ويکيپېډيا:آی ار سي کانالونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د IRC کانالونه يا چينلونه د ویکیپېډیا غړو سره د خبرو اترو یوه لاره ده. د اړیکو د دې طریقې په کارولو سره، ستونزې یا عادي خبرې اترې چې د خبرو اترو په پاڼو کې پورته کول يې اړین نه ښکاري په عامه خونو کې پورته کېدی شي یا په شخصي توګه د نظر وړ کارن سره پرې خبرې کېدی شي.

په ويکيپېډيا کې د IRC بله کارول په واقعي وخت کې د وروستيو بدلونونو د راپور ورکولو ښه وړتيا ده. په دې توګه، هرڅومره ژر چې کارنان د "پاڼې خوندي کولو" تڼۍ کلیک کوي، راپور به لېږل کیږي ځکه چې دا د وروستيو بدلونونو پاڼې کې لیدل کېدی شي، او د پاڼې تازه کولو ته اړتیا نشته.

که تاسو د دې پاڼې د منځپانګې له لوستلو وروسته کومه پوښتنه لرئ، د دې پاڼې د خبرې اترې مخ کې یې وپوښتئ.

کار وړ پوستغالي[سمول]

د IRC کانالونو سره د اړيکې نيولو لپاره بېلابېل پوستغالي شته، خو له بده مرغه ډېر کم يې د يونيکوډ سره د کار کولو وړتيا لري. چې ځينې مهم يې په لاندې ډول دي:

د پښتو ويکيپېډيا لپاره تر ټولو غوره يې چټزيلا و پیجین دي، ځکه له يوې خوا پکې د پښتو ليکلو سهولت او وړتيا شته او له بلې خوا د ليکدود لوری يې له ښي کيڼ ته دی چې د پښتو ليکدود لپاره ښه سازګاره دی. ترڅنګ يې د IRC کانالونو سره د اړيکې لپاره، د Opera لټونګر نه هم کار اخيستلی شئ، او د دې کار لپاره يوازې د نظر وړ پتې ليکلو ته اړتيا ده، ترڅو ټول کانالونه وګورئ.