوي، او د تلو او بېرته راتلو پر وخت دې شا نه اړوي.

د سعى حكمونه :[سمول]

هر څوك چې سعى نشي كولاى،هر څومره چې د سوارې په شكل سعې پر ځاى راوړولو ته وكيل ونيسي،حج يې صحيح دى، كه د تلو راتلو پر وخت ښۍ او كيڼې خواته وګوري، او يا شا واړوي، ضرر نلري.[سمول]

هر څوك چې په لوی لاس تر “اوو” ډير شوطونه وكړي، سعى يې باطله ده؛خو په سهوه سره نه باطلېږي.

چې كله له سعى خلاص شي،د شوطونو په پوره كېدو او لږ او ډير كېدو كې يې شك راغۍ، بايد پر صحت تكيه وكړي، ځكه ورباندې څه نشته، او د جواهر د كتاب مولف ويلي دي: د شك حكم تر خلاصون وروسته د هغه وارد شوو ستونزو او خبر له پاره دى.

كه تر بشپړيدو دمخه د شوطونو په شمېر كې شك و د جواهر مولف ويلي دي: بې له كومې ستونزې او مخالفته باطل دى،ځكه شك كوونكى د لږ او ډير ترمنځ مردد(دوه زړى) دى، او دغه دواړه د بطلان سبب دى.

او كه يې شك واخيست چې له صفا يې پيل كړې، صحيح ده يا له كوم بل ځايه وي، آيا باطل دى؟ كه د شوطونو په شمېره كې شكمن وي او نه پوهېږي چې څو يې ترسره كړيدي، سعى يې باطله ده؛خو كه يې شمېره په ياد وي اويواځې په پيليدو كې يې شك ورلويدلى وي، كه هغه شوط چې دى پكې دى، جفت وي، لكه دويم، څلورم، او شپږم حال دا چې هغه د صفا د غونډۍ پر سر او يا صفا ته مخامخ دى، سعى يې صحيح ده، ځكه پدې صورت كې پوهېږي،چې پيل له صفا دى؛خو كه شوط يې طاق عدد وي، يعنې درېم او پنځم او اووم او هغه د مروه دغونډۍ يا مخامخ مروه ته وي، صحيح دى، او كه د دې خلاف وه، داسې چې شوط يې طاق و او هغه د صفا پر غونډۍ يا مخامخ صفا ته و، او يا شوط جفت و او هغه د مروه پر غونډۍ سعې يې باطله ده او له سره كول ورباندې واجب دى. (5)

د پاتې مذاهبو په نزد هر څوك چې دشوطونو په شمېره كې شك وكړي، لكه په لمانځه كې كوچينۍ عدد دې ونيسي. (6)

ابوحنيفه ويلي دي: كه باالكل سعى پرېږدي، حج يې باطل ندى، ځكه دا ركن ندى، او په قربانۍ سره جبيره كيداى شي. (7)

تقصير:[سمول]

احمد بن حنبل او مالك ويلي دي: بايد سر پاك كل كړي او يا دى ويښتان يې پر بياتي واخلي.[سمول]

ابوحنيفه ويلي دي: له ټول سر د څلورمې برخې د ويښتانو كمول كفايت كوي.

شافعي ويلي دي: د ويښتانو درى تاره كفايت كوي. (8)

اماميه وو ويلي دي:تقصير يا د سر د ويښتانو،يا بريتونو،يا ږيرې او يا نوكانو اخيستل د خپل واك خبره ده. او اتفاق لري چې تقصير واجبي عبادت دىاو ركن ندى.

ښاغلي حكيم ويلي دي: تقصير لكه په لمانځه كې سلام ګرځول داسې دي،ځكه محرم په تقصير سره له احرام خلاصېږي همغسې لكه لمونځ كوونكى چې د سلام په ګرځولو سره له لمانځه خلاصېږي.

تقصير يا سر خرييل چې مخالف ځاى دى،يو ځل په مفرده عمره كې او دوه ځلې په تمتع حج كې واجب دى، لاندې تقصيل ته مراجعه وكړئ.

په عمره كې تقصير :[سمول]

اماميه وو ويلي دي: كه عمره كوونكي تمتع عمرې ته سعى وكړه، بايد تقصير وكړي، او سر خرييل روا ندي،او كه تقصير يې وكړ،څه چې پر احرام ورباندې حرام شوي وو، حلالېږي، كه سر وخريي، ورباندې د يوه پسه وركول كفاره اوړي؛خو كه په مفرده عمره كې وي، بيا د تراشلو او كمولو ترمنځ اختيار لري چې سر پاك كلوي يا يې نه كموي، كه ورسره قرباني وي او يا نه وي.[سمول]

كه يې د تمتع حج نيت وكړ، او په لوی لاس يې تقصير پرېښود، يعنې تر تقصير دمخه يې حج ته احرام وتاړه،عمره يې باطله او ورباندې د حج د اعمالو پر ځاى كول يا افراد حج واجب دى، او وروسته دې مفرده عمره ترسره كړي، غوره ده چې په راتلونكې كال كې بيا له سره حج ادا كړي. (9)

نورو مذاهبو ويلي دي: كه يې سعى وكړه، د تقصير او سرخرئيلو ترمنځ اختيارمن دى، خو كه عمره تر تمتع پرته بله عمره وه، له تقصيراو سر تراشلو سره سم هر څه ورته حلال، او له احرام خلاصېږي، كه ورسره قرباني وي يا نه؛خو كه عمره تمتع وه، كه له هغه سره قرباني نه وي، ورته حلالېږي؛خو كه ورسره قرباني وي د احرام په حالت كې باقي پاتي كېږي. (10)

تقصير په حج كې :[سمول]

د تمتع يا افراد او يا قران حجونو له عملونو تقصير دويم دى، چې حاجي يې بايد په منى كې تر ذبح كولو يا نحر وروسته د لوى اختر يا يوم النحر په ورځ ادا كړي.[سمول]

سره متفق دي چې د تقصير او سرخرئيلو ترمنځ اختيارمن دى؛خو سرخرئيل غوره دي، او همدغه راز د هغه چا په برخه كې چې ويښتان يې د لمڅي په څير يو پر بل كې سره ننوتي وي، سره مخالف دي چي لكه نور اختيارمن دي، او يا بايد سر كل كړي؟

حنبليانو،شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: د سر كلول ټاكلى حد لري.

احنافو او اميانو ويلي دي: په هر حال كې هغه اختيارمن دى.

مذهبونه سره متفق دي چې پر ښځو د سر كلول نشته،بلكې يواځې بايد تقصير وكړي.

ابوحنيفه او له اميانو يوې ډلې ويلي: د چا چې د سر ويښتان نه وې ټاكلى و يا يې د سر د ځينو برخو ويښتان تويې شويوي، پرې واجبه ده، چې د سر پر خپل پوستكي د سر چاړه راتيره كړي.

پاتې نورو ويلي: مستحب دي. (11)

اماميه وو ويلي دي: په منى كې د سر كلول واجب دي، كه له منى يې تر كلولو يا تقصير د مخه حركت وكړ، بايد بېرته ورشى، هلته سركل كړي، يا يې دې تقصير كړي، كه هغه عالم وي يا جاهل، پهلوی لاس وي او كه په سهوه او كه بېرته منى ته د ورګرځېدو امكان ورسره نه وى، هر ځاى چې وي، هلته دې دغه عمل ترسره كړي.

نورو پاتې مذاهبو ويلي دي: چې كه يې سر كل كړ، يا يې كم كړ،ښځه هغه ته نده روا.

مالكيه وو ښه بوى هم ورسره تړلى دى ( ندى روا) .

اماميه وو ښكار كول هم د همغه دوو غوندى بللى او په آند يې د حرم شريف د شرافت له رويه دى، او بې له دغه درېو شيانو په اجماع سره حلال دى.

د څلورګونو مذاهبو په نزد له طواف زيارت يا طواف فرضي وروسته ټول شيان ،حتى له خپلو ښځو سره څملاستل هم روا دي.

خو اماميه وايي:چې تر طواف نسا وروسته، ښځې او خوشبويۍ حلالېږي.

دغه بيان د علامه حلي پر كلام (چې د تذكره په كتاب كې راغلى) پاى ته رسوو:

كه تر سر تراشلو دمخه يې له منى كوچ وكړ د امكان ترحده واجبه ده چې بېرته وروګرځي او سر وتراشي او يا يې كم كړي،كه وس يې نه و،چې وګرځي،په همغه ځاى كې دې سر وتراشي او ويښتان يې دې منى ته واستوي،څو هلته يې ښخ كړي، كه بيا هم وس يې نه و څه ورباندې نشته،لنډه دا چې په اتفاق سره د سرخرئيلو ورځ د اختر ورځ ده، ځكه خداى پاك ويلي دي: “ولا تحلقو روسكم حتى يبلغ ا لهدى محله” يعنې سر كل نكړئ، څو قرباني د ذبح خپل ځاى ته نه وي وړل شوې، او د قربانۍ ځاۍ په منى كې د اختر ورځ ده، ثابته شوه، چې رسول اكرم (ص) په منى كې تر جمرو ويشتلو وروسته ذبح وكړه، او وروسته يې بيا خپل سر مبارك كل كړ.

پر ذبح د سر خرئيلو پر حكم به (په منى كې عملونه) د خبرو پر وخت اشاره وكړو.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ ښاغلي حكيم ويلي دي: د سعى خوا ته بيړه تر طواف او د طواف لمانځه څخه واجبه نده، خو بلې ورځې ته ځنډول يې هم د اختيار په صورت كې روا ندي او ښاغلي خويي ويلي دي: پرهغو ده چې بې له ضرورته تر طواف او دوه ركعته لمانځه وروسته سعې ډيره ونه ځنډوي، او په واك كې د سعې سپا ته پرېښوول روا ندي،مولف وايي: هغه څه چې هغه دوو لويو ساداتو ويلي دي:حق او له صحيح اخبار سره سم دي، او د آيت الله حكيم په مناسكو كې راغلي دي،چې موالات (پر له پسې) د سعى په شرطونو كې معتبر ندي،او روا ده چې ترمنځ يې فاصله وي او قطع يې كړي، بيا يې وروسته پيل كړي، پر هغه سربيره چې دمخه يې كړې، كه څه هم تر يوه شوط وروسته وي.[سمول]

(2)_ هروله: د منډو او عادي تګ ترمنځ تلل (فارسي ژباړن)

(3)_ التذكره و فقه السنه.

(4)_ آيت الله حكيم په مناسك كې ويلي: موالات د سعى په شوطونو كې شرط ندي، او روا دي چې ترمنځ يې فاصله واچوى او پرې يې كړي، وروسته بيا شوطونه پوره كړي، كه څه هم تر يوه شوط وروسته وي.

(5)_ الجواهر.

(6)_ كفايه الاخبار.

(7)_ ميزان الشعراني.

(8)_ كراره.

(9)_ دا د ښاغلي حكيم له فتواى سره موافقه ده، خو ښاغلي حكيم د هيرې او نه پوهيدلو ترمنځ د مسئلې توپير ايښى دى، هغه هيريدونكى معذور ګڼلى،او بې عقل يې معذور ندى ګڼلى او هغه ئې لكه متعمد داسې بللې ريښتيا همداسې هم ده، چې جاهل قصد كړى، خو هيريدونكي قصد ندى كړى.

(10)- المغني.

(11)_ الحدائق و فقه السنه.

(12)_ فقه السنه.

په عرفات كې دريدل:[سمول]

څوك چې مفرده عمره يا د تمتع حج ادا كوي، بايد احرام وتړي، او د كعبې شريفې طواف وكړي،بيا دې دوه ركعته لمونځ وكړي،وروسته دې د صفا او مروه ترمنيځ سعې وكړي، بيا دې د ويښتانو تقصير وكړي؛نو ځكه خو احرام تړل پر ټولو عملونو ړومبۍ شرط دى، بيا طواف او پر طواف پسې لمونځ او بيا سعې او پر سعې پسې تقصير تر ټولو وروستى دى. (1)[سمول]

په حج كې دويم عمل :[سمول]

د حج عملونه لكه په عمره كې په احرام تړلو سره پيلېږي؛خو د حج دويم عمل چې تر احرام تړلو وروسته راځي، او د مذهبونو پر اتفاق د حج له اركانو ګڼل شوي، هغه پر عرفات كې دريدنه ده، كه هغه په تمتع حج كې وي، يا په افراد كې ؛خو څوك چې مكې ته قران يا افراد حج ته ننوځي، روا ده چې تر احرام تړلو وروسته او د عرفات خواته تر ورتلو دمخه بايد د ورود يا قدوم طواف ترسره كړي،چې هغه په جومات كې د دوه ركعته تسبح لمانځه په انډول سره دي، ښاغلي حكيم په خپلو مناسكو كې ويلي دي: كه يو سړى قران يا مفرده حج تر سره كوي، لومړى بايد تر احرام وروسته مكې ته ورشي، تر عرفات دمخه لومړى بايد مستحب طواف وكړي.[سمول]

ابن حجر په فتح الباري د “بخاري په شرح” كى ويلي: ټول سره يوه خوله دې چې چا مفرده حج ته احرام وتاړه كه يې د كعبې طواف وكړ؛خو ښه ترښه “يعنې تر عرفات دمخه” خو كه چا د تمتع حج كاوه ،د ورود يا قدوم طواف پرځاى دې د عمرې پر طواف بسيا وكړي.

د عرفات تر دريدلو د مخه :[سمول]

مذهبونه سره يوه خوله دي،چې د ترويې يا هغې ورځې چې د ذيحجې اتمه ورځ ده او حاجيان د عرفات تلو ته تياري نيسي يا په مستحبه توګه حاجي له مكې په احرام كې ووځي، هغه د ذيحجې اتمه ورځ ده، او عرفات ته د ورتلو له لارې منى شريفې ته مخه كړي.[سمول]

د تذكره او جواهر په كتابونو كې چې د اماميه وو له كتابونو دي، راغلي دي: څوك چې د عرفات د ورتلو نيت لري، متسحبه ده د ماسپښين او مازيګر تر لمانځه دمخه له مكې ونه وځي.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: مستحبه ده، د ماسپښين او مازيګر لمونځونه دې په منى شريفه كې وكړي. (2) په هر حال يوه يا دوې ورځې دمخه تر ترويه د عرفات خواته بيړه روا ده، خصوصا ناروغانو، زړو او هغه چا ته چې د خلكو له ګڼې ګوڼې ويره لري،همداسې روا ده چې آن د ذيحجې تر نهم سهاره پورې و يې ځنډوي؛خو پدې شرط چې د عرفات د ورځې پر ماسپښين د عرفات حرم ته ځان ورسوي،د مذهبونو فقيانو يوه هم د عرفې شپه په منى شريفه كې واجبه نده بللې. يا دا چې كوم عمل دې په هغه ځاى كې تر سره كړي، بلكې علامه حلي په تذكره كې ويلي: “د عرفې شپه په منى كې تېرول مستحب دي، او د حج له مناسكو نده په پرښوولو يې څه نه واجبېږي” او په فتح الباري او فتح القدير كې همدغه ډول خبر راغلې ده. د علامه حلي تعبير د استراحت په الفاظو كې نور تفسير ته اړتيا نلري،ځكه په تيرو زمانو كې سفرونه د رنځونو او سختيو خالي نه وو؛نو دا يې مستحب وبلله، چې په منى شريفه كې دمه شي،څو په خوښۍ او ډاډ سره د عرفات پر خوا وروخوځېږي او هلته ورسېږي؛خو ننني سفرونه يو تفريحي شكل لري، پر همدې بنا كه د عرفې په شپه په مكه كې پاتې شي،او د عرفې د ورځې په سهار يا ماسپښين د عرفات پر لور وخوځيد او له منى ورتير شو، همغسې چې نن ورځ يې حاجيان ترسره كوي، كفايت كوي، كه چا دا كار وكړ،ورباندې څه نشته؛خو په منى كې د جمرو ويشتل واجب دي،چې د عرفات تر دريدلو وروسته به وڅيړل شي.

په عر فات كې د دريدلو وخت :[سمول]

ټول سره يوه خوله دي چې پر عرفات د درېدلو وخت د ذيحجې نهمه ورځ ده، او د پيل او پاى په اړه يې سره مخالف دي،احنافو،شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: د نهمې ورځې له ماسپښين پيل د لسمې ورځې تر سهاره پورې.[سمول]

حنبليانو ويلي دي: په واك سره د نهمې له ماسپښين تر لمر لويدو پورې، او په اضطراري حالاتو كې د سپيدو تر چاودلو پورې.

اماميه وو ويلي دي: په واك سره د نهمې له ماسپښين تر لمر لويدو پورې او په اضطرارې حالاتو كې د سپيدو تر چارودلو پورې دى.

د عرفات دريدو ته، غسل كول لكه د جمعې غسل مستحب دى، او په عرفات كې د نورو عملونو تر سره كول نشته؛خو شتون پكې شرط دى،چې په هره برخه كې وي، كه هغلته ويده وي، يا ويښ، سپوروي، كه پلى يا ناست.

د عرفات حدود:[سمول]

عرفات همغه د عرفې وادي يا خوړ دى،او ثوب نمره تر ذى المجازه پورې چې د عرفات د اماكنو خو اوشا ده، اوپه هغه حدودو كې او د تحت الاراك په وادۍ كې بايد ونه درېږي،ځكه هغه د عرفات د حريم برخې دي،كه چا په هغو ځايونو كې توقف يا درېدل وكړل، د ټولو مذهبونو په نزد يې حج باطل دى،بې له مالك چې ويلي يې دي: د عرفې په وادۍ كې درېدل كفايت كوي؛خو بايد قرباني يې وكړي، ټول عرفات د درېدلو ځاى دى، او د مذاهبو په اتفاق د عرفات په هر ځاى كې درېدلى شي دا بس ده، امام صادق (ع) روايت كړى،چې حضرت رسول (ص) په عرفات كې ودرېد او خلك خواوشا ورټول شول، او د اوښ خوا ته ئې مخه كړه ورغلل، د هغه خواوشا ودرېدل، څرنګه چې اوښ په خپله لاره روان و خلكو ورسره د اوښ خواو شا حركت كاوه، د خداى پيغمبر (ص) وويل: “اې خلكو، يواځې زما د اوښ ځاى نه، بلكي د ټول عرفات وادۍ د دريدو ځاى دى. كه د عرفات وادي نه واى؛نو زما د اوښ پر پښو كې خو د خلكو د ځائيدو امكان نه و.(3)[سمول]

په عرفات كې د درېدلو شرطونه :[سمول]

د مذهبونو په اتفاق سره اودس لرل پر عرفات درېدو ته شرط ندي، اماميه وو او مالكيه وو ويلي دي: حتمي ده نيت وكړي چې په عرفات كې به تم كېږم،او له نيت سره جوخت ورباندې علم لرل دي،چې دا د عرفي ځاى دى، كه له هغه ځايه څخه تير شي، او ويې نه پيژني،يا يې وپېژني،او د درېدلو نيت ونكړي، دا درېدل، هيڅ اعتبار نلري، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: نيت او ځان خبرونه شرط نده؛ بلكې شرط خو دا ده، چې ليونى، يا بيهوښه او يا خمار نه وي.[سمول]

احنافو ويلي : نيت،علم او عقل شرط ندي، هر څوك چې پر ټاكلي وخت په عرفات كې و، حج يې صحيح دى، كه نيت يې كړى وي يا نه، كه دغه ځاى پيژني يا نه، كه هوښيار وي يا ليوني. (4)

آيا په ټوله ټاكلې اندازه كې پر عرفات درېدل واجب دي، يا دا چې د درېدلو په نامه كه يوه شيبه هم وي كفايت كوي؟

اماميه وو ويلي دي: دريدل دوه وخته كيداى شي،اختياري او اضطراري، لومړى، د نهمې ورځې له ماسپښينه د همغې ورځې تر لمر لويدو پورې او دويم ، د نهمې ورځې له ماسپښينه د لسمې ورځې تر سهاره په نهمه ورځ له ماسپښينه تر لمر لويدو پورې پاتې كيدل د هغه پوره وخت دى، او پر حج كوونكي واجبه ده؛خو ركن يواځې تم كيدل دي، او نور واجبات په ركن كې داخل ندي، سره له دي كه چا تم كيدل بالكل پريښوول حج يې باطل دى، ځكه چې يو ركن يې ندى پر ځاى كړى؛خو كه چا توقف وكړ، هغه يواځې واجب پرې ايښي،چې هغه اركان ندي؛نو ځكه يې حج صحيح دى، كه يو سړى په ټول اختياري وخت كې د يوه شرعي عذر پر پيښيدو سره له تم كيدو پاتې شي، داختر په شپه كه لږ تم شي هم كفايت كوي.

شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي:په عرفات كې شتون كفايت كوي كه څه هم يوه شيبه وي. (5)

اماميه وو ويلي دي: كه په لوی لاس تر ماسپښين دمخه له عرفاته ووت،بايد وروګرځي،كه وروګرځيد، ورباندې څه نشته،او كه ورونه ګرځيد، په كفاره كى به يو اوښ وركوي، او كه يې كفاره نشواى وركولاى،بايد اتلس ورځې پرله پسې روژه ونيسي، او كه سهوا ووت، او د وخت تر خلاصيدو پورې، پرې ونه پوهيد، پدې شرط چې په ټاكلي وخت كې يې د قربانۍ محل يا نور مناسك پيژندلي وي،ورباندې شى نشته، كه يې د وخت تر تيردلو دمخه ور په زړه شول،د امكان تر حده پورې دي وروګرځي، كه ور ونه ګرځيد، بايد يو اوښ كفاره وركړي،مالكيانو ويلي دي:كه هر چا تر غرمې وروسته په عرفات كې توقف وكړ،او تر لمر لويدو دمخه ووت، بايد په راتلونكي كال كې يو حج ادا كړي؛خو كه تر سپيده داغ دمخه عرفات ته ورغۍ؛نو حج يې كېږي بيا په راتلونكي كال كې حج پرې نشته،ټولوعلماوو ويلي دي: بلكي حج يې تر سره شوېدي. (6)

د الفقه المصور على مذهب الشافعي په كتاب كې راغلي دي: كه يې درېدل هير شول واجبه ده چې حج عمرې ته راواړوي او پاتې عملونه تر سره كړي، او په راتلونكي كال كې بيا له سره حج وكړي، څوك چې په عرفات كې تم كېږي، بايد د استحباب، له مخې بشپړ او دس او نظافت ولري،او مخ قبلې ته كړي،او په خضوع ،خشوع او د زړه په حضور توبه او دعا وكړي.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ شيخ عبدالمتعال صعيدي ويلي دي: د همداسې عمرې په تر سره كولو كې واجبه ده؛ خو د حج په عملونو كې د طواف او سرخرييلو ترمنځ دا ډول ترتيب نشته، او د سعې او عرفې ترمنځ هم دا ترتيب نشته، الفقه المصور على مذهب شافعي.[سمول]

(2)_ المغني.

(3)_ التذكره.

(4)_ فقه السنه والتذكره.

(5)_ الفقه على المذاهب الاربعه ومنارالسبيل.

(6)_ البدايه لابن رشد.

په مزدلفه كې تم كېدل:

په مزدلفه كې تم كېدل يو له هغو اعمالو دي،چې تر عرفات وروسته تر سره كېږي، ټول سره يوه خوله دي چې حاجي له عرفات څخه مزدلفې شريفې ته ځي، موخه مقصد يې مشعر الحرام دى، د بقرى سورت د 198 آيت پر بنا چې وايي: “فاذا افضتم من عرفات فاذكروا الله عندالمشعر الحرام واذكروه كما هداكم” يعنې څرنګه چې له عرفات څخه بېرته راوګرځيدلى په مشعرالحرام كې خداى پاك يادكړۍ، او په ياد يې ولرئ چې تاسې يې سمې لارې ته سيخ كړي يئ، او هم سره متفق دي: مستحبه ده چې د ماښام لمونځ د اختر په شپه وځنډوي،څو مزدلفې ته ورسېږي،د تذكره د كتاب مولف ويلي دي: څرنګه چې په عرفه كې لمر ولوېږي، تر لمانځه دمخه د مشعر پر خوا روان شي،او روايتي دعا دې ووايي: د المغني كتاب وايي ؛چا چې عرفات پرې ايښي سنت ده،څو مزدلفې ته نه وي رسيدلي د ماښام لمونځ دې نه كوي،چې كله مزدلفې ته ورسېږي، د ماښام او ماسخوتن لمونځونه دې يوځاى وكړي، چې لومړى د ماښام،او بيا د ماسخوتن لمونځ ادا كړي.

په دغه سنتو كې هيڅ اختلاف نشته، ابن منذر ويلي دي:د اهل علم اجماع بې له اختلافه سنت ده، چې حاجي دې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يوځاى وكړي، او اصلي فتوا د رسول الله (ص) عمل دى، چې د دغه دوو ترمنځ يې يوځاى دواړه لمونځونه وكړل. (1)

بې له احنافو نور ټول سره يوه خوله دي: كه چا د ماښام لمونځ مزدلفي ته تر رسيدو دمخه وكړ،او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې يوځاى ونكړل، لمونځ يې صحيح دى، كه هر څو يې له مستحباتو غاړه غړولې ده، ابوحنيفه ويلي دي، كفايت نكوي.

د مزدلفې حدود :[سمول]

د تذكره او مغني په كتابو كې راغلي دي: مزدلفه درى نومونه لري،مزدلفه،جمع او مشعر الحرام، او حدود يې له مازمى تر حياض او د محسر تر وادۍ پورې دى،او لكه عرفات ټوله مزدلفه د تم كيدو ځاى دي،او په هر ځاى كې چېيې تم شي كفايت كوي.[سمول]

د مداركو په كتاب كې راغلي: د اماميه فقيانو غوڅ دريځ او خبره دا ده، چې د ډير بيرو بار په وخت كې روا ده چې د غره سرته وخېژي، او غر له هغو برخو دى، چې د مزدلفې وروستي حدود جوړوي.

تم كېدل او تر سهاره د شپې تيرولو ځاى :[سمول]

آيا د اختر شپه په مزدلفه كې د ورځې تر پيليدو پورې واجبه ده، يا په مشعر كې تم كيدل كه څه هم يوه شيبه تر سپيده داغ وروسته وي، كفايت كوي؟ هو، سره لدې چې پوهېږي له تم كيدو موخه مقصد يواځې حضور دى، كه په هر شكل وي، كه هغه پر لاره روان وي، يا كيني، او يا سپور وي، همداسې لكه څنګه چې په عرفات كې و.[سمول]

احنافو، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: په مزدلفه كې د شپې پاتې كيدل واجب دي، كه هر چا ترك كړل، بايد قرباني وكړي. (2)

اماميانو ويلي دي: واجب نده؛خو غوره ده، لكه څنګه چې بغدادي مالكي شهاب الدين د “ارشاد السالك” په كتاب كې تعبير كړېده، تر ټولو غوره ده، همداسې چې ښاغلي حكيم او خويي ويلي دي: د شپې دې پاتې شي، خو چا هغه ركن ندى بللى، ابن رشد د البدايه والنهايه په كتاب كې د اهل سنتو ټولوعلماوو په مشعرالحرام كې وروسته له سپيده داغه د تم كېدو په اړه نقل كړېده، چې دا د حج له سنتو يو دى، اوله واجباتو يې ندى،د تذكره په كتاب كې راغلي دي: چې تر سپيده داغ وروسته په مشعر كې تم كيدل واجب دي. كه تر سپيده داغ دمخه په خپل اختيار په لوی لاس وروسته له هغه چې شپه يې په مشعر كې تېره كړه، بيرون ته ولاړ شي،كفاره يې يو پسه دى،ابوحنيفه ويلي دي: تر سپيد داغ وروسته تم كېدل واجب دي، لكه اماميه وو چې ويلي دي؛خو نورو مذهبونو ويلي دي: تر نيمې شپې تيرولو وروسته له مشعر دباندې وتل روا دي،پرهمدې بنا له اماميه او احنافو پرته نور ټول وايي: چې تر سپيده داغ دمخه له مزدلفې دباندې وتل روا دي. اماميه وو ويلي دي: په مشعر الحرام كې تم كېدل دوه وخته لري، لومړى د اختر د ورځې د طلوعينو ترمنځ هغه ته چې كوم شرعي عذر په ځنډولو كې يې نلري، بايد په پوره ډول د طلوعينو ترمنيځ تم شي. او چا چې د عرفات د تم كيدو لږ وخت وموند علم يې و، او په لوی لاس سره تر سپيده داغ دمخه له مشعره ولاړ شي، كه څه هم په مشعر كې ډېر كم هم پاييدلى وي، حج يې ندى باطل او يواځې د يو پسه د وينې توئيدل ورباندې واجب دي، او كه په ناپامۍ سره يې دا كار وكړ، نو بيا ورباندې څه نشته. لكه څنګه چې ښكاره روايت نقل شو، دويم وخت د ښحو او هغو ته دى، چې عذر ولري، او هغه عذر د طلوعينو ترمنځ د تم كيدو مانع وي، ورته د اختر د ورځې تر زوال پورى وخت شته.

د جواهر د كتاب د مولف په خبره: دغه موضوع پر ايت سربيره له اجماع سره هم تړلى،چې دغه نظر د ښاغلي حكيم او خويي له نظرياتو سره هم موافق دى، خو ښاغلي خويي د لمر د زوال د تنګوالي له امله وروستى حد ندى ورته ټاكلي، بلكي ويلي يې دي، چې دا كافي ده چې تر لمر ختلو وروسته تم شي.

اماميه وو ويلي دي: په دغه دوو وختو كې چې معلوم دي ،تم كيدل د حج له اركانو دي، كه چا بې له كومه عذره په اختياري او اضطراري وختونو كي د ټولې شپې تم كېدل پرېښوول حج يې باطل ندى پدې شرط چې د عرفات تم كېدل يې درك كړي وي، او چا چې د عرفات او مشعر دواړو تم كېدل له لاسه وركړي وي،او په اضطراري او اختياري حالت كې دواړو ته يې ځاى او وخت نه وي، حج يې باطل دى، آن تردې چې كه شرعې عذر ته يې هم پرې ايښي وي، بايد په راتلونكي كال كې له سره حج ادا كړي، دا هغه وخت دي، چې فوت شوى حج ورباندې فرض وي، كه مستحب حج تري فوت شوى و؛نو بيا ادا كول يې هم مستحب دي. (3)

د اماميه وو پر آند د عرفات تر تم كيدو،د مزدلفي يا مشعر الحرام تم كيدل ډير مهم دي، له همدې ځايه ده چې ويلي يې دي: كه چا په عرفات كې تم كېدل له لاسه وركړل، او د مشعر تم كيدل يې تر لمر ختلو دمخه درك كړل، حج يې شوېدى. (4)

متسحبات :[سمول]

اماميه وو ويلي دي: چاچې دمخه حج نه وي كړى، په مشعر الحرام كې د هغه پل ايښوول دي. (5)[سمول]

اماميه او شافعيه وو ويلي دي: له مزدلفې څخه منى ته د اويا شګو وړل له ځان سره جمرو ويشتلو ته مستحب دى.

د تذكره مولف ويلي دي: اصلي خبره دا ده چې كله حاجي منى ته ورسيد، بې له جمرو ويشتلو دې بل كار نكوي.

له احمد بن حنبل نقل شويدي چې ويلي يې دي: له هره ځايه دې چې زړه غواړي شګې ټولې كړه، او پر ټولو كې يې اختلاف نشته، له هره ځايه چې وي كفايت كوي.

په اوداسه سره د “لا اله الا الله والله اكبر” ويل او راغلې دعا او نورې دعاګانې مستحبې دي.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ اماميه د جمعې پر روا والي د دوو لمونځونو په هر ځاې كې استدلال كړېدى، څرنګه چې پيغمبر (ص) وويل: زما په څير لمونځ وكړۍ او دواړه يوځل او يا په خاص ځاى كې، او په هر حال كې روا والى ګټور دى. خو كه كومه خاصه نفې چې په آيت كې نه وي راغلې؛نو بياروا نده حال دا چې داسې آيت له سره راغلى ندى؛نو روا ده چې يوځاى وشي او حتمي روا دي.[سمول]

(2)_ المغني.

(3)_ الجواهر.

(4)_ التذكره.

(5)_ الجواهر.

په منى كې:

ټول مذهبونه سره يوه خوله دي،چې د مشعر الحرام د تمېدو اعمال او مناسك همغه د منى اعمال دي، او تر لمر ختلو وروسته له مزدلفې وځي، او كه تر لمر ختلو دمخه له مزدلفې ووت او د مشعر له حدودو تير شو،د خويي د قول پر بنا ورباندې د يوه پسه كفاره واجب ده.

په منى كې مناسك او عبادات د اختر په څو ورځو كې د ديارلسم تر سهاره پورې،يا د دولسم تر مازيګره پورې رواج دي،په منى كې د حج واجبات پاى ته رسېږي، درې ورځې وروسته د اختر چې د تشريق د ورځو په نوم يادېږي، هغه د يوولسم، دوولسم او ديارلسم ورځې دي. (1)

د اختر په ورځ په منى كى درې عبادته واجب دي. 1-د عقبه جمرو ويشتل، 2- قرباني كول، 3- د سرخرييل يا تقصير: ټول سره يوه خوله دي، چې رسول (ص) لومړۍ جمرې وويشتلې او وروسته له هغه يې اوښ ذبحه كړ،او همغه وخت يې بيا سر هم وخرييلو. اختلاف سره لري چې آيا دا ډول واجبه ده، حال دا چې روا ندي، د هغه شي وړومبۍ والى چې رسول اكرم (ص) هغه وروسته ترسره كړى دى، او وروسته والى د هغه شي چې رسول الله (ص) هغه وړومبۍ تر سره كړېدى، يا دا چې داسې سنت دي چې پريېښوول يې روا دي؟

شافعيه وو او احمد بن حنبل ويلي دي: وړاندې والى او وروسته والى د هغه شي ندى.

مالكيه وو ويلي دي: كه هر چا تر جمرو ويشتلو دمخه سر وخرييلو بايد كفاره وركړي او څوك چې د قربانۍ دمخه سر وخريي، يا تر جمروو ويشتلو دمخه قرباني وكړي، بيا نو پروا نلري.

ابوحنيفه ويلي دي: كه په منى كې تر قربانۍ دمخه سر كل شي، يا ويشتل وكړي، بايد قرباني وكړي، او كه حج يې قران وى، بايد دوې قربانۍ وكړي. (2)

اماميه وو ويلي دي: كه څه هم علما په لوی لاس يوه برخه پر بله برخه مقدمه وګڼي، حج يې شوېدي، او بيا اعاده نلري،د جواهر مولف ويلي دي: په دې حكم كې مې څه مخالفت ونه ليد، او په مدارك كې راغلې دي چې د اماميه فقيان ورباندې په غوڅ اكثريت كې دي.

دغه هر يوه عمل ته به يوځانګړى باب راوړو.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ د تشريق په ورځو كې اختلاف دى، چې آيا دوې ورځې دي يا درى، او څنګه هغه ته تشويق وايي، په دې توګه چې د قربانۍ غوښې له لمر يوې خواته ايږدي چې وجې شي.[سمول]

(2)_ بدايه ابن رشد.

جمره عقبه

د شګو شمېره :[سمول]

په منى كې پر هر حاجي د جمرو ويشتل واجب دي، كه هغه د تمتع حج وي، يا قران او يا افراد، او شمير يې لس دانې دي چې په څلورو ورځو كې ويشتل كېږي، لومړى د اختر ورځ: په هغه ورځ يواځې يوه جمره چې د جمرې عقبې په نامه يادېږي كاڼي ورولي، او دا برخه موږ همدېته راوړې ده، په دويمه ورځ، يعنې په يوولسمه د ذيحجې درى جمرې ويشتل كېږي ا و په درېمه ورځ همغسې درې واړه جمرې يا د شيطان څلي ويشتل كېږي، و څلورمه ورځ همداسې. دا حكم هغه وخت دى، چې حاجي د ذيحجې پر ديارلسم په منى كې شپه وكړي، او كه ونه پا يي؛ نو په څلورمه ورځ پر حاجي ويشتل نشته.[سمول]

د لسمې ورځې جمره :[سمول]

مذهبونه سره متفق دي، چې هر چا جمره عقبه يا دلوى شيطان څلى د اختر په ورځ د لمر ختو او لمر لويدو ترمنځ وويشته كفايت كوي، او كه لدې وخت دمخه يا وروسته وويشتل شو، بيا يې مخالفت سره كړېدي.

مالكيانو، حنفيانو، حنبليانو او اماميانو ويلي دي: له لمر ختو سره ويشتل پيلېږي تر سپيده چاود دمخه د جمرې عقبه ويشتل روا ندي، كه بې له عذره يې تر وخت دمخه ويشتل وكړل،بايد له سره يې بيا تر سره كړي، او د عذر په وخت كې لكه د ناروغي، بېوسي، او ډار په صورت كې يې بيا روا بللي دى.

شافعيه وو ويلي دي: د جمرو ويشتل ترمخه څه ستونزه نده، ځكه نوموړي وخت استحباب ته دى، نه واجب. (1)

خو مالك داختر په ورځ تر لمر لويدو پورې د ځنډولو په اړه ويلي دي: كه ئې په شپه او يا سبا ته ويشتل وكړل بايد يوه قرباني كفاره وركړي.

شافعيه وو ويلي دي: كه يې د شپې يا سبا ته ويشتل وكړل غاړه يې خلاصه ده. (2)

اماميه وو ويلي دي: د دغه جمرې ويشتل له لمر ختو تر لمر لويدو پورې وي، او كه د چا هيره شوه، د هغه ورځې سبا ته دې او د هغه قضايي دې وكړي، او كه بيا يې هم هيره شوه، په دوولسم دې ادا كړي، او كه بيا يې هم په زړه نشوه پر ديارلسمه ورځ او كه هيره يې له مكې تر وتلو اوږده شوه، بايد په راتلونكي كال كې پخپله قضا يې پر ځاى كړى، او يا دې ځانته وكيل ونيسي،چې پر ځاى يې د قضا شويو جمرو د ويشتلو قضا پر ځاى كړي. (3)

د ويشتلو شرطونه :[سمول]

د جمرو ويشتل لاندې شرطونه لري.[سمول]

1_ نيت دى، چې اماميه وو هغه په ښكاره سره سرليك كړى دى.

2_ په اتفاق سره ويشتل بايد پر اوو كاڼو ترسره شي.

3_ ويشتل بايد يو يو كاڼى وي، كه دوې يا تر دوو ډيرې وې صحيح ندي، د ټولو په اتفاق.

4_ ټول سره يوه خوله دي چې كاڼى بايد جمرې ياد شيطان څلي ته ورسېږي، يعنې بايد پر ښكاره هدف ولګېږي.

5_ كاڼى بايد له ويشتلو سره سم جمرې يا څلې ته ورسېږي، د شافعيانو او اماميانو له نظره، كه وروو ويشتل شي، كفايت نكوي؛خو حنبليان او حنفيان يې روا ګني. (4)

6_ كاڼي بايد له ډبرو وي،پر مالګه،اوسپنه، ميسو، لرګيو او كودي، ويشتل د ټولو مذاهبو له نظره روا ندي،بې له ابوحنيفه چې ويلي دي: څه چې د ځمكې له جنسه وي هغه كافي دي، لكه كودي،خاوره او ډبره. (5)

7_ پر ويشتلو شويو كاڼو بيا ويشتل ندي روا، حنبليانو همغه ياده كړېده. اودس په ويشتلو كې شرط ندى، كه ويشتونكى اودس ولرى نو دا غوره دى.

اماميه وو ويلي دي: مستحبه ده،چې كاڼى د ګوتې د سر په اندازه، كلكې او ځېږې وي نه تورې، نه سپينې او نه سرې بخونې، همدارنګه مستحبه ده، چې د يوه لوي باقلي په كچه وي.

اماميه وو ويلي دي: مستحبه ده چې حاجي خپل ټول عملونه قبلې ته مخامخ تر سره كړي، بې د جمرې عقبې له ويشتلو چې هغه د اختر په ورځ داسې مستحبه ده چې شا قبلې ته شى او بيا ويشتل كېږي، ځكه پيغمبر (ص) داسې ويشتل كول.

نورو ويلي دي: آن په هغه وخت كې مخ پرقبله كول مستحب دي.

پلي ويشتل مستحب دي، او سپرو ته هم روا ده، او له جمرې بايد تر لسو عادى قدمونو يا له څنګلو د لاسو د ګوتو تر څوكو پورې له لسو څنګلو ډيره فاصله نه وي. (6)

ويشتل بايد په ښي لاس ترسره شي، او راغلې دعاګانې او نورې دې ووايي:

“اللهم اجعله حجا مبرورا و ذمبا مغفورا اللهم هذه حصياتي فاحصهن لى، ورافع هن فى عملى، الله اكبر. اللهم ادحر الشيطان عنى”.

شك يا ګومان :

كه په شك كې ولويد چې آيا پر هدف ولګيده يا نه؛خو غالب ګومان يې بايد پر نه لګيدو سره وشي،او كه يې په شمير كې يې شك راغۍ؛ نو لږ دې په پام كې ونيسي،ځكه چې پر لږوالي د جمرې اصالت خرابېږي نه ډير والي.

په پاى كې تر ټولو لومړى عمل چې حاجي يې په منى كې د اختر په ورځ تر سره كوي، د جمرې عقبه يا د لوى شيطان د څلي ويشتل دي، او وروسته له هغه ذبحه او سر كلول يا تقصير، بيا پر همدې ورځ طواف ته مكې ته ځي،او د اختر په ورځ بې له دغه يوې جمرې بله جمره نشته. د قربانۍ يا ذبحې په برخه كې به په راتلونكي باب كې خبرې وكړو.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ التذكره و بدايه ابن رشد.[سمول]

(2)_ ابن رشد البدايه.

(3)_ د آيت الله حكيم او آيت الله خوئي له فتوى سره سم.

(4)_ المغني.

(5)_ المغني.

(6)_ د پښتو ژباړن د خپلو سترګو ليدلې او تر سره كړې كچه همدا وه او ځينو به د ډير از دحام له ويرې له دېنه لرې فاصلې ويشتل كول چې د ورنږدې كيدو چاره به يې نه وه.

د حلالولو ډالۍ يا قرباني:[سمول]

د اختر په ورځ په منى كې دويم عمل واجبه قرباني ده،چې پوره څيړنه به يې بېله بېله يو پر بل پسې راشي:[سمول]

لومړى: ويشتل يې پر واجبو او غير واجبو، بيا د واجبو پر ډولونو، دويم قرباني پر څه ډول سړي واجبه ده، درېم د قربانۍ د صفاتو په برخه كې، څلورم د ذبحې يا د قربانۍ د نحر وخت او ځاى، پنځم د قربانۍ د غوښې په حكم كې، شپږم، د قربانۍ د بدل په اړه هغه ته چې قرباني نشي موندلاى،او يا بيه يې له ځانه سره نلري،چې د هر يوه تفصيل به وروسته راشي.

د قربانۍ ډولونه :[سمول]

قرباني پر واجب او مستحب ويشل كېږي:مستحبه هغه قرباني كول دي:چې خداى تعالى پيغمبر (ص) ته د كوثر د سورت د “فصل لربك وانحر” د ايت په تفسير كې د لوى اختر د لمانځه تر ادا كولو وروسته فرمان وركړ. روايت دى، چې پيغمبر (ص) دوې لمورې مېږې يوه توره او بله سپينه قرباني كړې.[سمول]

مالكيانو او احنافو ويلي دي: هرې كورنۍ ته هر كال قرباني واجبه ده، همغسې لكه د فطر صدقه يا زكات چې پرې واجب دى.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي په منى كې د قربانۍ مستحبې ورځې څلور دي، د اختر په ورځ،او تر اختر وروسته درى ورځې چې د تشريق ورځې دي؛خو بې له منى په نورو ځايونو كې د قربانۍ ورځې درى دي،يعنې د اختر ورځ،او ذيحجې يوولسمه او دوولسمه ورځ.

مالكيانو،حنبليانو او احنافو ويلي دي:د قربانۍ ورځې كه په منى كې وي،يا په نورو ځايونو كې درى ورځې دي. په هر صورت، د قربانۍ وختونه د اختر د ورځې له لمر ختلو او د وسى په صورت كې د اختر د لمانځه د ادا كولو او تر دوو خطبو ويلو وروسته تر سره كېږي. (1)

واجبې قربانۍ د قرآنكريم د نص پر بنا په څلورو برخو كې دي: د تمتع وينه چې خداى پاك ويلي دي:”فمن تمتع بالعمره والى الحج فما استيسر من ا لهدى” . (2): دم الحلق يعنې سر تراشلو ته وينه تويول چې تخييري واجب دي. الله (ج) فرمايي: ” و من كان منكم مريضا او به اذى من راسه ففديه من صيام او صدقه او نسك” يعنې كه له تاسې هر څوك ناروغ او يا پر سر خوږي اخته شو،د روژې يا صدقې يا قربانۍ په څير دې كفاره وركړي. (3): د قربانۍ د كفارې په اړه پاك خداى (ج) وايي: “فمن قتله منكم متعمدا فجزاء مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدل منكم هديا بالغ الكعبه”. (4): د هدى حصر په اړه رب العزت ويلي دي: “كان احصرتم فما استيسر من ا لهدى. (2)”. پر دغه څلورو قربانيو چې په وعده،نذر او لوړې كولو سره واجبېږي، بايد ورزياته شي.

قرباني پر كوم سړي واجبه ده :[سمول]

د ټولو مذاهبو په اتفاق څوك چې مفرده عمره يا مفرد حج ادا كوي، ورباندې قرباني نشته. او همدارنګه ټول مذاهب اتفاق لري چې څوك د تمتع حج ادا كوي (بې د مكې له اوسيدونكيو) پر هغوى قرباني واجبه ده، څلورګونو مذهبونوويلي دي: قرباني پر هغه چا واجبه ده، چې د قران حج ادا كوي.[سمول]

اماميه وو ويلي دي: هغه څوك چې د قران حج ادا كوي، قرباني پرې واجبه نده؛خو كه نذر يې منلى وي بيا قرباني پرې شته، او يا پر هغه چا چې قرباني يې له ځانه سره راوستې وي،د هغه قربانې كول پرې شته، كه د مكې خلك د تمتع حج وكړي، په هغه كې اختلاف دى، چې آيا ورباندې قرباني شته، كه نه ؟ څلورګونو مذهبونو ويلي دي: قرباني نده واجبه، د مغني په كتاب كې راغلي چې د علم د خاوندانو ترمنځ مخالفت نشته،چې د تمتع د حج قرباني پر هغه چا چې په مسجدالحرام او د هغه ځاى پر اوسيدونكيو واجبه نده. اماميه وو ويلي دي: كه د مكې سړي د تمتع حج ادا كړ، ورباندې قرباني واجبه ده. (3) ځكه د جواهر په كتاب كې راغلي دي چې كه مكي د تمتع حج ادا كړ، د مشهورو پر بنا پر هغه قرباني واجبه ده، سره يوه خوله دي چې واجبه قرباني د حج له اركانو نده.

د قربانۍ صفتونه :[سمول]

قرباني لاندې شرطونه لري:[سمول]

1_ د مذاهبو په اتفاق قرباني بايد له څارويو لكه اوښ، غويي، پسه او وزې وشي. د مغني په كتاب كې راغلي دي، چې احنافو،مالكيانو،شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: دا شرط شوېده چې پسه تر شپږو مياشتو، وزه تر يو كال، غويي تر دوو كلونو، او اوښ تر پنځو كلونو كم نه وي. دا خبره له هغه خبرې سره تړلې، چې د اماميه وو د جواهرو په كتاب كې راغلې ده، اوښ چې پر شپږم كال او وزه چې پر دويم كال د هغه عمر ورګډ شوى وي.

ښاغليو حكيم او خوئي ويلي دي: پام كول مستحب دي، چې پسه دوه كلنۍ ته ورشريك شوى وي.

2_ قرباني بايد هيڅ عيب ونلري،او د مذاهبو په اتفاق ړوند،يو سترګى، ګوډ ، ناجوړه ، زوړ او بې ډوله نه وي. د خوټو د نشتوالي، ښكر ماتي، غوږ پرې شوي، او لكۍ پرې شوي په اړه اختلاف سره لري.

ښاغليو حكيم او خويي دواړو ويلي دي: له هغوى څخه كوم شى كافي ندي، د مغني مولف ويلي : د دوى له هرې ډلې يو ډول كفايت كوي.علامه حلي په تذكره كې ويلي دي: اوښه، غواغوره، او ميږْ او وزګوړ ښه دي او په هره برخه كې بې له څه اختلافه د هغوى ضد هم روا دي.

د مغني مولف ويلي دي: په قربانۍ كې نر او ښځه دواړه يو شى دي.

د قربانۍ وخت او ځاى :[سمول]

د قربانۍ د ذبحې او نحر د وخت په اړه مالكيانو،احنافو او حنبليانو ويلي دي: د اختر په ورځ، او يوولسم اودولسم د ذيحجې دى،احنافو ويلي دي:دا د قران او تمتع حجونو د قربانيو خاص وخت دي. او قرباني تر همغه دوو خاصو وختونو بل وخت نلري؛خو ماليكانو د قربانۍ د ډولونو ترمنځ څه توپير ندى ايښي، لكه څنګه چې د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب كې راغلي دي.[سمول]

حنبليانو ويلي دي: كه قرباني تر ټاكلي وخت دمخه ذبح شوه، واجبه ده چې دويم ځل بيا قرباني وكړي،او كه تر ټاكلي وخت وروسته ذبح وشوه، څرنګه چې مستحبه ده، د وعدې په تيريدو سره يې غاړه خلاصه ده، او كه قرباني واجبه وه؛ نو د هغه بيا قضا راوړل ورباندې واجب دي.

احنافو ويلي دي:دتمتع او قران د قربانيو ذبح داختر تر درېيو روځو دمخه سمه نده، او كه په څټ وغورځول شي، كافي ده، خو بايد پر شا غورځولو كفاره وركړي.

شافعيه وو ويلي دي: څوك چې د تمتع حج ادا كوي، ورباندې د قربانۍ د ذبحى وخت د احرام له لومړى وخته دى،او يوى خوا ته كول يې ورته روا دي،او د وخت تماميدو موده يې نده ټاكلې شوې خو غوره يې د اختر لومړۍ ورځ ده. (4)

اماميه وو په ذبح او نحر كې نيت واجب ګڼلى او ويلي يې دي: خاصه ورځ يې د اختر ورځ ده،او كه تر دويمې، درېمې او څلورمې ورځې پورې يې وځنډوي، روا ده، خو په دغه ځنډولو سره يې ګناه كړېده، او د ذبحې په نورو ورځو كې هم ذبح كول روا دي، او د جواهر مولف نقل كړي، كه څه هم ځنډ بې له كومه عذره وي، څه فرق په كې نشته،د اماميه وو په نزد همغه حرم دى چې د منى په حرم كې شامل دى. (5) او بې له هغه ځايه هم كېږي، موږ دمخه د منى په حدودو كې د احرام دموانعو تر عنوان لاندې د مكې او مدينې تر مينځ پولې ته اشاره وكړه.

مالكيانو ويلي دي: په منى كې د قربانۍ ذبح درى شرطونه لري: 1- چې قرباني يې د حج له احرام سره راوړې وي، نه د عمرې له احرام سره. 2- چې لږ يې د اختر پر شپه له قربانۍ سره يوځاۍ په عرفات كې توقف كړى وي. 3- داختر پر ورځ او يا وروسته يې د ذبحې او يا نحر نيت كړى وي.

اماميه وو ويلي دي: په تمتع حج كې نحر يا ذبح بايد په منى كې وشي، آن تردې چې كه تمتع مستحب وي، كه واجب خو كه د عمرې په احرام كې يې قرباني له خپله ځانه سره راوستې وي، بايد په مكه كې يې نحر يا ذبح كړي. (6)

په هر حال د ټولو مذاهبو په نزد په منى كې قرباني روا او غوره ده. ابن رشد ويلي دي: دعلماوو په اجماع سره نحر په منى كې دى، په پاى كې د نورو او اماميه وو ترمنځ اختلاف دا دى چې اماميه وايي منى ټاكل شوېده، او نور وايي چې د منى او بل هر ځاى ترمنځ حرم اختياري دى.

د قربانۍ غوښه :[سمول]

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: د هغې قربانۍ د غوښې ويشل د حرم پر مسكينانو واجب دي چې ذبح يې په حرم كې واجبه وي. احنافو او مالكيانو ويلي دي: د هغې د غوښې ويشل په حرم او له حرم بهر روا دي، شافعيانو ويلي دي: څه چې قرباني يې واجبه وه، د غوښې خوړل يې روا ندي، خو كه استحبابي وي، خوړل يې روا دي.[سمول]

مالكيانو ويلي دي: بې له سر خرييلو د فديي او ښكار د كفارې او هغه چې مسكينانو ته يې نذر كړي،نورى د ټولو قرباني خوړل روا دي؛خو د هغه قرباني چې منى ته تر رسېدو دمخه مړه شوې وي، روا نده. (7)

اماميه وو ويلي دي: د قربانۍ درېمه مومن فقير ته وركوله كېږي، او بل ثلث يې نورو مومنانو ته وركول كېږي، كه څه هم ورته اړتيا ونلري،او پاتې درېمه په خپله خوړاى شي. (8)

بدل :

سره يوه خوله دي چې كه حاجي نه قرباني وموندله،او نه يې پيسې لرلې، بايد پر ځاى يې لس ورځې روژه ونيسي، چې درې ورځې يې د حج په وروستيو ورځو كې ، او پاتې اووه ورځې چې كله وطن ته راستون شي په خپل كور كې ونيسي، خداى تعالى وايي: “فمن لم يجد فصيام ثلاثه ايام فى الحج و سبعه اذا رجعتم تلك عشر كامله”. (9) “د بقرې سورت 196 آيت” : يعنې “كه هر چا قرباني ونه موندله، درې ورځې د حج په ورځو كې او اووه ورځې دې له بېرته راتلو وروسته روژه ونيسي. چې لس ورځې پوره شي”.

د قربانۍ د برلاسۍ مقصد د هغه ځاى د اعتبار وړ دى، كه يې په هغه ځاى كې قرباني نلرله په روژه نيولو سره بدلېږي، كه څه هم په خپل ښار كې ورباندې برلاسى وى، ځكه د قربانۍ واجب والى موقت دى،او هر څومره چې موقته وي، د قدرت اعتبار يې له خپل وخت سره وي، لكه د تطهير پر وخت.

په ذبح كې وكيل نيول :[سمول]

غوره دا ده چې ذبح په خپله حاجي پر غاړه واخلي،او هم روا ده بل څوك وكيل ونيسي، ځكه ذبح له هغو كارو ده، چې د وكيل نيولو قابليت لري،پر همدې دليل وكيل د ذبح كولو پر وخت د موكل له خوا بايد نيت وكړي،او غوره دا ده چې دواړه يوځاى نيت وكړي، اماميانو ويلي دي: مستحبه ده چې حاجي خپل لاس دوكيل يا ذبح كوونكي پر لاس دپاسه وركېږدي، او يا د ذبحې پر وخت حاضر وي، له اماميانو د شيخ عبدالله ممتاني په”مناهج اليقين” كې راغلي دي: كه وكيل د موكل نوم په سهوه هير كړ، يا پكې غلط شو، څه فرق نكوي، ځكه سهم نيت دى، او دا ښه خبره ده،له امام نقل شوېده چې كه وكيل د صيغې د نكاح تړلو پر وخت د ښځې په نوم كې سهوه وكړه، او بل نوم يې په ژبه واخيست او ويې ويل څه پروا نكوي.[سمول]

قانع او معتر :[سمول]

په قرآن كريم كې د حج د سورت په 36 ايت كې راغلي: “فكلوا منها واطعموا القانع المعتر” يعنې له قربانۍ يې وخورئ او قانع او معتر ته خواړه وركړۍ. امام صادق ويلي دي: قانع هغه څوك دى، چې ورته څه وركړل شي، چې پرې خوښ شي، او لانجه   ونكړي، او پر ټنډه يې د غوصې نښې نښانې ښكاره نشي،او معتر هغه چاته وايي چې پر لاره تېرېږي، خپل ځان ښكاره كوي، چې هغه ته څه بايد وركړي.[سمول]

د اوښ پر ځاى :[سمول]

كه پر هر چا د كفارې يا نذر له امله د اوښ قرباني واجبه شوې وه او هغه يې پيدا نكړ، بايد پرله پسې اووه پسونه ذبح كړي،او كه پردې هم برلاسى نشو؛نو اتلس ورځې دې روژه ونيسي. (10)[سمول]

تقليد او اشعار:[سمول]

تقليد د قربانۍ د اوښ پر غاړه د څپلكې يا هغې ته ورته شي ځړولو ته وائي ؛ اشعار د قربانۍ د اوښ يا غوايه د بوكام ښى اړخ دومره څيرول دي، چې وينې ترې راونه بهېږي، د ټولو مذهبونو فقهاوو اشعار او تقليد مستحب بللي، بې له احنافو، چې ويلي يې دي: د پسه او اوښ تقليد سنت دى، او اشعار په هيڅ وخت كې روا ندي، ځكه څاروى ته عذاب او شكنجه وركول دي. (11) موږ ټول د څارويو پر نسبت ډير خواخوږي يو ، او خپل ځان مسلمان ګڼو، اسلام د څارويو ذبح او قرباني روا ګڼلې، بلكې د ابوحنيفه په فتوا ، اقرار او عمل سره يې هغه په قربانۍ كې واجب ګڼلي، نو اشعار په لومړۍ درجه روا دى.[سمول]

پر نامسلمان صدقه :[سمول]

ښاغلي خوئي د حج په مناسك نومي كتاب كې ويلي دي: كه حاجي صدقه وركړه، يا يې ذبح شوې قرباني چا ته وروبښله،روا ده چې دغه ذبح شوى چې هر چاته وغواړي، وركولى يې شي، آن تر دى چې كافر او مسلمان ته يې هم وركولاى شي، په عام ډول اماميه وو، تر واجبې صدقې پرته نورې صدقې پر كافر او غير مومن مباح كړې دي. په وسيله النجاه نومي كتاب كې سيد ابوالحسن اصفهاني ويلي دي: مستحبه صدقه هر چاته وركول كيداى شي، نيستي، كفر او آن اسلام هم پدې پورې لدى تړلى، او وركول يې پر ماړه، غير امامي، او ذمي ته كه څه هم پردى وي، روا دي، يعنې كه څه هم له هغه قومونو او ټبرونو نه وي؛ بلكي سيد ظاضلم د عروه الوثقى په ملحقاتو كې ويلي دي: آن هغه كافر ته چې په جګړه كې وي، هم صدقه وركول روا دي.[سمول]

سوځېدل او د قربانۍ ښخول :[سمول]

هره ورځ دا معموله ده چې حاجيان يو چاته پيسې وركوي، چې قرباني يې ومني، (12) او هغه سړى قرباني تر ذبح كولو وروسته تر خاورو لاندې كوي، او يا يې بوې خوا ته اچوي، ځكه په هغه وخت كې د قربانۍ غوښه ډيره ده او مصرف كوونكي نلري، هغه څه چې مې لوستې يو سړى مې ونه موند، چې د هغه پر روا والي او يا نه روا كيدو يې نيوكه كړې وي، د دغه عمل د حكم پر پوهيدو، او پر دليل يې په (1949) كال كې يې مصري حاجيان دې ته اړ ويستل،چې په دغه برخه كې د الازهر پوهنتون استفتا وكړي، او اجازه تر لاسه كړي، چې د قربانۍ بيه اړو كسانو ته وركړي؛نو جليل عالم شيخ محمود شلتوت “د رساله الاسلام” دلومړي ټوك په څلورمه ګڼه كې چې د قاهرې دارالتقريب هغه نشروله، وليكل او واجبه يې وګڼله چې ذبح دې شي، كه څه هم ويې سوځوي او يا يې ښخه كړي، په 1950 كال كې كله چې په بيروت كې دارالعلم للملابين وغوښتل چې د الاسلام مع الحياه كتاب دويم ځل ته خپور كړى، ما پدې سرليك چې “آيا اسلام موږ ته په قربانۍ كولو سره امر كړي، حال دا چې فساد ته پرېښوول كېږي” په دوو ګڼو كې مې د څټه اوږدې مقالې ورپسې درج كړې،او دې نتيجې ته مې ورسولې، چې قربانې په هغه ځاى كې واجبه ده،چې خوړونكي ولري،او يا يې ساتل او وچول امكان ولري،او يا داسې چې خوړل يې روا وي؛خو څه وخت چې لنډ په لنډه له مينځه ولاړ شي، لكه دا چې وسوځي او خاورې شي، روا كوونكي يې دي هر څوك چې پر هغه لازياته څېړنه او ورباندې د پوهردلو دليل غواړي هغوى دې د اسلام مع الحياه دويم چاپ ته مراجعه وكړي.[سمول]

نو پدې حالت كې د وسائل الشيعه په كتاب كې له هغه حديث خبر شوم، چې د “باب تاكد استحباب الاضحيه” په برخه كې دغه روايت د حضرت صادق (ع) له پلرونو او هغوى د خداى (ج) له رسول (ص) روايت شوي چې ويلي يې دي: دغه قرباني مو د مسكينانو مړولو ته وګڼله،چې ج له غوښې ج يې وخوري.

دغه حديث كه څه هم د مستحبې قربانۍ په برخه كې پر ځانګړى ډول راغلى؛خو ددې ترڅنګ د واجبې قربانۍ مسله هم روښانه كوي.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ التذكره.[سمول]

(2)_ التذكره.

(3)_ دمخه مو وويل چې د اماميه وو په قول د مكې پر اوسيدونكيو د افراد يا قران حج واجب دى؛خو نور مذاهب وايي،د دري ګونو حجونو ترمنځ د يوه په ادا كولو سره خوښمن دي.

(4)_ الفقه علىالمذاهب الاربعه.

(5)_ له مكې د يوه فرسخ په فاصله كې دى.

(6)_ التذكره.

(7)_ المغني والفقه على المذاهب الاربعه و فقه السنه.

(8)_ الجواهر و مناسك آيت الله حكيم او آيت الله خويي.

(9)_ په هغه ځاى كې يې وګورۍ،چې هلته د قرآن ښكاره نص وى،د ټولو اسلامي مذهبونو ګډ توافق دى، د سني او شيعه ترمنځ توپير نشته، او ترمنځ يې اختلاف د نص نه موجوديت يا د هغه ګونګ حالت، يا د غربت او يا عروضي كيدو، يا بې لدې په تغير او تطبيق كې دى، او دا غوڅ دليل دى، چې ټولو له يوې منبع سرچشمه نيولى او ورڅخه صادر شويدي.

(10)_ التذكره.

(11)_ المغني.

(12)_ ښاغلي حكيم ويلي دي: كه د قربانۍ كولو له صدقې معذور و، غاړه ئې خلاصه ده، او كه فقير تر مال پرته صدقه ونه منله، واجبه نده.

د مكې او منى ترمنځ:[سمول]

ومو ويل چې د جمرې عقبه ويشتل د ذبحې پر لسمه ورځ په منى كې لومړنى عمل دى چې ترسره كېږي، دويم عمل قرباني ده ، او درېم عمل د سر خرييولو يا د ويښتان لنډول دى چې د “سعى او تقصير” تر سرليك لاندې موږ وويل، همداسې “په منى” كې تر سرليك لاندې پر قربانۍ د سرخرييلو يا وېښتانو لنډولو د حكم وړاندې والي ته موږ اشاره كړې او هر څوك چې يې مفصل معلومات غواړي، كولاى شي هغو دوو فصلونو ته مراجعه وكړي.[سمول]

چې كله حاجې په منى كې د اختر ورځ د ويشتلو، قربانۍ او تقصير عملونه تر سره كړل، بيا مكې ته ورځي او د مكې طواف پر ځاى كوي، همغلته تر طواف خلاصولو وروسته دوه ركعته د طواف لمونځ ادا كوي او بيا د صفا او مروه تر بشپړولو ووځي.

د څلورګونو مذاهبو په نزد حاجي تر دغه طواف وروسته بيا منى ته ورځي، او ټول حرام شيان آن خپلو ښځو ته د ورنږدي كيدو عمل هم ورته روا كېږي، اماميه يو بل طواف د نسا د طواف په نوم او دوه ركعته د هغه طواف لمونځ ادا كوي، چې په نزد يې پر دغه طواف سره له ښځو سره د نږدې والي ستونزه له مينځه ځي او ورته روا كېږي، د مخه مو په اړه يې په بشپړه توګه خبرې كړيدي.

په منى كې تر سبا پورې شپه تېرول :

چې كله طواف خلاص شو،د تشريق په شپو كې چې يوولسمه، دوولمسه او ديارلسمه شپه منى ته د ورتلو پر وخت واجب دي؛خو كه پكار كې بېړه وي؛نو بيا دا شرط نشته، چې له منى په دوولسمه ورځ تر لمر لويدو دمخه صورت ومومي، پدې وخت كې په درېمه ورځ پر هغه څه نه واجبېږي،ځكه خداى تعالى ويلي دي: “فمن تعجل فى يومين فلا اثم عليه”. يعنې څوك چې پدې ورځ مسافرۍ ته بيړه وكړي، ورباندې ګناه نشته.

ابوحنيفه ويلي دي: په منى كې د شپې تيرول سنت دي خو واجب ندي.

څوك چې په منى كې د شپې تيرولو پر واجبوالي قائل دي، سره متفق دي چې دغه تم كيدل عبادت دى، نه ركن، او كه څوك دغه واجب پرېږدي،په كفاره كې يې سره مخالفت لري.

ابن حنبل ويلي دي: ورباندې څه نشته.

شافعي ويلي دي: يو مد خواړه كفاره لري. (1)

مالكيه وو ويلي دي: د هغه پر ذمه قرباني ده. (2)

اماميه وو ويلي دي: كه يې له منى پرته په بل ځاىكې شپه تېره كړه،حال دا چې په مكه كې تر سهاره پورې پر عبادت لګيا وي، كفاره نلري؛خو كه بې عبادته يې شپه تېره كړه، او يا يې بې له مكې پر بل ځاى كې شپه تېره كړه، كه څه هم پرعبادت لګيا وي، بايد د هرې شپې په بدل كې يو پسه كفاره وركړي، كه څه هم په ناپوهۍ كې وي، او يا يې هير كړي وي. (3)

د منى په شپو كې خاص عملونه نشته؛خو شپه په ويښه تيرول او عبادت كول مستحب دي.

د تشريق د ورځو ويشتل :[سمول]

كه حج د تمتع يا قران او يا مفرده په نيت وي، په هره ورځ بې له درى ګونو جمرو ويشتلو بل عمل تر سره كول پكې نشته؛خو د شګو او نورو مسئلو شمېره همغه ده، چې بيان يې د اختر په ورځ د جمرې عقبه د ويشتلو په مراسمو كې تير شو،اماميه وو ويلي دي: د ويشتلو وخت په هرو درېو ورځو كې له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې دى. څلورګونو مذهبونو هم دغه وخت ټاكلى دى. كه يې تر زوال دمخه ويشتل وكړل، بايد له سره اعاده شي، اماميه وو زياته كړې او ويلي يې دي: د زوال وخت غوره دى.[سمول]

ابوحنيفه دجمرو ويشتل يواځې پر ديارلسمه ورځ تر زوال دمخه روا بللي؛خو معذورو كسانو ته يې آن تر لمر لويدو وروسته روا كړيدي.

د خداى (ج) شكر ادا كوو چې ټول مذهبونه د كاڼو د دغه شمېرې او ويشتلو پر څرنګوالى پدې درېو ورځو كې په يوه نظر دي،او موږ لاندې د ويشتلو د څرنګوالى په اړه لكه څنګه چې د تذكرې او مغنې په كتابونو كې راغلي دي، يادونه كوو،د خداى پاك د كور زيارت كوونكى هره ورځ په دغه درېو ورځو كې (21) كاڼي په درېو مرحلو كې (هره مرحله 7 كاڼي ) له لومړۍ جمرې (څلي) چې له مكې تر ټولو جمرو ليرې پرته ده او د “خيف” مسجد ته ورلنډه ده، پيلوي او مستحبه ده، اووه كاڼي د حذف (4) په څير د جمرې په كيڼه خوا چې د مسيل يا خوړ په منيځ كې ده، وولي،او هر كاڼى چې ورولي، تكبير او دعا دې ووايي، بيا دې د دويمې جمرې پر لور،چې وسطى، جمره نومېږي، ورشي، او د لاري د كيڼې خوا دې مخامخ قبلې ته ودرېږي، او د خداى پاك ستاينه او پر پيغمبر (ص) دې درود ووايي بيا دې لږ پرڅنګ ولاړ شي او دعا دې ووايي، او همغه ډول چې په لومړۍ جمره كې يې كاڼي پر څلي ورغورځولې وې، همغسې دې پر منځنۍ ياوسطى جمره هم كاڼى ور وار كړي، بيا دې ودرېږي، او دعا دې ووايي، بيا دې د دريمي جمرې پر خوا چې عقبه نومېږي، ولاړ شي،او د تيرو دوو جمروو په څير دې پر عقبه جمره هم كاڼي وروولي، او بيا دې ودرېږي او دعا دې ووايي، او په هغې سره ويشتل يا رمى پاى ته رسېږي.(5) كه يې په منى كې بيتو ته (شپه) تېره كړه، د هغه كاڼو شميره چې په منى كې يې پر دغه درېو ورځو كې ولي، 63 كاڼى دي، هره ورځ 21 كاڼى پر هغو 7 كاڼو سربيره، چې د اختر په ورځ يې ويشتلې دي، چې له دغه 7 كاڼو سره ټول 70 كاڼي كېږي، وروسته له هغه چې د تذكره مولف هغه څه چې وويل شول، راوړل، وايي،: موږ پكې هيڅ مخالفت نه وينو د مغني مولف وايي: په هغو ټولو كې چې مو وويل ، مخالف نه وينو، بې له مالك چې د لاس پورته كولو مخالف دى.

هغه څه چې د مغني مولف ياد كړي كټ مټ يا د تذكرې د مولف يادونو ته ورته څيزونه دي.

ډاګينه شوه چې له دغو درى ګونو جمرو هره يوه يې په منى كې بيل ځاى او محل لري، چې ورنه تيرى روا ندى، مذهبونو د جمرو ترمنځ دترتيب واجب والى (بې له ابوحنيفه) په يوه اتفاق ښودلى، چې كه كوم سړي،يو پر بل وړاندې وګاڼه د هغه اعاده چې پرې واجبه ده، بايد بېرته له سره په ترتيب سره ترسره شي، ابوحنيفه ويلي دي: ترتيب واجب ندى (6)

د جمرو ويشتل په سواره يا پلي دواړو شكلونو روا دي،خو پلي ويشتل غوره دي، څوك چې معذور وي، بل سړى ته دهغه پرځاى رمې يا ويشتل په سواره يا پلي دواړو شكلونو روا دي؛خو پلي ويشتل غوره دې، بل سړى پر ځاى يې رمې يا ويشتل كولاى شي،كه يې تر دويم ځل ويشتلو وروسته، تكبير يا دعا يا درېدل پرېښوول ورباندې څه نشته، كه په لوی لاس يا په هيره يا ناپوهۍ سره د ويشتلو مسْله يوه ورځ وځنډېږي، يا ټول ويشتل د تشريق تر پايه پورې شاته ولوېږي،او ټولى په يوه ورځ وويشتل شي،د مالكيه او شافعيه وو په نزد كومه ستونزه نده،ابوحنيفه ويلي دي: كه د يوې يا دوو يا درېو كاڼو غورځول سبا ته وځنډېدل، بايد هر كاڼى ته يوه مسكين ته ډوډۍ وركړل شي،او كه تر سبا پورې د څلورو كاڼو غورځول وځنډيدل، يوه قرباني ورباندې واجبه ده، څلورګوني مذهبونه سره يوه خوله دي، چې كه چا د تشريق دورځو تر پايه پورې د جمرو ويشتل ونكړل، بله رمې يا ويشتل پرى واجب ندى،څلورګوني مذهبونه يې په كفاره كې سره مخالف دي،مالكيه وو ويلي دي: كه چا يوه يا ټولې جمرې پريښوولې بايد قرباني وكړي، احنافو ويلي دي: دټولو جمروو پر پريښوولو سره قرباني واجبه ده؛ خو كه يوه يا له يوې ډيرې جمرې پريښوول شي،بايد هرې جمرې ته يوه مسكين ته خواړه وركړل شي، شافعيه وو ويلي دي: هر كاڼي ته بايد يو “مد” خواړه وركړل شي، او د دوو شګو پر ځاى “درى” مده خواړه وركړي. (7)

اماميه وو ويلي دي: كه د يوې يا څو جمرو ويشتل هېر شول، په بله ورځ يې چې د تشريق ورځې پاى ته نه وي رسيدلې، بايد اعاده يې كړي، او كه ټولې جمرې آن مكې ته تر رسيدلو پورې هيرې شوې؛نو د تشريق د ورځو تر پاى ته رسېدو دمخه بايد منى ته ورشي او د جمرو ويشتل ورباندې واجب دي. لدې پرته بل كال بايد يا پخپله او يا د وكيل له لارى جمرې وولي؛خو كفاره نلري.(8)

او دا د حكيم او خويي له فتوا سره برابره ده، بې لدې چې ښاغلي حكيم ويلي دي: د قضا واجب والى تر ټولو قوي دى،او ښاغلي خويي ويلي دي: احتياطا د قضا راوړل واجب دي، او دواړه سره يوه خوله دي چې كه يو سړي په لوی لاس ويشتل پرېږدي،حج يې باطل ندى.

مخكې موږ دې ټكي ته اشاره وكړه،چې د مذهبونو په اتفاق حاجي كولاى شي د تشريق له ورځو دوې ورځې ځانته وخت وركړي، ويشتل تمام كړي او د دوولسمې ورځې تر پاى ته رسېدو دمخه له منى ووځي،كه د دوولسمې ورځې تر لمر پريوتو له منى ونه وت، پرې واجبه ده، چې شپه په منى كې تېره كړي، او پر ديارلسمه ورځ جمرى ولى، خو اماميانو ويلي دي: دغه وتل او بيړه هغه ته دي،چې له ښكار او ښځو ته د لاس وړو يې ډډه كړې وي، كه داسې نه وي؛نو ورباندې واجبه ده چې ديارلسمه شپه په منى كې پاتي شي، مستحبه ده چې په منى كې د خيف په جومات او د هغه غره په لمنه كې چې د خيف د غره په نامه يادېږي لمونځ وكړي. (9)

په منى كې د مناسكو تر پاى ته رسيدو وروسته مكې ته د تللو پر وخت د اماميه وو او مالكيه وو په نزد د وداع طواف واجب دى.

احنافو او حنبليانو ويلي دي: د وداع طواف پر غير مكي او هغوى چې په مكه كې له منى تر راتلو وروسته د پاتې كيدو تمه نلري، واجب دى.

كه كومه ښځه د وداع له طوافه دمخه حائضه شوه (لمونځ يې خراب شو) كولاى شي چې بې له طواف وداع له مكې ووځي،او د قائلينو په نزد پر غير حائضه د طواف د واجب والي له امله كفاره نشته؛خو مستحبه ده چې ښځه له همغه دروازې ووځي چې ورته نږدې ده او جومات ته دې نه ننوځي.

دلته حج پاى ته ورسيد، او په راتلونكي فصل كې د حج انځور د مذهبونو له ګډې رائيې سره جوخت راوړو.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ التذكره والمغني و فقه السنه.[سمول]

(2)_ شرح الزرقانى على موطا مالك.

(3)_ مناهج الناسكين آيت الله حكيم.

(4)_ حذف يعنې كاڼي د غټې ګوتې پر سر ايښوﻻل كېږي او د شهادت يا دويمې ګوتې په څټ هغه وارېږي. ښاغلي حكيم ويلي دي: سمه خو دا ده چې په درېمه ويشتنه كې قبلې ته څټ وي، په المغني كې راغلي دي چې قبلې ته مخامخ ويشتل وكړي.

(5)_ التذكره والمغني .

(6)_ بدايه ابن رشد، والمغني.

(7)_ التذكره.

(8)_ التذكره.

د حج شكل:[سمول]

د لوستونكي رڼا اچونې او آسانتيا ته پر حج پورې تړلي ټول عملونه د شريعت د اصولو له مخې په ترتيب سره يادوو:

څوك چې له مكې لرې دي، چې كله له ميقاته (له محاذه تير شي) بايد احرام وتړي او لبيك دې پيل كړي. (1) دلته د مفرده عمرې، يا تمتع يا مفرده، يا قران تر منځ څه فرق نشته؛خو مكيان له خپل هستوګنځي احرام تړي،او چې كله يې د خدای (ج) پر كور سترګې ولګيدلې،د تكبير او تهليل ويل پرې مستحب دي، او همداسې كه مكې ته ورداخل شو،غسل پرې مستحب دي، او بيا دې وروسته مسجدالحرام ته ورننوځي،او پر حجرالاسود دې لاس راكاږي او كه وسه يې وشوه ښكل دې يې كړي، كه نه په لاس دې ورته اشاره وكړي، او د ورو د يا قدوم طواف دې كه هغه مفرد و يا قران په مستحبه توګه ادا كړي، او بيا دې دوه ركعته تر طواف وروسته د طواف لمونځ وكړي، او كه پر وس يې پوره شوه؛نو پر حجر الاسود دې لاس راكاږي او له مسجد الحرام دې د باندې راووځي،او په مكه كې دې پخپل احرام كې پاتې شي،څرنګه چې د ذيحجې اتمه ورځ شوه د تمايل په صورت كې دې د عرفات پر خوا يوه ورځ دمخه ولاړ شي، كه يې د مفرده عمرې يا تمتع حج نيت كړى و؛نو واجب طواف دې وكړي،او د طواف دوه ركعته لمونځ دې وكړي، بيا دې د صفا او مروه ترمنځ سعې وكړي، او وروسته له هغه دې سر وخرييي يا يې دې كم كړي. (2) دلته له احرامه وځي،او ټول حلال څيزونه (چې په احرام كې ورباندې حرام شوي وو)ورته روا كېږي، آن له ښځو سره نږدې والى هم.

هغه څوك چې د تمتع حج كوي،بايد داسې له مكې په احرام كې ووځي،چې وكولاى شي د ذيحجې پر نهمه عرفات ته دريدو ته د زوال وخت وپېژني او غوره ده چې د ذيحجي پر اتمه تر ناودان لاندې احرام وتړي د احنافو،شافعيانو او مالكيانو له نظره،حاجي هغه وخت له منى د عرفات پر لور مخه كوي،چې په تمتع،يا قران يا مفرده حج كې د عرفات درېدل د نهمې ورځې له زوال بيلوى د لسمې ورځې تر سپيده چاوده پورې د حنبليانو په نزد د نهمې له سپيده چاوده د لسمې تر سپيده چاوده پورې. (3) حاجي په عرفات كې پر دعا ډير اسرار كوي، ځكه مستحبه ده وروسته له هغې مزدلفې ته ځي،او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په مزدلفه شريفه كې يوځاى ادا كوي،د احنافو،شافعيانو او حنبليانو په نزد په مزدلفه كې د دې شپې تېرول واجب دي،د اماميه وو او مالكيانو په نزد واجب نده، بلكي غوره ده.

د اماميه وو او احنافو په نزد په مشعر الحرام كې پاتې كېدل تر سپيده چاود وروسته واجب او د نورو په نزد مستحب دي،حاجي په مزدلفه كې 70 كاڼي چې مستحبې دي ټولوي چې په منى كې د شيطان څلي ورباندي وولي،بيا د كاڼو تر ټولولو وروسته د اختر په ورځ تر لمرختو دمخه منى ته روانېږي، او هلته د جمرې عقبه ويشتل تر سره كوي، كه هغه د تمتع حج وي يا د قران يا مفرد،او د ويشتلو وخت له لمر ختو تر لمر لويدو پورې دى،د ويشتلو پر وخت تكبير او تسبح ويل مستحب دي،په يوه خوله كه په تمتع حج كې غير مكي و،ذبح كوي او په يوه خوله پر مفرده حج ذبح واجبه نده؛خو مستحبه ده مګر په قران كې د څلورګونو مذاهبو په نزد ذبح واجبه ده، او د اماميه وو په نزد واجبه نده،څو په احرام كې له ځانه سره قرباني ونلري،د اماميه وو په نزد مكيانو ته په تمتع حج كې ذبح واجبه ده،، او د نورو مذهبونو په نزد واجبه نده، بيا سرخرييي يا ويښتان لنډوي، كه هغه د تمتع حج وي يا قران يا مفرده،او د حنبليانو، شافعيانو او احنافو په نزد ټول هغه شيان چې د احرام په وخت كې پرې حرام وو، د سر خرييلو او تقصير په وجه بې له ښځو سره ورته روا دي؛خو اماميه او مالكيه د ښځو ترڅنګ عطر هم حرام ګڼي.

بيا په همغه ورځ مكې ته بېرته ورګرځي، (يعنې د اختر ورځ) او د كعبى شريفي طواف كوي بيا د طواف دوه ركعته لمونځ ادا كوي، كه هغه د تمتع حج وي يا مفرده يا قران، د څلورګونو مذاهبو په نزد هر څه حتى له ښځو سره د يوځاى كيدو اجازه هم روا كېږي.

كه حج تمتع وي په اتفاق سره د صفا او مروه ترمنځ سعى كوي،او كه مفرده يا قران و، د اماميه وو په نزد د كعبې تر طواف وروسته سعى واجبه ده،او غير اماميه وايي چې كه ترورو دې طواف وروسته سعى وى، هغه واجبې نه ګڼى او كه داسې نه وي؛نو واجبې دي، د اماميه وو په نزد تر سعى وروسته يو بل طواف واجب دى، كه تمتع وي يا قران يا مفرده ،او دا همغه د نسا طواف دې، چې بې له دغه طواف هلته ورته ښځې نه حلالېږي.

حاجي وروسته په لسمه ورځ بيرته منى ته ورګرځي، او د يوولسم شپه هماغلته ويده كېږي، او په اتفاق سره پر يوولسمه ورځ له زواله تر لمر لويدو پورې درى واړه جمرې ولي، او اماميه تر لمر ختووروسته او تر زوال دمخه د جمرو ويشتل روا ګڼي.

بيا پر دوولسمه ورځ،همغسې چې يوه ورځ يې دمخه تر سره كړى،همغه بيا تر سره كوي او كولاى شي تر لمر لويدو دمخه منى پرېږدي، كه لمر ولويد،او حاجي په منى كې و، ورباندې واجبه ده چې ديارلسمه شپه په منى كې پاتي شي او پر دريالسمه ورځ درى واړه جمرې وولي، تر ويشتلو وروسته، تر زوال دمخه يا تر زوال وروسته چې په هر يوه كې يې وغوښتل ،مكې ته بېرته راستنېږي، څرنګه چې مكې ته داخل شو، د اماميه او مالكيه وو له نظره د وداع طواف ورباندې مستحب دى،او د نورو مذاهبو له نظره له مكيانو پرته پر نورو ټولو واجب دى.

او دلته د حج اعمالو ته د پاى ټكى ږدو. و صلى الله على محمد و اله الطاهرين.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ د مالكيه، اماميه او حنيفه وو په نزد لبيك ويل واجب دي، او د حنبليانو په نزد مستحب ، خو وخت ئې د احرام له پيله دى.[سمول]

(2)_ اماميه وو ويلي دي : څوك چې مفرده عمره ادا كوي د سر خرييلو او تقصير ترمنځ اختيار لري؛خو كه تمتع و بايد تقصير وكړي همداسې تر سر خريلو او يا تقصير وروسته بايد د نسا طواف وكړي،چې بې له دغه طوافه ښځې ورته روا ندي څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د سر خرييلو او تقصير تر مينځ خپله خوښه يې ده، او د نسا طواف پر هغه چا چې عمره يا حج ادا كوي، واجب ندى، همداسې لكه مالك چې په مفرده عمره كې د سرخرييل يا تقصير واجب نه بولي.

(3)_ د اماميه وو په نزد د عرفات په ټول مخصوص وخت كې پاتې كېدل واجب دي، او د غير اماميه وو په نزد كه يوه شيبه هم وي كفايت كوي، ټول مذهبونه اجماع لري چې د دوو لمونځونو يوځاى ادا كول مستحب دي ځكه پيغمبر (ص) په عرفه كې دواړه لمونځونه يوځاى ادا كړي دي. يعنې لومړى د ماښام او بيا د ماسخوتن پرله پسې.

د لوى اختر يا ذيحجې مياشت

په ډېرو كلونو كې داسې پيښېږي،چې بې له اماميه وو د ذيحجې د مياشتې په لومړۍ شپه د ثبوت حكم وركوي،او د مكې او مدينې حكومت پر عملي كېدو كې يې ځان ذمه وار ګڼي، بې لدې چې د اماميه وو مجتهد ته ډاګينه شوې وي، دهمدې اصل له مخې په عرفات كې د اماميه وو حاجي د تم كېدو او ډېرو نورو داسې عملونو په اړه چې بايد پام ورته وشي څه وكړي؟ هغه عملونه چې د عرفات د دريدو پر وخت يې ټول خلك په ټاكلي وخت كې ترسره كوي، كه مرسته ورسره ونشي، كولاى شي چې نوموړى حاجي پر خپل مذهب عمل وكړي، آيا حج يې باطل دى؟ ښاغلي حكيم د “مناهج الحج” كتاب په 91 مخ كې چې په 1381 ه. ش كال چاپ شوى ويلي دي: كه كوم سني حاكم د مياشتې پر ثبوت حكم وكړي او درېدل يې په عرفات كې د ذيحجې پر اتمه ورځ وي او په مشعر كې پر نهمه ورځ؛خو د اماميه عقيدې حاجي له سنيانو سره د وېرې او ضرر له كبله له هغوى سره سم د دوى پر عقيده او عمل ځان برابر ښكاره كړي او ځينې سني عملونه وكړي، دغه درېدل يې سم او پر ځاى دي، غاړه يې خلاصېږي؛خو كه د بل چا وكيل وي چې د حج كول پر غاړه يې دي يا د ذمه وار وكالت يې كړي وي، يا خپل ځان ته مستحب حج ادا كوي، يا بل چا ته مستحب حج كوي، كه پر روا والي يې پوهېږي يا نه خو چې له حكم سره ټكر ولري د اماميه حاجي او نورو ترمنځ څه توپير نشته.

د 1381 ه. ل كال چاپ د “مناسك” نومي كتاب په 80 مخ كې ښاغلي خويي وايي: كه مياشت د سني قاضي په وړاندې ثابته شي او ورباندې حكم وكړي،حال دا چې د شيعه په وړاندې لا نه وي ثابته شوې؛خو كه له واقع سره جوخت هغه حكم د شيعه او سني ترمنځ برابر و؛نو بيا د دوى دواړو متابعت واجب دى؛او پرعرفات بايد دواړه يوځاى ودرېږي او دا حج روا دى،د شكه وتلې څرګندونې له مخې كه څوك د ضرر له وېرې د بل پر عقيده اوعمل ځان ښكاره كړي او پردې ګومان چې ګواكي ورسره يې په مخالفت كې له احتياطه كار اخيستى دى،يو حرام (ناروا) كار يې كړېدى او حج يې باطل دى.

شك نشته چې خداى خپلو بنده ګانو ته آسانتيا غواړي،او ستونځې نه ورته غواړي، او د دويم حج كول سختي ده، آن تردې چې څوك تر يوه د ډيرو حجونو كولو وس لري، كه بل كال هم د تېر كال په څير سره مخالف وي، دغه حاجي بيجاره څه وكړي آيا دويم ځل حج ورباندې واجب دى،څو له مذهب سره يې برابر شي دوه ځلې،درى ځلې، څلور ځلې حجونه وكړي،امير المومنين حضرت على (ك) وايي: خداى پاك ستونزه آسانه كړی او كړاو يې ندى سخت كړى او پر لږ عمل يې ډير اجر وركړي دى، نور نو تر هغه ځايه پورى چې وپوهېږو د اهل بيتو امامانو په زمانه كې همدغه راز پيښې شوې او معلومه نده چې شيعه ګانو ته دې د حج د اعادې امر شوى وي، ځكه ښاغلي حكيم د الناسك پر دليل سره ويلي دي: د اثر موندلو په صورت كې د غير امامي قاضي حكم روا دى، او دا د ائمه وو د ژوند او د پيروۍ په دريځ كې يې د سوچه سيرت غوښتنه ده، بې لدې چې پر څه د تيري په حال كې وي؟ د ښاغلي شارودي د مناسكو په كتاب كې راغلي چې روا ده د دغې مسئلې په اړه ځانګړي يوه داسې مجتهد ته ورشي، چې پر روا والي قايل وي، دا راسره ومنۍ چې له مجتهده د داسې خبرو اوريدل زما عقل نه مني، سره لدې چې له يوه زياتو مجتهدينو مې چې عوام يې پيروي كوي،لوستي او اورېدلي دي،ځكه كه مجتهد مطلق وي بايد د كولو يا نه كولو فتوى يې وركړي،او كه مجتهد مطلق نه وي، حق نلري، دتيرو پرپله د پل ايښودو دعوا وكړي.

او كه كوم يو ويونكى ووايي: د مطلق مجتهد شرط دا ندى،چې تم دې نشي،او په څه شي كې دې پام ونكړي، بلكې بايد د پام د دريدو وړ كسان وي،ځكه پام كول د خلاصون لاره ده.

په ځواب كې وايو دا ښكاره غولونه ده، ځكه چې د پام واجبېدل په هغه مسله كې دى، چې فتوى ورباندې صادره شوېده، لكه څنګه چې د تقليد په مراجعو كې يې په ډول ډول مسئلو كې تر سره كړېده.

د رسول اكرم (ص) زيارت:[سمول]

د رسول اكرم (ص) زيارت ټينګ مستحب دى او پر باوري روايت سره ثابته شوېده چې ويلي يې دي: څوك چې زما تر وفات وروسته زما د قبر زيارت وكړي، د هغه سړي په څېر دي چې پر ژوند يې له ما سره هجرت كړي وي،او همدا رنګه ويلي يې دي: زما په جومات كې لمونځ داسې دى لكه په نورو جوماتونو كې چې يو زر لمونځونه وكړي، پرته له مسجدالحرام چې هلته يو لمونځ زما د جومات له يو زرو لمونځونو سره برابر دى، د پيغمبر (ص) په جومات كې د لمانځه پر استحباب ډير ټينګار شوېدى،چې دا لمونځ د انحضرت (ص) د منبر او قبر ترمنځ ځاى كې چې هغلته د جنت د باغونو د ګلونو ځاى دى ادا كړل شي،چې دغه ټكى په حديث شريف كې هم په ډاګه شوېدى، د مدينې ټولو جوماتونو ته ورتلل مستحب دي لكه د قبا جومات،مشربه ام ابراهيم، د احنافو جومات او نور،همدغه ډول دټولو شهيدانو د قبرونو زيارت،په خاص ډول د سيد شهدا حضرت حمزه (رض) قبر ته په احد كې ورتګ مستحب دى،او په بقيع كې دائمه وو زيارت يعنې حضرت امام حسين او امام حسين (رض) امام زين العابدين،امام محمد باقر او امام صادق عليهم السلام هم مستحب دى؛خو د حسن او حسين د مور زيارت داسې دى لكه د پلار زيارت يې چې كړي وي، ځكه هغه د خداى (ج) د پيغمبر د وجود يوه ټوټه وه او د قبر د ځاى په هكله يې ډول ډول خبرې دي،چې حقيقت ته ورنږدي يې په خپل كور كې د خپل پلار له څنګه ښخه شوېده ،چې كله بني اميه وو جومات لوى كړ، قبر يې د جومات يوه برخه شوه،او دغه قول د ابن بابويه دى همغسې چې ومو ويل دغه قول صواب ته ورنږدې دى،ځكه له هغه روايته چې وايي قبر يې په جومات كې د منبر او قبر ترمنځ دى ليرې ندى والله وحده العالم.[سمول]

د حرمينو د جوړيدو تاريخ:[سمول]

كعبه تر ټولو لومړنۍ له بركت او هدايته ډكه كوټه ده چې خداى تعاى د خپلو بنده ګانو ګټى ته پر خپل ځاى وټاكله او په منځنۍ آسيا كې د سپيڅلي عبادت تر ټولو پخوانى ځاى دى او بنسټ يې د نبيانو نيكه حضرت ابراهيم او زوى يې حضرت اسماعيل كېښود: لكه څنګه چې د بقرى سورت په 127 آيت كې راغلي دي: “و اذ يرفع ابراهيم القواعد من البيت و اسماعيل ربنا تقبل منا انك انت السميع العليم”، يعنې هغه وخت چې ابراهيم (ع) او اسماعيل (ع) دواړو د كعبې تاداوونه پورته كول ويې ويل زموږ خدايه ! ته زموږ دغه كار پخپل دربار كې ومنه بيشكه چې ته اورېدونكى او پوه يې،اسماعيل (ع) ډبرې راوړلې او ابراهيم (ع) هغه پر خپلو ځايونو ايښوولې،څو تاداو د سړي د قد په كچه رالوړ شو،همغه وخت يې حجرالاسود پر خپل ځاى كې كېښووله،يو شمېر روايتونه خبر راكوي: چې كله پخوانۍ كوټه (كعبه) ابراهيم (ع) جوړه كړه جګوالې يې دهمغې وخت د اوږدوالي له واحده سره برابر (9) ذراعه (زراع د انسان له څنګلې نه تر ګوتو پورې كچې) ته وائي او مساحت يې شل په ديرش ذراعه و او دوه ورونه يې لرل او پر سرباندې يې بام نه درلود؛خو ويلي يې دي: حجرالاسود له آسمانه حضرت جبرئيل (ع) راوړ او هم ويل شويدي چې كله آدم (ع) له جنته دځمكې پر لور رانازل شو، حجر الاسود ټوله بشپړه سپينه وه، او له ځانه سره يې راوړه؛خو د خلكو د ګناهونو له امله رنګ يې تك تور واوښت، ځينې نور شيان هم ويل شويدي، موږ ته څه زيان نه رسوي، چې پر دغو خبرو او دېته ورته ايمان رانه وړو، موږ د ريښتيا او درواغو د سرچينې پر پېژندلو او د لاملونو پر بحث يې اړ نه يو؛خو موږ ته يواځې دا بس ده چې هغه سپيڅلي وبولو،ځكه پيغمبر اكرم (ص) هغه ته د تقديس په سترګه كتل او احترام يې ورته لاره، او چې كله د سر په اړه يې وپوښتل شو، وايو خداى او رسول يې تر هر چا ښه پوه دي، ځينې له روايتونو دا دليل لري،چې د خداى خونه (كعبه) د همغه ابراهيم پر لاس جوړه شوې كعبه وه او د پيغمبر (ص) د پنځم نيكه يعنې تر قصى بن كلاب پورې همغه كعبه وه؛خو چې كله د قصى بن كلاب زمانه راورسيده د كعبې خونه يې له سره نوې كړه، او هغه خونه د خداى پاك د رسول (ص) تر 35 كلنۍ پورې پر ځاى وه،څو يو لوى سيلاب راغۍ او ديوالونه يې ونړول او له ځانه سره يې يووړل. بيا له سره قريشو د خونې رغونه يې وكړه،او څنګه چې د سړي له قد سره برابره شوه او د حجرالاسود د ايښوولو وخت راورسيد،د قريشو قبيلې سره مخالفې شوې چې هرې يوې غوښتل د دغې مباركې ډبرې د ايښوولو وياړ وګڼي او كه د محمد (ص) پر پرېكړه سلا شوي نه واى نږدې و چې كار جګړې ته رسيدلى واى؛نو انحضرت (ص) خپل څادر وغوړاوه او پر خپلو مباركو لاسونو يې حجرالاسود پكې كېښووله او ويې ويل: د هرې قبيلې يو يو مشر دې د څادر يوه يوه پيڅكه ونيسي او هغوى ټولو د اېښودو تر ځايه يووړه بيا پيغمبر (ص) هغه په خپل لاس واخيستله او پر خپل ځاى كې يې كېښووله ” صلى الله عليك يا رسول الرحمه”[سمول]

هو پيغمبر (ص) هغه پر خپلو مباركو لاسونو پورته كړه او پرځاى يې كيښووله او خداى پاك او خلك يې ټول خوشحاله كړل،او دا يو غوڅ دليل دى چې ته (اې محمده (ص)) پر ټولو مخلوقاتو بر يې او تر رسالت وړاندې او وروسته رحمه اللعلمين يې ښكاره اشاره ده چې ته د الهې رسالت وړتيا لرې رښتيا چې ستا رسالت چا درواغ بللي، د كينې او انكار په وجه يې له حق او انسانيته سترګې پتې كړيدي، كعبه كټ مټ پر همغه پخواني حال پر ځاى وه،څو يزيد بن معاويه ته د خلافت موقعه په لاس ورغله او ابن زبير د حجاز د ملك پر سر ورسره جګړه وكړه، يزيد د مكې د غرونو پر سر منجنيكونه ودرول او يو زر ډبرې يې پر مكې وروغورځولې او هغې ته يې اور واچولو او كعبه تر ړنګيدو پورې ورسېدله، بيا ابن زبير هغه بېرته لكه څنګه چې وه بې له څه كمى او زياتې همغسې كټه مټه روغه كړه،او خوا او شا يې د ساج لرګې وكارول چې چنار ته ورته وو،څرنګه چې عبدالملك بن مروان ته خلافت ورسيد حجاج ابن زبير يې محاصره كړ،او بيا يې چې د كعبې يوه برخه ونړوله هغه يې وواژه،حجاج هغه څه چې خراب يا سوړې شوې وو، له سره يې پر جوړولو پيل وكړ او د كعبې شريفې ديوالونو ته يې تغيير وركړ او له هغو دوو ورونو يې يو بند كړ (غربي ور) او كعبه تر (1040) هجري كال پورې همغسې لكه څنګه چې حجاج جوړه كړې وه، پرځاى پاتې شوه، څويو ډير زور ور باران ووريد او ديوالونه يې ړنګ كړل،مسلمانانو تر خپل پيوستون او يووالى وروسته د شاوخوا اسلامي هيوادونو د خداى رضا حاصلولو ته چندې واچولې مالونه يې سره راټول كړل او هغه مباركه كوټه يې داسې ورباندې جوړه كړه لكه څنګه چې نن يې وينو، اوس له هغه وخته چې 1383 كا ل و. 343 كاله تير شويدي.

د رسول (ص) جومات:[سمول]

څه وخت چې د خداى رسول (ص) له مكې هجرت وكړ،مدينې هيڅ هم نلرل؛ نو ځكه دغه جومات لومړنۍ آبادي وه،چې جوړ يې كړ،وروسته په څنګ كې يې انحضرت (ص) ته كور جوړ شو، په لومړۍ وخت كې 35 × 30 مترو كې و چې وروسته بيا آنحضرت 50 × 75 مترو كې پراخه كړ دجوړيدو په لومړيو وختو كې په جومات كې منبر نه و،حضرت رسول الله (ص) په د خطابو پر موقعه دجومات پر يوې ستنې چې د خرما له لرګې جوړه شوېوه تكيه كوله ترهغو چې اصحابو له يوه لرګي چې دوې پټې يې لرلې يو منبر جوړ كړ، چې كله عمر بن خطاب د امورو متولي شو پنځه متره يې د سويل له خوا او پنځه متره يې د لويديځ له لورې او پنځلس متره يې د شمال له طرفه جومات ته پراختيا وركړه،او دختيځ له لورې يې ځكه جومات ته لاس ورنه وړ چې هلته د خداى د رسول د سپيڅليو ميرمنو كورونه وو .[سمول]

څرنګه چې عثمان بن عفان ته د امورو واګې وروسپارل شوې، جومات يې خراب كړ او همغومره يې پراخه كړ،لكه څومره چې عمر بن خطاب وركړي و او همدا راز يې د رسول الله د سپيڅليو ميرمنو كورو ته لاس نكړ،او د عثمان دغه آبادى همغسې پر خپل حال پاتې وه،چې وليد بن عبدالملك هغه ړنګه كړه او له هرې خوايي ورباندې ورزياته كړه او د خداى درسول د ميرمنو كورونه همدارنګه د عايشې كور چې له جومات سره يې تړلى جوړ كړى و، پر همدې ډول د خداى د رسول (ص) قبر شريف چې د عايشې په كور كې و په جومات كې راغلل،د وليد دغه جوړونه د هجري كال تر 266 پورې وه او مهدي عباسي خوا و شا يې پراخه كړه،چې په همغه شكل تر 654 هجري كال پورې پرځاى پاتې شو،څو په جومات كې اورولګيد او منبر اود نبوي جومات ورونه او نور شيان يې وسوځول او د جومات بام راپرېوت، تر شپږو كالو وروسته ظاهر بيرس (1) واكمن شو اود جومات، د جوړولو امر يې وكړ، او تر اور سوځيدو وروسته يې لكه څنګه چې دمخه و همغسې جوړ كړ ،چې تر سوځېدلو دمخه هم داسې نه و جوړ شوى، په لسمه پيړۍ كې عثماني سلطان سليم هغه د تعمير په ډول جوړ كړ او د نبوي منبر په لويديځه خوا كې ئې داسې ټينګ محراب جوړ كړ،چې تر ننه پورې شته، په ديارلسمه پيړۍ كې سلطان محمود عثماني پر هغه ځاى شنه ګنبده جوړه كړه او د ديارلمسې پيړۍ په آخر كې د جومات تعمير ته اړتيا وليدله شوه.

عثماني سلطان د جوړولو امر يې وكړ او مهندسينو درجه په درجه د جومات يوه يوه برخه نړوله او هغه به يې جوړوله تر پايه يې همداسې كار تر سره كړ…. پر 1277 هجري كال كې تر څو د جومات تعمير بشپړ شو.

و صلى الله على محمد و اهله الطاهرين و اصحابه اجمعين و عرف بيننا و بينهم و ارزقنا شفا عتهم يوم نلقاك يا مبدل السيات يا ضعافها من الحسنات انك ذوالفضل العظيم.

========================================

يادداښتونه:[سمول]

(1)_ چركس يو ملت و چې له پخوا راهيسې په شمال لويديځ قفقاز او د تورې بحيرې په ځينو غاړو كې ميشت وو او ډير يې تركيې، سوريې او اردن ته مهاجر شول.[سمول]

بحريون: د تركانو او چركس غلامان دي چې سلطان صالح ايوبي له بحريونو واخيستل او د نيل رودخانې ته نږدې يې د روضې په جزيره كې ميشته كړل، ظاهر ، د غلامانو د اتو تنو پاچايانو لقب دى چې د هغوى تر ټولو مشهور يې بيبرس دى. 676-659ه. (م)