ويکيپېډيا:اسلامي نهضتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

== په وروستيو سلو کلو کې اسلامي خوځښتونو ته

ځغلنده کتنه 
==

ليکوال:متفکر شهيد استاد مرتضى مطهري


ياددښت[سمول]

دا ژباړه چې لولئ،د شهيد استاد مرتضى مطهري ليکنه ده،چې پکې د خپل ليد له مخې يې د اسلامي نړۍ سمونپالو خوځښتونو ته ځغلنده کتلي دي.دا ليکنه چې تر پايه لولو؛نو پوښتنې راولاړوي،چې موږ ولې د خپل هېواد په باب د سمونپالو خوځښتونو او شخصيتونو په باب ليکنه نۀ راوړاندې کوو،چې ځوان نسل مو پوه شي،چې په هېواد کې د سمونې بهير له څه وخته پيل شوى،له کومو سړو تودو تېر شوي،څه پايلې يې درلودې، قوي او کمزوري ټکي يې کوم وو،اوس د سمونې د بهير څه نښې نښانې پاتې دي او که بيخي له منځه تللى دى.ايا ددې ضرورت دى،چې د هېواد په نويو شرائطو کې د سمونې د بهير له تېر تاريخه په ګټنې سره په سمونې لاس پورې کړو او ددې په سېر پوښتنې......؟اوس مو له ليکوالو،ويناوالو او لدې مسئلې سره له مينوالو غوښتنه ده، چې پدې اړه خپلې څېړنې راوړاندې کړي،چې ځوان کهول احساس کړي،چې د بهير په کوم موقعيت کې پراته دي. بلخوا فرهنګې يرغل،نوى کهول مو له خپل ديني فرهنګه پردى کوي؛نو ضروري ده چې ددې مقابلې لپاره موږ خپل تاريخي فرهنګي خوځښتونه او شخصيتونه وپېژنو او ورپسې ولاړ شو؛نو ځکه دا ژباړه يو سريزه ده، چې د اصلاحي خوځښتونو په باب د نوي کهول د پوښتنو ځوابونو ته مو رابولي. په درنښت عزت الله سمونپال ١٤٣٠ هجري قمري د رمضان المبارک پينځلسمه


== په وروستيو سلو کلو کې اسلامي خوځښتونه

==

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( خدايه ! تۀ پخپله پوهېږې،چې زموږ هلې ځلې د سيالۍ او قدرت لاس ته راوړو په موخه نۀ؛بلکې ددې لپاره وې،چې ستا د لارې نښې؛ الهي دودونه دې بېرته راژوندي او ستا په ښارونو کې څرګندې سمونې رامنځ ته کړو،چې مظلوم او بې برخې بندګان امان ومومي او پر ځمکه دې لارښوونې عملي شي.))

اصلاح[سمول]

((اصلاح)) سمونې ته وايي. د ((افساد)) پر وړاندې ټکى دى،چې د ورانۍ او ويجاړولو په معنا دى. ((اصلاح)) او افساد متضادې جوړي دي،چې په قرآن کې څو ځل مطرح شويدي.متضادې جوړې هغو اعتقادي ټکيو ته ويل کېږي،چې دوه په دوه،د يو بل پر وړاندې واقع کېږي او د يو بل په مرسته ښه پېژندل کېږي؛لکه ((توحيد او شرک))،((ايمان او کفر))،((هدايت او ضلالت))،((عدل او ظلم))،((خير او شر))،((شکر او کفران))،((اتحاد او اختلاف))،((علم او جهل))،((تقوا او فسوق))،((استکبار او استضعاف)) او نور...

دا متضادې جوړې؛ځکه د يو بل تر څنګه مطرحېږي،چې يو بايد نفې کړي او پرېښوول شي او بل ته د عمل جامه واغوستل شي،چې سمونه او افساد هم لدې ډلې دي. قرآن د سمونه ټکى د دوو وګړيو تر منځ اړيکې ته کاروي،کله کورنى چاپېريال او کله هم ستر چاپيريال ته کاروي،چې زموږ پرې بحث دى او په ډېرو آيتونو کې هم مطرح دى.

(وګورئ:بقره: ١١ او ٢٢٠ آيتونه،اعراف:٥٦ او ٥٨ آيتونه،هود:١١٧ او ٨٨ آيتونه او قصص: ١٩ آيت)

تردې وروسته لدې ټکي مطلب مو په ټولنيزه کچه سمونه ده.

قرآن کريم په ټوليزه توګه پخپلو تعبيرونو کې پېغمبرانو ته مصلحان وايي؛لکه چې د حضرت شعيب عليه السلام له خولې وايي:

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ السمونه مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

ژباړه: (شعيب ) وويل :(( زما قومه ! ما ته وواياست ، كه زه د خپل پالونكي له لوري څرګند دليل ولرم او ما ته يې ښه رزق (اولورېيني هم ) راكړي وي ( ؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم ؟) زه هېڅكله دا نۀ غواړم، له څه چې تاسې منع كوم،پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې پورې بې (د ټولنې) له سمونې بل څه نۀ غواړم ( او پدى كار كې) بې د خداى (له مرستې) برى راسره نشته! پرهغه مې توكل كړى او لوري ته يې ستنېږم. (هود:٨٨)


او پر عکس د منافقينو د سمونې ادعا پرېکنده ردوي :

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ .

 ژباړه: او چې كله  ورته  وويل شي:((پر ځمكه فساد مكوئ.))؛نو وايي:(( موږ خو يواځې سموونكي يو.))خبر اوسئ ! دوى همغه مفسدين دي؛ خو نۀ پوهېږي. بقره:١١ او ١٢ آيتونه)

د چارو سمونه اسلامي روحيه ده. هر مسلمان د مسلمانۍ د حکم له مخې سمونه غواړي ؛ځکه سمونه هم په قرآن کې د پېغمبرۍ له شان سره مطرح شوې او هم (( پر نېکيو امر او له بديو د منع)) مصداق دى، چې پخپله د اسلام د ټولنيزو ښوونو له ارکانو دي.

البته هر (( پر نېکيو امر او له بديو منع)) لزوما د ټولنيزې سمونې مصداق ندى؛خو هره سمونه(( پر نېکيو امر او له بديو د منع)) مصداق دى؛نو هر مسلمان چې ځان (( پر نېکيو امر او له بديو منع)) ته ژمن بولي؛نو ټولنيزې سمونې ته دې ځانګړى پام ولري.

پدې خبره بايد پوه شو چې هره ټولنيزه سمونه خدمت؛خو هر خدمت سمونه نده.د نري رنځ او سرطان د درملو رابرسېره کول خدمت؛خو سمونه نده. هر ډاکټر چې له ګهيځ تر ماښامه ناروغان معاينه کوي،ټولنيز خدمتونه کوي؛خو ټولنيزه سمونه نکوي؛ځکه ټولنيزه سمونه؛يعنې پر مطلوب لوري د ټولنې بدلول او د ډاکټر کار داسې ندى؛نو د هغو سترو خدمتګارانو کار بايد پدې پلمه ناليدې و نۀ ګڼو چې ټولنيزه سمونه يې نده کړې.د "شيخ مرتضى انصاري" يا "صدرالمتالهين" کارونه ستر خدمتونه دي؛خو کارونه يې په سمونه کې او پخپله هم په مصلحانو کې نۀ شمېرل کېږي.

همداسې د"مجمع البيان" تفسير ليکل خدمت دى،چې نهه پېړۍ مخکې ليکل شوى او په سلګونو زرو خلکو ترې ګټه اخستې. داسې کارونه چې يو عالم په ګوښه کې تر سره کړي ټولنيزه سمونه نۀ شمېرل کېږي. داسې کسان شته چې د شخصي تقوا له مخې خلکو ته بېلګه شوي او ستر خدمتونه يې کړي،حال دا چې په ټولنيزو چارو کې دخالت يې نۀ درلود؛نو خدمتګاران هم د مصلحانو په څېر د ازرښت خاوندان دي او خدمت يې کړى؛خو مصلح نۀ شمېرل کېږي.

په پورته جملو کې چې د حضرت علي کرم الله وجهه له نهج البلاغې مو راخېستې،حضرت خپل ټولنيز فعاليتونه ((اصلاح او سمونې)) نومولي دي.

امام حسين هم د يزيد بن معاويه بن ابوسفيان د چارواکۍ پر مهال د اصحابو په ستره غونډه کې د خپل پلار همدا جملې راخلي او په ټولنه کې خپلو کارونو ته (( سمونه )) وايي: ((زما پاڅون د ظالم او ورانکاري وګړي پاڅون ندى،د خپل نيکه د امت د سمونې په هڅه کې يم،غواړم پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل پلار نيکه پر کړنلار عمل وکړم.)) وګورئ: مقتل الحسين مقرم:١٥٦مخ) == د اسلام په تاريخ کې اسلامي خوځښتونه ==

د دولس ګونو امامانو پر سيرت سربېره،چې کړنلارې يې ښوونيزې او اصلاحي خوځښتونه وو،د اسلام په تاريخ کې هم ډېر سمونپالي خوځښتونه شته،چې تر نورو تاريخونو لږ ندي؛خو سمه رڼا پرې نده اچول شوې او انسان ګومان کوي،چې پدې اړه د اسلام تاريخ تت دى.

لږ تر لږه زر کاله کېږي چې د مسلمانانو په ماغزو ( لومړى په اهلسنتو او بيا په شيعه و) کې دا فکر دى،چې د هرې پېړۍ په پيل کې به ددين يو (( مجدد)) او راژوندى کوونکى راپيدا کېږي. اهلسنت پدې هکله له حضرت ابوهريره رانقلوي:

(( خداى خپل امت ته د هرې پېړۍ په پيل کې يو سړى راپاڅوي چې دين يې راژوندى کړي.))

که څه هم دا حديث د سند له پلوه بيخ نلري او د تاريخ له پلوه هم ندى تاييد شوى او موږ د (( ده ګفتار)) په کتاب کې نقد کړى؛خو په مسلمانانو کې ددې فکر منل او دودېدل ددې حقيقت څرګندونکى دى چې مسلمانان د يوې پېړۍ په واټن کې مصلح يا مصلحانو ته په تمه دي او ځينې خوځښتونه يې اصلاحي خوځښتونه ګڼلي دي.

نو سمونه،مصلح او اصلاحي خوځښت او د ديني فکر تجدد،چې دود شوى،مسلمانانو ته آشنا غږونه دي.

د اسلامي دورې د اصلاحي خوځښتونو علمي شننه خورا مهم او ګټور کار دى او هيله من يم،چې داسې کسان راپيدا شي،چې دا کار وکړي او خپلې څېړنې مينه والو ته راوړاندې کړي. ښکاره ده هغه خوځښتونه يو شان نۀ وو،چې اصلاحي ادعا يې درلودې. ځينو د سمونې ادعا درلوده او واقعاً هم مصلحان وو او ځينې پر عکس؛د سمونې په پلمه افساد وکړ؛ځينې په پيل کې سمونپال وو؛خو په لار کې کاږه شول او له سمونې واووختل.

د امويانو او عباسيانو د خلافت پر مهال د علويانو پاڅونونه اصلاحي وو؛خو پر عکس د "بابک خرمدين" او نور خوځښتونه دومره چټل وو، چې اسلامي نړۍ ته يې سرچپه پايله درلوده، که څه هم دا خوځښتونه د امويانو او عباسيانو پر خلاف شوي وو؛خو د هغوى پر خلاف يې د خلکو کينه لږه کړه. په حقيقت کې دا پاڅونونه د عباسي حکومت په چانسونو کې شمېرل کېږي. ((شعوبيه)) پاڅون په پيل کې اصلاحي ماهيت درلود؛ځکه د اموي تبعيض پر خلاف پيل شوى و او شعار يې د حجرات د سورت١٣ آيت و:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.

ژباړه: خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ چې يو بل وپېژنئ (خو دا د ځانګړې كچه نده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.

شعوبيه و چې د تبعيض او توکم پر خلاف پاڅون کړى و؛(( اهل التسويه)) نومېدل؛او ځکه ورته ((شعوبيه)) ويل کېږي چې پورتنى آيت يې خپل شعار کړى و.

خو په خواشينۍ د همغې بې لارې په کنده کې ورګوذار شول چې ورپسې راپاڅېدلي وو؛نو ځکه د عدالت غواړيو او مؤمنو وګړيو ترې کرکجن شول.

په حقيقت کې له خپلې موخې د (( شعوبيه و)) اوړېدل هم د عباسيانو حکومت ته چانس و او کېداى شي،چې پدې کې پخپله د عباسيانو لاس هم و، چې پاڅونکي له اسلامي عدالت اړيو شعارونو څخه، نژادپالو شعارونو ته کاږه کړي او له افراطي شعوبيانو د عباسيانو ملاتړ ددې خبرې پخلى کوي.

ځينې اسلامي اصلاحي خوځښتونه فکري،ځينې ټولنيز او ځينې نور يې هم فکري او هم ټولنيز وو. د امام غزالي خوځښت محض فکري خوځښت و؛ فکر يې کاوه چې اسلامي علوم او فکر ټکنى شوى؛نو ځکه د بيا راژوندي کېدو په هڅه کې شو.د علويانو او سربداريانو خوځښتونه ټولنيز خوځښتونه وو،چې د وخت د واکمنانو پر خلاف پيل شوي وو. د اخوان الصفا خوځښت هم فکري و او هم ټولنيز.ځينې خوځښتونه "مخکښان" وو او ځينې "ارتجاعي" وو؛لکه په څلورمه پېړۍ کې د "اشعري" او په لسمه پېړۍ کې د شيعه و "اهل حديثو" خوځښت او په دولسمه پېړۍ کې د وهابيت خوځښت.

دا خوځښـتونه که فکري دي،که عملي،مخکښ دي او که ارتجاعي،پراخې شننې ته اړتيا لري،په تېره بيا چې اوس ځينې فرصت طلبان له خړو اوبو په ګټنې او د نورو په لارښوونه د اسلامي دورې د خوځښتونو په اړه شننې کوي.

موږ د وروستيو سلو کلو اسلامي خوځښتونو ته لنډه کتنه لرو چې له اوسني ژوند سره مو تړاو لري .

په اسلامي نړۍ کې د ديارلسمې اسلامي پېړۍ له نيمايي او د مسيحي نولسمې پېړۍ راپدېخوا يو اصلاحي خوځښت پيل شو چې پکې ايران،مصر،سوريه،لبنان،د آفريقا شمال،ترکيه،افغانستان او هندوستان و. پدې هېوادونو کې سمونپالي راپيدا شول او اصلاحي فکر يې درلود چې دا خوځښتونه تر څو پېړيو چوپتيا وروسته راپيدا شول او تر يو حده،د لوېديځ د سياسي،اقتصادي او کلتوري يرغل پر خلاف غبرګون هم و او هم په اسلامي نړۍ کې يو ډول ويښوونه او رنسانس (بيا ژوندي کول) هم وو.


علامه سيد جمال الدين[سمول]

شک نشته چې د وروستيو سلو کلو د خوځښتونو راخوټوونکى،علامه سيد جمال الدين افغاني و، چې په اسلامي نړۍ کې يې راويښوونه پيل کړه او د مسلمانانو ټولنيز دردونه يې په ځانګړې واقع بينۍ بيان او د سمونې لار يې وښووه.

سره لدې چې د علامه سيد جمال الدين په هکله ډېرې خبرې کېږي؛خو د اصلاحي تز په هکله يې لږې خبرې کېږي او يا ما لږې اورېدلې دي؛نو ښه به دا وي چې پوه شو، علامه سيد جمال الدين د اسلامي ټولنې درد څه تشخيص کړى او هواري ته يې څه لارې چارې وړانديز کړي او خپلو اصلاحي موخو ته د رسېدو لپاره يې کومه لار ټاکلې ده.

د علامه سيد جمال الدين خوځښت هم فکري و او هم ټولنيز.غوښتل يې چې د مسلمانانو په فکرونو او د ژوند په نظام کې بدلون راوړي.هغه په يو ښار،هېواد او ان په يوه لويه وچه کې هم تم نشو او وخت به يې په بېلا بېلو هېوادو کې تېراوه. آسيا،اروپا او افريقا يې ترپښو لاندې کړه او په هر هېواد کې له بېلابېلو ډلو سره په اړيکه کې و او لکه څنګه چې ليکل شوي،په ځينو اسلامي هېوادونو کې په عملي بڼه پوځ ته ورننوت،چې د پوځيانو په زړونو کې وروننوځي.نورو هېوادونو ته د علامه سيد جمال الدين سفرونه او نږدې ليدنې کتنې يې ددې لامل شوې،چې له نږدې يې وپېژني او ددې هېوادونو د بهيرونو او شخصيتونو پر ماهيت پوه شي.

اروپا ته تګ او هلته يې اوږده تمېدل،ددې لامل شول،چې ځان د لوېديځ د تمدن او پرمختګ پر ماهيت وپوهوي.

علامه سيد جمال الدين د اسلامي ټولنې تر ټولو مهم او مزمن درد،کورنى استبداد او بهرنى استعمار وپېژانده او کلکه مبارزه يې ورسره وکړه او په همدې لار کې سر يې هم له لاسه ورکړ. علامه سيد جمال الدين دې دوو له پښوغورځوونکيو لاملونو سره مبارزې ته،د مسلمانانو سياسي پوهه او په سياست کې د مسلمانانو فعاله وڼده لازم وګڼله او د مسلمانانو له لاسه تللي مقام لاس ته راوړو ته، لومړني اسلام ته د مسلمانانو ستنېدل او د مسلمانانو نيم ژواندي بدن ته د واقعي اسلام د روح پو کول بنسټيز چار وباله. دبدعت او خرافاتو له منځه وړل يې لومړني اسلام ته د ننوتو شرط وبلل.اسلامي اتحاد به يې تبليغاوه. په مذهبي او غير مذهبي اختلافونو کې يې د استعمار پټ او ښکاره لاسونه ليدل او رابرسېره کول يې .

دوه ځانګړنې:

د علامه سيد جمال الدين له سترو ځانګړنو داوه،چې له شيعه او سني دواړو ټولنو سره له نږدې آشنا و او د دواړو مذهبونو د مُلايانو په توپير ژور پوهېدلى و او پوهېده،چې سني روحانيت خپلواک ملي نهاد او بنسټ ندى او د بهرني استبدادي او استعماري ځواکونو پر وړاندې ځواک نۀ شمېرل کېږي.

سُني روحانيت په هغو حکومتونو پورې تړلى،چې په پېړيو پېړيو يې خلکو ته ((اولى الامر)) معرفي کړي؛نو په سني ټولنو کې په مُلايانو پسې نۀ تله او نېغ په خلکو پسې تله او په نظر يې له سني ديني عالمانو د استبداد پر ضد ګټه نۀ اخستل کېده او د نوورو په پرتله پدې چار کې دوى ځانګړې ځانګړنه نلري او د نورو خلکو په څېر دي.

خو شيعه روحانيت داسې ندى. شيعه روحانيت يو خپلواک بنسټ او ملي ځواک دى،چې تل د خلکو په څنګ کې د حکومتونو پر وړاندې ولاړ وو؛نو په شيعه ټولنه کې وړومبى په علماوو پسې ولاړ او د هغوى په پوهولو يې لاس پورې کړ او دا طبقه يې د استبداد او استعمار پر خلاف تر ټولو غوره طبقه تشخيص کړه،چې زموږ ددې ادعا پخلى د علامه سيد جمال الدين هغه ليکونه کوي،چې ستر شيعه عالم مرحوم حاج ميرزا حسن شيرازي او د تهران،مشهد،اصفهان،تبريز،شيراز او نورو ښارونو عالمانو ته يې ليکلي دي.

سيد پوهېدلى و،چې که شيعه روحانيت له مستبدانو سره څوک درلودل؛نو له خلکو او روحانيت سره يې خپله اړيکه ټينګه ساتلې وه او له هغه فقهي اصله يې لاروي کړې،چې وايي : (( د دښمن له امکاناتو د خلکو په ګټه کار اخېستل)) او استثاناً هم داسې کسان وو،چې واقعاً يې له استبداد سره لار وه. شيعه و په تاريخ کې له خپل روحانيت سره خپله اړيکه سسته کړې نده.

د شيعه روحانيت په هکله د علامه سيد جمال الدين کړنلار ګټوره وه چې بېلګې يې د (( تنباکو خوځښت)) او د (( ايران د مشروطيت خوځښت)) و،چې علماوو هم تاييد کړ،چې دواړه بهرني استعمار او کورني استبداد ته خوله ماتوونکي ځوابونه وو.

د يو مسلمان رابيدارونکي شخصيت په نامه،هېڅ و نۀ ليدل شو،چې علامه سيد جمال الدين شيعه روحانيت غندلى يا کمزورى کړى وي،سره لدې چې د ځينود ناپوهيو له امله نادودې ورسره وشوې.

محيط طباطبايي وايي:

((سيد اروپا ته پخپل لومړي سفر کې ((عروة الوثقى)) خپره کړه،اصلاحاتو ته د روحانيت د نفوذ اهيمت ته متوجې شو او په يوه ليک کې يې،په مصر کې يو ايراني ( چې له پوليسو ځان ژغورنې ته يې پر ځان ((داغستاني)) نوم ايښى و) ته يې ليکلي،چې ايراني علماوو د خپلې دندې په سر ته رسولو کې ناغېړي نده کړې او دا د ايران حکومت دى،چې خپل خلک يې وروسته پاتې ساتلي دي.

په تهران کې چې اوسېده؛نوکله يې هم د روحانيت د مزاج پر خلاف څه چار ونکړ؛بلکې غوښتل يې چې له روحانيت سره ښې اړيکې ولري. د (( نيچريه)) رساله يې (چې ايران ته له ورننوتو سره سم په بيروت کې نوې په عربي ژباړه او خپره شوې وه) پيدا کړه او طالبانو او علماوو ته يې ورکړه او له معقولو او منقولو مُلايانو سره په کتنه کې کوښښ يې کاوه، چې داسې خبره ونشي چې پکې غرور وي او تل يې کوښښ کاوه چې مُلايان په ځان پسې را و نۀ پاروي.))

بيا وايي:

((علامه سيد جمال الدين په ژبه او قلم وکړاى شول، چې پر علماوو مشروطه حکومت ومني او يوه ورځ د مشروطه غواړيو مشرانو علماوو په غونډه کې معلومه شوه، چې د ايران د مشروطه ساز عنصر په هکله د علامه سيد جمال الدين ګومان سم و او د تنباکو له خوځښته تر "قم" پورې مهاجرت او له مشروطه غواړيو علماوو او د باغشاه له کودتا ملاتړ يې،ټولې د علامه سيد جمال الدين لارښوونې وې))

د علامه سيد جمال الدين بله ځانګړنه دا وه: سره لدې چې په اصطلاح کې تجدد پالى و او مسلمانان يې د نويو علومو او فنونو زده کړې او له لوېديځ تمدنه اقتباس ته هڅول او په بېسوادۍ،بې خبرۍ او د صنعت په نۀ درلودو پسې راپاڅېدلى و؛خو د افراطي تجددپالنې خطر ته هم متوجه و.غوښتل يې چې مسلمانان د لوېديځ علوم او صنعت زده کړي؛خو ددې خبرې مخالف و،چې د لوېديز نړۍ ليد د مسلمانانو نړۍ ليد شي. مسلمانان يې هڅول چې د لوېديځ علوم زده کړي؛خو د لوېديز د مکتبونو له منلو يې ژغورل.

علامه سيد جمال الدين نۀ يواځې د لوېديځ له سياسي استعمار؛بلکې له فرهنګي استعمار سره هم مبارزه کوله او له هغه متجددانو سره په کلکه لاس په ګرېوان و،چې غوښتل يې قرآن او اسلامي مفاهيم په غربي نړۍ ليد تفسير کړي. په حسي او مادي چارو يې د قرآن د ماوراءالطبيعي مفاهيمو توجيه او مخونه،تاويل او تطبيق جايز نۀ ګاڼه.

علامه سيد جمال الدين چې له مصره هند ته ولاړ او د سر سيد احمد خان ( چې يو وخت په هند کې د سمونې اسلامي اتل ګڼل کېده) له افکارو سره آشنا شو او پر وړاندې يې په سخته ودرېد؛ځکه غواړي په علمي پلمه ماوراءالطبيعي مسايلو ته طبيعمي مخونه ورکړي او غيب او معقول چې په قرآن کې نص او څرګند دي،محسوس او مشهود تعبير کړي،معجزاتو ته عادي او طبيعي رنګ وکړي او د قرآن آسماني مفاهيم ځمکني کړي.

يو معاصر ليکوال هند ته د علامه سيد جمال الدين د سفر او د سر سيد احمد خان پر وړاندې د دريځ په هکله  ليکي:

((که سر سيد احمد خان د دين د سمونې خبره کوله،علامه سيد جمال الدين به خلک د ځينو چلي مصلحانو او په سمونه کې د افراط او زياتي له خطره ژغورل.که سر سيد احمد خان د نويو فکرونو پر زده کړه ټينګار درلود. علامه سيد جمال الدين ټينګار درلود،چې ديني ګروهې تر هر عامله ډېرې کړاى شي چې انسان ته سمه لار وښيي.که سر سيد احمد خان مسلمانان په روزنه کې له نويو کړنلارو لاروۍ ته رابلي،علامه سيد جمال الدين دا کړنلارې په طبيعي شکل د هند خلکو ته ګټورې نۀ بولي او تر اوسه چې علامه سيد جمال الدين له نويو فکرونو او علمونو په پلوۍ مشهور و؛نو په هند کې تر اوسېدو وروسته،د تجدد غواړيو متفکرانو(؛لکه سر سيد احمد خان په څېر کسانو) پر وړاندې،له پخوانيو عقايدو او سننو په پلوۍ مشهو شو؛خو سره لدې بيا هم پام يې له خپل پخواني نظره وا نۀ وخوت،چې دديني فکر د راوېښېدو په هکله و.)) وګورئ:دکتر حميد عنايت؛سيرى در انديشه عرب:٨٦ مخ.


د علامه سيد جمال الدين له نظره د اسلامي ټولنې دردونه دا وو:[سمول]

١_د چارواکيو استبداد.

٢_د مسلمانانو ناپوهي او د علم او تمدن له کاروانه وروسته پاتې کېدل يې.

٣_په مسلمانانو کې د خرافاتو دودېدل او له لومړني اسلامه لرې کېدل.

٤_ په مسلمانانو کې په مذهبي او غير مذهبي نومونو درز.

٥_ د لوېديځ استعماري نفوذ.

علامه سيد جمال الدين لدې دردونو خلاصون ته له هر شونې وسايلو؛لکه: مسافرتونو،اړيکو نيولو،ويناوو،کتاب ليکولو،مجلې، ګوند جوړولو او ان په پوځ کې له خدمت هم کار واخېست. تر شپېته کلنۍ يې واده ونکړ؛ځکه خوځنده و او نۀ يې شوکړاى،د کورنۍ د جوړېدو مسئوليت پر غاړه واخلي.

يادونه :د علامه سيد جمال الدين زوکړه پر ١٢٥٤ س او شهادت يې پر ١٣١٤س کې و.

د مسلمانانو د ټولنې د پېژندل شويو دردونو درملنې ته يې لاندې چارې وړانديز کړې:

١_ د مستبدانو له استبداد سره مبارزه.

دا مبارزه بايد څوک پيل کړي؟خلک يې پيل کړي؛نوخلک بايد څرنګه د مبارزې مېدان ته راودانګي؟ آيا لدې لارې،چې له خپلو تر پښو لاندې شويو حقوقو خبر شي؟بېشکه چې دا خبره لازم ده؛خو کافي نده؛نو څه وکړو؟

بنسټيز کار دادى،چې خلک ايمان پيدا کړي چې سياسي مبارزه ديني او شرعي دنده ده،چې پدې توګه موخې ته تر رسېدو د مخه به ستړي نشي. خلک په غفلت کې دي، چې د اسلام له نظره،دين له سياست او سياست له دينه بيل ندى؛نو بايد خلک د دين او سياست پر يو والي پوه شي.

٢_په نويو پوهو او فنونو د مسلمانانو سمبالښت.

ظاهراً پدې هکله علامه سيد جمال الدين هېڅ عملي ګام پورته نکړ؛لکه د ښوونځيو او يا د علمي ټولنو پر جوړولو يې لاس پورې نکړ.

٣_لومړني اسلام ته د مسلمانانو ستنېدل او له خرافاتو لرې کېدل:

د علامه سيد جمال الدين له نظره، لومړني اسلام ته ستنېدل، قرآن،معتبرو سنتو او د سلف صالح سيرت ته ستنېدل دي.اسلام ته په ستنېدو کې يواځې قرآن ته ستنېدا يې مطرح نکړه؛ځکه پوهېده چې سنتو ته ستنېدا د قرآن غوښتنه ده.

٤_پر ښوونځي ايمان او ګروهه:

سيد غوښتل چې مسلمانان واقعاً مؤمنان کړي، چې اسلام د يو ښوونځي او ايدئولوژۍ په نامه کړاى شي مسلمانان له کورني استبداد او بهرني استعماره وژغوري او مسلمانان د عزت پر کرسۍ کېنوي.
مسلمانان بايد ډاډمن وي،چې نيکمرغيو ته د رسېدو لپاره نورو ښوونځينو ته اړتيا نلري،چې لاس وروغځوي.

نو ځکه پخپلو ويناوو کې يې د اسلام ښېګڼو ته اشاره کوله؛لکه اسلام د عقل او برهان دين دى او د ښوونو بنسټ يې انساني شرافت دى،د پوهې،عمل او زيارکښۍ دين دى،د جهاد،مبارزې،سمونې او له فساد سره د مبارزې او ((پر نېکيو د امر او له بديو د منع)) دين دى،د عزت دين دى او د ذلت د نۀ منلو دين دى،د مسئووليت دين او...... د سيد اصلي اډانه (تکيه) پر توحيد وه او ويل يې: اسلام بې دليله او بې برهانه توحيد نۀ مني او برهاني او استدلالي توحيد د ټولو باطلو ګروهو له منځه وړونکى دى. ګروهمن و،چې ټولنه بايد دومره ودې ته ورسي،چې د ټولو بنسټيزو ګروهو بنسټ يې برهان او يقين وي؛نۀ ګومان،تخمين،تعبد او همداراز تقليد او خرافات و نۀ مني؛نو ځکه خلک يې برهاني توحيد ته رابلل،څو ددين له نظره ورته د عقل اعتبار جوت شي؛نو ځکه اسلامي فلسفې ته پر ارزښت قايل و.


فلسفه يې ښووله او خپل لارويان يې د الهي حکمت زده کړې ته هڅول. خپل شاگرد ((محمد عبده)) يې د فلسفې مطالعې ته هڅاوه. وايي چې محمد عبده د "بوعلي" دوه اشارات پخپل لاس ليکلې او خپله دويمه ليکنه يې د علامه سيد جمال الدين په ستاينه پاى ته ورسوله او د علامه سيد جمال الدين د هڅونو پايله وه، چې محمد عبده د فلسفې مقالو پر خپرولو لاس پورې کړ. د بوعلي ((نجات)) او ((منطق المشرقيين)) يې په لومړي ځل چاپ او خپاره کړل.


(احمد امين؛ظُهرالسلام،لومړى ټوک،١٩٠ مخ) وايي: فلسفه د سني تر فکره د شيعه له فکر سره ډېر اړخ لګوي او دليل راوړي:

((په مصر کې فلسفې،د شيعه فاطميانو د واکمنۍ پر مهال ډېره وده وکړه. د فاطميانو په تلو او د سني فکر په راتګ،د فلسفې کډه هم بار شوه. په وروستيو کې علامه سيد جمال الدين مصر ته راغى چې شيعي لېوالتيا يې درلوده،چې بيا ورسره په مصر کې فلسفه دود شوه.))

اسلام له کورني استبداد او بهرني استعماره د ژغورنده، ښوونځي په نامه مطرح کولو ته يې هغو نيوکې ځواب کړې،چې پر اسلام شوې وې. په اروپا کې په اسلام پسې تبليغات کېدل،چې اسلام د قضا و قدر دين دى او وګړنيزې ازادۍ منع کوي او د مسلمانانو د وروسته پاتې علت هم پر قضا وقد او جبر ګروهه ده. ويل يې چې اسلام د علم ضد دين دى او له علمه د مسلمانانو وروسته پاتې کېدل،بايد د اسلام په احکامو کې ولټول شي.

علامه سيد جمال الدين د "عروة الوثقى" په مجله کې په اسلام کې له قضا و قدره دفاع وکړه او هغه يې په اسلامي بڼه، نۀ يواځې د وروسته پاتې کېدو لامل و نۀ ګاڼه؛بلکې د پرمختګ لامل يې وګاڼه او همداسې (( ارنست رنان)) د خپل وخت فرانسوي فيلسوف ته يې هم ځواب ورکړ،چې اسلام يې د علم ضد دين او د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لامل ګڼلى و. (وګورئ:

(١) رسالۀ اسلام و علم، د سيد هادي خسرو شاهي ليکنه.

(٢)شهيد مطهري؛ د انسان و سرنوشت کتاب.

(٣)علامه سيد جمال الدين حسيني پايه ګذارنهضتهاى اسلامي د صدر واثقي ليکنه.

٥_له بهرني استعمار سره مبارزه:

 له بهرني ښکيلاک سره په مبارزه کې د سياسي استعمار مسئله هم مطرح ده چې بهرنيانو د اسلامي هېوادو په کورنيو چارو کې ګوتې وهلې او همداراز له اقتصادي استعمار سره مبارزه هم وه، چې له مسلمانانو يې خورا په تيري امتيازات اخېستل او د اسلامي نړۍ مالي سرچينې او اقتصاد يې لوټه.
له فرهنګي استعمار سره مبارزه هم مطرح وه،چې اسلامي فرهنګ يې له منځه وړه او خپلې ګروهې يې خپرولې،د لوېديځ فرهنګ يې د نيکمرغۍ يواځنى فرهنګ ښووه او ځينې شرقي روښانفکران به يې ګروهمنول،چې که يو شرقي وغواړي متمدن شي؛نو له سره تر پښو بايد غربي شي؛ليک،لوست ،ژبه، د جامو اغوستل ،دودونه،تشريفات،ادبيات،ګروهې،فلسفه،هنر او اخلاق يې فرنګي وي.

علامه سيد جمال الدين دوو جبهو ته د دين او سياست يو والى لازم ګاڼه: (١) د کورني استبداد جبهې ته او(٢) د بهرني استعمار جبهې ته. کوښښ يې دا و چې له استبداد او استعمار سره مبارزې ته د مسلمانانو مذهبي شعور راويښ کړي.

استعمار هم چوپ نۀ و ناست او خپلې هلې ځلې يې تاندې کړې او له دينه د سياست بېلولو(سکولاريسم) ته يې ((اتاترک)) را ميدان ته کړ چې د ((علمانيت)) په نامه مشهور و،. په عربي نړۍ کې،علمانيت مسيحي عربانو تبليغاوه او ښکاره وه،چې که په ټولنه کې د دين او سياست يو والى يو واقعي اصل ومنل شي؛نو عربي مسيحيانو به په ټولنه کې هېڅ ونډه نۀ درلوده؛خو يواځې مسيحي عربان نۀ وو،چې د علمانيت مسئله يې تبليغوله؛بلکې متدين روښانفکره مسلمانان هم ددې نظر ټينګ پلويان وو. دا ولې؟

دا ډول مسلمانان په حقيقت کې له يوه بل بهيره کړېدل او هغه دا چې،سني نړۍ،خلفا او سلاطين ((اولى الامر)) ګڼل او لاروي يې ترې ديني دنده ګڼله او د دين او سياست يو ځايتوب يې دين د سياست په چوپړ کې کول ګڼل.هغوى چې له سياسته ددين د بېلتون پلويان وو؛نو داسې بيلتون يې غوښته؛يعنې غوښتل يې چې عثماني خليفه او مصري واکمن يواځې دنيوي مقام وپېژندل شي؛نۀ ديني مقام چې په پايله کې ملي او مذهبي وجدان او خلک پرې نيوکې ته ازاد پرېښوول شي،چې دا دريځ سم هم و!

د دين او سياست يوځايتوب چې د علامه سيد جمال الدين په څېر کسانو مطرح کړ او د کواکبي د وينا له مخې،مراد يې دا نۀ و،چې سياسي استبدادته ديني قداست او سپېڅلتيا وويل شي؛بلکې پر عکس پدې معنا دى،چې مسلمانان په سياست او دخپل برخليک په ټاکلو کې ګډون خپله ديني دنده وګڼي.

ددين او سياست يوځايتوب په سياست پورې د دين تړل نۀ؛بلکې په دين پورې د سياست تړل دي.

ځينې مسلمان عرب چې پر علمانيت او له دينه د سياست پر بېلېدو ګروهمن وو،نۀ يې غوښتل چې دديني دندې په نامه په سياست کې د خلکو له ګډونه منکر شي؛بلکې غوښتل يې،چې د سياسي مقاماتو، ديني او مذهبي اعتبار لرې کړي. البته له دينه د سياست بېلتون، چې په کومه بڼه په ترکيه او ايران کې مطرح او پلى شو،له اسلامه د اسلام تر ټولو ګران غړي لرې کول و. لکه چې پورته مو وويل ددين اوسياست يوځايتوب، په کوم مفهوم چې پورته مطرح شو؛يعنې چارواکيو ته سپېڅلى مقام ورکول،يواځې په اهلسنتو پورې ځانګړى دى. په شيعه و کې داسې مفهوم نشته. له ((اولى الامر)) نه د شيعه تفسير کله هم پورتنى تفسير نۀ و.


٦_ اسلامي يووالى:

ظاهراً د لوېديځ پر وړاندې اسلامي يووالى د لومړي ځل لپاره علامه سيد جمال الدين مطرح کړ. له اسلامي اتحاده مطلب،مذهبي  يووالى (چې غير عملي کار هم و) نۀ و؛بلکې مراد ترې سياسي ټلواله وه؛يعنې د شريک دښمن پر وړاندې د يوې ليکې جوړول.

سيد به مسلمانانو پوهول چې (( صليبي روح)) همغسې په مسيحي لوېديځ او په تېره بيا په انګلستان کې ژوندى دى. لوېديځ د ازاد فکرۍ په نامه تعصب رټي؛خو پخپله د تعصب په کابو کولو کې پاتې راغلى دى. سيد د ځينې لوېديځ ځپليو په څېر تعصب نۀ راټه او ادعا يې کوله چې تعصب بد ندى او تعصب د هر څه په څېر زياتى،کمى او منځلاري لري. په تعصب کې زياتى بد دى، چې په انسان کې بېځايه او بې منطقه پلويتوب رامنځ ته کوي؛خو تعصب د (( تصلب))،غيرت او له معقولو او منطقي ګروهو د ملاتړ په معنا نۀ يواځې دا چې بد ندى؛بلکې د ستاينې وړ هم دى.

علامه سيد جمال الدين ويل:

((اروپائيان د مسلمانانو د خپلمنځي يووالي لامل ديني ګروهې بولي؛ نو له تعصب سره د مخالفت په نامه غواړي،دا اړيکه سسته کړي؛خو پخپله تر هرې ډلې ډېر په دينې تعصب ککړ دي. د انګلستان چارواکى ګلادستون د پطرس مسيحي راهب د روح ترجمان دى؛يعنې د صليبي جګړو انځور.))

(وګورئ:سيرى در انديشه سياسي عرب:١٠٢ مخ)

د علامه سيد جمال الدين واقع بيني،خلکو ته تر نيمې پېړۍ وروسته هله روښانه شوه،چې د عربو او اسرائيلو په لومړۍ جګړه کې،د لوېديځ د پوځ مشر،بيت المقدس له مسلمانانو واخېست او يهودو ته يې ورکړ او صهيونستي اسرائيلي دولت يې رامنځ ته کړ او بيا يې وويل: (( اوس صليبي جګړې پاى ته ورسېدې.))

په اسلامي هېوادونو کې د پان عربيسم،پان ايرانيسم،پان ترکيسم او پان هندوئيسم په نامه د قوم او ملت پالنې او په اصطلاح د ((نشنليزم)) د فکر دود،د شيعه او سني مذهبي شخړو ته لمن وهل،همداسې په وړو وړو او سيالو هېوادو د اسلامي پراخو سيمو ټوټه کول، د ((اسلامي يووالى)) پر خلاف د استعمار چار او تبليغ و .

٧_د مسلمانانو په نيم ژواند بدن کې د غيرت او جهاد روحيه پو کول:

علامه سيد جمال الدين غوښتل يو ځل بيا د مسيح په څېر د رښتيني اسلام روح اسلامي نړۍ ته ور پو کړي او اسلامي غيرت يې پاروي؛نو ځکه د جهاد اصل يې رامخې ته کړ او ددې  اصل هېرول يې د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لامل وګانه او ويل يې،چې که تر اوسه د لوېديځ په رګونو کې د صليبي غيرت وينه وي؛نو مسلمانانو ولې د جهاد روح ته شا کړېده؟

د ((سيرى در انديشه عرب)) په کتاب کې راغلي:

((علامه سيد جمال الدين،انګلستان نۀ يواځې استعماري ځواک؛ بلکې د مسلمانانو دښمن يې ګاڼه او ګروهمن و،چې د انګلستان موخه د اسلام له منځه وړل دي؛لکه چې يو ځل يې وليکل: انګلستان ځکه د مسلمانانو دښمن دى،چې د اسلام د دين لارويان دي. انګلستان تل په ډول ډول چلونو غواړي،د اسلامي هېوادو يوه سيمه واخلي او بل قوم ته يې ورکړي (؛لکه چې د "بالفور" تر اعلاميې وروسته يې وکړل او د "فلسطينيانو" ځمکې يې اسرائيلو ته ورکړې.) تۀ به وا چې د دينوالو ماتول ورته خوند ورکوي او خپل برى ددې ډلې په ناکامۍ کې بولي.

د علامه سيد جمال الدين د انګليس ضد ليد،يوه پايله دا وه،چې اسلام زيارکښى دين وګڼي؛نو ځکه يې د جهاد پر فريضه خورا ټينګار کاوه. پر آند يې،د هغه حکومت پر وړاندې بايد له زوره کار واخېستل شي چې د اسلام د منځه وړو په هڅه کې دى.))

٨_ د لوېديځ پر وړاندې له ځان بايللو سره مبارزه:

مسلمانانو په ديارلسمه هجري او نولسمه مسيحي پېړۍ کې،د لوېديځ پر وړاندې بېخي ځان بايللى و او نهيلي وو، چې شرقي مسلمانان بيخي نشي کړاى،چې په هره بڼه د لوېديځ پر وړاندې ودرېږي. وايي: "ناصرالدين شاه" چې د اروپا له سفره راستون شو؛نو خپل صدراعظم ته يې وويل:موږ به کله هم لوېديځ ته و نۀ رسو،تۀ يواځې دومره وکړه،څو ژوندى يم ،خلک پاڅون ونکړي.

"سر سيد احمد خان" چې په يو وخت کې د هند د مسلمانانو لارښود و او له استعمار سره يې مبارزه کوله،پر ١٢٨٤س کال چې انګلستان ته ولاړ؛نو د دوست او دښمن د وينا له مخې،دې سفر پر روحيه يې ژور اغېز کړى و او د انګلستان په څېر له اقتصادي،سياسي،پوځي او فرهنګي قدرت سره مبارزه يې ناشونې ګڼله او تر سفر وروسته يې د انګليس د استعمار پر وړاندې د مبارزينو له ملاتړه لاس واخېست او د ((مسلم ليګ)) ګوند مبارزه يې (چې علامه اقبال يې هم غړى و) ناسمه وګڼله او ورسره له همکارۍ او تاييده يې ډډه وکړه او نظر يې يواځې دا و، چې مسلمانان بايد د هندوانو پر وړاندې د انګليس له ځواکه مرسته وغواړي او "سر سيد احمد خان" تر دې وروسته د لوېديځ د تمدن پر مبلغ واوخوت او نظر يې و،چې قرآن هم بايد په حسي او احيانا مادي ليد تفسير کړو؛خو علامه سيد جمال الدين داسې نۀ و؛نۀ لوېديځ ته جذب شوى و او نۀ ترې ډارېده او مسلمانانو ته يې ويل:(( وېره او نهيلي درباندې واکمنه نشي او د لوېديځ د ښکيلاک پر وړاندې ودرېږئ.))

ډاکټر حميد عنايت ليکي:

((علامه سيد جمال الدين په يو وخت کې غوښتل چې د ((عروة الوثقى)) [چې په عربي ژبه پاريس کې خپرېده] له لارې ( له وېرې او نهيلۍ سره د مبارزې) لمنه پراخه کړي، او هغه مهال انګليسي استعمار په آسيا کې سترې برياوې لاس ته راوړې وې ؛د ايران ماته د هند پاڅون (١٢٧٤ س او ١٨٥٧ م) ځپل شوى و او مصر هم (١٨٨٢م او١٣٠٠ س) ښکيل شو، چې د انګلستان دا استعماري کړه د مسلمانانو په نظر کې نۀ ماتېدونکى ځواک ګڼل کېده.

علامه سيد جمال الدين پوهېده،څو مسلمانان يې د انګليس پر وړاندې د بېوسۍ له غوټې نۀ وي راخلاص کړي؛نو تمه ترې نشي کېداى چې د بهرني استعمار او کورني استبداد پر خلاف راپاڅي؛نو هڅه يې وه، چې مسلمانانو ته د انګليس پر خلاف مبارزه کې،د زمري زړۀ ورکړي او که مسلمانان په رښتيا يو موټى شي؛نو د انګلستان د ښکيلاک او پراختيا غوښتنې مخه نيواى شي.
د علامه سيد جمال الدين ددې ګروهې بېلګه هغه مقاله ده، چې د((هيبت)) په نامه يې په "عروة الوثقى" کې خپره کړه،چې لنډيز يې دادى:

(( له ښاره بهر د يو عبادتځي د لامبو ډنډ و،چې مسافرو به ورته د شپې د تيارې له وېرې پناه وړه؛خو څوک به چې ورغى؛نو مرموز به ومړ . ورو ورو خلک لدې عبادتځي ووېرېدل او چا هم نۀ غوښتل چې د شپې پکې پاتې شي؛خو يو سړى چې له ژونده ستړى شوى واو غښتلې اراده يې درلوده،عبادتځي ته ورغى،چې له هر اړخه ورته وېرونکى او پر مړينه ګواښونکي غږونه راتلل؛خو سړى و نۀ وېرېد او چغه يې کړه: رامخکې شئ چې له ژونده ستړى شوى يم او په همدې غږ د عبادتځي د وېرې طلسم مات شو او معلومه شوه چې د موهومو خطرونو وېرې مسافر وژل او..... ستره بريتانيا هم ددې ستر عبادتځي په څېر ده،چې کله ګمراهان له سياسي تيارې ووېرېږي؛نو ورته پناه وړي او بيا يې موهومه وېره له منځه وړي. وېرېږم چې يوه ورځ داسې يو سړى چې له ژونده موړ شوى وي؛خو اراده يې غښتلې وي،دې عبادتځي ته ورشي او په يو غږ ددې ديوالونو ستر طلسم مات کړي.)) وګورئ: سيرى در انديشه عرب:٩٩ او ١٠٠ مخونه چې هغه هم د ((عروة الوثقى)) له ٢٢٣ او ٢٢٤ مخونو راخېستې دي.


د علامه سيد جمال الدين ارمان[سمول]

ويلاى شو چې: د علامه سيد جمال الدين اصلاحي ارمان او ارماني ټولنه په هغه اسلامي ټولنه کې انځورېږي چې سراسري وحدت پرې واکمن وي او نژادي،ژبني،سمتي،ګوندي او مذهبي درزونه ونشي کړاى،چې اسلامي،معنوي،فرهنګي او فکري وروري ړنګه نکړي او مسلمانان خپل وخت او زمانه وپېژني او له صنعت او فنونو سره يې آشنا شي او له هر ډول قيد،استعمار او استبداده خلاص وي. دلوېديز تمدن په اسلامي روحيه راواخلي نۀ د هغوى. واکمن اسلام همغه د صدر اسلام لومړنى اسلام وي او له ټولو هغو ورتپل شويو څيزونو نږه شوى وي چې وروسته په اسلام پورې نښلول شوي وو،په مسلمانانو کې د جهاد روحيه راژوندۍ شي،د عزت او شرافت احساس وکړي او تر ظلم او استبداد لاندې نۀ وي.

د علامه سيد جمال الدين ځانګړنې:

علامه سيد جمال الدين له يو لړ طبيعي او اکتسابي ځانګړنو برخمن و،چې سارى يې نۀ موندل کېده.

له طبيعي پلوه له خارق العاده هوش اواستعداد برخمن و، چې په بشر کې يې سارى نۀ ليدل کېده او دا هغه واقعيت دى، چې ټول هغوى پرې اعتراف کوي،چې سيد يې پېژانده. ځانګړى وينايي ځواک يې درلود چې ټول يې ځانته راکښل، تا به ويل چې "هيپنوتيزم" يې زده دى او کومه وينا يې چې په مصر کې وکړه؛ټول خلک يې په ژړا کړل او را و يې پارول.

له اکتسابي پلوه وړومبى ځانګړنه يې داوه چې په اسلامي فرهنګ کې روزل شوى و او د زمانې له علماوو يې زده کړې وه.

له اسلامي فرهنګ سره اشنايي يې ددې لامل شوه، چې کله له غربي فرهنګ سره اشنا شو( ظاهراً په هند کې يې دا اشنايي پيدا کړې وه)؛نو ځان و نۀ بايلود.

د سيد دويمه ځانګړنه له خپل وخت او نړۍ سره اشنايي وه. هغه په انګليسي،فرانسوي او ان په روسي ( د آثار العجم د وينا له مخې) هم پوهېده. اسيا،اروپا او د افريقا يوې برخې ته مسافرت يې وکړ او د نړۍ له مهمو سياسي او علمي شخصيتونو سره اشنا شو او خبرې اترې يې ورسره وکړې،چې له پراخه ليده برخمن شو.

درېمه ځانګړنه يې داوه، چې اسلامي نړۍ يې له نږدې پېژنده،چې خلاصون ته يې هلې ځلې کولې او ډېرو هېوادونو ته تللى و او له خلکو سره يې له نږدې اړيکې ټينګې کړې وې. له افغانستان نه يې ايران حجاز،مصر،ترکيه، او هند ته سفرونه کړي وو او څه موده هلته پاتې هم و؛نو د هغه ځاى د خوځښتونو او شخصيتونو په ماهيت ښه پوهېده او له هغو تېروتنو يې ځان وژغوره، چې ددې هېوادو مشران پرې اخته وو.

څلورمه ځانګړنه يې داوه، چې د اسلامي هېوادو د سياسي،اقتصادي او جغرافيايي اوضاع په هکله يې پراخه معلومات درلودل.

له هغه ليکه  چې "مرحوم ميرزا حسن شيرازي" ته يې کښلى، معلومېږي چې علامه سيد جمال الدين څومره د پردې تر شا د استعمار له سياستونو او ټګيو خبر و.


== شيخ محمد عبده ==

په عربي نړۍ کې له علامه سيد جمال الدين وروسته، ستر سمونپالى محمد عبده دى.

محمد عبده چې له علامه سيدجمال الدين رابېل شو او مصر ته راغى؛نو ټوله هڅه يې دا وه،چې څنګه د زمانې غوښتنې د اسلامي فکر په رڼا کې ځواب کړي.

عبده دداسې چارې په لټه کې و،چې له يوه اړخه د ځينو اسلامي علماوو د فکري جمود او ظاهر بينۍ له امله،اسلام د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو لامل و نۀ شمېرل شي او همدا اړخ پخپله مسلمانان د اسلام پر خلاف را و نۀ پاروي ( هغه چې په ډېرو اسلامي ټولنو کې هم وشول) او بلخوا له علم سره د اسلام د اړخ نۀ لګولو په نامه افراط او زياتى ونشي. اسلامي اصول او مقررات پر ورځېني ذوقونو او سليقو تطبيق نشي،چې په يوه بله بڼه، اسلام عملا له صحنې وايستل شي.

عبده( د علامه سيد جمال الدين پر خلاف) د يو ديني عالم په ټوګه مسئوليت احساس کړ؛نو ځکه دداسې کچو او معيارونو د رابرسېره کېدو په هڅه کې و، چې د کمۍ او زياتۍ مخه ونيسي.

نو ځکه عبده داسې مسايل طرح کړل،چې علامه سيد جمال الدين نۀ وو طرح کړي؛لکه د څلورګونو مذاهبو مقارنه فقه،په اجتهاد کې د حقوقو فلسفي بنيادونو ته دخالت ورکول،په فقه کې د نوي حقوقي نظام را منځ ته کول،چې د ورځني مسايلو ځواب ورکونکي وي،د معاملاتو او عباداتو تر منځ توپير قايلېدل،په بله وينا،د دنيوي او اخروي چارو تر منځ توپير قايلېدل او دا چې فقيه په لومړي ډول کې د اجتهاد حق لري؛خو په دويم کې نۀ او همداسې د اجماع په هکله يې ځانګړى ليد درلود او دا چې د اجماع اعتبار همغه د عمومي افکارو اعتبار دى او همداسې په اسلام کې د شورا اصل همغه د ديموکراسۍ اصل دى،چې لويديځ تر اسلام څو پېړۍ وروسته رامنځ ته کړ.


عبده د علامه سيد جمال الدين په څېر پدې هڅه کې نۀ و،چې جوته کړي اسلام د يو ښوونځي او ايدئولوژي په نامه کړاى شي،د اسلامي ټولنې د فکر اډانه شي او دنيوي عزت او اخروي نيکمرغۍ ته يې ورسوي؛نو ځکه هڅه يې کوله،چې د اسلامي مقرراتو(؛لکه د لمونځ،روژې،حج،زکات او انفاق) دنيوي او ټولنيزې فلسفې را څرګندولې او د اسلام د اخلاقي اصولو پايښت روښانه کړي.

عبده د علامه سيد جمال الدين په څېر د اسلامي نړۍ د يووالي په هڅه کې و؛نو ګوندي تعصبونو ته يې تندى نۀ ورکاوه او د عبده د وينا له مخې،چې کله يې نهج البلاغه ولوسته؛نو د خپرېدو او شرح په هڅه کې يې شو او ټول کتاب ته يې لمنليک او شرح ورکړه (ان هغو خطبو ته هم چې د خلفاوو پر خلاف وې).

عبده له علامه سيد جمال الدين سره په دوو لورو کې اختلاف درلود: (١) د علامه سيد جمال الدين انقلابي فکر کاوه او عبده د ورو ورو سمونې پلوى و.

(٢) د سيد د برنامې په سر کې له استبداد او استعمار سره مبارزه وه او ګروهمن و،چې لومړى بايد د فسادونو مورينه جرړه راوايستل شي؛خو عبده (لږ تر لږه د عمر په وروستيو او په پاريس کې له علامه سيد جمال الدين تر بېلېدو او مصر ته تر راستنېدو وروسته)ګروهمن و چې د ټولنې ديني ښوونې او روزنې پر سياسي ښوونه او روزنه لومړيت لري.

د ((سيرى در انديشه عرب،١٠٤ مخ)) کتاب د سيد او عبده د کار پايله داسې ليکي:

((د مسلمانانو د ويښتيا پر تاريخ،د علامه سيد جمال الدين او عبده د کار پايلو بېلابېلې اغېزې درلودې.علامه سيد جمال الدين مبارز او زيار کښ انسان و؛خو عبده فکري شخصيت او منځلارى و. علامه سيد جمال الدين د مسلمانانو خلاصون،په فکري خوځښت کې ګاڼه؛خو عبده د مسلمانانو د ديني او اخلاقي روزنې په هڅه کې و.علامه سيد جمال الدين د خپلو سمونو لمنه ټولې نړۍ ته خپره کړه؛خو عبده يواځې د مصريانو پر سمونه بوخت شو؛خو سره لدې دومره توپيرونو ويلى شم، د دواړو د کارونو پايلې د يو بل بشپړونکې وې،په تېره بيا چې دواړو د دين اصلي فکري سرچينو ته ستنېدل،د شريعت د احکامو عقلي مخونه او توجيه او د وخت له مسئلو سره يې همغږي غوښته،له ګوندۍ او اختلافه ځان ژغورنه،د اجتهاد پر بيا راژوندي کېدو ټينګار او ددين د روح او زڼى پېژندو ته د کوښښ پلويان وو او د حکومتونو د لاسپوڅو علماوو له وچ کلک اوقشري ديني قواعدو ځان ژغورنه يې سترې هيلې وې او همدا هيلې او غوښتنې وې چې د اهلسنتو د تجدد غوښتنې بنسټيز اصول شول.

کواکبي[سمول]

په عربي نړۍ کې د سمونې درېم اتل "شيخ عبد الرحمن کواکبي" دى،چې د "سوريه" و او د نسب لړۍ يې "شيخ صفي الدين اردبيلي" ته رسي.

وګورئ: نقش علامه سيد جمال الدين در بيداري مشرق زمين:١١٣ او ١١٤ مخونه.

په ترکي او فارسي ژبو پوهېده او د عبده او په يوه واسطه د علامه سيد جمال الدين له لارويانو و. کواکبي پر ١٢٧١هجري کال په سوريه کې وزېږېد او د عمر ډېره برخه يې په سوريه کې تېره کړه او د ژوند په وروستيو کې مصر ته راغى او څو کاله هلته پاتې شو او پر ١٣٢٠ هجري قمري کال په پينځوس کلنۍ کې ومړ.

کواکبي د استبداد ضد اسلامي متفکر و او د عثماني ترکانو پر ضد يې مبارزه کوله، چې هغه پر سوريه واکمن وو.

له کواکبي دوه اثره پاتې دي: يو (( طبايع الاستبداد)) چې د ايران د مشروطيت په سر کې په  فارسي وژباړل شو او بل ((ام القرى)) چې اصلاحي نظريات پکې دي.

کواکبي د علامه سيد جمال الدين په څېر مسلمانانو ته سياسي پوهه لازم ګڼله او ګروهمن و، چې سياسي رژيم که مشروطه وي او که بل څه،ځانته نشي کړاى چې د استبداد مخه ونيسي.شونې ده چې هر رژيم د استبداد بڼه غوره کړي؛خو څه چې کړاى شي،د استبداد مخه ونيسي،د خلکو سياسي پوهه،شعور او پر واکمن څارنه ده.

البته دا پدې معنا نده چې د حکومت څرنګوالي ته مو پام نۀ وي؛بلکې پدې معنا ده چې ښه حکومت هله ګټور وي،چې د ولس د سياسي شعور کچه لوړه وي.

کواکبي د علامه سيد جمال الدين په څېر( او د عبده پر خلاف) د ولس د سياسي شعور د کچې لوړوالي ته لومړيت ورکړى و او ګروهمن و،چې د سياسي شعور لوړوالي ته بايد له ديني شعوره مرسته واخلو.کواکبي د دين او سياست په يوځايتوب ګروهمن و او په تېره بيا د اسلام دين يې سياسي دين ګاڼه او ګروهمن و، که د اسلام پر توحيد پوه شو او ولس د کلمه توحيد (( لا اله الا الله)) پر حقيقي مفهوم پوه شي؛نو د استبداد ضد تر ټولو غښتلى سنګر به يې لاس ته راوړى وي.

کواکبي د علامه سيد جمال الدين او عبده دواړو په څېر د توحيد پر سياسي او عملي اړخ خورا اډانه درلوده. هغه وايي: د (( لا اله الا الله)) کلمه چې په اسلام کې تر ټولوغوره ذکر دى او د اسلام بنسټ پرې ايښوول شوى؛معنا يې داده چې بې له ستر خدايه بل حق معبود نشته او د عبادت معنا عاجزي او خضوع ده؛نو د(( لا اله الا الله)) معنا داده چې : بې له يو خدايه څوک هم د عاجزۍ او خضوع وړ ندى. هره خضوع او عاجزي چې د خداى امر نۀ وي،شرک او بوت پالنه ده.کواکبي يواځې پر فکري،نظري او اعتقادي توحيد ګروهمن نۀ و؛بلکې ګروهمن و،چې توحيد بايد بهرنى عينيت ومومي؛يعني بايد ((توحيدي نظام)) جوړ شي.

کواکبي ادعا کوي چې هر مستبد د ځان او استبداد تثبيت ته د سپېڅلتيا مخونه ورکوي او لدې کاره له ديني مفاهيمو کار اخلي او يواځې د خلکو د ديني او سياسي شعور لوړوالى دى، چې لدې ناوړې ګټې پورته کونې مخه نيسي.

کواکبي پر ځينو پخوانيو علماوو نيوکه کړې،چې نظم او امنيت ته په ډېر ارزښت قايل وو،تردې چې عدل او ازادي يې له نظم او امنيته ځار کړې؛يعنې د نظم او امنيت په پلمه يې د ازادۍ د ودې او د عدل د پلي کېدو مخه نيولې او دا همغه څه دي،چې ظالمان او مستبدان يې غواړي.

کواکبي به په نظم او آزادۍ کې،آزادۍ ته لومړيت ورکاوه او په دين او سياست او يا په دين او ازادۍ کې به يې دين د واقعي ازادۍ لاس ته راوړونکى او د سياسي احساس راويښونکى ګاڼه او په علم او ازادۍ يا علم او سياست کې ګروهمن و، چې ټول علمونه د ازادۍ الهام بښونکي ندي او د ټولنيزې پوهاوې په ورکولو کې په يوه کچه کې ندي؛نو مستبد له ځينو علومو وېره نلري؛بلکې خپرونکى يې هم دى؛خو له ځينو علومو سخت په وېره کې وي؛ځکه ولس ته پوهه،سياسي او ټولنيز شعور ورکوي او په ولس کې د ازادۍ غوښتنې حس را ژوندى کوي او د استبداد او زور پر وړاندې مبارزې ته يې راپړسوي.

کواکبي وايي:(( مستبد د ژبې له علومو او هم له وينا وېره نلري؛خو هغه مهال چې وينا د مېړانې راپارونکې وي ( لکه د علامه سيد جمال الدين ويناوې)؛ځکه پخپله پوه دى چې روزګار هم د ((کميت)) او ((حسان ثابت)) په څېر شاعرانو په زوکړه کې بخل کوي،چې پخپلو شعرونو جنګونه جوړ او لښکرې روانې کړي او همداسې "منتسکيو" او "شيلا.

همداراز مستبد له هغو ديني علومو هم وېره نلري چې يواځې معاد ته يې پام وي ( او د معاد او معاش او ژوند او معنويت تر منځ پر بېلتون قايل وي)...مستبد د ژوند له علومو وېره لري؛لکه نظري حکمت،عقلي فلسفه،د ولس حقوق،مدني سياست، تاريخ او ادبي ويناوې،چې د جهل ورېځې وړي او روڼ لمر راښکاره کوي،چې ککرې له تودوخې وسوځي.))

(وګورئ: سيرى در انديشه سياسي عرب،١٦٩مخ)

== په عربي نړۍ کې د سمونپالۍ د فکر له پامه غورځېدل ==

د اهميت له پلوه،علامه سيد جمال الدين،محمد عبده او کواکبي هغه لومړى،دويم او درېم کسان دي،چې د عربو په سني نړۍ کې ورته د (( سمونپالۍ اتلان)) ويلى شو. په "مصر"،"سوريه"،"الجزاير"،"تونس" او "مغرب" کې هم داسې کسان را پېدا شول، چې د سمونې ادعا يې کوله او ځانونه يې د علامه سيد جمال الدين او عبده لارويان ګڼل؛خو يو هم دومره اهميت پيدا نکړ، چې ددې درېو اتلانو په ډله کې راشي او بله دا چې په هغوى کې ځينې د ځينو کږ لاريو له امله،ددې پر ځاى چې سمونه وکړي،افساد يې وکړ، چې "سيد محمد رشيد رضا يو له هغوى دى.

سيد رضا تر هر چا د سمونې په ډبره ټټر درزاوه او ځان يې د علامه سيد جمال الدين او عبده لاروى ګاڼه؛خو تر علامه سيد جمال الدين او عبده ډېر د "ابن تيميه" او "عبدالوهاب" د افکارو تر اغېز لاندې و او د سمونې د مبلغ پر ځاى د وهابيت مبلغ شو،چې د شيعه و په هکله غرضي څرګندونو يې د مصلح له مقامه را ګوذار کړ.
د سمونې وړومبى شرط له افراطي تعصباتو ځان ژغورنه ده،چې دا ځانګړنه په سيد محمد رشيد رضا کې نۀ وه. څومره به ښه وو،چې سيد محمد رضا کړاى ځان د خپل استاد محمد عبده په څېر له جاهلي تعصباتو پاک کړى واى.

ولې په عربي نړۍ کې تردې درې اتلانو وروسته،داسې کس راپيدا نشو،چې اتل وشمېرل شي؟ ولې پدې هېوادونو کې سره لدې چې د "عبدالحميد بن باديس جزايري"،"طاهر الزهراوي جزايري سوري"،"عبدالقادر مغربي"،"جمال الدين کاظمي سوري" او "محمد بن بشر ابراهيمي" په څېر کسانو چې د سمونې ادعا يې کوله،ونکړاى شول چې ګټور چار تر سره کړي؟ او ولې په اسلامي نړۍ کې اسلامي سمونپالي خوځښتونه له خونده وغورځېدل او پيکه شول؟ ولې قومي او عربي خوځښتونو؛لکه بعث،ناصريسم،سوسياليستي او مارکسيستي خوځښتونو ځانته عربي ځوانان رامات کړي؟ کېداى شي هر څوک خپل دليل راوړي؛خو زما په آند چې دا خوځښتونه له علامه سيد جمال الدين او عبده وروسته؛ځکه پيکه شول،چې د وهابيتوب تنګ نظري مسلک ته يې مخه شوه. دوى دا خوځښتونه پر ((سلفي توب)) واړول او له "سلف صالح" لاوري يې له ابن تيميه حنبلي لاورۍ ته راکوز کړل او حقيقي اسلام ته ستنېدل يې حنبلي توب ته ستنېدل وښوول. له استعمار او استبداد سره د مبارزې روح،د حنبليانو او په تېره بيا د ابن تيميه له ګروهو سره د مخالفينو پر ځپلو واوخوت.


علامه محمد اقبال لاهوري[سمول]

له عربي نړۍ بهر هم داسې کسان راپيدا شول چې د سمونې د اتل نوم پرې ايښوولى شو، چې پدې لړ علامه محمد اقبال لاهوري ته په اسلامي نړۍ کې مصلح ويلاى شو،چې د سمونې فکر يې د خپل هېواد له پولو هم واوخوت. اقبال څه مزاياوې او څه نيمګړتياوې لري:

د علامه اقبال له ځانګړنو دا وه چې د لوېديځ له فرهنګ سره آشنا و او د لوېديځ له فلسفي او ټولينزو افکارو سره يې ژوره آشنايي يې درلوده،تردې چې په لوېديځ کې هم متفکر او فيلسوف پېژندل کېده.

اقبال لوېديځ يې ښه پېژانده او له هر اړخيز انساني مفکورې بې برخې ګاڼه او ګروهمن و، چې يواځې مسلمانان لداسې ښوونځي برخمن دي.علامه اقبال ولس د لوېديځو علومو او فنونو زده کړې ته راباله؛خو پر لوېديځ او ښوونځيو يې له ځان بايللو ژغورل.

علامه اقبال وايي:

((د اروپا بېلګه توب،په ژوند کې يې د يو ژوندي عامل په بڼه نده راښکاره شوې، چې پايله يې د سرګردان ((انسان)) پيدايښت دى، چې د ناسازګاره ديموکراسيو تر منځ د خپل ځان په لټه کې دى، چې يواځېنى کار يې د شتمنو په ګټه له بېوزليو کار اخېستل دي. په خبره مې باور وکړئ،چې نننۍ اروپا د بشريت د اخلاقو پر مخ تر ټولو ستر خنډ دى،بلخوا مسلمانان د وحې پر بنسټ د فکر،مطلوب اوکمال خاوندان دي او دا چې د ژوند له ډېرو ژورو بيانېږي؛نو ظاهريتوب ته يې د باطن رنګ ورکوي.)) وګورئ: احياى فکر ديني:٢٠٤ مخ.

د علامه اقبال بله ځانګړنه دا وه،چې د عبده په څېر پخپل ذهن کې يې بوختياوې نۀ درلودې،چې مسلمانان بې لدې چې د اسلام کوم حکم يا اصل تر پښو لاندې کړي؛د خپل وخت سياسي،اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته لار پيدا کړي؛نو ځکه د اجتهاد،اجماع او ورته مسئلو په هکله يې زياد فکر کاوه. علامه اقبال،اجتهاد د اسلام د حرکت ماشين ګاڼه.

د علامه اقبال بله ځانګړنه داده،چې په لوېديځ کې د نورو روزل شويو پر خلاف،معنويت پالى و او له پياوړي عرفاني روح برخمن و؛نوځکه عبادت ،ذکر،فکر،مراقبې،له نفس سره حساب،سلوک او معنويت ته يې خورا ارزښت ورکاوه،چې همدا مسايل يې د ديني فکر په بيا راژوندي کېدو کې هم مطرح کول. بې له اسلامي معنويته، د ديني فکر بيا راژوندي کول يې بې ګټې ګڼل.

بله ځانګړنه يې دا وه چې يواځې فکري شخصيت نۀ و؛بلکې د مبارزې او عمل سړى هم و،له استعمار سره د مبارزې په ډګر کې په لومړۍ ليکه کې ولاړ و. علامه اقبال د پاکستان د اسلامي هېواد بنسټګر هم دى.

د علامه اقبال بله ځانګړنه دا ده،چې غښتلى شاعر و او دا ځواک يې د اسلامي موخو په چوپړ کې و. علامه اقبال له هغو شاعرانو دى، چې "کواکبي" د "کميت اسدي"،"حسان ثابت انصاري" او "دعبل بن علي خزاعي" په څېر وستايه. د علامه اقبال انقلابي شعرونه له "اردو" پر فارسي او عربي هم ژباړل شوي چې لا تر اوسه يې هم خپل حماسه ييز اړخ خوندي ساتلى دى.

سره لدې چې علامه اقبال سني و؛خو په فارسي يې د پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم د کورنۍ په ستاينه کې داسې انقلابي او له ښوونو ډکه شاعري کړې،چې په فارسي ژبو شيعه و کې يې جوړه نۀ پيدا کېږي. په هر حال شعر د علامه اقبال موخه نۀ وه؛بلکې د مسلمان امت د راويښولو او پوهاوي وسيله يې وه.

علامه اقبال د ((خودي فلسفه)) په نامه فلسفه لري. هغه ګروهمن و چې اسلامي ختيځ خپل واقعي هويت، چې اسلامي هويت دى،له لاسه ورکړى او بايد بېرته يې لاس ته راوړي. علامه اقبال ګروهمن و؛لکه څنګه چې وګړى کېداى شي،د شخصيت په تزلزل اخته شي او يا خپل شخصيت ورک کړي او له ځانه لرې او پردى شي او پردى خپل ځان وګڼي او د مولانا بلخي د وينا له مخې( چې اقبال يې مريد او پرې مين و) د نورو پر ځمکه کور جوړ کړي او د خپل کار پر ځاى د پردي کار کوي؛نو ټولنه هم داسې ده. ټولنه هم د وګړي په څېر روح او شخصيت لري،د وګړي په څېر احياناً د شخصيت په تزلزل اخته کېږي او هويت له لاسه ورکوي،پر ځان ايمان له لاسه ورکوي او له بېخه راپرځېږي.
علامه اقبال ګروهمن و،چې اسلامي ټولنه له لوېديځ تمدن سره په مخامخېدو کې د شخصيت د تزلزل په ناروغۍ اخته شوې او خپل هويت يې له لاسه ورکړى،چې ددې ټولنې اصلي شخصيت او ټولنيز روح اسلام او اسلامي فرهنګ دى.
تر تولو وړومبى کار،چې مصلحان يې بايد وکړي،ددې ټولنې ايمان او عقيده خپل فرهنګ او اسلامي معنويت ته راستنه کړي،چې همدا ((خودي فلسفه)) ده.

علامه اقبال به پخپلو ويناوو،مقالو،کنفرانسونو او شعرونو کې هڅه کوله،چې ټولنې ته ددې امت هڅې، مجاهدتونه،عظمتونه،کلتورونه او لياقتونه ور پر يادې کړي او يو ځل بيا پر ځان يې مؤمنه کړي او همدې موخې ته علامه اقبال، له تاريخه اسلامي اتلان راوباسي او د مسلمانانو مخې ته ږدي يې؛نو ځکه علامه اقبال پر اسلامي ټولنه ستر حق لري.

علامه اقبال د علامه سيد جمال الدين په څېر؛خو نۀ د هغه تر پولې،د خپلو اصلاحي فعاليتونو لمنه نورو هېوادونو ته خپره کړه او څه نا څه يې پر اسلامي نړۍ هم اغېز کړى دى. د علامه اقبال په کار کې دوه سترې نيمګړتياوې دي:

(١) له اسلامي فرهنګ سره يې ژوره آشنايي نۀ درلوده،سره لدې چې په غربي مفهوم واقعي فيلسوف دى؛خو په اسلامي فلسفه سم نۀ پوهېده.

په مهمو شرعي مسايلو؛لکه د واجب د ثبوتولو فلسفې براهين او د قبل الايجاد د علم په باب څرګندونې يې او همداسې د ختم نبوت په هکله فلسفه يې (ددې پر ځاى چې ختم نبوت اثبات کړي،ختم ديانت ته رسېدلى چې دا د علامه اقبال د ادعا پر خلاف خبره هم ده)پر اسلامي فلسفې د نۀ پوهېدو دليلونه دي او پردې سربېره،څېړنې يې په نورو اسلامي علومو کې هم سرسري دي. علامه اقبال سره لدې،چې سخت په عرفان مين دى او روح يې هندي او اشراقي دى او پردې سربېره د مولانا بلخي هم سخت مريد دى؛خو په لوړه کچه په اسلامي عرفان نۀ پوهېږي او د عرفان له سپېڅليو افکارو سره آشنا ندى.

د علامه اقبال د کار بله نيمګړتيا داده، چې د علامه سيد جمال الدين په څېر اسلامي هېوادونو ته يې سفر نۀ وکړى او له نږدې د اسلامي هېوادونو له خوځښتونو سره آشنا نۀ و؛نو ځکه د اسلامي نړۍ د ځينو شخصيتونو او استعماري حرکتونو په ارزونو کې يې سترې تېروتنې وکړې.

علامه اقبال په (( احياى تفکر ديني در اسلام)) کتاب کې په حجاز کې د وهابيت،په ايران کې بهائيت او په ترکيه کې د آتاتورک پاڅون اسلامي اصلاحي خوځښتونه ګڼلي او په ځينو شعرونو کې يې هم د اسلامي هېوادونو ديکتاتوران ستايلي دي، چې د مصلح مسلمان اقبال دا ګناه نۀ بښل کېدونکې ده.

په ترکيه کې هم څه نا څه د سمونې مدعيان راپيدا شول. علامه اقبال هم په (( احياى فکر ديني)) کتاب کې د ضياء شاعر نظريات راخېستي؛خو نظريات يې دومره افراطي دي،چې علامه اقبال هم له هومره ازاد فکرۍ سره ټول ندي منلي.

== 

شيعي اصلاحي حرکتونه ==

تر اوسه چې مو څه وويل،د اهلسنتو د نړۍ سمونپالي خوځښتونه وو. په شيعي نړۍ کې اصلاحي حرکتونه له اهلسنتو سره توپير لري. په شيعي نړۍ کې د سمونې خبره لږه شوې او لږه طرح يې ورکړ شوې او ددې په هکله چې (( څه بايد وکړو)) لږ فکر شوى دى؛خو لدې ټولو سره،په شيعه و کې د استعمار او استبداد پر ضد خوځښتونه ژور او بنسټيز وو. د تنباکو په څېر استعماري ضد خوځښت،چې مشري يې ديني مشرانو کوله او په پايله کې،په ايران کې يې د تنباکو د انحصار امتياز لغوکړ او کورنى استبداد او بهرنى استعمار دواړه يې پر ګونډو کړل يا د عراق پاڅون چې د عراق استقلال يې واخېست يا د ايران د مشروطيت پاڅون چې سلطنتي رژيم يې مشروطي کړ يا داسې اسلامي خوځښت چې مشران يې ديني مشران وي،چې همدا اوس په ايران کې روان دى،په اهلسنتو کې نۀ ليدل کېږي.

ددې ټولو خوځښتونو مشري شيعه روحانيت کوله؛همغه روحانيت چې د سمونې او اصلاحي طرحو په هکله يې لږې څرګندونې کولې. د تنباکو خوځښت د ايران علماوو پيل کړ او د " ميرزا حسن شيرازي"په مشرۍ بري ته ورسېد. د عراق پاڅون د عراق شيعه علماوو پيل کړ، چې مشري يې "ميرزا تقي شيرازي" کوله.

حيرانوونکې ده چې " ميرزا تقي شيرازي"،چې د زهد،تقوا او د نفس د تهذيب انځور و،په ځانګړيو شرائطو کې ترې يو دم مجاهد شخصيت جوړېږي، تۀ به وا، چې ټول عمر يې په مجاهدت او مبارزه کې تېر کړى دى.

د ايران د مشروطيت د خوځښت مشري په لومړۍ درجه کې د "نجف" له مراجعو "ملا محمد کاظم خراساني" او "شيخ عبدالله مازندراني" او د "تهران" له مراجعو " سيدعبدالله بهبهاني" او " سيد محمد طباطبايي" وکړه.

په سُني نړۍ کې نۀ يواځې دا چې ددې په څېر خوځښتونه نۀ ليدل کېږي؛بلکې د اصفهان،تبريز او مشهد(چې د وروستي خوځښت مشري ستر مجتهد حسين قمي کوله) په څېر خوځښتونه هم پکې نۀ ليدل کېږي.

سره لدې چې په سني نړۍ کې د سمونې او د استعمار او زبېښناک ضد مبارزې خبره ډېره وه؛خو ولې سني عالمانو ونکړاى شول، چې د يو خوځښت مشري وکړي او پر عکس د شيعه روحانيت،سره لدې چې ستر پاڅونونه يې کړي،لږ حاضر شوي، چې د دردونو په هکله فکر وکړي،نظريات راوړاندې کړي،اسلامي اصلاحي طرح راوړاندې کړي او د اسلام سياسي فلسفه مطرح کړي؟

دا اړخ د شيعه او سني په ځانګړي روحاني نظام پورې تړلى دى. سني روحاني نظام څه نا څه د هغو واکمنو د لاس لوبڅى دى،چې پخپله يې پرې د (( اولى الامر)) نوم ايښى. د عبده په څېر شخصيت که وغواړي چې د افتا‌ء منصب تر لاسه کړي؛بايد خديو عباس،مقرر يې کړي او يا د الازهر رئيس او د افتاء مشر بايد د جمال عبدالناصر په څېر ((پوځي_سياسي)) څېره و يې ټاکي؛لکه د ستر مصلح شيخ محمود شلتوت ټاکنه.

له تاريخي پلوه سني روحانيت په دولتونو پورې اړوند روحانيت دى، چې دا ډول روحانيت نشي کړاى چې ولس په هغه قدرت پسې راپاڅوي،چې ورپورې تړلى دى.

خو شيعه روحانيت پخپل ذات کې خپلواک دى،روحي اډانه يې خداى او ټولنيزه اډانه يې ولس دى؛نو ځکه د تاريخ په ترڅ کې، د زورورو پر وړاندې سيال ځواک راڅرګند شوى دى.

په تېرو مخونو کې مو وويل،چې علامه سيد جمال الدين په سني هېوادونو کې نېغ خلکو ته ورځي او په ايران کې په علماوو پسې ورغى. په سني هېوادونو کې له ولس غواړي، چې پاڅون وکړي او په ايران کې له علماوو؛نو دليل يې دا و چې شيعه علماء له واکمنانو خپلواک وو او د انقلابي کېدو وړتيا يې درلوده؛خو سني روحانيت داسې نۀ و. شيعه روحانيت عملاً د مارکس پر تز د بطلان کرښه راکښله،چې ويل يې:

(( په تاريخ کې،د دين،دولت او پانګې مثلث د ولس پر وړاندې يوه طبقه جوړه کړې وه او د ولس له ځانه د پردي کېدو درې لاملونه شمېرل کېږي.))

ما د (( مشکل اساسي در سازمان روحانيت)) په مقاله کې ( چې د شهيد مطهري د (( ده ګفتار)) په کتاب کې چاپ شوى) د شيعه او سني روحانيت په هکله لنډه څېړنه کړې او د دواړو پياوړيو او کمزوريو ټکيو ته مو پکې اشاره کړېده.

خو په عين حال کې د اصلاحي فکر او طرح له پلوه، په تشيع کې هم ځينې شخصيتونه راښکاره شوي،چې پدې هکله بايد " آيت الله بروجردي"،" شيخ محمد حسين کاشف الغطاء"،" سيد محسن عاملي"،"سيد شرف الدين عاملي" او په تېره بيا "علامه نائيني"،له قلمه و نۀ غورځېږي؛نو د اصلاحي نظر خاوندانو ته پکار دي، چې ددوى د اصلاحي افکارو په اړه شننې وکړي.

ما د (( مزايا و خدمات مرحوم آيت الله بروجردي)) په مقاله کې ( چې په (( شش ګفتار)) کتاب کې چاپ کې شوې) د هغه سمونپالې څرګندونې شرح کړيدي.


د ايران اسلامي خوځښت[سمول]

معاصر تاريخپوهان اعتراف کوي چې ددې پېړۍ په دويمه نيمايي کې، په ټولو او يا په ډېرو اسلامي هېوادونو کې اسلامي خوځښتونه،په پټه او يا ښکاره،د استبدادي،استعماري،پانګوالي او نورو مادي استعماري نظامونو پر خلاف راپاڅېدلي دي.

کارپوهان اعتراف کوي،چې مسلمانان د ذهني ګډوډۍ او د شيندل کېدو تر پړاو وورسته،يو ځل بيا د لوېديځ د پانګوالۍ او کمونيزم پر وړاندې د خپل (( اسلامي هويت )) په لټه کې دي؛خو پدې کې يو خوځښت هم د ايران د اسلامي خوځښت هومره ژور او پراخ ندى، چې پر ٤٢ ١٣ل پيل شو،چې موږ هم ورته خغلنده کتنه لرو. دا چې ولس مو د خوځښت په بهير کې دي؛نو ددې خوځښت له شننې يې نۀ بې اړې کوي.

هر خوځښت بايد هغو خلکو ته ډېروشننل شي، چې په بهير کې يې دي.

يو خوځښت چې په بهير کې وي او غواړي چې په اړه يې شننه وکړې؛نو مثال يې له هغې صحنې د عکس اخستنې په څېر وي،چې ګرد وهلې وي،چې البته دا ستونزمن کار هم دى. په هر حال ددې خوځښت شننه هم معاصرو خلکو ته، چې په بهير کې يې دي او هم راتلونکيو ته، چې په هکله به يې قضاوت کوي،ډېر ضروري دى. د لاندې مسايلو شننه دې وشي: د خوځښت ماهيت.د خوځښت موخه.د خوځښت مشري.د خوځښت افتونه.


د خوځښت ماهيت[سمول]

د ماهيت له اړخه،تاريخي او ټولنيزې پېښې،د طبيعي څيزونو په څېر له يو بل سره توپير لري. ټول تاريخي خوځښتونه د ماهيت له نظره يو شان نشو ګڼلى.

هېڅکله د ماهيت له پلوه د صدر اسلام پاڅون،د فرانسې د ستر انقلاب او د روسيې له پاڅون سره يو شان نۀ وو.

د يو خوځښت پر ماهيت له بېلابېلو لارو پوهېداى شو:

د هغه  وګړيو او ګوندونو له لارې چې د خوځښت بار يې پر اوږو وي.د هغو ريښو او علتونو له لارې چې د خوځښت لامل شويدي.د هغه موخو له لارې چې خوځښت ورته رسېدل غواړي او د هغو شعارونو له لارې چې ژوندى او پياوړى کوي يې....

د ايران اوسنى خوځښت په ځانګړې ډلې او ګوند پورې اړه نلري. نۀ کارګري دى،نۀ بزګري دى،نۀ د محصلينو دى،نۀ فرهنګي دى او نۀ بورژوازي دى.پدې خوځښت کې بډاى او بېوزله،ښاري او کليوال،طالب او محصل،جولا او صنعتګر،کاسب او بزرګر،مُلا او ښوونکى،لوستى او نالوستى، ټول يوه شان ونډه لري. يوه اعلاميه چې ددې خوځښت مشر يې خپره کړي؛نو د هېواد په ټولو برخو او په ټوله نړۍ کې يو شان غږ راپورته کوي.

دا خوځښت يو له هغه سلګونو واقعيتونو دى،چې د تاريخ د مادي مفسرانو او ماترياليسم (چې اقتصاد د ټولنې بيخ ښيي او ټولنيز خوځښت د طبقاتي تضادونو انعکاس ګڼي او لاسونه يې مادي او طبقاتي تضادونو ته غځېدلي وي او د ژوند ټولې لارې يې نس ته رسي ) بې بنسټي رابرسېره کوي.

دا خوځښت د پېغمبرانو په څېر خوځښت دى؛يعنې د ولس له (( الهي ځانخبرى)) را ولاړ شوى دى. چې ريښه يې د بشري فطرت په تل کې ده او د انسان له باطني ضميره يې سرچينه اخېستې ده.

د ريښې له پلوه:

ددې خوځښت ريښه بايد په هغو بهيرونو کې ولټول شي،چې ددې ټولنې له اسلامي فرهنګ سره په ټکر کې وو.

پدې وروستۍ نيمه پېړۍ کې داسې بهيرونه راوټوکېدل،چې د وروستيو سلو کالو د مصلحانو د اسلامي موخو پر خلاف وو،چې ښکاره ده،زموږ ټولنه پر وړاندې يې بايد غبرګون وښيي.

څه چې پدې نيمه پېړۍ کې د ايران په اسلامي ټولنه کې راپېښ شول دادي:

× استبداد او د هر ډول آزادۍ له منځه تلل.

× د نوي استعمار نفوذ؛يعنې په نامريي او خطرناکه بڼه،د فرهنګي، سياسي او اقتصادي اړخه د ښکېلاک د منګولو لګول.

× له سياسته د دين لرې ساتل؛بلکې د سياست له ډګره د دين ايستل.

× له اسلامه مخکې جاهليت ته د ټولنې ورستنول او د مجوسي شعارونو راژوندي کول او د اصيلو اسلامي شعارونو له منځه وړل، چې د محمدي هجري تاريخ پر ځاى د مجوسي تاريخ دودول يې يوه بېلګه ده.

په اسلامي فرهنګ کې اړونه راوستل او دې سپېڅلي فرهنګ ته د ايراني موهوم فرهنګ په نامه جعلي تذکيره جوړول.

× د دولتي مارکسيسم دودول او تبليغ؛يعنې بې له سياسي او ټولنيز اړخونو د مارکسيسم الحادي اړخ تبليغول.

× بېرحمانه وژنې او د ايراني مسلمانانو وينې ته ارزښت نۀ قايلېدل او د سياسي تورنو بنديانول او کړول.

× تبعيض او ورځ پر ورځ د طبقاتي تضاد د درز زياتېدل.

× په دولتي او غير دولتي مرکزونو کې پر مسلمانانو د غير مسلمانو برلاسي.

× ښکاره اسلامي قوانين تر پښو لاندې کېدل.

× له پرديو ټکيو سره د مبارزې په نامه، له اسلامي فارسي ادبياتو سره مبارزه، چې د ايران د اسلامي روح ساتونکې وه.

× له اسلامي هېوادونو سره د اړيکو پرې کول او له غير اسلامي هېوادونو سره يې غښتلي کول، چې له اسرائيلو سره دوستي يې بېلګه ده.

دې او ورته چارو د ايران د مسلمان امت مذهبي روح ټپي او چاودېدو ته چمتو کړ.

بلخوا،په نړۍ کې داسې پېښې راپېښې شوې،چې د لوېديځ ليبرال او د شرقي سوسياليست دروغجنې څېرې يې رابربنډې کړې او د روښانفکرو هغه هيلې يې په نهيلۍ واړولې چې دې ښوونځيو ته يې درلودې.

او له درېم اړخه پدې څه له پاسه دېرش کلو کې،اسلامي څېړونکيو توفيق وموند،چې اوسني نسل ته تر يو حده د اسلام واقعي ښکلې څېره وښيي.

د ايران مبارز روحانيت هم،چې له تېرو کږلېچونو پوزې ته راغلى و او يو مناسب وخت ته په تمه وو،چې پاڅون وکړي،چې پاڅون يې وکړ او د ايران له اسلامي ښوونو سره آشنامسلمان ملت چې له ختيځ او لوېديځ نه پوزې ته راغلى وو،د روحانيت غږ ته يې د لبيک ووايه چې ددې لاملونو له مخې د ايران اسلامي خوځښت راوټوکېد.


د خوځښت موخه[سمول]

دا خوځښت څه موخه لري او څه غواړي؟ ايا دموکراسي غواړي؟ ايا له هېواده د استعمار لاس لنډول غواړي ؟ آيا د بشري حقوقو دفاع ته يې مټې را بډ وهلي ؟ايا غواړي چې توکم پالنه له منځه يوسي؟آيا غواړي چې د ظلم جرړه راونړوي؟آيا غواړي چې ماترياليسم او ماده پالنه له منځه يوسي؟ آيا.....

ددې پوښتنو ځوابونه د خوځښت له ماهيته چې و مو ويل او د خوځښت د مشرانو له ويناوو او اعلاميو لاس ته راوړاى شو؛خو ددې پوښتنو لنډ ځواب دادى چې : هو ! او نۀ !

هو !يعنې دا چې دا ټولې موخې د خوځښت موخې دي او نۀ !؛يعنې خوځښت پدې يوې موخې پورې هم محدود ندى.ناشونې ده،چې يو اسلامي خوځښت د موخو له پلوه محدود وي؛ځکه اسلام پخپل ذات کې يو (( نۀ تجزيه کېدونکى کل )) دى او د پورته يوې موخې په لاس ته راوړو سره پاى مومي.

البته دا پدې معنا نده چې خوځښت د تاکتيک له پلوه ځينو موخو ته پر نورو لومړيت نۀ ورکوي او موخو ته په رسېدو کې پړاوونو او اصولو ته پام نکوي. مګر پخپله اسلام د تاکتيک له پلوه ورو ورو پلى نشو؟ نن خوځښت د استبداد او استعمار د منځه وړو،نفې او انکار په پړاو کې دى،سبا به لدې پړاوه ووځي او رغاونې او اثبات ته به ورسي او نورې موخې به پر مخ بوځي.

د کتاب په پيل کې مو له نهج البلاغې،د حضرت علي کرم الله وجهه او د امام حسين ويناوې رانقل کړې چې همغه خبرې د اسلامي خوځښت موخې دي؛البته هر خوځښت په هر پړاو کې يو لړ فرعي او جزيي ځانګړې موخې لري؛خو ټوليزې موخې په څلور جملو کې بيان شوېدي:

نرد المعالم من دينک: د خداى د لارې لرې شوې نښې به بېرته پر ځاى کړو؛يعنې لومړي او رښتين اسلام ته ستنېدل او بدعتونه له منځ وړل او پر ځاى يې اصيل سنتونه دودول. نظهر السمونه فى بلادک:څرګندې او ښکاره بنسټيزې سمونې، چې هر څوک يې په سترګو وويني او د خلکو په ژوند کې ښکاره بهبود؛يعنې د خداى د بندګانو د ژوند په حالاتو کې بنسټز بدلون.

يامن المظلومون من عبادک: د خداى مظلوم بندګان د ظالمانو له شره خوندي شي؛يعنې د انسانانو د ټولنيزو اړيکو سمونه.

تقام المعطلة من حدودک: بېرته شاته غورځول شوي الهي احکام دودول او د ولس پر ژوند يې واکمنول؛يعنې د ټولنې په ټولنيزو او مدني نظامونو کې ګټور اسلامي بدلونونه. هغه مصلح او سمونپال به ستر بري ته رسيدلى وي چې لاندې اصلونه پلي کړاى شي:

افکار ريښيتن اسلام ته واړوي. له فکرونو بدعتونه او خرافات وباسي.په ژوند کې کور،خوړو،روغتيا،ښوونې او روزنې ته پام وکړي. د انسانانو انساني اړيکې د برابرۍ او ورورولۍ پر بنسټ غښتلې کړي او پر ټولنه د اسلامي قوانينو پر بنسټ واکمني وکړي.


د خوځښت مشري[سمول]

هر خوځښت مشر او مشرۍ ته اړتيا لري.يو خوځښت چې ماهيت يې اسلامي وي او ټولې موخې يې اسلامي وي؛نو کوم ګوند او څوک يې مشري کولاى شي او بايد مشري شي؟ ښکاره خبره ده چې هغوى بايد مشري يې وکړي، چې د مشرۍ پر شرايطو سربېره،واقعاً اسلام پوه هم وي او د اسلام له موخو، اخلاقي ،ټولنيزې ،سياسي او معنوي فلسفې سره آشنايي ولري او د اسلام له نړۍ ليد سره آشنايي ولري؛يعنې هستۍ،خلقت،مبداء،د هستۍ خالق،د هستۍ لوري او ضرورت،انسان او انساني ټولنې ته د اسلام له ليد سره اشنايي ولري. د اسلام پر ايدئولوژۍ وپوهېږي؛يعنې د اسلام له نظره انسان بايد څرنګه وي او څرنګه ژوند وکړي او څرنګه بايد ځان او ټولنه جوړه کړي او څرنګه خپل حرکت ته دوام ورکړي او له څه سره وجنګېږي او لنډه دا چې پر کومه لار روان شي او څرنګه ولاړ شي او څرنګه رغاونه وکړي او څرنګه ژوند وکړي او.....

نو ښکاره ده،هغوى دا مشري کولاى شي چې د اسلامي فرهنګ په متن کې روزل شوى وي او له قرآن،سنتو،فقهې او اسلامي معارفو سره بشپړه آشنايي ولري؛نو ځکه يواځې روحانيت دى چې ددې اسلامي خوځښت مشري کولاى شي.

په يوه ډله کې يو راته وويل: خلک بايد د معارفو ( اسلامي معارفو) له شره خلاص شي.

ما ورته وويل: ارسطو د فلسفې په هکله وايي: (( که بايد فيلسوفي وکړو؛نو بايد ويې کړو او که نۀ ښايي چې فيلسوفي وکړو؛نو بيا هم بايد فيلسوفي وکړو)) ورته مې توضيح ورکړه،چې د ارسطو مطلب دادى چې فلسفه يا سمه ده،چې بايد تاييد يې کړو او يا غلطه چې بايد پرېښوول شي؛که سمه او د تاييد وړ وي؛نو بايد فيلسوف شو او په فيلسوفتوب دا فلسفه تاييد کړو او که غلطه او د پرېښودو وړ وي؛نو بيا هم بايد فيلسوف شو او فلسفه زده کړو او په فيلسوفتوب يې نفې کړو؛ نو په هر حال کې بايد فلسفه زده کړو او په څنګ کې،بايد پوه شو،چې له فلسفې هر ډول انکار،پخپله يو ډول فلسفه ده او هغوى سخت تېروتي چې ګومان کوي، بې له فلسفې يواځې په نورو فلسفو کړاى شي فلسفه نفې او رد کړو.

بيا مې ورته وويل: زه اوس لدې سره کار نلرم، چې د اسلام علماوو د يو زر او څو کلو په ترڅ کې د نړۍ فرهنګ،تمدن،د رياضي،طبيعي،انساني علومو،فلسفي ،حقوقو او ادبياتو او... ته خدمت ندى کړى،چې البته کړى يې هم دى.

که څوک غواړي چې زموږ،فلسفه،عرفان،سيروسلوک،اخلاق،د ژوند فلسفه،ښوونه،روزنه،احاديث،ادبيات او حقوق ومني؛نو بايد فيلسوف،عارف يا سالک شي او که نفې کوي يې هم؛نو بيا هم بايد ځان پرې پوه کړي او وروسته په نفې او ردولو يې لاس پورې کړي. دا سمه نده،چې يو غير مسلکي انسان ته د فلسفې او يا فقهې کتاب په لاس کې ورکړل شي او نۀ پوهېږي چې په ښي لاس کې يې ونيسي او که په کيڼ لاس او بيا هغه د فلسفې او يا فقهې د منلو او نۀ منلو وړانديزونه کوي.

بيا مې ورته وويل: موږ اوس د اسلامي خوځښت په بهير کې يو. هر ټولنيز خوځښت بايد فکري او فرهنګي اډانه ولري او که ويې نلري؛نو په هغو بهيرونو کې به جذب شي چې بډاى فرهنګ ولري او لور به بدل کړي؛لکه څنګه چې ځينې له اسلامي فرهنګي پانګې بې برخې وو؛نو څرنګه د مچ په څېر د غڼې په تارونو کې راګېر شول.بلخوا هر فرهنګي او اسلامي خوځښت چې غواړي زموږ د ټولنيز خوځښت ملاتړ شي؛بايد زموږ له زوړ فرهنګه را ولاړ او خړوب شوى وي؛نۀ د نورو له فرهنګونو. د اسلامي خوځښت په بهير کې لارښوونې ته دا کافي نده چې موږ له مارکسيستي او اګزيستانسياليستي فرهنګونو يوه برخه راواخلو او د اسلام پوښ ورکړو. موږ ته پکار دي،چې د اسلامي ښوونو داخلاقو فلسفه،د تاريخ فلسفه ،سياسي فلسفه ،اقتصادي فلسفه ، د دين فلسفه او د اسلام خپله الهي فلسفې تدوين کړو او خپل ولس ته يې ورکړو.

د مشرۍ په هکله مې ورته وويل: نن موږ هم خواجه نصيرالدين،بوعلي سينا،ملا صدرا،شيخ انصاري،شيخ بهايي،محقق حلي او علامه حلي ته اړتيا لرو؛خو د څوارلسمې پېړۍ خواجه نصيرالدين نۀ د اوومې پېړۍ،د څوارلسمې پېړۍ بوعلي سينا نۀ د څلورمې پېړۍ،د څوارلسمې پېړۍ شيخ انصاري نۀ د ديارلسمې پېړۍ؛يعنې همغه بوعلي،شيخ انصاري،نصيرالدين طوسي،له همغه فرهنګي ځانګړنو سربېره چې لري يې،پدې پېړۍ پورې اړه ولري او ددې پېړۍ درد او اړتياوې احساس کړي.

بيا مې ورته وويل: زه دلته اوس يو بهير وينم، چې په زړۀ کې مې د هيلو رڼا زياتوي او هغه دا چې زموږ ځوانان چې پوهنتوني زده کړې کوي او يا کړيدي،راسره سلا مشوره کوي،چې ديني حوزو ته ولاړ شي او ديني زده کړې وکړي او ځينې خو دومره لېوال دي،چې پوهنتوني زده کړې پرېږدي او ديني زده کړې وکړي؛خو لدې کاره مې منع کړي دي؛خو ورته وايم چې د پوهنتون تر زده کړو وروسته پر ديني زده کړو بوخت شئ.

ورته مې وويل پايله دا شوه چې د ليسانس خاوندانو ديني زده کړو ته مخه کړې او دوى په حقيقت کې د عصري او اسلامي علومو رابطين دي، چې دا يوه سپېڅلې اړيکه ده چې د اسلامي مبارک فرهنګ د نيالګي د لا ودې لامل ګرځي.

خبرې مې داسې رالنډوم:

دا اسلامي ستر او بډاى فرهنګ دى،چې کړاى شي د خوځښت اډانه شي او هم ددې ستر اسلامي فرهنګ کارپوه عالمان چې د وخت له اړتياو خبر دي،کړاى شي چې د خوځښت مشري وکړي. څو ورځې مخکې مې يوه مقاله ولوسته چې په پيل کې يې د ((حرکت)) او ((بنياد)) پر مسئله او پر بنياد د حرکت پر بلېدو څرګندونې کړې وې،چې څرنګه حرکتونه او خوځښتونه خپل ماهيت اړوي او پر نظامونو او قالبونو بدلېږي او يو روان چار پر ولاړ چار اړوي.

پر بنياد د حرکت د بدلېدو او د فکر او عمل د د قالب د پېدا کېدو له امله دي،چې زموږ ټولنيز ځواکونه چې د څپو په څېر راپاڅېږي او جذبېږي؛نو لومړى کار مو دادى چې قالب او قالبونه مات کړو. بيا دا خبره مطرح شوې وه،چې اسلام د ځوانانو دين دى او ځوانان قالب ماتي دي؛نو اسلام قالب ماتى دين دى او بيا يې د مشرۍ خبره کړې او له سنتي مشرۍ يې پيل کړې وه :

په مقاله کې راغلي وو:

((هغه سنتي مشري څه هم نشي کړاى، چې د فرهنګي بنيادونو پاسواله ده؛ځکه پدې دوو پېړيو کې يې ترې د فکر ټولې عرصې اخېستل شوي او اخلي يې او دا مشري کله مقاومت کوي؛خو تسليمېږي. پدې مشرۍ کې البته علامه سيد جمال الدين،مدرس او....خميني او طالقاني رامنځ ته شول، مخکې تردې چې دښمن له منځه يوسي،سنتي مشرۍ له منځه يوړل. دوى دوستان دي او بايد ملاتړ يې وشي او مرسته ترې وغوښتل شي .))


اوس دا مقالې علمي کره کتنه کوو:

لومړى: دې دوست مو ګومان کړى چې د خوځښت لازمه داده چې هېڅ ثبات دې نۀ وي. دوى پام ندى کړى،که حرکت وي او هېڅ ډوله ثباته نۀ وي؛نو ګډوډي ده، نۀ تکامل. قرآن چې د هدايت،حرکت،صراط او د تکامل ښوونه کوي،انسان په صراط مستقيم کې روان حالت لري؛خو پخپله صراط مستقيم څنګه؟ آيا صراط مستقيم هم روان دى او آيا لار هم په لار کې ده او آيا هغه پر بنياد د حرکت د بدلېدو لامل دى،چې د صراط مستقيم پاسوال دى او پر صراط مستقيم پر تلونکيو پام کوي،چې له صراط مستقيمه کاږه نشي؟ آياد سنتي مشرۍ ګناه ده، چې د تکامل او خوځښت د فرهنګ پاسواله ده؟ علامه اقبال وايي: هېر مو نشي چې ژوند ساده او محض بدلون ندى،پخپل ځان کې د بقا او دوام عناصر لري او بيا وايي:

((اسلام له خداى سره وفا غواړي،نۀ له استبدادي حکومت سره؛ځکه خداى د ژوند وروستى روحاني بنيان دى؛نو له خداى سره وفا،عملًا د هغه له مثالي طبيعت سره وفا ده.کومه ټولنه چې له واقعيته پر دغسي انځورنې جوړه شوې وي،بايد پخپل ژوند کې د (( ابديت)) او ((تغيير)) معقولې له يو بل سره همغږې کړي،لازم دي چې د خپل ټولنيز ژوند تنظيمولو ته ابدي اصول ولري،څه چې ابدي دي، ددې هميشني تغيير په نړۍ،زموږ پښه ټينګوي.)) 

زموږ ګران ملګرى په ((ثابت)) او ((ولاړ))کې تېروتى دى. که له اسلامي فرهنګ سره يې آشنايي درلوده؛نو پوهېده به چې تغيير بې له ثباته او متغير بې له ثابته ناشونى دى. هر خوځنده خپل تکاملي حرکت ته داسې دوام ورکوي،چې له يو پړاوه بل پړاو ته تغيير مومي؛خو دا حرکت يې په يو ټاکلي مدار کې وي. له څه چې خوځنده موجود تېرېږي او شاته يې پرېږدي؛نو دا يو پړاو دى؛نۀ يو مدار او بهير.

دويم دا چې زموږ ګران ملګرى هر څه،ان عقايدو، اصولو،ښوونځيو او ايدئولوژيو ته پر (( تاريخي وجود)) قايل دي؛نو نور له څوارلس پېړۍ مخکې اسلامه څه غواړي چې د زړۀ له کومې ترې دفاع کوي؟

و به واياست چې: اسلام پخپله خوځښت دى،چې خپل وجود ته دوام ورکوي؛نۀ بنياد او نظام. ځواب دادى چې اسلام نۀ حرکت، نۀ متحرک،نۀ جنبش او نۀ خوځونکى دى. دا اسلامي ټولنه ده چې د اسلام او صراط مستقيم په مدار کې په حرکت کې ده او بايد په حرکت کې وي؛نۀ اسلام.

درېم: سمه ده چې کله نا کله يو ټولنيز څپانده خوځښت خپل روح له لاسه ورکړي او يواځې يو لړ بې اغېزې تشريفات او اداب ترې پاتې کېږي. حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغې په ١٠١ خطبه کې وايي: د امويانو په لاس کې اسلام، هغه لوښي ته ورته دى چې چپه واړول شي او محتويات ترې توى شي ( يکفا الاسلام کما يکفا الاناء) او موږ به درسره شو،ددې ټولنيز څيز نوم به (( پر بنياد د حرکت اوړېدل)) کېږدو.د مثال په راوړلو به توضيح ورکړو:

امام حسين ته سنتي وير پر بنياد د حرکت اوړېدل دي. دا وير چې په رښتيا په اړه يې ويل شوي دي: من بکى او ابکى او تباکى وجبت له الجنة چې ان تباکي (ځان ژغوړنې ښوولو) ته هم خورا ارزښت قايل شويدي.په اصل کې فلسفه يې د يزيديانو او ابن زياديانو پر خلاف د حسين او حسينيانو په ګټه د احساساتو راپارول دي. پداسې شرائطو کې چې امام حسين د يو ښوونځي په نامه په ځانګړي وخت کې حضور لري او د يو ټاکلې ټولنيزې لارې د سمبل په توګه بل ځانګړې سمبل نفې کوي؛نو يوه اوښکه هم ورته تويول،واقعاً عسکري ده. په سختو يزيدي شرايطو کې د حسينيانو په ګوند کې ونډه اخېستل او پر ژړا تظاهر هم له اهل حق سره د تړاو او له باطلو سره د جګړې اعلان دى،چې په حقيقت کې يو ډول له ځان تېرېدنه هم ده؛نو ځکه حضرت امام حسين بن علي ته وير يو حرکت دى،يوه څپه ده او يوه ټولنيزه مبارزه ده.

خو په کلار کلار ددې دستور روح او فلسفه هېرېږي او ددې لوښي محتوا بهر تويېږي او بې لدې چې د ټولنيز اړخه کوم بامعنا عمل يې تر سره کړى وي،يا د زمانې يزيدان او ابن زيادان په پام کې ونيسي،د يو عادت بڼه اخلي چې خلک يواځې ثواب ته يو لړ مراسم تر سره او وير وکړي؛نو دلته دي چې حرکت پر بنياد اوړي؛يعنې عادت کېږي او د لوښي محتوا بهر راتوى او خالي شي.

دا مطلب سم دى او موږ په نورو ځايو کې، په هکله يې خبرې کړي؛خو له ګران ملګري پوښتو چې آيا زموږ زوړ فرهنګ همداسې څيزونه دي، چې سنتي مشري يې پاسواله ده؟ آيا علامه سيد جمال الدين،مدرس،آيت الله خميني،طالقاني هم دداسې مراسمو او تشريفاتو پاسوال دي؟

څلورم:کومه مشري د همدې سنتي مشرۍ په څېر د داسې څپې او حرکت پر جوړېدو برلاسې شوېده؟ پدې سلو کلو کې چې لوېديځ ته د تلليو او روښانفکرانو دوره هم وه؛نو کومه غير سنتي مشري دداسې حرکت پر جوړېدو برلاسې شوېده؟

ځينو نورو په نورو بڼو له روحانيته، روښانفکرې ډلې ته د اسلامي خوځښت د مشرۍ د لېږد د ضرورت خبره مطرح کړېده او هغه دا چې د ايران نننۍ ټولنه مذهبي ټولنه ده. نن ايران د ټولنيز عصر له پلوه د اروپا د پينځلسمې او شپاړسمې پېړۍ په څېر دى،چې په مذهبي فضا کې يې ژوند کاوه او يواځې په مذهبي شعارونو به راپارېده او بلخوا ددې ولس دين هم اسلام دى، په تېره بيا شيعي اسلام چې انقلابي مذهب دى او له درېم اړخه په هره ټولنه کې د روښانفکرانو ځانګړې ډله وي، چې انساني ځانخبرۍ ته رسېدلې وي او د ننني انسان درد يې حس کړى؛نو يواځې همدا ډله د خپلې ټولنې د خلاصون دنده لري. د ايران د ټولنې ننني روښانفکران بايد نننى ايران له نننۍ اروپا سره اشتباه نکړي او همغه حل لاره ايران ته راوړاندې نکړي چې اروپايي روښانفکرانو(؛لکه "سارتر" او "راسل") چې اروپا ته راوړاندې کړې وه. هغوى بايد پوه شي،چې د ايران نننۍ ټولنه د اروپا د پينځلسمې او شپاړسمې ټولنې په کچه ده؛نۀ د اروپا د شلمې پېړۍ په کچه کې او دويم دا چې اسلام هم مسيحيت ندى. اسلام او په تېره بيا تشيع د حرکت،پاڅون،وينې،شهادت،جهاد او ازادۍ مذهب دى.ايراني روښانفکر پدې توهم کې دى چې په نننۍ اروپا کې دين ونډه نلري او خپله ونډه يې پخوا تر سره کړې؛نو په ايران کې هم د دين ونډه پاى ته رسېدلې،ګڼي چې نۀ ايران اروپا دى او نۀ اسلام مسيحيت.ايرانى روښانفکر بايد د خپلو خلکو خلاصون ته د انرژۍ او خوځښت لدې سترې سرچينې ګټه واخلي چې البته دا کار شرطونه لري او وړومبى شرط يې دادى چې د دين اوسني پاسوالان بې وسلي شي.


ددې محترم روښانفکر په ځواب کې بايد وويل شي: لومړى دا چې اسلام پخپل ذات کې يو ((حقيقت)) دى؛نۀ يو (( مصلحت)) يوه (( موخه)) ده؛نۀ ((وسيله)) او يواځې هغوى کړاى شي چې د انرژي لدې سترې سرچينې ګټه واخلي چې اسلام ته د ((حقيقت)) او ((موخې)) په سترګه وګوري؛نۀ د((مصلحت)) او ((وسيلې)). اسلام خو څه اوزار ندى چې په شپاړسمه پېړۍ که به وکارېږي او په شلمه پېړۍ کې به تاريخ ته وسپارل شي.اسلام د انسانيت صراط مستقيم دى. انسان د خپل ژوند په ټولو پړاوونو او وختونو کې اسلام ته اړتيا لري او په يوه کچه ټول نيکمرغۍ ته هدايتوي او هغوى اسلام ندى پېژندلى چې اسلام ته د وسيلې او مصلحت په سترګه ګوري او ګومان کوي چې په ځانګړيو شرائطو کې له اسلامه ګټه اخېستى شو؛نو غوره به دا وي چې اسلام هغوى ته پرېښوول شي چې اسلام ته د حقيقت او موخې په سترګه مطلق ګوري نۀ د مصلحت او سيلې په سترګه،اسلام مطلق ګوري نۀ نسبي.

دويم دا چې که اسلام د يو اوزار په نامه په کار راځي؛نو هغه به هرومرو ريښتين او واقعي اسلام وي؛نۀ هر هغه چې د اسلام په نامه قالب شي.څنګه ده،چې له هر اوزار او وسيلې ګټه اخېستل کارپوهه او تخصص غواړي او لدې وسيلې تخصص نۀ غواړي؟ څه خيال کوئ چې آيا روښانفکر چې څو ځل يې د سهار چاى له پلاني پروفسور سره څښلى وي،و به کړاى شي چې رښتين اسلام له دروغجنه وپېژني او د خپلې ټولنې په ګټه ترې کار واخلي؟!

درېم: په خواشينۍ وايم چې دا روښانفکر ناوخته له خوبه راويښ شوى؛ځکه د انرژۍ لدې سترې سرچينې پخواني ګټه اخېستونکي پوهېږي چې څرنګه د انرژۍ لدې سترې سرچيني کارواخلي؛نو چا ته به يې د بې وسلې کولو اجازه ورنکړي.


د (( اقبال،معمار تجديد بناى اسلام)) په رساله کې په نړۍ کې د بې چپنې علامه سيد جمال الدين د فعاليتونو د خپرېدو په هکله يې راغلي:

(( دا دومره ځواک او نفوذ د څه لپاره؟ څه ددې لامل شول چې ددې يواځې سړي غږ په ټولو سيمو کې د زړونو کومو ته ورسي؟ دا خو يواځې مسلمانانو ته آشنا غږ و چې احساس يې کړه؟احساس يې کړل چې دا غږ د وياړنو له ډک تاريخ او فرهنګه راوتلى.دا غږ د همغو غږونو يوه انګازه ده چې په حراء،مکه،مدينه،احد،قادسيه،بيت المقدس،جبل الطارق او صليبي جګړو کې يې انګازې کولې؛دا همغه عزت،قدرت او جهاد رابلونکى غږ دى،چې د اسلام له وياړنو په ډک تاريخ کې انګازې کوي.)) وګورئ: اقبال،معمارتجديد بناى اسلام،٨٢ مخ)

هو ! سمه خبره همدا ده. د علامه سيد جمال الدين غږ؛ځکه د زړونو کومې ته ورسېد،چې د اسلام د وياړنو له ډک تاريخه راپورته شوى و.ولې دا غږ دداسې روح له کومې راپورته شو؟؛ځکه علامه سيد جمال الدين پخپله په همدې فرهنګ کې روزل شوى و او روحي اړخونه يې د همدې فرهنګ په فضا کې جوړ شوي وو.

د ايران اسلامي خوځښت وياړي چې مشري يې پوه،مېړني او مبارز ديني عالمان کوي، چې د وخت اړتياوې يې تشخيص کړي او له خلکو سره همغږي دي،په اسلام ميېن دي،وېره او نهيلي زړۀ ته نۀ اچوي؛ځکه د شيطانانو لارويان ندي.

موږ ددې مشرانو د سترې مشرۍ درناوى کوو او تاريخ ته يې د خير ذکر پرېږدو او په مشرۍ کې ورته له خدايه د لا نورو برياو غوښتنه کوو.

د قم ستر مجتهدين: شريعتمداري،ګلپايګاني او مرعشي نجف آبادي، چې د حق د کلمې د شملې په هسکولو کې يې ستر ګامونه پورته کړي او د اسلام او مسلمانانو د وياړونو لامل شوي،نومونه به يې تل په تاريخ کې ځلېږي .

او پر سفر وتلى امام خميني هغه حسنه ده چې خداى زموږ پېړۍ ته ورکړې او د ((ان الله فى کل خلف عدولاً ينفون عنه تحريف المبطلين)) څرګند مصداق دى.

ښکاره ده چې پدې اسلامي خوځښت کې روحاني او غير روحاني نور هم ډېر کسان دي چې ونډه لري چې هر يو خپله ونډه لوبولې چې له خدايه ورته توفيق غواړو.


د خوځښت افتونه[سمول]

کېداى شي چې د نورو څيزونو په څېر پر خوځښتونو هم افت ولږي او د خوځښت د مشرۍ دنده ده، چې په هغو وسايلو چې په واک کې يې دي او بايد وي،د خوځښت له افته مخنيوى وکړي.که د خوځښت د مشر افتونو ته پام نۀ وي او يا د افتونو په لرې کولو کې ناغېړي وکړي؛نو خوځښت به شنډ شي او پخپل ضد به واوړي او سرچپه اغېز به ولري. د افتونه ډولونه دادي:

١_د پرديو فکرونو نفوذ:

پردي فکرونه له دوو لارو نفوذ کوي:

الف-يو د دښمنانو له لارې.

يو ټولنيز خوځښت چې اوج ته ورسي او نور ښوونځي تر خپل سيوري لاندې کړي؛نو د نورو ښوونځيو لارويان،دې ښوونځي ته د ننوتو او له دنننه د ورستولو په موخه،هغه پردي افکارو پکې ورننباسي،چې ددې ښوونځي له روح سره سمون نۀ خوري او لدې لارې د هغه ښوونځي اغېز له منځه وړي يا د اغېز کچه يې راټيټوي.

چې ددې افت بېلګه مو د اسلام په لومړيو پېړيو کې وليده. د اسلام تر خپرېدو وروسته،د اسلام مخالفينو،د اړونې له لارې،د اسلام ضد مبارزه پيل کړه،خپل فکرونه يې د اسلام په جعلي ټاپې صادر کړل. اسرائيليات،مجوسيات مانويات او د اسلام په ټاپه احاديثو،تفسير او د مسلمانانو فکرونو ته راننوتل چې له نيکه مرغه د اسلامي علماوو دې افت ته پام شو او ددې افت په لرې کولو کې څه بري يې هم لاس ته راوړ او دا کار اوس هم دوام لري.

ب_د دوستانو او لارويانو له لارې:

کله ناکله د ښوونځي خپل لارويان،له ښوونځي سره د ناآشنايۍ له امله،د نورو ښوونځيو نظرياتو ته جذبېږي او هغو نظرياتو ته په ځانخبري او ناځانخبري شکل د ښوونځي رنګ ورکوي او راوړاندې کوي يې.

ددې افت بېلګې هم د اسلام په لومړيو پېړيو کې ليدل کېږي.د مثال په توګه ځينو غوښتل چې يوناني فلسفې،ايراني دودونه او هندي تصوف د خدمت په نامه ( نۀ د خيانت په نيت) اسلام ته راننباسي چې له نيکه مرغه دې کار ته اسلام علماوو پام شو .

نن چې د ايران اسلامي خوځښت اوج ته رسېدلى او نور ښوونځي يې تر سيوري لاندې کړي؛نو دواړه بهيرونه پکې ليدل کېږي. هم هغه ډله ليدل کېږي چې واقعاً په نورو ښوونځيو،په تېره بيا په ماترياليستي ښوونځيو پورې تړلي دي او پوهېږي چې ايراني ځوانان په ماترياليستي ټاپو نۀ ښکار کېږي؛نو د اسلام په ټاپه خپل فکرونه ولس ته راوړاندې کوي؛نو ښکاره ده چې هغه اسلام به ډېر ژر له ماغزو بهر شي چې په ماترياليستي محتوا او منځپانګې ماغزو ته ننوځي(هم ګورو دا ډېره چې دا خطرناکه ده) چې مسلمان وګړي؛خو له اسلامي معارفو سره نا آشنا او په پرديو ښوونځيو مين ،د اسلام په نامه د نورو اخلاق، د تاريخ فلسفه،دين او نبوت فلسفه ، اقتصاد ،سياست نړۍ ليد او د قرآن تفسير ليکي او تبليغوي يې .

لدې خطرونو سره مبازره له هغوى سره د اړيکو پرې کول ندي؟ آيا د اوبو تږي چې له تندې يې ژبې راايستلي وي،په کټوري کې له ناوليو اوبو ژغورلاى شو؟

دا موږ مسئوليت لرو. موږ په بېلابېلو برخو کې د وخت په ژبه اسلامي کتابونه ندي راوړاندې کړي او که په کافي کچه مو رڼې اوبه رامخې ته کړى واى؛نو څوک به په چټلو اوبو پسې نۀ تلل.

د مبارزې لار داده چې د اسلام ښوونځى په بېلابېلو برخو کې د وخت په ژبه سهي توضيح شي. زموږ ديني مدرسې چې نن دومره د ټولنيزو فعاليتونو اوج ته رسېدلي؛بايد له خپلو سترو علمي او فکري مسئوليتونو خبرې شي،بايد خپل علمي او فکري کارونه لس ګرايه کړي او بايد پوه شي چې يواځې فقه او رسمي اصول د نسل د مشکلاتو ځواب نشي ورکولاى.

٢_ افراطي تجدد ګرايي:

په هر کار کې له افراط و تفريطه ځان ژغورل او منځلاري کول آسان کار ندى.لکه چې منځلاري تل يو نرى خطر دى،چې لږه بې پامي ترې د وتو لامل ګرځي.دا چې په روايتونو کې راغلي چې ((صراط)) تر ((ويښته)) نرى دى؛همدې ټکي ته اشاره ده چې منځلاريتوب سخت کار دى.

ښکاره ده چې د بشري ټولنې ستونزې نوې کېږي او نوې د حل لارې هم غواړي. (( الحوادث الوقعه)) نوي څيزونه وي،چې د حل دنده يې له اسلامي معارفو سره د آشنا کسانو ده،چې په هره زمانه کې د مجتهد اړتيا او له ژوندي مجتهده د تقليد راز هم پدې کې دى؛ګنې په يو لړ استاندارد او ثابتو مسئلو کې خو تقليد او ژوندي مجتهد ته اړتيا نۀ پېدا کېږي او هغه مجتهد بايد په مړيو کې وشمېرل شي چې د ورځې مسئلو ته يې پام نۀ وي. افراط او تفريط له همدې ځايه پيدا کېږي.

ځينې عوام زده دي،چې يواځېنۍ معيار يې د عوامو سليقه ده او عوام هم تير وخت ته ګوري او له حال او راتلونکي سره کار نلري.ځينې نور د ورځې مسايلو ته متوجې وي او راتلونکي ته يې پام وي او معيار يې د ورځې سليقه وي او د (( ازاد اجتهاد)) په نامه ددې پر ځاى،چې اسلام د زمانې د حق او باطل معيار وګڼي؛نو اسلام ته پر زمانې واکمنه روحيه او سليقه معيار ګڼي.د بېلګې په توګه،وايي: د ښځې مهر دې نۀ وي،حجاب دې نۀ وي،اجاره،مضاربه او مزارعه د فئوداليسم د وخت يادګار دى.پلانى حکم د پلاني وخت يادګار دى،اسلام د عقل او اجتهاد دين دى او د اجتهاد حکم داسې او هغسې دى.

٣_کار نيمګړى پرېښوول.

پدې وروستيو سلو کالو کې د روحانيت مشرۍ يوه ستره نيمګړتيا وښووله او هغه دا چې روحانيت خوځښتونه بري ته رسولي او وروسته يې کار ته دوام ندى ورکړى او د روحانيت ګټلې نورو او احياناً دښمن سټلي دي او مثال يې د هغه دى،چې چا يې پر ځمکه ګېډه اچولې وي او بيا دا په زر زحمتونو دا ځمکه تر ګوتو کړي او تر لاسه کولو وروسته کور ته ولاړ شي او ګته ترې پورته نکړي او بيا نور راشي او همدا ځمکه پخپله ګټه وکاروي.

د عراق پاڅون،د ايران د مشروطيت او تنباکو پاڅونو مشران شيعه روحانيت و او بيا هم پدې ټولو پاڅونو کې د روحانيت ګټلې نورو وسټله.

نن د ايران اسلامي خوځښت د نفې او انکار په پړاو کې دى او د ايران ولس د استعمار او استبداد پر خلاف همغږى پاڅون وکړ. د نفې او انکار تر پړاو وروسته د رغاونې او اثبات پړاو دى. په (( لا اله)) پسې د(( الا الله)) پړاو دى. په هر خوځښت کې د نفې او انکار تر پړاوه د ثبات او رغاونې پړاو ستونزمن وي. اوس د ايران په ولس کې دا تشويش راپيدا شوې،چې آيا روحانيت به بيا دا کار نيمګړى پرېږدي؟

٥_د فرصت طلبو نفوذ.

په خوځښت کې د فرصت طلبو نفوذ تر ټولو ستر افت دى،چې د خوځښت د مشرانو تر ټولو ستره دنده ده چې له نفوذه يې مخنيوي وکړي.

د هر خوځښت د سختۍ د پړاو پېټى د مؤمنو مخلصو انسانانو پر اوږه وي ؛ خو همدا چې د خوځښت نيالګي مېوې ونيوې؛نو فرصت طلب وګړي به راڅرګند شي او د خوځښت مؤمن مخلص وګړي به شاته او له صحنې بهر کړي او دا بهير تردې ټوليز دى،چې ويل کېږي (( پاڅون اولاد خور دى)) تۀ ووا د پاڅونو ځانګړنه داده چې پايلې ته ورسي؛نو خپل اولاد خوري؛خو پاڅون اولاد خور ندى،د فرصت طلبو له نفوذه غفلت دا ناورين رامنځ ته کوي.

لرې به نۀ ځو. د ايران د مشروطيت پاڅون چا پايلې ته ورساوه او بيا څوک پر پوسټونو او مقامونو کېناستل او وروستۍ پايله يې څه شوه؟

ملي سرداران او اتلان ګوښه او هېر شول او په پاى له لوږى مړه شول؛خو پلانى چې تر وروستۍ شېبې له انقلابيونو سره په جګړه کې و،اوس په همدې خوځښت کې پر ستر منصب او مقام دى. فرصت طلبۍ د اسلام په تاريخ کې هم خپله شومه اغېزه څرګنده کړه.د درېم خليفه پر مهال فرصت طلبو په خلافت کې نفوذ وکړ، تردې چې د يهودي زوى "کعب الاحبار" مشاور او د حضرت ابوذر غفاري(رض) او حضرت عمار(رض) په څېر اصحاب له مدينې وشړل شول او يا وډبول شول.

ولې قران کريم د مکې تر فتح مخکې جهاد او انفاق او د مکې تر فتح وروسته انفاق او جهاد او په حقيقت کې تر فتح مخکې په مؤمن انفاق ورکونکي مجاهد او تر فتح وروسته په مؤمن مجاهد انفاق ورکونکي کې توپير قايلېږي:

لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

ژباړه:له تاسې چې چا له بريا (د مكې له سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، هغه سره يو انډول ندى (چې تربريا وروسته يې انفاق كړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې وروسته يې نفقه وركړې او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) وعده كړې ده او څه چې كوئ، خداى پرې خبر دى. (حديد: لسم آيت)

د انفال د سورت ٦٥ او ٦٦ آيتونو مضمون دى چې وايي: د مطلب راز څرګند دى. د مکې تر فتح مکې کړختونه او زحمتونه وو،ايمانونه،انفاقونه او جهادونه له تمو او د فرصت طلبۍ له روحيې لرې وو؛خو د مکې تر فتح وروسته يو څه تمه هم پکې پېدا شوه.

ستاسې شل تنه د کافرانو له دوو سوو برابر دي؛خو هغوى چې راننوتل،چې اسلامي روح پکې پوره نۀ و پوکل شوى او دقيقاً د اسلامي انقلاب پر موخو مومنان نۀ وو( او په هغه وخت کې اسلام يو فرصت ګڼل کېده)؛نو وايي چې سل تنه مو ددښمن له دوو سوو تنو سره برابري کوي،د آيتونو او ژباړې پوره متن داسې دى:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ - الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ

ژباړه: نبي ! مؤمنان (له دښمن سره) جګړى ته راوهڅوه،كه له تاسې شل تنه صابران وي ؛ نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه سل تنه وي؛نو پر زرو كافرانو به برلاسي شي؛ ځكه چې هغوى په ژوره توګه نۀ پوهېږي . اوس خداى ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ (او پوه شو چې په تاسې كې بېوسي ده)؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛ نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛ نو پردوو زرو به د خداى په حكم، پرهغوى برلاسي شئ او خداى له صابرانو سره دى .

خوځښت سمونه طلب پيلوي؛نۀ فرصت طلب او يواځې مؤمن خوځښت موخو ته رسولاى شي؛نۀ فرصت طلب چې د خپل ګټو په فکر کې وي.

٦_د راتلونکيو طرحو ابهام:

فرض کړئ چې يو بېقوار او خراب تعمير خراب کړو، چې پکې په سخته ګوذار مو کېږي او پر ځاى يې نوى،ښکلى او بې له پخوانيو نيمګړتياوو داسې تعمير جوړ کړو،چې پکې هوسا ژوند وکړو.دلته دوه احساسه لرو: د موجود تعمير په هکله منفي احساس چې ژر تر ژره خرابول يې غواړو، چې له شره يې خلاص شو او د نوي تعمير په هکله مثبت احساس،چې پکې ارماني ژوند وکړو.د منفي احساس خبره روښانه ده او د تعمير د ورانولو په هکله ډېره توضيح لازمه نګڼم؛ځکه عملاً کړخت او تنګسه احساسوو؛خو د مثبت احساس په هکله،که د نوي کور نقشه او ډيزاين راته په مخ کې کېښوول شي او پر ځانګړنو او محاسنو يې ښه رڼا هم واچول شي؛نو د کور دا نوې نقشه به ومنئ؛خو که نقشه او ډيزاين يې و نۀ ښوول او د متخصصانو له اړخه په لنډو وويل شي چې زوړ کور به وران او پر ځاى به يې ښايسته کور جوړ کړو؛نو سهي ده چې د متخصصانو خبره به ومنئ؛خو په زړۀ کې به مو وېره وي.

که دوه ډلې انجينران د نوي تعمير وړانديز وکړي:يوه ډله له همدا اوسه ټاکلې نقشه راوړاندې کړي،چې پکې د کور ور،کوټې،تشناب او پخلنځى معلوم وي او بله ډله چې پر ارزښت او شخصيت يې ډاډ لرو؛خو خپله نقشه را وړاندې نکړي او يواځې دومره ژمنه کوي،چې ښه کور به درته جوړ کړو؛نو کېداى شي چې ددې ډلې د طرح ابهام مو بلخوا ته راکاږي.

روحانيت د ټولنې هغه ټولنيز انجينران دي،چې ټولنه پرې ډاډ لري؛خو د ځانګړيوعلتونو له امله،راتلونکې ته د طرحې په ورکولو کې يې ناغېړي دي او يا پوره يې لاسليک ته نده رسولې.

خو پر وړاندې يې د نورو ډلو نقشې او طرحې څرګندې او روښانه دي،چې له نظره يې د ټولنې حکومت، قانون، آزادۍ،شتمني،مالکيت،قضايي اصول، اخلاقي اصول او... څرنګه دي.

تجربې جوته کړې چې د راتلونکي طرحې ناڅرګندتوب بنسټيز تاوانونه لري. 

[ ژباړن: په افغانستان کې مجاهدينو جهاد سياسي بريا ته ورساوه؛خو د نظام جوړونې لپاره يې طرح نۀ درلوده،چې پايله يې هغه شوه،چې په سترګو يې وينو.]

٦_ شپږم افت چې الهي خوځښتونه ګوښوي د معنا بدلون دى:

الهي خوځښتوته بايد د خداى لپاره پيل او د خداى لپاره دوام ومومي او بې له خدايي فکره،بل فکر يې ماغزو ته رانشي،څو خداى برى ورکړي او تل پدې فکر کې وي، چې ستنېدل يې بېرته خداى ته دي.قرآن د حضرت شعيب له خولې وايي:

قَالَ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ السمونه مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

ژباړه: (شعيب ) وويل :(( زه ترخپلې وسې پورې بې (د ټولنې) له سمونې بل څه نۀ غواړم ( او پدى كار كې) بې د خداى (له مرستې) برى راسره نشته! پرهغه مې توكل كړى او لوري ته يې ستنېږم. هود:٨٨ آيت)

مجاهدين به چې له جهاده مدينې ته راستانه شول؛نو پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم به ورته ويل: (( آفرين دې پر هغه ډله وي چې وړوکى جهاد يې پر ځاى کړ او ستر جهاد يې پاتې دى. ورته وويل شول: د خداى رسوله ! ستر جهاد څه دى؟ و يې ويل: له ځاني غوښتنو سره جهاد.))

د نفې او انکار په پړاو کې چې له بهرني دښمن سره نښته ده، د نيت او فکر پاک ساتل اسان کار دى؛خو همدا چې د خوځښت نيالګي مېوه ونيوه او د رغاونې او اثبات پړاو راغى(چې د غنايمو د ويش خبره هم ده)؛نو د اخلاص ساتل ستونزمن شي.

قرآن کريم د مائدې د سورت په درېم آيت کې(چې د قرآن په وروستيو نازل شويو سورتونو کې راځي او د پېغمبر اکرم د عمر په وروستيو کې نازل شوى او هغه وخت دى چې ټول مشرکين په ګونډو شوي او له اړخه اسلام يې ته ګواښ نشته او په همدې وخت کې په خم غدير کې د مشرۍ مسئله روښانه او حضرت علي کرم الله وجهه د خداى په امر مشر اعلانېږي_د خداى له اړخه مسلمانانو ته د خطر اعلان کېږي او هغه دا چې تر اوسه له دښمنه وېرېدئ، چې جرړه مو را و نۀ باسي؛خو اوس د هغوى له اړخ نۀ ګواښېږئ،تردې وروسته له ما ووېرېږئ چې تل مو په کمين کې يم: الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ

ژباړه:(( نن كا فران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي؛نو ځكه ترې مۀ وېرېږئ،بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ ! )) مائده:٣ آيت.

يعنې څه؟يعنې تر دې وروسته اسلامي ټولنه له دنننۍ ننګونې سره مخ ده چې له الهي اخلاصه کږه نشي او خداى هېر نکړي. د خداى نۀ بدلېدونکى سنت دى چې که هره ټولنه له اخلاقي اړخه بدله شي؛نو خداى به يې برخليک اړوي:

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ ژباړه: په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نۀ اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نۀ وي اړولى رعد:١١ آيت


د مصلح د بري شرطونه[سمول]

حضرت علي(ک) د نهج البلاغې په ١٠٧ حکمت کې وايي:

انما يقيم امرالله سبحانه من لا يصانع ولا يضارع و لا يتبع المطامع

پدې جملو کې د خداى د حکم د پلي کولو خبره ده،هغه خبره،چې سل کاله پخوا مصلحينو د (( دديني فکر په راژوندي کېدو)) تعبير کړه. خبره دا ده چې کله نا کله په ټولنه کې الهي احکام شاته اچول کېږي او پر ځمکه غورځېږي او اړتياپېدا کېږي چې بيا راپورته شي او خبره پدې کې ده، چې څوک کړاى شي چې دا پېغمبري دنده ترسره کړي. آيا هر وګړى په هرو روحي او اخلاقي شرايطو کې له هر ډول معنوي شخصيت سره،په بري دغسې پېغمبري ګام اوچتولاى شي؟

حضرت علي کرم الله وجهه د ((انما)) د ټکي په راوړو سره چې ((مفيد حصر)) دى،وايي : هغه يې کولاى شي چې دا درې ځانګړنې ونلري: مصانعه،مضارعه او د بندګۍ طمع.

(( مصانعه)) ته مې تر اوسه فارسي ژباړه نده موندلې.کېداى شي چې ووايو:سازشکاري،ملاحظه کاري او يا معامله ګري؛خو نۀ ! دا ټول (( مصانعه)) دي؛خو مصانعه تر دوى اوچته ده.هغه مهال، چې حضرت علي کرم الله وجهه ته وړانديز وشو، چې معاويه بن ابي سفيان له مقامه مۀ لرې کوه؛نو دا کار حضرت علي کرم الله وجهه او يارانو يې په مصانعه تعبير کړ.حضرت علي کرم الله وجهه مصلحت ته حاضر نشو چې ان معاويه بن ابي سفيان ان يو ساعت ته هم پرخپل مقام پاتې شي او دا چار يې مصانعه وګاڼه.

حضرت علي کرم الله وجهه ته ياران ته به راتلل او په بېلابېلو ښو ځانګړنو به يې ستايه او که په چارو کې به څه نيمګړتيا وه؛نو له ويلو يې ډډه کوله؛خو حضرت علي په کلکه هغوى لدې کاره منع کول او داچار به يې مصانعه ګڼله او ويل يې: له ما سره په مصانعه معاشرت مکوئ او له ماسره هغسې معاشرت مکوئ چې له جبارانو سره کېږي.(نهج البلاغه:١١ خطبه) د خداى د امر په پلي کولو ست مصانعه ده. په چارو کې د ملګري ،اولاد ،خپلوان او... ملاحظاتو ته ځاى ورکول مصانعه ده.

قرآن کريم د (( ادهان)) ټکى کارولى چې په ننني عرف کې ((مداهنه)) کارول کېږي.

ادهان؛يعنې غوړه مالي او په نننۍ اصطلاح کې ((له سره تېرولو )) ته وايي او هغه مهال په کارېږي چې يو کار چې بايد په جدي توګه ترسره شي،هغه کار بې د محتوا په پام کې نيوو ترسره کېږي او له سره تېر شي. قرآن وايي: کفار خوښ دي، چې تا ورسره په مداهنه چلن کولاى؛يعنې په ظاهره توحيد،برابري او ورورولي وئ؛خو محتوا او حقيقت يې نۀ و.

حضرت علي کرم الله وجهه له خپل لښکر سره له يمنه راستنېده چې د بيت المال يماني ټوکران هم ورسره وو او نۀ يې پخپله ترې واخېسته او نۀ يې کوم سرتېري ته د اخېستو اجازه ورکړه،مکې ته چې نږدې شو؛نو حضرت علي،رسول الله صلى الله عليه و آله وسلم ته د ګزارش ورکولو لپاره له سرتېرو رامخکې شو( دا مهال پېغمبر(ص) مکې ته حج ته راغلى و) او تر ګزارش اورولو وروسته بېرته لښکر ته ورستون شو؛نو ويې ليدل چې سرتېرو ټوکران راايستلي او اغوستي دي،حضرت علي کرم الله وجهه بې له کوم سياسي مصلحت او سته، له ټولو ټوکران راواخېستل او پخپل ځاى کې يې کېښوول چې پدې کار سرتېري خپه شول؛نو لښکر چې د خداى استازي ته راغى؛ نو پېغمبر اکرم ترې وپوښتل چې د مشر چلن درسره څرنګه و؟ خبرې ډېرې وشوې او چې د ټوکرانو په هکله يې له علي کرم الله وجهه ګيله وکړه چې پېغمبر اکرم ورته وويل:(( علي د خداى د امر په پلي کولو کې چا ته ست نکوي.))

مضارعه.[سمول]

مضارعه؛يعني مشابهت او ورته والى. څوک چې غواړي ټولنه سمونه او پکې تغيير راوړي؛نو پخپله بايد د هغو خلکو په څېر نۀ وي چې کمزوري پکې نۀ وي. ځان جوړونه پر ټولنه جوړونه لومړيت لري. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( ما چې درته کوم حکم کړى؛نو تر تاسې مخکې مې پر ځان پلي کړى او له څه مې چې منع کړي ياست؛نو تر ټولو مخکې مې ترې ځان منع کړى دى.)) او بيا وايي : (( د خلکو مشر او لارښوونکى بايد لومړى ځان ته ښوونه وکړي او بيا خلکو ته.))

== د بندګۍ طمع: ==

حضرت علي کرم الله وجهه(نهج البلاغه:١٧١ حکمت) وايي: (( تمه همېشنۍ مريينه ده.))

په هره مريېنه کې له باداره د خلاصون تمه وي؛خو د طمعې په مريينه کې د خلاصون هيله نۀ وي. دلته د ازادۍ واک د مريي په لاس کې وي؛نۀ د بادار په لاس کې. څوک چې غواړي د خداى امر پلي کړي؛نو بايد لدې بنده ازاد وي. معنوي ازادي د مصلح د بري شرط دى.

پالونکيه! تۀ د زړونو او فکرونو مالک يې،زړونه ستا په لاس کې دي،سمه لار راوښيه او پرې مو ټينګ ولره او د ((نفس اماره)) له شره مو وساته.

پاى