ويکيپېډيا:بیت الحکمه ۲.۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیت الحکمه ۲.۰، دا هغه پروژه ده چې موخه یې د عربي، پښتو او فارسي/دري ویکیپېډیا او د هغو د انلاین محتوی بډایه کول دي. دغه پروژه د «نامحدودو افکارو» له خوا چې دفتر یې په نیویارک کې دی له «زه پر علم باندې عقیده لرم» دفتر سره په همکارۍ د ۲۰۱۸ز کال په پای کې پیل شوه.

دغه پروژه د انګریزې له ویکیپېډیا څخه د عربي، پښتو او فارسي/دري ویکیپېډیا ته د بېلابېلو موضوعګانو د ژباړې لپاره فریلانس ژباړونکي ګومارلي دي. د همدې پروژې اصلي تمرکز پر علمي او فلسفي مقالو باندې ده. د همدې پروژې بنسټګر یو ټولنیز کارزېږوونکی او همداشان د «نامحدود افکارو» د موسسې بنسټګر «فیصل سعید المطر» دی.

د «بیت الحکمة» پروژه، د «نامحدودو افکارو» او «زه پر علم عقیده لرم» تر منځ یو ډول همکاري ده، داسې چې لومړنی یې مالي ملاتړ برابروي او دویم یې د ژباړونکو ټاکنه او ګومارنه مخ ته وړي او د ژباړو له کیفیت څخه څارنه کوي. د ۲۰۲۰ز کال په پیل سره، د دغې پروژې له خوا د ژباړل شویو مقالو شمېر څه باندې ۱۰۰۰۰ ته ورسید.