ويکيپېډيا:اړينې ناليکلې ليکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که چېرته تاسو کومه ليکنه په انګليسي ويکيپېډيا يا بله ويکيپېډيا کې وينئ او د هغې ژبتړنې کې پښتو شتون نه لري، دا په دې مانا ده چې يا خو دا ليکنه پښتو ويکيپېډيا کې نشته ( نه ژباړل شوې او نه هم ليکل شوې) يا دا چې پښتو ويکيپېډيا کې د هغې اړوند ليکنه لا له دې ليکنې سره نه ده تړل شوې، که چېرته تاسو وموندله چې د هغې موضوع سره ورته موضوع په پښتو ويکيپېډيا کې موجوده ده، خو له کومې ژبې سره تړل شوې نه ده، نو مهرباني وکړئ، هغه له نورو ژبو سره په دې توګه وتړئ چې لومړی هماغه ليکنه پرانيزئ، بيا د ويکيپېډيا د مخپاڼې ښي لوري ته د ژبې تڼۍ باندې او له هغې وروسته تړنې ورګډول باندې کلېک وکړئ، وروسته په تړنه کې د هغې ژبې نوم وليکئ چې تاسو ورسره دا پښتو ليکنه تړل غواړئ، له هغې وروسته په ياده ليکل شوې ژبه کې د پښتو ليکنې سره معادل پاڼې نوم وليکئ او له هغې وروسته د مخ سره تړل باندې کلېک وکړئ او خپله ليکنه مو له بلې ژبې سره وتړئ. دوهم حالت دا دی چې داليکنه په پښتو ويکيپېډيا کې نه وي ليکل شوي، نو کوښښ وکړئ، چې ياده ليکنه پښتو ژبې ته د نورو ويکيپېډياګانو نه راوژباړئ.